تبلیغات

د خداى پېژندګلوي   که په کار دې ده دخداى پېژند ګلوي پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه دعلي   د نبوي کورنۍ علمي مرجعيت ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا[1]= مؤمنانو! له خداى […]

د خداى پېژندګلوي

 

که په کار دې ده دخداى پېژند ګلوي
پيروي د محـــــــــــــــــمد کړه دعلي

 

د نبوي کورنۍ علمي مرجعيت

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا[1]= مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته ورمخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره، او ښه پايله لري ))

د پورتني آیت له مخې ،قرآن مجيد او رسول اکرم (ص) د مسلمانانو مرجع ده،اوس که څوک وپوښتي،چې آنحضرت (ص) تر ځان وروسته څه پرېښي،چې مسلمانان د اختلافاتو د پيدا کېدو او د ستونزو د هوارۍ په وخت کې مراجعه ورته وکړي.

هو! رسول اکرم(ص) دا مسئاله څرګنده کړې او په بېلابېلو ځايونو کې يې پر((کتاب الله)) او ((اهل بيتو)) باندې په منګولو ښخولو سپارښتنه کړې،چې د رسول اکرم(ص) دې حديث ته د ((ثقلينو)) حديث وايي او په صحاحو او مسانیدو کې له (٣٠) زياتو اصحابو (رضى الله عنهم) روايت شوى دى .

رسول اکرم(ص) ويلي دي :

((إِنِّی تَارِکٌ فِیکُمُ الثِّقْلَیْنِ کِتَابَ اللَّهِ وَ عِتْرَتِی أَهْلَ بَیْتِی وَ إِنَّهُمَا لَنْ یَفْتَرِقَا حَتَّى یَرِدَا عَلَیَّ الْحَوْضَ = يعنې ما درته دوه څيزونه پرېښي که منګولې مو پرې ښخې کړې؛نو تر ما وورسته به کله هم بې لارې نه شۍ او دا دواړه يو له بله ستر دي،د خداى کتاب ،چې رسۍ ده او له اسمانه ځمکې ته ځړول شوې اوعترت مې،اهل بيت (کورنۍ) مې،دوى هېڅکله يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کې راسره يو ځاى شي؛نو وګورئ،چې له دې دوو سره په چال چلن کې زما سپارښتنې په پام کې ونيسئ.))

دا حديث په ډاګه د ((قرآن مجيد))ترڅنګ د((اهل بيتو علمي مرجعيت ))څرګندوي اومسلمانانو ته ورښيي ،چې ديني چارې په يو وخت له ((قرآن)) اود((نبوي کورنې )) له لارښوونو ترلاسه کړئ .

د ((الميزان)) تفسير مؤلف ارواښاد علامه سيد محمد حسين طباطبائي( ١٣٦٠ ل مړ) د ثقلينو د حديث په تشريح کې ليکي.

له دې حديثه څو مطلبونه اخستى شو:

١- قرآن مجيد ترقيامته له خلکو سره دى؛نود پېغمبر(ص) عترت به هم ترقيامته پورې پاتې وي؛يعنې په هر وخت کې حقيقي مشر، لارښود او امام شته دی.پېغمبراکرم (ص) ويلي :((زما په امت کې د هر نسل لپاره زما له کورنۍ دادمل – عادل وګړي او بېلګې شته ،چې د بې لارویو د تحريف او اوښتنې او د ناپوهانو د تاويل مخنيوي کوي. پوه شئ،چې امامان مو د خداى لوري ته رابولي؛نو پام کوي او خبر شئ،چې څوک په مشري نيسئ او مينه ورسره کوي. [2]))

د الصواعق المحرقه(٩٠)کې له ابن سعد نه روايت رااخلي ،چې پېغمبر اکرم ويلي:(( زه او اهل بيت مې په جنت کې يوه ونه يو،چې څانګې يې پر دنيا خپرې دي؛نو څوک،چې غواړي خداى ته لار پيدا کړي؛نو په هغوى پسې دې ولاړ شي.))

٢- پېغمبراکرم (ص) ددې دوو امانتونو (کتاب الله – عترت) له لارې د مسلمينو دعلمي اوديني اړتياوو د لرې کولو تضمين کړی اوخپله کورنۍ يې دعلم او پوهې سرچینه ښوولې ده ويناوې او کړه وړه يې معتبر ګڼلي دي .

٣ـ قرآن اواهل بيت نه ښايي،چې يو له بله بېل شي اوهېڅ مسلمان دا حق نه لري،چې د((نبوي کورنۍ)) له علومو مخ واړوي او ځان یې له لارښوونو نا اړه وبولي.

٤ـ خلک که د ((نبوي کورنۍ)) اطاعت وکړي او په ويناوو پسې یې ولاړشي؛نو بې لارې به نه شي او حق تل ورسره دی.

٥ـ له اهل بيتو سره ټول لازم علوم او د خلکو د ديني اړتياوو د لرې کولو صلاحيت شته او څوک ،چې لاروي ترې وکړي؛نو نه بې لارې کېږي اوحقيقي نېکمرغۍ ته به ورسي؛يعنې اهل بيت له تېروتنې څخه سپین لمني یا معصوم دي او له همدې قرينى او ظواهرو معلومېږي،چې له ((نبوي کورنۍ)) اوعترت څخه مراد د پېغمبر (ص) ټول خپلوان او اولادونه نه دي؛بلکې ټاکلي وګړي دي،چې دديني علومو له اړخ په ځان پوره او بشپړ دي، ګناه اوتېروتنې ورته لار نه شي پيدا کولى؛داځکه،چې د لارښوونې او مشرتابه صلاحيت لري اوهغه،حضرت علي او يولس زامن يې دي،چې په يو بل پسې په امامت منصوب او ټاکل شوي او په رواياتو کې هم دا مطلب همدغسې مانا شوی دی د بېلګې په توګه:ابن عباس (رض) وايي: ستا خپلوان ،چې مينه يې راباندې فرض شوې کوم دي ؟ ويې ويل :(( علي ،فاطمه،حسن اوحسين[3])) .جابر (رض) وايي : پېغمبر (ص) ويلي : خداى تعالى د هر پېغمبر د نسل لړۍ او ځوځات د پېغمبر په صلب او تومنه کې ايښى؛خو زما د نسل لړۍ يې دعلي په تومنه کې اېښېده.[4] )) د طباطبائي د خبرو پاى.

د خلفاى راشدينو(ابوبکر،عمر،عثمان ،على رضى الله عنهم) په زمانه کې په عملي توګه((علمي مرجعيت)) په على (ک)پورې تړلى واو په ديني چارو کې اختلافات او ستونزې د علي (ک) له خوا اواريدې او په حقيقت کې هغه وخت،چې اهل بيت له مرجعيت نه ګوښه کړاى شو؛ نو ډلې ټپلې او ډېرې کلامې فرقې په يو پل پسې راووتې.

يو خوله يو،چې د اصحابو کرامو (رضى الله عنهم ) په زمانه کې علي(ک) پر قرآن او نبوي سنتو تر ټولو ښه پوهېده؛نو د همدې حقيقت له مخې خلفاوو( رضى الله عنهم ) یې د علمي مرجعيت په پامنیوي چال چلن ورسره کاوه .[5]

د ثقلينو د حديث راويان اصحاب(رضى الله عنهم) :

١ـ حضرت على . ٢- حضرت امام حسن. ٣- حضرت سلمان فارسى . ٤- حضرت ابوذرغفارى. ٥- حضرت ابن عباس . ٦- حضرت ابو سعيد خدرى . ٧ـ حضرت جابربن عبدالله انصارى . ٨ـ حضرت ابو الهيثهم بن تيهان . ٩- حضرت ابورافع . ١٠حضرت حذيفه بن يمان . ١١ـ حضرت حذيفه بن اسيد غفارى. ١٢ـ حضرت حزيمة بن ثابت ذوالشهادتين . ١٣- حضرت زيد بن ثابت . ١٤- حضرت زيد بن ارقم . ١٥- حضرت ابوهريره . ١٦ـ حضرت عبداله بن حنظب .  ١٧ـ حضرت جبير بن مطعم. ١٨ـ حضرت براً بن عازب . ١٩- حضرت انس بن مالک . ٢٠ـ حضرت طلحه بن عبدالله تيمې . ٢١- حضرت عبدالرحمن بن عوف . ٢٢- حضرت سعدبن بن ابى وقاص . ٢٣ حضرت عمر وعاص . ٢٤- حضرت سهل بن سعد انصارى . ٢٥ حضرت عدى بن حاتم . ٢٦- حضرت ابوايوب انصارى . ٢٧- حضرت ابوشريح خزاعى . ٢٨ـ حضرت عقبة بن عامر. ٢٩- حضرت ابوليلى انصارى . ٣٠- حضرت ابو قدامه انصارى . ٣١ـ- حضرت ضميره اسلمې (رضى الله عنها) . ٣٢ـ حضرت عامر بن ليلى بن ضمره . ٣٣- حضرت فاطمة الزهرا عليها السلام . ٣٤- حضرت ام سلمه (ام المومنين رضى الله عنها).٣٥- حضرت ام هانى رضى الله عنها . (د حضرت علي خور)

د ثقلينو د حديث په اړه په ځينو سرچينو کې داعبارتونه راغلي دي :

((انى قد ترکت فيکم الثقلين))

(( انى تارک فيکم خليفتين ))

(( انى تارک فيکم الثقلين))

((لن يفترقا))،((لن يتفرقا))

((لن تقدموهما فتهلکوا ولا تعلموهافانهما اعلم منکم)) او ((انى تارک فيکم امرين لن تضلوا ان اتبعتموها)).

او ددې په تشريح کې علامه شيخ حسين وحيد خراساني (توضيح المسائل٩٨-١٠٠) ليکي:

((انى قد ترکت فيکم الثقلين)) داجمله ښيي،چې ((کتاب الله)) او ((نبوي کورنې)) د رسول کريم (ص) ترکه اوميراث دي،چې امت ته يې پرېښي دي؛ځکه امت ته د پېغمبر(ص) نسبت داسې دى لکه د پلار،چې زوى ته وي.

((کتاب الله)) له((امت)) سره د خداى تعالى د اړيکو ښوونکی او ((عترت)) له ((امت)) سره د پېغمبر(ص) داړيکو ښوونکي دی،له ((کتاب)) سره د اړيکو غوڅول له خداى تعالى سره د اړيکو د غوڅولو پر مفهوم دي او له ((عترت)) سره د اړيکو غوڅول له پېغمبر(ص) سره د اړيکو د غوڅولو په مانا دي او له پېغمبر سره د اړيکو غوڅول له خداى تعالى سره د اړيکو د غوڅونې په مانا دي.

عقل د قرآن مانیز – معنوي درونوالي نشي تللاى[6] او په کوم صفت[7] ،چې قرآن مجيد ستايل شوى په هماغه دعترت ستايل کېدل ددې ښوونکي دي،چې د رسول اکرم په حديث کې ((عترت))د ((قرآن))عدل (پله) دی .

عترت له قرآن سره په يوه تيګه تلل،دا ښيي چې عترت په (تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ؛د ټولو څيزونو بيانوونکي))کې شريک او په ((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ؛باطل له مخې او شانه ورنوتلاى نه شي))کې د قرآن له عصمت سره شريک دي.

د((فانهما لن يتفرقا)جمله راښيي،چې((قرآن)) او (عترت)) يو له بله نه بېلېږي؛ځکه ((قرآن))داسې کتاب دى،چې د ټولو خلکو دنياوي،برزخي او اخروي اړتياوې ځوابوي؛نو دغسې ((کتاب))يو ښوونکى،مفسر او څرګندوونکي ته اړه لري،چې پرې پوه شي ځکه طب بې له طبيب،علم بې له عالم او قانون بې له قانونپوه نيمګړى وي[8] .

اردني حقوقپوه احمد حسين يعقوب[9] د سپېڅلي عترت مسؤليتونه داسې څرګندوي:

١- د راټولېدو محور.

٢- ديني مرجعيت؛يعنې د ټولو خلکو په تېره مسلمينو ته د دين بيانول.

٣ـ نبوي کورنۍ ((ثقل اصغر))او قرآن((ثقل اکبر)) دي،که ځان له بې لارې ژغورو ؛نو پر دواړو به منګولې ښخوو؛نو که پر قرآن منګولې ښخې کړو او((عترت)) ته شا کړو؛نو بې لارې به يو؛ځکه((قرآن)) دارو او((عترت)) د امت طبيبان دي او ټولو ته څرګنده ده،چې طبابت يو کارپوهيز،فني او ستونزمن چار دى،چې هرڅوک يې نه شي کولاى[10].

(٤) د امت سياسي مشري:

له اهل بيتو سره ،چې سياسي مشري وي؛نو ټول خلک يې مني او دا د اختلافاتو د يو مخې لري کولو،ټیکاو راوستو،تمې،سیالۍ او شخړو د اوارولو يوازينى حل لار ده.سپېڅلي شريعت دا مساله بيان کړې،چې مشري د چا ده او څنګه ورته ولېږدول شي.)) د احمد حسين يعقوب د خبرو پاى .

بېرته د خراساني خبرو ته راځو:

د((يااًيها الناس انى تارک فيکم امرين لن تضلو ان اتبعتموها)) عبارت راښيي،چې داهل بيتو لارښوونه بشر له اندیزې- فکري، اخلاقي اوعملي بې لاريو ژغوري او بيمه کوي يې؛نو ځکه ټينګار کوي ،چې:(( لن تضلوا ان اتبعتموها [11])) .

د ((ولا تعلموا هما فانهما اعلم منکم)) جمله ابن حجر(رح) په الصواعق المحرقه ( ١٥١مخ ) کې داسې بيانوي:

((وتميزوا بذلک عن بقية العلماء لان الله اذهب عنهم الرجس و طهرهم تطهيراً؛يعنې د رسول اکرم(ص) دعترت عالمان،چې تر نورو توپير شوي،دوى د نورو په پرتله پر((کتاب الله )) او((سنت نبوي)) ښه پوهېږي دليل يې دادى،چې چټلي او ناپاکي ترې لرې شوې او په ځانګړي ډول سپېڅلي شوي دي، زياتوي : ((ثم احق من يتمسک به منهم امامهم وعالمهم على بن ابى طالب کرم الله وجهه لما قد مناه من مزيد علمه ودقائق مستنبطاته ومن ثم قال ابوبکر على عتره رسول الله ى الذين حث على التمسک بهم فخصه لما قلنا وکذلک خصه بما مريوم غدير خم.))؛((يعنې علي د عزت امام اوعالم دى او د دې وړ دى،چې لاروي يې وشي؛ځکه ړومبى مو وويل،چې علم او پوهه يې زياته او دقيق استنباطات لري؛ځکه حضرت ابوبکر (رض) وويل :((علي د رسول اکرم عترت دى )) يعنې له هغوى،چې رسول اکرم (ص) یې پر لاروۍ ټینګار کړى؛نو د تېرو دلايلو له مخې،چې مې اشاره ورته وکړه حضرت علي (ک) ځانګړى شوى او همداراز د((خم غدير)) پر ورځ د ((علي)) بله ځانګړنه ده.))

د شيخ خراساني د خبرو پاى .

* ارواښادعلامه عبدالروف مناوي[12] ليکي :

حضرت ابوبکر(رض)ويلي دي : ((علي عترة رسول الله (ص)؛يعنې علي(ک)درسول اکرم (ص) عترت دى .

علي له هغو دى ،چې رسول الله (ص) یې په لاروي سپارښتنه کړې او د لارې ستوری دی او چې څوک ورپسې ولاړ شي؛نو لار به يې موندلي وي .

همداراز ابن باکثير(رح) په وسيلة المال کې له مشهور صحابي معقل بن يسار(رض) په روايت د حضرت ابوبکر(رض) وينا د دارقطني د ((فضايل))کتاب په نقل را اخستي ده.[13]

* ارواښاد علامه محب الدين طبرى شافعي او نورو له ابن عباس (رض) نه روايت کړى،چې ابوبکر اوعلي (رضى الله عنهما) د رسول اکرم د سپېڅلي قبر زيارت ته ورننوتل ،دلته علي (ک) له ابو بکر(رض) نه وغوښتل ،چې لومړى تاسې ورننوزۍ؛خو ابوبکر(رض) ورته وويل :

((ما اتقدم رجلا سمعت رسول الله(ص) يقول: على منى کمنزلئ(بمنزلتى خ) من ربى ؛يعنې زه له داسې چا مخکې شم،چې پېغمبر(ص) یې په باب ويلي: ((علي داسې مقام او منزلت راته لري لکه زه يې،چې خداى (ج) ته لرم.[14]))

* ارواښاد علامه ابن حجرعسقلاني شافعي له ابوالاسود دوتلى نه نقل کړي،چې ويلي يې دي: وا مې ورېدل،چې ابوبکر (رض) وايي:

((ايها الناس!عليک بعلى ابن ابيطالب،فانى سمعت رسول الله (ص) يقول: على خيرمن طلعت عليه الشمس وغربت بعدى؛يعنې اې خلکو! د علي بن ابيطالب په باب مو بايد په پام کې وي ،چې ما خپله له رسول اکرم(ص) نه اورېدلي،چې: تر ما وروسته غوره تن ((علي)) دى ،چې لمر پرې راختلى او لوېدلى دى[15] .

ارواښاد محدث خطيب خوارزمي[16] د سند په راوړو له حارث اعور همداني نقل کړي ،چې ويلي يې دي : روايت رارسېدلى،چې پېغمبر(ص) د اصحابو کرامو(رضى الله عنهم) يوې ډلې ته ،چې حضرت ابوبکر (رض) هم په کې وو وويل : (( ايکم آدم فى علمه ونوح فى فهمه و ابراهيم فى حکمته؟)) يعنې په تاسې کې کوم يو په علم او پوهه کې د آدم (ع) په څېر، په فهم او پوهېدنه کې د نوح (ع) په څېر او په حکمت کې د ابراهيم (ع) په څېردی؟

بيا په همدې موقع حضرت علي(ک) راغى او حضرت ابوبکر(رض)وويل: يا رسول الله (ص)! هغه سړى،چې له درېيو پېغمبرانو سره دې پرتله کړ دا به څوک وي؟

آنحضرت(ص) وويل : اې ابوبکره! ودې نه پېژانده؟

پېغمبر(ص) وويل : دا سړى ابوالحسن علي بن ابى طالب دى.

بيا ابوبکر (رض) وويل : ((بخ بخ لک يا ابا الحسن واًين مثلک يا ابالحسن؟ يعنې واه واه ، اى ابوالحسنه ! ستا مثل به چېرې وي يا ابوالحسنه؟

دا روايت امر تسري [17] له حافظ بن مردويه هم نقل کړى دى .

* ارواښاد حاکم حسکاني حنفي [18] په سند له حضرت عمر (رض) څخه روایتوي،چې ویې ويل:

(( علي ،اعلم الناس بما انزل الله على محمد ؛يعنې څه ،چې خداى تعالى پر محمد عليه السلام نازل کړي دي؛نو علي (ک) تر ټولو خلکو پرهغه ښه پوهېږي )) .

* ارواښاد د علامه عاصمي[19] او نورو له مشهور صحابي او بوالطفيل (رض) نه روایت کړی،چې حضرت عمر(رض) ،علي بن ابيطالب (ک) ته په اشاره وويل : (( هذا اعلم بنينا و بکتاب نبينا؛په موږ کې دا سړى پر پېغمبر او کتاب يې ښه پوهېږي.))

* ارواښاد خطيب خوارزمي په خپل سند له جابر بن عبدالله انصارى(رض)روايت کړى،چې حضرت عمر(رض) ويلي دي:((د محمد (ص) اصحابو ته اتلس ځانګړنې دي،چې ديارلس يې د علي دي او په نورو پنځو کې هم راسره ګډ دى .[20]))

د امام سيوطي او څو نورو عالمانو په روايت کې راغلي،چې :طبراني له ابن عباس نه روايت کړي،چې ويلي يې دي : (( د علي لپاره (١٨) ځانګړنې شته،چې په امت کې د بل چا لپاره نشته [21])) .

د هغو تعبيرونو څو بېلګې را اخلو،چې حضرت عمر(رض) د خپل خلافت په زمانه کې د(( قضائي)) ستونزو دهوارۍ پر وخت د حضرت علي(ک) په باب ويلي دي :

١ـ يا اباء الحسن انت لکل معضله وشدة تدعى؛يعنې اې ابو الحسنه ! ته د هرې ستونزې هوارۍ ته چمتو او رابلل کېږې[22] .

(٢) – علي(ک) د بني هاشمو او رسول اکرم (ص) له خپلوۍ برخمن دى او د علم نښه ده،؛چې ورپسې ولاړ شو،نه داچې هغه راشي او پر ځاى یې حکمت دعمل جامې واغوندې [23] .

٣ـ لولاک لافتضحنا. ( که ته علي نه واى نو رسوا کېدو[24]).

(٤) –علي! د هر ډول غم اوغوسې لرې کوونکې او د هر حکم څرګندوونکی يې[25].

(٥) – کان عمر يتعوذ من معضلة ليس لها ابو الحسن؛يعنې عمر(رض) تل خداى تعالى ته له هغې ستونزې پناه وړي،چې علي(ک) يې هواره نه کړي[26] .

(٦) – پلار مې درځار شه! خداى تعالى ستاسې له لارې سمه لار راوښووه او له تيارو يې رڼا ته راوايستو[27].

(٧) – لولا على لهلک عمر؛که علي نه واى ؛نو عمر هلاکېده.

* ارواښاد مفتي محمد عباس شوشتري هندي[28] ليکي : د درېيم خليفه حضرت عثمان (رض) په زمانه کې يو سړي د مړ انسان ککرۍ راوړه او خليفه (رض) ته يې وويل : تاسې خو دا ګڼي ،چې په قبر کې سړى په عذابېږي او پر هډوکيو يې اور لګي؛خو زه ،چې لاس ورباندې وهم تودوخه نه حسوم؟ خليفه (رض) چوپ شو او يو يې په علي(ک) پسې ولېږه او،چې راغی ځواب يې ورکړ: بکره (اور بلوونکي ډبره) او تيګه راوړئ دواړه يې پر يو بل ووهل،اور ترې پيدا شو.سړي ته يې وويل : په تيګه لاس کېده ايا تودوخه دې حس کړه ؟ بيا يې ورته وويل : پر بکره لاس کېده ، تودوخه حسوې ؟ هغه سړي (چې اور يې په سترګو ليده؛خو له بکري او تيګې يې تودوخه نه حسوله) هل پک او چوپ شو. بيا حضرت عثمان (رض) وويل :(( لولاعلى لهلک عثمان؛که علي نه واى عثمان هلا کېده[29] )).

حضرت معاويه د حضرت علي (ک) په باب داسې څرګندونې لري:

١ـ ((خداى تعالى دې پرابوالحسن ولورېږي،ترمخکينوړومبى شو او راوروستي یې پر دود له تلو بېوسي دي [30])).

(٢) – د ابو طالب د زوى په مړينه فقه او علم هم ولاړل[31].

* ارواښاد خطيب خوارزمي په سند دحافظ ابن مردويه (رح) له لارې له عمر بن عبدالعزيز (رض) نه روايت کړى،چې ويلي يې دي:(( په دې امت کې مې له پېغمبر اکرم (ص) وروسته ، بې له حضرت علي(ک)بل خورا زاهد پېژندلی نه دی[32])).

* مامون الرشيد عباسي خليفه د حضرت علي (ک) ځانګړنې شمېرلې[33] .

[1] (نساء/۵۹)

[2] ١ـ قندوزي حنفي ،ينابيع المودة٢٢٦/٢٣٦ .٢ـ ابن حجر هيثمې شافعي،الصواعق المحرقه ١٤٨ مخ . ٣ـ محب الدين طبري شافعي،ذخائر العقبى ١٧ مخ .

[3] (ينابيع المودة٣١١ مخ )

[4] (ينابيع المودة ٣١٨) .

[5] د ثقلينو حديث په لاندې کتابونو کې دى :

١ـ صحيح مسلم ٧/١٢٢ .٢ـ ترمذي سنن ٢/٣٠٧.٣ـ دارمې سنن ٢/٤٣٢. ٤ـ د امام حنبل مسند؛٣/١٤/١٧/٢٦/٤/٣٦٦-او٣٧١- ٥/١٨٢-او١٨٩مخونه . ٥ـ خصائص علويه(نسائى)٢٠مخ .٦ـ حاکم نيشاپوري، المستدرک ٣/١٠٩/ ١٤٨/ او ٥٣٣ مخونه . ٧ـ متقي هندي،کنزالعمال ١/١٥٤.٨ـ ابن سعد،الطبقات کبرى٢/١٩٤. ٩ـ ابن اثير،جامع الاصول١/١٨٧.١٠ـ سيوطي، جامع الصغير١/٣٥٣.١١ـ هيثمې ،مجمع الزوائد ٩/١٦٣ .١٢ـ نبهانى،فتح الکبير١/٤٥١. ١٣ـ ابن اثير،اسد الغابة ٢/١٢.١٤ـ ابن عساکر،دمشق تاريخ ٥/٤٣٦.١٥ـ ابن کثير،تفسير٤/١١٣.١٦ـ التاج الجامع الاصول٣/٣٠٨.١٧—ابن حجر ، الصواعق المحرقه . ١٨ـ ذهبى، تالخيص المستدرک .١٩ـ خوارزمي حنفى والمناقب . ٢٠ـ ابن مغازلي شافعي، المناقب . ٢١- طبرانى،المعجم.٢٢- زين دحلان، السيرة النبويه (دعلي بن برهان الدين حلبي پرالسيرة الجليه حاشيه) .

[6] (يس-١/٢آيتونه )،( واقعه ٧٧-٧٩آيتونه)

[7] (حشر٢١آيت )

[8] . ١ـ ابن کثير،البدابة والنهاية ٥/١٨٣-٧/١٤٩. ٢—ابن سعد، الطبقات الکبرى٢/١٩٤ . ٣ـ ابى يعلى،مسند ٢/٢٩٧. ٤ـ جواهر العقدين ٢٣١- ٣٣٣مخونه . ٥ـ دابن الجعد مسند٣٩٧مخ . ٦ـ نسائى ،حضائص ٨٥مخ . ٧—امام احمد حنبل ،مسند٣/١٤.

[9] (عدالة الصحابه= پژوهشي در عدالت صحابه،٢٠٢مخ)

[10] ١ـ متقى هندي،کنزالعمال ١/٤٤(له نسائي يې را اخستي دي).ترمذى له جابر(رض) اوهغه له رسول اکرم (ص) روايت کړى دى. ترمذى له زيد بن ارقم (رض) او امام احمد حنبل (مسند٥/١٨٢/١٨٩) په دوو لارو له زيد (رض) او له ابن ابي شيبه او ابويعلي او ابن سعد له ابي سعيد(رض) نه روايت کړى دى . ٢ـ متقى هندي(١/٤٧ کنزالعمال) ٩٤٥حديث . ٣— حاکم نيشاپوري،السمتدرک ٣/١٤٨(په سم سند)٤ـ ذهبي ، تلخيص المستدرک.

[11] وګورئ : جامع الاحديث ٣/٤٣٠-٩٥٩١حديث ينابيع المودة ٣٧مخ .

[12] (فيض القدير٦/٢١٨، چې د جامع الصغيرشرح ده )

[13] (دعلامه اميني له الغدير١/٣٠٣-او ٣٩٨ را اخستل شوي دي).

[14] وګورئ: ١ـ د محب الدين طبرى شافعي(ذخائرالعقبى ٦٤مخ او((رياضى النضره)) ٢/١٠٢/-او٢٠٣مخونه )٢- ابن حجرشافعي، الصواعق المحرقه١٠٦ مخ .

[15] وګورئ:١ـ لسان الميزان ٦/١٩ ٢ـ علامه عيني حنفي .مناقب سيدنا على ١٥ مخ .

[16] (مناقب، اوم فصل ٤٤ او ٤٥ مخونه )

[17] (ارجح المطالب٤٥٤مخ )

[18] (شواهد التنزيل١/٢٩/٣٠، د بيروت چاپ)

[19] (زين الفتى فى شرح سورة اتى ١/٣٠٤/٢١٨ګڼه حديث)

[20] .١ـ خوارزمي،مقتل الحسين٤فصل، ٤٥ مخ،٧ فصل،٥٢ مخ ،١٩فصل٢٣٨مخ . ٢ـ حموينى، فرائدالسمطين ١/٣٤٤ مخ ، ٢٦٦حديث . ٣ـ زرندى حنفي ،نظم در رالسمطين ١٢٩ مخ .

[21] .١ـ سيوطي، تاريخ الخلفا١/١٦٣دمصرچاپ ١/١٧٢.٢—ابن حجر،صواعق المحرقه،٧٦مخ . ٣ـ قندوزى حنفى ،ينابيع المودة ٢٨٦ مخ اسلامبول چاپ. ٤ـ محمد جمال الدين هاشمي حنفي ،تفريح الحباب،٣٥١ مخ.

[22] وګورئ : ١ـ ثعلبي،قصص الانبياً ٥٦٦ مخ (له فضايل الخمسه ٢/٢٩٠نه نقل شوى ) .

[23] (متقي هندي،کنزالعمال ٥/٨٣١ )

[24] .١ـ صحيح بخاري ٣/٨٠کتاب الحج ،باب کستوة الکعبه اوباب الا عتصام .٢ـ ابى داود ،سنن١/٣١٧. ٣—ابن ماجه سنن٢/٢٦٩.٤ـ بلاذرى،فتوح البدان ٥٥مخ . ٥ـ زمخشري،ربيع الابرار ٤/٢٦.

[25] (کنزالعمال ٥/٨٣٤)

[26] ١ـ قرطبي،الاستيعاب ٨/١٥٧ .٢ـ ابن اثير،اسد الغابْة٤/٢٢.٣ـ ابن حجر، الاصابة٧/٥٩ .٤ـ ابن قيم جوزي،اعلان الموقعين١/١٥.٥ـ ذهبي،تاريخ الاسلام ٢/١٩٩ . ٦ـ سيوطي،تاريخ الخلفا ١٦٦-او١٧١ مخونه . ٧ـ   ابن سعدطبقات الکبرى ٢/٣٣٩ (دمصرچاپ).

[27] ١ـ زمخشري،ربيع الابرار٥٩٥. ٢ـ عبدالحميد ابن ابى الحديد معتزلي شافعي،شرح نهج البلاغه ٤/١٣٣ (څلور ټوکيزچاپ) ٣ـ خوارزمي،مناقب،اوم فصل،١٥١-او٢٥ مخونه . ٤— حموينى ،فرائد السمطين ١/٣٤٩. ٥ـ صفوري،نزهة المجالس ٢/٢١١. ٦ـ محمد مبين هندي،وسيلة النجاة،١٣٩مخ .

[28] (روائح القرآن فى فضائل امناالرحمن د ١٢٧٨ س کال دلکنهوچاپ)

[29] ١— ابن جوزي،الازکياء ١٨مخ (دمصرچاپ) .٢ـ فخررازي،اربين ٤٦٦مخ .٣ـ   ابن حجرقسطلاني،ارشادالساري (د صحيح بخاري شرحه ده ) ١٠/٩ له بغوي ،ابوداود ، نسائي اوابن حبان يې نقل کړي دي. ٤ـ ابن عبدالبرقرطبي،الاستيعاب ٣/٣٩ اوداصابة ترچاپ لاندې ٨/١٥٧ .٥ـ فخررازي،تفسير٧/٤٨٤.٦—عسقلاني،فتح الباري (شرح صحيح بخاري) ١٢/١٠١. ٧ـ ابن صباغ مالکي،فصول المهمه ١٨ مخ .٨ـ امام احمد حنبل، فضائل على بن ابيطالب ٣٢٧ ګڼه حديث . ٩—ابن طلحه شافعي،مطالب السؤل٢/٥٦. ١٠ـ عينى حنفي، مناقب سيدنا علي٤٦مخ . ١١—زرندي حنفي ،نظم دررالسمطين ١٢٩/١٣٠/١٣٢مخونه . ١٢—قندوزي حنفي ،ينابيع المودة ( ٧٠/٧٥/٤٤٨مخونه ) ابو محمد احمد بن محمد عاصمي .زين الفتى فى تفسيرسورة هل اتى ١/٣١٨/٢٢٥ګڼه حديث . علام عسکري،علي والخلفاء.

[30] وګورئ : (زمخشري،ربيع الا برار٣/٦٦ـ عبدالحميد ابن ابى الحديد معتزلي شافعي،شرح نهح البلاغه ١١/٢٥٣)

[31] وګورئ: ١—قرطبى،الاستيعاب ٢/٤٦٣.٢ـ زرندي حنفي،دررالسمطين ١٣٤مخ . ٣— نبهاني،الشرف الموبد ٩٥مخ.

[32] وګورئ: خوارزمي،مناقب ،لسم فصل،٦٧مخ،دريم حديث.

[33] ابن عبدربه، عقدالفريد٥/٩٢- ١٠١اودمصرپه پخواني چاپ کې ٣/٤٢مخ .

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!