بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صحیفه سجادیه د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه ۴۶ مه دعا يَا مَنْ يَرْحَمُ مَنْ لَا يَرْحَمُهُ الْعِبَادُ وَ يَا مَنْ يَقْبَلُ مَنْ لَا تَقْبَلُهُ الْبِلَادُ وَ يَا مَنْ لَا يَحْتَقِرُ أَهْلَ الْحَاجَةِ إِلَيْهِ وَ يَا مَنْ لَا يُخَيِّبُ الْمُلِحِّينَ عَلَيْهِ. وَ يَا مَنْ لَا يَجْبَهُ بِالرَّدِّ أَهْلَ الدَّالَّةِ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
صحیفه سجادیه
د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه
۴۶ مه دعا
يَا مَنْ يَرْحَمُ مَنْ لَا يَرْحَمُهُ الْعِبَادُ وَ يَا مَنْ يَقْبَلُ مَنْ لَا تَقْبَلُهُ الْبِلَادُ وَ يَا مَنْ لَا يَحْتَقِرُ أَهْلَ الْحَاجَةِ إِلَيْهِ وَ يَا مَنْ لَا يُخَيِّبُ الْمُلِحِّينَ عَلَيْهِ. وَ يَا مَنْ لَا يَجْبَهُ بِالرَّدِّ أَهْلَ الدَّالَّةِ عَلَيْهِ وَ يَا مَنْ يَجْتَبِي صَغِيرَ مَا يُتْحَفُ بِهِ، وَ يَشْكُرُ يَسِيرَ مَا يُعْمَلُ لَهُ. وَ يَا مَنْ يَشْكُرُ عَلَى الْقَلِيلِ وَ يُجَازِي بِالْجَلِيلِ وَ يَا مَنْ يَدْنُو إِلَى مَنْ دَنَا مِنْهُ. وَ يَا مَنْ يَدْعُو إِلَى نَفْسِهِ مَنْ أَدْبَرَ عَنْهُ. وَ يَا مَنْ لَا يُغَيِّرُ النِّعْمَةَ، وَ لَا يُبَادِرُ بِالنَّقِمَةِ. وَ يَا مَنْ يُثْمِرُ الْحَسَنَةَ حَتَّى يُنْمِيَهَا، وَ يَتَجَاوَزُ عَنِ السَّيِّئَةِ حَتَّى يُعَفِّيَهَا. انْصَرَفَتِ الْآمَالُ دُونَ مَدَى كَرَمِكَ بِالْحَاجَاتِ، وَ امْتَلَأَتْ بِفَيْضِ جُودِكَ أَوْعِيَةُ الطَّلِبَاتِ، وَ تَفَسَّخَتْ دُونَ بُلُوغِ نَعْتِكَ الصِّفَاتُ، فَلَكَ الْعُلُوُّ الْأَعْلَى فَوْقَ كُلِّ عَالٍ، وَ الْجَلَالُ الْأَمْجَدُ فَوْقَ كُلِّ جَلَالٍ. كُلُّ جَلِيلٍ عِنْدَكَ صَغِيرٌ، وَ كُلُّ شَرِيفٍ فِي جَنْبِ شَرَفِكَ حَقِيرٌ، خَابَ الْوَافِدُونَ عَلَى غَيْرِكَ، وَ خَسِرَ الْمُتَعَرِّضُونَ إِلَّا لَكَ، وَ ضَاعَ الْمُلِمُّونَ إِلَّا بِكَ، وَ أَجْدَبَ الْمُنْتَجِعُونَ إِلَّا مَنِ انْتَجَعَ فَضْلَكَ بَابُكَ مَفْتُوحٌ لِلرَّاغِبِينَ، وَ جُودُكَ مُبَاحٌ لِلسَّائِلِينَ، وَ إِغَاثَتُكَ قَرِيبَةٌ مِنَ الْمُسْتَغِيثِينَ. لَا يَخِيبُ مِنْكَ الْآمِلُونَ، وَ لَا يَيْأَسُ مِنْ عَطَائِكَ الْمُتَعَرِّضُونَ، وَ لا يَشْقَى بِنَقِمَتِكَ الْمُسْتَغْفِرُونَ. رِزْقُكَ مَبْسُوطٌ لِمَنْ عَصَاكَ، وَ حِلْمُكَ مُعْتَرِضٌ لِمَنْ نَاوَاكَ، عَادَتُكَ الْإِحْسَانُ إِلَى الْمُسِيئِينَ، وَ سُنَّتُكَ الْإِبْقَاءُ عَلَى الْمُعْتَدِينَ حَتَّى لَقَدْ غَرَّتْهُمْ أَنَاتُكَ عَنِ الرُّجُوعِ، وَ صَدَّهُمْ إِمْهَالُكَ عَنِ النُّزُوعِ. وَ إِنَّمَا تَأَنَّيْتَ بِهِمْ لِيَفِيئُوا إِلَى أَمْرِكَ، وَ أَمْهَلْتَهُمْ ثِقَةً بِدَوَامِ مُلْكِكَ، فَمَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ السَّعَادَةِ خَتَمْتَ لَهُ بِهَا، وَ مَنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الشَّقَاوَةِ خَذَلْتَهُ لَهَا. كُلُّهُمْ صَائِرُونَ، إِلَى حُكْمِكَ، وَ أَمُورُهُمْ آئِلَةٌ إِلَى أَمْرِكَ، لَمْ يَهِنْ عَلَى طُولِ مُدَّتِهِمْ سُلْطَانُكَ، وَ لَمْ يَدْحَضْ لِتَرْكِ مُعَاجَلَتِهِمْ بُرْهَانُكَ. حُجَّتُكَ قَائِمَةٌ لَا تُدْحَضُ، وَ سُلْطَانُكَ ثَابِتٌ لَا يَزُولُ، فَالْوَيْلُ الدَّائِمُ لِمَنْ جَنَحَ عَنْكَ، وَ الْخَيْبَةُ الْخَاذِلَةُ لِمَنْ خَابَ مِنْكَ، وَ الشَّقَاءُ الْأَشْقَى لِمَنِ اغْتَرَّ بِكَ. مَا أَكْثَرَ تَصَرُّفَهُ فِي عَذَابِكَ، وَ مَا أَطْوَلَ تَرَدُّدَهُ فِي عِقَابِكَ، وَ مَا أَبْعَدَ غَايَتَهُ مِنَ الْفَرَجِ، وَ مَا أَقْنَطَهُ مِنْ سُهُولَةِ الْمَخْرَجِ عَدْلًا مِنْ قَضَائِكَ لَا تَجُورُ فِيهِ، وَ إِنْصَافاً مِنْ حُكْمِكَ لَا تَحِيفُ عَلَيْهِ. فَقَدْ ظَاهَرْتَ الْحُجَجَ، وَ أَبْلَيْتَ الْأَعْذَارَ، وَ قَدْ تَقَدَّمْتَ بِالْوَعِيدِ، وَ تَلَطَّفْتَ فِي التَّرْغِيبِ، وَ ضَرَبْتَ الْأَمْثَالَ، وَ أَطَلْتَ الْإِمْهَالَ، وَ أَخَّرْتَ وَ أَنْتَ مُسْتَطِيعٌ لِلمُعَاجَلَةِ، وَ تَأَنَّيْتَ وَ أَنْتَ مَلِيءٌ بِالْمُبَادَرَةِ لَمْ تَكُنْ أَنَاتُكَ عَجْزاً، وَ لَا إِمْهَالُكَ وَهْناً، وَ لَا إِمْسَاكُكَ غَفْلَةً، وَ لَا انْتِظَارُكَ مُدَارَاةً، بَلْ لِتَكُونَ حُجَّتُكَ أَبْلَغَ، وَ كَرَمُكَ أَكْمَلَ، وَ إِحْسَانُكَ أَوْفَى، وَ نِعْمَتُكَ أَتَمَّ، كُلُّ ذَلِكَ كَانَ وَ لَمْ تَزَلْ، وَ هُوَ كَائِنٌ وَ لَا تَزَالُ. حُجَّتُكَ أَجَلُّ مِنْ أَنْ تُوصَفَ بِكُلِّهَا، وَ مَجْدُكَ أَرْفَعُ مِنْ أَنْ يُحَدَّ بِكُنْهِهِ، وَ نِعْمَتُكَ أَكْثَرُ مِنْ أَنْ تُحْصَى بِأَسْرِهَا، وَ إِحْسَانُكَ أَكْثَرُ مِنْ أَنْ تُشْكَرَ عَلَى أَقَلِّهِ وَ قَدْ قَصَّرَ بِيَ السُّكُوتُ عَنْ تَحْمِيدِكَ، وَ فَهَّهَنِيَ الْإِمْسَاكُ عَنْ تَمْجِيدِكَ، وَ قُصَارَايَ الْإِقْرَارُ بِالْحُسُورِ، لَا رَغْبَةً يَا إِلَهِي بَلْ عَجْزاً. فَهَا أَنَا ذَا أَؤُمُّكَ بِالْوِفَادَةِ، وَ أَسْأَلُكَ حُسْنَ الرِّفَادَةِ، فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ اسْمَعْ نَجْوَايَ، وَ اسْتَجِبْ دُعَائِي، وَ لَا تَخْتِمْ يَوْمِي بِخَيْبَتِي، وَ لَا تَجْبَهْنِي بِالرَّدِّ فِي مَسْأَلَتِي، وَ أَكْرِمْ مِنْ عِنْدِكَ مُنْصَرَفِي، وَ إِلَيْكَ مُنْقَلَبِي، إِنَّكَ غَيْرُ ضَائِقٍ بِمَا تُرِيدُ، وَ لَا عَاجِزٍ عَمَّا تُسْأَلُ، وَ أَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، وَ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيمِ.
شپږ څلوېښتمه دعا
د کمکي اختر(فطر) او د جمعې د ورځې دعا
ای پر هغو لورانده، چې بندګان پرې لورېږي نه او د هغو منونکیه، چې ښارونه یې نه مني او د خپل درشل اړمن نه خواروې او درته ټینګار کوونکي نهیلوې نه او ای هغه چې درشل ته یې ورتلونکیو ته د رد ځواب نه ورکوې او ای هغه چې د خپل بنده وړوکی زېری هم قبلوي او که ناڅیز چار هم، چې ترسره کړي، ثواب یې ورکوي.
ای هغه چې لږې کړنې هم منې او ستر ثواب یې ورکوې او ای هغه چې ترې مخ اړونکی، ځان ته رابولي او ای هغه چې نعمت نه بدلوي او په کړولو او عذاب ورکولو کې بیړه نه کوي او ای هغه چې ښه کار ته ثمر وربښي، چې ډېر یې کړي او له بدیو تېرېږي، چې ورک یې کړي.
خدایه! هیلې پای ته تر رسېدو مخکې، له کرم او منل کېدو سره راستنې شوې او د غوښتنو کټوری ستا د وجود او سخا په فیض ډک شو او اوصاف ستا وصف ته تر رسېدو د مخه وشیندل شول؛ نو ته د غوراوي په خورا لوړه درجه او په ستریا کې تر ټولو ستر یې، چې تر هغه پورته بل ستر نشته.
خدایه! هر ستر دې پر وړاندې کوشنی او هر شریف دې د شرف تر څنګ خوار دی او هغوی چې بې له تا بل ته مخه کړه، نهیلي شول او هغوی تاوان وکړ، چې بې له تا یې له بله وغوښتل او هغوی تویې ولاړل، چې بې ستا له درشله یې بل ته التماس وکړ. اړمنان، بې له هغه چې یوازې ستا له احسانه یې وغوښتل، نور ټول بدمرغه شول.
خدایه! د کور ور دې درلېوالو ته پرانستی، ورکړه دې غوښتوونکیو ته حلاله او ملاتړ دې له درشله مرسته غوښتونکيو ته چمتو دی.
پالونکیه! هیلمن درځنې نه بې برخې کېږي او غوښتونکي دې له ورکړې نه نهیلېږي او استغفار کوونکي دې په کړولو نه بدمرغېږي.
خدایه! روزي دې هغوی ته پراخه ده، چې سرغړونه دې کوي او صبر دې هغوی ته چمتو دی، چې دښمني درسره کوي. خدایه! عادت دې پر ګناهګارانو احسان او سنت دې پر له بریده اوختونکيو لورنه ده، تردې چې مهلت ورکول دې ورته، پېسمن او مغروره کړل او د هغوی د ګناه د پرېښوولو پر وړاندې خنډ شو.
خدایه! تا مهلت ورکړ، چې شونې ده، راستانه شي او که مهلت دې ورکړ، د خپل سلطنت د دوام د ډاډ له لامله دي؛ نو که څوک نېکمرغه وي او عاقبت دې یې په خیر کړی وي او که څوک بدمرغه وي، هغه دې د ځيل له لامله خوار کړ. که نېکمرغه دی که بدمرغه، دواړه ستا په حکم رسي او چارې یې ستا حکم ته درستنېږي. اوږد مهلت ورکول دې ورته، ستا سلطنت نه سستوي او په کړولو کې بیړه نه کول دې برهان نه باطلوي.
هو! دلیل او برهان دې پوخ او سلطنت دې جوت او کوټلی دی؛ نو همېشنی عذاب د هغوی لپاره دی، چې مخ یې درځنې واړاوه او خوارونکې نهیلي د هغوی لپاره ده، چې له تا نهیلي شول او خورا بدمرغي د هغه لپاره ده، چې په کرم دې مغروره شو. څومره ډېر دي په عذاب کې دې ورننووتل او څومره اوږده دي د کړاو تګ او راتګ يې او څومره لرې دي د غمونو او خپګانونو پای ته رسېدل یې او څومره نهیلي دي له ژر خلاصونې دې! ته دې د عادلانه قضاوت په پار ظلم نه کوې او ستا د انصاف له لامله دي، چې پر هغه ظلم کول نه منې.
پالونکیه! حجتونه دې راڅرګند کړل او عذرونو او پلمې دې اوچتې کړې، ژمنې دې اعلان کړې او په خپل لطف دې هڅونه وکړه او د خپلو ویناوو تایید ته دې مثالونه راوړل، مهلت دې اوږد کړ او عذابول دې وځنډول، حال دا، په عذاب کې په بیړه کولو وسمن یې؛ خو بیړه دې و نه کړه.
خدایه! ځنډ دې د بېوسۍ له مخې نه دی، مهلت ورکول دې د ناغېړۍ په پار نه دي، ګوزاره کول دې د بې خبرۍ له مخې نه دي. ځنډول دې د ګوزارې له مخې نه دي؛ بلکې ددې لپاره دي، چې غاړه پرې خلاصه کړې، کرم دې بشپړ او احسان دې ډېر او نعمتونه دې ورپوره کړې او دا هر څه همېشه ول او دي.
حجت دې تردې ستر دی، چې په بشپړه توګه توصیف شي او عظمت دې تردې خورا ستر دی، چې په حقیقت مېچ کړای شي او نعمتونه دې تردې خورا ډېر دي، چې وشمېرل شي او احسان دې تردې خورا ډېر دی، چې په لنډو کې یې شکر پر ځای شي.
خدایه! چوپتیا مې له حمده بېوسه کړی یم او ځان ساتنې مې له تمجیده پاتې کړی یم او ټوله هڅې مې پر پاتې راتلو اعتراف دی؛ خو نه داچې ستاینې ته دې لېواله نه یم؛ بلکې ای زما خدایه! د عجز او بېوسۍ له لامله دي.
اوس دې بنده درشل ته درمخه کړې او د وړ بښنې غوښتنه لري؛ نو پر حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او د زړه خوالې ته مې غوږ شه، دعا مې ومنه، رد ځواب مه راکوه او ستا درشل ته مې درتګ او راستنېدا ته په درنه سترګه وګوره؛ ځکه چې ته هر څه وغواړې، ستونزمن درته نه دي او په هغه څه کې بېوسې نه یې، چې درځنې غوښتل کېږي او ته پر هر چار وسمن یې او بې د لوړپوړي پالونکي له مرستې (له ګناه) ځانساتنه او (پر عبادت) وسمني نشته.