بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ (التکاثر/۵) ژباړه : هېڅكله داسې نه ده (چې ګومان یې كوئ)؛ كه (پر آخرت) مو علم اليقين او باوري پوهه درلوداى (؛ نو د خپل چلن پر پايلې به پوهېدئ او داسې به مو نه كول). ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ (التکاثر/۷) ژباړه : بيا (چې پکې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
كَلَّا لَوْ تَعْلَمُونَ عِلْمَ الْيَقِينِ (التکاثر/۵)
ژباړه : هېڅكله داسې نه ده (چې ګومان یې كوئ)؛ كه (پر آخرت) مو علم اليقين او باوري پوهه درلوداى (؛ نو د خپل چلن پر پايلې به پوهېدئ او داسې به مو نه كول).
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيْنَ الْيَقِينِ (التکاثر/۷)
ژباړه : بيا (چې پکې ورننووتئ؛ نو) په باوري سترګو (= عين اليقين) به يې وګورئ.
يقين، د شك پر وړاندې دى او د يو څيز وضوح، څرګندتيا او ثبوت ته وايي. د رواياتو له مخې، د ايمان لوړ پړاو ته يقين ويل كېږي. امام باقر (رح) وويل: (( ايمان تر اسلام يو درجه اوچت دى او تقوا تر ايمانه يوه درجه لوړه ده او يقين يوه درجه تر تقوا لوړ دى او په خلكو كې تر ايمانه كم څيز ويشل شوى نه دى)) راوي وپوښتل: يقين څه دى؟ ويې ويل: (( د ايمان حقيقت، پر خداى توكل د خداى ذات ته غاړه ايښوونه، په الهي قضا خوښي او خداى ته د خپلو چارو ورسپارل دي)). له امام صادق (رح) په يو روايت كې لولو: (( د يو مسلمان د سم يقين يوه نښه دا ده، چې خلك په الهي غوسه له ځانه خوشحال نكړي او پر هغه څه يې پړه ونه بولي، چې خداى ده ته وركړي نه دي… خداى د خپل عدل په پار، په يقين او خوښۍ كې ارامي او راحت ايښى او په شك او ناخوښۍ كې يې غم او خپګان)). له دې تعبيراتو ښه ګټنه كېږي، چې كله انسان د يقين پړاو ته ورسي، ټول زړه او ځان يې ځانګړې ارامي مومي. ځينو مفسرانو، د قرآني آيتونو له مخې، يقين ته درې پړاوونه شمېرلې دي: 1_ علم اليقين: انسان د بېلا بېلو دلايلو له مخې په يو څيز پوهېږي، لكه يو تن، چې د لوګي په كتو، د اور په شتون ايمان پيدا كوي. 2_ عين اليقين: انسان د كتو پړاو ته رسي او لكه اور ويني. 3_ حق اليقين: لكه، چې څوك اور ته ننوځي او سوځېدنه يې احساس كړي او د اور په سوي ياد شي او دا د يقين اوچت پړاو دى. په حقيقت كې، لومړى پړاو، عمومي اړخ لري، دويم پړاو پرهېزګارانو او ځان ساتيو ته دى او درېيم پړاو ځانګړيو او مقربانو ته ځانګړى دى(نمونه تفسیر، 27 ټ: 283 مخ). په يو حديث كې راغلى، چې پېغمبر (ص) ته وويل شول: اورېدلي مو دي، چې د عيسى (ع) يو ملګرى پر اوبو تله. ويې ويل: ((كه يقين یې ډېر وه؛ نو پر هوا تله)) علامه طباطبايي ددې حديث تر ويلو وروسته وايي: ټول څيزونه پر خداى د يقين پر چورليز او په دې ګروهه چورلي، چې دنيوي وزلې خپل پخپله اغېزمنې نه دي. نو ځكه د انسان، چې څومره په الهي مطلق قدرت ګروهه او ايمان زياتېږي؛ نو هومره د نړۍ څيزونه ورايلېږي(الميزان تفسیر، 2ټ: 186 مخ)
[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرانکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com