تبلیغات

د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول   د څاڅکي جوړېدو پر مهال د موروپلار د اندواغېز نن د پوهې او تجربې په پرمختګ دا مطلب جوت شوی چې : د څاڅکي د جوړېدو پر مهال د موروپلار افکار د جنین د بڼې په څرنګوالي کې اغېز لري، تردې چې لیکلي یې دي […]

د جنیني پېر دندې او د ماشوم تی روول

 

د څاڅکي جوړېدو پر مهال د موروپلار د اندواغېز

نن د پوهې او تجربې په پرمختګ دا مطلب جوت شوی چې : د څاڅکي د جوړېدو پر مهال د موروپلار افکار د جنین د بڼې په څرنګوالي کې اغېز لري، تردې چې لیکلي یې دي : یو نارینه د کوروالي پر مهال يو مار وانګېره ؛ نوکوم بچی چې له دې کوروالي وزيږېد ؛ بدن يې د مار او سر يې د انسان و[1].

ښکلی او لوستونی روایت

امام رضا(رح) ويلي :یو پاچا« دانیال» ته ورغی ورته يې وويل : ښه مې راځي، چې ستاسې په څېر یو زوی ولرم . دانیال ورته وويل :په زړه کې درته څنګه یم ؟

ورته يې وويل : خورا راته ستر او راباندې ګران يې.

دانیال وويل : د کوروالي پر مهال مې پر فکراو یاد کې وسه او بڼه مې وانګېره.

پاچاهمدغسې وکړل؛نو زوی یې چې وزيږېد دانیال ته ورته و[2].

یوه هېښنده کیسه

حضرت موسی بن عمران علیه السلام – له څوکلونو شپونتوبه وروسته – حضرت شعیب علیه السلام ته وويل : ناچار باید وطن ته مې مور او کورنۍ ته ورستون شم ؛نو څه مرسته راسره کوئ ؟

حضرت شعیب(ع) وویل : سږکال چې مېږو څومره تورو سپین بچي وزېږول؛نوستادې وي .

حضرت موسی(ع) هم دې ته په پامنيوي،چې پوهېده، چې د څاڅکي د جوړېدو پر مهال پر جنین چاپېریال او د موروپلار افکاراغېز لري ،یو هېښنده تدبیر یې و سنجاوه او هغه داچې د مېږو د دوه ځاني کېدو وخت چې راورسېد؛ نو د خپلې کونټۍ ځینې برخې یې وتوږلې او نورې یې پر خپل حال پرېښوولې او کونټۍ یې د مېږو په شپغالي کې نېغه ودروله اوتوره و سپینه ټوټه يې پرې ور واچوله ،بيا يې پسونه ورخوشې کړل،په پايله کې پر هماغه کال ټول بچي تور او سپین ول[3] .

لکه څنګه چې د څاڅکي د جوړېدو پر مهال د موروپلار افکار او انګېرنې د ماشوم پر جسم اغېز لري ، پر روح او اروايې هم ډېر اغېز شیندي،که موروپلار د کوروالي پر مهال ،ډاډمن ،پاکه روحیه،روغ رمټ او الهي افکار ولري ؛ نو د ماشوم روح به ترې برخمن شي او اپوټه که نشه او د خدای له یاده غافل یا په شیطاني افکارو کې ورډوب وي؛ نو هډو ماشوم به يې له اروايي او مانیز پلوه پر ستونزو واخته وي؛نو ځکه اسلام سپار ښتنه کوي، چې کوروالی د خدای په نامه پیل کړئ -چې اولاد پر شیطاني شرک اخته نشي – او د خدای پر یاداو اوداسه وي،چې زړه یې ډاډه او پاکه روحیه ولري ،چې ددې ډاډمنتیا او پاکۍ له ارزښتمنو برکتونواو پایلو برخمن شي .

هسې نه کوروالی په ناډاډ من چاپېریال کې او د تشویش پر مهال ، د شیطاني افکارو او ګډې وډې روحیې په درلودو یا د نشې او غفلت پر حال یا د مېرمنې د شرعي عذر درلودو پر مهال ترسره شي ،چې پر څاڅکي نامطلوبې اغېزې پرېباسي.

ډاګتر الکسيس کارل وايي: «که ښځه یا مېړه د کوروالي پر مهال نشه وي ؛نو دایو واقعي جنایت دی؛ځکه په دې شرایطوکې چې کوم ماشوم زیږي ؛نواغلب له لادرمله عصبي یااروايي ناروغیوکړېږي[4] »

که د تاریخ د جنایتکارانو ژوندلیک وڅېړئ؛نو و به مومئ،چې د اغلبو څاڅکي یې په ناانډولواو نامناسبو حالاتو او له حرامو لارې جوړ شوي دي .

په څاڅکي کې د خوړو اغېز

لکه څنګه چې چاپېریال او د موروپلار اندې د جنین په جسم او روح کې اغېز شیندي؛نوکوم خوراک څښاک، چې څاڅکی ترې جوړېږي، پر بچي هم اغېز پرېباسي؛نو ځکه موروپلار باید هڅه وکړي،چې د څاڅکي د جوړېدو په شپو ورځوکې دې د حرامو، ناپاکو او ورستو خوړو ډډه وکړي، چې د انسان پر ظاهري او باطني بد رنګوالي اغېز شیندي او پر ځای دې له حلالو،پاکو،قوي او هغو خوړو کار واخلي ، چې د ماشوم روح او جسم ښکلوي .

امام صادق (رح) یو ښکلی ماشوم ولید ویې ويل : (( باید د کوروالي پر شپه ددې ماشوم پلار«بهي»خوړلی وي[5]))

نوځکه څوک چې د صورت او سیرت له مخې ښکلی اولاد غواړي باید په خپلو خوړوکې دقت او ځیرنه وکړي .

تر څاڅکي جوړېدو وروسته ځانګړې څارنې

تر څاڅکي جوړېدو مخکې پړاو له روزنيزو دندو او څارنو وروسته،د دویم پړاو روزنيزې دندې او څارنې پیلیږي؛ یعنې له هغه وخته، چې څاڅکی جوړ او ماشوم وزېږي.

په دې وخت کې موروپلار،په تېره مورځانګړې دندې لري، چې باید سخت یې ورپام وي او پوه دې شي، چې د ښځې په زیلانځ کې د نارینه د «سپرم» ورننووتل او د ښځې له «اوم» سره له یو ځای کېدو یې د ښځې مورنۍ پېر پیلېږي . یوه دوه ځانې مېرمن له همدې وخته، مور شوې او کوم څاڅکی یې چې په زیلانځ کې پالل کېږي، پر وړاندې یې خطرناک مسوولیت لري.

له کله نه چې د نارینه څاڅکی د ښځې زیلانځ ته ورننووت، د زوکړې تر وخته،له جنین سره د پلار اړیکه تقریبا پرې کېږي او د پلار خوراک څښاک او حالات یې پر جنین اغېز نه لري، شتون او نشتون یې ورته یو رنګ دي؛خو د مور په باب خبره اپوټه ده؛ځکه څه چې پر مور اغېز شیندي ،پر جنین یې هم اغېزکوي .

‌‌ډاکتران وايي : تاثرات،انفعالات،خوشحالۍ،خپګان،ډار،غم، مینه او کینه پر جنین ځانګړی اغېز لري؛ یعنې باید دوه ځانې ښځه د دوه ځانیتوب له لومړۍ شېبې په تېره تر څلورو میاشتو وروسته یې خپل درون مسوولیت ته ورپام وي او پوه شي، چې په زیلانځ کې بچی یې د بدن د یوې برخې په څېر دی او څه چې له جسمي او روحي پلوه مور ته ګټور یا زیانمن وي ؛نو جنین ته یې هم دی .

د مور ښه او بد صفتونه؛ لکه ایمان ،تقوا، مینه، سخاوت ، مړانه ، ډاډ، غم، غوسه، تروري، بدویني، کینه، خیانت او په لنډو د مور ټولې ځانګړنې پر جنین اغېز لري او بچی یې له مخې جوړېږي او لکه چې پېغمبراکرم(ص) ویلي : «اولاد د مور په زیلانځ کې نېکمرغه یا بدمرغېږي[6] »

د مور په زیلانځ کې د بر خلیک ټاکنه

مخکې مو وویل چې اولاد د مور په زیلانځ کې نېکمرغه او یا بدمرغېږي او له بېلابېلو اړخونو د ماشوم برخلیک د مور په لاس دی. امام باقر (رح)ویلي دي: «هغه پرښته چې د مور په زیلانځ کې د ماشوم د جوړولو چارې پرمخ وړي،خدای وحې ورته کوي : د ماشوم په اړه مې قضا او قدر وکښئ او… پرښتې وایي : څه وليکو؟ خدای وحې کوي : سر راپورته کړئ او د مور تندی یې ووینئ. د مور په تندي کې یې یوه تخته ویني،چې د ماشوم څېره،مخ ،عمر، ژمنه، نېکمرغي،بدمرغي او ټولې چارې یې پکې کښل شوې دي .پرښتې په تخته کې کښلي کاږي او د ادلون بدلون وړتیاوې پکې هم لیکي[7]»

په دې روایت کې له تندي مطلب د مور افکار او ترې راولاړ شوي محصولات دي؛یعنې افکار، انګېرنې،غم او غوسې، ډار، پاکۍ او ناپاکۍ د جنین په برخلیک کې اغېزمن دي اوکله جنین تر خپلې مور هم ډېر اغېزمنوي .

یو عالم لیکي:«که مور د کوروالي پر مهال داسې وډارشي، چې رنګ یې واوړي او ولړزېږي؛نو د ماشوم په بدن کې یې رټې ليدل کېږي[8] »

یو بل عالم وایي: «شونې ده د ماشوم تر زوکړې وړاندې،د مور غوسه جنین ته خورا زیان ورورسوي ،تردې چې پر یوه عصبي موجود یې واړوي او له دې ټکي باید پوه شو،چې څومره پکار دي،چې مور دې د دوه ځانیتوب په پړاو کې له غم،خپګان او غوسې ډډه وکړي او خپله ډاډمني او آرامي وساتي[9] »

د مور د اندو هېښنده اغېزې

د ایران په اسلامي جمهوریت کې یو پینځلن هلک (سید محمد حسین طباطبایي )د ټول قرآن شریف حافظ و او ددې فوق العاده نبوغ لامل یې خپله مور داسې څرګندوي :

«چې کله پر سید محمدحسین دوه ځانې وم ؛نو د قرآن پر یادولو بوخته وم اوپه دې موده کې مې درېيمه برخه قرآن یادکړ»

طبیعي ده هغه مور، چې ټول فکر او پام یې د قرآن یادولو ته وراړولی وي؛ نو د جنین اغېزمني به یې هم دغسې وي . دا پېښه هغو میندو ته یو دلیل دی او ورښيي که یوه مور د دوه ځانۍ پر مهال له خدای سره مینه ، د قرآن لوست او له نفس سره جهاد ولري او د نورو له بې پتولو ډډه وکړي، غوږونه، سترګې او زړه له ګناه وساتي، له نامحرم سره ټوکې او ناسته ولاړه و نه لري،ځان یې له رذیله خویونو ساتلی وي او له پاکلمنۍ او حیا برخمنه وي او …

نو دا ټول په ماشوم کې د پاکۍ زمینه او لارې چارې چمتو کوي او نېکمرغۍ او کمال ته د ور رسېدو لپاره وړتیا پکې پیدا کوي.

ځکه د«پاکې ونې»مېوه پاکه وي؛نو ځکه امام صادق (رح)ویلي: «طوبی لمن کانتامه عفیفة؛د پاکلمنې مور پر درلودونکي دې خوشحالي وي[10]»

اپوټه که مور د دوه ځانۍ پر مهال، ګناهکاره او بې حیا وي، ځان له نامحرمه نه ساتي، ناسته ولاړه او ټوکې ورسره لري، غیراخلاقي او چټي فیلمونه ګوري،فاسدې موسیقي اوري،غیبت کوي،تورونه تړي ، دروغ وایي، خیانت کوي، د خدای له یاده غافله وي، له قرآن سره کینه کښه او شیطاني افکار ورباندې واکمن وي او … نو دا ټول پر جنین اغېز پرېباسي او د بدمرغۍ لارې چارې یې ورچمتوکوي.

د ناپېلیون په باب لیکي:«له جګړو او سوبو سره یې ډېره مینه درلوده ، تاریخپوهان یې د مور له خولې روایتوي ،چې کله پر ناپېلیون دوه ځانې وم؛ نو تل مې له خپل مېړه سره په جګړو کې برخه اخسته؛نو ځکه ناپېلیون جګړو ته سخت ورمات و[11] »

له همدې امله د پېغمبراکرم(ص)په سیرت کې راغلي،چې دوه ځانو ښځو په تېره حضرت فاطمةالزهرا(س)ته یې اجازه ورکوله، چې کله ناکله د جګړې د ډګر لیدو یا نژدې ورشي[12]،چې د جهاد او د خدای په لار کې د تورو وهلو منظرې وګوري او ډاريې له منځه ولاړ شي او د جهاد مینه پکې ورننوځي او په دې توګه په خپل زیلانځ کې ماشوم وخوروي، چې سبا ټولنې ته تکړه، مېړنی ،د خدای په لارکې پر جهاد میېن زوی وروړاندې کړي.

پر جنین د خوړو ښکاره او مانېزې اغېزې

د مور خواړه د جنین پر جسم او روح یو اغېزمن لامل دی،که مور د دوه ځانۍ پر مهال شراب وخوري او نشه شي؛نو په زیلانځ کې یې اولاد هم نشه کېږي.

پوهان وايي: خواړه د ماشوم په طبیعي جوړښت،ښکلا،د غړیو په توازن او د وېښتانو په رنګ کې اغېز لري؛کومې میندې،چې په دوه ځانۍ کې د خوړو له پلوه پرکمښت اخته وي؛نو غالباً له جسمي او عقلي پلوه نيمګړي او پر سختو اروایي تشویشونو اخته اولاد زېږوي . د یوې شمېرنې له مخې،اتیا سلنه ناقص الخلقه ماشومان او هغه کوچنیان،چې د مغزي،عصبي او جسمي ودې پر نیمګړتیا اخته دي، د دوه ځانۍ په پړاوکې ، یې میندو ښه خواړه خوړلي نه دي[13].

اسلامي روایاتو هم دې ټکي ته پوره پاملرنې کړي او د خوړو او مېوو په باب یې – په تېره د بهي او خرما په اړه، چې د ماشوم په ښکلا او خوش اخلاقۍ کې مهمه اغېزه لري- خپلو لارویانو ته لازمې سپارښتنې کړې دي[14].

لکه څنګه چې خواړه له طبيعي پلوه ځانګړنې لري او په جنین کې مثبت یا منفي اغېز لري،له مانېز پلوه هم ځانګړې اغېزې لري،چې باید د میندو پوره ورته پام وي . پاک او حلال خواړه پر مور او ماشوم یې مثبت او ښه اغېز لري او اپوټه ،حرام خواړه د ماشوم پر مانيز او روحي جوړښت منفي او ډېر زیانمن اغېز لري.

«راوړي یې دي،چې د بحارالانوار خاوند ملا مجلسي،په وړوکتوب کې له خپل پلار سره جومات ته تله ؛خو یوه شپه چې د جومات انګړ ته ورورسېد؛نو تم شو او جومات ته ورنغی او پر لوبو شو، بلخوا د اوبو سقاو خپل ژی کېښود او د نمانځه لپاره جومات ته ورننووت،دې اوه کلن ماشوم ظاهراً میخ یاستن پیداکړه او ژی یې سوری کړ، اوبوترې دارې وهلې او دې ته یې خوند ورکاوه، نمونځ وشو او له ژي هم اوبه تویې شوې.

سقاو چې راغی او دا حال یې ولید، و یې ویل : چا دا کار کړی ؟

وویل شول : د مجلسي زوی!!

پلار یې خبر او ډېر خپه شو،کور ته ولاړاو خپله مېرمن یې له پېښې خبره کړه ورته یې وویل : مېرمنې! د څاڅکي تر جوړېدو وړاندې وروسته مې د خوړو او نورو دستوراتو له پلوه هر څه مراعات کړي ؛نو که کوم لنډون شوی وي؛نو ستا له لوري به وي؛ځکه د هلک دا چار بې علته نه دی، فکر وکړه چې څه دې کړي؟

مېرمنې یې سوچ وکړ او وریاد شول،و يې ویل: سمه ده، پړه یم، چې پر دې زوی مې دوه ځانې وم؛ نو د څه کار لپاره د ګاونډي کور ته ورغلم او چې راستنېدم؛نو په کورکې یې د انار ونه وه؛نو داچې دوه ځانې وم ، تریو څیز ته مې اشتها راغله او خیال مې وکړ،چې دا انار تریو دی؛نو له ټټره مې ستن راوایسته او انار مې پرې سوری کړ او و مې روه ؛ خو انار خوږ و، پرېمېښود او ولاړم او د کور خاوند ته مې څه ونه ویل .

وایي : په ستن یې چې د انارو څومره اوبه رودلې وې ،هماغې د هلک پر جنین اغېز کړی و او په اوه کلنۍ کې یې ژی په ستنه سوری کړ![15]

یو ځوان خپلې مور ته وویل: کله ننګېرم، چې د باطنو پر نورانیت مې یوه توره کرښه ځغلي؛حرام خور نه یم، له بدچارو سره مې ناسته پاسته نشته، عبادت په لټۍ نه کوم ،تر پلټنې وروسته دې پایلې ته ورسېدم ، چې و دې پوښتم،چې ښایي د دې لټۍ او تورې کرښې عامل له تانه راته لېږدول شوی وي،حقیقت راته ووايه ،چې درمل یې وکړم.

مور یې وویل : چې پر تادوه ځانې وم ؛نو پلار دې په سفر کې و، د زردآلو وخت رارسېدلی و،له کوره نه وتم ، د زروآلود پېرولو زمینه راته نه وه ،یوه ورځ جامو غوړولو ته بام سر ته وختم،سترګې مې پر هغو زردآلو ولوېدې،چې ګاونډي وچولو ته خپاره کړي ول،ددې زردآلو یوه لښته مې وخوړه او وروسته پښېمانه شوم ؛خو خجالت مې ایسته، چې له ګاوندي بښنه وغواړم .

ځوان وویل: مورې ! د مسالې علت پیدا شو او ګاونډي ته د بښنې اخستو لپاره ورغی [16] .

حرام خواړه جنین ناروغوي او ډېر وخت یې بې لارېتوب او ګناه ته راکاږي؛ نو ځکه مور دې هڅه وکړي ،چې د دوه ځانۍ پرمهال دې حرام خواړه و نه خوري او پلار دې هم هڅه وکړي،چې خپلې مېرمنې ته د حلالې لارې خواړه چمتوکړي ،چې پاک اولاد یې پر برخه شي.

د ماشوم زوکړه

امام رضا(رح) وویل : انسان ته درې ځایونه خورا وحشت ناک دي :

۱-هغه ورځ، چې زېږي اونړۍ ویني .

۲-هغه ورځ چې مري او آخرت او آخرتیان ویني .

۳-هغه ورځ چې راپاڅي او داسې مسالې ویني،چې په نړۍ کې یې لیدلي نه وي[17].

د ماشوم د زوکړې وخت د مور او ماشوم په ژوندکې یوه خورا حساسه شېبه شمېرل کېږي؛ ځکه جنین باید هرومرو له نهه میاشتني تمه له یو خطرناک پړاوه تېر شي او مور هم باید یو ستر کړاو وګالي،که څه ددې کړاوګاللو یې دروند اجر شته.

پېغمبراکرم(ص) ویلي: «ښځه د زيږون پر مهال داسې اجر لري،چې عظمت اوستریا یې د درک وړنه ده[18] »

ښځې او ماشوم ته زېږون یو خورا ستونزمن چار دی؛ نو تر زوکړې وروسته دواړه سخت استراحت او آرامۍ ته اړتیا لري او مور پر استراحت سربېره مناسبو خوړو ته هم اړتیا لري؛ لکه کجورې،چې له ظاهري او باطنی پلوه ښه اغېز لري .

پېغمبراکرم(ص) ویلي: « د ښځې تر زوکړې وروسته ،لومړی خواړه دې یې کجورې وي؛ځکه که تردې ښه خواړه وای؛ نو خدای به د حضرت عیسی(ع) د زوکړې پر مهال پر مریم (س)خوړلي ول[19] »

رسول اکرم(ص) د خدای تعالی له خولې وایي : «پر عزت، جلال، عظمت او لوړ مقام مې قسم ،که ښځه د زوکړې پر ورځ کجورې وخوري؛نو اولاد یې که زوی وي که نجلۍ ، هرومروبه زغمناک وي[20] »

د ماشوم لومړۍ جامې

ماشوم دې تر زوکړې وروسته په تړمو اوبواو صابون ووینځي او په پاکه سپینه ټوټه کې دې یې راونغاړي ،په ښي غوږکې دې یې اذان اوکیڼ کې دې یې اقا مه ورته ووایي، بیادې یې ښکل کړي؛لکه چې پېغمبراکرم (ص) د حسنینو په زوکړې همدغسې وکړل[21] .

پوهان ګروهن دي،تر زوکړې وروسته د انسان لومړی غړی،چې کار پیلوي، غوږ دی. غوږ، غږ اوري او مغزو ته یې ورلېږي او ماغزه یې ساتي .

د زوکړې په لومړیو شېبو کې د اذان او اقامې ویلو مانا داده،چې لومړنی غږ، چې ماشوم یې واوري، باید د توحید او نبوت غږ وي. شونې ده وویل شي : ماشوم چې له زیلانځه نوی راوتلی،پر څه نه پوهېږي،شعور او درک نه لري او څه توپیر لري ،چې اذان واوري که ساز و آواز !!

ځواب یې دادی: ماشوم یې ښه اوري او خپل اورېدلي ضبطوي . په دې باب لاندې هېښنده داستان ته پام وکړئ:

«په امریکا کې یوه ۲۳ کلنه نجلۍ د مغزو پر ناروغۍ اخته شوه ، عملیات یې کړه،چې په سد کې شوه ؛نو په فرانسوي ژبه یوه مذهبي سندره ترې واورېدل شوه ،مور و پلار یې حیران شول،طبیب یې د تعجب علت وپوښت، ویې ویل : لور موپه ټکي فرانسوي نه پوهېږي، په فرانسوي ژبه کوم کتاب نلري ،فرانسوي ملګری نه لري .ناڅاپه یې مور دا معما هواره کړه؛لور مې د درېیو میاشتو وه ، چې له دویمې نړیوالې جګړې نه امریکا ته یو شمېر فرانسوي کډوال راغلل ،په دوی کې یوه نرسه ښځه وه،چې د خپل مذهب په باب متعمبه وه او په ګاونډ کې مو پرېوته، کله موږ کره راتله ،ماشوم يې په غېږکې نیوه او له ژړا يې د ماشوم چوپولو ته ترانې ورته ويلې؛ نوڅرګنده وه ؛څه یې چې ورته ویلي، مذهبي رنګ یې درلود،له هغې ورځې یې په مغزو کې دا ترانې پاتې شوې،په ۲۳کلنۍ کې چې په سد کې شوه،ترانه یې له مغزو څخه ژبې ته راغله او بېواکه یې له خولې راووته[22].

ددې ونډې او اغېز په پامینوي ،پېغمبراکرم(ص)سپارښتنه کوي،چې د ماشوم په غوږونو کې دې پر اذان او اقامې سربېره،د حمد، اخلاص، ناس، فلق، ایه الکرسي او حشر سورت وروستي آیتونه ولولﺉ[23].

د عظیم الشان پېغمبر(ص) دې ته ورپام دی، چې نوزېږی ماشوم د اذان اقامې او د قرآني آیتونو په دقیق مفهوم نه پوهېږي؛ خو دا الفاظ یې په مغزو او اعصابو کې ژور اغېز شیندي او د ماشوم په روح او اروا کې کرښه راکاږي او له دې کلیماتوسره یې مانوس او اشنا کوي.

د ماشوم لومړي خواړه

له حضرت انس (رض) روایت شوی : د ابوطلحه د مېرمن ام سلیم، چې ماشوم وزيږېد،پېغمبراکرم(ص) راته وویل : انسه! مور ته دې ورشه ورته ووایه:د خپل اولاد نوم،چې دې غوڅ کړ،څه ورپورې مه نښلوه او ماته یې راولېږه . انس وایي: پیغام مې ورساوه او ماشوم مې په لاس کې راونیواو حضرت(ص) ته مې راوست ، پېغمبر اکرم (ص)امر وکړ،چې درې دانې کجورې راوړه . دا چار مې وکړ . آنحضرت(ص) د کجورو زڼي لرې کړل او یوه یوه یې په خپله خوله کې وژوله، چې نرمې شوې،بیا یې د ماشوم خوله وازه کړه او په خوله کې یې ورکېښووله… اوپه پای کې یې وویل: ((ورشه او مور ته دې ووایه : خدای دې یې درته مبارک ،مهربان او پرهیزګار کړي[24] .))

ام المؤمنین عایشه(رض) وایي: « ماشومان یې چې حضرت پېغمبر (ص)ته راوستل،حضرت مبارکي ورکوله او خوله یې وروازوله(۲).

حضرت علي (ک) وایي : «د خپلواولادونوخو له مو په کجورو وازه کړئ. پېغمبراکرم (ص) د حسنینوخوله په کجورو پرانسته» (۳)

(۱)

د ماشوم نامه ایښوونه

پر پلار د ماشوم ړومبی رسمي او لازمي حق دادی، چې ښه نامه ورباندې کېدي . رسول اکرم (ص) ويلي : « من حق الولد علی الوالدان یحسن اسمه ویحسن ادبه ؛پر پلار د اولاد له حقوقو ځنې یو دادی، چې ښه نامه پرې کېدي اوپه ښه ادب یې وروزي[25] »

پر اولاد د ښې نامې ایښوونه ،په ډېری روایاتوکې اولاد ته د پلار د ښې ډالۍ په نامه اوڅار شوې ده او پر ښې نامې ایښوونې د اسلام د ټینګار علت دادی، چې د هر چا لقب او نامه یې د شخصیت ،اصالت او ګروهې ښوونکې ده او د عمر تر پایه یې ورسره وي،که ښکلې وي، په ټولنه کې یې د عزت او ویاړلامل وي او که بده وي؛نو پرې خجالت او کړېږي؛ نو ځکه پېغمبراکرم (ص) د وګړیواو ښارونو بدې نامې اړولې[26]))

امام صادق (رح) ویلي: « د رسول اکرم (ص) دود و،چې د خلکو او ښارونو بدې نامې یې اړولې» (۲)

په یوه روایت کې راغلي،چې د حضرت عمر(رض) د یوې لور نامه «عاصیة» یعنې ګناهکاره وه،رسول اکرم(ص)یې نامه وربدله کړه او «جمیله»؛ یعنې ښکلې یې ونوموله[27] .

سعید بن مسیب (رض) وایي : د ماما زوی مې وشو او نامه یې پرې «ولید» کېښووله . پېغمبراکرم (ص) وویل: د خپلو فرعونانو نامه مو پرې کېښووله؟ نامه یې بدله کړئ او عبدالله نامه یې پرکېښووله[28]. د کنزالعمال او اعلام الوری د روایت له مخې، رسول اکرم (ص)پردې نامې ایښوونې تر نیوکې وروسته وویل : « په دې امت کې به د ولید په نامه[29] یو تن راشي،چې پر امت به یې شر پر خپل قوم د فرعون تر شره ډېر وي[30] »

 

پر اولادونو څرنګه نامې کېدو؟

پېغمبراکرم(ص) وویل : «پر اولادونه مو د پېغمبرانو نامې کېدئ او غوره نامې عبدالله او عبدالرحمن دي[31] »

رسول اکرم (ص) تر بعثت وروسته ،پر یوازېني زوی، ابراهیم نامه کېښووله،د ابراهیم خلیل الله همنومی، چې د خدای یو غوره پېغمبر و او پر خپلو لمسیو یې د هارون علیه السلام – چې د موسی علیه السلام ورور اووزیر و- د زامنو نامې کېښوولې؛ یعنې حسن او حسین[32] .

باید داسې نامه کېدو،چې د ماشوم د ګروهې ښووونکې وي، داسې نامه چې شیطان غندي،داسې نامه چې د انسانیت اوچتو شخصیتونو او نامي سپېڅیلو ته یې ورمنسوبوي.

پېعمبراکرم (ص) ویلي : « که څوک څلور زامن لري او پر یوه یې هم زمانوم ایښی نه وي؛نو په حقیقت کې ظلم یې راباندې کړی دی [33]»

 

ممنوع نامې ایښوونې

نه ښایي پر خپلو اولادونو داسې نامې کېدو،چې د ځانمنۍ او غرور بوی ترې راولاړېږي یا یې ناپاکیو او بدیو ته ورکاږي او یا يې بدنامو او ناپاکو ته ورمنسوب کړي،چې داپخپله پر اولادونو یو ډول ظلم او بې احترامي یې ده.

خو افسوس یو شمېر پلرونه او میندې په نامې ایښوونه کې خپل شرعي او ټولنیز مسوولیت نه پلی کوي او پر خپلو اولادنو پرېوتي او بې منځپانګې ، د طاغوتانو، پاچایانو او د غیر اخلاقي فیلمونو د هلکانو او نجونو نامې ږدي،چې داچار له قرآن او نبوي سنتوسره اړخ نه لګوي او د شیطانانو،د دین او قرآن د دښمنانو د خوشحالۍ لامل ګرځي . دا ډول نامې ایښوونې یا له ناپوهۍ او د پردیو د فرهنګ پر وړاندې له ځان بایلنې راولاړې شوي او یا داچې د اسلامي نامو یو ډول بې احترامي کول او ترې کرکجنېدل دي .

ښو نامو ته عملي درناوی

ابورافع (رض) وايي: وامې ورېدل، چې پېغمبر اکرم(ص) وویل: «که پر چا مو د(محمد) نامه کېښووله؛نو مه یې وهئ او بې احترامي یې و نه کړئ[34]»

یعیش غفاري(رض)وایي : پېغمبر اکرم یوه اوښه درلوده،یوه ورځ یې وویل: څوک به یې ولوشي؟ یوه وویل:«مرة[35]» آنرحضرت وویل :کېنه! بل راپاڅېد،چې اوښه ولوشي . پېغمبر اکرم (ص) وویل :نامه دې څه ده؟ هغه هم وویل :«مروة». آنحضرت وویل: کېنه. بیا بل څوک راولاړ شو. آنحضرت وویل: نامه دې څه ده ؟ویې ویل: «جمرة[36]» آنحضرت وویل:کېنه . ورپسې یو بل تن راپاڅېد، پېغمبراکرم(ص) ورته وویل : نامه دې څه ده ؟ ویې ویل : «یعیش[37] » آنحضرت ورته وویل :و یې لوشه[38].

ابوحدرد (رض) وایي:پېغمبراکرم(ص) وویل: څوک به مې دا اوښ وشړي؟ یا داچې ویې ویل: څوک به يې مقصد ته ورسوي ؟ یو تن راپاڅېد، و یې ویل : زه . پېغمبر اکرم(ص) ورته وویل: نامه دې څه ده؟ ویې ويل :پلانی. آنحضرت (ص) وویل:کېنه – ته وا نامه یې سمه نه وه- ورپسې یوبل تن پاڅېد و یې ویل : زه . پېغمبر(ص)وویل:نامه دې څه ده؟ ويې ویل : «ناجیة[39]» آنحضرت وویل : وړ یې؛نو و يې شړه[40]

که موږ د پېغمبراکرم(ص) له دې سبقه عبرت واخلو؛ نو پر خپلواولادونو به نامناسب او پردۍ نامې کېنږدو.

په نامې ایښوونې کې مناسبتونه په پام کې نیول

یو تن رسول ا کرم (ص) ته ورغی ويې ویل : پرون شپه مې لور وزیږېده څه نامه پرې کېدم؟ آنحضرت ورته وویل: پرون شپه د مریم سورت راباندې رانازل شو؛نو پر لور دې مریم نامه کېده؛هغه هم مریم پرې کېښووله[41] .

د زوکړې پر مهال که اسلامي مناسبتونه په پام کې ونیسو؛ نو کېدای شي پر اولادونو مو غوره نامې کېدو او په دې اړه به خپل شرعي مکلفیت ښه ترسره کړو.

 

د اولاد د زیري زېری ورکول

صالح اولاد که نجلۍ وي که هلک، ښو بندګانو ته د لورین پالونکي یوه ستره لورنه ده .

پېغمبر اکرم (ص) وایي: « ښه اولاد د خدای له لوري یو خوږ بویه ګل دی، چې پر خپلو بندګانوکې یې وېشلی دی[42] »

امام صادق (رح)ویلي:« د نارینه له نېکمرغیو ځنې داده،چې صالح اولاد ولري[43] »

دې ته په پامینوي چې صالح اولاد،نعمت،نېکمرغي ، ویاړاودانسان دهیلې لامل دی؛نومناسبه ده انسان چې داولاد دزوکړې خبرواوري ددې سترنعمت په شکرانه کې ، خدای وستاېې اوزیري ورکوونکي ته یې زېری وکړي.

ابو رافع (رض)چې پر رسول اکرم(ص) دا ابراهیم د زوکړې زېری ورکړ؛ نو حضرت په زیري کې یو مریی ور ډالۍ کړ[44].

په اسلام کې د لور ارزښت

دلته پاموړ ټکی دادی،څه چې په روایاتو کې اوڅار شوي ،د ښه اولاد درلودل دي او د لور او هلک ترمنځ توپیر نشته؛ بلکې په ډېری ځایونو کې دیني فرهنګ لور ته په ډېر ارزښت قایل شوی دی . پېغمبراکرم(ص)ویلي:«ډېر غوره اولاد مو لوڼي مو دي[45]»

په بل ځای کې له آنحضرت نه روایت دی،چې وایي:« که څوک درې لوڼې ولري او ښه یې وروزي، ورباندې ولورېږي او ورته بسیاوي؛ نو هرومرو جنت پرې واجب دی،وويل شو:رسول الله! که دوه وي؟ آنحضرت وویل:که څه دوه وي . ځینو حاضرینو وننګېرله که ووایي که یوه وي ؛ نوڅنګه ؟ پېغمبر(ص) بیاهم ویل که څه یوه وي[46]»

امام صادق ویلي: «لوڼي حسنات دي او زامن نعمت؛ خدای حسناتو ته ثواب ورکوي او له نعمته پوښتي[47]))

سره له دې چې په دیني فرهنګ کې د لوڼې درلودل یو ډول ویاړنه ده ؛ ځکه له رسول الله(ص) سره همرنګېدل دي ،چې امام صادق (رح) ویلي: «کان رسول الله ابابنات؛ پېغمبر د لوڼو پلار و[48]»

خو یو شمېرکسان پیداکېږي،چې د ناپو هۍ او تعصب په پار دلور په زوکړې خپه کېږي،چې قرآن یې په اړه وایي : «اوچې یو تن ته یې د لور د زېږېدو زېری ورکول کېږي؛نومخ یې (له ډېرخپګانه )تور اوړي او(خپلې ښځې ته )له غوسې ډک وي(چې ولې دې لور راوړه![49]

د لور پر زوکړې خپګان؛یعنې پر حکیم ،وسمن، نیاومن او لورین پالونکي نیوکه،که نه څوک چې خدای حکیم او عادل بولي او ګروهن وي چې خدای د خپل حکمت او مصلحت له مخې بنده ته یو څيز ورکوي؛ نو ولې د حضرت حق تعالی په ورکړې خپه شي او د کور چاپېریال تاوتریخوالي ته وکاږي او ددې پر ځای چې له خپلې مېرمنې د ربړ ګاللو له امله مننه وکړي،په سپکوسپورو ورته پیل کړي ان د طلاق (او ورته در بنې راوستو) خبره هم کوي .

ایا ښځه پر یوې نابښونکې ګناه اخته شوې،چې پر وړاندې یې دغسي دریځ ونیول شي؟ نارینه انګېري، چې د هلک یا لور کېدو واک له ښځې سره دی؛خو نه پوهېږي چې داچار یوازې د خدای تعالی په واک کې دی او په دې چار کې ښځه د مېړه په څېر یوه ګډونواله ده.

قرآن وایي: «د اسمانونو او ځمکې (واکمني او)مالکیت یوازې د ((الله))دی،څه چې غواړي، پیداکوي یې، چا ته چې یې خوښه شي ، ښځینه اولاد وربښي او چا ته چې یې خوښه شي نارینه اولاد وربښي ، یا (که وغواړي)نارینه اوښځینه دواړه ورکوي اوچا ته یې چې خوښه شي شنډوي یې (؛ځکه)هغه پوه (او) وسمن دی[50]

لور د پلار په باب د مینې،محبت او عاطفې ښکارندويه ده او په حقیقت کې باید ووایو، کوم پلار چې لور نلري؛نو له عمره یې څه خوند اخستی نه دی .

پېغمبر اکرم (ص)ویلي : « لوڼې څومره ښې او لورینې دي[51] »

هلک موروپلار ته څه ګټه لري،چې لور یې ورته نلري؟

ایا لور موروپلار ته ښه یادګاراو د ښې نامې او شهرت لاملېدای نشي ؟ کوم زوی پېغمبر(ص)او خدیجې بي بي ته د فاطمې ونډه درلودای شوه؟

نوځکه باید غلط او جاهلي افکار لرې او له بې ځایه تبعیضاتوسره مبارزه وکړو او د انبیا وو او الهي اولیا وو په څېر،چې د لور یا زوی زېری پرې کېده، په خورا پرانستې غېږ یې چلن ورسره کاوه او له خدایه یې ددې ستر نعمت پر وړاندې مننه کوله.

د رسول اکرم(ص) په سیرت کې راغلي،چې د لور زېری به پرې وشو؛نو و یل یې: « یو خوږبویه ګل دی او روزي یې پر خدای ده [52]»

یو تن له رسول اکرم (ص) سره ناست و،چې چا د لور زېری پرې وکړ، چې رنګ یې واوړېد، رسول اکرم(ص) وویل: څه شوي ؟ ويې ویل: خیر دی. آنحضرت وویل: ووایه څه شوي؟ ویې ویل: له کوره، چې راوتم؛ مېرمن مې د زیږون پر درد اخته وه،خبر شوم لور يې زیږولې ده . پېغمبر(ص) وویل : « پر ځمکه ژوند کوي او اسمان پرې سیوری کېږي او خدای یې روزي ورکوي او هغه په خپله یو ګل دی، چې یې بویوې[53] »

یو فرهنګ هم اسلام هومره لور ته پر اهمیت قایل نه دی، وګورئ چې د اسلام پېغمبر(ص) څومره لور پالنې ته پر ارزښت قایل دی، چې وایي :

« من کانت له ابنة واحده کانت خیرا له من الف حجة والف غزوة والف بدنة والف ضیافة؛ څوک چې یوه لور لري،اجر یې تر زرو حجونو، زرو غزاګانو، زرو قربانیو او زرو مېلمستیاوو ډېره دی.[54] »

په بل روایت کې یې ویلي : « په کوم کور کې چې څو لوڼي وي، هره ورځ له اسمانه دولس برکتونه او رحمتونه ورباندې رانازلېږي او ددې کور زیارت ته د پرښتو راکېوتل نه پرې کېږي او پلار ته یې په هر شواروز کې د یوه کال عبادت ثواب لیکي[55]. »

په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول

داچې د پیدایښت له پلوه تر هلک نجلۍ عاطفي مینه غواړې ده او اسلام یې اړتیاوو او روحیاتو ته پوره پاملرنه درلودلې ده او په فوقالعاده ارزښت ورته قایل شوی؛نو ځکه دعاطفي اړتیاوو ورپوره کولو ته یې موروپلار او روزونکیوته ځانګړې سپارښتنې کړې دی.

رسول اکرم(ص) ویلي دي : «که څوک څه په بازار کې وپېري او خپلې ښځې او او لادونو ته یې یوسي،داسې دی لکه چې بېوزلیو ته یې د خیرات او صدقې پېټۍ وروړې وي او باید لومړی یې لوڼو او ښځو ته ورکړي، چې که څوک خپله لور خوشحاله کړي، ته وا د اسماعیل د زامنو یو مریی یې ازادکړی دی[56] »

په بل ځای کې وایي: « څوک چې لور ولري او و يې نه شړي او سپکاوی یې و نه کړي او زوی ترې وړاندې و نه بولي، خدای به یې جنتي کړي[57] »

واقعاً دا یو هېښنده روایت دی،باید پلرونه دې ټکیو ته ټینګه پاملرنه ولري او په کور کې یې د خپلو لوڼو احساساتو او عواطفو ته ورپام وی هسې نه هلکان ورباندې ړومبي وبولي او د لوڼو په خپه کولو ځان له جنتی کېدو بچ کړي .

پېغمبراکرم (ص) ویلي : «خدای تر هلکانو پر نجونو لورین دی، څوک چې له خپلو محارمو ؛نجلۍ یا ښځه خوشحاله کړي ،خدای به یې د قیامت پر ورځ خوشحال کړي[58] »

په مینه کې لور ته پر زوی لومړیت ورکول د لوراند څښتن حکم دی؛ نو ځکه په حدیثي ټولګوکې یو ځانګړی باب ورته شته : « استحباب زیادة الرقه علی البنات اکثرمن الصبیان »؛ یعنې مستحب دي، چې تر هلکانو پر نجونو ډېره لورنه وشي»

د زوکړې د اوومې ورځې کړلارې

مستحب ده پر اوومه ورځ د اولاد سر و خرول شي او د وېښتانو د وزن هومره يې سره یا سپین زر خیرات ورکړل شي.

له ټینګو مستحباتو ځنې، هلک او نجونې ته عقیة ده او مستحب ده، چې هلک ته ، نر څاروی او نجلۍ ته ښځینه څاروی وي او هم مستحب ده عقیقه پر اوومه ورځ وي، د هلک سنتول واجب دي او پر اوومه ورځ سنتول یې مستحب دي[59].

حضرت علي(ک) ویلي:« پر اوومه ورځ د اولادونو له لوري مو عقیقه وکړئ،که د دوی سرونه مو وخریېل؛نو د وېښتانو د تول هومره یې مسلمانانو ته سپین ورکړئ،چې رسول اکرم (ص) د خپلو اولادونو؛ حسنین په باب دغسې کړي ول[60] »

د ټول سر خریېل مستحب دي،که نجلۍ وي که هلک او مکروه ده، چې یو ځای یې وخریېل شي او بل یې نه [61] .

امام صادق(رح) ویلي : «یو ماشوم یې پېغمبر(ص) ته راوست،چې دعا ورته وکړي او د سر یوه برخه یې ورخریېلې وه او بله نه،رسول اکرم له دعا کولو ډډه ورته وکړه اوامر یې وکړ،چې ټول سر یې ورته وخروئ[62] »

د عقیقي او د سر وېښتانو د تول هومره صدقه او خیرات ورکولو فلسفه داده ،چې ماشوم له کړاوونواو ناببره پېښو ساتي او په روایاتوکې دې مسالې ته په څرګنده اشاره شوې ده .

پېغمبراکرم (ص) ویلي:« هر زیږېدلی د خپلې عقیقې په ښکېل کې دی[63]»‎

سره له دې، چې عقیقه یو مستحب چار دی؛خو په ځینو روایاتو کې واجب ګڼل شوې ده [64] .

نو ځکه رسول اکرم پخپله د خپلو اولادونو له لوري پسه ذبح کاوه[65].

د عقیقي له غوښې به یې ګاونډیانو ته ورکوې او د ماشوم پر سر به عطر وهې او هم پر اوومه ورځ به پر ماشوم نامه ږدې.

په ځینو روایاتو کې راغلي، چې د ماشوم تر زوکړې وړاندې به نامه ورباندې ږدې[66] او په ځینو روایاتوکې د زوکړې لومړۍ ورځ ښوول شوې ده[67] ؛ خو د ټولو روایاتوله څېړنې دې پایلې ته رسو، چې پر ماشوم نامه ایښوونه د موروپلار یوه دنده ده ،چې غوره ده ډېر ژر تر سره شي ؛یعنې تر زوکړې وړاندې او که ونشو؛نو پر لومړۍ ورځ اوکه د څه لاملونو له مخې ځنډ شوه؛ نو پر اوومه ورځ دې کېښوول شي او که مخکې یې نامه پرې ایښې وي او مناسبه نه وي یا غواړي نامه یې واړوي،نوپه دې ورځ دې وروستۍ نامه ورته وټاکي اوورباندې دې یې کېدي.

د مور شیدې

قرآن کریم وایي :«میندې خپلواولادونوته پوره دوه کاله تی ورکوي[68] »

خدای د ماشوم روزي د مور په سینه کې ایښې او مور حق نلري بې له سم عذره او په خوشې پلمه خپل ماشوم له دې خدای ورکړې روزۍ بې برخې کړي او پر وچو شیدو او نورو یې روږدی کړي؛ځکه هېڅ شېدې او خواړه د مور د شېدو ځای نیوای نشي او نه د ماشوم جسمې اړتیاوې ور پوره کولای شي. پوهانو د تجربو له مخې لاس ته راوړي، چې د مو په شیدوکې داسې مواد شته چې د ماشوم اړتیاوې ورپوره کوي او دا ډول ځانګړی جوړښت د نړۍ په هېڅ یوې مادې کې نشته؛نو ځکه پېغمبراکرم (ص) دې واقعیت ته په پاملرنې پېړۍ مخکې ویلي دي :

« لیس للصبی لبن خیرمن لبن امه؛ ماشوم ته د مور تر شیدوغوره شیده نشته[69]

تی ورکوونکې ښځه باید د ځان او ماشوم د روغتیا او سلامتۍ لپاره ښه خواړه وخوري؛ لکه لبنیات،غوښه ، حبوبات، سبزیجات، مېوې؛ لکه مڼه، ناک، انګور، کجورې، هندواڼه،خربوزه او…چې له کمښت او ستونزې سره مخ نشي.

د مور د حالاتو، افکارو او ګروهو اغېز

لکه څنګه چې د مور شیدې له مادي پلوه د ماشوم په جسمي جوړښت کې خورا مهم اغېز لري؛نو په دې موده کې د مور حالات او ګروهې هم د ماشوم پر روح او اروا مهم اغېز لري؛یعنې که مور د تي ورکولو په پېر کې له روحي او جسمي پلوه سالمه وي،آرامه او ډاډمنه وي، پاک او حلال خواړه وخوري، له ایمان، تقوا، مینې، سخاوت، د پالونکي له یاد، عفت، حیا، دندې پېژندنې، ادب، اخلاقو، پاکۍ او… برخمنه وي؛ نو دا ټولې ځانګړنې د اولاد پر روح اغېز شیندي او ښیون او سمونې ته یې ورچمتوکوي او اپوټه که یوه مور په دې پېرکې له روحي او جسمي پلوه ناروغه وي ،پرېشانه او اندېښمنه وي،غوسه اوخپه وي، حرام خواړه وخوري،په ګناه لاس پورې کړي، د خدای له یاده غافله وي، خپلې دیني او ټولنېزې دندې ترسره نه کړي،کېنه کښه وي،له غیبت ، تور او د نورو پت تويولو یې څه پروا نه وي ،له نامحرم سره ټوکې ټکالې او راشه درشه ولري ،له پاکلمنتوبه برخمنه نه وی او له رذیلو خویونو ځان بچ نه کړي؛نو په رښیتا چې دا ځانګړنې پر اولاد ډېرې بدې اغېزې شیندي؛ فساد او تباهۍ ته یې ورټېل وهي .

په تېره هغه مهال چې مور خپل ماشوم ته تی ورکوي او ماشوم په تي رودلو بوخت وي ؛نو باید خپلو حالاتو او کړچارو ته یې ډېر ورپام وي، هرومرو دې له غوسې، ګناه او شیطاني افکارو په ټینګه ډډه وکړي او په جسمي او روحي پاکۍ دې د خدای پر یاد بوخته وي او پوه دې شي، چې د ستر عبادت په حال کې ده .

پېغمبراکرم(ص) ویلي : « هر ځل چې ماشوم د مور تی روي؛نو په کړنلیک کې یې د حضرت اسماعیل د اولادې د یوه مریي د ازادولو انډول ثواب ور کښل کېږي[70]

اسلام پر ماشوم د شیدو او د تي ورکوونکې ښځې د روحي او جسمي حالاتو او افکارو اغېز ته پوره پام ورګرځولی او په لس ګونو روایاتو کې یې خپلو لارویانوته سپارښتنه کړې، چې ناپوهه،احمقه، ناپاکه، بدرنګه ،په دید کمزورې او چې له سترګو یې اوښکې پهېږي دایه غوره نه کړي؛بلکې د ښکلې او ډېرې پاکې دایي سپارښتنه کوي او ډانګ پېییلي یې ویلي چې :«پوه شئ چې شیدې پېرېدونکې دي او د ماشوم طبیعت اړوي[71] »

نوځکه کومې میندې چې پاک اووړاولاد غواړي؛نو باید دتي ورکونې په پېرکې دې دخپلې پاکۍ په اړه هڅه وکړي.

د ماشوم اروایي روغتیا

د روزنې په باب یوه خورا مهمه مساله د ماشوم اروایي روغتیا ده، چې باید روزونکي ورته پام وکړي .

باید موروپلار هڅه وکړي،چې ماشوم یې غوسناک نشي؛ځکه پوهان وايي: غوسه ړومبی اخلاقي صفت دی،چې په ماشوم کې راڅرګندېږي، چې ماشوم وزیږي،ژاړي او دا ژړا یې د غوسې ژړا ده، دا د خطر لومړی زنګ دی، چې کړنګول کېږي او بسیا ده، چې که پام ورته ونشي او دا غوسه وپالل شي ؛نو چې ماشوم ځوان شي؛ نو د اور یوه ټوټه روزل شوې ده او ټول وجود یې تاوتریخوالی دي . تی خور ماشوم ښې او خرابې جامې نه پېژني،ارزانه او قیمتی زانګو نه پېژني، د تعقل ،تفکر او څېړنې ځواک نلري؛ خو لوږه، تنده، ارام او ناارام چاپېریال، توندي او تاوتریخوالی،په څنګ کې یې چغې، درد او خپګان ننګېري او ډېره حساسه اروا لري؛يعنې که مور یې په نیمایي کې له خولې تی راوباسي خپه او په ژړاکېږي؛نوځکه یو ارواپوه وایي:

(( چې ماشوم په تي رولو پیل وکړ،پرېږدئ دومره یې وروي، چې خوب یې یوسي یا پخپله تی خوشې کړي او هېڅ ډول تکلیف ورته پیدانشي.))

خو ماشوم چې نوی تی روي او غدوات شیدې راپرېږدي ؛خو ناڅاپه یو څوک د کور وروهي یا تیلفون زنګ وهي،مور سملاسي د ماشوم له خولې تی راکاږي، وځي ور پرانځي او ماشوم هم په چغو سر کېږي . مور په ناخبرۍ کې په دې کار په ماشوم کې د غوسې تخم وشینده او په غټوالي کې به غبرګون ولري.

دا چې د ماشوم اروایي روغتیا څه وخت پیل شي یو اروا پوه یې ځوابوي :

« اروایي روغتیا یې هم د عمومي روغتیا په څېر باید د زوکړې له لومړۍ شېبې پیل شي؛ یعنې نباید موروپلار د تي خور ماشوم په مخ کې په لوړ غږ او چغو خبرې اترې وکړئ، شاید داسې وانګېري، چې دا یو تي خور ماشوم دی او پر څه نه پوهېږي، همدا ماشوم سترګې او غوږونه لري او د زوکړې په لومړیو اوونیو کې ویني، اوري او لوړ غږونه،چغې یا ناڅایې پېښې یې پر اعصابو اغېزې شیندي .ټول پوهېږو چې تی خور ماشوم د ناڅاپي غږ په اورېدو څنګه غبرګون ښيي، ټکان خوري او ناڅاپه ژاړي او اپوټه، چې مور یې للوللو ورته وايي او په غېږ یا زانګو کې یې اچولی وی؛نو څرنګه ښه آرام وي، چې دا ټولې چارې د اروايي روغتیا له پرېکنده آرونو ځنې دي او د ماشوم په راتلونکې چلن او وګړې ښه اغېزلري[72] »

ډېری اروایي ناروغۍ، ځېلونه، ډار، اندېښنې، نهیلۍ، کرکې او بدوینۍ له همدې پېره راولاړېږي .

او اصولا د تي خورۍ پېر او وړوکتوب د ماشوم د اخلاقي، ټولنیز او دیني وګړې د بڼې نیوو خورا حساس او نازک پېر دی.

یو څیز چې د ماشوم اروا خرابوي او بدخويه يې راولاړوي، د ماشوم متیازوکولو ته بې پامي ده. فرض کړئ، چې د مور یو دوه میاشتینۍ یا یوکلن ماشوم په غېږکې، یاپه یوه غونډه کې دکومې مېرمن په غېږ کې یا په کوټه کې پر قالینې ناست دی؛ دا ماشوم نه پوهېږي، چې متیازې چټلې دي که متیازې وکړي، جامې او قالینه چټلېږي او باید و یې ووینځو؛ نوځکه بولې کوي . په مازې چې د مور یې ورپام شي ، نارې سورې پيلوي او ماشوم ډبوي، معصوم ماشوم هم په ژړا شي؛نو ددې پېښې پایله څه کېږي؟

ایاماشوم پوهېږي، چې یو بدچار یې کړی او دا ډبول یې په دې پار خوړلي، چې شاید د چا په غېږ یا پر فرش بولې وکړي ؟ نه ؛بلکې پر څه چې پوهېږي دادی، چې نباید متیازې وکړي او که و يې کړي، ډبول کېږي، په پایله کې هر وخت چې متیازې کوي له يو اندېښمن او تشویشي حالت سره مخېږي او ډارېږي او همداچار د ماشوم په روح کې د یو لړ جسمي،عصبي یا اروایي غوټو رادبرېدو لاملېږي.

د ماشوم اروایي روغتیا ته د پېغمبراکرم (ص) پاملرنه

د اسلام عظیم الشان پېغمبر(ص) د یو بېلګه ښووند او مهربان پلار په توګه د ماشوم له اروایي روغتیا پوره پوهه درلوده او په دې باب یې پاموړ ټکي راښوولي دي :

ام الفضل د عباس بن عبدالمطلب مېرمن او د امام حسین دایه وایي: حسین تي خور و،چې یوه ورځ پېغمبراکرم (ص) رانه واخست او په غېږ کې یې ونیو،ماشوم د حضرت جامې لمدې کړې، چټک مې ماشوم ترې واخست او ماشوم په ژړا شو. پېغمبر(ص)راته وویل : ام الفضل ! ارامه وسه! جامې مې اوبه پاکوي؛خوکوم څيز مې د حسین له زړه د کړاو او رنځ دوړې لرې کولای شي[73]؟

په روایاتو کې راغلي : چې پېغمبر(ص)ته به یې د دعایا نامې ایښوونې لپاره کوم ماشوم وربوت؛نو پېغمبر(ص)به د ماشوم د کورنۍ د درناوي په پار، ماشوم په غېږکې ایښووه او ډېر ځل ماشوم یې په غېږ کې بولې کولې، ځینو چې لیدل؛ نو پر ماشوم به یې چغې کړې او په تونده یې غوښتل له متیازو یې منع کړی .

رسول اکرم تل ویل : «لا تزرموابالصبی … د ماشوم د متیازوکولو مخه مه نیسئ»

بیا یې ازادپرېښووه، چې متیازې یې پای ته ورسي، همداچې د ماشوم کورنۍ به ولاړه ؛نو پېغمبر اکرم(ص) به خپلې جامې وینځلې[74] .

په روایت کې چې د« لاتزرموا» کلیمه راغلې ،له «ازرام» اخستل شوې او د بولو د پرې کولو پر ماناده؛یعنې پېغمبر اکرم(ص)وایي:ماشوم چې په هر ځای کې په امتیازوکولو پیل وکړ، پرېږده یې چې تر پایه متیازې وکړي،داسې کوم چار مه کوئ ،چې د بولو مخه یې ونیسي او زړه او روح یې ټکنی شي.

امام صادق (رح)وویل: رسول اکرم (ص) د ماسپښین جماعت ورکړ او دوه وروستي رکعتونه یې په بېړه او لنډو،وکړل خلکو تر نمانځه وروسته ترې وپوښتل:په نمانځه کې څه پېښ شول؟

آنحضرت ورته وویل:څه شوې چې مې پوښتئ ؟

وویل شول : دوه وروستي رکعتونه دې ژر وکړل .

پېغمبر(ص)وویل: ایا د ماشوم چغې مو نه اورېدې؟![75]

 

د ماشوم عمومي پاکوالی او روغتیا

رسول اکرم(ص) لکه څنګه چې د ماشوم د اروایي روغتیا په اړه حساس او دقیق و،دغسې د ماشوم د ظاهري ښکلا او عمومي روغتیا او پاکوالي په باب یې لازمې سپارښتنې کولې او غبرګون یې ښووه.

پېغمبراکرم(ص) وویل: د خپلو اولادونو چټلۍ مو ووینځئ؛ځکه شیطان یې بویوي او ماشوم په خوب کې ډارېږي او تاوراتاوېږي او مؤکلې پرښتې ځورېږي[76].

امام صادق (رح) وویل : « یو ماشوم یې پېغمبراکرم (ص) ته راوست، چې دعا ورته وکړي او دسر ټول وېښتان یې ورته خریلي نه ول؛بلکې یوه برخه یې خرېیلې وه- او دې حالت ماشوم بدرنګ ښووه- رسول اکرم(ص) ورته له دعا کولو ډډه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې ټول سریې ورته وخروئ[77] »

[1] بحارالانوار،۶۰ ټ ۳۶۷مخ

[2] بحارالانوار۶۰ټ ۳۶۶مخ.

[3] [صافی تفسیر، ۴ټ/۸۸مخ ]

[4] (کارل ،راه زندګی، ۹۱مخ )

[5] مکارم الا خلاق ، ۱ټ \۳۲۸مخ .

[6] متقي هندي ، کنزالعمال ، ۴۹۰روایت + یعقوبي تاریخ ۲ټ\۹۴مخ +بحارالانوار۵ټ\۱۵۷مخ .

[7] اصول کافي ، ۶ټ\۱۴مخ

[8] [اعجاز خوراکیها،۱۷۲مخ ]

[9] ګفتارفلسفي ،کودک ،۱ټ\۱۱۸مخ

[10] بحارالانوار، ۲۳ټ\۷۹او۱۳۸مخونه

[11] تعلیم وتربیت ، ۱ټ/ ۱۴۷مخ ،اخستل شوی له:الخلق الکامل،۱/۱۰مخ

[12] واقدي ،مغازي ،اټ \۲۴۹مخ + اعیان الشیعه،۱ټ\۳۸۹مخ.

[13] بهداشت جسمي وروانی کودک، ۶۲مخ .

[14] مکارم الاخلاق،۱ټ / ۳۲۱ او ۳۲۷ مخونه +مستدرک الوسایل ۳ټ / ۱۱۳ او۱۱۶مخونه .

[15] تربیت فرزند ازنظر اسلام،۶۸مخ .

[16] حسین انصاریان، نظام خانواده دراسلام ، ۴۳۹مخ.

[17] مسندالامام الرضا، ۱ټ \۲۸۲مخ .

[18] امالي صدوق، ۴۱۱مخ + بحارالانوار۱۰۴ ټ \۱۰۶مخ .

[19] مستدرک الوسائل ۲ټ/ ۶۱۹مخ .

[20] وسایل الشیعه ۱۵ټ \ ۱۳۴مخ + بحارالانوار۱۰۴ټ/ ۱۱۶مخ+ المحاسن۲ټ /۵۳۵مخ

[21] علل الشرایع ،۵۷مخ.

[22] نظام خانواده دراسلام،۴۰۰مخ .

[23] مستدرک الوسائل،۲ټ/ ۶۱۹مخ .

[24] مجمع الزواید ۹ټ/۲۶۱مخ (۲) صحیح مسلم ۱۴ټ\۱۲۷مخ (۳)کافي ، ۶ټ/۲۴مخ .

[25] وسائل الشیعه،۱۵ټ \۱۱۵مخ .

[26] واقدي، مغازي،۴۵مخ+وفاالوفآ باحوال دار المصطفی۲ټ \۲۶۶مخ +بحارالانوار۱۰۴ټ \۱۲۷مخ + وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۲۴مخ .

[27] صحیح مسلم، ۶ټ\۱۷۳مخ او ۱۴ ټ\۱۱۹مخ .

[28] بحارالانوار ، ۱۸ټ\۱۲۶مخ .

[29] ظاهراً مرادترې «ولیدبن عبداالملک » یومرواني خلیفه دی، چې تاریخ یې په اړه وایي: «وکان الولیدجباراً ظالماً ؛ یو سرغړانداوظالم و» .جلال الدین سیوطی ،تاریخ الخلفا۲۲۳ مخ .

[30] کنزالعمال ۱۶ټ\۴۳۰او۵۹۲ مخونه + اعلام الوری، ۴۵مخ .

 

[31] مکارم الاخلاق ۱ټ \۴۲۱‍مخ + بحارلانوار۱۰۴ټ\۹۲مخ .

[32] ابن سعد،طبقات۱ټ\۱۲۶مخ+بحارالانوار۲۱ټ\۱۸۳مخ .

[33] کافي ۶ټ\۱۹مخ+ بحارالانوار۱۰۴ټ\۱۳۱مخ.

[34] مجمع الزواید، ۸ټ\۴۸مخ +عیون اخبارالرضا۲ټ\۲۹مخ .

[35] مرة: ترخه ونه.

[36] جمرة: داورټوټه.

[37] یعیش: ژوند وکړه.

[38] مجمع الزواید ، ۸\۴۷مخ .

[39] ژغورونکی

[40] مجمع الزواید ، ۸\۴۷مخ .

[41] مجمع الزواید،۸ټ\۵۵مخ.

[42] کافي ، ۶ټ \۲او۳مخونه +بحارالانوار۱۰۴ټ \۹۸مخ.

[43] .پورته سرچینې .

[44] طبري ،تاریخ ، ۲ټ\ ۳۶۲مخ + بحارالانوار۲۱ټ\۱۸۳مخ .

[45] بحارالانوار ، ۱۰۴ټ \ ۹۱مخ ـ مکارم لارخلاق،۱ټ\ ۴۱۹مخ .

[46] مجمع الزواید، ۸ټ\۱۵۷مخ .

[47] بحارالانوار۱ټ\۴۱۸مخ + مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۱۸مخ+وسائل الشیعه ۱۵ټ\ ۱۰۳مخ .

[48] وسائل الشیعه ۱۵ټ\ ۱۰۰مخ .

[49] نحل- ۵۸آیت

[50] شوری ۴۹او۵۰آیتونه

[51] کافی۶ټ\۵مخ +بحارالانوار ۱۰۴مخ \۹۸مخ.

[52] بحارلانوار۱۰۴مخ \۹۷مخ +مستدرک الوسایل ۲ټ\۶۱۵مخ .

[53] وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۰۲مخ +مکارم الاخلاق۱ټ \۴۱۸مخ .

[54] مستدرک الوسایل ۲ټ\ ۶۱۵مخ .

[55] مستدرک الوسایل ۲ټ\۶۱۵مخ .

[56] بحارالانوار۱۰۴ټ \۶۹مخ + مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۲۴مخ .

[57] ازدواج دراسلام ، ۱۳۶مخ .

[58] وسایل الشیعة ، ۱۵ټ\۱۰۴مخ .

[59] تحریرالوسیله ،۲ټ\احکام ولادت وملحقات ان.

[60] بحارالانوار،۱۰ټ\۹۷مخ + ابن کثیر،السیرة النبویه ،۴ټ\۶۰۱مخ.

[61] تحریرالوسیله،۲ټ\احکام ولادت وملحقات آن .

[62] کافي،۶ټ\۴۰مخ +مکارم لااخلاق ۱ټ\ مخ + وسايل الشیعه۱۵ټ\۱۷۴مخ .

[63] مستدرک الوسایل۲ټ\۶۰۲مخ +بحارالانوار۱۰۴مخ \۱۲۱مخ+وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۴۴مخ .

[64] وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۴۴مخ+ بحارالانوار ‍۱۰۴ټ\۱۴۴مخ + مکارم الاخلاق ۱ټ\۴۳۳مخ.

 

[65] کافي،۶ټ\۳۲مخ + بحارالانوار۴۳\۲۵۶مخ.وسایل الشیعه ۱۵ټ\۱۵۸مخ.

[66] کافی۶ټ\۱۸مخ+ محجة البیضاً ۳ټ\۱۲۳مخ+خصال صدوق ۲ټ\۷۷۲مخ+وسایل الشیعه۱۵ټ\۱۲۱مخ.

[67] بحارالانوار۴۴ټ\۲۵۰مخ او۲۱ټ\۱۸۲مخ.

[68] بقره – ۲۳۳آیت

[69] بحارالانوار۱۰۳\۳۲۳مخ +عیون اخبارالرضا۲ټ\۳۴مخ.

[70] وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۷۵مخ .

[71] وسائل الشیعه ۱۵ټ\۱۸۴ تر۱۸۹مخونه+بحارالانوار،۱۰۳ټ\ ۳۲۳مخ.

[72] روان شناسي کودک به زبان ساده ، ۵۰ –او ۵۱مخونه.

[73] بحارالانوار۸۰ټ\۱۰۴مخ + هدیة الاحباب،۱۷۶مخ.

[74] مکارم لاخلاق ۱ټ\ ۵مخ+ بحارالانوار ۱۶ټ\ ۲۴۰مخ + محجةالبیضاّ۳ټ\۳۶۷مخ.

 

[75] کافي۶ټ\۴۸مخ +بحارالانوار۸۸ټ\۹۳مخ +وسایل الشیعه۱۵ټ\۱۹۸مخ.

[76] مکارم الاخلاق۱ټ\ ۴۲۷مخ+بحارلانوار ۱۰۴ټ\ ۹۵مخ+ تحف العقول ۱۲۶مخ .

[77] مکارم الاخلاق ۱ټ\۱۱۲مخ+ کافي ۶ټ\۴۰مخ + وسائل الشیعه۱۵ټ\۱۷۴مخ.

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست