بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه توحید سریزه توحید پر الله تعالی ګروهېدل دي چې هستي یو پنځګر سنبالوونکی او چلوونکی لري. په اوسنیو ټولنېزو او فلسفي مکاتبو کې (د نړی لید) د یوې مهمې مسلې په توګه اوڅار دی او موږ ددې لپاره چې د نړیوال اندیز بهیر له […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
توحید
سریزه
توحید پر الله تعالی ګروهېدل دي چې هستي یو پنځګر سنبالوونکی او چلوونکی لري. په اوسنیو ټولنېزو او فلسفي مکاتبو کې (د نړی لید) د یوې مهمې مسلې په توګه اوڅار دی او موږ ددې لپاره چې د نړیوال اندیز بهیر له کاروانه پاتې نشو او هم د نړيوالېدنې تشیال ته مو خپلې پوهېدنې او اندیز پیداوار وروړاندې کړي وي، چې قضاوت پرې وکړي او بیا یې غوره کړي؛ نو “توحید” د یو نړۍ لید په توګه اوڅارو، دلته د یو مسلمانان اندیال د شننی ژباړه دروړاندې کوو، چې ځوان نسل ته مو یو پیاوړی اندیز ډال کېدای شي.
توحید؛ یعنی : پر دې ګروهه چې ټوله هستي د یو پنځګر مخلوق، د یو مالک مملوک، د یو پالونکي پاللې، د یوه مدیر او مدبر اداره کیدونې او اداره شوې ده. دا توحیدي عقیده او ګروهه ده. مازې د خدای پر وحدانیت د انسان ګروهه ـ چې یو دی او په پیدایښت کې بل هیڅوک، بله هیڅ اراده، تدبیر، شعور او قطب نشته ـ ځانګړي اندیز منطقي الزامات لري، چې ترې راولاړیږي. دا، د انسان “نړۍ لید” رامنځ ته کوي. “نړی لید” څه ته دی؟ په اوسنیو ټولنیزو او فلسفي ښوونځيو کې “نړۍ لید” د خورا نوې او حساسې مسألې په توګه اوڅار دی؛ خو په خواشینۍ چې په موږ کې هډو مطرح شوی نه دی. که نړۍ لید اوڅار وای، له بیخه اسلام مو بل ډول پیژانده او بل ډول پر خپلو ګروهو پوهېدو. د نړۍ لید له درلودو پرته، ګردې دیني ګروهې او بنسټیزه مانا له لاسه ورکوي؛ ټوټه ټوټه یې پیژاندای شو! خو اسلام د یوې ژوندۍ تنې، یو ټولنیز روح او د یو نړیوال بهیر په توګه پیژندای نشو! لکه د متصصانو په څیر: یو د سترګو متخصص دی، یو د غاښونو، بل د زړه، بل د وینې، بل د رګونو، بل د لاس او پښو “اورتوپيدي” بل د معدې او هاضمي ؛ دا متخصصین هر یو اړخ پیژني؛ خو وګړی نه پېژني. د اسلام وګړی په اسلامي نړۍ لید پیژندای شو او بې له دی نه.
نړۍ لید څه ته وایي؟ له هستۍ مې د انګېرنې او انځورنې څرنګوالي ته نړۍ لید وایي. هر څوک هستۍ ته په یو ډول ویني او پېژنی یې. خیال مه کوئ ټول چې ځمکې او اسمان ته ګوري، یو ډول یې پیژني، هیڅکله هم!
د یو ټبر میشتي له نظره ځمکه دا ده: د خپل ټبر څړځی او د غرونو شا د هستۍ پای بولي؛ وایي: هاخوا تیارې دې. اسمان هم یو چتر دی، چې له شاوخوا پر ځمکه را پروت دی. پر کومه ځمکه؟ زما د څړځي د غرونو شاته او شاوخوا ته څو ټبرونه هم شته چې کله ورسره په جګړه او کله ورسره په سوله کې یو. دا ګرده نړۍ ده! ددې سرپوښ شاته څه دي؟ تیارې، نیستي، نامعلوم، غیب، بیخي نه پوهیږو. اصلا شاته یې فکر نه کوي! دا یې په سترګو کې ټوله هستي ده!
څوک چې په یوې طبقاتي ټولنې کې اوسیږي، کله چې نړۍ ته ګوري، نړۍ طبقه طبقه ویني. پخوا عقیده وه چې ځمکه د هستۍ منځ دی، علت یې څه دی؟ علت یې دادی ځمکه مهمترین ځای دی چې یې پیژني. نور څیزونه ورته فرعي دي، ان لمر. ورپسې تر ځمکې لوړ، بېلابېل فلکونه شته : اور، سپوږمۍ، لمر، او فلک الافلک روستی فلک دی. له اووه تر نهو فلکو پورې دي، چې له لمره تاویږي. هر فلک یو عقل لري چي دا فلک چورلوي او اداره کوي. دا عقل د بل فلک په عقل پورې ارتباط نه لري.
د دویم فلک عقل په درېیم پورې ارتباط نه لري او درېیم په څلورم پورې. فلک الافلاک ــ چې روستی فلک دی او له ګردو افلاکو او ځمکې چورلي ـ هم یو عقل لري٬ دا عقل کل یعنې د ټولو عقل دی؛ یعنې د عقلونو عقل دی. هغه عقل دی چې مشرف او مدیر دی او د فلکونو پر ټولو عقلونو لاسبری او مسلط دی. ځمکه څلور بېلابېل عناصر لري: اوبه، خاوره، اور او باد. دا عناصر هر یو ځانګړي شرافتونه لري. اور تر ټولو اوچت ذاتي شرافت لري. په همدې پار چې کله یې پریږدې هوا ته پورته کیږي او ځان د اور فلک ته رسوي؛ له آره یې ذات اشرف او اوچت دی خورا سپیڅلی دی. روسته، تر ټولو ټیټ د خاورو عنصر دی، چې پورته یې غورځوې بېرته ځان ځمکې ته ته کوزوي .
دا، د نړۍ په باب یو اندود دی، دا یو ډول نړۍ لید دی! یعنې د نړۍ لیدنه ده، چې دغسې یې ويني. په دې بڼه د نړۍ لیدنه، د هغې ټولنې د لیدو زوکړه ده، چې دی پکې اوسي، کومه ټولنه چې پکې اوسي طبقه طبقه ده، ټیټه طبقه، اوچته طبقه، تردې وراوچته طبقه، تردې هم وراوچته طبقه او لاپسې ور اوچته طبقه، ورپسې هغه چې تر ټولو وراوچته ده ـ د عقلونو عقل دی ـ چې ټولې طبقې اداره کوي. دا طبقې ـ هر یوه یې ـ او دا عناصر چې په دې ټولنه کې انساني وګړي جوړوي، ذات او جنس یې د یو بل په څېر نه دی، ټولو ته د بشریه جنسه ویلای نشو! بشر نشته.
ځینې له اوچت عنصره جوړ دي، که له دې اوچت عنصره (یعنې هغه انسان چې ذاتي شرافت لري او د «اریستو = شرف» دی! یعنې د صیب زوی دی؛ یعنې ذات ـ یې تر نورو شریف دی! هډوکي یې بل ډول دي، اصلا اوبه او خټه ـ یې تر ټولو اوچته ده، دغسې یو طبقه د اور په څیر ده.) ګرد سره فضایل، شتمني، عزت او قدر یې واخلې او خاورینو ټیټو خلکو ته یې راولې، خو بیا هم روحا د خپل فلک خوا ته، د خپلې طبقې خوا ته کشش لري، لکه چې پرېوتی او ټیټ وګړی ـ چې د ارسطو په وینا ذاتا مریی زیږیدلی او اصولا له هر ډول فخر او شرفه تش دی، نیم انسان ـ نیم حیوان دی، ولسي پرګنۍ ده ـ که په زور یې هم د اشرافو طبقې ته وربوزې او دلته یې هم ورکینوې؛ نو خود په خوده بېرته پستۍ ته ورکږیږي.
وینو اندود، له نړۍ د وګړي لید او انګیرنه، په ټولنه کې یې د ټولنیز ژوند د څرنګوالي او د ده د انګېرندود تابع ده.
څوک چې نړۍ دغسې ویني، ټولنه هم دغسې ویني او همدغسې په څو فلکیزه او څو عنصریزه ټولنه ګروهن دی او د همدې خپل نړی لید له مخې، هم یې ژوند تنظیموي او هم یې له مخې کړنلار او ګروهیز فلسفه پیلیږي او وګړیز، کورنیز او طبقاتي ژوند یې پرې جوړیږي او غځېږي. په هغې ټولنې کې چې بیلابېل ټولنیز فلکونه شتون لري ـ چې روسته د نړۍ لید بڼه خپلوي ـ هر یو ښکارندوی لري. دا ښکارندویان هر یو خدای دی (د شرک مذهب). په تاریخ کې، دې فلکي مذاهبو؛ څو عنصریزو مذاهبو ـ یعنې څو خدایي مذاهبو ـ پر تاریخ او بشري نړۍ واکمني چلولې ده. توحید وایي، دا فلکونه نشته ، څو عنصره نشته، اوه، نهه یا څوارلس عقلونه نشته، د عقلونو عقل نشته، چې پر ټولو عقلونو واکمني چلوي. د یو عقل پاچاهي ده لاغیر؛ یو خدای شته لا غیر. ټول فلکونه یې ایل دي؛ د ګردو عناصرو ذات یو دی.
توحید یعنې د تېر څو پاړکیز نړۍ لید ځپنه. توحید؛ یعنې د ګرد تاریخ د ډله ییزو او پاړکیزو ټولنو د ویشنې دړي وړي کونه.
کله چې ګروهن شم نړۍ څو فلکه نه لري او هر فلک په یو عقل او په ترتیب له کښته پاس ته نه تنظیمیږي؛ بلکې نړۍ یکنواخته، متشابه، ورته او همغږې امپراطوري ده، چې یو پنځګر، یو چلوونکی، یو مدبر او یو ((عقل کل)) لري، بل هیڅ دغسې نه لري، او بی له الله هیڅ پالونکی، خدای او پنځګر نشته، دا، یو نړۍ لید راکوي : د شرک (څو خدایي) نړۍ لید پر وړاندې، پر توحید ولاړ نړی لید. موحد، نړۍ بل ډول ویني (البته دا تشبیه ده، لکه کې په قرآن کې هم تشبیه شته) ژوندۍ تنه یو روح، یو تعقل او یو شعور لري، حس او حرکت لري؛ حس، حرکت، تکامل او د نړۍ ادراک د یوې ارادې او یو ځواک تجلا ده، چې دا ځواک د تنې پر ګردو ژوندینکو، اندامونو او غړیو لاسبری او مسلط دی . نو په ذهن کې مې ، یوه نوې او تازه نړۍ انځورېږي، چې یکنواخته، د یوې بڼې درلودونکې او په هستۍ کې د یوې واکمنۍ اېل نړۍ ده .
د شرک لړۍ ـ غیر توحید ـ ملوک الطوایفي نړۍ ده
په هستۍ کې فیوډالیزم شته ؛ هر خدای یو فیوډال دی چې پر یوې سیمې او ځای حکومت کوې؛ په ثنوي (دوه ګونو) یا تثلیث (دری ګونو) مذاهبو کې (دوه یا) درې فیوډالان دي . په زردشت یا ماني مذاهبو کې دوه فیوډالان دي؛ خو په اسلام یا د اسلام د دین پیغمبران، فیوډالیته رژیم نه لري؛ نړۍ یوه امپراطوري ده، چې په یو قانون، یوې واکمنۍ، په یو امر، په یو قدرت، شعور، ادراک او نخچې پیدا شوې او هدایت کېږي : ((لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ)) هم د هستۍ پنځونه او هم یې تنظیمونه، سنبالونه او هدایت کونه د ده دي .
یعنې له نیست او عدمه د یو څیز پنځونه او هم ښوونه ورته کول، دواړه د یو چا په لاس کې دي ؛ نو ځکه همدا آیت راته یو نړۍ لید دی، چې زما د ګردو ګروهو، اندو ، دین او ان ورځېنی ژوند دی . دا، د نړۍ لید مانا ده؛ ځکه هر څوک څنګه چې نړۍ ویني هماغسې ژوند کوي . دا، یو ټولیز قانون دی .
لکه د حافظ ، رحمان بابا، سعدي او خوشال بابا دیوانونو ته وګورئ، پر دین ګروهنو لیکونو ته وګورئ او هم د ماده پالو او له دین څخه د منکرینو کتابونه وګورئ، دوی ړومبی نړۍ ته یو ډول مخونه ورکوي ، روسته وایي : نو باید دغسې ژوند وکړو! کله چې یو وایي : نړۍ او څه چې پکې دي، هیڅ په هیڅ دي؛ نو یو شاعر چې دغسې نړۍ لید لري، ایا ژوند ته مې په یو نظم او قاعده ګروهنېدای شم؟ نه . نړۍ او څه چې پکې دي، هیڅ په هیڅ دي؛ یعنې ژوند او قاعده دې چې څنګه ونیوه، سم دی! ځکه په هر نظم چې ګروهن اوسې موهوم دی؛ ځکه کوم نظم نشته . سارتر ـ د خپل نړۍ لید له مخې څومره ښه او رښتیا وایي : په نړۍ کې [العیاذبالله] خدای نشته؛ نو بل هیڅ څیز هیڅ مانا نه لري، له هر لوري دې چې ونیوه سمه ده؛ نو کوم څیز لازم دی ؟ او کوم څیز آر دی ؟ ستا انتخاب او غوراوی؟ کوم یو څیز دې ازادانه او په ښه نیت انتخاب کړ، همدا سم دی ، که څه جنایت دې غوره کړ، که خپله ګروهن یې، دا خدمت دی؛ نو یو خدمت دی؛ ځکه جنایت، خدمت او سم او باطل هله شتون لري چې په هستۍ کې یوه کچه، معیار او ملاک وي، چې ګرد څیزونه، کړنې او ښکارندې ورسره وسنجوو، ښه او بد یې کړو؛ خو چې دا کچه نه وي ، هر څه ښه دي او هر څه بد دي ! چا چې څنګه وغوښتل او احساس یې کړه، هماغسې ژوند کړای شي او همدا غوره کوای شي .
اصل زما « انتخاب او غوراوی» دی؛ ځکه د اخلاقو کچه هم زه سازومه؛ په هستۍ کې د اخلاقو کچه نشته . داستایوسکي وایي : که خدای له هستۍ لرې کړو؛ نو هر کار جایز دی؛ نو دا چې هر کار جایز دی، ښه او بد کار مانا نه لري؛ ښه او بد باید موږ انتخاب کړو، خپله ښه هم انتخابوو؛ ځکه دباندې ښه نشته چې خپلې کړنې ورسره وسنجوم . خو چې ګروهن شوم هستي یو ماشین، یو ستر نظام، یوه امپراطوري، یو حقیقت او یو واقیعت دی چې یوه اراده پرې واکمنه ده؛ نو نړۍ په یوه ځانګړي ډول وینم . څنګه یې وینم؟ ړومبی احساسوم په هستۍ کې هر څیز د حساب له مخې دی؛ لکه چې رحمان بابا هم وایي :
دلته دم او قدم دواړه سره یو دی ځان خبر کړه له حساب او له کتابه
ولې؟ دا ځکه چې یوه بینایي، اراده، عقل، درک او مطلق شعور پرې څارن دی او سنبالوي یې؛ نو ځکه یو کار هم خوشې او چټي نه دی، یوه ښکارنده هم بې مانا نه ده او حرکت هم بې لوري نه رادبریږي . هر بڅرکی، هر ذره او هر الوتونکی د یوې دقیقي محاسبې له مخې خوځي او خپلې مشخصې موخې ته وررسي، دا ګروهه او نړۍ لید انسان ته مسوولیت پیدا کوي. نو زه هغه وګړی یم چې په دې تدبیر، عقل او ددې پنځګر قدرت په لاس پنځول شوی او هدایتېږم او تل تر څارنې لاندې یم، کنترولیږم، د هستۍ یوه برخه یم، د هستۍ یوه ژوندینکه یم او هستي یو روح، اراده او قدرت لري چې ورپورې د اړوندې یوې ژوندینکې په توګه نیغ په نیغ مسوولیت احساسوم او ان نیغ پیوند ورسره لرم . مسوولیت دهغه (=الله تعالی) پر وړاندې او څه چې ورپورې اړوند دي (یعنې مخلوقات)؛ ځکه ټول یو نظام او یو حرکت دی چې یوه مشخصه موخه لري، او په یو قدرت سنبال ، تدبیر او ټاکل شوی او دا، د نړۍ لید بنسټ دی .
د «توحید» [= د الله د یووالي او وحدت] نړیوال (انعکاس) د « هستۍ وحدت او یووالی» دی . پر تثلیث ګروهن، هستي درې جلا جلا واکمنۍ، درې بېلابېلې اقنومه، جنسه او ذاتونه بولي . پر ثنویت (=دوه ګونیتوب، دو آلیته او دوه خدایي) ګروهن، نړۍ دوه ټوټې ویني، دوه بېلابېلې واکمنۍ؛ نو ځکه ټولنه هم دغسې ویشلای شي، ژوند، وګړي او طبقې هم له همدې مخې په بدو، ښو، پورته، کښته، تیارې او رڼا ویشي . لکه چې «ماني» وايي: نړۍ له رڼا او تیارې جوړه ده، د هستۍ هر څه یا له رڼا جوړ دي او یا له تیارې .
انساني وګړي هم له همدې موخې ویشل کیږي! وایي : «سوبمن له رڼا (جوړ) دی او مات شوی له تیارې دی!» وینئ نړۍ لید څنګه په ټولنیزو قضاوتونو کې نیغ اغېز لري . ځینې وایي نړۍ مخکې او روسته نه لري او ددې نامعلوم یا معلوم مخکې روسته ترمنځ ته یوازې یو فرصت لرې او روسته نابودیږې او نور هیڅ حساب هم نشته او نه څوک حساب درسره کوي او ورک یې، زه چې دغسې ننګېږم نړۍ ګونګه، بی حسابه او بې خاونده ده او زه د تصادف یا مادي شرایطو له لامله رامنځ ته شوی یم او د ماشي په څېر ـ چې په یو فصل کې راپیدا کېږي، الوزي او روسته ورکېږي ـ راپیدا کېږم ، وده کوم، روسته بوډا کېږم او مرم ـ ټوله قصه همدا ده! ـ او په هر ډول مې چې ژوند وکړ توپیر نه لري، نو خود په خوده غنیمت بولم، خوند اخستل او د هوسونو مړول مې د ژوند آریزه لار وي!
نو بیشکه د (غیر الهی) منطق له مخې همدغسې ده . ځکه څوک چې ګروهن وي، په هیڅ ځای کې حساب او کتاب نشته ، هستي خاوند نه لري، څارن نه لري، بد او ښه کچه نه لري، یوه ګونګه نړۍ او ـ د ژان پل سارتر په ویناـ یو اسمان او یوه احمقه نړۍ چې حس نه لري، شعور نه لري، نه مې پیژني، نه مې درک کوي، د عناصرو یوه ډېرۍ ده او زه پکې پنځوس شپیته کاله ژوند کوم، روسته مرم او قصه پای ته ورسېده؛ نو خود په خوده دغسې انسان که غواړي فداکاري وکړي او خپل ژوند له نورو ورځار کړي او خپلې ګټې او خوندونه نورو وګړیو، راتلونکي کهول یا ټولنې ته ورځار کړي؛ نو دا یو ایدیالیست انسان دی ـ که و نه وایم ساده سړی دی ـ خیال پالی دی، موهوم پالی دی، احساساتي دی، کار ته یې سم منطق نشته، یو څیز له لاسه ورکوي؛ خو کوم څیز تر لاسه کوي! هیڅ! ښه نو څه رادبروي؟ د لاس ته ورکړي څیز په څېر یو څیز .
که د نورو ارزښت هم په دې کې دی چې پنځوس کاله ژوند وکړي، وخوري، وڅښي، زیږون وکړي او روسته ومري، دوی ارزښت لري چې زه مې همدا ورته او مشابه حق ورځار کړم او روسته مې هیڅ لاس ته رانشي؟ ورپسې د همدې سرښندنې له مخې کوم څیز رادبره کړم؟ بیا د نورو په څېر څو ګهیځه زیږون، خوراک، څښاک خوند اخستل او وېدېدل! ښه زه په کوم منطق یو وګړی د نورو لپاره فداکارۍ ته اړ کړم؟ یوازې په موسیقۍ، شعر، تلقین او هڅونې، احساساتو او په څېر څېزونو یې! که ووایي څه ته، ځواب یې نه لرم! بشریت ته! انسانیت ته! ځکه مازې دا عمل یو اوچت عمل دی! یعنې څه ؟ ((اوچت)) یعنې څه؟
ټولنه ددې لپاره چې ژوند وکړي، پر ګټه یې وي او ځان وساتي، غواړي، خپل وګړي یا خپلې ګټې د ټولنې ورځار کړي؛ دا یو روح دی چې ټولنه یې راتپي؛ ولې د ټولنې خبرې ته غوږ کېدم؟ ټولنه د وګړو ټولګه ده او غواړي خپلې ګټې ورځار کړم؛ ځکه چې ښه ژوند وکړي، سوکاله اوسي، او ماته هیڅ په لاس رانشي او دا فداکاري هیڅ ارزښت هم ونه لري، کوم حساب و کتاب هم نه وي، ورپسې مطلق نیستي هم وي! دا کار نه کوم، منطق او دلیل نه لري چې دا کار وکړم؛ خو په اروایي هڅونو او تلقیناتو، په ادبي او هنري احساساتو دومره شور ځوګ را کې پیدا کړي، چې بې منطقه ځان ورځار کړم . دا ایدیالیستی ده .دا پر ماتریالیزم (توکیز پالنې) ولاړ اخلاق خورا ایدیالست اخلاق دي !پر یو ایدیالستي ذهني، فرضي او احساساتي څیز ولاړ اخلاق دي؛ مطلق احساسات!
خو دیني انسان، ګروهن دی چې نړۍ حساب لري او د نړۍ یو جز دی او د یو روح (الله تعالی) او دقیقي محاسبې له مخې کنترولېږي او په یو ابدي او ټولیز نظام کې د حرکت او تکامل په حال کې دی؛ نو ځکه که ځان خپله ددې کاروان ورځار کړي؛ نو ځان یې ورک او نابود کړی نه؛ بلکې پر یو اوچت ډول اوختی، له تکامله یوه درجه اوچت شوی او ورپسې په توکیزه یا مانیزه (مادي او معنوي) بڼه خپله بدله ویني . دا وګړی د خپلې ګټې یا ځان ځارولو لپاره منطق لري؛ ایدیالیستي منطق نه؛ بلکې ریالستي، عیني، توکیز (مادي) او واقعي منطق دا، یو واقع پالی (واقع ګرایانه) منطق دی .
هغه بل چې وایي ځان دې (بې له هیڅ او منطق او دلیله، بی له څه حسابه) له نورو ورځار کړه او نور هم ستا په څېر ارزښت لري او روسته ستا دا سرښندنه او فداکاري په دې اوړي کې نور پاتې شي . بل هیڅ حساب نشته! که ځان مې ځار کړ؛ نو د یو عقلي منطق له مخې مې ځار کړی نه دی . یو احساساتي منطق و، چې هډو څه منطق نه و .
اوس هغه څه چې پر ابدیت ګروهن دی او ځان پر نړۍ باندې په یو واکمن منطقي او عقلي نظام کې احساسوي او له مخې یې د لا ډیر تکامل لپاره، لرې ګاندې (راتلونکې) ته او د هر څیز او ګردو وګړیو په معنوي معراج کې لا ډېر اوچت ولاړ شي، له خپلو سملاسي ګټو تېرېږي، چې دا سرښندنه، یو منطقي او معاملاتې فداکاري ده؛ له آره راکړه ورکړه ده، او دا اخلاق، منطقي دي، هو، د هغه څه پر خلاف چې دینوالو ته یې ایدیالستان وایي . نه ، ته چې وایې، یوازې همدا دي او بې له دې بل څه نشته او روسته ورته وایې، همدا هم ورځار کړه؛ نو ته د یو ایدیالیزم، یو خیالي او احساساتي ذهنیت له مخې « پلانی» د وژنې خولې ته وراچوې او که ووایي د څه لپاره ، ځواب یې هم نه لرې!
نړۍ د توحید له مخې، دغسې وینو. د توحید له مخې بشري ټولنه، الزاماً یکنواخته او برابره ټولنه ده؛ ولې؟ ځکه ایکي یوه جوړه کړې، چې یوه اراده او یو قدرت دی؛ یعنې یو خالق او پنځګر لري . د یو استاد مصنوع او جوړه ده او پردې سربېره په یوه امر هدایتېږي او هغه ایکي یو د ژوند نخچه او بشریت ته رسالت په نښه کوي؛ نو ځکه بشریت د ذات له اړخ یو پر بل اشرف نه دی؛ ځکه دوی بېلابېلو خدایانو جوړ کړي نه دي؛ چې یو د ستر خدای وي او بل د کوچني خدای، یو د ستر خدای جوړ وي، بل د منځني خدای او بل د کوچني خدای، یو د رڼا جوړ وي او بل د ظلمت او تیاری!… نه د یو استاد جوړ دي، د یوې ارادې او هنر جوړ دي؛ نو ځکه دوی یو رنګ او مساوي ارزښتونه لري.
توحید، په دې مانا چې نړۍ په یو بڼه یو ټولیز دی، یو اراده او حکومت لري، او د بشر جوړښت له خاورو دی، مساوي ارزښت او مشخصه موخه لري؛ ځکه یو عقل جوړ کړی دی (د عقل یو ځانګړنه دا ده، کوم څیز چې جوړوي، یوې موخې ته یې سازوي، دا د عقل نښه ده)؛ نو ځکه څوک چې پر توحید ګروهن دی ، د ژوند پر پوچوالي (د البرکامو او کافکا په څېر ) ګروهنېدای نشي . ځکه ژوند د یوې سترې ارادې جوړ دی؛ نو موخه لري او دا چې موخه لري؛ نو زه د یو وګړي په توګه دې موخې ته د وررسېدو لپاره پازوال (مسوول) یم، باید ویې پېژنم او باید په لټه کې یې اوسم او باید دې موخې ته د ور رسېدو لپاره ـ که لازم وي ـ له هر څه ورتېر شم؛ ځکه آر او موخه ده .
نو ځکه ، له توحیده، د فیوډالیته، تفرقې او د هستۍ د وېشنې پر مقابل کې د نړۍ د یووالي آر او د تناقض، ټکر، توکم، تبعیض، بېلابېلو جنسونو، خېلونو او طبقاتو پر وړاندې بشري وحدت رادبره کېږي . او همدارنګه مازې پر توحید ګروهه ، د منطق له مخې په انساني ذهن کې راولي چې بشري ژوند یوه موخه لري او امکان نه لري چې پوچوالي، چټیتوب او عبث توب ته مې ورټېل وهي .
لکه د البرکامو او ژان پل سارتر ویناوې چې انسان د بدوینۍ پر ګړنګ دروي . د هستۍ نظام، مطلق قدرت او مطلق عقل جوړ کړی دی؛ نو شونې نه ده نړۍ او بشري ژوند ته بدوینی شم، که څه پر سل ګونو زره ترخې راباندې تېرې شي، دا تراخه یا عارضي او لنډ مهاله ګڼم یا وایم چې تېروتی یم، که نه د نړۍ واقیعت او حقیقت پر حق، عدل او د یوې مشخصې او عالي موخې لپاره د تکامل په بهیر کې ایښودل شوی دی؛ هو، سمه ده : له هستۍ بشریت او ژونده دغسې مانا او انګېزه چې له توحیده استنباطېږي! پازوالي (مسوولیت) په اوسنۍ انسان پېژندنه کې مهمترینه مساله ده! زه چې ددې ستر قدرت مخلوق یم، ددې ستر غونډال (نظام) چې یو مهندس او یو چلوونکي پیدا او هدایت کړی یو پیچ او عنصر یم؛ نو نیغ په نیغ مسوولیت احساسوم .
زه په هغه نړۍ کې چې ((العیاذ بالله)) خدای نشته، مسوول نه یم؛ ځکه مسوول والی؛ یعنې څوک مې پېژني، ویني مې، راباندې پوه دی، کړنې مې څاري، کار مې حسابوي، ژوند، کړه وړه او اندې مې د خپلو کچو له مخې سنجوي او روسته مسوولیت رانه غواړي؛ قدرت یې راکړی، اراده یې راکړې دنده او ماموریت یې راکړی، روسته مسوولیت راڅخه غواړي؛ ډېر ښه پر وړاندې یې مسوول یم؛ خو که دغسې څوک نه وي؛ نو د چا په وړاندې مسوول نه یم.
توحید، انسان ته د مادي نړۍ لید، د اګزيستانسیالېزم د نړۍ لید او د هندي صوفیانه نړۍ لید پر وړاندې یو نړۍ لید ورکوي. توحید زموږ په ذهن کې په دغسې بڼه یو نړۍ لید انځوروي او ځان په دغسې یوې نړۍ کې حسوو . کله چې مې نړۍ دغسې ولیده او ځان مې ددغسې یوې نړۍ غړی ولید، کړنلار مې جوتېږي چې څه ده او روسته معلومېږي چې باید څرنګه ژوند وکړو. د اسلام له نظره بشر په پیدایښت کې یو له نیغ په نیغ مسوولینو او آن مسوولترینو ځنې دی . انسان په اسلام کې د توحید له مخې په لنډو لاندې ځانګړنې لري :
۱ـ د هغه یوازیني، قدرت او عقل جوړ دی چې نړۍ ، طبیعت او انسان یې هم جوړ کړی دی؛ نو انسان د طبیعت خپلوان دی. باید د طبیعت په بهیر کې حرکت وکړي یا باید په طبیعت کې حرکت وکړي، له هستۍ مجرد او مجزا نه دی .
۲ـ د انسان جنس څنګه دی؟ ((انسان مې له خټې، بوینې خټې، لجن، حما مسنون، صلصال کالفخار، طین جوړ کړ، روسته، له خپل روحه مې پکې ورپو کړ.)) نو انسان له الهي روح سره مساوي دی؛ یعنې خورا اوچت وجود او د تصور وړ جوهر (نه الهی روح! په کومه مانا یې چې وایم؛ دا، یوه کنایه ده) . دلته له ادبي پلوه د انسان د جوړښت فورمول وایي نه له فیزیولوژي اړخ، چې له خټې یې تنه سازه کړي وي او روسته یې خپل روح ورپو کړی وي! په دې بڼه یې جوړ کړی نه دی، هډو خدای دغسې جوړونه او پنځونه نه کوي.
انسان په هستۍ کې له تصوریدونکي خورا اوچت موجود او په هستۍ کې له تصورېدونکي ټیټ عنصره جوړ دی . (دا په اسلام کې د انسان جوړښت دی، اسلام آدم دغسې معرفي کوي) . انسان (د نورو پر خلاف، چې له یو جنسه دي یا له رڼا دي یا له مادې؛ خو انسان بل ډول دی) یو موجود دی چې له خټې ( لجن) او د خدای له روح او ارادې جوړ دی. انسان یوازېنی موجود دی چې ازادي او اراده لري او له همدې ځایه مسوولیت پکې رادبره کېږي، نور عناصر مسوولیت نه لري؛ ځکه دوی لا شعوره دي او خدای د یو پېچ په څېر په یو ځای کې ورایښي او خدای چې د طبیعت کوم جبر پرې ورایښی له مخې یې حرکت کوي، دوی مسوولیت نه لري .
لکه سترګې چې ویني او اوریدل نه کوي یا غوږونه اوري؛ خو لیدل نشي کړای . سترګه او غوږ له خپلو دندو سرغاړی نه کوي او نه د خپلو چارو په کولو کې شکمنېږي، د شکمنۍ او سرغاړۍ احساس نه لري . انسان ((انتخاب)) کړای شي او له همدې ځایه مسوول دی، څه (انتخاب او) غوره کوي؟ په ډاګه ده! نو زه د انساني موجود په توګه وایم : یو خټین رسوبي عنصر چې انحطاط، ځوړتیا، پستۍ او ذلت ته څوبتیا لرم، چې له ګردو څېزونو او د طبیعت له ټولو موجوداتو پرېوتی، پست او ټیټ یم او وینو انسان دغسې دی .
نو په دغسې ذات کې څه جوهر دی ؟ نور (رڼا)، عقل، پرښته؟ نه، د خدای روح! نو ځکه په ادبي تعبیرـ نه علمي ـ دا خټین، دا بوینه رسوبي خټه، د خدای خپلوان دی! مادیون وایي: انسان اصولا په دین کې ذلیل او خوار دی؛ ځکه تل باید سجده وکړي، باید خدای ته خپل ذلت او عبودیت څرګند کړي، شخصیت نه لري، باید د خدای تقدیر او مشیت ته تسلیم وي، خپله هیڅ څیز نه دی . حال دا، هغه ښوونځي چې انسان ته په اصالت قایل دي (اومانېزم) د پخواني یونان له اومانېزمه تر سارتره، د دولسمې پېړۍ له اومانېزه د اولسمې پېړی تر اومانېزه، په یوه کې هم، انسان، په ابراهیمي ادیانو کې د انسان په عظمت نه دی : د خدای خپلوان ـ له هغه تصوره چې له خدایه یې لرو او کومه ګروهه چې د خدای پر جلال، عظمت او شتون یې لرو او پر دې عقیده چې په ذات کې مو، د خدای روح خپله خدای پو کړی دی .
ایا شونی ده دا فضیلت، په بشري ژبه کې، تر دې اوچت وویل شي؟ ایا څوک ـ مادي یا غیر مادي، خدای نمانځی یا خدای نا نمانځی ـ دغسې یوه غونډله (جمله) جوړوای شي، چې تر دې انسان ته اوچت فضیلت ورکړي؟!
اومانیستان انسان د هستی اراده، پر نړۍ برلاس او د ځان مسوول بولي؛ خو انسان د طبیعت او مادې له جنسه ګڼي. خو دین، د انسان بله نیمایي د خدای روح بولي؛ یعنې بله نیمه روښانه او اوچته نیمه یې او دا نیمه یې نه یوازې له ګرد مادي طبیعته؛ بلکې تر ګردو پرښتو اوچته ده. تر ټولو موجوداتو لوړه ده، ولې؟ ځکه د خدای پکې خپل روح دی؛ یعنې څه : تر خدای روسته، بې درنګه، انسان دی!
(( تخلقوا با خلاق الله)) دا څه هېښنده لارښوونې دي! انسان په خپل تکاملي بهیر کې د داسې ځانګړنو درلودونکی کېږي چې خدای یې لرې. ایا دا د انسان ذلت دی؟ له خدای سره ورته والی او شباهت پیدا کوي (د مشبهینو او مجسمینو پر فلسفي مانا نه)؛ یعنې د طبیعت تر ګردو موجوداتو خدای ته ورنژدې دی او تکاملي څوکي ته وررسي چې خدای تعالی مطلق څوکه ده، د انسان دی چې ځان دې څوکي ته ورنژدې کوي او نه هیڅ ماده او مانا، نه هیڅ روح او پرښته یا کوم بل څيز، هیڅ! لکه چې رحمان بابا د پیغمبر اکرم(ص) په باب وایي:
خدای یې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی نور یې کل ولاړه صفات دي په رښتیا
په دې بڼه نه انګېرېدونکی عظمت، او سړی د انسان له جلال او جبروته وحشت کوي ـ چې بشر ته په هیڅ فلسفي، مادي او اومانیستي ژبه کې راغلی نه دی ـ او بلخوا دا بله نیمه یې ذلیله، کرکجنه او بوینه ده!
نو د انسان جوړښتي فورمول دا دی : د انتخاب یو قدرت او یوه اراده چې د خټې او د خدای د روح ترمنځ ولاړه ده او باید حرکت وکړي . لار یې څه ده؟ لار یې څرګنده ده، له خټې یې پیلوي چې د خدای روح ته ورورسي . دا د ((إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ)) مانا ده . د لارې نامه څه ده؟ مذهب ـ مذهب یعنې لار. باید زما اراده ـ د مذهب له لارې ـ ځان له لجنه (خټې) وباسي او الهي څوکي ته یې ورسوي او دلته د تکاملي عظمت څوکي ته ورسي . دلته د بشري ژوند فلسفه روښانېږي . نو بشر هغه موجود دی چې په خپل تکاملي بهیر کې له بې نهایته ټیټ پړاو د بې نهایت اوچت پړاو خوا ته په تکاملي حرکت کې دی. دا له توحیدي نړۍ لیده د مسوولیت او د ژوند د فلسفې راولاړه مانا ده.
-
ټیګونه:
- توحید پر الله تعالی ګروهېدل دي چې هستي یو پنځګر سنبالوونکی او چلوونکی لري،
- خدای یې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی نور یې کل ولاړه صفات دي په رښتیا
- د «توحید» [= د الله د یووالي او وحدت] نړیوال (انعکاس) د « هستۍ وحدت او یووالی» دی،
- د شرک لړۍ ـ غیر توحید ـ ملوک الطوایفي نړۍ ده،
- دلته دم او قدم دواړه سره یو دی ځان خبر کړه له حساب او له کتابه،