بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ (الزخرف/۱۳) ژباړه : چې پر شا يې سپاره شئ بیا د خپل پالونكي لورنه درياده كړئ او چې ورباندې سم کېنئ ووايئ : ((پاك دى هغه (الله) چې دا يې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ (الزخرف/۱۳)
ژباړه : چې پر شا يې سپاره شئ بیا د خپل پالونكي لورنه درياده كړئ او چې ورباندې سم کېنئ ووايئ : ((پاك دى هغه (الله) چې دا يې راته اېل كړی او (که نه) موږ یې د اېلولو وس نه درلود.
په دې آيت كې د سمندري او بېدياني سپرليو پنځون ته دوه موخې ويل شوي دي: لومړۍ، پر هغوى د سپرېدو پر مهال د خداى د نعمتونو يادول، او بل، د هغه خداى پاكي ويل، چې دا یې انسان ته ايل كړي او بېړۍ يې داسې پيدا كړه، چې څپې څېرولاى او د خپل مقصد پر لور ورتلاى شي او څاروي يې انسان ته ايل كړي دي. هو، كه د خداى لورنه نه واى، موږ ددې سپرليو د ساتنې وس نه درلود. مخالفو بادونو بېړۍ اړولې او د ژغورنې كڅ ته وررسېداى نشو او كه پر دې څارويو، چې تر انسانانو څو ځله غښتلي دي، د ايلولو روحيه واكمنه نه واى، انسان نژدې ورتلاى نشو. په همدې دليل، چې كله يو څاروى غوسه شي د ايل روحيه له لاسه وركوي. او پر خطرناك موجود اوړي، چې ان څو تنه هم د مقابلې وس ورسره نه لري؛ حال دا، چې په عادي حال كې په لس ګونو يا سل ګونو څاروي په يوې رسۍ تړي او يو هلك ته يې ورسپاري، چې هرڅه پرې كړاى شي! د قرآن په آيتونو كې پاموړ ټكى دا دى، چې مؤمنانو ته یې له الهي نعمتونو ځنې د برخمنېدو پر مهال د دعاګانو ويل ورښوولي؛ داسې دعاوې، چې په رغنده منځپانګه د انسان روحيه جوړوي او د ښاڅمنۍ- غرور او غفلت اثار ترې څنډي. دا آيت امر كوي، چې د پالوونكي د نعمتونو شكر وكاږئ او، چې پر سپرليو سپاره شوئ تسبيح يې وواياست؛ نو، چې د انسان خوى او عادت دغسې شي، چې د هر نعمت د كارونې پر وخت د نعمت د آريزې سرچينې او حقيقي نعمت وركوونكي پر ياد شي؛ نو نه د غفلت په تيارو كې ډوبېږي او نه د ښاڅمنۍ په ګړنګ كې لوېږي؛ بلكې توکیز – مادي نعمتونه د خداى پر لور ورته پل كېږي. د پېغمبراكرم (ص) په حالاتو كې راغلي، چې پر سپرلۍ د ورسپرېدو پر وخت به يې په ركاب كې پښه ايښووه، ويل يې ((بسم الله)) او، چې به سم سپور شو، ويل يې: ((الحمد لله على كل حال، سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ)). له يو شمېر رواياتو ګټنه كېږي، چې څوك پر سپرلۍ د سپرېدو پر مهال دا آيت ووايي د خداى په حكم څه زيان به ورونه رسي. د اسلام رغنده ښوونو ته ځير شئ او هغو ځانپالو او ښاڅمنو ډلو ته ځير شئ، چې خپلې سپرلۍ د ځانښوونې او وياړنې او ان كله ډول ډول ګناهونو ته وزله كوي؛ نو ووينئ، چې ترمنځ یې څومره توپير او واټن دى (نمونه تفسیر، 21 ټ: 21 مخ)
[ سرچینه ؛ شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com