بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : هغه څه چې اغوستل يې واجب دي اوهغه څه چې هغه ته په وجود كې كتل ناروا دي: دغه موضوع له هغو موضوع ګانو يوه ده چې ډول […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
پينځګونې فقه
حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري
ليکوال: محمد جواد مغنيه
ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد
موضوع : هغه څه چې اغوستل يې واجب دي اوهغه څه چې هغه ته په وجود كې كتل ناروا دي:
دغه موضوع له هغو موضوع ګانو يوه ده چې ډول ډول احكامو له هغو سرچينه نيولې ده. له هغو ټولو هغه حدود چې پر مكلف واجب دي چې ځان يې تر هغو ځايو پورې پټ كړي او هم هغه حدود دي چې له هغو د بل چا ځان ته كتل ناروا دي، سربيره پردې د نسبي يا سببي محرماتو او غير محرماتو ترمنځ توپير او د انسان د كتلو ترمنځ توپير همجنس يا غير همجنس ته او هم د كتلو او لاس پرې وهلو او پرته له هغو د نورو څيزونو ترمنځ توپير له هغو مسئلو دي چې په لاندې ډول راځي.
خپل ځان ته كتل:
1_ مذهبونو د انسان د عورت په پټولو كې چې اّيا خپل ځان ته كتل روا دي كه ناروا، مخالفت ښوولى.
احنافو او حنبليانو ويلي دي: سره لدې چې مخامخ څوك نۀ وي،مكلف ته نده روا چې عورت ته په قصدي ډول وګوري،همدارنګه د خلوت پر وخت د عورت (شرمګاه) لوڅول ندي روا، ترڅوضرورت (اړتيا) ورته پيښه نشي لكه د ميتيازو يا بولو كول يا غسل (ځان مينځل)
مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: ناروا ندي خو مكروه دي؛خو د اړتيا پر وخت ندي مكروه.
اماميانو ويلي دي: حال دا چې بل څوك يې ونۀ ويني نۀ حرام دي او نۀ مكروه.
يوه لطيفه ده له ابن ابي ليلى چې وايي: انسان بايد لوڅ پۀ اوبو كې ونۀ لامبي،ځكه پۀ اوبو كې اوسيدونكي شته. (1)
ښځه او محرمان:
2_ مذهبونه د ښځو په وجود پټولو كې له سړيو څخه پرته،له خپلو ميړونو او مسلمانو ښځو څخه سره مخالفت لري. په بل عبارت د عورت يا شرمګاه حد په ښځه كې نظر داسې ښځې ته چې د ځان په څېر يې وي او داسې چا ته چې دهغې محرم وي يا د خپلوۍ په نسبت سببي دي. (2)
احنافو او شافعيانو ويلي دي:پر ښځه واجبه ده چې د خپل نامه او ورانونو تر منځ يې له نورو ښځو پټ كړي.
مالكيانو او حنبليانو ويلي دي:د نامه له غوټۍ او ورانونو تر منځ دې له پرديو ښځو،او ټول ځان دې له مخ اولاسونو پرته له سړيانو پټ كړي.
ډيرو اماميانو ويلي دي: واجبه ده چې خپل شرمګاه ځايونه له محرمو ښځو او سړيانو پټ كړي،د نور ځان پټول پر شرمګاه سربېره غوره والى لري خو واجب ندى،څو د فتنې ويره نۀ وي.
ښځه او پردي:
3_ هغه څه چې ښځې يې له پردو سړيانو پټ كړي، مسلمانان سره يوه خولۀ دي چې د ښځې ټول بدن پرته له مخ او دوو لاسونو عورت دى. د نور د سورت 31 ايت فرمايي:
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
ژباړه: او مؤمنو ښځو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نۀ ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه خپاره کړي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نۀ ښكاره كوي؛خو له دغو خلكو پرته: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو(بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [=وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نۀ وي،يا هغو ماشومانو ته،چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نۀ وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايې چې بريالي شئ.))
ځكه د ” الا ما ظهر منها” له جملې مقصد مخ او د دواړو لاسونو څپړې دي؛ خو د “خمار” كلمه” يوه ټوټه ده چې ټول سر پټوي خو مخ نۀ پټوى او د “جيب” كلمه تر ستوني لاندې او پر سينه “ټټر” ده، چې ښځو ته امر شوى، پر پړونى دى خپل سر او سينه پټه كړي؛خو د احزاب د سورت 59 اّيت فرمايي:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
ژباړه: پيغمبره! خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه، چې: ((پر خپلو ځانو د خپلو ټكريو پلوونه راخپاره كړي، دا غوره كار دى چې هغوى وپېژندل شي او و به نۀ ربړول شي.(او كه تراوسه ترې خطا او لنډون شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او خداى ډېر بښونكى (او) لوروونكى دى. (احزاب/59)
د نر عورت:
4_ مذهبونو د نر د عورت په كچه كې كه ناظر وي يا منظور خپل مخالفت څرګند كړېدی. يعنې هغه څه چې نر يې بايد د خپل وجود ځينې برخې پټې كړي او هغه چې پر پردي وجود يې بايد سترګې ونۀ لګيږي واجب دي.
احنافو او حنبليانو ويلي دي:پر نر واجبه ده چې د نامه له غوټۍ د خپلو ورنونو (غونډه فاصله) ترګونډو پورې دې بې له خپلې ښځې له نورو ټولو پرديو ښځو او خپلوانو پټه كړي، كه هغه نران وي يا ښځې،محرم وي يا نامحرم؛خو كه د نامه له غوټۍ تر ګونډې پورې له فاصلې پرته چې عورت دى كه نور ځان د نر لوڅ وي روا ده چې ورته وګوري.
مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: د نر عورت ته دوه حالته دي: لومړى اشاره د نر نر ته له نرانو او د خپلو محرمو له ښځو ده، دويم نسبت پرديو ښځو ته دى، په لومړي حالت كې بايد د نامۀ او ګونډو ترمنځ پټ كړي؛خو په دويم حالت كې پرديو ښځو ته د نر ټول وجود عورت دى، كه يې هغه ته وكتل ناروا دي، مګر مالكيانو د نيكبختۍ په صورت كې له خوند اخيستو مخ او لاسونه بېل كړيدي، شافعيانو ويلي دي پردي ته كتل مطلق حرام دي. (3)
اماميانو د هغه څه ترمنځ چې پر ليدونكي او ليدل شوي واجبېږي توپير كړېدى؛نو ويلي يې دي: پر نر د مخ او شا له خوا د شرمګاه پټول ندي واجب؛خو پر پرديو ښځو واجب دي چې بې له خپله مخ او تر څپړو پورې د دوو لاسونو له ښكاره كېدو پرته نور ټول ځان بايد پټ كړي. لنډه دا چې اماميه وايي: نر ته روا ده چې د بل نر وجود ته وګوري او هم د هغې محرمې ښځې وجود ته بې له شرمګاه او خوند اخيستلو وګوري او همدارنګه ښځې ته روا ده چې د بلې ښځې وجود ته او بې له خوند اخيستلو د محرم نر وجود ته له شرمګاه پرته وګوري.
صغير:
5_ د صغير په عورت كې حنبليانو ويلي دي: هغه ماشوم چې عمر يې تر اوو كلو پورې نۀ وي رسېدلی وجود يې عورت نۀ بلل كېږي او مباح دي چې پر بدن يې لاس راكش كړي او تر نهو كلونو ډېر كه هلك وي، له مخه او له شانه دواړه ځايونه يې شرمګاه دي، او كه د بلوغ حد ته ورسيد، د هغه حكم د بالغ حكم دى او د نر او ښځې تر مينځ توپير نشته.
مالكيانو ويلي دي:
د ښځې كتل او لاس راكشكول پر هلك تر اتو كلو پورې روا دي،او تر دولس كلنۍ پورې د ښځې كتل ورته روا دي؛خو لاس دې نه ورباندې كشكوي، كه له دوولسو كالو واوښت،حكم يې د سړي دى.
نرانو ته روا ده چې تر دوو كالو او اتو مياشتو د لږ عمر نجلۍ ته وګوري او لاس پرې راكش كي، او څلور كلنې نجلۍ ته كتل روا او لاس پرې راكش كول ناروا دي.
شافعيانو ويلي دي:ابلوڅيدو(بلوغ) ته د ورنږدې هلك عورت لكه د بالغ د عورت په څېر دى. څوك چې شهوت ستايلى شي،عورت يې لكه د بالغ داسې دى، خو څوك چې بلوغ ته ورنږدې ندى،او په شهوت له سره خبر نۀ وي،عورت يې د بالغ غوندې ندى؛خو هغه نجلۍ چې بلوغ ته ورنږدې نده، كه شهوتي وه، د بالغ په څير ده ( د پېغلې په حساب ده ) او كه شهوتى نه وه؛نو بيا يې عورت د بالغې په څير ندى؛خو دهغې فرج ته كتل بې له خپله لارښوده حرام دي.
اماميه وو ويلي دي: له ځانګړيو نښو نښانو سره پر برابر هلك چې له ماشومتوبه له لرې پرې بيل ښكاري،واجبه ده چې خپل ځان پټ كړي؛خود داسې چا پۀ وړاندې چې له ماشوم سره يې څه توپير نۀ وي د ځان پټول ندي واجب له هغه د اغوستلو په اړه، او د هغه عورت ته د وركتلو د روا والي په ارتباط شيخ جعفر د كشف الغطاء په كتاب كې ويلي دي: د يو داسې چا عورت ته له وركتو ځان ساتنه چې عمر يې تر پنځو كلونو كم وي واجب نده. او پر شهوت سره كورټ ناروا ده، او زما له پاره د اهل بيتو له احاديثو ښكاره شوه چې ورته كتل تر شپږ كلنۍ پورې روا دي، نۀ تر پنځه كلنۍ پورې.
د ښځې غږ:
6_ ټول سره يوه خوله دي چې كه د پردۍ ښځې غږ د خوند يا د فتنې د ډار سبب نۀ وي، عورت يا ستر نده، د جواهر د كتاب مولف دې ټكي ته د واده د برخې د لومړي باب د پر له پسې ژوندانه په وختونو او ښارونو كې د حضرت زهرا (ع) خطبو او د هغې د لوڼو استدلال كړېدى.
همدا ډول د ښځو خبرې د خداى پاك له رسول (ص)، امامانو (ع) او عالمانو سره داسې چې شميره يې له امكانه وتلې خبره ده او نور بايد سړى پرې خپګان ښكاره نكړي چې د ښځو له پخوا زمانو راهيسې په وير،ماتم او ښاديو كى ساندې او اوازونه ويل،او همدارنګه د نر او ښځې يو له بله سره په معاملاتو كې خبرې اترې كړې او دليل يې راوړى دى چې خداى تعالى فرمايلي دي: ” و لا يخضعن بالقول” يعنى خپل غږ دې نۀ نرى كوي چې له اصله منع نده شوې،بلكې له څرنګوالي او خضوع يې منع شوېده.
پرته له حجمه ښكاريدل:
7_ ټول مذهبونه سره يوه خولۀ دي چې د بدن پوستكى پټول واجب دي نۀ د هغه حجم.
د ليكوال څنډه: كه د لباس(كميس،پرتوګ، پوړني او جورابو)رنګ د بدن د بهرنۍ برخې (پوستكي د رنګ پۀ څير وي،داسې چې د هغه دوو تر مينځ څه توپير ونشي، لكه څنګه چې نن په ګوشتي جورابو كې ليدل كېږي؛نو كه داسې لباس وي يا نۀ وي د لوڅ ځان په څير دي. (4)
كتل او لاس پرې وهل:
8_ د ټولو مذهبونو په اتفاق : پر هغې چې هر څومره لاس وهل روا وي ورته كتل هم روا دي او هر څومره چې ورته كتل ناروا دي، لاس ورباندې وهل هم ناروا دي، ځكه چې په خوند او ګټه اخيستلو كې لاس پرې وهل تر كتلو ډير پياوړي دي او د مذهبونو له فقيانو يوه يې هم د كتلو او لاس وروړلو ترمنځ روا والي كې د ملازمت دعوا نده كړې، نو روا ده چې نر د پردۍ ښځې مخ او تر مړوندو پورې دواړو لاسونو ته وګوري؛خو لاس ورباندې وهل بې له شرعي اړتيا روا ندي لكه د ناروغې ښځې علاج چې ډاكټر لاس ورباندې وهي، او ډوبې شوې ښځې ته لاس اچول او له مړينې نجات وركول. په حديث كې له امام صادق (رح) راغلي دي:اّيا نر كولى شي پردى نامحرمې ښځې ته لاس په لاس كې وركړي ويې فرمايل: نۀ، څو لاسونه په څادر او پوړني كې سره پټ نكړي.
احناف د زړې عمر خوړلې ښځې سره لاس كې نيول ګوښي بولي،ځكه د ابن عابدين د كتاب دلومړى ټوك په 284 مخ كې راغلي دي: د ځوانې نجلۍ پر مخ او لاسونو لاس راكښل كه څه هم بې له خونده وي روا ندي، خو د زړې ښځې پر لاس باندې لاس وهل كه له شهوته خلاص وي،بې له كومې ستونزې روا دي او همغې ته لاس په لاس كې وركول چې د شهوت سبب ندي، تاوان نلري.
اماميۀ وو او احنافو بې له شهوت او خونده د محرمو پر بدن لاس وهل روا بللي دي، او شافعيانو لاس وهل د هغه چې هغې ته كتل له محرماتو روا ګڼلي منع كړي او ناروا يې بولي چې يو څوك دې د مور پر خيټه او يا شا لاس ووهي او پنډۍ يې دې ټينګې كړي او مخ يې دې ښكل كړي او هم روانده چې لور او خور يې دهغه پښې وموښي.(5)
كتل او كشف كول:
9_ اماميه وو ويلي دي: د كشف (لوڅ) او د كتلو د روا والي ترمنځ څۀ تړاو نشته؛نو نر ته روا ده چې د خپلې ښځې بې له عورتينو نور يې ټول بدن لوڅ كړي،خو پردۍ ښځې ته نده روا چې په هغه كې سترګې ښخې كړي له ما سره د څلورګونو مذهبونو ټول ډير كتابونه شته، هيچا دې ته ګوته نده نيولې.
زړه ښځه:
10_ خداى پاك د نور سورت په 60 اّيت كې فرمايلي دي:
وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
ژباړه: او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې،چې د نكاح هيله منې نۀ وي؛ نو كه هغوى خپل ټكرى كېږدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛پدې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نكړي؛ خو عفت او پتمني ورته غوره ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى.( نور/60)
دا اّيت تر پايه له پرځاى ناستو ښځو سره او سمه ده چې د واده كولو تمه ورسره نشته پروا نلري چې خپلې جامې لرې كړي. حال دا چې ځان نور سينګار نكړي او ورته د عزت او پردې لاره غوره ده او خداى پاك اوريدونكى او پوه دى. كريمه اّيت پردې دلالت كوي زړې ښځې ته چې ورنه زړبودۍ د واده كولو تمه وړې، روا ده چې مخونه او ويښتان او څپړې يې (6) دې لوڅې وي او د اهل بيتو حديثونه پر همدې دلالت لري پدې شرط چې پخپله يې منځ ته رانۀ وړي او بهر ته نشي؛خو اړونده اړتياوو ته، پدې ډول بيا ورته اغوستل غوره دي. خو د حرامو پيښو د مينځته راتلو له امله روا ندي، ځكه كه ښځه هر څومره كلنه هم شي بيا هم د جنسي اړيكو سرته رسولو ته تياره ده د سمو ښځو په برخه كې اّساني ده علت يې دادى چې هغوى لكه صغيرې داسې دي، د شهوت او خوند په لټه كې ندي او كه فرض شي هغه خوند اوشهوت چې پكار يې وي حكم يې د ځوانې ښځې پۀ څير دى.
په ريښتيا سره اسلام د عمر خوړليو (زړو) ښځو سره نرمي ښوولې او پر ځوانو نجونو يې سختي راوستې ده؛خو زموږ وخت د هغه څه پر خلاف عمل كوي، كوم چې پۀ قراّ ن كريم كې راغلي دي. حال دا چې وينو ځوانان (نران او ښځې) خپل ډول او سينګار پردو ته ښكاره كوي او په خپلو اغوستلو كې لنډ فكري كوي. يواځې خپلې روغتيا ته يې پام وي او هغه ښه ساتي او په څه كې چې خداى ټينګه نيوكه ورباندې كړې ( ټينګار يې ورباندې كړى ) پكې سستوالى كوي “لټي كوي” دوى هغه څه ټينګ نيولي چې خداى پاك هغه اّسانه كړيدي.
========================================
يادداښتونه:
(1)_ المجموع شرح المهذب ، 2ج، 197ص
(2)_ د نور د سورت (31) اّيت كې ويل شويدي، هغه څه چې ښځو ته روا دي خپل د ښايست ځايونه دې نۀ ښكاره كوي دلته ياد شويدي “نساءهن” يعنې مومنې ښځې، اّيت مسلمانې ښځې منع كړي نۀ كافرې. شافعيانو،مالكيانواو احنافو ويلي دي:منع پر حراموالي سره ده، ډيرو اماميانو اوحنبليانو ويلي دي: د مسلمانو او كافرو ښځو ترمنځ توپير نشته، يواځې د اماميه وو پۀ وړاندې د كافرو لوڅول مكروه دي، ځكه هغه خپل ميړه ته د هغه ښځې صفتونه ستايي.
(3)_ الفقه على المذاهب الاربعه- 1ج د ستر العوده بحث.
(4)_ همدارنګه داسې نازك كميسونه چې ځان ترې ښكاري او داسې نور ( پښتو ژباړن )
(5)_ تذكره العلامه الحلى، 2ج، د وادۀ د باب لومړۍ برخه.
(6)_ د لاس څپړه تر مړوند پورې ( پښتو ژباړن)