بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د غوره بندګانو په اړه د امام رضا (رح) وینا د مامون په غونډه کې د عراق او خراسان عالمان راټول شوي وه او امام رضا (رح) هم ورغی، مامون ترې د دې آیت مانا وپوښتله: ((ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
د غوره بندګانو په اړه د امام رضا (رح) وینا
د مامون په غونډه کې د عراق او خراسان عالمان راټول شوي وه او امام رضا (رح) هم ورغی، مامون ترې د دې آیت مانا وپوښتله: ((ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا (فاطر/۳۲) = بیا مو دا کتاب هغو بندګانو ته چې غوره کړي مو ول میراث کړ…))
عالمانو وویل: دا غوره، ټول اسلامي امت دی.
مامون وویل: ابوالحسنه! څه وایئ؟
امام وویل: دوی چې څه وویل، نه یې وایم، د تبارک و تعالی خدای مراد، د پېغمبر (ص) سپېڅلی ((عترت)) [ځوځات] دی.
ویې ویل: څنګه مطلب یوازې ((عترت)) دی؟
امام وویل: که امت مراد و؛ نو باید ټول په جنت کې وي؛ ځکه خدای وایي: ((فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ (فاطر/۳۲) = له دوی ځینو پر ځینو تېری وکړ او ځینې منځلاري وو او ځینې د خدای په امر په نېکیو کې ( تر ټولو) ړومبي شول او دا ډېر ستر فضیلت دی))
بیا یې ټولو ته د جنت وعده ورکړه، وایي : (([اجر یې] همېشني جنتي باغونه دي چې په کې به ورننوځي)) [فاطر/۳۳ آیت] ؛ نو میراث د رسول د پاک عترت ځانګړنه ده نه د نورو، بیا یې وویل: دوی هماغوی دي چې خدای په قرآن کې ستاېلي: ((سکه خدای یوازې غواړي چې له تاسې اهل بیتو ( = نبوي کورنۍ) چټلي او ګناه وڅنډي او له هرې نیمګړتیا مو سوتره او پاک کړي)) [احزاب/۳۳ آیت] او پېغمبر (ص) یې په اړه ویلي: ((تر ځان روسته په تاسې کې دوه ګرانبیه څېزونه پرېږدم؛ یو د خدای کتاب او بل عترت مې یعنې کورنۍ مې، چې بیخي یو له بله نه بېلېږي، څو د حوض (کوثر) پر غاړه راته راشي، ووینئ چې تر ما روسته څنګه ورسره چلېږئ. خلکو! څه مه ورښیه؛ ځکه تر تاسې ښه پوهېږي)) =عالمانو وویل: ابوالحسنه! وواست چې ((عترت)) هماغه ((آل) دی که غیر (( آل))؟
امام رضا وویل: آل دی.
عالمانو وویل: دا رسول الله (ص) دی چې روایت ترې شوی: ((آل مې زما امت دی)) او دا یې اصحاب دي، چې په ګڼو نانټو (نه انکار کېدونکیو) روایاتو کې یې ویلي: ((آل محمد یې امت دی)).
امام رضا وویل: راته ووایئ، چې صدقه پر آل محمد حرامه ده که نه؟
ویې ویل: هو. ویې ویل: نو پر ګرد امت حرامه ده؟ ویې ویل: نه.
امام وویل: دا د ((آل)) او ((امت)) ترمنځ توپیر دی. افسوس درباندې چېرې ښکودل شوي یاست؟ ایا د ناپوهۍ له مخې له قرآنه مو مخ اړولی یا [په ناسمه لار کې] پوله ماتي یاست؟ مګر نه پوهېږئ چې روایت په ډاګه په غوره کړای شویو او هدایت شویو پورې اړوند دی نه نورو؟
[احمد جنتي: د عیون د روایت له مخې، ایا نه پوهېږئ چې میراث [په ړومبي آیت کې] او سپېڅلتیا (په تطهیر آیت کې) د غوره کړای شویو او هدایت شویو په اړه دی؟ او دا ډاډمن او سم روایت دی، چې دلته د متن نقل مناسبه مخونه نلري]
عالمانو وویل: دا (ځانګړنه) له کومه ځایه وایې؟
امام وویل: له دې آیته ((او په یقین نوح او ابراهیم مو ولېږل او د دواړو په ځوځات کې مو نبوت او (الهي) کتاب کېښود؛ نو ځینو یې سمه لار موندلې او ډېری یې پوله ماتي دي))[حدید/۲۶ آیت]. د نبوت او کتاب میراث په لار موندونکیو کې دی نه پوله ماتو کې، نه پوهېږئ چې نوح له خدایه وغوښتل او ويې ویل: (( پالونکیه! زوی مې زما له کورنۍ دی او وعده دې حق ده )) [هود/۴۵ آیت] او دا [په دې پار و] چې خدای نوح او کورنۍ ته یې وعده ورکړې وه، چې دی به ژغوري؛ نو خدای یې په ځواب کې وویل: (( هغه په حقیقت کې ستا له کورنۍ نه دی، بېشکه هغه ناکاره عمل دی [= ښه سړی نه دی]؛ نو پر څه چې نه پوهېږې رانه یې مه غواړه په واقع کې نصیحت درته کوم چې (هسې نه) له ناپوهانو وسې)) [هود /۴۶ آیت]
مامون وویل: خدای عترت ته په قرآن کې پر نورو غوراوی ورکړی دی؟
امام وویل: هو، عزیز او جبار خدای عترت ته د خپل کتاب په محکمو آیتونو کې پر نورو غوراوی ورکړی دی.
ویې ويل: چېرې؟
امام وویل: په دې آیت کې : ((خدای ، آدم ، نوح ، آل ابراهیم او آل عمران پر نړیوالو غوره کړي وو، دوی یوه لړۍ وه، چې (د تقوا، سپېڅلتیا او فضیلت له اړخ) ځینې د ځینو له ځوځاته منځ ته راغلي وو)) [ آل عمران/ ۳۳ او ۳۴ آیتونه]
او په بل آیت ک یې ویلي: ((او یا دوی پر خلکو [ = پېغمبر او کونۍ یې] ځکه کینه کوي، چې خدای خپله لورنه پرې لورولې؟ موږ خو آل ابراهیم ته (چې یهود هم له همدې ټبره دي) کتاب او حکمت ورکړی او ستره واکمني مو (هم) ورکړې وه)) [نساء/۵۴] بیا په آیت پسې نورو مؤمنانو ته وايي: ((مؤمنانو! د خدای اطاعت وکړئ او د استازی او د الوالامر [= د پېغمبر وصیان] اطاعت وکړئ)) [نساء/ ۵۹] یعنې هغوی چې د خدای کتاب او حکمت ورمیراث شوی او په پار یې (له یهودو) سره کینه پیدا شوې او د خدای په وینا : ((بلکې ځکه پر ((خلکو)) [ = پېغمبر او کورنۍ یې] کینه کوي، چې خدای خپله پېرزوینه درباندې پېرزو کړې، البته آل ابراهیم ته مو کتاب او حکمت ورکړی و او ستره واکمني مو (هم) ورکړې وه)) [نساء /۵۴] یعنې د غوره شویو او پاکانو اطاعت او دلته له پاچاهۍ مطلب هماغه اطاعت (او د الهي واکمنۍ مقام) دی.
عالمانو وویل: ایا خدای په قرآن کې (( اصطفا)) [ غوره کړای شوي] تفسیر کړي؟
امام وویل: هو، [د آیتونو] پر باطن سربېره [د قرآن] په ظاهر کې یې دولس ځایه تفسیر کړي؛ ړومبی دا آیت: ((او نژدې خپلوان او درته مخلص ټبر دې وډار کړه)) [شعرا/۲۱۴] چې ابی بن کعب د ((ورهطک المخلصین)) په ورزیاتوالي قرائت کړی (لوستی دی) او د عبدالله بن مسعود په مصحف کې (هم) په همدغه ډول ثبت شوی دی؛ خو [حضرت] عثمان چې زید بن ثابت ته د قرآن د راټولو حکم وکړ، د آیت دا برخه یې پټه کړه او دا د ((اخلاص)) ځانګړنه یوه اوچته رتبه، ستر فضیلت او لوړ شرف دی، چې خدای تعالی آل پېغمبر ستاېلی، دا یې یو.
دویم :
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب/۳۳) = الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي.
او له دې څرګند فضیلته یوازې دښمن او کینه کښ انکار کوي.
درېیم: هغه مهال چې خدای د خپل مخلوق پاکان جلا کړل، د ((مباهلې)) په آیت کې یې خپل پېغمبر ته وویل: ((ورته ووایه: راځئ موږ به هم خپل زامن راوبلو او تاسې هم، موږ به هم خپلې ښځې راوبلو او تاسې هم خپلې ښځې، موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ، بیا به مباهله (او ښېرا) وکړو، چې که څوک دروغجن وي؛ نو وبه وایو چې د خدای لعنت دې ورباندې وي)) [ آل عمران/۶۱] پېغمبر اکرم (ص) د دې آیت په حکم علي، حسن، حسین او فاطمه علیهم السلام (له مدینې) رابهر کړل. خدای د دوی ((نفس)) د پېغمبر له ((نفس)) سره نژدې کړی. پوهېږئ چې ((زموږ د نژدې خپلوانو او ستاسې د نژدې خپلوانو)) مانا څه ده؟ ویې ویل: مراد په خپله پېغمبر (ص) دی، ویې ویل: تیروتئ، مراد علی (ک) دی ځکه پېغمبر ویلي : د ((بني ولیعه)) ټبر دې لاس واخلي که نه د ځان په څېر یو سړی یې ځپلو ته ورولېږم ، چې مطلب علی (ک) و او دا یوه ځانګړنه ده چې هیڅوک ورباندې ړومبی کېدای نشي او داسې یو فضیلت دی چې مخالف نه لري او یو شرف دی چې مخلوق ترې مخکې کېدای نشي، چې پېغمبر (ص) د علی ځان خپل ځان وګڼه، دا یې درېیم.
څلورم: پېغمبر (ص) ټول خلک له ((نبوي جوماته)) بهر کړل (او د کورنو ورونه یې وروتړل چې جومات ته پرانستي وه) او یوازې [خپل] ((عترت)) یې استثنا کړ، خلکو په تېره عباس نیوکه وکړه. عباس وويل: یا رسول الله، علي دې پرېښود او موږ دې وایستو؟ ویې ویل: دا زه نه وم چې هغه مې پرېښود او تاسې مې وایستئ، دا کار خدای وکړ او دا پېښه د پېغمبر د دې وینا څرګندونه ده چې علي ته یې وویل: (( ته راته داسې یې لکه هارون چې موسی ته و)). عالمانو وویل: دا فضیلت په قرآن پورې څه اړه لري؟ ویې ویل: په اړه یې د قرآن یو آیت درته راوړم . ویې ویل: راوړه. ویې ویل: دا آیت (( او موږ موسی او رور ته یې وحې وکړه، چې په مصر کې خپل قوم ته کورونه جوړ کړئ چې یو بل ته مخامخ (او راغونډ) وي )) [یونس/۸۷)
دا آیت د هارون رتبه او د حضرت موسی پر وړاندې یې موقعیت راڅرګندوي (چې هارون یې رور، همکار، وزیر او مرستندوی وی) او د پېغمبر (ص) پر وړاندې د علي موقعیت هم څرګندوي (البته د منزلت له حدیث سره) او پردې سربېره د پېغمبر اکرم (ص) دا وینا [ = جومات ته د جنب او حائض ورننوتل روا نه دي؛ خو بې له محمد او آل محمد] په ډاګه د ((عترت النبي)) ځانګړنه په ګوتو کوي.
عالمانو وویل: دا تشریح یوازې له تاسې نبوي کورنۍ سره ده او بل ځای نه موندل کېږي (یعنې نور دا ډل تفسیرونه نه مني)
امام وویل: څوک له دې مقامه انکار کړای شي؟ حال دا چې پېغمبر (ص) ویلي: (( زه د علم ښار یم او علي یې ور دی او څوک چې د پوهې ښار ته ورننوځي له وره دې وردننه شي))؛ نو دا فضل، شرف، ړومبېټوب، غوره والی او پاکي چې مې شرح کړه، بې له سرسخت دښمنه یې څوک ترې انکار نشي کړای او پردې نعمت د خدای شکر، نو دا یې څلورم و.
پینځم: ((د خپلوانو حق ورکړه)) [اسرا /۲۶]، دا یو امتیاز دی چې عزیز و جبار خدای اهلبیت علیهم السلام ته ورځانګړی کړی او په ټول امت کې یې غوره دي، چې دا آیت نازل شو، پېغمبر (ص) وویل: فاطمه راولئ چې راغله، ویې ویل: فاطمې! ویې ویل: بلې یا رسول الله. ویې ویل: د فدک نیوو ته یې اس او اوښ ځغلولی نه دی؛ نو ځکه دا زما دی نه د نورو مسلمانانو او د خدای په حکم مې در پرېښود، ځان او اولادې ته دې یې وساته، دا هم پېنځم و.
شپږم: ((زه د خپل رسالت د کړاوونو بدله درڅخه نه غواړم؛ خو له خپلوانو ( = اهل بیتو) سره مې مینه ( هرومرو درنه غواړم) )) [ شوری/۲۳]
دا ځانګړنه یوازې د اسلام د پېغمبر (ص) ده او نورو یې نلري او آل پېغمبر ته یو امتیاز دی چې د نورو پېغمبرانو کورنیو نه درلود، څرګندنه دا چې خدای له ګردو پېغمبرانو په تېره حضرت نوح (ع) ځنې روایتوي چې ویل یې: (( او قومه! زه د دې بلنې لپاره اجر درڅخه نه غواړم، اجر مې یوازې پر الله دی او هغوی چې ایمان راوړی (ستاسې لپاره) شړلی نه شم؛ ځکه دوی به له خپل پالونکي سره ملاقات وکړي ( که یې وشړم د قیامت په محکمه کې به مې د دعوا یو اړخ وي) خو یو ناپوه قوم مو وینم)) [ هود/ ۲۹] او د هود له خولې وايي: (( زما قومه! د دې رسالت لپاره اجر درڅخه نه غواړم، اجر مې یوازې پر هغه دی چې یې پنځولی یم؛ نو یا اندنه نه کوئ)) [هود/۵۱] خو حضرت رسول اکرم (ص) ته یې وویل: (( د خپل رسالت اجر درڅخه نه غواړم؛ خو له خپلوانو (=اهل بیتو) سره مې دوستي)) [شوری /۲۳]
خدای د اهل بیتو مینه ځکه فرض کړه؛ چې پوهېده دوی بیخي له دین څخه نه وځي او کله هم بېلارېتوب نه خپلوي.
له اهل بیتو سره د مینې بله وجهه دا ده، که انسان له چا سره دوستي لري او له یوه خپلوان سره یې دښمن شي هرومرو د دوستۍ اړیکه خړه پړه کېږي او زړه ټکنی کېږي، خدای غوښتي چې د پېغمبر (ص) په مبارک زړه کې هیڅ مؤمن ته څه اندېښنه نه وي؛ نو ځکه یې د پېغمبر د کورنۍ مینه ورباندې فرض کړه؛ نو څوک چې پردې دندې عمل وکړي او له رسول الله (ص) او آل سره یې دوستي وکړي (؛نو) پېغمبر (ص) دښمني ورسره نشي کړای او څوک چې د دې فریضې پر خلاف له آل رسول سره دښمنی کوي؛ نو پر آنحضرت (ص) لازمه ده، چې دښمن یې وبولي؛ ځکه یو الهي فرض یې پرېښی او تر دې کوم یو فضیلت او شرافت اوچت دی؟ او چې کله خدای دا آیت نازل کړ: [ (( ووایه: د دې کار بدله درڅخه نه غواړم؛ خو له کورنۍ سره مې مینه.))]؛ نو پېغمبر (ص) په اصحابو کې ودرېد، خدای یې وستایه او ویې ویل: ((خلکو! خدای یوه دنده درباندې فرض کړې، عملي کوئ یې؟))چا ځواب ورنه کړ. بله ورځ بیا پاڅېد او همدا مطلب یې ووایه: بیا یې ځواب وانه ورېد. درېیمه ورځ پاڅېد او بیا یې وویل: ((خلکو!خدای یوه دنده درباندې فرض کړې ترسره کوئ یې؟)) چا ځواب ورنه کړ. ؛ نو ویې ویل: ((خلکو! دا څیز د سرو سپینو او خوراک څښاک په باب نه دی. )) خلکو وویل: چې داسې وي وواست .حضرت (ص) آیت ولوست. خلکو ویل: که دا وي، هو [عمل پرې کوو] خو ډېرو وفا پرې ونه کړه، پلار مې له نیکه، له پلرونو یې له حسین بن علي روایت راته وکړ، چې ویې ویل: ((مهاجرین او انصار پېغمبر (ص) ته راټول شول، ویې ویل: یا رسول الله (ص) ، تاسې ځان او مېلمنو ته د لګښت لپاره اړتیا لرئ، دا مو شتمنۍ او ځانونه دي، چې واک یې ستا، چې په اړه یې څه کوې، ښه به دې کړې وي او اجر به ولرې، بې غمه یې ترې ورکولای یا ساتلای شې، خدای یې (په ځواب کې) روح الامین راولېږه، چې محمده! د دې کار لپاره اجر درڅخه نه غواړم؛ خو یوازې له کورنۍ سره مې دوستي ولرئ، تر ما روسته خپلوان مې مه ځوروئ، ګډونوال ووتل او ځینو وويل: پېغمبر مو وړاندیز رد نه کړ؛ خو په دې موخه، چې تر ځان روسته مو د خپلو خپلوانو مراعت ته اړ باسي او دا یې په غونډه کې پر خدای تور پورې کړ، البته دا یوه ستره سپین سترګي وه او خدای ( د دې تور لرې کولو لپاره) دا آیت راولېږه: (( دا [کتاب] یې په خدای پورې په دروغو تړلی! ووایه: که دا دورغ مې تړلي وي، مجازات به شم او د خدای له نیونې مې ژغورلای نشئ هغه په هغو چارو ښه پوهېږي چې پکې بوخت یاست، همدا بس، چې خدای زما او ستاسې ترمنځ ګواه وي او هغه ډېر بښونکی (او) لورین دی)) [احقاف/۸]؛ نو پېغمبر څوک ورپسې ولېږه، چې راغلل ورته یې وويل: څه نوې خبره شوې؟ ویې ویل : هو پر خدای ، یا رسول الله ، ځینو مو سترې خبرې وکړې او ښه مو رانغلې؛ نو رسول الله (ص) پوره آیت ورته ووایه، دوی سخت وژړل ، بیا دا آیت نازل شو: (( او هغه ، هغه دی، چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او له ګناهونو یې تېرېږي او څه چې کوئ پرې پوهېږي)) [ شوری /۲۵ آیت]. دا هم شپږم.
اووم: (( خدای او پرښتې یې پر پېغمبر درود لېږي، تاسې هم ای مؤمنانو درود ورولېږئ او په درناوی یې سلام وکړئ)) [احزاب/۵۶] په دې خو دښمنان هم پوهېږي چې خلکو د آیت تر نازلېدو روسته وویل: یا رسول الله ، د سلام پر څرنګوالي پوهېږو؛ خو صلوات درباندې څرنګه دی؟ ویې ویل وواست: (( اللهم صل علی محمد و آل محمد، کما صلیت علی ابراهیم و آل ابراهیم ، انک حمید مجید)) ایا په دې اړه څه اختلاف لرئ؟ ویې ویل: نه. مامون الرشید وویل: د آل محمد په اړه تردې څرګند آیت راته ووایه: امام رضا وويل: په دې آیتونو کې ((يس. وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ. إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ. عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ. (یس/۱-۴) = یس، پر له حکمته ډک قرآن سوګند، چې بېشکه ته له پغمبرانو یې، پر سمه سیده لار)) له ((یس)) مطلب څوک دی؟ عالمانو وویل: بېشکه محمد دی. امام وویل: خدای په دې باب محمد او آل محمد ته فضیلت ورډالۍ کړی دی؛ چې څوک یې په غور کولو ذات ته وررسېدای نشي؛ ځکه خدای بې له پېغمبرانو پر بل یوه هم سلام لېږلی نه دی، امام وویل: (( په نړیوالو کې پر نوح سلام، پر ابراهیم سلام، پر موسی او هارون سلام)) ؛خو ویلي یې نه دي: پر آل نوح سلام یا پر آل ابراهیم سلام یا پر آل موسی و هارون سلام؛ خو د پېغمبر (ص) په اړه یې ویلي: (( پر آل یاسین سلام))؛ یعنې پر آل محمد سلام.
مامون الرشید وویل: پوه شوم چې د دې ټکي څرګندونه د نبوت او پېغمبرۍ په سرچينه کې ده . دا یې اووم.
اتم: ((او پوه شئ ، څه چې ولجه کوئ، پینځمه یې د خدای ، استازي او د خپلوانو یې ده)) [ انفال/۴۱] خدای د پېغمبر د خپلوانو برخه د ځان او د پېغمبر له برخو سره یوځای راوړې او دا دی د ((آل)) او ((امت)) توپیر، خدای ((آل)) په یوه مقام کې ایښي او نور یې ترې راټیټ، څه یې چې ځان ته خوښ کړي، دوی ته یې هم خوښ کړي او په همدې امتیاز یې غوره کړي، او په هر ((فیئ))، غنیمت او نورو کې یې چې ځان او دوی ته څه غوره کړي، ړومبی یې ځان یاد کړی، بیا پېغمبر او په درېیمه درجه کې ((ذوی القربی = د پېغمبر خپلوان)) ، لکه چې ((په خمس آیت کې)) یې ویلي او وینا یې حق ده: (( پوه شئ څه چې ولجه کوئ، پینځمه یې د خدای، رسول او ذوی القربی ده)). دا په څرګند کتاب کې تر قیامته د خدای ټینګ ټینګار دی؛ ((هغه کتاب چې باطل له مخې او شا ورته لار موندای نشي او ستایل شوي حکیم رالېږلی دی)) خو [ د آیت په غځېدا کې ] د پلار مړیو او مسکینانو [وضع له ذو القربی توپیر لري] ؛ ځکه پلار مړی چې د ځوانۍ منګ ته ورسېد، د خمس له برخې وځي، لکه مسکین هم چې د مسکینتوب له حالته وووت، برخه نه ورکول کېږي او غنیمت ورته روا نه دی؛ خو د ((ذوی القربی)) برخه (نه زوالېدونکی نامه) تر قیامته پایښتې ده، که شتمن وي یا نشتمن. ځکه هیڅوک تر خدایه مړه خوا نه دی او همداراز تر پېغمبره او په عین حال کې خدای ځان ته برخه بېله کړې او خپل استازي ته هم، او څه یې چې ځان او استازي ته غوره کړي، ((ذوی القربی)) ته هم غوره کړي دي. او په ((فیئي)) کې هم [ څه چې بې جګړې له غلیمه تر لاسه شوي وي] څه یې چې ځان او خپل استازي ته غوښتي ((ذوی القربی)) ته هم غوښتي او د غنیمت په څير، ړومبی یې خپل حق یاد کړی، بیا د پېغمبر او ورپسې یې د ذوی القربی برخه د خدای او رسول له برخو سره په څنګ کې راوړې ده او د اطاعت په موضوع کې یې ویلي: ((ایمانوالو! د خدای د استازي او خپل اولوالامر اطاعت مو وکړئ)) [ نسا/۵۹] او بیا هماغه ترتیب دی؛ خدای، رسول او د رسول اهل بیت. د ((ولایت)) آیت هم (چې د مؤمنانو پالندوی او چاوراکی ښیي) همدغسې دی: (( ولي ( او واکمن) مو خدای، رسول او هغوی دي چې ایمان یې راوړی)) [مائده/۵۵] (یعنې امیرالمؤمنین) د دوی ولایت او اطاعت یې د پېغمبر له اطاعت سره په څنګ کې راوړی، لکه د غنیمت او فیئي آیتونو په څېر.
خدای ستر دی، څومره یې پر دې کورنۍ لورنه ډېره ده؛ خو چې وار ((صدقې)) یعنې (زکات) ته رسي، ځان، پېغمبر او د پېغمبر کورنۍ ترې څنډې ته کوي (او نامې یې نه یادوي). خدای وايي: ((زکاتونه ځانګړي شوي: فقیرانو، مسکینانو، د زکات راټولوونکیو او هغوی ته چې د زړونو لاس ته راوړل یې موخه وي او (همداراز) د مریانو (ازادولو) له پوروړو سره د مرستې او د خدای د لارې غښتلتیا او مسافر پالنې ته، دا (زکات) یو (مهم) الهي فرض دی او خدای پوه حکیم دی )) [توبه/۶۰]. دلته وینئ چې خدای ځان، خپل استازی یا ذوی القربی ته کومه برخه ټاکلې نه ده؛ ځکه دوی یې چې له صدقې پاک وګڼل، ځان یې پاک وګاڼه او خپل استازی یې پاک وګاڼه او ذوی القربی یې هم پاک وګڼل؛ بلکې ورباندې یې حرامه کړه؛ ځکه صدقه پر محمد او آل محمد او کورنۍ یې حرامه ده او زکات (صدقه) د خلکو خیری دی [ د زکات اخستل] ورته حرام دي؛ ځکه چې دوی له هر ډول چټلۍ او خیرو پاک شوي دي؛ نو دا چې دوی یې پاک او غوره کړي؛ نو هماغه یې ورته غوره کړي چې ځان ته یې غوره کړي او هماغه یې ورته ناخوښه ګڼلي چې ځان ته یې ناخوښه ګڼلي.
نهم: موږ پوهان یو، چې یې ویلي: ((که نه پوهېږئ؛ نو پوهان وپوښتئ)) [نحل /۴۳]. عالمانو وویل: دلته مطلب د یهودو او نصاراوو پوهان دي. امام رضا وویل: که دا خبره سمه وي؛ نو دوی خو موږ خپل دین ته بولي او وایي چې دین مو تر اسلام غوره دی. مامون الرشید وویل: ابوالحسنه! د عالمانو د وینا پر خلاف څه لرې؟ امام وویل: هو ((ذکر)) رسول دی او موږ هم ((اهل ذکر)) یو، خدای په طلاق سورت کې ویلي: (( نو ای عقلمنو چې ایمان مو راوړی له خدایه وډار شئ، په رښتیا خدای یو ((ذکر)) درلېږلی؛ هغه استازی چې د خدای څرګند آیتونه درته لولي)) [طلاق/۱۰-۱۱] دلته ذکر؛ رسول دی او موږ ((اهل ذکر)) یو.
لسم: د تحریم آیت: (( درباندې حرامې شوي: میندې مو، لوڼې او خویندې مو او….)) [نساء/۲۳] راته وواست: که پېغمبر ژوندی و، زما لور، یا لمسۍ یا له ځوځاته مې نجونه ورته روا وه؟ عالمانو ویل: نه، امام وویل ستاسې لوڼې ورته روا وې؟ ویې ویل: هو. امام وویل: دا دلیل دی چې موږ یې ((آل)) یو نه تاسې، که تاسې یې ال وئ، لوڼې مو زموږ د لوڼو په څېر ورته روا نه وې؛ نو موږ یې ((آل)) یو او تاسې یې امت او دا دی د آل او امت توپیر چې آل یې له خپله ځوځاته دی او امت یې نه دی. دا یې لسم و.
یولسم: خدای په مؤمن (غافر) سورت کې د یوه تن له خولې وايي: (( او د فرعون له کورنۍ یو سړی، چې خپل ایمان یې پټ ساته، وویل: ایا یو سړی له دې لامله وژنۍ، چې وایي: الله مې پالونکی دی او په یقین چې ستاسې د پالونکي له لوري یې درته څرګند دلایل راوړي دي….)) [غافر (مؤمن)/ ۴۰ – ۲۸]
دا سړی د فرعون د ماما زوی و او دا یې د ځوځات په پار فرعون ته ورمنسوب کړی، نه د دین په پار، همدغسې موږ هم د ځوځات له پلوه چې د پېغمبر آل یو، په پېغمبر پورې ورځانګړي کړي یو او له دیني پلوه یې د ټولو په څېر شمېرلي یو، دا د ((آل)) او ((امت)) یو بل توپیر دی. دا یې یولسم.
دولسم: د خدای وینا ده چې وایي: ((خپلې کورنۍ ته د نمانځه امر وکړه او خپله هم ټینګ پرې ولاړ وسه)) [طه/۱۳۲] خدای په دې ځانګړنه ځانګړي کړي یو، چې پر نمونځ کولو یې ورسره مامور کړ و او نور امت دغسې ځانګړنه نلري، د دې آیت تر نزول روسته، پېغمبر (ص) تر نهو میاشتو هره ورځ پینځه ځل د نمانځه پر وخت د علي او فاطمې وره ته ورتله او ویل یې: (( نمونځ، خدای دې درباندې ولورېږي)) او دا کرامت او عزت یې چې موږ ته راکړی او پېغمبر تر خپلې ټولې کورنې ځانګړي کړي یو، د پېغمبرانو یوې اولادې ته هم ورکړی نه دی دا هم د (( آل)) او ((امت)) یو بل توپیر. والحمدلله رب العالمین و صلی الله علی محمد نبیه.