تبلیغات

سریزه: په دې شننه کې انسان یو «ځانخبری، ټاکونکی او پنځګر» موجود دی چې د «طبیعت»، «ټولنې» ، «تاریخ» او «نفس» په زندانونو کې راګېر دی. دلته یو دیني اندیال دا مساله تشریح کړې؛ چې پښتو ژباړه یې دروړاندې کوو. هغه کسان چې د ټولنې جوړونې او د خلکو مشرۍ لپاره د فعالیت هوډ لري، […]

سریزه:

په دې شننه کې انسان یو «ځانخبری، ټاکونکی او پنځګر» موجود دی چې د «طبیعت»، «ټولنې» ، «تاریخ» او «نفس» په زندانونو کې راګېر دی. دلته یو دیني اندیال دا مساله تشریح کړې؛ چې پښتو ژباړه یې دروړاندې کوو. هغه کسان چې د ټولنې جوړونې او د خلکو مشرۍ لپاره د فعالیت هوډ لري، پردې مسالې پوهېدنه ورته اړینه ده. بلخوا اوسني انسان ځان تر ډېره بریده د طبیعت، ټولنې او تاریخ له بندونو ځنې ازاد کړی؛ خو د نفس یا ځان په بند کې راګېر دی او دا شننه له دې بنده ازادېدو چلن راښيي. او هم هغوی چې د مقام، چوکۍ، پیسو او موقف په زندان یا په بل مانا کړن – تعبیر د نفس په لومه کې نښتي ، له دغه ډول وګړیو سره د مبارزې لاره چاره هم ورښیي.

« دلته د انسان په باب یوه طرح، تز او نظریه وړاندې کوم، او کومه تشریح چې وړاندې کوم د تز د روښانولو په پار ده. نن دا مساله اوڅار ده چې «انسان څه دی؟» او که له انسانه یو آګاهانه، سم او سولیز – منطقي تعریف ونه لرو؛ نو د یوې مسلې ستونزاواری هم نشو کړای. دا چې نن د ښوونې او روزنې بېلابېل ښوونځي په ټپه درېدلي او د مخلتفو فلسفو له مخې ګردو ښوونیز غونډالونو – نظامونو بریا تر لاسه نشوه کړای، که څه لومړی یې شور او ځوږ راولاړ کړ او روسته یې خپله بېوسي وښووه، په دې پاره نه وه چې په دې ښوونیزو او روزنېزو ښوونځیو کې څه نیمګړتیاوه؛ بلکې علت یې دا و، مخکې له دې چې د ښوونېزو او روزنېزو غونډالونو بنسټګر او اوسني ستر ښوونکي له تخنیکي پلوه د انسان پر ښوونې او روزنې لګیا شي؛ باید دا پوښتنه ځواب کړي چې انسان څه دی؟ که ونه پوهېږو انسان څه دی او څه باید وي؛ یعنې د انسان د حقیقت لپاره په یوه خوله څرګنده ګروهه ونلرو؛ نو د فرهنګ، ښوونې، روزنې، اخلاقو او ټولنېزو اړیکو سمونې ته مو ټولې هڅې خوشې او چټي دي. او د هغه بڼوال په څېر به یو، چې په زخه ایښوو او د بڼوالۍ په فن کې په ښه هوښیار او د ننني علم په کچه پوهېږي؛ خو کوم نیالګی چې کري سوچ نه کوي چې ټولنه یې کومې مېوې ته اړتیا لري. او دا ورته والی د ټولو هغو کسانو په باب هم صادق دی چې د انسان او ټولنې د سمونې چارې پر مخ وړي. انسان څه دی؟ ددې پوښتنې تر ځوابنې وړاندې شونې نه ده چې یو پر مختللې او بریالۍ ښوونه او روزنه ولرو. او تر هغې چې دا پوښتنه مو ځواب کړې نه وي د نړی یو ټولنیز غونډال هم برېمنېدای نشي؛ نو باید څرګنده کړي، انسان د خپل فطرت له مخې کومې موخې تعقېبوي؟ او له بېخه باید جوت شي چې له متعالي او اوچتې ټولنې، ستر تمدن او له ډېرو پرمختللیو سیاسي یا وټیزو – اقتصادی ښونېزو غونډالونو څه ډول انسان جوړ کړو. دا د هرې مسالې بنسټ دی او ورباندې تر پوهېدو روسته خپل دریځ ټاکلای شو.

خپلې آریزې موضوع ته راستنېږم. تز مې دادی چې انسان، څلور جبره او زندانونه لري. او هله په رښتونې مانا انسانېدای شي چې له دې بندونو خوشې او ازاد شي. دا څلور زندانونه یا جبرونه کوم او څه دي؟ انسان څنګه ترې ازادېدای شي؟ او پردې مسایلو د رڼا اچولو وړاندې وایم، چې له انسانه مو څه مطلب دی؟ ځکه له انسانه په یو ځانګړي تعریف سره ویلای شو چې په څلورو بندونو کې راګېر دی، ځانګړی تعریف دادی:

قرآن مجید د انسان په هکله دوه کلمې کاروي: «بشر» او «انسان» چې بشر کاروي وايي: « أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ: ستاسې په څېر یو بشر یم»؛ کله انسان کاروي: «کان الانسان عجولا یا ضعیفاً» او تر منځ اړپیچ – اختلاف یې دادی، کله چې «بشر» کاروي، مطلب یې د دوو پښو څاروی دی، چې د ځمکې پر مخ د موجوداتو د تکاملي لړی په روستو کې راغلی او ژوند کوي او څو میلیارده د ځمکې پر مخ خوځي. کله چې د «انسان» کلمه کاروي، مطلب یې غیر عادي او معمار ډولی اوچت حقیقت دی چې ځانګړی تعریف لري، او په دې تعریف کې، د طبیعت نورې ښکارندې نه ځاییږي. نو دوه ډوله انسان شته: یو هغه انسان دی چې بیولوژي ترې ګړېږي او بل هغه انسان دی چې شاعر او فیلسوف یې په هکله خبرې کوي او دین کار ورسره لري. لومړی یې هماغه ځانګړی ډول دی چې په ګردو انسانانو؛ تور، سپین، شمالي، جنوبي، لویدېزي، ختېزې، دیني او نادیني کې ګډې فیزیولوژیکي، بیولوژیکي او پسیکولوژیکي ځانګړنې لري او د همدې قوانینو له مخې طب، درمل پېژندنه، درمل سازي او همدا راز اناتومي، بیولوژي، پتالوژی او ارواپوهنه رادبره شوي دي. خو په دویمه مانا انسان، د انسان والي حقیقت دی چې استثنايي ځانګړنې لري او لاملېږي هر یو بشري وګړي په ځانګړې کچه انسان وي.

کله چې انسان وایو، مطلب مو هغه تعریف نه دی، چې د ځمکې اوسنی څو میلیارده بشر رانغاړي. دا ګرد وګړي، بشر دی؛ خو ټول انسانان نه دي. هر چا ځان تر یوې کچې انسان کړی دی. نو دې تعریف ته ور رسوو، چې ګرد سره بشر یو او هر څوک د بل هومره بشر دی؛ خو ځینو وګړیو کړای شوي چې د انسانېدو پړاو ته ورسي او د انسانېدو یا انسان والي په پړاو کې اوچتې یا لږې درجې ووهي؛ نو ځکه بشر د خپل ادلون بدلون او تکامل په بهیر کې د انسانېدو پر لور ګام اخلي. بشر یو « بودن» یا شته حالت دی، حال دا انسان یوه «کېدنه» ده. له بشر او نورو طبیعي ښکارندو (څارویو، نبات او جماد) سره د انسان توپیر دادی، چې د طبیعت ټولې ښکارنده یې، هره یوه «بودن» او شته حالت دی او یوازې انسان په دې ځانګړې مانا یوه «کېدنه» ده؛ یعنې څه؟ مېږی په پام کې نیسو، په آفریقا کې له پینځلسو میلیونو کالو وړاندې د مېږي د کور جوړنې نښې شته، چې همدا اوس یې هم هماغسې جوړوي؛ نو ځکه مېږی یو «بودن» او شته حالت لري، چې تر هر وخته او هر چېرې چې وي، له دې ډول یې هر یو لایتغیر ثابت وجود لري. تل یو ثابت تعریف لري. همدغسې غر، ستوری، څاروی، آس، زمری، الوتونکی او بشر هم دی. بشر هم یو ثابت تعریف لري. هغه موجود دی چې په دوو پښو روان دی. ثابت تعریف یې یو لیکوال، مریخ ته د تللي یو عالم له خولې لیکلی دی.

عالم مریخ ته تللی او پر سړکونو یې ګرځېده، یو اعلان یې ولید، د مریخ یو عالم له ځمکې راستون شوی، په ځمکه کې د نویو موجوداتو د راسپړنې په اړه وینا اوروي. ځمکنی عالم هم ورځي او په کنفرانس کې ګډون کوي. د مریخ له ځمکې راستون شوی عالم له ترېبونه وايي: هو، په پای کې د هغو عالمانو نظریه چې پر ځمکه ژوند شته، ثابته شوه. څېړنو په روستیو کې وښووله چې د ژوند له پلوه پر ځمکه ډېر پر مختللي موجودات شته، چې د یوه نامه یې بشر دی. البته سم یې درته څرګندولای نشم چې بشر څنګه یو موجود دی؛ ځکه ان یوه ذهني انځورنه هم ترې نلرئ؛ خو په لنډو یې درته وایم؛ یو خیګ دی چې دوه سوري او څلور دستکونه لري، چې بشر ورته وايي، او د ځمکې پر مخ له یوې خوا بلې ته په هېښنده او زښتو وحشیانه هڅو ځغلي راځغلي چې په ګردو غونډالونو او منظومو کې یې ورته والی نشته.

دوی د یو بل وژنې ته ځانګړی لېونتوب لري. کله یې ډېرې ډلې له یو ځایونو چې هیڅ تړاو سره نه لري او یو بل نه پېژني، په یوې نخچې، طرحې، ولولو، او پارونې سنبالېږي او په ډېرو مدرنو وسلو حرکت کوي او خپل ژوند، کار او کورنۍ پرېږدي، یا تولېږي او یو د بل تر څنګ لیکه لیکه کېږي، روسته یو له بل سره په جګړه لاس پورې کوي. سوچ مې کاوه چې هرومرو به د خوراک په پار یو بل ته اړمن وي؛ خو روسته مې لیدل چې په هېښنده ډول، یو بل وژني او تردې روسته خپلو کورونو ته وردرومي. بیا یو مخکې کېږي، یو شمېر پاروي او د یو شمېر نورو پر وژنې لګیا کېږي. په لنډو، دا ډول، چې بشر یادېږي د ځان ځورونې او ځانوژنې تاریخ لري او ګرد سره شونتیاووې امکانات او تجهیزات یې یوازې د یو بل وژنې ته – بې له دې چې کینه ولري – لګېږي.

د یو بل غوښه نه خوري او نه یې وینه څښي، چې ووایم د یو بل وژنې ته اړتیا لري. خواړه له بل ځایه چمتو کېږي. د یو بل تر وژنې او کورسوزنې روسته، یو ښاڅمني – غرور خپلوي، چې پوه نه شوم دا څه روحي اکر – حالت دی. روسته حماسې جوړوي. خو خوراک یې داسې دی چې پر ځمکه خوځي او په یو سخت حرص چې هر څه ګیر کړي په لاسونو یې راټولوي. خو دا ډېر لطیف خواړه، خوږې او بویناکې مېوې او ډېر ښه ګلونه چې پر ځمکه راټوکېږي، راټولوي؛ خو نه یې خوري – دا هم ددې موجود یو لېونتوب دی او پوه نه شوم علت یې څه دی – ، دا څېزونه په زحمت له طبیعته راټولوي، سالم خواړه، غوښې او مېوې کورونو ته وړي، اور بلوي او په ځانګړنو لوښو کې یې اچوي، څه اندازه درمل پکې وراچوي، خوټوي یې او روسته یې خوري. چې ناروغ شي له ډاکتره غواړي چې د وزلو په زور یې له خېټې خوړلي څېزونه راوباسي او ډاکتران د همدې کړنو له لامله په ټولنه کې درناو وړ، محترم او د  ګټې وټې او عایداتو څښتنان دي. دا د ځمکې پر مخ د بشر ناروغۍ دي.

په عین حال کې چې بشر ډېر مختللی او پر ځمکه مسلط دی، داسې لېونتوبونه لري چې تر اوسه یو څاروی هم اخته شوې پرې نه دی. دا له کرغېړنو تعبېرونو سره د بشر تعریف دی؛ خو واقعیت همدا دی. کله چې د بشر تاریخ لولئ؛ نو تل یې د شعور تر تاریخه د حماقتونو تاریخ ډېر دی، او اوس هم همدغسې ده. بشر تل طبیعي او ثابت دی، او تعریف یې له پيدایښته تر ننه توپیر کړی نه دی. وسلې، جامو او خوراک یې توپیر کړی؛ خو ډول او ځانګړنې یې چې څنګه وې، هماغسې دي.  هغه چنګیز چې پر یو بدوي او وحشي قوم یې واکمني کوله یا په تېرو کې چې لویو لویو امپراطورانو پر متمدنو ټولنو چارواکي چلوله، له هغو کسانو سره چې پر سترو وټیزو غونډالونو – اقتصادي نظامونو او سترو رژیمونو – چې اوسنی تمدن چلوي – واکمني کوي، هډو هیڅ توپیر نلري. خو له اوسنیو چارواکیو سره یې اړپیچ – اختلاف دادی، چې نوموړي تجهیزات نه درلودل؛ یعنې د اوسني غونډال له مخې روزل شوی نه و؛ نو ځکه په ډاګه وايي: وژنې ته راغلی یم؛ خو نننی متمدن وژني او وايي « سولې راوستو ته راغلي یم»!

د خبرو، دروغو او مخونې دود تکامل پیدا کړی، که نه نفاق، دروغ، انسان وژنه او د نورو له وژنې او لوټه خوند اخستنه، هماغسې چې وه ده او یې زور اخستی دی. د انسان په دې مانا تل ثابت او بشر دی. خو انسان په متعالي او اوچت حقیقت – چې باید تل بشر یې د وررسېدو په لټه کې دي –  هغه اوچتې ځانګړنې دي چې موږ یې باید د آرماني او ایدیالو ځانګړنو په توګه ترلاسه کړو؛ هغه ځانګړنې چې نشته؛ خو باید وي؛ نو انسان هغه موجود دی چې نشته؛ خو باید وي؛ نو د بشر موخه، انسانېدل دي. او انسانېدل یو ثابت پړاو نه دی، چې راورسېد په همدې حالت کې به تم وي، نه، انسان تل د «کېدنې» په حال کې دی، تل د بې نهایت پر لور په همېشني او ابدي تکامل کې دی. «انا لله و انا الیه راجعون: موږ د الله یو، او پر لور یې ورتلونکي یو» د انسانپژندنې یوه فلسفه ده. «الیه راجعون» یعنې انسان د الله پر لور ورستنېږي. د «الیه» کلمه مې ویینه درښیي. د تصوف پر خلاف چې وايي انسان خدای ته وررسي او – لکه – حلاج چې خدای ته ورسېد (خدای یو ثابت ځای بولي چې کله انسان ورورسېد؛ نو په خدای کې تمېږي). «الیه»؛ یعنې پر لور یې، نه پکې، نه ورته؛ بلکې پر لور یې. دا څوک دی؟ الله (ج) د خدای پر لور یعنې څه؟ خدای خو څه په یوه ثابت ځای کې نه دی، چې انسان ورورسېد، د حرکت پای یې وي او هلته تم شي. الله تعالی بې نهایت، ابدیت او مطلق دی؛ نو د خدای پر لور د انسان خوځښت او حرکت په بلې مانا او بل تعبیر، د بې نهایت تکامل او تعالی (لوړېدا) پر لور ابدي، همېشنی او نه تمېدوني حرکت دی دا، د «کېدنې = شدن» او د انسان مانا ده.

انسان – هغه انسان چې باید وي او باید شي – درې ځانګړنې لري:

(لومړی) ځانخبری (خودآګاه) (دویم) ټاکوونکی او (درېیم) پنځګر موجود دی.

یوازې او یوازې همدا او بس…. د انسان نورې ځانګړنې له دې درېیو آرونو راولاړېږي.

له موږ هر یو چې د «ځانخبری» پړاو ته ور رسو، چې «ټاکنه» کړای شو او ورپسې هغه پړاو ته ورورسو کوم څیز چې طبیعت پنځولی نه دی یا یې نلري، ویې «پنځوو»؛ نو انسان یو؛ نو د هغه انسان ځانګړنې چې باید وي، څرګندې شوې اوس هغه لاملونه چې د «کېدنې» په لار کې یې خنډېږي باید وپېژنو، چې په لرې کولو یې په تکامل او «انسانېدو» کې خپل ذاتي او فطري هجرت تعقیب کړو.

* څلور جبرونه د انسان د ځانخبری، ټاکنې او پنځونې خنډېږي.

لومړی ټکی، د «دکارت» دا غونډله – جمله ډېره مشهوره ده: «فکر کوم؛ نو یم» دا د دکارت شک دی. ړومبی یې په ټولو څېزونو کې شک وکړ، روسته یې وویل؛ خو په دې کې چې شکمن یم، شک نشم کړای؛ نو شتون لرم او یم چې شکمن یم، نو یم او شتون لرم. او د همدې غونډلې له مخې مشهور شو. «فکر کوم؛ نو یم او شتون لرم» او د همدې غونډلې له مخې یې خپل ښوونځی جوت کړ.

دویم ټکی، د «ژید» خبره ده: «ننګېرم؛ نو یم او شتون لرم». درېیمه خبره  د «آلبرکامو» ده: «سرغړونه کوم؛ نو یم او شتون لرم» او دا ډېره سمه ده د «هست او شته» والي دا درې واړه کچې سمې دي؛ څوک چې «فکر» کوي؛ نو شته چې فکر کوي؛ هغه چې «ننګېري»؛ نو شته چې ننګېري؛ او هغه چې «سرغړونه» کوي؛ نو شته چې سرغړاندي کوي؛ نو درې «بودنه او تمېدنې» شته او اوچته هستي چې د انسان ځانګړنه وي داده: « سرغاړي کوم ؛ نو یم».

آدم چې په جنت کې و او سرغاړي یې کړې نه وه، پرښته صفتی و. خو انسان په جنت او جنتي لګښتي ژوند کې، سرغاړي کوي او د مېوې (عقل، لید او سرغاړۍ) تر خوړو روسته، له جنته شړل کېږي چې له حیواني لګښته برخمن جنت وه، نه موعود جنت (موعود جنت، دلته راشړول شوي جنت ضد دی)، او روسته ځمکې ته راځي او دنده لري چې به هڅه، جهاد، لانجو او مبارزې د ځان پالندوینه وکړي، لکه چې څنګه مور و پلار خپل بچی عاقوي یا یې له کوره وشړي، ددې نښه ده چې د خپل ژوند پازوالي ورترغاړې شوې ده. دا کټ مټ د سارتر د خبرې [ د  اګزیستانسیالېزم یو آر دی، یعنې انسان یو «ځان ته ورپرېښوول شوی» دی] ژباړه ده. یعنې په طبیعت کې د خپل ژوند پازوالي ورترغاړې ده، د ګردو څارویو پر خلاف چې طبیعت غرېزې پرې ورتپلي دي او تنظیموي یې او کله هم خپل ژوند انتخاب او ټاکلای نشي.

هغه انسان چې ځانخبری شوی او د جنت او ان د خدای د ارادی پرخلاف سرغاړی شوی، په هستۍ کې نوی پنځول شوی موجود دی او همدا انسان دی چې روسته په انتخابي عبادت او طاعت – ژغورلېدای شي.

یوازې او یوازې انسان په طبیعت کې، ټاکنه کړای شي، سرغاړی چې کوي، ددې نښه ده چې ټاکنه کړای شي. د کامو خبره زه « Révolte ریولټ» کوم او پر ځان د حاکم نظام ، د طبیعت او ټولنې پر ضد راپاڅېږم، نفې کړای شم او پر ځای یې بل څه ټاکلای شم دا، یعنې «هست او شته» شوی انسان.  د دکارت خبره «زه فکر کوم ؛ نو یم» یا د ژید خبره «زه احساس کوم؛ نو یم» دوی «هست او شته» جوت کړی؛خو انسان والی یې ازباد کړی نه دی. انسان یو ځانخبری موجود دی؛ په دې مانا چې په ګرد طبیعت کې یوازې همدا موجود دی چې ځانخبری ته رسېدلی دی. ځانخبري داده: د ځان، نړې او له نړۍ سره د ځان د اړیکې پر څرنګوالي پوهېدنه. بشر څومره چې پردې درېیو ولاړو آرونو پوهېږي؛ نو انسانېږي.

دویم، ټاکوونکی دی؛ یعنې یوازېنی موجود دی چې په طبیعت کې د طبیعت پر خلاف، د ځان د واکمن نظام پر خلاف، د خپلو بدني او اروايي اړتیاوو پر خلاف، د خپلو طبیعي او غریزي اړتیاوو پر خلاف سرغاړی وکړي او داسې څیز ټاکلای شي چې نه طبیعت مجبور کړی او نه یې بدن او فیزیولوژی د دغسې یو څیز د ټاکنې تقاضا لري، او دا د انسانېدو خورا اوچت پړاو دی.

دا، یو کار دی، چې یوازې د خدای ځانګړنه ده. په نورو څارویو کې چې دننه کومې غرېزې او لېوالتیاوې ایښوول شوي، له مخې یې ژوند کوي او خوځي. په پسه کې د کال یو ځل جنسي ځوږ پیدا کېږي او ناشونې ده چې پیدا نشي، او ناشونې ده چې په هماغه موسم کې جنسي غرېزه مړه نه کړي او چې له جنسي ځوږه ولوېد؛ نو یو مخې یې هېروي. په پسه کې عشق پنځېږي، بیا ښکاره کېږي او روسته کېني او دا پر پسه د طبیعت یوه تپلې جبري ځانګړنه ده. هر وخت یې چې طبیعت وغوښته، رامنځ ته کېږي او هر وخت یې چې کېناستل وغواړي، کېني.

خو انسان دی چې نه یوازې د طبیعت پر خلاف؛ بلکې د خپل طبیعت پر خلاف هم سرغاړی کوي. د خودخواهۍ د غرېزې پر خلاف، په ځانوژنې لاس پورې کوي، د طبیعي غرېزې پر خلاف چې ځان او ژوند ساتلو ته یې وربولي، سرښندنه کوي او ځان د یوه فکر یا نورو لپاره نابودوي. انسان د ګردو طبیعي ځانګړنو پر خلاف چې نوموړی، سوکاله ژوند، خوراک څښاک او لګښت ته وربولي، نیوکه او سرغاړی کړای او زهد خپلولای شي. دا ددې نښې دی چې یوازې همدا موجود دی چې انتخاب کړای شي. سره له دې چې ګرد علتونه یې د یو بل څیز ټاکنې ته وربولي.

درېیم،  انسان یو پنځګر موجود دی، له کوچني څیزه نیولي ته لویو لویو صنایعو او هنري اثارو پورې پنځولای شي، دا پنځونه د انسان په فطرت کې د پنځګر خدای د ځواک تجلا ده. یوازې انسان دی چې سازوي؛ نو ځکه ځینې انسان، یو  وزله سازی څاروی معرفي کوي؛ خو انسان، سازوونکی دی، نه یوازې وزلې، بلکې تردې ور ډېر.

د انسان سازونه په دې مانا ده، چې احساسوي اړتیاوې یې هومره تکامل موندلی، چې داسې څېزونه غواړي چې په طبیعت کې نشته. دا خپله ددې نښه ده چې انسان رامنځ ته شوی. انسان تر هغې چې د چاپيریال څېزونه ورته بسیا وي، یو طبیعي څاروی دی، د هغو عایدو په لټه کې دی، چې طبیعت یې هره ورځ ورکوي. په خپل تکامل کې داسې پړاو ته رسي چې د خپلو طبیعي اړتیاوو پرخلاف، اړتیاوې یې اندېښمنۍ، خوځښت او هڅو ته اړباسي، څه چې د اړتیاوو د لرې کولو لپاره غواړي په طبیعت کې یې نه مومي.

یعنې ښیي چې انسان دومره تکامل موندلی چې د طبیعت د شونتیاوو له ټولګې ډېر شوی دی؛ شونتیاوې یې او د اړتیاوو ننګېرنه یې د توکیز – مادي طبیعت د ځواکونو او پنځونې تر ټولګې پراخ او ډېر تکامل پیدا کړی دی او دلته د هایدګر په وینا، انسان «تنهايۍ او یوازېتوب» ته وررسي. انسان هله یوازېتوب ته وررسي چې ننګېري جنس یې د مادي طبیعت له جنسه نه دی او هله احساسوي چې ددې ځای (مېشت) نه دی، چې احساس کړي فطري جوړښت یې د نورو څارویو له جوړښت سره اختلاف لري او احساس کړي چې هیلې یې خپلې لوری ته راکاږي، چې په طبیعت کې نشته؛ نو ځکه په پنځونې لاس پورې کوي. له یوې کوچنې سرېزې پیلوي، بام ته ورختل او الوت، غواړي؛ خو طبیعت وزرې نه دي ورکړي، پوړۍ جوړوي او بام ته پرې ورخېژي. له دې ځایه اوزار سازي پیلېږي تر سمندري بېړیو، الوتکو، فضایي بېړیو، سپوږمکیو او…. په صنعت کې پر مخ ځي.

صنعت، د هغه انسان د پنځونې ټولګه ده چې هڅه کوي طبیعت په خپلې ولکه کې کړي او زیار باسي چې د پنځونې په ډېرو شونتیاوو، څه چې په طبیعت کې شته؛ خو په اسانۍ یې لاسرسی ورته نشته، ترلاسه کړي: په ځمکه کې تېل شته؛ خو طبیعت چې کومې شونتیاوې ورکړي ګټنه ترې نشي کړای؛ نو د کندنې او چاڼولو صنعت نوي امکانات ورکوي چې طبیعت ورکړي نه دي.

دویمه پنځونه، بل ډول ده. دا پنځونه هنر دی او دلته دا تعریف «انسان اوزار سازی څاروی دی» ټکنی کېږي او دا یو له الهي تجلیاتو ځنې دی چې د انسان روح یې لري. هنر – کټ مټ د صنعت په څېر – په طبیعت کې د انسان د پنځونې او خلاقیت د وړتیا او استعداد تجلا ده. صنعت د هغه څه لپاره د انسان پنځونه ده، چې په طبیعت کې شته،او تر لاسه یې کړي. حال دا هنر، هغه څه ته د انسان پنځونه ده چې اړتیا ورته لري، چې ترې برخمن شي؛ خو په طبیعت کې نشته. نو هنر، تر صنعت ورهاخوا د انسان یو کار دی، چې طبیعت، دهغه څه له مخې غواړي؛ خو په طبیعت کې نشته، وپسولي. او هڅه کوي چې په طبیعت کې پیدا شوې نیمګړتیا او په طبیعت کې چې خپل روحي تکامل او اړتیا احساسوي، په هنري پنځونه یې جبران کړي؛ نو هنر دادی: د طبیعت د کار غځېدا، طبیعت ته هغه څیز ورکړې چې ته انسان یې باید ولري، خو نه یې لري. نو سازونه او هنرمندي یعنې پنځونه د انسان یوه له ځانګړنو ځنې ده چې د انساني روح درېیم اړخ دی.

نو دې تعریف ته ور رسوو: هغه انسان چې پرې ګړېږو (او باید ټول هماغسې شو او باید ډېر ژر او ورځ تر ورځې په انسانېدو کې تکامل ومومو، او دا په ښوونه او روزنه، ټولنه، فرهنګي ژوند او ټولنېزو اړیکو کې مو د کار لوری ټاکي) دادی: یو درې اړخیز موجود، د درېیو وړتیاوو درلودونکی موجود؛ لومړی، د ځان، نړۍ او د ځان او نړۍ د اړیکې په اړه پوهه او آګاهي (ځان او نړۍ حسول، په نړۍ کې خپل مقام او دریځ موندل او یوازې انسان دا پوهه لري)؛ دویم، ټاکنه، انتخابول او ازادتوب؛ درېیم په صنعت یا هنر کې پنځونه ده.

نو دا ازاد ځانخبری پنځګر، انسان دی. او وینو چې دا درې صفات او ځانګړنې، د خدای تعالی ځانګړي صفات دي. خدای تعالی، ځانخبری وجود او پنځګر دی. هغه انسان چې په اړه یې خبرې کوو او خدای ته ورته دی؛ همدغسې دی. د شرک په مشبهه اصطلاح خبرې نه کوم «شبیه» په دې مانا ده چې انسان یو موجود دی، چې د طبیعت پر خلاف، ددې  وړتیا او استعداد لري چې په ځان کې د خدای تعالی برجسته صفات وکري، وپالي او تکامل ومومي. « وتخلقوا باخلاق الله؛ ځانونه په الهي خویونو وپسولئ» په دې مانا ده چې د خدای خوی خپل کړئ؛ یعنې دا چې انسان پر ځمکې د خدای ځایناستی کېږي؛ (البته) انسان، نه بشر. بشر خو د خدای ځایناستی کېږي نه. دا انسان دی چې د ګرد طبیعت پر خلاف داسې موجود کېدای شي، چې سرغاړي کړای شي، انتخاب او ټاکنه کړای شي، هم پوهه او آګاهي پیدا کولای شي او هم له طبیعت سره سره، پنځونه کړای شي. دا کار په مطلق ډول، خدای کوي او انسان یې په خپل نسبي برید کې تر سره کوي.

اوس، دا ځانخبری، ټاکونکی پنځګر په څلورو زندانونو کې راګېر کړی، چې په ژوند کې د انسان د ځانخبرۍ، ټاکنې او پنځونې خنډېږي. متأسفانه د ننني انسان ستره فاجعه داده، ایدیالوژۍ څومره چې د انسان اړتیاوې ورپوره کوي، او نسبي ځانخبري ورکوي او بشري ټولنو ته تکامل او قدرت ورکوي؛ خو خپله انسان هېروي او دا یوه ستره فاجعه ده.

«توکیزواله – ماتریالېزم» د انسان جنس او ذات ماده بولي. په همدې لومړي تعریف کې یې د مادیتوب په تکاملي چوکاټ کې را ایساروي. که انسان یوازې او یوازې ماده وي؛ نو شونې نه ده، چې د مادیتوب تر اړخونو ور ډېر، تکامل ومومي او دا په مادي ښکارندو او د مادیت په اړخونو کې د انسان د تکاملي بهیر محدودول دي، « پنځواله – نیچرالېزم» د انسان یو بل قرباني کوونکی دی چې پر اتلسمه او د نولسمې پېړۍ تر لومړیو یې ډېره وده وکړه.

دا ښوونځی وايي، اصالت د طبیعت په نامې په یوه ژوندي موجود پورې ناځانخبری اړوند توب دی (یعنی طبیعت اصل دی) او انسان هم د ژوندي طبیعت یو ناځانخبرې کرنه او جوړونه ده. نو ځکه انسان څنګه یې چې طبیعت جوړوي، جوړ کړی دی. نو له همدې مخې، که ځان ازاد احساسوم، ټاکم، یو څیز جوړوم؛ نو داسې یې جوړوم، ټاکم او پوهېږم چې طبیعت مې د پوهېدنې، ټاکنې او جوړونې قدرت جوړ کړی دی. نو دلته یې بیا انساني ازادي په هغو شونتیاوو کې را ایساره کړې چې د طبیعت د انسان سرشت، خټې او استعداد ته ورکړې ده: یعنې انسان په طبیعت کې د یوې راټوکېدلې ښکارندې په توګه بولي؛ خو تر نورو ښکارندو ډېر متکامل او نه یې له ډوله. همدا محدودیتونه دي چې «زما» ازادي، د هغه موجود په توګه چې خپله فکر، اراده او پنځونه کړای شم، قرباني کوي. د «هایدګر» یا ؛«کې یرکه ګارد» یا »سارتر» اګزیستانسیالېزم، چې بې له «کی یرکه ګارد» نور غیر الهي او له متافیزیکي ګروهې سره مخالف دي.

سارتر وايي: انسان یو موجود دی چې فطرت او جوړښت یې د طبیعت له ګردو موجوداتو سره مخالف او توپیر لري؟ دا ډېره هېښنده ده چې سارتر پر خدای او متافزیک ګروهن نه وي، او په عین حال کې انسان بې له طبیعي موجوداتو بولي، نه یوازې بې له طبیعي موجوداتو؛ بلکې ضد یې بولي او وايي؛ د ټولو طبیعي موجوداتو لومړی یې منځپانګه جوړه شوه یا جوړه شوې وه او روسته شته شوي دي، د انسان پر خلاف، چې ړومبی شته شوی او روسته یې منځپانګه رادبره شوې ده. ولې دا وايي؟ ځکه په وینا یې: «خدای چې ونه منو، ناچار یو انسان په مادیت او په طبیعي طبیعت او یا مادي طبیعت کې ورساز او ورځار کړو»؛ په پایله کې انسان مو قرباني کړی، انسان والی مو قربان کړی دی. ناچار یو دغسې څېز سازوي چې د ګردو موجوداتو منځپانګه پر وجود او شتونه یې ورمخکې ده؛ خو د انسان پر خلاف چې شتون یې پر منځپانګې ور وړاندې دی.

په دې  مانا څوک یو میز جوړوي؛ نو لومړی خو مېز نه وي. ترکاڼ پوښتي «څه جوړوې؟» وايي: «مېز»؛ وايي: «مېز څه دی؟» ورته وايي: «میز داسې یو څیز دی چې څلور پښې لري او پر سر یې یو تخته وي او رنګ یې هم دادی». دا د مېز د منځپانګې خبرې دي، حال دا تر اوسه میز شتون پیدا کړی نه دی. روسته په تېشه، اره او لرګي مېز سازوي، او په دې حال کې ترکاڼ د مېز شته منځپانګې ته – خو تر اوسه خپله مېز شتون نه لري – شتون ورکوي.

خو انسان ددې اپوټه دی. ړومبی یې وجود پیدا شوی؛ همدا اوسنی بشر څه دی؟ هېڅ! تر اوسه معلوم نه دی! خو شته! څرنګه؟ څرنګوالی یې روسته معلومېږي او په دې پورې تړاو لري چې ځان پخپله څرنګه جوړ کړي.

د نورو موجوداتو پر خلاف چې څرنګوالی یې لومړی معلوم دی او روسته شتون مومي؛ خو دادی انسان معلوم نه دی چې څه دی؛ شتون شوی؛ خو د یوې ارادې درلودونکی دی چې د ځان بې بڼې خمبېرې ته څنګه چې غواړي اړخ ورکوي، رنګوي یې، بڼه او جنس یې ټاکي؛ یعنې تر خپل شتون روسته خپله منځپانګه سازوي. دادی چې طبیعت یا خدای، شتون راکړی؛ خو باید خپله منځپانګه په خپلې ارادې سازه کړو؛ ځکه د سارتر په وینا، که له انسانه اراده او ټاکنه واخلو؛ نو انسان مو له انسانه اخستی او ورپسې، ګرد څېزونه یې نړېږي. د سارتر ډار هم په همدې پار دی- او سم ډار هم دی – که ماتریالېزم یا نیچیریالېزم مبنا ونیسو – لکه چې نن یې نیولې ده – خود په خوده انسان مو د متحجرې تمېدنې (او بودن) په چوکاټ کې را ایسار کړی دی. او څوک چې انساني تکامل په یوه برید کې تم وبولي؛ نو انسان والي ته یې خیانت کړی دی.

د «وحدت الوجود» لارویان هم انسان قرباني کوي، حال دا چې، دا یو خدای پرستانه ایدیالېزم دی. وحدت الوجود یا الهي جبر(Providence)  چې ځینې اسلامي جبریون پرې ګروهن شوې دي، په هندي فلسفه او ځینو تصوفي ډلو کې یو جبر دی او همداراز په کاتولیک مذهب کې: خدای تعالی څنګه یې چې د خپلې هستۍ اقتضا او غوښتنه ده، هر څوک جوړ کړی او دده څرنګوالی، اراده، بدي او ښوالی یې مخکې مشخص کړی او په تندي کې یې ورته لیکلي او کله چې نړۍ ته راځي د ورلیکل شوي څيز بل څه کېدای نشي او نه هم کېدای شي. دلته هم انسان له انسانه د وړاندې یو جبر قرباني کوي. حافظ (رح) وايي:

چو قسمت ازلی بی‌حضور ما کردند – گر اندکی نه به وفق رضا است خرده مگیر

« د ازل برخې بې زموږ له شتونه ترسره شوې دي، که لږې هم زموږ په خوښه نه دي؛ نو نیوکې مه کوه» یعنې غږ یې درته کړی نه دی «ښاغلیه، دغسې دې خوښه ده یا هاغسې!؟» خپله یې جوړ کړي یو، څنګه یې چې خوښه وه، روسته یې د ځمکې پر مخ خوشې کړي یو، اوس څنګه چې یو؛ نو یو! اجازه یې اخستې را څخه نه ده، چې څنګه اوسو! اختیار یې راکړی نه دی. د یو بل شاعر په وینا، که دا فلسفه سمه وي؛ نو وایو: …. که «ټول یې»  نه زموږ په خوښه دي، نیوکه مه کوه! ځکه جبر دی. د جبر پر وړاندې څه کړای شو؟ ان ګوتنېونه غلطه ده. لکه د البرکامو نیوکه چې وايي: «زه نیوکه کوم»؛ وايي پر چا؟ پر خدای؟ ایا خدای منې؟ وايي نه؛ وايي نو پر چا نیوکه کوې؟ که یو ناځانخبری طبیعت شتون لري او موږ هم ناځانخبري جوړ او راټوکېدلي یو، پر چا نېوکه کوې؟ یوازې پر یو پازوال انسان یا مسوولیت نیوکه وکړو، ته خو په نړۍ کې مسوولیت نه منې، خوشې نیوکه کوې؟! روسته یو بل څه وايي: نیوکه کوم؛ وايي، څه ته او پر چا؟ وايي پر هیچا. بېلګه یې په هوا کې د یو انسان سوکان وهل دي! روسته وايي: «زه نیوکه کوم؛ ځکه نشم کړای چې نیوکه ونکړم»! کله چې الهي مشیت بې د انسان له ارادې او ټاکنې وي؛ نو انسان مسوول نه دی. او کوم انسان چې مسوول نه دی، انسان نه دی.

دا د نولسمې پېړۍ خبرې وې. نولسمه پېړۍ د ماترلېزم، اتلسمه پېړۍ د نیچریالېزم او منځنی پېړۍ د الهي مشیت او جبر پېړۍ وې چې مسیحیت تبلیغاوه. روسته مادي او طبیعي جبر راغی او دا جبر یې له منځه یووړ او بل جبر یې ځایناستی کړ. په منځنیو پېړیو کې مسیحي ملایانو ویل، داسې جوړ شوي یوو چې خدای غوښتل، له ځانه مو څه اراده نه درلوده. اوس (نولسمه پېړۍ) دو هم همدا وايي؛ خو د خدای پر ځای یې، طبیعت او ماده ایښې ده، یعنې زموږ اربابان یې بدل او راټیټ کړي دی؛ یعنې اربابان مو طبیعت او مادې ته راټیټ شوې دي!

په شلمې پېړۍ کې «ماتریالېزم» یو مخې ګوډ دی او له علمي پلوه یوه تکیه ګاه کېدای نشي او ترده وړاندې «نیچریالېزم» یو مخې له منځه تللی و؛ ځکه په اتلمسې پېړۍ پورې اړوند و. «ایستورېزم»، « سوسیالوژیزم» او «بیولوژېزم» درې نور ښوونځي دي چې انسان د یو ځانخبري ټاکونکي په توګه نفې کوي. ایستورېزم په دې مانا چې انسان او ګرد انساني وګړي – هر څوک، هر «زه» – هغه توکې دي چې تاریخ جوړ کړې دي. څرنګه؟ څنګه یې چې تاریخ غوښتل. نو زه چې دا ځانګړنې لرم، ددې تاریخ په پار دی چې له وړاندې مې تر ابدیته غځېدا لري.

د افغانستان او اسلام تاریخ یو له بل سره اوبدل شوي چې زموږ تېر تاریخ یې جوړ کړی او تر ننه رارسېدلی؛ زه هم نړۍ ته ددې تاریخ په انتها کې راغلی یم، وده مې کړې او پالل شوی یم، کومې ځانګړنې چې لرم خپل تاریخ راکړي، او که د فرانسې د ستر انقلاب، رنسانس، منځنیو پېړیو او یا اوسني لویدیځ د تاریخ په انتها کې وم؛ نو بله ژبه، فکر، ننګېرنې، اخلاق او چلن مې درلود. نو هغه «زه» او د «زه» دوه انسانه دي؛ ځکه دوه تاریخه لري. نو ځانګړنې مې د تاریخ د اصالت په نامې د یوې ارادی په لاس کې دي، چې زما په واک کې نه دي. نو په خپلې خوښې ټاکنه نشم کړای؛ بلکې څنګه چې تاریخ غواړي ټاکنه را کې کوي.

اوس چې په هېواد کې په دري یا پښتو خبرې کوو، دا یو تاریخي جبر دی، چې منلی مو دی او له مخې یې هرومرو ګړېږو او چاره مو ترې نشته. اسلام مو چې خپل کړی، موږ انتخاب کړی نه دی، تاریخ ټاکلی دی او په ټاکنه کې یې برخوال نه وو. په داسې چاپیریال کې پیدا کېږو، زیږېږو او وده کوو، چې تاریخ جوړ کړي دي. لکه څنګه چې د پوټکي رنګ مو طبیعت راکوي او موږ ټاکلی نه دی، د روح رنګ مو هم تاریخ راکوي او موږ ټاکلی نه دی.

بل جبر، سوسیولوژېزم دی. سوسیولوژېزم یعنې ټولنپوهواله. دا ښوونځی وايي، چې طبیعت را کې اغېزمن دی؛ خو ډېر نه. سمه ده چې تاریخ په انسان او جوړښت کې یې اغېزمن دی؛ خو نه دومره. څه چې په رښتیا ما سازوي، زما ټولنیز چاپیریال او پر ما واکمن ټولنیز غونډال دی. زه، که سخاوتمندیم یا ډېر غیرتي او له ولولو ډک، دلیل یې دادی چې په ځمکواکۍ – فیوډالېزم کې مې وده کړې، که څه پېسې لرم، په دې پار دي چې په یو بورژوازي نظام کې مې وده کړې، که یو اس سپوری او مېړنی یم لامل یې دادی چې په یو ځان ځاني او ټبریز نظام کې رالوې شوی یم؛ او که بل ډول یم، دلیل یې دادی چې په یوه بل نظام کې وم.

تولنیز نظام یعنې ټولنېزې اړیکې، تولیدي اړیکې، د مالکیت نظام، د تولید وزلې او په ټول کې طبقاتي اړیکې او پر ټولنه مې واکمنه بڼه، دا ګرد سره ټولنه سازوي، او هغه عوامل دي چې د خپل هوډ له مخې ما انساني وګړی سازوي. نو کله چې بدېږم؛ دا نو ټولنیز چاپیریال دی چې بدي را کې پیدا کوي یا انتخابوي، او کله چې ښه کېږم؛ دا ټولنیز چاپیریال دی، چې ښه یې را کې پیدا کړي او وربللی یې یم. زما نه دي. په سوسیالوژېزم کې وګړی نشته؛ انسان پکې د یو «زه» په توګه ټاکونکی کېدای نشي. هر څوک هاغسې دی چې ټولنه یې جوړوي. نو هر کس انسان نه دی؛ ځکه ځان انتخابولای نشي. انسان هغه دی چې ویلای شي «زه»، «خپله». انسان هغه دی چې ویلای شي « دا مې ددې دلایلو په پار ټاکلی دی»، او سره له دې کولای شي انتخاب یې نه کړي. خو بیا یې هم انتخابوي. دا پړاو، د انسان والي پړاو دی.

مولوي بلخي(رح) وايي:

این که گوئی این کنم یا آن کنم – خود دلیل اختیار است ای صنم

«دا چې وايې دا وکړم یا هغه؛ نو ای صنمه، دا خپله د اختیار دلیل دی»

خو سوسیولوژېزم وايي، دا شکمني ټولنې درکې پیداکړې ده. ځینې ټولنپوهنیز او ټولنیز عوامل دې ټاکنې ته وربولي او د چاپېریال ځینې عوامل دې، د بل څیز ټاکنې ته اړباسي. او دا چې اوس په دوو ټولنېزو عواملو کې راګېر یې شکمنېږې.  اوس یو شمېر شکمن دي چې دیني وي یا بې دینه؛ کوم یو وټاکي؟ وايي دا شک په دې پار نه دی چې ته دین یا بې دیني ټاکلای شې؛ بلکې یو لړ ټولنیز عوامل دې دینداروي او یو شمېر نور عوامل چې له لویدیځه ټولنې ته مو راننوتي او په تاکې هم شته، له دینه دې لرې کول غواړي. نو ځکه ددې عواملو په لاس کې یو لوبڅی یې، که دین وټاکې، معلومېږي چې دیني ټولنیز عوامل درکې بریالي شوي او که بې دیني دې خپله کړه؛ نو معلومېږي چې وارداتي عوامل پر سنتي عواملو برلاسي شوي دي؛ نو د هغه تصمیم ګوډاګی یې چې ستا ټولنیز نظام یې، په تا کې نیسي. نو «زه» او «ته» شتون نه لرو.

روستی جبر بیولوژیزم دی؛ یعنې د ژوند د پوهنې اصالت. دا جبر هڅه کوي چې انسان د ماتریالېزم له وچ کلک چوکاټه تر یو بریده اوچت کړي او دا راښیي چې د شلمې پېړی عالمان د نولسمې، اتلسمې او لسمې پېړیو په ماتریالېزم انسان ته مخونه ورکولای نشي. بیولوژېزم د انسان د فزیولوژیک (بدني) او پسیولوژیک (اروايي) ځانګړنو د ټولګو اصالت دی، چې دا ټولګه په یو ډېر متکامل پېچلي او بدنه کې، انسان جوړوي. او هر څوک د هغو قوانینو له مخې، چې بیولوژي یې جوړوي، ژوند کوي. سمه ده، چې د بیولوژېزم سطحه تر ماتریالېزم او نیچریالېزم ورپورته ده او انسان تر یوې طبیعي یا مادي عادي ښکارندې اوچت ګڼي؛ خو انسان یې د یو ازاد ځانخبري په توګه نفې کړی دی.

کله چې وایم «زه»؛ نو زه د خپلو بیولوژیکو ځانګړنو ناځانخبرې او مجبور لوبڅی یم؛ نو زه، نه یم لکه وايي، ډنګر انسانان ځیرک او هوښیار وي او چاغ لورین وي. نو معلومېږي څوک چې هوښیارتیا کوي، د ځان یې نه ده، د بدن په وزن پورې یې اړه لري! او هغه انسان چې  لورنه کوي، نباید منندوی ترې اوسو، د ګېډې ځانګړنه یې ده، د خپل انسانیت ځانګړنه یې نه ده، خپله بیولوژیکي بڼه یې غواړي ولورېږی او له آره په اړه مو لورېدای نشي. وینو، بیولوژېزم په عین حال کې چې ادعا کوي د نولسمې پېړۍ پر خلاف یې نننی انسان تر ډېره بریده اوچت ګڼلی؛ خو وینو د خدای په اخلاقو پسوللی انسان چې د دین موخه ده، نفې شوی دی.

څلور زندانه درته څرګند شو. ددې څلور بېلابېلو ښوونځیو ټولګه په څلورو جبرونو کې لنډولای شو:

لومړی، ارادې والا ځانخبری پنځګر انسان، په ړومبي جبر کې بندي او راګېر دی: د طبیعت جبر، چې نیچریالېزم ډېره ډډه پرې وهي، چې تر ډېره بریده سم هم دی.

دویم جبر، د تاریخ جبر دی، چې د تاریخ فلسفه ډډه پرې وهي. امرسون پوښتي: «تاریخ څه دی؟» وايي: «کوم څیز تاریخ نه دی؟ هر څه تاریخ جوړ کړي دي». د تاریخ اصالت دادی: زما تاریخ زما د څرنګوالي او منځپانګې پنځګر، دی. تاریخ مې په لاس او واک کې نه دی؛ نو په خپل واک کې نه یم.

درېیم، سوسیولوژېزم – د ټولنې اصالت – دی. د دې ښوونځي ویینه داده چې وګړی شتون نه لري او دا ټولنه ده چې وګړی جوړ وي.

زه نیچریالېزم، ایستورېزم او سوسیولوژېزم نه نفې کوم، درې واڼه منم؛ خو په دې مانا یې منم چې انسان – آریز ټکی همدلته دی – انتخاب او ټاکنه کړای شي. دا موجود د خپل تکامل په بهیر کې، واقعاً طبیعي او مادي ښکارنده ده، واقعاً د تاریخ جوړه ښکارنده ده، واقعاً د خپل چاپېریال او ټولنې یوه جوړه ښکارنده  ده؛ په یوې ټبرېزې ټولنې کې، د ټبریز بڼه پر وګړیو ځانګړې روحي او اندیزې اغېزې پرېباسي، او څوک چې ټبریز څه اند کوي، دلیل یې دا نه دی چې د ژوند دا بڼه یې انتخاب کړې ده، هیچا انتخاب کړې نه ده، دا یو ځانګړی ټولنیز او تولیدي نظام و، چې دوی یې له ناچاری کېږدۍ میشتي او بېدیا ګرځي کړي وو، تولیدي نظام یې تقاضا لري، او طبیعي نظام لامل شوی چې یو شمېر پر ښکار لګیا او ښکاریان شي او په ځنګلونو کې ژوند وکړي، یا ټبرونه نورې ځانګړنې پیدا کړي او روسته د کرنې پړاو ته ورننوځي او په کرنیز پړاو کې میشت شي او کله چې کلیوال او ښارمیشتي شول، نورې ځانګړنې، اړیکې، دودونه، اخلاق او روحیات یې توپیر مومي، او دا توپیر یې د انتخاب په پار نه؛ بلکې د تولیدي نظام د بڼې له لامله دی، چې دا ځانګړنې یې ورته غوښتي، یعنې بشر واقعاً هاغسې جوړ شوی چې طبیعت جوړ کړی او واقعاً هاغسې دی چې تاریخ یې جوړوي او واقعاُ هاغسې دی چې ټولنه یې سازوي، او که چاپیریال بدل کړي؛ نو انسان ادلون بدلون مومي.

یو تکړه قالین اوبدونکی استاد وبلل شو چې په زندان کې جنايي مجرمانو ته قالین اوبدنه ورزده کړي (ځیر شئ چې انسان څومره روزنیزې وړتیاوې لري او په څرنګوالي کې یې څومره بهرني عوامل اغېزمن دي). استاد وايي څوک چې تکړه قالین اوبدونکی شو؛ نو له زندانه د خوشې کېدو اجازه ورته اخلم. په دوی کې یوه دا مقام تر لاسه کړ او خورا هنرمند انسان ترې راووت، زه به کله یو څنډې ته ناست وم او عارفانه اشعار مې ویل او دې راته غوږ نیولی و، او ژړل به یې؛ نو هاغسې سخت زړی پر دغسې نرم زړي واوړېد. نو یو بهرنی لامل و چې هاغسې تاوتریخوالی یې ورتپلی و، ټولنیز نظام یې توپیر درلود او اوس یې چې چاپېریال توپیر موندلی، دا لطافت پکې رادبره کړه، نباید په دې لطافت کې منندوی اوسو او نباید په هغه تاوتریخوالي کې یې هم وغندو. دا یعنې سوسیولوژېزم او سم هم دی.

له نیچریالېزمه څنګه راوتلی شو؟ پردې تر ټولو څرګندنو پوهېدای شو؛ ځکه اوس له دې ښوونځي د ژغورنې په پېر کې یو. اوس له دې ښوونځي د ژغورنې په پېر کې یو. اوبه او هوا، پر موږ د طبیعت یو جبر و. په بېدیاوو کې اوسېدو، بېدیانۍ اوبو او هوا سختې اغېزې راباندې درلودې، د سیند پر غاړه بل ډول کېدو، په ختیځ کې یو ډول او په لویدیځ کې بل ډول. غرنیز شرایط د وچې تر شرایطو توپیر درلود او متفاوت یې رادبرولو. خو نن وینو، صنعت او نوي تمدن، انسان هره ورځ د ښکارندو او د طبیعت د ځواکونو له جبر او تپنې، لا ډېر آزادوي . نن کوم انسان چې د آفریقا په بېدیا کې ژوند کوي، سره له دې چې طبیعي شرایط پرې ورتپل شوي؛ خو بیا هم ژوند ته یې شرایط چمتو او مدرن ښارونه یې جوړ کړي او د یو شمالي امریکايي په څېر ژوند کوي.

او دا راښیي چې انسان په عمومي مانا د جغرافیا یا طبیعت له جبره ژغورلېدای شي. د انسان یو له جبرونو، د ځمکې جاذبه وه، چې په ځمکې پورې ورنښولې و او دا د ځمکې جاذبه دومره را ته طبیعي وه، چې د خپل بدن برخه مو ګڼله، انګېرله مو، چې د خپل وزن له لامله پر ځمکه ورنښلوو او وزن مو د ځان برخه ګڼله؛ خو نن دا جبر مات شوی او انسان سپوږمۍ او فضا ته تلی راتلی شي.  نن د اقلیمي کرنې د تولید د جبر بندیان نه یو، وینو چې په هر موسم کې کرنیز پیداوار ترلاسه کولای شو؛ نو څومره چې تکامل او تمدن پر مخ درومي، له جبرونو ښه راوتی شو. هغه انسان چې یوازې په ځانګړي شرایطو کې یې د سیند پر غاړه او ځنګله کې ژوند کړای شو او که دا شرایط نه وو، نو مړ کېده؛ خو نن په بېدیا کې چې ان بوټی له راټوکېدو ډارېږي، ستر صنعتي تمدن پیلولای شي. دا، د طبیعت له جبره راوتل دي.

انسان په کومه وزله د طبیعت له جبره راوتی شي؟ باید د طبیعت جبر پر طبیعت واکمن قوانین او پر انسان د طبیعي جبري قوانینو اغېز وپېژني چې ترې رابهر شي.  ددې څېزونو پېژندنه علم او پوهه ده او طبیعت پېژندنې یا علم، انسان ته شونتیا ورکړې چې د پنځګرۍ په وړتیا او هغه علمي پېژندنه چې لارښوونه ورته کوي، ټکنالوژي سازه کړي. ټکنالوژي یوازې یو کار لري؛ انسان د طبیعت له جبره ژغوري.

پر ټکنالوژۍ ټکې او نیوکې کېږي چې انسان یې مسخ او قرباني کړی –  او رښتیا هم ده – خو همدا تخنیک انسان ژغورلای شي. انسان د خپلو خوړو، اغوستن او کور لپاره مجبورو په شواروز کې لس دولس ساعته کار وکړي. باید جبراً یې کار کولی، دا لومړی جبر و؛ طبیعي جبر تکنولوژي د پیداوار کچه لوړوي او د کار ساعت له دولسو ساعتونو ځنې یو ساعت ته راټیټوي او انسان یوولس ساعته ازادوي. خو نن وینو له ننني انسان سره چې تکنالوژي ده تر تېر بې تخینک انسانه ډېر کار کوي. لامل یې صنعت نه؛ بلکې بورژوازي ده چې د صنعت تر پیداوار ډېر، د انسان لګښت زیاتوي او پر انسان تصاعدي لګښت ورتپي؛ نو تخنیک یو ژغورندوی لاس دی چې انسان د علم په مرسته، له پرېمانه عواملو چې د انسان پر ازادي د باور راوړي آزادوي.

څنګه له دویم زندان یا د تاریخ له جبره ازادېدو شو؟ لارې چارې یې دادي:

انسان باید وپوهېږي او حس کړي چې د تاریخ په نامې د یو ستر ځواک لوبڅی دی. که وکړای شي په تاریخ پوهنې او یا د تاریخ په فلسفې، د تاریخ حرکت او د تاریخ پر حرکت واکمن قوانین راوسپړي. او که رابرسېره کړي چې تاریخ کوم عوامل لري او دا عوامل څرنګه «زما» انسان او د نورو انسانانو په فکري، ارادي احساسي او اخلاقي جوړښت کې اغېز لري؛ نو ځان د تاریخ له زندانه ازادولای شي اوس وینو انسان لږو ډېر، دې پړاو ته وررسېدلی دی. اوس په آسیا، آفریقا او لاتیني امریکا کې، ټولنې پېژنو چې د تاریخي بهیر د حرکت له نظره یې، څو پړاوه، بې له تېرېدو او په یوه ټوپ، شاته پرېښي دي.

په دې مانا چې د تاریخي پړاوونو له مخې، دا ټولنه د پېړیو په تېرېدو، له لومړي پړاوه دویم ته وررسي، او جبراً روسته باید درېیم پړاو ته ورسي، ورپسې څلورم، پنځم او …. ته.  دا د ټولنې د تاریخ حرکت دی. لکه یوه ټولنه چې په درېیم پړاو کې ده؛ نو معلومېږي چې جبراً باید څلورم پړاو ته ورسي، روسته پینځم او ورپسې شپږم ته. خو همدا ټولنه، څومره چې تاریخي ځانخبري مومي او څومره چې د ټولنې روڼ اندي وپوهېږي چې اوسنی ځانګړی تاریخي پړاو یې څرنګه دی، ټولنه د تاریخي جبر له درېیم پړاوه په یوه ټوپ بې له دې چې څلورم او پینځم پړاوونه ووهي شپږم پړاو ته ورلېږدولېږي.

دا، د یوې ټولنې پر تاریخي حرکت د علت او معلول جبر واکمني ده او باید جبراً ګردې ټولنې دا پړاوونه ووهي، چې شپږم پړاو ته ورسي. ټولنې د تاریخ په اوږدو کې همدغسې وې، او د همدې تاریخي حرکت له مخې یې حرکت کاوه. خو اوسنی انسان څومره چې تاریخي ځانخبري مومي، تاریخ پېژني، د تاریخ حرکت راسپړي، ځان د تاریخ له جبري حرکته څنډې ته کوي او روسته یو له دې تاریخي پړاوونو په خپله خوښه ټاکي. دادی چې کله په نړۍ کې، داسې ټولنې وینو چې په کېږدیو کې یې ژوند کاوه او په ټبریز پړاو کې وې، د مریتوب په پړاو کې وې؛ خو ناڅاپه د تاریخ پر ضد په یوه انقلاب کې یې، ځانونه تر بورژوازۍ ورپورته یو پرمختللي پړاو ته ورسول. [تبصره: عربي متحد امارات، مالېزیا، سنګاپور، هانګ کانګ او… غوره بېلګې دي]  دا د تاریخ پر وړاندې سرغاړي ده. دا، د تاریخ د حرکت په پېژندو او د تاریخ د جبري قوانینو په راسپړلو، د ټولنې خوشې کېدنه ده.

درېیم، د سوسیولوژي جبر دی. ګواهان یو چې په تېرو کې هر وګړی د خپلې ټولنې د اقتضا او غوښتنې له مخې روزل کېده. خو نن اپوټه، څومره چې ټولنپېژندنه پراخېږي، څومره چې ټولنېزې او طبقاتي اړیکې راسپړل کېږي، څومره چې د سیاست پر فلسفې او حکومت پوهېدنه زیاتېږي او څومره چې ټولنیزه ځانخبري ترلاسه کېږي؛ څومره چې د سیاست پر فلسفې او حکومت پوهېدنه زیاتېږي او څومره چې ټولنیزه ځانخبري ترلاسه کېږي؛ نو د «یاسپرس» په وینا، د ټولنو جوړ کړای شوي انسانان، د ټولنو پر جوړوونکیو انسانانو اوړي. په تېرو کې مو چې یوې ټبرېزې، فیوډالي یا روسته پاتې کلیوالي ټولنې ته کتل، ددې ټولنې وګړیو د خپل حکومتي نظام، دین، ګروهې او دودونو په هکله کوچنی شان ته اړنګ – شک نه درلود، او له آره یې درلودای نشو. دا یې د لمر او اسمان په څېر ابدي، تلپاتې، لایتغیر، لایزال، جبري او پر هر څه واکمن ګڼل. دا شک نه ورلوېده چې دین به یې ناسم وي او بل دین خپل کړو، یا ددې او هغه خان نظام او حقوق سم نه دی او پر وړاندې راپاڅوو، یو بل ډول ژوند کړای شو، له آره په ذهن کې یې دا پوښتنې نه ګرځېدې داسې سوچونه یې نشو کړای؛ ځکه داسې جوړ شوی و او داسې فکرونه یې کول ؛ خو نننی انسان ځانخبری او آګاهانه خپل دین او لار ټاکلای شي، لکه چې آګاهانه یې نفې کولای شي.

دین یو له لاملونو او ځواکونو دی، چې ټولنه یې وګړي ته، وروړاندې کوي یا یې پرې ورتپي. خو نن انسان د دین او واکمنو ټولنیز نظامونو پر وړاندې، د واک او اختیار خاوند دی، نفې کولای، انتخابولای یا یې په اړه شکمنېدای شي.  تولیدي، وټیز او مالکیتي نظامونه، دودونه، ټولنیزې او طبقاتي اړیکې، کورني او ډلییز حقوق او خوندونه نن د ځانخبري انسان پر وړاندې د تېرو په څېر نه دي چې نه ادلون بدلونکي واقعیتونه وي؛ بلکې د انسان تر څنګ ښکارندو په بڼه دي چې انسان یې په هکله فکر او هوډ کړای شي چې یې انتخاب یا نفې کړي.  او وینو چې نفې کوي، بل انتخابوي، تغییر ورکوي، اصلاح رادبروي، انقلاب کوي، ټیپ تغییروي، دین بدلوي او له باطلو ادیانو حق دین ته ورمخه کوي. او دا ګرد راښيي چې ننني انسان له ټولنې یا درېیم زندانه لږو ډېره خپله ازادي تر لاسه کړی او د هری ورځې په تېرېدو یې لا ډېروي.

او انسان ځان د واکمن ټولنیز نظام له بنده په تولنپوهنه، په ټولنیزو علومو، د نظامونو د څېړنو له لارې او د ټولنېزو نظامونو په پر تلنې خلاصوي. او وینو چې انسان له درېیم زندانه هم په علم او د ټولنېزې مبارزې په تخنیک خوشې کېدای شي، کټ مټ لکه ټکنالوژي او ماشین چې له طبیعت سره د مبارزې وزله ده؛ ځکه ایدیالوژي هم د ټولنپوهنې د علم له مخې او په وسیله یې له ټولنېزو نظامونو سره د مبارزې ټکنالوژي ده.

نو، انسان له لومړي بنده، د طبیعت له بنده خپله ځانخبري، اراده او پنځګري د طبیعت پېژندو یعنې علم له لارې ترلاسه کوي. له دویم بنده، ایستورېزم، د تاریخ فلسفې په پېژندو، د تاریخ د علم یا د تاریخ د جبر د استخدام له لارې، خپل خلاصون ترلاسه کوي. او له درېیم بند، سوسیولوژېزم او د ټولنیز نظام له زندانه هم، وګړي په علم؛ خپل خلاصون تر ګوتو کوي او د خپلو ټولنېزو نظامونو سازوونکی کېږي. څلورم زندان، بدترین زندان دی او انسان یې پر وړاندې خورا بېوسې او عاجز زنداني دی. او دا د «ځان» زندان دی، او هېښنده خو داده چې انسان د تاریخ په اوږدو کې له درې ګونو زندانو نو خپله ژغورنه ډېره تأمین کړې ده او اوس تر ټولو وختونو له دې درېیو جبرونو خلاص دی او تر همیش ډېر پرې ورلاسبری دی؛ خو اپوټه د څلورم جبر؛ یعنې د «ځان» زندان پر وړاندې، له هر وخته، ان له هغه پېره چې انسان ټکنالوژي نه درلوده، پر طبیعي علومو ټولنپوهنې او د تاریخ پر فلسفې نه پوهېده، خورا بېوسی او عاجز دی.

او روسته، د څلورم جبر بندي، دننني انسان «بودن او شته وضع او تمېدنه» ده، چې له لومړي، دویم او درېیم زندانه خوشې کېدنه یې چټي او عبث کړې ده. نن، د طبیعت، تاریخ او ټولنې له زندانونو خوشی شوی انسان، پوچۍ ته وررسي. ولې؟ دا ځکه هغه انسان چې د څلورم زندان زنداني دی، له درېیو لومړیو زندانونو چې راخلاص شي، دا یې لومړی بدمرغي ده؛ ځکه د یو لیکوال په وینا، یو انسان ته چې په یو جبر کې ویده (او پروت) دی، د «نه پوهېږم څه وکړم» کړاو نشته؛ ځکه څه کار نشي کړای؛ خو ننني انسان تر همېش ډېر دا وسمني لري چې «څه وکړي». تر همېش ډېر لږ پوهېږي چې «څه باید وکړي»؛ ځکه هغه انسان چې له دې درېیو زندانونو خوشې شوی، پر طبیعت، تاریخ، برخلیک او د بشریت پر راتلونکي تقدیر یا پر خپلې ټولنې برلاس او مسلط شوی؛ خو همدا انسان د ځان بندي او اسیر دی.

او ولې له خپل زندانه راوتی نشي؟ ځکه راوتل ترې ستونزمن دي؛ ځکه لومړیو درېیو زندانونو، زما پر شاوخوا څلور دېوالونه درلودل او زه یې پکې بندي کړی وم؛او له خپل بندیتوبه به هم خبر وم. پوهېدم چې د جاذبې قوه مې الوت ته نه پرېږدي او ځنګل و؛ ان کله چې بدوی وم دا پوهه مې درلوده. پوهېدم دلته چې سیند او ځنګل و، اړ وم چې ښکاري شم، په تېرو کې مې، دا جبرونه احساسول.  خو څلورم زندان، کوم دېوال را نه چاپېر کړی نه دی، یو زندان دی چې له ځان سره یې ګرځوم؛ نو ځکه یې په هکله ځانخبري او پېژندنه تر ګردو ستونزمنه ده. دلته زنداني او زندان یو دي، ناروغي او ناروغ یو شوې دي؛ نو په همدې پار له دې ناروغۍ رغېدنه ستونزمنه شوې ده. بله ستونزه په دې پار ده چې انسان په علم د تاریخ طبیعت او ټولنې له بنده راوتی شي؛ خو په علم د ځان له بنده راوتی نشي.

ځکه دا عالم (پوه)، خپله، بندي دی. خپله دا پوهه او علم، د یو بندي پوهه ده. دا دی چې دا «خود» وايي، داسې نه احساسوي، هغه «زه» چې ازادي مې ده په ځان کې یې ښخه ده. هغه (ځان یو مطلق انسان ننګېري) مومي چې باید د طبیعت ، ټولنې او تاریخ له  بندونو خوشې شي، او خوشې کيږي؛ خو پوچۍ ته وررسي. دلته یو فورمول در وړاندې کوم.

یو قانون شته چې د آدم له پیدایښته تر ننه صادق دی. انسان یوازې او یوازې په خپل مادي ژوند کې، دا لار وهي او هغه دا چې انسان، ړومبی اړتیا لري، روسته سوکالي ترلاسه کوي، ورپسې سوکالي پر پوچۍ، پوچۍ پر سرغاړۍ او په پای کې سرغاړي پر زهد پالۍ او ذهنیت پالۍ پای مومي. نننی اګزیستانسیالېزم او هېپېزم همدا دی. لرغونی اشرافیت مو چې تصوف پالۍ ته ورمات شو همدا دی. په هند کې اشرافیت چې عرفاني صوفیتوب او د مادي  ژوند نفې ته ورسېد همدا دی. او نوې بورژوازۍ چې د اوسني کهول د لګښت او مادي ژوند نفې  ته ورمخه کړې همدا ده، او بې له دې کېدای نشي. انسان تر هغه وخته خپلو مادي ارمانونو او ایدیالونو ته په ارزښت قایل دی چې تر لاسه کړي یې نه وي؛ خو چې ترلاسه یې کړل؛ نو پوچۍ ته وررسي. باید د انسان ارمان دومره لوړ وي چې بیخي په یوه ځای کې تم نشي، ځکه تمېدنه هم په چټیتوب او پوچۍ پای مومي. او طبیعي ده انسان چې د خپل ځان د جبر بندي وي، که پر طبیعت هم لاسبری شي؛ نو بیا یو بېوسې وسلوال دی. «ژان ایزوله» وايي: یو لیکوال په سرو سپینو پسوللی سنبال د یو شهزاده په اړه لیکنه کوله وه؛ چې د دې لیکوال د لیکنې اتل یا قهرمان وه؛ خو دا شهزاده له دننني رنځه کړېده چې رغېدا یې نه وه. وايي: اوسنۍ فرانسه دغسې  یو شهزاده دی؛ خو نه، نننی انسان په سرو پسولل شوی شهزاده دی چې تر هر وخت خورا بېوسی دی.

د هالینډ د روتردام ښار د لویی میدان په منځ کې یوه په زړه پورې ډبرینه مجسمه ده، چې مفاصل یې یو له بل بېل دي، لکه غاړه یې یو اندازه کږه ده، څنګلې یې مټ ته ورماتی دي، همدغسې زنګون، ښنګري او…. داسې چې له لرې ورته ګورئ، زړه مو لړزي چې کوچنی باد به یې پړمخ راوپرځوي.  دلته انځورساز تر دویمې نړیوالې جګړې روسته انسان انځور کړی؛ خو دا انځورنه نننی انسان دی چې تر همېش دېر ځواکمن دی؛ خو تر همېش یې د پوپناکېدو اندېښمني ډېره ده. ولې؟ دا ځکه له درېیو زندانونو خلاصېدو تر بل هر وخت ډېر ځواکمن کړی؛ خو همدا انسان چې له دې ځایه مریخ بمبارولای شي، همدا هنرمند او پوهاند چې له دې ځایه یو پېچلی ماشین په سپوږمۍ، مریخ یا په لایتناهي تشیال کې هدایت کوي – همدا انسان – یو کمزوری موجود دی، که په یو بل ځای کې معاش څه ور زیات کړي، ورځې او ددې ځای پر ضد چلېږي.

اورېدلي مې و، چې لا تر اوسه د آفریقا په ځینو سیمو کې مریینه شته ، د نیمه وحشي قبایلو ځینې وګړي به یې راوستل  او په بل ځای کې یې پلورل. خو د لویدیځ په کمبریج او سوربن کې مې  په خپلو سترګو مریتوب ولید، نه د مريي پلورنې په قاچاقي بازار کې او نه دا مریان وحشي بدویان وو؛ بلکې انساني اوچت ماغزه. لیدل مې چې کارپوهان او د اوچتو مغزو خاوندان یې بازار ته راوستل او لیلامول یې: او « ته څو ورکوې؟ هغه څو ورکوي؟» له چین ، شوروي، شمالي امریکا او د اروپا د مهمو کارخانو لویی لویی پانګوال راتلل: «ښاغلیه! دا  دی، څو ورکوې؟»!  «زه، لس زره (هماغه ځای پیسی) ورکوم»، بل ویل: « پردې سربېره یو موټر هم ورکوم» بل ویل: «چلوونکی هم ورکوم» او کارپوه به یو ارباب او بل ته ورکتل او شکمن و. په  پای کې هغه انتخابوي چې ډېر څه ورکړي. ولې؟ ځکه دا یو بندي انسان دی. دا هغه انسان دی چې ټولنه د طبیعت له زندانه را ایستای شي، او همدا، هغه فیلسوف دی چې انسان د تاریخ له زندانه را ایستای شي؛ خو خپله یې وینو، چې څومره د خپل ځان بېوسی دی، چې د یوه مریي په بڼه شوی او یو مریي، انسان آزادوای نشي او خپله هم له درېیو زندانونو په خوشې کېدو، ازاد شي . د کار ستونزه داده چې دا زندان د انسان یوه برخه ده، چې د ځان پر خلاف سرغاړی نشي کړای، او دا چې درې زندانونه، له انسانه دباندې دي ترې آزادېدای شي.

وینئ چې په علم له دې زندانه خوشې کېدل، ناشوني دي؛ نو په څه ترې آزاد شو؟ په عشق. عشق یعنې څه؟ عرفاني، او صوفیانه عشق نه وایم، چې خپله نور زندانونه دي. عشق په دې مانا، چې یو ځواکمن قوت، تر محاسبګر او مصلحت پالي عقل اوچت باید انسان په ذات او د فطرت په تل کې، وچووي او له دننه مې، د ځان پر ضد  راپاڅوي، که نه دا چار په طبیعي قوانینو نه کېږي، باید له دننه مې پر ضد سرغاړی وشي؛ ځکه څلورم زندان مې د دننه یوه برخه ده، باید له دننه وچاودل شم، بل شم. څرنګه؟ ولې د اور په بڼه؟ ولې له څلورم زندانه په منطقي عقل چې د طبیعي قوانینو راسپړونکی دی راوتی نشو؟ ولې؟ دا ځکه دا یوه غیر منطقي مساله ده.

«پارتو» وايي، مسایل  درې ډوله دي: یا منطقي (لوژیک) دي، لکه ژوند چې کوو، کار کوو، معاش اخلو، د اوړي نرۍ او د ژمي پېړې جامې اغوندو، سوچ او فکر کوو، مطالعه کوو؛ دا منطقي چارې دي؛ ځکه پایلې ته رسوو. یو بل ډول چارې ضد منطقي (ایلولوژیک) دی لکه هغه چارې چې احمق او بې عقله انسان کوي.  درېیم ډول «آنالوژیک»  مسایل دي، چې نه منطقي دي او نه ضد منطقي؛ځکه له اره د منطق له مقولې ځنې نه دي، تر منطق پیاوړي دي. منطق د علت او معلول را برسېرونه ده، چې د خپلو اړتیاوو به بهیر کې یې  وکاروم. خو کله انسان دا ګرد د یو اوچت څیز لپاره نابودوي. لکه ځان ځارول، سره له دې چې اختیارمن، پوه او آرام هم دی، ځان ځاروي چې ټولنه یې له بدمرغۍ وژغورل شي [تبصره: لکه یو تونسي ځوان چې ځان ته اور واچو او تونس یې د یو طاغوت له واکمنی خلاص کړ]. دا منطقي نه ده، هیڅ څیز او هیچ بدله هم نه غواړي، اصل اخلاق همدا دي. عشق دې ته وايي: عشق یو ځواک دی، چې د نورو د ژوند ښه کولو او د ټولنې د سوکالۍ لپاره، مې له ګردو ګټو او مصالحو او له کومو هیلو سره چې مینه لرم سرښندنې ته رابولي.

[تبصره: د افغانستان غیرتي ولس د سوسیال استکبار او ګوډاګیانو پر ضد یې  په جهاد لاس پورې کړ، چې هېواد یې د پردیو لوبڅیو له شتون پاک او د ښکیلاک جغ لرې کړي، سرښندنې یې وکړې مېندې بورې، زامن او لوڼې پلارمړي او هېواد کنډواله شو؛ خو دا چې د خلکو د نیت له مخې لازمې مشرۍ شتون نه درلود، دا ټولې سرښندنې لاهو او توی ولاړې او تر لاسه څه کانې نه دي، چې راباندې نه کېږي؛ نو څرګنده شوه چې د مشرۍ په فرهنګ پوهېدنه د یو منلی، باثبات او مضبوط ټولنیز او سیاسي نظام راوستو لپاره اړینه ده، او دا چې موږ د توحید تر کلمې روسته د رسالت غونډله وايو، همدې حقیقت ته یوه اشاره ده.]

که دروغ درته ونه وایم؛ دا ځکه ته په بازار کې دروغ راته ونه وايي. دا یوه مصلحتي تقوا او د عقل او منطق له مخې یوه معامله ده. خو که دروغ مې ونه ویل او خپل زیان ته مې هم غاړه کېښووه؛ دا ځکه چې دروغ ونه وایم،او روسته هیڅ بدله هم ونه غواړم. او په یوې مرکه کې رښتیا ووایم چې دا رښتیا ویل او دروغ نه ویل زما د نابودی په بیه وي او سره له دې یې ووایم او په بدل یې هیڅ څیز ونه غواړم؛ بلکې هر څیز له لاسه ورکړم؛ نو دادی چې «زه = من» معلومېږي، انسان پیدا شوی، د یو انسان د پیدا کېدو زېری. کوم انسان؟ هغه انسان چې له څلورم زندان یې سر راپورته کړی او د ایمان او عشق تر لمر لاندې، د انسانېدو پر لور ګام اخلي.

«نېچه» یو ستر فیلسوف، پوه نابغه او دننني بشر د اندنې یو له سترو ویاړنو څخه دی. نېچه په ځوانۍ کې مغرور، وايي: حق د زورورو دی او زور اصیل دی او په څېر یې… البته دا یې د ځوانۍ غرور دی او د عمر په روستیو کې دومره لطیف، نرم، عشق پېژاندی، محبت پېژاندی او انسان پېژاندی شوی، چې تر انسان پېژندنې یې  ورهاخوا یو هېښنده کار وکړ. ویل یې څوک چې پر بل ولورېږي، د بېوسۍ نښه یې ده او لورنه د بېوسی نښه ده او باید کمزوری انسان نابود کړو، لکه  اسکیمویان چې بوډاګان او له کاره ولوېږي، د واورو په منځ کې یې پرېږدي چې ومري؛ ځکه کار نشي کړای او لګښتي دي او منطق اجازه راکوي چې له منځه یې یوسو.

خو «نېچه» ته ووینئ ، له یوې کوڅې تېرېږی، ګوري یوه باري بګۍ په لښتي اوښتي او اس ترې ورلاندې دی. بګۍ والا هڅه کوي او په لغتو لغتو اس وهي چې  راپورته شي او پېټی خپل ځای ته ورسوي او پیسې ترلاسه کړي. آس چې راپورته شي د درانه بار له لامله بېرته په لښتي کې ورلوېږي، او پښه یې هم ماتېږي. نېچه چې دا وضع ویني، سخت غوسه کېږي او له بګۍ  والا هیله کوي چې دا کار مه کوه، ورته وايي، ړومبی  پېټی یوې خوا ته کړه او ورپسې اس راپورته کړه. بګۍ  والا د نېچه خبرې ته څه اعتنا نه کوي. نېچه چې غوسناک او توند خوی دی، بګۍ والا له ګرېوانه نیسي چې آس وهلو ته دې نه پرېږدم، بګۍ والا ورته وویل، چې آس وهلو ته مې نه پرېږدې، تا وهم. نېچه بېوسی شاعر او فیلسوف چې د بګۍ والا ګوتو ته ورغی څو لغتې یې  وواهه او کور ته چې راغی له لامله یېل ومړ……. نېچه قرباني کېږي  او له منځه ځي. څوک چې دا داستان واوري، لکه چې احساسوو یې، دننه له یو تناقص سره مخېږي.

د هر وګړي په «ځان» کې، دوه تنه دي: یو تن د نېچه د اخلاقي، روحي او عاطفي ښکلي روح پلوی دی، چې ځان یې د یو څاروي مرستې ته ځار کړ؛ ځکه یو جنایت او فاجعه یې زغملای نشوه او احساساتي شو.  او بل تن په ملنډو ووايي په دغسې بې منطقه احمقانه پېښه کې، د یو آس لپاره یو ستر بشري نبوغ  ځار شو….. څرګنده ده چې  دا یوه احمقانه معامله ده:  نېچه له آسه ځار شوی دی؛ خو دا احمقانه چار نه دی، ضد منطقي هم نه دی، منطقي هم نه دی، «آنالوژیک» دی، تر منطقي څېړنې ورپورته. ګرد سره اخلاق همدا دي. عشق هم همدا دی. که د خپلو اړتیاوو د لرې کولو لپاره یوه ټاکنه وکړو، که له چا سره مینه وکړو، چې مینه راسره وکړي که له چا سره دوستي وکړو چې امکانات راکړي او ستونزاواری مو وشي؛ نو معامله مو کړې ده. عشق دادی: د یوې موخې لپاره هر څه ورکول او په بدل کې یې هیڅ څیز نه غوښتل. دا یوه ستره ټاکنه ده؛ څه ټاکنه؟ مرګ ته ځان وټاکي چې بل ژوندی پاتې شي او یا ژوند، یوه موخه ولري او یو ارمان پلی کړي.

دا څلورم پړاو دی چې انسان ځان ځاروي. هغه انسان چې – په یوې له مانا ډکې کلمې کې چې په بله هیڅ ژبه کې نشته- د «ایثار» ، «ځان تېرېدنې» او «سرښندنې» پړاو ته رسېدلی دی. ایثار یو پړاو دی چې وګړی، انسان، بل پر ځان ورړومبی بولي، ایثار یعنې: بل پر ځان غوره ګڼل ان کله چې بل ځان وي او ستا ځان هم، بل یا نور پر ځان غوره ګڼل؛ بل ژغورل او ځان پوپنا کول. دلته معلومېږي انسان له دوو مرګونو چې لویې د ځان مرګ دی، انتخاب کړی دی؛ د ځان مرګ، د خپلو ګټو مرګ، د خپلې نامې مرګ، د خپلې نېکمرغۍ مرګ، د خپلې سوکالۍ مرګ، د خپل هر څه مرګ.

له دې څلورم زندانه، چې ډېر دروند، وحشتناک، دنننی او نه ایلېدونی دی، هر انسان د دغسې عشق په زور ازادېدای شي، هغه عشق چې د عقل او منطق ورهاخوا، موږ د ځان نفې، د خپل ځان پر ضد سرغاړۍ او د خپلې شتې وضع لتاړولو لپاره، یوې موخې یا نورو ته وربللای شي. په دې پړاو کې ازاد انسان رادبره کېږي او دا د انسانېدو خورا لوړ او اوچت پړاو دی. د خبرو لنډېز مې:

ازادونکی، پنځوونکی او ځانخبری ټاکونکی انسان د طبیعت له زندانه په علم، د تاریخ له زندانه په علم او د ټولنیز نظام له زندانه د ټولنپوهنې په علم ازادېږي؛ خو له څلورم زندانه په دین او عشق. لکه چې «رادهاکریشنان»  وايي: موږ انسانان د انسان دې دندې او پازوالۍ ته، په طبیعت کې، بلل شوي یو چې یوه دسیسه جوړه کړو؛ کومه دسیسه؟ هغه چې انسان، خدای او عشق پکې د یو بل پیدایښت او بل انسان د پیلولو کارګر دي؛ دا د انسان پازوالي ده».

له ځوانانو مو هیله ده، چې د دغسې علمي او ټولنپوهنېزو شننو په لوستو، ځان ته د مدني فعالتیونو مخه پرانځي او هغه کسان چې د نظام جوړونې خنډېږي او د هېواد د تکاملي بهیر پر وړاندې ځنډونه پیدا کوي، په منطق، پیاوړې ګروهېزې اډانې او مدني خوځښت یې د تاریخ ارشیف کړي. د هغې ورځې پر تمه چې له متقي او کارپوه ځوانانو سره واګې وي او دولس تنده ماته شي چې بچیان یې د هیلو پلي کوونکیو او د ټولنیز عدالت ممثلین دي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست