د خپل فكر خيال وساتئ ! هر څنګه فكر مو چې وكړ؛ نو هماغسې به كېږئ ؛چې ذهن ته مو پليد فكر راغى؛ نو له خپل ذهنه يې لرې ګوذاركړئ چې يوه لار يې دا ده ،چې ذهن ته مو خراب فكرونه راغلل؛ نو پر ځان سكونډاره ولګوئ. حضرت “محمد”(ص) وايي: (( وسوسې به د […]
د خپل فكر خيال وساتئ ! هر څنګه فكر مو چې وكړ؛ نو هماغسې به كېږئ ؛چې ذهن ته مو پليد فكر راغى؛ نو له خپل ذهنه يې لرې ګوذاركړئ چې يوه لار يې دا ده ،چې ذهن ته مو خراب فكرونه راغلل؛ نو پر ځان سكونډاره ولګوئ.
حضرت “محمد”(ص) وايي: (( وسوسې به د مسافر غوندې راشي او د زړه ور به مو و ټكوي، مېلمه به راننوځي او اخر به كوربه شي. ))
تل په كارونو او ذهني مشغلو کې له ځان سره وواياست : ته جسم نه يې، ذهن هم نه يې، ستا وجود له غوښې، خاورې او مادې ځنې نه دى جوړ شوى؛ ته بشپړ او تلپاتى اروا يې.
دويم : څه چې كرئ هغه به ريبئ؛ نو خپلو وړو وړو كارونو ته مو هم پام اوسه. هره ورځ يوه شېبه په ګرېوان كې سر خته كړئ او په چوپتيا كې يې تېره كړئ؛په چوپتيا كې هغه كارونو ته كتنه وكړئ،چې په تېر شواروز كې مو كړي وي. ښه به دا وي،چې سر چپه خپلو كارونو ته كتنه وكړئ؛د ساري په ډولهغه كارونه مو، چې يوه دقيقه مخکې كړي،و يې څېړئ، بيا هغه كارونه چې يو ساعت مخکې مو كړې وي او همداسې شاته وګرځئ او خپلو کړنو ته كتنه وكړئ . په دې چوپتيا كې به پخپلو ډېرو کړنو پښېمانه شئ او پام به مو شي،ځينې كارونه چې مو كړي، بايد كړي مو نه واى.
ډېری تېروتنې دي، چې بايد شاته واچول شي.
توبه وباسئ او دعا وكړئ؛ نو څښتن تعالى به درته داسې عقل او ځواک دركړي چې ددې كارونو له تكراره مخنيوى وكړي.
درېم: د ملګرو په ټاکنه كې ډېر پام وكړئ . كه ملګري مو ښه او خدايي ملګري وي؛ نو سپېڅلتيا او مانیزتوب به يې ستاسې ژوند ته هم راننوځي او ژوند به مو له ارامتیا او الهامه ډك شي.
څلورم: كوښښ وكړئ، چې پر څه زړه و نه تړئ، خپله دنده په ښه توګه ترسره کړئ او پوه شئ ، چې څه هم ستا نه دي.
تاسې ددې نړۍ د تكامل په ننداره كې يوازې ناظر او عامل ياست او يوازې دا دوه كارونه دي،چې تاسې يې بايد وكړئ؛ هنرمند او كتونكى .
خپلې دندې ښه ترسره کړئ، بې له دې چې ذهن ته مو راشي، چې زموږ پرته بل څوك هم دا دنده تر سره کوي.
موږ ډېرى داسې وايو: پلاني راسره ښه چلن نه دى كړى؛ نو ولې زه ورسره ښه وكړم .
نه ! تاسې يوازې بايد خپله دنده ترسره کړئ او ستاسي دنده يوازې له خلكو سره ښه كول دي؛ نو همدا به وي چې تاسې به د “كارما” له قانونه سمه اخیستنه- برداشت كړي وي.
لكه څنګه چې مو خوښه وي، کارونه مو هماغسې مخې ته نه ځي؛ نو نهيلي او ستړيا راباندې برلاسې کېږي او که بې له تړاوه او ګټې ته كار ونه کړو ؛ بلكې په خلوص د څښتن او عشق لپاره دا كار وكړو؛ نو نهيلي به نشئ .
پينځم: تل ځان څښتن ته وسپارئ او وواياست : خدايه ستا خوښه مې په كار ده، ستا خوښه دې راپېښه شي، نه زما خوښه .
د څښتن نوم تل بیا ځلې یاد كړئ او په خلوص دعا وكړئ،چې خداى مو كارونه اسان كړي.
شپږم: د ژوند په ټولو شېبو كې زړور اوسئ او له څه هم مه وېرېږئ.
“بودا” به خپلو مريدانو ته ويل: كه زړور نه وئ ؛ نو غېر انساني غوښتنې به مو زړه ته راننوځي .
اووم: څومره چې مو له لاسه کېږي، له خلكو سره ښه وكړئ او له خلكو سره یې په ژوند كې مرسته وكړئ.
هغه ورځ له لاسه وتلې وګڼئ، چې پكې مو له كوم انسان، مرغۍ يا څاروي سره مرسته نه وي كړي.
آيا کړاى شو،چې بدكار راکم كړو او يا يې له منځه يوسو؟
د كارما پر قانون کړاى شو،چې د څښتن په ذكر او بې له كومې ځانمنۍ خلكو او بېوزليو ته په خدمت کونې د بد كار پایله له منځه يوسو.
د كارما قانون د مجازاتو يا سمونو قانون نه دى. دا قانون يوازې د څښتن له قوانينو ځنې يو قانون دى او څښتن؛يعنې عشق او عشق كله هم نه غواړي، چې چا ته سزا وركړي؛خو تل غواړي چې انسان پرمختګ وكړي .
د كارما قانون مو په يو داسې چاپيريال كې ږدي،چې د هغه چاپيريال له وسايلو د وګړتیا- شخصيت تكامل او پر مختګ ته ښه ګټنه وکړو او كړاونه او خپګان هم له هغو وسايلو ځنې دي.ددې چاپيريال زده كړې، ډېرى هغه تجربې دي، چې موږ ورته “كړاو” او “خپګان” وايو؛ خو پوه شئ چې د همدې كړونکيو تجربو پايله مو د شخصيت تكامل او پرمختګ دى.
که پليد كار مو وكړ؛ نو له ځان سره به مو كړې وي او نېک كار مو كه وكړ؛ نو پر خپل ځان به موكړې وي.
محبوب دادا به تل ويل: تل وركړه وکړئ! تل بښنه وكړئ! زه يوازې يوه ژبه لرم، كه يو ميليون ژبې مې درلوداى؛ نو په ټولو به مې ويلې: وركړئ او بښنه وكړئ.
په واقع كې يوازې هغه كسان ژوندي دې،چې بښنه او وركړه كوي او هغوى مړه دي چې وركړه او بښنه نه لري.
ډېر انسانان د مړو په څېر دي؛ دوى هغه كسان دي چې يوازې پر اخستو ( راکړه) خوشالېږي . په دنيا كې دوه ډلې خلك دي؛هغه چې بښنه او وركړه كوي او هغه،چې يوازې اخستنه کوي ؛نو راشئ، چې موږ په لومړۍ ډله کې شو، راشئ چې وركړه او بښنه ولرو او له دې كاره ستړي نشو، بايد بې بريده، بې مرزه، بې قېده او بې شرطه بښنه وكړو. مشروطه وركړه او بښنه زموږ عمل پر تجارت بدلوى؛ خو د عشق په قانون كې موږ بايد وركړه او بښنه ولرو،بې له دې چې پر وړاندې يې ان د يوې ساده مننې تمه هم ولرو .
يو چا راته وويل: ما زياته بښنه وكړه او پايله يې يوازې د خلكو سپكاوى و.
راشئ چې زموږ بښنه خلكو ته نه، شخص ته نه ؛ بلکې هغه شخص د څښتن انځور وګڼو او هغه څه، چې ور بښو، څښتن ته يې ور وبښو؛ هغه انسان يوازې د پوستې يو صندوق دى، چې زموږ بښنه څښتن ته رسوي . چې کله يو ليک پوسته كوئ؛ نو مهمه نه ده چې د پوسټ صندوق زوړ دى او كه نوى، كه ډاډمن ياست، چې ليک مو مقصد ته رسي؛ نو ليک پكې واچوئ . زموږ د ليک مقصد هم څښتن دى. كه پردې ګروهه مو بښنه او وركړه وكړه؛ نو خيرات به مو قبول شوى وي.
كله به چې ښوونځي ته تلم؛ نو ښوونکي به مې راته د يو ښځې كيسه كوله؛ددې ښځې زوى پر لرې سفر وتلې و او مياشتې مياشتې وې، چې له هغه يې خبر نه درلود. دې ښځې به تل څو ډوډۍ پخولې او خلكو ته به يې وركولې او يوه ډوډۍ به يې هم په كړكۍ كې اېښووه، چې يو نشتمن روزانه له هغې ځايه تېرېده،چې دا ډوډۍ واخلي. دې نشتمن به هم دا ډوډۍ اخسته او ان مننه به يې هم نه کوله او ويل به يې: ((هر پليد كار،چې كوئ درسره پاتې کېږي او هر نېک كار، چې كوئ، بېرته راګرځي )) دا کيسه همداسې روانه وه، چې يوه ورځ ښځه ددې سړي له خبرو پوزې ته راغله او ويې ويل:((مننه خو نه كوي!هېڅ، پسې لا اضافي خبرې هم كوي ! نه پوهېږم چې مطلب يې څه دى.هوډ يې وکړ چې له شره يې ځان خلاص كړي؛ نو په همدې موخه يي يوه ډوډۍ پخه كړه او پكې يې زهر واچول او په كړكۍ كې يې کېښووه؛ خو ناڅاپه يې په زړه كې راوګرځېدل: دا څه كار دى، چې ته يي كوې ؟ ژر يې ډوډۍ له كړكۍ راواخسته او په تنور کې يې وسېځله او بله ډوډۍ يې پخه او په كړكۍ كې ېي كېښووه. نشتمن هم د تل غوندې راغى او ډوډۍ يې اوچته، خپلې خبرې يې وكړې او ولاړ. پر همغه شپه وو چې د ښځې د كور ور وټكېد. ښځي چې ور خلاص كړ؛نو ويې ليدل چې زوى يي وږى تږى او ستړى له شلېدلو جامو سره د ور شاته ولاړ دى او حال دا چې مور ته يې كتل، و يې ويل: مور جانې! كه معجزه نه وې شوې؛نو ځان به مې درته نه و رارسولاى؛ تردې ځايه څو قدمه مخكې دومره وږى شوم،چې بېسده شوم يو نشتمن راغى او يوه ډوډۍ يې راكړه او راته يې وويل: دا ډوډۍ زماورځني خواړه دي؛ نن چې ته تر ما ډېره ورته اړتيا لرى؛نو ته يې وخوره . مور يې چې دا خبره واورېده؛رنګ يې والوت،را پر ياد يې شول،چې كه ضمير يې راويخ شوې نه و او هغه زهرجنه ډوډۍ يې فقير ته وركړې وه؛ نو نن به يې خپل زوى وژلى و. هغه ورځ و،چې ښځه د نشتمن د خبرو پر مانا پوه شوه.
هر پليد كارمو كه وكړ؛ نو پر خپل ځان به مو كړې وي او هر نېک كار مو كه وكړ؛ نو پر خپل ځان به موكړې وي.
وايې چې “ګورو نانك” يو سړي ته یوه ستنه وركړه او ورته يې وويل: دا ستنه له ځان سره امانت كېږده او په هغه دنيا كې يې بېرته راكړه . سړي هم هغه ستنه راوړه او له خپلې ښځې سره يې کېښووه او ورته يې وويل: دا ستنه له ځان سره وساته، چې په هغه دنيا كې يي بايد “ګورو نانك” ته بېرته وركړم. ښځې يې په حيرانتيا وويل: دا كار به څنګه وشي؟ موږ د “مرګ” پر مهال ان خپل جسم دلته پرېږدو او ته غواړې، چې دا ستنه له ځان سره هغه دنيا ته يوسې؟
هو! موږ نشو کړاى چې له دې دنيا له ځان سره څه يوسو؛ نو ولې ژوند پر داسې كارونو او څيزونو خرج نه کړو، چې له ځان سره د مړينې پر مهال وړل کېداى شي او هغه مهال راته ارامتیا او امنيت راوبښي.
محبوب دادا به ويل: خلكو ته خدمت، پر بله بڼه، په سم ځاى كې مو په کار راځي او دا د ژوند د طبيعت يو قانون دى او د څښتن قانون هم دى.
“دادا” راته يوه کيسه وكړه، چې په ورځپاڼه كې يې ويلې وه. دا کيسه د يو “لهستاني” پيلوټ وه، چې نوم “رومن ترسكي” و. هغه د لومړۍ نړيوالې جګرې او دويمې نړيوال جګړې ترمنځ په الوتكې کې د المان له اسمانه تېرېده، چې په الوتكه كې تخنيکي خرابوالى راپېدا شو؛ اړ شو چې هملته الوتكه راكوزه كړي، الوتكه يې چې راكوزه كړه؛نو يو هوټل ته د هستوګنې لپاره ولاړ. بله ورځ چې له خپلې كوټې بهر راووت؛ نو يو سړى يې وليد چې رنګ يې له وېرې اوختى او د هوټل په دهليز كې په تېښته دى،چې اوږه يې له “رومان ترسكى” سره ولګېده او ويې ويل: “ګشتاپو! ګشتاپو!” ؛يعنې هغه سړى د “المان” له امنيتي پوليسو په تېښته كې و. “رومان ترسكي” پر خبره ورسېد او هغه يې له ځان سره خپلې كوټې ته يوړ او هلته يې تر خپل كټ لاندې پټ كړ.
ګشتاپو هم له بده مرغه په “رومان ترسكي” پسې ولاړل او له هغه يې د يو فراري په هکله پوښتنه وكړه؛ خو له هغه ځايه چې “رومان ترسکي” د هغوى پر ژبه نه پوهېده؛ نو هغوى هم رومان ترسکى پرېښود او بلې كوټې ته ولاړل. “رومان ترسکي” هغه سړي ته وويل چې كړاى شي،پخپله الوتكه كې يې له دې ځايه اوباسي؛ خو مخکې تردې چې هوايې ډګر ته ورسو؛ نو زه بايد تا په يو كلي كې كوز كړم؛ ځكه چې په مېدان هوايې كې به پوليس وي او هسې نه چې هلته دې ونيسي او همداسې يې وكړل او سړى يې له هوايې ډګره څو کيلومټره لرې په يو پټې كې كوز كړ او چې کله الوتكه په هوايې ډګر كې کېناسته؛نو پوليسو د الوتكې پلټنه پيل كړ؛ خو فراري يې پكې پېدا نه كړ . ډېر وخت لا نه و تېر شوى ، چې دويمه نړېواله جګړه پيل شوه او د “المان” سرتېرو “لهستان” ونیو . “ترسکى” “انګلستان” ته والوت او هلته له ازادي غوښتونکيو سره يو ځاى شو. هغه يو زړه ور پيلوټ و او د د ښمن ډېر كنډكونه يې تباه كړي ول؛ خو يوه ورځ يې الوتكه د دښمن دافع هوا وويشته او الوتكه يې راوغورځېده . د امداد ګروپ په “رومان ترسکي” پسې ور ووت او راپېدا يې كړ او ترټولو نژدې “روغتون” ته يې يوړ. ډاكټرانوتر معاينې وروسته وويل، چې د ژوندي پاتې كېدو اميد يې ډېر لږ دى . ماغزو يې ضربه ليدلى وه او داسې پوه او تجربه كار جراح ډاکټر هم هلته نه و، چې یې عمليات كړې وای . دا خبر بله ورځ په ورځپاڼې كې راغى . “ترسكي” هماغسې بېسده و؛ نو چې کله په هوش كې شو؛ و يې ليدل چې يو سړى يې سرته ولاړ دى او ورته يې وويل: ما پېژنې؟ زه همغه يم چې له ګشتاپو دې خلاص كړى وم او پخپله الوتكه كې دې له هغوى ژغورلى وم . نن مې چې په ورځپاڼه كې ستا خبر په ولوست؛ نو بې ځنډه مې ځان دلته راورسوه.
ترسكي : د څه لپاره؟ځكه چې فكر مې كاوه، چې کېداى شې، چې څه مرسته مې له لاسه وشې . خلك وايې چې زه د ماغزو او اعصابو غوره جراح يم؛ نو ځکه راغلم او ستا عمليات مې وكړ او له نېکه مرغه كامياب هم و.
چې كوم نېک كار مو وكړ؛ نو همدا نېکي به مو يوه ورځ پر ښه راشي او پليد كار به هماغسې ستاسې پر اوږو پېټې وي .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com