تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه يوولسمه برخه پر امام حسين د اصحابو کرامو (رضى الله عنهم) ویر د اصحابو سيرت ته په کتنې، ډېر ځايونه په سترګو کېږي، چې دوى هم امام حسين ته ماتم کړى، ژړلي يې دي، چې څو بېلګې يې دا دي:   ١_ له کربلا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

يوولسمه برخه

پر امام حسين د اصحابو کرامو (رضى الله عنهم) ویر

د اصحابو سيرت ته په کتنې، ډېر ځايونه په سترګو کېږي، چې دوى هم امام حسين ته ماتم کړى، ژړلي يې دي، چې څو بېلګې يې دا دي:

 

١_ له کربلا سيمې په تېرېدو کې د حضرت علي (ک) وير

حضرت ابن عباس ( رض) وايي: له علي (ک) سره په صفين جګړه کې، د نينوا له سيمې تېر شو، راته يې وويل: (( ابن عباسه! دا سيمه پېژنې؟ و مې ويل: نه مشره. علي وويل: که زما په څېر دې پېژنده، نه ترې تېرېدې؛ خو داچې، زما په څېر به دې ژړل. و يې ژړل، ان چې ږيره يې لمده شوه او پر سينه يې هم اوښکې بهېدې. موږ هم ورسره وژړل. علي (ک) وويل: هېښتيا ده، زموږ له آل ابو سفيان و آل حرب، شیطاني حزب او د کفر له مشرانو سره څه کار؟! پر همدې حال يې وويل: عبدالله! زغمناک وسه، صبر کوه، ډېر يې وژړل، موږ هم ورسره وژړل، داسې چې علي پړ مخ ولوېد او بې هوښه شو او څه وخت روسته په هوښ شو)).

اصبغ بن نباته(رض) هم وايي: (( له امام علي سره د کربلا له ځمکې تېرېدو، د شهيدانو د سپرېدو، پلي کېدو او وژنې ځايونه يې راوښوول، و يې ويل: په دې ځاى کې، د آل محمد  ځينې ځوانان وژل کېږي، چې اسمانونه او ځمکې به پرې وژاړي[1])) .

دغسې عبدالله بن نجي، له خپل پلاره روايتوي: له علي سره صفين جګړې ته روان وو، چې ناڅاپه علي (ک) چغه کړه: (( ابا عبدالله! د فرات په څنګ کې تم شه، و مې ويل، څه شوي؟ و يې ويل: يوه ورځ رسول اکرم (ص) ته ورغلم او ژړل يې، و مې ويل: يا رسول الله! چا خپه کړى يې؟ ولې ژړغونى يې؟ و يې ويل: نه! بلکې جبرييل راغى او په فرات کې يې د حسين له وژنې خبر کړم او و يې ويل، خاوره يې غواړې؟ و مې ويل هو! بيا يې، د هغه ځاى يو موټى خاوره راکړه، له هغه وخته مې اوښکې نه درېږي[2])) .

پر خپل زوى؛ امام حسين، د امام علي (ک) ژړا، په يوازې ځان، لارويانو ته يې پوره حجت دى؛ ځکه علي (ک) د محمد مصطفى (ص)، د علم د ښار ور، د نوح بېړۍ ته ورته، باب حطه او هغه دى، چې حق و حقيقت يې پر چورليز چورلي….

 

٢_ پر امام حسين، د ابن عباس (رض) وير

سبط بن حوزي په تذکرة الخواص ١٥٢ مخ کې کاږي: (( له کله چې امام حسين شهيد شو؛ نو ابن عباس تر ړوندوالي ورپسې ژړل)).

 

٣_ پر امام حسين د انس بن مالک (رض) ماتم

قندوزي حنفي په ((ينابيع الموده)) کې روايتوي: (( چې ابن زياد ته يې د امام حسين مبارک سر راوست، په يوه خانک کې يې کېښود او په خپله لکړه يې د امام غاښونه وهل، ويل يې: ددې غاښونو په څېر، غاښونه مې ليدلي نه دي. انس (رض) ورسره و، و يې ژړل او و يې ويل: حسين ډېر رسول اکرم (ص) ته ورته دى[3])) .

 

٤_ پر امام حسين د زيد بن ارقم (رض) وير

په روايت کې راغلي: ((زيد بن ارقم (رض)، د عبيد الله بن زياد په مجلس کې ناست و، دا صحنه يې چې وليده، ابن زياد ته يې وويل: لکړه دې د حسين له سر و غاښونو لرې کړه، پر الله تعالی قسم، په ځلونو شاهد وم، چې رسول اکرم (ص) د حسين شونډې او غاښونه ښکلول، بيا زيد بن ارقم (رض) وژړل، ابن زياد وويل: که صحابي نه واى وژلې مې. زيد بن ارقم (رض) ددې خبرې په اورېدو پاڅېد، و يې ويل: خلکو! تردې روسته، د غير الله بندګان شوئ؛ ځکه د فاطمې زوى مو وواژه او د ابن مرجانه زوى مو خپل امير کړ، پر الله تعالی قسم! دا به ستاسې نېکان ووژني او بد کاران به درباندې لاسبري او تاسې به خپل بندګان کړي. هغه دې د الله تعالی له لورنې لرې وي، چې په ذلت او خوارۍ خوشحاله شي. بيا يې وويل: د زياد زويه! اوس يو روايت درته وکړم، چې درته به دروند وي او ښه دې غوسه کوي: يوه ورځ نبي اکرم (ص) امام حسن په ښي ورون او امام حسين په کيڼ ورون کېنولي وو. بيا يې لاسونه د دواړو پر سرونو کېښوول او دعا يې وکړه: خدايه! زه دا دواړه زامن مې او وړ مؤمنان (چې په تفاسيرو کې په امام علي تفسير شوى دى) درسپارم. اوس اى د زياد زويه! د رسول اکرم (ص) سپارل شوي درسره څنګه دی او څرنګه ورسره وچلېدې؟![4])) .

 

۵-پر امام حسين د ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنها ویر

حضرت ابن عباس (رض) وايي:

(( په خپل کور کې ويده وم، د ام سلمه د کور په سختو ژړاګانو راويښ شوم، ورغلم. د مدينې ډېر نارينه او ښځې راټولې شوې وې. و مې ويل: ولې دومره ژاړئ؟ چا ځواب را نه کړ. ام سلمې هاشمې ښځو ته وويل: )) د عبدالمطلب لوڼو! راسره واړئ او راشئ، چې وژاړو. پر الله تعالی قسم، ستاسې ښاغلى او د جنتي ځوانانو ښاغلى يې شهيد کړ، پر الله تعالی قسم، چې د رسول الله (ص) ځوځات او خوشبويه ګل شهيد شو[5])) .

ابن عباس وايي_ و مې پوښتل: چا خبر کړئ؟ و يې ويل: همدا اوس مې رسول الله (ص) په خوب کې وليد، چې دوړې ورباندې وې، ورته مې وويل: ولې دې پر مخ دوړې پرتې دي؟ و يې ويل: (( زوى مې حسين او کورنۍ يې ووژل شوه، د دوى جنازې مې ښخې کړې. ام سلمه وايي: له خوبه راويښه شوم او هغه خاوره مې ساتلې وه، چې حضرت جبرييل، پېغمبراکرم (ص) ته ورکړې وه، و مې ليده، چې وينه شوې وه! _ابن عباس وايي_ هغه ورځ پر حسين د ماتم، وير او غم ورځ وه)).

امام احمد بن حنبل، د حضرت ابن عباس روايت داسې راوړى: (( پېغمبر اکرم (ص) مې د عاشورا پر ماسپښين په خوب کې وليد، چې خپه او دوړې پرې پرتې وې. په لاس کې يې د وينې بوتل و! ورته مې وويل: رسول الله (ص)! مورو پلار مې درځار، دا بوتل څه دى؟ و يې ويل: دا د حسين او د هغه د يارانو وينه ده، چې نن يې له ګهيځه په راټولولو لګيا وم. ابن عباس وايي: دا ورځ مې ياد وساتله، بيا جوته شوه، چې حسين پر هماغه وخت شهيد شوى دى![6]))

حافظ ترمذي هم په ((الجامع الصحيح)) کې له ((سلمى)) همدا خوبؤ له حضرت ام سلمې رضى الله عنها روايت کړى دى.

د امام حسين، اتلسو تنو اهل بيتو او ٥٣ تنو يارانو تر شهادت روسته يې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په شتون کې، له ام سلمه بي بي کره، د وير غونډه جوړه شوه.

عماد الدين ادريس قريشي، په ((عيون الاخبار)) کې روايتوي: چې ام سلمه د امام حسين له شهادته خبره شوه، په نبوي جومات کې يې قبه او توره خيمه ولګوله او تورې جامې يې واغوستې[7]))

د هاشميانو او د پېغمبراکرم د مېرمنو ویربولي، مسلمانانو ته غوره دليل دی، چې ویربولي باید ژوندۍ وساتي، په تېره داچې، د امام حسن تر شهادت روسته، د امام حسين په شتون کې، د هاشميانو ویربولي او د امام حسين تر شهادت روسته، د امام زين العابدين او امام باقر په شتون کې ویربولي.

 

٦_ د امام حسين پر شهادت د بني هاشمو د ښځو ویر

احمد بن ابي عبدالله برقي، له عمر بن علي بن الحسين نه روايتوي: (( د حسين بن علي تر شهادت روسته، د بني هاشمو ښځو تورې جامې او د وژغن پېړې جامې اغوستې او له تودوخې او سړښته يې شکايت نه کاوه او پلار مې علي بن الحسين ویرجنو ته خواړه چمتو کول[8])) .

د هاشميانو دا کړه وړه او سيرت _چې د نړۍ عزتمنې ښځې وې_؛ لکه د سيد الشهدا خويندې، مېرمنې او لوڼې او نور بني هاشم او د ام سلمې او زينب کبرا په څېر ښځې، چې د امام سجاد په شتون کې يې ویربولي کوله، راته ښه بېلګه کېداى شي.

خالد بن سرير، امام صادق وپوښت: د پلار، مور، رور يا خپلوانو په مړينه کې د جامو څېرولو حکم څه دى؟ ورته يې وويل: (( د حسين بن علي په شهادت کې فاطمي ښځو ګرېوانونه څيرې او خپل مخونه يې زخمي کړل او په دغسې پېښو دغسې ښايي[9]))

شيخ عباس قمي په ((منتهى الامال)) کې ددې حديث تر روايت روسته کاږي: ((له دې حديثه د عصمت کورنۍ عظمت څرګندېږي؛ ځکه امام، د سيد الشهداء په مصيبت کې د علي او فاطمې د لوڼو کړنې، دليل راوړي، چې څرګنده کړي، په ویر او غم کې يې د شرع پرخلاف کوم کار نه دى کړى او د دوى سيرت، جواز راکوي)).

د امام حسن عسکري (رح) په سيرت کې هم روايت شوى، چې ده، د خپل پلار امام هادي په مړينه کې، خپل ګرېوان څيرې کړى و او د (( ابن عون)) نيوکه يې وځوابوله: (( ناپوهه! څه پوهېږې. حضرت موسى (ع) هم خپل رور هارون (ع) ته ګرېوان څيرې کړ[10])) .

له همدې لامله، نه يوازې ددې کړنې په جواز قايل دي؛ بلکې ځينې، د امام حسن عسکري، د کړنې په پار، د استحباب حکم هم لرې نه دى ګڼلى[11].

 

 

[1] خوارزمي، مقتل الحسين: ١٦٢ مخ، باب ثامن. ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٢٥ مخ. نصر بن مزاحم، صفين کتاب: ٥٨ مخ.

 

[2] امام احمد حنبل، مسند: ١/٨٥. ذهبي، سير اعلام النبلاء: ٣/٢٨٨ مخ. ابن ابى شيبه المصنف: ٨/٦٣٢ مخ. کتاب الفتن: ٢٥٩ مخ. ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٣ مخ.

[3] شيخ سليمان قندوزي حنفي، ينابيعع الموده: ٣٨٩ مخ. ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٨ مخ. ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٥٦ مخ.

 

[4] ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٨ مخ.ابن جوزي، تذکرة الخواص: ٢٥٧ مخ.ابن اثير، الکامل فى التاريخ: ٤/٨١ مخ.قسطلاني، ارشاد الساري: ٦/١٢٩ مخ.ابو حنيفه دينوري، اخبار الطوال: ٢٦١ مخ.د کنزالعمال غورچاڼ: ٥/١١٢ (د امام احمد حنبل د مسند له لمنليک سره).

[5] ابن اثير تاريخ: ٤/٤٠٥. بحار الانوار: ٤٥/٢٣٠ مخ، ٤٢ باب.

[6] امام احمد حنبل، مسند: ١/٢٨٣ مخ.

[7] عماد الدين ادريس قريشي، عيون الاخبار و فنون الاثار: ١٠٩ مخ.

سيد هاشم بحراني، مدينة المعاجز: ٤/١٩٦ مخ.

[8] ابن عساکر، تاريخ مدينه دمشق: ٢٠٩ مخ. ابن سعد، طبقات الکبرى: ٨ ټوک، ١٦٩ ګڼه روايت. حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٣/١٧٣. ابن اثير اسد الغابه: ١/٤٩٣ مخ.

[9]شيخ طوسي، تهذيب الاحکام: ٨/٣٢٥، ٤ باب، ٢٣ ګڼه حديث.

[10] شيخ حر عاملي، وسائل الشيعه: ٢/٩١٧ مخ، ٨٢ باب، ابواب دفن

[11] محمد حسن نجفي، جواهر الکلام: ٤/٣٦٩_ ٤٧٠ مخونه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست