بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ویر او عزاداري د اهلسنتو د رواياتو له ليدلوري د اهل سنتو په حديثي ټولګو کې داسې روايات ليدل کېږي چې په ظاهر کې پر مړيو ژړا او وير منع کوي؛ خو په دلايلو _چې روسته به وويل شي_ څرګندېږي چې دا روايات نور مظالب څرګندوي او زموږ په ویینې پورې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ویر او عزاداري د اهلسنتو د رواياتو له ليدلوري
د اهل سنتو په حديثي ټولګو کې داسې روايات ليدل کېږي چې په ظاهر کې پر مړيو ژړا او وير منع کوي؛ خو په دلايلو _چې روسته به وويل شي_ څرګندېږي چې دا روايات نور مظالب څرګندوي او زموږ په ویینې پورې تړاو نه لري؛ نو وړ ده چې دا روايات وڅېړو:
١_ پېغمبر اکرم (ص) ويلي: ((الْمَيِّتُ يُعَذَّبُ فِي قَبْرِهِ بِمَا نِيحَ عَلَيْهِ = مړى په قبر کې _ د پاتې شويو_ د ژړا په پار عذابېږي[1]))
٢_ (( سعيد بن مسيب)) چې د تابعينو له مشرانو ځنې دى وايي:
(( ام المؤمنینعايشې (رض) د خپل پلار حضرت ابوبکر (رض) د مړينې پر مهال د وير او ژړا غونډه جوړه کړې وه. حضرت عمر (رض) ترې خبر شو، مخه يې ونيوه؛ خو د حضرت عمر خبرې ته يې توجه ونکړه. حضرت عمر، هشام بن وليد ته امر وکړ چې ام المؤمنین عايشې ته ورشي او په خپله کوړه يې له ژړا منع کړي: راټولې شوې ښځې چې خبرې شوې؛ نو خپرې ورې شوې. حضرت عمر وويل: په ژړا مو ابوبکر عذابوئ؟ پېغمبر (ص) ويلي: مړى د خپل خپلوانو په ژړا عذابېږي)) [2]
٣_ (( نصر بن عاصم)) وايي: (( يوه شپه حضرت عمر په مدينه کې له يوه کوره په غږ د يوې ښځې ژړا او وير واورېد، ورننووت او ښځې يې خپرې ورې کړې او کومې ښځې چې وير کاوه په خپلې کوړې يې ووهله او پڼونى يې ولوېد. شاوخوا وويل: امير المؤمنينه! د ښځې ويښتان ليدل کېږي او نا محرم يې ويني. ويې ويل: ((دا ښځه احترام نلري)) [3]
٤_ ام المؤمنين ((عايشه)) وايي: د جعفر بن ابى طالب، زيد بن حارثه او عبدالله بن رواحه (رضى الله عنهم) د شهادت تر خبرېدو روسته، پېغمبر (ص) په يوې غونډې کې ناست و او له څېرې يې خپګان ښکارېده. د ورۀ له څنډو مې ورکتل، په دې وخت کې يو سړى راغى او ويې ويل: (( يا رسول الله! د جعفر ښځې ورته ژاړي. حضرت (ص) وويل: ورشه او چوپ يې کړه او که چوپ نشوې، پر مخونو يې خاورې وروشينده))[4].
د پورته رواياتو په هکله د حضرت ابن عباس او ام المومنین عايشې (رض) څرګندونې
ددې روايتونو رڼاوي ته لازم دي چې څو ټکيو ته اشاره وکړو:
١_ (( نووي))، د صحيح مسلم شارح ددې رواياتو په اړه کاږي:
(( ام المومنین عايشې (رض) پورته روايات نه دي منلي او ددې رواياتو راويان يې په هېرونه او تېروتنه تورن کړي، ځکه حضرت عمر او زوى يې حضرت عبدالله له پېغمبر (ص) څخه په سم ډول روايت راخستى نه دى. لکه چې حضرت ابن عباس هم وايي: دا روايات د حضرت عمر خبره ده، نه د پېغمبر لکه چې ابى مليکه وايي: په مکه کې د حضرت عثمان يوه لور وفات شوه جنازې ته يې له حضرت عبدالله بن عمر او حضرت عبدالله بن عباس سره ورغلوو. زه د دواړو ترمنځ ناست وم. حضرت عبدالله د حضرت عثمان زوى ته وويل: ولې خلک له ژړا نه منع کوې؟ له رسول الله مې واورېدل چې ويې ويل: مړى يې د خپلوانو په ژړا عذابېږي. حضرت ابن عباس يې په ځواب کې وويل: حضرت عمر دا خبره کړې، حضرت ابن عباس زياته کړه: حضرت عمر چې د ټپ له وجهې پر کټ پروت و، حضرت صهيب د پېغمبر اصحابي په ژړا ورته راغى او له ځان سره يې ويل: و اخاه و اصاحباه! فقال عمر يا صهيب اتبکى على و قد قال رسول الله (ص): ان الميت ليعذب ببعض بکاء اهله عليه. ابن عباس وايي: د حضرت عمر تر مړينې روسته مې عايشې بي بي ته دا حديث ووايه. ويې ويل: رحم الله عمر والله ما حدث رسول الله، ان الله ليعذب… و لکن رسول الله (ص) و قال: ان الله ليزيد الکافر عذاباً ببکاء اهله عليه و قالت حسبکم القرآن و لائزر وزارة وزر اخرى. قال ابن عباس عند ذللک: و الله هو اصحک و ابکى. قال ابن ابى مليکه: و الله ما قال ابن عمر شيئاً، خداى دې پر عمر ولورېږي! پر خداى قسم چې پېغمبر (ص) بيخي دغسې نه دي ويلي؛ بلکې ويلي يې دي: خداى د کافر عذاب د ده د خپلوانو په ژړا زياتوي. بيا يې وويل: په دې اړه د قرآن څرګندونه درته بسيا ده چې وايي: (( هېڅوک د بل د ګناه پېټى نه وړي)) تر دې روسته ابن عباس دا جمله وويله چې خداى خندول او ژړول کوي. ابن ابى مليکه وايي: د ابن عباس خبره چې پاى ته ورسيده، عبدالله بن عمر چپ شو او څه يې ونه ويل[5]))
دا حديث ښکاره کوي چې حضرت ابن عباس د حضرت عمر حديث او نهې ته یې دغسې مخونه ورکوي چې د حضرت عمر هغه حديث کچه کړي چې پېغمبر پر خپلو مړيو د کفارو د ژړا په اړه ويلي. دا استدلال په (( صحيح بخاري)) کې راغلي احاديث هم تاييدوي، ځکه يهودانو پر خپلو مړيو ژړل او پېغمبر خبر کړل چې دا ژړاګانې به له دوى نه د جهنم عذاب را کم نه کړي؛ خو حضرت عمر انګېرلې وه چې مسلمانان دې هم پر خپلو مړيو نه ژاړي!
٢_ په بل روايت کې راغلي: (( د ام المومنین عايشې په وړاندې يادونه وشوه چې حضرت عبدالله بن عمر له پېغمبره (ص) يو حديث روايتوي چې مړى يې د خپلوانو په ژړا په قبر کې عذابېږي. عايشې بې بې وويل: د ابن عمر هېر شوي؛ بلکې پېغمبر (ص) ويلي: انه ليعذب بخطيئته و ذنبه و ان اهله ليبکون عليه الان: مړى په قبر کې د خپلو ګناهونو په پار عذابېږي، حال دا همدا اوس يې خپلوان ورپسې ژاړي[6]))
٣_ حضرت عايشې بي بي په بل روايت کې ويلي: (( انکم لتحدثون عن غير کاذبين ولا مکذ و بين و لکن السمع يخصى[7]))
مطلب دا دى چې حضرت عمر او حضرت عبدالله په لوى لاس په پېغمبر (ص) پورې دروغ تړلي نه دي، حديث يې په تېرو کې ترې اورېدلى دى.
د عبدالرحمن د لور عمره په روايت کې راغلي دي: (( انه لهم يکذب و لکنه اخطا اونسى[8]))
د ابى داوود او نسايي په روايتونو کې راغلي دي: (( قالت انما مر رسول الله (ص) على قبر فقال: ان صاحب هذا ليعذب و اهله يبکون عليه ثم قرات: )ولا تزر وازرة اخرى[9]))
رسول اکرم (ص) له يوه قبره تېرېده چې خاوند يې پر عذاب و او خپلوانو يې ورباندې ژړل؛ نو دا آيت يې ولوست: (( څوک د بل د ګناه پېټى نه وړي)).
پورته رواياتوته په پامنيوي په ډاګه کېږي،چې عايشه ام المؤمنين او حضرت ابن عباس هڅه کوي چې له پېغمبره (ص) د رواياتو په رواياتولو د ژړا او وير په اړه د پېغمبر (ص) دريځ مشخص کړي او ويلي يې دي چې دغسې روايات له قرآن سره اړخ نه لګوي او څه چې په دې اړه پېغمبر(ص) ويلي په کفارو پورې اړوند دي. لکه چې حضرت (ص) څو ځل په ډاګه عمر (رض) ته ويلي دي: (( دوى پرېږده چې وژاړي)).
٤_ حضرت ابن مسعود، حضرت ثابت بن زيد او حضرت قرظة بن کعب وايي: (( پېغمبر اکرم (ص) د کړاو پر وخت د ژړا اجازه راته کړې ده[10]))
٥_ حاکم نيشابوري له حضرت ابوهريره روايتوي چې ويې ويل: (( پېغمبر (ص) په يوې جنازې پسې روان و، او حضرن عمر بن خطاب هم ورسره و. حضرت عمر د ښځو ژړا واورېده، او له دې کاره يې منع کړې. رسول الله (ص) وويل: دَعْهُنَّ يَا عُمَرُ فَإِنَّ الْعَيْنَ دَامِعَةٌ , وَالْقَلْبَ مُصَابٌ , وَالْعَهْدَ : عمره! دوى پرېږده، ځکه سترګې ژاړي نفس کړاو ليدلى او ژمنه نژدې ده[11]))
راوړل شويو رواياتو ته په پامنيوي، څرګندېږي چې د اهلسنتو له ليدلوري، ویربولي چې جوړېږي او د شرع پر خلاف کړنې پکې ونشي څه ممانعت ورته نشته او د اهلسنتو په سرچينو کې د ویربولۍ د جوړېدو د حرمت لپاره کوم دليل نشته؛ نو له همدې لامله د (( نووي په شرح)) کې له ځينو مالکي عالمانو روايت شوى چې ژړا حرامه نه ده؛ خو څه چې حرام دي د جاهليت د زمانې کړه وړه دي چې بايد مخنيوى ترې وشي[12] .
پر دې سربېره د اصحابو کرامو (رضی الله عنهم) سيرت ازبادوي چې د ژړا مخالف روايات پوره نه دي؛ لکه چې د درېيم خليفه حضرت عثمان (رض) پر مړينه يې وير کړى. د رسول اکرم مېرمن ام حبيبه رضى الله عنها وايي: (( يو تن مې د عثمان له وينو لړلى کميس سره عبدالله بن ابى دبيعه _د عياش بن ابى دبيعه ورور_ ته ورولېږه چې د عثمان له وژنې خبر شي، فلما ورد عليه الرسول، خرج الى الناس و معد المنبر و اخبر هم بقتله و نشر قميصه على المنبر و بکى و بکى الناس معه و انشاء يقول: اتانى امر فيه للناس غمة و فيه بکاء للعيون طويل… چې خبر شو، خلکو ته ورغى او پر منبر يې خلک د عثمان له وژنې خبر کړل. بيا يې دده کميس راواخيست او ويې ژړل. خلکو هم وژړل. بيا يې يوه مرثيه وويله: له يوې خبرې خبر شوم چې خلکو ته به ستر غمونه راولاړ کړي او تر دې خبر روسته به سترګې اوږدې وژاړي…[13]))
شعبي وايي: د حضرت عثمان په وير کې مې د (( کعبه)) له اشعارو غوره مرثيه اورېدلې نه ده[14].
همدغسې د ډېرى اصحابو کرامو رضى الله عنهم په مړينه کې مرثيه ويل شوي چې بېلګې يې د ابن حجر عسقلاني په (( الاصابة فى تمييز الصحابة)) کتاب کې راغلې دي.
پر مړيو د ژړا په هکله د حضرت عمر (رض) سيرت:
له ځينو رواياتو څرګندېږي چې د حضرت عمر عملي سيرت ددې رواياتو پر خلاف و. په خپله يې څو څو ځل ژړلي او يا يې د نورو د ژړا مخه نيولې نه ده چې څو بېلګې يې دا دي:
١_ سفيان بن سلمه پر حضرت خالد بن وليد د وير په باب وايي: (( د بني مغيره ښځې د خالد په کور کې راټولېدې او ژړل يې، عمر (رض) خبر شو چې د خالد په کور کې غونډه ده چې وير پکې کېږي او له ځينو يې ناغوره خبرې اورېدلېږي، څوک يې مخنيوى ته ورولېږه. ورته يې وويل: خير دى چې پر ابو سليمان وژاړي؛ خو په دې شرط چې ويښتان پراننځي، چټي او باطلې خبرې ونه کړي[15]))
٢_ په بل روايت کې راغلي دي: (( لم تبق مراة من المغيرة الا وضعت لمتها على قبر خالد، يعنې حلقت راسها[16]))
عبدالله بن عکرمه وايي: (( د خلکو له خبرې اریانېږم چې وايي عمر بن خطاب (رض) د وير مخه نيوه حال دا، د خالد بن وليد تر مرګ روسته د بني مغيره ښځو په مکه او مدينه کې اوه شوا روزه ژړل، ګرېوانونه يې څېرل او مخونه يې وهل، په دې ورځو کې يې خيراتونه ورکول، تردې چې دا موده پوره شوه؛ خو عمر (رض) يې مخه ونه نيوه[17]))
٣_ ابوعثمان وايي:
(( چې حضرت عمر د نعمان ابن مقرن المزني له مرګه خبر شو، له کوره راووت، پر منبر يې خلک خبر کړل، بيا يې لاس پر سر کېښود او ويې ژړل[18]))
٤_ د عمر (رض) ورور، زيد بن خطاب (رض) ومړ او دوست يې چې د بني عدي بن کعب له ټبره و، مدينې ته راغى چې د حضرت عمر سترګې پرې ولګېدې، ويې ژړل، ويې ويل: (( زيد دې پرېښود او راغلى![19]))
٥_ د حضرت عبدالله بن عمر په سيرت کې هم راغلي چې کله د (( حجر بن عدی)) له شهادته خبر شو ويې ژړل، د خبر اورېدو پر مهال په بازار کې و: ((فاطلق حبوته وقام و قد غلبه انحيت)) ورسره څیزونه يې پرېښوول، ودرېد، په چغو چغو يې وژړل.[20]
[1]صحيح بخاري، کتاب الجنائز، باب يعذب الميت ببکاء اهله، صحيح مسلم، کتاب الجنائز، ٢/٦٣٩، جامع الاصول: ١١/٩٩، ٨٥٧٠ ګڼه روايت.
[2]تېرې سرچينې، صحيح ترمذي، ١٠٠٢ ګڼه روايت، باب ماجاء فى کراهة البکاء على الميت.
[3] کنز العمال: ١٥/٧٣١
[4] کنز العمال: ١٥/٧٣٢
[5]امام احمد حنبل، مسند: ١/٤١ مخ. صحيح بخاري، کتاب الجنائز، صحيح مسلم باب الميت. جامع الاصول: ١١/٩٩، ٨٥٧٠ ګڼه روايت.
[6]محمد فواد عبدالباقي، اللؤلؤ المرجان فيما انفق عليه الشيخان: ١/١٨٦ مخ.
[7]امام احمد حنبل، مسند: ١/٤٢ مخ، جامع الاصول: ١١/٩٣، ٥٨٦٣ ګڼه روايت.
[8]صحيح بخاري، ابواب الجنائز، صحيح مسلم: ١/٣٤٤، ارشاد الساري: ٢/٤٠٤.
[9]نسايي، سنن: ٤/١٧ باب النياحة على الميت. جامع الاصول: ١١/٩٤، ٨٥٦٤ ګڼه روايت.
[10]المصنف: ٣/٢٦٨ مخ.
[11]حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ١/٣٨١ نسايي، سنن: ٤/١٩٠.امام احمد حنبل مسند: ٢/٣٣٣.
[12]نووى شرح: ٤ ټ، کتاب الجنائز.
[13]حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٣/١٠٥ مخ.
[14] تېره سرچينه.
[15]متقي هندي، کنزل العمال: ١٥/٧٣٠ مخ، ٤٢٩٠٧ ګڼه روايت، باب النياحة. فتح الباري: ٣/١٢٥، باب مايکره من النياحة. ابن عبدربه اندلسي، عقد الفريد: ٣/٢٣٥ مخ.
[16]اسد الغابة فى معرفة الصاحبة او د خالد بن وليد حالات: ١/٥٨٨ مخ.
[17] کنزل العمال: ١٥/٧٣١، ٤٢٩٠٨ ګڼه روايت، باب النياحة.
[18]کنز العمال: ١٥/٧٢٧ مخ.
[19]عقد الفريد: ٣/٢٣٥ مخ.
[20]ابن عبدالبر، الاستيعاب: د حجر بن عدى د حالاتو شرح.