خدايه ! ډېر راباندې ګران يې يو سپېڅلي انسان کوښښ درلود،چې خداى وپېژني . سپېڅليو او مقدسو کتابونو او اثارو ته يې مخه کړه؛خو څومره يې،چې معلومات ډېرېدل؛نو هومره به ګنګسېده؛ يوه ورځ ما زيګر يې ، چې کتابونه وتړل ؛نو د تازه هوا لپاره د سمندر غاړې ته ولاړ. هلته يې يو ماشوم وليد،چې […]
خدايه ! ډېر راباندې ګران يې
يو سپېڅلي انسان کوښښ درلود،چې خداى وپېژني . سپېڅليو او مقدسو کتابونو او اثارو ته يې مخه کړه؛خو څومره يې،چې معلومات ډېرېدل؛نو هومره به ګنګسېده؛ يوه ورځ ما زيګر يې ، چې کتابونه وتړل ؛نو د تازه هوا لپاره د سمندر غاړې ته ولاړ. هلته يې يو ماشوم وليد،چې په شږو کې يې يوه سوړه ايستلې او له سمندره ه يې اوبه راخستې او په سوړه کې يې اچولې؛په حيرانتيا يې ماشوم وپوښت : بچيه ! څه کوې؟ ما شوم : غواړم سمندر په دې سوړه کې واچوم . سړي وويل : دا چار ناشونى دى؛ ته نشې کړاى دا ستر سمندر په دې وړوکې سوړه کې واچوې . له ماشوم سره پر خبرو و؛ راياد يې شول،چې هغه هم ددې ماشوم په څېر پر يوه کار بوخت دى .
په واقع کې هغه کوښښ درلود،چې د خداى ناپايه پوهه، په خپل وړوکي انساني ما غزو کې ځاى کړي .
سادو واسواني ويلي دي : خداى مو نه پوښتي،چې ايا د ساسنکريت،لاتين ،يونانى يا عربي ژبه دې زده کړې که نه ؛ خداى به مو پو ښتي : ايا دا ټکي؛(م+ي+ن+ه ) دې زده کړې که نه ؟ په خدايي چارو کې د تدبر له لارې مو خپله ښکلا او مينه روزلې که نه ؟
د ژوند موخه خداى دى او “هغه” بايد ولټول شي؛ “هغه” پېژندل او د “هغه” په باب يوازې خبرې کول بسيا نه دي، زموږ ډېرى دعاګانې،ذکرونه،تلاوتونه او عبادتونه په پرېشانه ما غزو کېږي . ډېر وخت دى،چې خداى مو له خپل ژونده ايستلى دى او اوس،يې وخت رارسېدلى،چې بيا ورته غږ وکړو او خپل ژوند ته يې را ننباسو .
“هولمن هانت” يو ستر هنر منددى، چې د حضرت عيسى يو انځور يې کښلى دى چې په يو بڼ کې ولاړ دى،چې په يولاس کې يو فانوس لري او په بل لاس يو ور ټکوي . د “هانت” يو ملګري ورته وويل : (( هولمن ! ته په دې انځور کې په يو ځاى کې تېروتى يې،دا ور دستګيره نه لري)) هانت : زه نه يم تېروتى؛ځکه دا د بشر د زړه ور دى،چې يوازې له دننه پرانستل کېږي .
د خداى پر لور د حرکت لپاره په کار نه دي،چې ور پرانځو او خداى ته اجازه ورکړو،چې په خير راغلئ ! دا چار هله شونى دى،چې انسان خداى ته خپل اړينتوب وننګېري او د زړه له کومې ووايې : خدايه ! اړمن دې يم ،بې له تا ژوند نشم کولاى .
دا روحاني ويښتيا ده، چې په زړه کې مو بدلون راځي، ژوند مو تازه کېږي او د مينې له ګرمۍ،ښادۍ او ارامشه ډکېږي . تاسې به پوه شئ،چې ستاسې تېر ژوند يوازې د هوساينې،وياړ،ځواک او شتمنۍ لپاره و او هېڅکله يو واقعي ژوند نه و؛نو هله به وي،چې له “تولستوى” سره به همغږي اوهم اندي شئ،چې وايي : د خداى پېژندل؛يعنې ژوند .
لاندې وړانديزونه ګټوردي :
١_ د نوي ژوند راز د خداى مينه ده؛دا مينه،چې څومره ډېره وي؛نو وده يې هم ښه وي؛مينه انسان ته ورکړ شوى نعمت دى؛نو تل داسې دعا وکړئ :
(( خدايه ،درسره مينه لرم! غواړم تردې هم خورا مينه درسره وکړم ! غواړم د مينې په شرابو دې مست شم! پاکه او سپېڅلې مينه او اخلاق راکړې،چې دا غولونکې دنيا مې تېرنه باسي ! ګرانه خدايه ! ته مې د بېوزليو د ټپ مرهم،د زړه ټکور او ورته د مرستې رسونې وسيله کړې .))
يو ځوان وپوښتلم : که پرله پسې ووايو : خدايه مينه درسره کوم ؛نو ايا”هغه” به له دې تکراره ستړى نشي ؟ ورته مې وويل : نن دې څو ځلې خپلې مېرمنې ته وويل، چې مينه ورسره کوې ؟ ځوان : ډېر زيات . ورته مې وويل : پرون دې څو ځل ورته ويلي وو ؟ ځوان : ډېر . و مې پوښت : ايا له دې تکراري او پر له پسې خبرو له اورېدو ستړې نه شوه ؟ ځوان : نه ؛بلکې ډېره خوشحاله هم شوه . ورته مې وويل : پخپله دې خپلې پوښتنې ته ځو اب ورکړ.
٢_داسې وخت به راورسي،چې په يو وخت کې نشوکولاى ، چې د دوو بادارانو خدمت وکړو؛نو بايد هوډ وکړو : خداى که دنيا؟ د دواړو ساتل سخت دي اوسوله هم په کار نه ده .
د خداى پلټونکى په فکر، کړنو او ټولو چلنونو کې په حقيقت پسې دى ؛که څه هغه حقيقت يې په ګټه نه وي .
٣_که له يو چا سره مو بدي کړې وي؛نو سمونې ته يې وخت له لاسه مه ورکوئ . ايا چا ته مو تاوان ور رسولى دى ؟ ايا څوک مو تېرايستي دي ؟ ايا په چا پسې مو سپکې سپورې ويلي دي ؟ ايا د ځاني غوښتنو لپاره مو څوک استثمار کړي دي ؟نو د يو پاى ته رسېدلي او تېر شوي کار د سمونې لپاره وخت له لاسه مه ورکوئ .
نانک يو ستر مذهبي مشر و،چې اجازه يې ورکړه د مريانو په بازار کې وپلورل شي . يو شپون په دوو اسونو وپېره . هغه “مير” نومېده او ډېر ژر پوه شو،چې نانک يو ستر انسان دى . “مير” ورته وويل : خدايي انسانه ! زما مننه کوه . نانک: تا ډېرى ښځې او سړي مريان کړي دي او ډېر خلک دې زورولي دي اوپه واقع کې د خپل بند لپاره دې زنځيرونه جوړکړي،چې پېټى دې ډېر درون دى . مير وويل : زما له تېروتنو تېر شه او راته ووايه،چې څنګه ځان خلاص کړم . نانک ورته وويل : تا خپل کور ته په داسې حال کې اور اچولى،چې په خپله هم پکې ويده يې؛څه چې دې له ناوړو لارو ګوتو ته راوړي، پر بېوزليو يې وايشه او مريان دې ازاد کړه . مريان ازاد شول او مير يو نوى انسان شو .
٤_ ايا چا درسره بد کړي دي ؟ و يې بښه ! ان مخکې له دې، بښنه درنه وغوړاي؛نو هله به وي،چې ذهن به مو ارام وي او شاوخو ټول طبيعت به درته موسکى وي .
وايي : د کربلا اتل شهيد؛ امام حسين يوه ورځ خواړه خوړل،چې د مريي په لاس کې کاسه يې ترې د امام پر پښه راوغورځيده . مريى وارخطا شو او د قرآن د ا آيت يې تلاوت کړ : جنت د هغوى دى،چې پر خپله غوسه برلاسي شي )) امام : غوسه شوى نه يم . مريى : جنت د هغوى دى،چې خپل ورور وبښي . امام : بښلى مې يې . مريى : نو ځکه خداى له ښېګڼه کوونکيو سره مينه کوي . امام : ته مې ازاد کړې اونور مريى نه يې .
٥_هر کار کوچنى وي که ستر، د خداى لپاره يې کوئ .
٦_له خداى سره مو چې څومره اړيکې پياوړې وي؛نو هومره به ارام ياست او د خداى ښادي به په تاسې نورو ته ولېږدول شي . له ټولو هغو سره پر مهربانۍ چلن وکړئ،چې درسره ناسته پاسته،راکړه ورکړه،تګ را تګ ، مړى ژوندى ، خپلوي، دښمنى او …. لري .
يوه ورځ پر يوه کار سخت بوخت وم،چې يو ملګرى مې راغى او زما کار يې پرېکړ ،چې دې کار خورا خپه کړم؛خو اوس ډاډمن يم،چې هر ځنډ خداى ټاکي او اوس پو هېږم ، چې د خداى لاروى څومره خوشحاله اوښاد وي .
٧_له نورو سره يې د ژوند د پېټي په اوچتولو کې مرسته وکړئ، د ژوند په لار کې ډېر دي داسې،چې درانه باورنه يې پر اوږو ايښوول شوي دي . دا بارونه مادي او توکيز نه دي ، ډېرى په خپلو زړونو کې د خپګان،وېرې او وارخطايۍ بارونه حملوي، د هغوى بار سپک کړي،د هغه بار د وړو ځواک او زغم ولرئ .
پر هغه ورځ مو چې د خداى له کوم مخلوق سره مرسته نه وي کړې؛نو هغه ورځ له لاسه وتلې وګڼئ. ژوند؛يعنې له نورسره مرسته او تر دې بله ستره ښادي نه وي،چې انسان له نورو سره مرسته وکړي .
د انسان مذهب د خدمت مذهب دى؛نو راځئ،چې له بېوزليو سره له بې شميره لارو، بې شميره مرستې و کړو . هر هغه څه چې د خدا ى په اړه نه وي، له ما غزو يې لرې ګوزار کړئ؛پاڅه ! ويښ شه ! او تر هغه مه کېنه،چې ځان دې خداى ته نه وي رسولى .
د ايمان لپاره درمل؛هره ورځ يوه دانه
١_ درې څيزونه :
وپوښتل شوم : هغه درې څيزونه څه دي،چې هېڅکله يې له لاسه نه ورکول غواړې؟ ورته مى وويل : صبر ، سر او ايمان .
٢_ دستونزو حل :
داسې ستونزه به پيدا نه کړئ،چې د حل لار يې نه وي ؛ د ټولو ستونزو ځواب خداى دى . ستونزه هېره کړئ او خداى ته مخه کړئ،ستونزې درنه مخ واړوي .
مه وېرېږه،مه ترورېږه او مه وارخطاکېږه؛پر خداى مېړني ګران دي .
٣_ پر خداى توکل :
ارامش بايد لاس ته راوړل شي؛هغه حقيقي ارامش لري، چې پر خداى يې ځان سپارلى وي،د داسې خلکو زړه تل چغې وهي : خدايه ! ستا يم،ستا رضا مې پکار ده،چې ستا په رضا کې مې خير دى .
٤_ حقيقي ژوند :
ځاني غوښتنو ته شا کول، ژوندته مخ کول دي . په دې دنيا کې هېڅ نه غواړو،هېڅ هيله نه لرو؛بلکې پر هغه خوښ يو، چې خداى پرې خوښ دى .
٥—ورين تندى :
هغه چې پر خداى ايمان لري ؛نو نړۍ اونړيوالو ته يې تندى ورين وي .
٦_ حقيقي خپلواکي :
حقيقي خپلواکي د خداى بندګي ده .
٧_ غلى کېنه ! غوږکېده ! :
په دعا کې څومره له خداى سره خبرې کوو؛خو د “هغه” غږ نه اورو ؟
چوپتيا زده کړئ ،چې د “هغه” غږ واورئ .
تر څو مو د “هغه” غږ نه وي اورېدلى؛نو حقيقي اړيکې ورسره نه لرئ .
٨_ د زړه ټکور:
د خداى ياد د زړه ټکور دى .
٩_ پتمن يار :
چې خداى درسره وي ؛نو برى ستا دى .
١٠_ پر خداى مې سپارلى يې :
د الهي مشيت په منلو هر څه په خپل سم ځاى کې راپېښېږي.لمر په خپل وخت راخېژي او په خپل وخت ډوبېږي . فضلونه په خپل وخت راځي او بېرته ځي؛کوښښ وکړئ؛خو پر خداى ته يې وسپارئ او ډاډ ولرئ،چې نهيلى به مو نه کړي .
١١_ د ژوند د ټولګي ښوونکى الله دى .
هغه چې د خداى لپاره وي؛خوشحالي او ښادي يې هم ډېره وي،د هغه ژوند،چې د ټولګي ښوونکى يې الله وي؛نو ټول به پکې اول نمره ګان وي .
١٢_ بيا هم پر خداى توکل :
په دنيا کې تر ټولو ستره شتمني پر “هغه” ايمان دى،چې دومره مهربانه دى،چې غواړي ټول جنتيان شي او دومره هوښار دى ،چې بېخي نه تېروځي .
١٣_ مه پوښتئ ولې؟ وواياست : څه وکړم :
له هرې تجربې موخه زموږ پرمختګ دى .
هېڅکله ويل نه دي پکار،چې ولې خداى راته داسې وويل ؛ خو داسې ويلاى شو:خداى له ما څه غواړي،چې و يې کړم .
١٤_ صبر :
دا غم نه دى،چې د انسان ملا ماتوي؛بلکې ناصبري ده، چې پر انسان د غم پېټى ږدي .
١٥- څولارې :
د لارې په ټاکنه،چې نه پوهېږئ؛نو له پراخې سينې کار واخلئ او صبر وکړئ او د لارې په ټاکنه کې بيړه مه کوئ .
١٦_ الهي ماستر پلان :
“الهي پلان” ماستر او بشپړ دى او څه چې کوي،ښه کوي، تېروتنه پکې نشته او هغوى بريالي دي،چې پردې خبره ايمان لري .
١٧_ د خداى پېرزو :
رنځ يو وهم دى، ان روغتيا هم يو وهم د ى .
يوازېنى واقعيت روح دى،چې له روغتيااو ناروغتيا خوندي دى،چې ته هماغه يې . انسان په زړه د چپ او خوړو ژوندى نه دى؛بلکې د خداى په پېرزو ژوندى دى .
١٩_ ذهن :
غم او ښادي ذهن جوړه کړې ده . هغوى پايداره نه وي ؛بلکې د يو خوب په څېر به په تدريج له منځه ولاړشي .
نن د ماشومتوب د وخت ښادۍ زموږ لپاره د يو خوب په څېر ښکاري او همداسې له کومو ستونزو سره،چې نن مخ، يو سبا به د يو خوب په څېر وي؛ژوند په خپله يو خوب دى .
واقعيت خو يوازې هغوى پېژني،چې پر خداى ايمان او توکل لرى او د “هغه” مبارک نوم په خپل زړه کې لري او د زړه له کومې د انسانانو او نورو مخلوقاتو خدمت کوي او همداسې کسان دي،چې له ټولو پېښو خوند اخلي او د تل لپاره په ښېګڼه کې مېشت وي .
٢٠_ دپردې تر شا ښکلا:
د هرې تجربې تر شا خداى وي،خوږه وي که ترخه؛له تجربو ځان مه لرې کوئ او “هغه” ته ځان ورسوئ؛نو هر څه په سر ستر ګو ومنئ؛ ښاد شئ او پرمختګ وکړئ .
٢١_ هېڅ کله ايمان له لاسه مه ورکوئ :
اجازه مه ورکوئ څه مو ايمان له منځه يوسي؛د رڼااو د زړه پياوړتيا ته دعا وکړئ او ډاډ ولرئ،چې ډېر به په تمه پاتې نشئ .
٢٢_ يوازې “ته” يې ! :
ادب،رسم،رواج،دود،ښوونې،روزنې،شتمنۍ، جسمى کړخت ، پوهې او هنر ته اړتيا نشته ؛هغه ته چې اړتيا ده ؛ پاک اومتواضع زړه دى،چې خداى ته تسليم وي او په هر ځل درځېدو ووايي : “زه هېڅ يم،ته هر څه يې ! ”
٢٣_ ارام شئ :
د ژوند په ټولو پېښوکې ارام شئ او سينه مو ورته پراخه کړئ، د پرمختګ لپاره دنننى تعادل او توازن په کار دى . متوازن ژوند تر خدمته غوره دى؛که په ورځني کار او ژوند کې ان د يوې شېبې لپاره هم وارخطا يا غوسه شوئ ؛نو له کاره لاس واخلئ،دمه او ارام شئ،چوپ شئ او خپل دنننى ارامش بېرته لاس ته راوړئ،چې دا کار پټه خزانه ده .
٢٤_ خداى !توفيق راکړې،چې په لټه کې دې شم :
خدايه !
“ته” په هر څه کې يې
چېرته چې ولاړ شم ؛نو ته مې په هر ځاى او وخت کې پام ساتې؛وېره نه لرم . “ته” مې د اندو او کړنو لووى يې .
خدايه ! پام دې اوسه،چې د خبرې په منلو او پلي کولو کې دې ناغېړي و نه کړم .
٢٥_ جنت :
که خپل فکر ته موپام وي،که هېڅ بد فکر و نه لري؛نو په جنت کې به مېشت شئ .
٢٦_ په خپل سم ځاى کې :
ايا د خپل کار له چاپېرياله خوښ نه ياست ؟
مه هېروئ،چې سم انسان يې ،چې په يو سم ځاى کې،يوه سمه زده کړه، په يو سم ځاى کې کوئ .
٢٧_ غم خو يوازې پر ما نه دى نه راغلى :
غم د ژوند يوه برخه ده او داسې انسان به و نه وينئ ،چې غم به ونه لري .”هغه” په ټولو حالاتوکې له موږ سره دى،ان په غم کې ؛نو غم د څه لپاره ؟
٢٨_ زغم او ځواک :
ژوند مو پر اوږو خورا پېټي ږدي،ځينې درانه او ځينې سپک؛خو هېڅکله زموږ له زغم،ځواک او وسې راباندې زيات بار نه ايښوول کېږي، له بار سره ځواک او زغم هم راکول کېږي . همداسې چې بار اوچتوو؛ نو بار موږ هم اوچتوي؛يوازې پر خداى توکل په کار دى،هر څه به اسان شي .
٢٩_ تل په ارامش کې :
هغه انسان مبارک او سپېڅلى دى،چې د ژوند په ټولو شېبو کې ارام وي؛هغه هېڅکله نه ستړى کېږي، تل هوښيار او ويښ وي او تل يې لاس له بېوزليو سره د مرستې لپاره خلاص وي .
٣٠_ الهي مشيت :
لار،چې رانه ورکه شي؛نو خداى راته د تجربو ورونه پرانځي،چې پرې د برمرغۍ نوم ږدو . په واقع کې دا تجربې مو نېغې لارې ته سموي ؛نو د “هغه” پر مينه او عقل توکل وکړئ .
٣١_ غلي وسئ :
په ورځني ژوند کې، په غوغا، هله هوله، ګڼه ګوڼه او جنجالونو کې څو څو ځل، يوې شېبې ته غلي او چوپ شئ . خپل زړه خپل خداى ته واړوئ . غلي او چوپ شئ،چې د خداى شتون احساس کړئ او يوازې هغه مهال حقيقي کار کېږي، چې ذهن او جسم ارام وي او په همدې وخت کې وي ، چې جسم او ذهن ته ځواک اواستقامت ورکول کېږي .
سرچینه :
A ticket to heavin
لیکوال : جی پی واسوانی
ژباړه : ډاکټر ذبیح الله اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com