تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  چې مې ښه په زړه کې فهم فکر وکړ احمقان راته ښکاره شول په خويونو يو هغه سړی احمـــق بللـــی بويـــه چې بـــاور کـا د غليم په سوګندونو بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه چې پـــاړو شـــي د لړمـــو د مارونو بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه چې په سپينه ږيره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

چې مې ښه په زړه کې فهم فکر وکړ

احمقان راته ښکاره شول په خويونو

يو هغه سړی احمـــق بللـــی بويـــه

چې بـــاور کـا د غليم په سوګندونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې پـــاړو شـــي د لړمـــو د مارونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې په سپينه ږيره خيال کاندي د جونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې د ښځـــو سره پاڅي په جنګونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې د خســـر کره به اوسي په کلونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې ويښته به تـــوروي په خضابونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې بزرګانو سره خيز شي په جنګونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې يک لخت به اعتبار کا په تربرونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې به بې تـــورې دعوه کا د ملکونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې به جنګ و ته پرېکړې ځي تر ملونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې لويي کا په لبـــاس په کسوتونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې به دی غواړي لــويي په نسبـونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې د تېښتو ګومان ورک کا د مريونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې به مال د دنيا نه خوري په کورونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې بدخواه سړی به پرېږدي په رويونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې بې ځايـــه رغلــول کا د آســونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې پيران به کښېنوي په خپلو خونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې بې حده تکلـــف کـا په ځــايونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې خبــرې کـا په سترګو په لاسونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې د غوښتو کر به کاندي په ډاګونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې به سود او سودا کاندي د بازونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې بربنډه کونــه لامبي په سيندونو

بل هغه ســـړی احمـــق بللـــی بويـه

چې غوږ نه کا د خوشحال په دا حرفونو

 

‎زما دا خبرې نه دي دروغجنې

‎د غلجیو جونه سپيو سره یو ځاې خوري

‎همګي واړه بد پوښې دي سپږنې

‎د شېرزادو جونه بازې د سپین غرۀ دي

‎په شینوارو کښې هم شته پکښې پښنې

‎فېروزخېلې اکاخېلې د صفت دي

‎نورې زېږې خربپشې دي چینجنې

‎د مغل د پښتانۀ دمه پرې کېږي

‎د کوهاټ بنګښې مه شه سترګبښنې

‎په بنګښ کې بډه خېلې بدې نه دي

‎نورې واړه خودنمایه دي نیازبنې

‎د توریو د ځاځیو نجونه ښې دي

‎بلا دا چې دي له څېرمې لوړزنې

‎که ځدراڼې که وزیرې که څارنګې

‎دا خو واړه نه سړیې دي نه جنې

‎د هندکیو په حساب دي عیساخېلې

‎د سنبلو نجونه څه خو سرپېزنې

‎دولت خېلې لواڼۍ دي لویې چارې

‎نورې واړه پونده دي غوشینې

‎د شیتکو نجونه سالې پښتنې دي

‎خو په ژبه په پوشاک دي برسېرنې

‎د ابدالو نجونه واړه ګډبنې دي

‎که ترینې دي د پښین دي د ستاینې

‎د دوړو نجونه واړه لکه باغ دي

‎کشیده پکې ملیې دي د ستنې

‎د خټکو نجونه واړه غوبنې دي

‎خو یوازې اکوړخېلې دي مېرمنې

‎د مومندو نجونه سرې لکه ایماغ دي

‎کټه سرې وړې سترګې پوزې پلنې

‎په خلیلو کې سکڼې پیدا کېږي

‎هغه هم بدې بخیلې سرکودنې

‎داوودزیو نجونه چینګې خولې حیرانه

‎د واده په ورځ ودېږي سر خېرنې

‎څو صفت د ګګیاڼیو نجونو زه کړم

‎واه واه واه دا ګګیاڼۍ په یار میینې

‎مهمنزیو نجونه واړه لکه خرې دي

‎د سړیو په شان روغې ځنې ځنې

‎چې په خوېشکو روهاڼیو باندې راشې

‎دا خو واړه د بغرۍ دي د میچنې

‎ماندوریې پرملیې بېچاره دي

‎نه د خواښې د ځواب دي نه د بنې

‎د لازاکو نجونه پټ سپاهیان پرېباسي

‎چې په قهر غوسه راشي قهرجنې

‎چې په ملک د هزاره ترین مرین دي

‎د سنکړې نجونه داغ کېږدي په ینې

‎په مندڼو کې خال خال چېرته پیدا شي

‎نورې واړه ګېډه ورې دي پړس بنې

‎د بونېر د نجونو نوم په خوله وامخله

‎دودې لودې غوړیالیې زېړبخنې

‎اکوزړیې نجونه واړه لکه باغ دي

‎موليزیې پکې شته د چندڼ ونې

‎په اړهنګ بړهنګ کې هم شته اتمانخېلې

‎د سړیو په جامې جامې رېمنې

‎د صافیو نجونه صافې په صورت دي

‎ولې ډېرې په روزګار کې دي خیچنې

‎خوګیاڼیې واړه خوګې د صحرا دي

‎په نغري ناستې ډوډیې وهي پلنې

‎په جهان تر لغمانیو نورې نشته

‎ګنده بوی ګنده بغلې مچ بېزنې

 

غزل

چې درومي په انګړ کې، درست انګړ سره يو ګل شي

د مُشکو بوی راپاسي ، چې دې تار په تار کاکل شي

چې سترګې کړې ورپـــــورته په نرګس شي بلا سازه

چې زلفـــــې کـــــړې نمودې حبطه واړه سنبل شي

د ملا د ويښتـــــه فـــــرق به دې هېڅ يو سره ونه کا

که واړه دانايـــــان مې پـــــه دا فکـــــر ، تامل شي

عـــــالم وايي و مـــــاتـــــه له ښـــــه مخه صبر وکړه

حيــران يم له ښه مخـــــه په څه صبر و تحمل شي

د خوشحال خاطر يې هسې ځنې يووړو تورو سترګو

لکـــــه صيد د شاهينو تر مښوکو ، تر منـــــګول شي

 

 

په ابا او په اجداد خان او سردار يم

کارنامې لرم د جنګ او د جدال

که برئ که هزيمت واړه ليدلى

خوئ خصلت لرم د قتل د قتال

پلار نيکه مى شهيدان و ګور ته تللى

پښت پر پښت مى هنر دا دئ آل په آل

که د جنګ د پرهرونو درته وايم

چى له درده مى په تن وو لکه نال

يو پر هر به مى لا روغ په وجود نه وو

بل پر هار به مى په تن شو يا په ډال

چى قضا د سړى نه وى سړئ نه مرى

که يې درست صورت په غشيو شى غربال

قدر دان ذما د کار شاه جهان وو

د اورنګ بادشاه ښکاره دى خود احوال

 

غزل

چې درومي په انګړ کې، درست انګړ سره يو ګل شي

د مُشکو بوی راپاسي ، چې دې تار په تار کاکل شي

چې سترګې کړې ورپـــــورته په نرګس شي بلا سازه

چې زلفـــــې کـــــړې نمودې حبطه واړه سنبل شي

د ملا د ويښتـــــه فـــــرق به دې هېڅ يو سره ونه کا

که واړه دانايـــــان مې پـــــه دا فکـــــر ، تامل شي

عـــــالم وايي و مـــــاتـــــه له ښـــــه مخه صبر وکړه

حيــران يم له ښه مخـــــه په څه صبر و تحمل شي

د خوشحال خاطر يې هسې ځنې يووړو تورو سترګو

لکـــــه صيد د شاهينو تر مښوکو ، تر منـــــګول شي

 

ما خوب لیده په خدایږوچې زه ته سره پخلا یو

خوږې خوږې خبرې دزړه حال یو بل ته وایو

ما څخه کتاب دی پکې واړه غزلونه

تا څخه مینا ده دګلزار په تماشا یو

لاس تر لاس نیولي سره ګرځو کینو پا څو

خپله خوشالي هوا هوس کړوپه خندا یو

پیاله کړې راته ډکه زه یې ستا له لاسه واخلم

د شونډو بوسه راکړې بیا په نوره تقاضایو

مطرب راته له ورایه په تارونو لیندۍ ایښی

په بم په زیر جاروزي موږ بې محوه په نوایو

ته کل واړه خوبي لرې زه واړه کامراني

ښادۍ ته مخامخ غم او اندوه ته شاه په شاه یو

ناګاه له دغه خوبه دسحر په وخت راویښ شوم

نه ته وي نه دې وصل زه داکار سره جدایو

څو پایم په دنیا کې دچا کار راسره نشته

یو زه یم یو دې غم دی سره دواړه خوا په خوایو

خوشال یوازې نه دی څو په ملک کې عاشقان شته

په خواب په بیدارۍ کې سره واړه باد پیما یو

 

یک تنها په کټ کې پروت یم

بندیوان دهند دکوټ یم

دامې حال دامې احوال دی

که وایه شي ډیر مقال دی

چې په ما باندې داحال دی

څه دپاسه یو نیم کال دی

په داکوټ کې بندیوان دي

مسلمان دي که هندوان دي

لږتر دوه سوه نه کم نه دي

بند په ظلم په ستم دي

چې یې وخت دپلار نیکه و

هومره بند په داځای نه و

چې بادشاه دهند اورنګ شو

بیدادي شوه جهان تنګ شو

دکوټونو بندیان ډیر شول

تر حسابه تر شمار تیر شول

هم راڼۍ هم راجاګان بنددي

شیرخواره هلکا ن بند دي

داچې بند دماسره دي

په هر سن د ماسره دي

راته واړه تله راتله کا

واړه کار زماپه زړه کا

راته لولي کتابونه

راته وایي خپل خوابونه

په شطرنج مې ړه بېر بېر کا

چې که غم له دله هېر کا

که کیسې که افسانې دي

داهمه انې بانې دي

زړه مې سود په هیچا نه کا

اورچې بل وي اوبه څه کا

څږک چې نرد رالره راوړي

وایم درد رالره راوړي

چې شطرنج رالره راوړي

ګویا رنج رالره راوړي

غه زړونه چې رنځور دي

له همه هوسه دوردي

بې دلداره که ګلزاروي

دعاشق دسترګو خار وي

بې یارانو که بهشت وي

وحوشال وته به زشت وي

چې دسرای له لوریه راشي

په غه باد مې خاطر واشي

چې غه باد دما دغره دی

بوی دمشکو ورسره دی

 

 

چې سړی تر عقله تېر شي مخبط شي

زيست روزګار د مخبط سره غلط‌ شي

د حرص درياب تو شرقه دی تر غربه

حریصان په کښې غوټې خوري، لکه بط شي

نن زما بېړۍ لاهو شوه په درياب ‌کښې

لا به کله دا لاهو بېړۍ په شط شي

دته درزې جامې قدر و قيمت ‌ډېر وي

د اغوستې سرو پای قدر وسط شي

غاښ وتلي ږیره سپينه آزميښت دی

لا زما و عاشقۍ وته نمط شي ‌

جاودانه خوښي دا ده په جهان کښې

چې دې زړۀ د عشق په کار کښې منبسط شي

ښايسته ياران مې هسې ‌ملکه ته لاړل

چې نه ځای د پيغامونو ‌نه يې خط شي

د خپل يار و تيغ ته سر ‌کښېږده خوشحاله

د قلم خوبي هاله ګڼه! چې قط شي

_____

 

ارزو لرم ساقي! يو څو اقداحه

که يې راکړې د خاصه شيشې له راحه

چې دا هسې نوبهار درومي بې ميو

دا خبره په هر چا ده ناصلاحه

زما پير وايي له ميو توبه ګار شه!

د بهار په وخت توبه ده نامباحه

تل به وخت د نوبهار نه وي، ګلګشت کړه

په دا باغ کې تر صباحه تر رواحه

د نرګس ګلونه پلي، سپاره راغلل

ننداره يې د بهار کړه افتتاحه

رنګا رنګ غونچه دې وا کړه په چمن کې

د خوشحال لپاره ښه راغلې صباحه

 

چې يي عمر د څارويو سره تېر وي

زیست روزګار د هغو هم په هغه څېر وي

چې شيطان غوندې ړانده شي څوک يي څه کا

که هر څو ورڅخه علم هنر ډېر وي

ځوانان واړه برابر نه دي په وزن

ځينې من ځينې نيم من ځينې نيم سېر دي

که په زړه باندې پراته وي زر غمونه

چې مې يار په نظر کېوزي واړه هېر وي

د شکرو تر حلوا به يي لا ښه خورم

که د يار له لاسه زهر يا ګنډېر وي

د ښه مخ په ننداره به لکه روغ شم

که په تن مې پرهارونه د شمشېر وي

هر ګيدړ دې عاشقۍ ته هوس نه کا

د عشق لاف دې هغه ځوان کاندي چې شېر وي

درېغه بيا راسره زر غاړه غړۍ شواي

چې فلیل په زلفو پورې د اجمير وي

د خوشحال خټک خو ښکلی مخ په کار دی

که د سوات که د پلۍ که د بونير وي

__________________

 

 

قطعه

نۀ د سوال په هنر پوی يم

نۀ طالع لــــــــرم د پـــــور

نۀ زاهـــد د شکـــــرانو يم

نۀ مُــــلا يم زکـــــوة خور

نۀ دهقان نۀ سوداګــــر يم

نۀ حـــرفت لـــــرم څۀ نور

ځای ګهی لرم په سر کې

په ميراث د تُـــــــورو شور

کۀ په کــــور راشي زرګونه

هسې درومي لــــور په لور

خپل روش به اوس نور نکړم

که مې نور کړم مخ مې تور

که زمــــا تر لاســـــه راشي

خزانې د درســـت لاهـــــور

تار په تار به يې خورې کړم

ځان به نۀ کــړم د پېـــــغور

زر دا نـــــوم د پاره ښه دی

هيڅ پــه کار نۀ دی په کور

 

 

 

 

ښه سړی لعل وياقوت دی مونده نه شي

لکه نور کاڼي لږ نه دي ناکسان

که په نور خلکو کې ښه سړی مونده شي

ولې ښه سړي به لږ وي افغانان

که هر څو ورته دپند خبرې وايې

دپلار پند يې هم ښه نه لګي په ځان

هره چار دپښتانه تر مغول ښه ده

اتفاق ور سره نشته ډير ار مان

دبهلول او دشيرشاه خبرې اورم

چې په هند کې پښتانه وو باد شاهان

شپږ،اووه پيړۍ يې هسې باد شاهي وه

چې درست خلک وو په دوی پورې حيران

يا هغه پښتانه نور وو داڅه نور شول

ياد خدای دی اوس داهسي شان فر مان

که تو فيق داتفاق پښتانه مومي

زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

 

چې مغول وته مې وتړله توره

درست پښتون مې وعالم وته ښکاره کړ

اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو

ګنه ما به دمغول ګريوان پاره کړ

 

 

مادولت ورته ګټلی و په توره

دازما دتوري نقش يې اواره کړ

 

پښتانه واړه بدخوی دي

يو په بل کاندي غورزی

يو چې سرکاندي را پورته

بل يې ووهي مغزی

 

پښتانه په عقل پو هه چې ناکس دي

کوټه سپي دقصبانو دجوس دي

بادشاهي يې دمغول په زرو بايله

دمغول دمنصبونو په هوس دي

اوښ له باره سره کورته ورغلي

په ولجه داوښ دغاړې دجرس دي

 

داهمه زمادتورې صدقه ده

پښتانه چې پر ګنې خوري سيورغال

نن به درست د هندوستان دولت ددوی و

پښتانه که کم همت نه وي جهال

 

دا منصبونه، دا انعامونه

واړه زيندۍ دي واړه دامونه

پښتون، مغول به سره دو ستان نه شي

خوشال يې مه وينه دا اکرامونه

 

نه ېې ننګ شته نه يې شرم

څه نابود دي داسګان

زه غليم داورنګزيب يم

سر په غره په بيا بان

زه په ننګ دپښتانه يم

دوی نيولي مغولان

لکه سپي هسي جارو وزي

د مغول په اش و نان

د منصب په اضا فودي

تل په دوی پسې روان

 

 

که په زړه کړې د خوشال خبرې زبرې

‏د دانش له کاره نه دي لرې برې

‏خلايق په تفاوت سره پيدا دي

‏پوهې نه دي سره واړه برابرې

‏لکه کار د خوی خصلت په تفاوت دی

‏هسې زېږي په ښايست سره دلبرې

‏د سيرت زېبايې ښه ده تر صورته

‏چارې واړه د باطن دي معتبرې

 

 

 

هغه باد چې کابل خیز دی

په ما واړه عنبر بیز دی

چې څوک یاد کاندي کابل

په ګوګل مې شي غلغل

 

چې پښتون راته څوک یاد کا

پرې خوشال شم زړه مې ښاد کا

په دې ملک کې نور هر څه شته

خو پښتون ، پښتنې نشته

 

 

نه مې لاس رسي په يار

نه طاقت د انتظار

دا ستم په ما خپل يار که

که ګردش دې د روزګار

پکې ستا غمونه ځائ دي

که يو زړه دې که هزار

تر ويښته ضعيف وجود مې

ستا د زلفو دې يادګار

غم د يار د بيلتانه دې

چې تر هر څه دې دشوار

خپلې اوښکې مې درياب شوې

پکښې نه مومم کنار

چې مې تل ورباندې زورې

ستا په شونډو لرم کا

چې څوک سوزي هغه سوزي

هم پتنګ ګوره هم نار

زما زړه څه اسان نه دې

چې ٸ وړې نه ترس نه ډار

د بوسې وعده دې اوکړه

زه خوشحال لرم تلوار

ستر خوشحال بابا

 

 

زه هم چېرې فرزانه وم، فرزانه يم لا تر اوسه

تل بېخوده دېوانه وم، دېوانه يم لا تر اوسه

جدايي نشته وصال دی، ځنې بعد هم خيال دی

له هغه چې همخانه وم، همخانه يم لا تر اوسه

چې راغلی په جهان يم، خبر شوی پخپل ځان يم

د رازونو خزانه وم، خزانه يم لا تر اوسه

په عالم زما خبرې ، خلک کا په نژدې لرې

په وګړي افسانه وم، افسانه يم لا تر اوسه

چې د مخ پلو يې وا شو، يو مشال و چې نوا شو

هغه دم پرې پورانه وم، پروانه يم لا تر اوسه

ناوکي يې د مژګان دي، چې بلا زما د ځان دي

ورته عمر نښانه وم، نښانه يم لا تر اوسه

چې يې ځان سره اشنا کړم، له هر چا يې شاپه شا کړم

له عالمه بېګانه وم، بېګانه يم لا تر اوسه

هغه بحر چې محيط دی، په افراط او په تفريط کې

د، غه بهر دُر دانه وم ، دُر دانه يم لا تر اوسه

هغه شان له خپله ياره، بې وکيله بې ريباره

زه خوشحال چې يګانه وم، يګانه يم لا تر اوسه

 

 

 

 

په فارسي ژبه که نور تر ما بهتر دي

په پښتو ژبه می مه غواړه مثال

بندوبست د پښتو شعر ما پیدا کړ

گڼړه شعر د پښتو وو غیر سال

نه یې وزن نه تقطیع نه یې عروض وو

دوه مصرع یې د خفیف بحر دوه طال

د غزل یې نه مطلع نه یې مقطع وه

نه صفت نه یې تشبیه نه یې مثال

مگر زه یې چی گویا په شاعري کړم

پښتانه یې پوهول ایزد تعال

که له هجوي له غندني درته وایم

فردوسی می په دا کار کی نه دی سیال

فردوسی لري څو بیته له محموده

زه لرم د اورنگزیب د ذم جوال

 

 

 

په پښتو ژبه چی ما علم بلند کړ

د خبرو ملک می فتح په سمند کړ

یو په حال او په ماضی کی هسی نه وو

چی ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ

د میرزا دیوان می ومانډه په گوډي

مسخره می ارزاني خیشکی زمند کړ

که دولت وو که واصل وو که دا نور وو

په خبرو می د هر یوه ریشخند کړ

 

په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کی

پښتو ویل مي عین تر فارسي دی رسولي

له چا نه په پښتو کی ما مېزان لیدلی نه دی

میرزا په دا زبان کی ویل کړي دي تللي

مخزن مي د اخوند چی تمامی په نظر کښېووت

په ده کی نه عروض شته نه یې بحر ما میندلي

خوشحال خان په خپلو حماسو کی د توري داسی

 

لکه باز په یوه غره نظر په بل کا

بیا زما نطر د سوات په کوهستان شي

د مغول منصب می پرېښو هسي خوښ یم

لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي

دا نادره عقیده لکه زما ده

لا عجب که بل پیدا هسي افغان شي

که مي چیري ننیګالي په لاسو کښیوزي

پرې به لیری دا زما د زړه ارمان شي

و مغول وته به هسي کار ښکاره کړم

چي راضي را څخه روح د فرید خان شي

په جهان د ننګیالي دي دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

د بازونو د کارګانو مصاف وینم

تر دا منځ به یی د وینو رود روان شي

عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو

تار به تار به آواره واړه کارګان شي

چی و کار ته یی حیران دي دا خو لږ دي

دیر عالم به وخوشحال وته حیران شي

د مزریو مړنتوب په لښکر نه وي

مټ یی هر کله یوازي په خپل ځان شي

ازادي تر بادشاهیه لا تیری کا

چی د بل تر حکم لاندي شي زندان شي

 

 

چي می خپل مین نیولی تر آغوش دی

د جهان هوس مي واړه فراموش دی

ساقي زه څه هوښیار نه یم باده راکړه

لیونتوب د لیونیو پرده پوش دی

چي پرون یی اهانت د میخورو کړ

نن هغه د میو ډک سبو په دوش دی

ساقي ترس د محتسب د درې نشته

چي بابا یی د مجلس سره مینوش دی

هدایه وقایه څه لولې وماته

چی زما د نای و نی په آواز ګوش دی

دا ګلګون شراب د کومي میخانې دي

چی صوفي یی په جرعه سره مدهوش دی

د شرابو مناهي مګر په داشوه

چی هر کښلی په لبانو می فروش دی

بیا به دا ګلونه نه وي میخوري کړه

د بلبلو په آواز کی دا سروش دی

چی په ډیر ارمان د یار له مخه بېل شو

د خوشحال په بخره هر کله خروش دی

 

که زه نه وی تا به ځان لره بلل څوک

په پالنګ به دي دا هسي در ختل څوک

واړه عشق دی چی یی سر راته ګیا کړ

ګڼه زه په ځان مین د سر ښندل څوک

بدرګه که محبت راسره نه وی

یک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک

د دې میو پیالې ډیرو دي اخیستي

ولي ما غوندي به نه وي لایعقل څوک

ته پخپله راته ووایې چي وایه

ګڼه زه د مینی راز ښکاره کول څوک

ته می وژنه د قصاص انديښنه مه کړه

د خپل خون په تور به ونیسم یو بل څوک

ښه خو دا چي د چا نوم پکي یادیږي

په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک

تا پخپله سپینه خوله خوشحال ته ورکړه

ګڼه دی دا هسی شونډی کښلول څوک

 

 

 

مسافر شه هغه شیر د جبالونو

چي زهره ځیني اوبه د اورنګ شاه ده

نه یې ځویه پرې حاضر نه برادر وه

ساه یې قبضه له غمونو په صحرا ده

نه یې مخ په سترګو ولیده د خپلو

نه یې کړې چا په رنځ کي دلاسا ده

د جبال غرڅه یې ژاړي په زاریو

د سړیو باندي های نه یې صدا ده

مرور له خلقو لاړ دی را به نه شي

ستا په باب یې دعا کړې د بدا ده

له حیا به تن د خان خوړلای نه شي

په دا خوی که هر څو مزکه بې حیا ده

 

 

 

 

عارف سړی هغه دی، چې يې شناخت وشـــو د ځان

د ځان په معرفت کې، معرفت دی د سبــــــــــــحان

چې ترس یې د زړه نه وي، نه عمل لري د نېکــــــــو

په دا یې نظر مکړه، چې په یاد لولي قـــــــــــــــرآن

په کور کې دې بلا دي دا د نفس غطې چــــــــــارې

که ته په ځان شیطان نه شې، بل هېڅ نشته شیـــطان

حرص مکړه، هوا پرېږده، له هر چانه پرې کړه تمــــه

بل نوم به په تا نه ږدم، په ځان نوم کېږده سلـــطان

چې خدای يې په لار نه کا، په ویل به په لار نه شـي

که پاڅوې له ګوره و هغـــــــــــه وته لـقــــــــــــمان

عیـــــــــــــسی په معجزه ســـــره ړاندۂ سړي بینا کړل

دانا یې په دعا نه شــــــــــو، په عمـــــر یو نــــــــادان

 

د غواص د کال وبا

خدای يې مه راوله بيا

اکوړ خېل مې پکې ومړل

لوی هلک مرد و نسا

بخت ناک مې پکې ومړ

مور يې هم بوته قضا

يو هلک يې و راپاتې

ورپسې شو زر پنا

چاته ژاړم له دې غمه

سود مې کم دی د ژړا

لور په لور په دا لمبو کې

عالم پروت په واوېلا

تر دکنه تر کابله

راخوره شوه دا بلا

په لکونو عالم ومړ

چې ښارونه شول صحرا

اول قحط بيا وبا وه

په هر لوري وه غوغا

سرفراز د سعادت و

ښه لمسی مې و زېب

هم حافظ د درست قرآن و

هم په خط و بې همتا

د ښکار سپی يې و ساتلی

لېونی شو بې غوغا

لاس يې وروړ بې خبره

چې ګاڼه يې خپل اشنا

دی يې و چيچه په لاسو

لا علاج شو لادوا

په دا کال له ما قضا کړ

په ارمان ارمان جدا

کال حصغ شو وبا ولاړه

هم عسرت کړه راته شا

بارانونه دي ورېږي

وداني شوه په دنيا

نه تل غم وي نه ښادي وي

وار په وار وي حغه دا

په هر حال شکر بايده دی

چې بد تر نه شي لا

اوس څه غم د عالمګير دی

چې عالم يې کړ رسوا

د وبا غوندې زر ورک شوای

بل يو ښه شوای راپېدا

يو خوشال دا دعا نه کا

درست جهان کا دا دعا

اجابت به يې زر وشي

که د خدای وي پرې رضا

انګليسي ژبه کې ترجمه

 

چې معنې ورسره نه وي ويل سپور وي

خدای دې نه کا د خوشال خبره سپوره

د خوشال خبرې ګوره

لعل و در پيي په تار

د خوشال خبرې در دي

چې یې کښلي په قرطاس

همېشه به پرې نارې وي د بلبلو

دا چې ساز کړ نن خوشال په ويل باغ

چې دا هسې ښه ويل کا زه حېران يم

چې خوشال راوړه له کومه دا ادراک

د خوشال ويل و هرچا ته ښکاره دي

نه د مښکو بوی پټېږي نه د هينج

هر غزل مې په بياض باندې وګوره

زه خوشال خټک د زړه په وينو کښل کړم

خدايه چا وته یې کښم څوک به پرې پوه شي

ما ويلی هر يو بیت دی دفترونه

هر يو بيت یې د حلوا خوږه نمړۍ ده

کۀ مشتاق ئې د خوشحال وئيل مزه کړه

راشه ګوره د خوشحال د خاطر وينې

په بياض باندې چې هر حرف د کلام ږدي

رنګارنګ وئيل دې خدائې لره خوشحاله

دا وئيل دې لکه غشي ناوکي دي

چې د فکر مرجوڼا له بحره وکېښ

راشه ګوره د خوشحال کلام ګوهر دی

د خوشحال کلام شېرين دی تر نباتو

چې په خوند ئې خبر نۀ دے ورته کروت دی

افرين دې په وئيلو شه خوشحاله

چې د تورو رژول کړے په قلم کـې

ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړو

دا پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي

آفرين دې په وئيلو شه خوشحاله

په بياض باندې عجب شعر رنګين ږدې

چې خوشحال خټک ئې وائي په پښتو ژبه خبرې

په پارسۍ ژبه به نۀ وي کۀ پوهېږې سخن هسې

په پارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده

په پښتو ژبه مې خلق بهره مند کړۀ

د بوستان ونې مې واړه پېوندي دي

حقيقت مې د مجاز سره پېوند کړ

په تازه تازه مضمون د پښتو شعر

په معني مې د شيراز او د خجند کړ

هر کلام مې واردات دی يا الهام دی

چې موزون مې په تقطيع د بحر بند کړ

د خوشحال ديوان دوکان د جوهري دی

پکښې واړه لعل و در ياقوت الماس دي

دا څۀ شعر نۀ دے چې خوشحال خټک بيان کړ

واړه لعل و در دي د بيان په تار پېي

زه خوشال چې په پښتو زبه ګفتار کړم

په فارسي زبه به نه وي سخن هسې

ما خوشال چې په پښتو شعر بیان کړ

د پښتو شعر به اوس په آب و تاب شي

دا څه شعر نه دی چې خوشال خټک بيان کړو

واړه لعل او در دي د بيان په تار پييلي

چې دا هسې ښېوه‌ګره ځنې زېږده

سړۍ نۀ ده ښاپېرۍ ده ستا ادکه

 

 

۔۔ بندوبست د کاينات شي په خبرو

يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو

۔۔د سردار د رياست ونه په وينو

په لېړشنو د اعدا کړه سمرونه

۔۔ ارتګي د زړه دليل د جنتي ده

د دوزخ د اور لايق دي دلتنګان

۔۔ درست افغان له قندهاره تر اټکه

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

۔۔ يا کشتي د زورورو سره مه کا

يا د دوی غوندې پېدا که مړوندونه

۔۔ د خانۍ د تورې ځای نشته په عشق کې

معشوقو و ته مريی اوسه خوشاله

۔۔ سر يې هورې قندهار بل يې دمغار دی

په دا مېنځ کې پښتانه واړه عبث دي

۔۔ که اسمان دې د زمري په خله کې ورکا

د زمري په خله کې مه پرېږده همت

۔۔

.

زه خو شرابي یم، شیخه څه راسره جنګ کړې

برخې ازلي دي، کشکې ما د ځان په رنګ کړې

.

ښه وایې واعظه، برکت دې ستا په ژبه

ښه یې په ویلو د دریاب اوبه کرنګ کړې

.

لاړل وَ جنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل وَ دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

.

پند د محمد د ابوجهل پکار نه شهٔ

څوک به یې صیقل کا چې یې خدای آیينې زنګ کړې

.

کېني په خلوت کې، شیخه سود یې راته وایه؟

ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې؟

.

زه خو د زړه درد غواړم په هر یوهٔ مذهب کې

تا زده، ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

.

رایې شه مطربه، د نوروز سرود آغاز کړه

ښې نغمې زړه سوزې، په رباب، په نی او چنګ کړې

.

هر لوري ته ګل دي شقایق نرګس سنبل دي

بې ګلزاره بد که ویل لوري ته آهنګ کړې

.

چا درپسې ډېرې پیسې واخیستې طلب کا

ځینو مصلو د بې ننګۍ درپسې ننګ کړې

.

کاشکې د عمل تله درنه په قیامت شي

موم په رقیبانو په عاشق باندې زړه سنګ کړې

.

مرګ لره یې واړه د ډیلي لښکر راغلې

ته لا د خوشال په مرګ ځان روغ نه ګڼې ننګ کړې

 

زه خو شرابي یم، شیخه څه راسره جنګ کړې

برخې ازلي دي، کشکې ما د ځان په رنګ کړې

.

ښه وایې واعظه، برکت دې ستا په ژبه

ښه یې په ویلو د دریاب اوبه کرنګ کړې

.

لاړل وَ جنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل وَ دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

.

پند د محمد د ابوجهل پکار نه شهٔ

څوک به یې صیقل کا چې یې خدای آیينې زنګ کړې

.

کېني په خلوت کې، شیخه سود یې راته وایه؟

ولې په خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې؟

.

زه خو د زړه درد غواړم په هر یوهٔ مذهب کې

تا زده، ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ کړې

.

رایې شه مطربه، د نوروز سرود آغاز کړه

ښې نغمې زړه سوزې، په رباب، په نی او چنګ کړې

.

هر لوري ته ګل دی شقایق نرګس سنبل دی

بې ګلزاره بد که ویل لوري ته آهنګ کړې

.

چا درپسې ډېرې پیسې واخیستې طلب کا

ځینو مصلو د بې ننګۍ درپسې ننګ کړې

.

کاشکې د عمل تله درنه په قیامت شي

موم په رقیبانو په عاشق باندې زړه سنګ کړې

.

مرګ لره یې واړه د ډیلي لښکر راغلې

ته لا د خوشال په مرګ ځان روغ نه ګڼې ننګ کړې

لوی خوشال بابا

 

 

 

 

دَ الف غوندې يې تهُ په قامت سم کړې

خداي زما دَ زړهُ په سر باندې رقم کړې

مخ به چيرې راته سم کړې په يارۍ کښې

کهُ دا خوي به دَ ژوندونه سره سم کړې

دا ګلزار دې هيڅ ګلزار سره سم نهُ دې

چې زلفانې په سپين مخ باندې خم خم کړې

در پوهيږم چې زما دَ سر ښکاري يې

کهُ هزار ځله زما په سر قسم کړې

چې له دم سره مې ښکته پورته ګرځي

تهُ پما باندې دا چارې په کوم دم کړې

هم دې قتل کړم پخپله هم لا ګوره

بيا په ما باندې ټټر وهې ماتم کړې

دَ هجران ورځې ليکې په شمار دَ عمر

دَ قضا کاتبه! عدل کهُ ستم کړې

چې وَ يار وته مې تل غندې رقيبه

څهُ په دې به دَ يار مهر لما کم کړې!

چې دې سر تر پايه درست په غم کښې ‌ډوب کړم

راته وائې اوس خوشال اوسه څهُ غم کړې

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!