تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه فلق سورت بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ«1» مِنْ شَرِّ ما خَلَقَ«2» وَ مِنْ شَرِّ غاسِقٍ إِذا وَقَبَ«3» وَ مِنْ شَرِّ النَّفّاثاتِ فِی الْعُقَدِ«4» وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ إِذا حَسَدَ«5»= ووايه : (( د سباوون پالونكي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

فلق سورت

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ«1» مِنْ شَرِّ ما خَلَقَ«2» وَ مِنْ شَرِّ غاسِقٍ إِذا وَقَبَ«3» وَ مِنْ شَرِّ النَّفّاثاتِ فِی الْعُقَدِ«4» وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ إِذا حَسَدَ«5»= ووايه : (( د سباوون پالونكي ته پناه وړم،د پيدا كړيو څيزونو له شره یې،او د (شپې) د ترږمۍ له شره، چې راخپره شي (او يا د هر شري له شره، چې د شپې راځي)، او په غوټو كې د پوكوونكيو له شره (چې هر هوډ سستوي). او د (هر) كينه كښ له شره،چې کينه کوي!))

 

ټکي:

* د «فلق» کلیمه د «فجر» په څېر د څيرې کولو په مانا ده، د شپې د تیارو څیرې کول یا سپیده چاود:«فالِقُ الْإِصْباحِ[1]))؛ په خاورې کې دننه د زڼي څيرې کول. «فالِقُ الْحَبِّ وَ النَّوی[2]))

* له «غاسِقٍ» مراد د شپې پیل دی، چې تیاره ورسره مل ده؛ لکه څنګه چې په بل آیت کې وایي: «أَقِمِ الصَّلاهَ لِدُلُوکِ الشَّمْسِ إِلی غَسَقِ اللَّیْلِ[3]»

شونې ده له «غاسق» مراد هر تیاره راوړونکی موجود وي، چې مانیزې تیارې راوړي او خپروي یې.

 *دا چې شري وګړي برید، یرغل او دسیسې ته د شپې له تیارې ګټنه کوي؛ نو الله ته له هغه شره پناه وروړو چې په شپه کې کېږي.

* «نفاثات» له «نفث» اخستل شوی او د پوکلو په مانا او «عقد» د«عقد» جمع او د غوټې په مانا ده.

*په هر چار کې د شر پېښېدو احتمال شته ، ان د علم، احسان، مړانې او عبادت په څېر کمالات هم آفتونه لري. د علم آفت غرور، د احسان آفت منت ایښوول، د عبادت آفت کبر او عُجب او د مړانې آفت ظلم او تهوّر دی.

* په زیانمنېدو کې درې آرونه دي، د دښمن له لوري د برید چمتووالی، برید ته مناسب فرصتونه؛ لکه تورتمونه، کندې ژورژ او کمزروي ټکي. هو! دښمن په تورتمونو، کندو ژورو او کمزوریو ټکیو پسې دی.

*ناوړه تبلیغات، فضا سازۍ، خبرلوڅي، چغلي ګري، جاسوسي ډنډورې د «النَّفّاثاتِ فِی الْعُقَدِ» بېلګې دي؛ یعنې هڅې کوي محکمات سست کړي؛ لکه څنګه چې په وسوسې او شک اچولو د ښځې او مېړه ترمنځ فتنې جوړوي «ما یُفَرِّقُونَ بِهِ بَیْنَ الْمَرْءِ وَ زَوْجِهِ[4]»

*سره له دې، څه یې چې پنځولي، خیر دی: «الَّذِی أَحْسَنَ کُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهُ[5]»؛ خو که له هر څیزه په خپل سم بهیر کې ګټنه ونشي، شر به ترې جوړ شي؛ لکه څنګه چې اوسپنه خیر دی؛ خو که چاړه شوه؛ نو د ناوړګټنې شونتیا یې وي. «مِنْ شَرِّ ما خَلَقَ»

* «شَرِّ ما خَلَقَ»؛ یعنې شر د مخلوقاتو له لوري دی، نه د خالق او خلقت له لوري.

*الله ته له خطرونو پناه وروړل، یوازې په «اعوذ» ویلو نه تر لاسه کېږي؛ عمل هم پکار دی؛ لکه څنګه چې د پېغمبر اکرم اهلبیتو، چې کله مسکین، پلارمړي او بندي ته خواړه ورکړل، و یې ویل: «إِنّا نَخافُ مِنْ رَبِّنا یَوْماً عَبُوساً قَمْطَرِیراً[6]» موږ د قیامت ورځې له ډاره، خواړه ورکړي دي. قرآن وايي: «فَوَقاهُمُ اللّهُ شَرَّ ذلِکَ الْیَوْمِ[7]»الله هم دوی د هغې ورځې له شره وژغورل؛ نو یوازې د «إِنّا نَخافُ» ویل چارسازي نه دي؛ بلکې عمل دې ورسره وي.

*یو بدرنګ د خپلې څېرې له بدرنګۍ رسول الله ته ګیله وکړه، چې حضرت جبرئیل (ع) راغی او د الله سلام یې هغه بدرنګ سړي ته ووایه، چې الله وايي:

«اما ترضی ان احشرت علی جمال جبرییل» آیا خوښ یې چې د قیامت پر ورځ دې ښکلا د جبراييل هومره وي؟ سړی خوشحاله شو او ټول عبادتونه او مستحبات یې کول[8].

*مطلق شر نشته او الله نه دی پنځولی؛ ډېرې داسې چارې دي، چې له یوه ګوټه شر برېښي او له بل ګوټه خیر؛ لکه څنګه چې ارواښاد مولانا جلال الدین محمد بلخي وايي:

زهر مار،آن مار را باشد حیات

لیک آن،آدمی را شد ممات

پس بَد مطلق نباشد در جهان

بَد به نسبت باشد،این را هم بدان

* ځینې ستونزې او دباوونه شر نه دي؛ بلکې د تکامل خواله ده. په دې باب ارواښاد مولانا جلال الدین محمد بلخي وايي:

گندمی را زیر خاک انداختند

پس ز خاکش خوشه ها برساختند

بار دیگر کوفتندش ز آسیا

قیمتش افزون و نان شد جان فزا

باز نان را زیر دندان کوفتند

گشت عقل و جان و فهم سودمند

باز آن جان،چون که محو عشق گشت

یُعجب الزّراع آمد بعد کشت

* قرآن سپارښتنه کوي، چې له کورودانو او مېرمنو سره مو غوره او ښه چلن کوئ او که خوښې مو نه وي؛ نو ډېر ځل دوی کې ډېرې پېرزوګانې درنغښتې دي. «وَ عاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ کَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسی أَنْ تَکْرَهُوا شَیْئاً وَ یَجْعَلَ اللّهُ فِیهِ خَیْراً کَثِیراً[9]» لکه کله یوه ښځه ښکلې نه وي؛ خو د سترو او لوړمقامو اولادونو مور شي.

*ډېرې ترخې پېښې مو وړتیاوې رازغونوي، د صبر او پراخې سینې حالت ته، راکې وده راکوي او د انسان زړه خاضع او خاشع کوي. «لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُونَ[10]»

*شپه الهي وګړیو ته د بندګۍ او عبادت وخت دی: «یَتْلُونَ آیاتِ اللّهِ آناءَ اللَّیْلِ[11]»؛ خو نامردانو ته د دسیسې، ګواښ او برید. «مِنْ شَرِّ غاسِقٍ»

* هغه خبره او حرکت نفاثات دی، چې ټینګې دوستۍ څپڅپاندوي؛ نو الله ته دې ترې پناه یووړل شي.

*الله ته د انسان پناه وروړلو مستلزم د الله پناه ورکول دي، ګنې د پناه وروړو حکم به چټي و.

* په ټولو شرورو کې، په دې سورت کې د درېیو یې نامه راغلې ده:

-پټ او په تیارو کې شر. «مِنْ شَرِّ غاسِقٍ إِذا وَقَبَ»

-د ناپاکو ژبو شر. «مِنْ شَرِّ النَّفّاثاتِ فِی الْعُقَدِ»

-د کینو او ناپاکو سیالیو شر. «وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ إِذا حَسَدَ»

ځینې ښځې د ښکلا او ژبې د پستوالي له لامله، نارینه په خپلو هوډونو کې سستولای شي چې د نفاثات مصداق دي.

* د نفاثات یو مصداق کوډې دي؛ نو زده کړه یې او عمل پرې حرام دی.

* سره له دې چې «شَرِّ ما خَلَقَ» ټول شرور رانغاړي؛ خو د ارزښت په پار یې د درې شرورو نامې بېلې راوړي. «غاسِقٍ إِذا وَقَبَ – اَلنَّفّاثاتِ فِی الْعُقَدِ – حاسِدٍ إِذا حَسَدَ»

* پناه وړل په هر حال کې پکار دي، که خطر وي: «شَرِّ ما خَلَقَ» که د کمالاتو لاس ته راوړنه وي: «فَإِذا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّیْطانِ الرَّجِیمِ[12]» چې کله د قرآن تلاوت کوې؛ نو د شیطان له شره، الله ته پناه یوسه.

* په فلق سورت کې، له درېیو بهرنیو شرونو ځنې یوې الهي ځانګړنې ته پناه وړو.(د غاسق، نفاثات او حاسد له شره، «بِرَبِّ الْفَلَقِ» ځانګړنې ته.)؛ خو په ناس سورت کې اپوټه دی. له یوه دننني خطره، درېیو الهي ځانګړنو ته پناه وروړو. (د زړه د وسوسې له شره، «بِرَبِّ النّاسِ» ، «مَلِکِ النّاسِ» او «إِلهِ النّاسِ» ځانګړنو ته پناه وروړو.)

 

د حسادت په اړه یوه ویینه

د نورو د کمالاتو لاس ته راوړو لپاره هڅه او غبطه ارزښتمن چار دی؛ خو د نورو کمالاتو له منځه وړو ته هڅه حسادت دی. حسادت د کم ظرفیتۍ او تنگ نظرۍ نښه ده. پر ځمکه لومړۍ جګړه د حضرت آدم علیه السلام د اولادونو ترمنځ د حسادت په پار وه او په آسمان کې لومړۍ ګناه هم له آدم سره د ابلیس د حسادت له لامله وشوه. په حدیث کې لولو: حسادت ایمان خوري؛ لکه اور چې خس[13].

څه چې د پېغمبر اکرم (ص) پر اهلبیتو راغلل او ګوښي یې کړل، د حسادت له لامله وو او قرآن په نساء سورت ۵۴ آیت کې وايي: ولې د الله د فضل او پېرزوینو په پار، له وړ وګړیو سره حسادت کوي، مګر نه پوهېږي، چې موږ آل ابراهیم ته کتاب، حکمت او ستر ملک ورکړل.

حسادت په ټولو شرونو کې څرګند شر دی؛ ځکه حسود (کینه کښ) نقشې جوړوي، دوکې کوي او پر ډول ډول شرونو لاس پورې کوي، چې موخې ته ورسي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي:«الحسد داء عیاء لا یزال الا بهلک الحاسد او بموت المحسود[14]»حسادت خطرناک رنځ دی، چې یوازې د محسود په مړینه او د حسود په له منځه تلو له منځه ځي.

حسود په رښتینه کې پر الله نیوکه لري او د هغه پر ارادې او حکمت ګوتڅنډنه کوي، چې ولې دې هغه ته ورکړي او ما ته نه.

حسود هېڅکله خیرخواه نه وي او نصیحت نه کوي او د حسادت په پار نورو ته هم له خیر رسونې مخنیوی کوي.

قرآن د ډېری ګناهونو جرړه «بغیا»؛ د حسادت په مانا ګڼلی او امام صادق وايي:«ان الکفر اصله الحسد[15]» د کفر جرړه په حسادت کې ده؛ لکه چې د پېغمبرانو پر وړاندې به یې ویل: «أَ بَشَرٌ یَهْدُونَنا[16]» آیا زموږ په څېر انسان دې پېغمبر شي او موږ دې هدایت کړي؟

حسود، متواضع نه دی او ناشکری دی او هېڅکله د نورو پر ښېګڼو او کمالاتو منښته (اعتراف) نه کوي او هرومرو د حق پټولو پر ګناه اخته کېږي.

 حسود معمولاً منافق دی. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «الحاسد یظهر و ده فی اقواله و یخفی بغضه فی افعاله[17]»په ظاهره خو مینه څرګندوي؛ خو په باطن کې کینه او بغض لري.

د حسادت سرچینه په څه کې ده؟

کله د وګړیو ترمنځ بېځایه تبعیض د دوی حسادت او کینه راپاروي.

کله د ځینو سر خلاص نه وي او شرایط یو شان ګڼي او همداچې غوراوی او امتیاز یې ولید، حسادت کوي؛ خو که د توپیرونو په دلیل او حکمت پوه شي؛ نو ارام به شي.

حسادت د نبوت په کورنۍ کې هم موندل کېږي؛ لکه څنګه چې د حضرت یعقوب علیه السلام په کورنۍ کې حسادت لامل شو،چې خپل کشر رور په څاه کې ګوزار کړي.

حسادت یوازې په توکیزو نعمتونو کې نه وي؛ بلکې کله د خلکو له ایمان سره حسادت کېږي او غواړي کفر ته یې ورستانه کړي. «یَرُدُّونَکُمْ مِنْ بَعْدِ إِیمانِکُمْ کُفّاراً حَسَدا[18]))

څرګنده ده، چې حسادت د نورو د نعمت د له منځه تګ هیله ده؛ ګنې له الله د نعمت غوښتل خو څه حسادت نه دی؛ لکه څنګه چې حضرت سلیمان علیه السلام له الله بېسارې واکمني وغوښته: «مُلْکاً لا یَنْبَغِی لِأَحَدٍ[19]» او حضرت علي علیه السلام په کمیل دعا کې له الله غواړي، برخه دې یې ډېره شي او الله ته دې یې نږدېوالی ډېر شي. (و اجعلنی من احسن عبیدک نصیبا عندک و اقربهم منزله منک…)

*حسادت درملنې ته دې داسې فکر وشي:

دنیا لنډه او کوشنۍ ده؛ نو ماغزه خوړل پرې ارزښت نه لري.

موږ هم داسې نعمتونه لرو، چې نور یې نلري.

 نعمتونه د حکمت پر بنسټ ویشل شوي، که څه پر حکمت یې پوه نشو.

د هغه چې نعمت ډېر دی، پازوالي یې هم ډېره ده.

پوه دې شو، چې حسادت مو بې پایلې دی او الله ددې په پار د خپل نعمت مخه نه نیسي، چې بل یې لیدای نشي؛ نو یوازې ځان به کړوې.

 

پېغامونه:

1- الله ته پناه وړل دې په ژبه راوړل شي.«قُلْ أَعُوذُ»

2-د خطر د ډېروالي او ارزښت له لامله یې، انبیاء دې هم الله ته پناه یوسي. «قُلْ أَعُوذُ»

3-بې د الله له مرستې او ورته له پناه وروړو، د ټولنې او وګړي سمونه ناشونی چار دی. «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ»

4-داچې شر د انسان فکر او زړه ته قلفونه وراچوي؛ نو هغه ځواک ته دې پناه یووړل شي، چې د قلفونو ماتوونکی او د خنډونو لرې کوونکی وي. «بِرَبِّ الْفَلَقِ»

5-په دعا کې مو لید پراخه کړئ. «شَرِّ ما خَلَقَ» (ټول مخلوقات رانغاړي.)

6-په ټولو شرونو کې د حسادت، درز اچونې، ژمنماتۍ او پټو دسیسو شرور ډېر خطرناک دي. (مِنْ شَرِّ غاسِقٍ … شَرِّ النَّفّاثاتِ … شَرِّ حاسِدٍ)

7-دښمن یې دومره ډنګوي، چې ډنډوره یې اغېرمنه شي. («نفاثات»د «نفاثه» جمع، د مبالغې صیغه ده.)

8-په وسوسو، ګروهې سستېږي او خبره یې اغېز کوي. «مِنْ شَرِّ النَّفّاثاتِ فِی الْعُقَدِ»

9-د حسادت یوازېنۍ درملنه، الله ته پناه وړل دي.( قُلْ أَعُوذُ … إِذا حَسَدَ)

10- زمینې هغه مهال خطرناکې دي، چې فعلیت ومومي. «حاسِدٍ إِذا حَسَدَ»

11- څه نا څه حسادت په هر چا کې وي؛ خو پر بنسټ یې عملي ګام ګناه ده. «إِذا حَسَدَ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

 

[1] – انعام،96.

[2] – انعام،95.

[3] – اسراء،78.

[4] – بقره،102.

[5] – .سجده،7.

[6] – .انسان،10.

[7] -انسان،11.

[8] – بحارالانوار،ج22،ص140.

 

[9] – نساء،19.

[10] – .اعراف،94.

[11] -آل عمران،113.

[12] – .نحل،98.

[13] – کافي،ج2،ص306.

[14] – .نهج البلاغه،حکمت 493.

[15] – کافي،ج 8،ص7.

[16] – تغابن،6.

[17] – غررالحکم.

[18] – بقره،109.

[19] – ص،35.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!