بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت ابوطالب ( د تاريخ مظلوم) د پېغمبراکرم نيکه؛حضرت عبدالمطب په کټ کې رنځور پروت و او د حضرت محمد راتلونکې ته چورت وړى و. زامنو ته يې،چې په شاوخوا کې يې ناست وو،وويل: په تاسې کې کوم يو د حضرت محمد(ص) روزنې ته غاړه ږدئ ؟ حضرت عباس (رض) وويل […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حضرت ابوطالب
( د تاريخ مظلوم)
د پېغمبراکرم نيکه؛حضرت عبدالمطب په کټ کې رنځور پروت و او د حضرت محمد راتلونکې ته چورت وړى و.
زامنو ته يې،چې په شاوخوا کې يې ناست وو،وويل:
په تاسې کې کوم يو د حضرت محمد(ص) روزنې ته غاړه ږدئ ؟
حضرت عباس (رض) وويل : دې دندې ته زه چمتو يم .
عبدالمطلب : نه ! ته غوسه ناک يې کېداى شي لمسې مې درنه خپه شي .
ابوطالب : پلار جانه ! دا دنده ماته راکړئ .
عبدالمطب : هو ! ښه ده ته دا کار پر غاړه واخله؛ خو زويه پوهېږې،چې محمد (ص) راباندې څومره ګران دى او سپارښتنه درته کوم ،چې په ښه توګه پرې پام وکړې .
ابوطالب : په داوړو سترګو ! پلارجانه ! ستاسې سپارښتنې ته اړتيا نه وه؛ځکه هغه زما زوى هم دى؛ځکه د ورور زوى مې دى.
ابوطالب 35 کاله د څښتن له استازي نه مشر و ،چې ورته “عمران” او “عبد مناف” هم ويل شوي دي .
ابوطالب پوه، سياستمدار او د پراخې سينې خاوند و ، چې د مکې خلکو يې ځانګړى درناوى کاوه.
ابوطالب،چې د شام پر تجارتي سفر وته؛نو حضرت محمد يې هم له ځان سره يووړ؛د ((بصرى)) ښار ته،چې ورسېدل؛ نو هلته يو مسيحي راهب اوسېده او هر کال به ،چې قريش دلته راتلل ؛ نو دې راهب به څه خاص تندى نه ورکاوه؛ خو په دې سفر کې راهب وليدل،چې د قريشو په دې کاراوان کې يوه ځانګړې رڼا ده،چې ورسره سمه رارونه ده.
راهب هغوى خپل مېلمانه کړل او راهب وليدل ،چې رڼا هماغسې د کاروان پر سر ولاړه ده؛ نو و يې پوښتل: څوک بهر پاتې دى ؟
وويل شول: هو! يو ماشوم مو بارونو ته درولى دى.
راهب ترې وغوښتل،چې ماشوم راوړئ او چې حضرت محمد(ص) راغى؛ نو راهب يې څېرې ته هک پک شو او د يوې شېبې لپاره يې هم له حضرت محمد(ص) نه سترګې وا نه ړولې.
مېلمنو،چې ډوډۍ وخوړه ؛نو راهب له حضرت محمد(ص) او ابوطالب سره ځان ته شو او له حضرت محمد (ص) نه يې څو پوښتنې وکړې .
دې راهب پخپلو دينې کتابونو کې د وروستي پېغمبر نښې نښانې لوستې وې؛نو له ابوطالب نه يې اجازه وغوښته،چې د حضرت محمد(ص) اوږه وويني،چې راهب د حضرت محمد(ص) پر اوږه د نبوت ټاپه وليده او ابوطالب ته يې وويل : پر دې هلک ځانګړې پام کوه او که ((يهود)) له هغه څه خبر شول،چې زه ترې نه خبر شوى يم؛ نو دا ماشوم به ځاى پر ځاى ووژني، دا ماشوم روښانه راتلونکې لري .
تر دې وروسته ابوطالب پر حضرت محمد(ص) خپل پام نور هم ډېر کړ.
حضرت محمد (ص) ،چې ځوان شو؛ نو پر رښتين ( امين) مشهور شو او د حضرت محمد(ص) همدا ځانګرنه ددې لامل شوه،چې (( خديجه )) ترې وغواړي سوداګري ورته وکړي او تر همدې سوداګرۍ وروسته،چې حضرت محمد(ص) 25 کلن او خديجه 40 کلنه وه،خديجې له حضرت محمد(ص) نه وغوښتل،چې ورسره واده وکړي او ابوطالب دا واده سره له دې،چې د خديجې پلار له دې واده سره مخالف و، تر سره کړ.
د حضرت محمد(ص) تر بعثته وروسته هم ابوطالب د حضرت محمد(ص) کلک ملاتړ و او د حضرت محمد(ص) له دښمنانو سره يې مبارزه کوله او د مکې کفار،چې د حضرت محمد(ص) له تبليغه غوسه شوي وو، ابوطالب ته راغلل،ورته يې وويل : موږ به تا ته “عمارة بن وليد” ،چې پر مړانه او سخاوت مشهور دى درکړو او په بدل کې ته موږ ته محمد راکړه،چې ويې وژنو؛ځکه هغه زموږ د بوتانو سپکاوى کړى دى.
ابوطالب غوسه ورته وويل : څنګه مو زړه مني ،چې خپل زوى مو ماته راکړئ،چې له ځان سره يې وساتم او په بدل کې خپل وراره درکړم ،چې و يې وژنئ !!!! نه ! هېڅکله به داسې و نه کړم.
ابوطالب به هره ورځ له حضرت محمد(ص) کره پوښتنې ته يې تله؛ يو ورځ د تل په څېر ابوطالب د خپل وراره پوښتنې ته ولاړ؛خو په کور کې يې و نه ليد، شواروز تېر شو؛ خو وراره يې را نه غى ؛ نو ابوطالب بې ځنډه خپل کور ته راستون شو او خپلو زامنو او مريانو ته يې وويل: وېرېږم،چې قريشو خو به په پټه محمد نه وي زورولى؟ پاڅئ او مسجد الحرام ته ولاړ شئ او هر يو د قريشو د يوه مشر تر څنګ کېنئ او راته په تمه شئ ،چې که زه له محمد سره وم ؛نو هيڅ مه کوئ او که ځان ته وم او محمد را سره نه و؛ نو هر يو د هر چا تر څنګ،چې ناست ياست راچپه او حلال يې کړئ.
ابوطالب تر خورا پلټنې وروسته خپل وراره د يوې تيږې تر غاړې پر لمانځه وليد،نږدې ورغى ورته يې وويل: وراره جانه ! نږدې ول د خپل ټبر د تباهۍ لامل شې .
ابوطالب حضرت محمد(ص) له لاسه نيولې و، جومات ته راننووت او قريشو،چې ابوطالب غوسه او سره څېره وليد،و يې ويل : څه چل خو شوى دى.
ابوطالب خپلو زامنو او مريانو ته وويل : څه چې له ځان سره لرئ ، را و يې باسئ !
هغوى هم خپلې تورې او چړې را وايستې.
قريش وارخطا شول او و يې پوښتل: څه چل شوى او دا څه دي ؟
ابوطالب : دوه ورځې وې،چې د محمد په لټه کې وم، ګومان مې وکړ ،چې وژلى مو دى؛ نو ما هم حکم کړى و ، چې هر مريى دې ستاسې د يوه تر څنګ کېني او زما تر حکم وروسته مو حلال کړي .
ورته وويل شول : په رښتيادې کار ته هوډمن وې ؟
ابوطالب : هو ! د کعبې پر څښتن قسم ،چې محمد د څښتن استازى دى او تر ټولو غوره دين يې راوړى دى.
امام جعفر صادق وايي : د جمعې لومړى لمونځ کېده ،چې پېغمبر اکرم (ص) او حضرت علي (ک) سره ولاړ وو، په دې وخت کې ابوطالب او هغه بل زوى يې جعفر،چې تر څنګ يې تېرېدل او هغوى يې،چې وليدل؛نو ابوطالب جعفر ته وويل : ورشه او د خپل تره زوى تر څنګ لمونځ وکړه او هر څنګه،چې وي، زما د وراره ملاتړ شه او هېڅکله يې ځان ته پرې نه ږدئ.
مسلمانانو،چې د جعفر بن ابي طالب په مشرۍ حبشې ته هجرت وکړ؛نو ابوطالب د حبشې د پادشاه په ستاېنه کې شعرونه وليکل او د حبشې پادشاه ته يې ولېږل او په شعرونو کې يې له پادشاه نه غوښتي وو،چې د حضرت محمد(ص) د يارانو ملاتړ شي.
قريشو،چې وليدل د مسلمانانو شمېر ورځ په ورځ په ډېرېدو دى او په حبشه کې هم قريشو ماتې وخوړه؛نو په ((دارالندوه)) کې کېناستل او پرېکړه يې وکړه ،چې نور به له بني هاشمو سره ناسته پاسته، تګ را تګ او راکړه ورکړه نه کوو؛خو داچې ابوطالب ورته د محمد د وژلو اجازه ورکړي،چې د قريشو څلوېښت مشرانو دا خبره لاسليک کړه او په کعبه کې يې راځوړنده کړ.
ابوطالب خپله ټوله پرګه راټوله کړه او وړنديز يې وکړ ، چې موږ ټول بايد په شعب ابيطالب کې راټول شو او د حضرت محمد ملاتړ شو( د بني هاشمو ډېرى کورونه په دې ځاى کې وو)،چې ددې کسانو شمېر د ابولهب، ابوسفيان بن حارث د ابوطالب له وراره نه پرته، چې له کفارو سره يې لاس يو کړى و، څلوېښت کسان وو.
په هغه وخت کې،چې بني هاشم په اقتصادي بنديز کې وو،ابوجهل او څو نورو کسانو به لارې څارلې ،چې څوک بني هاشمو ته خوراکي توکي يو نه سي .
په دې درې کالو کې بني هاشم په ډېره تنګسه کې وو او تر دريو کالو وروسته د څښتن په حکم هغه تړون مېږو وخوړ،چې د بني هاشمو پر خلاف ليکل شوى و او په کعبه کې را ځوړند شوى و.
په دې وخت کې حضرت جبراييل راغى او پر پېغمبراکرم يې زېرى وکړ.
رسول اکرم هم دا خبره خپل تره ته وکړه.
ابوطالب قريشو ته راغى. لومړى قريشو ګومان وکړ ، چې ابوطالب راغلى،چې محمد په ګوتو راکړي.
ابوطالب رانږدې شو او سلام يې واچاوه او قريش هم درناوي ته له ځاىه پاڅېدل ورته يې وويل: ابوطالبه! راغلى يې ،چې محمد راته په ګوته کې راکړې ؟
ابوطالب : نه هېڅکله ددې کار لپاره نه يم راغلى؛خو راغلى يم ،چې درته ووايم،وراره مې راته ويلي،چې څښتن خبر کړى،چې مېږيانو هغه تړون،چې تاسې په کعبه کې راځوړند کړى، خوړلى او بې د څښتن له نامه پکې هيڅ هم نه دي پاتي؛ نو ورشئ وګورئ او که وراره مې رښتيا ويلي وي؛ نو بس دى نور مو له دې تېريو لاس واخلئ او که دروغ يې ويلي وي؛نو محمد به تاسې ته په ګوتو کې درکړم.
قريش ولاړل او تړون يې،چې وليد؛ نو غلي شول او هيڅ يې هم و نه ويل، ټولو سرونه ټيټ کړل او له دې بنديزه يې لاس واخست او بني هاشم مکې ته راستانه شول.
يوه مياشت وروسته تردې،چې بني هاشم مکې ته راستانه شول ؛ نو پېغمبر اکرم تر ټولو ستراوکلک ملاتړ له دې فاني دنيا سترګې پټې کړې،چې د ابوطالب په تګ حضرت محمد(ص) ډېر ځان ته شو.
ابوطالب تر مړينې مخکې د قريشو مشران راغوښتي وو، ورته ويلي وو: قريشو! د کعبې درناوى وکړئ؛ ځکه څښتن پرې خوشحالېږي، له ظلم او تېري لرې وسئ ، له بيوزليو سره مرسته وکړئ، په امانت کې خيانت مه کوئ، يو موټې شئ او ځانونه يو له به غوره مه ګڼئ . د محمد په هکله درته سپارښتنه کوم؛ ځکه د قريشو امين او د عربو رښتين دى او ټولې هغه ځانګړنې پکې دي،چې اوس مې درته پرې سپارښتنې وکړې.
قريشو ! د محمد ملاتړ او ملګري شئ او په جګړه ورسره شئ . پر څښتن قسم،چې څوک يې پر لار ولاړ؛ نو نېکمرغه به وي . کاشکې ژوندى پاتې شواى وم او تل مې ترې ملاتړ کړاى واى.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com