بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : لمونځ لمونځ دوه ډوله دى: واجب (فرض) او مستحب. ستر لمونځونه ورځنې پنځګوني لمونځونه دي، چې د ټولو مسلمانانو پرې اجماع ده او چې څوك ترې منكر شي، يا ترې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پينځګونې فقه
حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري
ليکوال: محمد جواد مغنيه
ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد
موضوع : لمونځ
لمونځ دوه ډوله دى: واجب (فرض) او مستحب. ستر لمونځونه ورځنې پنځګوني لمونځونه دي، چې د ټولو مسلمانانو پرې اجماع ده او چې څوك ترې منكر شي، يا ترې غاړه وغړوي، مسلمان ندى، كه څه هم شهادتين (د شهادت كلمې) ووايي، ځكه لمونځ د اسلام له ركنونو دى او وجوب (فرضيت) د دين د اړتيا په توګه ثابت دى،چې د نظر، اجتهاد، تقليد او پوښتنى ځای پكې نشته.
د مستۍ يا لټۍ له امله،چې پر فرضيت يې ايمان هم وي،د لمانځه پرېښوونكي (تركوونكى) په حكم كې اختلاف دى. مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: وژل يې پكار دي.
حنفيانو ويلي دي: يا دې لمونځ وكړي او يا دې تر ژونده بندي وي .
اماميانو ويلي دي كه څوك ديني فرايض لكه لمونځ،زكات،خمس،حج او روژه پرېږدي، د حاكم يا واكمن د رايې درناوى دې وشي؛خو كه بيا هم سم نشو،دويم ځل دې هم درناوى وشى. كه توبه يې ونه ايسته ،درېم ځل دې هم (د واكمن د رايې) درناوى وشى. خو كه څلورم ځل بيا هم ټينګ وي؛نو ودې وژل شى. (1)
نفلي لمونځونه:
مستحب لمونځونه څو ډوله دي، چې يو يې ورځني نفلي لمونځونه دي، چى مذهبونه يې د ركعتونو په شمېر كې يوه خوله ندي.
شافعيانو ويلي دي:يوولس ركعته، دوه ركعته د سهار تر لمانځه مخكې او دوه د ماسپښين تر لمانځه وړاندې، دوه دوه ركعته د ماسپښين،ماښام او ماسخوتن تر لمونځونو وروسته او يو ركعت وتر يا وتيره دي.
حنبليانو ويلي دي لس ركعته دي، دوه ركعته تر ماسپښين مخكې او دوه وروسته دي او دوه دوه ركعته د ماښام، ماسخوتن او سهار تر فرضو وروسته دي.
مالكيانو ويلي دي: په فرضي لمونځونو پسې نفلونه ټاكلى شمېر نلري؛خو غوره يې تر ماسپښين او ماښام وروسته څلور ركعته دي.
حنفيانو ويلي دي: په فرض لمونځونو پسې نفلونه پر مسنونو او مندوبو ويشلي دي. (2)
مسنون لمونځونه پنځه دي: دوه ركعته تر سهار مخكې او څلور تر ماسپښين مخكې او دوه دوه ركعته (له جمعې پرته) تر ماسپښين، ماښام او ماسخوتن وروسته.
اماميه وو ويلي دي: ورځني نفلي لمونځونه څلور دېرش دي: اته ركعته د ماسپښين دي، چې تر ماسپښين لمانځه وړاندې كيږي،اته ركعته د مازيګر نفل دي،چې تر لمانځه وړاندې كيږي.څلور ركعته د ماښام دي،چې تر لمانځه وروسته كېږي او دوه ركعته دماسخوتن دي، چې تر لمانځه وروسته په ناسته كېږي او يو ركعت شمېرل كېږي او وتيره (وتر) يې بولي، اته ركعته د شپې نفلي لمونځ دي، دوه ركعته د شفع كيږي ، او يو د وتر دى، دوه ركعته د سهار نفل دي، چې د فجر يا سهار لمونځ باله شي.
د ماسپښين او مازيګر وخت :
فقها لمونځ له ماسپښينه پيلوي؛ځكه دا لومړنى لمونځ دى،چې فرض شوېدی، ورپسې د مازيګر، ماښام، ماسخوتن او سهار دي، پنځګوني لمونځونه د اسرا ء پر شپه په مكه كې د بعثت پر نهم كال فرض شول. دا خبره د اسراء سورې له 78 ايت نه څرګنده ده:
أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا
ژباړه: د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر وروستۍ تيارې [=نيمې شپې ] پورې لمونځ وكړه او (په تېره بيا) د ګهيځ د لمانځه (پرکولو پابند اوسه؛ ځکه) چې د ګهېځ (لمانځه) ته (د شپې او ورځې پرېښتې) حاضرېږي. (اسراء/78)
پدې ايت كې د پنځګونو لمونځونو تفصيل راغلى دى.
ټول مذهبونه مني، چې لمونځ د وخت تر رارسېدو وړاندې جايز ندى، چې كله لمر له نمايي اسمانه لويديځ لور ته په كږېدو شي،د ماسپښين وخت ته ورننوځي،چې په اندازه او بريد كې يې اختلاف دى.
اماميانو ويلي دي: د ماسپښين د لمانځه ځانګړې وخت د سيورى د كږېدو (زوال) له پېله تر هغه وخته،چې ايله څلور ركعته پكى وشي او د مازيګر د لمانځه ځانګړې وخت د ورځې له پايه تر هغه وخته،چې ايله څلور ركعته پكې وشي او د لمانځه په پوره كولو ماښام كېږي او د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو ترمنځ وخت ددې دواړو لمونځونو ته ګډ وخت ګڼي.(3)
ځكه يې ويلي دي: چې ماسپښين او مازيګر لمونځ په ګډ وخت كې جايز دى. (4)
او كۀ له پايه څلورو ركعتونو د ويلو پۀ اندازه وخت ؤ، د مازيګر لمونځ پر ماسپښين د مخه كيږي، بيا دې ورپسې د ماسپښين لمونځ د قضا پۀ نوم وكړي.
څلورګونو مذهبونو ويلي دي: د ماسپښين د لمانځۀ وخت د لمر د زوال له پيله تر دې چې د هر شي سيورى د همغه شي سره برابر شي، كه لدې كچې سيورى ډېر شو، د ماسپښين د لمانځه وخت تېر شوېدى؛خو شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: دغه كچه پۀ اختياري ځانګړتيا پورې اړه لري؛خو سودايي،د ماسپښين وخت ته تردې كچې وروسته دوام وركوى. اماميانو ويلي دي: د سيوري اوږدوالى د اصل شي پۀ كچه د ماسپښين د فضيلت وخت دى او د هغه دوه برابره د مازديګر د لمانځه د فضيلت وخت وي.
احنافو او شافعيانو ويلي دي: د مازيګر وخت د شي دسيوري له زياتوالي د خپل ځان پۀ كچه برابر پيلېږي اّن تر لمر لويدو پوري.
مالكيانو ويلي دي: مازيګر ته دوه وخته دي، لومړی پۀ خپل واك، دوهم بېړنی، په خپل واك د سيوري زياتيدل له خپله شي پيل ان د لمر تر ژيړوالي پورې وي او بېړنى له ژيړوالي تر لمر لويدو پورې دى. حنبليانو ويلي دي: يو سړي چې د مازيګر لمونځ تر هغو پورې وځنډوي چې د هر شي سيورې د شي له دوه برابره واوړي، د هغو لمونځ تر لمر لوېدو پورې اداء كېږي؛خو هغه لمونځ كوونكى چې دغه وخت نور هم ځنډوي ګناه يې كړېده، ځكه پر هغه حرامېږي او حنبليان پدې قول كې له ډيرو مذاهبو ځانګړي دي.
د ماخوستن او ماښام د لمانځونو وخت :
شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: ماښام د لمر د سترګې له وركېدو پيل او له سوربخن مزي سره د لمر لويدو له خوا پاى ته رسېږي.
مالكيانو ويلي دي: د ماښام وخت لږ او بيل دى. او هغه د لمر لويدو له لومړي سره د هغه وخت پۀ اندازه دى چې د اوداسه او اذان او د ماښام د لمانځه له مخې ورته اړتيا ده، او د هغه ځنډول واكمن ته ندي روا؛خو د ماښام وخت پۀ بېړنيو حالاتو كې تر سپيده چاوده پورې دوام لري او د ماښام د ځنډولو ناروا والى له لومړي وخته يواځې مالكيانو بللى دى.
اماميانو ويلي دي: د ماښام د لمانځه ځانګړى وخت د لمر لويدو (1) له پېله هغه د ادا كولو پۀ اندازه سره دى. او د ماخوستن د لمانځه خاص وخت د هغه د ادا كولو په اندازه له نيمې شپې را پدې خوا او د دغو دوو وختونو ترمنځ د ماښام او ماخوستن تر منځ شريك وخت دى او پدې حال كې د دواړو لمونځونو (ماښام او ماخوستن) يوځاى پدې وخت كې ادا كول روا دي.
او دا اختياري حكم دى؛خو په بېړني حالت كې د هېريدو يا بېدۀ كيدو له كبله ددغو دوو لمونځونو وخت تر سپيده چاوده پورې دوام لري او د ماخوستن لمونځ خاص د شپې په اخر او د ماښام لمونځ خاص د شپې د نيمايي له اوله د ادا كولو تر وخته پورېدى.
د سهار د لمانځه وخت :
د ټولو مذهبونو په اتفاق سره دسهار د لمانځه وخت له صادق سپيده چاوده د لمر تر راختو پورې دى، پرته له مالكيانو چې ويلي يې دي: سهار ته دوه وخته دي: اختياري وخت له سپيده چاوده د خلكو د مخ تر پيژندلو پورې او بېړنې وخت د خلكو د مخ له پيژندلو تر لمر راختو پورې.
(1)- د اماميه وو په وړاندې د لمر د سترګې له ننوتو سره سم ماښام دى، همغه شان چې د څلورګونو مذهبونو پۀ نزد وي؛خو اماميه وو ويلي دي: د لمر د سترګې پټېدل سملاسي د سترګو له نظره د پټيدو سره ندى، بلكې ښايي د لمر ختو له خوا د سور مزي جګوالى د يوه سړي د ونې د جګوالي په كچه وي، ځكه د ختيځ له خوا لويديځ لوري ته سيورى پرېوځي او د ختيځ سور مزى د لمر د نور انعكاس دى پر هغه او هر څومره چې لمر ټيټېږي دغه انعكاس پورتۀ ځي؛خو هغه څه چې مې واوريدل، د روژې په مياشت كې اماميه،څو ستورې راونه خېژي،روژه نۀ ماتوي، بلكي هغه يې د فقې په كتابونو كې ردكړيده، او د هغوى په ګومان چې ستوري تر لمر لوېدو وروسته او لمر راختو د مخه وي يو روايت راغلى چې:ملعون بن معلون دى چې څوك ماښام تر هغو پورې وځنډوي،څو اّسمان له ستورو ډك شي. او ويلي يې دي: دغه رد د ابى الخطاب له ډلې سره د هم غږو پيروانو پر خطابيه دى،او هغوى بدعتيان دي،ويل شويدي امام صادق فرمايلي دي: اهل عراق ماښام تر هغو پورې ځنډوي تر څو چې اّسمان له ستورو ډك شي. بيا يې وفرمايل: دا د خداى د دښمنانو، (ابى الخطاب كار دى.)
“له امام صادق عليه السلام د ” من لايحضره الفقيه باب فى مواقيت الصلاه كتاب پۀ 142 مخ كې چې پۀ 1390 ه كې چاپ شوى روايت راغلى دى”
د خطابيى ډله د ابى الخطاب محمد بن ابى زينب الاجدع اسدي پيروان دي چې د شيعه غلاتو او اسماعيليه ډلې يو ښاخ ګڼل شوېدي او هغوى وايي چې په هره زمانه كې دوه رسوله دي، يو يې ويونكى او بل يې ګونګى. پس محمد (ص) يې ناطق رسول او علي (ع) يې صامت (ګونګى) رسول دى او پدې اړه يې د خداى قول چې فرمايلې يي دي: “ثم ارسلنا رسلنا تترا” تاويل كړېدى او لدې هم پورته تللي دي او ويلي يي دي: محمد (ص) او علي (ص) خدايان دي، چې كله دا خبره حضرت صادق (ع) ته ورسيده پر هغوى يې لعنت ووايه او د برائت اظهار يې وكړ،دې ډلې تر حضرت صادق (ع) وروسته وويل: ابى الخطاب يو مرسل پيغمبر ؤ چې حضرت صادق (ع) هغه راوليږلو او د محمد بن اسماعيل بن امام جعفر صادق (ع) پر امامت باوري دي. (فارسي ژباړن)
قبله:
مذهبونه سره يوه خوله دي چې كعبه قبله ده؛خو دهغه چا د قبلې په اړه چې نږدې دى او قبله ويني، او هغه څوك چې لرې دى او قبله نۀ ويني سره مخالف شويدي.
احنافو،حنبليانو،مالكيانو او له اماميانو ځينو يې ويلي دي:د لرې سړي قبله همغه خوا ده چې پر هغه خوا كعبه واقع ده نۀ خپله كعبه.
شافعيانو او ډيرو اماميانو ويلي دي: بې له څۀ توپيره لرې او نږدې سړي ته خپله كعبې ته مخ كول واجب دي، نو كه په عين كعبه يې باور راغۍ چې معلومه ده همغه مخامخ قبله ده، او كه نه؛ نو پۀ ګومان دې كفايت وكړي. ښكاره خبره ده چې له لرې څوك نشي كولى دا قول حقيقت وګني،ځكه دا ستونزه حال دا چې ځمكه كروي ده محاله ده، پر همدې بنا د لرې سړي قبله هغه خوا ده چې كعبه هغې خوا ته واقع ده نۀ خپله كعبه.
پر قبله ناپوه:
هغه څوك چې د قبلې پېژندل ورته ګران وي،واجبه ده چې حقيقت وپلټي او زيار وباسي ،څو پوه شي او يا ګومان وكړي چې قبله پر يوه بيله خوا ده، كه باور او يا ګومان يې رانغی څلورګونو مذهبونو بې له شافعيانو او ځينو اماميانو ويلي: هرې خوا ته يې چې وغوښتل لمونځ دې وكړي لمونځ يې صحيح دى او بيا كول يې پرې واجب ندي.
ډيرو اماميانو ويلي دي: بايد د امر منلو ته،پدې خاطر چې پر واقع يې عمل ترسره كړى وي څلورو خواوو ته دې لمونځ وكړي،او كه د څلور ځلې او څلورو خواوو ته د لمونځ كولو وخت نۀ ؤ يا بې وسه شو چې څلورو خواوو ته لمونځ وكړي، كومو خواوو ته چې كولى شي لمونځ دې وكړي. (5)
مسئله:كه پرته له قبلې كوم بل لوري ته لمونځ وشي او بيا وروسته سهوه معلومه شي، اماميانو ويلي دي: كه د لمانځه په مينځ كې معلومه شي چې ښۍ يا كيڼه خوا ده،پاتې نور لمونځ دې مخامخ د قبلې پر خو اوګرځوي؛خو كه قبلې ته يې شا وي لمونځ باطل او بيا يې دې له سره وكړي، او كه د لمانځه تر پاى ته رسولو وروسته د قبلې لورى معلوم شو،حال دا چې وخت وي بايد له سره يې وكړي او كه نه؛ نو همغه پاتې دې وكړى.
او له اماميه وو ځينو يې ويلي دي:هر كله چې له قبلې كوږوالى كم وي كه د لمانځه پر وخت وي يا پرته له لمانځه په نورو وختو كې بيا له سره كول يې ندي پكار؛خو كه د ختيځ يا لويديځ پر خوا وي.
كه پر لمانځه و بيا يې دې له سره وكړي، او تر لمانځه پرته په نور وختو كې د لمانځه بيا كول لازم ندى. حال دا چې خپل لمونځ يې په خپل وخت يا بې له وخته داسې كړى وي چې قبلې ته يې څټ وي بايد لمونځ له سره وكړي.
احنافو او حنبليانو ويلي دي: هر كله چې قبلې موندلو ته يې پلټنې او زيار و ايست او هيڅ لوري د هغه له نظره غوره والى نۀ لره او هغه يې يوې خوا ته وكړ بيا چې وروسته تيروتنه ښكاره شوه، كه په لمانځه كې و (لمونځ يې كولو) كولى شي هر لوري ته چې د ده باور وي او يا هره خوا چې غوره ورته ښكاري د قبلې په اړه ترجيح وركړي،همغې خوا ته دې مخ واړوي؛خو كه تر لمانځه تماميدلو وروسته پوه شو، لمونځ يې صحيح او پر هغه څه نشته.
شافعيانو ويلي دي: كه په حتمي ډول سهوه ښكاره شوه،د لمانځه بېرته ګرځول واجب دي؛خو كه (ګومان يې راغی)، لمونځ يې صحيح دى او فرق نكوي چې كه د لمانځه په حال كې وي يا ترې وروسته.
د مالكيانو او حنبليانو په نزد هغه سړى چې هلې ځلې او زيار نۀ باسي او تر لمانځه وروسته پوه شي چې لمونځ د قبلې پر خوا دى. لمونځ يې باطل دى؛خو د احنافو او اماميانو په نزد، كه بې لدې چې شك ورته پيدا شي،لمونځ دې وكړي،داسې چې د لمانځه د پيليدو پر وخت د قبلې پر خوا باوري وي، لمونځ يې صحيح دى،ځكه په دې حال كې هغه د نږديوالي نيت او قصد لري.
========================================
يادداښتونه:
(1) _ رئيس المحدثين ابي جعفر الصدوق محمدبن علي بن الحسين بن ابويه القمي – په 381 ه كي مړشوېدى.
(2) _ الفقه على المذاهب الاربعه – د تيمم د اركانو بحث.
( 3) _ د ايت معنى: او كه ناروغه يا مسافر وى. يا مو د اودس ماتي له ځايه څه راووتل يا له ښځو سره يو ځاى شوئ (كوروالى مو وكړ) او اوبه مو ونه موندې، په خاورو تيمم وكړئ ( پر خاورو لاس مښئ) او پر مخ يې راكاږى.)
(4) _ كشف الغطاء- د شېخ الكبير- 79مخ، 1317هگ چاپ
(5) _ د بقره سورت 144 اّيت دا چې د مسجد الحرام دې اّيت ته پام واړول شي “فول وجهك شطر المسجدالحرام” او هم په 11 اّيت كې راغلي دي: هرې خواته دې چې وغوښتل مخ واړوه ” ولله المشرق والمغرب اينما تولوا فثم وجه الله” يوې ډلې وويل؛ لومړنۍ د دې باطلوونكى دى او بلې ډلې وويل د تعجب وړ ده، نه باطلوونكى دى او نه له منځه تلونكى او نه خاص او نه عام او لاره جمع ده د دوو اّيتونو تر مينځ لومړنۍ له هغه چا سره ځانګړتيا لري چې قبله پيژني، نو هغه ته پر پاملرنه څرګنديږي، او دويم يې د هغه اريان دريان له پاره دى چې نۀ پوهيږي. خاص دى او حكم يې دادى چې هرې خوا ته يې وغوښتل لمونځ دې وكړي، دا تر ټولو لنډه ده.