بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پینځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : قرباني” د حلالولو ډالۍ يا قرباني: د اختر په ورځ په منى كې دويم عمل واجبه قرباني ده، چې پوره څېړنه به يې بېله بېله يو پر بل پسې راشي: لومړى: […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پینځګونې فقه
حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري
ليکوال: محمد جواد مغنيه
ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد
موضوع : قرباني”
د حلالولو ډالۍ يا قرباني:
د اختر په ورځ په منى كې دويم عمل واجبه قرباني ده، چې پوره څېړنه به يې بېله بېله يو پر بل پسې راشي:
لومړى: ويشتل يې پر واجبو او غير واجبو، بيا د واجبو پر ډولونو، دويم قرباني پر څه ډول سړي واجبه ده، درېیم د قربانۍ د صفاتو په برخه كې، څلورم د ذبحې يا د قربانۍ د نحر وخت او ځاى، پینځم د قربانۍ د غوښې په حكم كې، شپږم، د قربانۍ د بدل په اړه هغه ته چې قرباني نشي موندلاى، او يا بيه يې له ځانه سره نلري، چې د هر يوه تفصيل به روسته راشي.
قرباني پر واجب او مستحب ويشل كېږي: مستحبه هغه قرباني كول دي: چې خداى تعالى پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته د كوثر د سورت د “فصل لربك وانحر” د ايت په تفسير كې د لوى اختر د لمانځه تر ادا كولو روسته فرمان وركړ. روايت دى، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم دوې لمورې مېږې يوه توره او بله سپينه قرباني كړې.
مالكيانو او احنافو ويلي دي: هرې كورنۍ ته هر كال قرباني واجبه ده، همغسې لكه د فطر صدقه يا زكات چې پرې واجب دى.
اماميانو او شافعيانو ويلي دي په منى كې د قربانۍ مستحبې ورځې څلور دي، د اختر په ورځ، او تر اختر روسته درې ورځې چې د تشريق ورځې دي؛ خو بې له منى په نورو ځايونو كې د قربانۍ ورځې درې دي؛ يعنې د اختر ورځ، او ذيحجې يوولسمه او دولسمه ورځ.
مالكيانو، حنبليانو او احنافو ويلي دي: د قربانۍ ورځې كه په منى كې وي، يا په نورو ځايونو كې درې ورځې دي. په هر صورت، د قربانۍ وختونه د اختر د ورځې له لمر ختلو او د وسى په صورت كې د اختر د لمانځه د ادا كولو او تر دوو خطبو ويلو روسته كېږي.[1]
واجبې قربانۍ د قرانكريم د نص پر بنا په څلورو برخو كې دي: د تمتع وينه چې خداى پاك ويلي دي: “فمن تمتع بالعمره والى الحج فما استيسر من ا لهدى”: دم الحلق يعنې سر تراشلو ته وينه تويول چې تخييري واجب دي. الله (ج) فرمايي: ” و من كان منكم مريضا او به اذى من راسه ففديه من صيام او صدقه او نسك” يعنې كه له تاسې هر څوك رنځور او يا پر سر خوږي اخته شو، د روژې يا صدقې يا قربانۍ په څېر دې كفاره وركړي: د قربانۍ د كفارې په اړه پاك خداى (ج) وايي: “فمن قتله منكم متعمدا فجزاء مثل ما قتل من النعم يحكم به ذوا عدل منكم هديا بالغ الكعبه”[2]: د هدى حصر په اړه رب العزت ويلي دي: “كان احصرتم فما استيسر من ا لهدى[3] ” پر دغه څلورو قربانيو چې په وعده، نذر او لوړې كولو سره واجبېږي، بايد ورزياته شي.
د ټولو مذاهبو په اتفاق څوك چې مفرده عمره يا مفرد حج ادا كوي، ورباندې قرباني نشته. او همدارنګه ټول مذاهب اتفاق لري، چې څوك د تمتع حج ادا كوي (بې د مكې له اوسېدونكيو) پر هغوى قرباني واجبه ده، څلورګونو مذهبونو ويلي دي: قرباني پر هغه چا واجبه ده، چې د قران حج ادا كوي.
اماميه وو ويلي دي: هغه څوك چې د قران حج ادا كوي، قرباني پرې واجبه نه ده؛ خو كه نذر يې منلى وي بيا قرباني پرې شته، او يا پر هغه چاچې قرباني يې له ځانه سره راوستې وي، د هغه قرباني كول پرې شته، كه د مكې خلك د تمتع حج وكړي، په هغه كې اختلاف دى، چې ايا ورباندې قرباني شته، كه نه ؟ څلورګونو مذهبونو ويلي دي: قرباني نه ده واجبه، د مغني په كتاب كې راغلي چې د علم د خاوندانو ترمنځ مخالفت نشته، چې د تمتع د حج قرباني پر هغه چاچې په مسجدالحرام او د هغه ځاى پر اوسېدونكيو واجبه نه ده. اماميه وو ويلي دي: كه د مكې سړي د تمتع حج ادا كړ، ورباندې قرباني واجبه ده؛[4] ځكه د جواهر په كتاب كې راغلي دي چې كه مكي د تمتع حج ادا كړ، د مشهورو پر بنا پر هغه قرباني واجبه ده، سره يوه خوله دي چې واجبه قرباني د حج له اركانو نده.
1_ د مذاهبو په اتفاق قرباني بايد له څارويو لكه اوښ، غويي، پسه او وزې وشي. د مغني په كتاب كې راغلي دي، چې احنافو، مالكيانو، شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: دا شرط شوې ده چې پسه تر شپږو مياشتو، وزه تر يو كال، غويي تر دوو كلونو، او اوښ تر پینځو كلونو كم نه وي. دا خبره له هغه خبرې سره تړلې، چې د اماميه وو د جواهرو په كتاب كې راغلې ده، اوښ چې پر شپږم كال او وزه چې پر دويم كال د هغه عمر ورګډ شوى وي.
ښاغليو حكيم او خويي ويلي دي: پام كول مستحب دي، چې پسه دوه كلنۍ ته ورشريك شوى وي.
2_ قرباني بايد هېڅ عيب و نه لري، او د مذاهبو په اتفاق ړوند، يو سترګى، ګوډ، ناجوړه، زوړ او بې ډوله نه وي. د خوټو د نشتوالي، ښكر ماتي، غوږ پرې شوي، او لكۍ پرې شوي په اړه اختلاف سره لري.
ښاغليو حكيم او خويي دواړو ويلي دي: له هغوى څخه كوم شى كافي ندي، د مغني مولف ويلي: د دوى له هرې ډلې يو ډول كفايت كوي.علامه حلي په تذكره كې ويلي دي: اوښه، غواغوره، او ميږ او وزګوړ ښه دي او په هره برخه كې بې له څه اختلافه د هغوى ضد هم روا دي.
د مغني مولف ويلي دي: په قربانۍ كې نر او ښځه دواړه يو شى دي.
د قربانۍ د ذبحې او نحر د وخت په اړه مالكيانو، احنافو او حنبليانو ويلي دي: د اختر په ورځ، او يوولسم او دولسم د ذيحجې دى، احنافو ويلي دي: دا د قران او تمتع حجونو د قربانيو خاص وخت دي. او قرباني تر همغه دوو خاصو وختونو بل وخت نلري؛ خو مالكانو د قربانۍ د ډولونو ترمنځ څه توپير نه دى ايښي؛ لکه څنګه چې د “الفقه على المذاهب الاربعه” په كتاب كې راغلي دي.
حنبليانو ويلي دي: كه قرباني تر ټاكلي وخت دمخه ذبح شوه، واجبه ده چې دويم ځل بيا قرباني وكړي، او كه تر ټاكلي وخت روسته ذبح وشوه، څرنګه چې مستحبه ده، د ژمنې په تېرېدو سره يې غاړه خلاصه ده، او كه قرباني واجبه وه؛ نو د هغه بيا قضا راوړل ورباندې واجب دي.
احنافو ويلي دي: د تمتع او قران د قربانيو ذبح د اختر تر درېيو روځو دمخه سمه نده، او كه په څټ وغورځول شي، كافي ده؛ خو بايد پر شا غورځولو كفاره وركړي.
شافعيه وو ويلي دي: څوك چې د تمتع حج ادا كوي، ورباندې د قربانۍ د ذبحى وخت د احرام له لومړى وخته دى، او يوې خوا ته كول يې ورته روا دي، او د وخت تمامېدو موده يې نده ټاكلې شوې خو غوره يې د اختر لومړۍ ورځ ده.[5]
اماميه وو په ذبح او نحر كې نيت واجب ګڼلى او ويلي يې دي: خاصه ورځ يې د اختر ورځ ده، او كه تر دويمې، درېیمې او څلورمې ورځې پورې يې وځنډوي، روا ده؛ خو په دغه ځنډولو سره يې ګناه كړې ده او د ذبحې په نورو ورځو كې هم ذبح كول روا دي، او د جواهر مولف نقل كړي، كه څه، ځنډ بې له كومه عذره وي، څه فرق په كې نشته، د اماميه وو په نزد همغه حرم دى چې د منى په حرم كې شامل دى[6] او بې له هغه ځايه هم كېږي، موږ دمخه د منى په حدودو كې د احرام د موانعو تر عنوان لاندې د مكې او مدينې ترمنځ پولې ته اشاره وكړه.
مالكيانو ويلي دي: په منى كې د قربانۍ ذبح درې شرطونه لري: 1- چې قرباني يې د حج له احرام سره راوړې وي، نه د عمرې له احرام سره. 2- چې لږ يې د اختر پر شپه له قربانۍ سره يوځاۍ په عرفات كې توقف كړى وي. 3- د اختر پر ورځ او يا روسته يې د ذبحې او يا نحر نيت كړى وي.
اماميه وو ويلي دي: په تمتع حج كې نحر يا ذبح بايد په منى كې وشي، ان تردې چې كه تمتع مستحب وي، كه واجب خو كه د عمرې په احرام كې يې قرباني له خپله ځانه سره راوستې وي، بايد په مكه كې يې نحر يا ذبح كړي.[7]
په هر حال د ټولو مذاهبو په نزد په منى كې قرباني روا او غوره ده. ابن رشد ويلي دي: د علم اوو په اجماع سره نحر په منى كې دى، په پاى كې د نورو او اماميه وو ترمنځ اختلاف دا دى چې اماميه وايي منى ټاكل شوې ده، او نور وايي چې د منى او بل هر ځاى ترمنځ حرم اختياري دى.
حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: د هغې قربانۍ د غوښې ويشل د حرم پر مسكينانو واجب دي چې ذبح يې په حرم كې واجبه وي. احنافو او مالكيانو ويلي دي: د هغې د غوښې ويشل په حرم او له حرم بهر روا دي، شافعيانو ويلي دي: څه چې قرباني يې واجبه وه، د غوښې خوړل يې را نه دي؛ خو كه استحبابي وي؛ خوړل يې روا دي.
مالكيانو ويلي دي: بې له سر خرييلو د فديي او ښكار د كفارې او هغه چې مسكينانو ته يې نذر كړي؛ نورى د ټولو قرباني خوړل روا دي؛ خو د هغه قرباني چې منى ته تر رسېدو دمخه مړه شوې وي، روا نه ده.[8]
اماميه وو ويلي دي: د قربانۍ درېیمه مؤمن فقير ته وركوله كېږي، او بل ثلث يې نورو مؤمنانو ته وركول كېږي، كه څه، ورته اړتيا و نه لري، او پاتې درېیمه په خپله خوړاى شي.[9]
سره يوه خوله دي چې كه حاجي نه قرباني ومونده، او نه يې پيسې لرلې، بايد پرځاى يې لس ورځې روژه ونيسي، چې درې ورځې يې د حج په روستيو ورځو كې، او پاتې اووه ورځې چې كله وطن ته راستون شي په خپل كور كې ونيسي، خداى تعالى وايي: “فمن لم يجد فصيام ثلاثه ايام فى الحج و سبعه اذا رجعتم تلك عشر كامله”[10]. “د بقرې سورت 196 آیت”: يعنې “كه هر چا قرباني و نه موندله، درې ورځې د حج په ورځو كې او اووه ورځې دې له بېرته راتلو روسته روژه ونيسي. چې لس ورځې پوره شي”.
د قربانۍ د لاسبرۍ مقصد د هغه ځاى د اعتبار وړ دى، كه يې په هغه ځاى كې قرباني نلرله په روژه نيولو سره بدلېږي، كه څه، په خپل ښار كې ورباندې لاسبرى وى؛ ځكه د قربانۍ واجب والى موقت دى، او هر څومره چې موقته وي، د قدرت اعتبار يې له خپل وخت سره وي؛ لکه د تطهېر پرمهال.
غوره دا ده چې ذبح په خپله حاجي پر غاړه واخلي، او هم روا ده بل څوك وكيل ونيسي؛ ځكه ذبح له هغو كارو ده، چې د وكيل نيولو قابليت لري، پر همدې دليل وكيل د ذبح كولو پرمهال د موكل له خوا بايد نيت وكړي، او غوره دا ده چې دواړه يوځاى نيت وكړي، اماميانو ويلي دي: مستحبه ده چې حاجي خپل لاس د وكيل يا ذبح كوونكي پر لاس دپاسه وركېږدي، او يا د ذبحې پرمهال حاضر وي، له اماميانو د شيخ عبدالله ممتاني په”مناهج اليقين” كې راغلي دي: كه وكيل د موكل نوم په سهوه هېر كړ، يا پكې غلط شو، څه فرق نكوي؛ ځكه سهم نيت دى، او دا ښه خبره ده، له امام نقل شوې ده چې كه وكيل د صيغې د نكاح تړلو پرمهال د ښځې په نوم كې سهوه وكړه، او بل نوم يې په ژبه واخست او و يې ويل څه پروا نه كوي.
په قران كريم كې د حج د سورت په 36 ايت كې راغلي: “فكلوا منها واطعموا القانع المعتر” يعنې له قربانۍ يې وخورئ او قانع او معتر ته خواړه وركړئ. امام صادق ويلي دي: قانع هغه څوك دى، چې ورته څه وركړل شي، چې پرې خوښ شي، او لانجه و نه كړي، او پر ټنډه يې د غوصې نښې نښانې ښكاره نشي، او معتر هغه چاته وايي چې پر لاره تېرېږي، خپل ځان ښكاره كوي، چې هغه ته څه بايد وركړي.
كه پر هر چا د كفارې يا نذر له لامله د اوښ قرباني واجبه شوې وه او هغه يې پيدا نكړ، بايد پرلپسې اووه پسونه ذبح كړي، او كه پردې هم لاسبرى نشو؛ نو اتلس ورځې دې روژه ونيسي[11].
تقليد د قربانۍ د اوښ پر غاړه د څپلكې يا هغې ته ورته شي ځړولو ته وايي ؛ اشعار د قربانۍ د اوښ يا غوايه د بوكام ښى اړخ دومره څېر ول دي، چې وينې ترې را و نه بهېږي، د ټولو مذهبونو فقهاوو اشعار او تقليد مستحب بللي، بې له احنافو، چې ويلي يې دي: د پسه او اوښ تقليد سنت دى، او اشعار په هېڅ وخت كې را نه دي؛ ځكه څاروى ته عذاب او شكنجه وركول دي[12]. موږ ټول د څارويو پر نسبت ډېر خواخوږي يو، او خپل ځان مسلمان ګڼو، اسلام د څارويو ذبح او قرباني روا ګڼلې؛ بلكې د ابوحنيفه په فتوا، اقرار او عمل سره يې هغه په قربانۍ كې واجب ګڼلي؛ نو اشعار په لومړۍ درجه روا دى.
ښاغلي خويي د حج په مناسك نومي كتاب كې ويلي دي: كه حاجي صدقه وركړه، يا يې ذبح شوې قرباني چاته وروبښله، روا ده، دغه ذبح شوى چې هر چاته وغواړي، وركولى يې شي، ان تر دى چې كافر او مسلمان ته يې هم وركولاى شي، په عام ډول اماميه وو، تر واجبې صدقې پرته نورې صدقې پر كافر او غير مؤمن مباح كړې دي. په وسیلة النجاه نومي كتاب كې سيد ابوالحسن اصفهاني ويلي دي: مستحبه صدقه هر چاته وركول كېداى شي، نشتمني، كفر او ان اسلام هم په دې پورې لدى تړلى، او وركول يې پر ماړه، غير امامي، او ذمي ته كه څه، پردى وي، روا دي؛ يعنې كه څه، له هغه قومونو او ټبرونو نه وي؛ بلكي سيد ظاضلم د عروه الوثقى په ملحقاتو كې ويلي دي: ان هغه كافر ته چې په جګړه كې وي، هم صدقه وركول روا دي.
هره ورځ دا معموله ده چې حاجيان يو چاته پيسې وركوي، چې قرباني يې ومني[13] او هغه سړى قرباني تر ذبح كولو روسته تر خاورو لاندې كوي، او يا يې بوې خوا ته اچوي؛ ځكه په هغه وخت كې د قربانۍ غوښه ډېره ده او مصرف كوونكي نلري، هغه څه چې مې لوستې يو سړى مې و نه موند، چې د هغه پر روا والي او يا نه روا كېدو يې نيوكه كړې وي، د دغه عمل د حكم پر پوهېدو، او پر دليل يې په (1949) كال كې يې مصري حاجيان دې ته اړ ويستل، چې په دغه برخه كې د الازهر پوهنتون استفتا وكړي، او اجازه تر لاسه كړي، چې د قربانۍ بيه اړو كسانو ته وركړي؛ نو جليل عالم شيخ محمود شلتوت “د رساله الاسلام” دلومړي ټوك په څلورمه ګڼه كې چې د قاهرې دارالتقريب هغه نشروله، وليكل او واجبه يې وګڼله چې ذبح دې شي، كه څه، و يې سوځوي او يا يې ښخه كړي، په 1950 كال كې كله چې په بيروت كې دارالعلم للملابين وغوښتل چې د الاسلام مع الحياه كتاب دويم ځل ته خپور كړى، ما په دې سرليك چې “ايا اسلام موږ ته په قربانۍ كولو سره امر كړي، حال دا، فساد ته پرېښوول كېږي” په دوو ګڼو كې مې د څټه اوږدې مقالې ورپسې درج كړې، او دې نتيجې ته مې ورسولې، چې قرباني په هغه ځاى كې واجبه ده، چې خوړونكي ولري، او يا يې ساتل او وچول امكان ولري، او يا داسې چې خوړل يې روا وي؛ خو څه وخت چې لنډ په لنډه له منځه ولاړ شي؛ لکه داچې وسوځي او خاورې شي، روا كوونكي يې دي هر څوك چې پر هغه لازياته څېړنه او ورباندې د پوهېدو دليل غواړي؛ هغوى دې د اسلام مع الحياه دويم چاپ ته مراجعه وكړي.
نو په دې حالت كې د وسائل الشيعه په كتاب كې له هغه حديث خبر شوم، چې د “باب تاكد استحباب الاضحيه” په برخه كې دغه روايت د حضرت صادق علیه السلام له پلرونو او هغوى د خداى (ج) له رسول صلی الله علیه وآله وسلم روايت شوي چې ويلي يې دي: دغه قرباني مو د مسكينانو مړولو ته وګڼله، چې ج له غوښې ج يې وخوري.
دغه حديث كه څه، د مستحبې قربانۍ په برخه كې پر ځانګړى ډول راغلى؛ خو ددې ترڅنګ د واجبې قربانۍ مسله هم روښانوي.
ومو ويل چې د جمرې عقبه ويشتل د ذبحې پر لسمه ورځ په منى كې لومړنى عمل دى چې كېږي، دويم عمل قرباني ده، او درېیم عمل د سر خرييولو يا د وېښتان لنډول دى چې د “سعى او تقصير” تر سرليك لاندې موږ وويل، همداسې “په منى” كې تر سرليك لاندې پر قربانۍ د سرخرييلو يا وېښتانو لنډولو د حكم وړاندې والي ته موږ اشاره كړې او هر څوك چې يې مفصل معلومات غواړي، كولاى شي هغو دوو فصلونو ته مراجعه وكړي.
چې كله حاجې په منى كې د اختر ورځ د ويشتو، قربانۍ او تقصير عملونه وكړل، بيا مكې ته ورځي او د مكې طواف پرځاى كوي، همغلته تر طواف خلاصولو روسته دوه ركعته د طواف لمونځ ادا كوي او بيا د صفا او مروه تر بشپړولو ووځي.
[1] التذكره.
[2] الفقه على المذاهب الاربعه.
[3] التذكره.
[4] دمخه مو وويل چې د اماميه وو په قول د مكې پر اوسېدونكيو د افراد يا قران حج واجب دى؛ خو نور مذاهب وايي، د دري ګونو حجونو ترمنځ د يوه په ادا كولو سره خوښمن دي.
[5] الفقه على المذاهب الاربعه.
[6] له مكې د يوه فرسخ په فاصله كې دى.
[7] التذكره.
[8] المغني و الفقه على المذاهب الاربعه و فقه السنه.
[9] الجواهر و مناسك آیت الله حكيم او آیت الله خويي.
[10] په هغه ځاى كې يې وګورئ، چې هلته د قران ښكاره نص وى، د ټولو اسلامي مذهبونو ګډ توافق دى، د سني او شيعه ترمنځ توپير نشته، او ترمنځ يې اختلاف د نص نه موجوديت يا د هغه ګونګ حالت، يا د غربت او يا عروضي كېدو، يا بې له دې په تغير او تطبيق كې دى، او دا غوڅ دليل دى، چې ټولو له يوې منبع سرچینه نيولى او ورڅخه صادر شوې دي.
[11] التذكره.
[12] المغني.
[13] ښاغلي حكيم ويلي دي: كه د قربانۍ كولو له صدقې معذور و، غاړه یې خلاصه ده، او كه فقير تر مال پرته صدقه و نه منله، واجبه نه ده.