تبلیغات

* د قرآن د عظمت پر وړاندې     قرآن د قرآن او احاديثو په رڼا کې د قرآن د فضيلت خبره،چې را منځ ته شي؛نو ښه به وي،چې انسان تم او چوپ شي او ځان د قرآن د عظمت پر وړاندې وړوکى وويني او په خپله بېوسۍ او عاجزۍ منښته وکړي؛ځکه کله ډېرې چوپتياوې […]

* د قرآن د عظمت پر وړاندې

 

 

قرآن د قرآن او احاديثو په رڼا کې

د قرآن د فضيلت خبره،چې را منځ ته شي؛نو ښه به وي،چې انسان تم او چوپ شي او ځان د قرآن د عظمت پر وړاندې وړوکى وويني او په خپله بېوسۍ او عاجزۍ منښته وکړي؛ځکه کله ډېرې چوپتياوې تر ډېروخبرو،ستاينو او ليکنو غوره وي .

د انسان په نامه محدود او کوچنى موجود به څنګه وکړاى شي د قرآن په څېر د ستر او لايتناهي خداى خبرې په خپلو ناڅيزو ماغزو کې ځاى کړي او په کوم وس به وکړاى شي،په خپلو ناڅيزو ماغزو د قرآن پر واقعي ارزښت ځان پوه کړي او بيا يې خلکو ته ووايي.

يو ليکونکى،چې څومره هم تکړه وي؛نو په دې اړه څه ليکلاى شي؟ او يو ويونکى،چې څومره هم ژبور وي؛نو د قرآن په اړه به څه داسې په ژبه ووايي،چې له قرآن سره وړ وي؟

د قرآن د عظمت لپاره همدومره بس،چې د خداى کلام دى او د مقام او منزلت لپاره يې همدومره بس،چې د”خاتم الانبياء” معجزه ده او آيتونه يې د بشر د لارښوونې او نېکمرغۍ ضمانت کوي او په هر وخت او ځاى کې د بشر لارښود دى او پر انسان د همېشنۍ نېکمرغۍ زېرى کوي او زه خو وايم: راځئ دا خبره په خپله د قرآن له خولې واورو، چې وايي :

 ((إِنَّ هذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْراً كَبِيراً ( اسراء/٩)=بېشكه دا قرآن هغه لار ښيي،چې بېخي سمه سيخه ده او مؤمنانو ته،چې ښه كارونه كوي،زېرى وركوي،چې هغو ته ستر اجر دى . ))

 ((الر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى‏ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ( ابراهيم /١) الف، لام، را (دا) يو كتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى دى، چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر،ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان،عدل او پوهې)رڼا ته يې راولې،د هغه خداى لارې ته، چې ناماتى ستايل شوى دى . ))

 ((هذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُدىً وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ (آل عمران / ١٣٨) = دا خلكو ته څرګند بيان او پرهېزګارانو ته لارښوونه او نصيحت دى . ))

او په دې اړه د خداى د استازي وينا ده چې :

((پر نورو ویناوو د خداى د وینا فضيلت اوغوره والى داسې دى؛ لکه پر نورو مخلوقاتو په خپله خداى.))

وګورئ :

صحیح ترمذی، بشرح ابن العوبي ۴۷/۱۱ ، ابواب فضایل قرآن “ش: ۱”.

بحار الانوار ۶/۱۹ .

د خداى د استازي دا خبره زما د هماغې خبرې پخلى کوي،چې د قرآن د فضيلت پر وړاندې چوپتيا ښه ده او په دې اړه خبرې دې”په علم کې راسخينو” او کار پوهانو ته پرېښوول شي؛ځکه هغوى ته د قرآن عظمت او فضيلت ته تر ټولو ښه معلوم دى او يوازې هغوى دي،چې انسان د قرآن د ارزښتونو او واقعيتونو له مخې پر لار سيخوي او همدوى په فضيلت او نژدېکت کې له قرآن سره انډول وي او په لارښوونه او مشرۍ کې ورسره شريک دي.

د هماغوى نيکه و،چې خلکو ته يې اسلام راوړ او احکامو ته یې رابلل؛هماغه د قرآن د ښوونو او حقيقتونو خپروونکى دى او د قرآن او د هغوى ترمنځ د اړيکو په باب يې ويلي دي:

((زه په تاسې کې دوه ګران بېه او ستر امانتونه ېرېږدم “قرآن”، “عترت او کورنۍ” مې،چې دوى به هېڅکله تر هغې يو له بله بېل نشي،څو د قيامت پر ورځ ما د “کوثر د حوض” پر غاړه وويني .))

[د حدیث سرچینې : دا د “ثقلینو” د حدیث په نامه یادېږي،چې سني او شیعه عالمانو په خپلو سترو کتابو کې را وړی دی .

۱- امام “احمد حنبل” د خپل “مسند” په لومړي ټوک ، ۲۶۹،۲۶،۱۷،۱۴ مخونو کې له حضرت ابو سعید خدری(رض) او په (۳۷۱،۳۶۶،۴مخونو) کې یې له حضرت زید بن ارقم(رض) او په (۱۷۲/۵) کې یې له حضرت زید بن ثابت(رض) څخه راویت کړی دی.

۲- “دارمي” په (۴۳۱/۲) کې د “فضایل القرآن” په برخه کې روایت کړی دى .

۳- “جلال الدین سیوطي” په “الجامع الصغیر” کې له “طبراني” او هغه له حضرت “زید بن ثابت”(رض) نه روایت کړی او سم یې ګڼلی دى .

۴- “علامه مناوي” په خپله شرح (۱۵/۳)کې وایي: “هیثمي” ددې حدیث راویان د ډاډ وړ ګڼلي.

۵- “ابو یعلي” هم په ډاډمن سند، حدیث روایت کړی دی.

۶- “حافظ بن عبدالعزیز اخضر” د حدیث تر روایت وروسته وایي: ((رسول اکرم(ص) دا حدیث په “حجة الوداع” کې ووایه او څوک چې يې د “ابن جوزي” په څېر په اړه شکمن شي یا يې جعلي او دروغ وګڼي؛ نو تېروتی به وي.))

۷- “سمهووي” وایي : (( دا حدیث تر څه باندې شلو اصحابو کرامو روایت کړی دی.))

۸- “حاکم” په “مستدرک” (۱۰۹/۳)کې له حضرت “زید بن ارقم”(رض) روایت کړی او سم یې ګڼلی او مشهور ناقه “ذهبي” هم په دې روایت نیوکه نه لري.]

دا حديث راښيي،چې د خداى استازی تر ټولو ښه،د قرآن پر حقايقو پوهېده؛نو څومره به ښه وي،چې د قرآن د حقيقت پر پوهېدو لپاره يې له لارښوونو کار واخلو.

د قرآن د فضيلت په باب له هغوى زيات حديثونه رانقل شوي، چې “علامه مجلسي” د”بحارالانوار” په نولسم ټوک کې را ټول کړي او موږ يې يو څو د بېلګې لپاره را اخستې دي :

*لومړى حديث :

حضرت “حارث همداني” وايي: ((جومات ته ورننووتم؛ و مې ليدل، چې په ګوټ کې يوه ډله د يو لړ حديثونو په اړه بې ځايه بحثونه کوي؛ نو حضرت “علي” کرم الله وجهه ته ورغلم او دا خبره مې ورته وکړه، راته يې وويل:”په رښتيا يې دا کار کړى دى؟” و مې ويل: هو! بيا را ته یې وويل: “حارثه! ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويې ويل: ډېر ژر به فتنې راولاړې شي؛ نو ما وپوښت : د خداى استازيه! له دې فتنو د خلاصون لارچار څه ده؟ راته يې وويل: قرآن؛ د خداى کتاب، چې د تېرو او راتلونکيو خبرې پکې راغلي دي،ستاسې د هرې ستونزې هوارى پکې راغلى دى . په اسانه حق او باطل يو له بله بيلولاى شي او سوچه حقيقت درته رڼا کړي او داسې کتاب دى، چې که هر ظالم لرې ګوزار کړ؛ نو خداى به يې ملا ور ماته کړي او خاورې پر سر به يې کړي اوکه چا بې له قرآنه په بل څه کې لارښوونې ته زړه ښه کړ؛ نو بې لارې به شي او دا کتاب هماغه “الهي کلکه رسۍ” ده،چې د انسان او خداى ترمنځ يې اړيکې ټینګې کړي دي،دا هماغه له حکمته ډک او د نېغې او سمې لارې کتاب دى،چې بشري او ځاني غوښتنې يې نه شي اړولاى،داهغه کتاب دى،چې ژبه له تېروتنې خوندي ساتي او باطلو،بېځايه او بې ګټې خبرې ته د پاى ټکى ږدي، پوهان پکې له تفکر او په لوستو نه مړېږي، د وخت تېرېدل يې نه زړوي . داسې کتاب دى،چې حيرانتياوې او ګټې يې ناپايه دي . دا قرآن هماغه وينا ده،چې کله پېريانو واورېده؛ نو زړه يې پرې بایلود او بې واکه يې وويل:” موږ هېښنده قرآن اورو،چې د نېکمرغۍ پر لور لارښوونه کوي.” څوک چې د قرآن په ژبه خبرې کوي؛ نو وينا يې روغه وي او چاچې د قرآن پر بنسټ پرېکړه وکړه؛ نو په عدل يې پرېکړه کړې او د چا کړنو،چې له قرآن سره سمون وخوړ؛ نو د اجر خزانه يې موندلې او چا، چې څوک قرآن ته راوبلل؛ نو سمې نېغې لارې ته يې رابللی دى .))

بيا حضرت “علي” کرم الله وجهه “حارث همداني” ته وويل، چې دا حديث را نه زده او ياد يې کړه.

وګورئ :

١_سنن دارمي ۴۳۵/۲

٢_صحیح ترمذي ۳۰/۱۱

٣_ بحار الانوار ۷/۹ .

 

پر حديث رڼا:

په دې حديث کې هېښنده ټکي پټ دي،چې پر څو يې رڼا اچوو:

١- ((په قرآن کې د تېر او راتلونکيو خبرونه دي.)) په دې جمله کې څو احتماله ليدل کېږي:

الف:کېداى شي له راتلونکې خبرونو مراد هغه بله نړۍ وي،چې راځي؛ځکه قرآن د انسان پام آخرت ته را اړوي او کېداى شي، دا احتمال تر را وروستو احتمالاتو غښتلى وي،چې په راتلونکې کې به وويل شي او ددې خبرې پخلى د حضرت “علي” کرم الله وجهه هغه خبره ده، چې د يوې خطبې په ترڅ کې يې وکړه:

((په دې قرآن کې د تېر او راتلونکيو خبرونه دي،چې شخړې به مو هوارې کړي او د آخرت او معاد خبرې پکې راغلي دي.))

ب :کېداى شي له راتلونکيو خبرونو مراد د قرآن وړاندوينې وي، چې دا پېښې د قرآن تر راتګ وروسته ورو وروپېښې او يا به راپېښېږي.

ج : درېم احتمال دا دى، چې:

١- احتمال لري دا خبره د “انشقاق” سورت نولسم آيت ته اشاره وي،چې وايي : (( لَتَرْكَبُنَّ طَبَقاً عَن طَبَقٍ ))؛يعنې تاسې به هم د نورو قومونو کانې وکړئ،چې له حقه سرغړونه او د انبياوو دروغجن ګڼل وو،چې پايله يې خپل هلاکت و او بيا دا جمله د خداى د استازي هغه حديث ته نغوته ده،چې و يې ويل: (( تاسې به هم د تېرو وراسته او ناوړه دودنه را ژوندي کړئ او ورپسې به ولاړ شئ.))

[د حدیث سرچینې: پر کنز العمال سربېره؛ امام”احمد”د خپل “مسند” په پینځم ټوک ۲۱۸مخ کې له “واقدیشی” او په دریم ټوک، ۷۴ مخ کې یې له حضرت “ابو سعید خدري”(رض) روایت کړی دى .

“صحيح بخاري” په (۱۵۱/۸) “کتاب اعتصام”، د دیني ویناوو په څپرکي کې په دې جمله روایت کړی : “لتتبعن سنن من قبلکم”

“صحيح مسلم” (۵۸/۸)د “علم” په کتاب کې د یهودو او نصاراوو له دودونو په لاروۍ څپرکي کې او “هیثمي” له “ابن عباس” نه، په “مجمع الزواید”(۲۶۱/۷)کې روایت کړی دی.]

٢- ((هر ظالم،چې قرآن شاته وغورځوي؛ نو خداى به يې ملا ماته کړي.))

د خداى استازي په دې وړه خو پخه خبره د قرآن د پاتېينې او دوام ضمانت کړى او زېرى کوي،چې خداى به قرآن له ظالمانو، اړوونکيو او بدعتګرو په خپله ساتي او د قرآن او حقيقت دښمنان به هېڅکله و نه کړاى شي پر قرآن او احکامو يې لوبې وکړي او د نورو اديانو دکتابو په څېر پکې پخپله خوښه اړونې راولي .

٣- په دې حديث کې بله خبره دا ده: که مسلمانان د فکري او نورو شخړو او اختلافاتو پر مهال قرآن ته مخه کړي؛نو حقيقت به ورته د لمر په څېر څرګند شي او ټولې شخړې به يې هوارې شي؛ نو که نن مسلمانانو د قرآن احکام پلي کړي واى؛ نو حق به ورته څرګند و او د خداى د استازي دکورنۍ مقام او موقعيت به يې پېژندلى و،چې د ځان ځايناستې یې ښوولې ده.

رښتیا،که مسلمانانو پر قرآن منګولې لګولې واى؛ نو اوس به یې دا حال نه واى؛خو د خواشېنۍ خبره ده،چې د قرآن پر احکامو یې سترګې پټې کړې او جاهليت ته ورستانه شول او په نامشروعو غوښتنو پسې ولاړل او د باطلو تر بېرغ لاندې راټول او ډول ډول اړپېچونه پکې رامنځ ته شول او ددې اړپېچونو د اور لمبې ورځ پر ورځ زياتې شوې، چې مسلمانان يې سره ډلې ډلې کړل؛ ځينو پر ځينو د کافرانو او يا فاسقانو نومونه کېښوول او وينه تويول او پر مال يې خېټه اچول حلال کړل او د يو بل سپکاوى او پر يو بل يرغل يې خداى ته د نږدېدو لامل وګڼل او د نن اړپېچونه او شخړې ددې خبرې ګواه دي، چې مسلمانان له قرآنه لرې شوي او اسلام ترې ورک شوى دى .

 

* دويم حديث :

حضرت “علي”کرم الله وجهه (نهج البلاغه ١٨٩مه خطبه) د قرآن په ستاینه کې وایي :

((قرآن هغه مطلقه رڼا ده،چې لوېديځ او ختيځ نه لري،بل څراغ دى، چې نه مړ کېږي،قرآن ناپايه ژور او پراخ سمندر دى؛هغه نېغه او سمه لار ده،چې تلونکي به پرې بېخي لار غلطه نه کړي،هغه ځلانده رڼا ده، چې په تورتمونو کې د انسان ملګرتوب کوي،هغه پرېکنده کتاب دى،چې دليلونه يې مضبوط او ټينګ دي؛څرګند اصول او دلايل لري .هغه درمل دى،چې د يوې ناروغۍ زور هم پرې نه رسي؛ د سرلوړۍ او عزت لامل دى،چې ياران به يې هېڅکله خوار نه شي او تل به يې شمله لوړه وي او هغه حقيقت دى،چې هېڅکله به يې یاران بې ملاتړ پاتې نه شي. قرآن د ايمان خزانه او سرچينه ده؛ د علمونو سمندر دى او هغه باغ دى،چې د عدالت ګلان پکې زرغونېږي. قرآن د اسلام بنسټ دى او د حق پراخې دښتې دي. قرآن هغه سمندر دى،چې اوبه به یې لږې نه شي او هغه چينه ده،چې اوبه به یې خړې نه شي، هغه منزلونه دي، چې لارې يې پاکې دي او تلونکي به پرې هېڅکله بى لارې نشي . قرآن هغه کتاب دى،چې خداى پرې د پوهې د پلټوونکيو تنده ماتوي او د پوهانو او فقهاوو د زړونو پسرلى او د نېکانو او صالحانو د مزله پړاو دى . قرآن هغه درمل دى،چې په خوړو يې يو رنځ هم نه کېږي . هغه رڼا ده،چې تياره پرې نه شي راتلای.هغه کلکه رسۍ ده،چې نه شلېږي او له هر ډول لوټمارۍ او يرغله خوندي دى.د دوستانو لپاره عزت او هغوى چې ترې پناه غو‌ښتې، ورته پیاوړی پناه ځى دى. د لارويو لپاره لارښوونه او نېکمرغي او پرې منګولو لګوونکيو ته بښنه او د عذر غوښتل دي. د استدلال کوونکيوکلک استدلال،د شخړو پر مهال ور باندې منګولو ښخوونکیو ته د حق ژوندى ګواه او د ټولنو د بري لامل دى. د متفکرينو لارښوونه او نښې دي،د علم د طالبانو څپرګى او پوهه ده او د حديث روايانو ته سم حديث دى او واکمنو او قاضيانو ته د حق او عدل پرېکړه او قضاوت دى.))

دا خطبه هم د پام وړ خبرې لري، چې پر څو يې رڼا اچوو:

١- ((هغه څراغ دى، چې رڼا يې نه مري . )) له دې او ورته جملو مراد دا دى،چې د قرآن د حقيقتونو او مفهومونو پير پاى ته رسېدونکى نه دى،چې آيتونه او احکام يې همېشنۍ او د تلښېرازه او ګټور دي . د مثال په توګه: د قرآن ځینې آيتونه د يوې ځانګړې موضوع، د چا او يا کومې ډلې په اړه راغلي دي؛ خو سره له دې، د قرآن دا ډول آيتونه هم عمومي دي او د قيامت تر ورځې پکې ټول راتلاى شي او په يوه ځانګړي انسان پورې ځانګړي نه دي،چې په دې اړه “عياشي” له امام “باقر” څخه روايت کړى دى :

امام “باقر” د”رعد” سورت د ديارلسم آيت : (( لکل قوم هاد؛ او د هرقوم لپاره يولارښوونکى وي)) په تفسير کې وويل: ((له دې لارښوونکي مراد “علي بن ابيطالب” دى،چې داسې لارښوونکي به په هر وخت کې زموږ د رسالت له کورنۍ وي.))

راوي وايي : (( ځار دې شم! آيا ته هم ددې آيت مصداق يې او پکې شاملېږې او له هماغولارښوونکيو يې، چې په آيت کې راغلي دي؟ )) امام: (( هو! زه هم ددې آيت مصداق او پکې شامل يم؛ ځکه د قرآن آيتونه د تل لپاره ژوندي دي او هېڅکله به له منځه ولاړ نشي. کوم آيت چې دکوم ځانګړي قوم په اړه راغلى وي؛ نو د هغه قوم په له منځه تلو سره يې وخت نه تېرېږي اوکه تېرېداى؛ نو د وخت په تېرېدو به د قرآن د ټولو آيتونو وخت پاى ته رسېداى؛خو داسې نه ده؛ بلکې په هماغه آيت کې راتلونکي هم شاملېږي او مصداق يې دي؛ لکه څنګه چې يې پخواني مصداق وو.))

امام “صادق” هم په دې اړه وايي: ((قرآن ژوندى او تلپاتې دى او هېڅکله له منځه نه ځي او د شپې او ورځې د راتلو د بهير په څېر به تل وي او د لمر په څېر يې هغه وخت هم خلکو ته رڼا ورکوله او اوس يې هم ورکوي او په راتلونکې کې به يې هم ورکړي)) .

د “فرات کوفي” په تفسير کې راغلي دي:

((يو آيت که د يوې ځانګړې ډلې يا قوم په اړه راتلاى؛نو که په له منځه تلو سره یې آيت هم له منځه تلاى؛نو د قرآن اغېز به نه و پاتې او چې دا ځمکه او اسمان وي؛نو قرآن به هم وي او د هر قوم او ملت په اړه په قرآن کې آيت شته،چې پر برخليک يې ورته رڼا اچولې ده، که پر ګټه يې وي او که پر تاوان.)) (وګورئ: مرآت الانوار:۴/۳)

٢- ((قرآن نېغه او سمه لار ده،چې ورباندې تلونکي به بې لارې نه کړي.)) له دې جملې د امام مراد دا دى، چې قرآن هغه لار ښيي، چې که چا ونيوه؛ نو بې لارې به نه شي؛ځکه خداى قرآن د خلکو د لارښوونې او نېکمرغۍ لپاره را لېږلى،چې خپل لارويان له بې لارۍ او هلاکته وژغوري او د ژغورنې لار وروښيي .

٣- ((وينا يې څرګنده او دليلونه يې پاخه او نه زيانېدونکي دي.)) ددې جملې د مانا لپاره دوه احتماله دي :

يو: د قرآن ښوونې او حقايق د بشر د فطرت او د طبيعت د قانون پر بنسټ داسې کلکې ولاړې دي،چې بېخي پکې پښه نه ښوییږي او له منځه نه ځي.

دويم: د قرآن لفظونه،چې د قرآن د حقيقت ښکارندوى دي، هېڅکله به زيات و کم او نيمګړي نه شي؛ نو قوي احتمال لري،چې دا خبره له اړونې د قرآن د خوندي پاتې کېدو پر خبره ټينګار کوي،چې دا دواړه احتمالونه د قرآن په اړه سم او رښتيني دي .

٤- ((قرآن هغه باغ دى،چې يوازې د عدالت ګلان پکې را ټوکېږي.)) له دې جملې مراد دا دى،چې عدالت په پراخه مانا او ټولو اړخونوکې په قرآن کې راغلى او ګرد بشر ته خپور شوى دى؛ که دا په ګروهه او کړنو کې وي يا په خويونو او ټولنه کې؛ نو قرآن د عدالت مرکز او چورليځ دى او د عدالت د ګلانو باغ دى.

٥- ((قرآن د حق پراخې دښتې دي.)) د دې خبرې مطلب دا دى،چې قرآن د حق او حقيقت د ښوونې او روزنې ځاى دى او ددې خبرې مطلب دا هم دى، که څوک حق غواړي؛ نو پر قرآن دې منګولې ولګوي.

٦- ((قرآن هغه سمندر دى،چې اوبه يې کمېداى نه شي.)) ددې او ورپسې جملې مانا دا ده:

هغوى چې د قرآن په مانا د ځان پوهولو لپاره ملا تړلې وي؛ نو هېڅکله به ونه کړاى شي ځان ژورې ته يې ورسوي او د قرآن پر مفاهيمو بشپړ واکمن شي؛ دا ځکه چې د قرآن رازونه نه خلاصېدونکي دي.

له دې جملې يوه بله مانا هم اخستل کېږي: د قرآن رازونه،چې څومره هم راوسپړل شي؛ بيا هم نه کمېږي .

٧- ((هغه هسک غرونه دي،چې پر سر يې څوک نه شي تېرېداى.)) له دې خبرې د حضرت “علي” کرم الله وجهه مراد دا دى:

که څېړونکي او پلټونکي وغواړي،ځان د قرآن د پوهې څوکې ته ورسوي؛ نو هېڅکله به دا کار ونه کړاى شي.

ددې جملې بله مانا دا هم ده: قرآن دومره ماناوې لري، چې ټولو ماناوو ته يې انسان نه شي ور رسېداى.

بل احتمال هم شته او هغه دا: چا، چې ځان د قرآن د پوهاوۍ لوړو څوکو ته ورساوه؛ نو هماغلته درېږي؛ځکه خپل ارماني پړاو ته ورسېد.

 

د قرآن د لوستو فضيلت

قرآن هماغه خدايي قانون او اسماني ناموس دى، چې د خلکو د دين او دنيا د سمون چارې يې پر غاړه اخستې او همېشنۍ نېکمرغي يې تضمينوي. آيتونه يې د لارښوونې سرچينې او ټکي يې د ارشاد، ودې،رحمت او لورونې کانونه دي؛ نو څوک چې له همېشنۍ نېکمرغۍ سره مينه لري او د دنيا او اخرت نېکمرغي غواړي؛نو ورته پکار دي،چې شپه و ورځ له قرآن سره خپلې اړيکې غښتلې او آيتونه يې یادکړي او په خپل زړه او ماغزوکې يې واغږي،چې په پايله کې داسې رڼا به ترې جوړه شي،چې د همېشنۍ نېکمرغۍ لار به ور وښيي.

د قرآن د لوستو د فضيلت په اړه د خداى له استازي او کورنۍ يې خورا حديثونه روايت شوي، چې موږ يې يوه برخه راخستې ده:

امام “باقر” وويل: د خداى د استازي وينا ده: ((که څوک هره شپه د قرآن لس آيتونه ولولي؛ نو په غافلانو او له خپل پالونکي په بې خبرو کې يې نوم نه ليکل کېږي او څوک چې د شپې پنځوس آيتونه ولولي؛نو نوم يې د خداى په آشنايانو او يادوونکيو کې ليکل کېږي او څوک چې سل آيتونه ولولي؛نو په عبادت کوونکيو کې او څوک چې دوه سوه آيتونه ولولي؛نو نوم يې د خاشعينو په لړ کې ليکل کېږي او نېکمرغه وي هغوى چې درې سوه آيتونه ولولي او که چا پينځه سوه آيتونه ولوستل؛ نو نوم به يې د عبادت په هڅاندو کې وليکل شي او که څوک د قرآن زر آيتونه ولولي؛نو داسې به وي؛ لکه چې د خداى په لار کې يې د سرو زرو ستر خیرات کړى وي.))

امام “صادق” وويل: (( قرآن د خداى له لوري د بشر د نېکمرغۍ کړلار ده؛ نو ښه مسلمان هغه دى،چې ځان له دې کړلارې سره همغږى کړي او هره ورځ لږ تر لږه پنځوس آيتونه ولولي.))

يوځل بيا امام “صادق” وويل: ((څومره به ښه وي،چې انسان له ورځېنۍ بوختیا او راکړې ورکړې راستون شي او له خوب نه مخکې د قرآن يو آيت ولولي او هر آيت چې وايي؛لس (۱۰) ثوابه ورکول کېږي او له ګناهونو يې لس ګناهونه کمېږي.))

امام “صادق” وويل: ((تاسې ته د قرآن د لوستو سپارښتنه کوم؛ ځکه په جنت کې د قرآن د لوستل شويو آيتونو په شمېر جنتي ماڼۍ ورکول کېږي او د قيامت پر ورځ به د قرآن لوستونکيو ته وويل شي: “قرآن” ولولئ او نور مقام او منزلت هم لاس ته راوړئ او پرمختګ وکړئ،چې د هر آيت پر وړاندې يې يوه درجه نوره هم لوړېږي.))

[د پورته روایتونو سرچینه: اصول کافي: کتاب فضلیت قرآن وسایل الشیعه: ۳۱۰/۱]

د حديثونو په کتابو کې د “قرآن” د تلاوت او لوستو په اړه خورا روايتونه راغلي،چې د ((بحارالانوار)) د کتاب په نولسم ټوک کې را ټول شوي دي.

له دې حديثونو د “قرآن” د لوستو د ثواب پر فضيلت سربېره، د دوو نورو ټکيو لپاره هم ګټه اخستل کېږي:

 

١- له مخې د “قرآن” لوستل:

ځينې حديثونه ددې خبرې پخلى کوي، چې له مخې د قرآن د لوستو ثواب تر ياده ويلو ډېر دى،چې له دې حديثونو يو هم د “اسحاق بن عمار” روايت دى، چې امام “صادق” ته يې وويل: ((ځار دې شم! ما خو قرآن ياد کړى؛ نو له مخې يې ولولم او که په يادو؟)) امام ورته وويل : ((قرآن له مخې لوله؛ځکه ډېر ثواب لري؛ مګر خبر نه يې،چې د قرآن د لوستو پر ثواب سربېره، قرآن ته کتل هم ثواب دى.))

بيا امام “صادق” وويل: ((څوک چې “قرآن” له مخې لولي؛ نو سترګو ته يې هم ګټه لري او د مور و پلار ګناهونه يې کمېږي؛ان که له کفر سره هم له دنيا تللي وي.)) [وګورئ: پورته سرچینه]

دا چې له مخې د قرآن پر لوستو دومره ټينګار شوى، لامل يې دا دى، چې د “قرآن” له مخې لوستل به ددې لامل شي، چې د قرآن د نسخو شمېر زيات شي؛ ځکه که د قرآن په لوستوکې يوازې پر حافظه بسنه وشي؛ نو مسلمانان به ليکلي “قرآن” ته اړتيا نه احساسوي،چې دا کار به ورو ورو د قرآن د هېرېدو لامل شي.

بل دا چې،له مخې په “قرآن” لوستو کې يو لړ ګټې او ځانګړنې دي، چې ځينې يې په دې حديثونوکې هم راغلې دي؛ لکه له ډول ډول ناروغيو د سترګو خونديېنه.

درېم دا چې،له مخې قرآن ويل به ددې لامل شي،چې لوستونکى په قرآن کې ډېره ځيرتا او تدبر وکړي او د قرآن له لورونو او ډاليو به خورا خوند واخلي؛ځکه لکه څنګه چې انسان د ښکلو منظرو له ليدو خوند اخلي او ماغزه او زړه يې آراموي؛ نو”قرآن” ته کتل او په مانا يې پوهېدل هم خوند لري،چې زړه او ماغزه آراموي .

 

٢- په کور کې د قرآن لوستل:

بله خبره،چې په دې حديثونو کې ښکاري، دا ده چې دا حديثونه مسلمانانو ته ددې خبرې ټينګار کوي، چې په کورونو کې قرآن ولولئ،چې دا کار علتونه او ګټې لري؛ لکه : په کور کې د قرآن لوستل به د اسلام د حقيقتونو د خپرېدو او د اسلام او قرآن د خپرېدو لامل شي؛ ځکه څوک چې په خپل کور کې “قرآن” لولي؛نو په لاروۍ به يې د کور خلک هم دا کار وکړي او که د قرآن د لوستو لپاره يو ټاکلى ځاى او وخت وټاکل شي؛ نو دا به په زړه پورې کار وي؛ځکه ټولو ته هر وخت په هر ځاى کې د قرآن لوستل ناشوني وي؛ نو ځکه مو وويل، چې په کورونو کې د قرآن لوستل به د ((قرآن )) او اسلام د حقيقتونو د لا خپرېدو لامل شي او په کورونو کې به اسلامي لارښوونې دود شي.

درېم داچې په کورونوکې د قرآن لوستل کور ته فضيلت،رحمت او نعمت راوړي؛ داسې کورونو ته پرښتې ځي راځي او شيطانان ترې تښتي او داسې کورونه اسمان والو ته رڼا ورکوي؛ لکه څنګه چې ستوري پر ځمکه رڼا اچوي او په کوم کور کې،چې قرآن نه لوستل کېږي او خداى پکې ياد نه شي؛ نو برکت يې لږ وي، پرښتې ترې لرې او د شيطانانو د تګ راتګ ځاى وي.

وګورئ:

اصول کافي: د قرآن د فضيلت برخه .

 

 

د قرآن د فضيلت

 په اړه له ځانه جوړ شوي حديثونه

 

د “قرآن” د فضيلت،عظمت او د لوستو د ثواب په اړه دومره حديثونه شته،چې متفکر انسان سوچ ته اړ باسي؛ لکه:

رسول اکرم وويل: (( چاچې د قرآن يو ټکى ولوست؛ نو هغه ته به يو نېک عمل وليکل شي او بيا يې زياته کړه: زه نه وايم چې ((الم)) يو ټکى دى؛ بلکې ((الف)) يې يو ټکى، ((لام )) يې بل او((ميم)) يې بل ټکى دى.))

دا حديث “قرطبي” په خپل تفسير [١/٧] کې له “ترمذي” او هغه هم له “ابن مسعود” راخستى او”کليني” هم (اصول کافي: د قرآن د فضيلت برخه) پر همدې مضمون له امام “صادق” څخه روايت کړى دى.

د حديثونو په کتابو کې د قرآن د فضيلت، د لوستو د ثواب او د سورتونو د ځانګړنو په اړه ډېر روایتونه راغلي دي. ددې سمو حديثونو سره تر څنګ يو لړ دروغجنو راويانو يې په اړه د دروغو حديثونه هم روايت کړي دي . دا دروغجن د قرآن د فضيلت په اړه روايت شوي حديثونه کم ګڼي؛نو له ځانه يې هم پکې حديثونه ورګډ کړي،چې مضمون يې نه د خداى له لوري دى او نه په خپله حديث د خداى استازي ويلى دى.

د څو دروغجنو نومونه دا دي: “ابوعصمت فرج بن ابي مريم مروزي”، “محمدبن عکاشه کرماني” او “احمد بن عبدالله جويباري”.

دپام وړخبره خو داده،چې په خپله ((ابوعصمت)) هم پر دې خبره منښته کړى، ان چې ترې وپوښتل شول: (( څنګه دې وکړاى شول، د قرآن د يو يو سورت په باب له “عکرمه” او “ابن عباس” څخه حديثونه روايت کړې،حال دا چې ته خو د”عکرمه” په وخت کې نه وې، چې هغه هم له”ابن عباسه” روايت کړي وي؟ )) “ابوعصمت”: (( و مې ليدل،چې خلکو له قرآنه مخ اړولى او د حضرت “ابوحنيفه” په فقه او د “محمدبن اسحاق” پر “مغازي” بوخت دي؛ نو د خداى د رضا لپاره مې دا حديثونه له ځانه جوړ کړل او خلکو ته مې ورکړل،چې کېداى شي،له دې لارې خلک د قرآن لوستو ته راوهڅوم.))

“عثمان بن صالح” د هغه مشهور حديث په اړه،چې د “ابن ابي کعب” له لارې يې د خداى له استازي د قرآن د بېلو بېلو سورتونو د فضيلت په اړه روايت کړى، وايي:

((ددې حديث په اړه څېړنې شوې او دې پايلې ته رسېدلي،چې په خپله راوي منښته کوي: دا حديث ما د يوې ډلې په مرسته په دروغو جوړ کړ او بيا مې خلکو ته ورکړ؛ نو”واحدي” او نورو مفسرين تېروتي،چې دا حديثونه يې په خپلو تفسيرونو کې را وړي دي.))

وګورئ:

قرطبي تفسير ١/ ٧٨ – ٧٩ مخونه.

حيران خو دروغجنو ته يم، څنګه يې دومره جرات کړى،چې دروغ پر خداى او استازي يې وتپي او بيا يې خداى ته د نږدېدو لامل ګڼي.

(هو، دوى د یونس د ۱۲ آیت مصداق دي چې : (( وَإِذَا مَسَّ الإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَّسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ = او چې كله انسان ته زيان (ا و خپګان) ورسېږي؛ نو موږ په اړخ وېده يا په ناستې يا ولاړې بلي؛ خو چې كله ترې كړاو لرې كړو؛ نو داسې ځي چې ته وا هېڅكله يې موږ نه يو بللي،په دې ډول ((سره کافرو)) ته يې خپل كړه ښايسته شوي دي (چې په بد رنګۍ يې نه پوهېږي) .

 

 

د قرآن په مانا کې ځيرتيا او تدبر

قرآني آیتونو او سمو حديثونو هڅولي یو،چې د قرآن په مانا کې له ځير او تدبره کار واخلئ، چې خداى د ((محمد)) سورت په ٢٤م آيت کې وايي : (( أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى‏ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا = (( نو آيا په قرآن كې غور او تدبر نه کوي يا زړونو ته يې (ځانګړي) کولپونه پراته دي.))

دې آيت پر هغوى سخته نيوکه کړې او رټلي يې دي،چې د قرآن مانا ته نه ځير کېږي .

“حضرت ابن عباس (رض)” هم له رسول اکرمه روايت کړى، چې و يې ويل: ((قرآن په ښکلي او لوړ غږ وویاست او په رمزونو،عجايبو، ځيرنو او دقتونو کې يې څېړنې وکړئ.))

حضرت “ابوعبدالرحمن” وايي: ((د پېغمبر اکرم يو صحابي، چې موږ ته يې قرآن راښووه، وويل: اصحابو به له رسول اکرم نه د قرآن لس لس آيتونه زده کول او تر هغې يې لس نور نه ور زده کول، څو يې د هغو لسو آيتونو پر علمي او اخلاقي رمزونو ځانونه نه وو پوه کړي او عملي کړي يې نه وو.))وګورئ: بحار الانوار: ۲۸/۱۹

له “حضرت ابن مسعود”، “حضرت عثمان” او “ابى” روايت شوى،چې:

((د خداى استازي به اصحابو ته د قرآن لس لس آيتونه ورښوول او تر هغې به له دې لسو آيتونو نه تېرېدل،څو په مانا او مفهوم یې نه وو پوه شوي او پلي کړي يې نه وو.)) (قرطبي تفسیر: ۳۹/۱)

حضرت “علي” کرم الله وجهه يوه ورځ په يوه ډله کې د حضرت”جابر بن عبدالله انصاري” (رض) علم او معرفت وستايه، چې يو سړي ورته وويل: (( سره له دې، چې ته په خپله د دومره علم خاوند يې؛ خو بيا هم د “جابر” پوهه ستايې؟! )) اميرالمؤمنين: (( هو! “جابر” د ستاينې وړ دى؛ ځکه هغه ددې آيت پر تفسير پوهېږي،چې خداى وايي: بېشكه چا چې دا قرآن پر تا فرض كړى دى، تا هرومرو خپل ځاى (= ټا ټوبي) ته ستنوي، ووايه: (( زما پالونكى تر ټولو ښه پوهېږي، چې چا د سمې لارښوونې (کړ لار) راوړې او څوك ښكاره بې لارې دى.)) قصص: ۱۸۵ آیت: وګورئ: [قرطبي تفسیر: ۶/۱]

د قرآن په آيتونو کې د تفکر،ځيرنې او تدبر په اړه ډېر حديثونه روايت شوي،چې ارواښاد ((مجلسي)) د ((بحارالانوار)) په نولسم ټوک کې را ټول کړي دي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست