تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر مرسلات سورت تفسیر   دا سورت ۵۰ آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې ده، چې په «مرسلات» پیل شوی او مراد ترې هغه پرښتې دي، چې د الله (ج) له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

مرسلات سورت تفسیر

 

دا سورت ۵۰ آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوې ده، چې په «مرسلات» پیل شوی او مراد ترې هغه پرښتې دي، چې د الله (ج) له لوري له اسمانه، بېلابېلو چارو ته رالېږل کېږي.

مرسلات، انبیاء[1]، قمر[2]، حج[3]، و اقعه[4]، حاقه[5]، قیامت [6]، نباء[7]، تکویر[8]، انفطار[9]، انشقاق[10]، غاشیه[11]، قارعه[12] او زلزال[13] سورتونه په معاد پورې اړوند آیتونو پیل شوي دي.

لکه څنګه چې فاطر، ذاریات او نازعات سورتونه پر پرښتو په سوګند پيل شوي دي.

په دې سورت کې د «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ» آیت لس ځل راغلی؛ لکه څنګه چې په الرّحمن سورت کې د «فَبِأَیِّ آلاءِ رَبِّکُما تُکَذِّبانِ» آیت او په قمر سورت کې د «فَکَیْفَ کانَ عَذابِی وَ نُذُرِ» تکرار شوي دي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

وَ الْمُرْسَلاتِ عُرْفاً«1» فَالْعاصِفاتِ عَصْفاً«2» وَ النّاشِراتِ نَشْراً«3» فَالْفارِقاتِ فَرْقاً«4» فَالْمُلْقِیاتِ ذِکْراً«5» عُذْراً أَوْ نُذْراً«6» إِنَّما تُوعَدُونَ لَواقِعٌ«7»=قسم پر پرله پسې لېږل شويو! او پر هغو قسم، چې د توپان په څېر چلېږي،او پر هغو قسم، چې (ورېځې) خپروي! او پر هغوى قسم، چې بېلوونكي دي، او پر هغوى قسم، چې (د پېغمبرانو په زړونو كې الهي) وېښوونكي آيتونه اچوي،د عذر (لرې كولو) يا ګواښګرندۍ لپاره،بېشكه څه چې (د قيامت په باب) ژمنه درسره کېږي، هرومرو پېښېدونكی دی؛

 

ټکي:

* «عرف»کلیمه د پرله پسې په مانا ده او د آس یال ته چې پر له پسې په یوه لیکه کې پراته ویښتان لري ،‏عُرْف وايي‏.

دا کلیمه د نېک او غوره په نامه هم راغلې او د «معروف» کلیمه ترې اخستل شوې.

*هغو چارو ته چې په پینځو لومړیو آیتونو کې سوګند پرې یاد شوی؛ یعنې «الْمُرْسَلاتِ ، فَالْعاصِفاتِ ، اَلنّاشِراتِ ، فَالْفارِقاتِ و فَالْمُلْقِیاتِ» درې تفسیرونه ویل شوي دي:

الف: ځینې مفسران ګروهن دي، چې مراد ترې ډول ډول بادونه او توپانونه دي[14].

ب: ځینې مفسران ګروهن دي، چې مراد ترې ډول ډول پرښتې دي[15].

ج: ځینې مفسران ګروهن دي، چې لومړی او دویم آیت په باد او توپان پورې اړوند دي او له درېیمه تر پینځمه په پرښتو پورې اړوند دي او دا تفکیک او جلا والی د یوه ډول عطف ټکي په پار دی؛ ځکه د آیت په سر کې «واو» د بېلتون نښه او «فاء» ټکی د نښلون نښه ده.

* «العاصفات» د «عاصف» جمع او د ماتوونکي او سخت باد په مانا دی؛ لکه څنګه چې د یونس سورت په ۱۲ آیت کې لولو: «رِیحٌ عاصِفٌ» او «عصف» کلیمه د تېزباد په مانا ده؛ لکه : «کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ[16]» او «وَ الْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ[17]».

* که له «عاصفات» مراد پرښتې وګڼو؛ نو د آیت مانا داسې ده، چې پرښتې، الهي حکم په ټینګه ‏ او بیړه ترسره کوي. د هغو آیتونو په څېر چې و ايي: «یَفْعَلُونَ ما یُؤْمَرُونَ[18]» او یا «هُمْ بِأَمْرِهِ یَعْمَلُونَ[19])).

*داچې پر پرښتو او بادونو سوګند یوځای راغلی، ښایي د پرښتو او باد ترمنځ ورته والي ته وي، داسې چې دواړه لطیف او چټک دي او په پنځون او د چارو په تدبیر کې ونډه لري.

* «ملقیات» کلیمه د جمع په بڼه راغلې ده، ښایی، دې ته وي، چې کله د وحې له پرښتې؛ یعنې حضرت جبرائیل سره نورې پرښتې هم نازلېږي او ښایي دې ته وي، چې کله پرښته او کله وګړي او نورې چارې، انسان ته د تذکر وزله شي او یو لړ چارې انسان ته ورالقا کوي.

*الله (ج) باید پر خلکو غاړه خلاصه کړي او د پلمو مخه یې ونیسي.

د «عُذْراً» کلیمه د طه سورت په 134 آیت کې هم راغلې: که د انبیاوو تر راتګ مخکې خلک هلاک  کړو؛ نو پلمه به کوي او وايي: ولې یې تردې مخکې کوم پېغمبر را و نه لېږه، چې لاروي ترې وکړو او پر  عذابت اخته نشو.

* د ناشرات، فارقات و ملقیات په درې ګونو ځانګړنو کې یو طبیعي بهیر شته؛ یعنې په پیل کې دې ځینې پرښتې ښوونې خپرې کړي: «النّاشِراتِ»، بیا یې تر سیوري لاندې حق و باطل او حلال و حرام یو له بله جلا شي:«الفارقات» او ورپسې ذکر القا شي. «فَالْمُلْقِیاتِ ذِکْراً[20]»

پېغامونه:

1-څه چې د الله (ج) له لوري راولېږل شي، سپېڅلي او د سوګند خوړو وړ دي. «وَ الْمُرْسَلاتِ»

2-الهي پېرزوینې دایمي او همېشنۍ دي[21]. «وَ الْمُرْسَلاتِ عُرْفاً»

3- څه چې د الله(ج) له لوري نازلېږي، خیر دی[22]. «وَ الْمُرْسَلاتِ عُرْفاً»

4-په پنځون غونډال کې، ان باد لګېدل هم تصادفي نه؛ بلکې د نړۍ پنځګر یې رالېږي. «الْمُرْسَلاتِ»

5- مهمې دندې دې، په بیړه وشي. «عَصْفاً»

6-په الهي نړۍ لید کې، نرمي او سختي هر یو یې په خپل ځای کې ارزښتمن دي.((عُرْفاً … عَصْفاً))

7-پراختیا د آرونو او چوکاټ د نالیدي ګڼلو په مانا نه ده. «وَ النّاشِراتِ نَشْراً فَالْفارِقاتِ فَرْقاً»

8-په پنځون غونډال کې چارې ویشل شوي او هر کار یو وګړي یا ډلې ته سپارل شوی او دا د بریالي مدیریت خواله ده. «الْمُرْسَلاتِ ، اَلنّاشِراتِ ،الفارقات»

9- په الهي نظام کې، تکوین او تشریع یو د بل ترڅنګ دي.(( وَ الْمُرْسَلاتِ … فَالْمُلْقِیاتِ ذِکْراً))

10-په ارشادي دندو کې، دې مخاطبان پر مطالبو پوه شي. «فَالْمُلْقِیاتِ ذِکْراً»

11- هر ډول ذکر، الهام، علم او د حق خطور او یادول د الله(ج) له لوري دی. «فَالْمُلْقِیاتِ ذِکْراً»

12-الله (ج) د حق او باطل ترمنځ په توپیر ايښوولو سره، هم پر خلکو غاړه خلاصه کړې«عُذْراً» او هم ګواښګرندي کوي. «نُذْراً»

13- په ارشادي دندو کې دې، د پلمو لارې بندې شي. «عُذْراً أَوْ نُذْراً»

14-د قیامت په څېر مهمو چارو ته، ډېر قسمونه ګټور دي. «وَ الْمُرْسَلاتِ ، فَالْعاصِفاتِ ، وَ النّاشِراتِ ، فَالْفارِقاتِ ، فَالْمُلْقِیاتِ ، إِنَّما تُوعَدُونَ لَواقِعٌ»

15- انسان تل د قیامت په باب تذکر او یادونې ته اړتیا لري.(( فَالْمُلْقِیاتِ ذِکْراً … إِنَّما تُوعَدُونَ لَواقِعٌ))

 

فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ«8» وَ إِذَا السَّماءُ فُرِجَتْ«9» وَ إِذَا الْجِبالُ نُسِفَتْ«10» وَ إِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ«11» لِأَیِّ یَوْمٍ أُجِّلَتْ«12» لِیَوْمِ الْفَصْلِ«13» وَ ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الْفَصْلِ«14»=نو چې ستوري تپ تیاره شي،او چې اسمان وچوي او دړې وړې شي، او چې غرونه له خپل ځايه راونړېږي او خپاره واره شي، او چې استازيو ته (د شهادت وركولو لپاره) وخت وټاكل شي. (دا كار) كومې ورځې ته ځنډول شوى دى؟! (له حقه د باطل) د بېلتون ورځې ته. او ته څه پوهېږې،چې د بېلتون ورځ څه ده؟!

 

ټکي:

* «طمس» د له منځه تلو او محو کېدو په مانا دی او ښایي ، مراد یې د رڼا له منځه تګ په مانا وي.

 * «فرج» درز ته وايي او «وَ إِذَا السَّماءُ فُرِجَتْ» په آسمان کې درز پیدا کېدو او څېرې کېدو ته یې وايي.

* «أُقِّتَتْ» له «وقت» اخستل شوی او د قیامت پر ورځ د انبیاوو ګواهي ورکولو ته د وخت ټاکنې په مانا دی، چې په قرآن کې ورته څو څو ځل اشاره شوې ده؛ لکه څنګه چې په مایده سورت کې لولو: «یَوْمَ یَجْمَعُ اللّهُ الرُّسُلَ فَیَقُولُ ما ذا أُجِبْتُمْ[23]» هغه ورځ چې الله ټول انبیاء راټول کړي، بیا ووايي: څنګه امت مو ستاسې بلنه ومنله.

* د قیامت یوه نامه «یوم الفصل» ده؛ یعنې د بېلتون ورځ. په قرآن کې لولو: «إِنَّ اللّهَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیامَهِ[24])) الله یې ترمنځ د قیامت پر ورځ بېلتون راوړي.

* په دې آیتونو کې د قیامت عظمت په درېیو تعابیرو ویل شوی دی: «لِأَیِّ یَوْمٍ أُجِّلَتْ لِیَوْمِ الْفَصْلِ وَ ما ادراک یوم الفصل» او د «یوم» کلیمې تکرار، د هغې ورځې د عظمت په مانا ده.

* دې آیت ته ورته، د قرآن په نورو سورتونو کې هم آیتونه لیدل کېږي:

 «فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ» په بل ځای کې وايي: «وَ إِذَا النُّجُومُ انْکَدَرَتْ[25]»

«وَ إِذَا السَّماءُ فُرِجَتْ» په بل ځای کې وايي: «إِذَا السَّماءُ انْشَقَّتْ[26]))

«وَ إِذَا الْجِبالُ نُسِفَتْ» په بل ځای کې وايي: «وَ یَسْئَلُونَکَ عَنِ الْجِبالِ فَقُلْ یَنْسِفُها رَبِّی نَسْفاً[27]))

«وَ إِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ» په بل ځای کې وايي: «یَوْمَ یَجْمَعُ اللّهُ الرُّسُلَ[28]»

 

پېغامونه:

1- د پنځون شته نظام په قیامت کې ړنګېږي، ستوري له منځه ځي او آسمان څېرې کېږي او دا ړنګېدل څو څو ځل په قرآن کې راغلي دي: «فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ وَ إِذَا السَّماءُ فُرِجَتْ»

2-د قیامت پر حقیقت یوازې په وحې پوهېدای شو. «وَ ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الْفَصْلِ»

3- دا چې پېغمبر اکرم(ص) له هاغومره پوهې سره سره د قیامت له خوالو خبر نه دی؛ نو د نورو بېوسي خو څرګنده ده «وَ ما أَدْراکَ ما یَوْمُ الْفَصْلِ»

4- په قیامت کې پر خپلو امتونو ګواهۍ ورکولو ته پېغمبرانو ته ځانګړی وخت ټاکل شوی دی. «وَ إِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ ، لِأَیِّ یَوْمٍ أُجِّلَتْ»

 

وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«15» أَ لَمْ نُهْلِکِ الْأَوَّلِینَ«16» ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِینَ«17» کَذلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ«18» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«19»=پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونکیو افسوس وي! ايا پخواني (مجرم) قومونه مو هلاك کړي نه دي؟!  بيا به روستني (مجرمان هم) ورپسې کړو. (هو!) له مجرمانو سره دغسې چلن كوو. پرهغه ورځ دې پر دروغ ګڼونکیو افسوس وي!

 

ټکي:

* په دې سورت کې د «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ» آیت څو ځل راغلی او په هر څو آیتونو پسې دا ګواښنه ترسترګو کېږي.

* «وَیْلٌ» کلیمه، په عذاب ګواښنې او ورکاوي ته کارېږي او د روایتونو له مخې، په دوزخ کې د یوه ځانګړي ځای نامه او یا د دزوخ د یوې تمبې نامه ده.

 

پېغامونه:

1-د دین دروغجنوونکي د ورکاوي پر پاڼ ولاړ دي او الهي عذاب ‏ورته یو الهي قانون ‏دی. «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ أَ لَمْ نُهْلِکِ الْأَوَّلِینَ»

2-د تېرو تاریخ په اوڅارولو، ویده وجدانونه راویښ کړئ. «أَ لَمْ نُهْلِکِ الْأَوَّلِینَ»

3-دین دروغجنول، اوږده مخینه لري.( لِلْمُکَذِّبِینَ … اَلْأَوَّلِینَ.)

4- بشري تمدنونه، که د دین له پولې ‏واړوي؛ نو راپرځېږي او خپل ځای نورو تمدنونو ته ‏ پرېږدي.((نُهْلِکِ الْأَوَّلِینَ … نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِینَ))

5-په ټولنه کې د جرم او فساد جرړه، د دین او دیني ارزښتونو دروغجنول دي. ((…

المجرمین))

6-الهي عذاب، قانونمند دی او یوازې ګناهګاران او مجرمان رانغاړي.((«کَذلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ»

7- الهي عذابونه د غچ له مخې نه؛ بلکې د انسانانو د استحقاق له مخې دي.«کَذلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ»

 

أَلَمْ نَخْلُقْکُمْ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ«20» فَجَعَلْناهُ فِی قَرارٍ مَکِینٍ«21» إِلی قَدَرٍ مَعْلُومٍ«22» فَقَدَرْنا فَنِعْمَ الْقادِرُونَ«23» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«24»= ايا تاسې مو له سپكو او ناڅيزه اوبو پيدا كړي نه ياست؟ نو موږ دا په یوه خوندي ځاى [زيلانځ] كې تم كړې، (چې) تر یوې ټاكلې مودې (پكې وې)؟! نو موږ پر دې كار لاسبر وو؛ نو موږ څه ښه وسمن يو (او د معاد كار راته اسانه دى). پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي!

 

ټکي:

* «مَهِینٍ» د سپک، کمزوري او لږ په مانا او «مَکِینٍ» د ټینګ‏ او کوټلي په مانا دی.

* د یوې یېبرې-محصول تولید ته یو لړ لوازمو او شرایطو ته اړتیا ده؛ لکه: د موخې ټاکنه، د توکیو چمتو کول، کړلار جوړول، د پلي کولو پړاوونو ته وخت ټاکنه، تر تولید روسته ملاتړیزې چوپړتیاوې، رغونه او سمونه.

د انسان په پنځون کې ددې ټولو پړاوونو وړاندوینه شوې او پلي شوي دي:

موخه:د انسان اختیاري او مانیز تکامل. «وَ ما خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْإِنْسَ إِلاّ لِیَعْبُدُونِ[29]»

لومړني توکي:خاوره او څاڅکی. «مِنْ ماءٍ مَهِینٍ»،

د تولید ځای : «فِی قَرارٍ مَکِینٍ» ،

د تولید کړلار: نُطْفَهٍ ، عَلَقَهٍ ، مُضْغَهٍ ،

وخت ټاکنه : «إِلی قَدَرٍ مَعْلُومٍ»،

دنننۍ کړلار ټاکنه : «فَأَلْهَمَها فُجُورَها وَ تَقْواها[30]»، له بهرنۍ څارنې سره: «إِنّا هَدَیْناهُ السَّبِیلَ[31]» او «إِنَّ عَلَیْنا لَلْهُدی[32]))

تر تولید روسته چوپړتیاوې: «نَحْنُ قَسَمْنا بَیْنَهُمْ مَعِیشَتَهُمْ[33]» 

رغونه او سمونه: «یَقْبَلُ التَّوْبَهَ[34]»، «فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَحِیمٌ[35]» 

*د پنځون شاهکار خو دادی، چې الله (ج) د انسان په څېر دومره پېچلی پنځون پر یو څاڅکي اوبو انځور کړی، چې یو هنرمند هم داسې نشي کولای. «نَخْلُقْکُمْ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ»

الله (ج) د انسان په پنځون کې یو ځل ځان ته د ښکلا مډال ورکړی «أَحْسَنُ الْخالِقِینَ[36]» او دلته یې د «فَنِعْمَ الْقادِرُونَ» عنوان اوڅار کړی دی. هو! غوره پنځګر او غوره وسمن دی.

* د «فَنِعْمَ الْقادِرُونَ» عبارت دوه ډوله مانا کولای شو:

الف. د «إِلی قَدَرٍ» او «فَقَدَرْنا» عبارتونو په پامنیوي، چې مخکې راغلي، له «قادرون» مراد اندازه کول او مېچ کول دي، چې د انسان په اړه یې غوره مېچ نیونه کړې ده.

ب.داچې د پنځون او پړاوونو خبره یې ده، چې ځواک ته اړتیا لري، له «قادرون» مراد ځواک او وس دی، الله (ج) په انسان پنځون کې خورا ځواک کارولی دی.

* الله(ج) په هر څه کې غوره دی:

غوره ملاتړ او غوره پالندوی: «نِعْمَ الْمَوْلی وَ نِعْمَ النَّصِیرُ[37]» 

غوره ملاتړ : «نِعْمَ الْوَکِیلُ[38]» 

غوره پراخوونکی : «فَنِعْمَ الْماهِدُونَ[39]»

غوره منونکی: «فَلَنِعْمَ الْمُجِیبُون [40] ((

غوره ثواب ورکوونکی: «نِعْمَ أَجْرُ الْعامِلِینَ[41]»

غوره وسمن او تقدیروونکی: «فَنِعْمَ الْقادِرُونَ»

 

پېغامونه:

1-له ناڅیزه اوبو د انسان پنځون، هم د الهي ځواک او عظمت نښه او هم پر معاد او د انسان پر بیا راژوندي کېدو یو دلیل دی. «أَ لَمْ نَخْلُقْکُمْ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ»

2-د کمزوریو او د تېرو د ناڅيزوالی رایادونه، د انسان ښاسمني ‏ او پېسمني- غرور او تکبر له منځه وړي. «أَ لَمْ نَخْلُقْکُمْ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ»

3-په بلنه او تبلیغ کې محسوس چارې بیانوئ. «أَ لَمْ نَخْلُقْکُمْ مِنْ ماءٍ مَهِینٍ»

4-له الله (ج) یې زده کړئ او په کار او تولید کې په مضبوطوالي پسې وسئ. «فِی قَرارٍ مَکِینٍ»

5-تقدیر او وخت ټاکنه، د الهي پنځون یو آر دی. «إِلی قَدَرٍ مَعْلُومٍ فَقَدَرْنا»

6- د جنین وده د الهي دقیق مېچ له مخې ده. «فَقَدَرْنا فَنِعْمَ الْقادِرُونَ»

 

 

 

 

 

 

 

 

أَ لَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ کِفاتاً«25» أَحْیاءً وَ أَمْواتاً«26» وَ جَعَلْنا فِیها رَواسِیَ شامِخاتٍ وَ أَسْقَیْناکُمْ ماءً فُراتاً«27» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«28» اِنْطَلِقُوا إِلی ما کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ«29» اِنْطَلِقُوا إِلی ظِلٍّ ذِی ثَلاثِ شُعَبٍ«30» لا ظَلِیلٍ وَ لا یُغْنِی مِنَ اللَّهَبِ«31» إِنَّها تَرْمِی بِشَرَرٍ کَالْقَصْرِ«32» کَأَنَّهُ جِمالَتٌ صُفْرٌ«33» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«34»=ايا ځمكه مو د انسانانو د اوسېدانې او ټولنيز ژوند مرکز کړى نه دى؟ هم يې په ژوند کې او هم يې په مرګ کې (په ژوند کې کور او په مرګ کې ګور دی) او موږ پكې دنګ دنګ ټینګ غرونه ايښي او خوږې اوبه مو دروڅښلې. پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (ورته ويل كېږي 🙂 د هماغه څيز خوا ته ورشئ،چې تل مو دروغ ګاڼه .[د هغه] درې خولي لوګي خوا ته ورشئ! [چې] نه سيورى لري او نه د اور د لمبو مخه نيسي! چې دا (اور) د ماڼیو په څېر سپرغۍ بادوي! لکه ژېړ رنگي اوښان . پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي!

 

ټکي:

* «کفات» هغه ځای ته ویل کېږي، چې یو څیز پکې ایښوول او راټولول کېږي. په روایتونو کې لولو، چې امام صادق (رح) مخ په مړیستون-هدیرې وویل: دا د مړیو کفات دی او کورونو ته یې مخه کړه او و یې ویل: دا د ژوندیو کفات دی[42].

* له «ظِلٍّ ذِی ثَلاثِ شُعَبٍ» غونډلې- جملې مراد هغه سیوری دی، چې د دوزخ د اور له ستر لوګي جوړېږي؛ نو څرګنده ده، چې دا سیوری نه یوازې اراموونکی نه؛ بلکې سووځونکی او کړوونکی دی.

دا لوګی دومره پنډ او ستر دی، چې څانګې څانګې شي، یو څانګه یې د دوزخي د سر له پاسه، بله څانګه یې له ښي لوري او بله څانګه یې له کیڼ لوري رانغاړي.

*د دوزخ له اوره چې کومې لمبې راپورته کېږي، د دنیوي سترو ماڼيو په څېر او د ژېړرنګو اوښانو په څېر دي. ته وا قرآن، زر زېرموونکي او ماڼۍ مېشتي ګواښلي، چې پام مو وي، د دوزخ د د دنګو ماڼيو په څېر اورونه مو را و نه نغاړي.

* شامِخاتٍ» دنګو غرونو او «فرات» رڼو او یخو اوبو ته وايي.

* «ظل ظلیل» همېشنی سیوری او «ظل لا ظلیل»؛یعنې بې ګټې او بې سړښته سیوری.

* جِمالَتٌ» د «جمل» جمع د ا وښ په مانا او «صُفْرٌ» د «اصفر» جمع او د ژېړ په مانا دی.

* الله (ج) ‏ځمکه د پراخوالي، حرکت، په غرونو د امنیت، د انسانانو د اړتیا، اوبو، بوټیو او څارویو له پلوه په خورا مناسبه بڼه پنځولې او خاوره یې د چټلیو، ناپاکیو، چټلیو اوبو او مړیو ښخولو ته غوره وزله او پکې یو ډول غوره فلټر ایښی، چې د میکروب وژنې ځانګړنه لري او رڼې اوبه راکوي. دا فلټر او چاڼوونکی طبیعي، وړیا، همېشنۍ، عمومي او بې له تخنیکي خرابېدو دی. رښتیا! که خاروه نه وه؛ نو ناوړه او روست بوی به ټول کړول.

*الهي قهر له هر لوري مجرمان رانغاړي؛ داسې چې د تېښتې لار ترې نه وي او یوازې د دوزخ پر لوري یې لار پرانستې وي[43]. «انْطَلِقُوا إِلی ما کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ»؛ لکه څنګه چې په نورو آیتونو کې وايي:«کُلَّما أَرادُوا أَنْ یَخْرُجُوا مِنْها مِنْ غَمٍّ أُعِیدُوا فِیها وَ ذُوقُوا عَذابَ الْحَرِیقِ[44]»، «أَحاطَ بِهِمْ سُرادِقُها[45]»

 

پېغامونه:

1-د ځمکې مخ ژوندیو ته غوره ځای او دننه یې مړیو ته غوره ځای دی. «أَ لَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ کِفاتاً أَحْیاءً وَ أَمْواتاً»

2-غرونه د اړتیا اوبه تامینوي. «رَواسِیَ شامِخاتٍ وَ أَسْقَیْناکُمْ ماءً»

3-د قیامت ننداره دومره سخته او ځپونکې ده، چې دوزخ ته تګ، مجرمانو ته یو ډول خلاصون دی.(( اِنْطَلِقُوا إِلی …))

4- دوزخ ټینګ لوګي رانغاړلی دی، چې سیوری ترې جوړ وي؛ خو کړوونکی سیوری.(( ظِلٍّ … لا ظَلِیلٍ))

5-هغه ماڼۍ او شتمنۍ په قیامت کې د اور لمبې دي، چې په ناحقه لاس ته راوړل شوې وي. «کَالْقَصْرِ کَأَنَّهُ جِمالَتٌ صُفْرٌ»

6-د دوزخ لمبې، چې د دنګو ماڼيو او اوښانو په څېر وي؛ نو خپله اور به یې څومره وي! «بِشَرَرٍ کَالْقَصْرِ کَأَنَّهُ جِمالَتٌ صُفْرٌ»

7-د ټولو جرمونو جرړه، ورستې او فاسدې ګروهې دي؛ ځکه هغه چې ګروهن نه وي او حق دروغجنوي، هره ناوړچاري کوي. «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ»

 

هذا یَوْمُ لا یَنْطِقُونَ«35» وَ لا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُونَ«36» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ «37» هذا یَوْمُ الْفَصْلِ جَمَعْناکُمْ وَ الْأَوَّلِینَ«38» فَإِنْ کانَ لَکُمْ کَیْدٌ فَکِیدُونِ«39» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«40»=دا هسې ورځ ده،چې [كافران] خبرې نه كوي (او د خپلې دفاع وس نه لري)، او د عذر غوښتو اجازه نه وركول كېږي پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (او ورته ويل كېږي:) همدا (له حقه د باطل) د بېلتون ورځ ده،چې تاسې او مخكېني مو (ګرد) راټول كړي ياست. نو كه [زما د مجازاتو له منګولو د تېښتې] څه چل او چاره درسره وي؛نو زما پر وړاندې یې وکاروئ. پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي!

 

ټکي:

* قیامت بېلابېل تمځایونه لري. په یوه تمځي کې پر شونډو ټاپه لګول کېږي او څوک پکې خبرې نشي کولای: «هذا یَوْمُ لا یَنْطِقُونَ» او «الْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلی أَفْواهِهِمْ[46]»او په نورو تمځایونو کې خبرې کولای شي. په ډېری آیتونو کې، په قیامت کې د مجرمانو خبرې اترې او زارۍ اوڅار شوي دي.

* امام صادق (رح) وویل: خدای تر هغه عادل دی، چې بنده یې کوم عذر ولري او اجازه ورنکړي، چې و یې وايي؛ خو داچې ګناهګار بنده یې کوم عذر نه لري؛ نو اجازه نه ورکول کېږي، چې په الهي نیاوتون- محکمه کې وګړېږي[47].

* انسان په دنیا کې کولای شي ځان او نور تېرباسي او په زر، زور، تزویر، ژمنه،ګواښنه، بډو، په نسبي یا سببي وسیلو د ځان یوه چاره وکړي؛ خو په قیامت کې یې دا یو هم په کار نه راځي. «فَإِنْ کانَ لَکُمْ کَیْدٌ فَکِیدُونِ»

 

پېغامونه:

1-مجرمان په قیامت کې یا د وېرې، یا د بې ګټې توب، یا پر خولو د ټاپې یا د هر څه څرګندېدو او سپینېدو له مخې، خبرې نه کوي.«هذا یَوْمُ لا یَنْطِقُونَ»

2- مبلغ او روزونکی دې په ګواښګرندۍ نه ستړی کېږي. په دې سورت کې د «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ» آیت لس ځل راغلی دی.

3- قیامت هم د نښلون او هم د بېلتون ورځ ده. «هذا یَوْمُ الْفَصْلِ جَمَعْناکُمْ» (له یوه لوري ټول راغونډېږي او هېڅوک هم نه پاتېږي: «وَ حَشَرْناهُمْ فَلَمْ نُغادِرْ مِنْهُمْ أَحَداً[48]»او بلخوا د بدانو او نېکانو ترمنځ پرېکړه کېږي او بېلتون راځي، ان په جنت کې جنتیان هم درجې لري.)

4- قیامت د حساب و کتاب او ورمندون-قضاوت ورځ ده، نه د بښنې غوښتو. «لا یُؤْذَنُ لَهُمْ فَیَعْتَذِرُونَ … هذا یَوْمُ الْفَصْلِ»

5-په قیامت کې نه تېښته شته، نه تېرایستل او نه فدیه منل کېږي او د ژغورنې لار پکې نشته. «فَإِنْ کانَ لَکُمْ کَیْدٌ فَکِیدُونِ»

6-په قیامت کې، مجرمان ځان ته په چاره جوړولو کې پاتې راځي. «فَإِنْ کانَ لَکُمْ کَیْدٌ فَکِیدُونِ»

 

إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی ظِلالٍ وَ عُیُونٍ«41» وَ فَواکِهَ مِمّا یَشْتَهُونَ«42» کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ«43» إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ«44» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«45»=په حقيقت كې (پر هغه ورځ) متقیان (د جنتي ونو) تر سيورو لاندې او د چينو (پر غاړه) دي،او هر ډول مېوې يې چې خوښېږي (په مخكې يې وي). د هغو كړنو له لامله يې په خوند خورئ څښئ، چې تل مو كول. په رښتینه كې موږ نېكانو ته دغسې بدله وركوو. پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي!

 

ټکي:

*الله (ج) په تېرو آیتونو کې د دوزخ، لوګي او درې څانګیز اور ځانګړنې وویلې او پر وړاندې یې په دې آیتونو کې، د متقیانو درې نعمتونه ویلي دي: «ظِلالٍ وَ عُیُونٍ وَ فَواکِهَ»

* «هَنِیئاً» کلیمه هغه مهال کارېږي، چې هېڅ ډول ستونزې او کړاو ورپسې نه وي او بشپړه خوندوره او هوساینه وي.

*د قرآن یوه روزنیزه کړلار یې پرتلنه ده:

د متقینو ثواب:د مجرمینو سزا: «فِی ظِلالٍ وَ عُیُونٍ» «ظِلٍّ ذِی ثَلاثِ شُعَبٍ لا ظَلِیلٍ» «کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً» «کُلُوا وَ تَمَتَّعُوا قَلِیلاً إِنَّکُمْ مُجْرِمُونَ» «إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ» «کَذلِکَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِینَ»«هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»«انْطَلِقُوا إِلی ما کُنْتُمْ بِهِ تُکَذِّبُونَ»

* پوښتنه : ولې د جنت تر آیتونو روسته هم د «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ» آیت راغلی دی ؟

ځواب: ښايي په دې پار وي، چې له جنتي نعمتونو د بې برختېتوب حسرت هم پخپله یو ستر عذاب دی.

 

پېغامونه:

1-د جنت او دوزخ سیوري سره توپیر لري.((ظِلٍّ ذِی ثَلاثِ شُعَبٍ … فِی ظِلالٍ وَ عُیُونٍ))

2- انسان، تنوع طلب دی (رنګارنګي غواړي) او په جنت کې ګرد بڼونه، چینې، مېوې، خوراکونه او ویالې ډولاډلي دي. «فِی ظِلالٍ وَ عُیُونٍ وَ فَواکِهَ مِمّا یَشْتَهُونَ»

3- د اوبو ترڅنګ د ونو شتون خوند کوي. «فِی ظِلالٍ وَ عُیُونٍ»

4-په دنیا کې د مؤمنانو بې برخېتوب، د قیامت په خوندونو او بریاوو جبرانېږي. «إِنَّ الْمُتَّقِینَ فِی ظِلالٍ وَ عُیُونٍ»

5-معاد جسماني دی او نعمتونه یې د انسان د بشري جسم د غوښتنو له مخې دي. «وَ فَواکِهَ مِمّا یَشْتَهُونَ کُلُوا وَ اشْرَبُوا»

6- میوه اوچت خوراک دی. په قرآن کې میوې ته ډېره اشاره شوې چې جنتیان لاسرسی ورته لري « وَ فَواکِهَ مِمّا یَشْتَهُونَ»

7-د نعمت لاس ته راوړنه، د انسان په کړنو پورې تړلی چار دی. «هَنِیئاً بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

8- جنتي خوراکونه، عارضه او کړاو نه لري. «کُلُوا وَ اشْرَبُوا هَنِیئاً»

9-جنت په بیه (عمل) دی؛ نه په پلمو. «بِما کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

10- دایمي او پایښتې کړنه ارزښتمه ده، نه موسمي او لنډمهاله. «کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»

11-هڅه او احسان، تقوا ته پکار دي.((اَلْمُتَّقِینَ … کُنْتُمْ تَعْمَلُونَ … اَلْمُحْسِنِینَ))

12-انسانانو ته په سزا او ثواب ورکولو کې الهي قانون یو شان دی. «إِنّا کَذلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»

13-ګواښګرندي تکرارول، د الله (ج) د پېرزو نښه ده، ښايي د کبرجنو سر ته عقل راشي او د دین د حقایقو له دروغجنولو لاس پر شي. «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ»

 

کُلُوا وَ تَمَتَّعُوا قَلِیلاً إِنَّکُمْ مُجْرِمُونَ«46» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«47» وَ إِذا قِیلَ لَهُمُ ارْکَعُوا لا یَرْکَعُونَ«48» وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ«49» فَبِأَیِّ حَدِیثٍ بَعْدَهُ یُؤْمِنُونَ«50»= (او مجرمانو ته ووايه 🙂 وخورئ او په دې لږه موده كې (له دنيوي ژونده) ګټه واخلئ (؛خو پوه شئ،چې الهي عذاب درته څارو دى)؛ځكه مجرمان ياست . پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! او چې ورته وويل شي: ((ركوع وكړئ)) ركوع نه كوي. پر هغه ورځ دې پر دروغ ګڼونكيو افسوس وي! (او كه پردې قرآن ايمان نه راوړي)؛ نو تر دې (قرآن) روسته به پر كومې خبرې ايمان راوړي؟!

 

ټکي:

* طبیب په دوو حالتونو کې رنځور ته اجازه ورکوي، چې هر څه وخوري: یو هغه مهال چې رنځور روغ شوی وي او بل هغه مهال چې د رنځور رنځ بې درمله او نه رغېدونی وي او طبیب یې له رغېدو نهیلی شوی وي. په قرآن کې د «کُلُوا» حکم کله د هیلې او روغتیا نښه ده او کله د الهي عذاب نښه ده؛ لکه څنګه چې الله (ج) مجرمانو ته په خطاب کې وايي: «کُلُوا وَ تَمَتَّعُوا قَلِیلاً إِنَّکُمْ مُجْرِمُونَ» او کله «اعْمَلُوا ما شِئْتُمْ[49]» په څېر آیت، څه مو چې خوښه وي، و یې کړئ!

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، ثقیف ټبر ته د لمانځه حکم وکړ، هغوی وویل: موږ د چا پر وړاندې ښکته پورته کېدای نشو. آنحضرت (ص) وویل: په هغه دین کې خیر نشته، چې رکوع او سجده پکې نه وي.«لا خیر فی دین لیس فیه رکوع و لا سجود[50]»

* د مکې تر سوبې روسته، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د ابوسفیان مېرمن وپوښتله: اسلام دې څنګه وموند؟ و یې ویل: اسلام ښه دی؛ خو بې له درېیو چارو یې: حجاب، د بلال اذان، رکوع او سجده.

پېغمبر اکرم په ځواب کې وویل: حجاب غوره پوښښ دی او لمونځ بې رکوع او سجدې لمونځ نه دی او بلال هم غوره بنده دی[51].

* «حَدِیثٍ» نوې او تازه خبرې ته وايي، چې مخکې چا نه وي کړې.

 * حضرت ابراهیم(ع) د کعبې خونې تر بیا ودانولو روسته، له الله (ج) وغوښتل، چې ایمانوالو ته روزي ورکړي. «وَ ارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَراتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ»؛ خو الله (ج) یې په ځواب کې وویل: زه په دنیا کې کفارو ته هم روزي ورکوم؛ خو د قیامت خبره له دنیا بېله ده.(( وَ مَنْ کَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ .[52]))

* رکوع د لمانځه یو رکن او د لمانځه ځانګړې ځانګړنه او نښه ده؛ ځکه سجده، بې لمانځه هم کېږي؛ لکه د شکر سجده؛ خو رکوع یوازې په لمانځه کې کېږي؛ نو ځکه لمانځه ته د رکعت کلیمه کارېږي. «إِذا قِیلَ لَهُمُ ارْکَعُوا لا یَرْکَعُونَ»

 

پېغامونه:

1-د دنیا  بریاوې ‏د آخرت په پرتله هېڅ ناڅیزه ‏دي. «کُلُوا وَ تَمَتَّعُوا قَلِیلاً»

2-له دنیوي نعمتونو خوند اخستل، الله تعالی ته‏ د محبوبیت نښه نه ده.( مجرمان هم برخمنېږي.) «کُلُوا وَ تَمَتَّعُوا قَلِیلاً إِنَّکُمْ مُجْرِمُونَ»

3-له الهي نعمتونو د مجرمانو ګټنه یوازې توکیزه ګټه ده.(( کُلُوا وَ تَمَتَّعُوا … إِنَّکُمْ مُجْرِمُونَ))

4-دنیوي ژوند چې څومره هم اوږد وي، د آخرت په پرتله ناڅيزه دی. «تَمَتَّعُوا قَلِیلاً»

5-د دین د عملي دروغجنولو یوه بېلګه، لمونځ نه کول دي. (لمونځ نه کول د «مکذبین» د دوو کلیمو ترمنځ راغلی دی.) «وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ وَ إِذا قِیلَ لَهُمُ ارْکَعُوا لا یَرْکَعُونَ وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ»

6-د دین نټه، ګناه او جرم کول یو بل ته لازم چارې دي. «إِنَّکُمْ مُجْرِمُونَ وَیْلٌ یَوْمَئِذٍ لِلْمُکَذِّبِینَ»

7- قرآن خلکو ته روڼ، نوی او غوره پیغام لري. «فَبِأَیِّ حَدِیثٍ»

8-د قرآن مطالب نه زړېږي او په هر ځای او وخت کې نوي او تازه دي. «فَبِأَیِّ حَدِیثٍ بَعْدَهُ»

9- چې څوک پر قرآن ایمان را نه وړي؛ نو پر کومه خبره به یې راوړي! «فَبِأَیِّ حَدِیثٍ بَعْدَهُ یُؤْمِنُونَ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – « اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ ».

[2] – .« اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ ».

[3] – .«  إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ ».

[4] – .« إِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ».

[5] -.« الْحَاقَّةُ مَا الْحَاقَّةُ ».

[6] – «لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ»

[7] – .« عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ ».

[8] – .« إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ

».

[9] – .« إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ ».

[10] – .« إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ ».

[11] – .« هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ».

[12] – .« لْقَارِعَةُ مَا الْقَارِعَةُ ».

[13] – .« إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ».

[14] – د فخر رازي کبیر تفسیر.

[15] – المیزان تفسیر.

[16] – فیل،5.

[17] – .الرّحمن،12.

[18] – .نحل،50.

[19] – .انبیاء،27.

[20] – المیزان تفسیر.

[21] – له دې مانا په هغه حال کې ګټنه کېږي، چې د «عُرف» کلیمه د پرلپسې په مانا وګڼو.

[22] – په داسې حال کې که د «عُرف» کلیمه، خیر او نېکي وګڼو؛ لکه د «وأمر بالعرف» آیت.

[23] – مائده،109.

[24] – حج،17.

[25] – تکویر،2.

[26] – .انشقاق،1.

[27] – طه،105.

[28] – .مائده،109.

[29] – ذاریات،56.

[30] – شمس،8.

[31] – انسان،3.

[32] – .لیل،12.

[33] – زخرف،32

[34] – توبه،104

[35] – انعام،54.

[36] – مؤمنون،14.

[37] – .انفال،40.

[38] – آل عمران،173.

[39] – ذاریات،48.

[40] – .صافّات،75.

[41] – آل عمران،136

[42] – نورالثقلین تفسیر.

[43] .ژباړن: چې ځې، ځې، ځې! ابازو ته به راځې.

[44] – حج،22.

[45] – کهف،29.

[46] – یس،65.

[47] – کافي،ج 8،ص178.

[48] – کهف،47.

[49] – فصلت،40.

[50] – بحار،ج17،ص 52.

[51] – الکاشف تفسیر.

[52] – .بقره،126.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!