بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه هېوادنۍ ستونزې آریز ټکي ته ورارجاع کړئ سریزه په علومو کې یو نوی مېتود رادبره شوی چې شونې ښکارندې د یوې سرچینې او مبنا له مخې مانا او تفسیروي او دې ته رېډکشن وايي. ځینو اسلامي اندیالانو له دې مېتوده په گټنې پېښې او […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورين الله په نامه
هېوادنۍ ستونزې آریز ټکي ته ورارجاع کړئ
سریزه
په علومو کې یو نوی مېتود رادبره شوی چې شونې ښکارندې د یوې سرچینې او مبنا له مخې مانا او تفسیروي او دې ته رېډکشن وايي. ځینو اسلامي اندیالانو له دې مېتوده په گټنې پېښې او ارزښتي مسایل د “خدای مرکزي نړی لید” په چورلیز اوڅار او مانا کوي او گټوری پایلې ترلاسه کوي. په دې ویینه کې دا مساله په علمي اندازه مطرح شوی او نوي کهول ته یو “لید” او مېتود ورکوي، چې څرنگه د هېواد اوسنی وضعیت وڅېړي، وڅپړې مبنا یې څه وي، څه وتلارې ورته راباسي، او د ملک اوسنۍ کړکېچنه وضع د ثبات او پراختیا پر لور ور سیخ کړي.
په رسنیو کې یو تبلیغاتي اړودوړ دی، هغوی چې بې واکه شوي، د چهتي په څېر یې اسمان ته پښې نیولی چې اسمان راغورځوي، ځینې یوازې لفاظې کوي او په ویناوو کې یې منځپانگه نشته، د ځینو خبرې باید واورېدل شي او عملي شي په هر صورت دا بې بریده د وینا ازادي، ددې پر ځای چې ستونزاواری وکړي د ناروغۍ د بابېړي لامل شوی دی، چې په حقیقت کې دا خپله یوه دسیسه ده، فرعي او دروغجنه فضا رامنځ ته کول دي، چې موږ افغانان خپلو آریزو ستونزو ته ورځیر نشو او په دې تبلیغاتي زخمې کې لالهانده او کړهانده وچورلوو. اوسنۍ ویینه مو چې په مخ کې ده د یو اندیال شننه ده او موږ ترې سبق اخلو، څنگه د خپلو ستونزو آريزې جرړې ته مو ور پام شي، ورباندې ځان وپوهوو، تر پوهېدو روسته، خپله دباندې نړۍ پرې جوړه او ملي تړښت پرې جوړ کړو او نور دې وینو تویولو ته د پای ټکی کېدو. با ثباته او مخ پر پراختیا هېواد په تمه.
“ټول انسانان په یوې جغرافیا کې د مېشتېدو په پار، لزوما په یوې نړۍ کې ژوند نه کوي. بل دا په داسې نړیو کې ژوند کړای شو، چې په عین حال کې ترې ناسوب او غایب اوسو. په نړۍ کې یو پردی پر خپل ځای کېنوای شو، چې استازیتوب مو وکړي، په نامې مو کړه وړه وکړي؛ نو دغسې الینه کېږو، مسخېږو او د قرآن د دقیق تعبیر له مخې ځان هېروو. دا پردی زموږ خاورینه تنه کېدای شي چې هر ځای او تل مو پر ځآی او زموږ مطلق او سل په سلو کې استازې وي. همداراز کله چې له خدایه پوري شو، دا پردیتوب او یا د قرآن په تعبیر خدای هېرو بې هم له ځانه پر پردیتوب پای مومی او لاملېږي چې داسې یوه نړۍ جوړه کړو، چې نه پکې خدای وي او نه موږ پخپله او بیا هم مسخ او له ځانه پردیتوب او د قرآن په تعبیر د ځان زیانمني. نور څیزونه هم پر ځای مو کېناستای شي. ومو ویل چې په ځینو ښوونځیو کې یې طبقه او پوړۍ د انسان د واقعي ځان (خود) پر ځای کېنولې، نژاد (خېل)، ملیت او تاریخ یې د انسان د “واقعي خپل” پر ځای کېنولی او دا ټول له هغو مواردو ځنې دي چې راښيي په یوې نړۍ کې کېدای شو، چې خپله پکې نه یو. زه په جمع او ټولنه کې؛ خو زړه مې په بل ځای کې دی.
آگاه او باخبر انسان هله زیږېږي جې په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې یوازې په خپله، نه بل څوک یې استازي وي. باخبر انسان هله زیږېږي چې ځان یې له بل او بل یې له ځان سره بدل کړی نه وي او پر خپل ځای یې بل څوک کېنولی نه دی. دا مې د تېرو خبرو نچوړ او انډه ټولگه ده. اوس هغه نړۍ درښیم چې اسلام یې زموږ ژوند ته معرفي کوي او کوم چورلیز چې دې نړۍ ته ټاکي.
په یوې غونډله کې ویلای شو کومه نړۍ چې ادیان یې راپېژني یوه “خدای مرکزي” نړۍ ده نه “انسان مرکزي”، نه “ځان (خود) مرکزي”، نه “پوړۍ مرکزي” او نه “تاریخ مرکزي” یوه هم نه؛ بلکې “الله مرکزي” ده او “الله مرکزي”، یعنې گردې لارې پر خدای پای مومي، ټولې هڅې یې په پار ترسره کېږي، هر څه په خدای خپل نهایي او روستی تفسیر پیدا کوي، ټول ارزښتونه پرې پای مومي. گردې نړۍ؛ څه چې شته او څه چې باید وي سرچینه ترې نیسي او پرې متکي، قایم او ولاړې دي، داسې چې هر عمل هله مانا پیدا کوي، هله خپله واقعي اتکا مومي چې الله تعالی ته ورمنسوب وي او همدا چې له الله وشلېږي؛ نو بې مانا او بې منځپانگې به وي. دا د “الله مرکزي” نړۍ مانا ده.
د تېرو خبرو په څرگندنه کې مو وویل، موږ هر یو نړۍ لرو او دا نړۍ یو چورلیز او ژبه لري داسې چې د هر وگړي د ژوند د چورلیز او د ژوند د ژبې له مخې دنننۍ او واقعي نړۍ پېژندای شو. نو ځکه کومه نړۍ چې په اسلام کې معرفې کېږي، یعنې خدای مرکزي نړۍ، کټ مټ یو چورلیز لري، چې خدای دی او یوه ژبه لري چې دیني او مذهبي ژبه ده.
معمولا کله چې په یوې دیني سالمې فضا کې ژوند کوو، په همدې ژبه گړېږو، داسې چې ښه پوهېدای شو، انسان کله او چېرې له دې ژبې اوړي او غفلت کوي او بله ژبه خپلوي. دا یوه اشاره ده چې د مذهبي او دیني ژبې په نږه ساتلو او له نورو ژبو سره په نه ورگډولو کې هڅاندي اوسو. که ژبه واوړېده، رو رو فضا ــ تشیال هم بدلېږي. لکه که د خدای د لارې پر ځای مو، د تکامل او پشپړتیا لار کېښوده او د کافرانو پر ځای مو مرتجعین وویل؛ نو باید پوه شو چې غږ مو له بلې فضا راوتلی دی.
دلته د یوې مسالې بېلگه راولو جې د یو څیز د مرکزیت مانا او دا چې ښکارندې پر یوه چورلیز پای مومي را ته ښه څرگنده شي. دا د علمي تفسیر (Reduction) مساله ده. پوهېږو چې د علم په تدریجي او سوکه سوکه پرمختگ هڅه کېږي چي ډېرې ظاهري ښکارندې ـــ چې احیانا خپرې ورې او ترمنځ یې اړیکې په نظر نه رسي ـــ یو له بل سره په تړاو کې کړي. دا تړاو ورکونه دغسې وي چې دا گردې ښکارندې یوې واحدې ښکارندې، یوې واحدې منشا او سرچینې ته تحویل او ورارجاع کوي (رېډکشن) او وایي کله چې دا واحده سرچینه په پام کې ونیسې او پکې شته دینامېزم او فاعلیت ومنې؛ نو و به گورې چې دا ټولې په ظاهر بېلابېلې او خپرې ورې ښکارندې یو له بل سره پیوندېږي او گردې دې واحدې مبدا ته په ورارجاع تفسېرېږي. لیدلي مو دي چې یخ تر څه مودې روسته ویلي کېږي او هر ځای چې سولېدل وي؛ نو تودوخه پیدا کېږي، او اوبه چې پر اور ږدو تودېږي. دا بېلابېلې ښکارندې دي او باید ظاهرا هر یو ته بېل بېل تفسیر پیدا کړو. خو که همدا په پام کې ونیسو چې تودوخه (حرارت) یوازې هغه حرکتونه دي چې د شیانو اتومونو او مالیکولونو لپاره ورمخې ته کېږي او ددې حرکتونو زیاتوالی او کموالی دی چې تودوخه او سړښت رامنځ ته کوي او په دې تودوخې او سړو پسې مالیکولونه یو بل ته ورنژدې او یا لرې کېږي او په پایله کې د بخار، جامد او مایع حالت پیدا کوي. (د جامد، مایع او غاز حالت هم مو مالیکولي واټنونو ته ور ارجاع کړي)
کله چې د تودوخې په هکله دغسې وپوهېدو او مبدا او سرچینه یې مو دغسې څرگنده کړه؛ نو ناڅاپه دا په ظاهره بېلابېلې ښکارندې تر یو واحد چتر لاندې راځي او گردې په طبیعي او منطقي توگه له یوې واحدې سرچینې خړوبېږي. دا دی یو چورلیز موندل شوی چې دا ټول ترې چورلي او هم زموږ ذهن او هم بهرنۍ نړۍ له خپرې ورېدو ژغورنه موندلې ده. یعنې موږ تر دې روسته کله چې یو څیز جامد و، روسته مایع شوه او له دې حالته بخار ته ورسېده او کله چې په یو څیز کې د اصطکاک او موښولو له لامله تودوخه پیدا شوه، نه احساسوو، چې دا خپرې ورې، متفاوتې او بې تړاوه ښکارندې دي. دا دی داسې جرړې او تارونه وموندل چې دا گرد سره غوټه کوي او ښه یې احساسوو، چې یو چورلیز او یوه مبدا په پام کې نیوای شو او ډانگ پېیلې یې لیدای شو چې دا ټول له یوې سرچینې او مبدا سرچینه اخلي. دا هغه څه دي چې په علومو کې “Reduction= تحویل، ارجاع او تفسیر” ورته وایي. پوهانو تل ارجاع کارولې او هڅه کوي هغه ښکارندې چې په ظاهر کې ناتړاوه برېښي او په نظر رسي چې د منځپانگې له مخې توپیر لري رو رو سره نژدې او یو له بل سره په تړاو کې کړي او یو څادر پرې وروغوړوي. په همدې دلیل رو رو د علم نړۍ لید “وحدت پالی” کېږي؛ یعنې د آرونو او مبناوو له خپرې ورېدو تښتي او هغه لوري ته ورمخه کوي چې حداکثر پر یوې مبنا شونې ښکارندې تفسیر کړي. په علم کې دا هیله پوره کېدوني وی یا نه وي دا یوه مساله ده؛ خو په تړاو یې دریځنیونه او مطلوبیت یې بله مساله ده او علوم یې په قوي مټ پر لور وردرومي. هغوی چې نوي علوم پېژني ښه پوهېږي که څه په پیل کې فزیک پوهانو او کیمیا پوهانو په ډېرو مواردو کې تداخل درلود، په عوض کې نن کیمیا په پوره ډول په فزیک د تفسیر وړ ده. یعنې څه چې په کیمیا کې ویلای شو په فزیک کې یې هم ویلای شو او د فزیک له منځه کیمیا را ایستای شو؛ یعنې لازم نه ده چې جلا آرونه یې له هغو آرونو چې په فزیک کې تدوینېږي ولرو چې د کیمیا علم وزېږي؛ بلکې د کیمیا گرد سره آرونه د فزیک له آرونو د استنجاج او راسپړنې وړ دي. دا دی له بې اتفاقۍ ژغورل شوي یو، که مخکې مو دوه علمونه درلودل چې کله ناکله یو د بل سیالان او یو له بله جلا انگېرل کېدل او ان گومان کېده چې په نړۍ کې پر متفاوتو څېرو او ښکارندو څارن او ناظر دي او ترمنځ یې ډېر لږ تړاو دی؛ خو نن یوازې یو علم لرو، چې ټول دویمي علوم یې په گېډه کې پراته دي، او دا هغه څیز دی چې تحویل، ارجاع، تفسیر او ریډکشن ورته وایو. نن کیمیا پوهان هڅه کوي چې فیزیولوژي کیمیا تفسیر کړي. کله چې فیزیولوژي په کیمیا تفسیر شوه، کیمیا هم چې په فزیک تفسیر شوې ده او په دې توگه د علم په نړۍ کې یو اوچت گام اخستل شوی او دا په فزیک د فیزیولوژي تفسیر دي.
هغه ښکارندې چې مخکې یې د څرنگوالي خبرې کولې او د فیزیولوژي پوهانو یې په اړه بې له دې چې کیمیاوي رازونه یې ولټوي څېړنې کولې؛ خو نن دا رازونه کیمیا راسپړلي. مخکې مو ویل غوښه خورو او په معده کې هضمېږي او کولمو ته ورسپارل کېږي او دلته بل هضم ترسره کېږي او بیا جذبېږي او دا جذب شوي خواړه ویني ته ورننوځي او ژوندینکو ته ورسي او دوی یې جذب او هضموي او په بدن کې قوت او وس تولیدوي. البته دا خبره سمه ده؛ خو د حیاتي کیمیا عالمان څه وايي؟ همدا د هضم مساله را ته کیمیاوي مانا کوي، په دې توگه چې ډیاستاز پر پروتینو اغېز کوي، څرگندوي چې د کیمیا له نظره ډیاستاز څرنگه جوړښت لري او پروتین څه جوړښت لري او پر پروتین ددې انزایم اغېز، مولیکول یې څرنگه اوله کومه ځایه ماتوي او د کوم ډای امینواسید اړیکه له منځه وړي او دا هغه څه دي چې هضم یادېږي. له دې اړخ مو اوچت گام اخستی دی. څه چې مخکې “معدې هضم” یادېده؛ خو نن مو په نړۍ کې له خورا ساده پېښو سره برابر دی. د ډوډۍ د ژر پخولو لپاره د یو مقدار سوډا ورزیاتول، هغه پېښه ده جې کټ مټ له دې پېښې سره برابره ده. کله چې سرکه اچوئ او شراب پر سرکه اوړي، کټ مټ هماغه پېښه ده چې په معده کې پېښېږي.
دغسې ډېرې بېلابېلې پېښې په کیمیا د فیزیولوژي د تفسیر له لارې یو د بل ترڅنگ کېنولای شو او دا ظاهري نا تړاوي او بې رابطي په یو طبیعي، منطقي او علمي تړاو بدلوو.
کله چې پوه شو ټوله کیمیا په فزیک تفسیرېدونکې ده؛ نو گرده فیزیولوژي به هم په فزیک تفسیرېدونکي شي؛ نو له همدې لامله نن فزیک یو چورلیز راته کېدای شي چې په مټ یې علمي تفسیرونه وکړای شو.
له دې اوږدې سرېزي دا پایله اخستای شو: په نظر مو هغه نړۍ خدای مرکزي ده چې پکې د گردو تفسیري ښکارندو روستی او نهایي تفسیر د خدای پر شتون متکي وي.
په نړۍ کې ښکارندې دوه ډوله تفسیر لري: د شتون له اړخ او له ارزشي اړخ. او دا دویم ټکی ډېر مهم دی. په نړۍ کې داسې موجودات لرو چې شته او هست دي. داسې پېښې لرو چې پېښېږي او داسې خوځښتونه او حرکات لرو چې په ټولنه او تاریخ کې نوي رادبره کېږي، او داسې برخلیک لرو چې په نړۍ تېرېږي، دا ټول لازم تفسیر لري. دا تفسیر په یو “الله مرکزي” نړۍ لید کې، نهایتا پر خدای متکي کېږي. قرآن را وایي:
شوری ـــ ۵۳: إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ: باخبر، (ټولې) چارې د خدای لوري ته ورگرځي.
نجم ـــ۴۲: وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى: او دا چې (د کار) پای یوازې ستا د پالونکي پر لور ده.
احتمالا یوه له ماناوو یې دا ده چې کله د چار واگې تر لاسه کړې او پر پای یې ځان پوهوې؛ نو و به ویني چې تر ډېر چون و چرا، ډېرو تاوکښونو او د پرېمانه او ستونزمنو پړاوونو تر تېرېده روسته، نهایتا خدای ته ورسې، تل په خپلو تفسیرونو، که په علم یا فلسفه کې وي هله آرامېږو چې روستي ځواب ته ورسوو. کله چې څوک را نه پوښتي یخ چې ویلي شي څه کېږي؟ وایو علت یې دا دی چې مالیکولونه یې یو له بله لرې کېږي. دا هغه نهايي تفسیر دی چې له دې ښکارنده یې کړای شو. دا روستی مسیر او له دې ښکارندې مو له وسې پوره نهایي تفسیر او مانا ده. دلته مو له هغه مرکز او چورلیز چې علم تر اوسه پر شاوخوا یې چورلي ــــ یعنې په مالیکولي او اتومي کچو او سطحو کې په پېښېدو د ښکارندو تفسیر ــــــ کار واخست. کټ مټ همدا پېښه په خدای مرکزي نړۍ لید کې هم روانه ده. پوښتوو ولې نړۍ شته؟ ولې پېښې دغسې دي؟ ولې تاریخ دغسې بهېدلی دی؟ ولې انسان شته؟ ولې تنوع، ډولاډولي، کثرت او وحدت شته؟ ولې ادیان راغلي؟ دا گردې پېښې په دې پار چې په هستۍ کې رانغاړلېږي او د وجود له مصادیقو ځنې دي، یوازېنی تفسیر یې دا دی چې په خدای پورې منسوبېږي، له همدې لامله “خدای مرکزي” نړۍ لید له “ماتریالیستي” نړۍ لید سره نیغ توپیر لري. توپیر دا دی چې په بې خدای مرکزي نړۍ لید کې چې مرکز بل څه دی د ښکارندو تفسیر په نهایت کې پر خدای پای نه مومي؛ بلکې په مادي څیز پای مومي؛ خو په خدای مرکزي نړۍ لید کې تفسیرونه له مادي چاره وراوړي او پر خدای پای مومي. وَأَنَّ إِلَى رَبِّكَ الْمُنْتَهَى (نجم، ۴۲). کله چې دې ځای ته ورسېدو د لارې پای ته رسېدلي یو او آرامېږو.
خدای مرکزي نړۍ لید را ته وايي مخکې تردی چې کومه پېښه یا کوم ارزښت پر خدای پای ومومي، آرامېدای نشو، باید لټه، غور او سوچ وکړو چې پوره او نهایي ځواب ومومو او یوازې پر خدای باندې پر گروهې دا پوښتنه پوره موندای شو. د ارزښتونو په باب هم آر دغسې دی. کله چې پوښتوو ولې دې دا کار وکړ؟ دا پوښتنه یوازې خدای مرکزي نړۍ لید کې مخونه او تفسیر لري؛ او دا چې د خدای په رضا پای مومي. هره پای او هر بل مطلوب به یې ځواب نه وي. په نړۍ کې، هم هستونې له خدایه راتوییږي او هم ارزښتونه. ځینو انگېرلې چې د نړۍ توحید په دې مانا ده چې د باندېنۍ نړۍ توحیدي (= یکنواخت) شي؛ یعنې د شیانو ترمنځ شته او طبیعي اختلافات لرې او یا نټه ترې وشي او په دې بڼه کې په گومان یې توحیدي نړۍ لید مانا او شتون مومي. دا یوه تېروتنه ده او ښه غټه تېروتنه ده. ولې؟ دا ځکه لومړی، خبره د انسانانو په نړۍ کې ده او پوره توضیح مو ورکړه چې واقعي نړۍ مو بې له بهرنۍ نړۍ ده او د دواړو یو شان ته نیونه یوه تېروتنه ده چې باید ځان ترې بچ کړو. داسې انسانان شته چې نړۍ یې تر واقعي نړۍ کوچنی ده او یا نړۍ یې له واقعي نړۍ سره مساوي یا ترې لویی ده. توحیدي نړۍ یعنې هغه نړۍ چې زه په واقعي توگه ژوند پکې کوم او باید یو چورلیز ولري او دا چورلیز خدای تعالی دی. یعنې په نړۍ کې ټولې پېښې باید خدای ته ور وگرځي او کله چې ورسېدې؛ نو خپل نهايي ځواب به یې اخستی وي. او بل دا ارزښتونه گرد له خدایه را توییږي او خدای یې سرچینه ده، نه دا چې په بل ځای پای مومي او بله ارزښ پنځې سرچینه شتون ولري.
بل دا د توحید د اصطلاح پر سر یوه مغالطه ده. انگېرلې یې ده چې توحید یعنې یو کول؛ یعنې یو رنگ کول؛ یعنې د اختلافاتو لرې کول! باید غور وکړو مسیحیان چې پر تثلیث گروهن دي، د هر څیز په درې کولو فتوا ورکوي! دا بې له لفظي مغالطو بل څه نه دي. الهي وحدت چې د هر چا د واقعي نړۍ د وحدت ضامن دی په بهرنۍ نړۍ کې له یو رنگېدو سره ډېر توپېر لري. توحید په بهرنۍ نړۍ کې د طبیعت ور ها خوا یا نر و ښځې او د ډول ډول څیزونو تر منځ له شته واقعي توپیرونو سره څه تړاو لري؟
د نړۍ توحیدي کول یعنې د نړۍ توحیدي لیدل او دا لیدل په دې مانا نه ده چې بهرنۍ نړۍ لرې کړو او هر څه یو رنگ کړو؛ ایا د بهرنۍ نړۍ د هر څه ویجاړونه او سازونه زموږ تر وسې ده؟ موږ خپله انساني نړۍ سازوو. په بهر کې شته واقعي او طبیعي توپیرونه زموږ په خوښې لرې کېدوني نه دي؛ خو په خپلې واقعي نړۍ کې چې ژوند کوو، داسې ژوند کړای شو چې دا ټولو تر یوه پوښښ او څادر لاندې ووینو. دا ټول د دوی د توپیرونو په عین منلو کې، په واحد حرکت خوځنده، په واحد وجود موجود او په واحد وجود متکي وبولو او ووینو. نو دغسې مو نړۍ لید خدای مرکزي نړۍ لید کېږي؛ یعنې گردې لارې پر خدای پای مومي. کله چې په نړۍ کې بېلابېل او متفاوت مراکز فرض کړئ، که دا د ارزښت پنځونې یا هستونې په برخه کې وي؛ نو د فکر یووالی او د کړنو انسجام به درڅخه لرې شي، احساسوئ چې آرامي او د ضمیر اندېښمني مو له لاسه وتې ده او ننگېرئ چې له شاوخوا مو ځینې کسان یا څیزونه گواښي، ډول ډول پوروړي پیدا کوئ. په خدای مرکزي نړۍ لید کې یوازې د یوه پوروړي یو (که پوروړي) او یوازې یوه تن ته حساب ورکوو او دا خدای تعالی دی. د خدای د چورلیزوالي مانا همدا ده، یوازې یوه لار ده او د لارې په پای کې هم یوازې یو تن ولاړ دی. قرآن ښکلې بېلگه لري وایي: رَجُلًا فِيهِ شُرَكَاءُ مُتَشَاكِسُونَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا (زمر، ۲۹) یو انسان دې بېلابېل شریکباڼي، ترې راتاو دي او خپل پورونه ترې غواړي او هر یو یې خپلې لوري ته راکاږي او بل انسان دی چې بل ته تسلیم دی؛ یوازې یو تن مسوولیت لري؛ یوازې له یوه تن سره راکړه ورکړه لري، هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا؟ ایا دا دواړه یو رنگ دي؟ په خدای مرکزي نړۍ لید کې انسان هرې لوري ته نه راښکودل کېږي، بېلابېلو ځایونو ته حساب نه ورکوي. د بېلابېلو کسان پوروړی نه دی، یوازې د یوه کس او یو چورلیز مسوول دی. دا هغه څه دي چې خدای مرکزي نړۍ لید یې د نورو نړیو لیدنو پر وړاندې وایي، چې دقیقا له دې اړخ ډېر عاجز او بېوسې دي.
نباید له دې ځایه دا توهم رادبره شي کله چې وایو دا د یو تن پر وړاندې مسوولیت دی او لارې پر یوه تن پای مومي، په دې مانا ده چې له نورو ټولو څېزونو مو غفلت کړی او پر هیچا نه بوختېږو او په خپل گرېوان کې سر ننباسو او یو دنننی خدای سازوو او خپل ټول ژوند له دې چې هر څه د خدای په لار او طول کې یې وي، نه یې پر وړاندې او عرض کې. هیڅ څیز یې پر وړاندې، په عرض کې تر څنگ او سیال نه دی. بې له الله هیڅ څیز مو پوښتنې ځوابولای نشي. که وپوښتل شم ولې ځمکه شته، ولې اسمان شته؟ که دا پوښتنې د خدای په شتون و نه ځوابم، واقعي ځواب یې تر لاسه کولای نشم. دا د هستونو په پړاو کې خبره ده. که وپوښتل شم ولې دې دا کار کړی؟ ولې دغسې ژوند کوې؟ ولې دې پلانی څیز هیله او آرمان دی؟ ځواب یې د خدای په شتون او الهي ارزښتونو اخلم. موږ نه د خلکو په پار راپاڅېږو ، نه د پوړۍ، خېل او ملیت په پار؛ بلکې د خدای لپاره پاڅېږو، د خدای لار د تکامل لار ده، نه اپوټه. ایا دا ټول له خلکو د غفلت او د خلکو د ظلمونو د نالیدلو گڼلو پر مانا دي؟ نه، دا یوازې په دې مانا دي چې خلک د خدای سیالان نه؛ بلکې د خدای په لار کې دي. موږ کله هم خپل ارزښتونه پر خلکو یا نورو معبودانو پای ته نه رسوو، اوچت گامونه اخلو چې خدای ته ور ورسوو، کله چې ور ورسېدو، دې ټولو ته وررسېدلي یو؛
نام احمد نام جمله انبیا است ـــ چون که صد آمد نود هم پیش ماست
هر که کار د قصد گندم باشدش ـــ چون خود اندر تبع مـــــــــــی آیدش
قصد در معراج دید دوست بود ـــ در تبع عرش و ملائک هم نــــــمود (مثنوي)
له دې اوچت څنده دا گردې ماناوې او مقاصد خوندي او تامېنېدای شي او له دې هسکې څوکې دا گردې هستونې، ښه، خوبیانې، خیر او ښکلاوې د نېز په څېر را بهېږي. خدای له هستۍ راباندې اوری. موږ د خدای امانتوال یو، موږ د خدای خلیفه یو، ان ورته مرو، ژوند مو د خدای لپاره دی، عبادت مو خدای ته دی. قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (انعام، ۱۶۲)
ژوند و مرگ او ژوندون مو د خدای لپاره دی. کافي ده تاسې دا مانا له نورو ښوونځیو ــــ لکه اومانېزم او اگزستانسیالیزم چې نور چورلیزونه یې غوره کړي ــــ سره پرتله کړئ چې د یبرو – حاصلاتو او ثمراتو توپیر یې څرگند ومومئ.
اگزستانسیالیزم څه دی؟ هغه ښوونځی دی چې راته وايي نړۍ تیاره ده خو دا چې د انسان په رڼا یې رڼا کړو. موږ خدای نمانځو ته یوازې خدای تعالی د رڼا ځلولو یوازېنی سرچینه ده.
نور، ۳۵: ” اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ: الله د اسمانونو او ځمکې رڼا ده.” یعنې که خدای نه وای نړۍ تیاره وه. که خدای چا ته رڼا ورنکړي؛ نو بې رڼا به پاتې شي.
نور، ۴۰: ” وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ : چا ته چې خدای رڼا ورنکړي؛ نو هیڅ رڼا به یې ور پر برخه نشي.”
خو چې کله مو په یوه ښوونځي کې خدای یوې څنډې ته کړ او نړۍ مو تیاره کړه؛ نو اړین یوو رڼا پیدا کولو یوه سرچینه و مومو. په انسانپالي، انسان نمانځي او انسان مرکزي ښوونځیو کې، انسان د رڼا سرچینه شوې ده. موږ په خپل ښوونځي کې د انسان انسانیت هله پوره او تمام بولو چې پر خدای متکي وي، خدای ته ورنژدې او له خدای سره یې تړاو او اړیکې خورا مضبوطې کړاې شوي. دا څاڅکی که له سمندر سره وي؛ نو سمندر دی او که نه وي یو څاڅکی به وي چې لمر او باد به یې اغېزمنوي، وچ به یې کړي او روست به شي.
عطار نیشاپوري وايي: قطره دریا ست اگر با دریاست ــــ ورنه او قطره و دریا، دریاست.
یوازې د خدای پر برکتي سرچینې باندې پر اتکا، انساني هویت تشخص او واقعي هویت پیدا کوي او پاتېدونی کېږي.
جوی دیدی کوزه اندر جوی این ـــ آب را از جوی کی باشد گریز؟
آب کوزه چون در اب جو شود ـــ محو گردد در وی و جو او شــــود
وصف او فانی شد و ذاتش بقا ـــ زین سپس نی کم شود نی بــه لقا (مثنوي)
موږ پردې سرچیني باندې پر اتکا تلپاتېینه مومو؛ خو چې دا سرچینه او مرکز مو لرې کړ؛ نو نا چار یو بل خدای وتوږو، بې چورلیزه ژوند نشو کړای (دا مو آریزه او چورلیځ خبره ده). موږ ټول په خپل ژوند کې یو مرکز او معبود لرو چې د ژوند ټولې لارې مو پرې پای ته وررسي، په پار یې کار کوو، په وسیله یې حقایق او وقایع تفسیر او مانا کوو. پوښتنه دا ده چې دا کوم چورلیز او چېرې دی؟ په اسلامي نړۍ لید کې، ارزښتونه، موجودات، کړنې او اړیکې مو هله تفسیر مومي چې پر خدای یې پای ته ورسوو او په خدای او خدای ته پر ور ارجاع دریځ ورکړو.
په نړۍ کې څه دریځ او موقف لرو؟ د خدای خلیفه او امانتوال یوو. له دې لارې مانا مومو او په نړۍ کې خپل ځای مومو. له یوه ځایه راغلي یو او یوه ځای ته ورځوو او د لارې مسیر په نهایت کې ولاړ دی چې ومو پوښتي زما له درکړي امانت سره مو څه وکړل؟
په انسانپالي او انسان مرکزي ښوونځیو کې انسان د خپل ځان خدای دی، نه چا رالېږلی او نه یې څوک منتظر دی. هیچا دې ړندې او وحشي نړۍ ته رالېږلی نه دی؛ خو دا چې په خپله او په خپل لاس ځان ته یوه رڼا وپنځوي که نه رڼا به ونلري. دا د تنگسې له وجهې ده چې ځینو انسان، خدای کړی او مرکزیت یې ورکړی او ارزښتونه پرې پای ته وررسوي. په عین حال کې ددې ښودونکی هم دی چې بې مرکز او بې معبوده ژوند نشو کړای. دا چې نن انسان په نړۍ کې د ځینو معبود شو، ټول کارونه د انسان په پار سر ته رسول کېږي او ټول څېزونه پر ده باندې پر پای ته ور رسېدو مانا مومي، کټ مټ د هغه څیز اپوټه دي چې موږ پر خدای مرکزي نړۍ لید کې پرې گروهن یو. دلته گروهن یو چې هر څه خدای ته په ور منسوبولو او ارجاع مانا مومي، خدای دی چې باقي دی او بې له د هر څه هلاک او فنا کېدوني دي او څنگه “باقي” پر فاني بدلولای شو؟ ځانگړې ستاینه او تسبیح همده ته ده او هر څه د همده دي، خلک، خېل، نژاد، ملیت، تاریخ، نامه، شتمني او ….. یو هم باقي نه پاتېږي. که باقي هم پاتې شي ساتونکی یې هماغه (خدای) دی. له نظره مو هیڅ نامه د خدای د نامې تر څنگ ځای نه نیسي، بې د خدای له پاره بل حرکت ټولمنلی نه دی. دا پر هر څه ړومبی دی؛ نو ځکه موږ هم بهرنۍ ښکلا ته پاملرنه لرو او هم دنننی ته. دا زموږ د پېر له ډېرو عبرتناکو ټکیو ځنې دی چې پر اذهانو او عقلونو د انسان مرکزي نړۍ لید د لاسبرۍ په پار، یوازې بهرنۍ ښکلا پاموړ ده. او دې چار د مود او مود پالنې دودولو ته تر برید ور ها خوا لمن وهلې ده. انسانانو په نړۍ کې یوازې د نورو انسانانو څارنې سترگې لیدلي او بس. نور انسانان یوازې زموږ د باندې ویني او په همدې پار ټول غواړي پام مو دې ته کړې چې ځان نورو ته ښکلی وښیو. په اوسنۍ نړۍ کې تر بریده ورهاخوا د سینگار د وزلو لگښت زموږ د روزگار د انسان مرکزي اندنې غټې غټې نښې دي. دا بې پاره نه دي چې د ځان سینگارولو په لار کې ددې وزلو په کارولو کې دغسې هڅې کوو. دا ځکه په داسې نړۍ کې ژوند کوو (دنننی نړۍ) چې پکې تر یوه څارنه ډېر شتون نه لري او دا مو همنوع انسانان دي. دوی یوازې زموږ دباندې گوري؛ نو ځکه موږ له خارجي او ظاهري پلوه څوبمن یوو، چې ښکلي شوو. خو څوک چې په نړۍ کې د بل پر څارنې هم باور لري؛ نو ټوله خواري ددې لپاره نه کوي چې یوازې او یوازې یې دباندې ښکلې معلوم شي؛ بلکې د خپلې دنننی ښکلا لپاره هم هڅه او لا ښه هڅه کوي او عرفان هم له دې ځایه را ولاړېږي.
په دنننۍ ځانگړې نړۍ کې د ژوند مفهوم او د یو څیز چورلیزول ښه راڅرگند شول. نن که ډېری مود پالو خلکو ته ووایئ انسانپالي یاست، انسان چورلیز یاست، احتمالا د نټې ځواب به واورئ؛ خو د نټې نفې او اثبات دومره مهم نه دی، مهمه دا ده دوی عملا ښیي په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې انسان یې چورلیز دی. او په همدې پار ژوند یې په یوې شعاع کې تنظمېږي چې په خپله نړۍ کې یې ددې عنصر وجود او حضور ته ځواب ویلي وي. په دې اړه مې په ځلونو ویلي چې کله یو څيز مو په نړۍ کې حضور وموند؛ خو خپل حضور ته ځواب او غبرگون را نه غواړي، که خدای حضور وموند غبرگون به مو په یو ډول وي او که انسان د چورلیز او مرکز په بڼه حضور وموند غبرگون به مو بل ډول وي. هغه انسان چې خدای مرکزی دی او خدای یې په واقعي نړۍ کې حضور لري؛ نو دا انسان څومره چې بهرنۍ ښکلا ته پاملرنه کوي، تر دې ور ډېر به دنننی نړۍ ته هم پاملرنه وکړي. د مولانا په وینا:
مشک را بر تن مزن بر دل بمال ـــــ مشک چه بود؟ نام پاک ذوجالال
کله چې څوک یوازې پر تن د مشکو د وهلو په لټه کې نه و؛ بلکې د ضمیر معطرول یې هم په پام کې درلودل، ددې نښه ده چې په نړۍ کې یې بل څیز او بل عنصر حضور موندلی دی؛ نو ځکه یې ژوند اوښتی او بدل شوی دی. دا کافي نه ده چې ومنو په بهرنۍ نړۍ کې خدای شته. آیا زموږ په نړۍ کې هم خدای شته؟؟؟
باید له ځان هم وپوښتوو، په کومه نړۍ کې ژوند کوو: په هغې نړۍ کې چې الهي څارنه پرې ده او د خدای درون حضور پکې ننگېرو؟ یا په هغې نړۍ کې چې یوازې له علمي او فلسفي اړخ پوهېږو چې په نړۍ کې دغسې یو موجود شته؛ خو په ژوند کې مو ډېر لږ شان اغېز هم نلري. کله چې خدای مو په ژوند کې څه ونډه او حضور نلري، زموږ په نړۍ کې به یې هم و نه لري؛ نو بیا څه ادعا چې توحیدي نړۍ لید لرو؟! خدای باید رسما او عملا زموږ ژوند ته راننوتی وی. څه چې د اکبر جهاد په نامو یادوو کټ مټ همدلته اوڅارېږي. پېغمبر اکرم (ص) چې له جگړې راستنېده ویل یې، موږ اکبر جهاد ته ورستنېږو. وپوښتل شو؛ یعنې څه؟ و یې ویل: له نفس سره جهاد، د نفس ویجاړونه او د نفس بیارغاونه. د دننه معطرول او ښکلول او د باطن د بدرنگیو او چټلیو توږنه. دا اکبر جهاد دی. ولې؟ دا ځکه تر هغې چې ټول انسان مرکزي او سومال مرکزي یو؛ نو اصغر جهاد کوو او نور هم په دې بهرنیو جهادونو کې راسره گډ دي.
په انسان مرکزي نړۍ کې د خلکو په پار هم جنگېدای شو؛ خو یو اوچت گام هم شته چې هغوی ته چې د خپلې نړۍ چورلیز یې انسان، خلکو، خېل، نژاد او ملیت دی دا گام اخستونی نه دی او دا په دنننیو ښکلاوو بوختېدا ده؛ نو ځکه اکبر جهاد پیلېږي. ددې اوچت گام اخستنه یوازې خدای مرکزي انسان ته شونې ده. اسلامي جهاد یوه ځانگړنه لري چې له نورو جهادونو یې جلا کوي او دا چې جهاد خدای مرکزي دی نه انسان مرکزي،او کله چې مرکزیت خدای ته ورکړل شو؛ نو هر څه ترې راورېږي: “چون که صد آمد ـــ نود هم پیش ما ست”. اسلامي جهاد هم اصغر جهاد وي او هم اکبر جهاد وي.
ای شهان کشتیم ما خصم برون ـــ ماند خصمی زوبتــــــــر در انـــــــدرون
کش این کار عقل و هوش نیست ـــ شیر باطن سخره خرگوش نیســـــــت
قد رجعنا من جهاد الاصغر یم ـــ با نبی اندر جهاد اکبر یــــــــــــــــــــــــــــــم
سهل شیری دان که صفها لبشکن ـــ شیر ان است ان که خود را لبشکند (مثنوي)
راځئ چې دلته هاغه دعا ولولو چې د مکې پر ورځ له پېغمبر اکرم (ص) سره وسلوال پوځ بدرگه کوله:
لا اِلهَ اِلا اللّهُ اِلهاً واحِداً وَ نَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ لا اِلهَ اِلا اللّهُ وَ لا نَعْبُدُ اِلاّ اِیاهُ مُخْلِصینَ لَهُ الدّینَ وَ لَوْ کرِهَ الْمُشْرِکونَ لا اِلهَ اِلا اللّهُ رَبُّنا وَ رَبُّ آبآئِنَا الاْوَّلینَ لا اِلهَ اِلا اللّهُ وَحْدَهُ وَحْدَهُ وَحْدَهُ اَنْجَزَ وَعْدَهُ وَ نَصَرَ عَبْدَهُ وَ اَعَزَّ جُنْدَهُ وَ هَزَمَ الاْحْزابَ وَحْدَهُ فَلَهُ الْمُلْکُ وَ لَهُ الْحَمْدُ یحْیى وَ یمیتُ وَ یمیتُ وَ یحْیى وَ هُوَ حَىٌّ لایمُوتُ بِیدِهِ الْخَیرُ وَ هُوَ عَلى کلِّ شَىْءٍ قَدیرٌ .”
ځوان کهوله! له دې سبقه عبرت اخلو چې ځانونه د رحمان بابا ددې شعر مصداق کړو چې:
“خدایه څه شول هغه ښکلي خلک – په ظاهر په باطن سپېځلي خلک” هېواد مو یو ځل بیا ملي او انساني ډاډېیني ته اړتیا لري، باید اروایي تشه ډکه شي او دا یوازې ستاسې ملي او دیني پازوالي ده؛ نو راځئ چې د همدې موخې سر ته رسولو لپاره په ملي هوډ د یووالي لاسونه ورکړئ او د اساسي قانون په چوکاټ کې مو خپلې غورزې پرزې همغږې کړئ.