بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پر امام حسين د اهل سنتو ویر او ماتم د کربلا تر پېښې روسته هرې ډلې د خپلو آدابو او ځانګړي فرهنګ له مخې، پر امام حسين ویربولي کړې، اشعار يې ويلي، ليکنې يې کړي او د وير غونډې يې جوړې کړې دي. عبدالجليل […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پر امام حسين د اهل سنتو ویر او ماتم
د کربلا تر پېښې روسته هرې ډلې د خپلو آدابو او ځانګړي فرهنګ له مخې، پر امام حسين ویربولي کړې، اشعار يې ويلي، ليکنې يې کړي او د وير غونډې يې جوړې کړې دي.
عبدالجليل رازي پر ٥٦٠ س په ((النقض)) نامې يو کتاب کې ليکي، چې د ګردو هغو اهل سنتو نامي واعظانو نامې يې راوړي، چې د کربلا شهيدانو ته يې ویربولي کړې او په وينا يې، بې له متعصبينو؛ نورو ګردو مسلمانو؛ که سني وي که شيعه، پر نبوي کورنۍ، چې کوم ظلم شوی، خپل خپګان يې پرې څرګند کړى دى.
اهل سنتو؛ امام حسين ته مقتل کاږلى
په هغه پېر کې، د مقتل لیکنې په نامه يو ډول تاريخ ليکنه دود وه، چې هغه مصايب يې پکې ليکل چې د امام حسين پر کورنۍ تېر شوي ول.
مقتل الحسين
په شپږمه سپوږميزه پېړي کې، ارواښاد خطيب خوارزمي د ((مقتل الحسين)) په نامه يو کتاب وکښه، چې د امام حسين د فضايلو او مصايبو په اړه يې پکې څوارلس موضوعګانې راټولې کړې دي.
د ((روضة الشهدا)) کتاب:
ارواښاد ملا حسين واعظ کاشفي (٩١٠ س مړ)، د ((مواهب علية)) يا (( تفسير حسينى)) ليکوال، چې سني او شيعه دواړو ته د احترام وړ دى او دا ړومبى سني عالم دى، چې په پارسي ژبه يې پر ٩٠٨س، د (( روضة الشهداء)) کتاب وليکه، د کتاب په سر کې، څه کړاوونه چې پر رسول اکرم (ص) تېر شوي کاږلي، بيا يې ياده کړې، چې د نبي کريم (ص) خورا ستر مصيبت، دده د زوى حسين شهادت دى. تر ده وړاندې هم مقتلونه ليکل شوي؛ خو داچې دا په فارسي ژبه دى؛ نو ډېر په خولو کې لوېدلى دى.
د کتاب په يوه برخه کې کاږي: (( پېغمبراکرم (ص) ويلي: ما اوذى نبى مثل ما اذيت: يعنې يو پېغمبر هم، زما په څېر ځورول شوى نه دى؛ نو په همدې دليل، د هېڅ پېغمبر له کورنۍ سره يې دا جفا نه ده کړې، چې د نړۍ د سردار له کورنۍ سره يې وکړه او له دې ځنې د کربلا شهيدانو پېښه ده، چې يو غوږ هم دغسې پېښه اورېدلې نه ده.
تا د هر هست واقعه زين صعب تر نديد هر کان خبر شنيد کسش با خبر نديد
چشم زمانه بر ورق چرخ قصه اى پر سوز تر ز حال بشير و بشر نديد
زیاتوی:
امام شافعي په ((مرآة الجنان)) کتاب کې راوړي، چې ابن عبدالبر له حسن بصري روايت کړى دى:
د کربلا په پېښه کې له ابي عبدالله الحسين سره د اهل بيتو شپاړسو تنو د شهادت شربت وڅښه، چې هغه مهال او ورځ څوک يې پر ځمکه ورته نه و.
آثار
په آثار کتاب کې راغلي چې _من بکى على الحسين او تباکى وجبت له الجنة_ شيخ جار الله علامه ويلي: څوک چې پر حسين وژاړي، جنت ورته واجبېږي او څوک چې ځان پردې مصيبت ژړغونى وښيي، د _من تشبه بقوم فهومنم_ په حکم د وجب له الجنه_ په ژمنه کې راځي.
مصابيح القلوب
په مصابيح القلوب کې راغلي:
يوه ورځ کعب الاحبار مدينوال له هغه فتنو خبرول چې په کتابونو کې يې لوستي ول. د خبرو په ترڅ کې يې وويل: ستره پېښه به، د حسين بن علي وژنه وي او لوستي مې دي، چې د حسين د وژنې پر ورځ، اووه اسمانونه په وينو ژاړي…)).
بر قتل حسين ارض و سما ګريند
از عرش علا تابه ثرى مى ګريند
ماهى ته آب و مرغ در روى هوا
در ماتم شاه کربلا مى ګريند[1]
د ارواښاد شاه عبدالعزيز دهلوي ویربولي:
شاه عبدالعزيز دهلوي په هندوستان کې د ديوبند عالمانو يو ډاډمن عالم دى، چې په محرم مياشت کې يې ويرغونډه جوړوله او په خپله وايي:
(( په ټول کال کې د فقير په کور کې دوه غونډې جوړېدې؛ يوه د حضرت رسول اکرم (ص) د شريف وفات غونډه او بل د حسين رضى الله عنه د شهادت غونډه. د عاشورا پر ورځ، نژدې څلور سوه، پينځه سوه؛ بلکې زرتنه راټولېږي، درود وايي، بيا فقير راځي او کېني او د حسين رضى الله په باب په احاديثو کې راغلي فضايل څرګندوي او هغه څه هم وايي، چې په دې احاديثو کې، ددې عزتمنو د شهادت په اړه راغلي، په دې ترڅ کې حضرت ام سلمې بي بي او نورو اصحابو چې له پېريانو او پرښتو (جن و پري) ځينې مرثېي اورېدلي، ويل کېږي؛ په دې ترڅ کې په ښه اواز ويرجن نعمتونه هم ويل کېږي، چې زړونه نرموي، زه فقير او ناست ژړېږو[2]))
[1] ملا حسين کاشفي، روضة الشهداء: ١٢ مخ.
[2] انوار الاولياء فى طريق الاصفياء: ١٦٨ مخ.