په پخوانيو زمانو کې يوه بې لارې ښځه پر يوه سړي مينه شوې وه،ښځې ورپسې خپله وينځه ولېږله،چې د شهادت لپاره دې راشي.سړى له وينځې سره راغى او په هر وره به، چې ننووته؛نو وينځې ورپسې ور تاړه،څو هغې کوټې ته ننووت،چې ښکلې ښځه له مريي سره ناسته وه او د شرابو منګوټى يې تر […]
په پخوانيو زمانو کې يوه بې لارې ښځه پر يوه سړي مينه شوې وه،ښځې ورپسې خپله وينځه ولېږله،چې د شهادت لپاره دې راشي.سړى له وينځې سره راغى او په هر وره به، چې ننووته؛نو وينځې ورپسې ور تاړه،څو هغې کوټې ته ننووت،چې ښکلې ښځه له مريي سره ناسته وه او د شرابو منګوټى يې تر څنګ و.
ښځې وويل:رښتيادرته ووايم، شهادت ويلو ته مې نه يې رابللى؛بلکې د کوروالي لپاره مې راغوښتى يې،يا دا چې له دې شرابو يو جام وڅښې او يا دا مريى ووژنې. سړي ورته وويل:له شرابو يو جام راکړه.ښځې پرې يو جام شراب وڅښل.
سړي وويل:نور هم راکړه او دومره يې وڅښل،چې په پايله کې له ښځې سره سملاست او هم يې مريي وواژه؛نو له شرابو ځان وژغورئ؛ځکه پرخداى قسم،چې شراب او ايمان سره نه يو ځاى کېږى؛خو دا چې يوبل لرې کړي.)) (ناصف : ٣\ ١٤٤)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com