تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  پېغمبري خويونه لیکنه:جمعی از نویسندګان تربیت معلم ژباړن: ډاکټر ذبيح الله اقبال    لړليک وګړيز خويونه. 9 د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ټولنيزه وګړه. 9 ساده ژوند.. 15 پاکوالى. 19 مسواک وهل.. 22 قدرمني او حق پېژندنه. 23 د ام المؤمنين خديجي قدرمني. 26 کار او کوښښ…. 27 […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

پېغمبري خويونه

لیکنه:جمعی از نویسندګان تربیت معلم

ژباړن: ډاکټر ذبيح الله اقبال 

 

لړليک

وګړيز خويونه. 9

د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ټولنيزه وګړه. 9

ساده ژوند.. 15

پاکوالى. 19

مسواک وهل.. 22

قدرمني او حق پېژندنه. 23

د ام المؤمنين خديجي قدرمني. 26

کار او کوښښ…. 27

ژوند غنيمت دى.. 31

خپل کار په خپله کول.. 33

عبادت… 36

لمونځ.. 37

په عبادت کې منځ لاري.. 41

دعا 43

د رسول الله د دعاوو بېلګه. 45

د خوړو آداب… 47

د مسافرت آداب… 56

د ځناورو او څارويو حقوق.. 58

د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) کورني اخلاق.. 61

له خپلو مېرمنو سره ورين تندى.. 61

سخت دريځي نه ده پکار. 63

د کور په چارو کې مرسته. 64

د کور له چوپړیالانو سره ښه چلن.. 65

پر کوشنيانو لورنه. 66

د مور و پلار حقوق.. 69

ټولنيز اخلاق.. 76

ښه خوى.. 76

له خلکو سره ملګرتوب او ګوزاره. 77

له پوروړي سره ګوزاره. 81

بښنه. 82

د عدالت په پلي کولو يې له چا سره ګوزاره نه کوله. 84

تواضع. 89

ټوکې. 94

مينه او درناوى.. 96

مديريت(سمبالونه) او مشري.. 98

د نيوکو پر وړاندې.. 101

ورزش…. 103

جګړه. 104

انساني اصول.. 105

په غونډو او ټولنو کې ګډون.. 106

لارښوونه. 108

د تبليغ څرنګوالى. 111

ښوونه او روزنه. 119

څوک د الله تعالی پر استازي ګران وو؟ 123

د مؤمنينو حقوق.. 124

د رنځورانو پوښتنه. 125

د رنځور دندې.. 127

د ګاونډيانوحقوق.. 130

د رسول الله مبارک د ويناوو بېلګه. 134

پاېليکونه. 141

سرچينې. 144

لومړى څپرکى

وګړيز خويونه

په بشري تاريخ کې، د اسلام د پېغمبر وګړه بې سارې وه؛ هغه وګړه، چې د ځلاند لمر په څېر د انسانيت په اسمان کې ځلېده او اخلاقي ارزښتونو او انساني کمالاتو ته يې ساه ورکوله. داسې ځانګړنې يې درلودې، چې یو قلم، ليکوال او وياند يې نشي تعريفولاى او که څومره يې هم د اخلاقو او وګړې په هکله خبرې وشي، حق به یې نه وي ادا شوى.

د رسول الله ټولنيزه وګړه

د اسلام ستر پېغمبر د دروند خوى او سترې دبدبې خاوند و، په زړونو کې يې ځاى درلود، پر خلکو خورا ګران و، څېره يې د څوارلسمې سپوږمۍ په څېر ځلېده، په اخلاق او مانيزې ښکلا او پاکۍ پسوللی و. چې يوازې به و، په فکر کې به و او چې په خلکو کې و، تندى يې ورين او موسکا يې پر شونډو وه.

 د نړۍ په مال کې له هغه څه لرې ګرځېده، چې د پېسمنۍ-غرور او د زړه تړنې لامل و او ډېر خوښ و، چې له خپل پالونکي سره خلوت شي.

د اسلام پېغمبر سخت دريځه نه و، خواږه او نرم اخلاق يې درلودل او د نړۍ د نورو شتمنو او زورواکو په څېر نه و، چې تل يې غري کول.

يو بېدياني عرب اړتيا درلوده، رسول الله ته ورغى، ورمخکې شو، له پخوا يې چې څه د رسول الله په هکله اورېدلي ول، د رسول الله دبدبه پرې کېناسته او الک دلک شو.

 رسول الله خپه شو، و یې پوښتل: ولې دې ژبه زما په ليدو ونښته؟ پخپله مهربانه غېږ کې يې راونيو، زور يې ورکړ ، و یې ویل: ارام شه! زه خو څه د ظالمو پادشاهانو په څېر نه يم، زه د هغې ښځې زوى يم، چې په خپلو لاسونو يې مېږې رالوشلې، زه ستا د رور په څېر يم.

کتل يې لنډ وو، د چا څېرې ته نه ځيرېده، سترګې یې ډېرى ځمکې ته وې او خلک د عطرو له بويه پوهېدل، چې رسول الله له دې ځایه تېر شوى دى.

د تګ پرمهال يې خپلې مخې ته کتل او چې غوښتل یې شا، مخکې يا شاوخو ته وګوري، له ټول بدن سره به هغه لوري ته ورګرځېده او چې غوښتل یې چاته اشاره وکړي، په ټول لاس يې اشاره کوله. هېڅکله يې په سترګو او وريزو اشارې نه کولې. ډېر وخت به مخ په قبلې ناست و، ډېره ناسته پاسته يې له بېوزليو سره وه، یوې کاسې ته ورسره کېناسته، پر خپلو مهربانو لاسونو يې خواړه ورکول او کله هم و نه شول، چې کوم بېوزله، د بېوزلۍ له لامله ورټي او له هېڅ واکمن او ځواکمنه نه ډارېده.

بېوزله او شتمن یې په نظر کې يو شان وو، دواړه يې يو شانت توحيد ته رابلل؛ نه يې نيوکې کولې، نه يې غوړه مالي او د غوړه مالۍ او ستاېنې اورېدو بې زاره و، ويل يې: (( د غوړه مالانو او چاپړوسانو پر مخ خاورې وشيندئ. ))

هېڅکله يې څوک له ځانه خوار او ټيټ نه ګاڼه. په حيا او شرم کې بې سارى و، تردې چې که کوم څيز يې خوښ نه و، له څېرې يې پوهېدل، چې دا څيز يې نه دى خوښ‌ او چې له چا به خپه شو، خپګان يې په څېره کې ليدل کېده؛ خو کله يې هم پر چا نيوکه او ګيله نه کوله او چې کوم څيز به يې خوښ شو، څېره يې له خوشحالۍ، د څوارلسمۍ سپوږمۍ په څېر ځلېده.

هېڅ نعمت يې نه رټه، د خوړو يې نه ډېره ستاېنه او نه ډېره رټنه کوله. نعمتونه يې ستر ګڼل، که څه په ظاهره واړه ول.

 يوه ورځ يې د يوې مېرمن په کور کې يو کپ ډوډۍ له ځمکې را اواچته، ښکل يې کړه، و یې خوړه، و يې ویل: (( دا هغه څه دي، چې اسمان، ځمکه او پکې ژوي کارېدلي، چې دا کپ در و رسي.))

په ټول عمر کې يې چا ته کنځل و نه کړه، له خولې يې بېځايه خبره وا نه ورېدل شو او هېڅکله يې سپک کار و نه کړ.

ويل يې: پالونکي مې حکم راکړى چې:

١_ ټولې پټې او ښکاره چارې د هغه لپاره وکړم.

٢_له هغه تېر شم، چې پر ما يې تېرى کړى او هغه وبښم، چې زه يې بې برخې کړى يم.

٣_ په هغه پورې ځان ور ونښلوم، چې ځان يې را څخه شلولی دى.

٤_چوپتيا مې د اندنې-تفکر لپاره وي.

٥_ليدل مې د عبرت لپاره وي.

له امام باقر روايت دى، چې رسول الله وویل، پالونکي مې د اوو ځانګړنو حکم راکړى دى:

١_ له بېوزليو سره مينه او ورسره ناسته پاسته.

٢_ د ((لاحول و لا قوة الا باالله )) د ذکر ډېر ويل.

٣_له خپلوانو سره مړى ژوندى وکړم، که څه راسره يې نه کوي.

٤_هغوى ته وګورم، چې د شتمنۍ له کبله تر ما ټيټ وي او هغوى ته و نه وګورم، چې تر ما پورته دي.

٥_ د الله تعالی په لار کې د چا له رټلو و نه وېرېږم.

٦_د حق خبره وکړم، که څه ترخه وي.

٧_له هېچا څه و نه غواړم.

 رسول الله مبارک تر ټولو سخي و، مال يې نه زېرمه کاوه او که له خپل لګښت به څه ورسره پاتې شول، پر بېوزليو تر ايشلو مخکې به کور ته نه راستنېده.

کله يې هم کوم سوالګر تش لاس رخصت نه کړ او څومره يې چې له لاسه کېدل، د هغه د اړتيا په پوره کولو کې يې کوښښ کاوه او که داسې به نه شول؛ نو په نرمه ژبه يې راضي کاوه.

د هر چا مېلمستيا یې منله، نه يې کتل، چې مېلمستيا د بېوزله ده که د شتمن، د سپين ده که د تور، د ازاد ده، که د مريي.

که چا يو ګوټ شيدې هم ورډالۍ کولې، پر ورين تندي یې منلې او له ډالۍ راوړنکي يې مننه کوله؛ خو صدقه يې نه قبلوله او صدقه شوي خواړه يې هم نه خوړل.

که کوم واده ته به وبلل شو؛ نو که کوم خنډ او مخنيوى به نه و؛ نو د واده خوړې ته به تله او په ټاکل شوي وخت به په بلل شوي ځاى کې حاضرېده؛ خو هغو غونډو ته نه تله، چې يوازې شتمن پکې ول او بېوزله پکې نه وو او همداسې د فاسقانو غونډو ته خو به بيخي نه تله.

کله خو به داسې هم کېدل، چې رسول الله به يوه لرې مېلسمتيا منله، د بېلګې په توګه: يوه ورځ، د مدينې په شاوخوا کې يوه کلي ته مېلمه شو او هغوى يوازې په سوکړک ترې مېلسمتيا وکړه. رسول الله د زړه له کومي په داسې غونډو کې ګډون کاوه او په تېره، د هغه چا مېلسمتيا او غونډې ته په ورين تندي ورتله، چې کوربه يې متقي و.

 رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د رنځورانو پوښتنې ته تله، که څه د رنځور کور ډېر لرې و؛ په جنازه کې يې ګډون کاوه.

په جګړو کې، چې به ځواک ته اړتيا پیدا شو؛ نو ډېر وړانديزونه وشول، چې له مشرکه د مشرک پرخلاف کار واخلو؛ خو هغه مبارک پرېکنده ځواب ورکاوه: په مشرک بري ته رسېدل نه غواړم.

د رسول الله تندى، ټولو ته ورين، سينه يې ټولو ته پراخ، پر ټولو مهربانه و او د مهربان پلار په څېر يې ټولو ته په يوه سترګه کتل.

 په نزد یې ټول په حقوقو کې مساوي ول، بې له الله تعالی يې له چا په زړه کې وېره نه درلوده او د نړۍ يو چار هم نه وارخطا کاوه.

د نړۍ په چارو کې داسې څه نه وو، چې د هغه مبارک پام يې ځان ته را اړولى وي؛ خو د متقي تقوا.

د جامې ډول ته يې دومره ارزښت نه ورکاوه؛ خو د جامې پاکوالي او سادګۍ ورته ارزښت درلود.

 که اس و که قاطر، د سورلۍ ګټنه يې ترې کوله او چې په کوم کار پسې به شو، ترسره کاوه يې او که پر لار ، څوک مخې ته ورتله او لار يې له رسول الله سره يوه وه، له ځان سره يې سوراوه. دې ته يې نه کتل، داچې پر سورلۍ راسره کېني، ازاد دى که بنده، بېوزله دى که شتمن او بله داچې ډېر وخت خو پر خپله سورلۍ نه سپرېده او پلى ورسره تله.

خوشبویي يې خوښه وه، له بېوزليو سره يې داسې ناسته پاسته کوله، ته وا له هغوى ځنې دى.

تر ټولو ساده او پر نورو خورا مهربانه و.

له اهل صفه وو سره د الله تعالی د استازي چلن پر لورنې او مينه و او رسول الله ته چې ډالۍ يا صدقه راتله، هغوی ته يې ورکوله. د فضل او فضيلت د خاوند درناوى يې کاوه، د ښو اخلاقو خاوندان پرې ګران وو او د هغوى درناوى يې کاوه. شريفو خلکو ځانګړى مقام ورسره درلود او د هر قوم د مشر درناوى یې کاوه. زړه سوي یا صله رحم ته يې ډېر پام و او هغوى د نورو په پرتله ورته ګران وو، چې په دين کې به غوره او افضل وو. داسې څوک به پیدا نه کړئ، چې رسول الله ورسره جفا کړې وي.

که څوک تېروته او روسته به پوه شو، چې تېروتى او پخپله ژبه يې بښنه غوښته؛ نو د داسې وګړیو بښنه يې منله. له چا يې تمه نه درلوده او که چا داسې کوم کار وکړ، چې تمه به ترې نه کېده؛ نو بيا يې څه ورته نه ويل؛ خو داچې د سمونې او ارشاد په موخه وو.

د بې ادبو پر وړاندې د صبر غر و، داسې هم کېدل، چې ځينو به يې په مخ کې یو پر بل چغې وهلې او د الله تعالی د استازي درناوی يې نه ساته؛ خو هغه به د متانت او ښو اخلاقو له لامله، چوپ پاتېده او څه يې نه ویل.

 د رسول الله د کور معمولي خواړه، روټه وه او ډېر وو، چې په کور کې يې خواړه نه وو.

کله خو په مياشتو مياشتو، د پاک نبي (صلی الله علیه وآله وسلم) په کور کې د پخلي اور نه بلېده. د کور معمولي خواړه يې اوبه او کجورې وې؛ خو هغه ورځ، چې انصارو شيدې ورته راوړې وې. داسې وخت رانغى، چې په يو وخت کې، دوه ډوله خواړه وخوري. ډېرى يې خواړه اوبه او کجورې وې او که کوم وخت کجورې او ډوډۍ شوه؛ نو يوازې ډوډۍ يې خوړه.

د بېوزليو او اصحابو په داسې مېلسمتياوو کې يې هم ګډون کاوه، چې نه پکې غوښه وه او نه ډوډۍ او پخپله پکې وږى پاتېده او ډېر داسې کېدل، چې يوازې ډوډۍ او کجوره يې هم په مړه ګېډه نه خوړه او ډېر داسې وو، چې له لوږې يې پر نس تیږه تړله.

ساده ژوند

د پاک نبي ژوند ساده و، په ژوند کې يې دروند لګښت نه درلود او سره له دې، چې پخپله کوشنۍ اراده يې کړاى شول، د نړۍ ټولې زېرمې په خپل واک کې کړي؛ خو قناعت او سادګي يې جامه او کړنلار وه.

 امام محمد باقر وايي: يوه پرښته رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته راغله، و یې ویل: محمده! الله تعالی درباندې سلام وايي او وايي: ((که غواړې د مکې سيمه به درته له سرو زرو ډکه کړم. ))

 پاک نبي (صلی الله علیه وآله وسلم) سر اسمان ته پورته کړ، و یې ويل: (( خدايه ! زه پردې حال ښه او خوښ يم، چې يوه ورځ په نس موړ شم، شکر دې وباسم او بله ورځ وږى پاتې شم او له تا يې وغواړم. ))

هغه مبارک به پر ځمکه پر پوزي کېناسته. تر سر لاندې يې د څرمنې بالښت ايښوده، چې د کجورو له پاڼو ډک شوى و.

ډېری يې خواړه روټه او کجورې وې او د الله تعالی د استازي په ژوند کې داسې ورځ رانغله، چې درې ورځې پرلپسې د غنمو ډوډۍ وخوري. روژه يې په کجورو ماتوله او که کجورې نه وې، په اوبو يې ماتوله. کوم خواړه يې چې نه خوښ وو ، د هغو خوړو بده يې هم نه ويله.

 حضرت عایشه بي بي وايي: (( کله به مياشت ووته؛ خو زموږ له نغري به لوږى پورته نه شو)).

پر خپله سورلۍ، بې کتې سورېده او بل يې هم په ځان پسې سوراوه.

حضرت علي(کرم الله وجهه) وايي: ((رسول الله د نړۍ په لږ تر لږه نعمتونو او خوړو قناعت کاوه، پر نړۍ يې زړه نه بايله، تل يې نس تش و. خوراک څښاک يې لږ و، ساده جامې يې اغوستې،که څه د نړۍ له ټولو نعمتونو د خوند اخستو وړانديز هم ورته شوى و؛ خو د داسې وړانديز له منلو يې ځان ساته؛ ځکه پوهېده، څه چې الله تعالی لوېدلي او خوار ګڼي، باید هغه يې هم خوار او لوېدلي وګڼي. نړۍ يې خوښه نه وه او په نړۍ پسې يې زړه نه خوړ.))

 يوه ورځ پاک نبي، پر پوزي ويده و، پر بدن یې تغمې جوړې شوې، په دې وخت کې د يوه صحابي زړه پرې وسوځېد او د الله تعالی له استازي يې اجازه وغوښته، چې يو څه پر پوزي ورته هوار کړي. رسول الله مبارک وویل: زه له نړۍ سره څه کار لرم؟ زما او د نړۍ حال هغه ته ورته دى، چې يوې مودې ته د يوې ونې تر سيوري لاندې دمه کوي او تر څو شېبو روسته پاڅي او خپله لار وهي.[1]

د “بني نضير” او “بني قريظه” له جګړو روسته، چې د يهودو زېرمې رسول الله ته په لاس ورغلې؛ نو د الله تعالی د استازي د مېرمنو په زړونو کې د اشرافي ژوند خبره راغله او د زر او زيورو غوښتنه يې وکړه. پاک نبي يې دا خبره و نه منله، تردې چې وحې راغله او دې کيسې ته يې د پاى ټکى کېښود.

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ النړۍ وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحاً جَمِيلاً = پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه: ((كه تاسې د نړۍ ژوند او ښايست يې غواړئ؛ نو راشئ، چې زه درته ګټه (=ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم))[2] او په دې يې په سپينه ورته وويل، چې تاسې ته په نړۍ کې يوازې عفت او رزق بسيا دى. د نړۍ ځلبل او د رسول الله د مېرمنېدو اوبه په يوه وياله کې نه ځي؛ البته څرګنده ده، چې د هغه مبارک نظر دا نه و، چې امت رهبانيت او نړۍ پرېښوونې ته وهڅوي او هېڅکله يې پخپله هم داسې و نه کړل؛ بلکې مراد يې دا و، چې امتيان يې ځانونه پر نړۍ له زړه بايللو او تش منځو-پوچو توکيزو موخو ځان وژغوري او يوازې هومره له مادياتو ګټه واخلي، چې د نړۍ او اخرت د نېکمرغۍ او عالي مانيزو موخو لپاره يې بسېږي.[3]

 نبوي حديث دى: ((په اند مې په تاسې کې تر ټولو نېکمرغه هغه دى، چې متعلقات يې لږ او لمونځ کوونکى وي او د اړتيا هومره پر روزۍ قناعت وکړي، تردې چې خپل الله تعالی ته ورسي او د خپل خدای عبادت په ښه توګه وکړي.[4]))

نبوي حديث دى: (( په نړۍ کې زهد د هيلو لنډول، د نعمتونو شکر او له هغه څخه ځان ژغورل، چې الله تعالی حرام کړي دي. ))[5]

پاک نبي په عملي توګه د ساده ژوند زده کړه، خپلې کورنۍ او يارانو ته هم ورکړې وه. يوه ورځ حضرت سلمان (رض) د رسول الله مبارک د لور کور ته ورغى، و یې ليدل، چې بي بي فاطمې يو پړونى پر سر کړى، چې څو ځايه پېوند پکې لګېدلى و.

 حضرت سلمان (رض) هېښنده او خپه شو، له ځان سره يې وويل: ولې بايد داسې وي؟ مګر هغه د عربو د ښاغلي او د مسلمانانو د مشر لور او د الله تعالی د استازي د تره د زوى کورودانې نه ده؟ (حضرت سلمان (رض) حق درلود؛ ځکه هغه خو د “ايران” د دربار د شاهزادګانو مزې چړچې ليدلې وې. ) فاطمه بي بي چې د خپل پلار ليدو ته ورغله، و یې ویل: پلار جانه! سلمان زما پيوند لرونکي پړوني حيران کړ. پر الله تعالی چې پینځه کاله دي، زه د علي په کور کې ژوند کوم او يوازې د ګډې يو پوټکى لرو، چې د ورځې پرې خپلو اوښانو ته واخه اچوو او د شپې په خپله پرې سملو.

د الله تعالی د استازي لور پر لږ تر لږه قناعت کاوه او په ژوند کې يې پر ځان سخته تېروله، د کور ټول کارونه؛ جارو، مېچنه او د ماشومانو ساتنه يې په خپله کوله؛ پر يو لاس يې مېچنه کوله او پر بل يې ماشوم ويده کول. په لاندې کيسه کې د رسول الله مبارک زهد ته پام وکړئ:

د الله تعالی د استازي عادت و، له هر سفره، چې راستېنده، د هر څه له مخې، د خپلې لور کره تله او پر احوال يې ځان پوهاوه. يوه ورځ همداچې له سفره راستون شو، فاطمې بي بي بنګړي، غاړکۍ او پرده پېرلې وه. پاک نبي دا ځل د يوې شېبې لپاره هم په کور کې یې پاتې نه شو او نېغ جومات ته ولاړ. فاطمه بي بي د خپل پلار پر تندي پوه شوه او سملاسي يې د چا په لاس پرده، غاړکۍ او بنګړي خپل پلار ته ولېږل، پېغام ور واستو، لور دې وايي: (( دا هر څه وپلوره او د اسلام په لار کې يې ولګوه. رسول الله په خوشحالۍ وويل: څه چې ورته په کار ول، هماغسې يې وکړل، نړۍ د محمد او آل لپاره نه ده.[6]

پاموړ دا ده، چې د الله تعالی د استازي زهد، د ژوند په سختو ورځو او د هجرت پر لسم کال، چې اسلام د نړۍ ستر ځواک و، يو شان و او د هغه په لاس روزل شويو هم، د هغه په څېر ژوند کاوه.

د مداين والي هماغه د الله تعالی د استازي د وخت “سلمان” و او بيخي بدل نه شو، چې د ژوند ټوله کډه يې يوه ګنډه وه، چې هر چېرې چې تله، ډېره اسانه يې له ځان سره وړاى شوه.

پاکوالى

د الله تعالی نازولي؛ حضرت محمد مصطفى (صلی الله علیه وآله وسلم) له ماشومتوبه له پاکوالي سره ځانګړې مينه درلوده او د سيره ليکونکيو د وينا له مخې، آنحضرت د نورو ماشومانو په پرتله، چې په کوڅو کې يې لوبې کولې او ګډ وډ وېښتان يې درلودل؛ خو آنحضرت تل خپل وېښتان ږومنځول او مخ یې پاک و او دا پاکوالى يې د ټولو د خولې متل ګرځېدلى و. وېښتان يې د “سدر” په پاڼو وينځل او د “بنفشه” په غوړيو يې غوړول.

 عادت يې و، چې هندارې ته مخامخ ودرېږي او خپل وېښتان ږومنځ کړي او کله يې دا کار اوبو ته مخامخ کاوه.[7]

امام صادق وايي: يوه ورځ يو سړى د الله تعالی د استازي د کور مخې ته راغى او د ننووتو غوښتنه يې وکړه؛ نو رسول الله مبارک د خپل عادت تر مخه هندارې ته ودرېد او خپل وېښتان يې سم کړل؛ نو دامهال حضرت عايشې،پاک نبي ته وويل: د آدم په اولاده کې تر ټولو وړ،غوره او د نړۍ د پالونکي استازى يې او بيا هم هندارې ته درېږې او وېښتان ږومنځوې؟

رسول الله وويل: عايشې! الله تعالی خوشحالېږي، چې بنده د رور ليدو ته پاک ولاړ شي.[8]

پاک نبي نه يوازې په خپله پاک و؛ بلکې هر وخت چې په ګوتو ورتله، خپل ياران يې هم پاکۍ ته رابلل، ورته يې د پاک اوسېدنې روزنه ورکوله. یو سړى یې وليد، چې جړه پړه او اوږده ږيره يې درلوده، و یې ويل: ((څه تاوان به يې کړى و که دې سړي خپله ږيره سمه کړې واى.))

هغه سړي هم، چې د رسول الله مبارک خبره واورېده؛ ولاړ او خپله ږيره يې په معتدله توګه سمه کړه او بيا رسول الله ته ورغى، چې پاک نبي يې دا کار وستايه، و یې ویل: تردې روسته له همداسې ږيرې سره ګرځه.

رسول الله پاکوالي ته دومره ارزښت ورکاوه، چې پر سفر وته؛ نو ږومنځه، رانجه، بېتي، هنداره او مسواک يې له ځان سره وړه. هغه مبارک د جامو پر پاکوالي هم خورا ټينګار درلود ، ویل یې: چاچې جامې واخستې، په کار ده، تل يې پاکې وساتي.

نبوي حديث دى: ((په جامو کې مو تر سپينو يوه هم غوره نه ده او تاسې هم سپينې جامې واغوندئ. ))

ښکاره خبره ده، د سپينو جامو يوه ځانګړنه داده، چې ژر رټه ښيي، اغوستونکى اړباسي، چې پاکې يې کړي.

پاک نبي د خپل کور د پاکوالي هم خورا خيال ساته؛ ساده خو ډېر پاک و، ويل يې: (( د کور د وره مخه پاکه ساتـئ او د يهودانو په څېر يې چټله مه ساتئ )).

 د اوبو پر لوښي، د سر له نه ايښوولو او په کور کې، د غڼو د جالو له پرېښوولو يې خلک منع کول، ويل يې: هره ورځ مو له کوره ګند باسئ، مه یې پرېږدئ، چې په کور کې شپه پرې تېره شي.

 سپارښتنه يې کوله: اوبه مه چټلوئ، په نهرونو کې مه لامبئ، د نهرونو ترڅنګ او هلته چې د خلکو تګ راتګ وي، اودسماتي ته مه کېنئ.

د الله تعالی د استازي ويناوې دي:

اسلام پاک دى، تاسې هم پاک وسئ، چې يوازې پاکان جنت ځي. پاکوالى نيم ايمان دى، الله تعالی له چټلۍ کرکه کوي. پاکوالى نيم ايمان دى او ايمان دى، چې جنت ته دې بوځي. پاکوالى د لمونځ د قبلېدو کونجي ده. د دين بنسټ پر پاکوالي دى.

عطر او خوشبویي

د الله تعالی استازى، چې له هرې کوڅې تېرېده؛ نو د هغه مبارک د عطرو خوشبويي تر ډېره هلته وه.

امام صادق وايي: ((رسول الله تر خوړو پر عطرو ډېر لګښت کاوه.))[9]

هغه مبارک تل خپلو يارانو ته سپارښتنه کوله، چې ځان پاک او خوشبويه وساتئ.

د جمعې پر ورځ يې خپل ياران هڅول، غسل وکړي، عطر ولګوي او خوشبويه د جمعې لمانځه ته ولاړ شئ.

يوه ورځ رسول الله، حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وويل: علي! له تا غواړم، د جمعې پر ورځ خوشبويه عطر ولګوې، چې دا مې سنت دى او تر هغه چې له تا خوشبويي راځي، ثواب درته ليکل کېږي، ویل یې: که چا ته کوم مسلمان رور ګل ډالۍ کړ، و دې يې مني، چې ګل د جنت دى.

د امامانو سيرت هم د عطرو په هکله، د الله تعالی د استازي په څېر و؛ لکه څنګه چې امام رضا وايي: (( په جومات کې خلکو د امام صادق ځاى د هغه د عطرو له بويه پېژنده. ))

امام صادق: عطر لګول د الهي انبياوو اخلاق او سنت وو.

بيا يې وويل: له عطرو سره دوه رکعته لمونځ، بې له عطرو، له اويا رکعتونو سره برابر دي. بيا وايي: انسان ته پکار دي، هره ورځ عطر لګول هېر نه کړي او که دا کار نشي کړاى، يوه ورځ روسته دې دا کار وکړي او که بيا هم نشي کړاى، د جمعې پر ورځ دې هرومرو دا کار وکړي.

 پاک نبي مشک درلودل، چې تر هر اوداسه روسته يې پر لاس موږل. خو دا خبره دې له قلمه و نه غورځي، چې پاک نبي په هرو شرايطو کې د عطر د کاررولو اجازه نه ده ورکړې. د بېلګې په توګه: د ښځې د بهر وتو پرمهال يې عطر لګول منع کړي دي، تردې چې و یې ويل: (( کومه ښځه، چې عطر ولګوي او له کوره بهر ووځي؛ نو تر هغه به د الله تعالی لعنت پرې ويل کېږي، چې کور ته راستنه شي )).

مسواک وهل

 رسول الله مبارک تل خوله او غاښونه پاک ساتل او مسواک يې واهه، په تېره، له خوبه مخکې او تر خوب روسته، ويلې يې دي: که نه وېرېدم، چې لارويان مې پر عذاب شي او ورته سخته شي، فرض کړي به مې وای، چې د هر لمانځه په اوداسه کې مسواک ووهي.

امام صادق د خپل نیکه حضرت محمد مصطفى وينا راخلي، چې يوه ورځ يې وويل: د قرآن لار پاکه وساتئ، وپوښتل شو: د قرآن له لارې مو مطلب څه دى؟ و یې ويل: ستاسې خولې! وپوښتل شو: څنګه؟ و یې ويل: په مسواک وهلو.

نبوي حديث دى: خولې پاکې وساتئ، چې د تسبيح لار ده.

امام صادق وويل: (( تر مسواک وهلو روسته، دوه رکعته لمونځ تر اويا رکعتو بې مسواکه لمانځه غوره دى.))

 او په بل ځاى کې وايي: مسواک دولس ځانګړنې لري:

١_ سنت دى. ٢_ خوله پاکوي. ٣_ سترګې روښانوي. ٤_ الله تعالی خوشحالوي. ٥_غاښونه سپينوي. ٦_د خولې بوى ورکوي. ٧_ورۍ کلکوي. ٨_اشتها ډېروي. ٩_بلغم له منځه وړي. ١٠_حافظه غښتلې کوي. ١١_حسنات دوه ګرایه کوي. ١٢_پرښتې خوشحالوي.

نبوي حديث دى: مسواک خوله پاکوي او د پالونکي د خوښۍ لامل دى. ))[10]

زموږ ګران پېغمبر به د پاکوالي لپاره د خولې او پوزې غړه غړه هم کوله.

قدرمن او حق پېژاندی

رسول الله به د هغوى بې څارې قدرمني کوله، چې په يوه نه يو ډول يې د هغه مبارک په ژوند کې ونډه درلوده او د الله تعالی د استازي سيره، خپلو لارويانو ته جوتوي، چې که انسان ونشي کړاى د مخلوق حق پر ځاى کړي، هېڅ به ونشي کړاى، د خپل پنځګر حق ادا کړي.

سره له دې چې پاک نبي خپل پالونکي روزلى و؛ خو بيا يې هم د هغوى په ځانګړې توګه درناوى کاوه، چې د هغه په ښوونه، روزنه او د موخو په پرمختګ کې يې مرسته او يا لاسنيوى کړى و. له مناسبې شېبې يې له داسې خلکو د مننې لپاره ګټه اخسته او هر چوپړ يا کار چې یې له دې خلکو سره له لاسه کېده، ورته يې کوه.

د رسول الله مبارک پام يوازې له موروپلار او خپلوانو سره نېکۍ ته نه و؛ بلکې په هره شونې بڼه، چې کېدل، له ټولو خلکو سره، په ځانګړې توګه مرسته او قدرداني یې کوله او دې خبرې ته د الله تعالی د استازي دومره پام و، چې په دې هکله يې په تاريخ کې ځانګړى نوم پرېښى دى.

د الله تعالی د استازي جومات يوې ښځې جارو کاوه. د شپې به هملته ويدېده او خلکو يې لګښت ورکاوه، يوه شپه رسول الله مبارک هغه ښځه په جومات کې و نه ليده؛ نو د هغې پوښتنه يې وکړه. وویل شول: مړه شوې او خاورو ته هم وسپارل شوه.

 د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يارانو داسې ګومان کاوه، چې ددې بوډۍ مړينه، د الله تعالی د استازي لپاره دومره ارزښت نه لري؛ نوځکه یې ددې بوډۍ له مړينې نه و خبر کړى؛ خو رسول الله مبارک د بوډۍ پر مړينه خورا خواشينى شو، له ملګرو سره يې قبر ته ولاړ، لمونځ يې ورته وکړ او له الله تعالی يې بښنه ورته وغوښته.

 له خپلو دايه ګانو: “ثوبيه” او “حليمې” سره مينه، لاسنيوى، مرسته او قدرمني یې، په تاريخ کې د قدردانيو، مرستو او مينې بې څارې بېلګه ده.

“ثوبيه” د “ابولهب” وينځه وه، څلور مياشتې يې رسول الله ته شيدې ورکړې، چې د ژوند تر پايه يې رسول الله او مېرمن يې خديجې بي بي، ورسره مينه، مرسته او قدرمني کوله.

 تر بعثت روسته رسول الله يو ورپسې ولېږه، چې له ابولهب څخه یې وپېري؛ خو هغه و نه منله. رسول الله بيا هم د ژوند تر پايه مرسته او مينه ورسره کوله. د الله تعالی استازى چې له “خيبر” غزا راستون شو، وا يې ورېدل، چې “ثوبيه” مړه شوې. په دې خبره د پاک نبي چرت ډېر زيات خراب شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وکړه، چې مرسته ورسره وکړي. وویل شو: زوى يې تر مور مخکې له دې نړۍ مړ شوی دی.

په “حنين” جګړه کې، روسته تردې د “هوازن” ټبر وتښتېد؛ نو ښځې او ماشومان يې اسيران شول. د هغه ټبر خلکو د الله تعالی د استازي رضاعي تره، چې د هماغه ټبر و، رسول الله ته واسطه کړ، چې کېداى شي، د درناوي په پار يې اسيران خوشې کړي. رسول الله، د خپل رضاعي تره د دروناوي په پار، مجاهدينو ته د اسيرانو شفاعت وکړ؛ خو په دې مجاهدينو کې څو کسانو د خپلو اسيرانو له خوشې کولو سرغړونه وکړه، چې بيا پخپله رسول الله، هغه اسيران په پيسو وپېرل او خوشې يې کړل.

له “ام ايمن” سره هم د پاک نبي له مينې او وفا ډکه کيسه بې څارې ده. د الله تعالی استازى شپږ کلن و، چې مور يې د عبدالله د قبر له زيارته د راستنېدو پرمهال په “ابوا” سيمه کې مړه شوه. تردې روسته ددې شپږ کلن ماشوم پر روزنې سربېره، ددې ماشوم مورولي هم “ام ايمن” پر غاړه واخسته.

 دې مېړنۍ ښځې په هغه بېديا کې، چې ډول ډول لوټ ماران پکې وو، خپله ټوله هڅه وکړه، دا ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته ورسوي او خپل ګران نیکه “عبدالمطلب” ته يې وسپاري.

رسول الله به د خپل ټول عمر په ترڅ کې ددې ښځې دا ښېګڼه نه هېروله او څومره چې یې له لاسه کېدل، مرسته يې ورسره کوله او تل يې مور ورته ويله.

د ام المؤمنين خديجي قدرمني

په دې ټول خبر دي، چې په ښځمنو کې خديجه بي بي وه، چې تر ټولو ړومبى يې د الله تعالی پر استازي ايمان راووړ. رسول الله يې هېڅکله دا ارزښـتمن چوپړونه هېر نه کړل او په هر ځاى کې يې په درناوي يادوله، تل يې ويل: (( پر الله تعالی قسم، چې پالونکي، بې له خديجې ښه نه ده را پر برخه کړې؛ هغه مهال، چې ټول کفار وو؛ ايمان يې راباندې راوړ، هغه مهال چې ټولو دروغجن ګڼلم؛ تصديق يې کړم، هغه مهال چې نورو له خپلې شتمنۍ بې برخې کړم؛ پر خپله شتمنۍ یې زما ملاتړ او مرسته وکړه او الله تعالی اولاد ترې راکړ. ))

پاک نبي به نه یوازې د خديجې درناوى کاوه؛ بلکې د خديجې د ملګرو درناوى يې هم کاوه او د هغوى پوښتنه يې کوله.

يوه ورځ يوه بوډۍ د رسول الله ليدو ته ورغله، رسول الله يې خورا درناوى وکړ، بيا يې په ورين تندي رخصت کړه. کتنه چې پاى ته ورسېده، ام المؤمنين عايشې بي بي، د الله تعالی له استازي د دې دومره درناوي پوښتنه ورکړه، و یې ویل: دا ښځه به د خديجې پر ژوندون هم زموږ پوښتنې ته راتله.

يوه ورځ د الله تعالی استازى د لارې پر سر له يوې بوډۍ سره ودرېد، د هغې پر احوال يې ځان پوه کړ، خبرې یې ورسره وکړې، و يې ويل: (( پخوانۍ دوستي ټينګه ساتل، د ايمان نښه ده )) دا ښځه د خديجې پر ژوندون هم زموږ پوښتنې ته راتله.

 د ام المؤمنين عايشې وينا ده: د الله تعالی استازي چې به حلاله وکړه، برخې برخې به یې کړه او د خديجې د ملګرو برخه يې هم پکې کوله.

کار او هڅه

له وړوکتوبه تکړه او خواري کښ و. هغه مهال چې له ((حليمې)) بي بي سره و، و یې پوښتل: روڼه مې چېرې ځي؟ حليمې وويل: څاروي څرولو ته وړي. و يې ويل: سر له سبا زه هم ورسره ځم.

 په اووه کلنۍ کې وليدل شو، چې لمنه يې له خاورو ډکه کړې او له “عبدالله بن جدعان” سره د کور په جوړولو کې مرسته کوي.

په ژوند کې و نه ليدل شو، چې کومه شېبه يې پر ناغېړۍ تېره کړې وي، خپل کارونه يې په خپله کول او په کور پورې اړوند چارې يې په خپله کولې، دعا يې کوله: (( خدايه! له لټۍ او بې کارۍ پناه غواړم )).

 مسلمانان يې کار و هڅو ته هڅول، ويل یې: ((رښتین کارګر، پر الله تعالی ګران دى. عبادت اويا برخې لري، چې تر ټولو غوره يې د حلال رزق ګټل دي. ))

ويل يې: (( څوک چې د نړۍ په چارو کې ناغېړى وي، د اخرت چارې به يې هم ناغېړې وي)).

نبوي حديث دى: ((لعنت ويل شوى پر هغه چې د خپل لګښت پېټې پر نورو اچوي او پخپله بېکاره وي. ))

يوه ورځ رسول الله يو تکړه غښتلى سړى وليد، چې هغه مبارک يې اریان کړ، پاک نبي يې د کار او کسب/ ورهڼې په هکله وپوښتل. منفي ځواب يې واورېد، و یې وويل: ((له سترګو مې وغورځېد )).

د الله تعالی د استازي يو اصحابي ډېر بېوزله شوى و او د خپلې ښځې په وړانديز يې هوډ وکړ، خپل حالت رسول الله مبارک ته ووايي، مرسته ترې وغواړي او په همدې نيت پاک نبي ته ورغى؛ خو مخکې تردې چې خپله اړتيا وغواړي، له رسول الله ېې واورېدل:

(( څوک چې له موږ څخه څه وغواړي، ورکوو یې؛ خو هغه چې ځان نورو ته نه اړينوي او خپل لاس نورو ته اوږد نه کړي، الله تعالی به يې مړه خوا کړي )).

دې سړي هم پر هغه ورځ د الله تعالی له استازي هېڅ و نه غوښتل، کور ته راستون شو،کور ته راغى؛ خو د بېوزلۍ له لامله بيا رسول الله ته ورغى. دواړه ځل يې هماغه خبره واورېده او بې له دې، چې له پاک نبي مرسته وغواړي، خپل کور ته راستون شو؛ خو دا ځل يې له ځان سره فکر وکړ: څه کړاى شم؟ ذهن ته يې ورغلل، چې دومره خو کړاى شي، چې بېديا ته ولاړ شي، خس راټول او و یې پلوري. ترخزه يې را واخسته، بېديا ته ولاړ، خس يې راوړل، و یې پلورل او نه یوازې خپله اړتيا يې لاس ته راوړه؛ بلکې سوکه سوکه شتمن هم شو. بله ورځ، چې د الله تعالی رسول وليد، موسکی يې وویل: (( درته مې نه وو ويلي: څوک چې له موږ مرسته وغواړي، مرسته يې کوو؛ خو که ځان اړين نه کړي، الله تعالی يې مړه خوا کوي. ))

د الله تعالی د استازي وينا ده: غوره به وي، په تاسې کې يو کس، بې له دې، چې له خلکو څه وغواړي، خپله رسۍ واخلي، غره ته ولاړ شي، خس راټول کړي او و يې پلوري. ))

((وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَي‏ءٍ قَدْراً [11]= او له داسې ځايه روزي وركوي، چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله تعالی توكل وكړي، الله تعالی ورته بسیا دى، په حقيقت كې الله تعالی د خپل كار كوونكى دى، په يقين الله تعالی هر څيز ته يوه اندازه ټاكلې ده. ))[12]

د الله تعالی د استازي ځينو يارانو، چې د ا آیت واورېد، له کار و هڅو يې لاس واخست، په ځان پسې يې ورونه وتړل، پر عبادتونو بوخت شول او له ځان سره يې وويل: نوره اړتيا نه لرو ورهڼه-کار او کسب ولرو.

رسول الله چې خبر شو، ټول يې راوغوښتل، و يې وپوښتل: ولې مو له کاره لاس واخست او یوازې پر عبادت بوخت شوئ؟ و یې ویل: موږ ځکه یوازې پر عبادت بوخت شو، چې الله تعالی ويلي او ضمانت يې کړى، چې روزي به مو راکوي. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) هغوى ورټل، و یې ویل: چاچې داسې وکړل او له کار او هڅو يې لاس واخست، دعا به يې قبوله نشي، په کار دي، کار او کوښښ وکړئ او د خپل کوښښ او کسب تر سيورې لاندې له الله تعالی مرسته وغواړئ.

په بل ځاى کې وايي: (( تر ټولو پاک خواړه هغه دي، چې انسان يې په خپل کار او کوښښ لاس ته راوړي )).

رسول الله ټول هغه مشروع کوښښونه او هلې ځلې عبادت ګڼلي او جهاد يې بولي، چې د ژوند د ښه کولو او اړتياوو د لرې کولو لپاره کېږي.

 رسول الله له اصحابو سره ناست و، چې يو غښتلى او تکړه ځوان يې وليد، چې سهار وختي پر کار بوخت شو. دا مهال اصحابو وويل: دا ځوان به هله ستاينوړ و، چې خپله ځواني او غښتليتا يې د الله تعالی په لار کې کارولې واى. رسول الله وويل: دا خبره مه کوئ! که دا ځوان ددې لپاره کار کوي، چې په ژوند کې نورو ته اړتيا و نه لري، دا کار يې د الله تعالی په لار کې شمېرل کېږي او که ددې لپاره کار کوي، چې بېوزليو ماشومانو او خپل موروپلار ته ګټه ورسوي، بيا يې هم کار عبادت دى؛ خو که ددې لپاره کار کوي، چې مال ډېر کړي؛ نو د شېطان پر لار تللى او له سیده لارې کوږ شوى دى.

ګران پېغمبر به له خواري کښو او کارګرانو سره ځانګړې مينه درلوده، چې په تاريخ کې له دې طبقې سره دومره مينه، له هېڅ مشرتابه هم نه ده ليدل شوې؛ لکه څنګه چې حضرت انس بن مالک(رض) وايي: (( هغه مهال چې رسول الله له “تبوک” غزا راستون شو، “سعد انصاري” يې ستړو مه شو ته ورغى، رسول الله، چې لاس ورکړ؛ نو د هغه لاس يې ځيږ وموند، و يې ويل: پر لاس دې څه شوي دي؟ و یې ویل: الله تعالی مې دې له تا لوږى کړي! زه په پړي کار کوم او له دې لارې کورنۍ ته روزي ګټم. دا مهال یې آنحضرت لاس ښکل کړ، و یې ويل: دا هغه لاس دى، چې د دوزخ اور به ور و نه رسي.[13]

 وينو چې د اسلام د ستر پېغمبر په ښوونو کې، کار يوازې د مجبورۍ له مخې نه؛ بلکې که څوک له مالي اړخ کار ته اړتيا هم نه لري، بيا يې هم کار، د انسان د بشپړتیا لپاره ارزښتمن ګڼلى، چې د ډول ډول وړتیاوو په زرغونولو کې مهمه وڼده لوبوي.

رسول الله مبارک د خپل ژوند يوه شېبه هم بېکاره تېره نه کړه او چې د خپلو دندو د ترسره کولو روسته به کور ته راستون شو، خپل وخت يې درې برخې کاوه:

١_ په يوه برخه کې يې د الله تعالی عبادت کاوه.

٢_ په يوه برخه کې له خپلې کورنۍ سره و او د هغوى اړتياوې يې پوره کولې.

٣_ په يوه برخه کې يې استراحت کاوه، وګړیزې چارې يې پکې کولې، چې په دې وخت کې يې يو څه وخت، ځانګړيو اصحابو او نورو خلکو ته هم ورکاوه.

ژوند غنيمت دى

رسول الله تل هڅه کوله، خپل امت د ژوند پر ارزښت پوه کړي، ويل يې: ((د آدم اولاد ته حيران يم، چې شتمني يې ډېره شي،خوشحاله شي، چې شتمني يې لږه شي، خپه شي؛ خو پر دې خبره هېڅکله نه خواشينېږي، چې د ژوند شپې و ورځې يې تېرېږي او پوه شئ، هغه هوسا نه دى، چې شتمني يې ډېره؛ خو عمر يې لنډ وي، ویل یې: الهي پرښته هره شپه پر شل کلنو ځوانانو غږ کوي، نه ستړى کېدونکې هڅې وکړئ او کمال او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره ملا وتړﺉ. د ايمان خاوند ته پکار دي، له خپل ځواکه، د خپلو ګټو، له نړۍ، د آخرت لپاره او له ځوانۍ د بوډاتوب لپاره وکاروي.

رسول الله،حضرت ابوذر غفاري ته وويل: پینځه څيزونه تر پينځو څيزونو مخکې غنيمت وګڼه: ځواني تر بوډاتوبه، روغتيا تر رنځورۍ، شتمني تر بېوزلۍ، فراغت تر ګرفتارۍ او ژوند تر مړينې مخکې غنيمت وګڼه.

ویل یې: چا ته چې د خير ور پرانستل شو، هغه دې غنيمت وګڼي، له وخته دې ګټه واخلي؛ ځکه پته ورته نه وي، چې کله پرې دا ور تړل کېږي.

د الله تعالی د استازي وينا ده: په ژوند کې به مو داسې ورځې راشي، چې د الله تعالی ځانګړى پام به درته وي او مناسب وخت به لاس ته راوړئ؛ نو دا مهال کوښښ وکړئ، له دې فرصته ګټه واخلئ او ځان د الله تعالی پر لار سم کړئ.

د الله تعالی د استازي وينا ده: په قيامت کې به يو بنده هم مخکې ولاړ نشي؛ خو داچې څو پوښتنې ترې وشي:

١_ ژوند دې پر څه تېر کړى دى.

٢_ځواني دې څنګه او په کومه لار تېره کړې ده.

٣_شتمني دې څنګه لاس ته راوړې او په کوم ځاى کې دې لګولې ده.

٤_ امام دې څوک دى؛ لکه څنګه چې لوى څښتن ويلي: (( يوم ندعوا کل اناس بامامهم )) پر هغه ورځ به ټول خلک د هغوى له امام سره راوغواړو او په پاى کې به له فرصتونو او واکه کمال ته د رسېدو په هکله هم پوښتنه کېږي.

د رسول الله وينا ده: مغبون دى چې نن یې له پرون سره يو شان وي. ملعون دى چې پرون تر ننه بدتر وي. کم عقله دى، چې خپلې نيمګړتياوې له منځه يو نه سي او د هغه چې عقل او عمل نيمګړی وي، تر ژونده ورته مرګ غوره دى (ځکه ورځ په ورځ يې ګناهګانې ډېرېږي .[14])

خپل کار په خپله کول

تر هغه چې شونې وه؛ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) خپل کارونه پخپله کول؛ خپلې څپلۍ يې په خپله ګنډلې او که جامې يې شلېدې، په خپله يې ګنډلې. اوداسه ته يې په خپله اوبه راوړې. نه یوازې خپل کارونه يې په خپله کول؛ بلکې د کور په چارو کې يې له کورنۍ سره هم مرسته کوله او که د کور لپاره به سودا په کار وه، په خپله يې راوړه. هېڅکله چا و نه ليدل، چې په بازار کې پېرل شوې سودا، پر بل چا يوسي او سپارښتنه يې کوله: چې مو له لاسه کېږي، خپل کارونه په خپله وکړئ او نورو ته يې مه سپارئ.

د الله تعالی استازى له اصحابو سره پر سفر وتلى و، چې غرمه شوه؛ کاروان ودرېد، ټول له سورليو راکوز شول، رسول الله مبارک هم له سورلۍ راکوز شو او اوداسه ته د اوبو د راوړو په تکل کې شو، روسته تردې رسول الله مبارک له خپل اوښه لرې شو، بېرته راستون شو، اصحابو ګومان وکړ، کېداى شي رسول الله مبارک دا ځاى د دمې او اوداسه لپاره مناسب نه ګڼي؛ نوځکه راستون شو، چې د تګ حکم ورکړي، ټول پر تمه وو، چې رسول الله مبارک څه وايي او خلک خو نور هم هله حيران شول، چې و یې ليدل، د الله تعالی استازى راغى، د اوښ پښې يې په خپله وتړلې او بېرته په اوبو پسې ولاړ. ټولو غږ پرې وکړ: رسول الله ! ولې دې موږ ته حکم و نه کړ، چې دا کار درته وکړو، ولې مو ځان په زحمت کې کړ؟ رسول الله مبارک خپل تاريخي ځواب ورکړ: له نورو په خپلو چارو کې مرسته مه غواړئ، که څه د وړکي کار لپاره وي! که څه ددې لپاره وي، چې څوک درته مسواک راواخلي؛ يعنې څومره مو چې له لاسه کېږي،خپل کارونه په خپله کوئ او له نورو مه غواړئ، کار مو وکړي.

رسول الله مبارک داسې اصحاب او ياران درلودل، چې که يې ترې غوښتي واى، ځانونه يې د هغه پر خبره، سيند ته هم ګوزارول او د هغه د يارانو هم ټول وياړ دا و، چې د رسول الله مبارک پر حکم ځان، د دښـمن تر تورو لاندې کوي او د داسې يارانو په درلودو، بيا هم نه خوښېده، چې خپل کار نورو ته وسپاري ، ویل یې: (( خپل کار په خپله کول د انبياوو کړنلار ده. ))

خبرې او چوپتيا

رسول الله مبارک خوږ او غوڅ ژبى و، تل د وينا پرمهال موسکى و؛ نه ډېر ګړېده او نه تل چوپ و. چوپتيا يې اوږده وه او نااړينه نه ګړېده. يوه ورځ يې حضرت ابوذر غفاري (رض) ته وويل: (( په څه کې، چې دې ګټه نه وي، پرېږده يې. هغه خبره مه کوه، چې ګټه دې پکې نه وي او پر خپله ژبه د خپلو پيسو په څېر پام وکړه او و یې ساته. ابوذره! که ګړېدل سپين زر وي؛ نو چوپتيا سره زر دي. ))

خبره يې نه اوږدوله، خبره يې تکراري نه وه، غوسه او روښانه وينا يې درلوده، خبرې يې په حوصله او د کلمو ترمنځ يې واټن و، تردې چې په ډله کې ټولو ناستو کړاى شول، د رسول الله مبارک پر بېلو بېلو خبرو پوه شي. بې بنسټه خبرې نه کولې، په خبرو کې نه ترهورېده، وينا يې هم د نورو حرکتونو په څېر انډول وه، خبره يې بشپړه، پراخ بنسټه، بې له کوم زياتوالي او کموالي وه؛ نوځکه کلمې يې جوامع الکلام او څرګندونې يې فصل الخطاب وې.

نبوي حديث دى: (( زه تر ټولو فصيح ژبى عرب يم )).

د رسول الله مبارک غوڼدلې او ويناوې وړې؛ خو پخې وې، په خپله يې ويل: (( څښتن مې هراړخیزې کلمې راکړې دي. ))

 په رښتيا لوى څښتن داسې ځواک ورکړى و، چې په يوه وړه خبره يې خورا زيات علم او حکمت څرګنداوه، چې دا ځواک يې په مبارکو ويناوو کې هر چا ته څرګند دى؛ خو د يادونې ده، چې رسول الله مبارک، له هر چا سره یې د هغوی د عقل او پوهې هومره خبرې کولې.

 غږ يې لوړ او تر ټولو خوږ و. داسې څوک به نه وي، چې د رسول الله مبارک غږ او خبرې يې اورېدلې وي او په زړه کې يې نه وي ناستې او زړه يې پرې نه وي بايللى؛ نو \ځکه قريشو په مکه کې مسلمانان شويو ته “صباة” (زړه باېلونکي) ويل، ویل یې: وېره له دې ده، چې “وليد بن مغيره” پر محمد زړه و نه بايلي، چې ټول قريش ورته په تمه دي او که هغه هم پر محمد زړه وبايله؛ نو ټول قريش به پر محمد زړه وبايلي. قريشو ويل: ((وينا يې کوډې او تر شرابو یې مستي ډېره ده.))

 خپل زامن يې له رسول الله سره له ناسې پاستې منع کول، چې د محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) خوږې خبرې او په زړه پورې څېره پرې اغېز و نه کړي.

چې رسول الله مبارک په “حجر اسماعيل” کې کېناسته او پخپل ښکلي غږ يې قرآن پاک لوسته، کفارو په غوږونو کې ګوتې ايښودې، چې د رسول الله مبارک ښکلى غږ يې زړونه را نه کاږي او پر سرونو يې څادرونه را اچول، چې سترګې يې د محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) پر زړه راکښونکې څېره و نه لګي؛ ځکه چا به چې د الله تعالی د استازي خوږه او په زړه پورې وينا واورېده، اسلام يې راوړه.[15]

عبادت

د الله تعالی د استازي سر تل په ګرېوان کې د لوى څښتن په ياد کې و. په هر حال او ځاى کې يې فکر او ماغزه، له لوى پالونکي سره وو. تل يې ځان ته “عبد” وايه او “عبد” هغه دى، چې خپل معبود، تر ټولو ښه پېژني او تر ټولو غوره عبادت يې کوي او له دې لارې د خپلې بندګۍ مقام لوړوي.

نبوي حديث دى: د انسان رفيع مقام، چې هماغه لوى پالونکي ته د نږدېوالي مقام دى، په عبادت لاس ته راځي. رسول الله مبارک د لوى څښتن پر ستروالي پوه شوى و؛ نوځکه تر ټولو عابد و او پردې مقام او منزلت وياړېده. په هر ځاى او حال کې يې د الله تعالی پر ياد سپارښتنه کړې ده.

يوه ورځ يې د خپلو مبارکو ويناوو په ترڅ کې اصحابو کرامو ته وويل: که څوک خوښ وي، د الله تعالی په نزد له خپل مقامه خبر شي او له ځان سره د الله تعالی پر مقام خبر شي؛ نو پوه شئ، الله تعالی، انسان ته هغه مقام ورکوي، چې بنده يې ورته په زړه کې لري. پوه شئ، د الله تعالی په نزد، تر ټولو غوره کړنې او تر ټولو ستره درجه او تر ټولو هغه څه غوره، چې په نړۍ کې دي، د الله تعالی ياد دى؛ ځکه په خپله لوى پالونکي خبر ورکړى: ((زه له هغه سره همنشين يم، چې زما پر ياد وي. ))

د رسول الله (ص) وينا ده: تر ټولو غوره خلک هغه دي، چې پر عبادت مين وي، د زړه له کومي مينه ورسره وکړي او پر غړيو يې وکړي او داسې خلک دي، چې چرت يې خراب نه دى، چې د نړۍ چارې يې سختې تېرېږي که اسانه.

لمونځ

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) له لمانځه سره هېښنده مينه درلوده، ويل یې: (( لمونځ مې د سترګو رڼا ده، چې يو بنده لمونځ کوي او زړه يې له الله تعالی سره وي؛ نو چې لمونځ یې پاى ته ورسي؛ نو د زوکړې د ړومبۍ ورځې په څېر وي. ))

تل يې ويل: ((لمانځه ته مه شا کوئ. ))

د “بني ثقيف” د ټبر يوه ډله، د اسلام راوړو په موخه، له رسول الله سره پر مذاکره شول. مذاکره چي پلاوي، د خبرو او وړانديزونو په ترڅ کې، رسول الله مبارک ته دا وړانديز هم ورکړ، چې د “بني ثقيف” ټبر به په څو شرطونو مسلمان شي، چې يو یې لمونځ نه کول دي. رسول الله مبارک يې په ځواب کې وويل: (( رابه شو د لمونځ خبرې ته؛ په هغه دين کې خير نشته، چې لمونځ پکې نه وي. ))

نبوي حديث دى: ((لمونځ د کېږدۍ د ستنې په څېر دى، که د کېږدۍ ستنه پخه او پر ځاى وي؛ نو کېږدۍ او پړي يې هم پاخه او پر ځاى کلک وي او که ستنه ماته شوه؛ نو کېږدۍ هم رانړېږي.))

يوه ورځ يې له خپلو يارانو سره په خبرو کې پوښتنه رامنځ ته کړه: فرض کړئ، د کور په مخ کې مو د اوبو يو نهر دى او تاسې هر ورځ پینځه ځل پکې ځان وينځئ؛ نو ايا پر بدن به مو خېرى پاتې شي؟ وویل شو: نه! داسې وينځل به هېڅ ډول خيرې پر بدن پرنږدي. رسول الله وويل: پینځه وخته لمونځ هم داسې اغېز لري. پینځه وخت، لمونځ الله تعالی انسان پاکوي، ويل يې: هغه لمونځ نه دی، چې لاروي ترې نه کوي او له لمانځه لاروي دا ده، چې له فحشا او منکراتو لاس واخلئ.

نبوي حديث دى: ((هغه لمونځ د سپېڅلتيا لامل دی، چې د الله تعالی په پامنيوي د زړه له کومي وشي.)) له اندنې سره دوه رکعته لمونځ، تر ډېرو لمونځونو غوره دی.

د هغه مبارک او د ديني مشرانو په زده کړو کې راغلي دي: هومره لمونځ قبلېږي، چې د زړه په حضور کې وي.

په لمانځه کې د زړه او ذهن د حضور په هکله وايي: لمونځ د هغه چا په څېر وکړئ؛ لکه چې له لمانځه سره مخه ښه کوي او چې لمونځ ته چمتو شوئ؛ نو ووایئ چې دا مې په نړۍ کې روستى لمونځ دى او داسې وئ؛ لکه جنت مو چې مخې ته، دوزخ مو تر پښو لاندې، د مرګ پرښته مو شاته، پېغمبران مو ښي اړخ ته، پرښتې مو کيڼ اړخ او الله تعالی مو پر سر وي؛ نو پام مو وي، چې د چا عبادت کوئ او څوک مو څاري؟

نبوي حديث دى: ((د خپل پالونکي داسې عبادت وکړه، چې ګواکې وينې يې او که یې نه ويني؛ نو هغه خو دې ويني. ))

يوه ورځ د الله تعالی استازى په جومات کې ناست و، چې يو سړى راننووت، پر لمانځه ودرېد، دومره چټک لمونځ يې وکړ، چې پاک نبي يې په هکله وويل: هغه سړی د لمانځه پر ځاى د کارغه په څېر ټونګې وهي او که له نړۍ ولاړ شي او لمونځ يې همدا وي؛ نو زما پر دين به له نړۍ نه وي تللى.

نبوي حديث دى: که څوک د خلکو په مخ کې په تواضع لمونځ کوي؛ خو چې ځان ته شي او په هماغه تواضع لمونځ و نه کړي؛ نو دا به د پالونکي ستر سپکاوى وي.

نبوي حديث دى: په خشوع کې له نفاقه، له الله تعالی پناه وغواړئ. وپوښتل شو: په خشوع کې نفاق څه دى؟ و يې ويل: داچې د انسان بدن خاشع وي؛ خو زړه يې نه وي او ډېر دي داسې کسان، چې د لمانځه پايله يې يوازې ستړيا وي.

رسول الله مبارک په لېواتيا د لمانځه د وخت په تمه و او د لمونځ وخت چې به را ورسېد؛ نو خپل موذن ته يې ويل: بلاله ! (په اذان مې) خوشحاله کړه.

يوه ورځ يې حضرت ابوذرغفاري (رض) ته وويل: ابوذره ! الله تعالی مې د سترګو رڼا په لمانځه کې ايښې او راباندې ګران کړى يې دى؛ لکه څنګه چې يې خواړه پر وږي او اوبه پر تږي؛ خو پر دومره توپير، چې وږى په خوړو او تږى په اوبو مړېږي؛ خو زه په لمانځه نه مړېږم.

د حضرت علي (کرم الله وجهه) وينا ده: رسول الله ته د لمانځه په پرتله هېڅه هم وړ نه وو او د لمونځ وخت، چې شو؛ نو ته وا په خپل شاوخوا کې هېڅ څوک هم نه پېژني.

د رسول الله مبارک د يوې مېرمنې وينا ده: رسول الله له موږ سره او موږ له هغه سره خبرې کولې؛ خو همداچې د لمانځه وخت به شو؛ نو يو داسې حالت به پرې راغى، ته وا بېخي موږ نه پېژني او نه يې موږ پېژنو. په لمانځه کې يې د الله تعالی له وېرې رنګ تښتېده او غږ به يې ژړغون شو.

هغه مبارک، چې په خپله لمونځ کاوه، لمونځ يې ډېر اوږد و؛ خو چې نورو ته يې لمونځ ورکاوه، د نورو د حال په پامنيوي يې لمونځ نه اوږداوه ، ویل یې: زړه مې غواړي، لمونځ مې اوږد کړم؛ خو هغه مهال، چې د هغه ماشوم د ژړا غږ واورم، چې مور يې په ما پسې لمانځه ته ولاړه ده؛ نو لمونځ مې لنډوم.

يوه ورځ يو سړى، چې ټوله ورځ يې د خپل پټي په خړوبولو تېره شوې وه؛ د لمانځه لپاره په حضرت معاذ بن جبل (رض) پسې ودرېد، هغه په لمانځه کې د بقرې سورت پيل کړ؛ هغه سړي د ستړيا له لامله و نه شول کړاى. په جماعت لمونځ وکړي؛ سلام يې واړو او په خپله يې لمونځ وکړ. حضرت معاذ وویل: تا نفاق وکړ او له موږه بېل شوې. د الله تعالی استازى، چې له دې پېښې خبر شو، له غوسې سور شو، حصرت معاذ ته يې وويل: تاسې په دې کار، له دينه د مسلمانانو زړه توروئ؛ خو دې خبرې ته مو پام نه وي، چې په لمانځه کې ستړي، رنځوران او بوډاګان هم ولاړ دي او بايد په ټولنيزو چارو کې د کمزوريو وګړيو حال هم په پام کې ونيول شي، ولې دې لنډ سورت و نه وايه؟!

د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) نه خوښېدل، پر لوړ غږ ذکر او دعا وکړي. د يو سفر په ترڅ کې يو اصحابي، چې لوړې ته به ورسېد، پر لوړ غږ يې تکبير وايه. رسول الله وویل: رو وايه! هغه ته چې ته غږ کوې، نه کوڼ دى او نه کوم لرې ځاى ته تللى؛ هغه په هر ځاى کې تاسې ته نږدى او اورېدونکى دى.

رسول الله مبارک به ډېرې روژې نيوې. د رمضان او شعبان پر مياشتو سربېره، په ټول کال کې يو شواروز روسته يې روژه نيوه او د خپل مبارک ژوند په روستيو کلونو کې يې د هرې مياشت پر درېیو ړومبيو پنجشنبو،منځنۍ چهارشنبو او روستيو پنجشنبو روژه کېده.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يوه ورځ خپلو يارانو ته وويل: په تاسې کې څوک ټولې ورځې روژې نيسي؟ حضرت سلمان وویل: زه ! دا مهال په ډله کې يو وويل: سلمانه ! ډېرى ورځې دې ګورم، چې خواړه خورې. حضرت سلمان وویل: پر کوم ګومان، چې ته يې، داسې نه ده؛ بلکې د هرې مياشتې درې ورځې روژه يم. څښتن تعالى ويلي دي: چاچې يو ښه کار وکړ؛ لس ثوابه به ورکړل شي او بلخوا تر رمضان مخکې په شعبان کې هم روژه نيسم او که څوک داسې وکړي؛ نو داسې به وي؛ لکه ټولې ورځې يې چې روژه وي.

د روژې مياشت روستۍ لس شپې، چې شوې، د الله تعالی رسول به خپله بستره ټوله کړه او ډېرى به پر عبادت بوخت و او، چې د روژې ٢٣مه شپه به شوه؛ نو خپل اهل بيت يې هم ويخول او د هغوى پر مخونو یې اوبه پخنکولې، چې خوب يې يو نه سي. د خپل پلار د سنت د پلي کولو په موخه زهرا بي بي هم دا کار، د خپل کور له غړيو سره کاوه ، ویل یې: (( بې برخې دى هغه چې ددې شپې له برخې، بې برخې شي.))

په عبادت کې منځلاري

لکه څنګه چې رسول الله په حيواني شهوتونو کې له ډوبېده سره مبارزه کوله، دغسې يې په رهبانيت پسې هم راخستې وه او د هغوى مخه يې نيوه، چې نړۍ ته يې شا کړې وه او خپل ټول وخت يې پر عبادت تېراوه ، ویل یې: (( ستاسې بدن، کورنۍ، اولاد، مېرمن او ملګري درباندې يو لړ حقونه لري، چې بايد رعايت يې کړئ ))

 حضرت عثمان بن مظعون (رض) د الله تعالی د استازي له سرښنده يارانو ځنې و. يوه ورځ يې مېرمنه رسول الله مبارک ته راغله، و یې ویل: څه موده ده، چې مېړه مې له کار و ژونده لاس اخستی، تل پر عبادت بوخت وي، ټوله ورځ روژه وي او د شپې لمونځونه کوي.

د الله تعالی استازى، چې تل د اعتدال او منځلارۍ پلوى او ښووند و او له هر ډول افراط (زیاتۍ) او تفريط (کمۍ) سره يې مبارزه کوله، دا خبره یې چې واورېده، له خپل ياره خورا خواشينى، ورته غوسه شو، بې ځنډه هغه ځاى ته ولاړ، چې حضرت عثمان پکې عبادت کاوه. رسول الله، چې ور و رسېد، حضرت عثمان پر لمانځه و. عثمان پوه شو، چې رسول الله مبارک راغلى، ژر يې لمونځ پاى ته ورساوه، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته يې ښه راغلاست ووايه.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: عثمانه ! زما په دين کې رهبانيت او نړۍ ته شا کول نشته؛ بلکې الله تعالی زه له ساده، پاک او اسان دين سره مبعوث کړى يم، زه چې د الله تعالی استازى يم؛ هم روژه نيسم، هم لمونځ کوم، هم مې کورني کار او ژوند ته پام کوم. د چاچې زما دين خوښ وي؛ نو هغه دې وکړي، چې زه يې کوم او زما يوه کړنلار هم واده، کور جوړول او ژوند،کورنۍ او مېرمنې ته وخت ورکول او پام دى[16].

 نبوي حديث دى: اسلام متين او محکم دى؛ نو د احکامو په پلي کولو کې يې کلم پر متانت ګام واخلئ او د الله تعالی له عبادته (په ډېر عبادت) د خلکو زړه مه توروئ او که داسې مو وکړل؛ نو د هغه پر اوښ سور په څېر به ياست، چې منزل ته تر رسېدو مخکې خپل اوښ له ستړيا له پښو وغورځوي.[17]

حضرت علي(کرم الله وجهه) خپل مشر زوى ته د وصيت په ترڅ کې وويل: په ژوند او د الله تعالی په عبادت کې منځلاري او اعتدال جامه کړه، چې تل ورته لېوال او دوام ورکړاى شې.

د يو سفر په ترڅ کې، د الله تعالی د استازي ځينو يارانو روژه نيولې وه او د ګرمۍ له لامله، په يو ګوټ کې بې حاله پراته ول؛ خو ځينې نور روژه نه وو او پر کېږدۍ وهلو، څارويانو ته پر اوبو ورکولو او یو د بل پر چوپړ بوخت وو. دا مهال رسول الله مبارک دې ډلې ته اشاره وکړه ، و یې ويل: ټول ثواب به ددې ډلې کېږي.[18]

دعا

رسول الله به د دعا په هکله ډېره سپارښتنه کوله، د عبادت ماغزه يې ګڼله او د دعا د ارزښت په هکله يې ويل: (( دعا د مؤمن وسله، د دين ستن او د اسمانونو او ځمکې رڼا ده. پوه شئ! قضا بې له دعا بل هېڅ څه هم نشي بدلولاى. ))

 او ويلي يې دي: ((الله تعالی ته دعا وکړئ او د خپلې دعا پر قبلېدو ډاډ ولرئ او پوه شئ، الله تعالی د غافل او بې خبره زړه دعا نه مني )).

 بيا يې وويل: ((د اړتيا پرمهال يې له الله تعالی وغواړئ او په سختيو کې پناه وروړئ، زارۍ او دعا وکړئ؛ ځکه دعا د عبادت ماغزه دي او داسې مؤمن به نه وي، چې دعا وکړي او الله تعالی يې دعا و نه مني؛ خو دومره خبره ده، چې ځينې د خپلې دعا پايله په همدې نړۍ کې او ځينې يې په هغه نړۍ کې ويني او دا ټول هغه مهال کېداى شي، چې د چا غوښتنه ګناه نه وي. ))

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: الله تعالی خپل يو استازي ته داسې وحې و کړه: ((پر خپل عزت او جلال مې قسم، چې که څوک بې له ما بل ته هيلمن شي، نهيلى به يې کړم او په خلکو کې به يې خوار او ذليل کړم او هغه به له خپل فضل او پراختيا لرې او بې برخې کړم. زما بنده په سختيو کې نورو ته سترګې اړوي، حال دا، سختۍ زما په لاس کې دي؛ خو نورو ته هيلمنېږي، زه مړه خوا بښونکى يم، د بندو شويو ورونو کونجي له ماسره ده او هغوى ته مې د دعا د قبلېدو ور پرانستی دى، چې ما ته دعا وکړي )).

د الله تعالی د استازي او د ديني مشرانو سپارښتنه ده، چې د دعا په پيل او پاى کې پر “محمد” او ” آل” يې درود ووایئ.

 يوه ورځ د امام جعفر صادق يو يار وویل: په قرآن شريف کې آيت دى: (( ادعونى استجب لکم )) حال دا، موږ دعا کوو؛ خو نه قبلېږي. امام وویل: ګومان کوې، چې الله تعالی پر خپله ژمنه ولاړ نه دى؟ و یې ویل: نه! امام وپوښتل: ستا په ګومان، چې لامل يې څه دى؟ يار يې وویل: نه پوهېږم! امام وویل: څوک چې د الله تعالی احکام پلي کړي او له خپلې لارې دعا وکړي؛ نو الله تعالی به يې دعا قبوله کړي. و یې پوښتل: د دعا خپله لار څه ده؟ امام وویل: دا چې ړومبى د الله تعالی ستاېنه وکړې، نعمتونه يې راياد او شکر يې وباسې او بيا پر محمد او آل يې درود ووايې، بيا خپلې ګناهګانې ووایې، منښته پرې وکړې او بيا له خدايه بښنه وغواړې، دا دعا لار ده.

د رسول الله د دعاوو بېلګه

حضرت ام سلمه بي بي وايي: يوه شپه له خوبه پاڅېدم، و مې ليدل، چې رسول الله په بستره کې نشته، له ځان سره مې وويل: د الله تعالی استازى به چېرې تللى وي؟ ناڅاپه مې پام شو، و مې ليدل، چې د کوټې په ګوټ کې پر عبادت بوخت دى. ورته غوږ شوم، چې په ژړغوني غږ يې ويل: ((خدايه ! کوم صالح څيزونه، چې دې راکړي، له ما يې مه اخله. خدايه ! کينه کښ او حسود دښمن راباندې لاسبرى مه کړې. خدايه! هغه بديو او ناوړه پېښو ته مې ورستون نه کړې، چې تا ترې راايستى يم. خدايه! د سترګو د رپ هومره مې هم پر خپل حال پرې نه ږدې.))

 ام سلمه بي بي وايي: دلته چې راورسېد؛ نو په چغو چغو مې وژړل. د رسول الله مبارک لمونځ او دعا چې پاى ته ورسېده؛ نو و يې پوښتلم: ام سلمې! ولې ژاړې؟ و مې ويل: رسول الله! سره له دې چې د الله تعالی استازى يې، داسې وياست؛ نو موږ ته خو پر خپل حال ژړا په کار ده. رسول الله مبارک وويل: هو همداسې ده! رور مې حضرت يونس (علیه السلام)، الله تعالی د يوې شېبې لپاره پر خپل حال پرېښود؛ نو څه پرې راغلل.

امام جواد وايي: رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به داسې دعا کوله: خدايه ! هغه څه مې وبښې، چې کړي مې دي، ځنډولي مې دي، پټ مې کړي، ښکاره مې کړي. پر خپل ځان مې اسراف وبښه او له ټولو هغو څيزونو، چې ته ترې خبر يې. خدايه ! بې له تا بل معبود نشته. خدايه ! قسم دې پر خپله پوهه او واک! تر هغه مې چې ژوند په ګټه او ستا په خوښه وي، ژوند راکړه او هغه مهال مې مړ کړې، چې ته راته مړينه غوره وګڼې. خدايه! په پټه او ښکاره کې مې په زړه کې له تا وېره واچوې. خدايه! په خپګان او خوشحالۍ کې له تا د حق خبره غواړم او په بېوزلۍ او شتمنۍ کې در څخه منځلاري غواړم. خدايه ! له تا پایند نعمت، د سترګو نه تياره کېدونې رڼا، پر قضا خوښي، تر ژوند روسته ښه ژوند او له تاسره د ملاقات مينه غواړم، بې له دې، چې ستر تاوان او بې لارې کوونکې فتنه راورسي. خدايه ! پر ايمان مې سينګار او د ښيون شويو لارښـود مې کړې. خدايه ! موږ له هغوى کړې، چې تا ورته لار ښوولې وي. خدايه ! په چارو کې پايداري او په سید لار کېدو کې مې مرسته وکړې. خدايه ! له تا د نعمت د شکر توفيق، ښه اخره خاتمه او ستا د حق د ادا کولو وس غواړم. خدايه ! روغ زړه او رښتينه ژبه راکړې. خدايه !د ټولو هغو چارو بښنه درڅخه غواړم، چې ترې خبر يې. خدايه ! هغه راکړې، چې ترې خبر يې، چې پر ګټه مې دى. خدايه ! پناه غواړم له هغه بديو، چې ترې خبر يې او موږ ترې خبر نه يو او ته يې علام العيوب يې.[19]

خدايه ! ته مې شاکر او صابر، په خپلو سترګو کې خوار او د خلکو په سترګو کې ستر کړې. خدايه ! د ټول چارو اخره خاتمه مې په خير کړې او د نړۍ له خوارۍ او د آخرت له عذاب مې وساتې. خدايه ! په پوهه مې ځواکمن، په حلم مې سينګار، په تقوا مې عزيز او اخره خاتمه مې ښايسته کړې. خدايه ! له تا ښيون، تقوا او عفت غواړم او چا ته مې اړين نه کړې. خدايه ! د نعمتونو له ورکېدو، د عافيت له بدلون، ناڅاپه غضب او له هر هغه څه پناه غواړم، چې خوښي دې پکې نه وي.

 خدايه ! له تا له بدو اخلاقو، بدو کړنو، بدو ځاني غوښتنو او بدو رنځوريو پناه غواړم. خدايه ! د امت په سهار وختي پاڅېدنه کې مې برکت واچوې. خدايه ! پر خپله پوهه دې قسم او واک وي، تر هغه مې، چې په ګټه او ستا خوښه وي؛ نو ژوند راکړه او هغه مهال مې مړ کړې، چې ته راته مړينه غوره وګڼې. خدايه ! د خلقت په څېر مې سيرت هم نېک کړه. خدايه ! چاچې زما د امت چارې په لاس کې واخستې او زما په امت يې سخته راوړه؛ نو خدايه ! ته هم پر هغه سخته راوړې او که چا زما له امت سره ګوزاره وکړه؛ نو خدايه ! ته هم ګوزاره ورسره وکړه. خدايه ! د يوې شېبې لپاره مې هم پر خپل حال پرېنږدې او هغه ښه څيزونه، چې دې راکړي، راڅخه يې وانخلې.[20]

د خوړو آداب

د الله تعالی نبي له وړوکتوبه ګېډور نه و او د نورو ماشومانو په څېر نه و؛ بلکې په خورا لږو خوړو يې ګوزاره کوله؛ لکه څنګه چې په سيرتونو کې راغلي، همداچې له خوبه راپاڅېده، د زمزم له چينې يې يو ګوټ اوبه څښلې او چې د غرمې خوړو ته به راوبلل شو، ويل يې: وږى نه يم! که په وړوکتوب کې وو او که په ځوانۍ کې، هېڅکله يې د لوږې او تندى خبره و نه کړه. [21]

 امام صادق وايي: (( پر پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) له لوږې او له خدايه د وېرې هومره هېڅ هم نه وو ګران. ))

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: ((رسول الله ته وګورئ، چې په نړۍ کې تر ټولو ډنګر او په نس تر ټولو وږى و؛ هغه په وږې ګېډه، روغ له دې نړۍ اخرت ته ولاړ، هېڅکله يې د مړې ګېډې ارګی و نه کړ، چا ته يې تمه نه درلوده او کله به يې د لوږې د ډېروالي له لامله تيږه پر نس تړله. هر خواړه چې به ورته کېښوول شو، نه يې پکې نه کوله. ))

 يوه ورځ عايشې بي بي وپوښت: ولې کله هم داسې خوراک نه کوئ؛ لکه چې وږي ياست؟ و یې ویل: (( عايشې! اولوالعزم روڼه مې تر ما مخکې تللي او له لوى څښتنه يې کرامتونه لاس ته راوړي، وېره مې ده، که تنعم وکړم، له هغوى مې درجه ټيټه شي. ټوله خوښي مې داده، چې له اولوالعزمه روڼو سره مې يو ځاى شم. ))

حضرت ابن جحيفه وايي: يوه ورځ مې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په مخ کې د مړې ګېډې ارګي واچول. رسول الله را ته وويل: کم ارګي ( لږه خوره) اچوه او څوک چې په نړۍ کې له برید اوختی موړ ويده شي، په آخرت کې به وږى وي. لږ خواړه، روغتيا راوړي او ډېر خواړه، د بدن او زړه رنځورۍ.[22]

د الله تعالی د استازي وينا ده: (( خپل زړونه په ډېر خوراک او څښاک مه مړه کوئ، چې زړه د يوې بېړۍ په څېر دى، چې که اوبه پکې ډېرې شوې؛ نو مړاوى به شي[23])).

نبوي حديث دى: په تاسې کې تر ټولو فاضل او الله تعالی ته نږدې هغه دى، چې اندنه او لوږه يې اوږده وي او هغه د الله تعالی دښـمن دى، چې خوب او خواړه يې ډېر وي )).[24]

نبوي حديث: اندنه-تفکر که نيم عبادت وي؛ نو لږ خوړل ټول بشپړ عبادت دى.[25]

نبوي حديثونه دي: ((نس ډېر مه ډکوه، چې په زړه کې دې د معرفت رڼا له منځه وړي)).

 (( چاچې نس ډېر ډک کړ؛ نو داسمانونو ملکوتونو ته به پرې نه ښوول شي )).

په اسلامي زده کړو کې، د خوړو لپاره ٣٠ حکمونه دي، چې تر ټولو ړومبى يې د هر څه حلالوالى دى، چې په دې هکله د الله تعالی استازى وايي: ((چې حرام خواړه، د انسان نس ته ورننوځي، تر هغه چې دا خواړه يې په نس کې وي، پرښتې به پرې په ځمکه او اسمانونو کې لعنت وايي، دا بنده به د الله تعالی له نظره وغورځېږي او الله تعالی به ځان ته پر قهر کړي.))

بله پاموړ خبره خو داده، مسلمان نه یوازې حق نه لري، چې حرام وخوري؛ بلکې حق نه لري، هغه خوړو ته کېني، چې بلنه يې نه وي ورکړه شوې.

په مدينه کې يو ټبر د الله تعالی استازى، له پینځه يارانو سره مېلمه کړ. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يې هم بلنه ومنله. دې مېلمستيا ته د تګ پرمهال، يو بل يار هم ورسره شو او مېلمستيا ته ولاړ؛ نو چې د کوربه کور ته ورسېدل، رسول الله وویل: دې خلکو ته نه يې رابللى! دلته کېنه، چې له هغوى دې د ننووتو اجازه وغواړم.

امام صادق وايي: ((څوک چې هغه خواړه وخوري، چې وربلل شوى نه وي؛ نو د دوزخ د اور ټوټه به يې خوړلې وي. ))

الله تعالی په قرآن پاک کې، هغوى سخت رټلي، چې بې له اجازې به د الله تعالی د استازي کور ته ورننووتل، خوړو ته به کېناستل او د خپل استازي لويه سينه يې ستايلې، وايي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى‏ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلاَ مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِ مِنكُمْ وَاللَّهُ لاَ يَسْتَحْيِ مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهنَّ مَتَاعاً فَسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ ذلِكُمْ أَطْهَر لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلاَ أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَداً إِنَّ ذلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيماً= مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ننوځئ؛ خو دا چې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر ژمنې مخكې مه ځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛ خو چې كله وبلل شوئ، ننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خواره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ، په واقع كې ستاسې دا كار پېغمبر ربړوي؛ خو له تاسې شرمېږي (او څه نه وايي)؛ خو الله تعالی د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې كله له هغوى (= د پېغمبر له ښځو) كوم څيز غواړئ؛ نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د هغوى د زړونو د سپېڅلتيا او پاكۍ لپاره غوره دى او تاسې حق نه لرئ، “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې له مېرمنو سره نكاح وكړئ؛ ځكه دا كار د الله تعالی په نزد ستره (ګناه) ده.[26]

 په دې آيت کې له “حق” څخه مراد همدا دى، چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ستاسې پردې کار خپه کېږي او همداسې له حق څخه مراد هماغه دى، چې خلکو ته يې يادونه وشوه.[27]

تر خوړو مخکې د اسلام ړومبى حکم د لاسونو وينځل دي او سپارښتنه شوې، چې د خوړو لپاره مو لاسونه ووينځل، بيا يې پر لاسپاک مه وچوئ.

صفوان جمال وايي: يوه ورځ، له امام صادق سره وو، چې چوپړیال يې د لاسونو وينځلو اوبه او لاسپاک راوړ؛ خو امام صادق لاسپاک و نه منه ، و یې ويل: ((لاس مو له لاسپاکه وينځلى دى[28])) ؛ يعنې لاس مې له هغه چټليو ووينځه، چې په لاسپاک کې دي.

نبوي حديث دى: ((چې د خوړو لپاره مو لاسونه ووينځل؛ نو لامده لاسونه مو پر سترګو راکاږئ، چې دا کار به مو سترګې له خوږه وساتي)).

رسول الله، حضرت علي ته وويل: علي ! تر خوړو مخکې “بسم الله” او تر خوړو روسته “الحمدالله” وايه، چې پر اوږو ناستې پرښتې دې د خوړو پرمهال له ثواب ليکلو بېکاره پاتې نشي. خواړه د مالګې په خوړو پيل او د مالګې په خوړو پاى ته ورسوه، چې مالګه د اويا رنځوريو درمل ده، چې ځينې يې لېونتوب، خوره، پيس، د ګېډې او غاښ خوږ دي.

 رسول الله مبارک پر کيڼ لاس خوراک څښاک مکروه کړى او د تګ پرمهال يې خوړل منع کړي دي.

امام صادق وايي: د تګ پرمهال څه مه خورئ؛ مګر داچې مضطر ياست.

حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: هر مهال يې، چې درته تاوده خواړه راوړل؛ نو صبر وکړئ، چې ساړه شي؛ ځکه د الله تعالی رسول ته چې یې تاوده خواړه راوړل، ويل يې: پرېږدئ، چې ساړه شي، الله تعالی خو څه اور موږ ته نه دى روزي کړى او برکت په سړو خوړو کې وي او تاوده خواړه برکت نه لري.

 د الله تعالی رسول وويل: (( خوړو ته پوکى ورکول، د خوړو برکت له منځه وړي. ))

حضرت علي(کرم الله وجهه) وايي: یوازې د لوږې پرمهال خواړه وخورئ او خواړه ښه وجوئ او مخکې تردې چې ماړه شئ، له خوړو لاس واخلي.

يو سړي رسول الله وپوښت: موږ خواړه خورو؛ خو نه مړېږو. رسول الله وویل: کېداى شي يو ځاى سره خواړه نه خورئ، ټول يو ځاى خوړو ته کېنئ او د الله تعالی په نوم مو خواړه پيل کړئ، په خوړو کې به مو برکت راشي.

د دسترخوان شاوخوا ته ډېر کېناستل، رو رو خوړل، تر خوړو مخکې په اوبو د مېوې وينځل مستحب دي؛ خو د خوړو پرمهال يو بل ته کتل، پر هغه هډوکي خوله وهل، چې غوښه پرې نه وي پاتې، د مېوې پوټکى سپينول (مګر د اړتیا پرمهال) او په بشپړه توګه د مېوې تر خوړو مخکې، د مېوې ګوزارول مکروه دي.

د مسافرت آداب

رسول الله د پنجشنبې پر ورځ سفر کاوه او خوښ نه و، څوک بې ملګري پر سفر ووځي. په سفر کې يې هنداره، د رنجو کڅوړه، ږومنځه، مسواک، بېتي، تار، ستنه او د پڼو ګنډولو ستنه له ځان سره وړه. د اوبو څښلو لوښى يې هم له ځان سره وړه ، ویل یې: په سفر کې خپله نفقه او خواړه له ځان سره يوسئ؛ ځکه دا کار ستاسې د نفس د پاکۍ او د اخلاقو د نېکۍ لامل ګرځي.[29]

پر سفر د وتو پرمهال يې داسې دعا کوله: ((خدايه ستا په عنايت مې سفر پيل کړ او تا ته مې پام دى،ستا پر رحمت مې منګولې لګولې، ډاډ او هيله مې ته يې. خدايه ! مهمات مې کافي او پر هغه مې ملاتړ شې، چې زما په نظر کې ارزښت نه لري؛ خو ستا په نظر کې ارزښت لري. خدايه ! تقوا مې توښه او جامه کړې،ګناهونه مې وبښې او هر خوا ته مې، چې مخه شي،ته مې خېر ته مخه کړې. ))

ويل يې: له کوره سهار کډن کېږئ او رسول الله، چې له يوه کوره بل ته کډه وړه، ړومبى يې دوه رکعته لمونځ کاوه، ویل یې، چې دا ځاى مې پر لمانځه ګواهي ورکړي.

په ډلييزو سفرونو کې يې خپل کار په خپله کاوه او خپل کار يې نورو ته نه سواره. په يو سفر کې ورته يو اصحابي وويل: موږ ټول کارونه په خپله کوو؛ نو رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: نه غواړم زما او ستاسې په منځ کې امتيازات وي؛ ځکه د الله تعالی خوښ نه دي، خپل بندګان بېل او د نورو په پرتله ممتاز وويني، پاڅېد او خس يې راټول کړل.

په رڼا ورځ او غرمه کې له سفر راستنېده، ړومبى جومات ته تله، هلته يې دوه رکعته لمونځ کول، ورپسې کور ته تله.

رسول الله له هغه مسلمانانو سره مخه ښه کوله، چې پر سفر به وتل، ویل یې: ((الله تعالی مو تقوا توښه او جامه کړه، مخې ته مو خير، اړتياوې مو روا، دين او نړۍ مو په امان او په خېر مو الله تعالی بېرته راوله)).

او هغوى چې له مکې راستنېدل، ورته يې ويل: ((الله تعالی مو حج قبول، ګناهونه مو وبښـل شه او هغه دې بېرته درکړي، چې لګولي مو دي )).

د ځناورو او څارويو حقوق

د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د رحمت تر سيورې لاندې، څاروي هم وو او پر څارويو هم مهربانه و. پيشو ته يې د اوبه لوښى داسې نيوه، چې په بشپړه توګه مړه شي. يوه ورځ يې په خپله، هغه رنځور شوى چرګ درمل کړ، چې په کور کې يې درلود. يوه ورځ يې يو څاروى وليد، چې داغ يې پرې ايښى و او له پوزو يې لوږى راوته. دا مهال رسول الله وويل: د الله تعالی لعنت دې پر هغه وي، چې دا کار يې کړى دى. هېڅکله دې څوک څاروي نه داغوي او نه دې يې وهي.

نبوي حديث دى: ((الله تعالی يوه ښځه په دوزخ کې کړه؛ ځکه په کور کې يې يوه پيشو بنده کړې وه او اوبه او خواړه يې نه وو ورکړي او دومره يې وهلې وه، چې مړه شوه.))

يوه ورځ رسول الله خپلو اصحابو ته دا کيسه وکړه: يوه ورځ يو سړى په سوځونکې بېديا کې تږى شو او د تندى ماتولو ته يو څاه ته ورکوز شو، چې راووت؛ و یې ليدل، چې يو سپى له تندې رپېږي او پوزه او ژبه پر ځمکه راکاږي. هغه سړي له ځان سره وويل: دا سپى هم تندې راخستى، څاه ته ورکوز شو، خپل بوټان يې له اوبو راډک او سپى يې پرې خړوب کړ، چې الله تعالی هم دا سړى د دې نېک عمل له لامله وباښه. اصحابو وویل: ايا موږ هم له څارويو سره په احسان کولو، له خدایه ثواب ګټو؟ رسول الله وویل: هو ! له الله تعالی سره هره نېکي ثواب لري.

د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به د څارويو د ژوند هر اړخ ته پام و، ويل يې: پام چې کله درې کسان يو ځاى پر کوم څاروي سواره نشئ؛ ځکه يو یې ملعون دى.

 ویل یې: ((پر اوښ پر روستۍ برخه بار ږدئ، چې پر اوښ د بار سختي نه وي.)) يوه ورځ يې وليدل، چې اوښ يې له زنګونونو تړلى او بار يې ترې نه دى کوز کړى، و یې ويل: ددې اوښ خاوند چېرې دى؟ ورته ووایئ د قيامت پر ورځ دې ځان پوښتنې ته چمتو کړي.

حضرت ابوذر يې په ربذه کې وليد، چې يو څاروي ته اوبه ورکوي، يو وویل: ابوذره ! چوپړیال نه لرې، چې ددې کار له پېټي دې خلاص کړي. ورته یې وويل: د الله تعالی له استازي مې واورېدل، چې و یې ويل: داسې څاروى به نه وي، چې هره ورځ له خدایه و نه غواړي، چې خدايه صالح خاوند راکړې، چې پر اوبو مې موړ او په زور ډېر بار راباندې کېنږدي؛ نوځکه خوښ يم، دې څاروي ته په خپله اوبه ورکوم.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به د زهرجنو او خطرناکو ځناورو هم خيال ساته، ویل یې: که وژل يې پکار وي، په داسې بڼه يې ووژنئ، چې و نه کړېږي. د بېلګې په توګه د “وزغه” په هکله، چې په خپله يو ډول خطرناک ښامار دى وايي: که چا له “وزغه” د خلاصون لپاره، پر لومړي ګوزار وواژه، سل ثوابونه ورته ليکل کېږي او که په دويم ګوزار يې ووژني؛ نو ثواب يې لږ وي.

هو ګرانو ! زموږ ګران نبي په هغه وخت کې، مخکې له دې، چې د نړۍ خلک د ځناورو او څارويو له حقوقو د دفاع لپاره موسسې جوړې کړي، په خورا ښه ډول، د ځناورو او څارويو حقوق خلکو ته ورښوولي او سپارښتنه يې کړې وه، چې د ځناورو حقوق په پام کې ونیول شي او که چا له دې حقوقو سرغړونه وکړه، شرعي حاکم به يې په هکله اجرات کوي؛ نوځکه رسول الله وويل: څاروي پر خاوندانو يو لړ حقوق لري؛ لکه:

١_هر چېرې يې چې يووړل واښه ورکړي.

٢_که له اوبو تېرېږي، اوبه ورکړي.

٣_څاروي پر مخ و نه وهي.

٤_د اوږد وخت لپاره پرې سواره نشي.

٥_د څاروي تر وس ډېر بار پرې کېنږدي.

٦_پر هغه لار يې يو نه سي، چې څاروي پرې نشي تللای.

دويم څپرکى

 

د رسول الله کورني اخلاق

رسول الله د خپل کور له غړيو سره په ورين تندي چلن کاوه، تل يې له خپلې کورنۍ سره ګوزاره کوله، د خپلو مېرمنو حقوقو ته يې بشپړه پاملرنه کوله؛ خو کومې تېروتنې یې چې له مېرمنو کېدې، نه یوازې له تېروتنو یې تېرېده؛ بلکې هېڅکله يې ژبه هم ترخه نه شوه.

 له ټولو سره يې ګوزاره کوله او په دې هکله يې وويل: (( ټول خلک هم ښې او هم بدې ځانګړنې لري او سړي ته پکار نه دي، یوازې د خپلې مېرمنې بدو ځانګړنو ته وګوري او هغه پرېږدي، که کله يې له يوې ځانګړنې خپه شي؛ نو بله ځانګړنه يې د خوښۍ لامل دى او انسان ته پکار دي، دواړو ته وګوري.[30]))

له خپلو مېرمنو سره ورين تندى

د الله تعالی د استازي په کورني ژوند کې ورين تندي خورا ارزښت درلود او تل يې پرې سپارښتنه کوله. د حضرت سعد بن معاذ (رض) د ښخولو پرمهال يوه پېښه راپېښه شوه، چې ټولو مؤمنانو ته عبرت شوه. د حضرت سعد بن معاذ مور، چې د خپل زوى په جنازه کې د الله تعالی د استازي خواري وليده، رسول الله مبارک څو ځل، د حضرت سعد جنازه پر اوږو کړه، په خپله يې قبر ته ورکوز شو، د هغه مړى يې په قبر کې کېښود او خاورې يې پرې واچولې؛ نو د خپل زوى په هکله يې وويل: سعده ! جنت دې نوش جان شه.

 رسول الله د سعد مور ته وويل: (( په کلاره شه او د الله تعالی په چارو کې لاس مه وهه، چې زوى دې همدا اوس تر ډېر دباو لاندې دى)). ټولو اصحابو په حيرانتيا د الله تعالی له استازي، لامل وپوښت، و یې ویل: (( هغه په کور کې له خپلې کورنۍ سره بد اخلاقه و.))[31]

رسول الله به له مېرمنو سره پر ښو اخلاقو چلن ته دومره ارزښت ورکاوه، تردې چې د خپل ژوند تر پايه يې پرې سپارښتنه کوله.

يوه ورځ حضرت “اسماء” د يزيد انصاري لور، د مدينې د مېرمنو له اړخه استازې شوه، چې د هغوى ګيله رسول الله ته يوسي او له رسول الله ورته ځواب راوړي. “اسماء”، چې رسول الله مبارک ته ورغله، و یې ويل:

 ((زه د مدينې د ښځمنو استازې يم. موږ مېرمنې وايو: الله تعالی تاسې هم نارينه وو او هم ښځمنو ته رالېږلي ياست، ښځمنې هم پر الله تعالی او پر تاسې ايمان لري، ښځمنې په کورونو کې ناستې او ستاسې اولادونه روزي؛ خو بلخوا وينو، چې ستر ثوابونه او سپېڅلي کارونه یوازې په سړو پورې ځانګړي دي او موږ ترې بې برخې يو )).

رسول مبارک خپلو اصحابو ته وکتل، و یې ویل: ((ايا په دې هکله مو تر اوسه دومره منطقي خبره اورېدلې وه؟ ))

په اصحابو کې يو وويل: (( ګومان نه کوم، دا خبره به ددې ښځمنو خپله خبره وي. )) رسول الله ددې اصحابي خبرې ته ارزښت ور نه کړ، “اسماء” ته يې مخ کړ، و یې ويل: “ښه غوږ شه، چې څه درته وايم او بيا زما خبره هغوى ته هم ورسوه، چې ته يې استازې کړې يې. ګومان مو کړى، چې څوک سړى شو او دا دندې، چې تا اشاره ورته وکړه؛ نو په هغوى به فضيلت، اجر او ثواب ته ورسي او تاسې به ترې بې برخې شئ؟؛ خو داسې نه ده، که ښځه د کور او خپل مېړه ښه خيال وساتي او پرېنږدي، د کور د چاپېريال اوبه خړې شي؛ نو اجر او ثواب يې د سړيو د هماغو چارو هومره دى، چې اشاره دې ورته وکړه.[32]

رسول الله به تل د ښځې د سترې وګړې درناوى کاوه او تل يې غوښتل، سړي پردې حقيقت پوه کړي، چې د ټولنې نېکمرغي او بدمرغي د ښځې په روزنې پورې اړه لري؛ ځکه غوښتل يې په هر ځاى کې په ښه توګه د مور مقام وستايي او درناوى يې وکړي او همداسې سړي يې د خپلو مؤمنو مېرمنو درناوي ته هڅول ، ویل یې: ((تر اسلام روسته، څه چې انسان ته په برخه کېږي، مؤمنه کورودانې ده، چې ور وګوري، خوشحاله يې کړي او د غوښتنې پرمهال يې خبرې ته غوږ کېږدي او د مېړه په نشتون کې د مېړه مال وساتي ))[33]

سخت دريځي نه ده پکار

د رسول الله سپارښتنه ده، چې سړى بايد د خپلې کورنۍ د هوساېنې لپاره هلې ځلې وکړي او پکار وزلي ورته چمتو کړي او هغوى يې رټل، چې په دې چار کې يې ناغېړي کوله، ويل يې: ((الله تعالی دې پرې نه لورېږي، چې خپله کورنۍ ضايع کړي او پر خپل حال يې پرېږدي. ))

نبوي حديث دى: ((مؤمن پر الهي آدابو مودب دى او چې الله تعالی د انسان ژوند پراخه کړ؛ نو خپلې مېرمنې او اولاد ته دې په ژوند کې پراخوالى ورکړي )).

او د هغوى په هکله، چې مالي وس يې و؛ خو له کورنۍ سره يې سخت دريځي کوله، ويل: ((هغه له موږ ځنې نه دى، چې الله تعالی ورته په ژوند کې پراختيا ورکړي؛ خو پر کورنۍ شومتوب کوي. ))

او همداسې مېرمنو ته يې هم سپارښتنه کوله، چې د خپلو مړونو حقونو ته پاملرنه وکړي او په ژبه يې و نه کړوي.

نبوي حديث دى: کومه ښځه، چې په ژبه خپل مېړه وکړوي، تر هغه يې روژه، صدقه او حسنه نه قبلېږي، چې مېړه يې ترې راضي شوى نه وي، که څه د ورځې روژې ونيسي او د شپې عبادتونه وکړي او مريان ازاد کړي او پر اسونو يې جهاد ته ولېږي؛ خو سره له دې ټولو چارو، که مېړه ترې راضي نه وي؛ نو دوزخ ته په تګ کې به ړومبۍ وي او همداسې دا خبره د سړي په هکله هم ده.[34]

رسول الله مبارک مېرمنو ته سپارښتنه کوله، چې له خپلو مړونو سره ګوزاره وکړي او د هغه څه د اخستو غوښتنه و نه کړي، چې سړى يې وس نه لري، ویل یې: (( ښځه چې له خپل مېړه سره ګوزاره و نه کړي او داسې څه وغواړي، چې د مېړه په وس کې يې نه وي؛ نو هېڅ ښېګڼه يې نه قبلېږي او د قيامت پر ورځ به الله تعالی ورته پر قهر وي. ))

د کور په چارو کې مرسته

سره له هغو ټولو چارو او دندو، چې رسول الله ته ور ترغاړې وې؛ نو سره له دې، چې کور ته به راستون شو،د کور په ټولو چارو کې يې له کورنۍ سره مرسته کوله.

يوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د حضرت علي کور ته ورغى، و یې ليدل، چې علي نخود پاکوي او فاطمه بي بي هم د دېګ په څنګ کې ناسته ده، چې په دې وخت کې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: (( سړى، چې بې منته، په کور کې له خپلې ښځې سره مرسته وکړي؛ نو الله تعالی يې نوم د شهيدانو په لست کې ليکي. ))

حضرت علي وايي: (( په کور کې له مېرمنې سره د سړي مرسته د کبيره ګناهونو کفاره ده. ))

د کور له چوپړیالانو سره ښه چلن

رسول الله به له خپلو چوپړیالانو سره په ورين تندي چلن کاوه، تردې چې چوپړیالانو يې له خپلې کورنۍ سره د ژوند پر ځاى، د الله تعالی د استازي چوپړ ته وړتيا ورکوله.

يوه ورځ رسول الله خپل يو چوپړیال د يو کار لپاره يو نږدې ځاى ته ولېږه، چې نيمه ورځ يې تېره کړه؛ ځنډ يې رسول الله خپه کړ او د رسول الله کورنۍ داسې ګومان کاوه، چې راستون شي؛ نو رسول الله به يې ورټي؛ خو چې چوپړیال له هومره ځنډ سره راستون شو، رسول الله په مسواک ورته اشاره وکړه، و یې ويل: ((که د الله تعالی له لوري له قصاصه وېره نه وه؛ نو پردې مسواک به مې يو ډب وهلی وې !)).

د حضرت انس بن مالک (رض) خبره:

حضرت انس بن مالک (رض) وايي: لس کاله د الله تعالی د استازي په چوپړ کې وم؛ خو په دې موده کې مې ترې تريو تندى و نه ليد او د “اوف” هومره يې هم راته و نه ويل او کوم کارونه، چې را څخه غلط شوي ول، هېڅکله يې راته و نه ويل، چې ولې دې دا کار داسې وکړ؟ او کوم کار مې چې و نه کړ؛ نو هېڅکله يې و نه ويل، چې ولې دې دا کار و نه کړ؟

حضرت انس وايي: رسول الله مبارک ته مې د روژه ماتي لپاره خواړه چمتو کول، چې کله شيدې او کله ډوډۍ وه، چې په اوبو کې يې لمدوله. يوه شپه مې د رسول الله لپاره خواړه چمتو کړل؛ خو د الله تعالی استازى، چې په کوم وخت کور ته راتله؛ نو نن ناوخته راغى؛ ګومان مې وکړ، کوم اصحابي به مېلمه کړى وي؛ خواړه مې په خپله وخوړل، څو شېبې روسته د الله تعالی استازى خپل کور ته راستون شو، د رسول الله يو ملګرى مې وپوښت: رسول الله روژه ماته کړې که نه؟ راته یې وويل: نه! نو دومره خپه شوم، چې له زړه مې يو الله تعالی خبر و، له ځان سره مې وويل: که خواړه وغواړي او چمتو یې نه کړاى شم،که وږى ويده شي؛ نو بيا؟پر هغه شپه د الله تعالی استازى (صلی الله علیه وآله وسلم) وږى ويده شو او د خوړو په هکله يې و نه پوښتل او تر اوسه يې هم هغه خبره راياده نه کړه.

پر کوشنيانو لورنه

 له ماشومانو سره يې په لورنه او مينه چلن کاوه. څو ځل وليدل شول، چې امام حسن او امام حسين يې د سجدې پرمهال پرشا سواره شول او رسول الله خپله سجده دومره اوږده کړه، چې حسنين ترې کوز شول او يا داچې ډېر رو يې هغوى راکوز کړل او هغوى یې راونيول او ښکل به يې کړل.

 يوه ورځ د يو شتمن په مخ کې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) امام حسن مجتبى ښکل کړ، هغه سړي وویل: زه لس زامن لرم، چې تر اوسه مې يو هم نه دى ښکل کړى، رسول الله وویل: څوک چې لورنه و نه کړي؛ نو الله تعالی به پرې و نه لورېږي.

يوه ورځ د يو کار لپاره له کوره بهر وتلى و، چې د خپل اتلس مياشتني زوى ابراهيم له رنځه خبر شو، چې کور ته راستون شو و یې ليدل، چې د ژوند د هيلو د باغچې يوازېني ګل یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. هغه يې په غېږ کې راواخست او په ژړا يې وويل: ((ګرانه ابراهيمه ! موږ خو تا لپاره څه نه شو کړاى او الهي تقدير هم نه بدلېږي؛ خو ستا د پلار سترګې ستا په وير کې ژړغوني او زړه يې له غمه ډک دى؛ خو هېڅکله به داسې خبره و نه کړم، چې الله تعالی مې راڅخه خپه شي او که الهي ژمنه نه واى، چې موږ به هم له تا سره يو ځاى شو؛ نو ستا په غم کې به مې دومره ژړلي واى، چې سترګې مې وچې شوې واى)).

د خپل زوى په وير کې د الله تعالی د استازي اوښکو ځينې حيران کړل، تردې چې حضرت عبدالرحمن بن عوف نيوکه وکړه او رسول الله مبارک ته يې وويل: (( تاسې خو موږ په خپلو مړيو کې له ژړا منع کوئ؛ نو اوس څنګه په خپله ژاړئ؟)).

رسول الله مبارک وویل: ((هېڅکله مې داسې نه دي ويلي، چې د خپلو مړيو په وير کې مه ژاړئ؛ ځکه دا ژړا د مينې نښه ده او څوک چې له نورو سره مينه نه کوي، الله تعالی به ورسره مينه و نه کړي؛ ما ويلي: ژاړئ؛ خو چغې او سورې مه وهئ او جامې او وېښته مو مه شلوئ او په وير کې داسې خبرې مه کوئ، چې پر الله تعالی نيوکه او يا کفر وي او الله تعالی له ځانه خپه کړئ. ))

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) نه یوازې له خپلو زامنو او ماشومانو سره مينه کوله؛ بلکې په نوم له ماشوم سره يې مينه کوله او سربېره پردې د هغوى درناوى يې هم کاوه. د الله تعالی استازى (صلی الله علیه وآله وسلم) ناست و، چې حسن او حسين را ننووتل، رسول الله مبارک ورته له خپل ځايه پاڅېد او د ماشومانو د را رسېدو په تمه شو؛ ماشومان په تګ کې غښتلي نه وو؛ نو رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په خپله ورمخکې شو، هغوى يې په غېږ کې راواخستل، پر اوږو يې سواره کړل، را روان شو او پر هماغه حال يې وويل: (( ګرانو زامنو ! تاسې څومره ښه سورلۍ لرئ او تاسې څومره سواره ياست.))

د الله تعالی استازى (صلی الله علیه وآله وسلم)، چې له سفره راستون شو؛ نو په لار کې، چې ورته ماشومان مخې ته راتلل، درناوي ته یې تمېده او ځينې يې په غېږ کې اخستل، ځينې يې پر اوږو سورول او خپلو اصحابو ته يې سپارښتنه کوله، چې تاسې هم داسې وکړئ، چې ماشومانو ته د الله تعالی د استازي دې کار خورا خوند ورکاوه او هېڅکله يې دا وخت نه هېراوه.

 ځينو ميندو خپل ماشومان د “دم” لپاره رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته راوړل، چې کله به ماشومانو پرې متيازې کولې، د ماشومانو په دې کار به ميندې خپه کېدې؛ خو رسول الله ورته ويل: مه خپه کېږئ، خير دى که جامې مې ناولې شوې؛ پاکې به يې کړم، ويل يې: له ماشومانو سره مو مينه وکړئ او ورسره کړې ژمنه مو پوره کړئ او الله تعالی په هېڅ څه دومره نه خپه کېږي؛ لکه څومره چې پر ښځو او ماشومانو خپه کېږي.

امام صادق وايي: يوه ورځ رسول الله خلکو ته د ماسپښـين د لمانځ جماعت ورکاوه، چې هغه مبارک دوه روستي رکعتونه لنډ کړل او لمونځ يې ژر پاى ته ورسوه. تر لمانځه روسته اصحابو رسول الله ددې چار په هکله وپوښت. رسول الله وويل: ((د ماشوم ژړا او چغې مو وا نه ورېدې؟ )) د هغه ماشوم مور هم په جماعت کې وه، چې په درېیم رکعت کې ماشوم په ژړا شو؛ نو رسول الله ددې لپاره لمونځ چټک کړ، چې هغه مور ژر خپل ماشوم ته ولاړه شي.

پاک نبي وايي: ماشومان مې د پینځو ځانګړنو له لامله خوښ دي: ړومبى داچې ډېر ژاړي او ژړنې سترګې د جنت کونجي ده. دويم دا چې په خاورو کې لوبې کوي (متکبره نه دي). درېیم داچې يو له بل سره جنګ کوي؛ خو ژر سوله کوي او په زړونو کې يو له بل سره کينه نه ساتي. څلورم داچې څه د سبا لپاره نه زېرموي (ځکه اوږدې هيلې نه لري). پینځم دا چې کور جوړ کړي او بېرته يې وران کړي (پر څه زړه نه تړي).

د الله تعالی د استازي، د ماشومانو ارواپوهنې ته خورا پام و او د نجلۍ د حساسيت او د روح د ظرافت له لامله يې ويل، چې لوڼو ته مو ډېر پام وکړئ او که اولاد ته مو ډالۍ اخلئ؛ نو ړومبى يې لور ته واخلئ.

د مور و پلار حقوق

مخکې له دې، چې ګران نبي دې نړۍ ته راشي، پلار يې په ځوانۍ کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې وې او له مور سره يې هم ژوند وفا و نه کړه او رسول الله مبارک په ماشومتوب کې د مور و پلار له نعمته بې برخې شو؛ خو دومره يې له مور و پلار سره مينې ته پام و، چې په پینځه پنځوس کلنۍ کې د “عمرة القضاء” په سفر کې، د خپل مور قبر ته ولاړ او د خپلې مور پر قبر يې دومره وژړل، چې ټول يې پر ژړا کړل.

د مور و پلار په هکله دولس ګونو امامانو او د يني مشرانو خورا سپارښتنې کړې دي، چې څو ته يې په لنډه اشاره کوو:

١_ له مور و پلار سره احسان: قرآن پاک څو ځل له مور و پلار سره پر احسان سپارښتنه کړې ده.

((وَقَضَى‏ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اياهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلَا تَقُل لَهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً[35]= اوستا پالونكي پرېكړه كړې، چې: بې له هغه بل مه لمانځئ، له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ، كه له تا سره له هغو يو يا دواړه زړښت ته ورسي؛ نو ته ان “اوف” (هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه “) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوې) خبرې ورته وكړه ))

 امام صادق وپوښتل شو: په دې آيتونو کې له احسانه مراد څه دى؟

 و یې ویل: (( له احسانه مراد دادى، چې له مور و پلار سره دې چلن ښه وي او دې ته یې اړ نه کړې، څه چې یې پکار وي، له تا يې وغواړي؛ يعنې مخکې تردې چې خپلې غوښتنې په خوله راوړي، ته بايد هر څه ورته چمتو کړې. ))

امام محمد باقر وايي: ((الله تعالی په درېیو څيزونو کې هېچا ته د سرغړونې اجازه نه ده ورکړې: د امانت په ادا کولو کې (که خاوند یې بد وي که ښه) پر ژمنه وفا (که مقابل لورى مو بد و که ښه) او له مور و پلار سره نېکي (که ښه وي که بد ).

د رسول الله له ويناوو دي: ((که په چا کې دا څلور ځانګړنې وي؛ نو الله تعالی به يې ملاتړى شي:

 ١_اخلاق يې ښه وي او له خلکو سره ګوزاره وکړي. ٢_له خپه او په وير کې خلکو سره نرمي وکړي. ٣_پر مور و پلار يې مهربانه وي. ٤_ پر تر لاس لانديو احسان وکړي. ))

امام صادق له نامسلمان مور و پلارسره د معاشرت په هکله وايي:

((ورسره ګوزاره او لورنه کوه، که هغوى په عذابولې؛ نو خير دى؛ خو ته خپل ټټر ورته د هغو زحمتونو په پار پراخ کړه، چې په وړوکتوب کې يې ستا لپاره ګاللي او که الله تعالی دې روزي پراخه کړي؛ نو شومتوب ورسره مه کوه او هېڅکله له هغوى مخ وا نه ړوې، چې دا هر څه د الله تعالی سپارښتنې دي )).

٢_ له موروپلاره لاروي؛ خو داچې د شرعې پرخلاف حکم وکړي.

 امام صادق وايي: له مور و پلار سر نېکي فرض ده؛ خو که ګناه ته يې رابللئ؛ نو که مشرکان هم نه وي؛ نو لاروي ترې پکار نه ده؛ ځکه له مخلوقه لاروۍ ته د پنځګر معصيت نه دى په کار.

٣_ له والدينو نه عاقېدل:

عاق؛ د مورو پلار کړول، له حکمه يې سرغړونه او پرې ظلم کول دي، چې کبيره ګناه ده. رسول الله مبارک اصحاب وپوښتل: درته ووايم، چې تر ټولو ستره کبيره ګناه کومه ده؟ ځواب ورکړ شو: هو ! رسول الله مبارک وويل: ((له الله تعالی سره شرک کول، له والدينو عاقېدل، افترا او بهتان ويل او د دروغو او باطل شهادت ورکول )).

 سبحان څښتن وايي: فلا تقل لهما اف؛ يعنې مور و پلار ته دې د اوف هومره هم مه وايه. امام صادق ددې آيت په هکله وايي: که الله تعالی ته تر اوف څخه هم بل څه پرېوتي وو؛ نو له هغې به يې د مور وپلار په هکله منع کړې وه. مور و پلار ته کاږه او غوسه کتل هم ګناه ده او د امام صادق وينا ده، چې که چا خپل مور و پلار له ځانه خپه کړل؛ نو عاق دى.

٤_ مور او پلار ته کنځلې او لعنت نه کول:

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: د الله تعالی لعنت دې پر هغه وي، چې مور و پلار ته کنځلې کوي.

 امام موسى بن جعفر وايي: يو سړي د الله تعالی رسول وپوښت: پر اولاد د مور و پلار حق څه دى؟ پاک نبي وويل: ((پلار ته په نوم غږ و نه کړي، مخکې ترې نشي، په مخ کې ورته کېنني او داسې کوم کار و نه کړي، چې څوک يې مور و پلار ته کنځلې وکړي. ))

٥_ د مور و پلار بې اجازې مسافرت او ان کله هم جهاد ته نه تلل: دلته د مور و پلار اجازه هله شرط ده، چې مسافرت پر اولاد فرض نه وي او همداسې دى جهاد؛ يعنې هغه مهال د مور و پلار اجازه په کار ده، چې د معصوم امام يا يې پر حقه ځايناستي له پلوه حکم نه وي او د حج په څېر سفر او هغه جهاد د تګ لپاره د مور و پلار اجازه په کار نه ده، چې معصوم امام يې حکم کړى وي.

٦_د مور و پلار بې اجازې ژمنه، نذر، قسم، مستحبي روژه او په جماعت لمونځ کول نه دي په کار، ان که څوک د مستحبي لمونځ په حال کې وي او مور و پلار غږ پرې وکړي؛ نو ورته پکار دي، ژر تر ژره لمونځ پاى ته ورسوي او مور و پلار ته ځواب ورکړي.

٧_ مور و پلار، چې زاړه شي؛ نو د اولاد دنده لاپسې نوره هم درنېږي.

 الله تعالی وايي: ((وَقَضَى‏ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اياهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلَا تَقُل لَهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً[36]= او پالونكي دې پرېكړه كړې، چې بې له هغه بل مه لمانځئ، له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ، كه له تا سره له هغوی يو يا دواړه زړښت ته ورسي؛ نو ته ان ” اوف “( هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه “) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوي) خبرې ورته وكړه .))

((وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً[37]= او له مهربانۍ پرې د خپلې تواضع (او نرمې غاړې ) وزرونه راښكته كړه، ووايه: (( پالونكيه! پر دوى رحم وكړه؛ لكه څنګه چې دوى زه په ماشومتوب كې روزلى وم. ))[38]

رسول الله مبارک يوه ورځ په يوه ډله کې وويل: (( مخ دې یې پر خاورو شي (او دا خبره يې درې ځل وکړه ) وپوښتل شو: د چا؟ و یې ويل: له چا سره، چې زاړه مور و پلار وي؛ خو جنت ته ولاړ نشي؛ يعنې چوپړ یې و نه کړي؛ ځکه په چوپړ کې يې جنت دى، په تره ، چې زاړه شي.

٨_ د اړتيا پرمهال پر اولاد د مور و پلار نفقه فرض ده.

 که له مور و پلار سره څه نه وي؛ نو پر اولاد شرعاً فرض دي، چې خپل مور و پلار ته يې د شان له مخې نفقه، کور، کالى او ډوډۍ چمتو کړي، که څه مور و پلار يې مشرک او نامسلمان وي.

يو چا د الله تعالی رسول وپوښت: د مور و پلار حق څه دى؟

پاک نبي: ((ستا مور و پلار ستا دوزخ او جنت دى))؛ يعنې اوس خوښه ستا چې جنت غواړې که دوزخ.

امام صادق وپوښتل شو: هغه څوک دي، چې موږ ملزم يو لګښت يې ورکړو؟ امام وویل: والدين، اولاد او مېرمن.

٩_ له مور سره ډېره مينه.

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَاناً حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهاً وَوَضَعَتْهُ كُرْهاً وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلاَثُونَ شَهْراً ان‏ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى‏ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحاً تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ[39]= او موږ انسان ته سپارښتنه كړې، چې له خپل مور وپلار سره نېكي وكړئ؛ مور يې هغه په ستونزو په ګېډه كې ساتلى او په سختۍ يې زيږولى او د دوه ځانۍ او تي وركولو ټوله موده يې دېرش مياشتې ده، تردې چې د خپلې بشپړې ودې بريد ته ورسي او څلوېښت كلن شي، وايې: (( پالونكيه! ماته الهام وكړه (توفيق راكړه) چې زه ستا د هغو پېرزوينو شكر پر ځاى کړم، چې پر ما او زما پر مور و پلار دې لورولي او (داسې) ښې چارې وكړم، چې ته يې خوښوې او اولاده مې نیکه کړه او په واقع كې توبه مې درته كړې او په حقيقت كې زه له مسلمانانو ځنې يم.)) [40]

په دې هکله امام صادق وايي: يو سړي د الله تعالی استازى وپوښت: له چا سره نېکي وکړو؟ پاک نبي وویل: له مور سره. سړي بيا وپوښتل: تر مور روسته له چا سره؟ رسول الله: له مور سره. سړي بيا هماغه پوښتنه وکړه او له رسول الله يې بيا هم هماغه ځواب واورېد، چې په څلورم ځل، چې بيا هغه سړي وپوښتل؛ نو رسول الله وویل: له پلار سره.

١٠_ مور ته دعا کول او ورسره نېکي کول.

 سبحان څښتن وايي: (( وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً[41]= اوله مهربانۍ پرې د خپلې تواضع (او نرمې غاړې ) وزرونه راښكته كړه او ووايه: ((پالونكيه! پر دوى رحم وكړه؛ لكه څنګه چې يې په ماشومتوب كې روزلى وم. ))

محمد بن مروان وايي: امام صادق وویل: ((څه له له مور و پلار سره د احسان مخنیوي کوي؛ که ژوندي وي که مړه، د هغوى له اړخه لمونځ وکړي، صدقه ورکړي، روژه ونيسي، حج وکړي، چې ددې کړنو ثواب يې مور و پلار ته وي او هغه ته هم (د مور و پلار د ثواب هومره) ورکړل شي؛ بلکې الله تعالی به يې ثواب او اجر د هغه نېکۍ او صله رحم له کبله ډېر کړي. ))

١١_د مور و پلار دعا وغواړئ او له ښېرو يې ځان وساتئ.

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: اولاد ته د پلار دعا، امت ته د پېغمبر د دعا په څېر ده.

 بيا پاک نبي وايي: د مور و پلار له ښېرو ووېرېږئ، چې تر تورې ډېره تېزه ده.

 په بل ځاى کې د الله تعالی استازى وايي: د مور دعا ژر قبلېږي. وپوښتل شو: ولې؟ و یې ويل: ځکه مور تر پلاره ډېره مهربانه ده.

درېیم څپرکى

ټولنيز اخلاق

ښه خوى

 په هغه ستر رسالت کې، د الله تعالی د استازي د بري يوه خواله، ښه خوى او ورين تندى و. پر خلکو خورا مهربانه او له خلکو سره په چلن کې يې له پراخې سينې کار اخسته، چې په همدې ښو اخلاقو يې د خلکو پر زړونو واکمني کوله، تردې چې د عربستان په هغه وحشي او روسته پاتې ټولنه کې يې داسې کسان وروزل، چې هر يو يې د بشريت لپاره بېلګې دي. قرآن پاک د الله تعالی د استازي د ښو اخلاقو په هکله وايي:

((وَإِنَّكَ لَعَلَى‏ خُلُقٍ عَظِيمٍ[42]= او په رښتيا ته ستر خوىونه لرې.))

چې د ټولو الهي انبياو سيره همداسې وه او پر خلکو خوار مهربانه ول.

 دا خبره دومره ارزښت لري، چې اسامه ترې وپوښتل: تر ټولو غوره څيز، چې انسان ته ورکړ شوى، څه دى؛ و یې ويل: ښه اخلاق.

امام حسن د خپل نیکه خبره را اخلي، وايي: د ښه اخلاقو د خاوند اجر د روژې د شپې د لمونځونه هومره دى.

 په بل ځاى کې وايي: ((ښه اخلاق داسې ګناهګانې ويلې کوي؛ لکه څنګه چې لمر يخ ويلې کوي )).

 وپوښتل شو: ښه اخلاق څه دي؟ و یې ويل: ښه اخلاق دا دي: د دوستۍ اړيکه له هغوى سره ټينګه وساتي، چې له تا سره یې پرېښې ده او هغه وبښې، چې پر تا يې ظلم کړى او ور يې کړې هغه ته چې تا ته يې نه وه درکړې.

په دعا کې به يې خپل څښتن ته ويل: خدايه ! خلق و خوى مې نېک کړې. خدايه له ناوړه اخلاقو مې وساتې او له نارواوو په ځان ساتلو کې مې مل شې.

امام رضا د رسول الله وينا را اخلي، وايي: جبرائيل د الله تعالی له لوري راغى، را ته يې وويل: محمده ! پر تا دي، چې ښه اخلاق جامه کړې؛ ځکه بدخلقي د نړۍ او اخرت خیر له منځه وړي، بيا يې وويل: پوه شئ، په تاسې کې به تر ټولو هغه زما په څېر وي، چې تر ټولو يې اخلاق ښه وي.

له خلکو سره ملګرتوب او ګوزاره

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) له خلکو سره ګوزاره کوله، ويل يې: لکه څنګه چې موږ انبياء دنده لرو، فرض پر ځاى کړو؛ نو هماغسې دنده لرو، چې له خلکو سره ګوزاره وکړو.

نبوي حديث دى: زه له خلکو سره ګوزارې ته مبعوث شوى يم او له خلکو سره د ګوزارې حکم راکړ شوى؛ لکه څنګه چې حکم راکړ شوى، رسالت مې تبليغ کړم.

 څو يهودو له مخکې نقشه ايستې وه، چې لږ تر لږه پر ژبه رسول الله وځوروي، چې ټول په يو بل پسې مجلس ته راننووتل او د سلام عليکم پر ځاى يې وويل: السام عليکم؛ يعنې مرګ دې پر تا وي. حضرت عایشه بي بي، چې هلته وه، ډېره سخته غوسه شوه او چغه يې کړه: مرګ دې پر تاسې وي او. … ))

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: عايشې ! ولې غوسه شوې؟ کنځلې مه کوه. کنځلې که انځور شي؛ نو تر ټولو بده او رټلې څېره لري او نرمي، ملايمت او ښېګڼه که پر هر څه کېښوول شي، ښکلا ورکوي او له هر څه چې لرې شي؛ نو ښکلا يې له منځه ځي. ))

بي بي وویل: رسول الله ! نه وينئ، څومره پر بې شرمۍ وايي، چې مرګ دې پر تاسې وي؟

رسول الله: ما يې هم په ځواب کې وويل: ((عليکم)) پر تاسې دې وي، همدومره يې بس دى.

رسول الله د خلکو ترخې او بې ادبه خبرې زغملې. يوه ورځ يو بېدياني عرب مدينې ته راغى او نېغ جومات ته ددې لپاره ولاړ، چې له رسول الله سره زر واخلي؛ نو چې راننووت، د الله تعالی استازى يې په خپلو يارانو کې وموند. دې سړي خپله اړتيا وغوښته. رسول الله يو څه ورکړل؛ خو هغه پرې قانع نه شو، رسول الله ته يې سپکې سپورې وکړې. د رسول الله مبارک اصحاب ددې سړي له دې کاره خورا خپه او غوسه شوي وو او نږدې ول، چې هملته يې وړه سابه کړي؛ خو رسول الله اصحابو ته ددې کار اجازه ورنه کړه او تردې روسته د الله تعالی استازى هغه عربي له ځان سره کور ته يووړ او هلته يې ورسره نوره نقدي مرسته هم وکړه، چې د رسول الله په کور کې، عربي هم وکتل، چې د الله تعالی د استازي کور د نورو واکمنانو په څېر نه دى او د سيکو او زرو درک پکې نشته، چې د تګ پرمهال عربي خوشحاله د الله تعالی د رسول له کوره ووت، چې په دې وخت کې رسول الله وویل: ته نن له ما مننه کوې او پرون دې راته ډېرې سپکې سپورې وکړې، چې زما اصحاب دې غوسه کړل او وېرېږم، چېرې دې د هغه رټلي کار له لامله خراب نه کړي؛ نو ايا کېداى شي همدا خبره يې په ډله کې وکړې، چې د تا لپاره يې په زړه کې غوسه له منځه ولاړه شي. عربي هم دې کار ته غاړه کېښووه. بله ورځ عربي جومات راغى، چې اصحاب له رسول الله داسې را تاو وو؛ لکه پتنګان له ګله؛ نو دا مهال رسول الله خپلو يارانو ته وويل: دې سړي ماته ويلي، چې له موږ څخه راضي شوى دى. په دې وخت کې يې عربي ته مخ کړ ، و یې ویل: ايا همداسې ده؟ عربي وويل: هو همداسې ده! او هماغه مننه يې په ډله کې هم وکړه، چې له رسول الله يې کړې وه، رسول الله او يارانو يې وخندل او په دې وخت کې رسول الله وويل: زما او ددې سړي مثال د هغه سړي دى، چې اوښه يې ترې اوټاو شوې وه او مڼدې يې ترې وهلې او خلکو هم د اوښ له خاوند سره د مرستې په موخه په اوښ پسې منډلې وهلې، چې هغه اوښ د خلکو له وېرې لاپسې نور هم توري شو، چې په دې وخت کې د اوښ خاوند چغې کړې: خلکو ! هيله کوم، له اوښ سره مې کار مه لرئ؛ ځکه په خپله ښه پوهېږم، چې څنګه مې اوښ رام کړم او را و یې نيسم او همداچې خلک يې په اوښ پسې له منډو منع کړل؛ نو ولاړ او واښه يې راواخستل، رو رو اوښ ته ورمخکې شو، بې له دې، چې چغې او يا منډې ووهي او همداسې رامخکى شو، راغى او خپل اوښ يې له پړي راونيو او روان شو او که تاسې هم ما پرون پرېښي وئ؛ نو هغه عربي به مو ډېر پر بد حال وژلى و؛ خو ما تاسې دې کار ته پرېنښودئ او په خپله مې په نرمه رام اولارې ته راوست )).

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: ايا له هغه مو خبر کړم، چې دوزخ پرې حرام دى؟ دوزخ پر هر ګوزاره کوونکي او د نرمو اخلاقو پر خاوند حرام دى.

 د الله تعالی استازى (صلی الله علیه وآله وسلم) جومات ته روان و، په لار کې يو سړى ورمخې ته شو، و یې ويل: تاسې زما پوروړي ياست او بايد همدا اوس زما پور راکړئ. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: ړومبى داچې زه دې پوروړى نه يم او بل داچې اوس په جېب کې څه نه لرم، اجازه راکړه، له کوره پيسې راوړم. سړي وویل: يو ګام هم له دې ځايه نشئ اخستئ. رسول الله، چې هر څومره له سړې سينې ورسره کار اخسته، سړي به دوه زوره کول، تردې چې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) څادر يې د هغه مبارک په ورمېږ کې واچاوه او را يې کاږه، چې تغمه يې په ورمېږ کې پاتې شوه. مسلمانان په جومات کې، رسول الله ته پر تمه وو او همداچې و یې ليدل، هغه مبارک ناوخته کړ، له جوماته راووتل، و یې ليدل، چې يو يهودي د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) مخه نيولې ده. اصحابو غوښتل، هغه يهودی کونج ته کړي او هملته د بوسو خوسې ترې جوړ کړي؛ خو رسول الله وويل: تاسې کار ورسره مه لرئ ! زه پخپله پوهېږم، له دې ملګري سره څنګه چلن وکړم او دومره نرمي يې وښووله، چې يهودي ځاى پر ځاى وويل:(( اشهد ان لا اله الله و اشهدانک رسول الله )) او زياته يې کړه: يو عادي انسان دومره زغم او پراخه سينه نشي درلوداى او څرګنده ده، چې تاسې د څښتن استازى ياست.

له پوروړي سره ګوزاره

پاک نبي (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: ((چاچې په تنګسه کې له چا سره ګوزاره وکړه؛ نو الله تعالی به ورسره په نړۍ او اخرت کې ګوزاره وکړي. تر هغه چې بنده له خپل مسلمان رور سره مرسته کوي؛ نو الله تعالی هم مرسته ورسره کوي او چاچې په تنګسه کې له چا سره ګوزاره وکړه او د هغه د پور يوه برخه وروبښي؛ نو الله تعالی به يې د قيامت پر ورځ د خپل عرش تر سيوري لاندې کړي؛ پر هغه ورځ، چې بې د هغه له سيوري بل سيورى نشته.

پاک نبي (صلی الله علیه وآله وسلم) خپلو يارانو ته وويل: په تاسې کې به کوم يو خوشحاله شي، چې پوه شي، الله تعالی يې د دوزخ له عذابه ژغوري؟ ټولو وویل: موږ ټول به خوشحاله شو، چې داسې ښه خبر واورو. پاک نبي وویل: هغه چې خپل په تنګسه کې پوروړي ته وخت ورکړي.

د پور غوښتو او داچې له چا وغوښتل شي، اصل دادى، چې د انسان چې څومره له لاسه کېږي، خپلې غوښتنې او اړتياوې پخپله لاس ته راوړي او که کله هم کار تردې راورسېد، چې له چا پور وغواړي؛ نو په داسې طريقه دې یې نه غواړي، چې خواري او ذلت پکې وي.

نبوي حديث دى: (( که له چا څه غواړئ؛ نو له عزت نفس سره يې وغواړئ او د پور په پار ځان مه خواروئ. ))

روايت دى: يو سړى امام صادق ته ورغى او له روزګاره يې ګيله ورته وکړه، و یې ويل: په پورونو کې ډوب يم. امام يو څه نقدې ورکړې. هغه سړي وویل: مطلب مې دا نه و، چې نقدې راکړئ؛ بلکې له دې لپاره مې درته د زړه حال بيان کړ، چې دعا راته وکړئ. امام وویل: ما خو نه دي ويلي، چې ستا مطلب دا و، اوس دا نقدې واخله او سپارښتنه درته کوم: هره ستونزه، چې لرئ؛ نو د خلکو په مخ کې يې مه وايه، چې خوار نشئ.

بښنه

پاک نبي به هغوى بښل، چې ظلم يې پرې کړى او د نورو تېروتنې يې بښلې. چې رسول الله مبارک مکه سوبه کړه؛ هغه ښار چې هغه او ياران يې ١٣ کاله پکې کړېدلي ول او تردې چې نږدې ول، و یې وژني؛ نو ټولو دا تمه درلوده، چې اوس خو به د هغو ١٣ کالو عچ اخلي؛ خو رسول الله خلک وپوښتل: اوس به څه درسره کوم او څه تمه لرئ؟ خلکو وویل: موږ له تا یوازې د خیر تمه لرو، ته مو ستر رور او د ستر رور زوى يې. رسول الله ددې خبرو تر اغېز لاندې راغى، اوښکې يې راغلې، و یې ويل: زه به هماغه ووايم، چې رور مې يوسف (علیه السلام) خپلو رونو ته وويل:

((قَالَ لاَ تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ[43]=وويل:(( نن پر تاسې پړه نشته، الله تعالی دې تاسې وبښي او هغه د لورنو ډېر لورين دى))[44]

او همدا وو چې مهربان او رحمت للعالمين محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) هغه ټول وبښل، چې ١٣ کاله يې سور اور ته نيولى و او ټولو ته يې وويل: ولاړ شئ! ټول ازاد ياست!

قرآن پاک رښتيا ويلي وو: و ما ارسلناک الا رحمة للعالمين.

ډېرو له رسول الله سره بد وکړل؛ خو هغه مبارک وبښل او هېڅکله يې په زړه کې د چا کينه و نه ساتله او له هېچا يې غچ وانخست؛ بلکې بښنه يې د غچ په پرتله وړ ګڼله.

سره له دې چې په “احد” غزا کې په رسول الله مبارک هومره تېري وشول او د هغه د زمري په څېر تره؛ حضرت حمزه د “معاوبه بن ابوسفيان” مور؛ “هندې” په ډېر غير انساني توګه شهيد، د هغه ځيګر يې له بدنه راوايست او و یې خوړه؛ خو بيا هم دا رحمت للعالمين و، چې د يوې کنځلې هومره يې دې کينه کښـې ښځې ته و نه کړه.

له “تبوک” غزا چې راستنېده، ځينو هوډ کړى و، رسول الله ترور کړي او هغه داسې، چې په يو کنډو کې ورته تربوزک وهلي پټ وو، چې د پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) اوښ توري او له دې لارې، هغه مبارک لاندې درې ته ګوزار کړي او سره له دې، چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) هغوى ټول وپېژندل او چې يارانو یې غوښتل، د هغو کسانو نوم ورته واخلي؛ خو رسول الله مبارک يې نوم خپلو يارانو ته و نه ښود او ورته له سزا ورکولو يې سترګې پټې کړې.

سره له دې چې د “عبدالله بن ابى” (د مدينې د منافقانو مشر)، چې څومره له لاسه کېدل، چې له شا پر پېغمبر ګوزار وکړي او څومره خڼدونه يې په لار کې ورته کېښوول؛ خو دا رحمت للعالمين و، چې بد چلن یې ورسره و نه کړ.

خو له ياده مو و نه وځي، چې دې ټولو چارو وګړیز اړخ درلود،که چا يې سپکاوى کاوه، غبرګون يې موسکا او بښل وو؛ خو که چا، پښه د اسلام له چوکاټه وايسته يا داچې د اسلام قانون ولتاړي؛ نو بيا هماغه موسکى او بښـونکى پېغمبر و، چې پرېکنده يې د حق د پلي کولو لپاره ګام پورته کاوه.

په عدالت پلي کولو يې ګوزاره نه کوله

سره له دې چې که چا به د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) سپکاوى کاوه او هغه يې بښه؛ خو که په کوم ځاى کې، چې چا حق، الهي حکم او يا شرع لتاړله؛ نو رسول الله داسې غوسه کېده، چې هېچا يې د الهي غوسې مخه نه شوه نيواى او تر هغه نه کلارېده، چې حق يې حقدار ته نه و ورکړى. پر چا يې چرت نه و خراب او هر چاچې له الهي چوکاټه پښه بهر کړه، پر هر مقام چې و، رسول الله يې د سزا حکم ورکاوه يا داچې په خپله يې ګناه کوونکي ته سزا ورکوله.

 په حقوقو کې ټول ورته يو شان او مساوي وو، حق يې پلي کاوه، که څه په خپله او يا د يارانو په تاوان يې هم و او د چارو د سمبالولو بنسټ يې حق و.

يوه ورځ د يوه انصاري مسلمان له کوره غلا وشوه، چې يو يهودي او يو مسلمان پکې تورن وو. په دې وخت کې يوه ډله انصار، پاک نبي ته واسطه شول، چې د يهودو د دښمنۍ او د مسلمانانو د پت ساتلو لپاره دې یوازې يهودي ته سزا ورکړه شي او مسلمان ته دې سزا ور نه کړه شي؛ خو تر څېړنو روسته رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته جوته شوه، چې يهودي بې ګناه دى؛ نو په بشپړ پرېکندتوب يې يهودى پرېښود او مسلمان ته يې سزا ورکړه.

د پاک نبي دې عمل یې هم، د نورو کړنو په څېر، قرآني بڼه درلوده:

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى‏ أَلَّا تَعْدِلُوا إِعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى‏ وَاتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ[45]= مؤمنانو! تل د الله تعالی (د فرايضو) لپاره راپاڅئ او په قسط او عدل ګواهي وركړئ، له كومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه كړي، چې عدالت و نه کړئ؛ عدالت وكړئ، چې هغه (ځان ساتنې او) پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى او(ځانونه مو) د الله تعالی له (عذابه) وساتئ، څه چې كوئ، الله تعالی پرې ښه خبر دى.[46]))

 سره له دې چې رسول الله د مکې د سوبې پرمهال ټول بښلي وو؛ خو له يوې ښځې سره يې سره له دې چې د يوې سترې کورنۍ وه، پر عدالت چلن وکړ. کيسه داسې وه:

 د “فاطمې” په نامه يوې ښځې، چې د “بني مخزوم” د ټبر وه، غلا وکړه، هغه يې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته راوړه، چې تر څېړنو روسته، غلا پرې جوته شوه. قريشو ګومان کاوه، موږ چې هومره پېغمبر کړولى او زورلى و؛ نو موږ يې چې وبښلو؛ نو د هغې ښځې غلا خو به هرومرو بښي؛ خو ټول حيران شول، چې رسول الله مبارک پر هغه ښځې د الهي حکم د جاري کولو په تکل کې دى؛ نو قريشو هڅې پيل کړې، چې له دې کاره مخنيوى وکړي؛ ځکه هغوى ته سخته او د شرم خبره وه، چې د هغوى د ټبر يوه ښځه، د غلا په تور سزا وويني؛ نو ړومبى يې ګومان وکړ، چې د تاوان او نقدو په ورکولو، له دې کاره مخنيوى وکړي؛ خو رسول الله ورسره و نه منله. غلې، چې حالات وليدل؛ نو د ځان د خلاصون لپاره يې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يوې مېرمنې ته پناه يووړه او رسول الله ته يې واسطه کړه؛ خو واسطې هم ګټه نه درلوده او د اخر ځل لپاره يې حضرت “اسامه بن زيد” واسطه کړ، چې د خپل پلار په څېر پر رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) خورا ګران و او ورسره يې ځانګړى مقام درلود؛ خو همداچې “اسامه” پر خبرو شو، د اسلام د ستر مشرتابه، څېره له غوسې سره شوه ، و یې ويل: د الهي حد د نه جاري کېدو لپاره واسطه شوى يې؟ او ځاى پر ځاى يې د غلې د سزا حکم يې ورکړ. اسامه پر خپله تېروتنه پوه شو، بښنه يې وغوښته او ولاړ.

پر هغه ورځ پاک نبي (صلی الله علیه وآله وسلم) خلک جومات ته راوغوښتل او داسې وينا یې وکړه: (( پخواني قومونه ځکه ورک شول او له منځه ولاړل، چې د عدالت په پلي کولو کې يې تبعيض روا ګاڼه او چې کله به د کوم منصب خاوند يا شتمن ګناه وکړه؛ نو له سزا معاف و؛ خو که کوم بېوزله او تر لاس لاندې به خطا وکړه؛ نو تر ټولو سخته سزا ورکول کېده. قسم پر هغه الله تعالی چې زه يې درته پېغمبر رالېږلى يم، د عدالت په پلي کولو کې به د چا مخ خاطر و نه کړم او د محمد لور فاطمې هم که داسې رټلى کار کړى و؛ نو بې ځنډه به مې ترې لاس غوڅ کړى و. ))

او پر خپل عمل يې وښوول، چې د الهي عدل د قانون پر وړاندې ټول يو شان او مساوي دي.

بله دا چې: “سمرة بن جندب” په داسې ځاى کې د کجورې و نه درلوده، چې لار يې د يو انصاري له کوره تېرېده او “سمرة” به هم، چې خپلې ونې ته تله؛ نو بې اجازې، د انصاري کور ته ورننووته او ځان يې ونې ته رساوه. انصاري د “سمرة” په دې کار خپه شو ، و یې ویل: چې خپلې ونې ته ورځې؛ نو کور ته تر ننووتو مخکې اجازه غواړه؛ خو “سمرة” د انصاري پر خبره غوږ و نه ګرواه او هماغسې، بې اجازې، د انصاري کور ته ورننووته. انصاري رسول الله ته ګيله وکړه. رسول الله “سمرة” را وغوښت ، و یې ویل: پلاني در څخه ګيله کړې او نېغه په نېغه يې وویل: تردې روسته چې يې کور ته ننوځې، اجازه به ترې غواړى. “سمرة” د رسول الله خبرې ته هم غوږ و نه نيوه. رسول الله يې چې کار وليد، وړانديز يې ورکړ: ونه دې وپلوره او داچې “سمرة” دې کار ته وهڅوي، د جيګې بيې وړانديز يې هم ورکړ، و یې ویل: پر کومه بيه، چې دې خوښه وي، دا ونه وپلوره؛ خو “سمرة” د ونې پلورلو ته هم غاړه کېنښوده. پاک نبي ورته د معنوياتو او اخرت په هکله خبرې وکړې، چې که د انصاري کور ته د ننووتو پرمهال اجازه وغواړې او يا داچې که ونه وپلورې؛ نو الله تعالی به خورا ثواب درکړي؛ خو “سمرة” بيا هم ورسر و نه منله؛ خو چې خبره له نرمۍ او ګوزارې تېره شوه؛ نو رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ورته غوڅ وويل: مضر انسان يې او د اسلام په دين کې ضرر ليدل او ضرر رسول نشته او بيا يې انصاري ته وويل: ((ولاړ شه او د کجورې و نه يې له بېخه را ونړوه !)) او بيا يې “سمرة” ته وويل: (( زه اوس ولاړ شه او په کوم ځاى کې، چې دې زړه وي؛ نو هملته دې ونه وکره. ))

که منافقانو به د الله تعالی د استازي سپکاوى کاوه؛ نو د آنحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) غبرګون بښنه او ګوزاره وه او ان د هغوى نوم يې هم نه بربنډاوه؛ خو چې منافقانو غوښتل،د اسلام پرخلاف دسيسه جوړه کړي، که څه د جومات جوړولو په بڼه (د ضرار د جومات کيسه)؛ نو جومات يې له خاورو سره يو ځاى کاوه او له هغه ځایه يې ډېران جوړاوه.

 پاک نبي د الهي احکامو او عدالت د پلي کول راز په لاندې وينا کې څرګند کړى دى: ((يو ټبر په بېړۍ کې د سپرېدو لپاره پچه واچوله، چې ځينې په پاسني او ځينې په لاندني پوړ کې ځاى پر ځاى شول، چې د لاندې پوړ خلکو اوبو ته د رسېدو لپاره د پاسني پوړ له خلکو تېرېدل؛ نو دوى له ځان سره وويل: څه به وشي، چې موږ هم اوبو ته د لاس رسي لپاره په لاندې پوړ کې سورى وکړو؛ نو په دې بڼه؛ که د بېړۍ خاوند هر څوک د خپلو غوښتنو د لاس ته راوړو لپاره ازاد پرېږدي؛ نو ټول به هلاک شي او که مخه يې ونيول شي؛ نو ټول به نېکمرغه شي او خلاصون به ومومي. ))

 

تواضع

څښتن تعالى د خپل استازي په هکله وايي: ((وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ[47]= او له مؤمنانو، چې څوک ستا لاروي کوي،ورته خپل وزر ټيټ كړه (او په نرمۍ ورسره چلن كوه).))

پاک نبي وايي: (( الله تعالی راته وحې کړې، چې در اعلان کړم: تواضع مو جامه کړئ. ))

 په رښتيا، هغه ددې ډول تواضع په سترګو ليدل شوې بېلګه وه او بې له دې چې له ځانه کومه خواري او ذلت وښيي، متواضع و او د تواضع ترڅنګ يې بشپړ برم او دبدبه هم درلوده. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) دا کار د صوفيانو د اخلاقو پرخلاف و، چې د نفس د رام کولو په پار، عزت نفس لتاړي.

(د بېلګې په توګه “ابراهيم ادهم” د تصوف يو ليکوال وايي: ما په څو ځايونو کې خپل نفس پر خپل مراد وموند؛ يو ځل هغه چې يوه ورځ په بېړۍ کې ناست وم، په بېړۍ کې ناستو په ما پورې خندل او په هغه بېړۍ کې ملنډې وهونکى هم و، چې هره شېبه به راتله او زما وېښتان يې راکاږل او پر سټ به يې وهلم. زه هم د خپل نفس له دې خوارۍ ډېر خوشحاله وم!

بل ځل هغه مهال وو، چې ما د “دجلې” د سيند پر غاړه اودس کاوه، يو سړي پر ما توکاڼې را تو کړې، چې د هغه له دې کاره خوار خوشحاله شوم !

په وسايل کتاب کې د ظلم د کراهت تر عنوان لاندې راغلي: انسان د خپل مال، دندې او. …. واک لري؛ خو د خپل پت واک نه لري؛ نو حق او واک نه لري، ځان بې پته کړي.

په دې هکله د تحف العقول په کتاب کې له امام صادق روايت دى: ((مه دومره تريخېږه، چې خلک درځنې وتښتي او مه دومر نرمېږه، چې درباندې سواره شي او سپکاوى دې وکړي. ))

امام حسين وايي: (( له ذلت سره تر ژونده، پر عزت مړينه خورا غوره ده. ))

 رسول الله به د خپل ځان او نورو ترمنځ پر امتياز نه قايلېده. حضرت ابوذر غفاري وايي: چې کوم ناپېژندګلو به زموږ ډلې ته راغى، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يې نه پېژنده. پوښتنه به يې کوله: په تاسې کې محمد څوک دى؟

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خلک له دې منع کول، چې څوک په غونډه کې له ځايه ورته پاڅي او له دې کاره کرکجن و او داچې خلک هم پوه وو، رسول الله پردې کار خپه کېږي؛ نو چې هغه مبارک به راتله، څوک له ځايه ورته نه پاڅېده.

 يوه ورځ د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) يو يار غوښتل، پېغمبر ته په پښو کې پرېوځي؛ يعنې سجده ورته وکړي، چې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: دا څه وايې؟ ! دا کارونه د “قيصر” او “کسرى” دي او دا کارونه زما د پېغمبرۍ او بندګۍ له شان سره سمون نه خوري.

د الله تعالی استازى چې به روان و، چا ته یې اجازه نه ورکوله، ورپسې شي، که سور و او څوک ورسره روان و، ورته يې د درېيو کارونو واک ورکاوه: يا داچې مخکې ترې شي او د پېغمبر شاته روان نشي يا داچې صبر وکړي، چې رسول الله ولاړ شي او بيا هغه راشي او يا داچې که کېداى شول، دواړه يو ځاى پر سورلۍ سواره شي ، ویل یې: سمه نه ده، زه سور او تاسې پلي وسئ.

 چا ترې و نه ليدل، چې په خپله سور وي او څوک ورسره روان وي او که داسې نه کېدل، په خپله هم له سورلۍ کوزېده او په ټوليزه توګه، له ظاهري دبدبې کرکجن و او په مسلمانانو کې يې له کبر، ځانمنۍ او غرور سره مبارزه کوله.

حضرت علي وايي: (( زه او رسول الله پر لار روان وو، په لار کې مې يوه ډله وليده، چې له يو سړي راتاوه ده. رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وپوښتل: دا خلک د څه لپاره راټول دي؟ و یې ویل: يو خطرناک لېونى دى، چې خلک ترې راتاو دي. رسول الله وويل: دا سړى خو رنځور دى؛ خو حقيقي لېونى هغه دى، چې د تکبر او غرور له لامله، د تګ پرمهال لاسونه مخکې او شاته کوي، ولي پورته او سينه يې راايستې وي او له خدايه جنت غواړي، حال دا وجود يې له ګناه ډک دى، چې دا د کبر او ځانمنۍ نښه ده.[48]

يوه ورځ رسول الله او ياران يې په يوه غونډه کې ناست وو. يو بېوزله مسلمان، چې جامې يې هم شلېدلې وې، غونډې ته راننووت او د ناستې د ځاى په لټه کې شو، چې د يو شتمن سړي ترڅنګ يې د ناستې لپاره ځاى وموند. شتمن له دې خپه او کرکجن شو، چې بېوزله يې ترڅنګ ناست دى؛ نو ځان يې راټول او بېوزله يې له ځانه لرې کړ. د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) هم، چې دې خبرې ته پام و، و یې ويل: ووېرېدې، بېوزلي يې تاته هم در شي؟

_ نه ! د الله تعالی رسوله !

_ ووېرېدې جامې دې ککړې شي؟

_ نه ! رسول الله !

_ نو ولې دې ځان راونغاړه او لرې ترې شوې؟

_ رسول الله ! منم چې تېروتى يم او ددې ګناه د کفارې د ادا کولو لپاره چمتو يم، خپله نيمه شتمني دې مسلمان رور ته ورکړم.

بېوزله سړي چې دا خبره واورېده، و یې ويل: زه يې نه منم.

په ډله کې ناست حيران شول، و یې پوښتل: ولې؟

و یې ويل: وېرېږم، ددې شتمنۍ له لامله، زه هم مغرور شم او همداسې چلن؛ لکه له ما سره چې وشو، له خپل مسلمان رور سره وکړم.

رسول الله به تل خپل ياران له ځانمنۍ ژغورل او ورته يې ويل: ((ان په زړه کې مو هم د ځان منۍ خبره رانشي.))

 رسول الله ته د يو سړي خورا ستاېنه وشوه. يوه ورځ هغه سړى د رسول الله غونډې ته راغى، اصحابو وويل: رسول الله! دا هماغه سړى دى، چې ستاېنه يې درته شوې وه. رسول الله، چې وليد، و يې وويل: ((په تندي کې یې د شېطان نښـې وينم))

 چې سړى رانږدې شو، رسول الله وویل: ((پر الله تعالی مو قسم دې غونډې ته چې راننووتې؛ نو په زړه کې دې رانغلل، چې په دې غونډه کې تر ټولو غوره يې))؟ و یې ويل: هو !

امام صادق وايي: ((يو سړي پر غرور رسول الله ته وويل: رسول الله ! زه پلانى د پلاني زوى يم او د خپلو نهو نيکونو نومونه يې واخستل. رسول الله وویل: ته ورپسې لسم په دوزخ کې يې.[49]

“احمد بن محمد بن ابي نصر بزنطي” د امام رضا يار و، چې وايي: موږ له څو کسانو سره امام ته ورغلو او څو شېبې ورسره کېناستو؛ نو د راستنېدو پرمهال يې وویل: احمده ! ته کېنه ! راسره راغلي ولاړل او زه له امام سره پاتې شوم. له امام مې يو لړ پوښتنې درلودلې، چې د ټولو ځوابونه يې راکړل. چې د شپې يوه برخه تېره شوه، غوښتل مې ولاړ شم، راته و یې ويل: ځې که پاتېږې؟ ورته مې وويل: څه چې تاسې وياست؛ که وياست چې ولاړ شم؛ نو ولاړ به شم که وياست، چې پاتې شئ؛ نو پاتې به شم. راته يې وويل: پاتې شه او دا دې هم د خوب ځاى. بيا امام پاڅېد، خپلې کوټې ته ولاړ او ما هم له لېوالتيا سجده وکړه او و مې ويل: خدايه ستا شکر! د پېغمبرانو د علومو وارث او امام په دې ټولو کسانو کې له ما سره دومره مينه لري؛ نو په سجده وم، چې احساس مې کړل، امام راغى. پاڅېدم، امام زما لاس په خپلو مبارکو لاسونو کې ونيو، و يې ويل: احمده ! اميرالمؤمنين علي د خپل يو يار “صعصعة بن صوحان” پوښتنې ته ولاړ او چې راستنېده، و یې ويل: صعصعة ! داچې پوښتنې ته دې راغلى يم؛ نو له روڼو دې ځان پورته و نه ګڼې، زما پوښتنه دې ددې لامل نشي، چې ته ترې ځان غوره وګڼې، له الله تعالی ووېرېږه، تقوا جامه کړه، متواضع وسه، چې الله تعالی دې لوړمقامى کړي. ))

امام په دې خبره خبردارى ورکوي، چې هېڅه د انسان د ځان جوړونې، د نفس د روزنې او نېکچاريو ځاى نه نيسي او انسان ته په کار نه دي، پر امتيازاتو غره شي، ان امام ته نږدوالى او له اړخه يې ځانګړې مينه یې هم، بايد د انسان د غرور او پر نورو د ځان د غوره ګڼلو لامل نشي.

ټوکې

رسول الله له هومره دبدبې، شان او شوکت سره سره، تل موسکى او تندى يې ورين و، چې وحې ورته راتله او يا داچې د روزنې په حال کې به و؛ نو جدي به و؛ ګنې په عادي ژوند کې يې له خپلو اصحابو سره ټوکې او ورسره يې بنډار کاوه.

امام صادق وپوښتل شو: ايا رسول الله ټوکې کولې؟ و یې ويل: الله تعالی، حضرت محمد پر ” ستر خُلق” ستايلى و او الله تعالی چې څومره پېغمبران هم رالېږلي ول؛ نو په ټولو کې يو څه تريخوالى و؛ خو د حضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) تندى تل ورين و، تل موسکى و او له خپلو اصحابو سره يې ټوکې کولې، چې د هغه مبارک هيبت پرې کېنني او و کړاى شي، رسول الله ته وګوري او خپلې غوښتنې او پوښتنې له رسول الله وکړي. رسول الله، که کوم صحابي غمجن وليد؛ نو په ټوکو يې خوشحالوه، ویل یې: هغه د الله تعالی دښمن دى، چې پر تريو تندي له خپلو مسلمانانو روڼو سره مخېږي.[50]

امام صادق خپلو يارانو ته وايي: ولې يو له بل سره ټوکې نه کوئ؟

 د ښو اخلاقو خاوندان ټوکې کوي، په ټوکو کړاى شئ خپل مسلمان رور خوشحاله کړئ، رسول الله له خپلو يارانو سره ټوکې کولې، له دې لارې يې خوشحالول او د حضرت محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) وينا ده: ((هغه مسلمان نه دى، چې ټوکې نه کوي. ))

 له ياده دې و نه وځي: سره له دې، چې رسول الله ټوکې کولې؛ خو په ټوکو کې يې، بې له حقه بل څه نه ويل.

امام رضا وايي: يو عربي د الله تعالی د استازي کتو ته ورغى، ډالۍ یې ورکړه، و یې ويل: زما د ډالۍ پيسې راکړه. رسول الله وخندل او چې غمجن به و، ويل يې: څومره به ښه شي، چې اوس هغه اعرابي راشي.

رسول الله سپکه ټوکه نه کوله او خپلو اصحابو ته يې هم ويل: ((سپکه ټوکه مه کوئ. )) هېڅکله يې اجازه نه ورکوله، چې پر حقايقو او جدي چارو ټوکې او ملنډې ووهل شي او په ټوکو کې يې سپکاوى وشي، چې دلته موږ د الله تعالی د استازي يو څو ټوکو ته اشاره کړې ده:

 ((يوه ورځ يې د زړو ښځو په ډله کې وويل: هېڅ بوډۍ به جنت ته ولاړه نشي)) چې ټولې بوډۍ ګانې پر دې خبره خپه شوې. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: ((هغه پر دې مانا نه ده، چې تاسې څوک جنت ته نه پرېږدي؛ بلکې جنت تر ننووتو مخکې به بېرته ټولې ځوانانې شئ.))

يوه ورځ يې خپله ښۍ پښه رامخکې، و یې پوښتل: زما دا پښه څه ته ورته ده؟ په دې وخت کې يو د خندا لپاره څو تشبيه ګانې وکړې؛ خو د الله تعالی د استازي يوه هم خوښه نه شوه. وویل شول: رسول الله ! اوس په خپله ووایئ، چې پښه مو څه ته ورته ده؟ په دې وخت کې د الله تعالی استازى موسکى شو، و یې ويل: ((دا پښه مې دې بلې پښې ته ورته ده. ))

نبوي حديث دى: (( تفريح او سرګرمي وکړئ؛ ځکه خوښ نه يم، په دين کې مو تاوتريخوالى وليدل شي. ))

پاموړ خو داده، چې د الله تعالی د استازي ټوکې یوازې د يارانو د خندلو لپاره نه؛ بلکې له ټوکو يې د خپل يارانو د روزنې لپاره ګټه اخسته.

يوه ورځ يې حضرت انس بن مالک (رض) ته “دوه غوږى” ووايه، چې هم يې ټوکه ورسره کړې وي او هم يې پوه کړى وي، چې خوله يوه؛ خو غوږونه دوه دي او بايد د انسان د حق اورېدل د خبرو په پرتله ډېره وي.

د الله تعالی د استازي دې خبرې ته خورا پام و، چې په ټوکه د دين او انسانانو سپکاوى ونشي.

د رسول الله له ټوکو څرګندېږي، چې هغه ټوکې په اسلامي آدابو کې شاملې دي چې:

١_کنځلې او ناروا پکې نه وي.

٢_د نورو د سترګو د شلېدو لامل و نه ګرځي.

٣_کينه او دښمني جوړه نه کړي.

٤_ په ټوکه کې منځلاري پکار ده او ډېره ټوکه د انسان دبدبه له منځه وړي.

٤_ په ټوکو روزي لاس ته نه راوړل.

 

مينه او درناوى

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) خپلو اصحابو سره دومره مينه کوله، چې که کوم یو يې درې ورځې و نه کوت، د هغه پوښتنه یې کوله، که پر سفر وتلى و، دعا يې ورته کوله او که په کور کې و او خبر به شو، چې ناجوړه دى؛ نو کتنې او پوښتنې ته يې ورتله.

رسول الله له خلکو سره دومره مينه کوله، چې ټولو داسې ويل: ((دا زموږ مهربان پلار دى. )) او په ستونزو او سختيو کې يې پناه ور وړه. د خلکو پام يې د هغوى تېروتنو ته کاوه او د هغوى پر دنننيو ټپونو يې د مينې مرهم ايښـووه؛ خو د چا نيمګړتيا يې نه بربنډوله او تل يې پر ورين تندي او د زړه له کومې په مينه له خلکو سره معاشرت کاوه او اصحابو ته يې ويل: (( یو د بل بدۍ راته مه وياست؛ ځکه غواړم بې له کينې او په پاک زړه درسره مخ شم. ))

چې څوک به ورکره ورغی، د دروناوي له لامله يې ورلاندې خپل څادر هواروه او يا داچې پر خپل توشک يې کېناوه. هېڅکله يې پښې د اصحابو په مخ کې نه غځولې او چې مېلمانه نه ول پاڅېدلي، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) نه پاڅېده. چې له خلکو سره يو ځاى کېده، تر هغه چې کېدل، د مينې له لامله ورسره همغږى و؛ يعنې که د آخرت په هکله به خبره وه، رسول الله هم د آخرت په باب خبرې کولې او که د نړۍ خبره به شوه؛ نو رسول الله هم د نړۍ خبره کوله. کله به د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په مخ کې شعرونه ويل کېدل او یو د بل خبرې کېدې؛ خو رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) بيا هم هغوى نه منع کول؛ خو داچې خبره به حرامې ته شوه.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) به په معاشرت کې له ډېر احتياطه کار اخسته، چې د چا حق هم و نه لتاړل شي. په يوه جګړه کې پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) پر لمانځه و، چې څو کسان په مخ کې یې تېر شول، د يوې شېبې لپاره تم شول، له اصحابو يې د الله تعالی د استازي پوښتنه وکړه، ورته يې دعا وکړه، بښنه يې وغوښته، چې د بيړې له لامله نشي کړاى، رسول الله ته په تمه شي او خپل سلام يې پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورسوه او ولاړل. تر لمانځه روسته، رسول الله پر خپګان وويل: ډېره هېښنده ده ! يوه ډله ستاسې مخې ته راځي، زما پوښتنه کوي، تاسې يې درناوي ته پا نه څېدئ، مېلمستيا مو ترې و نه کړه او بيا يې د “جعفر طيار” خبره را واچوله، چې څومره مېلمه پال و او د نورو درناوى يې کاوه.

مديريت(سمبالنه) او مشري

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د سمبالنې او مشرۍ لپاره ټولې لوړې ځانګړنې درلودې. د الهي ځواک په مرسته، د خپلې سترې وګړې او د هغه مقام په واسطه، چې په خلکو کې يې درلود، يو ستر پاڅون يې سمبال او رهبري کړ.

 پر ټولو ګران و؛ دوست و دښمن دواړو يې پر رښتينولۍ منښته درلوده او په خپل رسالت کې يې د خلکو له دې ويسا هم ګټنه کوله او هغوى يې پوښتل:

 (( که ووايم، چې ددې غره تر شا يوه ډله سواره دي، راسره يې منئ؟)) ټولو وويل: ((هو موږ يې درسره منو! تر اوسه لا چا له تاسې دروغ نه دي اورېدلي.))

 د رسول الله (ص) د مشرۍ يوه بله ځانګړنه دا وه، چې د ځان لپاره پر هېڅ ډول ټولنيز امتياز قايل نه و. يو صحابي وايي: (( له رسول الله سره يو بازار ته ولاړو، هلته يو هټيوال وپېژنده. د الله تعالی د استازي د لاسونو ښکلولو په موخه له ځايه راپاڅېد. رسول الله مبارک خپل لاس راکاږه، و یې ويل:

(( دا کار پارسيان د خپلو پاچایانو لپاره کوي، زه پاچا نه يم؛ بلکې ستاسې په څېر يو انسان يم. )) [51]

سره له دې چې د الله تعالی د استازي ځکم، بې ځنډه پلي کېده او تل يې اصحابو ويل: ((داچې پر تا ايمان لرو، که حکم وکړئ؛ نو ځان به درته پر سيند هم لاهو کړو))؛ خو رسول الله هېڅکله د مستبدانو په څېر نه و. سره له دې چې د عصمت د مقام خاوند و او سلامشورې ته يې اړتيا نه درلوده؛ خو د قرآن پاک د وينا له مخې ((وشاورهم فى الامر)) يې په هغه چارو کې له اصحابو سره سلا مشوره کوله، چې په اړه یې وحې نه وه راغلې؛ لکه څنګه چې یې په “بدر” غزا کې، د غونډ د ځاى د جوړولو په هکله، له يارانو سره سلامشوره وکړه. په “احزاب” او”تبوک” غزوو کې يې هم له يارانو سره سلا مشوره وکړه، د هغوى د نظر درناوى يې وکړ او له دې لارې يې د سلا مشورې غښتلى بنسټ کېښود، چې مشران ځان تر نورو پورته او مافوق و نه ګڼي، له خلکو سره سلا مشوره وکړي او د سلا مشورې په هکله يې ويل: (( تر اوسه لا څوک پر سلا مشوره بدمرغه شوى نه دى او د راى پر استبداد نه دى نېکمرغه شوى )) او په يو بل ځاى کې وايي: ((هر مهال مو چې چارې د نېکانو په لاس کې او لاسبري مو سخاوتمندان وي او چارې مو پر سلا مشوره سمبال شي؛ نو تر ځمکې لاندې درته د ځمکې مخ ښه دى (؛يعنې د ژوند وړتيا لرئ )؛ خو که چارواکي مو بد، شتمن مو کنجوس او په چارو کې مو مشوره ونشي؛ نو د ځمکې لاندې يې درته د ځمکې تر پاسه غوره ده. ))

د جماعت لمانځه او د جګړې د لیکو نظم ته يې خورا ارزښت ورکاوه؛ لکه څنګه چې یې د “بدر” غزا په هله ګوله کې، د سرتېرو ليکې برابرولې. پر چارو يې نظم او انضباط واکمن و. لارويانو ته يې هم په هر کار کې نظم په کار دى.

په مدينه کې يې ډول ډول تشکيلات جوړ کړل، چې هرې ډلې خپله ځانګړې دنده درلوده؛ ځينې د وحې کاتبان، ځينې مبلغان، ځينې د ځانګړيو او محرمانه ليکونو ليکوال، ځينو د خلکو معاملې او ژمنې ثبتولې او ځينو د مالياتو د راټولولو او ثبتولو دنده پر غاړه درلوده او ځينو….

که رسول الله سلا ګڼله، چې ځينې چارې په پټه بڼه وشي، چې دښمن ترې خبر نشي، يارانو يې د مشرۍ ټول حکمونه پر سر سترګو بې ځنډه کول. د بېلګې په توګه: که حکم يې ورکړ، چې چمتو شئ سبا زو؛ نو بې له دې، چې تر روستي مقصده خبر ووسي، سبا به ټول لاس پر سينه چمتو ولاړ وو او ډېر داسې راپېښېدل، چې مقصد ته ورسېدل؛ نو هله به له مقصده خبر شول او کله خو داسې هم کېدل، چې يوې ډلې ته يې حکم وکړ، چې پر پلاني لوري ولاړ شئ او د هغوى مشر ته يې يو ليک ورکاوه، چې پلانۍ سيمې ته ورسېدئ؛ نو ليک خلاص او پکې ليکل شوي حکمونه پلي کړئ او هغوى همدغسې کول او مقصد ته تر رسېدو مخکې خبر نه ول، چې کومې سيمې ته او د څه لپاره ځو او له دې لارې يې دښمن له خپلو موخو نه خبرېده او هغوى يې ګنګسول.

د الله تعالی د استازي د مشرۍ بله ځانګړنه دا وه، چې انساني ځواک ته د سازمان او تشکيلاتو بڼې ورکولو سره يې خورا مينه درلوده ، ویل یې: ((که درې کسان يو ځاى پر سفر وځئ، يو مو هرومرو مشر وټاکئ. )) لنډه داچې پر رسالت ايمان، ښو اخلاقو، تواضع، دروند او ښه خوى، مړانې، متانت یا دروندوالي، پراخې سينې، سادګۍ، نظم او انضباط، پر وخت او ځاى تشخيص، زړه ته د ترديد لار نه ورکولو، وړاندوينې، د نيوکو پر وړاندې زغم او پراخې سينې، د انسانانو پېژندل او ورته د وړتياوو مطابق دندې ورکولو، په وګړیزو چارو کې نرمي او په آریزو چارو کې پرېکندتوب، لارويانو ته وګړه ورکول او ورسره سلا مشورې، د خپل ژوند د کچې، نه لوړولو، د عقلي، عاطفي او عملي وړتیاوو روزلو، له استبداده ډډې او له سازمان او تشکيلاتو سره مينه، هغه څه وو، چې له رسول الله يې بشپړ مشر او مدير کړى و، چې تر اوسه یې لا بشر دويم نه دى لېدلى.

د مشرۍ په هکله یې دومره بس، هغه مهال چې نړۍ په ګډوډۍ کې وه او معنوياتو ته يې ارزښت نه ورکاوه، د ټولنيز عدالت پر بنسټ يې نظام جوړ کړ.

 

د نيوکو پر وړاندې

سره له دې چې هغه مهال ټولو د الله تعالی د استازي پر عصمت او په ټولو چارو کې پر نه تېروتو بشبړ ايمان درلود او هېچا د الله تعالی د استازي يو کار هم د نيوکې وړ نه ګاڼه؛ خو په مشرۍ کې د رسول الله سيره داسې وه، چې په پراخه سينه او ورين تندي يې ټولو نيوکو ته غوږ نيوه او د هرې نيوکې په هکله يې شرح او معلومات ورکول.

رسول الله حضرت ابوذرغفاري (رض) ته وويل: ابوذره !ما ته نصيحت وکړه او ابوذر هم ورته د قرآن پاک شريف څو آيتونه وويل.

په “حنين” جګړه کې يې د مصلحت غوښتنې له لامله، د غنيمتونو يوه برخه نويو مسلمان شويو ته ځانګړې کړه، چې په دې وخت کې حضرت سعد بن عباده (رض)، انصارو او نورو مجاهدينو، چې له مخکښانو هم وو، نيوکه وکړه، چې ولې زموږ په پرتله وړتيا ورکړ شوه؟ رسول الله وويل: ټول نيوکه کوونکي دې په يو ځاى کې راټول شي. بيا يې په خوږه پسته ژبه، ټول ددې کار پر لامل پوه کړل، چې تر غونډې روسته، هېچا نيوکه نه درلوده؛ ټول پښېمانه او له رسول الله يې بښنه وغوښته.

نبوي حديث دى: ((چې کوم چارواکي د عدل د قانون پرخلاف کار وکړ، نيوکه پرې وکړئ. ))

 يوه ورځ رسول الله يو لښکر ته پوځي دنده ورکړه او له انصارو يې يو ورمشر کړ. په لار کې دا مشر د يوې خبرې له لامله غوسه شو، حکم يې وکړ، چې ډېر خس راټول کړئ، ستر اور بل کړئ، چې اور پر لمبو شو، و یې ويل: ايا رسول الله حکم نه و کړى، چې زما حکم به منئ؟ ټولو وويل: هو همداسې ده. و یې ويل: حکم کوم، چې په دې اور کې ځان وسوځوئ. چا يې خبره و نه منله. چې د الله تعالی استازى له دې خبرې خبر شو، و یې ويل: (( که د هغه د حکم لاروي مو کړې واى؛ نو د تل لپاره به په اور کې وئ، لاروي هغه مهال په کار ده، چې چارواکى د قانون په چوکاټ کې حکم ورکړي. ))

په جګړو کې له سرتېرو سره يو ځاى و، په سرتېرو کې نه پېژندل کېده او سره له دې، چې تر هجرت روسته، دننني او بهرني دښمنانو هومره خڼدونه په مخ کې کېښوول؛ خو د اسلام معارف يې له هومره پراخوالي سره، خلکو ته ورسول او ٨٠ جګړې يې د اسلام له دښمنانو سره وکړې؛ خو سره له دې ټولو جګړو او کړاوونو، هېڅکله نهيلى او ناغېړى نه شو او نه پر شا ولاړ. پوټی يې هم د زړه لورنه کمه نه شوه.

په مدينه کې يې د عمر په پاى کې هومره پراخه سينه او حوصله درلوده؛ لکه څومره يې، چې په مکه کې د رسالت په پيل کې درلوده. په مشرۍ کې يې چا د زور خبره نه شوه کړاى او ټول د قانون پر وړاندې يو شان او دنده يې درلوده، چې د قانون له مخې چلن وکړي.

 

ورزش

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د فاطمې بي بي کور ته ولاړ، “حسن” او “حسين” ته يې وويل: ((يو له بل سره غېږ ونيسئ)) او دواړه يې دې کار ته هڅول. [52]

پېغمبراکرم (صلی الله علیه وآله وسلم) د اسونو د منډې سیالي جوړه کړه، چې پيل او پاى يې جومات و او ړومبي، دويم او درېیم تن ته یې د کجورې ونه انعام ورکړه.[53]

 بايد دې خبرې ته مو پام وي، چې رسول الله مبارک په دې سيالۍ کې درې آرونه پلي کړل، چې د نن په ورزشونو کې غفلت ترې کېږي:

١_ د سيالۍ ډول: پاک نبي د اسونو سورلي سیالي کړه، چې هم ورزش او هم هغه مهال په جګړه کې په کار راتلاى شول؛ خو ننني وارداتي ورزشونه، که څه ساعت تېري او تفريح ده؛ خو هېڅکله د هېواد د راتلونکي او يا په دفاع کې ونډه نه لري.

٢_د سیالۍ پيل او پاى يې جومات کړ. کېداى شي، پردې مانا وي، چې ټول حرکتونه بايد الهي اړخ ولري او پر هغه لوري وي.

٣_د نن په سیاليو کې مصرفي او سينګاري څيزونه انعام ورکول کېږي؛ خو رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د کجورې ونه (چې مېوه ورکوي ) انعام وټاکله، چې درلودل يې د بزګرۍ لامل ګرځي او په غېر مستقيمه توګه خلک بزګرۍ ته هڅوي.

جګړه

مړانه، غښتلتيا او زړورتوب، چې پر الله تعالی د ايمان پايله وه، له وړوکټوبه، د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په وينا او کړنو کې نغښتې وه.

پاک نبي درې کلن و، حليمې بي بي ته يې وويل: مور جانې! د ورځې مې روڼه چېرې ځي؟ و یې ویل: بېديا ته ګډې د څر لپاره وړي. پاک نبي هم وغوښتل، سبا ورسره ولاړ شي.

 چې سبا شو حليمې بي بي پاک ووينځه، وېښتان يې ورته غوړ او رانجه يې ورته په سترګو کړل او د ساتنې لپاره يې يو يماني کاڼى په غاړه کې واچو. کوشني محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) هغه له غاړې راوايست، بي بي ته يې وويل: ((الله تعالی مې تل راسره او تر ټولو ستر او ښه ساتونکى دى. ))

پينځلس کلن و، چې په “حرب” نومي جګړه کې يې ګډون وکړ، چې د “قريشو” او د “هوازن” د ټبرونو ترمنځ وه.

تر رسالت روسته هم په جګړو کې تر ټولو مخکښ و، د جګړې جامې یې پر تن وې او تر ټولو زړور و. په دې هکله حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: چې په جګړه کې به راباندې سخته شوه، رسول الله ته مو پناه وړه، هغه تل په ړومبۍ ليکه کې و، دښمن ته تر ټولو ورنږدې و.

 او په بل ځاى کې وايي: په “بدر” غزا کې، موږ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته پناه يووړه، چې تر ټولو دښمن ته ورنږدې و.

په “احد” غزا کې يې غاښ شهيد، ډول ډول بريدونه پرې وشول؛ خو د يوې شېبې لپاره يې هم له جګړې لاس وانخست او سره له دې چې ډېرو نږدې يارانو يې له جګړى پښې سپکې کړې وې؛ خو رسول الله مبارک په مړانه وجنګېد او ټول يې پر شا وتمبول.

انساني اصول

ان په جګړو کې يې هم د دښمنانو په اړه انساني اصول له ياده نه ايستل او چې د اسلام لښکر به تګ ته چمتو شو، ټول يې راټولول، ورته يې ويل: (( ولاړ شئ، د الله تعالی په نامه او د الله تعالی په لار کې د خپل پېغمبرد امت لپاره جهاد وکړئ، مکر و نه کړئ، غنيمتونه مه پټوئ او کفار تر وژلو روسته مه مثله (غړي ترې مه غوڅوئ) کوئ او ماشومان، ښځې او بوډاګان مه وژنئ او هغه مسافر او وګړي مه وژنئ، چې په غرونو کې وسېږي، حلال څاروي مه وژنئ؛ خو داچې د خوړو اړتيا يې وي، هېڅکله د کفارو د څښلو په اوبو کې زهر مه اچوئ، بوټو، ونو او د کښت پټي مه خرابوئ او هېڅکله بڼونو ته اور مه اچوئ. ډېر خوښ يم، د راستنېدو پرمهال داسې کسان درسره وي، چې اسلام يې منلى وي او داسې ماشومان او ښځې چې پلرونه او مړونه مو ورته وژلي وي. ))

يوه ورځ يې يوه ډله بنديان د الله تعالی د استازي په مخ کې تېرول، چې د هغوى پر ليدو يې پر شونډو موسکا راغله. بنديانو وویل: حق لرئ، چې پر موږ بېوسو بنديانو وخاندئ ! رسول الله په ځواب کې وویل: ((حيران يم هغه ډلې ته چې په زنځيرونو جنت ته کاږل کېږي؛ يعنې پوه شئ چې د ملنډو له لامله پر تاسې نه خاندم او خندا مې له دې لپاره ده، چې زه مو جنت ته بوځم او تاسې يې نه منئ. ))

په غونډو او ټولنو کې ګډون

حضرت امام حسين وايي: له پلاره مې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په غونډو کې د ګډون د سيرت په هکله وپوښتل، و یې ويل: ناسته او پاسته يې دالله تعالی په نامه وه. په غونډو کې يې د ناستې لپاره ځانګړى ځاى نه ټاکه، چې له نورو د ځان غوره ګڼلو نښه شي او ټول يې له دې کاره ژغورل او چې کومې غونډې ته به ولاړ؛ نو کوم ځاى، چې تش و، هملته کېناسته او يارنو ته يې سپارښتنه کوله، چې داسې وکړئ.

د چا په خبره کې يې نه رادانګل او په غونډه کې يې له هر ګډونوال سره د هغوى د فکر او شان له مخې بنډار کاوه؛ که ډله به پر خندا شوه؛ نو پاک نبي به هم موسکى شو او که حيران به شول؛ نو رسول الله هم حيرانتيا څرګندوله.

د خلکو اړتياوې يې پوره کولې، په غونډو کې يې له خلکو سره خبرې اترې کولې، چوپ يا ګونګى نه پاتېده او په هغوى يې په ځان سمونې کې مرسته کوله، د هغوى د ژوند، کاروبار او روزګار په هکله يې پوښتل. خلک يې د دين له ښوونو سره اشنا کول او په دې هکله، چې یې څه ويل، سپارښتنه يې کوله، چې په غونډه کې ناست کسان دې، غايبين هم خبر کړي.

تل يې سپارښتنه وه: ((هغه بېوزله، چې اړتياوې لري؛ خو ما ته نشي رارسېداى، که له اړتياوو یې خبر ياست، راته يې ووایئ، په دې کار کې ست مه کوئ؛ ځکه چاچې د کوم اړمن اړتيا چارواکي ته ورسوله او د هغه د ستونزې د حل لپاره يې هڅې وکړې، الله تعالی به يې د قيامت پر ورځ پښه ښويه نه کړي. ))

 د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په مخ کې چا خپل غږ نه شو جيګولاى او د چا حرمت او درناوى له منځه نه تله او که څوک تېروته، تېروتنه يې په بل ځاى کې نه ويل کېده؛ ځکه رسول الله ويل: ((په غونډه کې ناست کسان یو د بل امانت ساتي دي او روا نه ده، څوک د خپل ملګري خواله بربنډه کړي.))

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) حضرت ابوذر غفاري ته وويل: ((غونډې امانت او د روڼو راز بربنډول خيانت دى؛ نو له دې کاره ځان وژغوره. ))

 البته رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د درېیو غونډو د راز بربنډول نه یوازې نه دى منع کړى؛ بلکې بربنډول يې د ټولو دنده ګڼلې ده:

١_ هغه غونډه، چې د بې ګناه وينه پکې تویې شي.

٢_هغه غونډه، چې د بې ګناه وينه پکې تويه او حلاله وګڼل شي.

٣_هغه غونډه، چې د بل مال پکې حلال وشمېرل شي.

د رسول الله غونډې داسې وې، چې هر چا پکې ګډون کړاى شو او کورونو يې ساتندويان هم نه درلودل؛ خو هغوى يې هم نه خوښول، چې وخت ناوخته، بې له کوم اړين چار راتلل؛ لکه چې يو ورځ يې همداسې يو کس ته وويل: ((هره ورځ مه راځه، چې په منځ کې مو مينه همداسې زياته پاتې شي.))[54]

د مجلس ادب او انضباط يې خورا خوښ او په دې هکله يې تل سپارښتنې کولې؛ لکه: يوه ورځ جومات ته راغى، و یې ليدل، چې ټول په جومات کې، ډلې ډلې او يو له بله جلا ناست دي، و یې ويل: ((ولې داسې خواره واره ناست ياست، راټول او يوځاى شئ، د الله تعالی مرسته له ټولنې او غونډې سره ده. ))

 په غونډو کې ترې ټول راټولېدل او څوک چې راننووته او کوم ځاى چې تش و، هملته کېناسته.

ټول اصحاب يې پر وړاندې متواضع وو. چې رسول الله خبرې کولې، هغوى چوپ وو، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په مخ کې سره نه نښتل او ناندرۍ يې نه کولې.

لارښوونه

آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) چې د الله تعالی له لوري پېغمبر شو او د “و انذر عشيرتک الاقربين” حکم راغى؛ نو مټې يې بډ وهلې او ړومبى يې د کوشني “علي” په مرسته خپلو خپلوانو ته مېلمستيا وکړه، چې پينځه څلوېښت تنه “بني هاشم” يې ګډنوال وو؛ خو سره له دې، چې د “ابولهب” چټياتو، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د موخو د بيانولو مخه ونيوه؛ خو د الله تعالی استازى، بيا هم په کلار نه شو او سبا يې بيا مېلمستيا وکړه او الهي پېغام یې ور ورساوه.

درې کاله يې په پټه خلک اسلام ته رابلل او په درېیو کلونو کې يې له خلکو سره خپلې اړيکې نيوې او دين ته یې راوبلل، چې د ښکاره بلنې حکم وشو او په ښکاره يې خلک اسلام ته رابلل پيل کړل او له همدې ځايه ول، چې ګواښونه او کړاوونه پيل شول او روسته تردې چې د “صفا” پر غونډۍ، د الله تعالی د استازي ويناوې پاى ته ورسېدې، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) تره وويل: مړ شې! همدې خبرو ته دې دلته راټول کړي وو؟

او څومره، چې د اسلام د لمر وړانګې خورېدې؛ نو هومره د “قريشو” دښمنۍ ورسره ډېرېدې، ویل یې چې (نعوذ با الله) دا سړى پالي او کوډګر دى. په کورنيو کې د اولاد او موروپلار ترمنځ درز اچوي او ځينو ويل: لېونى دى او د اوښ د لري مرداري، خاورې او ايرې يې پر مخ وروشيندلې؛ خو دې ټولو کړاوونو ته يې سينه پراخه کړې وه او دې ټولو سخيتو يې پوټى هم چرت خراب نه کړ او خپلې الهي دندې ته يې دوام ورکړ. دومره يې د خلکو له لارښوونې سره مينه درلوده، چې نږدې ول، په دې مينه کې، ځان له منځه يوسي، چې الله تعالی ورته پېغام راولېږه:

((فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى‏ آثَارِهِم إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفاً[55]= او که په دې خبره ( = قرآن) ايمان را نه وړي؛ نو ښايي ته د هغوى د كړنو له لامله ځان له غمه مړ کړې. )) [56]

حضرت علي د الله تعالی د استازي د تبليغ په هکله وايي: ((پېغمبر (صلی الله علیه وآله وسلم) ګرځنده طبيب و، چې له خپل طب سره په خلکو کې ګرځېده او په هر ځاى کې، چې په کار وو، پر خلکو يې مرهم لګول او پر ځينو ټپونو يې تاوده شوي اوزار هم ايښوول او دې مانیز طبيب، غافل، ناپوهه او سرګردانه زړونه درملول. ))

استاد مطهري د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په باب د حضرت علي (کرم الله وجهه) ددې تعبير په هکله وايي: (( دا چې هغه مبارک يې له طبيب سره ورته کړى، غواړي ووايي: د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) کړنلار، د طبيب کړنلار وه. د طبيبانو يوه ځانګړنه پر رنځورانو لورنه ده او بيا وايي؛ خو طبيبان يو له بل سره توپير لري:

١_ هغه طبيب، چې ثابت کتنځی لري، هر څوک چې ورځي، ورته وايي:درملنه مې وکړئ. طبيب نسخه ورکوي او که څوک ورنغى، طبيب هم کار ورسره نه لري.

٢_ګرځنده طبيب یوازې پردې خوښ نه دى، چې رنځوران ورشي؛ بلکې هغه په خپله هم په رنځورانو پسې ځي او حضرت علي هم وايي چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) همداسې طبيب و، په خپله په معنوي او اخلاقي رنځورانو پسې تله او دا يې د ټول ژوند دنده وه.[57]

د رسول الله مبارک سيره داسې وه، چې ښیون ته په چمتو زړونو پسې و او چې په مکه کې قريشو ورسره هغسې بد وکړل؛ نو”طايف” ته يې سفر وکړ؛ خو هغوى هم هماغه وکړل، چې قريشو ورسره کړي وو؛ د هغه ټبر شتمنو،کوڅه ډب وګړي، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته وپړسول او آنحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) يې د ډبرو تر باران لاندې کړ او ټول مبارک بدن يې ورته ټپي کړ؛ خو یوازې د “عداس بن ربيعه” په نامه يو مسيحي مريى و، چې د عظمتونو کان يې کشف کړ.

د حج موسم به چې را و رسېد؛ نو عرب په بېلابېلو سيمو؛ “عکاظ”، “مجنه” او “ذى المجاز” کې راټولېدل او شاعران او ويناوال به په هر ځاى کې ناست وو او بنډار يې کاوه؛ نو داچې حج په حرامو مياشتو کې کېده او د الله تعالی استازى د کافرانو له تېري خوندي و؛ نو له دې فرصته يې ګټنه کوله او پر يو لوړ ځاى به کېناسته، خلکو ته يې لارښوونه کوله، ویل یې: (( د الله تعالی پر يووالي منښته وکړئ، چې نېکمرغه شئ او د ايمان په ځواک سره کړاى شئ، د نړۍ واک او ټول خلک تر خپلې واکمنۍ لاندې کړئ او په آخرت کې به مو ځاى جنت وي. ))

د عربو له مشرانو او سپين ږيرو سره يې کتل، کور ته یې تله او د خپل دين پر حقيقت یې پوهول؛ خو “ابولهب” هم غلى او په کلار نه کېناسته، خلکو ته يې ويل: ((خلکو! پر خبرو مه تېروځئ ! خبرې یې بې بنسټه دي؛ ځکه هغه مو د پلار نیکه د دين دښمن دى. )) د “ابولهب” زهرجنو تبليغاتو د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د تبليغ د اغېز کچه را ټيټوله؛ ځکه د عربو مشرانو ويل: ((که د محمد دين پر سمه او حقه وي؛ نو خپلوانو يې ورسره مخالفت نه کاوه. ))

پر رسالت د آنحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) ايمان تردې خورا ډېر او غښتلى و، چې داسې کسان او تبليغات يې نهيلى کړي او په ډول ډول نورو لارو يې خلک دين ته رابلل.

د تبليغ څرنګوالى

د تبليغ د څرنګوالي بيان څه اسان چار نه دى؛ ځکه هغه بشپړ انسان و او په تبليغ کې يې ټولو اړخونو ته پام و، چې موږ يې دلته د تبليغ څو ځانګړنو ته اشاره کړې ده:

١_په نېکو اخلاقو او ښه خوى اسلام ته رابلنه:

 په تبليغ کې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) تر ټولو ستره وسله، ښه خوى او ورين تندى و، چې له دې لارې يې د ټولو پر زړونو واکمني کوله. په دې هکله قرآن کريم وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[58]= خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛ نو خلك درځنې خورېدل نو ترې تېر شه، بښنه ورته وغواړه او په چارو كې مشوره ورسره وكړه؛ خو چې کله دې هوډ وکړ (؛ نو پرېکنده وسه او) پر الله تعالی توكل وكړه؛ ځكه بروسګر دالله تعالی خو ښېږي.)) [59]

که ووايو چې د هغه مبارک تبليغ عملي اړخ درلود؛ نو بې ځايه به مو نه وي ويلي؛ ځکه د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) اخلاق او کړنلار وه، چې تر وينا مخکې يې ټول زړونه رامات کړي وو. د زړه يې په خوله او څه يې، چې په خوله وو؛ نو هغسې يې کول او ويلي يې وو: ((خلقه قرآن))؛ يعنې خلق او خوى يې قرآني بڼه درلوده او د قرآن پاک د تعبير له مخې، هغه “شاهد”؛ يعنې هر اړخيزه بېلګه وه.

 رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم)، چې څوک هم تبليغ ته لېږل، سپارښتنه يې ورته کوله: ((په نرمه او پسته خلک اسلام ته راوبلئ او داسې څه و نه کړئ يا داسې څه و نه وياست، چې د خلکو زړه له دينه تور کړئ )) او چې حضرت معاذ بن جبل (رض) یې “يمن” ته لېږه، و یې ویل: (( د کار بنسټ دې “تبشير” او “ترغيب” کړه، پر خلکو سختي و نه کړې او و ګوزاره ورسره وکړه.)) په بل ځاى کې وايي: ((الله تعالی راته له خلکو سره د ګوزارې شريعت راکړى دى. ))

٢_ د خلکو له ښیون او لارښوونې سره مينه:

 رسول الله د خلکو له ښیون سره خورا مينه درلوده او له دې کاره ډېر خوښ و. قرآن شريف يې ددې ځانګړنې په هکله وايي:

((لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِالْمُؤْمِنِينَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ[60]= په رښتيا پخپله له همدا تاسې يو استازى درغلى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګاركوي، پر مؤمنانو خواخوږى (او) زړه سواندى دى. ))[61]

٣_ څوک يې په ډب ادب نه کړل:

 د قرآن شريف له مخې؛ کړنلار يې د “بلاغ مبين” کړنلار وه؛ يعنې په روښانه يې الهي پېغام خلکو ته وایه او هېڅکله يې له “سوټي” کار وانخست او هېڅکله يې ځان د خلکو وکيل او واکمن و نه ګاڼه او هغه يې کول، چې الله تعالی ورته ويلي وو.

((وَأَطِيعُوا اللّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا فَإِن تَوَلِّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَى‏ رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ[62]= د الله تعالی او پېغمبر اطاعت وكړئ او (د هغه د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او كه مخ مو واړاوه (د جزا وړ به شئ او) پوه شئ، چې زموږ پر پېغمبر د څرګندې پېغام رسونې پازوالې ده (او دا دنده يې تاسې ته پاى ته ورسوله) ))

 ((وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[63]= او څوك چې زغم او بښنه وكړي (د ټينګې ارادې خاوند دى؛ ځكه) چې دا په چارو كې (د هغه) له ټينګ هوډه (را ولاړ شوى) دى.))[64]

٤_ انذار:

يعنې له نږدې راپېښېدوني خطره، د خلکو خبرول؛ يعنې هغه غافل ته خبردارى ورکول، چې خطر ورته پټ دى. په دې هکله قرآن وايي:

((أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لاَ يُفْتَنُونَ[65]= ايا خلكو ګومان كړى، همداچې ووايي: ((موږ ايمان راوړى)) پرې به ښوول شي او و به و نه ازمېيل شي؟))

((إِنْ أَنتَ إِلَّا نَذِيرٌ[66]= ته يوازې(يو) خبروونكى يې (كه ايمان يې را نه ووړ، مه خپه كېږه؛ خپله دنده ترسره كړه). ))

((قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا أَنَا لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ= ووايه: (( خلكو! زه خو درته يوازې څرګند خبروونکى يم. [67]))

((إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ[68]=زه يوازې يو څرګند وېروونكى يم.))

((قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُم بِوَاحِدَةٍ أَن تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى‏ وَفُرَادَى‏ ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُم مِن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَّكُم بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ[69]=ووايه: (( زه درته يوازې د يوې خبرې نصيحت كوم او هغه داچې: تاسې د الله تعالی لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ بيا غور او فكر وكړئ، دا ستاسې ملګرى [=محمد] هېڅ ډول لېونتوب نه لري، هغه خو تاسې ته د سخت (الهي) عذاب تر راتګ مخكې يوازې يو وېروونكى دى.))[70]

٥_ خبره يې د منطق، دليل او حکمت پر بنسټ وه:

 د قرآن شريف د وينا له مخې، خبره يې د منطق، دليل او حکمت پر بنسټ وه:

((ادْعُ إِلَى‏ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ[71]= د خپل پالونكي لوري ته دې په حكمت او غوره نصيحت بلنه وركړه او په غوره چلن، استدلال او بحث ورسره وكړه، ستا پالونكى تر هر چا ډېر ښه پوهېږي، چې څوك د هغه له لارې اوښتي او (همداراز ) پوهېږي، څوك پر سمه لار دي. ))[72]

د مخالفينو خبرو ته يې په حوصله او پراخه سينه غوږ ايښود او پر منطق، دليل او حکمت، مينه، محبت او زړه سوي يې د پوښتنو او نيوکو ځواب ورکاه.

چې د نجران له مسيحيانو سره د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) مناظره يې ښکلې بېلګه ده او کيسه يې داسې وه:

 رسول الله مبارک يې “اثقف” ته په يو ليک کې د دين بلنه ورکړه. د “نجران”خلکو تر سلا مشورې روسته، مدينې ته يو پلاوى راواستاوه او له رسول الله يې خپلې پوښتنې داسې وکړې:

_ کوم دين ته مو رابلې؟

رسول الله: تاسې يو الله تعالی ته رابلم، چې شريک او سارى نه لري او داچې زه د الله تعالی استازى يم او “عيسى” د الله تعالی بنده او مخلوق دى.

_ که رښتيا عيسى د الله تعالی بنده او مخلوق وي؛ نو پلار يې څوک دى؟

 رسول الله: تاسې د حضرت “آدم”په هکله څه ګروهه لرئ؟ ايا حضرت آدم د الله تعالی بنده او مخلوق و که نه و؟

_ هو د الله تعالی بنده او مخلوق و.

رسول الله: د حضرت آدم پلار څوک دى؟

مسيحيان حيران او چوپ شول، چې بيا رسول الله ورته د آل عمران د سورت ٥٩ م آيت ووايه.

((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى‏ عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ[73]= الله تعالی ته ((د عيسى )) ((مثال ))د آدم غوندې دى، چې الله تعالی هغه له خاورې پیداكړ او بيا يې وویل:(( چې شه))؛ نو بس(( وشو)) (نوځكه بې له پلار يې د مسيح زوكړه هېڅكله پر الوهيت دليلېداى نشي. )

٦_ له خرافاتو سره مبارزه:

 رسول الله هېڅکله خرفاتو ته تندى ور نه کړ او که چا به د حضرت رسول د فضيلت په هکله هم کومه خرافه جوړه کړه، په کلکه یې مخالفت او مبارزه ورسره کوله، چې لاندې کيسه يې خبرې ګواه ده: د رسول الله اتلس مياشتينى زوى؛ “ابراهيم”، چې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، پر هماغه ورځ، لمر هم تندر ونيو. خلکو داسې وويل: دا کار د الله تعالی د استازي د زوى د مړينې له لامله دى. دا خبره په خلکو کې ډنډوره شوه. سره له دې، چې دې کار په خلکو کې د رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) شان او منزلت نور هم ډېراوه او په خکلو کې يې نور هم مطرحاوه او سره له دې، چې د الله تعالی استازى، د خپل زوى په وير کې غمجن و؛ خو له خرافاتو سره د مبارزې لپاره، جومات ته ولاړ، پر ممبر يې وويل: ((پوه شئ، چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د ځواک نښې او د هغه ځانګړو طبيعي قوانينو په چوکاټ کې، په ځانګړي مدار کې چورلي، چې الله تعالی ورته ټاکلي او هېڅکله يې د چا د مړينې يا زوکړې له لامله تندر نه نيسي؛ بلکې په داسې وخت کې ستاسې دنده ده، چې لمونځ وکړئ. ))

٧_ په زړه کې يې د الله تعالی وېرې، له نورو وېره له منځه وړې وه:

 له الله تعالی وېرېده او پر هېڅ ځواکمن يې چرت نه و خراب، شاه او ګدا دواړه يې يو ډول دين ته رابلل او لکه څنګه چې تاريخ هم ګواه دى، د خپل وخت واکمنان يې په ليکونو دين ته راوبلل. په دې هکله قرآن شريف وايي:

((الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاَتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلاَ يَخْشَوْنَ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ حَسِيباً[74]=(مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د الله تعالی پېغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له خدايه له بل هېچا نه وېرېدل او همدا بس چې الله تعالی حسابګر(او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى)د‌ى. )) [75]

پورتنى آيت د دين مبلغانو ته دوه شرطه بنسټيز ګڼي: ړومبى داچې له الله تعالی ووېرېږي او دويم داچې بې له الله تعالی له بل چا و نه وېرېږي.

رسول الله مبارک تل په خپلو دعاوو کې له الله تعالی غوښتل، چې د تل لپاره يې په زړه کې د الله تعالی وېره وي، چې همدا وېره يې له ګناهونو د ځان ژغورلو لامل شي.

٨_ پراخه سينه او استقامت:

 په ٢٣ کلن تبليغ کې، د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) پر دې ځانګړنه دوست او دښمن دواړه ګواهان دي. ډېرى داسې راپېښ شوي، چې د پرمختګ ټولې لارې وتړل شوې؛ خو رسول الله مبارک هېڅکله نهيلى نه شو او د هغه مينې او ايمان له کبله، چې پر خپل رسالت او پالونکي يې درلود، هېڅکله يې د نهيلۍ او د سختيو غشيو، پر زړه اغېز و نه کړ. د ذهن په کتاب کې يې د ماتې په نامه کوم لغت نه و او په پراخه سينه او استقامت يې د رسالت دنده پر مخ وړه، تردې چې په سختو کړکېچنو شرايطو کې يې له تصوره بهر لاس ته راوړنې درلودې او همدا ځانګړنه يې د پتمنو يارانو د زړه ځواک و، چې په مکه کې تر سوځنده لمر لاندې يې پر سوځونکيو شګو پر ټټرونو، ستر ستر ګټونه او ډبرې ځکه ايښوول او کړاونه ورکول کېدل، چې د محمد (صلی الله علیه وآله وسلم) له دينه لاس واخلي او يا داچې په ورمېږونو کې يې پړي اچول کېدل او د مکې په کوڅو کې راکښوول کېدل؛ خو بيا يې هم د زړه ځواک د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) اوچت مورال و ، ویل یې: (( اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله. ))

يوه ورځ رسول الله حضرت عمار، حضرت ياسر او حضرت سميه وليدل، چې تر کړاوونو لاندې زبېخل شوي وو، و یې ویل: ((آل ياسر ! سينه مو پراخه کړئ، چې ځاى مو جنت دى.))

 حضرت “خباب بن ارث” وايي: رسول الله ته په داسې وخت کې ورغلم، چې نور د قريشو کړاوونو پوزې ته را رسولى وم، و مې ويل: رسول الله ! وخت يې نه دى را رسېدلاى، چې له خدايه راته د ژوند پراختيا وغواړې؟ په دې وخت کې د الله تعالی استازى پاڅېد، کېناست، له غوسې سور شو، راته يې وويل: (( تر اوسه لا د پخوانيو مؤمنانو حال درباندې نه دى راغلى؛ هغوى يې پر اوسپنو دومره وهل، چې هډوکي يې مات شول؛ په اره يې څېرې کول؛ خو له خپل دينه يې لاس وانخست. په دې وخت کې رسول الله قسم وخوړ، چې الله تعالی به خپل دين بريالى کړي.

ښوونه او روزنه

په ښوونه او روزنه کې يې تر ټولو ډېر، د زړه پاکوالي او صفا ته ارزښت ورکاوه او د هغه زړونو ځمکه يې د الهي ښوونو د کښت لپاره چمتو ګڼله، چې پاکي او د نفس تهذيب يې درلود او پر دې خبره يې په بېلابېلو ځايونو کې ټينګاره کاوه، ویل یې: (( زما د لارښوونې او روزنې مثال هغه باران ته ورته دى، چې پر بېلابېلو سيمو ورېږي؛ ځينې ځمکې پاکې او چمتو وي، چې اوبه په ځان کې ساتي او ډول ډول کښتونه پکې کېږي؛ خو ځينې ځمکې کلکې وي، چې اوبه نه زغمي؛ بلکې اوبه دپاسه پرې ډنډېږي او خلک له هغو اوبو د خپلو پټيو د خړوبولو او يا څښاک لپاره ګټه اخلي؛ خو ځينې ځمکې وچې کلکې او شګلنې دي، چې نه په ځان کې اوبه ساتي او نه د کښت وړ دي، چې دا خبره د هغو په هکله ده، چې زما د لارښوونې تر ورښت لاندې دي، چې په ګټه اخستو کې سره توپير لري.[76]))

نبوي حديث دى: (( الله تعالی د وړ زړه د ليدو لېوال دى[77]))

ځکه د قرآني حکم په رڼا کې يې خلکو ته ويل: (( نفسونه مو له ځايی او غيرانساني غوښتنو پاک کړئ ))

 او له نفس سره جهاد يې تر ټولو ستر جهاد اعلان کړ، د”تبوک” جګړه، چې تر ټولو سخته وه، تر راستنېدو روسته یې وويل: ((بختور دي هغوى چې اصغر جهاد يې وکړ او اوس ورته په کار دي، اکبر جهاد وکړي )) وپوښتل شو: اکبر (ستر) جهاد کوم دى؟

و یې ويل: له نفس سره جهاد.

رسول الله به په ښوونه او روزنه کې پر ځينو څيزونو خورا ټينګار کاوه؛ لکه:

١_اخلاص:

((قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ[78]= ووايه: ((زما لمونځ او زما ټول عبادتونه او زما ژوند او مرګ دا ټول د الله تعالی لپاره دي، چې نړۍ پال دى. ))[79]

يعنې اخلاص يې د دين تر ټولو ستر رکن کړ، ويل يې: ((خلک به د خپلو نيتونو له مخې، د قيامت پر ورځ راپاڅي )) او بيا يې وويل: ((که څوک ددې لپاره پوهه کوي، چې له نورو پوهانو سره سيالي وکړي او يا داچې ځان تر نورو غوره وګڼي؛ نو ځاى يې په دوزخ کې دى. ))

٢_ علم او عمل:

 د علم او عمل پر يوځايوالي يې خورا ټينګار درلود او ددې دواړو بېلتون يې د فساد لامل ګاڼه.

 حضرت علي (کرم الله وجهه) د الله تعالی د استازي د خولې وينا را اخلي، وايي: عالمان دوې ډلې دي: (( يوه هغه ډله، چې پر خپل علم عمل کوي، چې دا ډول عالمان، د قيامت پر ورځ له ناوړه پېښو په امان کې دي. بله ډله هغوى دي، چې پر علم عمل نه کوي، چې دا ډله تباه شوې ډله ده او دوى د قيامت پر ورځ داسې راپاڅي، چې د بدن روست بوى يې دوزخيان هم کړوي. ))

 د قيامت پر ورځ به هغه تر ټولو پښېمانه او عذاب يې سخت وي، چې خلک دين او الله تعالی ته رابلي او دا بلنه يې اغېزمنه هم وي او هغه څوک چې ددې انسان په واسطه ښیون شوى وي، جنت ته ولاړ شي؛ خو پخپله ځکه دوزخ ته ځي، چې پر خپل شته علم، چې نورو ته يې هم ورښوولاى، عمل نه وي کړى؛ ځکه له ځاني غوښتنو يې لاروي کړې او اوږدو هيلو يې له آخرت، معنوياتو او حق ته له رسېدو منع کړی دی.[80]

٣_ملايمت او نرمي:

 د الله تعالی د استازي وينا ده: ((ښوونکى او روزنکى وسه؛ خو په ښوونه او روزنه کې پر چا سختي مه کوئ او د خلکو زړه له دينه مه توروئ. )) په بل ځاى کې وايي: (( پر هغو لورين وسئ، چې يا ترې زده کړه کوئ او يا ورته ښوونه کوئ. ))

٤_تواضع:

 په دې هکله مو په مخکې مخونو کې خبرې وکړې.

٥_ ښوونه او روزنه په سهار کې پکار ده:

 نبوي حديث دى: (( سهار وختي مبارک او برکتي وخت دى.)) په بل ځاى کې وايي: (( په سهار کې د پوهې په لټه کې شئ؛ ځکه له پالونکي مې غوښتي، امت ته مې په سهار کې برکت واچوې. ))

٦_پوښتنه او ځواب:

له قرآن پاک څخه په لاروۍ، رسول الله په پوښتنه او ځواب ټينګار او سپارښتنه کوله، ویل یې: (( علم زېرمه ده، چې کونجي يې پوښتنه ده، وپوښتئ، چې الله تعالی در و لورېږي، چې الله تعالی د علم په چارو کې څلورو کسانو ته ثواب ورکوي: پوښتونکي، ښوونکي، اورېدونکي او هغوى چې له دوى سره مينه کوي. ))

نبوي حديثونه دي: (( د ناپوهۍ درمل پوښتنه ده. ))

 (( حسن السئوال نصف العلم. ))

٧_ لفظفي شخړه يې نه کوله:

 يوه ډله پر يوه ديني مسله يو له بل سره پر لفظي شخړه بوخته وه، چې د الله تعالی استازى راننووت، چې دې کار يې غوسه کړ، و یې وويل: (( تر تاسې مخکې ملتونه د شخړو او دښمنیو له لامله تباه شول، له شخړو لاس واخلئ؛ ځکه د ايمان خاوند له چا سره شخړه نه کوي. شخړه مه کوئ، چې تاوان مو پکې دى، زه د قيامت پر ورځ د شخړه کوونکي شفاعت نه کوم، له خلکو سره لفظي شخړې مه کوئ؛ ځکه الله تعالی مې تر بوت نمانځنې روسته، له خلکو سره له شخړو ژغورلى يم. ))

نبوي حديث دى: درې ډلې دي، چې په کوم ور يې، چې خوښه وي، الله تعالی يې هم پر هماغه جنت ته ورننباسي:

١_ د چاچې اخلاق او کړه وړه نېک وي.

٢ _ هغه چې په پټه او ښکاره له الله تعالی وېرېږي.

٣_هغوى چې له شخړو ځان ژغوري که څه پر حقه وي.

 

څوک د الله تعالی پر استازي ګران وو؟

و مو ليدل، چې رسول الله د ټولو درناوى کاوه او پر مقام او شتمنۍ يې چرت نه واهه؛ خو سره له دې، په غونډو، ناستو پاستو، راکړو ورکړ او د ښوونې او روزنې په ټولګيو کې پرې هغوى خورا ګران ول، چې تقوا يې د نورو په پرتله ډېره وه او همداسې خلکو ته يې د آل عمران سورت ٦٨ آيت وايه:

((إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ=ابراهيم ته ډېر نژدې (او منسوب) خلك هغه دي، چې د هغه لاروي يې كړې او (په هغه وخت كې يې لاروۍ ته پتمن وو، همداراز) دا پېغمبر او هغوى چې ايمان پرې راوړى دى (ابراهيم ته منسوب دي) او الله تعالی د مؤمنينو ولي (پالندوى) دى.

او همداراز هغوى هم پرې ګران وو، چې د خیر ښېګڼې کارونه يې کول او په ژوند کې يې عدالت پلي کاوه. په دې هکله حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: (( پېغمبرانو ته تر ټولو نږدې هغوى دي، چې د پېغمبرانو پر راوړيو علم او عمل ولري، بيا وايي: تر ټولو نږدې کس حضرت محمد ته هغه دى، چې له الله تعالی لاروي کوي، که څه نسب يې له پېغمبره لرې وي او هغه ورته نږدې نه دى، چې د الله تعالی لاروى نه وي، که څه د الله تعالی د استازي نږدې خپلوان وي.

 

د مؤمنينو حقوق

رسول الله مبارک وايي: [هر مؤمن پر بل مؤمن دېرش حقونه لري: ١_ تېروتنې يې وبښي. ٢_ پر ژړا او زارۍ يې ولورېږي. ٣_ خوالې يې بربنډې نه کړي. ٤_ غلطۍ يې وبښي. ٥_ بښنه يې ومني. ٦_ په نشتون کې دفاع ترې وکړي او له غيبته يې مخنيوى وکړي. ٧_ تل يې خير او ښېګڼه غواړى وي. ٨_ ملګرتوب ورسره ټينګ وساتي. ٩_ د ژمنو درناوى يې وکړي. ١٠_ که رنځور شي، پوښتنه يې وکړي. ١١_ په مړينه او وير کې يې ګډون وکړي. ١٢_ بلنه يې ومني. ١٣_ ډالۍ يې ومني. ١٤_ احسان او ډالۍ يې جبران کړي. ١٥_ د نعمتونواو نېکيو ځواب يې ورکړي. ١٦_ په نېکچاريو کې يې ملاتړ شي. ١٧_ مېرمن يې وساتي. ١٨_ اړتياوې يې پوره کړي. ١٩_واسطه او منځګړتوب يې ومني. ٢٠_ د پرنجي پرمهال رحمت پرې ووايي. ٢١_ ورک شوى ورته راپيدا کړي ٢٢_ د سلام ځواب يې ورکړي. ٢٣_په پسته او نېکو الفاظو ورسره وګړېږي. ٢٤_که نېکې او احسان يې ورسره کړى وي، وسره یې وکړي. ٢٥_ قسمونه يې تاييد کړي. ٢٦_ دوستي ورسره وکړي، نه دښمني ٢٧_ ملا تړ يې شي، که ظالم وي، که مظلوم؛ خو د ظلم پرمهال دې ملاتړي او مرسته داسې وي، چې له ظلمه یې منع کړي او د مظلوميت پرمهال داسې، چې د خپل حق په اخستو کې مرسته ورسره وکړي. ٢٨ _ دښمن ته يې و نه سپاري او خوار يې نه کړي. ٢٩_ هره ښېګڼه، چې د ځان لپاره غواړي، د هغه لپاره يې هم وغواړي. ٣٠_ هره بدي، چې د ځان لپاره نه غواړي، د هغه لپاره يې هم ونه غواړي.]

نبوي حديث دى: (( مسلمان د مسلمان رور دى، دښمني ورسره نه کوي او کنځل ورته نه کوي. څوک چې د خپل مسلمان رور د ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي، الله تعالی به يې ستونزې هوارې کړي او څوک چې د مسلمان غم و خپګان، لرې کړي، الله تعالی يې د قيامت پر ورځ نه غمجنوي او څوک چې د بل مسلمان پر نيمګړتيا پرده واچوي، الله تعالی به يې د قيامت پر ورځ بې پردې نه کړي. ))

نبوي حديث دى: ((خلکو! دښمني مه کوئ، حسد او کينه مه کوئ، يو بل ته مه شا کوئ، یو د بل روڼه شئ او هېڅ مسلمان نشي کړاى، له بل مسلمانه تر درېيو ورځو ډېر خپه شي. ))

د رنځورانو پوښتنه

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د رنځورانو پوښتنې ته تله او ددې کار سپارښتنه يې هم کړې او د اسلام له نظره، د رنځور پوښتنه پر مسلمان فرض ده او خورا ثواب لري؛ البته له ياده مو بايد و نه وځي، چې زموږ پوښتنه بايد د رنځور د استراحت لپاره خڼد نشي، دا کار دې په اخلاص وکړي او د رنځور لپاره يو روحي يا جسمي کار وکړي؛ نه داچې یوازې مېلمه شي.

 د رنځور د پوښتنې پرمهال لاندې خبرو ته پام پکار دى:

١_ که د لاسه يې کېږي، رنځور ته يو څه له ځان سره يوسي. د امام صادق يو يار وايي: زموږ يو ملګرى رنځور شو، يوه ډله يې پوښتنې ته روانه شوه، چې په لار کې مو امام صادق وليد، و یې پوښتل: چېرې روان ياست؟ و مو ويل: د يو ملګري پوښتنې ته روان يو. راته يې وويل: ايا مېوه يا کوم پاک شربت مو له ځان سره اخستى که نه؟ و مو ويل: نه ! راته يې وويل: نه پوهېږئ، که رنځور ته څه يوسئ، خوشحاله به شي.

٢_ له رنځور سره مينه، او له خدايه ورته د بېړنۍ روغتیا غوښتل. چې د الله تعالی استازى، د حضرت سلمان پوښتنې ته ورغی، رسول الله مبارک داسې دعا ورته وکړه: سلمانه ! الله تعالی دې ژر تر ژره ښه کړه، ګناه دې وبښل شه او الله تعالی دې د عمر تر پايه، د دين او بدن روغتيا درکړي.

٣_ له رنځور ډېرې پوښتنې او خبرې ورسره نه کول، امام صادق وايي: د رنځور په مخ کې ډېرې خبرې يې تر خپل رنځه ډېر کړوي.

٤_ له رنځور سره لږ کېناستل؛ خو داچې رنځور ټينګار وکړي، حضرت علي (کرم الله وجهه) وايي: تر ټولو ستر ثواب د هغه دى، چې د رنځور د پوښتنې پرمهال له رنځور سره لږ پاتې شي؛ خو داچې د رنځور غوښتنه او ټينګار وي.

٥_رنځور ته ډاډ ورکول. امام صادق وايي: د رنځور پوښتنې ته چې ورغلئ، د روغتيا د لاس ته راوړو ډاډ ورکړئ، چې په دې کار به کم نشئ؛ خو د رنځور روحيه به غښتلې شي.

٦_ ژر ژر د رنځور پوښتنې ته مه ځئ، د الله تعالی د استازي وينا ده:

ژر ژر د رنځور پوښتنې ته مه ځئ (د مثال په توګه ) څلور ورځې روسته ورشئ.

د رنځور دندې

انسان چې رنځور شي، پر ځينو رنځوريو په ککړېدو کې، په خپله پړ وي او ځينې رنځورۍ يا د پېښو له لامله وي يا له نورو ورغلې وي، چې پخپله يې په ککړېدو کې ګرم نه وي؛ نو چې انسان رنځور شو، يا دې په خپله او يا يې کورنۍ د درملنې غم وخوري. انسان ته پکار دي، په رنځورۍ کې لاندې ټکيو ته پام وکړي:

١_ د الله تعالی پر رضا او الهي تقديراتو خوښي او له خدايه ګيلې نه کول.

رسول الله مبارک وايي: الله تعالی وايي: چې کوم مؤمن بنده مې رنځور او په بستره کې کړ او که څوک يې پوښتنې ته ورغلل او پر سپکو سپورو او ګيلو يې لاس پورې نه کړ؛ نو غوښه او وينه به يې ښه او غوره کړم او که خوښه مې شوه؛ نو ساه به ترې واخلم او خپل رحمت ته به يې را وبولم، که خوښه مې شوه؛ نو روغتيا به ورکړم او له ټولو ګناهونو به يې تېر شم. وپوښتل شو: رسول الله ! غوره او ښـه غوښه؛ يعنې څه؟ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: هغه وينه او غوښه چې پر ګناه ککړه نه وي.[81]

٢- صبر او پراخه سينه او د رنځورۍ له لامله چغې او سورې نه وهل. د پاک نبي وينا ده: لوى څښتن وايي: چې کوم بنده مې د مال، اولاد او بدن په ستونزه کې ښکېل کړ؛ نو که پراخه سينه او صبر زغم ولري؛ نو زه د قيامت پر ورځ حيا کوم او شرمېږم له دې، چې د حساب لپاره تله ورپسې راواخلم او حساب کتاب ورسره وکړم.

د امام صادق وينا ده: انسان له الله تعالی سره يو داسې مقام لري، چې پر عمل هغه مقام ته نه رسي؛ بلکې د مال، اولاد او بدن په ستونزو کې د زغم او صبر له لامله ور رسي.

٣_ پارېز کول: امام صادق وايي: ((پارېز د درملنو مور ده)) او بيا وايي: (( که خلک لږ وخوري، بدن به يې روغ وي. ))

٤_ د بدن روغتيا، له الله تعالی غوښتل او د روغتيا د لاس ته راوړو لپاره صدقه ورکول.

٥_ له ځانه او ډېر درمل نه خوړل او هر يو درمل د ډاکټر د نسخې له مخې وخوري. رسول الله مبارک وايي: ((چې ګورئ، بدن مو د رنځ زغم لري، درمل مه کاروئ؛ خو که بدن مو زغم نه لري؛ نو هله درمل وخورئ. ))

امام صادق: مؤمن دې تر هغه درمل نه خوري، څو يې رنځ بدن نه وي لاندې کړى.

امام رضا وايي: داسې درمل به پیدا نه کړئ، چې عوارض و نه لري.

٦_ که عذر نه لرئ، مؤمنانو ته اجازه ورکړئ، چې پوښتنه مو وکړي؛ يعنې څنګه چې پر مسلمانانو فرض دي، د رنځور پوښتنه وکړي؛ رنځور ته هم پکار دي، مسلمانانو ته يې د پوښتنې اجازه ورکړي، هغوى ته ورين تندى ورکړي، دعا ورته وکړي او له هغوى هم دعا واخلي.

٧_توبه کول او له خپلې رنځورۍ عبرت اخستل؛ يعنې لږ دې سر په ګرېوان کې ښکته کړي، کېداى شي، د همدې رنځورۍ له لامله، ومري او د ګناهونو د جبران او د توبې وخت ګوتو ته را نه وړي او پرېکنده هوډ وکړي، چې د روغتيا تر لاس ته راوړو روسته ښه ښه کارونه وکړي.

امام صادق وايي: څومره بختور دى هغه چې ( رنځ يې ددې لامل شي، چې د خپلو ګناهانو) توبه وکړي او څومره بدمرغه دى هغه چې د روغتيا تر لاس ته راوړو روسته بيا ګناهونو ته مخ کړي.

نبوي حديث دى: چې کوم مؤمن رنځور شي او بيا الله تعالی روغتيا ورکړي؛ نو رنځ يې د تېرو ګناهونو کفاره او د راتلونکي لپار موعظه ده؛ خو که کوم منافق رنځور شي، مثال يې هغه اوښ ته ورته دى، چې خاوند يې له پښو تړي او بيا يې خلاصوي؛ حال دا، اوښ نه پوهېږي، د څه لپاره تړل او بيا خلاص شوى دى.

٨_ که له پخوا يې وصيت نه وي کړى؛ نو ژر تر ژره دې وصيت وکړي، چې که چېرې د رنځورۍ له لامله ومري، چې د چا حق و نه لتاړل شي. انسان ته پکار ده، د خوب پرمهال، خپل وصيت تر سر لاندې کېږدي او سپارښته او خورا ټينګار شوى، چې رنځور دې هرومرو وصيت وکړي.

 ٩_ څنګه چې ورته اساني وي، خپلې شرعي دندې ترسره کړي. د بېلګې په توګه: که اودس نشي کړاى، “تيمم” دې وکړي او که پر ولاړه لمونځ نشي کړاى، په ناسته دې لمونځ وکړي او….

د ګاونډيانو حقوق

د الله تعالی د استازی د د ګاونډيانو په هکله وايي: ((په مينه او محبت ورسره تګ راتګ ولرئ))که پر سفر ووت، د کور او پاتې خلکو خيال يې وساتئ او په ناوړه پېښو کې يې ملاتړ شئ.))

نبوي حديث: ((پر ګاونډي د ګاونډي حرمت د مور په څېر دى.))

(( پر قيامت او الله تعالی ايمان نه لري، هغه چې پخپله په موړ نس ويده شي او ګاونډى يې وږى تږى وي )).

د يادونې ده، چې له ګاونډيانو سره په مينه تګ راتګ او پورته سپارښتنې یوازې په مسلمانانو پورې ځانګړې نه وې، تردې چې وايي: (( له ګاونډيانو سره مو نېکي وکړئ ان که کافران وي. ))

په تبوک جګړه کې يې د ګاونډيانو د حقوقو په هکله وويل: ((چاچې خپل ګاونډى ځورولى وي، له موږ سره دې نه راځي.))

په اسلام کې ګاونډى يو لړ حقوق لري، چې ځينې يې دادي:

١_ مسلمان بايد پر ګاوڼدويانو په سلام اچولو کې مخکښ وي او د سلام ځواب يې په ورين تندي ورکړي.

٢_د ټولو ګاونډيانو د کورنۍ درناوى وکړي او دا درناوى په چلن کې هم څرګند کړي او مينه او محبت یې ورسره، ورځ تر بلې ډېره شي. رسول الله مبارک وايي: ((څوک چې پر الله تعالی او قيامت ايمان لري، بايد د خپل ګاونډي درناوى وکړي.))

٣_ مسلمان بايد د خپل ګاونډي ناموس خپل ناموس وګڼي او په خيرنه سترګه ور و نه ګوري. يوه ورځ امام صادق ته وويل شول، پلانى وايي، چې ستا لاروى دى؛ خو د ګاونډي ناموس ته په خيرنه سترګه ګوري. امام وویل: هغه دروغ وايي، چې زموږ لاروى دى ! څوک چې زموږ لاروى وي، د خپل ګاونډي ناموس ته پر خيرنه سترګه نه ګوري.

٤_ د ګاونډيانو کړنې تر څارنې لاندې و نه نيسي او په چار کې يې تجسس و نه کړي، چې دا ډېر کرکجن چار دى او په اسلام کې په کلکه ترې منع شوي يو. رسول الله مبارک وايي: (( اى یوازې پر خولو مؤمنانو! په خلکو پسې بد رد او غيبت مه کوئ او په نيمګړتياوو کې يې تجسس مه کوئ او چاچې دا کار وکړ، الله تعالی به يې په چارو کې تجسس وکړي او د چا په چار کې، چې الله تعالی تجسس وکړ؛ نو و به يې شرموي. ))

٥_ که د ګاونډي نيمګړتيا مو وليده، هڅه وکړئ، پرده پرې واچوئ او پوه شئ، د ښکلا او ښېګڼو څرګندول او پر بدو پرده اچول، الهي ځانګړنه ده او د بديو بربنډول شيطاني چار دى[82].

د پاک نبي وينا ده: (( چاچې د نورو پر نيمګړتياو پرده واچوله، الله تعالی به يې په قيامت کې بې پردې نه کړي. ))

٦_د ناودان په اوبو، د تشناب د اوبو د نم، د تنور او بخارۍ د لوګي، د خوړو د بوى د ګاونډي د کور په مخ کې له لمره د مخ نيوو، پر ګډ دېوال د اغزي ايښوولو او د ګاونډي کور ته د ليدو او. .. په واسطه بايد ګاوڼدى و نه ځورول شي او ورپسې له خبرو کنځلو او بدو ردو ځان وژغورو.

رسول الله مبارک ته وويل شو: پلانۍ ښځه لمونځ کوي او روژه نيسي؛ خو ګاونډيان ترې پوزې ته را رسېدلي دي. رسول الله وویل: (( ځاى يې د دوزخ په اور کې دى )) او بيا يې وويل: ((ايمان يې نه دى راوړى، چې ګاونډې يې ترې تنګ وي )) او په بل ځاى کې وايي: (( څوک چې ګاونډى وځوروي، الله تعالی به د جنت بوى پرې حرام کړي او دوزخي به يې کړي، چې دوزخ ډېر بد ځاى دى. ))[83]

د پاک نبي وينا ده: ((یو پر بل دوه بريدګر ګاونډيان به د قيامت پر ورځ تر ټولو ړومبي محاکمه کېږي. ))

٧_ د ګاونډي په نشتون کې يې د کور او مال ساتنه وکړي.

٨_ پر هره شونې بڼه، چې وي، له ګاوڼدي سره مرسته وکړي (د بېلګې په توګه: که پور يې پکار وي، که لوښي يا نور څه يې پکار وي ) د رسول الله مبارک وينا ده: (( چاچې د اړتيا پرمهال خپل لوښي ګاونډي ته ور نه کړل؛ نو الله تعالی به د قيامت پر ورځ خپل خير و نه کړي. ))[84]

البته له ياده مو ونه وځي، هغه ګاونډي ته خپل لوښي او نور څيزونه ورکول نه دي پکار، چې روغ يې وړي او مات يا خراب يې راستنوي.

امام صادق وپوښتل شو: ځينو ګاونډيانو ته مو لوښي ورکوو، چې په راستنېدو کې يا خراب يا مات وي؛ نو که بيا ورته خپل لوښي ور نه کړو، ګناه مو کړې ده؟ امام صادق وويل: داسې ګاونډي ته لوښي ورکول نه دي پکار.

٩_ مسلمان ته پکار دي، د خپل ګاونډي په غم او ښادۍ کې ځان شريک کړي. يوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) خپل ياران وپوښتل: خبر ياست، د ګاونډي حقوق څه دي؟ بيا يې وويل: د ګاونډي حق دادى، چې که رنځور شو، پوښتنې ته يې ورشي او که مړ شو، په جنازه کې يې ګډون وکړي او په غم او ښادۍ کې يې شريک شي.

حضرت علي وايي: ((رسول الله د ګاونډي په هکله دومره سپارښـتنې وکړې، چې ګومان مو وکړ، ګاونډي ته ارث هم رسي.))

د رسول الله مبارک د ويناوو بېلګه

١_ د آدم اولاد، چې څومره زړېږي؛ دوه ځانګړنې يې ځوانېږي: حرص او هيلې.

٢_زما د امت دوې ډلې که سمې شوې، امت به مې سم شي، که فاسد شول، امت به مې هم فاسد شي: عالمان او چارواکي.

٣_تاسې ټول یو د بل څارونکي او ساتونکي ياست.

٤_ ناشونې ده، ټول خلک، د مال په ورکړه له ځانه راضي کړو.

٥_ بېوزلي بلا ده، ترې بده جسمي رنځ دى او تردې خورا بد د زړه رنځ دى.

٦_مؤمن تل د حکمت په لټه کې دى.

٧_د پوهې له خورېدو مخنيوى نشي کېداى.

٨_ د انسان زړه هغه بڼکې ته ورته دى، چې په بېديا کې د ونې پر ښاخ راځوړنده وي، چې تل یې بادونه رپوي.

٩_مسلمان هغه دى، چې مسلمانان يې له لاس او خولې خوندي وي.

١٠_د ښو چارو لارښوونه، له کولو سره يې مساوي ده.

١١_ تر هر خپګان روسته خوشحالي وي.

١٢_جنت د ميندو تر پښو لاندې دى.

١٣_پر ښځمنو له تېري له خدایه ووېرېږئ او څومره مو چې له لاسه کېږي، نېکي ورسره وکړئ.

١٤_پالونکى د ټولو يو دى، د ټولو پلار آدم او هغه له خاورې دى؛ خو په تاسې کې تر ټولو پر الله تعالی هغه ګران دى، چې تقوا يې ډېره وي.

١٥_ځېل مه کوئ، چې لامل يې ناپوهي او پايله يې پښېماني ده.

١٦_بد انسان هغه دى، چې د خلکو تېروتنې نه بښي او تر هغه هم بد هغه دى، چې خلک يې له شره امان غواړي او نېکۍ ته يې هيلمن نه وي.

١٧_ مه غوسه کېږه او که شوې، د الله تعالی ځواک راياد کړه.

١٨_ که ستاينه دې وشوه؛ ووايه: خدايه ! تر هغې مې غوره کړې، چې ګومان کېږي او هغه مې وبښې، چې ترې خبر نه دي او په هغه مې مه نيسه، چې وايي يې.

١٩_د غوړه مالو پر مخ خاورې وشيندئ.

٢٠_که الله تعالی د چا خير وغواړي؛ نو نفس يې ورته ناصح او لارښود وي.

٢١_سهار او ماښام له ځان سره د تېروتنو او ګناهونو حساب وکړئ.

٢٢_ “اماره نفس” مو تر ټولو ستر دښمن دى، چې په دواړو خواوو کې دې پروت دى.

٢٣_مېړنى هغه دى، چې پر خپل نفس لاسبر وي.

٢٤_پر خپل نفس لاسبري شئ، چې پر ځان واکمن شئ.

٢٥_بختور هغه دى، چې خپلو نيمګړتياوو ته يې پام وي او د نورو له نيمګړتياوو سترګې پټوي.

٢٦_رښتينولي زړه ډاډمنوي او دروغ او شک خپګان څنډي.

٢٧_مؤمن ژر انډېوالېږي.

٢٨_د مؤمنانو مثال د غړي دى، چې که يو غړى نا ارمه او په رنځ کې وي؛ نو ټول ورسره په رنځ او خپګان کې وي.

٢٩_خلک د ګومنځې د غاښونو په څېر مساوي دي.

٣٠_پر مسلمان او مسلمانې د علم زده کړه فرض ده.

٣١_ ناپوهي ستر فقر، عقل ستره شتمني او اندنه ستر عبادت دى.

٣٢_مؤمنان د يوې ودانې په څېر يو بل ساتي.

 ٣٣_له زوکړې تر مړينې په پوهې پسې شئ.

٣٤_علم زده کړئ، ان که په چين کې وي.

٣٥_د مؤمن شرافت، د شپې په پاڅېدنه کې او عزت یې له نورو په بې اړۍ کې دى.

٣٦_پوهان د پوهې تږي دي.

٣٧_مينه به دې کوڼ او ړوند کړي.

٣٨_د الله تعالی مرسته له ډلې سره وي.

٣٩_تقوا د زړه ټکور او د بدن هوساېنه ده.

٤٠_چاچې څلوېښت ورځې د الله تعالی لپاره ژوند وکړ؛ نو په ژبه او زړه به يې د حکمت چينې جاري شي.

٤١_په کور کې، له کورنۍ سره پاتېدل، په جومات کې تر عبادته پر الله تعالی ګران دي.

٤٢_ تر ټولو ښه ملګرى مو هغه دى، چې نيمګړتياوې مو ووايي.

٤٣_پوهه مو وليکئ.

٤٤_ زړه چې سم نه وي، ايمان به سم نه وي او چې ژبه سمه نشي؛ نو زړه به هم سم نشي.

٤٥_ د چا عقل مو، چې نه وي ازمېیلى، پر واقعي اسلام يې مه تېروځئ.

٤٦_ ښېګڼو ته د رسېدو لار عقل دى او چې عقل نه لري، دين هم نه لري.

٤٧_ د تباه کوونکي دښمن په پرتله، دين ته د ناپوهانو د ژبې تاوان ډېر دى.

٤٨_زما د امت هر هوښيار ته لاندې چارې پکار دي: پوهې ته غوږ، په ماغزو کې يې ساتل، خورول او عمل پرې کول.

٤٩_مؤمن له يوه سوري دوه ځل نه چيچل کېږي.

٥٠_زه مې د خپل امت له بې تدبيرۍ وېرېږم؛ نه له فقره.

٥١_الله تعالی ښکلى دی او ښکلا يې خوښه ده.

٥٢_ کسبګر پر الله تعالی ګران دى.

٥٣_غوړه مالي د مؤمن چار نه دى.

٥٤_مېړنتوب په مټو نه؛ بلکې مېړنى هغه دى، چې پخپله غوسه لاسبرى وي.

٥٥_تر ټولو غوره هغه دى، چې نورو ته ډېر ګټه رسونکى دى.

٥٦_تر ټولو غوره کور هغه دى، چې پلارمړی په عزت پکې ژوند کوي.

٥٧_ څومره خوند کوي د نېک انسان په لاس کې حلاله شتمني.

٥٨_تر مړينې روسته د انسان لاس له ښو او د ثواب له چارو غوسېږي؛ خو پر درېیو کارونو: تلپاتې خيرات، هغه پوهه، چې تل ګټه رسوونکې وي او هغه صالح اولاد، چې موروپلار ته دعا وکړي.

٥٩_د الله تعالی عبادت کوونکي درې ډلې دي: يوه ډله د الله تعالی له وېرې عبادت کوي، چې دا د مريانو عبادت دى. دويمه ډله د ثواب په تمه عبادت کوي، چې دا د مزدورانو عبادت دى او درېیمه ډله، له الله تعالی سره د مينې په پار عبادت کوي، چې دا د ازادو عبادت دى.

٦٠_ د ايمان درې نښې دي: په تنګسه کې د بل لاس نيوى، د نورو د ګټې له لامله، له خپل حقه تېرېدل او زدکړیال ته پوهه ورزده کول.

٦١_ په خوله مينه څرګندول، مينه ډېروي.

٦٢_ درې څيزونه دین ورستوي: بدچارى فقيه، ظالم چارواکى او ناپوهه دينوال.

٦٣_وګړي له ملګرو يې وپېژنئ؛ ځکه انسان له خپله هم خوى سره ملګرتوب کوي.

٦٤_پټه ګناه کول، د ګناه کوونکي تاوان دى او ښکاره ګناه کول ټولنې ته تاوان رسوي.

٦٥_ د نړۍ د چارو سمبالنې ته هڅې وکړئ؛ خو د اخرت چارو ته داسې هڅې وکړئ؛ لکه سبا پکې تلونکي ياست.

٦٦_روزي د ځمکې په ژورو کې ولټوئ.

٦٧_ځان ستاېنه قدر کموي او تواضع د مقام لوړتيا ده.

٦٨_ خدايه! د امت روزي مې په سپين ږيرتوب او د عمر په پاى کې ډېره کړې.

٦٩_ پر موروپلار د اولاد له حقوقو دادي: ښه نوم پرې کېږدي، ليک لوست ور زده کړي او چې بالغ شو، واده ورته وکړي.

٧٠_د ځواک خاوند، هغه پر خپله ګټه کاروي.

٧١_ ښه خوى د انسان د ښه کړنو په تله کې تر ټولو دروند څيز دى.

٧٢_د هوښيار درې څيزونو ته پام وي: د ژوند ښه والي، د اخرت توښې او د حلالې روزۍ ګټو ته.

٧٣_بختور دى هغه چې مال نورو ته بښي او له زياتو خبرو ځان ساتي.

٧٤_مرګ مو له هر نصيحت کوونکي مړه خوا کوي.

٧٥_ حکومت او رياست ته دا دومره حرص کول؛ خو په پايله کې دا دومره رنځ او پېښماني!

٧٦_ تر ټولو بد انسان فاسد عالم دى.

٧٧_په هغه ځاى کې بلا ته په تمه شئ، چې بې عقله عزتمن او چارواکي بد چاري وي.

٧٨_وینا د انسان ښکلا ده.

٧٩_عبادت اووه ډوله دى او تر ټولو غوره يې د حلالو ترلاسه کول دي.

٨٠_لعنت دې پر هغه وي، چې خپل پېټى پر نورو ږدي.

٨١_ له خلکو د الله تعالی د خوښۍ نښه، د حکومت عدالت او د نرخونو ارزاني ده.

٨٢_هر قوم د هغه حکومت وړتيا لري، چې پرې واکمن دى.

٨٣_کنځل بې له دښمنۍ بله پايله نه لري.

٨٤_ الله تعالی تر بوت نمانځنې روسته، له خلکو سره له شخړې منع کړی يم.

٨٥_د نه سنجول شوي کار تاوان ډېر دى.

٨٦_هغه چې له خلکو سره له ګوزارې بې برخې وي، له ټولو نېکيو بې برخې دى.

٨٧_له نورو څه مه غواړئ، ان که د مسواک وړکى لرګى وي.

٨٨_الله تعالی خوښ نه دى، خپل بنده په نورو بندګانو کې له ځانګړي امتياز سره وويني.

٨٩_د مؤمن تندى ورين او د منافق تريو دى.

٩٠_پاکوالى نيم ايمان دى.

٩١_يو بل ته د دوستۍ لاس ورکړئ، چې د زړه کينې مو پاکې شي.

٩٢_ مسلمان نه دى چې د مسلمانانو د سمونې په فکر کې نه وي.

٩٣_ښه خوى د زړه کينه له منځه وړي.

٩٤_پام کوئ، له خلکو وېره مو د حق له ويلو منع نه کړي.

٩٥_ په يوه کچه ژوند وکړئ، چې زړونه مو په يوه کچه شي او مينه په تلو راتلو ډېرېږي.

٩٦_هوښيار له نورو سره ډېره ګوزاره کوي.

٩٧_د مړينې پرمهال خلک وايي: څومره شتمني ترې پاتې ده او پرښتې وايي: څومره نېکي يې مخکې لېږلې ده؟

٩٨_ طلاق هغه حلال چار دی، چې د الله تعالی ډېر يې بد ايسي.

٩٩_ د خلکوسمونه تر ټولو غوره ښه چار دى.

١٠٠_ خدايه ! پوهه مې ځواک، پراخه سينه مې سينګار، تقوا مې مقام او روغتيا مې ښکلا کړې.[85]

پاى

کتابښود

١_آداب تعليم و تعلم، شهيد ثاني

٢_احياء علوم الدين، امام محمد غزالي

٣_ارشاد القلوب، ابو محمد حسن ديلمي

٤_اصول کافي، کليني

٥_اعلام الورى باعلام الهدى، شيخ طبرسي

٦_امالي، شيخ صدوق

٧_امتاع الاسماع، مقريزي

٨_بحارالانوار، محمد باقر مجلسي

٩_پيامبر رحمت، محمد خالد د صدر بلاغي ژباړه

١٠_پيام و پيامبر، سيد محمد تقي حکيم

١١_تاريخ طبري

١٢_تاريخ يعقوبي

١٣_تحف العقول

١٤_الترغيب

١٥_جامع السادات، مولى مهدي نراقي

١٦_حيوة الحيوان، دميري

١٧_حقايق،مولى محسن فيض کاشاني

١٨_حقوق حيوانات در اسلام، محمد تقي جعفرى

١٩_خلاصه تعاليم اسلام، علامه طباطبايي

٢٠_داستان راستان، استاد شهيد مطهري

٢١_دلايل النبوة، ابوبکر احمد بن حسين بيهقي

٢٢_روش دعوت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم)

٢٣_زندگي فاطمه زهرا، دکتر شهيدي

٢٤_سنن النبي، علامه طباطبايى

٢٥_سيره ابن هشام

٢٦_ سيره حلبي

٢٧_سنن ابي داوود

٢٨_سيره احمد زيني

٢٩_سفينة البحار، حاج شيخ عباس قمي

٣٠_شرح نهج البلاغه، ابن ابي الحديد

٣١_شرح المواهب، زرقاني

٣٢_صحيح بخاري

٣٣_صحيح ترمذي

٣٤_صحيح مسلم

٣٥_الطبقات الکبرى

٣٦_طرايف الحکم، مېرزا احمد اشتياني

٣٧_طبقات، ابن سعد

٣٨_عوائد الايام، نراقي

٣٩_علل الشرايع، شيخ صدوق

٤٠_فروغ ابديت، شيخ جعفر سبحاني

٤١_کيماى سعادت، امام محمد غزالي

٤٢_کحل البصر،حاج شيخ عباس قمي

٤٣_کشف الريبه عن احکام الغيبه، شهيد ثاني

٤٤_گناهان کبيره، ايت الله شهيد دستغيب شيرازي

٤٥_مکارم الاخلاق، ابو نصر حسن بن فضل طبرسي

٤٦_المحجه البيضاء فى التهذيب الاحياء، ملا محسن فيض کاشانى

٤٧_مناقب، ابن شهر اشوب

٤٨_محمد خاتم پيامبران، جمعي از نويستدگان

٤٩_معاني الاخبار، شيخ صدوق

٥٠_ترجمه الميزان في تفسير القرآن، مرحوم علامه طبا طبايي

٥١_مستدرک الوسايل، محدث نوري

٥٢_مسئله حجاب، استاد شهيد مطهري

٥٣_معجم البلدان، بلاذري

٥٤_المعجم المفهرس لا لفاظ حديث لنبوي

٥٥_ معراج السعادة، ملا احمد نراقي

٥٦_نهج الفصاحة، سخنان پيامبر اکرم

٥٧_نهج البلاغه، سخنان امام علي

٥٨_نورالثقلين، ابن جمعه حويزي

٥٩_وسايل الشيعه، شيخ حر عاملي

٦٠_وحې و نبوت، استاد شهيد مطهرى.

[1] آداب تعليم و تعلم، شهيد ثاني

[2] ( احزاب/۲۸)

[3] احياء علوم الدين،امام محمد غزالي

[4] ارشاد القلوب،ابو محمد حسن ديلمي

[5] اصول کافي،کليني

[6] اعلام الورى باعلام الهدى، شيخ طبرسي.

[7] امالي، شيخ صدوق

[8] امتاع الاسماع، مقريزي

[9] بحارالانوار،محمد باقر مجلسي

[10] پيامبر رحمت، محمد خالد، د صدر بلاغي ژباړه.

[11] ( طلاق/۳)

[12] پيام و پيامبر، سيد محمد تقي حکيم

[13] تاريخ طبري

[14] تاريخ يعقوبي

[15] تحف العقول

[16] الترغيب

[17] جامع السادات، مولى مهدي نراقي

[18] حيوة الحيوان، دميري

[19] حقايق، مولى محسن فيض کاشاني

[20] حقوق حيوانات در اسلام،محمد تقي جعفري.

[21] خلاصه تعاليم اسلام، علامه طباطبايي.

[22] ژباړن: (( پښتانه وايي: “لږ خوره، تل خوره. ډېر خوره، زهر او ګنډېر خوره” او بلخوا: زه خو حيران دې ته يم، چې د رسول الله مبارک په کومې خبرې پسې په طب کې وګرځم؛ ځکه هغه خو د زړونو طبيب و او د انسانانو لپاره يې ټولې وقايوي او طبي خبرې، د حقيقي طبيب له اړخه راوړې وې. نن که چېرې هم ولاړ شئ؛ نو لږ تر لږه يو داسې کس به پیدا نه کړئ، چې يا په خپله د شکرې، لوړ فشار او يا زړه په رنځورۍ نه وي اخته او يا يې په کورنۍ کې څوک نه وي اخته، چې ددې درېیو واڼو رنځوريو يو لامل هم هماغه دى، چې ګران نبي ورته هغه وخت اشاره کړې وه؛ چې ددې ټولو رنځوريو رابرسېروونکې او لمبه ورکوونکې؛ risk factors & predisposing factors) لامل چاقي ده، چې چاقي په خپله د وينې د غوړیو د زياتېدو لامل ګرځي، چې په خپله د مغزو (CVA) او زړه د سکتې (MI ) لامل ګرځي. رګونه تنګوي، چې تصلب شرايين ورکوي او په طب کې چاقۍ ته د مرضونو مور ويل کېږي، چې يو لامل يې ډېر خوراک او لټي ده. څه چې، هم اسلام او هم د الله تعالی استازى ترې په کلکه کرکجن و؛ لټي وه، چې په خپله همدا هم تر ليلا او مجنونه اوږده کيسه لري، چې ددې کتاب د ژباړې له حوصلې بهر ده او بيا همدا اسلام دى، چې وايي: خېرالامور اوسطها؛ يعنې غوره لار منځ لاري ده او په طب کې هم د پورتينو رنځوريو د وقايې او درمل لپاره، پوه ډاکټران، د رنځورانو ژوند، منځ لارۍ ته اړباسي؛ يعنې خوره؛ خو ځان مه پړسوه؛ مالګه خوره؛ خو مناسبه، غوړ خوره؛ خو مناسب، کار کوه؛ خو حرص مه خوره او… سپينه خو داده، چې د اسلام ټول احکام، د انسان د بدن د فيزيولوژۍ له مخې ټاکل شوي او لنډه بېلګه يې همدا د شکرې، د زړه او د ماغزو د سکتو رنځوران دي، چې چاقۍ، لټۍ، حرص، په زړه کې کينې او حسادت دې ځاى ته رارسولي دي. هغه وايي: از گپ گپ مې برايد. د حسادت خبره شوه. د الله تعالی استازى وايي: حسادت انسان له دننه داسې سوځوي؛ لکه اور چې وچه پاڼه سوځوي. د “اروا پوهنې” په علمي کتابونو کې راغلي: حسادت، کينه او هر هغه څه چې په تاسې کې د نورو پرخلاف منفي انرژي جوړوي، په بدن کې د ازادو راډيکالونو د ازادېدو او ډېرېدو لامل ګرځي او ازاد راډيکالونه د بدن لپاره تر زهرو هم بدتر دي؛ نو په پايله کې، ددې ازادو راډيکالونو يوه منفي پايله، د عمر کمېدل دي (هماغه د رسول الله خبره: انسان له دننه سوځوي ) دې ويينې ته به همدلته د پاى ټکې کېږدو چې له اصلي موضوع لرې ولاړ نه شو)

[23] (ژباړن: د زړه په رنځوريو کې د CHF او د ششونو په رنځوريو کې د PULMUNARY EDEMA او د وينې د فشار رنځوري په همدې مېکانزم رامنځ ته کېږي، چې د رسول الله مبارک په ويناو کې اشاره ورته وشوه؛ خو هغه مبارک په هغه وخت کې په داسې کلمو دا خبره خلکو ته کړې وه، چې د هغه وخت د خلکو سر پرې خلاص او بيا همدا خبره د داخلې او د زړه د رنځوريو کتابونو په نورو کلمو کوي، چې د((دو پانزده يک سي ميشود)) خبره ده؛ يعنې په بدن کې، هر ډول مايعات د ډېروالي له لامله جمع کېږي، چې زړه يې د پمپ کولو وس نه لري او په پايله کې د بدن مايعات، نورو ځايونو ته ځي، چې يو يې هم سږي دي، چې په پايله کې انسان له ساه اخستو غورځوي، چې دا دواړه رنځورۍ، انسان له پښو غورځوي او که رنځور په بېړنۍ توګه له دې حالته را و نه ايستل شي؛ نو مړ به شي )).

[24] ( ژباړن: ګرانو لوستونکيو ! هغه وايي: چې ځې ځې ځې، ابازو ته به راځې. علم او نوې پوهه که څومره خواري هم وکړي، پايله يې په تجربې، هغه څه جوتول دي، چې اسلام ويلي دي. د رسول الله په پورتني حديث کې، د انډوکراين فيزيولوژۍ له مخې، د انسولين او د انسولين هورمون د مخالفو هورمونونو مکانزم او کار ته اشاره شوې، چې په طب کې ورته contra regulatory hormons of insuline ويل کېږي. چې دا هورمونونه د شکرې د رنځورۍ په منځ ته راتګ کې ونډه لري. پاک نبي په خپله وينا کې د تفکر خبره رامنځ ته کړه، چې تفکر په ماغزو کېږي او د ماغزو يوازېني خواړه ګلوکوز دي، چې د انسولين اصلي دنده دا ده چې ګلوکوز حجرو ته د سوځېدو لپاره ور دننه کړي او چې کله د انسولين د کمبود له لامله او يا داچې د انسولين پر وړاندې په حجرو کې د رسپټورونو مقاومت پورته شو؛ نو ګلوکوز په وينه کې ډېرېږي، چې د شکرې رنځوري ورته وايي؛ نو تفکر دى، چې ماغزه فعالوي او کارنده-فعال ماغزه ګلوکوز غواړي، چې په دې مکانزم، له يوه اړخه د شکرې له ناورغۍ مخه نيسي، چې په خپله نن يې د بشريت د روغتيا ګرېوان ته لاس وراچولی او بلخوا نويو څېړنو ښوولې، هغوى چې په ځوانۍ کې له خپلو ماغزو په سمه او فعاله توګه کار اخلي، د هغوى په پر تله، چې له ماغزو لږ کار اخلی، د “آلزايمر” په نامه پر رنځورۍ په لږه کچه اخته کېږي؛ نو له همدې لامله دي، چې قرآن وايي: “فاذا فرغت فانصب”؛ يعنې بېکاره مه کـېنئ او تل مو د ماغزو او بدن د کارولو لپاره يو څه ور اچوئ.

 په پورتني حديث کې لوږې، ډېرو خوړو او لږو خوړو ته اشاره شوې، چې لوږه په وینه کې د ګلوکوز کچه راټیټوي او دا لامل ګرځي، چې زېرمه شوې ګلوکوز (ګلایکوجن)، له زېرمو راوویستل راباسي او حجرو ته يې ته ورسپاري، چې که په بدن کې همدا ذخيره ګلوکوز و نه سوځي؛ نو پر غوړو بدلېږي، او پورته مو اشاره ورته وکړه، چې د وينې او د بدن د غوړو ډېروالى، پر انسان څه بلاګانې راوړي. بلخوا که د انسان خوب هم ډېر شي او يا دا چې انسان فعاليت و نه کړي؛ نو په بدن کې يې ګلوکوز ډېرېږي؛ نو هم ډېر خواړه او هم ډېر خوب دواړه د د وینې د ګلوکوز د ډېرېدو لامل ګرځي، چې په خپله د بدن د ګلوکوز ډېروالى، لږ تر لږه پر لاندې غړيو ناوړه اغېز او کله خو يې له کاره هم غورځوي: سترګې، زړه، پښتورګي،د انسان محيطي اعصاب، چې پکې د سړي جنسي ځواک ته هم ګواښ را منځ ته کېږي او د پښو بېلابېل زخمونه، چې پايله کې يې د پښې په بېخ کې غوڅېدل دي؛ نو که څوک د رسول الله مبارک پر دې حديث عمل وکړي؛ نو ګورئ، چې خپل څومره غړي يې له کاره غورځېدو ژغورلي دي؛ نو ګرانو باور وکړئ، چې د شکرې رنځوري بده رنځوري ده او کړاى شو په اسلامي کړن لاره ترې مخنيوى او درملنه يې وکړو. ))

[25] ( ژباړن: لږ تر لږه په پورتنۍ شرحه کې مو د فيزيولوژۍ د علم په رڼا کې جوته کړه، چې دين له علم سره په ټکر کې نه دى،ګورو چې ډېر خواړه پر انسان څومره بلاوې راوړي؛ نو همدا دين دى، چې وايي، تاسې لږ وخورئ؛ يعنې د خپلې روغتيا پام مو وساتئ؛ نو موږ به مو دا کار په عبادت کې وشمېرو؛ خو سره له دې ټولو خبرو، دا سمه نه ده، هر څه چې ساينس جوت کړل، یوازې هماغه به سم او پر ځاى وي؛ بلکې علم لا تر اوسه دومره وزلې او ځواک نه لري، چې هر څه او په تېره ، دينې او الهي احکام جوت کړي؛ نو د هغې ورځ په هيله، چې علم دومره پر مختګ او اوازار لاس ته راوړي، چې د حقيقي طبيب ټولې خبرې پرې جوتې کړاى شي او هغه ورځ لرې نه ده، چې بشر به دې پايلې ته ورسي. انشاء الله )

[26] ( احزاب/۵۳) داستان راستان،استاد شهيد مطهري

[27] دلايل النبوة،ابوبکر احمد بن حسين بيهقي

[28] روش دعوت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم)

[29] ( ژباړن: د سفر پرمهال، له ځانه سره، خپلې وګړیزې وزلې وړل، نبوي سيرت دی، چې نن د انتاني رنځوريو متخصصين هم پر دې خبره ټينګار کوي؛ ځکه دا کار د ډېرو رنځوريو د مخنيوي لامل ګرځي او ډېرې داسې رنځورۍ دي، چې د خوراک، څښاک او سینګار توکیو او له نورو سره په ګډه له ځينو څيزونو؛ لکه د ږيرې او د وېښتانو د خرېلو وزلو له لارې خپرېږي، چې يوه يې هم د هپاتايتس او يا د زېړي رنځ دى او په دې روستیو کې د رسول الله مبارک ددې حدیث، له کرونا څخه په مخنیوي کې هم ګټور جوت شو)

[30] زندگي فاطمه زهرا، دکتر شهيدي

[31] سنن النبي، علامه طباطبايى

[32] سيره ابن هشام

[33] سيره حلبي

[34] سنن ابي داوود

[35] ( اسراء / ٢٣ )

[36] ( اسراء / ٢٣ )

[37] ( اسراء / ٢۴ )

[38] سيره احمد زيني

[39] (احقاف/۱۵)

[40] سفينة البحار،حاج شيخ عباس قمي

[41] ( اسراء / ٢۴ )

[42] ( قلم/۴)

[43] (يوسف/٩٢)

[44] صحيح بخاري

[45] ( مایده/۸)

[46] صحيح ترمذي

[47] (شعراء/۲۱۵)

[48] الطبقات الکبرى

[49] طرايف الحکم، مېرزا احمد اشتياني

[50] طبقات، ابن سعد

[51] عوائد الايام، نراقي

[52] علل الشرايع، شيخ صدوق

[53] فروغ ابديت، شيخ جعفر سبحاني

[54] کيماى سعادت، امام محمد غزالي

[55] (کهف/۶)

[56] کحل البصر،حاج شيخ عباس قمي

[57] کشف الريبه عن احکام الغيبه،شهيد ثاني

[58] (آل عمران/۱۵۹)

[59] گناهان کبيره، ايت الله شهيد دستغيب شيرازي

[60] (توبه/۱۲۸)

[61] مکارم الاخلاق، ابونصر حسن بن فضل طبرسي

[62] ( مایده/۹۲)

[63] (شوری/۴۳)

[64] المحجه البيضاء فى التهذيب الاحياء،ملا محسن فيض کاشانى

[65] (عنکبوت/۲)

[66] ( فاطر/۲۳)

[67] ( حج/۴۹)

[68] ( شعراء/۱۱۵)

[69] (سبا/۴۶)

[70] مناقب،ابن شهر اشوب

[71] (نحل/۱۲۵)

[72] محمد (صلی الله علیه وآله وسلم)خاتم پيامبران،جمعي از نويستدگان

[73] ( آل عمران/۵۹)

[74] ( احزاب/۳۹)

[75] معاني الاخبار،شيخ صدوق

[76] ترجمه الميزان في تفسير القرآن، مرحوم علامه طبا طبايي

[77] مستدرک الوسايل، محدث نوري

[78] (انعام/۱۶۲)

[79] معجم البلدان،بلاذري

[80] معراج السعادة،ملا احمد نراقي

[81] نهج الفصاخة، سخنان پيامبر اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم)

[82] نهج البلاغه،سخنان امام علي

[83] نورالثقلين، ابن جمعه حويزي

[84] وسايل، شيخ حر عاملي

[85] پورتني حديثونه د “تحف العقول” له کتابه اخستل شوي دي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست