تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پر امام حسين د تابعينو ویر تابعين هغوى ته وايي چې پېغمبر اکرم (ص) يې ليدلى نه وي؛ خو دده مبارک اصحاب يې ليدلي وي. تابعينو هم د اصحابو په څېر، د رسول اکرم (ص) پر سنتو د تلو لار خپله کړې او پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پر امام حسين د تابعينو ویر

تابعين هغوى ته وايي چې پېغمبر اکرم (ص) يې ليدلى نه وي؛ خو دده مبارک اصحاب يې ليدلي وي. تابعينو هم د اصحابو په څېر، د رسول اکرم (ص) پر سنتو د تلو لار خپله کړې او پر امام حسين يې وېرنه او ویربولي کړې ده؛ لکه:

١_ پر امام حسين د حسن بصري (رح) وير

ابن جوزي وايي:

(( لما بلغ الحسن البصري قتل الحسين بکى حتى اختلج صد غاه ثم قاله و ازل امة قتلت ابن بنت نبيها و الله ليردن راس الحسين الى جسده ثم لينتقمن له جده و ابوه من ابن مرجانة: حسن بصري، چې د حسين بن علي له وژنې خبر شو، سخت يې وژړل، داسې چې اوږې یې لړزېدې، له ځان سره يې ويل: هغه امت ذليل دى، چې د خپل پېغمبر د لور زوى شهيد کړي. پر الله تعالی قسم، د حسين سره به خپلې تنې ته ورستون کړاى شي او بيا به نيکه او پلار يې له ابن مرجانه کسات واخلي![1]))

 

٢_ د مختار ثقفي ویر

مختار تر حج روسته، کربلا ته راغى او د حسين بن علي د قبر زيارت يې وکړ، درود يې ورباندې ووايه، قبر يې ورښکل کړ، و يې ژړل او ورته يې وويل: ((زما مولا! ستا پر نيکه، پلار او مور قسم، پر لارويانو او اهل بيتو دې قسم، پردې ګردو قسم، څو ستا له وژوونکيو مې غچ اخستى نه وي؛ خواړه به و نه څکم[2])) .

 ٣_ د کربلا شهيدانو ترڅنګ، د توابينو ویرنه او ویر

د امام حسين له شهادته لا څلور کاله تېر شوي نه ول، چې د توابينو خوځښت پيل شو او شعار يې دا و: ((يا لثارات الحسين= وای د حسین غچ اخستونکیو)).

د سليمان بن صُرد خزاعي په مشرۍ، ډېر خلک راټولېږي او هوډ کوي، د کربلا شهيدانو غچ واخلي او د پېغمبر اکرم (ص) د زوى په اړه يې چې کومه ناغېړي کړې، عذر وغواړي؛ نو کربلا ته راځي او د شهيدانو د وژنځاى (مشهد) ترڅنګ د وير غونډه جوړوي. د امام حسين پر قبر په چغو چغو ژاړي: (( صاحوا صيحة واحدة بالعويل و البکاء و اقاموا عنده يوماً و ليلة يبکون ويتضرعون قائلين اللهم ارحم حسينا الشهيد بن الشهيد اللهم انا نشهدک انا على دينهم وسبيلهم اعداء قاتليهم: په سراسر وژنتون کې، د ژړا او چغو انګازې لوړېږي، يو شواروز په زاريو، دعا او مناجاتو لګيا کېږي او له خدايه بښنه غواړي. امام حسين ته هم دعا کوي او الله تعالی، د شهيدانو د دين او لارې پر لاروۍ او د دوى له وژوونکيو سره په دښمنۍ شاهد نيسي[3]))

بيا د شهيدانو له قبر سره وداع او الله پاماني وکړه او د اهل بيتو له دښمنانو سره يې په جګړې لاس پورې کړ او په نهايت کې يې خپله وظيفه عملي کړه او يو شمېر کسان يې ووژل.

 

٤_ پر امام حسين د کوفيانو، شاميانو او مدينوالو ویر

د امام حسين تر شهادت روسته يې دده کورنۍ اسير کړه، په پيل کې يې کوفې ته راوسته. ډېر خلک يې ليدو ته راغلي ول. حضرت زينب (د حضرت علي لور) او امام سجاد ته د وينا زمينه برابره وه، دوى له فرصته په ګټنې وينا وکړه. حضرت زينب يوه اورينه وينا واوروله، چې له ځانګړي فصاحت او بلاغته برخمنه وه. خلک راويښېږي او خبرېږي او ژاړي. امام زين العابدين کوفیان رټي: ((اتنوحون و تبکون: ايا وير کوئ او ژاړئ؟!)).

خزيمه اسدي وايي: (( کوفې ته ولاړم، علي بن الحسين او نور بنديان يې کوفې ته راوستي ول، د دوى راتلل او ويناوو دومره اغېز کړى و، چې د کوفې ښځو سخت ژړل[4]))

په شام کې هم ورته پېښه وشوه او د يزيد په ماڼۍ کې، د خوشحالۍ غونډه پر ماتم واوړېده، چې کله يې د امام حسين سر يزيد ته کېښود: (( بکى الناس و بکى اهل داره: خلکو او کور والاوو وژړل)). د حضرت زينب سترګې د رور په غوڅ سر ولګېدې او په خورا خپګان يې وويل: (( يا حسيناه! يا حبيب رسول الله (ص)! يا ابن مکة و منى! يا ابن بنت المصطفى! فابکت والله کل من کان حاضراً فى المجلس و يزيد ساکت[5]))

د بنديانو کاروان، چې چېرې تله، پردې سربېره چې پر خلکو به يې روحي او مانيز اغېز شينده، د وير غونډه يې هم جوړوله. مدينې ته تر تلو روسته، په ښار کې يو ستر بدلون رادبره شو، ته وا قيامت جوړ شو، نر و ښځو، لوى و وړو، پردې غمجنه پېښه غمجن شول او و يې ژړل.

عمر رضا کحاله په (( اعلام انساء فى عالمى العرب والاسلام)) کتاب کې ليکي: چې کله د بنديانو کاروان مدينې ته ورسېد، د عبدالمطلب د ټبر يوه ښځه راووته، ژړل يې او دا شعر يې وايه: (( که پېغمبر ترې وپوښتي، چې تر ما روستهؤ زما له اهل بيتو سره څرنګه وچلېدئ، څه به ووايي؟ يو شمېر يې شهيدان او يو برخه يې بنديان کړل! ايا دا مې بدله ده، چې ستاسې په نصيحت کې مې څه کوتاهي نه وه کړې؟! ايا درسره لازم ول، چې د خپلوانو په اړه مې دغسې ناوړه وچلئ؟![6]))

(( ابن جوزي)) وايي: (( چې له بنديانو سره يې مدينې ته د امام حسين سر راوست، څوک په مدينه کې پاتې نشول، ټول خلک راووتل او چغې يې وهلې[7]))

حضرت ام البنين _فاطمه بنت حزام_ د حضرت عباس، عبدالله، جعفر او عثمان (رحمة الله عليهم) مور، چې دوى په کربلا کې شهيدان شوي ول، هره ورځ يې د عباس بن علي د زامنو لاسونه نيولي ول، بقيع ته راتله او وير يې کاوه. يو شمېر خلک هم راټولېدل او ژړل يې. ان مروان حکم چې د اهل بيتو او بني هاشمو غليم و، هم ژړل[8].

امام زين العابدين د مدينې په وره کې وينا اوروله او په ترڅ کې يې هغو کړاوونو ته هم اشاره کوله، چې پرې تېر شوي ول. امام تر څښتن ستاينې روسته وايي: ((خلکو! ستاينوړ الله تعالی، په سترو کړاوونو ازمېښت کړو. په اسلام کې ژور درز رادبره شو. امام حسين ووژل شو او د ده ښځې او اولادونه يې بنديان کړل، د ده سره يې پر نيزو، په ښاراونو کې وګرځاوه، چې دې ته يو کړاو هم وررسېداى نشي. خلکو! په تاسې کې چې کوم نارينه ومري: نو څوک يې پر مرګ _مطلب يې د امام حسين شهادت دى_ خوشحالېږي؟ او کوم زړه پرې نه غمجنېږي؟ او کومې سترګې پرې نه ژاړي؟ داسې څوک لا نه و وژل شوى، چې اسمانونو پرې سخت وژړل. هو په غم و مصيبت کې يې سمندرونو او څپو، مقربو پرښتو او ګردو اسمانوالو وژړل! خلکو! کوم زړه به يې له وژنې و نه چوي، کوم زړه به ورته چغې و نه کړي؟ او کوم غوږونه به چې په اسلام کې ددې راغلي درز داستان واوري کاڼه نشي؟ خلکو! په غم او له کورنۍ لرې کډوال شو، ته وا، د تُرک او کابل اولاد يو، نه مو څه ګناه کړې او نه مو په اسلام کې کوم درز رامنځته کړى. پر الله تعالی قسم، که پېغمبر اکرم (ص) د خپلو سپارښتنو پر ځای د وژنې امر کړی وای؛ نو کوم ظلم یې چې راسره وکړ، تر دې ډېر یې نه شو کولای[؛یعنې بې خرته ظلم یې راباندې وکړ] چې خورا ظلم يې راباندې وکړ. انا لله و انا اليه راجعون، له واکمن او څارنوال خدايه ددې کړاو ثواب او بدلې ته سترګې پر لار يو[9])) .

[1] تاريخ النياحة: ٦٦ مخ.

[2] تېره سرچينه

[3] تېره سرچينه. اعيان الشيعه: ٧/٣٠٠ مخ، د سليمان بن حرد حالات په ځينو رواياتو کې راغلي، چې د امام حسين پر قبر هومره ګڼه ګوڼه وه، چې ته وا حجر الاسودد لمسوي. )١( تاريخ النياحة: ١٣٢ مخ.

[4] تاريخ النياحة: ٧٠ مخ.

[5] تاريخ النياحة: ٧٤ مخ.

[6] تېره سرچينه. عمر رضا کحاله، اعلام النساء فى عالمى العرب والاسلام: ٥٠٨ مخ.

[7] سبط ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٤٠ مخ، باب التاسع، حديث الجمال التى حمل عليها الواس والسبايا. تاريخ النياحة: ٩١ مخ.

[8] ابوالفرج اصفهاني، مقاتل الطالبيين: ٩٠ مخ، باب: ٥. تاريخ النياحة: ٩٢ مخ.

[9] سيد محسن امين، الواعج الاشجان: ٢١٠ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!