تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په وروستيو سلو کلو کې اسلامي خوځښتونه   حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( خدايه ! تۀ پخپله پوهېږې،چې زموږ هلې ځلې د سيالۍ او قدرت لاس ته راوړو په موخه نۀ؛بلکې ددې لپاره وې،چې ستا د لارې نښې؛ الهي دودونه دې بېرته راژوندي او ستا په ښارونو کې څرګندې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په وروستيو سلو کلو کې اسلامي خوځښتونه

 

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:

(( خدايه ! تۀ پخپله پوهېږې،چې زموږ هلې ځلې د سيالۍ او قدرت لاس ته راوړو په موخه نۀ؛بلکې ددې لپاره وې،چې ستا د لارې نښې؛ الهي دودونه دې بېرته راژوندي او ستا په ښارونو کې څرګندې سمونې رامنځ ته کړو،چې مظلوم او بې برخې بندګان امان ومومي او پر ځمکه دې لارښوونې عملي شي.))

اصلاح

 ((اصلاح)) سمونې ته وايي. د ((افساد)) پر وړاندې ټکى دى،چې د ورانۍ او ويجاړولو په معنا دى. ((اصلاح)) او افساد متضادې جوړي دي،چې په قرآن کې څو ځل مطرح شويدي.متضادې جوړې هغو اعتقادي ټکيو ته ويل کېږي،چې دوه په دوه،د يو بل پر وړاندې واقع کېږي او د يو بل په مرسته ښه پېژندل کېږي؛لکه ((توحيد او شرک))،((ايمان او کفر))،((هدايت او ضلالت))،((عدل او ظلم))،((خير او شر))،((شکر او کفران))،((اتحاد او اختلاف))،((علم او جهل))،((تقوا او فسوق))،((استکبار او استضعاف)) او نور…

دا متضادې جوړې؛ځکه د يو بل تر څنګه مطرحېږي،چې يو بايد نفې کړي او پرېښوول شي او بل ته د عمل جامه واغوستل شي،چې سمونه او افساد هم لدې ډلې دي. قرآن د سمونه ټکى د دوو وګړيو تر منځ اړيکې ته کاروي،کله کورنى چاپېريال او کله هم ستر چاپيريال ته کاروي،چې زموږ پرې بحث دى او په ډېرو آيتونو کې هم مطرح دى.

(وګورئ:بقره: ١١ او ٢٢٠ آيتونه،اعراف:٥٦ او ٥٨ آيتونه،هود:١١٧ او ٨٨ آيتونه او قصص: ١٩ آيت)

تردې وروسته لدې ټکي مطلب مو په ټولنيزه کچه سمونه ده.

قرآن کريم په ټوليزه توګه پخپلو تعبيرونو کې پېغمبرانو ته مصلحان وايي؛لکه چې د حضرت شعيب عليه السلام له خولې وايي:

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىَ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَى مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ السمونه مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ(هود/۸۸) =  (شعيب ) وويل :(( زما قومه ! ما ته وواياست ، كه  زه د خپل پالونكي له لوري څرګند دليل ولرم او ما ته يې ښه رزق (اولورېيني هم ) راكړي وي ( ؛ نو ايا د حكم پرخلاف يې چلن كړاى شم ؟) زه هېڅكله دا نۀ غواړم، له څه چې تاسې منع كوم،پخپله يې وكړم، زه ترخپلې وسې پورې بې (د ټولنې) له سمونې بل څه نۀ غواړم ( او پدى كار كې) بې د خداى (له مرستې) برى راسره نشته! پرهغه مې توكل كړى او لوري ته يې ستنېږم.

او پر عکس د منافقينو د سمونې ادعا پرېکنده ردوي :

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ .

  ژباړه: او چې كله  ورته  وويل شي:((پر ځمكه فساد مكوئ.))؛نو وايي:(( موږ خو يواځې سموونكي يو.))خبر اوسئ ! دوى همغه مفسدين دي؛ خو نۀ پوهېږي. بقره:١١ او ١٢ آيتونه)

د چارو سمونه اسلامي روحيه ده. هر مسلمان د مسلمانۍ د حکم له مخې سمونه غواړي ؛ځکه سمونه هم په قرآن کې د پېغمبرۍ له شان سره مطرح شوې او هم (( پر نېکيو امر  او له بديو د منع)) مصداق دى، چې پخپله د اسلام د ټولنيزو ښوونو له ارکانو دي.

البته هر (( پر نېکيو امر  او له بديو منع)) لزوما د ټولنيزې سمونې مصداق ندى؛خو هره سمونه(( پر نېکيو امر  او له بديو د منع)) مصداق دى؛نو هر مسلمان چې ځان (( پر نېکيو امر  او له بديو منع)) ته ژمن بولي؛نو ټولنيزې سمونې ته دې ځانګړى پام ولري.

پدې خبره بايد پوه شو چې هره ټولنيزه سمونه خدمت؛خو هر خدمت سمونه نده.د نري رنځ او سرطان د درملو رابرسېره کول خدمت؛خو سمونه نده. هر ډاکټر چې له ګهيځ تر ماښامه ناروغان معاينه کوي،ټولنيز خدمتونه کوي؛خو ټولنيزه سمونه نکوي؛ځکه ټولنيزه سمونه؛يعنې پر مطلوب لوري د ټولنې بدلول او د ډاکټر کار داسې ندى؛نو د هغو سترو خدمتګارانو کار بايد پدې پلمه ناليدې و نۀ ګڼو چې ټولنيزه سمونه يې نده کړې.د “شيخ مرتضى انصاري” يا “صدرالمتالهين” کارونه ستر خدمتونه دي؛خو کارونه يې په سمونه کې او پخپله هم په مصلحانو کې نۀ شمېرل کېږي.

همداسې د”مجمع البيان” تفسير ليکل خدمت دى،چې نهه پېړۍ مخکې ليکل شوى او په سلګونو زرو خلکو ترې ګټه اخستې. داسې کارونه چې يو عالم په ګوښه کې تر سره کړي ټولنيزه سمونه نۀ شمېرل کېږي. داسې کسان شته چې د شخصي تقوا له مخې خلکو ته بېلګه شوي او ستر خدمتونه يې کړي،حال دا چې په ټولنيزو چارو کې دخالت يې نۀ درلود؛نو خدمتګاران هم د مصلحانو په څېر د ازرښت خاوندان دي او خدمت يې کړى؛خو مصلح نۀ شمېرل کېږي.

په پورته جملو کې چې د حضرت علي کرم الله وجهه له نهج البلاغې مو راخېستې،حضرت خپل ټولنيز فعاليتونه ((اصلاح او سمونې)) نومولي دي.

امام حسين هم د يزيد بن معاويه بن ابوسفيان د چارواکۍ پر مهال د اصحابو په ستره غونډه کې د خپل پلار همدا جملې راخلي او په ټولنه کې خپلو کارونو ته (( سمونه )) وايي:

((زما پاڅون د ظالم او ورانکاري وګړي پاڅون ندى،د خپل نيکه د امت د سمونې په هڅه کې يم،غواړم پر نېکيو امر او له بديو منع وکړم او د خپل پلار نيکه پر کړنلار عمل وکړم.))

وګورئ: مقتل الحسين مقرم:١٥٦مخ)

د اسلام په تاريخ کې اسلامي خوځښتونه

د دولس ګونو امامانو پر سيرت سربېره،چې کړنلارې يې ښوونيزې او اصلاحي خوځښتونه وو،د اسلام په تاريخ کې هم ډېر سمونپالي خوځښتونه شته،چې تر نورو تاريخونو لږ ندي؛خو سمه رڼا پرې نده اچول شوې او انسان ګومان کوي،چې پدې اړه د اسلام تاريخ تت دى.

لږ تر لږه زر کاله کېږي چې د مسلمانانو په ماغزو ( لومړى په اهلسنتو او بيا په شيعه و) کې دا فکر دى،چې د هرې پېړۍ په پيل کې به ددين يو (( مجدد)) او راژوندى کوونکى راپيدا کېږي. اهلسنت پدې هکله له حضرت ابوهريره رانقلوي:

(( خداى خپل امت ته د هرې پېړۍ په پيل کې يو سړى راپاڅوي چې دين يې راژوندى کړي.))

که څه هم دا حديث د سند له پلوه بيخ نلري او د تاريخ له پلوه هم ندى تاييد شوى او موږ د (( ده ګفتار)) په کتاب کې نقد کړى؛خو په مسلمانانو کې ددې فکر منل او دودېدل ددې حقيقت څرګندونکى دى چې مسلمانان د يوې پېړۍ په واټن کې مصلح يا مصلحانو ته په تمه دي او ځينې خوځښتونه يې اصلاحي خوځښتونه ګڼلي دي.

نو سمونه،مصلح او اصلاحي خوځښت او د ديني فکر تجدد،چې دود شوى،مسلمانانو ته آشنا غږونه دي.

د اسلامي دورې د اصلاحي خوځښتونو علمي شننه خورا مهم او ګټور کار دى او هيله من يم،چې داسې کسان راپيدا شي،چې دا کار وکړي او خپلې څېړنې مينه والو ته راوړاندې کړي.

ښکاره ده هغه خوځښتونه يو شان نۀ وو،چې اصلاحي ادعا يې درلودې. ځينو د سمونې ادعا درلوده او واقعاً هم مصلحان وو او ځينې پر عکس؛د سمونې په پلمه افساد وکړ؛ځينې په پيل کې سمونپال وو؛خو په لار کې کاږه شول او له سمونې واووختل.

د امويانو او عباسيانو د خلافت پر مهال د علويانو پاڅونونه اصلاحي وو؛خو پر عکس د “بابک خرمدين” او نور خوځښتونه دومره چټل وو، چې اسلامي نړۍ ته يې سرچپه پايله درلوده، که څه هم دا خوځښتونه د امويانو او عباسيانو پر خلاف شوي وو؛خو د هغوى پر خلاف يې د خلکو کينه لږه کړه. په حقيقت کې دا پاڅونونه د عباسي حکومت په چانسونو کې شمېرل کېږي.

((شعوبيه)) پاڅون په پيل کې اصلاحي ماهيت درلود؛ځکه د اموي تبعيض پر خلاف پيل شوى و  او شعار يې د حجرات د سورت١٣ آيت و:

 يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.

ژباړه: خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ چې يو بل وپېژنئ (خو دا د ځانګړې كچه نده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.

شعوبيه و چې د تبعيض او توکم پر خلاف پاڅون کړى و؛(( اهل التسويه)) نومېدل؛او ځکه ورته ((شعوبيه)) ويل کېږي چې پورتنى آيت يې خپل شعار کړى و.

خو په خواشينۍ د همغې بې لارې په کنده کې ورګوذار شول چې ورپسې راپاڅېدلي وو؛نو ځکه د عدالت غواړيو او مؤمنو وګړيو ترې کرکجن شول.

په حقيقت کې له خپلې موخې د (( شعوبيه و)) اوړېدل هم د عباسيانو حکومت ته چانس و او کېداى شي،چې پدې کې پخپله د عباسيانو لاس هم و، چې پاڅونکي له اسلامي عدالت اړيو شعارونو څخه، نژادپالو شعارونو ته کاږه کړي او له افراطي شعوبيانو د عباسيانو ملاتړ ددې خبرې پخلى کوي.

ځينې اسلامي اصلاحي خوځښتونه فکري،ځينې ټولنيز او ځينې نور يې هم فکري او هم ټولنيز وو.  د امام غزالي خوځښت محض فکري خوځښت و؛ فکر يې کاوه چې اسلامي علوم او فکر ټکنى شوى؛نو ځکه د بيا راژوندي کېدو په هڅه کې شو.د علويانو او سربداريانو خوځښتونه ټولنيز خوځښتونه وو،چې د وخت د واکمنانو پر خلاف پيل شوي وو. د اخوان الصفا خوځښت هم فکري و او هم ټولنيز.ځينې خوځښتونه “مخکښان” وو او ځينې “ارتجاعي” وو؛لکه په څلورمه پېړۍ کې د “اشعري” او په لسمه پېړۍ کې د شيعه و “اهل حديثو” خوځښت او په دولسمه پېړۍ کې د وهابيت خوځښت.

دا خوځښـتونه که فکري دي،که عملي،مخکښ دي او که ارتجاعي،پراخې شننې ته اړتيا لري،په تېره بيا چې اوس ځينې فرصت طلبان له خړو اوبو په ګټنې او د نورو په لارښوونه د اسلامي دورې د خوځښتونو په اړه شننې کوي.

موږ د وروستيو سلو کلو اسلامي خوځښتونو ته لنډه کتنه لرو چې له اوسني ژوند سره مو تړاو لري .

په اسلامي نړۍ کې د ديارلسمې اسلامي پېړۍ له نيمايي او د مسيحي نولسمې پېړۍ راپدېخوا يو اصلاحي خوځښت پيل شو چې پکې ايران،مصر،سوريه،لبنان،د آفريقا شمال،ترکيه،افغانستان او هندوستان و. پدې هېوادونو کې سمونپالي راپيدا شول او اصلاحي فکر يې درلود چې دا خوځښتونه تر څو پېړيو چوپتيا وروسته راپيدا شول او تر يو حده،د لوېديځ د سياسي،اقتصادي او کلتوري يرغل پر خلاف غبرګون هم و او هم په اسلامي نړۍ کې يو ډول ويښوونه او رنسانس (بيا ژوندي کول) هم وو.

 

سرچینه : نهضت های اسلامي صد سال اخیر، مرتضی مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست