بسم الله الرحمن الرحیم پاکه ربه! ان یوه شېبه مو هم ځان ته مه پرېږده علي کرم الله وجهه خپل زوی امام حسن رضی الله عنه ته په یوه لیک کې کاږي: «په ټولو چارو کې الله تعالی ته پناه ور وړه چې دا ځان ټینګ پناه ځي ته ورسپارل وي. » توکل ته […]
بسم الله الرحمن الرحیم
پاکه ربه! ان یوه شېبه مو هم ځان ته مه پرېږده
علي کرم الله وجهه خپل زوی امام حسن رضی الله عنه ته په یوه لیک کې کاږي:
«په ټولو چارو کې الله تعالی ته پناه ور وړه چې دا ځان ټینګ پناه ځي ته ورسپارل وي. »
توکل ته لنډه کتنه
«توکل» د تدابیرو او پر نورو د ډډې وهلو پرېښوول دي چې دا کار یوازې د الهي مدیریتونو په ډګر کې صادق دی. په بله وینا شارع د «توکل» مفهوم ددې لپاره را دبره کړی نه دی چې انسانان خپلې دنیوي چارې خوشې پرېږدي.
الله تعالی د انسانانو چارې د ځان او خلکو ترمنځ ویشلې نه دي او ویلي یې نه دي چې د انسانانو یو لړ معیشتي چارې انسانان پر غاړه واخلي او یو لړ نورې الله تعالی ته ورپرېږدي؛ بلکې انسانان مؤظف دي، څه چې ورترغاړې شوي ټول، ښه او په ټینګه او دقیق ډول ترسره کړي. البته دا لویه نړۍ او اوږد تاریخ یې چې یوه کوشنی برخه یې د انسانانو په واک کې ده، ډېرو لویو مدیریتونو او تدابیرو ته اړینه ده.
په رښتینه کې دا لوی او پراخ تدبیر ول چې انسانان یې په هستۍ کې رامنځ ته کړل او دوی ته یې د یو لړ چارو په اداره کولو، سنبالولو او تدبیرولو کې ځانګړې ونډه ورسپارلې ده؛ نوځکه انسانان نباید ځان ته غره شي؛ نباید د تاریخ او نړۍ تاریخ پر غاړه واخلي او د نړۍ د بدلولو او د نوي انسان رادبرولو هوډ وکړي او یا په دې توپانی نړۍ کې پر موهومي خدایانو په ډډې وهلو ځان ته د ډډې وهلو ځای جوړ کړي، نباید د خپلو دندو په کولو کې لنډون وکړي او هر څه د لټۍ له مخې الله تعالی ته ورپرېږدي.
توکل انسان ته ورزده کوي چې په نړۍ کې د الله تعالی لاس وویني او پوه شي چې انسان هرکاره نه دی. په حقیقت کې «توکل» په سراسر هستۍ کې د یو عام او پر له پسې څارنې څرګندوونکی دی؛ داسې څارنه چې یو ښه چار هم مهمل او خوشې نه پرېږدي، مقدمات او پیلامې خپلو موخو ته ور رسوي او د نېکچاریو په زړونو کې د هیلو د غوټیو د غوړېدو لاملېږي.
أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى[1]
یعنې نړۍ داسې جوړه شوې چې چارې نه ضایعېږي. په تېره نېکانو ته وعده ورکړای شوې چې «تاریخ» ورسره همګامی او «ګانده – راتلونکی» د همدوی وه؛ نو توکل یعنې خپل کار په خپله کول او د الله تعالی کار الله تعالی ته ورپرېښوول. د نړۍ مدیریت او سنبالنه له انسان سره نه ده؛ نوځکه د حق پر مدیریت توکل وکړه؛ خو د کورنۍ مدیریت او سنبالنه له تا انسان سره ده؛ نو په ټینګښت کې یې هڅه وکړه او د بڅري هومره هم له خپلې دندې غافل نشې. پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د خپل یو صحابي تر ښخولو روسته، د لحد په ښه جوړولو کې له ځیرنې او دقته اخستو په اړه وویل:
رحم الله امرء عمل عملا فاتقته: الله تعالی دې پر هغوی ولورېږي چې عمل ټینګ او سم ترسره کوي.
د الله تعالی له رعایت، ولایت او وکالته د وتو مانا څه ده؟
په نړۍ کې د بشر بې پناهي، بې سرپرستي او پرېښوول په کومې مانا دي او څه ناوړه عواقب ترې راولاړېږي.
له الله تعالی د توکل اخستل د الله تعالی له لوري د پرېښوو پر مانا دي
په دعاوو کې راغلي: ربنا لا تکلنا انفسنا طرفة ابدا
«الله تعالی! ان یوه شېبه مو هم ځان ته مه پرېږده. »
متوکل، الله تعالی خپل وکیل نیسي، هغه وکیل چې د انسان پاسوال او کارسازی دی. پر الله تعالی ډډه وهل، انسان له روحي پلوه پیاوړی کوي؛ خو بلخوا د انسان او الله تعالی ترمنځ د توکل په تړاو یوه بله ښکارنده هم پېښېږي چې د غور وړ ده او دا ده «د الله تعالی له لوري پرېښودل کېدنه» او «له سرپرستۍ، ولایت او څارنې یې وتل».
امام سجاد د عرفې ورځې په دعا کې وایي:
وَ لَا تَرْمِ بِی رَمْی مَنْ سَقَطَ مِنْ عَینِ رِعَایتِكَ، وَ مَنِ اشْتَمَلَ عَلَیهِ الْخِزْی مِنْ عِنْدِكَ بَلْ خُذْ بِیدِی مِنْ سَقْطَةِ الْمُتَرَدِّینَ، وَ وَهْلَةِ الْمُتَعَسِّفِینَ، وَ زَلَّةِ الْمَغْرُورِینَ، وَ وَرْطَةِ الْهَالِكِین
امام د دعا په لومړۍ برخه کې وایي: «الله تعالی! د خپل رعایت له سترګو مې مه غورځوه».
«د الله تعالی له سترګو غورځېدل» د «ځان ته ورپرېښوو» او «او په خپل سر وکالت کول» بل تعبیر هم دی.
د یو شمېر پېغمبرانو یوه شېبه ځان ته پرېښوو په اړه د قرآن حکیم وینا
په قرآن حکیم کې د یو شمېر پېغمبرانو د حالاتو په شرح کې راغلي:
حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ[2]= (پېغمبرانو خپلې بلنې او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې استازي د خلکو له ایمان راوړو نهيلي شول او (خلكو) ګومان وكړ، چې [د عذاب په باب] دروغ ورته ويل شوي، په دې وخت كې استازیو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو و مو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب مخه نشي اړول کېداى.
عمومو دا آیت داسې مانا کړی:
«پېغمبران د خپل قوم له ایمان راوړو نهیلي او ډاډمن شوي وو چې قوم یې دوی دروغجن ګڼلي او په دغسې حال کې الهي مرسته راورسېده» دا یو دودیز تفسیر دی او د انبیاوو په هکله له عامه ګروهنو سره اړخ لګوي؛ خو دا آیت په بل ډول هم لوست او مانا شوی او یو لړ روایات هم ددې مانا په تایید کې راغلي. دویمه مانا یې دا ده: «په رښتیا پېغمبران پخپله دوه زړي شول او له ځان سره یې وویل چې هسې نه دروغ راته ویل شوي، هسې نه په دروغو مو ګڼلې وي چې پرښتو د الله تعالی له لوري د رښتونې بریا وعده راوړې وي؛ خو ښایي پرښتې نه او شیاطین وه چې د دروغو وعدې یې راکولې. »
په یو لړ روایاتو کې هم راغلي چې الله تعالی ځینې پیغمبران د یوې شېبې لپاره ځان ته ورپرېښوول، چې په پایله کې په باطلو ګومانونو اخته شول.
همداراز په قرآن حکیم کې د حضرت یونس علیه السلام په اړه راغلي:
وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنْجِي الْمُؤْمِنِينَ[3]= او ذوالنون [کب والا، يونس] (درياد كړه) چې كله غوسه (له خپل قومه) ولاړ او ګڼله یې چې څه تنګسه به پرې نه ورولو؛ (خو چې کب تېر کړ)؛ نو تپو تيارو كې يې (راته) غږ كړ: (((الله تعالی!) بې له تا لمانځوړ نشته، ته پاك يې! په رښتیا، زه له ظالمانو ځنې وم.)) نو موږ يې دعا قبوله كړه او له غمه مو وژغوره او مؤمنان همدغسې ژغورو.
دا آیت یې هم دوه ډوله مانا کړی: ړومبی یې ویلي دي، چې «ذوالنون» د خپل قوم له آزار، سست ایمانۍ، کینې او ځیله غوسه و؛ نو له قومه راووت او په ځانګړې الهي تنبیه کې راګېر شو.
دویم، د «ذوالنون» الله تعالی ته سینه تنګه شوه؛ یعنې پر حق غوسه شو، نه پر خلکو. په روایاتو کې راغلي (په صافي تفسیر کې)، ذوالنون یوه شېبه پر خپل حال پرېښوول شو؛ نو دغسې حالت پرې ورتېر شو چې روسته دویم ځل په حال شو. ددې ماناوو له سموالي او ددې روایاتو له ډاډمنتیا په سترګې پټولو، هڅه کوو چې د «ځان ته ورپرېښوو» او «له الهي ساتنې دباندې پاتېدل» تر غور لاندې ونیسو. دا ځانګړی وضعیت انسان ته ډېر اهمیت لري؛ ځکه له نیکمرغۍ یا بدمرغۍ سره یې ټینګ تړاو لري؛ نوځکه ددې مانا په اړه غور او د پایلو څېړنه یې ډېره مهمه ده.
« د الله تعالی په پناه کې غځېدل»؛ یعنې ځان د الله تعالی ولیانو ته ورسپارل دي
لومړی باید دې ډېر بنسټیز او مهم ټکي ته پاملرنه وشي چې له آره «ځان الله تعالی ته ورسپارل» او «د الله تعالی په پناه کې غځېدل» یو څرګند مصداق لري چې دا دی: «ځان د الله تعالی ولیانو ته ورسپارل»؛ نوځکه «ځان ته ورپرېښوونه» او «د الهي بېرغ له ملاتړ او څارنې راوتل» په حقیقت کې «د الهي ولیانو د وکالت او ولایت له بېرغه راوتل» دي.
په دنیا کې چې د الله تعالی د محضر په حضور کې یا د الله تعالی د رضایت د جلبولو په اړه خبرې کېږي، دقیقه مانا یې «د الله تعالی د ولیانو په محضر کې حضور» او د الله تعالی د ولیانو د رضایت راجلبول دي او همداراز د الله تعالی له محضره تېښته یا د څښتن تعالی غوسه، د الله تعالی د ولیانو له محضره تېښته، یا یې غوسه کول دي. په دې ټولو ځایونو کې د «الله تعالی» پر ځای د «اولیاء الله» نامه راوړای شو. په نړۍ کې د الله تعالی ولایت، چې په حقیقت کې په نړۍ کې یې حضور دی، په ځانګړې بڼه عملي کېږي چې د بشپړ نارینه وو او الهي ولیانو له شتون څخه عبارت دی. دوی په نړۍ کې د الله تعالی حضور عملي کوي.
فَلَمَّا آسَفُونَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ[4]
د پورتني آیت په تفسیر کې مرحوم کلیني په کافي کې له امام صادق رحمة الله علیه څخه یو روایت راوړی:
ان الله لا یاسف کاسفنا و لکنه خلق اولیاء لنفسه یاسفون و یرضون و هم مخلوقون مدبرون، فجعل رضا هم لنفسه رضی و سخطهم لنفسه سخطاً و ذلک لانه جعلهم الدعاة الیه و الا دلاء علیه فلذلک صاروا کذلک
«الله تعالی زموږ په څېر نه غوسه کېږي؛ بلکې ځان ته یې ولیان پیدا کړي چې غوسه کېږي او خوشحالېږي، حال دا، مخلوق او د الله تعالی تر تدبیر لاندې دي او الله تعالی د دوی خوشحالي خپله خوشحالي او د دوی غوسه یې خپله غوسه ګرځولې ده. »
بیا امام صادق رحمة الله علیه په اړه یې له قرآن حکیم شواهد راولي:
مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ[5]
إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ[6]
او وایي:
«دا ټولې چارې او په څېر یې او هم خوښه او غوسه او په څېر یې، ټول پر هماغه طریقه دي، چې و مې ویل»[7]
دا یو نری او مهم ټکی دی چې نه وایو، د الله تعالی د ولیانو د رضایت راجلبول د الله تعالی د رضایت جلبولو لاملېږي؛ بلکې خبره دا ده چې ددې ولیانو د رضایت جلبول د الله تعالی د رضایت جلبول دي. د مولوي په تعبیر:
آن یکی را روی او شد سوی دوست
و آن یکی را روی او خود روی اوست
دوه ډوله انسان: هغه چې الی الله ته یې ورپام دی او هغه انسان چې عین وجه الله دی
یعنې په نړۍ کې دوه ډوله انسانان شته: یوه ډله کسان دي چې الی الله ته یې ورپام دی او بله ډله هغه کسان دي چې عین وجه الله دي.
نحن وجه الله نتقلب فی الارض بین اظهرکم[8]
هغه چې د الله تعالی د ولیانو مخ (وجه) ته ویني، پر هماغه حال او بې واسطې وجه الله ته ویني. د دغسې ولي په پناه کې غځېدل په حقیقت کې د الله تعالی د عنایت، لورنې او ملاتړ په سیوري کې پناه ده.
د ځان ته پرېښوو مانا؛ د الهي ولایت له سیوري وتل؛ یعنې د الله تعالی د ولیانو له ولایته وتل دي
نوځکه د «ځان ته پرېښوو» د مانا نچوړ د الهي ولایت له سیوري وتل دي او ددې ولایت حاملان البته د الله تعالی ولیان دي. الله تعالی وایي:
اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ[9]= الله، د مؤمنانو پالندوى دى، چې له تيارو یې رڼا ته راباسي (؛ خو) سرغړاندي؛ د کافرانو پالندويان دي، چې له رڼا يې تيارو ته وركاږى.
په نړۍ کې هېڅوک بې ولي نه دی. مؤمنان د الله تعالی د ولایت تر سیوري لاندې دي او کافران د طاغوت د ولایت تر سیورې لاندې دي.
الهي ولایت، مؤمنان له تیارو څخه رڼا ته راولي؛ او د طاغوت ولایت، کافران له فطري رڼا ځنې تیارو ته ورکاږي. په نړۍ کې د الهي ولایت حاملان د الله تعالی ولیان دي. ددې ولیانو په پناه کې کېناستل او ملاتړ ترې اخستل، کټ مټ د الله تعالی د ولایت په پناه کې کېناستل او د خدايي ملاتړ تر لاسه کول دي؛ نوځکه په نړۍ کې ربوبي حضور د الله تعالی د ولیانو په حضور کې عملي کېږي.
دا نظریه، زموږ په دیني فرهنګ کې یوه شایع او خپره شوې نظریه ده او زموږ عارفانو یې په اړه ډېرې خبرې کړي او په خپلو تجربو، مکاشفاتو او راسپړنو یې ښه پاللي دي. دا نظریه «الله تعالی د ولایت تر بېرغ لاندې کېدنه» یا «د امن له وادۍ وتل» مانا را ته ښه څرګندوي. «کامل یا بشپړ انسان» یا «الهي خلیفه» هغه دی چې د الله تعالی پوره نماینده او استازی دی او له الهي صفاتو او اسماوو پوره برخمن شوی او په نړۍ کې د تصرفاتو اصنافو او ټولګیو ته لاس ور وړای شي؛ هغه تصرفات چې نورو ته ناشوني دي.
دا ولیان؛ لکه څنګه چې دنیوي واکمن پر بدنونو او تنو کوم تصرفات لري، دوی یې پر ارواحو او زړونو لري؛ نوځکه څوک چې ددې ولیانو له ولایته سرغړونه کوي، په واقع کې خپل کار ضایع کوي. دا هماغه مانا ده چې په روایاتو کې په بېلابېلو مضامینو راغلې ده؛ لکه له امام باقر رحمة الله علیه په یو روایت کې راغلي:
«که څوک شپې شپې پر عبادت بوختې او ورځې په روژې نیوو تېرې کړي او خپل ټول مالونه خیرات کړي او تل حج هم کوي؛ خو د الله تعالی د ولي ولایت و نه مني چې لاروي ترې وکړي او ګردې کړنې یې په لارښوونه وي؛ نه پر الهي ثواب څه حق نلري او له ایمانوالو ځنې نه ګڼل کېږي؛ بلکې الله تعالی یې نېکان یوازې په خپل فضل او لورنې جنت ته ورننباسي[10]»
«د ځان ته ورپرېښوو» یوه پیکه پایله له مانیزو پېرزوینو بې برخې کېدل دي.
عارفانو رازده کړي چې د مانیزو لارو سلوک، د لارپوه وګړي ښیون او لارښوونې ته اړمن دی. دا ښیون او څارنه له بېلابېلو اړخونو او وجوهاتو د اړتیا وړ ده. یوه وجه یې د سمې لارې ښودنه ده. دویمه وجه، د شوکمارانو دفع او تمبونه ده او درېمه وجه د مانیزو موندنو سم تفسیر دی، څلورمه وجه، د ستړیاوو او ستومانیو، زړه تنګیو او زړګنیو رنځوریو لرې کونه ده. پینځمه وجه، په حرکت کې ګړندیتوب دی او. . . دا مهمې او ښې پایلې د الهي ولیانو د لاسنیوي په سیوري او ښیون کې ترلاسه کېږي؛ نوځکه «ځان ته د ورپرېښوو» یوه پیکه او بې خونده پایله له دې مانیزو پېرزوینو بې برخېتوب دی؛ نوځکه که څوک د خپلې نېکمرغۍ او بدمرغۍ چار ته اهمیت ورکوي او ددې لارې وهل ارزښتمن بولي، نو هرو مرو دې له دې بلو ډیوو او لارښودونکیو ګټنه وکړي. انسان د دننني حالاتو په مراقبه او څارنه د الله تعالی پر وړاندې خپل منزلت او مقام موندای شي او پوه شي چې ایا د پالونکي له لوري ځان ته ورپرېښوول شوی یا نه. مولوی، د الله تعالی د ولیانو پېژندنې او هم د ځان پېژندیې لپاره چې پر سم لار دی یا نه، یو لړ کچې راښیي، وایي:
کار مردان روشنی و ګرمیست
کار دونان حیله و بی شرمیست
د الهي ولایت په سیوري کې د اوسېدو نښې
(۱) د تودوخې ننګېرنه او دنننۍ رڼا
یوه کچه دا ده چې «نارینه» یعنې د الله تعالی ولیان نړۍ ته تودوخه او روښنایي ورکوي. بلخوا که پر انسان پرله پسې ورځې تېرې شي او په خپله دننه کې هېڅ ډول روښنایي او نوې تودوخه و نه مومي او په وجود کې یې د نفس خړوالی همدغسې غځېږي او د ارشادګرو تود دم او چوف یې د روح پر سړه اوسپنه اغېز ونکړي تردې چې د روحي ددې سړښت او خړتوب په اړه هم حساسیت ونه ښیي، بیا دې پر ځان بدګومانه شي او له الله تعالی په دعا دې، له دې او سپېره ازمېښته وتل وغواړي. د الله تعالی د ولیانو له څرګندو نښو یوه یې دا ده چې ورسره ناسته او په محضر کې یې حضور، د انسان وجود ته تودوخه، روښنایي او چالاکي وربښي او انسان الله ته ورنژدېوالی او پر خلکو مینه کولو ته هڅوي.
(۲) د څربه کېدو ننګېرنه
همدغسې مولوی په دې باب ډېر ښکلی تعبیر لري چې د نورو عارفانو په آثارو کې نه دی راغلی او له آره باید له شخصي تجربو یې راولاړشوی وي. دا تعبیر «چاغي» او «غوښنتوب» دی. وایي:
تنګ است بر او هفت فلک
چون می رود او در پېرهنم [11]
یعنې که څوک زما کمیس واغوندي، احساسوي چې دومره چاغ شوی چې ټول عالم پرې ورتنګ شوی دی. دا تعبیر، مجازي نه؛ بلکې له یو ډول ژورې او رښتونې تجربې راولاړ شوی دی. مولوی په مثنوي کې د یو ګناهګار داستان را اخلي چې په یوه هېښنده او ستونزمنه لانجه کې راګېر شوی و او په همدې لانجه کې یې د ځان ژغورنې لپاره دعا وکړه او کړاو ترې لرې شوه. ګناهګار د استجابت د خوږې مزې څکلو په ترڅ کې له ځان سره ویل:
نام من در نامهٔ پاکان نوشت
دوزخی بودم ببخشیدم بهشت
آه کردم چون رسن شد آه من
گشت آویزان رسن در چاه من
آن رسن بگرفتم و بیرون شدم
شاد و زفت و فربه و گلگون شدم
در بن چاهی همیبودم زبون
در همه عالم نمیگنجم کنون
دا رنځوري یو ګناهگاري وه او دا چاغوالی د دعا قبلېدل و او بیا یې په وینا:
ګر نهی پر ګار بر تن تا بداني حد ما
حد ما خود ای برادر لایق پرګار نیست
خاک پاشی می کنی تو ای صنم در راه ما
خاک پاشی دو عالم پیش ما در کار نیست
هغوی چې رنځوران دي او رنځوري یې مخ پر ډېرېدو ده، ځانونه دومره کوشني مومي چې ته وا ګرده دنیا ورباندې هجوم او ټېل وروړي او تر دباو لاندې یې نیسي. پر وړاندې یې، داسې کسان شته چې له ډېر چاغوالي نړۍ په ځان کې حل او هضم ویني او ځان ته ځای پراخوي.
ړومبی احساس د هغو کسانو دی چې په نړۍ کې توغول شوي او خوشې شوي دي. او دویم احساس د هغو کسانو دی چې د الله تعالی پالندوینه او له لوري یې نېغ خورونه – تغذیه ننګیري. دا ډله د الله تعالی له لاسونو شراب څښي او خوري، چې دوی چاغوي او نړۍ تنګه ورښکاره کوي؛ نوځکه نړۍ په دې مانا «زندان» ویني، نه داچې زندان یې بولي.
د اخلاقو عالمان را زده کوي: پوه شئ چې «دنیا زندان دی»؛ خو ځینې دا پوهه په رښتوني په خپل وجود کې عملي تجربه کوي؛ یعنې ځان دومره چاغ او غوښن مومي چې دنیا ورته تنګه ښکاري؛ نوځکه ددې کسانو پر وړاندې، د دنیا «زندانوالی» یوازې له دې لامله نه دی چې ددې نړۍ تر شا، یو بله پراخه نړۍ ده او داسې جنت لري چې ددې دنیا خوندونه او خواږه یې په پرتلنه واړه ښکاري او دنیا په زندان اړوي؛ بلکې دا چاغ انسانان له ډېرو چاغوالي د دنیا زندانوالی ازمېښتوي او کېدای شي دا ستر روحونه په هغه را روسته ستر باغ کې هم ځای نشي او له لامله یې دا باغ هم زندان و مومي. د الهي ولایت په سیوري کې اوسېدل، یوه بله نښه هم لري چې دا ده:
(۳) په مرګ پسې د ژوند تجربه
مولوی وایي چې د الله تعالی ولیان د اسرافیل په څېر دي:
همین که اسرافیل وقت اند اولیا
مرده را زیشان حیات است و نما
چې کله دا ولیان پر چا غږ وکړي؛ نو دا مخاطبین په خپل وجود کې د حیات خوند څکي او مانا یې مومي.
ګوید این آوا ز آواها جداست
زنده کردن کار آواز خداست
ما بمردیم و بکلی کاستیم
بانګ حق امد همه برخاستیم
په دې تعابیرو کې مهم او پاموړ ټکی دا دی چې یو هم مجازي نه دی؛ بلکې د ویاندانو له حقیقي روحي تجربې راولاړ شوي دي. دا حقایق زموږ په خبرو او ادب کې په مجازي ډول کارول شوي؛ نوځکه ډېره لږه پاملرنه کېږي چې دې مجازونو به په یوه ځای کې پر حقیقت ډډه وهلې وي.
له آره بې د حقیقت او رښتینتوب له شتونه، دروغ او مجاز نه پلي کېږي. په عین حال کې باید هڅه وکړو چې مجاز ویووونکي له حقیقت ویوونکیو ځنې توپیر کړو او تشخیص کړو چې څوک د زړه له کومي خبره کوي او څوک یې له خولې.
په هر حال، خبره دا ده چې دا حقیقي تجربې، د الهي ولایت تشخیص ته ټینګي او جدي نښې دي او ددې لارې لارویان کړای شي چې دا تجربې په ښه توګه وازمېیي او په مرسته یې خپل سلوک تنظیم کړي.
الهي مینه، د الهي ولایت یوه مرتبه ده
«الهي محبت»- چې د الهي ولایت له مراتبو دی- همدا ځانګړنې لري مینوال (محب) کله هم محبوب نه خوشې کوي او پر خپل حال یې نه پرېږدي؛ بلکې ورباندې لورېږي او داسې پېرزوینې ورباندې کوي چې نور ترې بې برخې دي. په مقابل کې داسې انتظارات هم ترې لري چې له نورو یې نلري.
الهي محبت د محبوب سالک د لارې په وهلو کې لاسنیوي کوي: شوکماران لرې کوي، خوځښت ګړندی کوي، موخې ته ور رسېدل تضمینوي او له روحه یې خپګانه څنډي او. . . . . . دا ټول د الله تعالی د دوستۍ غوښتنه ده؛ خو بلخوا که د الله تعالی د محبت سترګه د کوم بنده په اړه څارنه او کتونکې نه وي؛ نو دا بنده که پر سمه لار ولاړ شي یا بېلارې، پروا به یې و نه لري. د الله تعالی له سترګو لوېدل همدا دي.
د باندینی نښې کوم وګړي یا ځانګړی قوم ته د الله تعالی د ورمخېدنې یا شا اړونې نښه نه ده
دا هم ناویلي پرېنږدو چې بهرنیو نښو ته په ورکتو کله هم پوهېدای نشو چې یو بنده یا کوم قوم د الله تعالی په لورنو کې رانغښتی یا یې له سترګو لوېدلی دی.
په دین یا د دیني مشرانو په خبرو کې کله هم راغلي نه دي چې که څوک په دباندیني ژوند کې شتمن یا د شهرت خاوند و یا د مخلوقانو لورنې ورمخه کړې وه، لزوما الله تعالی هم ورباندې لورېدلی دی؛ بلکې اپوټه شونې ده چې دا چارې یې دقیقاً د ځان ورپرېښوو حالت وي، د علي کرم الله وجهه په تعبیر:
لا تعتبروا الرضی و السخط بالمال والولد جهلا بمواقع الفتنه و الا ختبار فی موضع الغنی و الاقتدار[12]
باید د روښنایۍ او ښیون نښې په دننه ځان کې ولټوو. مشرانو ته چې کله هم شتمنۍ ورمخه کړې، په حال ژبه یې ویل:
ذنب عجلت عقوبته
«دا کومه ګناه مې کړې چې عذاب یې رامخې ته شوی دی. »
یعنې کله هم بې درنګه د دنیا ورمخې کېدنې ته نه خوشحالېدل او پایله یې نه اخسته چې «هذا من فضل ربی». قرآن حکیم وایي:
فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ كَلَّا[13]= خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!)) هېڅكله داسې نه ده.
الله تعالی د دغسې انګېرنو پر وړاندې وایي: « كَلَّا »، داسې نه ده.
انسان مکلف دی چې د نعمتونو پر وړاندی منندوی او د سختیو پر وړاندې زغمناک وي
البته انسان مکلف دی چې د پراخیو او نعمتونو پر وړاندی منندوی او شاکر وي او د ستونزو پر وړاندې زغمناک اوسي؛ خو کله هم نباید دا بهرنۍ چارې د الله تعالی د ورمخېدنې یا شا اړونې نښه وبولو.
انسانان تل باید په دې کې شکمن وي چې هسې نه دا دنیوی نعمتونه، د یوې ګناه عذاب وي او ښایي د قرآن حکیم په تعبیر املاء، امهال او استدراج وي چې د لا ډېروالي او عذاب لامل دی.
د محبت او الهي ولایت نښې دې په دننني عالم کې ولټوو
لنډه داچې نباید دا ظاهري شمېرانې او محاسبات مبنا او بنسټ شي. باید د الهي ولایت او محبت نښې په دننني عالم کې ولټو. شونې ده چې الله تعالی دباندې، پاکانو او ناپاکانو ته هم ورکړې؛ خو ښیون یوازې پاکانو ته ورکوي:
ان الله یعطی الدنیا من یحب و یبغض و لا یعطی دینه الا من یحب[14]
د دننه په اړه د انسان مازې حساسیت او د باطن د حالاتو تفقد او لټونه، څارنه او پوښتنه ګروېګنه، د څښتن تعالی د فضل او رحمت نښې دي.
انسان د قرب الهي د لارې په وهلو کې پر خپلې رندۍ او زاهدۍ – یعنې ګرد فعالیتونه چې کوي- ډډه نشی وهلای:
«راهرو ګر صد هنر دارد توکل بایدش».
په اوسنۍ نړۍ کې «ځان ته ورپرېښوونه» د انسان پېژندنې له رسمي تیوریو او نظریاتو ځنې شوې ده
خو موږ په داسې پېر کې اوسو چې «ځان ته ور پرېښوونه» د انسان پېژندنې یوه رسمي تیوري شوې ده. یو وخت ادیانو خپلو لارویانو ته ور زده کول چې له الله تعالی وغواړﺉ چې ځان ته مو ورپرېنږدي. خو نن یو شمیر فلسفي ښوونځي خپلو لارویانو ته ورزده کوي چې د انسان، انسانیت له الله تعالی د انسان په بېلتون کې نغښتی دی. دوی پر الله تعالی ډډه وهل د انسان د انسانیت تخریب او ویجاړتیا بولي او ګروهن دي چې انسان پر ځان ډډه و نه وهي، انسان به نشي.
د باطني حالاتو پوښتنه ګروېګنه په هغه ځای کې مانا مومي چې انسان په هستۍ کې ناظرې، کتونکې او څارنې سترګې ته قایل وي
بې پاره نه ده چې نن د نویو اندنو د راښکاره کېدو له لامله، په مطلق ډول د باطني حالاتو پوښتنه- په یادې شوې مانا- ځای نلري. له آره «د باطني حالاتو پوښتنه» په هغه ځای کې موضوعیت لري چې انسان ګروهن وي چې څوک یې څارن دی او ویني یې او همداراز دې ته اهمیت ورکړي چې هسې نه د څارن له سترګو ولوېږي؛ خو څوک که په هستۍ کې د ناظرې سترګې پر شتون قایل نشي؛ نو البته د باطني حالاتو پوښتنه به هم یو مخې له منځه ولاړه شي. همداراز د الهي اولیاوو لټونه او په سیوري کې یې غځېدل او له الله تعالی سره ملګرتوب به ټول بې مانا شي.
یو وخت الله تعالی د هستۍ له وره او دېواله ورېده او الحادي اندنې پردۍ وې. انسانان خود په خوده- که زده کړي یې وو یا نه – متوکل علی الله ول، هر څه د الله تعالی نښه درلوده او نه لیدل یې ستونزمن و. په هغې زمانې کې، نړۍ، د مؤمنان کور و او ملحدان، پردي یا نارابللي مېلمانه شمېرل کېدل؛ خو له یو څه وخت راورسته زمانه- په تېره لویدیځ کې- له بېخه واوړېده؛ یعنې غیر الهي اندنې پراخې شوې او رو رو یې د ټولنې کونجونه او د خلکو زړونه ونیول. په پایله کې الهي اندنې او الهي نارینه پردي او نارابلل شوي مېلمانه وشمېرل شو. په رښتینه کې اوس ددې حجابونو او خړپړتیاوو له شتون سره، غالب خلکو ته، په دې نړۍ کۍ د الله تعالی لیدنې هغه مخکېنۍ بداهت او پاملرنه له لاسه ورکړی دی.
په نوې نړۍ کې «توکل» له غیر الهي نړی لیدونو سره د مقابلې لپاره غوره وزله ده
نوځکه ددې حجابونو څېرولو او ورهخوا رویت ته باید «پر الله تعالی د توکل» پر چار ټینګار وکړو. په اوسني وخت کې دا د نننیو غیر الهي نړی لیدونو په مقابل کې یو خورا ښه او نعمتي وزله ده. پام مو وي چې «پر الله تعالی توکل» بې له «توحیده» دی او البته ورسره نامنافي (او په ټکر کې نه دی) بلکې ترې برخمن دی. انسان پر الله تعالی باندې په توکل کې، په ګردو ځایونو کې پر حضور یې ګواهي ورکوي او څارنه یې تاییدوي؛ د حقیقت له مخې او نه د مجاز او تصنعي القاء اله مخې، الله تعالی د خپل ژوند او معیشت د ډډې وهلو ځای ویني.
د «توکل» دا دقیقه مانا، له ډېرو نورو اخلاقي اندنو سره ژور او ښکاره توپیر لري او له همدې لامله ښایي نن له خورا ستونزمنو مفاهېمو ځنې وي چې بشري ذهن ته اوڅارېږي. دا خواړه که څه د عقولو پر هاضمو درانه دي او په ځنډ هضمېږي؛ خو ډېر مغذي او قوتناکه دي.
«پر الله تعالی د توکل» عملي کېدو ته علمي لار د الهي نارینه وو لټول دي
«پر الله تعالی توکل» عیني پلي کولو ته علمي لار د الهي نارینه وو لټول دي او دا یو خورا مهم چار دی چې په اوسني وخت کې له یاده وتلې او متروک پاتې شوی دی. بېشکه موږ انسانان د الهي نارینه وو ولایت ته اړمن یو او په مانیز لار کې بې له مرستې یې یو قدم هم اخستای نشو. البته لازم نه ده چې دا الهي ولیان لزوما اوسني او ننني وي؛ ځکه د ارواحو نړۍ د تنو او اجسامو د نړۍ پرخلاف زمانه نه رانغاړي؛ نوځکه د ارواحو په نړۍ کې اړتیا نشته چې هرو مرو هغه ولي دې ولټول شي چې ژوندی وي؛ خو دا فرض دي چې الهي اولیا ولټول شي. البته الهي ولیان عام شفقت لري او د هغو کسانو هم لاسنیوي کوي، چې یوازې لاره وهي.
خو:
غایبان را چون چنین خلعت دهند
حاضران از غایبان لاشک بهند[15]
انسانان که ددې الهي ولیانو ښکار شي، په رښتنیه کې د الله تعالی ښکار شوي او ددې انجذاب ړومبی شرط، تنده او د باطني حالاتو لټونه ده. که انسانان تل خپل باطن څاري؛ نو رو رو به و مومي چې ددې ولیانو کهربا او مقناطیس به یې وجود له ناپاکیو وتوږي او خپلې مقناطیسي حوزې ته به یې راجذب کړي.
کهربا دارند چون پیدا کنند
کاه هستی تو را شیده کنند
[16]په نړۍ کې هېڅوک بې ولي نه دی؛ نو تل باید اندېښمن اوسو چې هسې نه طاغوت ته زموږ ولایت ورتر غاړې وي. د قیامت پر ورځ به د ولایت نظام راښکاره شي.
هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَا أَسْلَفَتْ وَرُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ[17]= هلته به هر څوك د خپلو تېرو کړنو بدله و مومي او د خپل مولا او حقيقي پالندوى ((الله)) لوري ته ستنول کېږي.
له الله تعالی غواړو چې موږ کله هم خپلو ځانونو ته ورپرېنږدي، د خپلی لورنې ورونه دې راپرانځي او موږ دې په دنیا او آخرت کې د خپلو ولیانو همناستي کړي.
[1] (آل عمران/۱۹۵)
[2] (یوسف/۱۱۰)
[3] (انبیاء/۸۷، ۸۸)
[4] (زخرف/۵۵)
[5] (نساء/۸۰)
[6] (فتح/۱۰)
[7] (المیزان تفسیر:۱۸ ټوک)
[8] (اصول کافي، لومړی ټوک)
[9] (بقره/۲۵۷)
[10] (اصول کافي: ۲ ټوک)
[11] (دیوان کبیر، غزل)
[12] (نهج البلاغه: قاصعه خطبه)
[13] (فجر/۱۵- ۱۷)
[14] (اصول کافي، ۲ ټوک)
[15] (مثنوي معنوي)
[16] حمزه بابا به همدې لړ کې حضرت زینب (رض) ته په خطاب کې وايي :
که هر څو له خویه بویه ځناور یم
ولې ستاسې مدح خوان او ثناګر یم
ای خاتون د قیامت راته نظر کړه
اوس د ډېرې ناتوانۍ نه بې بصر یم
نه قرار او نه سکون او نه صحت شته
ستا د در نه یم ستون خو در په در یم
ته خاتون یې د جنت د سترګو تور یې
اسویلې د انتظار یمه په سر یم
ددې یو دم سوځېدو نه مې بهر کړه
په محفل کې مو بلېږمه اګر یم
اوس مې مشکل زما اسان کړه هم په تا شي
چې فدا دې له حیدره تر قمبر یم
صفت خوان دې د الله نه تر احمده
له احمده تر حیدره تر اصغر یم
دا بلا را نه شیره کړه قدرت دستې
زه حمزه د ژوندانه ګډه په سر یم
حمزه بابا په بل ځای کې ستار شاه باچا ته خطاب کوي:
سیده ما چې ستا لمن نیولې کومه ورځ ده – د زړه د تعلق تار مې بېل نه شو له قراره- ستا نوم چې په تنګسه کې د هر چا په ژبه راشي – الفاظ یې د دعا کړي بېرته غسل له تلواره -)
[17] (یونس/۳۰)