بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ګروهیز آرونه (اصول عقاید) توحید، نبوت، معاد د کوشنیانو عقاید (ګروهې) د دین آرونه (اصول) د. ۱-توحید؛ یعنې د نړۍ الله تعالی یو دی. ۲-نبوت؛ یعنې یو لک و څلرویشت زره پېغمبران چې لومړی یې حضرت آدم (ع) او روستی (خاتم) یې حضرت محمد بن عبدالله، پر حق دي. ۳-معاد؛ یعنې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ګروهیز آرونه (اصول عقاید)
توحید، نبوت، معاد
د کوشنیانو عقاید (ګروهې)
د دین آرونه (اصول) د.
۱-توحید؛ یعنې د نړۍ الله تعالی یو دی.
۲-نبوت؛ یعنې یو لک و څلرویشت زره پېغمبران چې لومړی یې حضرت آدم (ع) او روستی (خاتم) یې حضرت محمد بن عبدالله، پر حق دي.
۳-معاد؛ یعنې له مرګ روسته ژوندي کېدل، حساب، دوزخ او جنت پر حق دي.
ټول پېغمبران ستر دي او خورا ستر یې حضرات نوح (ع)، ابراهیم(ع)، موسی(ع) عیسی(ع) او حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) دي.
د الله تعالی ثبوتیه صفات (ځانګړنې)
دا صفات په یوه شعر کې دي، چې ژڼي دې یې یاد کړي:
عالم و قادر وحی است و مرید و مدرک- هم قدیم و ابدي دان متکلم صادق
۱-عالم (پوه)؛ یعنې الله پاک پر هر څه پوه او زموږ له ټولو کارونو خبر دی.
۲-قادر (وسمن)؛ یعنې الله پاک پر هر څه وسمن دی.
۳-حي (ژوندی)؛ یعنې الله تعالی ژوندی دی.
۴-مرید (د ارادې خاوند)؛ یعنې هر څه د الله تعالی ته تلی په ارادې دي او هر کار چې وغواړي، کوي یې.
۵-مدرک (د درک خاوند)؛ یعنې الله پاک سترګور (بینا) او اورېدونی دی.
۶-قدیم؛ یعنې الله تعالی «اول» نه لري او تل و.
۷-ابدي؛ یعنې الله پاک آخر (او پای) نه لري او تل به وي.
۸-متکلم (ویاند)؛ یعنې الله تعالی خبرې کوي او قرآن مجید د الله پاک کلام دی.
۹-صادق (رښتونی)؛ یعنې الله تعالی رښتین دی.
یعنې هغه صفات (ځانګړنې) چې الله پاک یې نه لري.
لاندې شعر ته ځير شئ:
نه مرکب بود نه جسم نه مرئی نه محل- لا شریک است و معانی تو غنی دان خالق
۱-مرکب؛ یعنې الله تعالی له څو څيزونو پیدا نه دی.
۲-جسم؛ یعنې الله تعالی جسم نه دی.
۳-مرئي؛ یعنې الله پاک په سترګو نه لیدل کېږي.
۴-محل (ځای)؛ یعنې الله تعالی ځای (او مکان) نه لري او د پېښو ځای نه دی.
۵-لاشریک؛ یعنې الله یو دی او شریک (سیال) نه لري.
۶-غني (موړ)؛ یعنې الله پاک چا ته اړمن (محتاج) نه دی او موږ ورته اړمن یو.
څوک چې د الله پاک عبادت وکړي (و یې لماځي)؛ نو جنت ته ځي.
څوک چې کافر وي او بد کارونه وکړي، دوزخ ته ځي.
باید تل الله (ج) ته غاړه کېدو او سرغړونه و نه کړو.
جنت یو ښه بڼ (باغ) دی، چې هر ډول مېوه او خواړه لري. په جنت کې چې څه غواړئ، درکوي یې.
په جنت کې غم و خپګان نشته، ګرسره ښادي او خوشحالي ده، دوزخ سراسر اور او د عذاب ځای دی او کفار پکې عذابېږي.
د قیامت پر ورځ ټول انسانان ژوندي کېږي.
الله تعالی له ټولو بندګانو سره حسابي کوي.
۱-موږ چا پیدا کړي (پنځولي) یو؟
۲-د ثبوتیه صفاتو شعر ووایئ؟
۳-د سلبیه صفاتو شعر ووایئ؟
۴-زموږ د پېغمبر (ص) نامه څه ده؟
۸-څو زره پېغمبران راغلي دي؟
۹-څوک جنت ته ځي؟
۱۰-څوک دوزخ ته ځي؟
۱۱-مړي، څه وخت ژوندي کېږي.
۱۲-توحید څه ته وایي؟
۱۳-عدل یعنې څه؟
۱۴-مدرک یعنې څه؟
اشهد ان لا (اله)- الا (الله) و اشهد ان محمداً رسول الله.
یعنې شاهدي ورکوم. چې یوازې «الله» معبود دی او محمد (ص) یې استازی دی.
انسان، الله پاک پیدا کړی دی.
ونې بوټي الله پاک پیدا کړي دي.
غرونه الله پاک پیدا کړي دي.
ټول څاروي الله پاک پیدا کړي دي.
ځمکه و آسمان الله پاک پیدا کړي دي.
سپوږمۍ، لمر او ستوري الله پاک پیدا کړي دي.
هر څه الله پاک پیدا کړي او مخلوق یې دی.
موږ د الله پاک ښه ایسو.
موږ ته هم خپل مهربان (لورین) الله ګران دی.
۱-څوک روزي راکوي؟ ځواب: الله پاک
۲-چا روغتیا راکړې ده؟ ځواب: الله پاک
۳-څوک تر مور و پلاره راته لورین او مهربان دي؟ ځواب: الله پاک
۴-څوک نعمتونه راکوي؟ ځواب: الله پاک
۵-چا عقل او هوښ راکړی؟ ځواب: الله پاک
۶-چا راته اوبه، هوا او خواړه پیدا کړي دي؟ ځواب: الله پاک
۷-څوک زموږ دعاوې قبلوي؟ ځواب: الله پاک
۸-له چا مرسته وغواړو؟ ځواب: الله پاک
۹-چا قرآن زموږ لارښوونې ته نازل کړی دی؟ ځواب: الله پاک
۱۰-پېغمبران چا رالېږلي دي؟ ځواب: الله پاک
یا الله!
یا الله! د نړۍ الله تعالی، د ځمکې و اسمان الله تعالی
یا الله! ته ښه او مهربان یې، انسانانو ته روزي ورسوې
یا الله! ته پوه، وسمن، حکیم، بښاند، مهربان او لورین (رحیم) یې
نو ته یا الله! پر موږ مسلمان ژڼیو، لورنې، ښېګڼې او پېرزوینې ولوروه
د نړی د مسلمانانو مرستندوی شه او په خپل فضل یې یو موټی کړه.
موږ افغان بچیان، د زړه له کومي مسلمانان؛
زړونه مو له ایمانه، تا لوراند ته در مات دي؛
د دین و دنیا قانون مو، یوازې د قرآن کتاب دی؛
د رسولانو پر روستي پېغمبر دې ستا سل ګونه رحمتونه وي؛
پر پاک آل، یارانو، صالحینو او نېکانو (هم).
بنا (معمار) زموږ کور جوړ کړی، د کور ور مو ترکاڼ جوړ کړی، مسي دیګ راته مسګر ساز کړی، الوتکه په کارخونه کې تکړه انجینرانو جوړه کړې ده. هېڅ څیز خود په خوده نه جوړېږي، هېڅ څيز بې فاعله (د کار له کوونکي) نه رادبرېږي.
ځمکه و اسمان هم الله پاک پیدا کړي دي.
ټول انسانان حضرت آدم و حوا ته رسي او آدم و حوا، الله تعالی پیدا کړي دي. په فضا (تشیال) کې میلیونونه ستوري شته، چې الله تعالی يې پیدا کوونکی (پنځګر) مدبر (چارسمبالی) او محرک (خوځوونکی) دی؛ د نړۍ ښکلی او باحکمته نظام (غونډال)، د هستۍ د پیداکوونکی (پنځګر) پر پوهې او قدرت دلیل دی؛ لکه چې د کتاب لیکنه، د لیکوال پر پوهې دلیل دی.
لکه څنګه چې د بادپکي پرې په هره شېبه کې چورلېدو ته د برښنا ځواک ته اړتیا لري؛ نو دغسې نړۍ، ځمکه، اسمان، انسان، څاروی، بوټي او ګیاوې، په خپل شتون (وجود) او د خپل شتون د پاتېینې لپاره، الله پاک ته اړمن دي.
د بڼ ګلونه او نیالګي، تر کرنې روسته، د بڼوال چار سمبالنې ته اړتیا لري؛ نړۍ هم تر پیدایښت روسته چارسمبالنې او تدبیر ته اړمنه ده او بېشکه چې الله تعالی، د نړۍ مدیر (سمبالوونکی) دی؛ نو ځکه الله پاک هم پیدا کوونکی (پنځګر) دی او هم مدبر (سمبالوونکی)، چې تدبیر (سمبالنه) هډو د پیدایښت غځونه ده.
او هم عقل راته وایي، ددې پېچلي او له رازونو د ډکې نړۍ پیداکوونکی هم پوه (عالم) دی او هم قادر (وسمن)؛ ځکه که پوه نه وای؛ نو دا پېچلې او له رازونو ډکه نړۍ یې تنظیم او او ډونولای نشوه او که قادر او وسمن نه وای نه پنځولای هم نشوه.
الله پاک له ازله تر ابده پر ګردو څيزونو او د نړۍ پر پېښو پوهه لري او هېڅ څيز یې له پوهې او علمه پټ نه دی.
وهو بکل شی علیم «هغه پر هر څه پوه دی»
و هو بکل شی قدیر « او هغه پر هر څه وسمن دی»
(بې د الله تعالی له ذاته) ټول موجودات (شته) چې د هستۍ په کړۍ کې دي، د الله تعالی د ارادې مخلوق دی او یوازې د الله حکم، په سراسر نړۍ او د کایناتو په ذرو کې چلي او بې له الله تعالی یو موجود هم د پیدایښت په کار او د هستۍ په تدبیر (سمبالنه) کې ونډه نه لري؛ نو په همدې پار په اسلام کې راغلي:
لا حول و لا قوة الا بالله: ځواک او ادلون بدلون یوازې د الله تعالی په ارادې پورې تړاو لري او بس.
هو! په کایناتو کې وزلې شته؛ لکه اولاد بې مور و پلاره نه پیدا کېږي، بې وریځ باران نه ورېږي، بې اوره څه نه سوځي، وږی چې خواړه و نه خوري، نه مړېږي، درمل د ناروغیو د رغونې او تر ځمکلاندې غازونه د زلزلې وزلې دي؛ خو دا ګرسره وزلې، الله پاک رامنځ ته کړي او دا الله تعالی دی، چې «سبب ساز» دی.
الله پاک په خپل ذات کې شریک نه لري، دې ته «ذاتي توحید» وایي.
الله پاک د هستۍ په پنځون (پیدایښت) کې شریک نه لري، دې ته «فاعلي توحید» وایي.
الله پاک د هستۍ په سمبالنه (تدبیر) کې شریک نه لري، دې ته «تدبیري توحید» وایي.
یوازې الله پاک لمانځوړ دی او بې له ده معبود نشته، چې دې ته «عبادي توحید» وایي.
پوهه (علم)، ځواک (قدرت) او ژوندون (حیات) یې له خپل ذاته دي او له بل ځایه نه دي راغلي، دې ته «صفاتي توحید» وایي.
وجود (هستي) او د هر څيز وجودي کمالات[1] د الله پاک له ارادې راولاړېږي، بې له الله او مخلوقاتو یې بل څه په هستۍ کې نشته الا اله- الا الله.
حکمت؛ یعنې د یوه کار هسې په هسې، چټي او بې مصلحتوب.
حکیم هغه دی چې چارې یې بې ګټې او عبث نه وي؛ بلکې مصلحت او ګټور وي.
چې کله خپل لاسي ساعت پرانزئ او پرزې یې وڅېړئ؛ نو پوهېږئ چې: مخترع یې حکیم و؛ یعنې په لاسي ساعت کې چټې پرزې نشته، هره پرزه یې ځان ته لامل او ګټه لري.
د الوتکې او د بېلابېلو ماشینونو د جوړښت په هکله هم همدغسې قضاوت- ورمندون لرئ او د مخترعینو پر حکمت یې باوري یاست. هو! الله پاک چې ځمکه، اسمان او ستوري په ځانګړي نظم پیدا کړي او د ځمکې په ګډون یې ټول کُرات، د ځانګړي حساب له مخې په حرکت کړي؛ نو بېشکه چې حکیم دي.
ګرانو زامنو! چې فزیک لولئ؛ نو ښه د الله له حکمت سره پیژندګلوي پیدا کولای شئ. څوک چې فیزیولوژي – په تېره د انسان فیزیولوژي- ولولي او د بدن د غړیو له ګټو خبر شي؛ نو د الله تعالی حکمت، په ښه توګه درک کولای شي.
هو، ګرانو لوڼو او زامنو! نن ساینس (علم) د پالونکي د پوهې (علم)، حکمت، قدرت او عظمت هنداره ده او تر خپلو نیکونو ډېر مو پر الهي حکمت پوهولای شي.
په هستۍ کې د الله تعالی ټولې چارې پر حق او د مصلحت له مخې دي؛ لکه چې د حلالو، حرامو، فرضو، واجبو، مستحبو او مکروه چارو په باب احکام؛ مانیز، اخلاقي، ټولنیز، روغتیایي او سیاسي اړخونه او مصلحتونه لري؛ نو ځکه وایو:
الله تعالی په تکوین (د هستۍ په سازونه) او تشریع (دیني احکامو) کې مطلق حکیم (حکمت یې اندازه نه لري) دی.
په انسان کې ژوند: له بدن سره د روح تړاو دی، چې زړه په حرکت راولي او وینه په رګونو کې بهوي.
الله تعالی حیات (ژوندون) لري او ژوندی دی؛ خو د الله پاک ژوندون، د انسان په څېر نه دی؛ ځکه الله (ج) جسم، زړه، رګونه او وینه نه لري؛ هغه مجرد[2] دی نه مادي[3]؛ ځکه مادي موجود محدود او کمزوری دی؛ خو مجرد موجود قوي او لایتناهي وي. همدومره پوهېږو. چې الله پاک حی (ژوندی) دی؛ خو مخلوق ته د هغه د ژوندون (حیات) حقیقت معلوم نه دی.
د ډېرو څيزونو پر شتون (وجود) پوهېږو؛ خو پر حقیقت یې نه پوهېږو. همدا اوس د خپل عقل شتون منئ؛ خو د عقل حقیقت، د روح د حقیقت په څېر نامعلوم (مجهول) دی.
الله (ج) ژوندی دی؛ ځکه پوهېږي او څه چې وغواړي، کوي یې (فعال مایشأ) اراده کوي او د خپلې ارادې له مخې اقدام کوي (هوالحی القیوم).
چې کله د یوه کار کولو ته هوډ او اراده کوئ؛ نو لاس، پښه، ژبه او سر مو په حرکت کېږي، څوک ستاسې د بدن غړي په حرکت راولي؟
طبعاً به ووایئ: د بدن غړي!
ډېر ښه، څوک مو د بدن غړي په حرکت راولي؟
باید ووایئ: زموږ روح و نفس یې په خپلې ارادې په حرکت راولي؛
نو وینئ چې روح مو دومره قدرت لري، چې په مازې ارادې، غړي فیزیکي حرکت ته اړ باسي.
اوس نو پوه شئ، چې ګرده هستي، د الله تعالی په مازې ارادې شته کېږي، له منځه ځي یا له یوه حالته بل ته اوړي، که څه الله پاک د هستۍ هرې ښکارندې (شي، څيز) ته یوه وزله او اسباب جوړ کړی؛ خو د ټولو مادي څيزونو، د اسبابو او علتونو سرچینه، د الله تعالی اراده ده، بې له دې چې مادي څیز، د الله پاک پر ارادې کوم اغېز درلودای شي[4].
ووینئ قرآن مجید دا علمي او دقیق مطلب په څه خواږه او ټينګ تعبیر ویلی دی:
(( إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ[5]= كار یې دغسې دى، كه كله يو څيز وغواړي(؛نو) يوازې ورته وايي،چې ((شه!))؛نو (بس) شي. ((
((بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ[6]= (الله) د اسمانونو او ځمكې نو پنځى دى او چې د يو څيز د شتون اراده وكړي (؛نو) وايي : ((چې شه!))؛ نو شي .((
سمیع (اورېدونی) او بصیر (لیدونی)
داچې الله پاک مادي جسم نه دی؛ نو طبیعي ده، چې سترګې او غوږونه هم نه لري؛ خو اورېدوني، اوري او لیدوني، ویني او علت یې د الله پاک پوره ځانګړې پوهه ده، چې بې غوږونو سمیع (اورېدونی) او بې سترګو بصیر (لیدونی) دی او قرآن مجید څو وارې د الله تعالی له دې دواړو صفات+و خبر کړي یو.
ددې لپاره چې دې مطلب ته مو ورنژدې کړم چې: که څه غوږ و سترګه، د اورېدو او لیدو د وزلو د عادت له مخې دي؛ خو کله بې له دوی لیدل او اورېدل هم ترسره کېږي.
یوه کیسه درته کوم: د هېواد په شمال کې یو ړوند د لاس په لمسولو، د قره قل پوټکی او رنګ یې چې تور، سپین یا …. دی تشخیص کاوه.
د مصر هېواد په مرکز قاهره کې یو ړوند موتړ چلوونکی و او ټکر یې هم نه کاوه او ددې شواهدو بېلګې ډېرې دي؛ نوځکه په اورېدو او لیدو کې، ددې دوه غړیو ځای، ځانګړې پوهه هم ځای نیوای شي؛ خو د الله تعالی تکلم او خبرې کول: په یوه بل جسم کې د غږ او کلام (خبرې) د رامنځ ته کولو پر مانا ده؛ لکه الله تعالی په ونې کې خبره وپنځوله، چې موسی علیه السلام دا غږ واورېد.
الله پاک اول او آخر نه لري -الله پاک پیل و پای نه لري
مادي موجودات، هر یو ځان ته پیل (اول) او پای (آخر) لري؛ انسانان، څاروي، بوټي، ګیاوې؛ هر یو ځانګړی پېر لري، چې راځي او ځي. د لاپلاس او نورو په عقیده (ګروهه) د ځمکې کُره، له لمره جلا شوې ده او ټول کُرات له داسې موادو رامنځ ته شوي، چې په انرژي، اتوم یا کوشنیو ذراتو پای مومي او په پای کې یې د طبیعت تومنه- چې میلیونونه اسماني کرات رانغاړي- تر نشتون روسته (د الله تعالی په فرمان) شته شوې ده او که الله تعالی اراده وکړي (وغواړي)؛ نو ټول موجودات، د دوی د نشتون حالت ته ورګرځوي؛ خو د الله پاک وجود (شتون) له بل ځای نه دی راغلی او د بل موجود تر ارادې لاندې نه دی او په فلسفه کې په عقلي دلایلو زباد شوې چې د «واجب الوجود» وجود یې له ځانه دی؛ نو ځکه الله تعالی نه پیل (اول) لري او نه پای (آخر) [څه چې پيل نه لري، پای نه مومي]؛ نو ځکه وایو: هغه قدیم او ابدي دی او په یوې کلمې «سرمدي»[7] دی.
هو! د هر څيز شتون (وجود)، د الله تعالی له لوري دی؛ خو د الله پاک شتون یې له ځانه دی.
لاندې بېلګو ته پاملرنه وکړئ، چې د پورته مطلب په باب قناعت درکړي:
۱- د هر څیز لمدوالی له اوبو دی او د اوبو لمدوالی له خپله اوبو دی.
۲- د هر څيز غوړوالی له غوړیو دی؛ خو د غوړیو غوړوالی یې له ځانه دی.
۳- د هر څيز تریوالی له مالګې دی؛ خو د مالګې تریووالی یې له ځانه دی.
۴-د هر څيز روښنایي له رڼا ده؛ خو د رڼا روښنایي یې (ذاتي او) له ځانه ده.
نو ځکه د هر څيز شتون (وجود)، له الله تعالی دی او د الله تعالی شتون یې عین ذات دی.
جسم له اجزاوو جوړ دی.
جسم، محدود دی.
جسم، مخلوق دی.
جسم، مکان (ځای) ته اړمن دی.
جسم، په یوې ځانګړې زمانې کې رادبرېږي.
جسم، پوهه او شعور نه لري، د بنیادم معرفت یې له روح څخه دی.
جسم، خلاقیت () نه لري او بالاخره له منځه ځي او خورېږي.
د الله تعالی وجود (شتون)، اجزاوې نه لري، لایتناهي (نهایت نه لري) او مجرد دی او خالق (پنځګر) دی؛ ځکه اجزاوې نه لري او لایتناهي دی؛ نو جسم نه دی؛ ځکه جسم انتها لري او هم اجزاوې.
الله پاک د اجسامو خالق (پیداکوونکی) دی. له آره هر مادي موجود، د خپل محدودیت په پار، کمزوری دی؛ خو د مجرد موجود قدرت، احاطه (رانغاړلتیا)، لایتناهي او نامحدوده ده.
هو! عوامو ته د ناجسماني موجود تصور او انګېرنه تر یوه بریده ستونزمنه ده؛ بلکې ماده پالي ترې منکر دي؛ خو واقعیت دا دی چې مجرد موجود تر مادې خورا قوي او تر مادي او جسماني موجوده سختر دی؛ زموږ روح تر یوه بریده مجرد دی او بدن تنظیموي؛ زموږ پوهه، ادراک، اخلاقي ځانګړنې او کمالات ګرسره زموږ د روح له ځانګړنو او صفاتو دي؛ نه زموږ د بدن.
نوځکه چې کله وایو: کارونه د الله تعالی په لاس کې دي، له لاسه مو مراد، قدرت دی[8]؛ ځکه الله تعالی جسم نه دی؛ نو لاس نه لري.
نوځکه قدرت په لاس تعبېرېږي؛ لکه چې وایو: پلانی کار د جمهور رئیس په لاس کې دی؛ یعنې په واک، وس او قدرت کې یې دی.
الله تعالی جسماني ځانګړنې (صفات) نه لري
دا چې پوه شو، الله تعالی جسم نه دی او ماده نه لري؛ نو جسماني ځانګړنې هم پکې نشته، د بېلګې په توګه لاندې چارو ته اشاره کوو:
۱- د الله پاک په اړه ودرېدا (سکون) نفې ده. هو! جسم یا ولاړ دی یا خوځنده او غیر جسام حرکت ودرېدانه لري.
۲-الله پاک مکان او ځای نه لري. که مسلمانان د دعا پر مهال پورته متوجه وي او لاسونه پورته نیسي، په دې پار چې د الله تعالی لورنه له اسمانه راکېوزي، نه داچې (نعوذ بالله) الله پاک په اسمان کې او پورته دی، الله پاک د اسمانونو پیداکوونکی دی او خپله کوم مکان او ځای نه لري.
۳- الله تعالی د زمان او وخت پنځګر دی او خپله په زمانه کې پروت نه دی او یوازې ستر پوهان پر دې موضوع پوهېږي.
۴- الله تعالی په دنیا او اخرت کې په سترګو نه لیدل کېږي او نه په نورو حواسو درک کېږي، دا چې الله تعالی جسم نه دی او مکان هم و نه لري؛ نو محال (ناشونې) ده، چې ولیدل شي، قرآن وایي: «لا تدرکه الابصار: سترګې الله پاک درک کولای نشي»
حضرت موسی (ع) د خپل اینډه مار قوم په وړاندیز، له الله پاک وغوښتل چې ځان وښیي، ورته وویل شو: «لن ترانی: هډو ما به و نه وینئ»؛ نو دا آیت چې وایي: «مخونه د خپل پالونکي پر لور ویني»، باید داسې تفسیر کړو، چې مخونه، د حق رحمت او لورنې ته کسي او یا د حق لورنې ته سترګې پر لار دي.
که وویل شي: الله پاک لیدل کېږي؛ نو باید الله (ج) محدود وي. که وویل شي: د الله تعالی یوه برخه لیدل کېږي؛ نو لازمېږي چې الله پاک له دوو یا څو څيزونو (مرکب او) جوړ وي؛ خو ټول دا خبره مني، چې الله تعالی نه محدود دی او نه مرکب، موږ خو خپل عقل او روح نه وینو؛ نو لا څه چې الله (ج) به څنګه ووینو؟!
پوهه (علم)، ځواک (قدرت) او ژوندون (حیات)، د الله پاک عین ذات دی او ګرسره موجودات یې پنځولي، هغه غني (موړ) او مطلق مړه خوا دی. د الله په باب اړتیا څه مانا او مفهوم نه لري؛ ځکه و مو ویل: عالم یې مخلوق دی او بې له ده او مخلوق یې بل څه په عالم (نړۍ) کې نشته؛ نو الله پاک هېڅ څيز ته اړتیا نه لري.
هغه رانه غوښتي چې عبادت مې وکړئ؛ خو نه په دې پار چې زموږ عبادت ته اړتیا لري؛ بلکې عبادت د بنیادم نفس، کمال ته رسوي او په دنیا او جنت کې د انسان د درجو لاملېږي.
من نه کردم خلق تا سودی برم- بلکه تا بر بندګان جودی کنم
یعنې پیدایښت مې د ځان د ګټې لپاره نه؛ بلکې پر بندګانو مې د سخاوت لپاره کړی دی.
۱- الله تعالی پر هیچا ظلم و تېری نه کوي، هغه مهربان او لوراند و لورین (ارحم الراحمین) دی، عقل و قرآن وایي: هېڅ بې ګناه نه عذابېږي، نېکانو ته د خپل عمل بدله ورکول کېږي او کفار د خپلې ګناه په پار دوزخ ته ځي.
۲- الله (ج) انسانانو ته واک و اختیار ورکړی او انسان په خپل اختیار څه چې غواړي، کوي یې (فاعل مختار دی)، نه پر بدۍ کولو مجبور دی او نه پر نېکۍ کولو. ښه و بد کول، د بنیادم په ټاکنې پورې اړه لري، چې غاړه پرې خلاصه شوې ده (حجت پرې تمام شوی؛ یعنې حق دین ور رسېدلی دی). که انسان مجبور وای، ثواب او عذاب یې څه مفهوم نه درلود[9]؛ بلکې پر حلالو او حرامو یې مکلفیت خوشې، باطل او چټې کېده. الله (ج) انسان ته عقل، اراده او اختیار ورکړی[10] او بیا یې مکلف کړی دی. البته انسان په خپلې ارادې، اختیار او واک، هره شېبه، د الله تعالی تر (قدرت او) ولکې لاندې دی او ان مرستې او توفیق ته یې اړمن دی. هو، بنده نه مجبور دی او نه له الهي فیضه مړه خوا او نه یې د قدرت له ولکې دباندې دی او همدا د امام صادق (رح) د وینا مانا ده، چې ویلي یې دي: «لا تفویض بل امر بین الامرین: نه جبر دی او نه تفویض (یو مخې اختیار ورکونه)؛ بلکې د دواړو ترمنځ یو څيز دی.»
۳-الهي قضا و قدر پر حق دي؛ خو د بندګانو له واک او اختیار سره مخالفت نه لري.
قدر و تقدیر: یعنې د الله تعالی په پوهې (علم) کې ټول موجودات او پېښې اندازه شوي دي.
قضا: یعنې ددې پېښو پېښېدل.
د انسانانو په اختیاري کړنو کې، د بنده خپله اختیار (واک) هم مقدر او اندازه شوی دی؛ نو ځکه زموږ د کړنو په باب «قدر و قضا» زموږ له واک او اختیار سره اړخ لګوي.
یو تن په چاړه څوک وژني، هر څوک وژوونکی مجرم او د سزا وړ بولي؛ خو هېڅوک چاړه مسووله نه ګڼي؛ ځکه چاړه عقل، اراده، اختیار او واک نه لري. بالاخره هر عقلمن، د وجدان له مخې پوهېږي، چې قدرت، واک او د ټاکنې اختیار لري او په خپلو چارو کې مختار او ازاد دی؛ خو دا الله تعالی دی، چې د ارادې ازادي یې ورکړې او د هغه د لورونې او نعمت یو اغېز دی.
۴-د قرآن په څو آيتونو کې راغلي: الله تعالی څوک چې وغواړي، بېلارې او څوک چې وغواړي هدایتوي یې، ځينو خیال کړی، چې دا آیتونه، د الهي عدل مخالف دي او عقل وایي: الله تعالی څوک نه بې لارې کوي؛ بلکې ټول انسانان سمې لارې ته ورسیخوي؛ خو دې شمېر لیکوالو، د قرآن په آیتونو کې سمه ژوره ځيرنه کړې نه ده؛ ځکه الله (ج) په بل ځای کې ویلي:
((وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفَاسِقِينَ[11] = او په دې قرآن یوازې فاسقان بېلارې کوي.))
په بل ځای کې وایي:
((یضل به کثیرا و یهدی به کثیرا و یهدی به کثیرا و ما یضل به الا الفاسقین والذین ینقضون عهد الله… :الله پاک، په دې ډېری بېلارې کوي او ډېری پرې سمې لارې ته ورسیخوي؛ خو یوازې فاسقان پرې بېلارې کوي او فاسقان هغوی دي چې د الله ژمنه یې ماته کړې ده.))
نوځکه الله تعالی ټول انسانان د خیر او نېکمرغۍ لارې ته ورسیخ کړي دي؛ خو کوم کسان چې د کینې او اینډې له مخې ورباندې تر غاړې خلاصونې روسته، له سمې لارې وځي او د الله تعالی ژمنه ماتوي؛ نو الله تعالی یې له خپلې لورنې لرې کوي او شونې ده، د الله تعالی له لورنې همدا لرېوالی په بېلارېتوب تعبیر شوی وي.
او په همدې دود ویلای شو: الله پاک خپلو نېکانو بندګانو ته عزت ورکوي او بدچاري ذلیلوي. تعز من تشا و تذل من تشا.
۵- د الله پاک ټولې چارې، د اوچتو موخو، وګړیزو یا ټولنيزو مصالحو له مخې او د نړۍ پر انتظام ولاړې دي. د الله تعالی په چارو کې غلطي، تېروتنه او چټيتوب نشته، الله پاک نه ظلم کوي او نه په غفلت کې کوم بدچار تر سره کوي.
د احکامو په تشریع کې هم، دغسې دی. ټول فرایض، واجبات او محرمات یا د انسانانو روحي، مانیز او اخلاقي تکامل لپاره دي او یا د دوی بدني روغتیا او ټولنیز عدالت ته دي او ددې بحث تفصیل بېل کتاب غواړي.
۶-د الله پاک د عدل او رحمت غوښتنه ده: بندګانو ته چې څه بدني او روحي دردونه او کړاوونه ورسي، الله پاک به یې په مقابل کې عوض او بدله ورکړي. هو، که مکلف انسان ته د خپل بدچار له مخې کړاو ورسي؛ نو د بدلې مستحق به نه وي.
«لیهلک من هلک عن بینة[12]= چې هلاکېدوني د دلیل له مخې هلاک شي»
کوشنیان او لیونیان د قیامت پر ورځ کوم مسوولیت نه لري؛ نو ځکه پر کوشنیانو او لیونیانو د عقل د نشتون په پار حجت تمام شوی نه دی. (یعنې حق دین ور رسېدلی نه دی).
۸-پر چاچې په دنیا کې حجت تمام شوی نه وي (؛یعنې حق دین ته ور رسېدلی نه وي)، د قیامت پر ورځ کوم مسوولیت نه لري او شونی ده، په قیامت کې امتحان ترې واخستل شي او بیا یې د ثواب او عذاب له اړخ، موقف (دریځ) مشخص شي او دا موضوع له ځينو احادیثو څرګندېږي.
نن د امریکا، اروپا، افریقا او اسیا په سیمو کې ډېری ښځينه و او نارینه و ته حق دین وررسېدلی نه دی؛ نو ځکه دوی په اصطلاح ناپوه قاصر دي نه مقصر.
۹-الله پاک پر هر چا یې د وسې هومره پېټی ورږدي او نه څوک د بل (لکه مور و پلار او اولاد) په ګناه نیسي.
۱۰-شیطان پر چا لاسبرېدای نشي، چې ګناه ته یې اړ کړي؛ بلکې کار یې تش ګناه ته وسوسه کول دي او په مقابل کې پرښته انسان خیر ښېګڼو ته هڅوي او د بنیادم فطرت هم الله لمانځنې ته ورمات دی.
۱-ګرده مادي نړۍ حادثه ده؛ یعنې نه وه او پیدا شوې ده او د الله تعالی په اراده پنځېدلې او بې له الله تعالی هېڅ قدیمي او لرغونی څيز نشته.
۲- پر ټولو انسانانو د الله تعالی پېژندګلوي او معرفت لازم (واجب) دی او هر عاقل انسان باید د الله پېژندنې او پرې ایمان راوړو لپاره هڅه وکړي او په دې باب د خپل اولاد لاسنیوی هم وکړي.
۳- قرآن کریم وایي: الله تعالی د «لوح محفوظ» په نامه یوه دړه، لوحه او تخته لري، چې ګرسره څیزونه، کوشنۍ او سترې پېښې پکې کښل شوي. له قرآن کریم ګټنه کېږي: د «محو او ثبات» په نامه یوه بله دړه او تخته هم شته، د یوه حدیث له مخې، الله پاک لومړی قلم وپنځاوه او دستور یې ورکړ، چې تر قیامته ټول څیزونه ولیکي، چې ده هم ولیکل.
۴- الله تعالی نه جسم لري او نه زموږ په څېر نفس و روح؛ نوځکه موږ چې کوم نفساني (ځاني) ځانګړنې؛ لکه غم، ښادي، غوسه، رضا او …. لرو، الله تعالی یې نه لري او الله تعالی د پېښو ځای نه دی؛ خو په قرآن کریم او سنتو کې الله تعالی ته غوسه او رضا ورمنسوب شوې ده؛ خو نباید وانګېرو چې مراد ترې د مخلوقاتو غوسه او رضا ده؛ بلکې شونې ده، د الله تعالی رضا او غوسه، د هغه د ثواب او عذاب پر مانا وي.
۵- قرآن مجید د انسان پنځون ابتدایي او لومړنی بولي (؛ یعنې الله تعالی له پیله انسان همدغسې پیدا کړی دی) او انسان یو مستقل ډول دی چې ابوالبشر؛ حضرت آدم او حضرت حوا ته رسي او آدم له خاورو پیدا شوی او روح یې په تنه کې وپوکل شو او د ډاروین نظریه- چې انسان د میمون (بیزو) له لړۍ بولي- غلطه ده او تر ډاروین روسته، علمي شواهدو تایید نه کړه، چې لا کمزورې یې هم کړه.
۶- قرآن کریم د الله تعالی کتاب دی، چې د ۲۳ کلونو په موده کې، پر حضرت خاتم الانبیاء، د جبرئیل امین له لارې نازل شوی او تر ننه، بې لاسوهنې پاتې دی او پر مسلمانانو لازم دي، چې عمل پرې وکړي او د قرآن کریم د اخلاقي، ټولنيزو، وټیزو، کورنيزو او سیاسي اړخونو د پلي کولو لپاره هڅه وکړي؛ ځکه قرآن حکیم، د خلکو د دین او د نیا نېکمرغي تضمینوي.
۷-په زړه ړانده ماده پالي، چې له الله (ج) منکر وو، ادعا یې کوله چې ټوله مادي نړۍ، د خپل پنځون په چوکاټ کې ساده او بسطیو ذرو (اتوم) ته رسي او ټول کاینات په مازې ټکر، د اټومونو له حرکته رامنځ ته کېږي، مادیون له علت او معلوله نټه او انکار کوي؛ خو دا نظریه، د عقل له پلوه پوچه او باطله ده؛ ځکه عقل تصادف (ټکر) محال بولي او عقل هر څه د علل او د عمومي سببیت د نظم تابع او ایل بولي. چې کله اتوم تجزیه (وویشل) شو؛ نو معلومه شوه، چې د اتوم ذرې، له څو اجزاوو جوړې دي (الکترون، پروتون او نیوترون) او هر مرکب اړ دی، چې یو څوک یې جوړ کړي (؛ یعنې باید یو څوک وي، چې اجزاوې سره یې ترکیب کړي، چې یوه ټولګه ترې لاس ته راشي).
د علمي پرمختګ په پار، د مادیونو عقیدتي هډه یو مخې دړي وړي شوه او تر ننه یو توکیز پال و نه کړای شول، چې د هستۍ مبدا (پیل) معرفي کړي، خپله مادیون هم پوه شوي چې: مرکب او جوړ کړای شوي اتومونه پنځګر (خالق) او تړښتګر ته اړمن دي.
هو، د علم پرمختګ، د مادیونو د پوچو عقایدو بنسټ، د الله تعالی پېژندنې پر ګټه وځپه.
۸- علم (پوهه)، اقتصاد، حکومت او بله هره ښکارنده، د انسانانو د مادي او مانيزو نېکمرغیو په تامین او رادبرولو کې د ایمان تشه ډکولای نشي او یوازې ایمان زړونه ټکوروي:
(( الا بذکر الله تطمئن القلوب[13]= باخبر یوازې د الله په یاد زړونه ټکور مومي.))
علم، اقتصاد او نظم هله د انسانانو له نېکمرغۍ سره مرسته کړای شي، چې پر الله تعالی او د قیامت پر ورځې له ایمان سره وي، که نه ګورئ چې میلیونونه بې ګناه انسانان یې د تباهۍ پر پاڼ درولي دي.
۹-د دیالکتیک تش په نامه فلسفه وایي: هر څيز په حرکت او خوځښت کې دی او هېڅ ثابت څيز نشته، چې دا ډېره پوچه او بې بنسټه خبره ده؛ ځکه: لومړی: دا خیالي قانون، خپله دیالکتیک هم رانغاړه او په ادلون بدلون کې نغاړلېږي (؛ یعنې دا قانون هم ثابت نه دی؛ بلکې په تغییر کې دی)؛ نو ځکه تر سموالي یې، بطلان لازمېږي.
دویم: دا قانون هېڅ دلیل نه لري او که له تجربې خبره کوو؛ نو تجربه، ټولیز قانون زبادولای نشي (؛ ځکه تجربه د جزیاتو له مخې وي، چې په پای کې هماغه جز زبادوي) او له عقل و تجربې نه په ګټنې دومره ویلای شو چې: یوه اندازه مادي ښکارندې، په بدلون کې دي، نه ټول مادي موجودات، نامادي موجودات؛ خو لا څه کوې، چې ګرسره ثبات حالت لري؛ نوځکه حق دا دی چې دغسې ووایو:
۱-یوه برخه طبیعي ښکارندې په ادلون بدلون کې دي؛ لکه ونې، شنیلي، د کال څپرکي او …
۲-ټولنیز دودونه د تغییر په حال کې دي.
۳-علوم د پراختیا په حال کې دي.
۴-یوه برخه مادي موجودات د ثبات حالت لري.
۵-د انسانانو د بنسټيزو اړتیاوو آرونه ثابت دي؛ لکه: خوراک، څښاک، نکاح، له اولاد سره مینه، جامو او کور ته اړتیا، خیرښېګڼو ته څوبتیا، له بدیو ډډه کول، له نورو سره احسان او نور په لس ګونو بېلګې، دا ګرسره ثابتې دي؛ خو څه چې په ژوند کې مو د ادلون بدلون په حال کې دي، جزیات دي.
۶-ریاضي او فلسفي قواعد، د تغییر وړ نه دي او همدغسې اخلاقي قوانین.
۷-واجب الوجود، د هستۍ خدای، ازلي و ابدي دی.
۸-الله تعالی د پرښتې په نامه یو لطیف موجود پنځولی، چې ګناه نه کوي او د الله تعالی امر عملي کوي او باید شتون یې ومنو او ستره پرښته، حضرت جبرئیل د الله تعالی د وحې امین دی او حضرت اسرافیل، میکائیل او عزرائیل هم سترې پرښتې دي. حضرت عزارئیل د ارواحو د قبض دنده لري. (سلام الله علیهم).
[1] (هغه کمالات چې له هستۍ پیدا کېږي)
[2] څه چې له مادې سره سر و کار نه لري، مجرد دی؛ لکه پرښته، روح، نفس (ساه).
[3] څه چې له مادې سره سر و کار لري، مادي ورته وایي؛ لکه انسانان، څاروي، نباتات، جمادات، ان رڼا او د جاذبې قوه.
[4] یعنې هېڅ مادي څيز، په هغه کې اراده رامنځ ته کولای نشي یا یې اراده تم کولای یا له منځه بوتلای نشي.
[5] . یس/ ۸۲ آیت.
[6] . بقره/ ۱۱۷ آیت.
[7] . سرمدي، چې نه اول (پیل) لري او نه آخر (پای). د قدیم او ابدی دواړه ماناوې رانغاړي.
[8] زموږ په دود کې، لاس، د انسان د قدرت او ځواک وزله ده.
[9] . ثواب؛ یعنې ښه بدله او عذاب؛ یعنې بده بدله. ښه او بده بدله، د اختیاري کړنو پر وړاندې ده. که الله تعالی څوک مجبور کړي، چې یو څوک ووژني؛ نوځکه نباید نوموړي ته سزار ورکړي؛ ځکه انسان خپله قتل نه دی کړی؛ بلکې الله اړ کړی او که الله انسان خیر کار ته اړ کړي؛ نباید ثواب ورکړي؛ ځکه انسان خپله دا خیر کار کړی نه دی؛ بلکې مجبور و، چې و یې کړي.
[10] . داچې انسان حلال و حرام ته په پابندۍ، د ښو او بدو سزا ویني او پابندي له اختیار سره اړخ لګوي، نه له جبر سره؛ نو که جبر و، اختیار نشته او د اختیار په نشتون کې پابندي نشته؛ نو نباید حلال و حرام وي.
[11] بقره-۲۶
[12] ۷-انفال- ۴۲
[13] رعد- ۲۸
-
ټیګونه:
- -معاد .
- الله پاک اول او آخر نه لري -الله پاک پیل و پای نه لري
- الله پاک چاته اړمن نه دی
- الله تعالی جسم نه لري
- الله تعالی جسماني ځانګړنې (صفات) نه لري
- الله تعالی عادل دی
- پیدا کوونکی)
- توحید څه ته وایی
- توحید نبوت او معاد
- خالق (پنځګر
- د اسلام اعتقادی اصول
- د الله تعالی ثبوتیه صفات (ځانګړنې)
- د الله تعالی سلبیه صفات
- د توحید ډولونه
- د قیامت ورځ
- ژڼيو ته ګروهې (عقاید)
- سپېڅلې (طیبه) کلمه
- ستر پېغمبران
- ګروهیز آرونه (اصول عقاید) توحید
- نبوت