تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لورانداو لورين الله په نامه الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿۱﴾ [الله] د هغو کافرانو کړه وړه ورک [او بې ارزښته] کړل، چې (خلك) يې د الله له لارې منع کړل. (۱) وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ كَفَّرَ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لورانداو لورين الله په نامه
الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ أَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿۱﴾ [الله] د هغو کافرانو کړه وړه ورک [او بې ارزښته] کړل، چې (خلك) يې د الله له لارې منع کړل. (۱)
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ ﴿۲﴾ او هغوى چې ايمان راوړى او ښې (چارې) يې كړي او پر هغه څه چې په حق د دوی د پالونكي له لوري پر ((محمد)) (صلی الله علیه و آله) نازل شوي، ایمان راوړی الله يې ګناهونه ترې ورژول او کاروحال يې ورسم كړ. (۲)
ذَلِكَ بِأَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَأَنَّ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِن رَّبِّهِمْ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللَّهُ لِلنَّاسِ أَمْثَالَهُمْ ﴿۳﴾ دا ځكه چې كافرانو د باطلو لاروي وکړه او مؤمنانو د خپل پالونكي له لوري )د راغلي( حق لاروي وکړه، الله دغسې خلكو ته د دوی (د ژوند) بېلګې ورڅرګندوي.  (۳)
فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاء حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿۴﴾ نو چې (د جګړى په ډګر كې له جنايتكارو) كافرانو سره ونښتئ؛ نو غاړې يې ورپرې کړئ (او دې کار ته دوام ورکړئ) چې ښه يې وځپئ؛ نو (په دې ترڅ كې يې بنديان) كلك وتړئ، روسته ‏ښېګڼه ورسره وكړئ (او خوشې يې كړئ) او يا (د خوشې کېدو په بدل كې) فديه [= غرامت] ترې واخلئ (او دا حالت بايد) تر هغه وي، چې جګړه (مار) خپله وسله پر ځمكه كېږدي. (هو!) دا (د الله حكم دى) او كه الله غوښتلاى؛ نو پخپله به يې غچ ترې اخستى واى؛ خو (غواړي) په يوه بل مو وازمېیي او هغوى چې د الله په لار كې وژل شوي؛ نو (الله) يې هېڅكله كړنې له منځه نه وړي (۴)
سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ ﴿۵﴾ الله به ژر دوی ته ( د لوړ مقاماتو پر لور) لارښوونه وکړي‏ او حال به يې ورسم کړي؛ (۵)
وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ﴿۶﴾ او دوی ورپېژندل شوي جنت ته ورننباسي [چې له پخوا يې ځانګړنې ور په ګوته کړې وې](۶)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿۷﴾ مؤمنانو! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو مرسته به درسره وكړي او پښې به مو ټينګې كړي. (۷)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿۸﴾ او څوک چې کافران شوي؛ نو مرګ پرې! او كړنې دې يې وركې وي؛ (۸)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ﴿۹﴾ دا ځكه چې دوی له هغه څه (قرآن) کرکه وکړه چې الله نازل کړي‏؛ نو الله يې (هم) كړنې تس نس كړې.  (۹)
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ دَمَّرَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلِلْكَافِرِينَ أَمْثَالُهَا ﴿۱۰﴾ نو ايا دوى په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې وګوري؛ تر دوى د ړومبي خلکو پاى څنګه وه، الله دوى وځپل او كافرانو ته همدغسې سزاګانې دي! (۱۰)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ ﴿۱۱﴾ دا ځكه چې الله د مؤمنانو پالندوى (او کار سازى) دى؛ خو د كافرانو پالندوى (او مرستندوى) نشته. (۱۱)
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ ﴿۱۲﴾ په حقيقت كې الله نېکچاري مومنان، هغو جنتونو ته ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او كافران [د ژوند له ظواهرو] ګټه اخلي او د څارويو په څېر خوراک کوي [او ويدېږى] او اور [دوزخ] یې تمځی دى (۱۲)
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِّن قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ﴿۱۳﴾ او ډېركلي وو ( چې اوسېدونكي يې) ستا د هغه كلي (تر اوسېدونكيو) ډېر ځواكمن ول، چې ته یې وايستلې موږ دوی(په داسې شان) هلاك كړل (چې د عذاب په لرې كولو كې) یې هېڅ مرستندوى نه درلود (۱۳)
أَفَمَن كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ ﴿۱۴﴾ نو ايا هغه چې د خپل پالونكي له لوري پر څرګند دليل (روان) وي، د هغه په څېر دى، چې خپل بد کړه وړه ورښايسته کړای شوي او په خپلو ځاني غوښتنو پسې تللي وي؟! (۱۴)
مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاء غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاء حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءهُمْ ﴿۱۵﴾ د هغه جنت بېلګه، چې له متقیانو سره یې ژمنه شوې (د هغه بڼ په څېر ده، چې) د اوبو ويالې پکې دي، چې [رنګ، بوى او خوند يې] نه اوړي او د شيدو لښتي دي، چې خوند يې نه اوړي او څښونکيو ته د خوندورو شرابو ويالې او د نږه شاتو لښتي دي او په دې (بڼ) كې ورته هر ډول مېوې وي او (تر دې ټولو اوچته خو) د خپل پالونكي (ورته) بښنه ده! (ايا د دغسې په زړه پورې بڼ څښتن) د هغه چا په څېر دى، چې تل په اور كې دى او داسې خوټېدلې اوبه پرې ورڅښل كېږي (چې) كولمې به يې ټوټې ټوټې کړي؟! (۱۵)
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّى إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِندِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا أُوْلَئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءهُمْ ﴿۱۶﴾ او له دوی ځينې [په ظاهر کې] درته غوږ نيسي؛ خو چې درنه بهر ووځي (؛ نو) پوهانو ته (په ملنډو) وايي: (( (دې سړي) همدا اوس څه وويل؟!)) دا هغه كسان دي، چې الله یې پر زړونو ټاپې وهلي او په خپلو هوسونو پسې تللي‏ دي (؛ نو ځكه پر څه نه پوهېږي). (۱۶)
وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى وَآتَاهُمْ تَقْواهُمْ ﴿۱۷﴾ او هغوى چې سمه لار موندلې (الله) يې ښيون ورزياتوي او دوی ته یې د خپلې پرهېزګارۍ (توفیق) ورکړ.  (۱۷)
فَهَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً فَقَدْ جَاء أَشْرَاطُهَا فَأَنَّى لَهُمْ إِذَا جَاءتْهُمْ ذِكْرَاهُمْ ﴿۱۸﴾ نو ايا دوى [= كافران] يوازې د ساعت (راتلو) ته سترګې پر لار دي، چې یو ناڅاپه ورته راشي (نو هله ايمان راوړي، خو) په رښتيا یې نښې راغلې دي؛ نو چې (پخپله قيامت) ورته راشي؛ نو پند اخستل (او ايمان) به يې څه ګټه (ورته) ونلري. (۱۸)
فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ ﴿۱۹﴾ نو پوه شه، چې په حقيقت کې بې له “الله” هېڅ معبود نشته او د خپلو ګناهونو او هم نارينه او ښځینه ايمانوالو ته بښنه وغواړه او الله مو له تلو راتلو او مېشتځي [: له هلو ځلو، موقعیته، اندیزو او عملي تړاوونو] خبر دی.  (۱۹)
وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَأَوْلَى لَهُمْ ﴿۲۰﴾ او مؤمنان وايي: ((ولې (د جهاد په باب) كوم سورت نه نازلېږي؟!)) نو چې کوم څرګند سورت نازل شي او جګړه پکې ياده شوې وي (؛ نو) ناروغ زړي داسې درګوري؛ لکه پر چا چې د مرګ بې هوښي خوره وي؛ نو همدا (مرګ او پوپنا کېدنه) ورته غوره ده! (۲۰)
طَاعَةٌ وَقَوْلٌ مَّعْرُوفٌ فَإِذَا عَزَمَ الْأَمْرُ فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ ﴿۲۱﴾ (خو زموږ لارښوونه: ) امر منل او سنجول شوې خبرې کول دي؛ نو چې د كار (جهاد) هوډ وکړای شو؛ نو كه له الله سره يې رښتينولي کړې واى؛ نو هرومرو ورته غوره وه. (۲۱)
فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِن تَوَلَّيْتُمْ أَن تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ ﴿۲۲﴾ خو كه (له دې لارښوونو) مخ واړوئ؛ نو لرې نه ده، که واک په لاس درشي، پر ځمكه به فساد پيل كړئ او د خپلې خپلولۍ مزي به پرې كړئ؟! (۲۲)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ ﴿۲۳﴾ دوی هغه کسان دی، چې الله رټلي؛ نو ځکه یې کاڼه کړي او سترګې یې ورړندې کړي دي.

 (۲۳)

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ﴿۲۴﴾ نو ايا دوی په قرآن كې غور او اندنه نه كوي يا یې پر زړونو (د غفلت او رخې) کولپونه پراته دي.  (۲۴)
إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ ﴿۲۵﴾ په حقيقت کې هغه کسان، چې د سمې لارې تر روڼتيا روسته، بېرته پر څټ وګرځېدل او (حق ته يې شا كړه)، شيطان (بد ‏كړه وړه) ښكلي ورته انځور كړل او په اوږدو هيلو يې تېر ايستي دي؛  (۲۵)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ ﴿۲۶﴾ دا ځكه چې دوى د الهي وحې د نزول کرکجنو ‏ته وويل: ((ژر به په ځينو چارو كې ستاسې (خبره) ومنو. )) حال دا، الله یې پر پټو (خبرو، مشورو او دسیسو) ښه پوهېږي.  (۲۶)
فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ ﴿۲۷﴾ نو هغه مهال به د دوی حال څنګه وي، چې (د مرګ) پرښتې يې پر مخونو او څټونو وهي (او ساه ترې اخلي) ؟! (۲۷)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمُ اتَّبَعُوا مَا أَسْخَطَ اللَّهَ وَكَرِهُوا رِضْوَانَهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ ﴿۲۸﴾ دا ځكه دوی د هغه څه لاروي وكړه، چې الله پرې غوسه كېږي او د ده (الله) خوښي يې نه خوښوله؛ نو (الله) يې كړه وړه تس نس كړل. (۲۸)
أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَن لَّن يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ ﴿۲۹﴾ ايا هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده، انګېرلې، چې الله به د دوی كينې ښكاره نه کړي؟!. (۲۹)
وَلَوْ نَشَاء لَأَرَيْنَاكَهُمْ فَلَعَرَفْتَهُم بِسِيمَاهُمْ وَلَتَعْرِفَنَّهُمْ فِي لَحْنِ الْقَوْلِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۰﴾ او كه وغواړو هرومرو به دوی دروښيو؛ نو له څېرو به یې وپېژنې او د خبرو اترو له څرنګوالي يې هم پېژنداى شې او الله مو د كړنو [په ظاهر او باطن] پوهېږي. (۳۰)
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنكُمْ وَالصَّابِرِينَ وَنَبْلُوَ أَخْبَارَكُمْ ﴿۳۱﴾ او البته موږ تاسې (ټول) ازمېيو، چې معلوم شي په تاسې کې مجاهدين او صابران څوک دي؟ او ستاسې (په اړوند) خبرونه او ځانګړنې وڅېړو (او وارزوو، چې تر کومه بريده سمې دي). (۳۱)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ ﴿۳۲﴾ په حقيقت کې هغوى چې كافر شول او نور یې د الله له لارې منع کړل او دوی د سمې لارې تر ورڅرګندتيا روسته (د الله) له استازي سره مخالفت وکړ ‏(؛ نو) هېڅکله الله ته د هېڅ شي زيان وررسولای نشي او ډېر ژر به(الله) د دوی  ټول كړه وړه تس نس كړي. (۳۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۳﴾ مؤمنانو! د الله اطاعت وكړئ او (د الله) د استازي اطاعت وكړئ او خپلې كړنې مه بابیزوئ.  (۳۳)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ مَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ﴿۳۴﴾ په حقيقت كې هغوى چې كافران شول او (خلك يې) د الله له لارې منع کړل، بيا په كفر كې مړه شول؛ نو الله به يې هېڅکله ونه بښي. (۳۴)
فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ ﴿۳۵﴾ نو سستي مه كوئ او (کافران ذلیلې) سولې ته مه رابولئ، چې تاسې برتر ‏[او لاسبري] ياست او الله درسره دى او هېڅکله به ستاسې د كړنو (ثوابونه) كم نه كړي. (۳۵)
إِنَّمَا الحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ ﴿۳۶﴾ په رښتيا د دنيا ژوند خو يوه لوبه او ساتېري ده او كه تاسې ايمان راوړئ او پرهېزګاري وكړئ (؛ نو) الله به يې اجرونه دركړي او (په بدل کې) شتمني مو درڅخه نه غواړي.  (۳۶)
إِن يَسْأَلْكُمُوهَا فَيُحْفِكُمْ تَبْخَلُوا وَيُخْرِجْ أَضْغَانَكُمْ ﴿۳۷﴾ (ځکه) كه په ټينګه هغه ستاسې شتمني درنه وغواړي (؛ نو) کنجوسي كوئ او ستاسې د كينې د ‏رابرسېرېدو لاملېږي.  (۳۷)
هَاأَنتُمْ هَؤُلَاء تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنتُمُ الْفُقَرَاء وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ ﴿۳۸﴾ هو! تاسې هماغه ډله ياست، چې د الله په لار كې لګښت ته بلل كېږئ؛ نو ځینې مو کنجوسي كوي او څوك چې کنجوسي وكړي؛ نو په حقيقت کې یې له ځان سره بخیلي کړې ده او الله موړ دى او تاسې اړمن ياست او كه مخ واړوئ (؛ نو الله) به مو پر ځاى نور خلک راولي، چې بيا به دوی ستاسې په څېر نه وي (او په خلاص مټ به د الله په لار کې لګښت کوي). (۳۸)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!