د يس سورت انځور دا سورت په مکه کې نازل شوى دى، ٨٣ آيتونه لري،لومړى آيت يې “مقطعه ټکي” دى او همدا ټکي ددې سورت نوم دى . د دې سورت چورليځ ګروهې دي، اولاد ته پر ورښوونې او د لوست ثواب يې مړيو ته پر ور ډالۍ کولو باندې ټينګار شوى دى . دا […]
د يس سورت انځور
دا سورت په مکه کې نازل شوى دى، ٨٣ آيتونه لري،لومړى آيت يې “مقطعه ټکي” دى او همدا ټکي ددې سورت نوم دى .
د دې سورت چورليځ ګروهې دي، اولاد ته پر ورښوونې او د لوست ثواب يې مړيو ته پر ور ډالۍ کولو باندې ټينګار شوى دى .
دا سورت د اسلام د پېغمبر پر رسالت د خداى پر لېينې-ګواهۍ پيل او د درېو الهي پېغمبرانو د رسالت پر ويلو دوام لري .
ددې سورت په يوه برخه کې په هستۍ کې د پالونکي د ستريا نښو ته د توحيد د نښو په نامه اشاره شوې ده او په بل ځاى کې د معاد په اړه،د قيامت پر ورځ د سوال و ځواب او د قيامت د ورځ نياوتون-محکمې او د دوزخ او جنت ځانګړنې پکې نوموتي دي .
روايتونه د يس سورت ته د قرآن زړه وايي . (د مجمع البيان تفسير)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورين څښتن په نامه
ټکي :
*د نړۍ په بېلابېلو قومونو او ملتونو کې دود دى،چې خپلې مهمې چارې د خپل يو مشر په نوم پيلوي،چې مينه ورسره لري او درناوى يې کوي،چې هغه چار سپېڅلى او مبارک شي؛البته هغوى دا کړنه د سمو يا فاسدو ګروهو له مخې کوي؛کله د بوتانو او طاغوتونو په نوم او کله د الهي اولياوو په لاس خپلې چارې پيلوي؛لکه څنګه چې د خداى رسول د “خندق” په غزا کې لومړى مېتى د خداى په نامه پر ځمکه وواهه . (بحار ۲۰/ ۲۱۸)
*(بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) د الهي کتاب پيل دى .
*(بسم الله) نه يوازې د قرآن په پيل کې؛بلکې د ټولو اسماني کتابونو په پيل کې راغلې او د ټولو انبياوو د کړنو سر لوحه وه .
چې کله په توپان کې د حضرت نوح عليه السلام بېړۍ روانه شوه؛نو حضرت نوح خپلو يارانو ته وويل: سپاره شئ،چې (بِسْمِ اللّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا) (هود/۴۱)؛يعنې د دې بيړۍ روانېدل او درېدل د خداى په نامه دي . حضرت سلیمان عليه السلام هم،چې د “سبا” ملکه ايمان ته راوبلله؛نو خپله بلنه يې په (بسم الله الرحمن الرحيم) پيل کړه.
((إِنَّهُ مِن سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(نمل/۳۰) = په حقيقت کې هغه (ليک) د سليمان له لوري دى او (مضمون يې دا) دى: د لوراند (او) لورين څښتن په نا مه.))
حضرت علي وويل: (بسم الله) برکت دى او پرېښوول يې نسکورېدل دي .
همداراز حضرت علي هغه انسان ته چې “بسم الله” يې ليکله وويل: “جودها” يعنې ښايسته يې وليکه . (کنزالعمال ۲۹۵۵۸ حدیث)
دهر کار په پیل کې د “بسم الله” پر ویلو ټينګار شوى دى . په خوراک، ليکلو،سپرېدلو،مسافرت او نور ډېرو چارو کې ان که يو څاروی د خداى د نامه له اخستو پرته حلال شي؛نو غوښه يې حرامه ده او د دې خبرې موخه دا ده،چې ان د “یوڅښتني”-موحد او هدفمنو انسانانو خواړه هم بايد الهي اړخ ولري .
په حديث کې راغلي : “بسم الله” ويل مه هېروئ،ان که د يوې غونډلې – جملې ليکلو ته هم وي .
د هغه انسان د ثواب په هکله ډېر روايتونه شته،چې په لومړي ځل ماشوم ته “بسم الله” ورزده کوي . (تفسیر برهان ۱/ ۴۳)
*پوښتنه : ولې د هر کار په پيل پر “بسم الله” ويلو ټينګار شوى دى؟
ځواب : “بسم الله” د مسلمانۍ نښه ده او د مسلمانانو ټولې چارې بايد الهي رنګ ولري؛لکه څنګه چې د يوې کارخانې يېبره-محصول د هماغې کارخانې ټاپه لري،دا محصولات لږ وي که ډېر،کوچني وي که غټ، مثلا د لوښو جوړولو کارخانه، پر خپل جوړ شوي لوښي خپله ټاپه وهي ان که دا لوښى وړوکى وي که غټ .
د ساري په ډول : د هر هېواد بېرغ د هغه هېواد پر ادارو، ښوونځيو،پوځي مرکزونو راځوړند وي او د کارمندانو پر اداري ميزونو باندې هم وي .
د حاکم په مستدرک کې راغلي : يوه ورځ معاويه بن ابي سفيان په لمانځه کې “بسم الله” ونه ويله، چې خلکو پرې نيوکه وکړه،چې آيت دې غلا کړ که هېر دې کړ؟! (مستدرک ۳/ ۲۳۳)
امامانو ټينګار درلود، چې په لمانځه کې دې “بسم الله” په لوړ غږ ووويل شي .
هغوى چې “بسم الله” یې په لمانځه کې نه ويله او يا داچې “بسم الله” يې د سورت برخه نه ګڼله؛ نو امام باقر یې په اړه وویل: د قرآن غوره آيت يې غلا کړ. (بحار ۸۵ /۲۰)
په قرطبي تفسیر کې د امام صادق وينا راغلې ده : “بسم الله” د سورتونو تاج دى. يوازې د برائت د سورت (توبه) په پيل کې “بسم الله” نه ده راغلې او د حضرت علي د وينا له مخې دا ځکه چې “بسم الله” د خونديېنې او رحمت ويى-ټکى دى او له مشرکینو او کفارو د برائت اعلانول له مينې او رحمت سره اړخ نه لګوي . (د مجمع البیان او فخررازي تفسیرونه)
د “بسم الله” انځور
١ – “بسم الله” د الهي رنګ او د توحيدي لوري نښه ده.
٢ –”بسم الله” د توحيد نښه او پر ځاى یې بل نوم اخستل د کفر نښه ده او د هغه د نوم تر څنګ بل نوم اخستل د شرک نښه ده. ( نه يې د نوم تر څنګ او نه يې د نوم پر ځاى د بل چا نوم واخلئ) نه يوازې د خداى ذات؛بلکې نوم يې هم له هر ډول شريکباڼي پاک دى .
((سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى (الاعلی/۱) =د خپل لوړ پالونكي نوم وستايه.))
ان د حضرت محمد (صلی الله علیه و اله وسلم ) په نوم هم د کار پيل منع دى . (اثبات الهداة ۷/ ۴۸۲)
٣ – “بسم الله” د پایښت او پاینې رمز دى؛ځکه څه چې الهي رنګ و نه لري،له منځه تلونکى دى. (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ) (قصص/ ۸۸)
٤ – “بسم الله” له خداى سره د مينې او پرې د توکل نښه ده، هغه چې رحمن او رحيم دى،کار مو د هغه پر توکل پيلوو، چې د نوم يادول یې د رحمت نازلونکى دى .
٥ – “بسم الله” له لویۍ وتنه او خداى ته عاجزي ده.
٦ – “بسم الله” د بندګۍ او عبوديت لوړ ګام دى .
٧ – “بسم الله” د شيطان ځغلونکې او لرېکوونکى ده،له چا سره چې خداى و؛ نو شيطان پرې اغېز نه لري .
٨ – “بسم الله” د چارو د پياوړتيا او سپېڅلتيا لامل ده .
٩ – “بسم الله” د خداى يادول دي؛يعنې خدايه! ما نه يې هېر کړى .
١٠ –”بسم الله” مو د موخې او نيت بيانونکې ده؛يعنې خدايه! موخه مې ته يې؛نه خلک؛نه طاغوتان،ريا او ځاني غوښتنې .
١١ – امام رضا وايي : بسم الله؛يعنې د خداى د بندګۍ نښه پر ځان لګوم .( تفسیر نور الثقلین)
١٢ – د هر سورت په پيل کې د “بسم الله الرحمن الرحيم” راتلل په دې مانا دي،چې د دې سورت د منځپانګې ، سرچينه حق او رحمت دى .
١٣ – د کتاب په پیل کې د “بسم الله الرحمن الرحيم” د راتګ مانا داده،چې لارښوونه يوازې د هغه په مرسته پلي کېږي[کېداى شي ددې خبرې مانا دا وي،چې وايي : ټول قرآن د حمد په سورت کې او د حمد ټول سورت په “بسم الله” کې او ټوله “بسم الله” په “ب” کې راټوله شوې ده،چې د هستۍ پنځونه او ښیون -هدايت ټول د هغه په لاس کې دي؛لکه څنګه چې د آنحضرت(ص) رسالت هم د هغه په نامه پيل شو. (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ) .
١٤ – په “بسم الله” د خداى خبرې له خلکو سره او د خلکو خبرې له خداى سره پيلېږي .
١٥ – د ذات په څېر یې رحمت هم تلپاتې او ابدي دى. (الله الرحمن الرحيم)
١٦ – په بېلابېلو بڼو د الهي رحمت بيانول د هغه پر رحمت ټينګار دى ( د رحمن او رحيم بڼه) (الرحمن الرحيم)
١٧ – د کتاب په پيل کې “رحمن” او “رحيم” راوړل کېداى شي، په دې مانا وي،چې قرآن د الهي رحمت جوله–جلوه ده؛ لکه څنګه چې خلقت او بعثت یې هم د رحمت جوله ده. (الرحمن الرحيم)
﴿۱، ۲، ۳، ۴﴾ ((يس .وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ. إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ. عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ = يا، سين . او پر قرآن حكيم قسم. چې ته په رښتيا (د خداى) له استازيو ځنې يې؛ پر سمه لار يې . ))
ټکي :
*روايتونه وايي : يس د آنحضرت(ص) يو نوم دى . (د مجمع البیان تفسیر)
په ځينې دعاګانو کې هم خداى ته د پېغمبراکرم په دې نوم قسم ورکوو.
د حکيم مانا ذوالحکمه ( د حمت لرونکى) هم کېداى شي يا د ټينګ محکم مانا هم ورکوي؛لکه د هود سورت په لومړي آيت کې،چې راغلي : (أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ) د قرآن آيتونه تينګ دي .
*سره له دې،چې پر پېغمبراکرم ډول ډول تورونه؛لکه شاعر، پالي، کوډګر،مجنون ولګېدل؛خو خداى پر حکمت ډک قرآن په قسم د پېغمبراکرم پر رسالت ټينګار کوي .
*خداى قسم ته اړتيا نه لري او په قرآن کې د قسمونو خواله – راز پر هغه مطلب ټينګار او د ارزښت ښوونه يې ده .
پيغامونه :
١ – په قرآن کې سست او باطل مطلبونه نشته، ټول يې ټينګ او مضبوط دي. (وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ)
٢ – پر قرآن د خداى قسم د قرآن سپېڅلتيا او بر-دبدبه راښيي. (وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ)
٣ – د تورونو،یرغل او نارواوو پر وړاندې سم او هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا ده. (إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ)
٤ – د تاريخ په بهير کې الهي انسانان يوازې نه دي او له نورو الهي استازيو سره دي. (لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ) هو! د پېغمبرانو رسالت د تاريخ هغه بهير دى، چې د اسلام پر پېغمبر پاى ته ورسېد.
٥ – د پېغمبر اکرم لار د خداى لار ده . د هود په سورت کې راغلي : (إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (هود/ ۱۶) په دې سورت کې هم وايو: (إِنَّكَ …..عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) (نېغه لار د خداى او د استازي یې ده)
٦ –بري ته درې څيزه په کار دي :
الف:سمه او ټينګه کړلار (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) .
ب: پلي کوونکى پوه مشر (لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ) .
ج: روښانه لار چاره (صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) .
٧ – د ګروهې بنسټ بايد غښتلى وي. (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) هم خداى حکيم دى (أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ) (بقره/ ۲۰۹) هم قرآن حکيم دى (الْقُرْآنِ الْحَكِيمِ) او هم پېغمبر د حکمت ښووند – ښوونکى دى . (َيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ) (آل عمران/ ۱۶۴)
د سمې او نېغې لار په لټه کې
سمه او نېغه لار کومه ده؟ کېدای شي د هرې سليقې خاوند له نيکونو،طاغوت او شيطاني وسوسو په لاروۍ خپله لار سمه وګڼي؛خو حقيقت کوم دى؟
سمه لار هماغه سم دين دی، چې بايد ځان پرې پوه کړو؛لکه څنګه چې د کور خاوند تر هر چا د خپل کور پته ښه ورکولاى شي؛نو متعال خالق هم تر نورو ښه نېغه لار راښيي.
نور خلک مو خپلو شخصي ګټو ته غواړي؛خو خداى زموږ ګټه غواړي او په فکر کې مو دى.
نور تېروتنه،محدوديت او ځاني غوښتنې لري او شونې ده ناسمه لار راوښيي؛خو خداى هوس او تېروتنه نه لري .
نېغه لار هم بايد وپېژنو او هم پرې ولاړ شو،هم ترې و نه وځو او نور هم دې لارې ته راوبلو.
د نېغې لار ټاکنه هم په فکر کې ده،هم په کړنه کې او هم په ټاکنه . هم په وګړیزو او هم په ټولنيزو چارو کې پرې باید ولاړ شو.
افراط او تفريط له نېغې لارې وتل دي،ان د خداى عبادت هم بريد او اندازه لري . اسلام هر کار ته سمه لار ښوولې ده :
له نشتمنو سره په مرسته کې :
((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا(فرقان/۶۷)=او هغوى چې كله ( د خداى په لار کې ) لګښت كوي؛ نو نه بې ځايه لګښت كوي او نه کنجوسي؛ بلكې منځلاري وي .
په لمانځه کې د غږ په ټيټوالي او لوړوالي کې :
((قُلِ ادْعُواْ اللّهَ أَوِ ادْعُواْ الرَّحْمَنَ أَيًّا مَّا تَدْعُواْ فَلَهُ الأَسْمَاء الْحُسْنَى وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِكَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا(اسراء / ۱۱۰) =تاسې يې (( “الله” وبولئ که يې “رحمن” وبولئ، په هرنامه، چې يې وبولئ (سپېڅلى ذات يې يو دى او) يوازې هغه ته ښکلي نومونه دى.)) او لمونځ دې مه ډېر جګ او مه ډېر ورو وايه او د دواړو ترمنځ (منځلارى) وسه.))
په هڅونه او نيوکه کې پر منځلارۍ او اعتدال ټينګار کوي. په خوراک ، څښاک،اغوستو،له کور او دنيا سره په مينه، غچ او ان د اسلام له دښمنانو سره په چلن کې يې پر منځلارۍ حکم راکړى دى، چې له افراط و تفريطه ځان وژغورو او اعتدال ته يې رابللي يو.
په قرآن کريم او روايتونو کې ډېرې بېلګې شته، چې پکې پر منځلارۍ ټينګار شوى دى او له افراط و تفريطه منع شوي يو.
دې خبرو ته ځير شئ :
*پېغمبر اکرم هم عمومي رسالت لري((وَكَانَ رَسُولًا نَّبِيًّا (مریم/ ۵۱) )) او هم خپله کورنۍ رابلي ((وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ) (مریم/ ۵۵) ))
*اسلام هم له خالق سر پر اړيکو ټينګار کوي(لمونځ) (اقيمو الصلوه) او هم له خلکو سره پر اړيکو (زکات) ټينګار کوي . (َآتَوُاْ الزَّكَاةَ)
*مينه مو پر حق له لېینې- ګواهۍ کاږه نه کړي . (شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ) (نساء/ ۱۳۵) او نه مو دښمنۍ د عدالت له پلي کولو لرې کړي .( وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ) (مایده/ ۸)
*مؤمنان هم دافعه لري،( أَشِدَّاء عَلَى الْكُفَّارِ) او هم جاذبه (رُحَمَاء بَيْنَهُمْ) (فتح/ ۲۹)
*هم د زړه ایمان او باور پکار دى (آمَنُواْ) او هم نېکچاري . (َعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ) (بقره/ ۲۵)
* هم ژړا او دعا او هم له خدایه د بري غوښتل اړین دي( رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا) (بقره/۲۵۰) او هم پراخه سينه او صبر (عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ ) (انفال/ ۶۵)
دعاشورا پر شپه امام حسين هم دعا کوله او هم يې توره وهله.
* د عرفې پر ورځ او د غټ اختر (قربان) پر شپه د خداى د کور زيارت کوونکي دعا کوي او د غټ اختر پر ورځ بايد حلاله وکړي او وينې وويني .
* اسلام مالکيت مني[ الناس مسلّطون على اموالهم ](بحار ۲/۲۷۲) خو نورو ته د زيان رسولو مخالف دى او هغه محدودوى . (لا ضَرر و لا ضِرار) (کافي ۵/۲۸)
هو د زړه سره! اسلام خو څه يو اړخيز دين نه دى،چې یوازې يوه اړخ ته به ګوري او نور اړخونه به هېر کړي؛بلکې ټينګار يې پر اعتدال،منځلارۍ او نېغه لار دى .
﴿۵﴾ ((تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ = او (دا قرآن) د بريمن لورين خداى له لوري نازل شوى دى . ))
﴿۶﴾ ((لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ = چې هغه قوم ووېروې،چې پلرونه يې وېرول شوي نه وو؛نو (له دې امله) هغوى ناخبره دي . ))
پيغامونه :
١ _ د قرآن د نزول سرچينه عزت دى او څوک چې ورباندې منګولې ولګوي؛نوعزت او رحمت ته رسي. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ)
٢_ د اسماني کتابونو رالېږل له بندګانو سره د خداى د مينې نښه ده. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ)
٣_ د اسماني کتاب رالېږل د خداى د ځواک نښه ده. (تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ) ( او داسې اثر يې پنځولی،چې هېڅوک یې ان د يو آيت په څېر د راوړو وس نه لري)
٤_ که د دې کتاب له آيتونو نمښتي – منکر شئ؛نو د بريمن خداى له ځواک سره به مخامخ شئ(الْعَزِيزِ) او که ورته تسليم شوی؛نو پر رحمت به مو ماړه کړي . (الرَّحِيمِ)
٥_ د قرآن ګواښونې د خداى له عزت او رحمته راولاړې شوې دي. (الرَّحِيمِ لِتُنذِرَ)
٦_ د تبليغ او انذار بنسټ بايد قرآني ښوونې وي.( تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ لِتُنذِرَ)
٧_ انذار د تبليغ له طريقو دى،چې مبلغان بايد ورسره اشنايي ولري . (لِتُنذِرَ قَوْمًا)
٨ _ انذار او د خلکو راوېښول د پېغمبرانو د بعثت يوه موخه ده. (لِتُنذِرَ قَوْمًا)
٩_ خلکو ته انذار او اخطار الهي سنت دى. (لِتُنذِرَ…. مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ)
ګوښګري او زیرګرندي – اخطار او انذار
انسان تر هر څه زيات له خپل ځان سره مينه لري او د خپل وخت او شتمنۍ يوه برخه له همدې د دفاع په لار کې لګوي،چې هغه ته او څه چې ورپوې تړاو لري، زيان ور و نه رسوي . د وسلو،روغتيا او امنيتي چارو بودجې،د کلکو دېوالونو ماڼۍ او کورونه جوړل،د مرمۍ ضد موټر، ساتندوى ان،پوليس،سرتېري او سرحدى پوليس دا ټول د دې لپاره دي،چې د انسان جسم له خطره وژغوري؛خو هغه خطرونه،چې د انسان مقام او شخصيت ته متوجه وي، زيات دي او په دې خطرونو کې،چې کوم تر ټولو مهم او اوږد وي؛نو په اړه یې اخطار هم بايد جدي او دوامداره وي، پردې سربېره انسان ناليدلي او نامريي دښمنان هم لري؛لکه له یوې خوا ناپوهي،غفلتونه، ځاني غوښتنې،ځان بايلل، ناروا غوښتنې او بلخوا د ابليس او د جنسي او انساني شيطانانو وسوسې د انسان دښمنان دي او تر ټولو ښه اخطار ورکوونکي الهي انبياء دي؛ځکه علمې پر مختګونو او تکنالوژۍ نه د انسان د غفلتونو او نه د شیطاني وسوسو مخه نیواى شي .
عقل ته به ورشو،چې څه وايي : يو مثال ته پام وکړئ : فرض کړئ،چې زر تنه پر مسافرت وځي او په خپلو موټرونو کې سپرېږي او ترافيکو هم ورته لارښوونه کوي،په دوى کې ځينې مسافر په لار کې پکار راتلونکي وسايل له ځان سره اخلي او نور تش لاس روانېږي؛نو که په لار کې مو راوړې وزلو ته اړتيا پېدا نه کړه؛نو زيان مو نه دى کړى،يوازې څه اضافه بار مو له ځان سره راوړى ؛خو که په لار کې ټېر،جک او يا … ته اړتيا پیدا شوه او راسره نه وي؛نو بيا؟!
عقل خو وايي : احتياط پکار دى او په لار کې پکار راتلونکي سامان له ځان سره واخلئ او د ترافيکو خبرو ته هم غوږ نيول پکار دي .
تر دې مثال وروسته، رابه شو دې خبرې ته : انسان غواړي، يوه لار ووهي او څښتن هم د انبياوو له لارې مسافرو ته اخطار ورکوي،چې تر مړينې وروسته ژوندي کېدل، حساب،کتاب،ثواب او عذاب شته، لارخطرناکه ده او تاسې بايد په لار کې پکار راتلونکي وسايل له ځان سره يوسئ،له ځان سره ممنوع وسايل مه وړئ،سرعت مو کنټرول کړئ او د متقي عالمانو خبرو ته غوږ شئ .
خلک ددې خبرو تر اورېدو وروسته دوه ډلې کېږي : يوه ډله لمونځ کوي او له خداى سره له دې لارې اړيکې ټينګوي او په خمس ،زکات،انفاق او صدقې خپله اړيکه له نشتمنو سره ټينګوي،له ګناهونو، حرام کار،ناروا ورهڼې- کسب او رزقه ځان ساتي او په خپلې تقوا په دې لار کې پکار راتلونکي وسايل له ځان سره اخلي او وړي يي .
بله ډله په لویۍ او ملنډو په ځاني غوښتنو کې ډوب وي، پر خداى معاد،خپلو دندو او له نشتمنو سره پر مرسته ايمان نه لري او د دښمن د دسيسو پر وړاندې غافلانه ژوند کوي.
دلته بې لارويو ته زموږ ځواب دادى،چې ان که معاد، قيامت، حساب و کتاب هم نه وي؛هغه ډله،چې څو دقيقې یې لمونځ کړی،له نشتمنو سره يې مرسته کړې او په کال کې يې څو روژې هم نېولې او که وسه يې درلوده؛نو حج ته هم پکې ولاړل؛نو ايا زيان يې وکړ. ددې خلکو مثال د هغه چلوونکيو په څېر دى،چې په لار کې پکار راتلونکي وسايل يې له ځان سره واخستل؛خو په لار کې يې ورته اړتيا پیدا نه کړه .
خو که د معاد او قيامت راتلل حقيقي وي؛نو (چې راتلو ته يې په زرګونو دلايل شته) هغوى چې ايمان، تقوا، او د خير کار نه درلود؛نو الهي نياوتون-محکمې ته به تش لاس ورتل؛نو هلته به يې څه غذر درلود؟ نو سم ليد او عقل داسې حکم راکوي؛لکه څنګه چې د دنيا ټولو عقلمنو د فرضي دښمن د مقابلې لپاره سرتېري او اردو روزلې او ډېرى پېسې پرې لګوي؛نو که جګړه راپېښه نشو؛نو د سرتېرو ساتل، روزل او چمتوتيا زيان نه لري؛خو که دفاع ته اړتيا شوه او هېڅ ډول چمتوتيا نه وه؛ نو تش لاس به له بدمرغۍ پرته بله هيڅ پايله ونه لري .
نو ځکه د الهي انبياوو د رسالت يوه دنده اخطار،د غفلت لرې کول، يادونه،موعظه او ارشاد دى او خداى کله هم یو قوم بې له انذار ورکوونې نه دى پرېښى؛نو د څه په باب،چې انبياوو اخطار راکړى بايد په ټينګه ورته پام وکړو.
﴿۷﴾ ((لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ = هو! (دا چې حق يې ونه مانه؛نو) د هغوى پر ډېريو (د خداى) د عذاب وعده تثبيت شوه؛ نو ځكه هغوى ايمان نه راوړي . ))
﴿۸﴾ ((إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ = په حقيقت كې موږ د هغوى په غاړو كې تر زنو پورې غړوندي اچولي دي،داسې چې سرونه يې پورته نيولي (او ښكته كولا ى يې نشي.) ))
ټکي:
*”اذقان” د “ذقن” جمع ده،چې د “زنې” مانا ورکوي او “مقمحون” له “قمح البعير” څخه اخستل شوى،چې د اوښ د سر جيګولو پر مانا دی؛يعنې لکه څنګه چې اوښ ته اوبه راوړل کېږي؛خو هغه ترې سر پورته کوي؛ نو که دې ناپوهانو ته هم په دنيا کې د حق وړانديز وشي؛نو سرجيګوي او حق ته نه پر ګونډو کېږي .
*په غاړو کې یې تر زنو پورې د غړوندو اچول د هغوى د آخرت سزا ده؛لکه د (إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ ) غافر/۷۱) آیت په شان او کېداى شي هغه غړوندي یې د عقلي خرافاتو انځور وي،چې په دنيا کې ور ترغاړې دي .
د انبياوو يوه دنده د همدې خرافاتو له منځه وړل دي،چې هغوى يې پکې راګېر کړي دي .
هو! انبياء غواړي خرافات له منځه يوسي؛خو ځينې يې نه غواړي .
((وَلَكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّي لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ )(سجده/۱۳) په دې آیت کې له “القول” څخه مراد د شيطان د لارويانو په هکله د خداى عذاب دى .
پيغامونه :
١_ډېرى غافل خلک حق ته لېوال نه دي او د انبياوو پر وړاندې منفي دريځ نيسي. (فَهُمْ غَافِلُونَ لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَى أَكْثَرِهِمْ)
٢_ د ډېریو مخالفت دې د حق د لارې مبلغ او مشر نهیلی نه کړي . (أَكْثَرِهِمْ… لَا يُؤْمِنُونَ)
٣ _ غفلت کفر ته لار چاره هواروي . (فَهُمْ غَافِلُونَ – فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ)
٤ _که څه خداى د کافرانو په غاړو کې غړوندي اچولي؛خو دې کار ته پخپله کافرانو لار هواره کړې ده.( لَا يُؤْمِنُونَ. إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً)
٥ _ هغوى پر ذلت او مريېنه محکوم دي،چې د انبياوو د بلنې پر وړاندې سرغړونه کوي . (فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً)
٦ _ چې خداى درسره مل نه وي،نو کاروبار دې خراب دى .[ چې الله درسره مل نه وي رحمانه – که لښکرې درسره وي یک تنها یې.] (فَهِيَ إِلَى الأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ)
﴿۹﴾ ((وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ = او(موږ) د هغو مخې ته دېوال درولى او شاته هم دېوال او (سترګې يې) مو پوښلي دي؛ نو ځكه ليدلاى نشي.))
ټکي:
*سره له دې چې قرآن مضبوط او د حکمت رازده کوونکى دى،د پېغمبرانو رسالت غوڅ ،د دين لار سمه او نېغه او خداى لوراند او بريمن دى؛خو ډېرى خلک غافل،بې ايمانه او په کږنو او انګېرنو – خرافاتو کې راګېر دي او هرې خوا ته، چې ولاړ شي؛نو بنديږي .
په دې آيتونو کې د ځيلي انسانانو ځانګړنې روښانه بیان شوي دي :
الف: غافل دي((فَهُمْ غَافِلُونَ))؛نو پايله يې ايمان نه راوړل دي . (( فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ))
ب : په کږنو او انګېرنو- خرافاتو کې ښکېل دي .(( فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلاً)) او د اوښ په څېر د حق له منلو سرغړونه کوي.((فَهُم مُّقْمَحُونَ)) او له شا او مخکې کلابند دي، ((سَدًّا))،پر سترګو يې پردې راغورځېدلي او نه ويني .
کېداى شي له ((بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا)) څخه مراد د راتلونکي لپاره د انسان اوږدې هيلې او له ((وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا)) څخه مراد له تېرو ګناهونو غفلت وي،چې هغه هيلې او دا غفلت دواړه د حق د نه ليدو لامل دي .
په دې آيتونو کې دوه کفره د دوو کږنو- انحرافاتو پر وړاندې راغلي دي : (فَهُمْ غَافِلُونَ – فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ)،(جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلاَلًا – وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا)
پيغامونه :
١ _ بې ايمانه غافلان نه له تېرو عبرت اخلي . (خَلْفِهِمْ) او نه له هغې معجزې او استدلاله،چې په مخ کې يې دى . (مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ)
٢ _ کافر چېرته هم نشي رسېداى. (سَدًّا… سَدًّا)
٣ _ له خدىه نمښتی – منکر انسان ډېر محدود دى . (مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا)
٤ _ په تبليغ کې معقولات له محسوساتو سره تشبيه کول په کار دي. (سَدًّا)
٥ _ کافر انسان خداى ته سرسري ګوري. (فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ)
٦ _ که د عقل او فطرت پر هنداره ګرد او دوړه کېني؛نو يا واقعيت نه راښيي او يا يې بد راښيي . (فَهُمْ لاَ يُبْصِرُونَ)
﴿۱۰﴾ ((وَسَوَاء عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ = او پرهغوى بې توپېره ده،و يې وېروې كه و يې نه وېروې،ايمان نه راوړي.))
﴿۱۱﴾ ((إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ = ستا خبردارۍ يوازې هغه ته (ګټور) دى، چې له حق كتاب [= قرآن] لاروي وكړي او په پټه له لوراند خدايه ووېرېږي؛ نو هغه ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه. ))
ټکي :
*د نورو آيتونو په رڼا کې د “الذِّكْرَ” مراد قرآن دى؛لکه څنګه چې د حجر په سورت کې راغلي دي :
((إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (حجر/۹) = په حقيقت کې موږ قرآن پخپله نازل كړى دى او بېشكه موږ يې پاسوالان يو .))
ځينې کفار او مشرکان لارې ته نه راځي او د پېغمبر خبرې پرې اغېز نه لري .
١ _ کفار:
((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ(بقره/۶) = په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپېره ده، چې كه ( له الهي عذابه ) يې ووېروې يا و نه وېروې ايمان نه راوړي .))
٢ _ مشرکين :
((سَوَاء عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُونَ (اعراف/۱۹۳)
له ((خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ)) څخه مراد يا په زړه کې له خدایه وېره ده يا د خلکو له سترګو پناه په پټو ځايونو کې وېره او يا د قيامت د ورځې له نياوتون-محاکمې وېره ده، چې دا یوه غيبي مساله ده .
انسان،چې د يو ستر شخصيت مخې ته ورشي؛نو شخصيت، شوکت او هيبت يې پر انسان يو حالت راوړي،چې ورته “خشيت” وايي او له هغه “خوف” او “وېرې” سره توپير لري،چې د عذاب لپاره وي .
پيغامونه :
١ _ چاچې ځان کوڼ کړى وي؛نو خبره پرې اغېز نه لري . (َسَوَاء عَلَيْهِمْ)
٢ _ په روزنه کې لومړى ګام د زده کوونکيو منل دي، ګنې ښوونکې به هيڅ ونه کړي. (َسَوَاء عَلَيْهِمْ)
٣ _ سره له دې چې پر ځينو خلکو خبره بېخي اغېز نه لري؛ خو پېغمبران بيا هم پرې خپله غاړه خلاصوي. (َسَوَاء عَلَيْهِمْ)
٤ _ قرآن ذکر دى او لاروي يې د هېر شويو رايادول او د انسان د ويده فطرت راوېښول دي. (اتَّبَعَ الذِّكْرَ)
٥ _ نه ښايي د خداى رحمت زموږ د بې پروايۍ لامل شي . (خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ)
٦ _ په پټه او د خلکو له سترګو پناه ګناه نه کول د ايمان او واقعي وېرې نښه ده. (خَشِيَ الرَّحْمَن)
٧ _ مؤمنان د خداى د ستروۍ له امله ترې وېره (خشيت) لري،( خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ) (رحمان خداى وېره نه لري؛ بلکې مؤمن انسان د خپلې دندې او د هغه د ستروالي په پار وېره لري.)
٨ _ وېره او هیله څنګ تر څنګ په کار دي. ( د خشى الرحمن په غونډله کې هم وېره او هم رحمت راغلى دى.)
٩ _ په پټه او په زړه کې له خدایه وېره پکار ده؛ نه د خلکو په مخ کې او د خلکو په پار. (خَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ)
١٠ _ له خدایه په وېره کې ریا پکار نه ده. (إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ)
١١ _ د انبياوو خبرې پر هغوى اغېز لري،چې چمتو زړه او اورېدونکي غوږونه ولري. (إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ)
١٢ _ د انبياوو دنده هم انذار دی او هم اخطار (إِنَّمَا تُنذِرُ…) او هم هيله او زېرى. (فَبَشِّرْهُ)
١٣ _ پر هغوى د جنت زېرى کېږي،چې د پېغمبرانو خبرو ته يې غوږ ايښى او لاروي يې کړې وي. (تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ… فَبَشِّرْهُ…)
١٤ _ قرآن د يادونې او غفلت درمل دى. (الذِّكْرَ)
١٥ _ له قرآنه د لاروۍ پايله له خدایه وېر ده. (اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن)
﴿۱۲﴾ ((اِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ = په حقيقت كې موږ پخپله مړي را ژوندي كوو او څه چې يې مخكې لېږلي او څه چې ترې پاتې دي ليکو يې او موږ ټول څيزونه په څرګند لارښود (لوح محفوظ) كې شمېرلي دي.))
ټکي :
*د انسان کړنې د کړنو په دوسیه کې کښل کېږي او د قيامت پر ورځ د يوه کتاب په بڼه (کړنليک) ورکول کېږي.
په قرآن کې درې ډوله کتاب راغلى دى :
الف: شخصي کتاب (اقْرَأْ كَتَابَكَ) (اسراء/۱۴)
ب: د امتونو کتاب (كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَى إِلَى كِتَابِهَا) (جاثیه/۲۸)
ج : جامع کتاب(وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ) (یس/۳۶)، (فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ) (بروج/۲۲)
په قرآن کې کتاب ته هم امام ویل شوى( وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إَمَامًا) (هود/۱۷) او هم اشخاصو ته(إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا) (بقره/۱۲۴) په روايتونو کې حضرت علي د “امام مبين” مصداق ښوول شوى دى،چې ټول علمونه ورسره دي. (د نور الثقلین تفسیر)
ډېری علماوو د “امام مبين” مراد لوح محفوظ ګنلى دى، چې په قرآن کې ورته “ام الکتاب” ويل شوى دى او له هغه ځايه،چې په دې کتاب کې ټول علمونه دي او ټول خلک او څيزونه د هغو قوانينو تابع دي،چې پکې راغلي دي؛نو ورته امام ويل شوى دى. (د راهنما تفسیر)
پيغامونه :
١ _ د کافرانو د کږو ګروهنو پر وړاندې غوڅه وينا پکار ده. (إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي)
٢_د قيامت پر ورځ به ټول مړي راژوندي شي. (نُحْيِي الْمَوْتَى) او “حى” او “قيوم” خداى به دا کار کوي.
٣ _ د انسان د کړنو دوسيه ان د هغه تر مړينې وروسته تر قيامته پرانستې ده . (نَكْتُبُ….. وَآثَارَهُمْ)
٤ _ نه يوازې کړه وړه؛بلکې آثار هم ثبتېږي او د قيامت پر ورځ حسابېږي (نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ) (که دا آثار خير؛ لکه صدقه جاريه، پوهه ،خلکو ته خدمت او یا د شر اثار؛ لکه د ګناه د مرکزونو جوړول وي .)
٥ _ د کړنو دوسيه تر موږ مخکې قيامت ته رسي. (قَدَّمُوا)
٦ _ستر خداى د قيامت د ورځې حساب و کتاب اخلي. (إِنَّا، نَحْنُ، نُحْيِي، نَكْتُبُ، أحْصَيْنَاهُ)
٧ _انسان يوازې د خپلو کړنو ضامن نه دى؛بلکې د کړنو د آثارو او پايلو مسوول هم دى . (وَآثَارَهُمْ)
٨ _ د خداى حساب هر اړخيز او خورا دقيق دى . (كُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ)
٩ _ ټول ژوي تر نظر او څارنې لاندې دي، د هر چا هر څه او هره کړنه په ډاګه ليکل کېږي. (كُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ)
د آثارو ثبت
قرآن وايي: (نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ)؛يعنې نه يوازې د بندګانو کړه وړه؛بلکې د کړنې آثار هم ثبتوو.پر خبره د رڼا اچولو لپاره،يو مثال راوړم . د ساري په ډول : که يو بې ادبه انسان واده ته راننووت او برېښنا يې پرېکړه او په تياره کې څه پېښې راپېښې شوې،د بېلګې په توګه : ځينې له پوړو راوغورځېدل،لوښي مات شول،بوټان ورک شول، ماشومان ووېرېدل،ځينو ترې ناوړه ګټنه وکړه،واده ګډ وډ شو،د مېليمنو ښه عزت ونشو،چې دا ټول د يو انسان د کوچنۍ کړنې اثار دي؛نو په دې کيسه کې،چې که خطاکار انسان ونيول شي؛نو ايا نه ښايي دا ټولې ورانکارۍ پرې ورواړول شي؟
په قرآن کې د (لَا تَقْتُلُوهُ) (مه وژنئ) په قالب کې دوه ټکي د يو سړي او ښځې له خولې راوتلي دي : لومړى د فرعون ښځه وه،چې کله يې ولېدل مېړه يې موسى وژني؛نو ويې ويل: (لَا تَقْتُلُوهُ) (قصص/۹) او په دې خبرې او له بدیو په منع يې موسى علیه السلام له وژل کېدو وساته،چې د دې ژوندي پاتې کېدو اثار دا شول،چې موسى علیه السلام ستر پېغمبر شو او بني اسرائل يې د فرعون له شره وژغورل. ( د يوې مېرمنې د يوې کړنې ښه اثار)
بل ځل هله وو،چې وروڼو یې غوښتل يوسف علیه السلام ووژني،چې يو ورور يې د (لَا تَقْتُلُوهُ) د ټکي په ويلو، د يوسف علیه السلام له وژل کېدو مخه ونيوه او هغه يې په څاه کې واچاوه،د يوسف علیه السلام ژوندي پاتې کېدو اثار درلودل او هغه داچې په راتلونکي کې يوسف علیه السلام د مصر واکمن شو او په خپل تدبير يې مصر له وچکالۍ او سوکړې- قحطۍ وساته. ( له بدیو د منع ښه اغېز) او دا هماغه څيز دى،چې قرآن يې وايي: (نَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ)
﴿۱۳﴾ ((وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ = او هغوى ته (د انطاكيه) كلي د اوسېدونكيو مثال راوړه، چې د خداى استازي ورته راغلي وو. ))
ټکي :
* له دې آيته تر اوولسو نورو آيتونو پورې د پېغمبرانو کيسې راغلي،چې د خپلې سيمي د خلکو د لارښوونې دندې يې پر غاړه وې .
* تفسيرونه ليکي،چې په دې آيت کې له ((الْقَرْيَةِ )) مراد د “انطاکيه” سيمه ده، چې د “روم” له پخوانيو ښارونو ځنې وه،چې اوس د ترکيې د هېواد خاوره ده او سوداګریز ښار دى .
*دا اتلس آيتونه راښيي،چې ددې سيمې ټول خلک بوت لمانځي ول او پېغمبرانو به توحيد ته رابلل .
پيغامونه :
١ _د انبياوو يوه دنده د تېرو سرګذشت بيانول دي. (وَاضْرِبْ لَهُم)
٢ _ د تېرو تاريخ راتلوونکيو ته غوره ښوونه ده. (وَاضْرِبْ لَهُم)
٣ _ ديني مبلغ بايد له تاريخ سره اشنا وي او ترې کار واخلي. (وَاضْرِبْ لَهُم)
٤ _پر ټولنه يو لړ ثابت اصول او قوانين حاکم دي،چې د هغوى پر بنسټ د انسانانو او ټولنو برخليک ټاکلاى شو.
هو ګرانه ! الهي سنت ثابت دي او د قومونو، خلکو وخت او ځاى له بدلون سره بدلون نه مومي. (وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً)
٥ _ غوره مثالونه واقعي او عيني مثالونه دي؛نه تخيلي. (وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلاً أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ)
٦ _ په کيسو کې عبرت مهم دى؛نه د کلي نوم، ټبر، ژبه او د خلکو شمېره . (أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ)
٧ _انبياء به خلکو ته ورتلل او په دې تمه به نه پاتې کېدل، چې خلک ورته راشي. (جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ)
﴿۱۴﴾ (( إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ =چې كله موږ هغوى ته دوه تنه (استازي) ولېږل؛ نو دواړه يې دروغجن وګڼل؛نو موږ د هغو دواړو د ملاتړ لپاره درېم (استازى) هم ولېږه؛ نو هغوى (ټولو) وويل: ((بېشكه موږ ستاسې ښيون ته رالېږل شوي يو.))
﴿۱۵﴾ ((قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلاَّ بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ تَكْذِبُونَ =خو هغوى (په ځواب كې) وويل:((تاسې خو يوازې زموږ په څېر بشر ياست او لوراند (خداى) هېڅ څيز نه دى نازل كړى، تاسې خو يوازې دروغ وايئ !.))
﴿۱۶/۱۷﴾ ((قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ . وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ = (زموږ استازيو) وويل:(( زموږ پالونكى پوهېږي،چې موږ يوازې ستاسې لوري ته رالېږل شوي يو او پر موږ بې له څرګند (پيغام) رسونې (بله ژمنه) نشته.))
ټکي :
* ځينې خلک د خداى پر شتون ګروهمن دي؛خو نبوت نه مني،وايي : خداى راته عقل راکړى او وحې ته اړتيا نه لرو، چې د دې باور سرچينه د خداى ښه نه پېژندل دي؛لکه څنګه چې په بل آيت کې وايي :
((وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُواْ مَا أَنزَلَ اللّهُ عَلَى بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ (انعام/۹۱)= هغوى خداى سم و نه پېژانده، چې و يې ويل: (( خداى هيڅ څيز پر هيڅ بشر نه دى نازل كړى .))
پيغامونه :
١ _ حق ته بلنه او پر نېکیو امر او له بدیو منع باید کله په ډله ايزه بڼه وي . (أَرْسَلْنَا… اثْنَيْنِ فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٢ _ ځېل بې درمله درد دى (ان انبياء یې هم دروغجن ګڼل) (فَكَذَّبُوهُمَا)
٣ _ تر دې وروسته،چې دښمن مو دروغجن وګاڼه،له کاره لاس مه وينځئ؛بلکې تکړه شئ او خپل ملګري پياوړي کړئ. (فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٤ _کله به څو پېغمبران يو ځاى يو قوم ته استول کېدل. (اثْنَيْنِ… بِثَالِثٍ)
٥ _ د مبلغانو او ښوونکيو شمېر بايد د ټولنې د اړتيا له مخې وټاکل شي (أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ) (پر نېکیو په امر کې اصلي موخه پايله ده؛نو پايلې ته د رسېدو لپاره بايد تبليغي عوامل زيات کړاى شي)
٦ _ښه مدير هغه دى،چې کله يې چا ته دنده ورکړه؛نو همداسې يې نه پرېږدي؛بلکې ملاتړ يې وکړي. (فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٧ _ د وړ او لايقو وګړيو ډېروالى د عزت لامل دى. (فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٨ _ فرهنګي مديران بايد په ټولنه کې د خپلو چارو پايله وګوري. (فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ)
٩ _ عزت او ذلت د خداى په لاس کې دى، که څه وګړي يا بل څه يې وسيله شي. (فَعَزَّزْنَا)
١٠ _ ښه مدير تل زېرمه لري. (بِثَالِثٍ)
١١ _ کفارو خپل عقل او اند او د پېغمبرانو کمالونه ناليدلي وګڼل او هر څه ته په ظاهري سترګه ګوري. (بَشَرٌ مِّثْلُنَا)
١٢ _ ځيني وايي : پر نېکیو امر او له بدیو منع له الهي رحمت سره اړخ نه لګوي او په دې اند وي،چې د رحمت مانا بې قيد و شرطه ازادي او سرايله پرېښوول دي. (وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمن مِن شَيْءٍ)
١٣ _ چې کله مو دښمن په پرله پسې توګه دروغجن ګڼي؛نو د خداى په ياد خپل زړه ارام کړئ. (رَبُّنَا يَعْلَمُ…)
١٤ _ د انبياوو کار تبليغ او پوهول دي او د پايلې ضامنان نه دي. (وَمَا عَلَيْنَا إِلاَّ الْبَلاَغُ الْمُبِينُ)
١٥ _ تبليغ بايد څرګند او په ډاګه وي. (الْبَلاَغُ الْمُبِينُ)
﴿۱۸﴾ ((قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ = هغوى وويل: ((په واقع كې موږ مو سپېره ګڼو او كه (له دې خبرو) لاس وانخلئ؛نو هرومرو به مو په ډبرو وولو او تاسې ته به زموږ له لوري دردناك عذاب درورسي!))
﴿۱۹﴾ ((قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ أَئِن ذُكِّرْتُم بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ = (استازيو) وويل: ((ايا چې نصيحت درته وشو (؛نو) دغسې وايئ؟ ستاسې بد پال خو پخپله له همدا تاسې سره دى؛ حق دا دى، چې تاسې له پولو اوښتي خلك ياست .))
ټکي :
١ _ د هرې کږې او بې ځايه خبرې ځواب په مړانه او روښانه ورکول پکار دي. (قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ، قَالُوا طَائِرُكُمْ مَعَكُمْ)
٢ _ دروغ ګڼل(فَكَذَّبُوهُمَا)،سپکاوى(تَطَيَّرْنَابِكُمْ)او ګواښ (لَنَرْجُمَنَّكُمْ) د کفارو د جګړې اوزار دي.
٣ _ بدفال جاهلي ادب او دود دى. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)
٤ _څوک چې سول – منطق نه لري،نو کږنو او انګېرنو – خرافاتو ته مخه کوي. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ)
٥ _ اندیز- فکري کوږوالی د عملي کوږوالي سرېزه ده. (تَطَيَّرْنَابِكُمْ… لَنَرْجُمَنَّكُمْ)
٦ _ کفر د زړه سختۍ او پېغمبرانو د دروغ ګڼلو لامل دى. (لَنَرْجُمَنَّكُمْ)
٧ _ کفارو د پېغمبرانو د سول – منطق پر وړاندې منطق نه درلود؛ نو تر دروغجنولو وروسته يې پر ګواښ لاس پورې کړ. (لَنَرْجُمَنَّكُمْ و …)
٨ _ د انبياوو دنده د غفلتونو ځپل او فطرت ته رابلل دي . (ذُكِّرْتُم)
٩ _ د اسراف يوه څېره سرغړونه او ګناه ده. (بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ)
١٠ _ د بدمرغيو جرړه په ګناه او اسراف کې ده؛نه پر خداى او پېغمبرانو باندې په ايمان کې . (بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ)
*”طيره”؛يعني بدفال نيول،چې يو ډول کږنې او انګېرنې – خرافات دي .
*بدفال بدګوماني ده،چې هېڅ ډول عقلي بنسټ نه لري او په حديثونو کې يو ډول شرک او کفر بلل شوى دى . (میزان الحکمة)
*د خداى د رسول (ص) وينا ده : څوک چې په داسې فالونو کې ککړ دي، له موږ ځنې نه دي. (میزان الحکمة)
*بدفال د خپګان لامل دى. هغوى چې پر بدفال ککړ دي،ډارن او کمزوري انسانان دي،چې پر خداى توکل نه لري.
*په حديث کې راغلي : بدفال پرخداى باندې په توکل جبران کړئ او چې کله پرې ککړ شوئ؛نو خپل کار ته په زياته مينه ملا وتړئ. (میزان الحکمة)
*د بدفال پر وړاندې ښه فال دى،چې انسان ته روحيه ورکوي او د پېغمبر اکرم هم ډېر خوښ و .(بحار ۷۷/ ۱۵۳)
*بدفال له پخوا د خلکو په منځ په خرافي بڼه و؛نو څو ټکيو ته مو خرافاتو ته پام را اړوم.
د کږنو او انګېرنو – خرافاتو خطر
*خرافات د انسان پر توحيد او ګروهه اغېز کوي.[إِنَّ اللّهَ فَقِيرٌ (ال عمران/۱۸۱)]؛يعنې څوک دى،چې خداى ته پور ورکړي، چې اجر يې څو ګرایه ورکړي، چې کله دا آيت نازل شو؛ نو ځينو ( د دې پر ځاى،چې ووايي، مراد ترې انفاق ته بلنه او هڅول دي) ویې ويل : خداى نشتمن دى او زموږ پور ته اړتيا لري .
*د پرښتو په هکله هم خرافي ګروهنې وې؛ځکه د جاهليت د وخت خلکو هغوى د خداى لوڼې بللې.
*عبادت هم له خرافاتو سره يو ځاى شوى و او د دې پر ځاى،چې د کعبې ترڅنګ لمونځ وکړي؛نو لاسونه يې پړکول او شپېلي يې وهل .
*بشر د تاريخ په اوږدو کې د خرافاتو له امله ډېر تاوانونه ليدلي دي؛په يو وخت کې يې خپلې بې ګناه لوڼې ژوندۍ ښخولې،چې له امله يې څومره کورونه وران شول .
*خرافات د انسانانو د ناپوهۍ، تلقين،غلطو دودونو،د نيکونو بې ځايه ګروهو، دروغجنو تبليغاتو،د استعمار توطئو، د خلکو د سادګۍ او له رښتیني عالمانو څخه د لرېتوب او د قوي ګروهې د نه درلودلو له امله رامنځ ته کېږي.
* د انبياء يوه دنده هم د خرافاتو له مينځ وړل دي، چې د خلکو پر ذهنونو واکمن دي.
* که خرافات د دين په نامه وي؛نو بدعت دى .په حديث کې راغلي : د بدعت ايښوونکي درناوى د اسلام له منځه وړو ته د لېچو رانغاړل دي. (بحار ۷۲/ ۲۶۵)
چې کله له يوې مسئلې، فکر، شعار، وړانديز،رواج يا دود سره مخ شو؛نو هغه د متقي او بې هوسه عالم له لارې له قرآن، حديث،عقل ،علم او تجربې سره وسنجوئ .
په حديثونو کې راغلي : له هغه ځايه،چې ډېر غلط روايتونه يې پر موږ راتپلي؛نو څه چې مو له موږه د حديث په نوم واورېدل؛نو که له قرآن سره يې سمون خوړ؛و يې منئ؛که نه يې درلود؛نو مه يې منئ. (بحار ۲/ ۲۳۵)
قرآن کريم حکم راکوي :
((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ(مؤمنون/۳) = او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي. ))
د خداى رسول د خپل دوه کلن زوى ابراهيم تر مړينې وروسته پر منبر کېناست، ويې ويل : اورېدلي مي دي،چې وايئ د نن لمر نيول زما د زوى د مړينې له امله و؛نو غوږونه خلاص کړئ،چې لمر او سپوږمۍ د خداى د قدرت نښې دي،چې په هغه مدار کې،چې خداى ورته ټاکلي دي، حرکت کوي او د چا د مړينې او يا ژوند په پار خپل مسير نه بدلوي . (کافي ۳/ ٦٠)
نن هم خلک ډېر خرافات لري او د ديارلس ١٣عدد ښه نه ګڼي او په دې ورځ کار نه وي، حال دا چې حضرت علي د رجب پر ١٣ زيږېدلى دى. که خرافاتو ته ځير شو؛نو وبه ګورئ،چې څومره پيسې او وختونه دې خرافاتو له منځه يووړل،څومره يې سره لاس و ګرېوان کړل، څومره کورنۍ يې ورانې کړې،تاسې پخپله پام وکړئ،چې څومره خرافات ستاسې په شاوخوا کې دي .
﴿۲۰﴾ ((وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ = او (په دې ترڅ كې) د ښار له لرې ګوښې يو (با ايمانه) سړى په منډه راغى،و يې ويل: (( زما قومه! (د خداى) د استاز يو لاروي وكړئ؛ ))
﴿۲۱﴾ ((اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ = په هغو كسانو پسې ولاړ شئ، چې له تاسې اجر نه غواړي او پخپله (هم) پر سمه لاردي . ))
ټکى :
*١٣ آيت د پېغمبرانو د حضور سيمه “لقريه” راښوولې او په دې آيت کې ورته “المدينه” وايي،کېداى شي د قرآن له نظره د ټولنو پرمختګ د خلکو په ايمان پورې تړاو ولري، هغه ښار،چې ښاريان يې کافر وي کلى دى او هغه کلى که ان يو مؤمن هم پکې وي پرمخ تللى او ښار دى .
پيغامونه :
١ _ د ښار له مرکزه لرې والى له فرهنګه د لرېوالي په مانا نه دى . (وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ)
٢ _ د حق ملاتړ پوله او سيمه نه لري. (وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ)
٣ _ کله بايد په ګډه له حقه دفاع ته وخوځېږو .( وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ) حضرت علي وايي : د حق په لار کې د لارويانو له کموالي مه وېرېږئ. (نهج البلاغه ۲۰۱ خطبه)
٤ _ نه ښايي له حقه د ملاتړ لپاره د لارې اوږدوالى مو مخه ونيسي. (أَقْصَى الْمَدِينَةِ)
٥ _ دحقه پلوي انګېزه او زړه غواړي؛ نه نښه او نوم. (رَجُلٌ)
٦ _ که الهي انسان مو په خطر کې وليدل؛نو مرستې ته ورمنډه کړئ . (رَجُلٌ يَسْعَى)
٧ _ پېغمبرانو تکړه لارويان هم درلودل. (رَجُلٌ يَسْعَى)
٨ _ مؤمن د خلکو پر هدایت مين دى او د خلکو ناپوهي يي د خپګان لامل دى. (قَالَ يَا قَوْمِ)
٩ _ چا چې په انحرافي چاپېريالونو کې د حق دفاع ته غږ پورته کړ؛نو پر خداى ګران دى. (قَالَ يَا قَوْمِ)
١٠ _د حق ملاتړ بايد له شدت، سرعت منطق او عاطفې سره وي. (يَسْعَى – يَا قَوْمِ –هُم مُّهْتَدُونَ)
١١ _ په تبليغ کې د خلکو د راماتونې شرط اخلاص دى. (اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا) نه ښايي د حق ويوونکي له خلکو مزدوري وغواړي.
١٢ _هدايت کوونکي بايد په خپله هدايت شوي وي. (اتَّبِعُوا… مُّهْتَدُونَ)
١٣ _د بې هوسه عالم لاروي په کار ده. (اتَّبِعُوا مَن لاَّ يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا)
*پر نېکیو امر له دين سره د انسان د مينې نښه ده.
*پر نېکیو امر له خلکو سره د انسان د مينې نښه ده.
*پر نېکیو امر د تولى او تبرى نښه ده.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې د آزادۍ نښه ده.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې د خلکو ترمنځ د خوږلنۍ اړیکو نښه ده.
*پر نېکیو امر د ويښ فطرت نښه ده.
*پر نېکیو امر د واجباتو حاضري اخستل دي،ولې دې لمونځ ونه کړ، ولې دې روژه ونه نيوه.
*پر نېکیو امر د ټولو واجباتو د اجرا ضامن دى او له بدیو د ټولو محرماتو د پرېښوولو ضامن دى.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې ښه خلک هڅول دي.
*پر نېکیو امر د ناپوهه خلکو پوهول دي.
*له بدیو منع پر بدچاريو خوب حرامول دي.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د موټر اکسېلېټر دى،چې د ټولنې د لارښوونې موټر ګړندى کوي .
* پر نېکیو امر د کم اراده او ضعيفه خلکو پياوړي کول دي.
*پر نېکیو امر په ډګر کې حضور دى .
*پر نېکیو امر هغه حق او مقام دى،چې خداى د ايمان خاوندانو ته ورکړى دى،چې یو د بل کړنې وڅاري.
*پر نېکیو امر په ټولنه کې د تقوا د نيمګړتياوو جبران دى.
*پر نېکیو امر د ټولنې د پرمخګ او له بدیو منع د ټولنې د راپرځېدو مخه نيسي.
*پر نېکیو امر د ټولنې د وګړيو د حقوقو ساتندوى دى.
*پر نېکیو امر د پياوړتيا نښه ده او بې غږه ټولنه،مړه ټولنه ده او چوپ وګړي يوازې ساه اخستونکي جمادات دي.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د ديني غيرت،د مسئوليت ننګېرنه – احساس او د خلکو ستونزې خپلې ستونزې ګڼل دي .
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د روحي او خپرېدونکیو ګناهونو پر وړاندې يو ډول ډال دی.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع يو ډول ټولنيز نظم دى؛يعنې د ټولنې د ګټو لپاره خپلې شخصې غوښتنې محدودول؛يعنې په واقع کې د قانون ماتوونکيو خلکو کابو کول دي.
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د ودې نښه ده، حضرت لوط ګناه کارې ډلې ته وويل :
((أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ(هود/۷۸)آيا په تاسې کې يو رشيد انسان شته،چې ستاسې د ګناهونو مخنيوې وکړي؟ ))
*پر نېکیو امر او له بدیو منع د ټولنې د دننني ستونزو هواروونکې او له بهرني دښمن سره د چمتوتيا نښه ده.
په حديث کې راغلي : تر ټولو غوره ملګرى دې هغه دى،چې د ګناه پر مهال دې مخه ونيسي او تر ټولو بد ملګرى دې هغه دى،چې يادونه (تذکر) درته و نه کړي .
د امام صادق د خولې وینا ده : زما غوره ملګرى هغه دى، چې نيمګړتيا مې راډالۍ کړي . (کافي ۲/ ۶۳۹)
په روايتونو کې راغلي: د مؤمن تل خپلو چارو ته پام وي؛يعنې له ځان سره حساب کتاب کوي.
هو د زړه سره! که موږ ځان له دننه او خلک مو له بهره وڅاري او داسې حکومت ولرو، چې خلک له بديو منع کړي او نېکيو ته يې راوبلي؛نو تر ټولو غوره خلک به يو.
قرآن کريم وايي :
((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ(ال عمران/۱۱۰)
﴿۲۲﴾ ((وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ = او زه ولې هغه څوك و نه لمانځم،چې زه يې پيداكړى يم؟او يوازې د هغه پر لور ورګرځول كېږئ؟! ))
﴿۲۳﴾ ((أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلاَ يُنقِذُونِ = ايا زه د هغه پر ځاى نور معبودان غوره كړم،كه لوراند (خداى) وغواړي،چې (ما ته) څه زيان ورسوي (؛نو) سپارښت يې له ما څه (عذاب) لرې کولاى نشي او نه به ما وژغوري .))
﴿۲۴﴾ ((إِنِّي إِذًا لَّفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ = كه داسې مې وكړل؛نو بېشكه چې زه به څرګند بې لارې يم . ))
﴿۲۵﴾ ((إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُون = (له همدې امله) په حقيقت کې ما ستاسې پر پالونكي ايمان راوړى؛ نو زماخبرو ته غوږ كېږ دئ.))
﴿۲۶﴾ ((قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ = (په پاى كې يې هغه شهيدكړ او) هغه ته وويل شول: ((جنت ته ننوځه.)) ويې ويل: (( كاشكې زما قوم پوهېداى،))
﴿۲۷﴾ ((بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ = چې پالونكي مې وبښلم او په عزتمنو كې يې وشمېرلم!))
ټکي :
*روايتونه وايي : هغه انسان،چې د “انطاکيه” ښار ته د الهي استازيو ملاتړ ته ته راغلى و “حبيب نجار” و،چې ورته د “يس خاوند” هم ویل شوى دى او په دې لار کې شهيد شو او د آل فرعون د مؤمنینو په کتار کې وشمېرل شو،چې له موسی علیه السلام څخه يې ملاتړ کړى و. (د مجمع البیان او نورالثقلین تفسیرونه)
*نن د انطاکيه ښار د حلب او اسکندريه په منځ کې پروت دى او د ترکيه په خاروه کې دى او د بيت المقدس تر ښار وروسته د مسيحيانو د پام وړ دوىم ښار دى.
پيغامونه :
١ _ هغوى چې د خپل خداى بندګي نه کوي، د وجدان په نياوتون -محکمه کې محکوم دي . (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ)
٢ _ د ځان مخاطبول پر نېکیو د امر او له بدیو د منع يوه لار ده. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ)
٣ _ له خدایه نمښته- منکرېدل او شرک رټل شوي دي؛نه پر خداى ايمان او خدای پالنه. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي)
٤ _ نورو ته د تبليغ يوه لار داده،چې خپلې سولیزې – منطقي ګروهې ورته بيان کړئ. (وَمَا لِي لاَ أَعْبُدُ الَّذِي…)
٥ _د عبادت يوه فلسفه د نعمت له څښتنه مننه ده. (الَّذِي فَطَرَنِي)
٦ _ د توحيد او بندګۍ سرچينه معاد ته پام دى. (فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٧ _مړينه د ژوند پاى نه؛بلکې خداى ته ورستنېدل دي. (إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٨ – پرتلنه د روزنې غوره لار ده. زه خداى پېدا کړې يم؛خو بوتان راته هیڅ ګټه نه لري. (فَطَرَنِي، لاَّ تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ)
٩ _ بې له خدايه څوک څه هم نشي کړاى. (مِن دُونِهِ. لاَّ تُغْنِ)
١٠ _کومې سختۍ،چې انسان ویني د خداى په اراده او د هغه د رحمت په مدار کې دي . (إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ)
١١ _خداى ته د مخ کولو لپاره دا بسیا ده،چې سخت او فوق العاده شرايط ځا ته انځور کړئ. (إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ)
١٢ _ د خلکو د عواطفو د نه ټکنېدو په موخه تل د ځان په باب مثال راوړئ . (إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَن بِضُرٍّ)
١٣ _کله د ناپوهۍ لامل پټ نه وي؛بلکې ښکاره وي؛لکه بوت لمانځنه . (ضَلاَلٍ مُّبِينٍ)
١٤ _د څرګندې بې لارۍ پر وړاندې بلاغ مبین او ښکاره بلنه په کار ده. (ضَلاَلٍ مُّبِينٍ)
١٥ _ د تبليغ غوره لار عمل دى. (إِنِّي آمَنتُ)
١٦ _ پر نېکیو د امر او له الهي مشرانو د ملاتړ په لار کې شهادت پخوانۍ مخینه لري. (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ)
١٧ _ د شهادت او جنت تر منځ واټن نشته. (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ)
١٨ _ الهي انسانان ان تر مړينې وروسته هم د خلکو د ښیون – هدايت په فکر کې وي. (يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ)
١٩ _ برزخي ژوند او جنت تر ژمن شوي – موعود جنته مخکې دي. (قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ)
٢٠ _ شهادت د مغفرت لامل دى. (بِمَا غَفَرَ لِي)
٢١ _لومړی تېرېدنه او بښل (مغفرت) دي او بیا کرامت دی (غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ) [خداى لومړی انسان بښي او بيا ورته د خپل رحمت تر څنګ ځاى ورکوي.]
﴿۲۸﴾ ((وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِنْ جُندٍ مِّنَ السَّمَاء وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ = او د هغه (تر شهادت) وروسته موږ له اسمانه پر قوم يې كوم لښكر راونه لېږه او (هېڅكله زموږ دود او سنت دا نه و،چې) لښكرې ولېږو . ))
﴿۲۹﴾ ((إِن كَانَتْ إِلاَّ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ = (؛بلكې عذاب خو يې )يوه (اسماني) كړيكه وه؛نو ناڅاپه مړه ساړه سمخ (پراته) وو.
ټکي :
*تېرو آيتونو د هغه انسان کيسه بيان کړه،چې يوازې يې غږ پورته کړ او د الهي پېغمبرانو ملاتړ شو او په دې لار کې شهيد شو. دا آيت د هغو کفارو سخت عذاب بيانوي،چې انبياء يې دروغجن وګڼل او دا الهي انسان يې ووژاه.
((خامد)) له خمود څخه اخستل شوى دى،چې د اور د لمبې د مړې کېدو په مانا دى او دلته ترې مراد هلاکت او مړه کېدل دي .
پيغامونه :
١ _ پرښتې د خداى د قهر او رحمت مامورانې دي او راتلل او نه راتلل يې د خداى په امر دي . ( َمَا أَنزَلْنَا…. جُندٍ مِّنَ السَّمَاء)
٢ _ الهي قهر ناڅاپي وي پام مو اوسه. (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
٣ _ کله د يو بې ګناه مؤمن،مجاهد او ديني عالم دروغجن ګڼل او وژل يې د يوې سيمې د هلاکت لامل ګرځي. (هُمْ خَامِدُونَ)
٤ _ هغه ځواکونه،چې پرون یې صالحان کړول او وژل (لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ )، نن تس نس شول. (هُمْ خَامِدُونَ)
٥ _ خداى چې اراده وکړي؛نو هر څه غلي کولاى شي. (هُمْ خَامِدُونَ)
﴿۳۰﴾ ((يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون = او پر(دې) بندګانو افسوس،چې (لارښوونې ته) يې هر استازى راغلى(؛نو) ټوکې او ملنډې يې ورپورې پرې کړي دي . ))
پيغامونه :
١ _ يو انسان چې کړاى شي د حق په ملاتړ او د پېغمبرانو په لاروۍ ځان نېکمرغه کړي(جَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ)؛نو د ښاڅمنۍ – غرور او ځېل له امله ولې ځان پر عذاب ککړوي. (يَا حَسْرَةً…)
٢ _ تر دې به بل ستر افسوس وي،چې د ښاڅمنۍ او ځېل له امله پر ځان د لارښوونې لارې بندې کړي. (يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ)
٣ _ د تاريخ پر ترخو پېښو ځان پوهول انسان راویښوي. (يَا حَسْرَةً…. مَا يَأْتِيهِم)
٤ _ پر پېغمبرانو ملنډې وهل په تاريخ کې د کفارو همېشنى چار و. (كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون)
٥ _ پر ټولو پېغمبرانو ملنډې وهل شوي دي. (مِّن رَّسُولٍ)
٦ _ پر پېغمبرانو ملنډې د تلپاتې او ستر افسوس لامل دی . (يَا حَسْرَةً… )
﴿۳۱﴾))أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنْ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ = ايا نه يې دي ليدلي،چې موږ ترې مخكې څومره ډېر قومونه (د ګناهونو له امله يې) هلاك كړي،چې هغوى د دوى خواته راستانه نشول ؟!))
﴿۳۲﴾ ((وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ = او څوك به پاتې نشي؛خو داچې ټول به (د قيامت پر ورځ) زموږ پر وړاندې حاضر كړاى شي . ))
ټکى :
*”قرن” هم اوږد وخت ته ويل کېږي او هم هغو خلکو ته چې په يو وخت کې يې ژوند کاوه. (نمونه تفسیر)
پيغامونه :
١ _ پر هغوى بايد نيوکه وشي،چې په تاريخ کې څېړنه نه کوي او عبرت ترې نه اخلي. (أَلَمْ يَرَوْا)
٢ _ په تاريخ کې الهي سنتونه ثابت دي،برخليکونه سره ورته والى لري او د يوې نندارې ليدل بلې ته بېلګه کېداى شي. (أَلَمْ يَرَوْا…)
٣ _ د تاريخ لوستل مجرمانو ته ګواښ او حق غواړيو ته ډاډ دی. (أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا)
٤ _ پر پېغمبرانوملڼدې وهل د هلاکت لامل دى.( كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِؤُون… أَهْلَكْنَا)
٥ _ چې الهي عذاب راورسېد؛نو د جبران موقع تللي وي؛ نو له همدا اوسه خپل وخت بېځايه مه تېروئ. (أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لاَ يَرْجِعُونَ)
٦ _ د کفارو هلاکت يې د کار پاى نه؛بلکې دعذاب پيل دى. (لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ)
٧ _ ټول خلک به د قيامت پر ورځ يو ځاى راټولېږي. (كُلٌّ…. جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ)
﴿۳۳﴾ ((وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ = او هغوى ته مړاوې [/شاړه] ځمكه يوه نښه ده،موږ هغه راژوندۍ كړه او موږ له هغې(د خوړو) دانې راوايستې، چې دوى يې خوري . ))
ټکي : *په تېر آيت کې مو ولوستل،چې ټول خلک به د قيامت پر ورځ راژوندي شي او خداى ته به ورحاضر شي،دا آيت د پسرلي موسم او د بوټيو زرغونېدل د معاد او د مړيو د راژوندي کېدو دليل بولي .
*د بوټيو له دانو د انسان او څارويو د خوړو او په صنعت کې په درمل او رنګ جوړولو کې ګټنه کېږي. (تفسیر نمونه)
پیغامونه :
١ _ هر مړى،چې د قيامت پر ورځ له قبره راپاڅي،مثال يې د هغې دانې په څېر دی،چې بوټى ترې رازغونېږي. (وَآيَةٌ لَّهُمُ)
٢ _ د خپلې خبرې د حقانيت اثبات ته پر بېلګو استدلال وکړئ. (وَآيَةٌ لَّهُمُ)
٣ _خلکو ته تر ټولو غوره دلیل هغه دى،چې تلپاتې، عمومي،نانټی – غير قابل انکار، ساده او د هر ځاى وي. (وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ)
٤ _ مخلوقاتو ته ځيرتيا پر معاد د ايمان غوره لار ده. (الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا)
٥ _ ژوند،پسرلى او د بوټو رازرغونېدل د توحید تر ټولو غوره بېلګې دي. (َحْيَيْنَاهَا)
٦ _ د انسان د خوراک يوه مهمه برخه د بوټيو دانې دي،چې ورته ځيرتيا د خداى پېژندنې غوره لار ده. (وَآيَةٌ…. حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ)
﴿۳۴﴾ ((وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنْ الْعُيُونِ = موږ په هغې (ځمكه)كې د كجورو او انګورو بڼونه پيداكړي دي او په هغې كې مو چينې راخوټولې دي . ))
﴿۳۵﴾ ((لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلَا يَشْكُرُونَ = چې له مېوو يې وخوري، حال دا چې لاسونو يې دا نه دي جوړې كړي؛نو ايا هغوى (د خداى ددې نعمتونو) شكر نه کاږي ؟! ))
ټکي :
*په مېوو کې په قرآن کې تر ټولو زيات د انګورو او کجورې نوم راغلى او دا کېداى شي د هغوى د عذايي ونډې له کبله وي يا دا چې په هر ځاى کې شته يا د تنوع لپاره او يا دا چې له وچې او لمدې دواړو يې ګټنه کېږي.
*”نخیل” د “نخل” جمع ده او “اعناب” د “عنب” جمع ده، چې دا دواړه ویی – کلمې د جمع په بڼه بيان شوي دي؛ځکه انګور او کجورې دواړه ډېر ډولونه لري.
*د کجورې په هکله يې د کجورې د ونې “نخیل” نوم راوړى دى او کېداى شي ددې لپاره وي، چې د دې ونې هر څه پکار راځي .
*کېدای شي په ((وَمَا عَمِلَتْهُ)) کې ((ما)) “موصوله” وي او يا “نافيه”؛يعنى داچې بشر پکې لاس نه لري. (تفسیر نمونه)
پیغانونه :
١ _ په خوړو کې لومړۍ ونډه د حبوباتو او دانو ده او بيا د مېوو. (أَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا… جَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ)
٢ _ د مېوو او ونو پيداېښت د انسان لپاره دی . (لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ)
٣ _ د نعمتونو پر وړاندې د انسان دنده شکر او پېژندنه ده. ( خداى ځمکه راژوندۍ کوي،بوټي او ونې يې انسان ته پېدا کړي،چې ویې خوري او شکر وکړي) (لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ… أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
٤ _ قرآن هم له مېوو د ډول ډول څيزونو جوړل مني. (وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ)
٥ _ د نعمتونو بيانول په انسان کې د شکر رښتنې روحيه راژوندۍ کوي. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
٦ _ ناشکره انسان د خداى هم نه دى خوښ . (أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
﴿۳۶﴾ ((سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ = پاك دى هغه (خداى)، چې د هرڅه جوړې يې پيداكړي دي،که هغه ځمکه راټوکوي يا پخپله د دوى له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو،چې دوى يې لا نه پېژني.))
ټکى :
*د قرآن له علمي معجزو ځنې يوه یې ټولو څيزونو ته د جوړې د قانون بيان دى. بوټي، انسانان او څه چې خلک ترې په خپل وخت کې خبر نه ول او نن ترې خبر دي، د قرآن د نزول په وخت کې خلک يوازې د کجورو له جوړې خبر ول؛خو نن جوته شوې،چې په ګردعالم کې د زوجيت قانون عموميت لري ان جامدې ذرې هم له دوو برخو جوړې شوې دي .
پيغامونه :
١ _ شکر مو د ودې نښه ده؛ګنې خدای خو مو شکر ته اړتيا نه لري. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ سُبْحَانَ الَّذِي)
٢ _ په مخلوقاتو کې د زوجيت قانون د خداى په اړه نه دى، هغه ایکي يو او بې څارى دى. (سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ)
٣ _ پېدا کول او پېدا شوي د خداى د ځواک،ارادې او حکمت نښه ده؛نه د هغه د اړتيا او تړاو نښه. (سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ)
٤ _د دانې او مېوې پېدا کېدل هم د زوجيت د قانون له مخې دي. (مِن ثَمَرِهِ… خَلَقَ الْأَزْوَاجَ)
٥ _ په هستۍ کې داسې ژوي شته،چې د زوجيت بڼه يې لا بشر ته جوته شوې نه ده. (خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا… مِمَّا لَا يَعْلَمُونَ)
﴿۳۷﴾ ((وَآيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ = هغوى ته (د خداى د عظمت) يوه بله نښه شپه (هم) ده، چې ورځ ترې (د څرمن په څېر) راباسو؛نو ناڅاپه پرې تيارې راخپرې شي؛))
﴿۳۸﴾ ((وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ = او لمر (هم هغوى ته يوه نښه ده چې) د ځواکمن (او) پوه (خداى) د حساب له مخې پر خپل ټاکلي لار (مدار) روان دى .))
﴿۳۹﴾ ((وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ = او موږ سپوږمۍ ته پړاوونه ټاكلي دي، تردې چې (له هغو په تېرېدو) هغه د خرما د يوې زړې وچې او كږې شوې څانګې په څېر وګرځي . ))
﴿۴۰﴾ ((لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ = نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځې مخكې كېداى شي او دا هر يو په خپل مدار كې لامبو وهي . ))
ټکي :
*”عرجون” د کجورې د وږي هغې برخې ته ويل کېږي،چې په ونې پورې نښتې ده او تر څه مودې وروسته کږېږي او د قوس شکل پیدا کوي . چې کله سپوږمۍ له اته ويشتو منزلونو واوړي؛نو نرۍ ژېړه کم رنګې شي او د کجورې د ژېړ شوي ښاخ په څېر شي. په زړه پورې خو داده،چې سپوږمۍ په روښانه شپو کې د قوس په بڼه وي،چې دواړه سرونه يې مخ پورته وي او په وروستو شپو کې سرچپه وي؛ يعنې مخ په لاندې وي او د کجورې د ونې د ښاخ په څېر شي.
د لمر حرکت،د ورځې او شپې پيداېښت،په سپوږمۍ کې بدلونونو،په اسمان کې د کراتو لامبو وهلو،د کراتو مدارونو، په منځ کې یې د اصطکاک نشتوالی او بشپړ نظم ته د خلکو پام را اړول پردې سربېره،چې د پوه او وسمن خالق نښې دي؛بلکې ددې نښه هم ده،چې اسلام د ستوریو- نجوم پوهنې ته هم پاملرنه کړې،چې د تاريخ په اږدو کې یې پوهانو ته د څېړنې او پلټنې مناسبه لار هواره کړې ده .
*په دې دوو آيتونو کې د کال لمريز او سپوږميز نظام ته اشاره شوې ده .
*د ځمکې،لمر او لمریز نظام حرکت دومره دقيق دى، چې ان د نوي کال د راننووتو ثانيې هم اعلاموي ان د سلونو راتلونکيو کلونو هم .
*ټوله هستي خوځنده ده،ځمکه له لمر څخه چورلي او ترې فصلونه او کلونه منځ ته راځي او ځمکه او لمريزه منظومه او د اسماني کراتو ټولګه په يوه ټاکلي چورلیځ – محور کې خوځي،چې ستورپوهان دې ټکي ته د “دوګا” ستورى وايي.
پيغامونه :
١ _ شپه د الهي حکمت او ځواک نښه ده. (آيَةٌ لَّهُمْ اللَّيْلُ) (چې د شپې تورتم شي؛نو د رڼا د ارزښت پته لګېږي)
٢ _ په ټول تاريخ کې ثابت او نه بدلېدونکې کړلار د ګڼګر – حسابوونکي،حکيم او عليم خداى پر شتوالي دلالت دی . (ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ)
٣ _ د شپې او ورځې پيداېښت تصادفي نه؛بلکې د خداى کار دى. (نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ)
٤ _ د لمر او سپوږمۍ د حرکت مدار داسې جوړ شوى، چې کله هم یو له بل سره ټکر نه کوي او د ورځې او شپې په راتلو کې هيڅ بې نظمي نه راځي . (لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ)
٥ _ يو لید وايي، چې لمر ثابت دى؛خو قرآن وايي،چې لمر روان دی او هغه هم پر خپلې ټاکلې لار . (تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا)
٦ _ د هستۍ په واکمن نظم کې څوک هم بې نظمي نشي راوړاى . (تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ)
٧ _ د قرآن تشبيهات نه زړېدونکي دي،په يو وخت کې يې سپوږمۍ د کجورې د څانګې له قوس سره تشبيه کړې ده. (عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ)
٨ _ د لمريز نظام ټول کُرات په خپل مدار کې په حرکت کې دي (كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ) او دا کُرې په خپل مدار کې چټک حرکت کوي. (يَسْبَحُونَ) (؛يعنې تېزه لامبو)
﴿۴۱﴾ ((وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ = او هغوى ته (د پالونكي د عظمت) يوه (بله) نښه دا هم ده،چې موږ يې (نيكونه يا) ځوځات (له وسايلو او بارونو) په ډكه بېړۍ كې سپاره كړل . ))
﴿۴۲﴾ ((وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ = او موږ ورته د هغې په څېر داسې څيزونه پيداكړي، چې پرې سپرېږي . ))
﴿۴۳﴾ ((وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ = او كه وغواړو؛ نو ډوب به يې كړو،چې هېڅوك به يې نه چغه واوري او نه به وژغورل شي؛ ))
﴿۴۴﴾ ((إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَى حِينٍ = خو موږ يې په خپلې لورنې (نه ډوبوو او پورېباسويې) چې تر يوې ټاكلې نېټې (مرګ) پورې (له دې ژونده) ګټه واخلي . ))
ټکي :
*په قرآن کې بېړۍ او څاروى په څو ځايونو کې د نعمت په نامه اوڅار – مطرح شوي؛خو دلته د وړوو د يوې وسيلې په توګه راغلې،چې انسان په عقل او عاطفه الهي نعمتونه درک کړي. (حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ)
*همدا نن که د تېلو،بارونو،غنمو او د خوراکي توکیو بېړۍ په سمندرونو کې حرکت ونه کړي؛نو د بشر ژوند به پر ټپه ودرېږي،پردې سربېره د سمندر له لارې وړل راوړل درنو توکیو ته تر ټولو ارزانه لار ده .
*په تير آيت کې په اسمان کې د کُراتو حرکت وويل شو او په دې آيت کې په سمندر کې د بېړۍ حرکت وويل شو؛يعنې د دوى حرکتونه سره ورته والى لري .
*نه ښايي انسان په خپلو وسمنيو پیسمن – مغرور شي ؛ ځکه ډېر زيان منوونکى دى او خدای یې یوازېنى پناه ځای دی. ګورئ چې نن بشر له دې ټولو پرمختګونو سره سره له طبيعي پېښو سره مقابله نشي کړای .
پيغامونه :
١ _ دا خداى دى،چې اوبه يې داسې پېدا کړي،چې انسان پرې خپلې بېړۍ وچلوي،چې دا د خدای د ځواک نښه ده.( وَآيَةٌ…. فِي الْفُلْكِ)
٢ _ سپرلۍ او د وړو وسيله د بشر د ژوند اړتيا ده،چې دا د خداى يو ځانګړى نعمت،پېرزو او د تدبر نښه یې ده. (خَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ)
٣ _ خداى ته قهر او عذاب هم اسان دى؛نو مه مغرورېږئ. (إِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ)
٤ _ که د خداى پر قهر ککړ شوئ؛ڼو څوک به دې د خلاصي نه وي؛نو ډېر د امنيت احساس په کار نه دى. (إِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ)
٥ _ کله هم په دې اند مه وسئ،چې د خلاصون لامل ماديات دي. (إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا)
٦ _ زموږ ژوند محدود دى او هر څوک اجل لري. (مَتَاعًا إِلَى حِينٍ)
﴿۴۵﴾ (( وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ = او چې كله ورته وويل شي:((له هغه څه (=الهي عذابه) ووېرېږئ،چې مخې ته مو راځي او تر شامو تېر شوي دي. ښايي پر تاسې لورنه وکړاى شي.)) ( نوځان ناګاروي)
﴿۴۶﴾ ((وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ = او هغوى ته چې د خپل پالونكي له نښو هره نښه راځي (؛نو) ورځنې مخ اړوونکي دي . ))
ټکي :
*تېرو آيتونو الهي نعمتونو ته اشاره وکړه،چې که ورته ځير شو؛ نو ټول الهي نعمتونه د الهي تدبير ښکارندوى دي. په دې آيت کې وايي: د هغوى ځېل تردې دى،چې نه له نښو عبرت اخلي او نه موعظې ته غوږ ږدي؛هغه چارې مه کوئ،چې دنيا او اخرت مو پرې خرابېږي،څو خداى مو تېر کړه وبښي او پېرزوېنه درباندې وکړي .
پيغامونه :
١ _ پر نېکیو په امر پر خلکو خپله غاړه خلاصه کړئ. (قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا)
٢ _ تقوا د الهي رحمت د زېرمې کونجي ده . (اتَّقُوا… لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)
٣ _ پر نورو د غاړه خلاصولو لپاره ورسره ډول ډول استدلالونه وکړئ. (آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ)
٤ _ د خداى نښې ډېرې دي؛خو د خلکو منل کم دي . (آيَاتِ رَبِّهِمْ.. عَنْهَا مُعْرِضِينَ) (نښه بايد وليدل شي او په خاوند پسې يې ورتګ په کار دى؛ نه داچې نښې ته شا کړو)
٥ _ځېلي کافر نه موعظه مني او نه الهي آيتونه . (كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ)
﴿۴۷﴾ ((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ = او چې كله ورته وويل شي: ((خداى چې روزي دركړې (؛نو د هغه په لار کې يې) ولګوئ ))؛نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو،چې كه خداى غوښتي واى؛نو پخپله به يې وركړي وو؟! (نو خداى غوښتي هغوى وږي وي) تاسې خو بېخي ښكاره بې لارې ياست.))
ټکي :
*هغوى چې سم ليد نه لري يا له دندو پښې سپکوي او يا داچې د خپلو ټولو کږلاريو پړه پر نورو اچوي :
١ _ کله وايي : دا د خدای پړه ده،که هغه نه غوښتل؛نو اوس به مشرک نه واى. (لَوْ شَاء اللّهُ مَا أَشْرَكْنَا) (انعام/۱۴۸) (لَوْ شَاء الرَّحْمَنُ مَا عَبَدْنَاهُم) (زخرف/۲۰)
٢ _ کله وايي: ټولنه پړه ده،که مشران مو سم واى؛نو موږ به هم مؤمنان واى . (لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ) ( سبا/۳۱)
٣ _ کله وايي :ګناه مو د نيکونو ده. (إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءنَا) (زخرف/۲۲)
*په دې آيت کې هم وايي : که په کار وه؛نو خداى به پخپله نشتمنو ته روزي ورکړې واى؛خو له دې بې خبره دي،چې خداى د نشتمنو مړول د شتمنو پر غاړه کړي دي .
*پوښتنه : ولې خداى په خپله نشتمنو ته رزق نه ورکوي، چې د نفقې ورکولو حکم ورکوي؟!
ځواب : انسان د تېرېدنې،بلهار- ايثار،سخاوت، مينې،زړه سوي،صدقې،خوږلني ،مرستې او محبت تر سیوري لاندې وده کوي؛نو که ټول خلک له يو شان نعمتونو برخمن وي؛نو نه به د دې کمالونو د ودې لپاره لارې چارې چمتو شي او نه به نشتمنو ته د زغم، زهد او قناعت لار چاره.
پيغامونه :
١ _ که دې خبرې ته مو پام وي،چې دا هر څه د خداى ورکړه ده؛نو نورو ته به په ورکړه کې لاس خلاصي شو. (أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمْ اللَّهُ )
٢ _ کفر د انفاق مخنيوى کوي . (قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا… أَنُطْعِمُ)
٣ _ کافر د خداى پر رازقوالي ملنډې وهي. (لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ)
٤ _ ځينې کنجوسان له نورو سره د مرستې نه کولو لپاره د الهي مشيت پلمه راوړي.( لَّوْ يَشَاء اللَّهُ أَطْعَمَهُ)
٥ _ انفاق د ايمان نښه ده (؛ځکه د انفاق پرېښوول د کفر نښه ګڼل شوې ده). (قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا… أَنُطْعِمُ…)
٦ _ انسان کله دومره پر کږه شي،چې کفر او کنجوسي سمه لار بولي او ايمان او انفاق کوږوالی بولي. (إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ)
﴿۴۸﴾ ((وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ = او هغوى وايي: ((كه تاسې رښتوني ياست؛ نو دا وعده (قيامت) به كله وي؟!))
﴿۴۹﴾ ((مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ = هغوى له دې پرته بل هېڅ څيز ته سترګې پر لار نه دي، چې يوه ستره (اسماني) کړيکه يې داسې ناڅاپه ونيسي،چې په دنيوي چاروكې به پر شخړو بوخت وي؛ ))
﴿۵۰﴾ ((فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَى أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ = نو (ناڅاپه به يې راګېركړي،چې ان) وصيت به نشي كولاى او نه به خپلو كورنيو ته راستانه شي . ))
پيغامونه :
١ _ کفار د قيامت د نمښتې – انکار لپاره دليل نه لري؛خو يوازې په دې پوښتنه پر قيامت ملنډې وهي،چې کله به راځي. (مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ).
٢ _ د قيامت لپاره وخت نه ټاکل په دې مانا نه دى،چې نه به راځي. (مَتَى هَذَا الْوَعْدُ)
٣ _ قيامت الهي ژمنه ده. (هَذَا الْوَعْدُ)
٤ _ کفار انبياء او مؤمنان دروغجن بولي. (إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ)
٥ _ قيامت ناڅاپه دى؛نو دا دومره غفلت د څه لپاره دى؟ (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
٦ _ قيامت تر یوې مرګڅپاڼې نندارې وروسته دى. (صَيْحَةً وَاحِدَةً)
٧ _ قيامت،چې راشي؛نو نه ژبه د سپڼ وسه لري او نه پښې د تېښتې. (فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا…..يَرْجِعُونَ) ٨ _ د دنيا پاى او د قيامت پيل به په داسې حال کې وي،چې ټول خلک به په ورځني ژوند کې بوخت وي. (تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ)
﴿۵۱﴾ ((وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَى رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ = او(بل ځل چې) په شپېلۍ كې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه به له قبرونو په منډو د خپل پالونكي (د محكمې) لوري ته ځغلي. ))
﴿۵۲﴾ ((قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ = وايي: (( پر موږ دې افسوس وي، موږ چا له خپلو خوبځايونو راپاڅولو؟! (هو) دا هغه څه دي،چې لوراند خداى يې وعده كړې او استازيو (يې) رښتيا ويلى وو.))
﴿۵۳﴾ ((إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ = يوازې يوه كړيكه به وي، چې ټول به موږ ته حاضر كړاى شي.))
ټکي :
*”اجداث” د “جدث” جمع ده،چې د قبر په مانا دى . “ينسلون” له “نسلان” څخه اخستل شوى،چې د چټک تلو په مانا دى .”مرقد”د ځاى نوم دى، چې له “رقاد” څخه اخستل شوى او د استراحتځي په مانا دى؛خو دلته ترې مواد قبر دى .
*په قرآن کې دوه ډوله په شپېلۍ کې پوکى اوڅار- مطرح شوى دى: يو د نړۍ د پاى ته رسېدو لپاره او بل د قيامت د راتګ لپاره، دلته له ((نُفِخَ فِي الصُّورِ)) څخه مطلب د دويم ځل د شپيلۍ پوکى دى،چې مړي راژوندي کېږي.
*هو زړګيه! نه مړه کول خداى ته سخت دي او نه ژوندي کول . هغه يې په يوه غږ مړه کوي او په يوه پوکي يې راژوندي کوي .
*د امام باقر وينا ده : د (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ) غونډله د قيامتوالو پرښتو خبره ده. (د نورالثقلین تفسیر)
پيغامونه :
١ _ د قيامت پيل له يو وېرونکي غږ سره دي،چې په شپېلۍ کې تر پوکي رووسته راځي. (نُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا…)
٢ _ معاد جسماني دى او بدنونه له همدې قبرونو راپاڅي. (مِّنَ الْأَجْدَاثِ …. يَنسِلُونَ… بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا)
٣ _ د قيامت پر ورځ د انسانانو راژوندي کېدل ډېر ژر او اسان دي. (نُفِخَ فَإِذَا هُم…)
٤ _ د قيامت پر ورځ په تګ کې تلوار د خلکو د وېرې نښه ده. (يَنسِلُونَ)
٥ _ قيامت د کفارو د حسرت ورځ ده. (يَا وَيْلَنَا)
٦ _ قيامت د راويښېدو او د دادښت- اقرار او منښتې- اعتراف ننداره ده. (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ)
٧ -_ قيامت او حساب و کتاب د خداى د لوراندوالي لازمه ده. (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ)
٨ _ کفار به پر هغه ورځ هغه څه وويني،چې په دنيا کې ترې منکرېدل ( په دنيا کې همداچې د رحمن نوم به واخستل شو؛ نو ویل يې: (وَمَا الرَّحْمَنُ) (فرقان/۶۰) خو ور به شي،خبر به شي. (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ)
٩ _ د قيامت پر ورځ به ټول خلک يوځاى حاضر شي. (جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ)
١٠ _قيامت ته حاضرېدل زموږ په واک کې نه دي. (مُحْضَرُونَ)
﴿۵۴﴾ ((فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ = (او ورته ويل كېږي) نن به پر چا د ذرې هومره تېرى ونشي او څه مو چې كړي، يوازې بدله يې دركول كېږي . ))
پيغامونه :
١ _ خداى دادمل،نیاومن- عادل دى او د قيامت ورځ د خداى د سماو-عدل ورځ ده. (فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ) (ان تر ټولو سخت عذاب هم د نیاومنۍ –عادلانه له مخې دى)
٢ _ په دنيا کې مو کړه د قيامت پر ورځ دعذاب او ثواب بنسټ دى. د يوې ذرې هومره به پر چا ظلم ونشي. (مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ)
﴿۵۵﴾ ((إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ = په رښتيا نن جنتيان (د خداى له نعمتونو( په خوندونو اخستو بوخت او خوشحاله دي))
﴿۵۶﴾ ((هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ = هغوى او مېرمنو يې(د جنتي ماڼيو او ونو)په سيورو كې پربالښتونوتكيه كړې ده . ))
﴿۵۷﴾ ((لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ = هغوى ته هلته (هر ډول) مېوې شته او څه چې وغواړي ورته (چمتو) دي؛))
﴿۵۸﴾ ((سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ =(پرتاسې) سلام،(دا) د لورين پالونکي له لوري خبره ده . ))
ټکي :
*((شُغُلٍ)) هغه چار دی،چې انسان يې بوخت کړى وي او دلته په تنوین او په اصطلاح کې نکره راغلې ده او دهغې بوختیا په مانا ده،چې بېخ او ژوروالې يې نامعلوم او نه ستاینېدونکي وي .((فَاكِهُونَ)) له ((فکاهه)) اخستل شوى ،چې د خوشحالونکې خبرې مانا ورکوي. ((ْأَرَائِكِ)) د ((اريکه)) جمع ده،چې د واده د شپې د زلمي او ناوې تيار شوي تخت ته وايي .
*په جنت کې له هر اړخه سلام وي :
خداى پر جنتيانو سلام وايي: (سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) پرښتې سلام وايي : (وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ سَلاَمٌ عَلَيْكُم) (رعد/۲۳)
جنتيان هم پر يو بل سلام وايي: (وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ) (یونس/۱۰)
پيغامونه :
١ _ په جنت کې بېکاري نشته (أَصْحَابَ الْجَنَّةِ فِي شُغُلٍ) په جنت کې د فراغت وخت بې موخې نه دى؛بلکې د الهي نعمتونو تر سیوري لاندې جنتيان خوشحاله کېدونکي بوختياوې لري .
٢ _ په جنت کې غم او خپګان نشته. (فَاكِهُونَ) ( د جنتيانو زړه آرام وي او هېڅ ډول غم نه لري)
٣ _ ښه ورهڼه او دنده هغه ده، چې انسان ترې خوښ او پکې خوشحاله وي. (شُغُلٍ فَاكِهُونَ)
٤ _ په جنت کې بې مرګه ژوند، بې رنځه روغتیا، بې زړښته ځواني ،بې ذلته عزت،بې محنته نعمت، بې فنا پایښت او بې غمه خوشحالي ده. (فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ)
٥ _ په جنت کې کورنی غونډال- نظام نه شيندل کېږي او يوازېتوب پکې نشته. (هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ)
٦ _ جنتي هستوګنه زړه خوښې او ارامه ده .( فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ)
٧ _ پر تخت او چوکۍ ناسته پر ځمکې تر ناستې ښه وي. (عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِؤُونَ)
٨ _ په جنت کې تر ټولو غوره خواړه وي . (لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ) (فاکهه د نکره په بڼه راغلې،چې د دې نښه وي،چې هلته په ډېرو ښو مېوو د انسان مېلمستيا کېږي)
٩ _ په جنت کې محدوديت نشته. (وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ) (يدعون په دې مانا دى،چې څه غواړي ورته راوړل کېږي او هېڅ ارمان پر زړه نه پاتې کېږي.)
١٠ _ معاد جسمانى دى. ( مېوه، مېرمن او تخت په دې مانا دي، چې په قيامت کې به هم له همدې جسم سره ژوند کوو)
١١ _ د توکیزو هڅونو تر څنګ اورایزې هڅونې هم پکار دي. (فَاكِهَةٌ… سَلَامٌ)
١٢ _جنت هغه ځاى دى،چې خداى درباندې سلام وايي او درڅخه خوښ دى. (سَلَامٌ قَوْلًا مِن رَّبٍّ رَّحِيمٍ) ( د خداى رحمت يوازې په دنيا کې نه؛بلکې په قيامت کې هم وي)
١٣ _ د جنتيانو تر ټولو ستره هيله پر هغوي د خداى سلام دى. (وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ سَلَامٌ…)
﴿۵۹﴾ ((وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ = او(ورته ويل كېږي) مجرمانو! نن (له نېکانو ) بېل شئ! ))
﴿۶۰﴾ ((أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ = د آدم اولادې! ايا ما له تاسې سره تړون نه و كړى، چې شيطان مه لمانځئ؛(ځكه) چې هغه مو ښكاره دښمن دى؟!))
﴿۶۱﴾ ((وَأَنْ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ = او دا چې ما ولمانځئ، چې دا سمه لار ده؟! ))
﴿۶۲﴾ ((وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ = او په يقين چې هغه له تاسې ډېرى بې لارې كړل،ايا نوعقل مو نه و كارولى؟! ))
ټکي :
*د ګناهکارانو او نېکانو بېلتون د الهي نیاو-عدل د قانون له مخې دى،چې ويې ويل: ((أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُونَ(سجده/۱۸)
* اوکېداى شي یو له بله د مجرمانو بېلېدل او يوازې کېدل او د بېلتانه پر درد اخته کېدل وي؛لکه په دنيا کې انفرادي زندان، چې مجرمان هر يو په يوه خونه کې اچول کېږي .
*د ((عهد)) ټکى،چې کله هم له ((الى)) سره راشي؛نو د سپارښتنې مانا ورکوي.
*يوازې ځينو مؤمنانو پر الهي سپارښتنې عمل کړى دى. (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ) (احزاب/۲۳)
*((جِبِلًّا كَثِيرًا )) هغو ډېرو خلکو ته ويل کېږي، چې د غره په څېر ستريا ولري. (مفردات راغب)
*له شيطان لمانځنې موخه شيطان ته غاړه ایښوونه ده؛لکه څنګه چې په حديث کې راغلي: چا چې په ګناه کې چا ته غاړه کېښووه؛نو د هغه بندګي يې کړې ده. (وسایل ۱۸/ ۷۹)
پيغامونه:
١ _ قیامت د پرېکړې او يو له بله د مجرمانو د بيلتون ورځ ده. (وَامْتَازُوا الْيَوْمَ)
٢ _ قيامت د مجرمانو د رټلو ورځ ده. (أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ)
٣ _ الهي عذاب تر غاړه خلاصونې وروسته دى.( أَلَمْ أَعْهَدْ)
٤ _ انسان يا د خداى بنده دى او يا د شيطان. (لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ … اعْبُدُونِي)
٥ _ د شيطان دښمني ښکاره دښمني ده. (عَدُوٌّ مُّبِينٌ)
٦ _ هغه نېغه لار،چې په ټولو لمونځونو کې يې له خدايه غواړو،(اهدِنَا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ )هماغه خداى لمانځنه ده.
٧ _ د عبادت تر تر ټولو ستره فلسفه په ژوند کې د سمې لارې ټاکنه ده. (اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ)
٨ _ د غولېدونکيو له برخليکه عبرت اخستل پکار دي. (أَضَلَّ…. جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)
٩ _ د شیطان د غولونکیو په تریخ برخلیک کې انده – اندیشه د شیطان له لومو او وسوسو د ژغورنې لار ده.( أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)
١٠ _ هغوى بايد ورټل شي،چې خپل اند او عقل نه کاروي. (أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)
*پوښتنه : آيا شيطان شته؟
ځواب: د شيطان په شتون کې هيڅ اړنګ- شک نشته؛ځکه هم خداى يې د شتون په باب خبر راکړى او هم هر څوک چې خپل ژوند ته پام وکړي؛نو پوه به شي،چې شيطان ورته وسوسې وراچولي دي او له دې لارې کړای شي د شيطان پر شتون ځان پوه کړي؛يعنې چې کله غواړو په پوره ډاډمن زړه لمونځ وکړو؛خو نه يې شو کړاى؛نو دا په دې دليل دى،چې له موږ پرته يو بل مخالف هم شته،چې خداى ته مو له پامه مخنيوى کوي .
*پوښتنه: خداى ولې شيطان پېدا کړ؟
ځواب: شیطان هم د نورو موجوداتو؛لکه انسان، پرښتې او پېريانو په څېر يو موجود دی، چې د خداى پر عبادت بوخت و؛خو په يو الهي ازمېښت کې يې د خداى له فرمانه سرغړونه وکړه او د توکمپالۍ د حس له امله یې د خدای امر ته غاړه کېنښوه،ویې ویل : زه له اوره جوړ شوى یم او انسان له خاورې. د لویۍ ، تعصب او کينې له امله نه يوازې د خداى فرمان يې پلى نه کړ او د دې پر ځاى،چې توبه وکاږي او بښنه وغواړي؛نو پر خداى يې نيوکه هم وکړه. خبره دا ده، چې خداى هغه بد نه و پېدا کړى؛بلکې شيطان بدعمل و کړ او سره له دې،چې کړاى يې شول توبه وباسي؛خو له خدایه يې د خلکو د بې لارې کولو لپاره اوږد عمر وغوښت. خداى هم يا د هغه د پخوانيو عبادتونو د ثواب په پار او يا د انسان د ازمېښت په پار مهلت ورکړ او د شيطان د وسوسو پر وړاندې يې د پېغمبرانو په رالېږلو انسان سمبال کړ او د انسان د تېروتنو پر وړاندې یې د توبې ور پرانستى پريېښود.
*پوښتنه: ايا شيطان او ابليس يو دی، که دوه بېل موجودات دي ؟!
ځواب : ابليس د هماغه موجود نوم دى،چې د خداى د فرمان پر وړاندې يې سروغړونه وکړه؛خو د شيطان ټکى هغه ته خاص او ځانګړى نه دى او بې له هغه نورو ته هم ويل کېږي . د ساري په ډول : په روايتونو کې زيان رسوونکيو موجوداتو ته او په قرآن کې ځينو انسانانو ته هم شيطان ويل شوى دى.
*پوښتنه: د شيطان سياست څه دى؟
ځواب: په قرآن کې به مو د ((خطوات الشيطان)) ټکى ليدلى وي،چې دا ویی – کلمه د ((خطوه)) جمع ده،چې د قدم په مانا ده . د شيطان سياست هم قدم په قدم پرمختګ دى، د ساري په ډول : لومړى انسان کتو ته رابولي او څيز ورته ښه ښکاره کوي، په بل قدم کې يې فکر ته ورننوځي او بل قدم د عمل قدم وي .
ډېرې ګناهګانې له ټوکو پيلېږي. ډېرې غلاګانې له ارزانه توکیو پيلېږي او غټو غلاګانو ته رسي.
حضرت علي د نهج البلاغې په يوه خطبه کې وايي: شيطان لومړۍ هګۍ اچوي ((فباض)) بيا چورګړي ترې راوځي ((وفرخ)) بيا ګرځي((ودب)) او وروسته د خلکو په لمنو کې وده کوي(( درج فى حجورهم)) تردې ځايه رسي، چې کتل او خبرې يې هم شيطاني کېږي .
*قرآن او روايتونو د شيطان لومې راښوولي دي :
حرام رزق، شراب،جواري، ډنډورې، تفرقه، له نا اهله انډيوالانو سره ناسته که دا انډېال ګاونډى وي، ښووند- ښوونکی وي، زده کړیال وي که پېسمني – غرور او بېځايه هيلې. ښایي وویل شي : د شيطان د راننووتو تر ټولو ستر ورونه سترګې،غوږونه، ژبه او شهوت وي. يوه ننداره لیدل، يوه ډنډوره او يا باطله خبره اورېدل او يا د يو ټکي په ویلو او جنسي کاميابۍ ته رسېدل نورو ژورو او خطرناکو وسوسو ته لار پرانځي؛البته شيطان د سپي په څېر دى، چې د کور پر خاوند برید نه کوي. خداى ابليس ته وويل : (( إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ(حجر/۴۲)= ته مې پر مخلصو ( سوچه) بندګانو واک نشې کړای. )) ستا نفوذ يوازې پر پرديو دى؛لکه سپى، چې پر پرديو وردانګي.
*پوښتنه: له دې دومره شیطاني وسوسو سره د بشر ګناه څه ده؟
ځواب : په قرآن کې وايو:
((وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم مَّا أَنَاْ بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَآ أَشْرَكْتُمُونِ مِن قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(ابراهیم/۲۲) =[ او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسېږي، شيطان وايي :((په حقيقت كې خداى چې تاسې ته وعده دركړه (؛نو) وعده يې رښتيا وه او ما هم درسره وعده كړې وه؛خو بې لوزي مې درسره وكړه، پرتاسې مې څه واک نه و؛ خو دا چې را و مې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛نو ځكه پرما پړه مه اچوئ، خپل ځانونه پړه وګڼئ . نه زه ستاسې ستونزو ته رسېداى شم او نه تاسې زما ستونزو ته . تاسې چې تردې مخكې زه(د خداى په چاروكې ) شريك ګڼلم، ترې منكر يم )) په واقع کې ظالمانو ته دردناك عذاب دى! ))
*پوښتنه: د شيطان د نفوذ لارې کومې دي؟
ځواب :
١ _ همداچې انسان له نورو سره د مرستې په فکر کې شي؛ نو شيطان يې له راتلونکې نشتمنۍ وېروي. (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ) (بقره/ ۲۶۸)
٢ _ همداچې د دوو تنو ترمنځ مينه وويني،هغوى جوارۍ ته کېنوي او د ګټونکي او بېلونکي کينه پکې اچوي. (إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ) (مایده/۹۱)
٣ _ همداچې انسان د واده په فکر کې شي،ورته وايي چې اوس لا وختي دى.
٤ _ همداچې وغواړي پر خپل وخت لمونځ وکړي، درته وايي، چې صبر وکړه، کېنه ستړى يې،لا وخت شته.
٥_ همداچې د توبې په فکر کې شى ،وايي: په بوډا توب کې به یې وباسه .
٦ _ کله شيطان د نوم په بدلولو انسان پر ګناه ککړوي، په ديني چارو کې بې ځايه لګښت ته ديني شعائر وايي، په کور کې بې ځايه لګښت ته پتمني او پر دوستانو پيسې لګولو ته سخاوت وايي، له خداى ،معاد او مسئوليته غفلت کوي،عیاشۍ ته دمه وايي،د مال په راټولو کې حرص ته د ژوند جوړول، چل ول ته هوښيار توب، ټګۍ برګۍ ته تدبير، نفاق ته سياست، د سپېڅلتیاوو سپکاوي ته روڼ اندي،د ښه رواجونو له منځه وړوو ته تمدن او د ملي،اندیز او ګروهیز هويت له لاسه ورکولو ته له زمانې سره همرنګي وايي .
نو دا چې په قرآن کې لولو، شيطان به کارونه (په همدې عنوانو) انسانانو ته ښکلي انځوروي (وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ) (انعام/۴۳)؛ نو مفهوم يې همدا دى.
په پاى کې وايي،چې انسان کړای شي پر خداى د توکل له لارې،د خداى په يادولو،لمانځه،له متقي دوستانو سره د نژدېوالي، د فساد د نندارو او غونډو په لرېتوب او په تاريخ کې له غولېدونکيو په عبرت اخستو ځان د شيطان له لومو خلاص کړي او که پرګناه ککړ شو؛نو پر توبه، له خدايه په بښنې او د لمونځ په کولو دې ځان پاک کړي، قرآن وايي: ((إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ(هود/۱۱۴) نېکۍ،بدۍ له منځه وړي .))
﴿۶۳﴾ ((هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ = دا هغه دوزخ دى،چې تاسې ته يې وعده دركړ شوې وه. ))
﴿۶۴﴾ ((اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ = نن د خپل كفر په سزا كې ورننوځئ (او په اور يې وسوځئ).))
ټکى :
*((اصْلَوْهَا)) له “صلى” اخستل شوى؛يعنې اور بلول، اور ته ورننووتل او پکې اوسېدل دي.
پيغامونه:
١ _ د خداى له عذابونوځنې يو یې هم د تبهکارانو رټل دي. (هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي…)
٢ _ د فکر نه کولو پايله دوزخ او بدمرغي ده. (أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ هَذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي)
٣ _ خداى څو څو ځل د جهنم وعده ورکړه؛خو کافرانو نه منله. (تُوعَدُونَ ، تَكْفُرُونَ)
٤ _ خداى پر دوزخيانو غاړه خلاصه کړې وه او تل يې ورته د دوزخ خطر ورياداوه. (كُنتُمْ تُوعَدُونَ)
٥ _ د نن عذاب د پروني کفر پايله ده. (اصْلَوْهَا بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ)
٦ _ کفار او دوزخيان به کله هم له اوره بېل نشي. (اصْلَوْهَا الْيَوْمَ)
﴿۶۵﴾ ((الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ = نن يې خولې بندوو او لاسونه يې له موږ سره خبرې كوي او پښې يې دهغوى پر كړنو ګواهي لي! ))
ټکي :
*په قيامت کې ګواهان ډېر دي؛لکه :خداى، پېغمبر، امام، وخت، ځاى، پرښتې، کړه وړه او د انسان غړي.
د پښې او لاس د نوم یادول د بېلګې لپاره دي؛ځکه په نورو آيتونو کې لولو،چې غوږونه،سترګې او زړه هم پوښتل کېږي .
((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶)= [او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))
او ان پوټکى هم ګواهي لي .هر غړي،چې هر څه کړي وي ګواهي پرې ورکوي .
*د امام باقر وينا ده: د انسان پر خلاف د غړيو ګواهي د کافرانو لپاره ده؛خو مؤمن به خپل کړنليک په ښي لاس خوشحاله واخلي او پرې به وياړي. (تفسیر نمونه)
پيغامونه:
١ _ خداى ته هر کار اسان دى . خوله، چې د ويلو وسيله ده، بندوي او پښې او لاسونه پر خبرو کوي. (نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَ …..أَرْجُلُهُمْ)
٢ _ معاد جسماني دى. (تُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ)
٣ _ د قيامت پر ورځ د انسان غړي د انسان په واک کې نه دي. (نَخْتِمُ)
٤ _ په نياوتون-محکمه کې تر ټولو قوي لووى-ګواه د جرم د عامل اقرار دى.( تَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ)
٥ _ د بدن غړي درک او شعور لري،چې د قيامت پر ورځ ګاهي لي .(تُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ)
﴿۶۶﴾ ((وَلَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ = او كه وغواړو سترګې يې ړندې کړو؛ نو(هغه وخت)چې لارې [/صراط] ته د ړومبيتوب هڅه وکړي؛ نو څرنګه به وويني؟! ))
﴿۶۷﴾ ((وَلَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَى مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ = او كه وغواړو(؛نو) هرومرو يې ځاى پر ځاى (داسې) مسخوو،چې نه د وړاندې تلو وس ولري او نه د راستنېدو.))
ټکي :
* ((طمس)) د يو څيز د آثارو او شواهدو له منځه وړو ته وايي.
*که دا دوه آيتونه هم د نورو آيتونو په دوام کې د قيامت پر روځ د کفارو د عذاب په اړه وبولو؛نو د جنت د لارې په لټه کې او د محشر په ډګر کې يې حيرت او سرګرداني راښيي؛ خو ډېرى مفسرینو دا دوه آيتونه د کفارو د دنيوي کفر په باب بللي دي او هغه يې يو ډول ګواښ بللى،چې ښايي کافران به څه له لاسه ورکړي،چې د کور لار به نشي پيدا کولاى او نه به هم ورهڼه-کار او کسب . (تفسیر نمونه)
پيغامونه :
١ _ فکر و نه کړئ،څه چې لرئ،بايد و يې لرئ او تلپاتې به وي،د خداى قهر او د نعمونو بدلون ته مو پام وسه. (لَوْ نَشَاء لَطَمَسْنَا)
۲- د پېښې علاج تر پېښېدو مخکې پکار دى. د عذاب تر راتګ مخکې ځان سمول پکار دي. (َلَوْ نَشَاء…. َلَوْ نَشَاء…)
٣ _ هر ځاى د خداى د قهر لوښى کېداى شي. (عَلَى مَكَانَتِهِمْ)
٤ _ د خداى قهر ته څوک هم د ټينګې نه دى. (فَمَا اسْتَطَاعُوا….)
٥ _ الهي سنت دا دى،چې ټول انسانان يې ازاد پرېښي،چې د حقيقتونو په اورېدو او ليدو ايمان راوړي؛ نه داچې د قهر او اجبار له مخې ايمان راوړي. (لَوْ نَشَاء لَمَسَخْنَاهُمْ) [((لَوْ)) راښيي،چې د خداى سنت د خلکو مسخ او راګېرول نه دي.]
﴿۶۸﴾ ((وَمَنْ نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ = او د چا چې عمر اوږد كړو؛ نو پيداېښت (جوړښت) يې پر بل مخ اړوو (او د کوچنيتوب بېوسۍ ته يې ستنوو) ولې هغوى نه پوهېږي؟!))
ټکي :
*په تېرو آيتونو کې خداى وويل: که وغواړ؛نو سترګې نابينا او څېرې اړولى شو،دا آيت د زړو په باب د بدلون يوه بېلګه ده.
*((نُنَكِّسْهُ)) له ((تنکيس)) څخه اخستل شوى؛يعنى اړول او وړوکتوب ته د انسان ستنېدل ترې مراد دي. پوهه يې پر ناپوهۍ اوړي، ځواک يې کمزورېږي،زغم يې کمېږي، حساسيت يې زياتېږي او اوښکې يې را روانېږي .
*ګرانو!ځواني غنیمت وګڼئ، تل به تاند، شاداب او فارغ نه وسئ او دا وس او ځواکمني تلپاتې نه ده.
*په حديث کې راغلي دي : پینځه څيزه د پینځه څيزونو تر راتلو مخکې غنيمت وګڼه: تر بوډاتوب مخکې ځواني،تر ناروغۍ مخکې روغتیا، تر نشتمنۍ مخکې مړه خواتوب، تر مرګ مخکې ژوند او تر بوختيا مخکې فراغت. (تفسیر نمونه)
پيغامونه :
١ _ اوږد عمر د خداى ورکړه ده. (وَمَنْ نُعَمِّرْهُ)
٢ _ الهي سنت دى،چې بوډاتوب له اوړېدنې سره وي. (نُعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ)
٣ _ انسان هم بايد د نعمتونو د لاسه وتو (َطَمَسْنَا،َمَسَخْنَا) او هم یې د کمزورېدو په فکر کې وي. (نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ أَفَلَا يَعْقِلُونَ)
﴿۶۹﴾ ((وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ = او موږ هغه(=پېغمبر) ته شعر نه دى ښوولى او نه له هغه سره (شعر ويل) ښايېږي دا (اسماني كتاب) يوازې پند او ښكاره قرآن دى. ))
ټکي :
*پر پېغمبر اکرم يې ډېر تورونه لګولي ول؛لکه کوډګر، لېونی،پالي او يو يې هم شاعر و،حال دا چې : شعر له تخيله را ولاړ شوی؛خو وحې نه .شعر د عواطفو او احساساتو پايله ده؛خو وحې نه.شعر له –ښندې اغراق سره اغږل شوې؛خو وحې نه.
سمه ده،چې قرآن د شعر په څېر موزون او مقطعې غونډلې لري؛خو د شعر اصلي تومنه تخيل دى،چې قرآن ترې پاک دى.
البته د شعر او شاعرۍ په هکله بې انصافي شوې او متعهدو شاعرانو ته پام نه دى شوی، حال دا چې شعر په خپل ځاى ډېر رغنده او اغېزمن دى او پردې سربېره،چې د ((حسان فرزدق)) او ((دعبل)) په څېر له متعهدو شاعرانو سره د امامانو مينه وه،چې د دې سترو شاعرانو شعرونو هم ننني کهول ته رارسېدلى دي. (تفسیر نمونه)
*قرآن ذکر او ياد دى. ((إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)) د خداى د ځواک او قهر ياد، د نعمتونو او پېرزوينو ياد،د بښنو ياد د قوانينو او سنتنو رايادول،د انبياوو، اولياوو،اوصياوو رايادول، له عبرته ډک تاريخ رايادول،د قومونو د راپرځېدو او عزت د لاملونو ياد،د نېکانو او ښیون شويو ياد،د ګناهکارانو، کافرانو،فاسقانو،مجرانو او ظالمانو د پایلې ياد،د اخلاصونو،سرښندنو، مړانو، انفاق،زغمونو او د آخري خاتمې د خير ياد دى،د وژنو، کړاوونو،تورونو، سپکاويو،حق وژنو او د مستکبرينو د ناوړه پایلې ياد دى، د امرونو، منعو ، موعظو، حکمتونو د ياد ، د ځمکنۍ، سمندري او اسمانې ژویو ياد، د راتلونکي تاریخ یاد او د حق د حکومت بریا،چې نړۍ به له عدله ډکه کړي،د ظلم او تېري د محکوميت ياد،د برزخ، معاد او تر قيامته د مخکې پېښو،د قيامت د پېښېدو،د دوزخ د خطرنو او د جنت د نعمتونو ياد دى .
*هو د زړه سره! قرآن د تذکر او رايادولو کتاب دى. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)
پیغامونه :
١ _ په قرآن کې د شعر د ارزښت د نفې کولو خبره ټولو ته نه ده؛بلکې يوازې له پېغمبره د شعر د نفې خبره ده. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٢ _ خداى د خلکو د تورونو پر وړاندې د پېغمبرانو ملاتړ دى. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٣ _ پر شعر نه پوهېدل د مبلغ تبليغ ته زيان نه رسوي. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٤_ بې ځايه ودې او غلطې فرهنګي فضاګانې مو څپڅپاندي نه کړي. ( د پېغمبراکرم په وخت کې شعر او شاعر ځانګړى برم او دبدبه درلوده،چې دې آيت ما ته کړه. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٥ _ د شعر طبع د خداى له لوري ده. (وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ)
٦ _ خداى د پېغمبر ښوونکی دى. (عَلَّمْنَاهُ)
٧ _ هر څوک د هرې پوهې وړتیا نه لري. (وَمَا يَنبَغِي لَهُ)
٨ _ قرآن د تذکر او رايادولو کتاب دى. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)
٩ _ د قرآن منځپانګه د انسان له فطرت سره اړخ لګوي او د انسان وجدان او دوړو وهلى فطرت راويښوي. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ)
١٠ _ قرآن څرګندې ويناوې او پر فهم وړ استدلال لري. (قُرْآنٌ مُّبِينٌ)
﴿۷۰﴾ ((لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ = چې (د) ژونديو (زړونو خاوندانو) ته خبر وركړي او پر كافرانو(بشپړونه وشي) او (د عذاب) وينا(پخه او) ثابته شي . ))
ټکي :
*د ژوند ډولونه :
١ _ نباتي ژوند ((وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا (روم/۱۹)= او ځمكه تر مړاوي کېدو وروسته یې ژوندۍ كوي. ))
٢ _ حيواني ژوند. ((وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ (بقره/۲۸) تاسې مړه وئ او هغه را ژوندي کړی . ))
٣ _ اندیز- فکري ژوند (( دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ (انفال/۲۴) پېغمبر تاسې داسې څه ته رابلي،چې (مړه زړونه مو) را ژوندي کوي . ))
٤ _ ټولنيز ژوند ((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ (بقره/۱۷۹) تاسې ته په قصاص کې ژوند دی .))
٥ _ اروایز- روحي او د زړه ژوند ((لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا ( همدا آيت) قرآن ورته خبردارى ورکوي،چې د ژوندي،پاک او چمتو زړونو او روح خاوندان وي.
*هو! مؤمنان د ژوندي زړه خاوندان دي او له واقعي او معقول ژونه برخمن دي.
روايتونه وايي : له ((حَيًّا)) مراد عاقل انسان دى. (د نورالثقلین تفسیر)
*پر کافرانو هرو مرو الهي قهر راتلونکى دى، چې په دې آيت کې د (يَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ) سره راغلى او په زمر سورت کې راغلي دي : (وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ)(زمر/۷۱)
*د قرآن د خبرداريو سرچينه الهي پوهه ده، د قرآن خبردارۍ ډول ډول، مشهورې او د حکمت له مخې دي. د قرآن خبردارى له زېري او د نوون-ابتکار په طریقو وي، پر ځمکه د وخت او ځاى مطابق بېلګې لري.
*خبر ورکوونکي : په دې آيت کې (لِيُنذِرَ) هم قرآن کېداى شي او هم په خپله پېغمبر، چې په تېر آيت کې اوڅار- مطرح شول .
پيغامونه:
١ _ د قرآن خبرداری د يادونې لامل ده. (إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ…. لِيُنذِرَ)
٢ _ د خداى خبره منل، زړه ژوندى کوي. (لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا)
٣ _ پر قرآن عمل ځانګړي قوم او توکم ته نه دی. (لِيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا)
٤ _ د پېغمبرانو د بعثت او وحې موخه د ژونديو زړونو د خاوندانو راويښول او د مړه زړونو پر خاوندانو غاړه خلاصول دي. (وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ)
٥ _ چاچې ځان ويده کړى وي؛نو را ويخول يې ډېر سخت دي. (مَن كَانَ حَيًّا)
٦ _ کفار او هغوى چې حق نه مني، د مړو په شان دي.[د (مَن كَانَ حَيًّا) پر وړاندې ((الْكَافِرِينَ)) راغلی دى]
٧ _ د کافرانو لپاره د الهي قهره وعده پلي کېدونکې ده. (َحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ)
﴿۷۱﴾ ((أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ = ايا نه ويني،چې موږ ورته د خپل ( قدرت) په لاسونو څاروي پيدا كړل؛ نو هغوى يې خاوندان دي . ))
پيغامونه :
١ _ انسان کړاى شي خداى پېژندنې ته د شاوخوا له ژویو مرسته وغواړي. (أَوَلَمْ يَرَوْا….)
٢ _ د قرآن له روزنیزو طریقو ځنې یوه دا هم ده،چې انسان پام يې شاوخوا څيزنو او مسائلو ته اړوي او له دې لارې يې روزي. (أَوَلَمْ يَرَوْا…)
٣ _ د څارويو پيداېښت د انسان لپاره دى. (خَلَقْنَا لَهُمْ)
٤ _ د خداى د پېرزوینې له نښو همدومره بس دي، چې انسان د څارويو په پيداېښت کې هيڅ ونډه نه لري؛خو په اسانه يې مالکېږي. (أَيْدِينَا…. فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ)
٥ _ اسلام د ماليکت له آر- اصل سره مخالف نه دى. (فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ)
﴿۷۲﴾ ((وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ =او موږ هغوى ورته ښكېل كړي دي . پر ځينو سپرېږي او د ځينو (غوښه) خوري؛ ))
﴿۷۳﴾ ((وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ أَفَلَا يَشْكُرُونَ = او هغوى ته په دې (څارويو) كې (نورې) ګټې او د څښلو (شيان هم) شته؛نو ولې شكر نه کاږي ؟!))
ټکي :
*د اهلي څاریوو شتون الهي نعمت دى،چې انسان ترې ګټنه کړای شي، که غوا او مېږه وحشي وای؛نو انسان به د لبنياتو له نعمته بې برخې وای،چې انسان ته ډېره ګټه لري. (ذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ…. وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ) که ټول څاروي وحشي وای؛ نو ډېر سفرونه به نه واى شوي. (ذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ…. وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ)
*د انسان ځينې جامې له څارويو دي. له وړیو د قالينو کارخانې منځ ته راغلي، د انسان بوټ د څارويو له پوټکي دى. د څارويو له پوټکي ګټنې ته ډېرې کارخانې منځ ته راغلي دي او د انسان خواړه د څارويو له شيدو او غوښې دي. (وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ)
*په کرنه کې څاروي خورا مهمه ونډه لري، ( قولبه کول، ځمکه اړول، اوبه ورکول، طبيعي سره، د بې ځايه بوټو خوړل، د بار وړل) (فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ)
*هم ځمکه اېل شوې ده (الْأَرْضَ ذَلُولًا) (ملک/۱۵) او هم څاروي (ذَلَّلْنَاهَا)انسان دواړو ته اړ دی؛خو سرغړاندی دى. (إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى) (علق/۶)
پيغامونه:
١ _ هر څيز يوې موخې او ګټې ته پیدا شوى دى. ( فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ)
٢ _ د بوټو خوړل اسلام نه دي ستايلي؛خو د غوښې خوړو سپارښتنه یې کړې ده. (مِنْهَا يَأْكُلُونَ)
٣ _ شيدې ځانګړى نعمت دى،چې د شکر يې پکار دی. ( سره له دې،چې شيدې له څاريو دي؛خو ځانګړى نوم ورته راغلى دى.) (مَشَارِبُ)
٤ _ شکر د پېژندنې پايله ده، که د نعمتونو سرچينه وپېژنو؛نو شکر به يې ادا کړو. (خَلَقْنَا ذَلَّلْنَاهَا، أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
٥ _ ويده شوي فطرتونه او عواطف په پوښتنه راويښ کړئ. (أَوَلَمْ…. أَفَلَا يَشْكُرُونَ)
﴿۷۴﴾ ((وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ = او د الله پرځاى يې (د لمانځې لپاره) معبودان نيولي دي،په دې هيله چې مرستندوى به يې شي . ))
﴿۷۵﴾ ((لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ = (خو بوتان) ورسره مرسته نشي كولاى (؛بلكې) دوى (بوت لمانځي) د هغوى (بوتانو) لاس په نامه لښکر دى . ))
﴿۷۶﴾ ((فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ = نو پر خبرو يې مه خپه كېږه،بېشكه چې موږ ته يې ټول پټ او ښكاره معلوم دي. ))
پيغامونه :
١ _ شرک او بوت لمانځنه د نعمتونو کفران دى. (أَفَلَا يَشْكُرُونَ مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً)
٢ _ خيالونه او کږنې او انګېرنې – موهومات د د بوت لمانځنې بنسټ دی. (وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ)
٣ _ د عبادت يوه جرړه د مرستې غوښتنې او پناه غوښتنې حس دى. (لَعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ)
٤ _ له کږلاريو سره په استدلال کې پرګروهیزو آرونو یې بريد وکړئ. (لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ)
٥ _ هغه چې د مطالعې او د نعمتونو د شکر پر ځاى په بوتانو پسې ځي،نو ځاى يې په دوزخ کې دى. (مُّحْضَرُونَ)
٦ _ قيامت د کافرو بوت لمانځو د رسوايۍ ننداره ده. (وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ)
٧ _ انبياء هم ډاډ ته اړتيا لري،چې خداى به ورته ډاډ ورکاوه. (فَلَا يَحْزُنكَ)
٨ _ څوک چې ستره موخه لري؛نو بريدونه به هم پرې ډېر وي. (فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ)
٩ _ پراخه سينه او ارام زړه د خداى له مرستې سره وي،خداى هم چې مبلغ ته ډاډ ورکړي؛نو زړور شي. (فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّا نَعْلَمُ…)
١٠ _ د خداى پوهې ته پاملرنه د مؤمن لپاره ډاډ او بې لاريو ته د ګواښ وسيله ده. (نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ)
١١ _ د دښمنانو پټو او ښکاره دسيسو ته دې پام اوسه . (يُسِرُّونَ، يُعْلِنُونَ)
﴿۷۷﴾ ((أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ = ايا انسان نه پوهېږي،چې هغه موږ له (بې ارزښته) څاڅكي پيداكړى دى؟! او هغه (داسې د ځواك، شعور او وينا خاوند شو چې) په ډاګه زموږ دښمنۍ ته ودرېد.))
﴿۷۸﴾ ((وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ = او موږ ته يې مثال راووړ او خپل پيداېښت يې هېر كړ او ويې ويل: ((څوك به وراسته هډوكي را ژوندي كړي؟!))
﴿۷۹﴾ ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ. الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ = ووايه : ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيداېښت پوهېږي (او وسمن دى)؛ هغه چې تاسې ته يې له شنې ونې اور پيدا كړى او تاسې د(اړتيا) پر وخت له هماغې ونې اوربلوئ.))
ټکي :
*يو مشرک يو وروست هډوکى د پېغمبراکرم په مخ کې مات کړ او پر ځمکه يې ګوزار کړ،ويې ويل: څوک به دا وروست هډوکى راژوندى کړي؟ دا آيت همدې شک او پوښتنې ځواب ته راغى. (د نورالثقلین تفسیر)
په دې آيت کې له ونې مراد دوه ډوله د اورلګيد لرګي دي، چې نومونه ((مرخ)) او ((عفار)) دي، چې عربانو پرې اور بلاوه؛ لکه د نن د اورلګيد د ډکو په څېر. (د راهنما تفسیر)
*له شنې ونې اور لګول هغه مثال دى، چې عوام پرې پوهېږي او پوهانو هم د دې لپاره، چې انرژي پکې ده؛نو له علمي لارې یې ګوتو ته راوړي دي. (مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا)
*((خَصِيمٌ مُّبِينٌ)) هم د خداى د ځواک نښه ده،چې له څاڅکي یې ځواکمن او باشعوره انسان جوړ کړى او هم د انسان د لویۍ او هېرېدنى نښه ده، چې د خپلو نعمتونو څښتن ته يې شا کړې او په هماغه ځواک ورسره جنګېږي،چې خداى ورکړی دى .
*خداى د قرآن په بېلابېلو آيتونو کې انسان په څو بنسټيزو چارو کې هېروونکى موجود معرفي کړى دى؛لکه :
١ _ د خپل پنځوونکي په اړه. (نَسُواْ اللّهَ) (توبه/۶۷)
٢ _ د خپل پيداېښت په اړه. (نَسِيَ خَلْقَهُ) (یس/۷۸)
٣ _ د خپل هويت په اړه. (وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ) (بقره/۴۴)
٤ _ د حساب د ورځې په اړه. (يَوْمَ الْحِسَابِ) (ص/۲۶)
٥ _ د ورم- نصيحت او موعظې په اړه. (وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا) (مایده/۱۳)
پيغامونه :
١ _ که د انسان خپلې کمزورۍ او حقارت ته پام وي؛نو کله به هم سرغړونه ونه کړي . (أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ. خَصِيمٌ)
٢ _ له څاڅکي د انسان پيداېښت ته پاملرنه په انسان کې پر معاد ايمان پياوړى کوي. (مِن نُّطْفَةٍ)
٣ _ تر بدو بد خو هغه دي،چې له حق سره په کلکه او ښکاره مخالفت کوي. (خَصِيمٌ مُّبِينٌ)
٤ _ له خداى سره د انسان جګړه هېښنده- حيرانونکې او له تمې لرې خبره ده. (فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ) (“اذا” د غير منتظره کار لپاه کارول کېږي .)
٥ _ د هغو ځوابولو ته د باطلو افکارو مثال راوړل باک نه لري. (ضَرَبَ لَنَا مَثَلًا)
٦ _ د خداى د ځواک په اړه د ځینو نيوکو جرړه په دې ځای کې ده، چې ورته بېلګو ته ناپاملرنه او د مخینو هېرول دي. (وَنَسِيَ خَلْقَهُ)
٧ _ د معاد نمښتي- منکران برهان نه لري،څه چې دي هغه استبعاد دي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
٨ _ په اسلام کې د بيان آزادي تردې پورې ده،چې له خداى او معاده نمښتي د مسلمانانو د مشر په مخ کې خپلې سپينې خبرې کوي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
٩ _ پوښتل باک نه لري،څه چې بد دي له ځېل او لویۍ ډکې انګېرنې دي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
١٠_ د ځينو ګروهیزو نيوکو لامل دا دى،چې د انسان ځواک د خداى له ځواک سره پرتله کوي. (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ)
١١ _ باید ګروهیزې شبهې وځوابول شي،که څه د يو تن وي. (قَالَ… قُلْ)
١٢_ معاد جسماني دى. (يُحْيِي الْعِظَامَ)
١٣ _ د مړيو راژوندي کېدل په دوو څيزونو پورې اړه لري:
د انسان بيا جوړونې ته د خداى ځواک او په خاوره کې د خوړو شويو ذرو په اړه د خداى پوهه. دا آيت دې دواړو ته اشاره کوي. (أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ) د خدای د ځواک نښه او (وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ) یې د پوهې نښه ده.
د معاد شونتیا
په تاريخ کې چا هم د معاد د نشتوالي لپاره علمي دليل نه دی راوړى. څه چې د معاد مخالفين وايي دا دي، ایا دا شونې ده،چې د يو مړي ذرې، چې خپرې شوې وي، يو ځل بيا راژوندۍ شي؟ دا خو ناشونې ده؟ د عقل او قرآن ځواب دادى: بېشکه دا چار شونى دى؛ځکه د رد لپاره يې دليل نشته او بل داچې موږ په خپل ورځنې ژوند کې په خپلو سترګو د مړيو راژوندي کېدل ګورو. زموږ د استدلال بنسټ قرآن دى؛خو قرآن موږ اندنې – تفکر او تعقل ته رابللي يو او وايي: ايا د هغه چا د ژمنې نمښتې- انکار ته به څه وي،چې د کار بېلګې یې شپه او ورځ او په هر فصل او کال کې ګورئ.
امام جواد وايي : ويدېدل او راوېښېدل غوره بېلګې دي، چې مړه کېدل او ژوندي کېدل راښيي .
هو! مرګ د يو اوږد او ډوب خوب په څېر دى.
د ونو پسرلى او منى د ژندي کېدو او مړه کېدو بله بېلګه ده. د فاطر په سورت کې راغلي: (( وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ(فاطر/۹) =[ او خداى هغه دى، چې بادونه يې لېږلي دي، چې ورېځې راپورته كوي بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړاوو ځمكو ته شړو؛ نو تر مړاوي کېدو (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) راژوندي كول (هم) همدغسې دي.]
د معاد شونتیا ته څو نورې بېلګې
داچې قرآن ووايي د مړيو راژوندي کېدل شوني دي، ډېرې بېلګې يې راوړي دي لکه:
*الف: يو کس يو وروست هډوکى له دېواله راوايست او په لاس کې يې وړه کړ او د خداى رسول ته يې ( په غرور) وويل: څوک دى،چې دا رژېدلى هډوکى به را ژوندى کړي؟ خداى خپل پېغمبر ته وويل : (( قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ = ووايه: دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو. ))
که د يو څيز جوړونکى ووايي، چې زه د خپل لاس جوړ شوى څيز تر ټوټه ټوټه کولو وروسته بيا جوړولى او یو له بل سره یې نښلولى شم، بې ځايه خبره يې نه ده کړې؛ځکه جوړول تر خلاصولو او بيا تړلو مهم دي .
*ب : حضرت عزير علیه السلام :
((أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِي هََذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(بقره/۲۵۹)= يا خو د هغه سړي په څېر چې پر يوه (ړنګ) كلي تېرېده، چې چتونه يې پر بل مخ نسكور شوي وو (او د اوسېدونكيو تنې او هډوكي يې هره خوا پراته وو، له ځان سره يې) وويل:(( خداى به دوى څنګه تر مرګ وروسته بېرته را ژوندي كوي ؟)) (؛ نو پر دې وخت) خداى هغه سل كاله مړ كړ، بيا يې را ژوندى كړ او ورته يې وويل : ((څومره وخت پروت وې ؟)) و يې ويل : (( يوه ورځ يا د يوې ورځې يوه برخه .)) ورته يې وويل : (( نه؛ بلكې سل كاله درباندې تير شوي دي ! اوس دې (درسره) خوړو څښو ته وګوره ( چې د كلونو په تېرېدو) هېڅ ډول بدلون پكې نع دى راغلى! (هغه خداى چې ورستېدونکي څيزونه دومره موده روغ ساتى؛ نو پر هرڅه وسمن دى ) بلخوا خپل خره ته دې وګوره ( چې ان هډوكي يې هم وراسته شوي دي او دا ستا دوىم ځل را ژوندي كېدل ستا د ډاډ لپاره وو او هم ) دا چې ( د معادپه باب) دې خلكو ته نښه كړم. ( اوس) دې ( د خپل خره) هډوكيو ته وګوره، چې څنګه يې راخوځوو، په غوښه او پوټكي يې پټوو!)) چې كله ورته دا ( حقايق ) په ډاګه شول، و يې ويل :(( ( اوس ) پوهېږم،چې خداى پر هرڅه واکمن دى.))
* ج : حضرت ابراهيم علیه السلام له یو کڅ ساحلهه تېرېده، د يو مارغه مړى يې وليد،چې نيم په اوبه کې پروت دى او نيم پر وچه او د دښتې او سيند ځناور يې هر يو پر يوه برخه بوخت وي او خوري يې،همداچې دا ننداره يې وليده؛نو خداى يې وپوښت :
((وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(بقره/۲۶۰) = او ( درياد كړه) چې کله ابراهيم وويل: (( پالونكيه! ما ته راوښيه،چې څنګه مړي ژوندي كوې؟)) خداى ورته وويل: ((ولې ستا لا باور نشته ؟!)) هغه عرض وكړ: (( ولې نه، باور مې شته؛ خو غواړم زړه مې ډاډه شي.)) ورته يې وويل: (( څلور ډوله مرغان راواخله او (تر حلالولو وروسته يې ) ټوټه ټوټه كړه ( او سره يې واغږه) بيا يې يوه يوه ټوټه پر بېلابېلو غرونو كېږده بيا ورته نارې كړه، په منډو به درته راشي او پوه شه،چې خداى ناماتى ځواکمن او د حكمت څښتن دى ( هم د مړيو د بدن له ژوندينکو-حجرو خبر دى او هم يې په راټولو برلاسى دى.) ))
په دوو څيزونو کې د معاد د منکارنو وسوسې دي :
لومړى : آيا کېداى شي وراسته هډوکي بېرته راژوندي شي؟
((وَقَالُواْ أَئِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا (اسراء/۴۹) = او ويې ويل: ((ايا چې كله موږ وراسته هډوكي او مېده خاورې شوو؛ نو بيا به له نوي سره راژوندي کېږو؟! ))
دوىم : فرض به وکړ،چې د هډوکيو راژوندي کېدل شونې وي، خبره دا ده، چې څوک به دا کار کوي؟
((فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ(اسراء/۵۱)= نو بې درنګه به ووايي: ((څوك به موږ بېرته د ژوند پر لور وراړوي؟!)) ووايه:(( هماغه چې په لومړي ځل يې پيدا كړي ياست. ))
هغوى چې دومره د مړيو راژوندي کېدل نا شوني ګڼي ؛نو ولې له پيداېښته منکر نه دي؛ځکه د لومړي ځل لپاره جوړول؛خو تر بيا جوړولو سخت دي؛يعنې يو څيز،چې يو ځل جوړ شي او بيا وران شي؛خو جوړونکي ته يې د هر څه پته وي؛لکه د يوې الوتکې انجينر، چې ووايي زه خپله الوتکه خرابوم او بيا يې جوړم؛نو دا چار ورته ډېر اسان دى. قرآن ته به ورشو، چې په دې اړه وايي :
((وَهُوَ الَّذِي يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (روم/۲۷)=او هغه دى،چې هستونه پيلوي بيا يې بېرته راګرځوي او پر هغه دا (كار) خورا اسانه دى او په اسمانونو او ځمكه كې يې صفت تر ټولو لوړ دى او هغه بريمن حكيم دى.] ))
يو بل مثال ته پام وکړئ،چې څرنګه له خپرو ورو او بې ځانه ذرو ځان لروونکي او بې ځانه ژوي جوړېږي:
١ _ غوا واښه خوري او شيدې ترې جوړوي.
٢ _ انسان خواړه خوري او اوښکې،وينه،هډوکي، ويښتان، غوښه او ترې … جوړېږي.
٣ _ په مستو کې منداڼو وهل کېږي او د کوچو خپاره ذرات ترې راغونډېږي.
څنګه منلاى شئ،چې د غوا د هاضمې سیستم له وينو شيدې راايستاى شي او تاسې هم په منداڼو په مستو کې خپاره غوړي راغونډ کړئ؛خو همداچې واورئ،خداى ځمکه خوځوي،(إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا) (زلزله/۱) او ستاسې د وروستو هډوکيو ذرات راټولوي،چې په هر ځای کې وي؛ نو دا نه منئ؟! د ویینې- بحث پاى ته څو آيتونه راوړم .
((كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ(اعراف /۲۹)= لكه څنګه چې يې په ړومبي پيدا كړاست بيا به په همدې ډول (هغه ته) ورځئ.))
((وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَى فَلَوْلَا تَذكَّرُونَ(واقعه/۶۲)= او په يقين تاسې خو په لومړني پيداېښت (دنيا) پوهېدلي ياست؛نو ولې پند نه اخلئ (چې په هغه پسې بله نړۍ هم شته)؟! ))
((فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ(طارق/۵)= نو انسان بايد وګوري، چې له څه پيدا شوى دى؟! ))
((خُلِقَ مِن مَّاء دَافِقٍ(طارق/۶) = له ټوپ وهونكيو اوبو پيداشوى دى، ))
((يَخْرُجُ مِن بَيْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَائِبِ(طارق/۷)= [چې دا اوبه] د نارينه د شا او د ښځې د سيني د هډوكيو له منځه راووځي. ))
((إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ(طارق/۸)=خداى چې انسان له دومره ناڅيزه شي پيداكړى دى؛نو] بېشكه چې هغه [په قيامت كې] د ده پر بېرته پيدا كولو برلاس دى . ))
((أَلَيْسَ ذَلِكَ بِقَادِرٍ عَلَى أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَى(قیامت/۴۰) =ايا هغه [خداى] نشي كړاى مړي را ژوندي كړي؟! (هو، کړاى شي) ))
((أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِّنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ (ق/۱۵) = آيا نو موږ په لومړي ځل پيدا كولو ستړي شوي يو (چې په قيامت كې به له بيا پيداېښت بې وسې يو)؟! خو هغوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره) بيا هم د نوي پيداېښت په اړه شكمن دي . ))
((أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّ اللّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ (اسراء/۹۹) = ايا نه پوهېږي،خداى چې اسمانونه او ځمكه پيدا كړي دي، په څېر يې د پيدا كولو وس هم لري (او نوي ژوند ته به يې ورستانه كړي) ؟! ))
((أَوَلَا يَذْكُرُ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ وَلَمْ يَكُ شَيْئًا (مریم/۶۷) = او ايا (دا) انسان نه را يادوئ،چې موږ تردې مخكې له نشته پيدا کړى دى؟! ))
﴿۸۱﴾ ((أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُم بَلَى وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ = ايا چا چې اسمانونه او ځمكه پيداكړل،د هغوى (=خاورې شويو انسانانو) په څېر پيدا كولاى نشي؟! هو (كولاى شي) او هغه پوه پيداېښتګر دى.))
ټکي :
*انسان له روح او جسمه جوړ شوى دى، د انسان جسم له مرګ سره ورستېږي او په ژوند کې هم تل د بدلون په حال کې وي؛خو روح او شخصيت یې ثابت دی، د قيامت پر ورځ د انسان اروا هماغه دنيوى اروا ده؛خو جسم يې دنيوي جسم ته ورته دى. (يَخْلُقَ مِثْلَهُم)
پيغامونه:
١ _ کله پوښتنه په پوښتنه او يا په څو ځوابونو ځواب شي (مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ… أَوَلَيْسَ الَّذِي)
٢ _ پوښتنه د وجدانونو راويښولو ته يوه لار ده. (أَوَلَيْسَ الَّذِي…)
٣ _ له منکرانو سره د خبرو پر مهال له وړو مسئلو پيل کړئ،چې سترو مسايلو ته ورسئ. ( لومړى څاڅکی،بيا شنې ونې او بيا د اسمانونو پيداېښت)
٤- هغه چې اسمانونه او ځمکه جوړولاى شي، انسان هم جوړولاي شي. (خَلَقَ السَّمَاوَاتِ… بِقَادِرٍ)
٥ _ د خدای کار پيدا کول دي که په دنيا کې وي او که په آخرت کې. (هُوَ الْخَلَّاقُ)
٦ د معاد دليلونه د خداى پر حکمت او عدالت سر بېره، د هغه ځواک او پوهه هم ده. (وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ)
﴿۸۲﴾(( إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ = د هغه كار دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو)يوازې ورته وايي چې ((شه!))؛نو (بس) شي . ))
﴿۸۳﴾ ((فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ = نو پاك دى هغه خداى،چې د ټولو څيزونو مالكيت او واکمني يې په لاس كې ده او يوازې د هغه لوري ته ورګرځول كېږئ . ))
ټکي :
*له هغه ځايه، چې بايد پر معاد ايمان ډېر پياوړى او ټينګ وي؛نو هر ډول اړنګ – شک لرې کول بايد داسې وي، چې پوټى شبهه هم په ذهن کې پاتې نشي. هغه چې هډوکى يې ورژاوه او راګوزار يې کړ، خداى ورته څو ځوابه ورکړل،چې دا آيت يې وروستى ځواب و. (إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا…)
د الهي فرمان او ارادې پلي کېدل وخت نه غواړي؛بلکې د سترګو په رپ کې کېږي .
((وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ(قمر/۵۰)= او زموږ امر د سترګې رپ په څېر يوازې يو ځل وي . ))
خداى ان د ((كُنْ )) ويلو ته هم اړتيا نه لري؛ځکه دا په خپله يوه اړتيا ده،چې د هغه په شان کې نشته؛نو له ((كُنْ)) مراد يې حکم او اراده ده. حضرت على وايي: ((لا بصوت يقرع و لابنداء يسمع ))(نهج البلاغه ۱۸۶ خطبه )
پيغامونه :
١ _ د خداى لپاره د ټولو څيزونو پېدا کول يو شان دي. (إِذَا أَرَادَ شَيْئًا)
٢ _ خداى په پيدا کولو کې نه وسيله غواړي،نه مرسته او نه يې څوک مخه نيواى شي .( كُنْ فَيَكُونُ)
٣- د خداى د ارادې او د کار تر سره کولو ترمنځ هیڅ واټن نشته. (كُنْ فَيَكُونُ)
٤ _ خداى څنګه د قيامت له جوړولو بې وسه ګڼئ؟ هغه له هر ډول بېوسۍ پاک دى. (فَسُبْحَانَ الَّذِي)
٥ _ ټوله هستي یې مالکيت دى او د ټولو ورستنېدل هم د هغه پر لور دي. (بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٦ _ مړينه فنا او نيستي نه؛بلکې د خداى پر لور ورستنېدل او حرکت دى. (إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
٧ _ خداى کله هم بې ګټې او بې موخې موجود نه پيدا کوي . (فَسُبْحَانَ الَّذِي…. إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ)
سرچینه : د نور تفسیر، مفسر شیخ محسن قرآیتی
-
ټیګونه:
- www.andyal.com