تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه په ټولنپوهنیز لید د توحید او شرک پېژندنه څېړنه : اجرالدین اقبال سریزه : ” لا اله – الا الله ” د توحید کلمه ده، دا چې سملاسي ورپسې ” محمد رسول الله” وایو مفهوم یې دا دی چې محمد علیه السلام تشریح کړای […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

په ټولنپوهنیز لید د توحید او شرک پېژندنه

څېړنه : اجرالدین اقبال

سریزه :

” لا اله – الا الله ” د توحید کلمه ده، دا چې سملاسي ورپسې ” محمد رسول الله” وایو مفهوم یې دا دی چې محمد علیه السلام تشریح کړای شوی توحید منو او تر دې روسته د نړې تر پایه د ده د راښول شویو مشرانو په مشرۍ د توحید هراړخیزې پاسوالۍ ته ژمن یو. د توحید پېژندنې لپاره تر هر څه ړومبی باید د خپلې زمانې شرک، ډولونه او لارې چارې یې وپېژنو او چې لا پېژندلې مو نه وي، د توحید پر ارزښت سم پوهېدای نشو. توحید د شرک ځپلو ته یو ګوذار دی؛ نو باید پر څه چې ګوذار کوو ویې پېژنو، دغسې په څه چې ګوذار کوو هم وپېژنو. په دې شننه کې د ټولنپوهنې له اړخ د شرک او توحید مسله څېړل شوې چې یو ځوان مسلمان روڼ اندی څنګه په خپله ټولنه کې په علمي انداز مبارزه وکړي، مسایل وڅيړي او په پایله کې وتلار وړاندې کړي.

  (( راځئ ځانونه داسې وبولو چې که کعبه په سترګو نه وینو؛ خو په احساس او ننګېرنې یې ووینو او ځانونه یې پر وړاندې ومومو او هم [په روایاتو کې] د کعبې په اړه د اندنې او تفکر امر راته شوی دی . د کعبې پر وړاندې او په باب یې اندنه ډېر ستونزمن چار دی؛ ځکه کله چې د حضرت رسول اکرم (ص) مبارک قبر ته ولاړ یو؛ نو اندنه او فکر راته ساده ده؛ ځکه پېغمبر (ص) پېژنو : له یوې مشخصې اندې سره ټاکلې او مشخصه وګړه ده او د یو مشخص انسان او ټاکلي چوکاټ په اړه فکر کړای شو . په باب یې فکر کوو : پېغمبر (ص) هغه وګړه ده چې دلته ښخ دی، موږ یې پېژنو؛ له ژوند، سیرت، او ویناوو، کړه وړو او غزاګانو یې لږ و ډیر معلومات لرو؛ په خپل اسلامي ژوند او اندېزې روزنې کې مو چې دا خاطرې او پوهاوی پیدا کړی، دوه ځل یې په خپل ذهن کې له سره کوو او دا پخپله اندنه او فکر کول دي .

 نو ځکه د پېغمبر اکرم (ص) او د هرې وګړې په باب اندنه ډېره اسانه، مشخصه او معلومه ده. خو چې کعبې ته ودرېږو او اندنه وکړو؛ دا یو ستونزمن چار دی : ځکه دننه په کعبه کې هیڅوک نشته، د چا قبر نه دی، هیڅ وګړې (شخصیت) ته ورمنسوب نه ده او هډو نه پوهېږو د چا په اړه سوچ او اندنه وکړو؟ ایا رښتیا کله چې د کعبې په هکله سوچ کوو، باید د ابراهیم (ع) په باب سوچ وکړو؟ نه، ابراهیم علیه السلام یو له عناصرو دی، چې د کعبې جوړولو په داستان کې دی؛ ابراهیم (ع) د کعبې د ذات برخه نه ده .

 یا د کعبې بنسټګر اسماعیل(ع) دی؛ خو د کعبې مانا : اسماعیل نه دی . حضرت هاجره (بي بي) ده؟ نه. هاجره د کعبې په جوړولو کې یو له برخمنو ځنې وه او په اړه یې سوچ کول بې د کعبې په اړه سوچ کول دي . د خدای د خونې په زیارت کې مې یوه بنسټیزه مساله احساس کړې چې البته تاسې به هم  ننګېرلې او احساس کړې وي . ټول عمر مو د کعبې پر لور نمونځ کړی، د ژوند په ټولو شېبو کې مو ددې لوري درناوی کړی او موږ مسلمانانو ته د قبلې یعنې د کعبې لوری تر جغرافیایي (شمال، جنوب، مشرق او مغرب) لوریو خورا ماناوال او ارزښتمن دی او له آره کعبه لکه رړګنۍ مینه، ایمان، ګروهه، فرهنګ، تاریخ، روح، معنویت او عاطفه او مینه مو وي .

تر شلو، دیرشو، پنځوسو، شپېتو، اویا کالو روسته، چې په شواروز کې مې کعبې ته پینځه وخته نمونځ کاوه، تل مې په درنه ورکتل، اوس یې په لیدو بریالی شوی یم . مخکې تر دې چې مکې ته ورننوځم او څومره چې مکې ته ورنژدې کېږم؛ نو هومره له انديښنو او د زړه له درزاري سره پلټنه او تلوسه راکې زیاتېږي. هر ګام چې کعبې ته ورنژدې کېږم، زړه مې لا ټینګ او سختېږي او یوې هیجاني شېبې ته سترګې په لار یم چې څنګه به په ړومبي ځل په خپلو سترګو کعبه ووینم. روسته ښار ته ورننوځوو او ګام په ګام جومات ته ورنژدې کېږو او د مسجد الحرام په وره ورننوځو، یو لوی میدان وینو، چې یوه ساده کوټه پکې ښکاري او دلته یوه حساسه او نازکه شيبه ده، داسې یوه شېبه چې د یو مسلمان د ګرد ژوند له هیجاناتو سره د پرتلنې وړ نه ده.

دلته یو ټکان خورو چې ټول عمر مو د کعبې په اړه سوچ کړی او له زړه مو د کعبې پر لور حرکت کړی او اوس ورته راغلي او مخې ته یې ولاړ یو او په سترګو یې وینو؛ خو روسته وینو چې هیڅ څیز نشته! دا “هیڅ څیز نشته” ډېره مانا لري.

 که څوک روح، لطافت، ژورتیا، ښکلا او عظمت ونه پېژني، ناڅاپه یې یو هېښنده او عجیبه حرکت او ټکان ته ورپامېږي، په ځان کې یو سقوط او راپرېوتنه احساسوي، چې “دا ټول عمر سترګې په لارېتوب د داسې ځای د راتلو لپاره چې هیڅوک پکې نشته؟” ناڅاپه د انسان په ذهن، روح او زړه کې د نړۍ منظره اوړي او هغه دا، څومره ښه ده چې په کعبه کې هیڅوک نشته! ځکه خدای غواړي چې انسانان د ځمکې په دې برخه کې تر کلونو انتظار روسته له ګردې ځمکې راټول او له دې کوټې یې وچورلوي، خلک چې تر زیار ګالنې روسته او د خاطرو او هیلو لپاره دلته راغلل او (د خدای) خوني ته ودرېدل؛ ویني څوک نشته! [د خدای غوښتنه ده چې ] یو ځل مطلق ته ور پام شي، په ټول عمر کې چې کعبې ته راغلي، کعبې ته ودرېږي، تر کعبې روسته د نړۍ او هستۍ پر لور وخوځېږي.

 کعبه یوه “پته” ده چې ټوله سپېڅلتیا او عظمت یې دا دی چې خدای ټاکلې ده او بل هر ځای یې هم ټاکلې شوای … نه دا ډېری سپېڅلتیا لري او نه له نورو غرونو سره توپیر لري او نه خپله حجرالاسود ذاتاً له نورو آسماني ډبرو سره توپیر او تغییر لري . ددې کور ارزښت په دې پار دی، چې یو پته ده چې انسان په ژوند، نړۍ او د ځمکې پر مخ خپل مقام ورک نه کړي . ارزښت یې په دې کې دی چې دا کوټه د توحید په نامې جوړه شوې . خپله کور هنري، ذاتي او د معمارۍ له اړخ څه ارزښت نه لري . یوازې مافوق بشري ستر ګروهیز ارزښت لري، چې د یو فکر په نامې جوړ شوی دی : توحید؛ د توحید کور د یو انسان په لاس جوړ شوی او هغه د توحید بنسټګر او زوی یې لاسنیونکی و : د توحید ذبیح، د توحید قرباني  .

ولې توحید دومره اهمیت لري؟ ایا توحید یوازې دا دی چې په هستۍ کې خدای یو دی، دوه، درې څلور، پینځه او بې شمېره نه دي او ګرده هستي؛ جماد، نبات، حیوان او انسان، یو خدای پیدا کړي؟ ځینې ادیان پر دوو خدایانو ګروهن ول ــ د شر خدای او د خیر خدای ــ ځینې پر درېیو خدایانو او ځینې پر څو خدایانو ګروهن ول؛ ښه، دین مو هم ګروهن دی چې (( نه، یو خدای)).  ډېره ښه، دا خبره هم سمه ده چې هستي یوې ارادې، عقل او خالق جوړه کړې او تنظیموي یې، نه دوو، درېیو او څوو . د هستۍ او آدم پیدایښت چې یوه علمي یا فلسفي ویینه ده، ولې دومره اهمیت لري، چې د تاریخ په اوږدو کې، ددې خوځښت بنسټګر حضرت ابراهیم ( زموږ له نظره) د پر حقو پېغمبرانو پلار او د اسلام پېغمبر هم ځان د ابراهیم (ع) د خوځښت غځوونکی بولي او د خپل دین نامه ــ اسلام ــ د ابراهیم د دین نامه غوره کوي او تر ځان روسته تر پایه د بشري تاریخ لوری د ابراهیم خلیل الله د ټاکلي خوځښت لوری ټاکي او ولې دا ګردې خبرې، ګروهې، احکام، آرونه د یوه فکر پر کاکل وچورلي، چې توحید دی؟

که توحید، د شرک (دوه خدایه، درې خدایه، څو خدایه) پر وړاندې تشه یوه فلسفي او علمي ویینه وي؛ نو باید فلاسفه یې په خپلو منځونو کې وکړي، یعنې چا چې فلسفه لوسته، ودې وایي په نړۍ کې پلاني فیلسوف پر یو خدای ګروهن و، پلانی پر دوو، بل پر درېیو، بل پر څلورو؛ لکه چې د فلسفې په تاریخ کې وینو، ځینې وایي ګرده هستي له یوه عنصره جوړه ده، ځینې وایي له دوو، ځینې وایي له نوي او ځينې وایي له یو سلو څوارلسو څخه. دا ویینه په خلکو پورې څه اړه لري؟ دا، یوه پوهنتوني ویینه ده، فلسفي ویینه ده، باید د آتن، روم، اسکندریه او … په آکاډمیو کې یې بحثونه کولای، لکه سقراط، اپلاتون او ارسطو او په څېر یې . دا فکر د ولسي پرګنیو او د جدې یا مکې په پلورځایونو کې د ارزان بیه مریانو په برخلیک پورې څه اړه لري، چې د توحید شعار پر وړاندې دومره حساسیت وښیي؟ دا فکر ابوسفیان  ابوجهل، عکرمه، امیه بن خلف او … ته څه زیان لري چې دوی دومره دښمنۍ او مخالفت ورسره وکړ؟ باید په تاریخ کې یو شمېر اندیالان د یوه خدای پلویان شوي وای او یو شمېر د څو خدایانو او روسته د علم، فکر او فلسفې په پرمختګ، خلک رو رو د خدای پر وحدانیت ګروهنېدل .

خو د توحید فلسفه او د شرک مساله، بې له جهاني او وجودي مسالې او بې له فلسفي ویینې او بې له دې چې په تاریخ کې د نړۍ په جوړښت کې د توحید یا شرک خبره وه، بله ونډه او بله مانا لري او دې مانا تر فلسفې، فکر او د توحید پر ګروهنیز آر (اعتقادي اصل)  تر پوهېدو ډېر، بشري ژوند ته ارزښت ورکاوه او د ابراهیم (ع) کار د یوه فیلسوف او یو نظروال ــ چې په نړۍ کې یو فلسفي حقیقت ویلي وي ــ تر کاره ډېر ارزښت لري او څنګه چې ګروهن یو د ابراهیم (ع) رسالت د ځمکې پر مخ د ټولو انسانانو رسالت دی، داسې رسالت چې هره شېبه او هر ورځ یې مسوول یو؛ داسې رسالت دی چې باید راتلونکي نسلونه یې رانه واخلي او تکامل ورکړي او پر ځمکه یې خپور وور کړي او بشریت وروبلي . ولې دا دومره عظمت؟ او ولې توحید په بشري ژوند کې دا دومره ژورتیا او مانا لري؟

توحید پېژندنه

 د اسلام بنسټیز آر پر یوې ستنې ودرول شوی : یعنې توحید . پاتې آرونه پر توحید بنا شوي، نه د توحید ترڅنګ؛ نبوت دویم نه دی چې د توحید ترڅنګ وي، نبوت له توحیده راولاړېږي . موږ باید په ذهن کې د خپل ګروهیز جوړښت بڼه سمه انځور کړو . پینځه ستنې څنګ په څنګ ایښوول شوي نه دي؛ یوه ستنه بېخبنا ده، آریزه تیږه ده، چې “حجرالاسود” یې سمبول دی … دا تیږه د وګړي د ګردو ګروهو، کړنو او ټولو کوچنیو او سترو وټیزو (اقتصادي)، سیاسي، اخلاقي او ټولنیزو اړیکو بېخبنایي ډبره ده، چې دا “توحید” دی، یو آر دی . پر دې آر هر څه بنا شوي: نبوت، مشري، معاد، عدالت، جهاد، پر نېکیو امر او له بدیو منع، دوستي، وګړیزې اړیکې، وټیز (اقتصاد) او کورنی ژوند او هر څه مو پر یوه آر ولاړ دي. نو ځکه بنسټیزه خبره مې دا ده، چې توحید د نورو ګروهو ترڅنګ کومه ګروهه نه ده، د نورو آرونو پر وړاندې کوم آر نه دی، نور آرونه راغلي نه دي چې د توحید پر آر ورزیات شي، د توحید په نامې یو آر لرو چې هر څه پکې شته او هر څه ترې راولاړېږي .

د توحید اهمیت

 ولې توحید په بشري ژوند کې کې دومره اهمیت لري؟ دلته له فلسفي او کلامي اړخ پر توحید ویینه نه کوم، یوازې له ټولنپوهنیز اړخ پرې ګړېږم، په بشري تاریخ، د ملتونو او ټولنو په ژوند، تمدنونو او انساني فرهنګونو کې د توحید او شرک افکارو څه ونډه درلوده؟

د توحید پر ټولنیز ارزښت او تاریخي ونډه هله پوهېدای شو، چې ضد یې یعنې شرک وپېژنو او چې پر شرک پوه شو؛ نو خود په خوده توحید او په بشري ژوند کې د توحید ټولنپوهنیز اړخونه او تاریخي ونډه پوره څرګندېږي .

پر تاریخونو، تمدنونو او ټولنو باندې مې د څېړنو په ترڅ کې یوې ساده او ډېرې عادې مسالې ته ورپام شو: په تاریخ او ټولنپېژندنه کې، چې ګردې ټولنې لږ و ډېر پېژندل شوي، ټول تمدنونه پېژندل شوي، ان لومړنی انسان پيژندل شوی، بېشکه ټولو تاریخونو، بې استثنا ټول مادي یا غیر مادي، دیني یا دیني ضد ټولنپوهان پر دې آر ګروهن شوي چې په بشري تاریخ کې داسې ټولنه نشته چې دین ونلري؛ نو ځکه د ځمکې پرمخ بې دینه انساني ټولنه نشته .

له دې ځایه پایله اخستل کېږي چې زموږ پېغمبران له ابراهیم (ع) مخکې او روسته ترې د اسلام پېغمبر(ص) د بشر متدینېدو ته راغلي نه دي؛ ځکه بشر په خپل فطرت، دینوال دی؛ نو پېغمبران ددې لپاره راغلي نه دي چې په انساني ټولنو کې دیني احساس رادبره کړي؛ ځکه هر پېغمبر په دیني ټولنه کې مبعوث شوی؛ نو ستر پېغمبران مو ددې لپاره راغلي نه دي چې په ټولنو کې خدای نمانځه تبلیغ کړي؛ ځکه د پېغمبرانو تر راتلو وړاندې، ګردې ټولنې خدای نمانځوونکې وې؛ نو کومې موخې ته راغلي دي؟

راغلي چې یوازې یو کار وکړي؛ یعنې توحید د شرک ځایناستی کړي او بل هر کار یې چې کړی د همدې موخې پلي کولو ته یې کړی دی . شرک یعنې څه ؟ زموږ د انګېرنې پر خلاف، شرک لا دیني نه ده، دین دی، مشرک دینوال دی، ګروهن دی، نمانځوونکی او عابد دی .

مشرک هغه دی چې کله به یې خپل بوتان د لمر له معبده په لویو لویو ارابو کې را ایستل، نر و ښځو به ښکلې لوڼې او زامن ورته نذر کول، د بوت په پښو کې یې سرونه ترې پرې کول، بهېدلې وینه به متبرکه کېده او په دعاوو، نذرونو او دیني مراسمو کې کارولېده، متبرک شراب یې ترې جوړول، دا، مشرک دی! ایا دا، بې دیني ده؟ د عربو په جاهلیت کې د بوت پر وړاندې او بوت ته قرباني (هم) وه . د څه قرباني؟ د انسان قرباني، نه د پسه. ډېر نذر یې کاوه، چې که مثلاً څو زامن مې درلودل؛ نو لومړی مې خپل بوت ته قرباني کاوه . نذر یې کاوه چې که بوت، زامن ورکړي؛ نو په بدل کې به لومړی ورته ذبح کړي . دا احساس، بې دینه احساس دی یا دیني؟ وینو د دوی دیني احساس تر موږ چې مؤحدین یو، ډېر ټینګ دی! ولې د شرک د جرړو پر ایستو دا دومره ټینګار کېږي؟

توحید د شرک پر وړاندې، دین د بې دینۍ پر وړاندې نه دی، مذهب د لا مذهبی پر وړاندې نه دی، د خدای لمانځنې پر وړاندې د خدای د نشتون ګروهې پر وړاندې نه دی . پيغمبران مو یوازې ددې لپاره راغلي نه دي چې خدای لمانځنه د نه لمانځنې ځایناستې کړي؛ بلکې راغلي چې لمانځنه تخفیف او راکمه کړي؛ یعنې په هر ځای کې ټولنې زموږ تر پيغمبرانو ډېرې خدای لمانځوونکې وې؛ ځکه پېغمبرانو ویل ((یو ونمانځئ)) او دوی سل نمانځل! پېغمبران د خدای لمانځنې رادبره کولو ته راغلي نه دي؛ یعنې چې د معبود لمانځنه رامنځ ته کړي؛ ځکه انسان له توتم، د نیکونو له ارواحو نیولي تر طبیعي څېزونو، ونو، بوټیو او لرګو پورې لمانځلي، بوتان او مجسمې یې ترې جوړولی او عبادت یې ورته کاوه . خپل عمر یې ترې ورځاروه او ان په سادګۍ یې خپله وینه ورکوله.

نو ځکه د انساني ژوند تاریخ پر دین او مذهب ولاړ و او پېغمبران مو راغلي چې توحید یې ځایناستی کړي؛ یعنې یو دین د بل دین ځایناستی کړي. د لا دینۍ او د خدای پر وجود د نشتون احساس یوه نوې مساله ده چې په نړۍ کې د اروپا د شپاړسمې او اولسمې پېړیو تر رنسانس روسته مطرح شوې ده او هډو په تاریخ او کومې ټولنې کې اوڅار نه وه . په اسپانیا کې دېرش زره کاله وړاندې ټولنې پېژني چې جامې یې نه درلودې او لوڅ لغړې وې، خو پر خدایانو ګروهنې وې او نماځل یې؛ تر اوسه کورنۍ جوړې نه وې؛ خو معبد او نمانځنه یې درلوده . نو ځکه د حقو پېغمبرانو ګرد سره رسالت، د شرک پر وړاندې د توحید پلي کول و؛ نو هر مسلمان چې پر ابراهیمي خوځښت ګروهن دی، په تېره حاجي چې مکې ته ورغلی د توحید اهمیت او پېژندنه ورڅرګنده ده .

د قرآنکریم او هم د تورات په داستان کې راغلي، چې آدم (ع) دوه زامن درلودل : یو قابیل او بل هابیل. قابیل د یو ځانپالي، شهوتپالي او مال پالي انسان ښکارندوی دی او هابیل د قرآن په مانا د یو مسلمان، ګروهن، د حقیقت پر وړاندې یو غاړه ایښوونکي، یو دوست، یو رور، د خدای او دین مطیع او د خپل پلار آدم د درناوی کوونکي انسان ښکارندوی دی .

آدم چې د مطلق بشریت ښکارندوی دی، په دوه ډوله انسان ویشل کېږي : یو قابیل، د پلید، ناوړه او بدرنګ انسان ښکارندوی او بل هابیل د پاک، بې عیبه او اوچت انسان ښکارندوی . ولې په اسلام کې دا قصه راغلې؟ څه ارزښت لري، دوه روڼه د نامزدې پر سر اړپېچ (اختلاف) پیدا کوي، یو دا بل وژني، روسته پښېمانېږي؟ دا یوه پيښه ده چې هډو اسلام خپل تاریخ پرې پیلوي؟ روسته پوښتي، ولې؟ وایي ځکه مطلب یې دادی چې د قتل نفس یا انسان وژنې بدي راوښیي؟ لازمه نه ده د بشري تاریخ پیل، چې انسان وژنه پکې پېښه شوې، دومره اهمیت ورکړو؛ مساله تردې مهمه ده : د قابیل او هابیل دین یو دی ــ هماغه چې آدم راوړی ــ پلار یې یو آدم دی، مور یې “حوا” ده، په یوې کورنۍ کې لوی شوي، چاپيریال یې هم توپیر نه درلوده چې یو ووایي په پلاني پوهنتون کې یې زده کړې کړي، استادان یې بل ډول وه او دې په بل پوهنتون کې سبق ویلی او استادان یې بل ډول ول، یا دې نورې ورځپاڼې لوستې، تلویزیون یې لیده، ثنا ستاینې او موعظې یې کولې او بل، نور مطالب ترسره کول! هلته خو هیڅ نه و، د چاپېریال اختلاف نه و .

یوه روزنه، یو ذات، یو دین، یو پلار، یوه مور، یو له بل سره دوه متضاد انسانان جوړوي؛ ولې؟ په دوی کې کوم عامل یو له بل سره توپېر درلود، چې یو انسان وژنی او بل د انسانیت ښکارندوی کېږي؟

کله چې د قابیل او هابیل د نامزدۍ پر سر اختلاف پیدا کېږي، آدم وایي، ولاړ شئ قرباني راوړئ، د خدای لپاره یې قرباني کړئ، خدای چې د هر یو قرباني قبوله کړه، بل ته دې غاړه کېدي . وایي، ډېر ښه . هابیل ځي او قربانۍ ته له خپلې ګلې ډېر ښه، ښکلی او ژېړبخن اوښ راولي؛ قابیل چې خپله مدعي او د هابیل پر حق متجاوز دی او حق ته یې غاړه نږدي چې د هابیل ښکلې نامزده ځان ته وکړي، ځي او له خپل درمنده د غنمو یوه ژېړه ورسته سترۍ راوړي . ښکاره ده چې د هابیل قرباني قبلېږي او د قابیل نه . خو قابیل نه د خپل پلار خبرې ته غاړه ږدي، نه د خپل رور حق رعایتوي او نه د خدای حکم مني او خپل رور په صحرا کې وژني؛ ځکه چې خپله تمه ترلاسه کړي .

دلته دا فکر رامخې ته کېږي کوم علت لاملېږي چې قابیل دغسې یو انسان کېږي او هابیل هاغسې؟ په دې کړنه کې، انسان متوجه کېږي چې د دوی پلار، مور، دین، چاپیریال او… یو وه؛ خو معلومېږي چې د ژوند وضع یې یو له بل سره توپیر درلوده : یو تللی او له ګلې یې یو اوښ راوستی، بل تللی یوه ورسته سترۍ غنم یې راوړي؛ نو معلومېږي چې یو د پووندګرۍ په پېر کې اوسېده او بل د خصوصي مالکیت په پېر کې ژوند کاوه .

په بشري تاریخ کې خصوصي مالکیت هغه وخت پیلېږي چې انسان کرنیز پیر ته ورننوځي؛ انسان تر کرنیز پېر مخکې د طبیعت په لمن کې ښکار کاوه، په سیند کې یې کبان نیول، ځنګل او سیند د ګردو په واک کې و، هیچا د بل حق نه لتاړاوه او نه یې د نورو له حقونو غېږه راتاووله، یو بل له طبیعي نعمتونو څخه نه بې برخې کول، ټول یو له بل سره رونه او برابر وه او د خدای پر دسترخوان ــ طبیعت ــ یې خوړول او چا چې غوښن او تیار ښکاره غوښته؛ نو باید غښتلی ښکاري وای، ممنوعه سیمه نه وه، خصوصي او وګړیز مالکیت او د نورو بې برخې کول نه وو، غېږ راتاوول نه وو، ځان لوړل ګڼل نه وو، حرص نه و (کله چې د خوړو ډک دسترخوان د ټولو لپاره وي؛ نو خلک د مارغانو په څېر د څه لاس ته راوړو لپاره یو له بل سره پرې نه وهي) .

 انسان لږ لږ کرنیز پېر ته ورننوځي، دا چې کرنیزه ځمکه لږه وه؛ نو اوس غښتلي او زورور ــ چې د ځنګله او سیند د ژوند په پېر کې، هر چا ځان ته ازاد ښکار کاوه ــ پر ړومبي ځل خپل زور د ډېر ښکار پر ځای د نورو بې برخې کولو ته وکاراوه : زورور د کرنې له ځمکې کرښه راتاووي، نور ګټې اخستو ته نه ور پرېږدي خپله خيټه ورباندې اچوي او خاوندېږي یې؛ نو ځکه په دې حالت کې د انسانانو اړیکه اوړي . په ړومبي ځل، د دوو روڼو اړیکه ــ چې پر ځمکه یې د سیند تر غاړې په ځنګله کې ازاد ښکار کاوه ــ د شتمن او نیستمن، ارباب او نوکر، مالک او محروم په اړیکه اوړي؛ دا چې زورور او د ځمکې له دې ټوټي یې ځان ته کرښه راتاوه کړې وه، د ټولې ځمکې د کرلو وس یې نه درلود، کاري قوت ته اړمن و؛ نور انسانان چې غواړي کار وکړي او ډوډۍ وخوري؛ خو ځمکه نلري؛ نو خود په خوده ددې دواړو اړیکه ټاکل کېږي : دا د ډوډۍ خوړو لپاره راځي، مزدورېږي او هغه بل په نیول شوې ځمکه کې د تولید لپاره کاري قوت ته اړتیا پیدا کوي : مریتوب رامنځ ته کېږي، په ړومبی ځل په بشري تاریخ کې مرییتوب دغسې پیدا شوی دی. مریتوب چې پیدا شو؛ یعنې دوه ډوله انسان رادبره شو : بادار او مریي، ارباب او نوکر، شتمن او نیستمن، چې دغسې حالت کې اړیکه بدلېږي او توپیر مومي .

په عمومي او ګډ ژوند کې د برابرۍ او رورۍ اړیکه وه؛ خو اوس په ټولنه کې د دوو انسانانو تر منځ د دښمنی او تضاد اړیکه ده . دا ګډ ټبر چې په ټولنه کې یو له بل سره برابر اوسېدل او کار یې کاوه، په داسې ټولنې اوختی چې دوه ضد اړخونه لري چې یو له بل سره مبارزه کوي . قابیل د هغه پېر د انسان استازی دی چې بشر د خصوصي مالکیت [په اصطلاح میم زرما ټوله زما] پېر ته ورننوتی او د انسانانو اړیکه پر دښمنۍ، رور وژنې، حق لتاړولو، د نورو مزدورانولو او د ځان پر ګټه د ډېره کي (اکثریت) پر زبيښلو ولاړه د . هابیل د مخکېني پېر استازی دی چې انسان دې پړاو او جنایت ته ورننوتی نه دی او تراوسه د طبیعت په لمن کې د برابرۍ او بشري رورۍ بنسټ ژوندی و . نو په بشري تاریخ کې یو زرین پېر لرو، چې په ټولو داستانونو کې شته، داسې پېر چې انسانانو پر ځمکه یو برابر ژوند کاوه او ورپسې پېر چې کرنیز پیداوار پیلېږي، انحصار طلبي، غېږ راتاوول، حرص، زر زیرمول، ښکیلاک، زبېښاک، مرییتوب، سرداري، تضاد، حق ته انحرافي مخ ورکونه، ظلم، جنایت او رور وژنه د انسانانو خپلمنځي چلن کېږي .

قابیل ددې پېر استازی دی؛ او هابیل د برابرۍ، رورۍ او بشري وحدت د پېر استازی دی . له دې ځایه یوه ژوره فلسفي ویینه اوڅارېږي، چې قابیل هم یو دیني انسان دی، همدا جنایتکار او رور وژونکی قابیل، دیني دی! او د هابیل هومره پر خدای، توحید او معاد ګروهن دی؛ خو د ژوند په کوم سیستم او ټولنیز ژوند پورې چې ورنښتی او اړوند دی، داسې دی چې دین د خپلو شخصي ګټو او هوسونو د مخونې وزله کوي، پر دین تر هغه وخته ګروهن دی چې په خپله ګټه یې تمامېږي او چې ویني خدای د هابیل پر خوا دی؛ نو حکم یې نه مني. نو ځکه په تاریخ کې قابیل او هابیل د دوو طبقو استازي کېږي : یوه وژونکې او د حق لتاړونکې طبقه او بله مظلومه او بې برخې چې د بل تر تسلط او واک لاندې کېږي.

دلته وینو بشري ټولنه چې یوه واحده ټولنه وه په دوه ګونې ټولنې اوړي. نو وینو اسلام وایي د ګردو انسانانو فطرت پر توحید دی، روسته شرک رامنځ ته کېږي. شرک څه دی؟ شرک د انسان عمومي دین دی چې تل او هر وخت شته.

روسته په بشري ټولنیز نظام کې کله چې د انسانانو خپلمنځي اړیکې له هابیلي بڼې پر قابیلي بڼې ورا وړي؛ نو دین له توحید ځنې پر شرک اوړي. نو شرک هغه دین دی چې قابیلي نظام یې په متضاده ټولنه کې د خپلې وضع مخونې ته جوړوي؛ څنګه؟ کله چې بشري ټولنه یو له بل سره په دوو متضادو اړخونو واوړیده؛ نو دلته بشري روري، یووالی او وحدت څه مانا نه لري : یو یې لري او بل یې نه لري، یو مریی او بل ارباب دی، یو هر څه لري، بل هیڅ نه لري، یو باید ټول عمر کار وکړي او ونخوري او بل په ژوند کې هیڅ کار نه کوي او خوري، هډو دا دواړه انسانان یو له بل سره ګډه وجه نه لري؛ نو دوه ډوله انسانان رامنځته کېږي: په ټولنه کې د دوو ډلو انسانانو د شتون مخونې ته باید یوه فلسفه جوړه شي، یو دین جوړ شي، یو پوښښ جوړ شي چې د انسان په ژوند کې دې دوه ګونیتوب ته مخونه ورکړي او دا به هغه فلسفه او دین وي چې په هستۍ کې دوه ګونیتوب ته مخونه ورکړي او دا، دوه ګون پالي (ثنویت) ده؛ له دې ځایه د خیر او شر خدای جوړېږي؛ ولې جوړېږي؟ ځکه د انساني ټولنې په ژوند کې خیر او شر جوړ شوی دی .

 ولې دوه خدایه ؟ ځکه په بشري ټولنې کې دوه ډوله انسان جوړ شوی دی، دوه متضادې طبقې جوړې شوې دي . ولې په نړۍ کې دوه پنځګره شتون ولري؟ ددې لپاره چې په ټولنیز ژوند کې د دوه ډولو اوچتو او ټیټو انسانانو شتون ته مخونه ورکړي . ولې یو اوچت خدای دی او بل ټیټ، یو د اوچت خدای دی او بل ور ټیټ؟ دا ځکه چې د اوچت او ټیټ انسان مخونه وکړای شي، چې یو د اوچت خدای جوړ دی او بل د ور ټیټ .

 نو د شرک یو ډول، چې دوه پالي، دوه ګونپالي، دوه خدایي او یا خیر و شر، تیارې رڼا، په ((رڼا زروان)) او ((تیاره زروان)) او په اهورا او اهریمن د هستۍ ويشنه ده، یوه فلسفي بېخبنا لري چې نړۍ پر دوو قطبونو ویشي، چې روسته دا بېخبنا او ګروهه د ټولنیز ژوند نظام ته ــ چې په دوو متضادو اړخونو ویشل شوی ــ مخونه ورکړي . نو دوه ګونپالي چې یو شرکي دین دی، هله پیدا کېږي چې بشري دوه ګونتیوب رامنځ ته شي او په هستۍ کې د دوو اړخونو او قطبونو درلودل، دوه خالقه، دوه مدبره، دوه خدایان او پر دوه ګونیتوب ګروهه ددې لپاره ده چې د ړومبي بشر دوه ګونی ژوند ــ چې په قابیل او هابیل ویشل شوی ــ منطقي وبريښوي .

 نور انسانان یو له بل سره اړیکې نه لري؛ ځکه پر قابیل او هابیل ویشل شوي . آدم نشته، آدم ومړ او اوس یا قابیل دی یا هابیل . قابیل د هغې واکمنې طبقې مجسمه بیلګه ده چې په دوو متضادو قطبونو ویشل شوې ده . وینو چې قابیل دیني انسان و؛ خو دین یې د خپلې وضع مخونې ته وزله کړی و؛ چې مریی ته ووایي ته بل خدای پیدا کړی یې او ځان ته هم ووایي او پر مریي هم ومني چې زه بل خدای پنځولی یم . قابیل په تاریخ کې پر واکمنې طبقې اوړي ــ د حاکم او محکوم په اړیکه کې ــ او پر تاریخ حکومت کوي، خپله قابیل چې یو وګړی، یو برلاس، ارباب او خلک یې تر لاس لاندې دي، لږ لږ په تاریخي تکامل کې په درېیو اړخونو بدلېږي. قابیل درې څېرې خپلوي : زور، زر او [باطل] دین  او دا درې واڼه عناصره پر خلکو واکمنه طبقه جوړوي – په تاریخ کې واکمنه طبقه له دې درېیو عناصرو جوړه ده لکه د روم، لرغوني پارس، فلسطین او بین النهرین ټولنې – پېغمبران مو راپاڅېږي، ددې طبقې له درې ګونو څېرو سره مخېږي، دا درې څېرې چې درې سمبوله دي، قرآنکریم یې کله د درېیو تنو په بڼه او کله په نامه او صفت معرفي کوي :

ملأ، مترفین، احبار یا رهبان

۱ــ ملأ ، سترګې ډکوونکي یا په بشري ټولنه کې د زور استازي دي . ملأ ؛ یعنې څوک چې په ټولنه کې پر لار روان وي، سترګې ډکوي.

۲ــ مترف، هغه شتمن چې هیڅ ډول دیني، بشري او اخلاقي مسوولیت نه پېژني؛ دا ځکه چې له شتمنۍ راولاړ تکبر له هر انساني مسوولیت مړه خوا کړي . مترف یعنې هغه چې د فیلمرغ په څېر پر لار روان وي.

۳ــ رهبان، یعنې د ادیانو د معابدو متولیان، د ادیانو استازي.

 له راهب، حبر او رحبار سره د ټولنې دیني قدرت و، د ادیانو روحانیون او روحاني طبقه د دین رسمي طبقه وه . مترفین : وټیز (اقتصادي) طبقه وه . ملأ سیاسي طبقه وه او ټولنیز قدرت ورسره وه. دې درې واڼو یوه طبقه جوړوله؛ خو درې څېرې یې درلودې . د موسی ( ع) په داستان کې وینو یو فرعون دی چې د موسی (ع) د خوځښت پر وړاندې درېږي : د ټولنې د سیاسي قدرت استازی، د ملأ استازی . یو یې قارون پر وړاندې درېږي : په ټولنه کې د وټیز (اقتصادي) قدرت استازی . یو هم  کوډګر؛ چې د ګردو استازی بلعم باعورا؛ چې د بني اسراییلو فاسد روحاني دی . وینو بلعم باعورا، قارون او فرعون، یو د دین، یو د اقتصاد او بل د ټولنې سیاسي قدرت استازي دي، چې درې واڼه همکاران او د موسی (ع) د خوځښت پر وړاندې یو لاس دي، هغه شپون چې ناڅاپه له بېدیا راغی او په چوپاني لکړه د درېیو واڼو پر ضد راپاڅېد.

ذهن مو ومنله چې یوه طبقه ده او درې څېرې لري : هماغه قارون و چې اوس بلعم باعورا او فرعون شوی؛ هماغه قابیل و، چې اوس فرعون، بلعم باعورا او قارون شوي دي: هماغه یو انسان و، چې په ړومبي ځل یې په بشري تاریخ کې د شخصې ګټو او انحصار طلبۍ په پار رور وژنه پیل کړه او همدا انسان پر تاریخ لاسبری او مسلط شو او روسته همدې انسان په تکامل کې درې څېرې پیدا کړې .

 دا درې څېرې یو له بله جلا درې انسانان دي؛ خو په عین حال کې د تاریخ، انسانانو او خلکو پر برخلیک واکمن قدرت دی؛ نو ایله اوس د تثلیث پر مانا پوه شو . په مسیحیت کې تثلیث : اب، ابن او روح القدوس دی؛ هم پلار، هم زوی او هم روح القدوس؛ هم درې واڼه دي؛ یعنې پلار جلا، روح القدس جلا او زوی جلا دی او هم په عین حال کې درې واڼه یو له بله جلا او مستقل، واحد ذات دی، دا څه دی؟ دا د نړۍ خدای نه دی؛ د نړۍ خدای که یو له بله جلا درې عنصره او درې ذاته وي، یو ذات کېدای نشي؛ که یو ذات وي؛ نو یو له بله جلا درې ذاته کېدای نشي؛ دا هماغه واکمنه بشري ټولنه ده، چې په عین حال کې یو ذات دی؛ خو درې څېرې لري .

نو تثلیث د شرک دوم ډول دی چې په ظاهره د دین نامه لري او ظاهراً د معبود او خدای نامه لري؛ خو دا یو له بله جلا په درېیو څېرو کې یو ذات دی او رښتیا هم ده؛ خو موږ انګېرو، چې د خدای په باب خبرې کوي . نه، د هغې طبقې په اړه خبرې کوي چې دین، پیسې او زور ورسره دی، د شرک خدای او د شرک دین همدوی جوړوي . څوک یې جوړوي؟ د تېرو ادیانو رسمي ملایانو د بشر پر ضد دین او خدایان جوړول، د هغې طبقې پر ګټه چې خپله یې لایتجزی غړي وو.

د “آلبرماله” په وینا کله د منځنیو پيړیو له روحانیونو او د لرغوني ایران له مؤبدانو سره د خپلو هیوادونو تر اتیا سلنې ډېرې کر ځمکې وې . د “اختون” په داستان کې ــ چې د بین النهرین یو له خدایانو دی ــ یو شاعر وایي : ((دا اختون چې خدای مو دی، دومره حریص، یرغلګر او متجاوز دی، چې په ټولنه کې له ګهیځه تر ماښامه په کړاو یوه مړی ډوډی ترلاسه کوم او په سختی یې د خپل کوچني زوی پر خوله کوم؛ خو له خولې یې ورڅخه اخلي او نه پرېږدي چې د بچیانو خېټې مو مړې شي)).  په کنایه وایي چې د معابدو خاوندانو د ساختګي خدایانو په نامې د خلکو پیسې لوټولې .

 نو ځکه درې خدایان شته، د خدایانو درې انځورونه یې کاږلي دي : په یونان کې یو خدای د “زاګره” په نامې دی، یوه غاړه؛ خو درې څېرې لري . یو په هند کې د “ویشنو” په نامې دی، چې د یونان له خدای سره هیڅ اړیکه نه لري دا هم یوه غاړه او درې څېرې لري . یو خدای هم په مسیحیت کې دی چې یوه غاړه لري او روسته یې درې څېرې ورکړې . اوس د کاتولیک په تثلیث ( Trinite  تراینایت) کې (العیاذ بالله) د حضرت مسیح علیه السلام انځور، یو سر دی چې یو له بل سره ورته او ترڅنګ څېرې لري! دا د هستۍ د خدای سمبول نه دی، دا د روم د واکمنې طبقې سمبول دی، چې خدای یې په داسې بڼه کړی، چې د یو اړخ د درې اړخیز والي مخوونکی، د یوې غاړې درې څېرې درلودل او د یوه غاړی ( اندام) درې څېرې والی دی، په درېیو څېرو یوه طبقه ده، چې د ژوند برخلیک او د ټولنې فکر، ایمان، قدرت او مادي قوت ورسره و .

“ایمېرل” وایي : په منځنیو پېړیو کې د قضیې لنډیز دا و : یو به خلک په زوره له غاړې نیول، بل یې جيبونه تشول او بل په غوږ کې ورته ویل ((صبر کوه، خدای لویی دی))! په تاریخ کې دې درې تنو یو له بل سره همکاري کوله . تثلیث یعنې دا، شرک یعنی دا . څو خدایي څه ده؟ یو ډول شرک دی . دوه خدایي شرک د دوه اړخېزې ټولنې بېخبنا ده .

د شرک دین؛ دښمنۍ، حاکم او محکوم نظام، مریتوب، نژادي نظام، سرداري نظام، دوګونی نظام، څو کورنیز نظام او د بشري ژوند برترۍ او پستۍ ته ــ چې د قابیل په داستان کې په پوره مانا “قابیلي نظام” ورته ویلای شو ــ مخونه ورکول دي، دلته دین د بشري بدمرغۍ لپاره ستره وزله ده؛ توحید د تاریخ پر دې سترې دسیسې لوی ګوذار و چې دا دی :  د نړۍ لید او نړۍ پېژندنې یوه فلسفه ده، چې هستۍ ته یووالی او وحدت ورکوي، د پیدایښت له اړخ (هم) انسان ته وحدت ورکوي، دغسې د ګردو عناصرو ترمنځ یووالی راولي ــ او نړۍ په خیر و شر نه ویشي ــ همدغسې د بشري ډلو، خېلونو او طبقو یووالي ته یوه بېخبنا جوړوي؛ نو ځکه د الله تعالی توحید، په عین حال کې چې د هستۍ مخوونکی حقیقت دی، د انسان د توحید بېخبنا هم ده او د معبود توحید د عابد (انسان) بېخبنا ده.

 

د ابراهیم علیه السلام خوځښت د نمرودیانو او د شرک دین له سازوونکیو سره سره انسانان یې په توحید [ په عین حال کې چې انسان د هستۍ د پېژندنې له اړخ د هستۍ پر واقعي او حقیقي مرکز چورلوي، ورسره جوخت پر یوې فکري بېخبنا چې د بشري، طبقاتي او نژادې وحدت بنسټ دی چورلوي] وچورلول، چې کعبه د دواړو (د معبود توحید او بشري توحید) سمبول دی .

 نو ځکه د ابراهیم نهضت یوازې فلسفي او د نړې پېژندنې خوځښت نه؛ بلکې د بشري تاریخ د بهیر پرخلاف نهضت دی، چې د خلکو پر ضد ځانګړي لږه کي ــ ملأــ مترف او رهبان ــ کوږ کړی دی : د میم زرما ټوله زما، پولو، دېوالونو، قیدونو، بندګیو، مریینې او اوچت ګڼلو له منځه وړل او په عین حال کې د هستۍ د یووالي، له هستۍ سره د انسان د یووالي او له انسان سره د انسان د یووالي رادبرول، نو ځکه د ابراهیم (ع) خوځښت دا دومره عظمت لري او دا دی چې انسانان هر کال او هر کهول یې بلل کېږي چې په یوه ګوښه کې، د ابراهیم د خاطري په نامې، راټول شي او له جدي کړنو یې بېلګییزه لاروي وکړي او په دې توګه، تل بشري نسلونه چې د مسلمان په نامې، د ابراهیم(ع) د رسالت ترسره کولو او غځونې پازوال دي، له ابراهیم (ع) سره خپل تړاو او اړیکه وساتي او هر کال دلته راشي او ژمنه ورسره له سره کړي .

 دا د ژمنې له سره کول د روښانه او آګاه انسان پر اوږو د مسوولیت درون پېټی ورږدي، ستر مسوولیت چې ابراهیم (ع) پیل کړ، چې هابیلي پېر ته د بشري تاریخ د بهیر ورستنېدا ده، د انساني برابرۍ او رورۍ دوران ته ورمخه کول دي، د شرک ( یعنې د انساني ضد انحرافي مذهب) د ګردو عواملو نفې کول دي؛ او د الله توحید ته د ورستنېدا په مانا ده (د توحید کلمه او د توحید کلمې اعلان دی) چې د کاشف الغطاء په وینا د کلمې د توحید بېخبنا ده او (هم) معبود توحید دی چې د عابد د توحید بېخبنا ده او (همداراز) د طبیعت او انسان د پنځګر (خالق) ایکي یوتوب دی، چې له طبیعت سره د انسان د توحید بېخبنا ده .

 ټولو ادیانو غوښتل چې له طبیعته لرې وده وکړي؛ خو اسلام غواړي چې انسان د طبیعت په متن کې تکامل وکړي؛ پر اقتصاد او مادیت کې مانیز تکامل وکړي . اسلام یعنې څه؟ اسلام د ابراهیم(ع) دین دی . اسلام (د قرآني اصطلاح له مخې) یو دین دی چې د آدم له پیله (یعنې د بشریت له پیله) دین و؛ ادیان نشته، یو (حق) دین د ( باطلو) ادیانو پر وړاندې دی . کله چې فارسیانو په جګړه کې مسلمانان وپوښتل «څه ته راغلي یاست؟» مسلمان ورته وایي : « راغلي یو چې تاسې یو د بل له نمانځنې څخه د الله تعالی نمانځنې ته راوبولو» . د توحید مانا ته وګورئ : منظور یوازې دا نه و چې ((خدای ایکي یو دی، دوه او درې نه دي»؛ مساله خورا ژوندۍ، اوسنۍ او د همیش لپاره ده .  ((خدای یو دی نه ډېر)) دا جمله خورا پراخ مانا او ډېر مسوولیت لري : وینئ چئ په جمله (= تاسې د ځمکې او ادیانو له پستۍ د اسلام عزت ته رابولو)) کې ګرد ادیان اسلام ته رابلل کېږي او اسلام د ابراهیم (ع) دین دی، د آدم دین دی؛ یعنې د انسان دین دی . د آدم دین یعنې څه ؟ یعنې د انسان دین دی، یعنې که دا تاریخي انحرافات، دروغجنې مخونې، ساختګي ادیان او شرک پالنه نه وای، انسان، پر فطرت، د توحید پر دین یعنې پر اسلام و .

دا خوځښت د بشر په انحرافي تاریخ او د انسان په قابیلي ټولنو کې په ابراهیم (ع) پیل ، او په محمد (ص) تکمیل او پوره شوی دی؛ خو په ده پای ته رسېدلی نه دی . د دین تکمېلېدنه، بې د خوځښت له پوره کېدنې ده . نهضت تر څه وخته دی؟

تل او تر هغه وخته چې انسان مطلق بریالی شي او مطلق بریا، د بشري عدالت استقرار دی، قسط، حکمت، برابري او هابیلي نظام د قابیلي نظام ځایناستي کول دي، ټولنیز، فلسفي او اخلاقي توحید د ټولنیز، اخلاقي او فلسفي شرک ځایناستي کول دي، د انسان د دین، د آدم د دین او د اسلام د دین پر ګټه د ساختګي او جوړ کړای شویو ادیانو له منځه وړل دي،نو ځکه موږ په خپلو نسلونو، ټولنو، اوسني وخت او د ځمکې پر مخ د ابراهیم (ع) د خوځښت د غځېدا، د ایدیالوژۍ له نظره دین تکمېلېږي؛ خو د ټولنیز حرکت له پلوه، تکامل او دوام مومي او دا خوځښت تل په فکري، علمي، ټولنیز او پوځي جګړو کې و، دی او وي به. د ابراهیم خوځښت – چې ابراهیم د توحید او کعبې بنسټګر دی – د تاریخ د کږلیچ له پیله یو بشري خوځښت دی او تر هغې چې تاریخ د توحید بهیر ته ورستون نه شي، لا به هره ورځ، هره میاشت په هر ځای او د بشري واقعي جهاد په ډګرونو کې غځېږي. په کربلا کې د حضرت ابوالفضل پر زیارت سور بېرغ رپېږي، په دې کې یو راز پروت دی. د عربي ټبرونو ترمنځ ۲۰، ۳۰ کاله جګړې وې، تل سره جنګېدل، ځینې جګړې ان څلویښت کاله اوږدېدې.

 د ” بسوس” د اوښ قصه ۴۰ کاله اوږده شوه، د اسلام پېغمبر (ص) سره پخلا کړل؛ یعنې که پېغمبر (ص) نه وای جګړه به یې تراوسه روانه وه، ان د یو اوښ پر سر! که وینې چې تر اوښه ډېر ارزښت نلري، باید د اوښ لپاره توی شي! په نړۍ کې هیڅ څیز توی نه ځي. په هر حال جګړه مارو عربو په څلورو حرامو میاشتو کې د عربي دود له مخې جګړه بس کوله. که څه وینې یې خوټېدې، جنازې به پرتې وې، خو چې حرام میاشت به راورسېده، تورې به یې غلافولې یا په تیکې کې ايښوولې او خیمو ته به ورننوتل؛ خو سولې ته واقعي علت رامنځ ته شوی نه و او دوه ټبرونو جوړجاړی کړی نه و او د حرام میاشتې په علت یې تورې د لنډ وخت لپاره په تیکو یا غلافونو کې ایښوولې، موخه یې دا وه چې بشره! عربانو! موږ دواړه ټبرونو جوړجاړی کړی نه دی، له خپلې دعوا تېر شوي نه یو، د حرامې میاشتې په پار مو جګړه لنډمهاله بنده کړې ده، حرامې میاشتې چې پای ته ورسي؛ نو جګړې ته دوام ورکوو.

نو ددې منظور څرګندلو ته یې د جګړې د بېرغچي پر خیمه سور بېرغ  ځړاوه. یو ځل مې ورپام شو، چې دا سور بېرغ یعنې ” که تاسې راځئ او دلته څو چوپ او آرام قبرونه وینئ او په کربلا کې د حسین جګړه پای ته رسېدلې وینۍ؛ نو دا د حرامو کلونو په پار ده او د بولندوی بېرغ درښيي چې جګړه به غځېږي. ” تر څه وخته؟ هره ورځ عاشورا ده، هر ځمکه کربلا او هره میاشت محرم ده. خو کومه جګړه؟ هغه جګړه چې ابراهیم (ع) پېل کړه او هله به پای مومي چې توحید د ځمکې پرمخ په ټولو اړخونو کې استقرار ومومي. ))

که خپلې ټولنې ته ځیر شو ځینو له “شرک” او “توحید” ځنې په ناسمو پوهېدنو، د شرک او توحید ټاپې جوړې کړي، څوک یې چې له نیمګړو پوهېدنو سره په ټکر کې وي، سملاسي پرې د شرک ټاپه لګوي، چې دې چلن په ټولنه کې یو ډول اندیز او ټولنیز اړدوړ رادبره کړی دی. د ټولنې سمون ته له شرک او توحید سمه پوهېدنه، حکمت، دلیل او د مخاطب په پام کې نیول بنسټیز شرط دی. تمه ده چې نوی کهول د مطالعې، علمي ویبپاڼو او منطقي خبرواترو له لارې، د دغسې اندیزو مبارزو مخه ونیسي او پر ځای یې له توحید ځنې د سمو پوهېدنو له مخې د اساسي قانون په چوکاټ کې په هېواد کې په فرهنګي ویښتیا هر اړخیزه “توحیدي ټولنه” جوړه کړي. هېوادوال دغسې پېر ته سترګې پر لار دي.

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!