الهي مشرانو ته اړتيا زموږ د پوهې نيمګړتيا : کېداى شي ځينې وپوښتي،چې ايا د خداى له لوري د الهي پېغمبرانو معبوثېدل د انسانانو د لارښوونې لپاره اړين دي ؟ ايا زموږ عقل د واقعيتونو د درک لپاره بسيا نه دي؟ مګر د علم پرمختګ او د بشر پوهه د رازونو د بربنډولو او د […]
الهي مشرانو ته اړتيا
کېداى شي ځينې وپوښتي،چې ايا د خداى له لوري د الهي پېغمبرانو معبوثېدل د انسانانو د لارښوونې لپاره اړين دي ؟
ايا زموږ عقل د واقعيتونو د درک لپاره بسيا نه دي؟ مګر د علم پرمختګ او د بشر پوهه د رازونو د بربنډولو او د حقيقتونو د روښانولو لپاره بسيا نه دي؟ او پېغمبرانو هم ،چې هر څه موږ ته راوړي،له دوو حالو وتلي نه دي : يا يې زموږ عقل په ښه توګه درک کوي او يا يې نه درک کوي . په لومړي حال کې د پېغمبرانو زحمت ته اړتيا نشته او په دويم حال کې موږ نه شو کړاى هغه مطالب ومنو،چې زموږ د عقل پرخلاف وي .
او بلخوا ايا دا سمه ده،چې موږ دربس ځان د نورو په واک کې کړو او خبرې يې بې له کوم فکره ومنو؟خو پېغمبران زموږ په څېر انسانان نه دي ؟ څرنګه موږ خپل واک د خپل ځان په څېر پېغمبرانو ته ورکړو؟
ځوابونه :څو خبرو ته تر پام وروسته،ددې ټولو خبرو ځواب او د انسانانو د ژوند په نظام کې د پېغمبرانو ځاى څرګندېږي .
١-بايد پوه شو،چې زموږ پوهه محدوده ده او د بشر د پوهې له دې دومره پرمختګونو سره،زموږ پوهه د ناپوهۍ په پرتله ډېره کمه او د سترو پوهانو وينا ده،چې وايي،زموږ ټوله پوهه د هستۍ د عالم دکتاب لپاره يوازې د الفبا ټکي دي .
که بل شان يې ووايو: زموږ د قضاوت ولکه او د عقل درک يوه وړه سيمه ده،چې زموږ د پوهې وړانګو روښانه کړې ده او بهر،چې هر څه دي،ترې خبر نه يو،پېغمبران راځي او دا پراخه سيمه تر هغې،چې موږ ورته اړتيا لرو رڼا کوو،په حقيقت کې زموږ عقل يو پياوړى رڼا ورکونکى دى؛خو پېغمبران او اسماني وحې د لمرپه څېر دي ؛نو پخپله ووياست ايا څوک ويلای شي،چې زه يو قوي رڼا ورکونکى لرم ؛ نو لمر ته اړمن نه يم؟!
که پرخبره نوره رڼا هم واچوو؛نو وبه وايو: د ژوند مسايل پر درې برخو ويشلاى شو: “معقول”، “نامعقول” او “مجهول”.
پېغمبران هېڅکله نامعقوله خبره؛يعنې د عقل پرخلاف نه کوي او که و يې کړه؛پېغمبر نه دى؛بلکې هغوى د مجهولاتو په درک او پوهې کې له موږ سره مرسته کوي،چې دا ډېره مهمه خبره ده؛نو هغوى چې پخوا ويل،د عقل له شتون سره،پېغمبرانو ته اړتيا نشته (؛لکه برهمايان،چې په هندوستان اوځينې نورو ځايونوکې يې ژوند کاوه) او يا هغوى چې وايي : نن د بشر د علم له پرمختګ سره،د پېغمبرانو زده کړو ته اړتيا نه لرو؛نو دوى هغه خلک دي،چې نه يې د بشر د علم ولکه پېژندلې او نه د پېغمبرانو رسالت. ددې خبرې مثال د لومړي ټولګي د زده کوونکي دى،چې کله يې الفباء زده کړل؛نو ووايي،چې ما هرڅه زده کړل او تردې وروسته ښوونکي ته اړتيا نه لرم؛نو ايا دا خبره د منلو ده ؟
پېغمبران يوازې ښوونکي نه دي،مشري يې يوه بله اوږده کيسه لري ، چې وبه شي .
٢-هېڅ څوک نه وايي،چې انسان دې دربس خپل ځان د ځان په څېر بل انسان ته وسپاري،خبره داده،چې پېغمبران له اسماني وحې؛يعنې د خداى له نامحدود علم سره په اړيکه کې دي او موږ يې هم بايد د غوڅو دلايلو له مخې دا اړيکه له خداى سره وپېژنو؛او تر پېژندو وروسته دي،چې د اسماني مشرانو خبرو ته غوږ ونيسو او د زړه له کومې پرې ايمان راوړو؛نو تاسې پخپله ووياست،چې که زه د خپل متخصص ډاکټر پر نسخه عمل وکړم ؛نو غلط کار مې کړى دى ؟!
پېغمبران ستر روحاني طبيبان دي.
ايا که د خپل ښوونکي زده کړې،چې له عقل او فکر سره مې سمون خوري،ومنم ،غلط کار مې کړى دى ؟
پېغمبران د بشر ستر ښوونکي دي .
غوره به وي،چې د خداى له لوري د پېغمبرانو د رالېږلو پر دليلونو ځان ښه پوه کړو.
موږ ددې دليلونو له مخې د پېغمبرانو لارښوونو ته اړين يو :
١- د ښوونې له مخې :
که موږ پر يوه خيالي او افسانه اى مرکب،چې د لمر له څپو جوړ شوى وي،سپاره شو او په هره ثانيه کې د فضا (١٠٠٠) کيلو متره واټن ووهو؛بېشکه چې د حضرت نوح د عمر په څېر زرونو کاله عمر ته اړتيا ده،چې ددې سترې نړۍ سېل وکړو .
دا سترعالم له دې ټولې پراختيا سره بې موخې نه دى پېدا شوى.د خداى پېژندنې په ويينو کې مو وويل،چې ددې نړۍ جوړول خداى ته هېڅ ګټه نه لري؛ځکه هغه بشپړ،مړه خوا او ناپايه دى،نيمګړتيا نه لري،چې وغواړي،د نړۍ د جوړولو له لارې نيمګړتيا يې بشپړه کړي؛ نو پايلې ته رسو،چې موخه يې دا وه،چې له دې لارې نورو ته وروبښي او نور ژوي بشپړتيا ته ورورسوي؛لکه څرنګه چې لمر پر ځمکني مخلوقاتو لګېږي،بې له دې،چې موږ ته اړين وي،دا لمر لګېدل يوازې زموږ په ګټه دي ؛ګنې نو موږ لمر ته څه ګټه ور رسولاى شو.
بلخوا ايا زموږ معلومات د بشپړتيا د لارې وهلو او بشپړ انساني پړاو ته د رسېدو لپاره له هره اړخه بسيا دي؟ موږ څومره د نړۍ له اسرارو خبر يو؟ اصلاً د ژوند حقيقت څه دى؟ دا هستي له کله پېدا شوې؟ هېڅ څوک ددې پوښتنو دقيق ځوب نه پېژني.
د ټولن وټيز ژوند له نظره هر عالم يو نظر ورکړى دى .
د بېلګې په توګه : ځينود “پانګوالۍ” وړانديز ورکړى دى او بلې ډلې د”سوسيالسيم او کمونېزم” او درېمې ډلې دا دواړه رد کړي دي او دواړه يې له ضرره ډک ګڼلي دي .
د ژوند د نورو چارو په باب هم د پوهانوترمنځ داسې اړپېچ شته،چې انسان هم حيران شي،چې په دې کې په کوم يو پسې ولاړ شي؟!
دلته د انصاف له مخې بايد منښته وشي،چې د خلقت اصلي موخې ته د رسېدو لپاره؛يعنې “په ټولو برخو کې د انسان د پرمختګ بشپړتيا ته” يو لړ سم او له غلطيو پاکو زده کړو ته اړين يو،چې د ژوند پر واقعياتو يې ډډه وهلې وي؛هغه زده کړې،چې وکړاى شي په دې اوږدو لارو کې منزل ته د رسېدو په لار کې ورسره مرسته وکړي او دا چار يوازې د خداى په علم؛يعنې په اسماني وحې په پېغمبرانو شونى دى؛ نو له همدې لپاره هغه خداى چې موږ پردې لار تګ ته پېدا کړي يو؛ نو بايد داسې علم او پوهه هم ورسره کړي.
٢-په ټولنيزو او اخلاقي برخو کې مشرۍ ته اړتيا:
پوهېږو،چې زموږ په وجود کې پر عقل سربېره د “غريزو” په نامه يو لړ نور ځواکونه او انګېزې شته؛لکه د ځان دوستۍ غريزه،د غوسې غريزه د شهوت غريزه او داسې نورې زياتې غريزې .
په دې کې اړنګ نشته چې که موږ خپلې غريزې منع نه کړو او که پر موږ برلاسې شوې ؛نو ان عقل به موهم زنداني شي او انسان به د تاريخ د جبارانو او ظالمانو په څېر پر يوه داړونکي لېوه بدل شي،چې د دښتې تر لېوانو خورا خطرناک وي .
موږ د اخلاقي روزنې لپاره ښوونکى او بېلګې ته اړتيا لرو،چې د “محاکات” د اصل له مخې يې له کړنو سرمشق واخلو. په دې سخته لار کې يو روزل شوي بشپړ انسان ته اړتيا لرو،چې زموږ د غريزو له سرغړاندۍ مخنيوى وکړي، پر خپل عمل او خبره د اخلاق فضايل زموږ په زړونو کې وکري او زموږ په روح کې مړانه،انسان دوستي،مروت،پتمني،زغم،رښتينولي،امانت،پاکلمني او مينه وروزي؛ نو بې له معصوم پېغمبره څوک کړاى شي زموږ ښوونکى شى؟!
نو شونې نه ده،خداى چې دومره لوراند او وسمن دى؛د داسې مشرانو او ښوونکيو له وجود مو بې برخې کړي.
٣-د قانون طرح ته د پېغمبرانو اړتيا:
په تېرو مخونو کې مو له دوو اړخونو؛يعنې “ښوونې” او “روزنې” له نظره الهي پېغمبرانو ته اړتيا بيان کړه،اوس د ټولنيزو قوانينو نوبت راغلى،چې وګورو پېغمبران په دې برخه کې څومره ونډه لري .
پوهېږو هغه ستر امتياز،چې په ټولو برخو کې د انسان د پرمختګ لامل دى،غښتلى ټولنيز ژوند دى .
که انسانانو يو له بله بېل ژوند له درلوداى؛نو اوس به د فکر او تمدن له مخې د “ډبر پېرو انسانانو” هومره وو.
هو! ډله ايز کوښښ او هڅه ده،چې د فرهنګ او تمدن څراغ يې روښانه کړى دى،ډله ايز کوښښ او هڅه ده،چې ددې دومره علمي لاس ته راوړنو لامل دى .د ساري په ډول : سپوږمۍ ته د انسان ختل د يو يا څو پوهانو د کوښښ پايله نه؛بلکى د ميليونونو پوهانو په زرونو کالو کې د مطالعې او برسېرنو پايله ده،چې د ډله ايز ژوند له لارې سره راټول شوي او بالاخره دې بريا ته رسېدلي دي .
او همداراز که ګورو،چې زموږ او ستاسې پر مهال يو تکړه ډاکټر د يو مړ انسان زړه ،د بل انسان په سينه کې ږدي او له حتمي مړينې يې ژغوري،چې دا په تاريخ کې د زرونو جراحانو د تجربو پايله ده،چې د ښوونکيو له لارې زده کړيالانو ته رارسېدلې ده؛خو البته دا ټولنيز ژوند له دې ټولو برکتونو سره يو لړ ستونزې هم لري او هغه داچې د انسانانو د حقوقو او ګټو يو له بل سره ټکر،ان تېرى او جګړه ده. دلته روښانه قانون ته اړتيا پېدا کېږي.قانون کړاى شي دا سترې ستونزې راهوارې کړي :
١-قانون په ټولنه کې د هر وګړي د دندو بريد او د ټولنې دندې د هر وګړي پر وړاندې روښانوي،استعدادونه زرغونوي او کوښښونه همغږوي .
٢-قانون پر پلي کېدونکيو دندو د څارنې لپاره وګړيو ته لار هواروي .
٣-قانون د بل پر حقوقو له تېري مخنيوى کوي او په ټولنه کې د وګړيو او ډلو له ټکر او ګډوډۍ مخنيوى کوي او د لزوم پر مهال تېري کوونکي ته مناسبه سزا هم ټاکي .
غوره قانون جوړونکى څوک دى ؟
اوس بايد دا خبره روښانه شي،څوک تر ټولو ښه کړاى شي هغه قوانين تنظيم کړي،چې انسان ورته اړين دى،چې پورتني درې واڼه آرونه په پام کې ونيول شي،هم د دندو بريدونه او د وګړي او ټولنې حقوق پکې روښانه وي او هم پرچارو سمه څارنه وشي او هم د تېري کوونکيو مخنيوى وشي .
د څو ساده مثالونو راوړو اجازه غواړم : که انساني ټولنه له يو ستر ريل ګاډى سره ورته کړو او حاکم هيئات ددې ريل انجن،چې دې ريل ګاډي ته په يو ستر مسير کې حرکت ورکوي . قانون دې ريل ګاډي ته لازم معلومات ورکوي،هغه لار،چې له درو،غرونو او موړونو هم تېرېږي ؛نو پکار ده،چې د ريل يوه ښه لار دا ځانګړنې ولري : هغه ځمکې چې ريل ترې تېرېږى د حداکثر فشار لپاره بايد بسيا مقاومت ولري .
د ريل د دوو خطونو ترمنځ واټن بايد له انجن او ريل ګاډي سره همغږى وي او همداراز د تونلونو د دېوالونو جيګوالى بايد د ريل ګاډي د حداکثرې ارتفاع لپاره بسيا وي .سرښکښه او سر پورته لارې بايد داسې نه وي،چې د ريل بريکونه پکې کار ونه کړي او همداراز د واورې، تېږو،سيلاونو د راتلو محاسبه هم پکې بايد وشي،تر څو ريل په هر شرايطو کې وکړاى شي روغ رمټ خپل مقصد ته ورسي .
ددې مثال په پامنيوي انساني ټولنې ته ورستنېږو: هغه قانون جوړونکى،چې غواړي انساني ټولنې ته قانون وټاکې بايد دا ځانګړنې ولري :
١-انسان په بشپړه ټوګه وپېژني او د انسان له ټولوغريزو،اړتياوو او ستونزو خبر وي .
٢-ټول هغه استعدادونه،چې په انسان کې دي،په پام کې ونيسي او ددې استعداد د رازغونولو لپاره قانون طرح کړي.
٣- انسانانو ته د راپېښدونکيو پېښو او پر وړاندې يې د انسانانو د غبرګون وړاندوينه وکړي .
٤-په ټولنه کې ځانګړې ګټې ونه لري،چې د قانون د طرح پر مهال د خپلو ګټوپه پامنيوي قانون وضع کړي .
٥–دا قانون ليکونکى بايد له تېروتنهه،ګناه ،هېر او تېروتنو حداکثره خوندېينه ولري .
٦- دا قانون جوړونکی بايد دومره واک ولري ،چې د ټولنې هېڅ مقام او واک يې رامات نه کړي،له هېچا و نه وېرېږي او تر څنګ يې ډېر مهربان هم وي .
دا شرايط په چا کې راټول دي؟
ايا انسان کړاى شي غوره قانون جوړونکى شي؟ ايا تر اوسه چا په بشپړه توګه انسان پېژندلاى دى؟ زموږ د وخت يو ستر عالم د انسان په باب يو کتاب ليکي چې؛((انسان،ناپېژندل شوى موجود)) نوم يې پرې ايښى دى .
ايا د انسان ټولې غريزې،عواطف اوغوښتنې پېژندل شوي دي .
ايا د انسان روحي او جسمي غوښتنې بې له خداىه بل ته معلومې دي؟
ايا په ټولنه کې داسې انسان پېدا کولاى شئ،چې په ټولنه کې ځانګړې ګټې و نه لري ؟
ايا له تېروتنه او تېروتنې پاک داسې انسان،چې ټولې هغه ستونزې وپېژني،چې بشر پرې ککړېداى شي،په معمولي انسانانو کې يې پېژني؟ نو لنډه داچې بې له خداىه او هغه ته چې الهي وحې ورته راځي،بل څوک نشي کړاى د ټولنې غوره اوهر اړخيز قانون جوړونکى شي .
اصلي خبره داده،خداى چې انسان د بشپړتيا د لارې وهنې لپاره پېدا کړى؛نو بايد يو څوک ورته د ښيون-هدايت لپاره مامور کړي،چې انسانانو ته اسماني او هر اړخيزه الهي قوانين وښيي او ښکاره خبره ده،چې کله انسانان پوه شى،دا قانون د خداى دى؛نو پر ډېر ډاډ به پرې عمل کوي او په بل تعبير: دا پوهه ددې قانون د پلي کېدو لپاره با ارزښته ضامن دى .
د توحيد او نبوت اړيکه
ددې خبرې رايادول اړين ګڼم،چې د خلقت نظام پخپله د پېغمبرانو او پر رسالت يې ژوندى ګواه دى؛که د خلقت نظام ته يوه لنډ کتنه وشي ؛ نو خداى د موجوداتو يوه اړتيا هم نه ده پرېښې؛ د بېلګې په توګه : که ليدو ته يې سترګې ورکړي دي؛نوساتلو ته يې باڼه او وريزي هم ورکړي ،چې د رڼا راننووتل ورته تنظيم کړي .
د سترګو په ګوټ کې يې د اوښکو کڅوړې جوړې کړي دي،چې سترګه لمده وساتي؛ځکه د سترګې وچېدل سترګه له منځه وړي او د همدې سترګې په ګوټ کې يې يو وړوکى سورى جوړ کړى دى،چې اضافي اوبه د پوزې له لارې ترې وباسي او که دواړه سورى نه وي ؛نو دا ټولې اوبه به مو پرمخ رابهېداى !
د سترګې ګاټي ته يې دومره حساسيت ورکړى،چې د قوي او ضعيف نور پر وړاندې پخپله تنګ او پراخېږي،چې رڼا تنظيم شي او سترګه زيان ونه ويني.د سترګې شاوخوا ته يې ډول ډول عضلات جوړ کړي، چې بې د سر له تاوولو خپل شاوخوا بې له کومې ستونزې وويني؛نو تاسې پخپله ووياست خداى،چې د بشر داسې ټولې غوښتنې چمتو کړي؛نوايا بشر به له يوه ډاډمن مشره بې برخې کړي،چې له وحې سره اړيکه لري ؟!
مشهور فيلسوف “ابوعلي سينا بلخي” په خپل مشهور کتاب “شفا” کې ليکلي: د الهي پېغمبرانو راتګ ته د انسان اړتيا تر بڼو،وېښتانو او وريزو ډېر زيات دى ؛نو(ناشونې ده)،چې خداى هغه راکړي او دا را نه کړي .
پېغمبران ولې مصعوم دي ؟
له ګناه او تېروتنې خوندېينه
شک نشته،چې هر پېغمبر بايد له هرڅه د مخه د ټولو خلکو ويسا ځان ته راواړوي،چې خلک يې ان په خبرو کې هم د تېروتنې او دروغو احتمال ور نه کړي .
او که داسې نه وي ؛نو د مشرۍ مقام به څپڅپانده شي. که پېغمبران معصوم نه وي؛نو پلمه کوونکيو به نيوکه کولاى،چې په چارو کې تېروځي او حقيقت پلټونکي به يې هم زړه نا زړه کول، د بلنې له منلو به يې ډډه کوله او که دا هېڅ څه و نشي؛نو لږترلږه خلک به يې په ډاډ بلنه نه مني .
د خلکو د ويسا دليل د انبياوو د “عصمت” لپاره تر ټولو مهم چار دى. دا به څرنګه شوي وي،چې خداى له يوه وګړي نه بې له قيد و شرطه لاروي ته بلنه ورکړي،حال داچې شونې ده،چې دا نسان تېروتنه يا ګناه وکړي؛نو په داسې حال کې ايا خلک به ترې لاروي وکړي؟ او که لاروي ترې وشي؛نو داسې لاروي تېروتنه او ګناه ده او که خلک ترې لاروي و نه کړي؛نو د مشرۍ مقام به يې څپڅپانده شي،په تېره بيا چې د پېغمبرانو د مشرۍ مقام له نورو سره بشپړ توپير لري او دا ځمکه،چې خلک د خپل ټول ژوند پروګرام ترې اخلي؛نو ځکه چې کله ستر اسلامي مفسران د ((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ (نساء/۵۹)- مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [-د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ .)) ته راورسي؛نو وايي د مطلقې لاروۍ دليل ددې لپاره دى،چې هم پېغمبر معصوم دى او هم ((أُولِي الْأَمْرِ)) او ((أُولِي الْأَمْرِ)) څخه موخه مصعوم امامان دي ،چې کټ مټ د پېغمبر په څېر دي؛ګنې خداى به هېڅکله ترې د لاروۍ لپاه بې قيد و شرطه حکم نه و کړی .
بله لار،چې د ګناه پر وړاندې د پېغمبرانو معصوم والى جوتوي، دادى،چې ((د ګناه عوامل د پېغمبرانو په وجود کې پر ماتې محکوم دي)) .
خپل ځان ته ووينئ،چې د ځينو ګناهونو او ناوړه چارو پر وړاندې تقريباً مصعوم يو .
لاندې مثالونو ته پام وکړئ :
ايا تر اوسه مو داسې عاقل انسان ليدلى،چې د اور خوړوو په فکر کې وي ياداچې چټلي وخوري؟ ايا داسې شعور لرونکى انسان پېژنئ، چې بربنډ کوڅې او بازار ته راووځي ؟
ښکاره خبره ده،چې نه او که داسې کار مو له چا وليد؛نو يقين به ولرو،چې هغه له عادي حالته وتلى دى او لېونى شوى دى؛ګنې د عادت له مخې هم ناشونې ده ،چې يو عاقل انسان دا کار وکړي .
چې کله دا حالات څېړو؛نو وينو چې ددې ناوړتيا هومره روښانه ده،چې هوښيار انسان ورپسې نه ځي؛نو له همدې مخې ويلای شو، چې هر هوښيار انسان د يو لړ ناوړو کړنو پر وړاندې “مصونيت” لري او يا په بل تعبير : يو ډول “عصمت” لري .
له دې پړاوه به يو ګام مخکې ولاړ شو،چې ځينې انسانان وينو،چې د يو لړ ناوړه کړنو پر وړاندې خوندېينه لري،چې عادي کسان يې نه لري؛د ساري په ډول : يو پوه د طبيعت ډول ډول مېکروبونه پېژني؛ نو هېڅکله چټلې اوبه نه څښي او يا داسې څيزونوته نه ورنږدېږي،چې ورته خطر لري،حال داچې يو نالوستى انسان کېداى شي ډېرو خطرناکو څېزونو ته ورنږدې شي او ترې خبر هم نه وي ؛نو تر يوې ساده شننې وروسته دلته رارسو : د يو موضوع په هکله چې د انسان پوهه زياته وي؛نو هومره يې د ناوړه کړنو پر وړاندې يې خوندېينه هم ډېرېږي؛نو ددې محاسبې له مخې که د يو چا د “ايمان” او پوهې کچه دومره لوړه شي او دومره پر خداى او پرعدل يې ايمان پېدا کړي،چې هرڅه د خپلو سترګو مخ ته حاضر او ناظر بولي؛نو داسې کس به د ټولو ګناهونوپر وړاندې خوندېينه ولري او ناوړي ورته داسې ده؛لکه موږ،چې بربنډ کوڅې ته ووځو.
حرام مال ورته د اور د لمبې په څېر دى،چې موږ يې خپلې خولې ته ور اچوو؛نو ځکه حرام مال خولې ته نه وروړي؛نو له دې ټولوخبرو پايله اخلو،چې پېغمبران د “پوهې” او “پياوړي” ايمان له امله د ګناه انګېزې قابو کوي او د ګناه ستر راهڅونکي عوامل هم نشي کړاى پر عقل او ايمان يې برلاس شي؛نو ځکه وايو،چې پېغمبران د ګناه پر وړاندې سيپن لمني-معصوم دي .
ايا د عصمت پر مقام وياړېدل په کار دي ؟
ځينې د عصمت پر مفهوم نه پوهېږي او له ګناه د خوندېينې له عواملو بې خبره دي،نيوکه کوي،چې که خداى يو څوک له ګناه وساتي او د ګناه عوامل پکې له منځه يوسي؛نو دا خو ورته کوم ستر وياړ نه دى او دا يو اجباري خوندېينه ده او اجباري خوندېينه فضيلت نه دى؛خو هغه ويينه مو،چې وکړه،فکر کوم دې خبرې ته يې ځواب ورکړ: له ګناه د پېغمبرانو خوندېينه اجباري بڼه نه لري؛بلکې د پياوړي ايمان او بشپړ يقين او لوړو پوهو پايله ده،چې دا وياړ يې ور په برخه کړى؛نو پخپله ووياست،چې که يو پوه طبيب له رنځورونکيو عواملو ځان وساتي ؛ نو ايا پر مجبوروالي يې دلالت کوي او که همدا طبيب د خپلې روغتيا په پام کې وي ؛نو ايا ورته فضيلت نه دى ؟ او که يو حقوقپوه د يو جرم له عاقبته خبر وي او له هغه جرمه ځان وساتي؛نو فضيلت نه لري؟؛نو پاېلې ته رسو،چې د پېغمبرانو سپين لمني هم اختياري بڼه لري او هم ورته ستر وياړ دى .
د پېغمبر پېژندنې غوره لار
بېشکه د هر مدعي د ادعا منل له عقل او سول-منطق لرې خبره ده .
د خداى له لوري هغه د نبوت او رسالت مدعي کېداى شي،چې رښتين وي؛خو دا احتمال هم شته،چې يو فرصت طلب انسان د رښتين پېغمبر پر ځاى ځان پېغمبرمعرفي کړي؛نو ځکه بايد د پېغمبرانو د بلنې د ارزيابۍ لپاره او داچې له خداى سره اړيکه لري،يو معيار ولرو.
دې موخې ته د رسېدولپاره لارې ډېرې دي؛خو دا دوه يې مهمې دي :
١-د پېغمبر د بلنې د منځپانګې څېړل او د قرائنو او شواهدو راټولول.
٢-اعجاز او له بشره هاخوا چارې . راځئ د اعجاز په باب څه خبرې وکړو:
داسې کسان شته چې د “معجزې” ټکى يې حيرانوي او معجزه،افسانه او اتلان يوشان ګڼي،حال داچې که د معجزې علمي او سمې مانا ته ځير شو ؛نو دا ډول انګېرنې بېخي غلطې دي .
معجزه يو ناشونى عمل او بې علته معلول نه دى؛بلکې په ساده تفسير: يو خارق العاده عمل دى،چې عادي وګړي يې نشي کړاى او يوازې د يو طبيعي ځواک په مرسته کېدونکى چار دى .
معجزه لاندې شرطونه لري .
١-شونى او د منلو وړ چار دى:
٢-عادي انسانان او ان نابغه انسانان يې د بشرى ځواک په مرسته نشي کړاى .
٣-د معجزې راوړنکى بايد دومره پرخپل کار ډاډمن وي،چې نور هم سيالۍ ته راوبلي .
٤-بل څوک يې ونشي کړاى؛لکه د معجزې له نومه هم،چې څرګنده ده، چې ټول ورته عاجز دي .
٥-معجزه هرومرو بايد د نبوت او امامت له ادعا سره وي (؛نو هغه خارق العاده چارې،چې بې له پېغمبره يې څوک کوي،معجزه نه ده؛ بلکې کرامت دى )
يو څو روښانه بېلګې: ټولو اورېدلي،چې د حضرت عيسى معجزه د مړيو راژوندي کول او د نه درملېدونکيو رنځونو درمل وه.
ايا کوم عقلي او علمې دليل لرو،چې وروسته تر دې،چې د انسان د بدن ټول غړي له کاره ولوېدل او نشي کړاى بېرته ژوند ته راستون شي؟ او ايا هېڅ داسې علمي دليل لرو،چې سرطان (چنګاښ رنځ)،چې موږ يې له درمله عاجز يو، درمل ونه لري ؟
البته په ننني شرايطو او ځواک،چې انسان لا تر وسه وسمن نه دى،چې مړى راژوندى کړي او ځينې رنځونه درمل کړي،سره له دې،چې د نړۍ ټولو طبيابانو خپلې تجربې او پوهې يوځاى کړي دي؛خو څه پروا لري، چې يو انسان له الهي ځواک او الهي پوهې سره پر يوه اشاره په مړي کې بيا ساه واچوي او يا يو نه درملېدونکى رنځ درمل کړى ؟!
علم وايي : زه نه پوهېږم او وسه يې نه لرم؛خوهېڅکله نه وايي،چې ناشونى دی او نامعقوله ده .
بله بېلګه : سپوږمۍ ته بې له فضايي بېړۍ ختل،انسان ته ناشونى چار دى؛خو په عين حال کې څه پروا لري،چې له موږ ستر او اوچت واک او د بشر له سپرلۍ يوه پياوړې سپرلۍ چا ته ورکړي او بې له بشري فضايي بېړيو سپوږمۍ او نورو کراتو ته ولاړ شي؛نو که چا په رښتيا داسې خارق العاده چار وکړ او ورسره يې د نبوت ادعا وکړه او نورو انسانان يې سيالۍ ته راوبلل او ټول يې پر وړاندې عاجز شول ؛نو ډاډ به پېدا کړو،چې د خداى له لوري دى؛ځکه ناشونې ده،چې خداى داسې ځواک يو دروغجن انسان ته ورکړي،چې خلک بې لارې کړي .
معجزه بايد له خرافاتو سره يو ځاى نشي
تل افراطونه او تفريطونه ول،چې د فساد،تباهۍ او د حقيقت د څېرې د تورېدو لامل ګرځي،چې همدا خبره د معجزې په باب هم سمه ده. هغوى چې ځان ته روڼ اندي وايي (،چې نه دي) په ښکاره او پټه هر ډول معجزه نفې کوي،يوه بله ډله،کمزورې افسانې،چې له خرافاتو ډکې وي او دښمن جوړې کړې وي،له معجزو سره ګډوي او د پېغمبرانو علمي واقعي معجزې،له جوړو شويو او بې بنسټه وهمونو سره يو ځاى کوي او چې د واقعي معجزو څېرې له داسې افسانو نه وي پاکې شوې؛نو د معجزې اصلي څېره به راښکاره نشي؛نو ځکه د سترو اسلامي پوهانو هڅه او کوښښ دا و،چې د معجزې او نورو مسايلو په باب اسلامي حديثونه له جعله لرې وساتي؛نو له همدې خبرې لپاره وو،چې د “رجال پوهه” رامنځ ته شوه،چې د حديثونو روايتوونکي ښه وپېژندل شى او “صحيح” حديثونه له “ضعيفو” حديثونو بېل شي او بې بنسټه او له وهمه ډک مطلبونه له حقيقته بيل شي .
الحادي او ښکيلاګر سياستونه نن هم غلي نه دي ناست او تل په هڅه کې دي،چې بې بنسټه اندونه،له سپڅليو ديني ګروهو سره ګډ کړي او دين ته يوه غيرعلمي څېره وروپوښي؛نو پر موږ او تاسې دي،چې دې شومو ورانکاريو دسيسو ته پام وکړو .
د معجزې او نورو خارق العاده چارو توپير به مو ډېر اورېدلى وي،چې ځينې مرتاضان خارق العاده چارې کوي او هغوى لږ نه دي،چې له دوى يې دا خارق العاده چارې ليدلي دي،چې دا يو واقيعت دى او افسانه نه ده؛نو همدلته پوښتنه ذهن ته راځي،چې دا خارق العاده چارې له معجزو سره څه توپير لري؟او د د توپير لپاره يې کوم معيار دى !؟
دا پوښتنه ډېر ځوابونه لري؛خو تر ټولو روښانه يې دا دي :
١-مرتاضان تل څو محدودې چارې کوي؛ بلخوا يو مرتاض هېڅکله هغه چار نشي کړاى،چې تاسې يې ورته ووياست؛بلکې يوازې هغه چار کړاى شي،چې له پخوايې پرې زيات تمرين کړى وي او ددې خبرې دليل ډېر روښانه دى؛ځکه د انسان واک محدود دى او يوازې په څو چارو کې مهارت درلوداى شي؛خو د پېغمبرانو خارق العاده چارې هېڅ ډول بريد او پوله نه لري،هېڅ ډول قيدوشرط نه لري؛هغوى د اړتيا پر مهال هر وړانديز،چې ورته وشي،تر سره کولاى شي؛ځکه د خداى ستر واک يې مل دی او پوهېږو،چې د خداى ځواک ،پوله او بريد نه پېژني،حال داچې د انسان واک محدود دى .
٢-يو مرتاض،چې کوم کار کوى؛نو بل مرتاض يې هم کړاى شي؛يعنې چارې يې د بشر له ځواکه وتلې خبره نه ده؛نو ځکه د خارق العاده چارې کوونکى مرتاض هېچاته نه وايي،چې راشئ او زما په څېر کار وکړئ؛ځکه خبر دى،چې په هماغه ښار يا هېواد کې داسې کسان شته، چې دا چار کړاى شي؛خو پېغمبران په پوره ډاډ وايې: (( که پرځمکه ټول انسانان سره راغونډ او وغواړي هغه کارچې دا توپير د ((سحر)) يعنې جادو په باب هم صادق دى او دا دوه توپيره مو،چې وويل معجزه له جادو بېلوي . ( پام وکړئ)
د اسلام د پېغمبر پر حقانيت يو بل سند
موږ ددې لپاره،چې ځان د نبوت د مدعي د بلنې پر حقانيت،يا يې پر دروغو ځان پوه کړو؛نو د “اعجاز” له غوښتو پرته بله چاره هم لرو، چې دا پخپله کړاى شي،موخې ته د رسېدو لپاره يو بل ژوندى دليل وي ، چې دادي :
١-اخلاقي ځانګړنې او ټولنيزه مخينه .
٢-هغه شرايط،چې د بلنې پر چاپيرېال واکمن دي .
٣-د وخت شرايط .
٤-د بلنې منځپانګه .
٥-پلي کوونکي پروګرامونه او موخې ته د رسېدو لپاره وسايل .
٦-د دعوت پرچاپېريال د بلنې اغېز.
٧-بلنه ورکوونکى څومره پرخپله بلنه ايمان لري او ورته سرښندنه کوي .
٨-له کږو وړانديزونو سره جوړجاړى نه کول .
٩-پرعمومى افکارو د اغېز چټکتيا.
١٠-دا چې لارويان او پلويان يې څوک ول .
هغه څه چې پورته وويل شول ،د اسلام دپېغمبرپه باب ورته يوه لڼده کتنه کوو.
١-د اسلام د پېغمبر دوست او دښمن ټول يوه خوله دي او تاريخ هم دا خبره ليکلې ده،چې پېغمبر دومره پاک او سم سړى و،چې ان د جاهليت پر وخت يې د امين لقب درلود،تاريخ ليکي:چې د خداى رسول غوښتل مدينې ته هجرت وکړي؛نو علي ته يې دنده ورکړه،چې ورسره د خلکو امانتونه خاوندانو ته يې ورکړي .
مړانې،صبر، ښه خوى ،پراخې سينې،سړيتوب او هله به حيران شئ ، چې د مکې تر سوبې وروسته او په ښار کې د اسلام خونړيو دښمنانو ته د عمومي بښنې اعلان ،پردې خبرې ژوندى سند دی .
٢-ټول پوه يو،چې معمولي انسانان ان نابغې که وغواړي که نه، د خپل چاپېريال رنګ اخلي؛البته ځينې ډېر او ځينې کم؛اوس پخپله فکر وکړئ،د خلکو ورځنى ژوند،چې شرک او خرافات وي؛نو څرنګه کېداى شي،چې پکې يو کس د توحيد بېرغ را اوچت کړي او د شرک له ټولو نښو سره مبارزې ته ملا وتړي؟!
دا څرنګه شونې ده،چې د ناپوهۍ له چاپېرياله د علم لوړه رڼا راوبريخي؟ !
ايا کړاى شو باور وکړو،چې بې له الهي پېرزوينو به داسې هېښنده پېښې وشي؟
٣-بايد ووينو،چې ددې پېغمبر د ظهوروخت کله و؟ دا خبره د حضرت علي له خولې اورو،چې ډېره ښه يې کړې ده او پخپله د اسلام د مخکې او وروسته حالاتو شاهد و،وايي:((خداى پېغمبر هغه وخت مبعوث کړ، چې خلک په نړۍ کې بې لارې،ورک او سرګردان ول،عقلونه يې وژونکيو ځاني غوښتنو نيولي ول،کبر کندې ته ورګوزار کړي ول،د ناپوهۍ تيارې پر ورانه روان کړي ول او په ناپوهۍ او تشويش کې سرګردانه ول. )) ( نهج البلاغه/٩١ خطبه )
فکر وکړئ ! هغه دين،چې شعار يې د انسانانو مساوات او د توکمي او طبقاتي تبعيض له منځه وړل او ((انماالمؤمنون اخوة)) دى،له هغه وخت سره څه تناسب لري؟
٤-د بلنې منځپانګه: په ټولو برخو کې توحيد،د ظالمانه امتيازاتو له منځه وړل،د انسانيت د نړۍ يووالى،له تېري سره مبارزه، د نړيوال حکومت کړلار، له بېوزليو ملاتړ او د انسان د ارزښت په نامه د انسان لپاره د تقوى،پاکۍ او امانت قبلول.
٥-په اجرايي کړلارو کې يې هېڅکله اجازه ورنه کړه، چې د ((موخه وسيلې ته مخونه ورکوي)) له منطقه ګټنه وشي،سپېڅليو موخو ته د رسېدو لپاره په سپېڅلو وسيلو پسې و او ښکاره يې داخبره کوله : له يوې ډلې سره دښمني مو د عدالت له پلى کولو مخنيوى ونه کړي.
((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ( مائده / ٨) مؤمنانو! تل د خداى (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي،چې عدالت و نه کړئ؛عدالت وكړئ چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د خداى له (عذابه) وساتئ،څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى .))
د جګړې په ډګر کې يې تل د اصولي اخلاقو پر پاملرنې ټينګار درلود او ويل يې: پر غير پوځي يرغل و نه کړئ،ونې بوټي او باغونه له منځه يو نه سئ،د دښمن د څښاک اوبه چټلې نه کړئ،له بنديانو سره پر درناوي چلن وکړئ او داسې نور حکمونه…
٦-پر هغه چاپېريال د پېغمبر اکرم (ص) د بلنې اغېز دومره و،چې دښمنانو يې له وېرې،خلک له ورنږدېدو منع کول؛ځکه د پېغمبر اکرم بلنې زيات نفوذ او جاذبه درلوده او کله يې داسې هم کول،چې پېغمبر اکرم خبرې کولې؛نوګڼه ګوڼه يې جوړوله،چې خلک يې خبرې وا نه وري؛نو له همدې هېښنده اغېز له امله يې پر پېغمبراکرم د ساحر ټاپه ولګوله او د پېغمبراکرم (ص) خبرې يې جادو او کوډې ګڼلې،چې د هغوى دا کار د دښمنۍ تر څنګ د پېغمبراکرم پردې هېښنده نفوذ منښته ده.
٧-په دې لار کې يې دومره سرښندنه درلوده او دا راښيي چې تر ټولو زيات پردې دين ايمان درلود.
په ځينې جګړو کې،چې تازه مسلمانان شوي وتښتېدل؛نو پخپله په مړانه وجنګيد او د دښمن د غوړو غوړو وعدو پر وړاندې يې بيخي چرت هم خراب نه کړ او تل يې پرخپل دين ټنګار درلود او هېڅکله يې په دې لارکې له ځانه کمزوري ونه ښووه .
٨-ډېر زيات کوښښونه او هڅې وشوې،چې پېغمبر اکرم له کږلاريو سره جوړجاړى وکړي؛خو هېڅکله تسليم نه شو،ويل يې : که لمر راته په ښي لاس کې او سپوږمۍ راته په کيڼ لاس کې کېږدئ؛هېڅکله به له خپلې بلنې لاس وانه خلم .
٩-نه يوازې د پېغمبر اکرم د بلنې اغېز ته عمومي افکار ګوته پر خوله حيران وو؛بلکې لويديځوال هم د اسلام د چټکې خپرېدوځغاستې ته حيران دي؛لکه د غرب درې مخورو استادانو،چې پردې حقيقت منښته کړې او داسې وايي: (( سره له دې ،چې د اسلام د چټک پر مختګ د لامل د پېژندو لپاره ډېر کوښښونه شوي دي؛ځکه تر يوې پيړۍ په لږ وخت کې د نړۍ د تمدن پر ډېره برخه يې سيورى واچاوه؛ خو تر اوسه دا خبره د يوې معما په بڼه پاتې ده .))
هو! ايا په رښتيا معما ده،چې اسلام په هغه ورځو کې له هغو وسايلو سره، په چټکۍ د ميليونونو انسانانو په زړه کې ځاى پېدا کړ، تمدنونه يې په ځان کې هضم کړل او يو نوى تمدن يې رامنځ ته کړ؟!
١٠-بالاخره دى ځاى ته رارسو،چې د پېغمبراکرم (ص) دښمنان ماړه ظالم کفار ول. داچې پلويان يې د پاک زړونو خاوندان،ځوانان،حق غواړي اوان مريان ول،داسې پلويان،چې بې د زړه له پاکوالي يې هېڅ شتمني نه درلوده او د حق تږي ول.
تردې ټولو څېړنو وروسته،چې شرح يې ډېره مفصله ده،په ښه توګه پايله اخستاى شو،چې دا الهي بلنه وه؛هغه بلنه،چې د څښتن له لوري له فساد،تباهۍ،ناپوهۍ،شرک تېري او بې عدالتۍ څخه د انسان د ژغورنې لپاره رالېږل شوې وه .
د اسلام د پېغمبر خاتميت
د خاتميت دقيق مفهوم :
د اسلام پېغمبر د خداى وروستى پېغمبر دى او د نبوت لړۍ ورسره پاى ته رسي،چې د اسلام د دين له ضرورياتو دي .
څوک چې د مسلمانانو ليکي ته ورننوځي؛نو ډېر ژربه پوه شي،چې ټول مسلمانان پردې ګروهمن دي او دا ورته يوه روښانه او څرګنده خبره ده؛يعنې څوک چې له مسلمانانو سره ناسته پاسته لري،پوهېږي چې مسلمانان له ديني پلوه پر “توحيد” (د خداى پر يووالي) ټينګار کوي او همداراز پوهېږي،چې ټول د پېغمبر (ص) د خاتميت په هکله يوه خوله دي او د مسلمانانو يوه ډله هم د نوي پېغمبرد راتګ په تمه نه دي،په حقيقت کې د بشپړتيا په لار کې د بشريت کاروان د پېغمبرانو په راتګ سره بېلابېل پړاونه په يوبل پسى تېر کړي او د ودې بشپړ پړاو ته رسېدلي دي،چې کړاى شي پر خپلو پښو ودرېږي؛يعنې د اسلام په پراخو ښوونو خپلې ستونزې هوارې کړي .
په بله وينا : اسلام د بشريت د بلوغ لپاره نهائي او جامع قانون دى، له اعتقادي نظره بشپړ ديني ليد او له عملي نظره داسې تنظيم شوى،چې په هر وخت کې د انسان له غوښتنو سره اړخ لګوي .
د اسلام د پېغمبر پر خاتميت دليل
ددې خبرې د جوتولو لپاره دليلونه ډېردي؛خو روښانه يې دا درې دي :
١- ددې مسئلې اړتيا:
و مو ويل: د نړۍ په هر ګوټ کې که له هر مسلمان سره مخ شئ؛نو د اسلام د پېغمبر پر خاتميت ګروهمن دی؛نو چاچې د دليل او سول-منطق له لارې اسلام منلى وي؛نو بې د خاتميت د آر-اصل له منلو به هېچاره نه لري او همدغسې،چې مو په تېرو مخونو کې ددې دين حقانيت جوت کړ؛نو بايد خاتميت هم ومنو،چې ددې دين له ضرورياتو ځنې دى.
٢-د قرآن آيتونوهم په ډاګه د پېغمبر د خاتميت خبره کوي؛لکه :
((مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيماً (احزاب /٤٠) محمد(ص) ستاسې د هېڅ يوه سړي پلار نه دى؛خو د خداى استازى او د پېغمبرانو(د لړۍ)پاى ته رسوونکى دى او خداى پر هر څه ښه پوه دى. ))
دا تعبير هله وکارېد،چې د “زوى ويلي” خبرې په عربو کې دود درلود؛ يعنې هغه چې له بل موروپلاره شوى و،خپل اولاد يې کاوه او د يو حقيقي زوى په څېر يې په کور کې محرمېده او ميراث هم ورسېده ؛ خو اسلام راغى او د جاهليت دا دود يې له منځه يووړ،و يې ويل: زوى ويلى هېڅکله د حقيقي اولاد په څېر حقوقي او شرعي حقونه نه لري، چې “زيد” هم پکې شامل و،چې پېغمبراکرم ورته زوى ويلى و؛خو د پېغمبر زوى نه و؛نو ددې پر ځاى،چې د اسلام پېغمبر د چا پلار معرفي کړي؛هغه يې پر خپل او حقيقي ځانګړنو وستايه؛”رسالت” او بل”خاتميت” .
دا تعبير راښيي،چې د اسلام د پېغمبر خاتميت د رسالت په څېر ټولو ته روښانه او څرګند و.
يوازې پوښتنه،چې پېدا کېږي داده،چې د “خاتميت” حقيقي مفهوم څه دى؟
“خاتم” د “ختم” له مادې اخستل شوى،چې د خلاصونکي پر مانا دى ؛يا د يو څيز په واسطه،چې يو کار پاى ته ورسي،د بېلګې په توګه : يوه ټاپه،چې د يوه ليک په پاى کې وهل کېږي،ورته “خاتم” وايي او که وګورو،چې ګوتمې ته هم “خاتم” ويل کېږي؛ځکه دي،چې هغه مهال ګوتمه د نوم د ټاپې پرځاى کارېده او هر چا د خپل نوم ټاپه پخپله ګوتمه کې جوړه کړې وه .
په اسلامي روايتونو کې لولو: د خداى رسول،چې غوښتل پادشاهانو ته ليک وليکي او اسلام ته يې راوبلي؛نو ورته وويل شو،چې د عجمو واکمنان بې له ټاپې ليک نه قبلوي. تر هغه وخته د پېغمبر اکرم (ص) ټول ليکونه ساده او بې ټاپې ول؛نو حکم يې وکړ،چې ورته پر يوه ګوتمه د “لااله الاالله محمد رسول الله”، جمله ټاپه کړي او پېغمبر اکرم تردې وروسته حکم کاوه ،چې تر ليکونو لاندې يې دا ټاپه ووهل شي؛ نو د خاتم اصلي مانا پاى ورکوونکى دى.
٣-خورا روايتونه هم شته،چې د پېغمبر اکرم(ص) خاتميت جوتوي .
الف : حضرت “جابر بن عبدالله” په يو معتبرحديث کې د خداى له رسول رانقل کړي دي:(( زما مثال په نورو پېغمبرانو کې د هغه چا په څېر دى،چې يو ښايسته او پوره کور يې جوړ کړى وي؛خو د يوې خښتې ځاى پکې تش وي؛زه هماغه وروستۍ خښته يم او د پېغمبرانو لړۍ پرماختمه شوې ده . )) ( د مجمع البيان تفسير)
د امام صادق وينا ده: د حضرت محمد(ص) حلال د قيامت تر ورځې حلال او حرام يې د قيامت تر ورځې حرام دي . ( کافي ا / ٥٨ )
په يو مشهور حديث کې،چې شيعه او سني دواړو رانقل کړى،داسې راغلي: علي! ته ماته داسې يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه راځي .))
او داسې نور ډېر زيات حديثونه .
د پېغمبراکرم (ص) د خاتميت په باب ځينې پوښتنې ذهن ته راځي، چې څو ته يې مو پام را اړوم :
١-ځينې وايي : که د پېغمبر رالېږل يو نعمت دى؛نو ولې زموږ د وخت خلک له دې نعمته بې برخې دي؟ ولې زموږ د وخت خلکو ته يو نوى لارښود نه راځي؟!
خو د هغوى ذهن ته چې دا پوښتنه راځي،له دې خبرې بې خبره دي. داچې زموږ د وخت خلک له دې نعمته بې برخې دي،د دې لپاره نه دي، چې وړتيا يې نه لري ؛بلکې ځکه دي،چې په فکري او د پوهې په لار کې د بشريت کاروان يو داسې ځاى ته رارسېدلى،چې کړاى شي د اسلام په لارښوونو خپله لار ووهي .
بده به نه وي ،چې يو مثال راوړم: اولوالعزم پېغمبران؛يعنې هغوى چې اسماني کتاب درلود،پينځه تنه ول :((حضرت نوح،حضرت ابراهيم،حضرت موسى ، حضرت عيسى او د اسلام پېغمبر)) چې دوى هر يو د تاريخ په يوه وخت کې د بشر بشپړتيا او لارښوونې ته کوښښونه وکړل او دا کاروان يې له يوه پړاوه راايستلى او په بل پړاو کې يې بل اولوالعزم پېغمبر ته ورسپارلى دى،چې داسې پړاو ته راورسېد،چې کړاى شي پخپله لار ووهي،د يوه محصل په څېر،چې د خپل زده کړې پړاوونه تېر کړي او بيا فارغ التحصيل شي .
( البته دلته له زده کړو فراغت مانا نه لري؛بلکې مراد ترې دادى،چې پر خپلو پښولار وهلی شي )
که يو ډاکټر پوهنتون ته نه ځي؛نومانا يې دا نه ده ،چې وړتيا نه لري؛ بلکې ددې لپاره دي،چې دا څومره معلومات،چې لري، کړاى شي، خپلې علمي ستونزې پرې هوارې کړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
٢-ټولنه تل د بدلون په حال کې ده؛نو څرنګه د اسلام ثابت قوانين کړاى شي د وخت غوښتنو ته ځواب ورکړي؟!
ځواب :اسلام دوه ډوله قوانين لري؛يو لړ قوانين،چې د انسان د ځانګړنو په څېر ثابت او برقرار دي ؛لکه پر توحيد ګروهنه، د عدالت د اصولو پلي کول،له هر ډول ظلم سره مبارزه؛خو بله برخه يو لړ ټوليز او جامع اصول دي،چې د موضاعوتو په بدلېدو يې بڼه بدلېږي،چې د هر وخت غوښتنو ته ځواب ورکوي؛د بېلګې په توګه : په اسلام کې يو ټوليز آر لرو : (( اوفوابالعقود )) ( خپلوتړونونو ته وفادار وسئ )
روښانه ده،چې د وخت په تېرېدو يو لړ ګټور،ټولنيز،سوداګريز او سياسى تړونونه رامنځ ته کېږي،چې کړاى شو د پورتني اصل په پامنيوي ځواب ورکړو .
يو بل اصل لرو: هر حکم او قانون،چې د ټولنې په تاوان وي، بايد محدود کړاى شي.
ګورئ،چې د اسلام ټوليز قوانين څومره چارسازي دي،چې داسې قوانين په اسلام کې خورا زيات دي او په همدې ټوليزو آرونو دي،چې کړاى شو د خپل وخت ستونزو ته ځواب ورکړو.
سرچینه .پنجاه درس اصول عقاید -لیکوال د نمونه تفسیر مفسر استاد ناصر مکارم شیرازی
-
ټیګونه:
- www.andyal.com