تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ کوثر څه ته وايي؟ *((کوثر)) له کثرته اخستل شوى، چې د “ډېر خير” په مانا دى او څرګنده ده، چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛  لکه وحې، نبوت، قرآن، د شفاعت مقام، ډېره پوهه، ښه اخلاق؛ خو د سورت روستى آيت ددې لووى-ګواه دى، چې له کوثره مراد د پېغمبر اکرم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

کوثر څه ته وايي؟

*((کوثر)) له کثرته اخستل شوى، چې د “ډېر خير” په مانا دى او څرګنده ده، چې دا مانا ډېر مصداقونه لري؛  لکه وحې، نبوت، قرآن، د شفاعت مقام، ډېره پوهه، ښه اخلاق؛ خو د سورت روستى آيت ددې لووى-ګواه دى، چې له کوثره مراد د پېغمبر اکرم (ص) ځوځات دى؛  ځکه د پېغمبر اکرم(ص) بې سترګو او بې ادبه دښمن ورته “ابتر=ميرات يا بې سټې” ووايه او خداى هم د خپل نازولي پېغمبر په دفاع کې وويل: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)؛  دښمن دې پخپله ابتر دى؛  نو که له کوثره مراد ځوځات نه وي؛  نو د لومړي او درېیم آيت ترمنځ اړيکې ته په زړه پورې مخونه او مانا نه شو پيدا کولاى.

*((ابتر)) په آر کې “لکۍ غوڅې څاروي” ته ويل کېږي او په څرګندنه – اصطلاح هغوى ته ويل کېږي، چې ځوځات ترې نه وي پاتې او داچې د پېغمبراکرم (ص) زامن په ماشومتوب کې مړه شوي ول؛  نو دښمنانو به ويل: هغه نور ځوځات نه لري او “ابتر”دى؛  ځکه په جاهلي فرهنګ کې نجلۍ وړتيا نه درلوده، چې د خپل پلار نامه ژوندۍ وساتي؛  نو د (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) غونډله – جمله ښيي، چې له کوثره مراد، د پېغمبر اکرم (ص) ځوځات دى، چې بېشکه له حضرت “فاطمة الزهرا” وغځېد او ډېر شو.

 دا له برکته ډک ځوځات د حضرت “خديجې بي بي” له لارې د خداى رسول ته ورکړ شو. هو! ام المؤمنين خديجې بي بي د الله تعالی په لار کې ډېر مال ورکړ او کوثر يې لاس ته راووړ، موږ هم، چې کله له ډېرو تېر نه شو؛  نو کوثر به مو په برخه نشي.

امام فخر رازي رحمة الله علیه په کبيرتفسير کې وايي: د فاطمة الزهرا څومره برکتي ځوځات دى، چې د باقر، صادق، او رضا په څېر امامان ترې زېږېدلي او سره له دې، چې د امويانو او عباسيانو د حکومت پر مهال د ‏فاطمة الزهرا ډېر ځوځات ووژل شو؛  خو نن یې په ډېرى اسلامي هېوادونوکې ځوځات شته.

په داسې وخت کې چې پلار ته د لور د زوکړې خبر ورکول کېږي؛  نو څېره به يې له غوسې او شرمه توره اوخته او د هغې د ژوندۍ ښخولو په فکر کې به شو او په دې لټه کې به و، چې څنګه له خلکو وتښتي. ((يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ[1] = ددغه بد زيري له لامله چې پرې شوى، له خپل قوم او ټبره پټ ګرځي (او نه پوهېږي) چې له شرم سره يې وساتي او كه په خاوروكې يې (ژوندۍ) ښخه كړي.))؛ خو په دې وخت کې خداى لور ته د “کوثر” لقب ورکوي، چې جاهلي فرهنګ پر الهي او انساني فرهنګ واړوي.

*د روايتونو په رڼا کې، د جنت يوه وياله يا حوض؛  کوثر نومېږي، چې مومنان به ترې خړوبېږي؛  لکه چې پېغمبر اکرم د “ثقلينو” په متواترو روايتونوکې وويل: ((کتاب الله او عترت مې تر هغه يو له بله نه بېلېږي؛  چې د قيامت پر ورځ د کوثر حوض تر څنګه راسره يو ځاى شي.))

*الهي کوثر په جنسيت پورې اړه نه لري؛  فاطمه نجلۍ وه؛  خو کوثر شوه. الهي کوثر په ګڼې شمېرنې پورې اړه نه لري، فاطمه یوه تن وه؛  خو کوثر شوه. هو! خداى کړاى شي، لږ کوثر او ډېر له منځه يوسي.

* خداى له خپلو اولياوو دفاع کوي، هغوى چې پېغمبراکرم (ص) “ابتر” ګاڼه؛  نو خداى ورته قولي او عملي ځواب ورکړ. د فاطمة الزهرا شتون عملي ځواب او (هُوَ الْأَبْتَرُ) قولي ځواب دى.

* خداى نه يوازې له خپلو اولياوو دفاع کوي؛  بلکې له ټولو مؤمنانو دفاع کوي (إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا[2])

*ډالۍ ورکوونکى خداى دى، ډالۍ اخستونکى پېغمبراکرم او ډالۍ شوې فاطمة الزهرا ده؛  نو د (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ) عبارت کارول شوى، چې د خداى عظمت ‏او د ډالۍ ستروالى راوښيي.

څومره چې پر دين او ديني مقدساتو ګوزار سخت وي؛  نو دفاع دې یې هم هماغسې کلکه وي. پر پېغمبر اکرم (ص) يې ډېر تورونه ولګول؛  لکه “کوډګر”، “پالي”، “شاعر” او “مجنون”، چې دې ټولو ته په قرآن کې ځواب ورکړ شوى دى.

پېغمبر اکرم (ص) ته يې وويل: ((إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ[3]= ته په رښتيا لېونى يې))؛  خو خداى ورته وويل: ((مَا أَنتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ[4]= [چې] ته د خپل پالونكي په فضل لېونى نه يې.))

 پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول: ((لَسْتَ مُرْسَلًا[5]= ته خداى نه يې رالېږلى؛ ))

 نو خداى ورته وويل: ((إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ[6] = چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو يې.))

 پر پېغمبر اکرم يې د شاعرۍ او انګېریالۍ – خيالبافۍ تور ولګاوه: ((لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ[7]؛  نو خداى ورته وويل: ((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ[8]= او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر نه دى ښوولى او نه له هغه سره (شعر ويل) ښايېږي.))

 پېغمبر اکرم (ص) ته وويل شول: دا څنګه پېغمبر دى، چې خواړه خوري او په بازار کې ګرځي: ((وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ[9]))؛  نو خداى ورته وويل: ((وَما أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ[10]= او موږ چې تر تا مخكې څومره استازي لېږلى دي (؛  نو) هغوى خوراك كاوه او په بازارونو كې ګرځېدل.))

 پېغمبر اکرم (ص) ته يې ابتر ووايه؛  نو خداى ورته وويل: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)

هغوى چې د مخلوقاتو اشرف ته “ابتر” وايي. ځواب يې دادى، خداى به داسې کوثر ورکړي، چې د ټولو عقل ورته هک پک شي.

خداى په دې آيت کې د کوثر لپاره مصداق را نه ووړ، چې همداسې مهم پاتې شي. شونې ده، چې د ډالۍ شوي کوثر د برکت ژوروالى وي.

په دې سورت کې دوه غيبي خبرونه پټ دي: يو پېغمبر اکرم ته د کوثر ورکول؛  هغه هم په هغه سيمه کې، چې د پېغمبر اکرم لاس خالي و او زوى يې نه درلود، بل د پېغمبر اکرم (ص) د دښمن ابتر پاتېدل، سره له دې چې دومره اولاد او شتمني يې درلوده.

تاريخ او شمېرنې ددې الهي نعمت پر کوثر والي غوره لووي – ګواهان دي ‏. په دنيا کې هېڅ ځوځات د فاطمة الزهرا د ځوځات ‏هومره پرمختګ او وده نه ده کړې، په تېره هغوى چې د مور له اړخه هم “سادات- پاچايان” دي او “سيدان” يې وګڼو؛  نو په دنيا کې د “ساداتو” شمېر ددې غيبي خبر معجزه ده.

د پېغمبر اکرم په څېر يو انسان ته د کوثر ورکول؛  هغه مهال مانا لري، چې ورکونکى يې د پوهې‏، حکمت، واک ‏او حکمت سرچينه وي؛  نو د کوثر ورکول، د خداى د صفاتو او کمالاتو ښکارندوى ده.

دا سورت چې درې آيتونه لري، پينځه ځل پکې پېغمبر اکرم (ص) ته خطاب شوى؛  ځکه په ((اعطيناک)) کې د ((ک)) پر ضمير سربېره، د ((صل)) او ((لربک)) په خطاب دوه ځل او ((انحر)) او((شانئک)) په عبارتونو کې هم دوه ځل پېغمبر اکرم مخاطب دى. (أَعْطَيْنَاكَ، فَصَلِّ، لِرَبِّكَ، انْحَرْ، شَانِئَكَ)

 په ټول قرآن کې خداى تر ٢٤٠ځلو ډېر خپل پېغمبر ته وايي: (ربک) سره له دې، چې هغه د هستۍ پالونکى دى: (رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ[11]= او د ټولو خلکو پالونکى دى) (بِرَبِّ النَّاسِ[12])؛ خو د ((رب)) په څرګندنو – اصلاحاتو کې د ((ربک)) ویی- کلمه ډېره کارول شوې ده او راښيي، چې خداى پر پېغمبر اکرم(ص) ځانګړې پاملرنه لري. د بېلګې په توګه: الله په قرآن کې د پېغمبر اکرم د بدن غړي مطرح کړي دي: څېره دې (وَجْهِكَ[13])، ژبه دې (لِسَانَكَ[14]) سترګې دې، (عَيْنَيْكَ[15]) ورمېږ دې (عُنُقِكَ[16])، لاسونه دې (يَدَكَ[17])، سينه دې (صَدْرِكَ) او ملا دې (ظَهْرَكَ[18]).

کله به د الله تعالی پېرزوینه د پېغمبراکرم (ص) تر غوښتنې روسته وه؛  لکه:

 ((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا[19]= پالونكيه! پوهه مې زياته كړې.))

 خو کوثر هغه ډالۍ وه، چې د پېغمبر اکرم(ص) له غوښتنې پرته ورکړه شوه.

 د سورت له روستي آيته: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ) ګټنه کېږي، چې له کوثره مراد د ابتر ضد دى او داچې عرب هغوى ته ابتر وايي، چې زوى او ځوځات نه لري او په مرګ يې اغېزې له منځه ځي؛  نو د کوثر لپاره تر ټولو غوره مصداق د پېغمبر اکرم (ص) ځوځات دى، چې هماغه د “نبوي کورنۍ امامان” دي، چې د فاطمة الزهرا له نسله دي؛  البته کوثر عامه مانا لري، چې هر ډول ډېرخير رانغاړي.

 که له کوثره مراد پوهه ‏وي؛  نو دا هماغه څيز دى، چې پېغمبر اکرم ته يې د غوښتو دنده ورکړه شوې وه: ((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا[20]))

 او که له کوثره مراد نېک خوى وي، چې دا خو پېغمبر اکرم له پخوا درلود.

((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ[21]= او په رښتيا چې ته ستر خويونه لرې.))

 که له کوثره مراد عبادت وي؛  نو د خداى رسول به دومره عبادت کاوه، چې آيت راغى: موږ قرآن ددې لپاره نه دى درلېږلى، چې ځان وکړوې: ((مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى[22]= موږ قرآن ستا د كړولو لپاره پر تا نه دى نازل كړى.))

 او که له کوثره مراد، د ځوځات ډېروالى وي؛  نو هغه نن تر ټولو زيات ځوځات لري.

 که له کوثره مراد، د امت ډېروالى وي؛  نو د خداى د ژمنې له مخې، پر ټوله نړۍ به واکمن شي: ((لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ [23]) = الله هغه ذات دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه، چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي، كه څه مشركان ناخوښه وي.))

 که مراد ترې شفاعت وي؛  نو خداى به د پېغمبر اکرم له امته دومره وبښي، چې پېغمبر اکرم (ص) خوښ ‏شي: ((وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى[24]=او هرومرو به ژر ستا پالونكى (دومره) دركړي، چې خوشحاله شې.))

کوثر دنيوي‌ چار نه دى؛  بلکې تر خوړو، نامه او دنيوي ځلبل او مقامه لوړ چار دى؛  ځکه قرآن دنيا (مَتَاعٌ قَلِيلٌ[25]) او ناپايښته[26] نومولې ده.

هر ډېروالى کوثر نه دى. قرآن کريم وايي:

 ((فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا[27] = نو تا دې د هغوى د شتمنيو او اولادونو (زياتوالى) حيران نه كړي، الله غواړي هغوى په همدې وسايلو په دنيوي ژوند كې پر کړاو اخته كړي.))

 په قرآن کې د يوه سورت نامه “کوثر” او د بل سورت نامه “تکاثر” دى؛  کوثر ارزښت دى او تکاثر د ارزښت ضد؛  ځکه کوثر د خداى ورکړه ده، چې ورپسې د خداى ذکر دى (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ. فَصَلِّ) او تکاثر منفي سيالي ده، چې ورپسې له الله څخه غفلت دى. (أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ)

 *”کوثر” مو د لمانځه لپاره جومات ته بوځي: (فَصَلِّ لِرَبِّكَ)؛ خو “تکاثر” مو هديرې ته د مړيو شمېرلو لپاره: (حَتَّى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ).

 *د”کوثر” په ورکړه کې زېرى دى (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ)؛  خو په “تکاثر”کې پرلپسې ګواښ دى (كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ. ثُمَّ كَلَّا سَوْفَ تَعْلَمُونَ).

 *کوثر له خالق سره د اړيکې لامل دى (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ فَصَلِّ)؛  خو “تکاثر” له مخلوق سره د سرګرمۍ او بوختیا لامل دى. (أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ)

 *کوثر، چې د خداى خورا ستره ډالۍ ده، تر ټولو په وړوکي سورت کې راغلې ده.

* اشرف مخلوق ته بې له کوثره بل څه نشي ډالۍ کېداى (أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ).

د مکې د سوبې پر ورځ، چې مشرکان ډلې ډلې اسلام ته راننووځي؛  نو خداى يوازې د تسبيح حکم ورکوي:

((وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا فَسَبِّحْ[28]))؛  خو د کوثر د ورکړې پر مهال وايي: ((فَصَلِّ لِرَبِّكَ))؛  يعنې لمونځ وکړه. ته وا د کوثر ارزښت د مشرکانو تر اسلام راوړو ډېر دى.

بېسارې ورکړه، په بېساري سورت کې په بېساريو الفاظو: ورکړه يې بېسارې ده، چې کوثر ده. سورت يې ځکه بېسارى دى، چې تر ټولو کوچنى دى او ټکي يې ځکه بېساري دي چې د ((أَعْطَيْنَا))، ((الْكَوْثَرَ))، ((صَلِّ))، ((انْحَرْ))، ((شَانِئَكَ)) او((أَبْتَرُ)) ټکي يوازې په همدې سورت کې کارول شوي او د قرآن په بل هيڅ ځاى کې هم نه دي راغلي.

*هره بدژبي او پېغور وزن لري. د پېغمبراکرم (ص) ډېر سپکاوى وشو؛  مجنون، شاعر، پالي او کوډګر ورته وويل شو او د يارانو يې هم خورا سپکاوى وشو، تردې چې ورته وويل شول: دا بېوزلي او خوارپړک له ځانه وشړه، چې درنه راټول شوي دي؛ خو په دې اړه ځانګړى سورت رانغى؛  خو همدا چې “ابتر” ورته وويل شو؛  نو ځانګړى سورت راغى، چې ډېر خير مو درکړ او دښمنان دې ابتر دي.

کله سپکاوى د يوې بېځايه خبرې له لامله وي، چې بايد ترې تېر شو: ((وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا[29]= او هغوى چې پر دروغو شاهدي نه وايي (او په باطلو غونډو كې ګډون نه كوي) او چې كله پر نارواوو تېرېږي (؛  نو) په خورا عزت ترې تېرېږي؛))

کله سپکاوى د فاسد چاپېريال او بې ګټې انډيوالانو له لامله وي، چې بايد ځان ترې لرې کړو: ((وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ[30]= او چې كله داسې خلک وينې، چې (په ناوړه نيت) زموږ پر آيتونو گوته ږدي؛  نو مخ ترې واړوه، تردې چې په نورو خبرو بوخت شي او كه شيطان دا(مخ اړونه) درنه هېره كړه او بيا درياده شوه؛  نو له دې (مشرکې) ظالمې ډلې سره مه كېنه!))

خو کله د يو دين او مشر سپکاوى کېږي؛  هغه هم د پېژندل شويو سياسې څېرو له لوري، چې بايد دداسې وګړيو ځواب په کلکه ورکړ شي: (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ)؛  لکه چې منافقانو د غرور له مخې ويل: ((أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء[31]= ايا د ناپوهو په څېر ايمان راوړو؟!))

 الله تعالی د داسې خلکو د بېځايه خوله خوځولو ځواب ورکړى دى: ((أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَكِن لاَّ يَعْلَمُونَ[32]) =پوه شئ (چې) همدوى ناپوهان دي؛  خو نه پوهېږي.))

اوښ هم په قرآن کې د توحيد په ويينه کې اوڅار – مطرح ‏شوی دى: ((أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ[33]= آيا اوښ ته نه ګوري، چې څرنګه پيدا شوى دى؟!)) او هم د قيامت په سريزو کې راغلي: ((وَإِذَا الْعِشَارُ عُطِّلَتْ[34])) او هم د حج په احکامو کې اوڅار دی: (وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا) او هم خلکو ته د مرستې رسونې او قربانۍ لپاره اوڅار دی. (وَانْحَرْ).

روايتونه وايي: له ((وَانْحَرْ)) څخه مراد دا دى، چې په لمانځه کې د تکبير ويلو پر مهال لاسونه تر غوږونو ‏‏‏پورته کړاى شى، چې دا د لمونځ ښکلا ده[35].

 روايتونه وايي: هغه کينه کښ مشرک، چې د پېغمبراکرم (ص) سپکاوى يې کاوه او پېغمبر اکرم (ص) ته يې ابتر – بې سټې وايه، “عاص” و.

خداى هم لامل سازی او هم لامل سوځى دى، هغه کړاى شي، د فاطمة الزهرا په څېر کوثر وپنځوي او هم کړاى شي؛  هغوى د خلکو له ذهنونو وباسي، چې ډېر زامن لري.

 هغه د موسى (علیه السلام) په کونټۍ وهلو سيند وچولاى شي: ((اضْرِب بِّعَصَاكَ الْبَحْرَ فَانفَلَق[36]َ= نو موسى ته مو وحې وكړه: ((په خپلې کونټۍ دې سمندر ووهه.))(هغه دا كار وكړ)؛  نو سمندر څېرې شو (او دولس ټوټې شو) او هر ټوټه يې (په هسكوالي كې) د لوى غره په څېر شوه! ((

 او کړاى شي په هماغه کونټۍ له ډبرې دولس چينې راوخوټوي: (( اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ[37] = او(در ياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته اوبه وغوښتې؛  نو دستور مې وركړ: ((کونټۍ دې پر هغه ځانګړې ډبره ووهه!)) چې ناڅاپه ترې دولس چينې راوخوټېدې، داسې چې (دبني اسراييلو دولس ګونو ټبرونو) هر يو خپلې چينې پېژندلې. (او ورته مو وويل:) د خداى له دركړ شوې روزۍ وخورئ او وڅښئ او په ځمكه کې فساد مه كوئ. ))

سرچینه : نور تفسیر 

مولف : شیخ محسن قرآئتی 

[1] (نحل/ ۵۹)

[2] (حج/۳۸)

[3] (حجر/۶)

[4] (قلم/۲)

[5] (رعد/۴۳)

[6] (يس/۳)

[7] (صافات/۳۶)

[8] (يس/۶۹)

[9] (فرقان/۷)

[10] (فرقان/۲۰)

[11] (انعام/۱۶۴)

[12] (الناس/۱)

[13] (بقره/۱۴۴)

[14] قیامت/۱۶

[15] (حجر/۸۸)

[16] (اسراء/۲۹)

[17] (اسراء/۲۹)

[18] (ضحی/۳)

[19] (طه/۱۱۴)

[20] (طه/۱۱۴)

[21] (قلم/۴)

[22] (طه/۲)

[23] (توبه/۳۳)

[24] (ضحی/۵)

[25] (آل عمران/۱۹۷)

[26] (انفال/۶۷)

[27] (توبه/۵۵)

[28] (نصر/۲، ۳)

[29] (فرقان/۷۲)

[30] (انعام/۶۸)

[31] (بقره/۱۳)

[32] (بقره/۱۱۳)

[33] (غاشيه/۱۷)

[34] (تکوير/۴)

[35] وګورئ: د مجمع البیان تفسیر‏.

[36] (شعراء/ ۶۳)

[37] (بقره/۶۰)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست