تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نور تفسیر اللیل سورت تفسیر لیل سورت 21 آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې پر شپه پر سوګند پیل شوی دی. دا سوګند د بشري هڅو او انګېزو په توپیر پیل او د کړنو د سزا په قانون […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نور تفسیر

اللیل سورت تفسیر

لیل سورت 21 آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې، چې پر شپه پر سوګند پیل شوی دی. دا سوګند د بشري هڅو او انګېزو په توپیر پیل او د کړنو د سزا په قانون دوام مومي؛ هغه قانون چې له نورو سره احسان، د چارو د پراختیا بنسټ او کنجوسي او جیګ رېبل، د انسان د چارو د ستونزمنېدو لامل ښيي.

د سورت په دوام کې د الهي ښیون – هدایت، عام قانون ته اشاره شوې او د هغوی پایله یې دوزخ ښوولی، چې الهي خبرداریو ته پام نه کوي او د متقیانو پایله یې له دوزخه خلاصون ګڼلی دی؛ البته هغه متقیان چې زکاتیان دي او بې الهي خوښۍ بله انګېزه نه لري او الله (ج) یې هم د خوښۍ اسباب چمتو کوي.

 

 بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

وَ اللَّیْلِ إِذا یَغْشی«1» وَ النَّهارِ إِذا تَجَلّی«2» وَ ما خَلَقَ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی«3» إِنَّ سَعْیَکُمْ لَشَتّی«4»= پر شپه قسم، چې (نړۍ په خپلو تيارو کې) ونغاړي! او پر ورځ قسم، چې ښكاره شي ! د نارینه وو او ښځینه وو پر پنځګر (الله) ( یا د نر او ښځې په دا هسې پنځونې) قسم ! چې په رښتینه كې هلې ځلې دې خورې ورې [او ډول ډول] دي.

 

ټکي:

* په یوه حدیث کې راغلي: الله (ج) په خپلو مخلوقاتو کې پر څه چې وغواړي، حق لري، چې سوګند پرې یاد کړي؛ خو خلک دې یوازې پر الله قسم خوري[1].

* «شتی» د «شتیت» جمع او د متفرّق/ شیندل شوي په مانا دی. سوګند یوازې د هڅو توپیر ته نه دی؛ ځکه دا هڅې هر چا ته څرګندې دي؛ بلکې سوګند د چارو د پایلو او آثارو پر توپیر دی.

*د شپې تیاره یو ستر نعمت دی، چې پکې د تودوخې تعدیل، د جسم هوساینه، د روح ارام او نږه مناجات او عبادات کېږي.

 

 پېغامونه:

1- وخت یو سپڅلی او د قسم خوړو وړ چار دی. «وَ اللَّیْلِ إِذا یَغْشی»

2- هم دباندینیو او آفاقي نښو ته پام وکړئ،( وَ اللَّیْلِ … وَ النَّهارِ) هم دنننیو او انفسي نښو ته.«وَ ما خَلَقَ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی»

3-په انسان او څارويو کې د جوړه توب نظام، د الهي ځواک او حکمت نښه ده. «ما خَلَقَ الذَّکَرَ وَ الْأُنْثی»

4-د الله (ج) په مینه او غوسه کې توپیر حکیمانه او عادلانه دی، نه هسې په هسې؛ ځکه د انسانانو هڅې بېلابېلې دي. «إِنَّ سَعْیَکُمْ لَشَتّی»

فَأَمّا مَنْ أَعْطی وَ اتَّقی«5» وَ صَدَّقَ بِالْحُسْنی«6» فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری«7» وَ أَمّا مَنْ بَخِلَ وَ اسْتَغْنی«8» وَ کَذَّبَ بِالْحُسْنی«9» فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری«10» وَ ما یُغْنِی عَنْهُ مالُهُ إِذا تَرَدّی«11»=نو چا چې (د الله په لار کې) وركړه کوله او ځان ساتنه (او پرهېزګاري) يې وكړه،او (په قيامت کې د) نېکۍ (د بدلې ژمنه) رښتينې وبلله؛ نو ژر به اسانه (لار) ورچمتو كړو، او چاچې کنجوسي او (له خپل پالونکي) بې پروايي وكړه، او (په قيامت) کې د نېكۍ (د بدلې ژمنه) دروغ وګڼله؛ نو ژر به سخته (لار) ورچمتو كړو؛  او چې هلاك شي (؛ نو) شتمني يې [عذاب] ترې لرې كولاى نشي.

 

ټکي:

* شونې ده له تقوا سره له ورکړې مراد دا وي، چې په نږه نیت او بې منته ورکړه، هغه هم له حلال ماله، چې د الله (ج) په لار کې وي؛ نو دا ټولې چارې په تقوا کې نغښتې دي. «أَعْطی وَ اتَّقی»

*که الله (ج) ځینو ته د خیر لار پرانځي، «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری» او ځینو ته د شر لار «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری»؛ نو دا د انسان د هڅو د توپير په پار دي. «إِنَّ سَعْیَکُمْ لَشَتّی»

*د یوه شتمن سړي په کور کې یوه ونه وه، چې د ګاونډیو ماشومانو به یې هغه مېوې راټولولې او خوړلې، چې له ونې به راتویې شوې؛ خو د ونې څښتن به د ماشومانو له خولې مېوې راخستې. د ماشومانو پلار دا خبره پېغمبر اکرم (ص) ته وکړه.

آنحضرت (ص) د ونې څښتن ته ورغی، چې ونه دې په جنت کې د یوې ونې پر وړاندې راوپلوره. هغه سړي ورته وویل: نغده دنیا په نسیا آخرت نه پلورم.

پېغمبر اکرم (ص) راستون شو. یو صحابي وپوښت: که زه هغه ونه وپېرم؛ نو له ما سره هم هاغسې معامله کوئ؟ آنحضرت وویل: هو! صحابي په څوګرایه لوړه بیه ونه وپېرله او پېغمبراکرم ته یې ورکړه، آنحضرت هم هغو بېوزلیو کورنیو ته ورغی او ونه یې وروبښله. دا مهال ددې سورت دا آیتونه رانازل شول[2].))فَأَمّا مَنْ أَعْطی وَ اتَّقی وَ صَدَّقَ بِالْحُسْنی …((

*  څوک چې د سخاوت لومړی ګام د ایمان او تقوا پر بنسټ کېږدي؛ نو الله یې د کارونو لپاره وړتیا ، ظرفیت او روحي شرایط، هواروي او روح به یې له نېکچاریو سره مانوس او مینناک کړي، تجربه، تعقل او کارپوهنه به یې ډېره کړي، الهام او نوون به ورکړي، په ټولنه او ولس کې به ټولمنلی شي او د خیر چارو لپاره به یې نوې لارې په مخ کې پرانستل شي او دا ټولې د «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری» مصداقونه دي.

* لطیف ټکی خو دادی، چې قرآن وايي: هغه به خورا آسانې لارې ته چمتو کړو «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری» او و یې نه ویل: چارې به ورآسانې کړو.«سنیسر له الیسری» او توپیر دی په هغه کې چې انسان روان وي یا یې چارې روانې وي. انسان کولای شي په توکل، دعا او په الهي ناپایه ځواک پورې په نښلون، دومره تسل، ډاډ او پراخه سینه ومومي، چې هر چار په آسانۍ ومني او د هر خیر کار کول ورته اسان شي.

* په کربلا تاریخ کې راغلي: همدا چې حضرت زینب کبری د حضرت امام حسین ټوټې ټوټې بدن ولید، و یې ویل: «ربنا تقبل منا هذا القلیل» پالونکیه! دا شهید ستا د برم پر وړاندې کوشنی دی، و یې منه!

هو! ایمان او تقوا، انسان د هرې پېښې پر وړاندې خوندي کوي او چارې یې روانې او اسانوي. «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری»

* له «یسری»او«عسری» کلیمې مراد، چې په مؤنث چوکاټ کې راغلي، چارې، یا اسانې او ستونزمنې لارې دي.

د بښنې آر دی، چې مهم دی، ډول او څومره والی یې بل پړاو دی. ورکړه کله کمه وي، کله ډېره، کله له ماله وي او کله له مقام او پتمنۍ.

* د«حسنی» کلیمه یا مصدر دی؛ لکه رُجعی او یا مؤنث احسن دی.

* امام باقر (رح) د «فَأَمّا مَنْ أَعْطی وَ اتَّقی وَ صَدَّقَ بِالْحُسْنی فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری» آیت په تفسیر کې وویل:«لا یرید شیئا من الخیر الا یسره الله له» د څه خیر اراده نه کوي؛ خو دا چې الله د هغه چارې کول ورآسان کړي[3].

او د«وَ أَمّا مَنْ بَخِلَ وَ اسْتَغْنی وَ کَذَّبَ بِالْحُسْنی فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری» آیت په تفسیر کې یې وویل:«لا یرید شیئا من الشر الا یسره الله له»د هر شر د کولو هوډ چې وکړي، الله (ج) د هغه شر کار کول ورآسان کړي او ترسره یې کړي[4].

 

پېغامونه:

1- د سم تبلیغ ښه کړنلار خو داده، چې تر کلیاتو- ټولیزوالۍ روسته، بېلګې او مصداقونه وویل شي.«إِنَّ سَعْیَکُمْ لَشَتّی فَأَمّا مَنْ أَعْطی»

2-ورکړه له تقوا سره چارسازې ده. «أَعْطی وَ اتَّقی»

3- ورکړه دې بې ریا، بې منته او بې کړاوه وي.( أَعْطی وَ اتَّقی …)

4- ورکړه مهمه نه ده، مهم یې څنګه، په کومه انګېزه او کوم حالت یې ورکړه ده. «أَعْطی وَ اتَّقی»

5- تقوا د ورکړې د منل کېدو شرط دی. «أَعْطی وَ اتَّقی» ( ګنې په نانږه نیت خو د حرام مال ورکړه څه اجر نلري؛ ځکه «إِنَّما یَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِینَ(([5]

6- آخرت تر دنیا غوره دی.«الحسنی»

7- هغه خپلې ورکړې ته الهي رنګ ورکولای شي، چې پر معاد منښتی – معترف وي. «وَ صَدَّقَ بِالْحُسْنی» ( قرآن د قیامت ژمنو ته حُسنی ویلي دي.) «کُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنی(([6]

8- پر قیامت ایمان د کړنو د منل کېدو شرط دی. «وَ صَدَّقَ بِالْحُسْنی»

9-کنجوسي او پر مال پېسمني/ کبر د بې تقوایۍ نښه ده. «مَنْ بَخِلَ وَ اسْتَغْنی»

10-د انسان د چارو ستونزاواری او یا غوټه کېدل یې، د انسان د سخاوت او کنجوسۍ پایله ده.(أَعْطی … لِلْیُسْری ، بَخِلَ … لِلْعُسْری)

11-د نېکۍ پایله، نېکي او د شر پایله، شر دی.( أَعْطی وَ اتَّقی … فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری – بَخِلَ وَ اسْتَغْنی …فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری)

12- الهي سزا او ثواب د انسان د کړنو پر بنسټ دي، که د بېوزلیو له چارو غوټه پرانځئ، الله (ج) به زموږ له چارو غوټه پرانځي. «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْیُسْری» خو که بېوزلي په ستونزو کې پرېږدو، الله به هم ستونزې رامخې ته کړي. «فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری»

13- کنجوس دې خبر وي، چې شتمني ژغورونکې نه ده. «وَ ما یُغْنِی عَنْهُ مالُهُ إِذا تَرَدّی»

14- د کنجوسۍ پایله پرېوتنه/ سقوط ده. له انسانیت، کمال او د خلکو له سترګو غورځېدل، په آخرت کې دوزخ ته له ورغورځېدو او له اخروي درجو له بې برخېدو سره مل دي. «إِذا تَرَدّی»

15-کله د نننۍ کنجوسۍ لامل، د سبا له بېوزلۍ وېره ده.«بَخِلَ وَ اسْتَغْنی» (لکه څنګه چې په بقره سورت 267 او 268 آیتونو کې د انفاق تر حکم روسته وايي: دا شیطان دی، چې له راتلونکي بېوزلۍ مو ډاروي. ( أَنْفِقُوا … اَلشَّیْطانُ یَعِدُکُمُ الْفَقْرَ)

16- کله د کنجوسۍ سرچینه، پر دنیا غره کېدل او د جنتي ژمنو په تړاو د مړه خواتوب ننګېرنه ده. «بَخِلَ وَ اسْتَغْنی»

 

إِنَّ عَلَیْنا لَلْهُدی«12» وَ إِنَّ لَنا لَلْآخِرَهَ وَ الْأُولی«13» فَأَنْذَرْتُکُمْ ناراً تَلَظّی«14» لا یَصْلاها إِلاَّ الْأَشْقَی «15» اَلَّذِی کَذَّبَ وَ تَوَلّی«16» وَ سَیُجَنَّبُهَا الْأَتْقَی«17» اَلَّذِی یُؤْتِی مالَهُ یَتَزَکّی«18» وَ ما لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَهٍ تُجْزی«19» إِلاَّ ابْتِغاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلی«20» وَ لَسَوْفَ یَرْضی«21»=په يقين، [د بندګانو] لارښوونه يوازې زموږ (پر غاړه) ده،او په حقيقت كې پای (آخرت) او پیل (دنيا) هم يوازې زموږ دي. نو زه مو له غرغنډن اوره وېروم! چې بې له ډېر بدمرغه (وګړيو بل څوك) نه ورننوځي (او نه سوځي). هماغه چې (د الله آيتونه يې) دروغ وګڼل اومخ يې واړو. او ژر به ډېر ښه ځان ساتي ترې په ډډه کړای شي هماغه چې د ځان د پاکوالي لپاره (د الله په لار كې) خپله شتمني لګوي. او له هېچا سره د بدلې موندو په هوډ احسان نه كوي؛ بلكې يوازېنۍ موخه يې د ستر پالونکي خوښول دي؛ او ژر به (له) الهي (بدلې) خوشحال شي.

 

ټکي:

*د الله (ج) له لوري ښیون – هدایت یو هرومرو چار دی، «إِنَّ عَلَیْنا لَلْهُدی»؛ خو د خلکو له لوري یې منل هرومرو نه دي؛ لکه څنګه چې په یوه بل ځای کې وايي: «وَ أَمّا ثَمُودُ فَهَدَیْناهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمی عَلَی الْهُدی[7]»

* «تَلَظّی» بې لوګي اور ته وايي، چې تودوخه او سوځول یې ډېر دي.

*په دوزخ کې خلود او تلپاتېینه د بدمرغیو ځانګړنه ده. «لا یَصْلاها إِلاَّ الْأَشْقَی» په «صلی» کلیمه کې ملازمت او ملتیا نغښتې ده. شونې ده «ناراً تَلَظّی»، چې یو ډول ځانګړی اور دی، شقي وګړیو ته ځانګړی وي او نورو مجرمانو ته بل ډول اور وي.

* د «وَ لَسَوْفَ یَرْضی» آیت دوه ډوله مانا کولای شو: یو دا چې، انسان خپلو موخو ته په رسېدو، له الله (ج) راضي شي، بل دا چې الله (ج) له هغه راضي شي؛ البته په قرآن کې داوړه؛ یعنې له بنده د الله (ج) خوښي او له الله د بنده خوښي دواړه یو د بل ترڅنګ راغلي دي: «رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ[8]»، «ارْجِعِی إِلی رَبِّکِ راضِیَهً مَرْضِیَّهً[9]»

 

پېغامونه:

1-یو الهي قانون چې الله (ج) پر ځان واجب کړی، په عقل، فطرت او پېغمبرانو د انسان ښیون – هدایت دی. «إِنَّ عَلَیْنا لَلْهُدی»

2- ښیون منل مو په خپله ګټه دي، ګنې الله (ج) خو مړه خوا دی. «وَ إِنَّ لَنا لَلْآخِرَهَ وَ الْأُولی»

3- خبرداری او ګواښنه د الهي ښیون وزلې دي. «فَأَنْذَرْتُکُمْ» (الهي خبردارۍ دې جدي ونیول شي؛ ځکه د هغه چا له لوري دی، چې دنیا او آخرت یې په لاس کې دی)

4-د آخرت اور یو ناپېژاندی او ستر چار دی. «ناراً» په نکره بڼه راغلی دی.

5-بدمرغي هم د تقوا په څېر پړاوونه لري. (اَلْأَشْقَی … اَلْأَتْقَی) ( څوک چې د ښیون دومره نښې نالیدي وګڼي، خورا بدمرغه دی. «اشقی، اَلَّذِی کَذَّبَ وَ تَوَلّی»

6- تقوا چې د بېوزلیو له لاسنیوي سره مل شي؛ نو د دوزخ د اور پر وړاندې ډال شي. «سَیُجَنَّبُهَا الْأَتْقَی اَلَّذِی یُؤْتِی مالَهُ»

7-د بېوزلیو لاسنیوی د متقیانو همېشنۍ کړنلار ده. «یُؤْتِی»

8-له خپله جېبه ورکړه ارزښتمنه ده. «مالَهُ»

9-په اخلاص وټيزې مرستې، د تقوا نښه ده. «الْأَتْقَی اَلَّذِی یُؤْتِی مالَهُ»

10-د بېوزلیو لاسنیوی، د تزکیې او ځانسازۍ یوه لار ده. «یُؤْتِی مالَهُ یَتَزَکّی»

11-وټیزې – اقتصادي مرستې چې د بدل لپاره وي؛ نو د ودې نه لاملېږي. «ما لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَهٍ» ( هغه انفاق ارزښتمن دی، چې بدلې ته یې په تمه و نه وسې.)

12- متقي، یوازې د الله (ج) په رضا پسې دی. «إِلاَّ ابْتِغاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلی»

13-الله (ج) ته د قربت/نږدېوالي نیت، لازم شرط دی. «إِلاَّ ابْتِغاءَ وَجْهِ رَبِّهِ»

14- انفاق دې په هغو لارو کې وشي، چې خدای پرې خوښ وي.(یُؤْتِی مالَهُ … اِبْتِغاءَ وَجْهِ رَبِّهِ)

15- هغه اعلی پالونکی دی؛ نو یوازې د هغه د خوښۍ په لټه کې شئ، چې اعلی ثواب درولوروي. «ابْتِغاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلی»

16- مخلص انسان، د خوښۍ مقام ته رسي او تل له الله (ج) خوښ وي. «وَ لَسَوْفَ یَرْضی»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – نورالثقلین تفسیر.

[2] – نمونه تفسیر.

[3] – کافي،ج4،ص46.

[4] – کافي،ج4،ص47.

[5] – مائده،27.

[6] – .نساء،95.

[7] – .فصّلت،17.

[8] – .بیّنه،8.

[9] – فجر،28.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!