بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه په مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه لیکوال : شيخ سالم الصفار اتم څپرکى سيره او روزنه سويسي عالم “سيدللو” د پېغمبر اکرم په اړه په ((تاريخ العرب)) کې وايي: ((“محمد”په 25 کلنۍ کې په خپل پاک سيرت […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
په مشرتابه او انسان سازۍ کې د نبوي سيرت ونډه
لیکوال : شيخ سالم الصفار
اتم څپرکى
سويسي عالم “سيدللو” د پېغمبر اکرم په اړه په ((تاريخ العرب)) کې وايي:
((“محمد”په 25 کلنۍ کې په خپل پاک سيرت او عادلانه چلن ځان ته “امين” لقب وړکړ او خلکو يې ډېر ژر خبره ومنله او ملاتړ يې شول؛پر کوچنيانو لورين و او د مشرانو يې درناوى کاوه . ))
فرانسوي ختيځ پوه “کاردايفو” د پېغمبر اکرم په اړه په ((مفکر و الاسلام)) کتاب کې وايي:
((عربو له اسلامه مخکې،په هر ناوړه کار لاس پورې کاوه؛خو “محمد” د نوي دين په راوړو،په سمونو لاس پورې کړ او يو لاس يې کړل،چارې يې ورته پر ازرښتمنو قوانينو سمبال کړې او تر هغوى يې ريښه ور،عزتمن او متمدن امت جوړ کړ.))
د سيرت روزنيز اړخ
روسى ليکوال “ايوانوف” د اسلام په باب ليکي:
((اسلام په بيړه په نړۍ کې خپور شو،چې بنسټګر يې عربي “محمد” و، چې و يې کړاى شو،د خپل قوم ناوړه ارثي دودونه له منځه يوسي او د عربو قبايل يو لاس کړي،ذهنونه يې روښانه،اخلاق يې ښه او زړونه يې نرم او پرمختګ ته يې چمتو کړي او په دې لار کې يې برى هم لاس ته راووړ او په رښتيا،چې هغه له سترو سمونپالو و.))
وګورئ: (مجله الثقافه ،7 ټوک، د روسيې چاپ )
هو! همداسې وه او “محمد”(ص) هغه ټپ ولاړ او ناپوه ملت وروزه او د روزنې داسې پرمختللي دودونه يې ورزده کړل،چې د اوسنۍ نړى د روزنې د پوهانو نظريات لا ورته نه دي رسېدلي.
نننۍ نړۍ د کمپيوټر او اينټرنټ پر جوړوونکي وياړي؛خو سره له دې ټولو وزلو،پر مخدره توکيو د روږد له درمله بېوسې ده؛خو پېغمبر اکرم له هغه وحشي عربو د ورځې زمري او د شپې زاهدان جوړ کړل او داسې انسانان يې ترې جوړ کړل،چې څه يې ځان ته خوښول،بل ته يې هم خوښول او په پوره بېوزلۍ او اړتيا کې يې د نورو اړتياوې ترخپلو اړتياوو وړومبۍ ګڼلې او د اسلام له راښکاره کېدو لا نيمه پېړۍ نه وه تېره،چې پر نيمه نړۍ واکمن شول .
د روزنې تعريف
روزنه: هغه کمال ته د انسان مخ ور اړول دي، چې خداى ورته خوښ کړى وي.
په دې تعريف کې لاندې ټکيو ته پام په کار دى :
1_تر روزنې لاندې يوازې انسان دى،نه څاروي او نور موجودات.
2_د روزنې موخه د کمال پر لور حرکت دى،نه د کمال تر لاسه کول؛ځکه حقيقي کمال يوازې د خداى دى او د عصمت مقام هم يوازې په پېغمبرانو او د پېغمبر په اهلبيتو پورې ځانګړى دى،چې خداى له هر ډول چټلۍ پاک کړي دي.
[ژباړن: خوشحال بابا وايي:
سر حلقه د اولياوو هغه شمېره
چې شيطان يې بند کړى په قفس دى]
3_په روزنه کې بريا،کمال ته له څومره نږدې کېدو څرګندېږي.
4_له کماله مراد هغه کمال دى،چې د خداى خوښ وي او په احکامو او آيتونو کې يې ټاکلى وي،نه هغه کمال،چې د فيلسوفانو خوښ وي.
5_ د روزنې په تعريف کې مو وويل: ((هغه کمال،چې د خداى خوښ وي)) له دې توپېر لري،چې ووايو:(( هغه کمال،چې خداى يې اراده کړې وي))؛ځکه که داسې واى؛نو ټول انسانان به کمال ته رسېدلي وو؛ځکه هر څه کېږي؛خو چې خداى يې اراده کړې وي؛خو له هغه سره توپېر لري،چې د خداى خوښ وي.د ساري په توګه: خداى خوښ دى ټول بندګان يې صالح وي؛خو ټول بندګان يې داسې نه دي .
د روزونکي په توګه د پېغمبر اکرم ځانګړنې
چا ته چې د روزنې چارې ور تر غاړې وي؛نو بايد په غوره ځانګړنو او خويونو سمبال شوى وي ،چې وکړاى شي پر روزل کېدونکي اغېز پرې باسي او که داسې ځانګړنې ونه لري ؛نو د روزنې پايلې يې له ماتې سره مخ کېږي . ډېرې مهمې ځانګړنې يې دادي:
1_لورنه :
روزونکى بايد ډېر مهربان وي او سخت زړى د روزنې وړتيا نه لري. د خداى استازى دومره مهربان و،چې د ماشوم د ژړا د غږ له امله يې لمونځ لنډاوه،چې له خپلې مور سره به د لمانځه په ليکه کې ولاړ و. په دې اړه د پاک نبي خادم حضرت “انس بن مالک” روايت کړى: (( پېغمبر اکرم به چې د کوم ماشوم غږ واورېد؛نو په لمانځه کې يې لنډ سورتونه ويل،چې لمونځ ژر پاى ته ورسي. يوه ورځ وپوښتل شو: ولې مو نن لمونځ لنډ کړ؟ پېغمبراکرم ځواب ورکړ: د يو ماشوم ژړا مې واورېده او وېرېدم،چې بې سده شي))وګورئ:( الاصفهاني ، اخلاق النبي،74 مخ )
د پاک نبي د مهربانۍ بله بېلګه،چې کله د “طايف” خلکو وځوراوه او دومره يې په ډبرو وايشت،چې غاښ يې هم شهيد شو؛نو پرښتوه راغله او د خداى له استازي يې اجازه وغوښته چې د “ثقيف” ټبر هلاک کړي؛خو پېغمبر اکرم پرښتوې ته اجازه ور نه کړه او د عذاب پر ځاى يې ورته د خير دعا وکړه او يې وويل: ((کېداى شي داسې نسل ترې وزيږېږي،چې خداى ولمانځي.))
حضرت “انس بن مالک” وايي: ((داسې څوک مې و نه موند،چې تررسول اکرم پر خپلې کورنۍ خورا لورين وي)))
وګورئ:( صحيح مسلم،کتاب الفضايل؛پرماشومانو د مهربانۍ باب))
او بيا وايي: ((که پېغمبر اکرم به په درېو ورځو کې خپل کوم ملګرى ونه ليد؛نو پوښتنه يې کوله؛که به ورته وويل شو،چې له مدينې بهر وتلى؛نو دعا يې ورته کوله او که په مدينه کې به و؛کتو ته يې ورته او که به ناروغ و؛پوښتنې ته يې ته.))
وګورئ: بحارالانوار: ١٦/ ٢٣٣مخ
2_ زغم:
زغم د هر روزونکي توښه ده او بې زغمه روزونکى هغه مسافر ته ورته دى، چې بې توښې پر سفر ووځي او داسې مسافر به يا هلاک شي او يا به له نيمې لارې راستون شي.
کله شاګرد د روزونکي پر مراد نه پوهېږي او يا د روزونکي د خبرو له تفسيره بېوس وي يا داچې روزونکى ډېرې هلې ځلې کوي؛خو مطلوب مراد ته نه رسي؛نو روزونکى بايد په دې شرايطو کې صبر ولري او دې خبرې ته يې پام وي،چې د روزنې طبيعت له ګړندۍ پايلې سره اړخ نه لګوي.
کله خو داسې هم پېښېږي،چې شاګرد له خپل روزونکي سره ځانخبرى او ناځانخبرې دښمني کوي او يا يې ځوروي؛نو په دې حال کې هم د روزونکي دنده صبر او زغم دى .
يوه ورځ يو ملګري وپوښت:((د خداى استازيه ! ايمان څه دى ؟ ))
رسول اکرم :(( ايمان؛صبر او پراخى سينې ته وايي .)) (139)
3_ ځيرکي:
روزونکى بايد هوښيار او ځيرک وي او د شاګرد ټول کړه وړه تر پام لاندې ونيسي او که ښه عمل يې ترې وليد؛نو لا يې پياوړى کړي او که ناوړه او کمزورى چار يې ترې وليد؛نو درملنې ته دې يې داسې ځانګړې لار پيدا کړي،چې له روحياتو سره يې اړخ لګوي او تر هغو لارو دې ډډه وکړي،چې له روحياتو سره يې اړخ نه لګوي.
تکړه او هوښيار روزونکى د شاګردانو اروايي ناارامۍ،له څېرو يې پېژني او د انسانانو پر وګړنيو توپېرونو پوهېږي او د توپېرونو تر پېژندو وروسته يې،روح ته لار موندلاى شي او د هغوى له وجودي امکاناتو او استعدادونو په ګټنې يې،د کمال لوري ته سيخولاى شي.
رسول اکرم خورا هوښياراو ځيرک و؛ځکه خداى همدغسې پنځولى و او ټول هغه کسان،چې د پېغمبراکرم او د نورو پېغمبرانو ژوند څېړي؛دې خبرې ته رسي،چې ټول پېغمبران د هوښيارۍ په لوړه کچه کې وو .
4_ عاجزي:
د وړ روزونکي يوه ځانګړنه داده،چې ځان پر شاګرد جګ و نه ګڼي؛ ځکه ځان جګ ګڼه يې په منځ کې واټن زياتوي او دا واټن،چې څومره زيات شو؛نو هومره به د روزنې اغېز لږ وي.د خداى استازى تر ټولو متواضع و،تردې چې کله به د ماشومانو له مخې تېرېده؛ سلام يې پرې اچاوه او چې کله به چا لاس ورکړ؛نو له لاس ورکوونکي يې مخکې خپل لاس نه راکښه او تر هغې يې مخ ترې نه اړاوه،چې بل لوري به نه واړولى . (140)
5_پراخه سينه:
روزونکى بايد پراخه سينه ولري،چې د شاګرد تېروتنه يې غوسه نه کړي؛بلکې ترې تېر شي او د تېروتنې د علت د پيدا کولو په هڅه کې يې شي او درملنې ته يې مناسبې لارې چارې پيدا کړي،چې په دې کې لا څوک پېغمبر اکرم ته نه دي رسېدلي. ددې خبرې پخلي ته مو لاندې روايتونه راخستي دي :
حضرت انس بن مالک(رض) وايي: ((له رسول اکرم سره له يوې لارې تېرېدو،چې پېغمبراکرم يماني څادر اغوستى و؛څنډې يې ډبلې وې. له څنګه مو يو بېديانى عرب تېر شو او د پېغمبر اکرم څادر يې دومره په زور راکښه،چې ورمېږ يې تغمه شو او پر غوسه او لوړ غږ يې وويل:”محمده ! ته خو خپل يا د پلار مال نه راکوې؛نو حکم وکړه،چې د خداى له ماله يو څه راکړي،چې درسره دى.” د خداى استازى ورته موسکى شو او حکم يې وکړ:”څه مال ورکړئ” ))( ١٤١)
6_ بښنه او تېرېدنه:
بښنه د خداى هغه ځانګړنه ده،چې خپل استازي ته يې هم ورکړې ،چې څوک ورته نه رسېدل او چې کله به چا د رسول اکرم سپکاوى وکړ؛ نو په ورين تندي يې باښه او له تېروتنې يې تېرېده.
ژوند يې له بښنو ډک دى،چې موږ يې هم د بېلګې لپاره څو پېښو ته اشاره کړې ده:
الف _ د هغه يهودي بښل،چې پر پېغمبر اکرم يې جادو کړى و.
ب_ د هغې ښځې بښل،چې د پسه په زهرجن ورون يې ورته راوړى و.
ج _ د”غورث” بښنه،چې د پاک نبي د وژنې اراده يې کړې وه.
د_ د هغه بېدياني عرب بښل،چې د رسول اکرم د څادر په راکښلو يې ورمېږ ورتغمه کړى و.
ډ_ پېغمبر اکرم يو سړي ته څه شتمني ورکړه او و يې پوښته چې نېکي مې درسره وکړه؟ سړي په ناشکرۍ وويل: نه دې راسره ښه وکړل او نه احسان،چې دا سړى يې هم وباښه .
و_ د مکې کفارو ورسره ډېر بد کړي وو؛ خود مکې تر سوبې وروسته يې وبښل.
7_ د شخصيت پياوړتيا:
روزونکى بايد پياوړى شخصيت ولري او له هر ډول شک او اروايي ګډوډۍ لرې وي،چې وکړاى شي،پر شاګرد مثبت اغېز ولري. د روزونکي د شخصيت پياوړتيا پر شاګرد اغېز لري او د روزل کېدونکي د ډېرو سرغړونو مخنيوى کوي.
د پېغمبر اکرم شخصيت په هماغه وړومبى کتنه کې د زياترو دښمن پر زړه اغېز اچاوه او په زړه کې يې ځاى پيداکاوه او خبرو يې اورېدونکيو ته ارامي او ډاډ ورکاوه؛لکه چې په اړه يې ويل شوي:((چا چې پېغمبر اکرم ليده؛نو ستر او باعظمته يې ليده او د امت د مديريت پر مهال او هم په شحصي ژوند کې د حکيم په څېر و.))
8_ پر روزنه خوښي:
عالمان وايي:(( روزونکى بايد پر خپل کار ايمان ولري)) او ځينې نور وايي:(( روزونکى بايد د روزنې له کار سره مينه ولري )) .
له پورته دوو تعبيرونو خو هر اړخيزه خبره لا داده،چې: روزونکى بايد له خپل کاره خوښ؛ځکه روزنه يو ډول ورکړه او شاګرد ته د روزنکي ډالۍ ده او که روزونکى له خپل کاره خوښ نه وي ؛نو د ورکړې او ډالۍ وس به و نه لري.
پر خپل رسالت ايمان او پرې خوښېدل،هغه خبرې دي،چې د پاک نبي په اړه ترې څوک منکر نه دي؛ځکه خداى ورته دا دوه ځانګړنې ورکړې وې او د رسالت د دندې سرته رسولو ته يې چمتو کړى و.
د رسول اکرم له نظره د روزنې بنسټونه
د روزنې د ځېنو بنسټونو په باب د پېغمبر اکرم “ليد” داسې و:
1_د انسان د روح روزنه:
پېغمبر اکرم باور درلود د انسان روزنه بايد له روحه پيل شي او د روح د روزنې بنسټ يې پر درېو څيزونو اېښې و:
الف_ د انسان د روحي ناروغيو درملنه:
کله د انسان روحي او اروايي ناروغۍ، فکري او عقيدتي وي؛لکه کفر او خرافات پالنه،چې پېغمبر اکرم ورسره مبارزه وکړه او په کلکه يې غندل او مسلمانان يې پاليانو او وړاندويونکيو ته له تلو منع کړل او ويل يې:
((څوک چې ورته ولاړل او پر خبرو يې باور وکړ؛نو له هغه څه به بېزاره وي،چې خداى خپل استازي ته رالېږلي دي .)) (142)
او کله دا ناروغۍ د انسان په عاطفي اړخ پوري اړه لري؛لکه کينه، بدګوماني، تکبر او … د خداى استازى وايي:((ډار،تمه او کنجوسي له يوې خټې دي او سرچينه يې پر خداى بد ګوماني ده. ))(وګورئ:بحارالانوار:٣/٣٤٧)
خداى د لقمان په ژبه چې خپل زوى ته يې نصيحت کاوه وويل:
((وَلاَ تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلاَ تَمْشِ في الْأَرْضِ مَرَحاً إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ(لقمان/١٨)= (په كبر) له خلكو مخ مه اړوه،پر ځمكه خيالولى مه ځه[؛ځكه]چې خداى هېڅ مغرور وياړن نه خوښوي.)) (143)
ب_ د نفس تزکيه:
پېغمبراکرم په نفسونو کې د داسې ګروهو او باورونو نيالګي کرل،چې نفس پرې نږه او سپېڅلى کېده او د انسانانو په چلن کې يې انډول راوسته؛لکه دا باور،چې د بل پر پت تېرى ناوړه چار دى. لاندې روايت ته پام وکړئ :
حضرت ابو امامه وايي:((يوه ورځ يو ځوان،پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل: د خداى استازيه ! د زنا اجازه راکړه. اصحاب راولاړ شول،چې د دې بې ادبۍ مخه يې ونيسي؛خو پېغمبر اکرم ورته وويل: ځوانه! رانږدې شه. ځوان ورنږدې شو. پېغمبر اکرم وپوښته:آيا خوښ يې څوک دا کار ستا له مور سره وکړي؟ ځوان ځواب ورکړ: خداى مې تر تا ځار کړي : نه! پېغمبر اکرم ورته وويل: نور خلک هم ستا په څېر خوښ نه دي څوک يې له مور سره داسې وکړي او بيا يې وپوښتل:ايا څوک خوښ دى له خور يا ترور سره يې زنا وشي؟ ځوان ورته وويل: څوک خوښ نه دى.
حضرت ابوامامه وايي:بيا پېغمبر اکرم خپل لاس د ځوان پر اوږه کېښود او ورته يې دعا وکړه: (( خدايه ! له ګناه يې تېر شه او زړه يې پاک کړه او عورت يې له ګناه وساته )) او ځوان هم له دې وروسته ددې ګناه پر لور ولاړ نه شو.))(144)
مسلمان د ربا او غيبت پر ناوړتيا او زيان ايمان لري؛ځکه قرآن د ربا په اړه ويلي دي :
((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِن رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(بقره/٢٧٥)=هغوى چې سود خوري؛ نو په قيامت كې به داسې را پاڅېږي؛ لكه څوك چې له شيطان سره د تماس له وجهې لېونى شوى وي ( خپل ځان نشي نيولاى،كله لوېږي او كله راولاړېږي ) دا ځكه چې وايي:(( راكړه وركړه هم د سود غوندې ده ( او ترمنځ يې څه توپېر نشته دى .) )) حال دا چې خداى راكړه وركړه (( بيع )) روا او((ربا)) ناروا كړې ده (؛ځكه ددې دواړو ترمنځ ډېر توپېر دى)؛ نو چا ته چې الهي نصحيت ورسېد او له سوده يې لاس واخست؛ نو [د تحريم د حكم تر نازلېدو] د مخه يې چې څه خوړلي،هغه خو يې خوړلي دي،( او دا حكم پر مخكېنيو نه عملي كېږي ) او معامله يې له خداى سره ده ( او تېر به يې خداى وبښي )؛خو څوك چې له دې حكم وروسته بيا هم سود خوري؛ نو هغوى دوزخيان دي،چې تل به پكې اوسېږي.)) (145)
او د غيبت په اړه يې ويلي:((يو مسلمان دې د بل مسلمان غيبت نه کوي،آيا په تاسې کې څوک خوښ دى د خپل مړه ورور غوښه وخوري؛البته چې پردې کار خوښ نه ياست .)) (146)
او د همدې باورونو د راټوکېدو لپاره اسلام مور و پلار ته حکم کوي،چې تر اووه کلنۍ وروسته،خپل اولاد ته لمونځ ور زده کړئ او په دې اړه درې کاله پرې څار وکړئ او که تر لس کلنۍ وروسته يې لمونځ و نه کړ؛نو تاديب يې کړئ؛يعنې و يې ګواښئ . (147)
په اسلام،چې د ماشوم په غوږ کې اذان کېږي؛په حقيقت کې ضمير کې يې په ناځانخبري د عزت او کرامت نيالګى کرل کېږي او د ((الله اکبر)) غږ وړومبۍ جمله ده،چې په عقل کې يې اېښوول کېږي.
ج _ پر روزونکي ډاډ او ورسره مينه:
د روزونکي پر پوهه،حکمت او اخلاص ډاډ او ورسره مينه،د ښوونو اخستل ترې اسانوي؛نو ځکه اسلام پر خداى او استازي يې ايمان د مسلمانۍ وړومبى پوړ ګڼي.
د خداى استازى وايي:(( د ايمان تر ټولوکلکه کړۍ،د خداى په لار کې دوستي او دښمني ده او له دوستانو سره يې دوستي او له د ښمنانو سره يې دښمني ده. ))
2_صالح عمل :
حکيم خداى،ايمان يوازې عمل ته پيدا کړى؛ځکه ايمان او صالح عمل ددوو نه بېلېدونکيو همزوليو په څېر دي،چې يو د بل ځاى نه شي ډکولاى؛نو ځکه د قرآن په 55 آيتونو کې ايمان او صالح عمل د يو بل تر څنګ جوخښت راغلي،چې لاندې آيت يې يوه بېلګه ده:
(( الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ(رعد /٢٩)=هغوى چې ايمان راوړى دى او ښه كارونه يې وكړل،نيکمرغي يې په برخه او ښه ځاى ته يې ورتګ دى. )) (148)
د پاک نبي بنسټيز روزنيز پروګرام،په صالح عمل د ديني پوهنو او معارفو پياوړتيا ده؛ځکه ددې ښوونځي رښتينې ګټې هله ترلاسه کېږي،چې ديني پوهاوى او احکام يې وکارول شي او ددې کار ارزښت دومره دى،چې رسول اکرم له هغې پوهې خداى ته پناه وړي،چې ځان يا نورو ته ګټوره نه وي او دعا کوي:
((خدايه ! له هغې پوهې پناه راکړې،چې ګټوره نه وي او له هغه زړه،چې متواضع نه وي او له هغه نفسه،چې موړ نه شي او له هغې دعا،چې و نه منل شي. ))
رسول اکرم حضرت “ابوذر”(رض) ته نصيحت وکړ:(( ابوذره! تقوا جامه کړه، چې له تقوا سره يو عمل هم لږ نه دى ))(149)
صالح کړه وړه پر فرايضو او مستحباتو وېشل شوي؛ځکه که اسلام ټول ښه کارونه فرض کړي وو؛نو مسلمانان به په تنګسه کې وو او که ټول مستحب وو؛نو له پامه به غورځېدلي وو؛نو ځکه ډېر مهم کارونه فرض شوي،چې د مسلمانانو ورته ډېر پام وي؛لکه لمونځ چې روح پاکوونکى او بدي ژغورونکى دى يا زکات،چې د بېوزليو اړتياوې پوره کوي او نور فرض کارونه،چې په فقهي کتابو کې راغلي او هغه چارې،چې لږ ارزښت لري، مستحب ښوول شوي دي؛لکه په ورين تندي له خلکو سره مخېدل او له لارې د خنډونو لرې کول،چې يو ډول صدقه ده او يا سلام اچول.
3_هر څوک تر خپلې وسې پړ دى:
د اسلام يو اصل دادى:((هر څوک تر خپلې وسې پړ دى))؛ځکه که هره روزنيزه کړلار،چې په تپلې بڼه وي؛نو روزونکى د روزل کېدونکي زړه تور کړي،چې روزونکى هم دا چار نه غواړي.
رسول اکرم وايي:(( له نورو هغه څه وغواړئ، چې په خپله يې هم کړاى شئ (؛ځکه) خداى په ثواب ورکولو نه ستړى کېږي؛خو دا چې تاسې ستړي ياست )) (150)
4_ د شاګرد د پوهې کچې ته پام:
د داسي مطلب بيانول،چې شاګرد يې پر مانا له پوهېدو بېوسې وي،له دې احتمال سره يو ځاى دى،چې يا پرې سم پوه نه شي او نورو ته خپله ناسمه پوهېدنه تبليغ کړي او يا په خپله پرې عمل وکړي؛نو طبيعي ده،چې په داسې شرايطو کې به سرچپه پايله لاس ته راوړو.
رسول اکرم وايي:((موږ پېغمبران دنده لرو له خلکو سره د عقل هومره يې خبرې وکړو. )) (151)
5_ وګړنيو توپېرونو ته پام:
پېغمبر اکرم تل وګړني توپېرونو ته پام کاوه او له هر چا سره يې د هغه د روحي وړتيا او استعداد له مخې چلن کاوه؛د بېلګې په توګه،له لاندې پينځو انساني ډلو سره د آنحضرت پر چلن رڼا اچوو:
الف: ماشومان:
پېغمبر اکرم د ماشومانو يو لړ هغه چارې بښلې،چې هماغه يې د غټانو نه بښلې او د ماشومانو په اړه وايي:
((اولاد تر اووه کلنۍ سرور (او پاچا) دى او تر اووه کلنۍ وروسته مطيع او منونکى دى او تر اووه کلنۍ وروسته ملاتړ او سلا کار دى )) (152)
ب_ مېرمنې:
له مېرمنو او سړيو سره يې چلن توپېر درلود؛ځکه ښځه لطيف،ريزبين او ماتى احساس لري او پېغمبر اکرم ښځه له ښکلې ژر ماتېدونکې شيشې سره ورته او تشبيه کړې،چې د شيشې په څېر ډېر پام ته اړتيا لري او(صحيح بخاري:کتاب الادب،باب المعاريض) وايي:(( له شيشو سره ګوزاره وکړئ )) او همداسې يې ويلې دي:
((جبرائيل راته د ښځو دومره سپارښتنه وکړه،چې ګومان مې وکړ طلاقولاى يې نه شو؛خو دا چې ښکاره ناوړتيا وکړي.))
وګورئ : وسايل شيعه :٧\٧٢
ج_ نوي مسلمانان شوي:
د رسول اکرم چلن له نويو مسلمان شويو سره ،هماغسې نه و،چې له پخوانيو سره و؛ بلکې توپېر يې درلود. لاندې روايت ته ځيرشئ.
د “نجد” د ټبر يو سړى پېغمبر اکرم ته وارخطا راغى؛غږ يې خپ و او خبره يې سمه نه اورېدل کېده؛نو چې پېغمبر اکرم ته رانږدې شو؛د اسلام د دين د فرايضو په اړه يې وپوښت. پېغمبر اکرم ورته وويل:(( په شواروز کې پينځه وخته لمونځ.)) سړي وويل:((آيا بې له دې بل لمونځ راباندې فرض دى؟))پېغمبراکرم وويل:((نه؛خو مستحبي لمونځونه هم شته.)) بيا پېغمبر اکرم روژه ورياده کړه. سړي ورته وويل: ((د رمضان په مياشت کې روژه نيسم اوايا بې له هغې راباندې کومه روژه فرض ده؟)) پېغمبر اکرم ورته وويل:((نه؛خو مستحبي روژې هم شته.)) بيا پېغمبر اکرم د زکات خبره راواچاوهله. سړي ورته وويل:(( هغه ورکړم او بې له دې بل څه هم بايد ورکړم؟)) پېغمبر اکرم ورته وويل:(( نه؛خو دا چې مستحبي نفقه وي.))
راوي وايي:سړى ولاړ او په تلو کې يې له ځان سره وويل:(( پر خداى قسم،چې تردې ډېر کوم او نه لږ.)) د خداى استازي اصحابو ته وويل:(( که رښتيا وايي او همدومره کوي؛ نو بختور دى.)) (153)
د_ په کړنو کې پاک نيتي:
له ښو نيتو او بد نيتو سره د ر سول اکرم چلن يو شان نه وو؛نو ځکه حضرت “اسامه بن زيد” (رض) ته يې په هغه کار سزا ور نه کړه،چې په نېزه يې يو سړى ولګيد او يې ((لا اله الا الله)) وويله؛بلکې يوازې هغه ته يې ددې وينا په کولو بسنه وکړه،چې د تېروتنې ستريا ته يې پام وروګرځاوه. پېغمبر اکرم “اسامه” وراټه او ورته يې وويل :((آيا تر ((لا اله الا الله)) ويلو وروسته دې وواژه؟)) پېغمبر اکرم په همدې ټکيو څو ځل وراټه،چې “اسامه” د خپلې ګناه له ستروالي يې خبر کړ او پر هغه ورځ “اسامه” هيله وکړه،چې کاشکې،تر ننه نه واى مسلمان شوى،چې مسلمانېدل يې د هغه وژنې کفاره وي (صحيح بخاري، کتاب المغازي)؛ځکه اسلام له ځانه مخکې د انسان ټول بدکړه بښي.
هه_ مېړني :
د پاک نبي معامله به تر هغو کريمانو او ځوانمردانو سره د جنايتکارانو په پرتله توپېر درلود،چې ځينې وخت به تېروتل او شيطان به پرې برلاس شوى و او په اړه يې ويل:((د ځوانمردانو له تېروتنو تېر شئ ،قسم پر هغه،چې ژوند مې يې په لاس کې دى، هغه مهال ،چې يو له دوى تېروځي؛ نو لاس يې د خداى په لاس کې وي.)) (154)
6_ له خلکو سره ګوزاره او له ډېر نصيحته ځان ژغورل:
هغه مهال،چې نصيحت ډېر شي؛نو يوه برخه بله يې هېروي او د شاګرد زړه وهي. کارپوه روزونکى هغه دى،چې يو نصيحت او لارښوونه وکړي او پر شاګرد يې پلي کړي او وروسته ورته بل نصيحت وکړي داسې نه،چې د شاګرد په ليدو ورته لارښوونې پيل کړي؛بلکې شاګرد ته د فکر کولو وخت هم ورکړ شي.
رسول اکرم،سپيڅلې کورنۍ يې او ديني مشران هم داسې وو او ويل يې: ((غوره عمل هغه دى،چې همېشه تر سره شي )) (155) او هغه چار يې نه خوښوله، چې په زور او تپلي ډول به کېده.
7_ مناسب موقعيت ته کتل:
که روزونکى خپل کار ته مناسب موقعيت په پام کې ونيسي؛نو لارښوونې به يې اغېزمنې وي؛نو ځکه حکيم خداى د شرايطو په چمتو کېدو سره آيتونه رالېږل او پېغمبر اکرم هم هله خپله خبره کوله،چې وخت او ځاى به يې و او په همدې اړه اسلامي عالمانو د قرآن د آيتونو د شان نزول په اړه کتابونه ليکلي دي.
لاندې روايت د پېغمبر اکرم د موقعيت پېژندنې يو بېلګه ده:
“حکيم بن حزام” له رسول اکرم مرسته وغوښته.پېغمبر اکرم ورته څه ورکړل او بيا يې هم مرسته وغوښته او پاک نبي ورسره مرسته وکړه .د درېم ځل لپاره يې هم وغوښته او د خداى استازي بيا هم ورسره مرسته وکړه. په همدې وخت کې پېغمبر اکرم يې د لارښوونى لپاره روحي حالت مناسب وګاڼه او ورته يې وويل:
(( مال او شتمني ډېره ښه ده او چاچې مال ګوتو ته راووړ او ځواني يې وکړه؛نو په مال کې يې برکت وي او لا به نور هم ډېر شي او که چا بخل وکړ؛نو مال يې برکت نه لري او د هغه چا په څېر به وي،چې تل خوري؛خو نه مړېږي او پوه شه،چې ورکوونکى لاس تر اخستونکي غوره دى.))(156)
اوس،چې د ورکوونکي او اخستونکي لاس خبره را منځ ته شوه؛نو ښه به وي چې ګران لوستونکي خبر شي،چې پېغمبراکرم د ځينو دزړونو لاس ته راوړو(( المؤلفة القلو بهم )) ( ١٥٧) لپاره د زکات يو ه برخه ورکوله .
8_کوم کار بايد وړومبى وشي ؟ :
کېداى شي د ډېرو مهمو چارو رامخکې کول تر هغو،چې ارزښت يې لږ وي،د روزنې يو مهم اصل وي او که د روزونکي دې خبرې ته پام وي؛نو د فرض کار په شتون کې به هېڅکله شاګرد مستحب کار ته اړ نه کړي او يا يې وخت پر کم ارزښته کار نه ضايع کوي .
د پاک نبي هم دې خبرې ته پام و. يوه ورځ يو بېديانى راغى او د قيامت د راتګ د وخت په اړه يې و پوښت. رسول اکرم خبر و،چې که د قيامت د پېښېدو له مهاله خبرېدل،له چمتووالي او صالحو کړنو سره نه وي؛ګټه نه لري؛نو ځکه يې د بېدياني ذهن له دې پوښتنې بل مهم مطلب ته راواړاوه او و يې پوښته:(( قيامت ته دې څه تيارى نيولى دى؟))
بېدياني:(( نه؛خو خداى او رسول يې راباندې ګران دى.))
پېغمبر اکرم ورته وويل:((د قيامت پر ورځ به له هغه سره راپاڅېږې،چې ورسره مينه لرې.)) (158)
9_نېکيو ته هڅونه:
څومره چې په انسان کې د نېکو چارو انګېزه ډېره وي؛نو هومره يې کړنې هم ښې وي او بدې انګېزې او کړنې يې هم لږې وي.
قرآن وايي:((په رښتيا چې نېک کړه،بد کړه له منځه وړي؛((إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئاتِ))(159)
او د خداى استازى نېکيو ته تر را بللو وروسته وايي:
((او درته تر هغه اسان،بېوزليو ته خواړه ورکول،په نرمه ژبه خبره کول،ښه ځواني او ښه خوى دى.))(160)
10_ د روزونکي د تېرو ګناهونو هېرول:
پېغمبر اکرم هغه کس غانده،چې د جاهليت د وخت ګناهونه يې را يادول او ويل يې:
((په اسلام منلو تېر ګناهونه له منځه ځي)) او ويې ويل: ((هغه ګناهګار،چې د خداى رحمت ته هيلمن وي،خداى ته تر نهيلي عبادت کوونکي نږدې دى. ))(161)
١١ _ دالهي ثواب او عذاب يادونه:
کار پوه روزونکى،ددې روزونکې کړلارې د کارولو تر څنګ بايد ثواب او اجر تر ډار ورکولو وړومبى وبولي؛ځکه خداى د قرآن په يو آيت کې د حضرت زکريا(ع) او حضرت اسحق (ع) د يوې ځانګړنې په بيانولو وايي:(( هغوى به د نېکو چارو کې يو له بله مخکې کېدل او زه يې په شوق او وېره يادولم. ))(162)
ګورئ چې مهربان خداى په دې آيت کې د مينې او دوستۍ غږ ته ځواب ورکول،له وېرې سره تر غوښتنې مخکې راوړي؛ځکه که کار د وېرې پر بنسټ وي؛نو له انساني کرامت سره سمون نه لري؛خو د هغه کار خوند او ثواب ډېر وي،چې په مينه وي .
١٢_ د لوى لاس مخالفتونو ته د سزا ټاکل:
روزونکي ته روا نه ده،چې په هر راز شرايطو کې شاګرد ته سزا ورکړي؛خو دا چې مخالفت يې د پوهې او هوډ له مخې وي.
خداى تعالى وايي:
((که په تېر کې مو کوم ناوړه کار وکړ؛ګناه نه لري؛خو که له زړه مو وکړ؛نو به ونيول شئ او خداى لوراند او لورين دى ))(163)
١٣_تر توبې وروسته سزا ورکول روا نه دي:
د سزا موخه له ګناه ژغورل او د تکرار مخنيوى دى او چې کله په دې موخه توبه وايستل شي؛نو سزا ته اړتيا نه پاتې کېږي،چې لاندې روايت زموږ ددې خبرې پخلى کوي:
(( يو سړى پېغمبر اکرم ته راغى او ورته يې وويل:”د خداى استازيه !پر ما يو حد واجب شوى او راغلى يم د خداى د کتاب له مخې يې راباندې جاري کړې”. پېغمبر اکرم وويل:”آيا له موږ سره دې لمونځ کړى؟” ورته يې وويل:” هو!” پېغمبر وويل: “مهربان څښتن دې توبه قبوله کړې ده.”))
او همداسې پېغمبر اکرم وويل:((څوک چې په رښتيا توبه وباسي؛خداى پرې رحمېږي او امر کوي د بدن غړي يې ستر کوونکي او ځمکه دې يې هم پر ګناه پرده واچوي او پرښتې دې يې هم ګناه هېره کړي. )) (164)
14_ د نېکانو له ګناه سترګې پټول:
که يو انسان له نورو سره په نېکيو او احسان کې مخکښ وي او د انساني کمزورۍ له امله تېروځي؛بايد وبښل شي؛ځکه د قرآن د وينا له مخې،ښه کړه،بد کړه له مينځي او بل داچې بې له پېغمبرانو او امامانو بل هيڅوک معصوم نه دي او درېم داچې د پېغمبر اکرم سيرت هم ددې خبرې پخلى کوي. تاريخ ګواه دى،چى د خداى د استازي يار حضرت “عمار بن ياسر”(رض) چې د مشرکانو د سختو کړاوونو له امله کمزورى شوى و او د زړه پر خلاف يې د اسلام ضد خبره وکړه؛نه يوازې د پاک نبي له لوري و نه رټل شو؛بلکې ډاډ او زېرى يې ورکړ او قرآن يې په اړه وايي:
((مَن كَفَرَ بِاللَّهِ مِن بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ وَلكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْراً فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِنَ اللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ(نحل/١٠٦)=څوك چې تر ايمان راوړو وروسته كافر شي (پر هغه د خداى غضب وي)؛ خو كه څوك اړ ايستل شوى وي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (؛نو بيا خو خير دى)؛ خو چا چې (په خوښه خپله) سينه كفر ته پرانسته (؛نو) پر دوى د خداى غضب دى او ستر عذاب ورته سترګې پر لار دى.)) (165)
15_ د سپکو دندو ورسپارل:
د روزونکي دنده ده،چې له سپکو او اسانو دندو خپل کار پيل کړي او دې خبرې ته يې پام وي،چې اسلام د اسانۍ دين دى او دا هغه ځانګړنه ده،چې اسلام پرې مشهور دى او رسول اکرم هم پردې خبره ټينګار کوي: (( نرم اوسئ او سختي مه کوئ او زېرى ورکړئ او خلک مه بېزاره کوئ. ))
وګورئ: ( صحيح بخاري،د العلم کتاب او: صحيح مسلم، د الجهاد کتاب. )
د حضرت “علي”(ک) وينا ده چې:
ځينو مسلمانانو به پېغمبر اکرم ته ويل: (( د خداى استازيه! اوس خو ډېر شوي يو؛نو غوره به نه وي،چېک مو چې مخې ته راغى،په زور يې اسلام ته راواړو؟د خداى استازي ورته وويل: نه ! نه غواړم،په داسې حال کې له خداى سره ووينم،چې د داسې بدعت بنسټګر يم چې راته يې امر نه دى کړى.)) (166)
16_ ځان جوړونه :
پر هر مسلمان واجب دي د خپل ځان په پاکۍ او سمونه لاس پورې کړي او منځلارى وچلېږي او په دې اړه وړومبى مسئووليت يې په خپله غاړه دى.
قرآن کريم وايي :
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا . فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا. قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا. وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (شمس/۷-١٠)=پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم؛نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچاوهله)،=چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شواو چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نو په يقين چې و يې بايلله! )) (167)
د ځان جوړونې وړومبى پړاو محاسبه ده؛يعنې هر انسان دنده لري خپل ورځني کړه وړه وارزوى او د خپلو ښو چارو له امله د خداى مننه وکړي او د ګناهونو له امله ترې بښنه وغواړي.
د خداى استازي به هم تل د خپل نفس پر تزکيه بوخت و او سره له دې،چې معصوم و؛خو بيا يې هم تل له څښتنه بښنه غوښته.
هغه د نفس د پاکۍ دوام، د مومن د وړتيا نښه ګڼله او حضرت “ابوذر” ته يې په خپلو سپارښتنو کې وويل:
((ابوذره! له نفس سره دې محاسبه وکړه،مخکې له دې، چې محاسبه وشي،چې دا محاسبه د قيامت د ورځې تر محاسبې اسانه ده او د تول تلې ته يې وړاندې کړه،مخکې له دې،چې د تول ځاى ته دې راولي. )) (168)
د انساني ذات اصلاح ته دويم ګام د نفس له نا مشروعو غوښتنو سره مبارزه او له بې لارۍ او کږ لارۍ يې ساتل او د حق لاروۍ ته يې رابلل دي.
پېغمبر اکرم وايي:(( تر ټولو غوره مجاهدان هغه دي،چې د خداى لپاره له خپل نفس سره جهاد کوي.))(169)
17_ روزنه بايد پرله پسې وي :
روزونکى دنده لري،چې شاګرد پرله پسې وروزي او د ژر پايلې اخستو تمه ونه لري او که موخه يې د انسان د اروا سمونه او تزکيه وي؛نو پوه دې وي،چې دا کار په يو شواروز کې تر سره کېدونى نه دى.
پېغمبر اکرم په مکه کې 13 کاله د انسان په روزنه او سمونه بوخت و او بيا يې په مدينه کې تر مرګه همدې کار ته ملا تړلې وه او روزنيز شعار يې دا آيت و: (( قسم پر عصر_ چې انسان په تاوان کې دى؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او نېکې چارې يې وکړې او يو بل ته د حق او صبر سپارښتنې کوي .))
18_ د روزونکي پر لارښوونو عمل:
د روزنې په کار کې د بري شرط،د روزونکي د خبرې منل دي او که يو لړ روزنيز حکمونه پلي او ځينې يې پلي نه شي؛نو د روزنې کار به تر منزله نه رسېدونکى کوږ بار وي .
د انسانيت ستر روزونکي؛د اسلام پېغمبر،د اسلام د روزنيزو موخو پوره پلي کولو ته حضرت “علي” خپل ځايناستى کړ او د امت مشرۍ ته يې وټاکه او مسلمانانو ته يې سپارښتنه وکړه، چې له اهل بيتو سره يې ښه چلن وکړئ ؛خو په خواشينۍ چې د رسول الله تر وفات وروسته،ځينو له نبوي کورنۍ سره د پاک نبي د وينا پر خلاف چلن وکړ او پرې يې نه ښووه،چې د اسلام ونه پوره مېوې ته ورسي.
د پېغمبر اکرم د روزنې ځينې اوزار
1_ څارنه او محاسبه :
د روزنې بنسټيزه مسئله داده،چې انسان په خپله د خپلو تېروتنو په لټه کې شي او سمې يې کړي . پېغمبر اکرم به خلک دې کار ته را هڅول او ورته ويل يې: (( مخکې له دې،چې په هغې دنيا کې درسره محاسبه وشي؛ښه به وي په دې دنيا کې په خپله له ځان سره محاسبه وکړئ،چې ددې دنيا محاسبه،د هغه دنيا تر هغې ډېره اسانه ده او ټينګار يې کاوه،چې ناوړه چارې مو سمې او ښې چارې مو ډېرې کړئ.))
2_ د بدلون راوستل :
مطلب دادى،چې روزنکى په ښه توګه د زده کړي ناوړه خويونه پر ښو واړوي، چې رسول اکرم همېشه دا دود کاراوه او په دې باب يې مسلمانانو ته هم سپارښتنه کوله. لاندې مثال د بدلون يوه بېلګه ده:
غوسه يو ډول انرژي ده، چې د انسان په بدن کې راټوکېږي او که بنده شي؛نو روح کړوي ،اعصاب کمزوري کوي او د انسان د سمو هڅو مخه نيسي؛نو ځکه بايد تشه شي، چې تشېدل يې کله د خبرو او کله هم د څېرې د ځينو حرکتونو له لارې وي او پوهېږو، چې د غوسې خبره کنځله وي او د غوسې په حال کې د انسان حرکتونه پر عقل ولاړ نه وي،چې وهل،ډبول او ماتول يې پايله وي،چې دا د مسلمان له شان سره اړخ نه لګوي؛نو ځکه پېغمبر اکرم سپارښتنه کوله،چې مسلمان دې بې فکره او بې سنجشه خبره پر ادبي او رغنده خبره واړوي او ويل يې:
((که غوسه شوئ؛نو که ولاړ ياست کېنئ او که بيا مو هم غوسه سړه نه شوه؛ نو سملئ )) او په يوه بل حديث کې ويلي يې: (( که غوسه شوئ؛نو اودس وکړئ ))
(وګورئ:الترغيب والترهيب : ٣/٤٥٠):
پېغمبر اکرم به ځوانانو ته سپارښتنه کوله:((که جنسي غريزه درباندې زور شوه او ستاسې فکرونه يې بوختول او د نېستۍ يا نورو لاملونو له امله مو واده نه کړاى شو؛نو روژه ونيسئ))؛ځکه خواړه انرژي زېږوي او لږ يا نه خوړل د بنيادم جسمي او حيواني اړخ کمزوروي او شهوت کابو کوي. پردې سربېره،روژه تي د حرامو څيزونو او چارو له نژدېوالي ژغوري او د پېغمبر اکرم په وينا:(( په جنسي غريزې پورې د اړوندو ګناهونو په باب په بنيادم کې يو ډول بې مينېتوب رامنځ ته کوي.))
3_تکرار:
تکرار د روزنې مهم اوزار دى؛ځکه د خبرې يا عمل تکرار،هغه د انسان زړه او مغزو ته ورننباسي او خوى او عادت ترې جوړوي، په تېره بيا د الهي ويناوو يا چلن تکرار،چې د انسان د عظمت لامل ګرځي؛نو ځکه پر ځينو ټکيو او کړنو د اسلام ټينګار له همدې امله دى؛لکه ((الله اکبر)) چې په لمانځه او اذان کې دى.ددې سترې جملې تکرار په انسان کې د ځواک او عزت نيالګى کري او عقل يې پياوړى کوي او مانا يې داده،چې نه ښايي،بې له خدايه بل ته غاړه کېښوول شي او هر ظالم او ځانمنى ټيټ او سپک دى،ټول موجودات او ځواکونه د خداى په واک کې دي او دغسې باور له عادي انسانه،غښتلى،مومن او مجاهد انسان جوړوي.
همدغسې په شواروز کې د پينځه وخت لمانځه تکرار،مومنان له ناوړه چارو ژغوري او استغفار هم يو ډول تکرار دى،چې په حقيقت کې له ګناه پښېماني کول او ترې ډډه کول دي او رسول اکرم پر استغفار ټينګار کاوه: (( د چا چې غم او خپګان ډېر وي؛نو له خدايه دې بښنه وغواړي.)) ( فروغ کافي:٨/٩٣) او آنحضرت په شواروز کې سل ځل استغفار او بښنه غوښته. نن هم دولتونو د ځينو اساسي شعارونو تکرار ته مخه کړې،چې مفاهيم يې د خلکو په اذهانو او زړونو کې کېنوي.
(( ژباړن : د ارواپوهنې په علم کې انسان ته دوه ډوله حافظې ښوول شوي چې دا دي :
Short term & long term memmory ؛ يعنې لر مهاله او لنډ مهاله حافظې . موږ چې هر ځل څه ګورو،کوو، لولو او يا اورو؛نو د لومړي ځل لپاره زموږ لنډ مهالې حافظې ته ځي او که همدا مطلب،چې په هر بڼه وي او تکرار نشي، د لنډ مهالې حافظى ځانګړنه ده، چې تر لنډې مودې وروسته يې پاکوي او که تکرار مو کړه؛نو اوږد مهالې حافظې ته لېږدي او دوسيه ورته جوړېږي او ساتل کېږي.))
4_ وروغږېدل:
د روزونکي ژبه بايد فصيحه او څرګنده وي او خبرې و نه ژوي،چې اورېدونکى يې پر خبره ښه پوه شي.د فصيحو خبرو،يو بېلګه د مولى “علي” دا خبره ده:
(( خداى تعالى،حضرت “محمد” پېغمبر وټاکه،حال دا چې په عربو کې چا کتاب نه و ويلې او د پېغمبرۍ ادعا يې نه وه کړې؛نو خلک يې هدايت کړل او د وړتيا له مخې يې ورته مقام ورکړ او ټول يې نېکمرغۍ ته ورسول او په چلن کې منځلاري شول او وګړي يې پايښتي شول .)) (170)
5_ د شکل رسمول:
کله يو روزونکى د زده کړي د پوهولو لپاره شکل کاږي او پېغمبر اکرم هم دا کار په ډېرو ځايو کې کاوه.
په صحيح بخاري کې حضرت عبدالله(رض) وايي:
((يوه ورځ پېغمبر اکرم يوه نېغه کرښه وايسته او بيا يې په شاو خوا کې ورته يوه مربع وايسته او بيا يې له مربع بهر يوه کرښه او په دننه کې لنډې لنډې کرښې وايستې او موږ ته يې وويل:(( پوهېږئ دا کرښې د څه نښې دي؟))
اصحابو وويل: ((خداى او استازى يې ښه پوهېږي.))
پېغمبر اکرم وويل: ((دا په منځ کې کرښه انسان دى او دا لنډې کرښې،چې په شاوخوا کې يې دي،د پېښو غشي دي، چې له هر اړخه يې انسان په نښه کړى؛که پر يو و نه لګي،په بل به ولګي او دا مربع مرګ دى، چې انسان يې رانغاړلى او دا په بهر کې کرښه د انسان اوږدې هيلى دي.))
د لاندې شکل له مخې.
د حضرت ابو سعيد خدري (رض) روايت دى،چې پېغمبر اکرم درې ډکي په ټاکليو فاصلو کې،په ځمکه کې ډوب کړل او موږ يې وپوښتلو:(( پوهېږئ دا هر يو د څه نښه ده؟)) اصحابو وويل: ((خداى او استازى يې ښه پوهېږي.)) بيا يې وويل:((دا انسان دى،دويم يې اجل او درېم يې هيلې دي او انسان مخکې له دې،چې هيلو ته يې ورسي، اجل يې ګرېوان ته لاس اچوي.))
لکه لاندې شکل
حضرت ابن مسعود(رض) وايي چې:((يوه ورځ رسول اکرم يوه مربع جوړه کړه او په منځ کې يې ورته يوه کرښه وايسته او د مربع پر يو ضلع يې د منځنۍ کرښې پر لور کرښې وکښلې او بيا يې خپلو اصحابو ته وويل:((دا په منځ کې کرښه انسان دى او هغه مربع مرګ دى،چې انسان يې رانغاړلى او داواړه کرښې د روزګار پېښې دي،چې انسان يې موخه دى؛که له يوې بچ شو؛پر بله به واوړي.))
ددې شکل له مخې.
وګورئ: صحيح بخاري،ترمذي،نسائي او ابن ماجه.
حضرت انس بن مالک(رض) روايت کړى،چې د خداى استازي لومړى يوه کرښه وايسته او و يې ويل: ((دا انسان دى او په څنګ کې يې بله کرښه وايسته او ويې ويل:دا اجل دى او له لرې يې يوه کرښه و ايسته او ويې ويل: دا د انسان هيلې دي،چې لرې دي؛خو اجل ورته نږدې دى.)) (171)
او د تفسير په کتابو کې راغلي،چې رسول اکرم خپلو يارانو ته د انعام د سورت 153 آيت داسې توضيح کړ:(( لومړى يې په خپلو مبارکو لاسو نېغه کرښه وايسته او ويل يې: دا د خداى لار ده او بيا يې پرې له کيڼ او ښي اړخه کرښې وکښلې او و يې ويل: انسان ته ددې هرې لارې پر سر يو شيطان په څار کې دى او خلک رابلي او بيا يې آيت ولوست: وَأَنَّ هذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلاَتَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(انعام/١٥٣)= او (پوه شئ ) همدا زما سمه لار ده؛ نو پرې لاړشئ او پرخپرو ورو لارو مه ځئ،چې تاسې له حق لارې لرې كوي،خداى تاسې ته ددې څېزونو سپارښتنه كوي، ښايي چې ځان ( له بې لارئ) وساتئ .))
لکه د لاندې شکل .
6_ د لاس له خوځونې ګټه :
لاس خوځونه خبرې ته ځانګړې مانا ورکوي او پر مخامخ لوري د لا اغېز لامل ګرځي او کله د انسان ذهن ته داسې ماناوې راوړي،چې خوله يې له ويلو بېوسې وي.
په روايت کې راغلي:پېغمبر اکرم د شهادت او منځنۍ ګوتې يې له يو بل سره نښلولې وې او ورته په اشاره يې وويل: (( زه او هغه،چې يو يتيم پالي،په جنت کې ددې دوو ګوتو په څېر يو.))(172)
او همداسې په روايت کې راغلي:پېغمبر اکرم د دوو لاسو ګوتې په يو بل کې سره ورکړې وې او مخاطبانو ته يې ښوولې، و يې ويل: ((مؤمنان يو بل ته ددې لاسو د ګوتو په څېر دي، چې يو بل ټينګوي.)) (173)
د لاس له حرکته دګټې بله بېلګه د ((يوم الدار)) پېښه ده،چې رسول اکرم د “علي”(ک) پر اوږه لاس کېښود او ويې ويل:
(( دا زما ورور او په تاسې کې زما ځايناستى او خليفه دى؛خبره يې واورئ او ورپسې ولاړ شئ.))( 174)
او د لاس په دې حرکت او څرګنده وينا يې د مشرۍ اهميت او د امت مشر پر ډاګه کړ.
7_عملي وينا:
له عملي وينا مراد دادى: څه چې روزونکى له شاګرده غواړي؛هماغه دې د شاګرد په مخ کې تر سره کړي،چې سم پرې پوه شي،چې دا کار پېغمبر اکرم په ډېرو ځايو کې کړى.د ساري په توګه: هغه وخت چې لمونځ يې خلکو ته ښووه؛نو پر لوړ ځاى ودرېد او خلکو ته يې وويل:((ماته وګورئ،چې څرنګه لمونځ کوم بيا يې تاسې هم داسې وکړئ.))(175)
څومره د خواشينۍ خبره ده، چې د پاک نبي تر دې ټولو هلو ځلو،تر وفات وروسته يې، په مسلمانانو کې درز پيدا شو،چې ځينو پر ځينو د کفر ټاپې لګوي او کنځلې ورته کوي يا داچې څوک لاس تړلى او څوک لاس خلاصى لمونځ کوي او په لاس تړلو کې يې څوک پر نامه لاس تړي او څوک پر سينه.
موږ مسلمانان که وغواړو،د دينى چارو پر حقيقت پوه شو؛نو د خداى د نازولي استازي سيرت بايد په دقيقه توګه وڅېړو؛ځکه د رسول اکرم ژوند د اسلامي شريعت عملي بيان و او له همدې امله،چې کله يې له ام المومنين عايشې بي بي و غوښتل،چې د رسول اکرم د اخلاقو په اړه څرګندونې وکړي؛نو څومره ښه ځواب يې ورکړ: ((اخلاق يې قرآن و .))
8_پوښتنه او ځواب :
پر مطلب د رڼا اچونې ښه لار؛بحث،خبرې اترې،پوښتنه او ځواب دى او پردې سربېره،په پوښتنه،روزونکي ته د شاګرد ناسم ذهنيات هم ښکاره کېږي او سمونې ته يې ګام اوچتوي .
لاندې روايتونه د رسول اکرم ددې کړنلارې بيانوونکي دي:
يوه ورځ يې خپل ياران وپوښتل:((خبر ياست مفلس څوک دى؟ملګرو يې ځواب ورکړ:زموږ له نظره خو مفلس هغه دى،چې مال او شتمني ونه لري.پېغمبر اکرم ورته وويل:مفلس هغه دى،چې د قيامت پر ورځ راشي او کړنليک يې له لمونځونو،روژو او زکاتونو ډک وي؛خو چا ته يې کنځل کړې وي،غيبت يې کړى وي،تور يې لګولى وي او د نورو پر مال يې ګېډه اچولې وي،يا يې څوک وژلى وي او ناچار شي،ددې ټولو کړنو ثواب هغوى ته وروبښي،چې تېرى يې پرې کړى او ثوابونه يې خلاص شي؛خو بيا هم د خلکو حق پرې پاتې وي او د هغوى د ګناهونو يوه برخه ور پر اوږه کړي او دوزخ ته يې ور واچاوهي. )) (176)
پېغمبر اکرم په دې پوښتنه او ځواب په ديني پوهه کې د هغوى له خطا پرده اوچته کړه او پوه يې کړل،چې دين ته بايد ژوره کتنه وشي او يوازې سرسري کتنه کافي نه ده.
“صحيح بخاري” د حضرت “انس بن مالک”(رض) وينا راخستې چې وايي:((د پاک نبي زوى؛ابراهيم مړ شوى و،چې ورغلو او و مو ليدل،چې د خداى استازى ژاړي . حضرت “عبد الرحمن بن عوف” ورته وويل :ته هم د زوى پر مړينه ژاړې؟ پېغمبر اکرم ورته وويل: ژړا د مهربانۍ او مينې نښه ده؛خو سره له دې،چې زړه مې غمجن دى او سترګې مې ژاړي؛خو داسې خبره به ونه کړم،چې خداى مې خپه شي او بيا يې خپل زوى ته وويل: ابراهيمه! په بېلتون دې خپه يم.)) (177)
له دې روايته جوتېږي،چې مړي ته ژړا پروا نه لري.
9_ د کيسو کول:
د روزنې کار پر ځينو کيسو بشپړولاى شو،چې شاګرد ترې عبرت واخلي او د کيسو اتل ځان ته بېلګه کړي؛نو ځکه بايد د کيسې په ټاکنه کې ځانګړى پام وشي.
پېغمبر اکرم به ډېر وخت په کيسو مسلمانانو ته لار ښوده او لاندې کيسې ته ورته حديث يې بېلګه ده:
((د قيامت پر ورځ به حکم راشي،چې بنده مې دوزخ ته يوسئ؛د دوزخ پر لور به راکښل شي؛خو يوه ډله مسلمانان،چې په دنيا کې يې پېژانده،خداى ته به ووايي: خدايه ! ده خو موږ په دنيا کې تاته رابللو،دده په اړه زموږ شفاعت ومنه او خداى به يې شفاعت ومني او بنده به له عذابه خلاص شي.)) (178)
لاندې کيسه مسلمانان له څارويو سره نېکۍ ته رابلي او وايي :
(( يو مسافر تندې اخستى و، چې څاه يې ومونده؛نو ورکوز شو ځان يې په اوبو موړ کړ،تر راختو وروسته يې سپى وليد،چې له تندې يې ژبه راوتې او خاوره څټي؛له ځان سره يې فکر وکړ،چې سپى هم د ده په څېر تږى دى؛نو بېرته څاه ته ورکوز شو او خپله پڼه يې له اوبو راډکه کړه او په خوله کې يې راونيوه او راوخوت او سپى يې هم په اوبو موړ کړ او خداى يې هم ددې نېک جار له امله،له ګناهونو تېر شو. ))
ددې کيسې په اورېدو،چې اصحاب د پاک نبي پر مطلب پوه شوي وو؛نو د ډاډ لپاره يې وپوښتل:د خداى استازيه ! ايا له څارويو سره هم مرسته ثواب لري ؟ ورته يې وويل: (( د هر تږي مړول ثواب لري .)) (179)
10_بېلګه جوړونه:
د روزونکي يوه دنده داده،چې شاګرد ته بېلګه وروښيي، چې وينا او چلن يې خپل کړي او د ژوند بېلګه يې وي. ځينې بېلګې د ژوند په ټولو چارو کې د لاروۍ وړتيا لري؛لکه پېغمبر اکرم،چې حکيم خداى د ژوند ټولو اړخونو ته بېلګه کړى دى او وايي:
((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً (احزاب/٢١ آيت)=په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي . )) (180)
او حکيم خداى ځينې نور په ټاکلو چارو کې بېلګه کړي؛لکه حضرت ابراهيم (ع) چې له مشرکانو په کرکه او له خداى سره په مينه کې بېلګه کړى و او وايي:
(( قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغَضاءُ أَبَداً حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيءٍ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (ممتحنه/ ٤)=په يقين، تاسې ته د ابراهيم او د هغه د ملګرو په (لاروۍ) کې غوره بېلګې شته چې خپل قوم ته يې وويل: ((په واقع كې موږ له تاسې او (هغه) څه چې د خداى پر ځاى لمانځئ، بېزاره يو. ستاسې له (دينه) منكر يو او زموږ او ستاسې تر منځ تر هغه پورې، چې تاسې پر يوه خداى ايمان راوړئ، همېشنۍ كينه او دښمني اعلان ده؛ خو د ابراهيم هغه خبره (بېله ده) چې خپل پلار [= د مور پلار، تره، پلندر] ته يې وويل: زه به هرومرو تاته بښنه وغواړم، که څه هم زما په وس کې نه ده، چې له الله نه ستا لپاره څه تر لاسه کړم. پالونكيه! موږ يوازې پر تا توكل كړى او يوازې تاته مو (رجوع او) مخ کړى دى او همدا ستا لوري ته (د ټولو) درستنېدل دي.)) (181)
پېغمبر اکرم هم په ډېرو ځايو کې حضرت “علي” او خپل اهلبيت مسلمانانو ته بېلګه کړل،چې دا خبره د اهل سنتو او شيعه و د متواترو حديثونو له لارې جوته ده.
11_ناسته پاسته او ملګرتوب:
د ژوند چاپېريال د انسان پر کړو وړو خورا اغېز لري؛ځکه هر انسان د هغو انسانانو تر اغېز لاندې راځي،چې ورسره ناسته پاسته کوي. (183)
کېداى شي د يوه ګناهکار انسان د سمونى وړومبى شرط د فاسد چاپېريال او نااهله ملګرو بدلول يې وي.
پېغمبر اکرم په لاندې روايت کې دې حقيقت ته زموږ پام را اړولى:
حضرت ابوسعيد خدري (رض) روايت کړى چې د خداى استازى وايي:((په تېرو امتونو کې يو د نهه نوي کسانو وژونکي ژوند کاوه؛ يوه ورځ يې خلک وپوښتل:ددې سيمې تر ټولو پوه څوک دى،چې د توبې په اړه ورسره مشوره وکړم؟ خلکو ورته يو زاهد ور وښود. ورغى او ورته يې وويل: ما نهه نوي کسان وژلي؛آيا د توبې لار مې شته؟ زاهد ورته منفي ځواب ورکړ او د زاهد په وژلو يې د مړيو شمېر سلو ته ورساوه.بيا يې د سيمې د پوه پوښتنه وکړه، چې پته يې ورکړ شوه. قاتل ورغى او ورته يې وويل:ما سل کسان وژلي؛آيا زما د توبې څه لار شته ؟ عالم ورته وويل:ولې! څوک دې د توبې مخه نيواى شي؟ پلانۍ سيمې ته ولاړ شه، هلته څه خلک دي،چې د خداى پر عبادت بوخت دي،ته هم ورسره پر عبادت بوخت شه او زما که منې او بيا خپلې سيمې ته راستون نه شې،چې ډېره بده سيمه ده.)) (183)
12_ د خلکو تېروتنې سمې کړئ؛خو نوم يې مه اخلئ :
چې کله يو شاګرد تېروځي؛نو تکړه روزونکي ته پکار دي،چې ورته ووايي:کار دې سم نه و او بيا يې و نه کړې. دا کار يوازې څېړنې ته اړتيا لري او د ګناهکار نامه راوړو ته اړتيا نه لري،چې په ډله کې يې نوم اخستل لاندې ناوړه اغېزې لري :
الف_نوم بدي او په زړه کې کينه پيداکېدل.
ب_کېداى شي شاګرد د خپلې ګناه د ناڅيزه ښوولو او خپل ځان د ګناه له پړې ساتلو لپاره،د نورو نيمګړتياوې هم را برسېره کړي.
ج _ شاګرد خړ او خجل شي او ژوند پرې تريخ شي .
پېغمبر اکرم به د ځينو هغو کړنو په اړه خپلو يارانو ته خبرې کولې،چې اصلاً ګناه به وه؛خو د ګناهکار نوم يې نه اخسته.
ام المومنين عايشه بي بي وايي: ((يوه ورځ پېغمبر اکرم يو کار وکړ او اجازه يې ورکړه،چې نور هم دا کار وکړي؛خو ځينو ددې کار پر نامشروعيت ګروهمن وو او و يې نه کړ. چې دا خبره رسول اکرم ته ورسېده؛نو مسلمانان يې راټول کړل او د خداى تر ستاينې وروسته يې وويل: څه شوي، چې ځينو له هغه کړنې ډډه کړې،چې ما په خپله کړې وه؟ پر خداى قسم ! چې زه تر هغوى پر دين ښه پوهېږم او له الهي عذابه هم ډېر وېرېږم))
وګورئ:(صحيح بخاري؛کتاب الادب او هم: صحيح مسلم ؛کتاب الفضايل )
او حضرت عبدالله بن مسعود(رض) ته يې وويل:
((د مسعود زويه ! تر هغوى مه اوسه،چې پر خلکو سختي کوي؛خو پر ځان يې اسان ګڼي )) (184)
او پر هغې ډلې يې نېغ په نېغه نيوکه ونه کړه،چې د جماعت لمونځ يې پرېښى و؛خو د يوې وينا په ترڅ کې يې خبر کړل: ((منافقانو ته تر ټولو درانه د سهار او ماسخوتن لمونځونه دي او که ددې لمونځونو له فضيلته خبر شي؛نو که پښې يې هم نه درلوداى؛ځانونه به يې په خاپوړو لمانځه ته رارسول)) (185)
13_ د واقعيت له مخې وړانديزونه :
د روزونکي خبره بايد موخيزه،حکيمانه او د سمو تجربو پر بنسټ وي او د پېغمبرانو خبرې هم داسې وې؛نو ځکه يې په زړه کې ځاى پيدا کاوه.
له حکمته ډکه خبره لنډه خو پښه وي،چې يادول يې اسان وي. د پاک نبي ټولې خبرې له حکمته ډکې وې؛لکه:((مرګ انسان ته کافي نصيحت دى.)) (186) (( له دې درې کړنو يو هم انسان ته ګټور نه دى؛شرک،د مور و پلار سپکاوى او له جهاده تېښته.)) (187) ((د علم زکات دادى چې ناپوه ته يې وښيي.)) (188)
14_ شخصي لارښوونه:
مطلب دادى،چې روزونکى ځينو شاګردانو ته ځانګړې روزنه ورکړي او يو لړ وګړنى لارښوونې ورته وکړي؛البته ځينې عالمان د روزنې دې دود غاړه نه ږدي؛خو حقيقت دادى،چې دا لار د انسان د روزنې مهمه لار ده؛خو پر دې شرط چې روزونکى ترې په مناسبو وختو کې ګټه واخلي او که داسې و نه کړي؛نو نه يوازې ګټه به ونه لري؛بلکې تر ګټې به يې تاوان هم ډېر وي.
د خداى استازي هم له خپلو محدودو اصحابو سره له دې دود کار اخسته، چې روحي چمتووالی يې درلود؛لکه حضرت “عبدالله بن مسعود”(رض) ته يې ځانګړې روزنه ورکړې وه او په يوه سپارښتنه کې يې ورته وويل:
(الف)_ ((د مسعود زويه ! کوښښ وکړه،چې ټولې کړنې دې پر پوهه او عقل ولاړې وي او څه په پټو سترګو څه مه کوه ))
ب_ او حضرت “ابوذر” (رض) ته يې وويل ((ابوذره ! خداى اهل بيت زما په امت کې “د نوح بېړۍ” او د بني اسرائيلو د بښنې “وره” ته ورته کړي؛نو که څوک پرې وروختل؛نو ژغورل شوى به وي وي او که چا ترې مخ واړاوه؛نو هلاک به وي ))
وګورئ : بحارالانوار : ٧٧/ ١١٠ او ٧٤ مخونه
ګرانو لوستونکيو! څه مو چې په دې څپرکي کې ولوستل،د پېغمبر اکرم يو لړ طريقې او قاعدې وې،چې خپل ياران يې پرې روزل او د غوره والي مهم دليل يې دادى،چې مؤمن او مخلص مسلمانان يې وروزل.
139_(بحارالانوار:16ټوک ،233 مخ )
140_( مکارم الاخلاق:1 مخ ) (الرسول الاکرم:1 ټوک،71 مخ )
141_ ( مکارم الاخلاق :17 مخ )
142_( وسايل الشيعه :2ټوک ،36باب،195 مخ)
143_(لقمان : 18)
144_ ( مسند امام احمد حنبل : 5ټوک ،256 مخ )
145_ (بقره: 275)
146_(حجرات :12)
147_ (کنزالعمال :4533 حديث )
148_ (رعد :29)
149_ ( بحار الانوار: 77ټوک ،86 مخ )
150_ ( کنزالعمال: 5309 حديث )
151_ ( کافي:1 ټوک ،18 مخ ،باب العقل ،120 حديث )
152_( وسايل الشيعه :15 ټوک ،195 مخ )
153_(صحيح مسلم او صحيح بخاري : د الايمان کتاب )
154_ ( کنز العمال :12984 حديث)
155_ ( تنبيه الخواطر:52 مخ)
156_( صحيح بخاري او صحيح مسلم : کتاب الزکاه )
157_ ( وفيات الاعيان : 1ټوک ،77 مخ _ سير اعلام النبلا:14ټوک ،132 مخ )
158_ (صحيح بخاري؛کتاب الادب او صحيح مسلم؛ کتاب البر )
159_ ( هود : 114)
160_ ( کنز العمال:43639 حديث )
161_ ( کنز العمال :5869 حديث )
162_ ( انبيا:90 آيت )
163_ ( احزاب :5)
164_ ( کنز العمال :1079 حديث )
165_ ( نحل :106)
166_ ( التوحيد:343 مخ )
167_( شمس:7_10 آيتونه )
168_ ( بحار الانوار:77 ټوک،83 مخ )
169_ ( مستدرک الوسايل :2ټوک ،270 مخ )
170_ ( نهج البلاغه :33 خطبه )
171_ (( صحيح بخاري؛ صحيح نسائي او الترغيب والترهيب :4ټوک ، 244 مخ )
172_ ( نورا الثقلېن:5ټوک ،597 مخ )
173_ صحيح بخاري؛کتاب المظالم: باب نظر المظلوم _صحيح مسلم؛کتاب البر: تراحم المومنين
174_ (تاريخ طبري: 2ټوک، 319 مخ )
175_( صحيح بخاري؛کتاب الجماعه )
176_( بحارالانوار:72ټوک ،6 مخ _کنز العمال : 103327 حديث)
177_( صحيح بخاري:1ټوک ،154مخ _ ابن سعد؛ طبقات: 1ټوک،137 مخ )
178_( روضة الواعظين:2ټوک ،327 مخ )
179_( الموطا:2ټوک،929 مخ _ سنن ابې داود؛ کتاب الجهاد )
180_ (احزاب:21)
181_ ( ممتحنه :4)
182_ ( صحيح بخاري؛ کتاب البيوع _ صحيح مسلم؛ کتاب البر_ کنزالعمال؛24676 حديث )
183_ ( صحيح بخاري؛کتاب الانبيا_ صحيح مسلم؛کتاب التوبه ))
184_( مستدرک الوسايل :2ټوک،363 مخ)
185_( صحيح بخاري؛ کتاب الصلوة : باب صلوةالجماعة_ صحيح مسلم؛ کتاب المساجد_ شيخ طوسي؛ تهذيب:3ټوک،25 مخ )
186_ (بحارالانوار: 77 ټوک، 137 مخ )
187_(کنز العمال: 43824 حديث)
188_(بحارالانوار:2ټوک ،25 مخ )