تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت محمد (ص) له هجرته تر وفاته “قريش”،چې د مسلمانانوله هجرته خبر شول؛نو په بېړه او وېره په “دارالندوه”  كې ،چې د “قريشو” د جرګو ځاى و، راټول شول، چې په دې  اړه سلا مشوره وكړي .  يو وويل : لکه څنګه چې پوهېږئ، د “محمد”  ياران “مدينې” ته تللي او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت محمد (ص)

له هجرته تر وفاته

“قريش”،چې د مسلمانانوله هجرته خبر شول؛نو په بېړه او وېره په “دارالندوه”  كې ،چې د “قريشو” د جرګو ځاى و، راټول شول، چې په دې  اړه سلا مشوره وكړي .

 يو وويل : لکه څنګه چې پوهېږئ، د “محمد”  ياران “مدينې” ته تللي او كه “محمد” هم “مدينې” ته ولاړ؛ نو نور به مو هېڅ له لاسه ونشي؛ نو همدا اوس يې وخت دى،  چې څه وكړو.

 يو بل وويل : راځئ “محمد” (ص) بندي كړو.

 بل يې وويل : راځئ لرې سيمې ته يې وشړو.

 “ابوجهل” وويل : زما په  آند  موږ يې بايد ووژنو،چې له غمه  يې خلاص شو.

“قريشو” د”ابوجهل” وړانديز ومانه او ددې كار لپاره يې له هرې كورنۍ يو پياوړى او زړور ځوان وټاکه كړ او يو ځاى يې د شپې د حضرت “محمد” (ص) پر كور يرغل وكړ؛ خو څنګه ،چې د “محمد” (ص) خونې ته ورننووتل؛ په حيرانتيا يې وليدل ،چې حضرت “محمد” (ص) په خپله بستره كې نشته او پر ځاى يې حضرت “علي” ويده شوى دى .

 پېغمبر اکرم ،چې دڅښتن له اړخه د دښمن له  نقشې خبر شوى و، له “علي” (ک) يې غوښتي ول ،چې پر ځاى يې ويده شي او په خپله له حضرت “ابوبكر” (رض)سره له ښاره وتلى و او د “ثور” په غار كې پټ شوى و.

 د اسلام دښمنان ،چې پوه شول  حضرت “محمد”له ښاره وتلى دى؛ نو بې ځنډه يې د ښار د وتو ورونه وتړل او ډېر  كسان يې په لټه كې كړل او د پېغمبر اکرم د اوښ د پښو په چاپ پسې ورغلل او د “ثور” د غار نږدې ته چې ور و رسېدل؛ نو ويې ويل : احتمال دى ولري ،چې دلته پټ شوى وي .

 د قريشو يو مامور د غار څنګ ته ورغى او ژر راستون شو، ويې ويل: دغار په خوله كې غڼې جاله كړې او ورسره د كوترې جاله هم شته ، فكر نه کوم دې غار ته به څوك ننووتي وي .

  د څښتن استازی (ص) او حضرت “ابوبكر” (رض) درې ورځې په غاركې پاتې شول او هر ماښام به د حضرت “ابوبكر” غلام “مهيره” خپلې مېږې د غار خولې ته بوتلې،چې هغوی ته شيدې وركړې او “عبدالله” د حضرت “ابوبكر” (رض) زوى به هم ورته د “مکې” د ښار خبرونه  راوړل؛ نو چې کله حالات ارام شول؛ نو د څښتن  استازى او  حضرت”ابوبكر” پر هغو اوښانو ، چې”عبدالله” راوړي ول، د “يثرب” پر لور روان شول . پېغمبر اکرم ،چې”يثرب” ته هجرت وكړ؛ نو د”يثرب” نوم پر”مدينة النبي” واړول شو.

 پېغمبر اکرم پر لار په “قبا” سيمه كې پاتې شو او  هلته “علي” (ک) او كورنۍ ته په تمه و،چې هغوى هم راورسي.  پېغمبر اکرم ،چې څوورځې په “قبا” كې و؛ نو هلته د”بن عمرو بن عوف” او”كلثوم ابن الهرم” د  ټبرونو مېلمه و او هلته يې يو جومات هم جوړ كړ ،چې د”قبا” جومات نومېږي .

 “علي” (ک) ،چې راورسېد؛ نو پېغمبر اکرم هم خپلې لارې ته دوام وركړ او بله ورځ “یثرب” ته ورسېدل ،چې خلكو او مشرانو  ورته ډېر ګرم هركلى ووايه .

د”یثرب” خلكو هر يو پېغمبر اکرم ته بلنه وركوله ،چې زما كور ته راشي او هر يو كوښښ كاوه ،چې رسول الله يې مېلمه شي؛ خو پېغمبر اکرم (ص) وويل : زما اوښ پرېږدئ! چېرته چې “حيران” ګونډه ووهله؛نو هلته به زه هم ورشم؛ اوښ روان شو او د ښار تر څنګ د  حضرت”ابوايوب انصاري” (رض) د كور تر څنګ يې ګونډه ووهله .

 پېغمبر اکرم وويل : همدلته به يو جومات جوړ كړو ،چې خلك پکې وروزل شي او لمونځ پکې وكړي او بيا د مهاجر و او انصارو (هغه مسلمانانو ،چې په”عقبه”كې يې ايمان راوړی و او له پېغمبر سره يې د ملاتړۍ تړون لاسليك كړى و او هغه مسلمانان،چې له “مكې” راغلي وو) تر منځ د ورورولۍ تړون وتاړه، ويې ويل : هر يو انصاري دې يو مهاجر له ځان سره خپل كور ته يوسي او په خپله  هم د”ابو ايوب انصاري” كور ته ولاړ .

 چې کله د”مكې” كفار د”مدينې” د خلكو له ګرم هركلي خبر شول؛ نو دومره غوسه شول ،چې په”مكه” کې يې د لېونو په څېر د مسلمانانو مالونه چور كړل .

 سره له دې چې مهاجرو له انصارو سره ډېر ښه ژوند درلود؛ خو بيا هم ورته خپل كور كلی يادېده او كله به ، چې ورته د قريشو کړاوونه  را ياد شول؛ نو هر يو غوښتل ژر تر ژره د قريشو د ظلمونو او كړاوونو كډه وربار كړي .

د هجرت پر دويم كال د “رمضان” مياشت وه،چې پېغمبر اکرم هوډ وکړ،چې د”ابوسفيان” پر مشرۍ د قريشو د سوداګریز كاروان مخه ونیسي،چې د”مدينې” له نږدې سيمې تېرېږي؛ځكه كفارو په “مكه” كې د مسلمانانو شتمنۍ نيولې وې .

 “ابوسفيان” چې له دې خبرې خبر شو؛ نو”مکې” ته يې پيغام واستاوه،چې د كاروان د ساتلو لپاره يو لښكر را ولېږئ او په خپله په چپه لار”مکې” ته ولاړ.

پېغمبر اکرم له خپلو يارانو سره ،چې شمېر يې 313 تنو ته رسېده، د”قريشو” د سوداګریزو توکيو د نيونې لپاره له مدينې راووت او په”بدر” نومې ځاى كې د”ابوسفيان” له لښكر سره مخ شول ،چې شمېر يې درې ګرایه تر مسلمانانو ډېر و او تر منځ یې سخته جګړه وشوه ،چې د”قريشو” ډېری مشران پکې ووژل شول ،چې بېلګه يې د حضرت”بلال” (رض) بادار؛”اميه” و ،چې حضرت”بلال” وواژه.

 دا جګړه مسلمانانو وګټله او پر مشركانو يې خوبونه حرام كړل او د اسلام اوازه په ټول عربستان كې خپره شوه او چې کله د كفارو ماتې خوړلی لښكر”مكې” ته ورسېد؛”ابوسفيان” خلك راټول كړل او و یې هڅول ، چې په”بدر” كې د وژل شويو كسانو د غچ اخستو لپاره بايد بلې جګړې ته چمتو شو .

 ډېر وخت لا نه و تېر شوی،چې د”مكې” ناپوهه خلك ، چې شمېر يې درې زرو تنو ته رسېده، د”بدر” د جګړې د غچ اخستو لپاره له “مكې” څخه د”مدينې” پر لور ووتل .

همدا چې د څښتن رسول د كفارو د لښكر له حركته خبر شو؛هوډ يې وکړ ،چې د”مدينې” په ښار کې ورسره وجنګېږي؛خو  ډېرى مسلمانانو په ښار كې دننه له جګړې سره مخالفت وكړ او پېغمبر اکرم له زر كسيز لښكر سره د دښمن پر لور ووت او دواړه لښكرې د”احد” د غره تر څنګ مخا شوې .

 پېغمبر اکرم تر جګړې مخكې مسلمانان په  بېلابېلو ځايوكې ځاى پر ځاى كړي وو، پېغمبر اکرم 50 تنه سرتېري د هغې درې د ساتنې لپاره وګومارل،چې د مسلمانانو شاته وه، ورته يې وويلږ: هلته ودرېږئ او تر آخره له مبارزې لاس وانخلئ او د غنيمت په فكر كې مه وسئ،چې كفار له شا راباندې برید ونه کړي .

جګړه ونښته او داسې ښكارېده ،چې مسلمانو جګړه  وګټله، هغه 50 سرتېري،چې پېغمبر اکرم د درې د ساتنې لپاره  درولي ول،خپل سنګرونه يې پرېښوول او په غنيمتونو پسې ورغلل . مشركانو هم وليدل ،چې ماته يې خوړلې او ليدل يې ،چې مسلمانان د غنيمت په را ټولو بوخت دي؛ نو بېرته د جګړې ډګر ته راغلل او د كفارو يوه ډله د”خالدبن وليد” په قوماندانۍ له شا پر مسلمانانو بريد وكړ او ډېر مسلمانان او حضرت”حمزه” د پېغمبر اکرم تره يې شهيد كړ او كفارو هوډ نيولى و ،چې پېغمبر اکرم هم ووژني؛ خو حضرت “علي” (ک) تر پايه وجنګېد او له پېغمبر اکرمه يې دفاع وكړه.

 مسلمانانو د ځینو مسلمانانو د بى پامۍ له امله ماتې وخوړه.

 پېغمبر اکرم حكم وكړ ،چې شهيدان ښخ كړئ او ټپيان يې له ځان سره”مدينې” ته بوتلل .

 ډېر وخت لا نه و تېر شوی،چې د “بني تميم” يهودانو له پېغمبر اکرم سره تړون مات كړ، هغه مهال پېغمبر اکرم او څه نور مسلمانان د يهودانو كلا ته تللي وو او يهودانو غوښتل پېغمبر اکرم هلته ووژني؛خو پېغمبر يې له نقشې خبر شو او حکم يې وركړ ،چې ټول له مدينې ووځي .

 پېغمبر اکرم ،چې”يهودان” له”مدينې” و ايستل؛ نو د قريشو د مشركانو او نورو ټبرونو په مرسته يې غوښتل پر “مدينه” بريد وكړي او مسلمانان هلاك كړي؛ پېغمبر اکرم يې له هوډه خبر شو. خپل ياران يې راټول كړل او سلا مشوره یې ورسره وكړه،چې بايد يو كار وكړو ،چې هغوى”مدينې” ته رانږدې نشي .

حضرت”سلمان فارسي” ،چې د”فارس” پر نظامي فنونو پوهېده، وويل :  د”فارس” په سيمه کې،چې خلك د دښمن له يرغل سره مخ شي؛ نو د ښار شاوخواته كنده باسي،چې د دښمن د پرمختګ مخه ونيول شي.

 د”سلمان فارسي” وړانديز ومنل شو او پېغمبر اکرم حكم وكړ ،چې د ښار شاو خوا ته يوه لويه او ژوره كنده وباسئ او د دښمن راتګ ته په تمه كېنئ.

 همداچې مشركان او يهودان مدينې ته راورسېدل؛ نوله يوې ژورې او اوږدې كندې سره مخ شول او څومره كوښښ يې چې وكړ؛ خو له کندې تېر نه شول،چې په دې وخت كې”عمرو بن عبدود” د عربو مشهور پهلوان له درې نورو تنو سره له کندې را تېر شول او له مسلمانانو يې وغوښتل ،چې ورسره لاس په لاس وجنګېږي . حضرت”علي” (ک) ورغى او د عربو داپهلوان يې داسې وواژه ،چې د مشركانو پر لښكر يې رپ ولګاوه.

 د حضرت”علي” (ک) مړانې،سړې هوا، د شګو توپان او د مسلمانانو مقاومت ددې لامل شو،چې د اسلام دښمن ماتې وخوري.

پېغمبر اکرم  تر دې او هغو جګړو وروسته چې د”مدينې” د شاوخوا له  ټبرونو سره يې وكړې، هوډ وکړ د خدای د كور زيارت ته ولاړ شي او هم مسلمانان په”مكه” كې خپل خپلوان وويني .

څو ورځې وروسته پېغمبر اکرم له 1400 تنو او قربانۍ ته له اويا اوښانو سره له مدينې د”مکې” پر لور ووتل . مشركان،چې د پېغمبر اکرم له راتګه خبر شول؛ نو پېغمبر اکرم ته يې ځواب ولېږه،چې مكې ته به نه راننوځي او بيا يې يو استازی حضرت”محمد” (ص) ته ولېږه او خوښي يې څرګنده كړه ،چې كه غواړي؛ نو لس كاله به له مسلمانانو سره سوله وكړو. دا تړون”حديبيه” نومېده او”مكې” ته نږدې وتړل شو،چې پکې راغلي وو:

 مسلمانان سږ كال مكې ته نشي راننووتی او سر له بل كاله د درېو ورځو لپاره”مكې” ته راتلای شي.

 په دې تړون پېغمبر اکرم په”مكه”كې ډېر خلك اسلام ته راوبلل او پېغمبر اکرم ،چې راستون شو؛ نو د” فارس”،”مصر” او”روم” پادشاهانو ته يې هم ليکونه ولېږل او اسلام ته يې راوبلل .

د”خیبر” يهودان ،چې د”مدينې” په شمال كې اوسېدل او شتمن هم وو،كله كله به د مسلمانانو په لار كې خنډېدل او مسلمانان يې ځورول. سره له دې چې پېغمبر اکرم څو ځل ورته ويلي وو ،چې له دې چارو لاس واخلئ؛ خو بيا يې هم خپلو چارو ته دوام وركړ. پېغمبر اکرم (ص) له 1600سرتېرو سر ه د”خیبر” پر كلا برید وكړ . هغو يهودانو،چې په دې جګړه كې ماتې خوړلې وه،كلا يې پرېښووه او له”مدينې” ووتل . په دې پسې هغو”يهودانو” ،چې د”فدك” په كلي كې اوسېدل، بې له جګړې او وينې تویېدنې پېغمبر اکرم(ص) ته تسليم شول او هغه كلى یې د خدای رسول ته وركړ او  رسول اکرم هم هغه كلى خپلې لور؛”فاطمة الزهرا” ته وركړ.

 د مكې مشركانو د”حديبيه”  تر تړون دوه كاله وروسته پر اتم هجري كال د”خزاعه” پر ټبر يرغل وكړ او تړون يې مات كړ .  “ابوسفيان” پوهېده ،چې يرغل د”قريشو” له اړخه پيل شوی دى او ګناه د قريشو ده؛ نو د عذر او بښنې غوښتنې لپاره مدينې ته ولاړ؛ خو هلته يې چا خبرو ته غوږ و نه نيوه،چې خپه او نهيلى”مكې” ته راستون شو.

پېغمبر اکرم پر لسم هجري كال حكم وكړ،چې په”مدينه” او شاوخوا  ټبرونو كې اعلان وكړئ ،چې سږ كال پېغمبر د خدای د كور زيارت ته روان دى . ددې خبر په اورېدو ډېرو مسلمانانو په مينه د”مدينې” شاوخوا ته راغلل او هلته يې  کېږدۍ ووهله او ټول د پېغمبر اکرم د تګ په تمه شول . پېغمبر اکرم د”ذي القعده” پر 28 مه”ابوجاذبه” خپل ځايناستی وټاكه او له لسو زرو كسانو او شپېته د قربانۍله اوښانو سره د”مکې” پر لور ووت . څو ورځې وروسته مسلمانان”مكې” ته ورسېدل او پېغمبر اکرم وويل : تاسې هر يو اور ولګوئ ،چې د اسلام د لښكر دبدبه ټولو ته څرګنده شي . ځینې مشركان؛ لكه”ابوسفيان” د لښكر په ليدو پېغمبر اکرم ته راغلل او پر هماغه شپه مسلمانان شول . بله ورځ مسلمانان بې له كومې جګړې”مكې” ته ورننووتل او مهاجرو وكړاى شول،چې 8 كاله وروسته خپل ښار او خپلوان وويني .

 د اسلام لښکر،چې”مكې” ته ورننووت، پېغمبر اکرم اعلان وكړ : له خلكو سره ښه چلن وکړئ او په خپله له حضرت”علي” (ک) سره کعبې ته ورغى او هلته يې ټول بوتان مات كړل .

 د مكې تر   سوبې وروسته د”حنين” ،”طايف” او”تبوك” جګړې راپېښې شوې ،چې په ټولو جګړو كې كفارو ماتې وخوړه . پېغمبر اکرم  چې له وروستۍ جګړې راستون شو؛ نو”عتاب” يې د مكې ښاروال وټاكه او حضرت”معاذ” (رض) ته يې دنده وركړه ،چې خلكو ته اسلام او قرآن وښيي او په خپله له مسلمانانو سره مدينې ته ستون شو.

پېغمبر اکرم ،چې”مدينې” ته ورسېد؛ نو د پېغمبر اکرم د  مېرمن؛”ماريه” زوى وزېږېد،چې نوم يې پرې”ابراهيم” كېښود.

پېغمبر اکرم ډېر خوشحاله شو او د څښتن شكر يې وايست ،چې په دې وروستي عمر كې يې ورته زوى وركړى دى؛خو افسوس دا،چې ابراهيم څو مياشتې وروسته ناروغ او ومړ .

څه موده وروسته پېغمبر اکرم له يو لك مسلمانانو سره د خپل ورستي حج د كولو لپاره د خدای د كور زيارت ته روان شو. رسول اکرم ،چې حج  وكړ؛ نو خلكو ته يې وويل: يو د بل  درناوى كوئ، له سود خورو سره ناسته پاسته مه كوئ، پر يو بل مهربان وسئ، له خپلو مېرمنو سره په نرمه او مهربانۍ چلېږئ؛ځكه هغوی د خدای امانتونه دي .

 رسول اکرم حج وكړ او د مدينې پر لور روان شو.

 پېغمبر اکرم د راستنېدو پر مهال په” خم غدير” نومې ځاى كې ودرېد او حکم يې وكړ،چې ټول ودرېږئ . د ماسپښن او مازيګر لمونځ،چې يې وكړ ،حال داچې”علي” (ک) يې تر څنګ ولاړ و، و يې ويل : خلكو! څښتن راته خبر راكړى،چې مرګ مې رانږدې دى او ډېر ژر به له دې دنيا ولاړ شم؛ خو دوه ګران بيه څيزونه درته پرېږدم ،چې”قرآن” او زما”كورنۍ” ده او بيا يې د”علي” (ک) لاس راجيګ كړ،ويې ويل: خلكو! تر اوسه زه ستاسې مشر او لارښود وم، تر دې ورسته ستاسې مشر”علي” دى . خلكو! د چا چې زه ولي يم؛ نو”علي” يې هم ولي دى. خدايه ! څوك چې د”علي” دوست وي، ته يې هم دوست وسه او څوك يې ،چې دښمن وي؛ نو ته يې هم دښمن وسه .

د ځايناستي د ټاكلو  تر مراسمو وروسته ټول خلك خپاره شول؛ ځینې”يمن” ته ولاړل او هغوی چې له”مصر” او “شامه” راغلي ول، په  “جحغه” نومې ځاى كې له پېغمبره بېل شول؛ خو هغه 10 زره كسان،چې له مدينې څخه له رسول الله سره راغلل ول،له پېغمبر اکرم سره “مدينې” ته ستانه شول .

 پېغمبر اکرم ،چې”مدينې” ته راننووت؛ نو حکم  يې وكړ،چې يوه ډله مسلمانان دې د حضرت”اسامه” (رض) پر قوماندانۍ”دمشق” ته ولاړ شي.

سرتېرو پلمه وكړه،چې پېغمبر اکرم ناروغ دى او موږ د”اسامه” پر قوماندانۍ”دمشق” ته نه ځو.

 دا چې سرتېرو د پېغمبراکرم خبره نه وه منلې،خورا خپه شو او ددې سرغړونې له امله يې ورټل .

 ورځ پر ورځ د پېغمبر اکرم ناروغي ډېرېده،چې بالاخره د”صفر” پر 28مه د هجرت پر يولسم كال حال دا چې سر يې د”علي” (ک) پر زنګانه ايښى و، له دې فاني دنيا ولاړ او په”مدينه” كې يې خاورو ته وسپاره.

 د پېغمبر اکرم 63 كلن عمر  ټولو مسلمانانو ته يوه  غوره بېلګه وه، ټولو يارانو ورسره د پلار  په څېر مينه درلوده. تل يې پر شونډو موسكا وه، هر څه يې چې درلودل،پر بېوزليو يې ايشل،د چا نيمګړتيا يې نه ښكاره كوله، خبرې يې  لږې كولې او هغه يې بد راتله،چې د هغه ستاينه  يې كوله.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!