تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په اوسني پېر کې ملتپالي   د ملیت مسله له هغو مسایلو ځنې ده،چې په دې پېړې کې پرې خبرې اترې او ویینه کېږي.  په دې ورځو کې د جهان ډېری ملتونو ورته ځانګړې پاملرنه کړې او ان ځینې پکې دومره ډوب شوي ،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

په اوسني پېر کې ملتپالي

 

د ملیت مسله له هغو مسایلو ځنې ده،چې په دې پېړې کې پرې خبرې اترې او ویینه کېږي.  په دې ورځو کې د جهان ډېری ملتونو ورته ځانګړې پاملرنه کړې او ان ځینې پکې دومره ډوب شوي ،چې ورته حد او حساب نه پېژني. حقیقت دا دی چې د ملیت پالۍ مسلې په اوسني پېر کې اسلامي نړۍ ته ستره ستونزه رامنځ ته کړی ده. پردې سربېره ،چې د ملیت پالۍ فکر د اسلامي ښوونو پرخلاف دی ،ځکه د اسلام له نظره ټول عناصر علی السوا دي؛نو دا فکر د مسلمانانو د یووالي لپاره ستر خنډ دی.

لکه څرنګه چې پوهېږو اسلامي ټولنه له بېلابېلو ملتونو جوړه شوی او په تېر وخت کې اسلام له بېلابېلو ملتونو څخه د اسلامي ټولنې په نامه یو واحد رامنځ ته کړی و او دا واحد واقعا اوس هم شته دی. یعني واقعا په اوس وخت کې اووه سوه میلووني ستر واحد شته ،چې واحد فکر،واحد ارمان او واحد احساسات لري او دهغوی په منځ کې پیاوړې پیوستون واکمن دی. چې څومره هم د دوی ترمنځ جدايي ده؛نو دا دهغوی نه؛بلکې د سیاستونو او دولتونه ده او په نوي پېړیو کې اروپايي او امریکايي ځواکونه ددې جدایۍ بنسټیز لامل دي؛ خو بیا هم دا یو لامل هم په دې نه دې توانېدلی،چې د خلکو په روح کې دا یووالی له منځه یوسي. علامه اقبال وايي :

امر حق را حجت و دعوی يكی است

خيمه های ما جدا دلها يكی است

از حجاز و چين و ايرانيم ما

شبنم يك صبح خندانيم ما

د همدې واحد څه د پاسه یو میلون وګړي هر کال د حج په مراسمو کې راټولېږي. خو بلخوا د ملیت پالۍ او نژاد پالۍ فکر غواړي،چې بېلابېل ملتونه یو د بل پر وړاندې ودروي، دا څپه په دې وروستیو پېړو کې په اروپا کې راپورته شوه، ښايي هلته دا کار طبیعي وي؛ځکه هلته داسې یو مکتب نه و،چې د اروپا ملتونه یې د یو انساني او عالي واحد په توګه سره راټول کړی وای. دا څپه په شرقي ملتونو کې د استعمار له لارې راننوته.

“بېل یې کړه، اېل یې کړه” دا چې استعمار دا آر پلي کړي؛نو تر دې یې بله غوره لار ونه لیدله،چې اسلامي اقوام او ملتونه خپل قومیت، ملیت او نژاد ته متوجه کړي او پخپلو موهومو افتخاراتو یې سرګرمه کړي. هندي ته ووايي،چې ستا تاریخ داسې دی او ترک ته ووايي،چې د ترک د ځوانانو نهضت رامنځ ته کړه او پان ترکسیم رامنځ ته کړه. عرب،چې تر بل هر قوم ډېر دې کار چمتو ښکاري ورته وايي،چې ته پرخپل عربوالي ټینګار کوه او پر پان عربیسم ډډه کوه. ایراني ته وايي،چې ستا نژاد خو اریايي دی او ته خو باید خپل حساب له عرب څخه بیل کړی،چې د سامي له نژاد څخه دی.

 د ملیت فکر او د ملیت د احساساتو راپرونه ممکن ځینو ملتونو ته د خپلواکۍ له مخې مثبت او مفید اثار رامنځ ته کړي ؛خو په اسلامي هېوادونو کې مخکې تر دې،چې ښه اثار رامنځ ته کړي، د تفرقې او بیلتون لامل شوی دی.دې ملتونو څو پېړې مخکې دا پړاو تېر کړی او ستر پړاو ته ورننوتي.

 څو پېړۍ کېږي،چې اسلام د فکر، عقیدې، او ایدلوژۍ پر بنسټ یووالی رامنځ ته کړی. اسلام په شلمه پېړۍ کې هم ښوولې،چې په ضد استعماري مبارزو کې هم غوڅ رول لوبولای شي. په شلمه پېړۍ کې ،چې د استعمار پر ضد مسلمانانو کومې مبارزې کړي او له پایله پکې له استعمار څخه خلاص شوي دي، مخکې تر دې،چې د ملیت لامل پکې تاثیر ولري؛نو د اسلام لامل پکې اغېزمن و. لکه د الجزایر، اندونزي او عربي هېوادونو مبارزې.

هو! دې ملتونو له پېړیو راهیسې  وښودله،چې د فکري، اعتقادي او ایدیولوژي انګېزو پر اساس  کړای شي،چې وحدت رامنځ ته کړي او پاڅون وکړي او ځان د استعمار له منګولو څخه وژغوري.

 په هر حال د نژاد پالۍ څپه،چې اروپایانو رامنځ ته کړې، اسلامي نړۍ ته یې ستر ستونزه راپیدا کړې ده. وایي دا چې سید جمال الدین افغان خپل ملیت پټ ساته؛نو علت یې دا و،چې نه یې غوښتل ځان په یو ځانګړي ملت پورې تړلی وښيي او استعمارچیانو ته دا پلمه ورکړي او د نورو احساسات په ځان پسې راوپاروي.

موږ د اسلام پیروانان یو،چې پکې د قومیت عنصر نشته او د هغو جریانونو پر وړاندې هم بې توپیره نشو پاتې کېدای،چې ددې ایدیولوژۍ پرضد د ملیت او قومیت په نامه ترسره کېږي. پر دې ټول پوهېږو،چې په دې وروستیو کې بې شمېره کسانو له ایراني ملیت او قومیت څخه په دفاع کې کې د اسلام پر ضد په مبارزه لاس پوری کړی. په عربي هېوادنو کې هم د قومیت او ملیت پالۍ مسله ورځ پر ورځ ډېرېږي، ددې هېوادونو ډېری خلک په دې،چې مسلمانان هم دي؛خو په ځانګړي تعصب یوازې پر خپل عربیت باندې ډډه وهي او دا پخپله له پراخو اسلامي کچو سره مبارزه ده،چې اسلامي کچې پر انساني او معنوي اړخونو ډډه وهي. لکه څرنګه،چې پوهېږو ددې کار زیان په لومړۍ درجه کې خپله عربانو ته متوجه دی او له دې دومره  ډېر جمعیت او جنګي مصالحو په درلودلو بیا یې هم ونشو کړای،چې له اسرایل سره برابري وکړي او بې له شکه که عربانو پر خپل مذهبي ځواک باندې تکیه کړې و؛نو کله به هم له داسې ماتې سره نه و مخ شوي. یو لیکوال لیکلي و، د عربانو او اسرایل په جګړه کې مذهبي ځواک؛یعنې صهیونیسم د قومیت پر ځواک غلبه وکړه. که څه هم په دې وینا کې لږ څه اغراق شوی؛یعنې په صیهونیسم کې یې د مذهب لامل ته ډېر دخالت ورکړی دی؛ځکه په یهودانو کې همیشه نژاد پر مذهب غلبه درلودلې او لري یې؛خو په دې جهت، دا سمه ده،چې پر عربیت باندې د عربانو ډډه بیانوي.

موږ په دې بحث کې غواړو په هماغه منطق دې بحث ته ورننوځو،چې دا کسان یې کاروي؛ یعنې د ملیت او د ملي احساساتو او نشنلیستۍ منطق. هو! که دې منطق ته که څه هم پاملرنه کوو، د علامه اقبال په وینا،ملت پرستي خپله یو ډول توحش یا وحشي توب دی. ملي احساسات، ترهغه ځایه ،چې مثبت اړخ لري او نتیجه یې خپلو وطنوالو ته خدمت وي؛نو پاموړ ده او له هغه ځایه،چې منفي اړخ ونیسي او په قضاوت کې د تبعیض او د ښو او بدو په لیدلو او نه لیدلو کې یو لوری ونیسي؛نو د اخلاقو او انسانیت ضد ګرځي. دې ته مو هم پام دی،چې تر ملي او نشنلیستي احساساتو پورته بل ستر منطق هم شته ،چې دهغه منطق له مخې علم، فلسفه او دین د احساساتو تر مرحلې پورته ده.

قومي احساسات او ملي غرورونه که په هر ځای کې مطلوب وي؛خو په علمي، فلسفي او دیني څېړنو کې مطلوب نه دي. یوه علمي یا فلسفي نظریه یا یو دیني حقیقت کله هم په دې دلیل نشي منل کېدای،چې ملي یا وطني ده او همداراز په دې دلیل یې ردولای او ترې سترګې هم نشې پټولای،چې پردۍ ده. رښتیا یې ویلي،چې علم، دین او فلسفه وطن نه لري، د ټولو ده او د هر ځای ده،لکه څرنګه،چې د علم رجال ، د دین رجال او د فلسفې رجال هم وطن نه لري او جهاني وي او په ټول جهان پورې تړاو لري، هر ځای یې وطن دی او ټول جهانیان یې وطنوال دي.

د امت کلمه

امت، عربي کلمه ده او د لارې او طریقې په مانا ده. په قرآن کریم کې هم دا کلمه په همدې مانا راغلې ده. دا کلمه اولس ځلې د  قرآن کریم په ۱۵ آیتونو کې راغلې ده. [ د بقرې سورت ۱۲۰ ام او ۱۳۰ او ۱۳۵ ام آیتونه، آل عمران ۹۵ ام ، سورت نساء ۱۲۵ ام آیت، د انعام سورت۱۶۱، د اعراف سورت ۸۸ او ۸۹ ام آیتونه، د یوسف سورت ۳۷ ام آیت، د ابراهیم سورت ۱۳ ام ، د نحل سورت، ۱۲۳ آم آیت، د کهف سورت ۲۰ ام آیت، د حج سورت ۸۷ ام آیت.]

خو کوم مفهوم،چې دا کلمه په قرآن کریم کې لري له هغه مفهوم سره متفاوت دی،چې په نننۍ پارسۍ کې د ملیت کلمې ته کارول کېږي. د قرآن په اصطلاح کې ملت هغه لارې او طریقې ته وايي،چې د یو الهي مشر له خوا خلکو ته وړاندې کېږي. د مثال په ډول وايي : ((ملة ابيكم‏ ابراهيم))؛یعنې ستا د پلار د ابراهیم لار او طریقه. یا په بل ځای کې وايي : ((ملة براهيم حنیفا)) . راغب اصفهاني د مفردات القرآن په کتاب کې وايي : ملت او املال،چې هماغه املاء دي، له یوې جرړې ځنې دي.(( فلیملل ولیه بالعدل)) یعنې ولي د عدالت له مخې املاء کوي. راغب وايي : دا چې الهي طریقې ته ملت ویل شوی؛نو علت یې دا دی،چې د خدای له خوا املاء شوې ده.

نو د قرآن له نظره هغه فکري او علمي مجموعې و طریقې ته ملت ویل کېږي،چې خلک باید دهغې له مخې عمل وکړي. نو له دې مخې ملت له دین سره یوه مانا لري. په دې تفاوت،چې یو څیز ته په یو اعتبار دین او په بل اعتبار ملت ویل کېږي. په هغه اعتبار ورته ملت وايي،چې هغه څیز د خدای له خوا پېغمبر ته املاء کېږي،چې پېغمبر یې خلکو ته ابلاغ کړي او خلک پر هماغه بنسټ هدایت کړي.

د فقه اللغه علماء وايي : د دین او ملت د کلمې ترمنځ یو تفاوت دا دی،چې د دین کلمه له خدای سره هم ورزیاتولای شو او د ساري په ډول ویلای شو ، دین الله، یعنې د خدای دین او همداراز له پېرو فرد سره هم ورزیاتېدلای شي، لکه د زید دین، د عمرو دین؛خو د ملت کلمه نه د خدای له کلمې سره ورزیاتېدای شي او نه له پیرو فرد سره. د مثال په ډول نه ویل کېږي،چې د خدای ملت یا د زید ملت یا د عمرو ملت،بلکې له هغه رهبر سره ورزیاتېدای شي،چې د خدای له خوا ټاکل شوی،چې پر خاصه طریقه د خلکو مشري وکړي. د مثال په ډول ویل کېږي، چې د ابراهیم (علیه السلام) ملت یا د عیسی ( علیه السلام) ملت یا حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) ، داسې ښکاري،چې ددې کلمې په مفهوم کې مشري نغښتی ده.

له دې مخې ویلای شو،چې د ملت کلمه په نوي اصطلاح کې د مکتب له کلمې سره نږدې ده. د مکتب کلمه هم معمولا  د یوې طریقې او لارې له مشر سره ورزیاتېدای شي.  که دې اړخه تا پاملرنه وکړو،چې د ملت په کلمه کې هم لکه د مکتب د کلمې په شان املاء نغښتی ده؛نو د دې دواړو کلمو شباهت او نږدېوالی لاپسې روښانیېږي.

د نننۍ پارسۍ په اصطلاح کې دې کلمې په ټولیز ډول له خپلي اصلي مفهموم سره ضد مفهوم پیدا کړی دی. نن د ملت کلمه هغه اجتماعي واحد ته ویل کېږي،چې واحده تاریخي سابقه، واحد قانون،حکومت او احیانا مشترک واحد ارمانونه ولري. موږ نن د المان ،انګلستان او فرانسې د خلکو په ځای د المان ملت،د انګلستان ملت او د فرانسې ملت وايو او احیانا ټولوخلکو ته دا کلمه نه کاروو؛بلکې د خلکو یوې طبقې ته ملت وایو؛یعنې هغوی په دوو طبقو ویشو: حاکمه طبقه او محکومه طبقه. حاکمې طبقې ته دولت او محکومې طبقې ته د ملت کلمه کاروو. د پارسۍ دا اصطلاح یوه مستحدثه او نوې اصطلاح ده او په واقع کې غلطه ده. سل،دوه سوه یا زر کاله مخکې په پارسۍ کې دا کلمه کله هم په دې غلطه مانا نه کارېده. په ظاهره ددې غلطۍ جرړه په دې کې ده،چې دا کلمه یې د بلې کلمې مضاف الیه سره ایښودله. د مثال په ډول ویل به یې،د ابراهیم ( علیه السلام) د ملت پیروان، د عیسی( علیه السلام) د ملت پیروان د حضرت محمد (ص) د ملت پیروانان. بیا دا کلمه حذف شوه او ویې ویل،د حضرت محمد(ص) ملت او د  عیسی (علیه السلام) ملت. عین کار تر دې ځایه راورسېد،چې ویې ویل، د ایران ملت، د ترک ملت، د عرب ملت، د انګلیس ملت. په هر حال دا یوه مستحدثه اصطلاح ده.

ننني عربان په هغه ځایونو کې د قوم یا شعب کلمه کاروي،چې په کومو کې موږ د ملت کلمه کاروو. د مثال په ډول وايي الشعب الایراني یا شعب المصري. موږ چې فعلا په دې بحث کې د ملت یا ملیت کلمه کاروو؛نو هماغه د پارسۍ نوی او مصطلح نننی مفهوم مو په پام کې نیولی،چې که غلط وي یا سم.

ملت له ټولنیز نظره

 له لغوي ویینې تېرېږو او ټولنیزې ویینې ته ورننوځو. کورنۍ تر ټولو کوچنی ټولنیز واحد دی. د انسانانو مشترک ژوند،چې تر کله پورې په مېرمنې،مېړه، اولاد، لمسیو او احیانا اینګورګانو پورې محدود وي؛نو ورته کورنی ژوند وايي. کورنی ژوند ډېر پخوانی دی. له کوم وخت څخه چې انسان پیدا شوی؛نو کورنې ژوند هم و. د ځینو په عقیده، د انسان حیواني نیکونو هم لږ و ډېر کورنی ژوند درلود.

 قبیله تر کورنۍ لوی واحد دی او قبیلوي ژوند  دهغو کورنیو ټولګه ده،چې په نیکه کې سر مشترک وي او له همدې ځای څخه جرړه اخلي. قبلیوي ژوند د کورني ژوند تکامل کړای شوې مرحله ده. وايي،چې د لومړني بشر په انفرادي او کورني ژوند کې له مالي او اقتصادي اړخه اشترک واکمن و؛نه اختصاص او بیا اختصاصي مالکیتونه رامنځ ته شول.

بل ټولنیز واحد، چې لوی او تکامل شوې واحد دی او د خلکو هغه مجموع پکې راځي،چې واحد حکومت او واحد قانون پرې واکمن وي او په نننۍ اصطلاح ورته ملت ویل کېږي. ملي واحد ممکن د قبایلو له ټولګې رامنځ ته شوی وي،چې په اصل ،جرړه او وینه کې سره ګډ وي او ممکن هغه قبایل،چې د یو ملت جوړونکي وي په وینه او اصلي جرړه کې یو له بل سره اشتراک و نه لري او ممکن قبیلوي ژوند پکې له بېخه نه وي او که وي هم ؛نو د ملت په ځینو افرادو کې به وي؛ نه په ټولو کې. د سیاسي علوم د اصولو د کتاب په لومړي ټوک ۳۲۷ مخ کې داسې راغلي :

په شلمه پېړۍ کې،چې د ملت او خلکو ترمنځ تفکیک کېږي؛نو د خلکو لغت زیاتره د ټولنیزې ډلې د تعیین لپاره کارول کېږي او ملت له سیاسي او حقوقي اړخه هغه واحد جمعیت دی، چې د یو هېواد پر عرضي قلمرو باندې میشت کېږي او دا استقرار دهغوی د تاریخي،زباني، مذهبي وحدت پایله ده یا هم مشترک ارمانونه یا مشترک اقتصاد یا هم د مشترک ژوند د کولو غوښتنه لري. د خلکو کلمه، ډېره د جامعه شناسۍ اړخ لري، په داسې حال کې چې ملت زیاتره د حقوقو یا داخلي او بین المللي سیاست له مخې په پام کې نیول کېږي. پردې سربېره د مارکسیستانو او لیبرانو په عرف کې د دې کلمې کارونه هم سره فرق کوي او دې ته مو پام وي، هغه څوک چې دا کلمه کاروي؛نو باید وګورو،چې ویوونکی یا لیکوال د کومې اندیشې او ایدیولوژۍ پیرو دی.

نن په نړۍ کې بېلابېل ملتونه اوسېږي،هغه څه چې دوی یې د یو واحد ملت په بڼه کړي، مشترک ژوند او مشترک قانون او حکومت دی، نه بل څیز.  نژاد، وینه او نور څه ددې واحدونو مشترک څیز نه دی،چې یو واحد حکومت یې اداره کړي.ځینې دا ملتونه ډېره تاریخي سابقه نه لري او د یوې اجتماعي پېښې په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي. د مثال په ډول د خاورمیانه ډېر ملتونه،چې د لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثمانیانو د ماتې په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي. فعلا په نړۍ کې داسې ملت نشته،چې د وینې او نژاد له اړخه له نورو ملتونو څخه بېل وي. مثلا،موږ چې ځان د آریا له نژاد څخه ګڼو او عربان له سامي نژاد څخه ګڼو؛نو ایا واقعا همداسې ده؟ یا تر دې دومره یوځاې کېدنو او امتزاجونو وروسته، له نژادونو څخه کوم اثر پاتې دی؟

حقیقت دا دی،چې د وینو او نژادونو د بیلوالي ادعا یوازې یوه خرافه ده. يوازې په تېر وختونو کې آریايي او سامي نژادونه په مستقل او جدا ډول و؛خو اوس دومره سره یوځای شوي او امتزاج شوي او دومره نقل او انتقال پکې شوی،چې د مستقل نژاد اثر هم پکې نه دي پاتی. د ایران ننني زیاتره خلک،چې ایرانیان او پارسي ژبي دي او د ایرانپالۍ داعیه کوي؛نو دوی خو یا عربان دي یا ترکان دي یا هم مغول. همداراز ډېری عربان،چې په ډېره حماسه د عربیت لاپې شاپې کوي؛نو دوی خو یا له ایراني نژاد څخه دي، یا له ترک او یا هم د مغول له نژاد څخه دي. که تاسې همدا اوس مکې او مدینې ته ولاړ شی؛نو ددې ځای زیاتره مېشت خلک  یا له هند څخه دي، یا له ایران څخه او یا هم له بلخ او بخارا او له بل ځای څخه دي. ښايي ډېری هغه کسان،چې نژاد یې له کوروش او داریوش څخه دی، اوس به په عربي هېوادونو کې د عربیت سخت تعصب لري او پرعکس ښايي نن د ابوسفیان ډېری اولاده د ایرانیت لاپې شاپې کوي.

نو څه چې فعلا د ملت په نامه شته دا دي،چې موږ داسې خلک یو،چې په یو وطن کې تر یو بېرغ ،حکومت او خاصو قوانینو لاندې ژوند کوو؛خو دا چې نیکونه او غور نیکونه به مو حتما ترکان ول، یونانیان وه او که مغول، له دې څخه نه یو خبر.

 ملي تعصبات

 اجتماعي واحد له ځان سره یو ډول احساسات او تعصبات لري،که کورنۍ وي، که قبیله او که ملت ( د نننۍ پارسۍ په اصطلاح)؛یعنې په انسان کې له کورنۍ، قوم او ملت څخه د جانبدارۍ حس راپارېږي. د جانبدارۍ دا حس ممکن په ډېر ستر واحد؛یعنې سیمه او قاره کې هم رامنځ ته شي. د مثال په ډول اروپایان د اسیا د خلکو پر وړاندې له خپل ځان څخه یو ډول د جانبدارۍ حس لري او پر عکس د اسیا خلک هم د ارپایانو پر وړاندې همداسې دي. د یو نژاد خلک هم ممکن د نورو نژادونو پر وړاندې دا شان حس ولري.ملیت،چې له قبیلې او فرد څخه هخوا بل واحد دی؛نو ممکن دوی هم تعصب ولري او د ملت د مقیاس په کچه خپل عیبونه و نه ګوري، خپل ښه ستر وویني او پرې ویاړ هم وکړي.

 نشنلیزم

 قومي او ملي اړخونو ته ورماتېدنې ته په اروپايي ژبو کې نشنلیزم وايي،چې ځینو پارسي ژبو دانشمندانو ملت پرستي ترجمه کړې ده. د مخکیني بیان له مخې نشنلیزم پر عقل او منطق نه؛بلکې په قومي او ملي عواطفو او احساساتو ولاړ دی. په کلي توګه نشنلیزم نباید محکوم شي. نشنلیزم که یوازې مثبت اړخ ولري؛نو هغه دا دی،له هغو خلکو سره چې مشترک ژوند کوو،له دوی سره د پیوستون، لا ډېرو ښو اړیکو، احسان او خدمت لامل شي؛نو دا کار د عقل اومنطق ضد نه دی او د اسلام له نظره هم مذموم نه دی؛بلکې اسلام همسایګانو او خپلوانو ته پر ډېرو قانوني حقوقو قایل شوي دی. نشنلیزم هله عقلاً محکوم دی،چې منفي اړخ پیدا کړي؛یعنې د مختلفو ملیتونو په نامه افراد یو له بل څخه بېل کړي او ترمنځ یې خصمانه اړیکی رامنځ ته کړي او د نورو واقعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

انټرنشنلیزم د نشنلیزم مقابل ټکی دی او پېښو ته پر جهاني مقیاس ګوري او نشنلیستي احساسات محکوموي؛خو لکه څرنګه،چې مو وویل،اسلام ټول نشنلیستي احساسات نه محکوموي او د نشنلیزم منفي احساسات محکوموي او د نشنلیزم مثبت احساسات نه محکوموي.

 د ملیت مقیاس

 لومړی خو داسې ښکاري،چې د نشنلیزم او ملي احساساتو لازمه دا ده،هر څه چې د یوې معلوم ځای ‏یا د هغه ځای ‏ د خلکو د فکر د ابداع نتیجه یا پایله وي؛ نو هماغه څیز باید د هماغه خلکو له نظره ملي وګنل شي او ملي او نشنلیستي احساسات یې باید راونغاړي او څه چې دې وطن یا ځای ته له بل ځای څخه راغلي وي؛نو ددې ځای خلکو ته باید پردي او اجنبي وګڼل شي.

خو دا سم مقیاس نه دی،ځکه ملت له ډېرو افرادو څخه جوړېږي او ممکن د ملت له افرادو ځنې یو فرد داسې څه ابداع کړي،چې د نورو افرادو خوښ نشي او عمومي ذوق یې و نه مني؛نو بې له شکه داسې څیز ملي اړخ نشي درلودای. د مثال په ډول ممکن دی،چې یو ملت د خپل ژوند لپاره یو مخصوص اجتماعي سیستم وټاکي او له همدې ملت څخه یو بل فرد ممکن له دې سیستم سره مخالف یو بل عمومي سیستم ابداع او وړاندیز یې کړي او د عمومو خوښ نشي. نو په دې وخت کې به دا سیستم مردود او مطرود وي او دې ملت ته یې ملي پدیده نشو،ګڼلای او هغه په دې دلیل،چې ددې ملت له افرادو ځنې یو فرد دا ابداع کړی دی او پر عکس ممکن یو اجتماعي سیستم له بهر څخه د همدې ملت د یو فرد له لارې دې هېواد ته راشي او ټول خلک یې په ورین تندي ومني.

 څرګنده ده،چې دې منل شوي سیستم ته،په دې دلیل پردی او اجنبی نشو ویلای،چې له بهر څخه راغلی دی او یا مدعي شو، عمومو خلکو،چې دا کار وکړ او دا پردی سیستم یې ومانه؛نو د خپل ملیت د اصولو پر خلاف یې دا کار کړی دی او خپل ځان یې په نورو کې هضم کړ او یا له دې څخه پورته مدعي شو،چې دې خلکو ځان بدل کړی دی. هو! په هغه وخت کې دا پردی ګڼل کېږي او منل یې د ملیت د اصولو پر خلاف شمېرل کېږي او منل یې احیانا د ملت یو ډول بدلون ګڼل کېږي،چې دا نوی څیز د یو مخصوص ملت رنګ ولري او د یو ملت له شعارونو څخه بېګانه وي.څرګنده ده، که په دې صورت کې یو ملت د بل ملت شعار ومني او ځان د هماغه ملت د رنګ په شان کړي؛نو د خپل ملیت د اصولو پر خلاف یې عمل کړی دی. د مثال په ډول د آلمان نازیسم او د یهودو صهیونیزم د ملیت ځانګړی رنګ لري، که د بل ملت افراد یې ومني؛نو د خپل ملیت پر خلاف یې عمل کړی دی؛خو که دا څیز مخصوص رنګ و نه لري او نسبت یې ټول ملتونو ته علی السوا وي، شعارونه یې کلي،عمومي او انساني وي او یو ملت دا ومني؛نو دا څیز پردې او ملي ضد نه ګڼل کېږي.

هغه طبیعت،چې مخصوص رنګ لري ،له هیڅ رنګدارۍ سره نه جمع کېږي؛نو ځکه علمي حقایق په ټولو جهانیانو پورې تړاو لري. د فیثاغورث جدول او د اینشټیان نسبیت  په معین قوم پورې اړه نه لري او له یو ملیت سره ضدیت نه لري، دا ځکه،چې دا حقایق بې رنګه دي او د ځانګړي قوم او ملت بوی او رنګ نه لري. په همدې دلیل دانشمندان، فیلسوفان او پېغمبران په ټولو جهانیانو پورې تړاو لري،چې د هغوی عقاید او ارمانونه د یو قوم په محدوده کې نه دي. لمر د کوم ځانګړي ملت نه دی او یو ملت یې هم پردې نه ګڼي؛ځکه لمر په ټول عالم پورې اړه لري او له ېوې ځمکې سره مخصوصه وابستګي نه لري. که ځېنې ځمکې له لمر څخه لږه ګټه اخلي؛نو دا د هغه ځمکې پخپلې وضع پورې اړه لري، نه په لمر پورې.

نو معلومه شوه دا چې یوه څه له معلومو خلکو څخه راولاړ شوي وي ؛ نو دا یې د خودي یا خپلتوب ملاک نشي کېدلای او دا چې یو څیز یوازې او یوازې له بهر او له پولو څخه هخوا راغلې وي ؛نو دا یې د پردیتوب او بیګانه توب ملاک نشی کېدلای.همداشان تاریخي سابقه هم د عمل ملاک نه ده؛یعنې ممکن دی،چې یو ملت د پېړیو لپاره یو خاص اجتماعي سیستم منلی وي او بیا په خپل نظر کې بدلون راولي او پر ځای یې نوی سیستم رامنځ ته کړي. د مثال په ډول ایرانیانو د پنځه ویشتو پېړیو د ملي تاریخ په اږدو کې لکه د نورو ډېرو هېوادونو په شان استبدادي رژیم درلود او اوس څه نیمه پېړۍ کېږي،چې د هغې پر ځای یې مشروطه رژیم ټاکلی دی، مشروطه رژیم دوی نه دی ابداع کړی؛بلکې له بهر څخه د دوی هېواد ته راغلی دی. خو دوی منلی دی په لاس ته راوړنه کې یې فداکارۍ هم کړي دي.

که څه هم د همدې ملت ډېری افرادو هم ورسره سخت مقاومت وکړ، مسلحانه قیام یې وکړ او د استبداد د رژیم ساتلو ته یې وینه هم توی کړی؛خو دا چې په اقلیت کې ول او د ایران اکثریت ملت د مشروطیت رژیم ومانه او په لار کې یې فداکاري وکړه؛نو دې اقلیت ماتې وخوړه او په عاقبت کې د اکثریت ارادې ته تسلیم شول.اوس نو ایا باید مشروطه رژیم یو ملي او خودي رژیم وګڼو یا دا چې دې ته په کتنې،چې د اجتماعي او ملي تاریخ په اوږدو کې  مو رژیم استبدادي رژیم و؛ نه مشروطه او پردې سربېره موږ د مشروطه رژیم ابداع کوونکي نه و او هغه مو له بل ځای څخه اقتباس کړی دی؛نو باید ووایو،چې زموږ ملي رژیم استبدادي دی او مشروطه رژیم راته یو پردی رژیم دی؟

د بشر د حقوقو اعلامیه موږ نه ده جوړه کړې او په تنظیمولو کې یې موږ ګډون نه درلود او زموږ په ملي تاریخ کې،چې کوم څه پېښ شوي؛نو په دې اعلامیه کې لږ مطرح شوي؛خو زموږ ملت هم لکه د نړۍ د نورو ملتونو په شان لږ تر لږه دهغې مواد ومنل. اوس موږ د یو ملیت له نظره ددې اعلامیې په هکله باید څه ووایو؟

 نور ملتونه، چې ددې اعلامیې تنظمیوونکي نه دي او له بهر څخه ورته راغلې؛نو په دې هکله باید څه ووايي؟ ایا زموږ ملي احساسات دا ایجابوي، چې د تاریخي سابقې په حکم او ددې حکم له مخې،چې دا اعلامیه له بهر څخه راغلې؛نو باید ورسره په مبارزه لاس پورې کړو؟ هغه پردۍ وګڼو؟ یا د دې دو حکمونو له مخې ،چې : یو یې دا دی،چې دا اعلامیه د خاص ملت رنګ او بوی نه لري او بل دا چې ملت هغه منلې؛نو باید هغه خودي او غیر اجنبي وګڼي. ددې مطلب پر عکس هم په پام کې نیولای شو؛یعنې دا چې ممکن یو آیین ، مسلک او مرام له یو ملت څخه راولاړ شي؛خو ملي و نه شمېرل شي، له دې مخې ،چې د بل ملت رنګ لري یا دا چې خپله دا ملت یې و نه مني ،چې ترې راپورته شوی دی.د مثال په ډول د مانوي لار او د مزدکي مسلک د ایران له ملت څخه راولاړه شوي؛خو په دې نه دي توانیدلي،چې د ملت ملاتړ لاس ته راوړي؛نو له همدې مخې دې دوو مسلکونو ته علمي مسلکونه نشو ویلای. اساسا د ابداع کوونکیوو او لږو پیروانو په اعتبار که دا شان چارې ملي وګڼو؛نو د اکثریتو له عواطفو او احساساتو به مو سترګې پټې کړي وي.

له دې پورته ټولو مطالبو څخه دا معلومېږي،چې  د ملي احساساتو او قومي عواطفو له مخې، هر څه چې له وطن څخه راولاړ شوي وي؛نو ملي اړخ نه پیدا کوي او نه هغه څه چې له بهر څخه راغلي وي؛نو پردي به وي؛بلکې عمده دا دي،چې لومړی پوه شو، دا نوی څیز خو د کوم خاص ملت رنګ نه لري، یا په بله وینا بې رنګه دی او عمومي او جهاني دی، دویم دا چې هغې ملت دا نوی څیز پخپله خوښه منلې او که په زور ؟

 که دواړه شرطونه جمع شو؛نو دا څیز خودي او غیر اجنبي ګڼل کېږي او که دا دواړه شرطونه جمع نشو، که یو یې و او یا یې یو هم نه و؛نو هغه څیز پردې ګڼل کېږي. په هر حال دا چې یو څیز له یو ملت څخه راولاړ شي؛نو نه ددې سبب کېږي، چې الزاما هغه څیز ملي او خودي وګڼل شي او نه ددې سبب کېږي،چې پردی و ګڼل شي.

اوس باید دې بحث ته ننوځو،چې اسلام د کوم ملت رنګ لری او که نه . د مثال په ډول د عرب ملت رنګ لري او که نه یا دا چې جهاني او عمومي دین دی او د ملیتونو او نژادونو له نظره بې رنګه دی .

 لیکوال: دکتر مرتضی مطهری

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!