ناس سورت بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النّاسِ«1» مَلِکِ النّاسِ«2» إِلهِ النّاسِ«3» مِنْ شَرِّ الْوَسْواسِ الْخَنّاسِ«4» اَلَّذِی یُوَسْوِسُ فِی صُدُورِ النّاسِ«5» مِنَ الْجِنَّهِ وَ النّاسِ«6»=ووايه: (( زه، د خلكو پالونكي ته پنا وړم، د خلكو مالك او واكمن ته، د خلكو (خداى او) معبود ته، د […]
ناس سورت
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النّاسِ«1» مَلِکِ النّاسِ«2» إِلهِ النّاسِ«3» مِنْ شَرِّ الْوَسْواسِ الْخَنّاسِ«4» اَلَّذِی یُوَسْوِسُ فِی صُدُورِ النّاسِ«5» مِنَ الْجِنَّهِ وَ النّاسِ«6»=ووايه: (( زه، د خلكو پالونكي ته پنا وړم، د خلكو مالك او واكمن ته، د خلكو (خداى او) معبود ته، د ډېر پټېدوني وسوسه اچوونكي له شره، چې د خلكو په سينو كې وسوسه اچوي، له پېريانو وي او [که له] خلكو!))
ټکي:
*په قرآن کې تر ۳۰۰ ځلو ډېر د «قُلْ» کلیمه راغلې، چې ډېری یې پېغمبراکرم ته د الله حکم او د مخالفانو او موافقانو ځواب دی.
* د «وسواس» کلیمه هم د سوسه اچوونکي په مانا راځي او هم د وسوسې، خطوراتو او ناروا افکارو په مانا دی؛ خو دلته د وسوسه اچوونکي په مانا ده.
*ژغورنې ته یوازې د «أَعُوذُ» کلیمه ویل بسیا نه؛ بلکې په عمل کې دې هم له خطري لاملونو لرې ووسو، ګنې د سیلاو پر لار (خوړ) کور جوړونه او د کور له تبمې دپاسه «اعوذ باللّه من السّیل» لیکل یو مسخره چار دی. څوک چې وايي: «أَعُوذُ بِاللّهِ»، په عمل کې دې هم د فساد له سرچینې لرې ووسي.
*لومړی څیز، چې انسان ته محسوس دی، وده، تکامل او روزنه ده،«بِرَبِّ النّاسِ» تر سیاست، تدبیر او حکومت روسته. «مَلِکِ النّاسِ» او همداچې وده یې ډېره شوه، عبادت او لمانځنه ده. «إِلهِ النّاسِ»
*هغه ته دې پناه وروړل شي، چې له دننیو خوالو او وسوسو سره آشنا وي. «یَعْلَمُ خائِنَهَ الْأَعْیُنِ وَ ما تُخْفِی الصُّدُورُ[1]»هغه د سترګو له خیانته او څه چې په ټټرونو کې پټ دي، خبر دی.
* پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: شیطان د انسان پر زړه ویده دی، چې کله انسان، الله یاد کړي، پټ شي او چې کله غافل شي، وسوسه کوي یې.(فاذا ذکر العبد الله خنس…و اذا غفل وسوس[2])
*هغوی شیطاني کار کوي، چې نور په شک او وسوسو کې اچوي. د حضرت صالح مخالفانو خلکو ته ويل: آیا پوهېږئ، صالح پېغمبر دی؟ او په دې وینا یې د خلکو په زړه او مغزو کې شک او سوسه اچوله. «أَ تَعْلَمُونَ أَنَّ صالِحاً مُرْسَلٌ[3]»
*د قرآن په پیل کې مو په «بِسْمِ اللّهِ» له الله مرسته وغوښته او د قرآن په پای کې هم الله ته پناه وروړو.
* «خناس»له«خنوس» اخستل شوی او د پټېډو او شاته تګ په مانا دی. شیطان هم پخپله پټ دی او هم یې کار، که وسوسه یې ښکاره وي، پر خلکو لاسبرېدای نشي؛ خو په تظاهر، مخونه او په ښکلې جامه کې هم راڅرګندېږي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: شیطان په راڅرګندېدو حق او باطل ګډوډوي او په دې توګه پر خپلو پلویان لاسبرېږي.«فهنالک یستولی الشیطان علی اولیائه[4]»
*اوس چې شیطان خناس دی، دومره ځي راځي، چې بریالی شي؛ نو موږ دې هم الله ډېر یاد کړو.
* په قرآن کې څو ځل نیوکه شوې، چې کله په ستونزه کې شوئ، دعا کوئ، پناه غواړئ او همداچې خطر لرې شو، ته وا بیخي مو نه پېژنې[5].
*داچې په دې سورت کې وسوسه د انسان په اروا او زړه کې ځای نیسي او زموږ له عقل او فکر سره لوبې کوي، درې ځل د الله نامه یاده شوې ده: «بِرَبِّ النّاسِ ، مَلِکِ النّاسِ ، إِلهِ النّاسِ»؛ خو داچې په فلق سورت کې، شرور له سینې بهر دي، یو ځل د الله نامه اوڅار شوې ده. «بِرَبِّ الْفَلَقِ»هو! پر روح د اندیزې کږلارۍ اغېز تر بهرنیو لاملونو خورا ډېر دی او فکري فرهنګي دښمنان تر پوځي او وټيزو دښمنانو خورا خطرناک دي.
*په روایتونو کې راغلي، شیطان خپه شو، چې الله د انسان توبه ومنله. خپل ملګري یې راټول کړل او مرسته یې ترې وغوښته. هر یوه یې یوه خبره وکړه؛ خو یوه یې وویل: زه به انسان وسوسه کړم او توبه به یې هېره کړم. شیطان دا د توبې هېرولو کړلار خوښه کړه[6].
*اوس چې هغه «بِرَبِّ النّاسِ» دی؛ نو د نورو روزنیزې کړلارې مه منئ. اوس چې هغه «مَلِکِ النّاسِ» دی؛ نو ځان د بل مه مریانوئ، اوس چې هغه «إِلهِ النّاسِ» دی؛ نو له هغه پرته پر بل زړه مه تړئ او دا اندنه او ګروهه له وسوسو پناه وړو ته غوره وزله ده.
* هغه چې د خلکو په ټټر، زړه او روح کې وسوسې اچوي، شونې ده د پېري یا شیطان له جنسه وي یا د انسان له توکمه. هو تطمیع، ژمنې، نن سبا کول، د وسوسو لارې دي.
*حضرت آدم او نورو اولیاوو ته د شیطان وسوسه یوازې د القا اچونې هومره ده :
«فَوَسْوَسَ إِلَیْهِ الشَّیْطانُ[7]» ، «أَلْقَی الشَّیْطانُ فِی أُمْنِیَّتِهِ[8]؛ خو د عمومو خلکو، وسوسه زړونو او روح ته ورننوځي. «یُوَسْوِسُ فِی صُدُورِ النّاسِ» البته نه د انسان پر زړه هغه لاسبري، چې د تېښتې لار ترې نه وي؛ ځکه په بل آیت کې وايي: «إِنَّ الَّذِینَ اتَّقَوْا إِذا مَسَّهُمْ طائِفٌ مِنَ الشَّیْطانِ تَذَکَّرُوا فَإِذا هُمْ مُبْصِرُونَ[9]»کله چې شیطانان په متقي وګړیو پسې ورځي، چې د اړیکې له لارې یې وسوسه کړي، هغوی پرې پوه او د نفوذ اجازه نه ورکوي.
* په «بِرَبِّ النّاسِ – مَلِکِ النّاسِ – إِلهِ النّاسِ» کې د ((ناس)) کلیمې تکرار، دې ته اشاره ده، چې د الله ربوبیّت، حاکمیّت او الوهیّت عام دی او د بشر په کومې ځانګړې ډلې ټپلې، توکم یا وګړي پورې ځانګړی نه دی.
* لومړی «بِرَبِّ النّاسِ» راغی، بیا «مَلِکِ النّاسِ» او ورپسې «إِلهِ النّاسِ»، شونې ده، دې ته وي، څه چې له فطرت سره همغږي دي، روزونکي ته پناه ور وړل دي: «بِرَبِّ النّاسِ»
لکه څنګه چې کوشنیان د خطر پر مهال، لومړی خپلې مور ته غږ کوي، بیا هغه ته چې ځواکمن وي، «مَلِکِ اَلنّاسِ» او په بل پړاو کې د لورنې او ژوند سرچینې ته «إِلهِ النّاسِ»
* الله له اړتیاوو او خطرونو خبر دی، چې انسان ګواښي؛ خو الهي روزنیزه کړلار داسې ده، چې انسان دې خپله اړتیا، مرسته او پناه غوښتنه په خپله خوله راوړي او ځان ته بېوزلي او اړتیا تلقین کړي، چې د تواضع، تعبّد او تسلیم روحیه پکې رازرغونه شي.(قُلْ أَعُوذُ …
* د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د وینا له مخې، هغه سوچونه او وسوسې، چې بېواکه انسان ته راځي، تر هغه انسان پرې پړ نه دی، چې کومه کړنه یې نه وي کړي. «وضع عن امتی ما حدثت به نفسها ما لم یعمل به او یتکلم»[10].
پېغامونه:
1- پېغمبراکرم،د وحې امین او له ځان څه نه وايي. «قُلْ»
2- خطرې دومره سختې دي، چې الله یې استازي ته د پناه اخستو حکم کوي. «قُلْ أَعُوذُ»
3-بې د الله له مرستې، له شرور سره مبارزه ناشونې ده. «أَعُوذُ بِرَبِّ النّاسِ»
4- گناهګاران دې نه نهلېږي؛ ځکه الله د ټولو پالونکی دی؛ نه یوازې د مؤمنانو.«بِرَبِّ النّاسِ»
5-چې پېغمبر له الله مرسته غواړي؛ نو موږ به یې ولې نه غواړو«قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النّاسِ»
6- انسان دې ځان د الله تر روزنې لاندې وګڼي، «بِرَبِّ النّاسِ» د هغه سلطنت دې ومني، «مَلِکِ النّاسِ» او هغه دې خپل معبود کړي. «إِلهِ النّاسِ»
7- بې ایمانه انسان خپل ځواک، جمعیت، قومیت او شتمنۍ ته پناه وروړي؛ خو الهي وګړي، د هستۍ پالونکي پاچا او معبود ته پناه وروړي. «بِرَبِّ النّاسِ – مَلِکِ النّاسِ – إِلهِ النّاسِ»
8- ستر خطرونه دنننۍ وسوسې دي. «مِنْ شَرِّ الْوَسْواسِ الْخَنّاسِ»
اللهم صلی علی محمد و آل محمد
په روایت کې راغلي چې حضرت علي (ک) به تل د قرآن په پای کې دا دعا لوسته :
اللّٰهُمَّ اشْرَحْ بِالْقُرْآنِ صَدْرِى، وَاسْتَعْمِلْ بِالْقُرْآنِ بَدَنِى، وَنَوِّرْ بِالْقُرْآنِ بَصَرِى، وَأَطْلِقْ بِالْقُرْآنِ لِسانِى، وَأَعِنِّى عَلَيْهِ مَا أَبْقَيْتَنِى فَإِنَّهُ لَاحَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلّا بِكَ . (بحارالانوار : ۸۹ ټ، ۲۰۹ مخ)
«والحمدللّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
[1] – غافر،19.
[2] – بحارالانوار،ج67،ص49.
[3] – اعراف،75.
[4] – .نهج البلاغه،خطبه 50.
[5] – یونس،11.
[6] – نورالثقلین تفسیر.
[7] – طه،120.
[8] – حج،52.
[9] – .اعراف،201.
[10] بحار الانوار، ۱۷ ټ، ۵۴ مخ