تبلیغات

*       د خلفاوو په وخت کې د قرآن د تدوين نظريه په قرآني علومو او قرآن پوهنه کې يوه مهمه مسئله د قرآن راټولول دي او لکه څنګه چې مو په تېرڅپرکي کې هم وليدل، دا مسئله د قرآن له تحريف سره هم اړيکه لري،چې د دې مسئالې هواری به د تحريف […]

*

 

 

 

د خلفاوو په وخت کې د قرآن د تدوين نظريه

په قرآني علومو او قرآن پوهنه کې يوه مهمه مسئله د قرآن راټولول دي او لکه څنګه چې مو په تېرڅپرکي کې هم وليدل، دا مسئله د قرآن له تحريف سره هم اړيکه لري،چې د دې مسئالې هواری به د تحريف تياره کونجونه هم رڼا کړي .

د قرآن د راټولولو د تاريخ او د راټولولو د څرنګوالي په اړه د شيعه او سني عالمانو ترمنځ ډول ډول څرګندونې دي. ځينې وايي،چې دا کار د لومړي خليفه په وخت کې شوى،ځينې وايي د دويم او ځینې وايي،چې د درېم خليفه په وخت کې شوى دى؛خو موږ وايو،چې د قرآن تدوين په خپله د رسول اکرم په وخت کې تر نېغې څارنې لاندې یې شوى،چې د دې هرې څرګندونې په اړه ډېر روايتونه راغلي،چې له امله يې د قرآن د تدوين په اړه بېلابېلې څروګندونې رامنځ ته کړي،چې ډېرو نيوکو او تېروتنو ته يې لار پرانستې ده.

 

د خلفاوو په دوران کې

 د قرآن د راټولولو د نظريي روايتونه

١_ حضرت زيد بن ثابت(رض) وايي : په “يمامه” جګړه کې حضرت ابوبکر (رض) راوغوښتم،چې ورننووتم؛نو حضرت عمربن خطاب (رض) هم ورسره ناست و. حضرت ابوبکر (رض) وويل: زيده! عمر (رض) راغلى او وايي :د “يمامه” د جګړې لمبې تودې شوي،چې د قرآن ډېر قاريان او حافظان يې هم شهيدان کړي او کېداى شي له دې هم تودې جګړې راپېښې شي او نور حافظان او قاريان هم شهيدان شي؛نو دا کار به د قرآن هغه آیتونه له منځه يوسي،چې د حافظانو په سينه کې دي او زه سلا په دې کې وينم،چې حکم وکړئ، قرآن د کتاب په بڼه راټول کړئ. د حضرت عمر په ځواب کې وويل : کوم کار، چې په خپله رسول اکرم نه دى کړى؛نو ته يې څنګه کوې؟ حضرت عمر وويل : پر خداى،چې خیر او سلا په همدې کې وينم. هغه له همدې امله څو ځل راغى،تر دې چې زړه مې د حضرت عمر پر نظريه اوبه وڅښلې . حضرت زيد وايي :حضرت ابوبکر راته وويل : ته هوښيار، د ډاډ وړ او رښتين ځوان يې،تا د رسول اکرم په وخت کې هم د وحې د ليکلو دنده پرغاړه درلوده او اوس هم دا کار پرغاړه واخله او قرآن راټول کړه. زيد وايي : پر خداى قسم که حضرت ابوبکر راته د غر د هوارولو حکم کړى واى؛ نو تردې کار به اسان و؛ نو ورته مې وويل : تاسې څنګه هغه کارکوئ،چې رسول اکرم نه دى کړى؟ ويې ويل : پر خداى، چې د مسلمانانوسلا په همدې کې ده .حضرت ابوبکر په دې اړه ډېر راته راغى،تردې چې خداى مې سينه پراخه کړه او پر هغه وړانديز مې زړه اوبه وڅښلې،چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر کړى و؛نو لېچې مې راونغښتې او ملا مې وتړله او قرآن مې له تختو،کاغذونو او د خلکو له منځه راټول کړ،تر دې چې د توبې د سورت وروستۍ برخه مې له “ابي خزيمه انصاري” سره پیدا کړه او دا وه: (( لقد جائکم رسول من انفسکم …..)

حضرت زيد بن ثابت وايي : دا قرآن،چې په زيار مې را ټول کړى و، له حضرت ابوبکر سره و او تر هغه وروسته له حضرت عمر سره و او تر هغه وروسته هم [د حضرت عمر له لور] حفصې بي بي سره و.

وګورئ:

صحيح بخاري،دقرآن د راټولوڅپرکی٦ / ٩٨ .

٢- ابن شهاب له حضرت انس بن مالک(رض) څخه روايت کوي : هغه وخت،چې حضرت حذيفه (رض) د حضرت عثمان(رض) له لوري دنده درلوده،چې د “عراق” او “شام” خلک د “آذربايجان” او “ارمنستان” د فتح لپاره راټول کړي؛نو حضرت “حذيفه” د قرآن په قرائت کې د مسلمانانو ترمنځ په راپيدا شوي اړپېچ خپه شو او خليفه ته راغى او ويې وويل : امېرالمؤمنينه !مخکې له دې،چې مسلمانان هم د خپل کتاب په اړه د يهودو او نصاراوو په څېر شي؛ نو د کار څه چاره وکړه. خليفه : حفصې بي بي ته پېغام ولېږه،چې صحيفې راولېږه،چې موږ يې ترې وليکو او بېرته به يې درکړو. حفصې بي بي هم صحيفې ورولېږلې،چې خليفه هم حضرت زيد بن ثابت،حضرت عبدالله زبیر،حضرت سعيد بن عاص،حضرت عبدالرحمن بن حدث بن هشام ته حکم وکړ،چې د صحيفوله مخې نورې هم وليکئ . خليفه د دې ليکوالو درېو تنو ته، چې قریش ول، وويل : که تاسې او زيد بن ثابت په کوم څيز کې اړپېچ پیدا کړ؛نو د قريشو په ژبه يې وليکئ . څلورو تنو د خليفه په حکم د دې صحيفو له مخې نورې صحيفې هم وليکلې او خليفه صحيفې بېرته حفصې بي بي ته وسپارلې او هرې سيمې ته يې ليکل شوى قرآن ولېږه او حکم يې وکړ: بې له دې قرآنه،چې په هرې صحيفې يا مصحف کې ليکل شوى وي، وسوځوئ . ابن شهاب زياتوي : خارجه د حضرت زيد بن ثابت زوى روايت کړى :له پلاره مې واورېدل : مصحف مې،چې ليکه،د “احزاب” د سورت يو آیت مې کم کړ،چې له رسول اکرم مې اورېدلى و،چې بيا مې تر زياتې پلټنې وروسته له حضرت “حزيمه بن ثابت” سره وموند،چې داسې و: من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله عليه ( احزاب ؛٢٢ ) چې بيا مو د احزاب له سورت سره يوځاى کړ.

وګورئ :

صحيح بخاري ٦/٩٩ .

دا روايت تر یوویشتم روایت پورې په کنزالعمال (٢ /٤٣ او٥٣ مخونه ) کې د امام احمد حنبل د مسند په حاشيه کې چاپ شوي دي .

٣- ابن شهاب له حضرت سالم بن عبدالله او حضرت خارجه روايت کوي،چې حضرت ابوبکر قرآن په کاغذ کې راټول کړ او له حضرت زيد بن ثابت څخه يې وغوښتل،چې دا ليکنې وګوره؛خو حضرت زيد له دې کار ډډه وکړه او حضرت ابوبکر په دې اړه له حضرت عمر څخه مرسته وغوښته،چې حضرت زيد د حضرت ابوبکر او حضرت عمر د دواړو د ډېر ټينګارله کبله وړانديز ومانه. دا صحيفې او ليکنې له حضرت ابوبکرسره وې،چې له مړينې وروسته يې له حضرت عمر سره او بيا له حفصې بي بي سره وې،چې بيا حضرت عثمان ورپسې يو تن ولېږه؛خو حفصې بي بي د صيحفو له ورکولو ډډه وکړه، تردې چې خليفه ژمنه وکړه،چې صحيفې به بېرته ور وسپاري؛نو حفصې بي بي ومنله او خليفه دا “اوسنى قرآن” د هماغو صيحفوله مخې وليکه او صحيفې يې بېرته حفصې بي بي ته ورکړې، چې ورسره وې .

٤ – “هشام بن عروه” د خپل پلار له خولې روايت کوي: د “يمامه” په جګړه کې د قرآن ډېر قاريان شهيدان شول او د قرآن راټولو ته زياته اړتياپیدا شوه؛نو حضرت ابوبکر، حضرت عمر او حضرت زيدبن ثابت ته حکم وکړ،چې د جومات په کونج کېنئ او چاچې درته د قرآن کوم آیت لوسته؛نو د دوو ډاډمنو تنو په شهادت يې راټول کړئ.

٥ – يحيى بن عبدالرحمن بن خطاب روايت کوي : حضرت عمر بن خطاب هوډ وکړ،چې قرآن راټول کړي؛نو خلکو ته ودرېد او ويې ويل: چا چې له رسول اکرم څخه قرآن زده کړى وي؛ نو را دې يې وړي، چې خلکو هم آیتونه په صحيفو او تختو کې ليکلي راوړل؛ خو حضرت عمر به هله له چا آیت مانه،چې دوو تنو به پرې شهادت ورکاوه. حضرت عمر په هماغه ورځوکې شهید شو، چې د قرآن په را ټولولو بوخت و.تر هغه وروسته حضرت عثمان واکمن شو او هغه هم د قرآن په اړه د حضرت عمر کړنلار ونيوه. دا مهال حضرت “حزيمه بن ثابت” راغى او ويې ويل : ما په خپلو سترګو وليدل،چې تاسې د قرآن دوه آیتونه پرېښوول او و مو نه ليکل . ويې ويل: کوم دي؟ ويې ويل : ما په خپله له رسول اکرم دا ددوه آیتونه زده کړي .بيا يې د “برائت” د سورت دوه وروستي آیتونه ولوستل: (( لقدجائکم رسول من انفسکم … )) ؛نو حضرت عثمان،چې دا له حزيمه واورېدل، و يې ويل: زه ګواهي ورکوم،چې دا دوه آیتونه د خداى له لوري نازل شوي،تاسې څنګه سلا بولئ،چې دا ددوه آیتونه د قرآن په کوم ځاى کې کېږدو؟ حزيمه وويل :دا دوه آيتونه له وروستي نازل شوي سورت (برائت) سره يو ځاى کړئ، چې همداسې يې وکړل او سورت يې په دې دووآیتونو پاى ته ورساوه .

٦- حضرت “سليمان بن ارقم” له “حسن ابن سيرين” له “ابن شهاب زهري” روايت کوي،چې: په “يمامه” جګړه کې د قرآن ډېر قاريان شهیدان شول،چې شمېر يې تقريباً څلور سوو تنو ته ورسېد. حضرت زيد بن ثابت له حضرت عمربن خطاب سره وکتل او ورته يې وويل : دا قرآن دى،چې زموږ د دين احکام پکې راټول شوي او په منځه تلو به يې زموږ د دين احکام هم له منځه ولاړ شي،هوډ مې کړى، د قرآن آیتونه د کتاب په بڼه راټول کړم . حضرت عمر وويل : لږ صبر وکړه،چې په دې اړه له حضرت ابوبکرسره هم مشوره وکړو. دواړه يو ځاى حضرت ابوبکر ته ورغلل او په دې اړه يې خبرې وکړې . حضرت ابوبکر ورته وويل : دا د بيړې کار نه دى، لږ وار وکړئ،چې د نورو مسلمانانو په نظر هم ځان پوه کړم. بيا حضرت ابوبکر دا خبره د يوې خطبې په ترڅ کې خلکو ته وکړه،چې خلکو هم خوښي ورکړه.حضرت ابوبکر خلکو ته اعلان کړه : که له چا سره قرآن وي؛نو را دې يې وړي؛نو هله د قرآن راټولول پيل شول …

٧- حضرت “حزيمه بن ثابت” روايت کوي : ما د (( لقدجائکم رسول من انفسکم .. )) آيت حضرت عمربن خطاب او حضرت زيد بن ثابت ته راوړ او زيد راته وويل: اۤيا څوک شته،چې پردې آیت ګواهي ورکړي ؟ ورته مې وويل: پر خداى قسم! څوک به دا کار و نه کړي. حضرت عمر وويل : زه ددې آیت په باب شهادت ورکوم.

دا ټول روايتونه دکنز العمال ٢ / ٣٦١ څخه غوره شوي دي .

٨- ابو اسحاق له خپلوځينو يارانو روايت کوي: حضرت عمربن خطاب غوښتل قرآن راټول کړي؛نو خلک يې وپوښتل،چې څوک په عربي ژبه ښه پوهېږي؟ ورته وويل شول : حضرت سعيد بن عاص. بيا يې وپوښتل : تر ټولو د چا ليک ښه دى ؟ ورته وويل شول : د زيدبن ثابت . حضرت عمر وويل : سعيد دې يې ورته وايي او زيد دې يې ليکي. د حضرت عمر د حکم له مخې، څلور مصحفه وليکل شول،چې یو يو يې “کوفې”، “بصرې”،”شام” او”حجاز”ته ولېږه .

٩- حضرت “ابوقلابه” روايت کوي،چې حضرت عثمان د خپل خلافت پرمهال څو قاريانو ته حکم وکړ،چې خلکو ته قرائت ورزده کړي؛ نو ښوونکيو په کار لاس پورې کړ او ځوانانو او ماشومانو ته يې قرائت ورښود؛خو په قرائت کې اړپېچ راپېدا شو،تردې چې د اړپېچ خبره يې د ښوونکيو غوږونو ته ورسېده او ځينو ښوونکيو هم د نورو قرائت کفر وباله، چې دا اړپېچ ورو ورو زيات شو او حضرت عثمان ته ورسېد،چې بيا درېم خلیفه د يوې خطبې په ترڅ کې وویل : تاسې، چې له ما سره د اسلامي هېواد په پلازمېنه کې ياست، د قرآن په قرائت کې مو اړپېچ وکړ او ټکي يې غلط لولئ،که کار همداسې پر مخ ولاړ شي؛نو د مسلمانانو تر منځ به اړپېچ راپیدا شي؛نو تاسې د رسول اکرم اصحابانو ته په کار دي،چې يو داسې قرآن وليکئ،چې د نورو قرآنو لپاره سند او مرجع شي،چې خلک ورته په مراجعې خپل اړپېچ هوار کړي.

١٠-حضرت مصعب،سعد ته وايي : يوه ورځ حضرت عثمان خلکو ته د يوې خطبې په ترڅ کې وويل : د پېغمبر له مړينې لا ديارلس کاله نه دي تېر شوي، چې د قرآن د قرائت په باب مو اړپېچ وکړ او وياست،چې د “ابى” قرائت داسې و او د “عبدالله” هغسې؛يو وايي ستا قرائت سم نه دى او بل وايي ستاسم نه دى . ستاسې دې پر خداى قسم وي،چې دا اړپېچ پاى ته ورسوئ او درسره،چې څومره قرآن وي،راته يې راوړئ،چې کتاب ترې جوړ کړم . خلکو کاغذونه ، پاڼې او پوټکي راوړل،چې بيا حضرت عثمان ټولو ته قسم ورکړ، چې ستاسې دې پر خداى قسم وي، دا څه مو چې راوړي ،له رسول اکرم څخه مو اورېدلي دي؟ ټولو وويل: هو! حضرت عثمان، چې له دې کاره اوزګار شو؛نو و يې ويل: له ټولو د چا ليک ښه دى ؟ خلکو ورته وويل : د زيد بن ثابت، چې د رسول اکرم ځانګړى ليکګر (خطاط) و. بيا حضرت عثمان وويل: څوک د عربي ژبې پر ضبط ښه پوهېږي؟ ورته وويل شول : حضرت سعيد بن عاص. حضرت عثمان حکم وکړ،چې حضرت سعيد دې ورته وايي او حضرت زيد دې يې ليکي . مصب، سعد ته وايي : د رسول اکرم ځينو اصحابانو دا کار تاييد کړ.

١١- حضرت ابومليح وايي : چې کله حضرت عثمان بن عفان هوډ وکړ،چې قرآن وليکل شي؛نو ويې ويل: د “هزيل” ټبر دې يې وايي او د”ثقيف” ټبر دې يې ليکي .

١٢- حضرت عکرمه وايي:راټول شوى قرآن حضرت عثمان ته راوړل شو؛نو پکې يې څه غلطۍ وليدې،چې ويې ويل: که ويونکى يې د “هزيل” او ليکونکى يې د “ثقيف” له ټبره و؛ نو اوس به دا غلطۍ پکې نه وې .

١٣- حضرت عطاء روايت کړى : حضرت عثمان د قرآن د نسخو لپاره “ابى بن کعب” راوغوښت او “ابى” قرآن حضرت “يزيد بن ثابت” ته وايه او هغه به ليکه او حضرت سعيد بن عاص هم ورسره و،چې د قرآن سمونه يې کوله، چې دا “اوسنى قرآن” راټول شو،چې د”ابى” په قرائت مشهور دى.

١٤- حضرت مجاهد روايت کوي : حضرت عثمان د قرآن د تدوين پر مهال حکم وکړ،چې “ابى” دې يې قرآن وايي، زيد بن ثابت دې يې ليکي او حضرت سعيد بن عاص او حضرت عبدالرحمن بن حدث دې يې سمونه وکړي .

١٥- حضرت زيدبن ثابت وايي: چې مصحفونه يې ليکل؛نو ما يو آیت پکې ونه موند، چې له رسول اکرم مې اورېدلى و،چې بيا مې له حضرت خزيمه بن ثابت سره وموند او هغه دادى : ((من المؤمنين رجال صدقوا …)) او داچې پېغمبراکرم به د “خزيمه” شهادت د دوو تنو پر ځاى مانه ؛ نو ددې آیت په اړه مې د هغه شهادت ومانه.

١٦- ابن اشته له حضرت ليث سعيد څخه روايت کوي : ړومبى تن،چې قرآن يې راټول کړ،حضرت ابوبکر و، چې ليکونکى يې حضرت زيدبن ثابت و او يوازې د هغوى آیت يې مانه،چې د دوو ډاډمنو شاهدي به ورسره وه . حضرت زيد بن ثابت د برائت د سورت وروستي آیتونه و نه موندل ،چې بيا يې له “خزيمه” سره وموندل؛خو د خبرې د شاهدۍ لپاره يې څوک نه و؛خو بيا هم حضرت ابوبکرحکم وکړ،چې دا آیت وليکئ؛ ځکه پاک نبي به د “خزيمه” شهادت د دوو تنو پر ځاى مانه. حضرت عمر هم درېم آیت راووړ؛خو ورته يې شاهد نه درلود؛نو هغه مې ونه ليکه . ( اتقان نوع ۱۸، لومړى ټوک١٠١ مخ)

 

د روايتونو ارزونه

دا هغه مهم روايتونه وو،چې د قرآن د راټولولو د څرنګوالي او د راټولو د تاريخ په اړه روايت شوي او راښيي،چې قرآن د پاک نبي تر وفات وروسته د لومړي، دويم او يا درېم خليفه په وخت کې تدوين شوى و؛خو دا روايتونه او همداسې هغه نظرونه او احتمالونه ،چې له دې روايتونو سرچينه اخلي،هېڅ ډول اعتبار او علمي ارزښت نه لري او نه شو کړاى د غوڅو او ډاډ وړ نظرياتو بنسټ يې وګڼو؛ځکه :

١- دا روايتونه د حديث پوهنې د اصولو له پلوه “واحد خبر” ګڼل کېږې،چې د ډاډ وړ او علمي نه دي .

٢- ددې حديثونو پر وړاندې يو لړ نور حديثونه شته،چې وايي قرآن د رسول اکرم په وخت کې تدوين شوى؛نو ددې دليل له مخې پورته روايتونو ته ځاى نه پاتې کېږي او يا ددې دوو ډلو روايتونو د ټکر (تعارض) له امله تېر روايتونه له اعتبار او سنديته غورځېږي .

٣- د قرآن له ځينو آیتونو هم داسې ګټنه کېږي،چې قرآن د رسول اکرم په وخت کې راټول شوى او د کتاب په بڼه و؛نو د خلفاوو په وخت کې د قرآن د راټولولو خبر بې بنسټه دى .

٤- له عقلي پلوه لرې ښکاري،چې مسلمانانو او په تېره بيا رسول اکرم،چې قرآن ته يې خورا پاملرنه درلوده،د قرآن راټولول تر پېغمبر اکرم وروسته زمانې او ان د منځه تلو تر پولې پورې وځنډوي .

٥- د قرآن ځانګړى بلاغت او د قرآن آیتونه د بشر له ويناوو توپيروي؛نو د دوو تنو د شهادت اړتيا نه پیدا کېږي،چې پلانى آيت د قرآن دى.[ له دويمې شمېرې تر پينځمې پورې په مفصل ډول په راتلونکيو پاڼوکې راغلي،چې دلته موږ ورته يوازې اشاره وکړه . ]

٦ – ټول مسلمانان د يوې خبرې د “قرآني والي” جوتېدو ته بې له تواتر او ډېرو ډاډمنو روايتونو بله لار نه ويني؛خو د راټولولو روايتونه راښيي، چې د قرآن د راټولولو پر مهال د يوې خبرې د قرآنوالي لپاره يوازېنۍ سند او مرجع د دوو او يا يو تن شهادت و، چې شهادت يې د دوو تنو پر ځاى منل کېده،چې ددې خبرې لازمه داده،چې قرآن په واحد خبر ثابت او ليکل شوى دى، نه په متواتره بڼه؛نو آيا يو تن مسلمان کړاى شي پردې مطالب ملتزم وي؟ او يا داسې خبره له خولې وباسي؟!

موږ نه پوهېږو دداسې روايتونو سموالى،واحد خبر او يا په دوو او يا يو تن د قرآن ثبوت راښيي،څنګه د ټولو مسلمانانو له عقيدې او اجماع سره اړخ لګوي،چې وايي قرآن بې تواتره په بلې لارې نه ثابتېږي .

قرآن بايد په پرله پسې او يقين راوړونکيو روايتونو ثابت شي،نه د واحد خبر يا د دوو تنو په شهادت،چې دا يوه پرېکنده مساله ده او موږ ته راښيي، چې پورته روايتونه دروغ دي .

٧- د خلفاوو په وخت کې د قرآن د راټولېدو روايتونه ښيي،چې پکې نه هوارېدونکى ټکر او تضاد ليدل کېږې،چې موږ دلته دا ټکرونه د پوښتنې او ځواب په بڼه راوړي دي :

پوښتنه : قرآن په کوم وخت کې راټول شوى دى ؟

٨- په دې باب روايتونه په درې ډوله دي . له دويم روايته څرګندېږي،چې قرآن د حضرت عثمان د خلافت پر مهال راټول شوى؛خو له نورو روايتونو؛له لومړي، درېم او له يو شمېر نورو جوتېږي،چې قرآن د حضرت ابوبکرپه وخت کې راټول شوى او څه چې له اتم روايته څرګندېږي،قرآن نه د حضرت ابوبکر او نه د حضرت عثمان؛بلکې د حضرت عمر په وخت کې راټول شوى دى .

پوښتنه : د حضرت ابوبکر د خلافت پر مهال د قرآن د راټولولو دنده د چا پرغاړه وه ؟

لومړى او اتم روايت وايي،چې هغه حضرت زيد بن ثابت دى؛خو درېم روايت وايي، چې په خپله حضرت ابوبکر دا کار پر غاړه اخستى و؛خو حضرت زيد بن ثابت ته د حضرت ابوبکر له خوا حکم شوى و، چې را ټولې شوې صحيفې وګوري او له څلورم روايت او نورو څرګندېږي،چې حضرت زيد بن ثابت او حضرت عمر دواړو دا کار پر غاړه اخستى و.

پوښتنه : آیا د قرآن د راټولولو دنده حضرت زيد بن ثابت ته ورکړ شوې وه؟

له لومړي روايته څرګندېږي،چې حضرت ابوبکر دا دنده حضرت زيد ته ورسپارلې وه؛ ځکه ورته يې وويل : ((ته ځوان ، هوښيار، رښتين او ډاډمن يې،چې د رسول اکرم په وخت کې دې هم د وحې د ليکلو دنده پرغاړه وه او نن هم دا کار پر غاړه واخله))،چې دا جملې په ډاګه جوتوي،چې حضرت ابوبکر د قرآن د راټولولو دنده زيد بن ثابت ته ورسپارلې وه؛خو څلورم روايت وايي،چې د قرآن د کتابت دنده هغه ته نه وه ورکړ شوې؛بلکې دا کار به د دوو تنو تر شهادت او څارنې لاندې ترسره کېده،ان په خپله حضرت عمر،چې د “رجم” آیت يې راووړ؛خو شاهد يې نه درلود؛ نو ورسره و نه منل شو.

پوښتنه : آيا د درېم خليفه تر وخته د قرآن د آیتونو کومه برخه نه وه ليکل شوې ؟

له ډېرو روايتونو په ډاګه کېږي،چې حضرت عثمان څه چې ترې مخکې ليکل شوي وو،څه کم نه کړل؛خو بل روايت څرګندوي،چې هغه يوه برخه له منځه يووړه،چې مخکې ترې ليکل شوي وو او نورو مسلمانانو ته يې هم حکم وکړ،څه چې مې له منځه وړي ،تاسې يې هم له منځه يوسئ .

پوښتنه : آيا څه چې تر حضرت عثمان مخکې ليکل شوي، کم یې کړل؟

ډېر روايتونه ښيي، چې دا کار یې و نه کړ؛خو نهم روايت راښيي،چې يوه برخه يې له منځه يووړه او مسلمانانو ته يې لارښوونه وکړه،چې تاسې يې هم له منځه يوسئ او هغوى هم دا کار وکړ.

پوښتنه : حضرت عثمان خپل مصحف له کومې سرچينې راټول کړ؟

دويم او درېم روايت څرګندوي،چې حضرت عثمان د حضرت ابوبکر پر راټولو شويو صحيفو اعتماد و کړ او خپلې صحيفې يې هم له هغې استنساخ او راټولې کړې ؛ خو پينځم، نهم او لسم روايت څرګندوي،چې حضرت عثمان خپل مصحف د دوو تنو په شهادت او يا د هغه کس په ضمانت راټول کړ، چې پخپله يې له رسول اکرم څخه آیت اورېدلى و.

پوښتنه : چا له حضرت ابوبکرڅخه وغوښتل،چې قرآن راټول کړي ؟

لومړى روايت وايي،چې حضرت عمر له حضرت ابوبکر وغوښتل،چې قرآن راټول کړي،چې د حضرت عمر تر ډېر تينګار وروسته ورسره یې ومنله؛نو بيا حضرت ابوبکر حضرت زيد راوغوښت او د حضرت عمر د خبرې وړانديز يې وکړ،چې زيد هم تر ډېر ټينګار وروسته ورسره ومنله ؛خو شپږم روايت وايي، چې حضرت زيد او حضرت عمر دواړو داسې غوښتنه له حضرت ابوبکر څخه وکړه،چې حضرت ابوبکر هم له مسلمانانو سره تر سلا مشورې وروسته مثبت ځواب ورکړ .

پوښتنه : چا اصلي (مرجع) قرآن راټول کړ او له مخه يې نورې نسخې هم نورو ښارونو ته ولېږلې ؟

دويم روايت وايي،چې اصلي قرآن حضرت عثمان راټول کړ؛خو اتم روايت وايي،چې دا کارحضرت عمر کړى و.

پوښتنه :کله هغه دوه آیتونه د برائت سورت په پاى کې يوځاى شول؟

له لومړي ،اووم او شپاړسم روايته ګټنه کېږي،چې دا کار د حضرت ابوبکر د خلافت پر مهال شوى و؛خو پينځم روايت وايي،چې دا کار د حضرت عمر په وخت کې شوى و.

پوښتنه : چا دا دوه آیتونه راوړل ؟

لومړى او شپارسم روايت وايي،چې دا دوه آیتونه “ابوخزيمه” راوړل؛خو پينځم او اووم روايت وايي،چې راوړونکى يې “خزيمه بن ثابت” و او “ابن عبدالبر” په “قرطبي تفسير”( ١/٥٦ ) کې وايي،چې “خزيمه” او “ابوخزيمه” دوه تنه وو،چې يو له بل سره يې د خپلوۍ اړيکې نه درلودې .

پوښتنه : څنګه جوت شول چې دادوه آیتونه قرآني دي؟

په دې اړه روايتونه درې ډوله دي : لومړى روايت وايي،چې قرآنتوب يې يوازې د يو تن په شهادت جوت شو؛خو شپاړسم روايت پکې د حضرت عثمان شهادت هم ورزياتوي؛خو اووم روايت وايي،چې د لومړي تن پر شهادت د حضرت عمر شهادت ورزيات کړاى شوى دى.

پوښتنه : حضرت عثمان چا ته د قرآن د املاء او ليکلو دنده ورکړه ؟

دويم روايت څرګندوي،چې حضرت عثمان، زيد،ابن زبير، سعيد او عبدالرحمن ته دا دنده ورکړه؛خو يوولسم روايت وايي،چې حضرت عثمان،زيد ته د ليکلو او سعيد ته د املاء دنده ورکړه او يوولسم روايت وايي،چې حضرت عثمان د “ثقيف” ټبر ته د ليکلو او د “هزيل” ټبر ته د املا ء کولو دنده ورکړه ؛خو دولسم روايت وايي،چې ليکونکى د “ثقيف” له ټبره و او املاء ويونکى د “هزيل” له ټبره و؛خو د يارلسم روايت وايي،چې دآیتونو املا ويونکى “ابي بن کعب” و او “سعيد” به د زيد ليکنې سمولې،چې همدا خبره له څوارلسم روايت هم څرګندېږي؛ خو د ليکنو سموونکى يې “عبدالرحمن بن حرث” ښوولى دى .
پايله

څه موچې د قرآن د راټولولو د روايتونو د ارزونې په اړه وويل، داسې ګټنه ترې کېږي،چې دا روايتونه هېڅ ډول اعتبار او سند نه لري،چې قرآن د لومړي ، دويم يا درېم خليفه په وخت کې راټول شوى دى .

 

د پېغمبر اکرم په وخت کې د قرآن د راټولولو نظريه

موږ د خلفاوو په وخت کې د قرآن د راټولېدو روايتونه راوړل او کمزوري ټکي مو يې څرګند کړل؛نو اوس په دې اړه خپل نظر څرګندوو او هغه داچې قرآن د پېغمبر اکرم په وخت کې د کتاب په بڼه شوى و،چې د خلفاوو، په تېره بيا د حضرت عثمان په وخت کې د څه پېښو له امله د قرآن دليکلو په باب څه کارونه وشول،چې وروسته به پرې رڼا واچول شي؛خو يو يې هم د قرآن په تدوين پورې اړه نه درلوده؛ځکه قرآن تر خلفاوو مخکې د پېغمبر اکرم په وخت کې راټول شوى و،چې ددې کار لپاره دليلونه لرم،چې د ګران لوستونکي پام ورته را اړوم :

١له قرآني پلوه د قرآن د تدوين او راټولولو څرنګوالى :

د قرآن ډېر شمېر آیتونه ښيي،چې د قرآن د راتګ پر وخت د قرآن سورتونه په بشپړه توګه يو له بله بېل وو او هر يو بېل بېل د خلکو او ان د مشرکانو تر منځ خپاره شوي هم ول؛ځکه پېغمبراکرم د خداى له حکم سره سم کفار او مشرکان مبارزې او سيالۍ ته رابلل،چې د سيالۍ د وړانديز مانا داده،چې د قرآن سورتونه ان کفارو او مشرکانو ته هم رسېدلي وو.

بلخوا په ډېرو آیتونو او د “ثقلين” په مشهور حديث کې قرآن مجيد ته کتاب ويل شوى او له دې نوم اېښوونې څرګندېږي،چې قرآن راټول شوى و؛ځکه پر هغه قرآن د کتاب نوم نه اېښوول کېږي،چې په تختو،پاڼو،پوټکيو او سينو کې خپور وي او معمولاً کتاب دې ته وايي،چې ځان ته راټوله شوې ټولګه وي؛نه خپرو ورو ليکنو ته؛ دا خو لا څه کوې،چې بېخي ليکل شوى نه وي او په سينو کې وي.

٢- له حدیثي پلوه د قرآن د راټولولو څرنګوالى :

و مو ويل چې ځينې روايتونه وايي : قرآن د خلفاوو په وخت کې راټول شوى او نور روايتونه په پخو دلايلو راښيي،چې قرآن د پېغمبر اکرم په وخت کې تر څارنې لاندې يې راټول شوى، چې بېلګې يې دا دي :

الف_ يوه ډله محدثينو؛لکه “ابن ابي شيبه”، “احمد حنبل”،”ترمذي”، “نسائي”، “ابن حبان”،”حاتم”،”بيهقي” او “ضياء مقدسي” له حضرت ابن عباس څخه روايت کړی،چې حضرت عثمان ته يې وويل : څه لامل شو، چې تاسې “انفال” سورت، چې له “مثاني” او يا “برائت”سورت، چې له “مئين” و، يوځاى او یو د بل ترڅنګ ولیکل،بسم الله مو ترې لرې او دواړه مو له سترو اوږدو “طوال” سورتونه سره د يو بل ترڅنګ کېښوول ؟

حضرت عثمان وويل : د پېغمبر اکرم په وخت کې به،چې د ډېرو آیتونو سورت راغى؛ نو خپل ليکوال به یې راغوښته او حکم يې کاوه،چې دا سورت د پلاني سورت په څنګ کې کېږدئ او چې کله به څو آیتونه راغلل؛نو حکم يې کاوه،چې دا آیتونه په پلاني سورت کې ورځاى کړئ،چې پلاني آيتونه پکې دي،چې دا ټولې چارې د رسول اکرم په حکم کېدې .حضرت عثمان زياته کړه،چې “انفال” لومړى سورت دى،چې په مدينه کې نازل او برائت پکې وروستۍ سورت دى،چې نازل شوى؛خو د دواړو د نزول کيسه سره ورته وه،منځ پانګه يې له يوبل سر اړخ لګوي؛ نو ما فکر وکړ،چې دواړه سورتونه په يوه اړه او يو ډول دي . بلخوا پېغمبر اکرم، چې له دې دنيا ولاړ؛نو و يې نه ويل : آيا د برائت سورت د انفال دى او که نه ؟؛ نو ځکه ما هم دواړه د يوبل په څنګ کې کېښوول او “بسم الله” مې يې تر منځ را نه وړه او له سترو سورتونو سره مې کېښود.

وګورئ:

منتخب کنز العمال ٢/٤٨ .

ب _ “طبري” او “ابن عساکر” له “شعبي” روايت کوي،چې د رسول اکرم پر ژوند له انصارو شپږو تنو قرآن راټول کړ: ابي بن کعب، زيد بن ثابت، معاذ بن جبل، ابودردا، سعد بن عبيد او ابوزيد ( رضی الله عنهم) او پر دوى سربېره،”مجمع بن جاريه” (رض) هم بې له دوو درېو سورتونو نور ټول قرآن ضبط کړى و.

وګورئ :

منتخب کنز العمال ٢/٥٢ .

ج _حضرت قتاده روايت کوي،چې حضرت انس بن مالک مې وپوښت: قرآن چا د رسول اکرم په وخت کې راټول کړ ؟ ويې ويل : څلورو تنو،چې ټول انصار وو: ابي کعب،معاذ بن جبل ،زيد بن ثابت او ابوزيد (رضی الله عنهم) .

وګورئ :

صحيح بخاري٥٦/ ١٠٢

د _ حضرت مسروق وايي : يوه ورځ حضرت عبدالله بن عمر،حضرت عبدالله بن مسعود را پر ياد کړ او و یې ويل : چې ژوندى يم، راباندې به ګران وي؛ځکه له رسول اکرم مې واورېدل،چې : قرآن له څلورو تنو زده کړئ : عبدالله بن مسعود، سالم، معاذ او ابي بن کعب .

وګورئ : ( صحيح بخاري ٢/ ١٠٢)

ه _امام نسايي پر سم سند له حضرت عبدالله بن عمر څخه روايت کوي،چې ما قرآن راټول کړى و او هر شپه مې لوسته؛نو دا خبره،چې رسول اکرم ته ورسېده ؛نو ویې يل،چې ورو ورو په سرړه سينه يې په مياشت کې يوځل لوله …..

اتقان نوع : ٢٠ لومړى ټوک ٢١٤ مخ)

په دې اړه نور روايتونه هم شته،چې ځينو ته به په همدې کتاب کې اشاره وکړو او له دې ټولو روايتونو ګټنه کېږي،چې قرآن د رسول اکرم په وخت کې په حکم او تر نېغې څارنې لاندې يې راټول شوى و او د ډېر کوچني تحريف احتمال هم پکې نشته .

 

د يوې نيوکې ځواب :

کېداى شي څوک ووايي : د رسول اکرم په وخت کې د قرآن له را ټولولو مراد،په سينو او ذهنو کې د قرآن راټولول وي، نه د کتاب په بڼه .

خو دا بې بنسټه او باطل ګومان دى؛ځکه :

لومړى : ددې ګومان لپاره کوم دليل نشته . بله داچې که په سينو کې د قرآن راټولول مطلب و؛نو څنګه دا کار يوازې په شپږو تنو تر سره شو،حال دا چې د رسول اکرم په وخت کې د قرآن بې شمېره حافظان وو؛نو په دې روايتونوکې له راټولولو مراد ليکلي راټولول دي . نه حفظي او که څوک د اسلام تاريخ ولولي؛نو ورته به څرګنده شي،چې د رسول اکرم په وخت کې قرآن راټول شو او د راټولوونکيو شمېر هم لږ و او له حضرت انس څخه د صحيح بخاري هغه روايت هم د منلو وړ نه دى،چې د پېغمبر اکرم په وخت کې يې د قرآن د راټولوونکيوشمېر يوازې څلور تنه ښوولى؛ځکه له تېرو روايتونو او په تېره بيا د صحيح بخاري له هغه روايت سره اړخ نه لګوي،چې راټولوونکي يې شپږ تنه ښوولي دي او بله داچې راوي له کومې لارې پوهېدلى،چې د رسول اکرم پر وخت بې له څلور تنو بل چا قرآن نه دى راټول کړى؟ آيا هغه په بېلابېلو ښارونو کې د ټولو مسلمانانو له حاله خبر و،چې د قرآن راټولول يې يوازې په څلورو تنو پورې ځانګړی کړى دى؛نو دا خبره تر څېړنې ګومان ته نژدې ده.

پايله

دا روايتونه ښيي،چې قرآن هماغه د نزول له وخته د پېغمبر اکرم په وخت کې راټول شوى و او نه شو منلاى،چې تر پېغمبر اکرم وروسته لومړي خليفه يا نورو راټول کړى وي او که ومنو،چې حضرت ابوبکر لومړى تن و،چې د خپل خلافت په پير کې يې راټول کړى و؛ نو نيوکه رامنځ ته کېږي،چې لومړي خليفه ولې حضرت عمر او حضرت زيد بن ثابت ته دنده ورکړه، چې قرآن له پاڼو،تختو او د خلکو له سينو راټول کړي؛خو حضرت “عبدالله بن مسعود”، “معاذ” او “ابى” (رضى الله عنهم) ته،چې ژوندي ول، دا دنده و نه سپارله،حال داچې رسول اکرم دوی د قرآن ښوونکي ښوولي ول او مسلمانانو ته يې ويلي ول،چې قرآن له دې څو تنو او “سالم” څخه زده کړئ او یوازې “سالم” و،چې د یمامه په جګړه کې شهید شوی و.

پردې سربېره، “زيد بن ثابت” چې د ځينو روايتونو له مخې، لومړي خليفه ورته د قرآن راټولو دنده ورکړې وه،په خپله د رسول اکرم پر وخت د وحې له ليکوالو او د قرآن راټولوونکى و او په دې ځانګړنه لازمه نه وه، د قرآن په راټولولو کې پرې تر هغه حده ځيرنه او پلټنه وشي،په تېره بيا،چې خپله لومړى خليفه يې په اړه وايي: ((هغه عقلمن دى او په دروغو تورن نه دى .))

پردې سربېره،د ثقلين متواتر روايت راښیي،چې قرآن د رسول اکرم په وخت کې راټول شوى و او د پرېښوولو لپاره امانت و او راټول شوى څيز و. په راروانو بحثونو کې به په دې اړه نوره رڼا هم واچوو.

 

٣- له عقلي پلوه د قرآن راټولونه :

هغه روايتونه،چې تر پېغمبر اکرم وروسته د خلفاوو په وخت کې د قرآن راټولونه بولي، له عقل سره هم نه اړخ لګوي؛ځکه کوم عظمت، چې قرآن لري او څومره ثواب،چې د قرآن ويل لري او د قرآن پر راټولولو او ساتنې،چې رسول اکرم څومره ټينګار درلود، دا ټولې خبرې راښيي، قرآن د هماغې ړومبۍ ورځ له نزوله،په خپله د رسول اکرم په وخت کې راټول شوى او ټول هغه روايتونه،چې د قرآن راټولول له رسول اکرم وروسته ګڼي،له دې تاريخي جوتو حقايقو سره اړخ نه لګوي . پردې سربېره،قرآن داسې ځانګړنې لري،چې هر يوه يې د قرآن پر لور د هر مسلمان د زړه او ذهن د راکښلو لامل ګرځېده، موږ يې دلته څو ځانګړنې راوړي،چې پوه شو رسول اکرم يې د راټولولو په باب غفلت نه کاوه.

الف _ عرب،چې هغه مهال د هرې فصيحې او بليغې خبرې د راټولولو مخکښان وو او د جاهليت د زمانې ټول شعرونه او خطبې يې يادولې؛نو څنګه يې د قرآن په څېر د بلاغت، فصاحت اوخوږلني له راټولولو ډډه کوله؟

هو! ټولو عرب،کافر وو او که مسلمانان، د قرآن له راټولولو سره يې ځانګړې مينه درلوده؛خو هر چا به په ځانګړي نيت دا کار کاوه؛ مؤمن به د خپلې عقيدې او ايمان لپاره او کافر به د ځواب او مقابلې لپاره ياداوه .

ب _ پېغمبر اکرم،چې په مسلمانانو کې يې ځانګړى مقام او ځواک درلود،د قرآن له حفظ سره ډېره مينه درلوده او پر همدې خبره يې خورا ټينګارهم کاوه؛ نو د مشر لارويان د خپل مشر د خوشحالولو لپاره هماغه کوي،چې مشر يې وايي .

ج _ د قرآن حافظانو په ټولنه کې ځانګړى مقام او درناوى درلود او د چاچې قرآن حفظ و؛نو په ټولنه کې ورته په درنه سترګه ليدل کېده،چې په خپله دې چار هم خلک د قرآن حفظولو ته راهڅول .

د _کوم ثواب،چې د قرآن لوستو او حفظ درلود، ډېر خلک یې د قرآن حفظ او لوستو ته راهڅول او خلکو به ورته تر خپل مال او اولاده ډېر ارزښت ورکاوه او په تاريخ کې راغلي،چې ځينو ښځو هم ټول قرآن راټول کړى و.

“ابن سعد” په “طبقات” کې وايي : “فضل بن دکين” داسې راوړي، چې “وليد بن عبدالله بن جميع” له خپلې نيا روايت کوى چې :

((“ام ورقه” [ د عبدالله بن حارث لور، ټول قرآن راټول کړى و او د خداى رسول ورته شهيده ويلې وه ] وويل : چې رسول اکرم د “بدر” پر لور روان شو،ورته مې وويل : اجازه راکړئ، زه هم درسره غزا ته ولاړه شم او هلته ټپيان او شهيدان وپالم،چې خداى راته اجر و ثواب راکړي.رسول اکرم راته وويل : خداى درته د شهادت ثواب چمتوکړى،چې د قرآن په راټولولو به د شهادت اجرا او ثواب ته ورسېږې.))

وګورئ :

اتقان نوع ٢٠ ،لومړى ټوک ١٢٥ مخ

نو ښځې، چې د قرآن راټولولو ته دومره ارزښت ورکړي؛نو مسلمانو سړيوخو به ورته سمه ملا تړلې وه او د تاريخ په کتابو کې د هغو نومونه راغلي، چې د رسول اکرم په وخت کې يې قرآن راټول کړى و.

“قرطبي” وايي: په يمامه جګړه کې ٧٠ تنه قاريان شهیدان شول او د رسول اکرم په وخت کې د”بئرمعونه” په جګړه کې په همدومره شمېر هم شهیدان شوي وو. وګورئ:

اتقان نوع ۲۰/ ۱۲۲.

په تېر لسم روايت کې د “يمامه” په جګړه کې شهيدان شوي قاريان، څلورسوه تنه ښوول شوي . پر قاريانو او حافظانو سربېره،چې د قرآن د آیتونو راټولولو ته يې پاملرنه درلوده،په خپله رسول اکرم هم د قرآن د آيتونو يادولو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او ډېر شمېر ليکونکي يې درلودل،په تېره بيا،چې قرآن په (٢٣) کلونوکې،وخت پر وخت او ورو ورو نازل شوى دى.

حضرت زيد بن ثابت روايت کوي : ((موږ له رسول اکرم سره وو،چې قرآن يې له پاڼو او ټوټو يو ځاى راټول کړ.))

“حاکم” تر پورتني حديث لاندې وايي : دا حديث د شېخينو ( بخاري او مسلم) پر شرط سم دى؛خو په خپلو کتابوکې يې نه دى راوړى او بيا وايي : دا حديث پردې روښانه دليل دى،چې قرآن په خپله د رسول اکرم په وخت کې راټول شوى دى .

وګورئ:

مستدرک ٢/ ٦١١ .

د قرآن د ځینو سورتونو يادول خو په مسلمانانوکې مشهوره خبره وه او داسې سړى او يا ښځه به نه وه،چې د قرآن څو سورتونه يې نه وو ياد . حضرت “عباده بن ثابت” روايت کوي،چې کله به څوک له کوم ځايه رسول اکرم ته راغى او خپله به يې د زياتې بوختيا له امله وخت نه درلود؛نو موږ يوه ته به یې را پرېښووه،چې قرآن ورزده کړو.

وګورئ:

د امام احمد حنبل مسند٥ / ٣٢٤ .

حضرت “کليب” هم روايت کوي،چې له “علي”(ک) سره وم او په جومات کې پېغمبر اکرم د مسلمانانو د قرآن د ويلو غږ واورېد او ويې ويل : دوى څومره بختوردي….

وګورئ :

کنزالعمال،فضائل القرآن ٢ چاپ ٢/١٨٥ .

حضرت عباده بن صامت (رض) وايي: په نبوي جومات کې به خلک د قرآن پر لوستو بوخت ول او غږونه يې پورته کېدل،چې رسول اکرم ورته وويل : قرآن ورو لولئ ،چې په لوستو کې يې بل تېرنه باسئ.

وګورئ:

کنزالعمال ٢/١٨٥.

د قرآن يادول په هغه وخت کې دومره دود و،چې ډېرو ښځو به د خپلې نکاح مهر د قرآن د یو یا څو سورتونو يادول اېښوول .

پایله او د مطلب لنډیز

له تېر څپرکي ګټنه کېږي،چې قرآن کریم تر پېغمبر اکرم وروسته د خلفاوو به پير کې نه دی راټول شوی او نه پکې د اړونې څه احتمال شته،چې دا مساله له قرآن،سنتو،اجماع او عقل سره اړخ لګوي او د پخو دلایلو له مخې،قرآن مجیديې د پېغمبر اکرم په زمانه کې تر نېغې څارنې لاندې راټول شوی دی.

ک فرضاً ومنو،چې د لومړي خلیفه پر وخت راټول شوی؛ نو د راټولولو څرنګوالی یې هغسې نه و،چې په روایتونو کې راغلي،چې یوازې د دوو تنو شهادت به یې مانه؛ځکه راټولول یې په یقین ولاړ و، نه دوو تنو پر شهادت؛یعنې قرآن د تواتر له مخې په مسلمانانو کې مشهور شوی و او هماغه آیتونه پرېکنده او پېژندل شوي ول،چې په سینو کې وو او مسلمانانو ورسره مینه درلوده ؛نو یوځای راټول کړای شول.

هو!شک نشته،چې درېم خلیفه په خپل وخت کې قرآن راټول کړ؛ خو نه په دې مانا،چې سورتونه او آیتونه يې په یوه مصحف او لیکنه کې راغونډ کړل او له خپور وور حالته یوه ټولګه جوړه کړې وي؛ بلکې په دې مانا و،چې ګرد مسلمانان یې د یوه ټاکلي قاري په قرآئت راغونډ او یو موټی کړل او ټول قرآنونه،چې له تر پام لاندې قرائت سره یې اړخ نه لګاوه، وسوځول او ټولو ښارونو ته یې ولیکل،چې دغسې قرآنونه دې وسوځوي او په دې توګه يې مسلمانان د قرآن په قرآئت کې له هر ډول اړپېچه منع کړل .

د اهل سنتو یو شمېر مشرانو هم دا مانا منلې؛لکه چې “حارث محاسبي” وايي: په خلکو کې مشهوره ده، چې درېم خلیفه د قرآن راټولوونکی دی؛خو داسې نه ده؛بلکې له هغه اړپېچ و ډار شو،چې د قرآن په لوستو کې د شام او عراق په اوسېدونکیو کې رامنځ ته شوى و؛نو ځکه د دې اړپېچ د هواري لپاره یې ګرد مسلمانان هغه قرآئت ته راوهڅول، چې په خپله او یو شمېر مهاجرو او انصارو ټاکلی و.

‎وګورئ:

اتقان، نوع ۱۸ ، ۱/ ۱۳.

لیکوال : درېم خلیفه مسلمانان د رسول اکرم په قرآئت راغونډل کړل،چې په تواتر له رسول اکرم روایت شوی و او پر بې بنسټه ولاړو احادیثو (چې قرآن په اوو ګونو ټکيو نازل شوی) قرائت او لوستو یې منع کړل .

هو! دا د درېم خلیفه ښه چار و او یو مسلمان هم پرې نیوکه ونه کړه؛ ځکه په قرائت کې اړپېچ د مسلمانانو ترمنځ د درز لاملېده او یووالی یې له منځه تله او کار دې ځای ته رسېده،چې یو شمېر به یو شمېر نور تکفیر او تفسیق کړي .

په تېرو پاڼو کې هغو روایتونو ته هم اشاره وشوه،چې رسول اکرم په قرآن کې له اړپېچ سخته منع کړې وه؛ نو ځکه د درېم خلیفه دا کار، د انکار او نیوکې نه دی؛خو په دې اړه پر درېم خلیفه،د قرآنو د سوځولو له امله نیوکه کېږي،چې په خپله یې وسوځول او نورو ښارونو ته یې هم لارښوونه وکړه،تردې چې یو شمېر مسلمانانو پرې نیوکه وکړه او “حراق المصاحف”؛یعنې قرآن سوځنه وبلله .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست