تبلیغات

دنيا او آخرت ځينې،چې د اسلام د(( انقلابي فرهنگ )) د حقيقي روحیې له پوهېدنې بې برخي وي ؛نو له تبليغاتو او ذهنيته یې داسې ښکاري ،چې گنې اسلام خلک داسې روزي ،چې ((دنيا)) ته شا او(( آخرت )) ته مخه کړى ،حال دا چې که د (( اسلام )) په (( اصيل فرهنگ)) کې […]

دنيا او آخرت

ځينې،چې د اسلام د(( انقلابي فرهنگ )) د حقيقي روحیې له پوهېدنې بې برخي وي ؛نو له تبليغاتو او ذهنيته یې داسې ښکاري ،چې گنې اسلام خلک داسې روزي ،چې ((دنيا)) ته شا او(( آخرت )) ته مخه کړى ،حال دا چې که د (( اسلام )) په (( اصيل فرهنگ)) کې بې له تعصب ،ناپوهۍ او کينې د (( دنيا او آخرت )) مسئلې ته غور وکړو؛نو ددې دواړو په اړیکه اومفهوم به ښه پوه شو.

د انبياوو عليهم السلام د ښوونو له مخې،دنيا انسانانو ته د تيارۍ او ځان چمتو کولو پړاو دی .دنيا د آخرت سريزه او انسان ته د مدرسې په حيث ده ، يا په بله وينا دنيا انسان ته د مور د زېلانځ – رحم په څېر دی،چې پکې د بل ژوند لپاره تيارى نيسي:

(( دنيا)) د کرلو او تخم شيندلو ځاى دى او(( آخرت )) د رېبلو او ميوى راټولولو. دنيا او آخرت د کال د دوو فصلونو په څېر دی،چې ((دنيا)) د کرلو او(( آخرت)) د راټولو فصل دى .

نوځکه د (( دنيا او آخرت )) ترمنځه داسې ټينگه اړیکه ‏ده،چې د انساني عمر دوه برخې او د يوکال دوه فصلونه گڼل شوي،چې يو یې کرل او بل یې راټولول دي، يو یې (( زڼې )) اوبيل یې ((ميوه)) ده .

په اسلام کې (( دنيا)) د (( آخرت )) سريزه گڼل شوى؛نوطبيعى ده،چې آخرت ته د رسېدو لپاره هرومرو بايد له سرېزې تېرشي؛نوځکه دا به د اسلام له مزاج اوطبيعته څومره لرې وي،چې دنيا په پام کې ونه نيسي او احکام یې خلک له دنيا څخه په شا کوي . انحضرت صلی الله علیه وآله وسلم ‏وايي: (( په اسلام کې گوښه کېناستل اوله دنيا څخه مخه اړول نشته . ))

همدغسې په اسلامي رواياتو کې راغلي،چې : ((د دنيا لپاره داسې اوسه ،چې گڼى تل دلته اوسې او د آخرت لپاره داسې اوسه ،چې گنې سبا به مرى . ))

(( څوک ،چې دنيا د آخرت او يا آخرت د دنيا لپاره پرېږدي؛نو زما له پيروانو به نه وي . ))

د دنيا او آخرت په اړه په قرآني آيتونو کې له غور او پلتڼې معلومېږي،چې (( ١١٥)) ځايه د (( دنيا)) او (((١١٥ )) ځايه د (( آخرت )) يادونه شوى ،چې ددى مساوي اندازې يادونه د (( دنيا اوآخرت)) دواړو اهميت راښیې .

حضرت علي (ک) وايي: (( په دنيا کې د خداى تعالى دوستان د پرله پسې هلو ځلو له لارې د څښتن تعالى د رحمت په لټه کې وي اود دنيا له لارې یې آخرت په برخه کېږي .))

دنيا د الهي وحې د راکيوتو ځاى،د پرښتومصلا او د څښتن تعالى د دوستانو معبد دى . چا چې له دنيا سره په صداقت او رښتینولۍ چلن وکړ ؛نو دنیا هم ورسره رښتینې او صادقه ده او د خوښۍ اوعافيت موجب یې گرځي، ته په دنيا تېروځې؛خو دنيا څوک نه تېرباسي،ته په دنيا تېرى کوى؛خو دنيا په تا تېرى نه کوي …..))

له پورته څرګندونې ثابته شوه ،چې (( اسلام )) دنيا داسې نه ويني ،چې گنې دا د انسان لپاره ((تبعيد ځاى )) دی او يا د بې ارزښته ژوند ځاى وى او په اسلامي ښوونو کې ،چې (( دنيا )) رټل شوى مطلب یې دا دى،چې انسان يوازې په مادياتو (دنيا) اخته نشي او مانا ( آخرت ) هم په پام کې ولري؛ځکه که یوازې مادياتو ته یې مخه وى نو په دې صورت کې یې دنيا (( معبود)) گرځي ،چې دى ته ((دنيا پالي)) وایې ،چې د ((شرک )) يو ډول دى او اسلام د ځمکې پرمخ د ((شرک )) ټکونکى دى .

دنيا ته د پاملرنې بل دليل دا دى،چې انبياووعليهم السلام پرځمکه د((توحيدي ټولنې )) او (( حق حکومت)) د جوړښت لپاره نه ستومانيدونکي هلې ځلې کړي او بلخوا په قرآني آيتونو کې د(( سياست))،((جهاد)) ، ((سوداګرۍ)) ،(( صنعت )) ،(( علومو)) ،(( کورنۍ )) ،(( واده )) ،(( ټولنيزو مرستو )) او ……… يادونه راښیې ،چې اسلام څومره د دنيوي ژوندن نظام ته پاملرنه کړې ده .

د انبياووعليهم السلام له سترو اهدافو ځنې يو دا هم و،چې د(( دنيوي او اخروي نېکمرغۍ )) ترمنځ تضاد له منځه يوسي او هغه انسانان ،چې يوازې يو اړخ یې په پام کې نيولى وي د(( عتدال )) په بهير کې یې رهبري کړي .

له دنيا څخه د سر اړونې مانا دا نه ده ،چې د حلالى لارې د رزق حاصلول بد گڼل شوي ؛بلکې دا کار ثواب يا عبادت گڼل شوى؛خومطلب دا دى ،چې په دنيا مال،رياست ،مقام ،چوکى …..) پورې زړه تړل غندل شوي دي .څوک چې په ژوند کې د (( څښتن )) له قوانينو پرته بل هرڅه اصل وگڼى ؛نوهغه به یې ((معبود)) وي .

مال،شتمني،چوکۍ ،مقام ،اولاد دا ټول څيزونه د څښتن تعالى نعمتونه دي.که له دې نعمتونو څخه د ((څښتن)) په لار کې استفاده وکړو؛نو ويل کېږي،چې د نعمتونو(( شکر)) مو ايستلى او د (( آخرت)) لپاره مو کار کړى او که د((څښتن)) تعالى له لارې پرته مو په نورو لارو کې ورڅخه ‏گټنه وکړه؛نو ويل کېږي،چې نعمتونه مو په خپل ځاى کې نه دي استعمال کړي او ((ناشکري)) مو کړى او د ((دنيا)) لپاره مو کار کړى دى.

دا چې په اسلامي روايتونو کې د راکړل شویو نعمتونو د(( شکر ايستنې)) دستور راکړل شوى؛نو مفهوم یې لفظي شکر ايستنه نه ؛بلکې هرڅیز او نعمت بايد پخپل ځاى کې د (( څښتن )) لپاره کېښودل شي او همدى ته د آخرت لپاره کار هم وایي.

څوک چې نعمت د ((څښتن)) تعالى لپاره نه؛بلکې د بل هر څه لپاره هرچېرې چې استعمال کړي ؛نو د نعمت ناشکري یې کړى او دې ته د دنيا لپاره کار هم وایي.

دې څرګندونې ته په پامنیوي،في نفسه ((دنيا)) اوڅه ،چې په جهان کې توکیز- مادي او مانیز-معنوي امکانات اونعمات دى؛نو نه دي رټل شوي؛خو د دوو نيتونو،دوو لارو او جهتونو (لوریو) په پامنیوي کې د جهان د توکیزو او مانیزو ‏نعمتونو استعمال په پام کې نيول شوى دى .مثلا((ټيپ) يوه وسيله ده ،چې هم د (( دنيا)) اوهم ((آخرت )) لپاره ترى کار اخستلاى شو.په دې مانا که شهوت راپاروونکى کسټې پرې ثبت يا وغږوو؛نو د لهولعب لپاره به استعمال شوى وي ،چې دا دنيوي کار شو او که پرى د (( اسلامي پوهانو)) خبرى ،د قرآنکريم تلاوت،اسلامي ترانې ،اشعار او روحاني موسیقي ثبت کړو او د خلکو ( الناس ) د ذهن د روښانولو لپاره ترې گټنه وکړو؛نو دا کاربه مو د( آخرت) لپاره وي .تلويزيون هم که د بې مانا، منځنتشي‏،بى هدفه اوبې ژمني هنر،فلم او صحنو د خپرولو لپاره استعمال شي ؛نو دا دنيوي کارشو او که ددې پرعکس شي نودا آخروى کارشو.

که يو دوکاندار ددې لپاره لمونځ کوي،چې خلکو ته ښه معلوم شي او له دې لارى په خلکو کې شهرت ومومي او هرڅوک ترى سودا وکړي ؛نودا يو دنيوي لمونځ دى نه اخروي. دا لمونځ د خداى تعالى لپاره نه ؛بلکې د سودا لپاره دى .

مبارزه او جهاد که دطاغوتانو ،اشرارو ، کمونستانو، ملحدينو او مستکبرينو د له منځه وړلو او دهغوى پرځاى د الهي قوانينو د اجرا لپاره نه وي او د بل هرڅه ( ځانښودنې ، د امکاناتو را ټولولو،ځان مشهورولو ،قدرت ترلاسه کولو …) لپاره وي؛نو دا ډول جهاد دنيوي کار دى نه اخروي؛نوځکه څوک ،چې په همدى مفهوم اومانا جهاد کوي،دا د باطني اوظاهري طاغوت په لار کې زيار ايستل دي ، چې د (( فى سبيل الطاغوت )) مبارزې په نامه يادېږي.

په اسلام کې ((رهبري )) يو اصل دى ،چې د مسلمانانومشر پرخلکو باندې داسلامي قوانينو د چلولو ژمن دى او دا کار يو مسؤليت دى،((رهبرى د ټولوعباداتو د قبلولومعيار دى او که رهبري نه وي،ټول کړه وړه به ناسم وي؛ځکه ټولنه ،چې پر لار ولاړه شي ؛خو سمه رهبري نشي ؛نو نه يوازې د ټولنې ټول کارونه به بې گټى وي ؛بلکې د عبادت ،دين او انسان زيان به هم پکې وي. ))

که يو مشرله دې مقامه د خلکو د تېرايستنې، ځان ښودنې د خپلې خوښې د حکم چلولو،مادي امکاناتو راغونډولو او له ټولو هغو لارو چارو کارواخلي،چې د((اسلامي انقلاب )) او د ((اسلامي معيارونو)) پرخلاف وي، نودا يوه مجازي او دنيوي رهبري ده؛ نه اخروى .

له اسلامي دستوراتو ځنې يو هم په جمعه او د جمعې لمونځ دى او پرتوکیزو- مادي او مانیزو- معنوى گټوسربېره يو ټولنیزه ګټه یې دا ده ،چې مسلمانان يو دبل له حاله خبرشي . يو له بل سره خواخوږي او شفقت وکړي.خپلمنځې ستونزې او شخړې په گډه او مشوره وڅېړي او د اواري ‏لار یې پيدا کړي . له مملکتي مسايلوځنې باخبره او د ستونزو ‏په اواري کې نظر ورکړي؛خوهغه د جمعې لمونځ ،چې پورتنۍ موخې و نه لري ؛نو دا دعادت په ډول راټولېدل دي،بې له دې،چې زموږ د روحياتو او ټولنې جوړوونکى اوسى او يا (( لمونځ ،چې دانسان جوړونى کارخانه د ه)) خپل هدف ته به نه وي رسيدلاى . دا لمونځ دنيوي لمونځ شو؛نه اخروي .

کله ،چې وايو موږ دا کار د آخرت لپاره کړى،مطلب مو يو ذهني او خيالي پایله په لاس راوستل نه دي؛بلکې مطلب مو دا دى،چې د څښتن تعالى هرحکم له حکمته خالي نه دى او ديو هدف لپاره یې وضع کړى ؛نوموږ بايد دحکم په مانا،هدف اوحقيقت ځان وپوهوو او بيا داسې عمل وکړو ،چې هدف مو تر لاسه شي،چې په حقيقت کې په همدى منځپانګه او مانا اسلامي اوامر پرځاى کول د(( ودې)) ،(( آزادۍ )) او((آخرت )) لپاره د کار په مفهوم هم دى .

فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا(جن/۱۴) = نو چا چې اسلام ومانه؛ نو هغوى د ښيون [/هدايت] په لټه كې وو.

پورتنی آیت د رښتيني مسلمان مصداق دى .

موږ په ورځني ژوندن کې ډېری مسلمانان وينو،چې اسلامي دستورات په ايمانى توگه په خورا( تعصب) سره اجرا کوي ؛خو په حکم کې،چې څه هدف موجود وي هغه نه ترلاسه کوي .

آيا حکم غلط دى ؟( اليعاذبا الله) آيه پرحکم د سړى ايمان اوتصوراشتبا دی ؟

په ځواب کې وايو ،چې نه حکم غط دى او نه پرحکم د سړي ايمان ؛ځکه لوى خداى هرحکم د يو هدف اوحمکت له مخې وضع کړى،نه عبث اوبې هدفه ؛خو نيمگړتيا په موږ کې ده او هغه دا ،چې ايمان مود پوهى پربنياد نه؛بلکې په پټوسترگو او موروثي دى ، په دى مانا،چې موږ د اسلام د اصولوپه منلو او پرهغوى باندې په ايمان راوړلو کې له قرآني طريقې پيروي نه ده کړى؛بلکې څه چې پر کورنۍ او ټولنې واکمن فرهنگ ، تبليغات او فضا و،همغسې موږ پر احکامو او قضاياوو (( ايمانى تصور)) پيدا کړى، حال دا چې قرآن وایي:

وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ(اسراء/۳۶) = او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست