دیارلسم څپرکی د مجریه ځواک تشکیلات ۱- د دیني چارو وزارت ۲۵۲ مساله: د دیني چارو وزات، چې په هر نامه وي،مناسبه ده چې لاندې مدیریتونه ولري،چې ښه برېښي: ۱- د حج او زیارت مدیریت ۲- د اوقافو مدیریت،که زړه سواندي مسوولین پیدا کړي؛ نو د بېوزلیو خلکو ډېر لاسنیوی کولای شي. ۳- پر […]
دیارلسم څپرکی
د مجریه ځواک تشکیلات
۱- د دیني چارو وزارت
۲۵۲ مساله: د دیني چارو وزات، چې په هر نامه وي،مناسبه ده چې لاندې مدیریتونه ولري،چې ښه برېښي:
۱- د حج او زیارت مدیریت
۲- د اوقافو مدیریت،که زړه سواندي مسوولین پیدا کړي؛ نو د بېوزلیو خلکو ډېر لاسنیوی کولای شي.
۳- پر حکمت او حسنه موعظې شامل له ښه منطق سره یوځای د امر بالمعروف او نهی از منکر مدیریت .
۴- د ګټورو دیني کتابونو چاپول .
۵- د سرې میاشتې مدیریت، چې د پلارمړیو، لېونو او له کاره د بېوسو خلکو، زلزله او نېز ځپلو او د نورو پېښو له ځپلو سره مرسته وکړي .
۶- د جوماتونو او د تبلیغ د ځایونو سمبالول .
۷- د ځوانانو د دیني شبهاتو د ځواب ورکونې مدیریت .
۸- د خلکو د لارښوونې او دیني احکامو د تبلیغ لپاره د ځانګړې راډیو تلویزون او مجلې مدیریت .
۹- د شتمنو په مرسته بېوزلیو ته د ګټنې د ټولګټو شرکتونو جوړول، په لرې پرتو او ورسته پاتې سیمو کې د پلونو او حمامونو جوړول، چې ممکن دا د دویم مدیریت دندې وګڼل شي.
۱۰- په نشتمنمېشتو سیمو کې د شتمنو په مرسته د جوماتونو، حمامونو او پلونو جوړول، چې دا هم د شپږم مدیریت دنده ده.
۱۱- له جوارۍ،فحشاء،ربا او مسکراتو سره فرهنګي مبارزه، چې ممکن دا په درېیم مدیریت کې ورګډ شي.
۱۲- د وخت له غوښتنو سره سم د دیني مدرسو د درسي مضامینو سمونه، د مدرسو، مدرسینو او د زده کړیالانو پر تکاملي بهیر او همداراز پر ازمېینو یې څارنه او فارغ التحصیلانو ته یې په دیني دندو کې کار موندنه .
۲- د بهرنیو چارو وزارت
۲۵۳ مساله: تشکیلات یې دې ګټور او د اړتیا هومره وي او دا ماده دې د دولت په ټولو تشکیلاتو کې پلي شي.
لکه څرنګه چې وویل شول،سفارتونه دې په هغو هېوادونو کې وي، چې د ملي ګټو لپاره ګټورې وي او که د ځینو اسیايي او افریقايي او اروپايي هېوادونو لپاره دې د ثابتو سفیرانو ځنې ګرځنده سفیران وټاکل شي.
۲۵۴ مساله:ددې وزارت لوړپوړي چارواکي دې دینوال او رښتین وي،چې په نورو پورې و نه تړل شي او همداراز د سفارتونو او کنسلګریو او سرکنسولونو وګړيو هم دې همداسې وي،چې هېواد بدنامه نکړي.
۲۵۵ مساله: په ټول کې ددې وزارت چارواکي دې پر څو ژبو خبرې وکړي .
۲۵۶ مساله: هېڅ اړتیا نشته، چې د بهرنیو مېلمنو لېږدرالېږدته لوکس او ګران بیه موټر وپېرل شي او که وزیران هم په عامو موټرونو کې تګ راتګ نکوي؛نو د خپل موټر او ډریور لګښتونه دې پخپله ورکړي. طبعا د دوی میاشتنی معاش ډېر دی ، د ولسي جرګې غړي هم همداشان دي، ترڅو د کاندید رغبت کم شي.
۲۵۷: په نړیوالو ټولنو کې سیاسي دریځونه دې د حق پر بنسټ ونیول شي. په هغو ځایونو کې چې هېواد ته سرخوږی جوړېږي؛نو په ډېر ظرافت دې رای ورکړل شي او که زموږ د دین دنده د یو لوري ملاتړ نه وي؛نو ممتنع رای ورکولای شو اقل الضررین دې اختیار کړو؛خو له سترو دولتونو د وېرې له کبله د کمزورو هېوادونو په زیان دې رای ورنکړو.
۲۵۸:سفارتونه دنده لري دي،چې په هېوادونو کې د اوسېدانې د ځایونو په اړه د بهرنیو چارو وزارت ته کتباً راپور ورکړي،چې په کمپیوټر کې ثبت شي او دا راپور دې ډېر له اسلامي هېوادونو څخه وي .
۲۵۹: پر ځینو هېوادونو د احتمالي پوځي بریدونو او د مهمو توکیو د قیمتونو د لوړېدو او راکمېدلو په اړه اړوند وزارتونو ته په سفارت کې ناست د دفاع او سوداګرۍ وزارتونو د استازیو په وخت راپور ورکونه،دا کار کله نا کله هېواد ته ډېر ګټور وي، په دې اړه ډېر روایتونه شته، چې د عبرت وړ دي .[1]
۲۶۰: مهم دادي چې د بهرنیو چارو وزارت دې له ټولو ګاونډیو سره او په تېره له اسلامي هېوادونو سره نېکې اړیکې ولري او له غیری اسلامي هېوادونو سره دې دوه اړخیزه همکاري ولري. دوه نورو موضوعاتو ته هم پاملرنه وکړﺉ :
لومړی داچې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي او دویم داچې په پوره هوښیارۍ او د امنیت او ضد امنیت له ریاست په همکارۍ یې پام وي،چې نور خلک د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي، چې دا کار ډېر زیانونه لري . که څه په نننۍ نړۍ کې د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه په تېره په کمزورو او بېوزلیو هېوادونو کې لاسوهنه د حکومتونو د سیاست الفبا ګرځېدلې ده.
ددې وزارت او نورو وزارتونو کورني تشکیلات دې د ااختیاط له مخې وي.
۳- د کورنیو چارو وزارت
۲۱۶مساله: ددې وزارت مهمې دندې دادي : په ټول هېواد کې امنیت ساتنه، د خلکو بې وسلې کول، د پولیسو او صاحب منصبانو مخنیوی کول،چې ظلم، زورمټي او بدې وانخلي او ملتونه له پولیسو ترخې خاطرې لري.
۲۶۲ مساله: د مجرمینو د پیدا کوونې او له هغوی د اعتراف او اقرار اخستنې او شکنجې د مخنیوي لپاره د پولیسو پرسونل ته د نویو طریقو ښوونه . د جرم د اقرار لپاره د متهمینو شکنجه کول حرام دي .
۲۶۳: د پولیسو تدین تر ډېره بریده له خلکو د مظالمو په لرې کوونه کې ګټور چار دی. د کورنیو چارو وزارت دنده لري، چې د ښوونو ترڅنګ د پولیسو اخلاقي ښوونې ته هم پاملرنه وکړي او په دې لار کې د دیني عالم له موعظو هم ګټنه وکړي.
۴- ۵ : د ښوونې،روزنې او لوړو زده کړو وزارت
۲۶۴ مساله: د هېواد بریالیتوب د دې دوو وزارتونو د دندې په ترسره کوونې پورې تړلی دی او چې په دې لار کې چې هر څومره پیسې ولګول شي؛ نو هېواد ته یې ګټه ډېره ده. د درسونو د میزان او دهغوی د کمیت او کیفیت او د ښوونکیو د شرایطو په اړه ډېری خبرې دي؛ خو په دې برخه کې په اسلامي هېوادونو کې ډېری نیمګړتیاوی دي.
۶- د مالیې وزارت .
۷- د ښارونو او کلیو جوړونې وزارت.
۸- ترانسپورت او کار .
۹- د عامې روغتیا او چاپېریال ساتنې وزارت .
۲۶۵ مساله: دا وزارت دې په علمي بدلون کې وي،چې مهمه دنده یې په غاړه ده،دا دنده په علمي اړخ کې ستر پوهنتون ته اړتیا لري او په خدماتي اړخ کې منظم وزات ته اړتیا لري او دا دوه نهادونه دې یو له بل سره نږدې اړیکی ولري.
۲۶۶ مساله: د تر شوني بریده په هېواد کې دننه د ښه درملو تولید،چې حرام مواد پکې کارول شوي نه وي.
۲۶۷: د مالیې وزارت د شتمنیو په اړه مخکې ډېرې خبرې وشوې او همدا وزارت کولای شي د پلان او اقتصاد وزارت دنده هم ترسره کړي.
۲۶۸: د نفوس پر بنسټ بودجه دې په عادلانه توګه وویشل شي او کلیوالو ته د هوساینې شونتیاوو په برابرولو کې دې پاملرنه وشي،چې خلک کلي پرېنږدي او د ښارونو په شاوخوا کې هستوګن نشي، چې دا کار ډېر زیانونه لري؛لکه: د کرنې کمزوېدل، د کاذبو کارونو رامنځ ته کېدل،چې چاپېریال خرابوي او رنځونه خپروي او په پای کې د تولید او کار ځواک پر یوه بېوزلي لګښتي وګړيو اوړي،چې هېواد ته زیانمنه او د فلاکت لامل ده.
۱۰- د کرنې وزارت
۲۶۹مساله: د ډېرو هېوادنو وټيز برخلیک یې په کرنې پورې تړلی دی او په دې اړه دې د کارپوهانو له اړخه ځانګړی کتاب ولیکل شي.
۱۱- ۱۲: د عدلیې او اطلاعات و کلتور وزارت
لوی څارنوالي هم په عدلیه وزارت کې ورګډېدای شي.
۱۳- د مخابراتو وزارت .
۱۴- د فاع وزارت .
۲۷۱ مساله: که دولت بودجه لري؛نو جایزه نده، چې د اجباري احضار او جلب قانون نافذ کړي،چې د یو کس اجبار هغه هم د دوه کلونو لپاره هېڅ جایز نه دی . که له مناسبو معاشونو سره اختیاري احضار موجود وي؛نو اجباري احضار نافذولای شي؛ خو د اندازې او اړتیا له مخې.
۲۷۲: لکه څرنګه چې معمول دي، جلب او احضار دې ځینې استثنات ولري؛لکه هغه خلک، چې د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازېنی کس وي،معیوب او عاجز، د دیني علومو شاګردان او د پوهنتوتو زده کړیالان. له دې دوو ورستیو ډلو څخه د خلکو په عمومی رفاه کې ګټنه کولای شو او معیبوین هم کولای شي د معاش پر وړاندې نالوستو خلکو ته لیک لوست ورزده کړي .
۲۷۳: د سرتېرو خواړه او هوساینه دې د دولت د وس له مخې وي او د وګړیو د کرامت د ساتنې لزوم مو مخکې ووایه.
۲۷۴: یو خوا سمې روزنې او پوځي انضباط ته دې پاملرنه وشي او بلخوا د مافوقو صاحب منصبانو او ضباطو له خوا یې دې سپکاوی ونشي او په پوځي ښوونو او تدریباتو او سواد اموزۍ کې د داسې خلکو ګومارنه ممنوع ده.
۲۷۵: د دین او ملت د یرغلګر دښمن پر وړاندې وسله واله دفاع واجب ده او که د دفاع وزارت پرسونل، سرتېري او د کورنیو چارو وزارت پولیس کفایت ونکړي؛ نو پر ټول ملت کفايي واجب دی،چې د دفاع وزارت د مشروعو دستوراتو پر بنسټ په ګټور ډول دفاع ته راپاڅي،په تېره په دې کار کې دې متقاعدین ، سرتېري ، پولیس، صاحب منصبان او روزل شوي وګړي برخه واخلي.
۲۷۶: پر دیني او غیری دیني حکومتونو حرام موکد دي، چې د بهرنیانو په لمسوونه او یا هم د شیطاني وسوسو له مخې پر نورو هېوادونو برید وکړي او د پردیو د ګټو لپاره د خپل او بل هېواد ګټې له منځه یوسي او که واکدار داسې حکم صادر کړ؛نو پر لوی درستیز حرام دي،چې د داسې اوامرو اطاعت وکړي، چې دا کار د نفوس د اتلاف او هېواد شتمنیو او اموالو تضییع ده. ننني جنګونه ډېر زیان رسوونکي دي.
۲۷۷ مساله: که حکومت بې له شرعي مجوزه پوځي ځواک ته حکم وکړي، چې د ګاونډي هېواد پر پولو ځای ځای بریدونه وکړي؛ نو جایز نه دي، چې پوځي قومانداني دا امر عملي کړي؛ځکه د مسلمانانو وژل کبیره ګناه ده،که هغه په هر ځای کې وي او د هغوی د مالونو اتلاف خو اولا حرام دي او که قوماندانان د مسلمانانو د وژنې حکم وکړي؛نو پر سرتېرو ددې حکم منل حرام دي او که اطاعت یې وکړي او څوک ووژني؛ نو د قاتل په ډول به قصاص شي او د تلف شویو مالونو ضامن هم دی، دا چې قصاص او ضمان په سرتېرو پورې تړاو پیدا کوي او که په صاحب منصبانو پورې؛ نو دوه احتماله دي .
۲۷۸ مساله: د یرغلیزو جګړو د امر صادرول د ننني حکومتونو له صلاحیتونو څخه نه دي او د دفاعي جنګونو د صادرولو حکم د مجریه او قضایه ځواک، دارالفتاء او د هېواد د سترو پوهانو د ګډ حکم له مخې دی،چې دا امر دې په رښتیني دفاعي وي،نه سیاسي او د صحنه سازۍ لپاره . هو! هر کله چې جامع الشرایط دیني علما د خلکو د دین او دنیا لپاره خطر احساس کړي؛ نو د دفاعي جهاد حکم اعلانوي او د حکومت ملاتړ کوي.[2]
۲۷۹ مساله: په پوځي تړونونو کې ګډون د اسلامي حکومتونو لپاره زیانمن دی؛لکه څرنګه چې په تېره پیړۍ کې تجربه تېره شوه او ورڅخه دې لرې پاتې شو او د اسلامي دولتونو ترمنځ د تړونونو تړل د شرایطو او ځایونو د ځانګړنو تابع دي.
۱۵- د ټرانسپورټ وزارت چې د الوتکو،بېړیو او موټرو چارې سمبالوي .
۲۸۰ مساله: داسې تصور کېږي،چې همدا ۱۵ وزارتونه د ډېرو هېوادونو لپاره بسیا دي . هو! هغه هېوادونه،چې تیل لري؛ نو بل وزارت هم پکې رامنځ ته کېدای شي او د ژمنو کارپوهانو په هوکړه د ورځنۍ اړتیاوو او د هېواد اوږد مهال لپاره همدا شپاړلس یا پينځلس وزارتونه بسیا دي او د بل وزارت جوړول جایز نه دي، چې دا کار د مراجعینو د سرګردانۍ او د خلکو د مالونو د اتلاف لامل ګرځي. د تېلو په تولیدونکیو هېوادونو کې که اداره امور هغه د کانونو په وزارت کې ورګډ کړي او دې کار ته بیل وزارت درلودل مناسب ونه ګڼي؛نو شپاړلسم وزارت حذفولای شي.
[1] د مثال په ډول د فرانسې د استخباراتو یو رییس پخپلو خاطراتو کې لیکلي ول، چې په امریکا کې ځینو استخباراتي کړیو ورته خبر ورکړ، چې ښايي په نږدې راتلونکې کې ډالر وخیژي، ده سملاسي ډالر واخستل او بیا یې په لوړه بیه وپلورل،هغه ادعا درلوده،چې دومره ګټه یې وکړه، چې د خپل ریاست د ټولې دورې لګښتونه یې دې ریاست ته ترلاسه کړل، چې معلومېږي باید په میلونونو ډالر وي .
[2] د افغانستان د څوارلس کلن جهاد په ترڅ کې مې د جنګي توضیح المسایلو په باب لیکلی و،چې د جهاد ډېری مطالب پکې ول، دا کتاب څلور ځل چاپ شو.
سرچینه :
د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل
لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني
ژباړن :اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com