بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر د القارعه سورت تفسیر بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه اَلْقارِعَهُ«1» مَا الْقارِعَهُ«2» وَ ما أَدْراکَ مَا الْقارِعَهُ«3» یَوْمَ یَکُونُ النّاسُ کَالْفَراشِ الْمَبْثُوثِ«4» وَ تَکُونُ الْجِبالُ کَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ«5» فَأَمّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوازِینُهُ«6» فَهُوَ فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ«7» وَ أَمّا […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
نور تفسیر
د القارعه سورت تفسیر
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه
اَلْقارِعَهُ«1» مَا الْقارِعَهُ«2» وَ ما أَدْراکَ مَا الْقارِعَهُ«3» یَوْمَ یَکُونُ النّاسُ کَالْفَراشِ الْمَبْثُوثِ«4» وَ تَکُونُ الْجِبالُ کَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ«5» فَأَمّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوازِینُهُ«6» فَهُوَ فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ«7» وَ أَمّا مَنْ خَفَّتْ مَوازِینُهُ«8» فَأُمُّهُ هاوِیَهٌ«9» وَ ما أَدْراکَ ما هِیَهْ«10» نارٌ حامِیَهٌ«11»= (هغه) ځپنده (پېښه)! څه ده ځپنده (پېښه)؟ او ته څه پوهېږې، چې ځپنده (پېښه) څه ده؟(ځپنده پېښه؛ هماغه د قيامت ورځ ده!) هغه ورځ چې خلك د خورو ورو پتنګانو په څېر وي. او غرونه د رنګينو وړيو غوندې ډانډس شوي وي؛ نو (پر هغه ورځ) چې د چا (د كړنو) تلې درنې شي؛ نو په ښه ژوند كې به وي. او د چا چې (د كړنو) تلې سپكې شي؛ نو هاويه [= دوزخ] يې پناهځی دى! او څه پوهېږې، “هاويه” څه ده؟! سوځند اور دى!
ټکي:
* «قارعه» له «قرع» اخستل شوې او په یوه څه د بل څیز وهلو ته وايي. د قیامت یوه نامه «قارعه» ده؛ ځکه په ځپونکې کړیکه پیلېږي او عذاب یې ځپونکی دی.
* په روایتونو کې راغلي دي: حضرت علي کرم الله وجهه او معصوم ځوځات یې په قیامت کې د انسانانو د کړنو سنجونې تله او کچه ده[1].
*داچې د «موازین» کلیمه د جمع په بڼه راغلې، شونې ده ددې لپاره وي، چې د انسانانو بېلابېلې کړنې، په بېلابېلو اوزارونو سنجول کېږي او هر کار ځان ته ځانګړې تله لري.
* «موازین» د «میزان» جمع او د سنجونې وزلې ته وايي او څرګنده ده، چې د انسان کړنې توکیز چار نه دی او وزن او کتله نه لري، چې په معمولي تلو وسنجول شي؛ بلکې هر ډول کړنه ځانګړې تله لري.
* مور ټولو اولادونو ته مأوی او پناهځی دی؛ خو هلته د ځینو انسانانو مور او پناهځی دوزخ دی.
* «هاوِیَهٌ» له «هوی» اخستل شوی او د پرېوتو او سقوط په مانا دی او دوزخ د ډله ایزې پرېوتنې او سقوط ځای دی.
* «حامِیَهٌ» له «حمی» اخستل شوی او د تودوخې شدت ته وايي.
* رنگارنگ غرونه د ټوټه ټوټه کېدو او خاورې کېدو له لامله، د وړۍ په څېر رنګارنګ شي. «کَالْعِهْنِ الْمَنْفُوشِ» «منفوش» له «نفش» اخستل شوی او د وړۍ خلاصولو او راکښلو په مانا دی، تر هغه چې اجزاوې یې وشیندل شي[2].
*سپکوالی او درونوالی مادیاتو ته ځانګړی نه دی؛ نو ځکه بې منځپانګې خبرې ته سپکه خبره وايي. شونې ده له «ثَقُلَتْ مَوازِینُهُ» او «خَفَّتْ مَوازِینُهُ» نه مراد د کړنې ارزښت او څرنګوالی وي او شونې مراد یې ترې لږوالی او ډېروالي وي.
* حضرت علي کرم الله وجهه وویل: د عمل له سپکوالي یې مراد کموالی او د کړنې له درونوالي یې مراد ډېروالی دی.«قله الحساب و کثرته[3]»
* یو کس د حضرت سلمان (رض) سپکاوی وکړ، چې ته څه او څوک یې؟ ځواب یې ورکړ: زما او ستا پیل له څاڅکي او پای مو مردار دی. دا دنیا ده؛ خو په قیامت کې، «من ثقلت موازینه فهو الکریم و من خفت موازینه فهو لئیم[4]» د چاچې تله درنه وي، درناوی یې کېږي او د چا چې سپکه وي، سپکاوی یې کېږي او پړ دی.
پېغامونه:
1- قیامت د کبرجنو او متکبرانه روحیې ځپونکی دی. «الْقارِعَهُ مَا الْقارِعَهُ»
2- قیامت د بشر تر فکر ورهاخوا دی، ان پېغمبران ترې بې له الهي خبرونې، بې خبره دي. «وَ ما أَدْراکَ مَا الْقارِعَهُ»
3- قیامت د بشر د هېښتیا، کړهاندۍ او لالهاندۍ ورځ ده. «کَالْفَراشِ الْمَبْثُوثِ»
4- جنت بیه لري او په پلمو نه دی. «مَنْ ثَقُلَتْ مَوازِینُهُ فَهُوَ فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ»
5-نږه خوشحاله ژوند، قیامت ته ځانګړی دی؛ ځکه په دنیا کې د خوندونو ترڅنګ د رنځونو، غلا، حسادت، له لاسه ورکولو او لنډمهالي اندېښنې وي.«عِیشَهٍ راضِیَهٍ»
6-له ژونده خوښمني او ښادمني د جنتي ټولنې نښه ده. «فَهُوَ فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ»
7- عذاب او ثواب د کړنو پر بنسټ ورکول کېږي، چې د عدل په تله سنجول کېږي. (ثَقُلَتْ مَوازِینُهُ … خَفَّتْ مَوازِینُهُ)
«والحمدللّه ربّ العالمین»
سرچینه : نور تفسیر
لیکوال : شیخ محسن قرآئتی
[1] – .بحارالانوار، ۷ ټ، ۲۵۲ مخ
[2] – راهنما تفسیر.
[3] – احتجاج طبرسي، اټ، ۳۶۳ مخ.له راهنما تفسیر مو راخستی دی.
[4] – نور الثقلین تفسیر.