امام زین العابدین وويل: يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درګاه کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟! لنډه شرح : په قرآن مجيد کې راغلي: ((څښتن (ج) يواځې […]
امام زین العابدین وويل:
يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درګاه کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟!
لنډه شرح :
په قرآن مجيد کې راغلي: ((څښتن (ج) يواځې هغه عملونه قبلوي،چې له تقوا او پاک نيت سره يوځاى وي))؛ نو تر هر څه زيات بايد د نيت پاکوالي، اخلاص او تقوا ته پام وکړو،نه د کار ډېروالي يا کم والي ته؛ځکه چې داسې عمل که څومره هم کم وي،ارزښت يې ډېر وي .ولې ؟ دا ځکه چې د څښتن (ج) په درګاه کې منل کېږي؛نو تاسې په خپله وواياست هغه عمل،چې د څښتن (ج) په درګاه کې قبلېږي، کم دى؟ لنډه دا بې اخلاصه ډېرکار بې ارزښته وي؛خو لږ اخلاصمن ښه کار ارزښتمن دى.
[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازی]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com