تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر د العصر سورت تفسیر   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه وَ الْعَصْرِ«1» إِنَّ الْإِنْسانَ لَفِی خُسْرٍ«2» إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ وَ تَواصَوْا بِالْحَقِّ وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ«3»=پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى؛ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

د العصر سورت تفسیر

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ الْعَصْرِ«1» إِنَّ الْإِنْسانَ لَفِی خُسْرٍ«2» إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ وَ تَواصَوْا بِالْحَقِّ وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ«3»=پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى؛ خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

ټکي:

* په صدر اسلام کې به مسلمانانو د خدای پامانۍ او یو له بله د بېلتون پر مهال دا سورت تلاوتاوه[1].

* الله (ج) په قرآن کې په ټولو وختونو سوګند یاد کړی دی. فجر: «وَ الْفَجْرِ[2]»، سهار:

«وَ الصُّبْحِ[3]»، ورځ: «وَ النَّهارِ[4]»،شپه: «وَ اللَّیْلِ[5]»، غرمه : «وَ الضُّحی[6]»، سهار: «وَ اللَّیْلِ إِذْ أَدْبَرَ[7]»، مازیګر: «وَ الْعَصْرِ» که څه په سهار یې څو ځل سوګند یاد کړی دی.

* امام صادق (رح) وايي: له عصر مراد د حضرت مهدي د راښکاره کېدو عصر دی[8].

* ځینو له عصر نه مراد د اسلام د راښکاره کېدو عصر ښوولی دی. ځینو یې لغوي مانا؛ یعنې دباو نیولې ده؛ ځکه دباو غفلتونه ورکوي او په انسان کې هڅه او نوون ګړندی کوي. ځینو له عصر نه مراد، د هستۍ نچوړ؛ یعنې بشپړ انسان نیولی او ځینو د مازیګر لمونځ ګڼلی دی[9].

*په مال کې خسارت او تاوان جبرانېدونکی دی؛ خو په انسانیت کې تاوان تر ټولو ستر تاوان دی. «إِنَّ الْخاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ[10]»

*نورو ته د حق سپارښتنه، شونې ده له یوه لړ ترخو عوارضو سره مل وي، چې په صبر او څوار – استقامت دې ورمخې ته شو. «تَواصَوْا بِالْحَقِّ وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ»

* فخر رازي (رح) وايي: انسان په دنیا کې لکه یخپلوری دی، چې هره شېبه یې پانګه ویلې کېږي او باید ژر تر ژره یې وپلوري، ګنې تاوان یې کړی دی[11].

*سره له دې چې د حق سپارښتنه یوه نېکه کړنه ده؛ خو د ارزښت په پار جلا راغلې ده؛ لکه څنګه چې صبر او څوار – استقامت هم حق دی او «تَواصَوْا بِالْحَقِّ» پکې نغښتی دی؛ خو د ارزښت په پار یې صبر جلا راغلی دی. «تَواصَوْا بِالْحَقِّ وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ»

* قرآن په یوه بل آیت کې الهي فضل او لورنه له تاوانه د لرېوالي لامل ګڼلی وايي:

«فَلَوْ لا فَضْلُ اللّهِ عَلَیْکُمْ وَ رَحْمَتُهُ لَکُنْتُمْ مِنَ الْخاسِرِینَ[12]»؛ نو پردې بنسټ، ایمان، نېکې کړنې او حق ته سپارښتنه د الهي فضل او لورنې تر سیوري لاندې ترګوتو کېږي او انسان بې د الله له پېرزوینو نه ښیونېږي – هدایتېږي، چې ایمان ته ورسي او نه د صالحو کړنو اهلېدای شي.

د دنیا بازار

که د قرآن آیتونو ته ځیر شو؛ نو یو بنسټیز ټکي ته مو رسوي او هغه داچې دنیا یو بازار دی او ټول خلک پکې خپل عمر، وس او وړتیا وړاندې کوي او په دې بازار کې توکپلورنه اجباري ده. حضرت علي کرم الله وجهه وايي:«نفس المرء خطاه الی اجله[13]»؛ یعنې د انسان ساه اخستل یې د مرګ پر لوري ګام دی. نو انسان لزوما د خپل عمر پانګه هره شېبه له لاس ورکوي او موږ د خپل عمر له تېرېدو مخنیوی نشو کړای. وغواړ که و نه غواړو، ځواک او وخت مو لاسه وتونکی دی؛ نو په دې بازار کې، څه چې مهم دي، د ګهاک او پېرودنې ټاکنه ده. ځینې له الله (ج) سره معامله کوي او څه چې لري، په اخلاص یې وروړاندې کوي او د هغه په لار کې خوښۍ ته ګام پورته کوي. دا وګړي خپل ژرتیری – فاني عمر باقي کوي او دنیا له جنت او الهي رضوان سره معامله کوي.

دا ډله رښتینې ګټیالي دي؛ ځکه لومړی خو داچې پېرونکی یې الله (ج) دی، چې ټوله هستي د هغه ده.

دویم ناڅيزه توکي هم پېري. «فَمَنْ یَعْمَلْ مِثْقالَ ذَرَّهٍ خَیْراً یَرَهُ[14]))

درېیم ګران یې پېري او بیه یې همېشنی جنت دی. «خالِدِینَ فِیها[15]))

څلورم که په ښه کار پسې شو؛ خو که و مو نشو کولای؛ بیا هم ثواب راکوي.

«لَیْسَ لِلْإِنْسانِ إِلاّ ما سَعی[16]»؛ یعنې که انسان هڅه وکړه،که څه کړنه ترسره نشوه، بریېمنېږي.

پینځم څو ګرایه ثواب ورکوي. «أَضْعافاً مُضاعَفَهً[17]» د قرآن د وینا له مخې، تر اوو سو (۷۰۰) ګرایه پورې ثواب ورکوي او د نېکو نفقو مثال د هغې دانې دی، چې اووه وږي راوټوکوي او په هر وږي کې سل دانې وي.

خو هغه کسان چې په دې بازار کې خپل عمر په خپلو او د نورو په ځاني غوښتنو پلوري او په الهي رضا پسې نه وي، دروند تاوان یې کړی، چې قرآن یې په اړه دا ډول تعبیرونه کارولي دي:

ناوړه سوداګري یې کړې ده. «بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ[18]»

سوداګري یې ګټه نه لري. «فَما رَبِحَتْ تِجارَتُهُمْ[19]))

تاوان یې کړی دی. «خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ[20]» 

څرګند تاوان یې کړی دی. «خُسْراناً مُبِیناً[21]»

په تاوان کې ډوب دي. «لَفِی خُسْر[22]))

ددې ډلې له نظره، هوښیار او پوه هغه دی، چې په هر کار، خبره او طریقه، که حق وي که باطل، ځان ته هوسا ژوند چمتو کړي او په ټولنه کې ګرانښت او منښت، مقام یا مډال لاس ته راوړي او که داسې نه وي؛ نو د بایلوونکي، روسته پاتې او بدمرغه لقب ورکول کېږي.

خو په اسلامي فرهنګ کې، هوښیار هغه دی، چې له خپل نفس سره حساب وکړي، خوشې یې نه کړي، ابدي ژوند ته کار وکړي او هره ورځ یې تر بلې غوره وي. له مرګه غافل نه وي او د چټیاتو، حرص او ظلم پر ځای، په تقوا، قناعت او عدالت پسې ولاړ شي.

امام هادي (رح) وايي:«الدنیا سوق ربح قوم و خسر آخرون» دنیا هغه بازار دی،چې ځینې پکې ګټیالي او ځینې پکې تاوانیان شول[23].

 

پېغامونه:

۱-د بشر تاریخ پېر، ارزښتمن دی او الله پرې سوګند یاد کړی؛ نو عبرت ترې واخلئ. «وَ الْعَصْرِ»

2- انسان له هر خوا په تاوان کې دی. «لَفِی خُسْرٍ»

3- مازې انسان چې د انبیاوو د روزنې په ولکه کې نه وي، په تاوان کې دی. «إِنَّ الْإِنْسانَ لَفِی خُسْرٍ»

4- ایمان او نېکچاري، له تاوانه د مخینوي یوازېنۍ لار ده. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ»

5-د ځان په فکر کې کېدل بسیا نه دي، مؤمن د نورو د ودې، لوړتیا او تعالي په فکر کې وي. «تَواصَوْا بِالْحَقِّ»

6- صبر ته سپارښتنه هماغومره پکار ده؛ لکه حق ته سپارښتنه. «بِالْحَقِّ – بِالصَّبْرِ»

7- ایمان پر کړنې ورمخکی دی؛ لکه څنګه چې ځانسازي پر ټولنسازۍ ورړومبۍ ده. (آمَنُوا وَ عَمِلُوا … وَ تَواصَوْا)

8-بې له ایمان، نېکچاریو او نورو ته د صبر او حق له سپارښتنې پرته، د انسان تاوان، خورا ستر دی. «لَفِی خُسْرٍ» (د «خُسْرٍ» نکره توب او تنوین یې تاوان د ستروالي نښه ده.)

9-حق راولاړول، څوار – استقامت ته اړتیا لري. «تَواصَوْا بِالْحَقِّ وَ تَواصَوْا بِالصَّبْرِ»

10-ټولنه هغه مهال اصلاح کېږي، چې ټول په نېکیو امر او له بدیو په منع کې ګډون وکړي، هم نصیحت کوي او هم نصیحت مني.«تَواصَوْا بِالْحَقِّ» (د «تَواصَوْا» کلیمه د دواړو لوریو د کار لپاره ده)

11-له تاوانه خلاصون خو هغه مهال وي، چې انسان د ټولو نېکیو د کولو په تکل کې وي، که څه په کولو یې بریالی نشي. «عَمِلُوا الصّالِحاتِ» (د «الصّالِحاتِ» کليمه په الف او لام د محلّی جمع په بڼه راغلې ده)

12- ایمان باید هر اړخیز وي، نه جزيي، د دین پر ټولو برخو ایمان، نه پر ځینو برخو یې.«إِلاَّ الَّذِینَ آمَنُوا» (ایمان، مطلق راغلی دی، چې ټول مقدسات او سپېڅلتیاوې راونغاړي.)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر 

مولف : شیخ محسن قرآئتی 

[1] – نمونه او درّ المنثور تفسیرونه

[2] – .فجر،1.

[3] – تکویر،18.

[4] – .لیل،2.

[5] – لیل،1.

[6] – .ضحی،1.

[7] – مدّثر،33.

[8] – نور الثقلین تفسیر.

[9] – نمونه تفسیر.

[10] – .زمر،15.

[11] – کبیر تفسیر.

[12] – .بقره،64.

[13] – نهج البلاغه،حکمت: 74.

[14] – .زلزال،7.

[15] – آل عمران،15.

[16] – .نجم،39.

[17] – .آل عمران،130.

[18] – بقره،90.

[19] – .بقره،16.

[20] – اعراف،53.

[21] – .نساء،119.

[22] – عصر،2.

[23] – تحف العقول،د امام هادي د ویناوو برخه. (ژباړن : دا کتاب په پښتو هم ژباړل شوی دی)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!