په تاريخ کې د انسان ټولنيز تکامل د لوراند او لورين څښتن په نامه پوهان د انسان لپاره دوه ډوله تکامل پېژني:يو طبيعي او بيولوژيکي تکامل،چې په بيالوژي کې لوستل کېږي،چې انسان له ټولو بشپړ حيوان ګڼي. د طبيعي تکامل مانا روښانه ده؛يعنې هغه تکامل،چې طبيعت د انسان په وجود کې بې له څه پوښتنې […]
په تاريخ کې د انسان ټولنيز تکامل
د لوراند او لورين څښتن په نامه
پوهان د انسان لپاره دوه ډوله تکامل پېژني:يو طبيعي او بيولوژيکي تکامل،چې په بيالوژي کې لوستل کېږي،چې انسان له ټولو بشپړ حيوان ګڼي.
د طبيعي تکامل مانا روښانه ده؛يعنې هغه تکامل،چې طبيعت د انسان په وجود کې بې له څه پوښتنې رامنځ ته کړى او له دې پلوه په انسانانو او نورو څارويو کې توپير نۀ شته؛يعنې يو جبري او قهري بهير هر څاروي يو پړاو ته رسولى دى او نننى انسان هم،چې د نورو پر وړاندې ځانګړى ډول يې بولو،همدې بهير دې پړاو ته رسولى دى.
خو تاريخي يا ټولنيز تکامل؛يعنې د تکامل نوى بهير،چې په دې بهير کې،طبيعت په هغه بڼه لاسوهنه نۀ لري او اکتسابي تکامل دى. (د مارکسيسم له نظره دا تکامل يو ډول جبري او طبيعي تکامل دى)؛يعنې هغه تکامل دى،چې انسان په خپل لاس راوړي او پړاو په پړاو، په تعليم او تعلم_نۀ وراثت_ لېږدولى يې دى.طبيعي تکامل بې د انسان له واک او اکتسابه سرته رسېدلى او په يو لړ ارثي قوانينو،پړاو په پړاو سر ته رسېدلى؛خو دا چې د انسان تاريخي يا ټولنيز تکامل اکتسابي دى او په خپله انسانانو لاس ته راوړى؛نو په توارث له يوه نسله بل ته،له يوې سيمې بلې ته او له يو پړاوه بل ته لېږدول شوى نۀ دى او شونې هم نۀ ده؛بلکې په تعليم او تعلم او په ليکبز فن تر سره شوى او ګورو،چې قرآن پر قلم او د ليکلو پر اوزارو قسم خوري :
(( ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ= نون،سوګند پر قلم او څه چې ليكي !)) (قلم: لومړى آيت) او همداسې: ((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ- خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ- اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ – الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= ولوله ! د خپل پالونكي په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله، چې ستا پالونكى (له ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،))؛يعنې ستا خداى هماغه دى،چې انسان ته يې په لاس کې د قلم نيوو استعداد ورکړ؛يعنې په تاريخي او ټولنيز تکامل کې يې انسان ته د ودې استعداد ورکړ.
په دې کې د بحث ځاى نۀ شته،چې بشري ټولنه له پيدايښته او له هغې ورځې،چې د تمدن بنسټ يې کېښود،په وده کې ده او ټول پوهېږو،چې ټولنيز تکامل د طبيعي تکامل په څېر تدريجي او پړاو په پړاو و؛خو په يوه توپير او هغه دا چې د وخت تېرېدو ټولنيزه وده تانده کړې ده او په علمي اصطلاح کې، په سرعت حرکت و؛يعنې حرکت و او سکون نۀ و او بله دا،چې يکنواخت (او يو رنګ) حرکت هم نۀ و(يکنواخت حرکت؛يعنې مثلاً د يو موټر حرکت،چې يوې مودې ته سل کيلومټره په ساعت کې حرکت کوي)؛بلکې حرکت يې په بيړه و؛يعنې په ورو ورو سرعت يې په ډېرېدو و.که په لومړۍ دقيقه کې مثلاً يو کيلومټر حرکت يې درلود، په دويمه،درېمه او څلورمه دقيقه کې حرکت يې مخ پر زياتېدو و،داسې چې څومره به مخکې تله؛نو سرعت يې هم زياتېده او په ځينو ځايو کې به يې سرعت خارق العاده زيات شو او مخکې راغلى دى.
تکامل څه دى؟
لومړى بايد تکامل تعريف کړو.ډېر مسايل دي،چې روښانه ښکاري؛خو چې تعريفوې يې؛نو وينو،چې تعريف يې څومره ستونزمن او په کې سوړي دي.زه نۀ غواړم، فيلسوفانو تکامل ته کړي تعريفونه وکړم.د “تکامل” او “پرمختګ” او د “کمال” او “تمام” پر توپيرونو به رڼا واچوو.
د کمال او تمام تر منځ توپير څه دى؟ دا د اسلامي فلسفې هغه بحث دى،چې په قرآن حکيم کې هم د بحث وړ دى. موږ ((تمام)) د ((نيمګړي)) او ((کمال)) هم د((نيمګړي)) پر وړاندې کاروو. وايو: ((تمام)) او ((نيمګړى)) او ((کامل)) او ((نيمګړى)). آيا ((تام)) هماغه ((کامل)) دى؟
نۀ ! د قرآن شريف د “مائدې” د سورت درېم آيت،چې د مشرۍ په هکله دى،وايي: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا= نن مې ستاسې دين درته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ))
قرآن وايي:موږ دوه کاره وکړل: نعمت مو ((تمام)) کړ او دين مو ((کامل)) کړ؛يعنې قرآن شريف ((اتمام)) او ((اکمال)) ته دوه مفهومه قايل دى؛وايي: نعمتونه مو له نيمګړتيا څخه بشپړتيا ته ورسول او دين مو له نيمګړتيا نه کمال ته ورساوه.
مخکې له دې،چې ددې دوو پر توپير پوه شو؛د ((تکامل)) او ((پرمختګ)) پر توپير رڼا اچوو.
د ((تکامل)) او ((پرمختګ)) توپير
آيا تکامل هماغه پرمختګ دى او پرمختګ هماغه تکامل؟ دا دواړه سره توپير لري.د کارولو ځايو ته يې پام وکړئ. د ناروغۍپه هکله وايو: دا ناروغي د پرمختګ په حال کې ده؛خو نۀ وايو: د تکامل په حال کې ده.که يو لښکر په يوه سيمه کې جنګېږي او د دښمن د سيمې يوه برخه ونيسي؛نو وايو چې لښکر د پرمختګ په حال کې دى؛خو نۀ وايو د تکامل په حال کې دى. ولې؟؛ځکه د تکامل په مفهوم کې لوړتيا(تعالي) نغښتې ده؛يعنې تکامل حرکت دى؛خو پر لوړ او عمودي لور. تکامل له يوې سطحې،لوړې سطحې ته حرکت دى؛خو په افقي سطح کې حرکت هم سم دى.يو لښکر،چې يوه سيمه نيولې وي او چې کله بله سيمه هم ونيسي؛نو وايو چې پرمختګ يې کړى دى؛يعنې په هماغه سطح کې نوره سيمه يې هم نيولې ده.ولې نۀ وايو،چې تکامل يې کړى دى؟؛ځکه په تکامل کې لوړتيا نغښتې ده؛نو چې کله وايو ټولنيز تکامل؛نو په مفهوم کې يې د انسان لوړتيا ده،نۀ يوازې پرمختګ.
ډېر دي داسې څيزونه،چې د انسان او ټولنې لپاره پرمختګ وي؛خو انساني ټولنې ته لوړتيا او تعالي نۀ شمېرل کېږي.
د تکامل او تمام توپير په دې کې دى: که يو څيز د اجزاو خاوند وي؛لکه يو تعمير او يا موټر؛نو چې کله مو په کې ټول په کار اجزا پيدا نۀ کړل؛نو وايو نيمګړى دى او،چې کله يې وروستۍ برخه يا خښته کېښووله؛نو وايو “تمام” شو؛نو ټولې اجزاوې يې تمامې شوې؛خو تکامل درجې او پړاوونه لري.
کوم کوچنى،چې معيوب وزيږېږي؛نو نيمګړى زيږېدلى؛خو که د غړيو او جهازاتو له پلوه پوره دنيا ته راشي؛ بيا هم نيمګړى دى او بايد په ښوونه او روزنه کې د تکامل پړاو سر ته ورسوي؛يعنې دې ماشوم ته د ښوونې او روزنې پړاونه لوړتيا ده؛د درجو او پړاونو لوړوالى دى.
درې پوښتنې مطرح دي:
١_آيا انسان د تاريخ په ترڅ کې په ټولنيز ژوند کې تکامل او لوړتيا پيدا کړې او که نۀ؟
٢_آيا په راتلونکې کې به بشري ټولنه د تکامل پر لور ځي؟
٣_ او که د تکامل پر لور ځي؛نو د “افلاطون” په اصطلاح کې، هغه “ايدياله ټولنه” به څنګه وي او ځانګړنې به يې څه وي؟
تر دم ګړۍ تاريخ مو پېژندلى او پېژندلاى يې شو؛خو راتلونکې څنګه؟ آيا راتلونکې ته بايد سترګې پټې کړو او ووايو: تاريخ جبراً حرکت کوي او مخ پر تکامل دى؟ تکامل د زمانې په طبيعت او خټه کې دى؟ د زمانې بېړۍ جبراً د تکامل په حال کې ده،بې له دې،چې انسان په کې وړوکى اغېز او مسئوليت ولري؛لکه طبيعي تکامل.
په تېرو زمانو کې هم انسانانو د ازادو،مختارو او د مسئوليت د خاوندانو په نامه څه ونډه نۀ درلوده؟ په تېرو کې د انسانانو ونډه جبري او فرعي وه؟
نۀ ! نۀ پخوا داسې وه او نۀ اوس داسې ده او داسې جبر پر تېر وخت واکمن نۀ و.انسانانو د خپلې ټولنې لپاره په خپل واک،اختيار او برنامه سازۍ د تکامل لار ټاکلې وه او ټولنه يې پر مخ بېوله؛يعنې په تېر وخت کې د انسانانو د ازادۍ او واک ونډه بايد هېره نۀ شي؛نو هغه تېر انسانان د ستاېنې وړ دي،چې د خپلې هوساېنې پر ځاى،په خپل اختيار له ځانه تېر شول او د تاريخ په تکامل کې يې مرسته وکړه؛خو هغه بايد ورټل شي،چې لټي يې وکړه او که موږ راتلونکې و نۀ پېژنو او ورته طرح و نۀ لرو او که د تاريخ په جوړولو کې خپلې دندې ته متوجه نۀ شو؛نو په راتلونکې کې به مو خلک رټي. تاريخ په انسان جوړېږي او انسان په تاريخ نۀ جوړېږي.
که د راتلونکې لپاره طرح و نۀ لرو او که د تاريخ لپاره مو خپل مسئوليت و نۀ پېژانده؛نو هېڅوک راسره ژمنه نۀ شي کړاى، چې دا بېړۍ به په خپله خپلې موخې او مقصد ته ورسي.لږ تر لږه خو د مخکې کولو او ځنډولو وړ ده.
د پېښو د مخکې کولو او ځنډولو مسئله،چې په اسلام او په تېره بيا په “اماميه شيعه و” کې مطرح ده؛يعنې دا چې يو ړوند جبري بهير، پېښې نۀ شي رامخکې کولاى او ما دا مسئله د ټولنيز ليد لوري، د ((انسان او برخليک)) په کتاب کې څرګنده کړې ده.
بداء
ظاهره؛خو د بداء مفهوم داسې دى،چې لږ انسانان قبلولاى شي،چې بداء سم چار دى. د بداء مانا داده،چې د الهي ((قضا کېدو او قدر)) په برنامو کې تجديد نظر پېښ شي. مطلب دادى،چې په تاريخي پېښو کې خداى د بشري تاريخ مخکې کېدو او شاته کېدو ته قطعي بڼه نۀ ده ټاکلې؛يعنې انسانه ! تۀ په خپله د الهي قضا او قدر مجري يې. دا تۀ يې،چې کړاى شې تاريخ شاته او مخکې کړې او کړاى شې و يې ساتې.
پر تاريخ د طبيعت،د ژوند اوزار او ان الهي مشيت او هېڅ جبر واکمني نۀ کوي.دا يو ډول فکر دى؛نو موږ، چې تکامل او د انسانيت موخه و نۀ پېژنو؛نه شو کړاى، د تکامل په اړه خبره وکړو او ووايو،چې بشر د تکامل پر لور دى؟؛ځکه سمدستي دا پوښتنې مطرح کېږي؟ چېرته؟ کوم خوا؟ آيا پر هغه لور،چې نۀ پوهېږم چېرته؟ که پر هغه لور،چې نۀ پوهېږم چېرته دى؛نو موږ څه وايو؟ د رسېدو لار کومه ده؟ موږ ددې لپاره تاريخ وايو،چې راتلونکې ته مو لار پرانېزي؟
که داسې وي،چې تاريخ به يوازې تر دم ګړۍ ځان راپېژني او نۀ شي کړاى،چې راتلونکې ته لار پرانېزي؛نو بيا د تاريخ ګټه څه ده؟؛خو وينو چې قرآن حکيم ددې لپاره تاريخ څېړي،چې راتلونکې ته مو لار پرانېزي او بايد داسې هم وکړي؛نو موږ له تېر وخته تر دم ګړۍ او هم د راتلونکې په اړه پوهېدنې ولرو؛ نومسووليت به مو څرګندېږي چې څه وکړو.
[يادونه: بداء په لغت کې په يو چار کې د بلې راى راپيدا کېدو ته وايي.]
په تېر وخت کې ټولنيز تکامل
شک نۀ شته، که تېر تاريخ له دوو نظرو مطالعه کړو؛نو وينو،چې بشر پرمختګ ( که غواړئ نوم يې تکامل کېږدئ،چې مشکله ده) کړى دى.يو يې د اوزار جوړونې له نظره دى او شک نۀ شته،چې بشر په “اوزارجوړونه” کې پرمختګ کړى دى. هغه بشر،چې يوه تيږه اوزار يې وه، هغه هم ناتوږل شوې او بيا توږل شوې تيږه اوزار شوه او اوس يې نننۍ ټکنولوژي او صنعت لاس ته راوړى دى.
بشر په فني او اوزاري خلاقيت کې نۀ يوازې دا چې پرمختګ يې کړى؛بلکې حيرانوونکى پرمختګ يې کړى دى؛نو تاسې نوم يې پرمختګ ږدئ او که تکامل.
شک نۀ شته،چې بشر د اوزارو له نظره د پرمختګ څوکو ته رسېدلى او وړاندوينه کېږي،چې په راتلونکې کې به هم داسې وي؛يعنې که په راتلونکې کې بشر ته ناورين راپېښ نۀ شي(هغه ناورين،چې پوهانو وړاندوينه يې کړې؛بلکې شونې يې بللې او وايي: په فني او صنعتي پرمختګ کې، بشر داسې ځاى ته رسېدلى،چې کېداى شي بشر د بشر په لاس پوپنا شي او کېداى شي، له سره نوي انسانان پيدا شي او له ړومبۍ ورځې ژوند پيل کړي؛خو که داسې ناورين رامخې ته نۀ شي)؛نو شک نۀ شته،چې بشر به د اوزارو له پلوه نور هم دومره مخکې ولاړ شي،چې ننني بشر ته به د تصور وړ نۀ وي.
دا تکامل د بشر د تجربو او پوهې معلول دى (تجربي علوم)؛ځکه بشر په طبيعي علومو کې خورا پرمختګ کړى او طبيعت يې په خپل چوپړ کې کړى دى.
د تکامل (که بيا هم وکړاى شو نوم يې تکامل کېږدو،چې مشکله ده) بل اړخ دادى،چې د بشري ټولنې جوړښت له ساده حالته د پېچلي او کړکيچن حالت پر لور مخکې راغلى؛يعنې لکه هماغسې ،چې په فني او صنعتي چارو کې مثلاً ړومبۍ طياره يې،چې جوړه کړه،ډېره ساده وه؛خو اوس داسې طيارې جوړوي،چې خورا دقيقې دي او لکه څنګه چې په طبيعي تکامل کې د “کثير الحجروي” موجوداتو په پرتله، د “وحيدالحجروي” موجود ساختمان ډېر ساده دى؛نو بشري ټولنه هم داسې ده.
ځېنو تکامل داسې تعريف کړى دى: تکامل له تراکمه عبارت دى؛يعنې لومړى د يو لړ اجزاو راټولېدل او بيا يې وېشل کېدل،له “تجانسه” وتل او د “غير تجانس” پر لور تلل او په اصطلاح کې “ارګانيزه” کېدل،د غړي برخه کېدل،د جزء برخه کېدل او بيا د غړيو تر منځ د وحدت اړيکه جوړېدل؛لکه څنګه چې پوهېږئ،لومړى په “نطفه او څاڅکي” ( چې له نر او ښځې حجرې منځ ته راځي) کې يو بسيط حالت وي او بيا تراکم او تجمع پيلوي؛يعنې يو پر دوو واوړي.دوه څلور شي او څلور اته شي او اته شپاړش شي او منظم وېشل کېږي؛خو يوازې د څومره والي له پلوه وېشل کېږي او يو پړاو ته،چې ورسېد؛نو د تقسيم بڼه پيل شي او په ماهيت کې يې بدلون راځي؛يوه ډله يې د اعصابو شي،بله د زړۀ، بله د ځيګر او… او ټولې ډلې يو ارتباطي يووالى لري،چې له دې ټولو يو انسان جوړېږي.
شک نۀ شته،چې له دې اړخ هم بشري ټولنې پرمختګ کړى دى؛نو اوس مو خوښه،چې د تکامل نوم پرې ږدئ او که نۀ؛يعنې د ټولنې جوړښت،له هغه ړومبي او ساده حالته پېچلى شوى دى. د ړومبنيو او ټبريزو ټولنو جوړښت خورا ساده دى.يو تن د ټبر مشر دى او يو شمېر يې ولس دى،چې “ټبر مشر” په منځ کې يې په شمار دندې اېشلې؛خو ګورئ،چې ټولنې څومره پرمختګ کړى،وېش ډېر شوى،کار ډېر شوى،د کار وېش ډېر شوى او د ټولنې غړي هم ډېر شوي.
د نن ورځې کارونه،دندې او کاري طبقات، له يوې پېړۍ مخکې سره پرتله کړئ يا اداري او علمي وېش په پام کې ونيسئ. پخوا به يو سړي کړاى شول د ټولو علومو ښوونکى شي. په خپله “ارسطو” او “بوعلي سينا” شي او د خپل وخت د ټولو علومو ښوونکى شي؛خو نن د ښوونې او روزنې په برخه کې دومره وېش شوى،چې په سل ګونو “بوعلي سينا ” او “ارسطو” په خپل مسلک کې تخصص لري،حال دا چې د نورو څانگو له شتونه بې خبره دي،چې نورې څانګې او مضامين هم شته او دې ډول تکامل او پرمختګ انسان له همرنګۍ او همشکلۍ اېستلى او تر منځ يې اختلاف او توپير جوړوي؛ځکه لکه څنګه چې انسان کار جوړوي،کار هم انسان جوړوي.
په ټولنه کې وينو،سره له دې،چې ټول انسانان دي؛خو ماهيتونه يې بېل دي؛ځکه يو داسې کاروبار لري،چې هغه بل يې بيخي نۀ پېژني او له داسې نړۍ سره بوخت دى،چې هغه بل يې بيخي نۀ پېژني؛نو پايله يې داسې انسانان وي،چې له يو بل سره خورا توپير لري.
که وغواړو پرمختګ او تکامل، د ټولنو د جوړښت په ارګانيزم او د ټولنو په غړي غړي کېدو کې وکاروو؛نو له دې اړخ هم د ټولنو جوړښت له سادګۍ د پېچلتيا پر لور تللى او په اصطلاح کې د “معقدوالي” او “تعقد” پر لور تللى؛ البته په کوم ډول،چې ما دا خبره مطرح کړه،کېداى شي له همدې ځايه د خطر احساس وکړئ،چې که همداسې مخکې ولاړل؛نو د انسانانو په منځ کې به دومره بېلوالى رامنځ ته شي،چې د انسانانو يو والى به له ګواښ سره مخ شي؛يعنې داسې انسانان به پيدا شي،چې د انسانانو په بڼه به وي؛خو د فکري،روحي،احساسي او روزنيز ساختمان له پلوه به له يو بل سره خورا اختلاف ولري،چې دا د بشري ټولنې لپاره يو ګواښ دى.
دا چې وايي: صنعتي پرمختګ، انسان له ځانه پردى کړى او له انسانه يې داسې څيز جوړ کړى،چې د کار او دندې غوښتنه يې ده او د انسانانو يووالى يې له منځه وړى دى.
د ټولنې د تشکيلاتو او جوړښت له نظره هم بايد ووايو،چې په تېرو کې ټولنو پرمختګ کړى دى؛خو د قدرت او پر طبيعت د واک او د انساني ټولنې پر تشکيلاتو سربېره، يو لړ نور مسايل هم دي،چې د انسان په ماهيت پورې اړه لري او له انسانانو سره د انسانانو په اړيکو پورې اړه لري.
د انسانانو خپلمنځي اړيکې
آيا بشريت د اوزارو په څېر د ټولنې په جوړښت او تشکيلاتو کې هم پرمختګ کړى دى؟ انسانانو په خپلمنځي اړيکو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟ که دا پرمختګ شوى؛نو نوم يې واقعاً تکامل يا لوړتيا دى؟ د مثال په توګه: آيا انسانانو له يو بل سره په مرسته کې هم پرمختګ کړى؛يعنې نننى انسان د پروني انسان په پرتله له نورو انسانانو سره د زياتې مرستې مسئووليت احساسوي؟ له يو بل سره د انسانانو عواطفو هم هماغومره پرمختګ کړى دى؟ آيا واقعاً د انسانانو زبېښاک له منځه تللى دى؟يا بڼه يې بدله شوې او د مانا درجه يې لوړه شوې؟ او که دا مسئايل پر خپل ځاى پاتې دي؟ او يا کېداى شي څوک ادعا وکړي،چې دې مسايلو نۀ يوازې دا چې پرمختګ يې نۀ دى کړى؛بلکې پر شاتګ يې هم کړى او په بله وينا: او انسانانو د انسانيت په کچو کې هم پرمختګ کړى او که نۀ؟
ځينې په ټوليزه توګه منکر دي،چې انسان په دې اړخونو کې پرمختګ کړى دى؛ځکه وايي: که د پرمختګ کچه د انسان نيکمرغي او هوساينه وي؛نو مشکله ده،چې ووايو،پرمختګ شوى دى ان د اوزارو په هکله يې هم داسې څرګندونه کړې ده. دوه مثالونه درته وړاندې کوم:
لومړی مثال: سرعت
له طبیعت سره د انسان د اړیکې او اوزار جوړونې له پلوه، “سرعت” بې ساری پر مختګ کړی. انسان په اوزار کې دومره پرمختګ کړی،چې سرعت یې تر لوړې څوکې رسولی دی. ایا سل کاله مخکې دا شونې وه،چې یوې ډلې محصلینو په یوه دقیقه کې په ټیلفون زه “تهران” ته رابللای وای او زه هم په یوه ساعت کې په الوتکه کې راغلای وای؟ نۀ! سرعت په بې ساري ډول پرمختګ کړی دی،ایا دا سرعت که د انسان له هوساینې سره پرتله شي؛نو ورته پرمختګ ویلای شو؟ یا دا چې سرعت یوه وسیله ده او؛ لکه څرنګه چې په ځینو برخو کې یې انسان ته هوساینه راوړې؛ خو په نورو برخو کې یې ترې اخېستی ده؛ځکه همدا سرعت، د ښه نیت خاوند او هغه ، چې په ژوند کې ښه موخه لري، ژر موخې ته رسوي او د ناوړه نیت خاوند هم ژر موخې ته رسوي؛یعنې دا سمه ده،چې د سم او ښه نیت خاوند لاس قوي او پښې ګړندۍ شوي؛خو ناوړه انسان هم دا څېر شوی دی. د سرعت زیاتولی ددې لامل شوی،چې د انسان وژنې وسیله هم په څو ساعتو کې د نړۍ له دې ګوټه ،بل ګوټ ته یوسي او په زرګونو؛بلکې میلونو انسانان په یوځای ووژني؛نو وروستۍ پایله څه ده؟
څه چې وایم، نۀ یې منم؛خو وایم، چې ولې ځینو په کې شک وکړ؟د ساري په ډول : ایا د طب پرمختګ په رښتیا د انسان پرمختګ دی؟ په ښکاره،هو؛ځکه ګورو چې لور مو ناروغ شي،سمدستي ورته درمل پیدا کېږي او درملنه یې کېږي.شک نۀ لرم، چې دا یو پرمختګ دی؛خو ځینې لکه “الکسس کارل”،چې د انسانیت له مخې تلل کوي، ګروهمن دي،چې د طب پرمختګ د انسان کهول ورو ورو کمزوری کوي.
“کارل” وايي:((پخوا به انسانانو له ناروغیو سره مبارزه کوله،کمزوري انسانان به له منځه تلل او پیاوړي به پاتې کېدل او په پایله کې به د انسان کهول ورو ورو پیاوړی کېده او انسان هم د جمعیت له تراکم او راغونډېدو سره نۀ مخ کېده؛خو اوس همدا طب، هغه کمزوري او مړه کېدونکي انسانان،چې د طبیعت له نظره پر مرګ محکوم دي،په مصنوعي ډول پرېږدي؛نو بل کهول ترې منځ ته راځي؛نۀ له اصلحه.))
پایله دا چې د بشریت راتلونکى کهول مخ په کمزورۍ روان دی. د ساري په ډول : که ماشوم اوه میاشتنۍ وزېږېږي د طبیعت په قانون کې مري؛ خو اوس طب پرمختللی او په خپلو وسایلو یې ساتي، دا سمه ده، چې هغه به پاتې شي؛خو راتلونکې کهول به یې څه کېږي؟ همدا شان د جمعیت د تراکم مسئله رامنځ ته کېږي او کېدای شي، هغه انسانان په کې له منځه ولاړ شي،چې د بشر د ځوځات د بهبود لپاره غوره وي او هغه انسانان، چې د بشر د کهول لپاره صلاحیت نۀ لري، په یوه وسیله پاتې شي؛ځکه دا موضوع تر شک لاندې راغلې ده.
درېم مثال : رسنۍ
انسان د رسنیو په هکله فکر کوي، له دې به بل غوره څه وي، چې پر ځاى ناست دى او خبر واوري ځينې وایي : له ځان سره فکر وکړﺉ،چې رسنيو بشر ته څومره تشویشونه او خپګانونه رامنځ ته کړي! ډېری څیزونه شته، چې د بشر په مصلحت ده، چې پرې پوه نۀ شي. د ساري په ډول: پخوا به هغه خلک، چې په “شیراز” کې اوسېدل، کله هم نۀ خبرېدل، چې په “قوچان” کې سیلاب راغلی او په زرګونو خلک یې بې کوره کړي او ځينې يې وژلي دي؛ خو اوس خبرېږي او خپه کېږي او دا څېر په زرګونو نورې خپه کوونکې پېښې،چې د نړۍ په هر ګوټ کې رامنځ ته کېږي؛ نو له انسان سره د انسان د اړیکې په اړه نۀ شو ویلاى، چې پرمختګ او بشپړتیا پکې ترسره شوې او که شوې هم وي؛ نو په هغه پرتله، چې اوزار،ساختمان او تشکیلات( بشري ټولنې) پرمخ تللي، له انسان سره د انسان ښه اړیکې، ښه والى نۀ دی موندلی.
له ځان سره د انسان اړیکه :
له ځان یا نفس سره د انسان اړیکو ته اخلاق وايي. که و نۀ وایو، چې د بشر ټوله نېکمرغي له ځان سره د ښو اړیکو درلودل دي،چې دغسې نۀ وایو؛ځکه اغراق دی؛خو که د بشر د نېکمرغۍ لاملونه وشمېرو او سلنه یې راوباسو؛ نو په غوڅ ډول د بشر د نېکمرغۍ د سلنې غټه برخه، له ځان سره د بشر اړیکه ده. په بله وینا: له خپل نفس سره اړیکه یې ده، د انسان د انسانیت اړیکه، د انسان له حیوانیت سره اړيکه؛ځکه انسان په عين حال کې، چې انسان دی او یو لړ انساني ارزښتونه په کې پراته دي،حیوان هم دی؛یعنې انسان شوی حیوان دی، هغه حیوان، چې د حیوانیت په ساتلو سره له انسانیته هم برخمن دی.
دلته پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې ایا د انسان انسانیت، د حیوانیت تر اغېز لاندې دی یا حیوانیت یې د انسانیت تر اطاعت لاندې دی؟ قرآن کریم وايي:
قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا
ژباړه: چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شو.( شمس/۹)
وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا
ژباړه: او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!(شمس/۱۰)
دا آیتونه ځان سمونه، تزکیه یا ځان پاکونه، د شهواني نفس نۀ منل او د پرېوتو حیواني ځانګړنو نۀ بندیوانېدل ياد وي،چې انسان له اخلاقي اړخ بشپړتیا و نۀ مومي؛یعنې څو له دننه، له حیوانیته ازاد شوی نۀ وي، ناشونې ده،چې نورور انسانانو سره ښې اړیکې ولري او وکړای شي، د نورو انسانانو له بنده خلاص شي یا په خپله نور انسانان د ځان بندیان نۀ کړي؛نو په واقع کې موږ په څلورو برخو کې بحث وکړ:
۱- له طبیعت سره د انسان اړیکه : پرمختګ یې کړی؛ لکه څرنګه،چې مې وویل.
۲- د ټولنې جوړختېزې او تشکیلاتي اړیکې،چې انسان د ټولنې د جوړښت او ټولنیزو تشکیلاتو له اړخ پرمختګ کړی دی.
۳- د انسانانو خپلمنځې اړيکې،چې مانا یې د انسان معنویت دی او د انسان د انسانیت حقیقت ورپورې تړلی دی. شک دی،چې ایا پرمختګ یې کړی دی؛خو دا چې غبرګ یې ورسره پرمختګ نۀ دی کړی،په کې شک نۀ شته. بحث دا دی، چې ایا پرمختګ یې کړی یا بیخي يې نۀ دی کړی.
۴- له انسان سره د انسان اړیکه،چې “اخلاق” نومېږي.
د تاریخ په تکامل کې د انبیاوو او دین ونډه
ایا ننني او که پروني انسان له خپل حیوانیته ډېر واټن پیدا کړی او په رښتیا انساني ارزښتونه په کې پلي شوي؟ په بله وینا: د انسان تکامل په خپل انساني منځ پانګه کې څه حالت لري؟ دا برخه ده،چې د تاریخ په بشپړتیا کې د انبیاوو ونډه روښانوي.
انبیاوو د تاریخ په بشپړتیا کې څه ونډه درلوده او په راتلونکې کې به یې څه وي؟ دین په تېر کې څه ونډه درلوده او په راتلونکې کې به څه ونډه ولري؟ له همدې ځایه په تېر کې، د دین ونډه لاس ته راوړای شو، د دین راتلونکې ونډه به هم را برسېره کړو او د علمي او ټولنیزو نښو حدس به ووهو،چې بشر په راتلونکې کې د ځان د بشپړتیا لپاره،دین ته اړتیا لري او که نۀ؟؛ ځکه د هر څیز پایښت او نۀ پایښت یې د اړتیا تابع دی. قرآن کریم دا اصل موږ ته ویلی او علم هم ټینګار کړی. قرآن کریم وايي:
فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ
ژباړه: خو ځګ دباندې غورځېږي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز ] په ځمكه كې تمېږي،خداى دغسې مثالونه بيانوي.(رعد/۱۷)
یو مشهور مثال بیانوي: (( د اوبو پر مخ ځګ)) وايي: د اوبو پر مخ ځکونه ژر له منځه ځي؛خو اوبه پاتې کېږي. بیا وايي: دا د حق او باطل مثال دی او حق او باطل هم دغسې تعریفوي: ((څه چې ګټور دي،تمېږي او څه چې ګټه نۀ لري دباندې غورځېږي.))
د دین راتلونکې،چې پاتې به شي او که نۀ،د انسان په منځپانګه کې او د انسان د انسانیت او معنویت په بشپړتیا کې د دین په ونډې پورې اړه لري؛یعنې هغه ونډه،چې خپله انسان یې له انسان او له نورو انسانانو سره په ښو اړیکو کې لري،چې هیڅ هم نۀ شي کړای او نۀ به یې په راتلونکې کې وکړای شي او نۀ په تېر کې يې دا څېر ځواک درلود،چې ځای یې ونیسي؛ نو مسئله دا شوه،چې په راتلونکې کې، يا به بشري ټولنه له منځه ولاړه شي او بشر به په خپل لاس پوپناه شي، په ډليزه ځان وژنې به د بشریت ټغر د ځمکې له مخې راټول شي او یا دا چې بشریت به خپل واقعي برخلیک ته ورسېږي ،چې دا هر اړخیزه بشپړتیا ده ( له طبیعت سره په اړیکه کې بشپړتیا یې،په پوهاوي کې بشپړتیا،په ځواک کې بشپړتیا، په ازادۍ کې بشپړتیا، په عواطفو کې بشپړتیا، په احساساتو او انسان پالنه…..)او په دې ټولو کې به د انسان بشپړتیا حقیقت پیدا کړي.
موږ ګروهمن یو او دا ګروهنه مو له خپلو دیني ښوونو اخېستې. چې : یوازې موږ د بشریت د راتلونکې او د بشریت د واقعي ژوند د تکامل په اړه خوش بیني، لرو او نور ښوونځي د بشریت د بشپړتیا د توجیه او مخونې په اړه پر ټپه ولاړ حالت ته رسیدلي دي. بې له دین څخه، بل عامل نۀ شته،چې د بشریت د بشپړتیا لویه برخه يې په خپله انساني منځپانګه کې را نغاړلې ده.
پوښتنې او ځوابونه
پوښتنه : په خبرو کې مو وویل،چې صنعت انسان ته زيان دی؛ځکه چټلو کارونو ته کارول کېږي؛نو صنعت د انسان ضد دی؛خو تاسې دا مسئله د “طبقاتي لید” له مخې و نۀ څېړله؛ځکه باید د ټولنیزو اړیکو د لید له مخې،د انسان پر ضد د صنعت کارېدل وڅېړل شي؛ځکه په کوم ځای کې،چې صنعت د انسان پر ضد کارول کېږي،صنعت ګرم نۀ دی؛بلکې اقتصادي اړیکې ګرمې دي.
ځواب:هیله کوم،څه چې وایم، په تېره بیا په هغو ځایو کې، چې ډېر ټینګار کوم،ډېر پام وکړﺉ. کله مې هم نۀ دي ویلي،چې صنعت انسان ته مضر دی او دا مې هم نۀ دي ویلي،چې صنعت د انسان ضد دی.لومړی دا،چې ما له بل چا رانقل کړل او غوښتل مې د نورور له نظریو باخبره اوسئ او لید لوري ته يې پام وکړﺉ او نۀ هغوی ویلي او نۀ مې ترې رانقل کړي،چې صنعت انسان ته مضر دی او د انسان ضد دی.صنعت انسان ته اوزار دی او بېطرفه اوزار دی؛لکه څرنګه چې علم د انسان اوزار او بېطرفه دی؛یعنې اوزار انسان ته موخه نۀ ټاکي؛بلکې انسان ټاکل شویو موخو ته له خپل اوزاره ګټنه کوي. موټر درته نۀ وايي،چې چېرته ولاړ شه او چېرته نۀ. موټر درته نۀ وايي،چې د پلانۍ سیمې د زلزله ځپلو مرستې ته ولاړ شه او یا هم په غلا او تیري پسې ولاړ شه. دا بېطرفه اوزارونه دي، د هغوی خبره هم دا ده؛نو ځکه د انسان ماهیت باید سم شي، چې اوزار ورته ګټور وي او دا خبره مولانا بلخي شپږ پېړۍ مخکې کړې ده :
هر که او بى سر بجنبد دم بود جنبشش چون جنبش کژدم بود
علم و مال و منصب و جاه و قرآن فتنه آرد در کف که بد گوهران
تيغ دادن در کف زنگى مست به که افتد علم،ناکس را به دست
نو بحث د انسان پر ماهیت دی.ځینې راغلل او ساده فکري یې وکړه او ویې ویل: د ټولنې طبقاتي جوړښت د دې لامل شوى،چې انسان، د انسان ضد موخې انتخاب کړي او صنعت د انسان پر ضد وکاروي ؛ نو ځکه طبقاتي تضاد له منځه یوسئ، دا هر څه به له منځه ولاړ شي. دا به درته په بله غونډه کې ووایم،چې د انسان د سعادت او کمال لپاره د طبقاتي تضاد له منځه وړل یو اړین شرط دی؛خو ستاسې د فرضیې پر خلاف، یوازې شرط بسیا نۀ دی او که وغواړو د ارماني ټولنې په اړه د اسلام پر نظر پوه شو د انسان د تکامل په هکله د اسلام د نظر مانا دا نۀ ده،چې صبر وکړﺉ،څو بشپړتیا پېښه شي. د امام مهدي د پاڅون او انقلاب” په کتاب کې مې دا موضوع راخېستې او ددې کتاب روح دا دی،چې بشپړتیا، تدریجي ده او بايد ورته ورسو. [ ژباړن: پدې باب د امام مهدي د پاڅون کتاب ولولئ ، چې په پښتو اړول شوى دى]
له انسانه د انسان ګټنه،اقتصادي اړخ لري او ددې ګټنې له منځه تلل،یو له هغو شرایطو او د بشپړتیا له ارکانو دى؛ خو بشپړتیا ته بسیا نۀ دی. دلیل یې دا دی،چې په هغو ټولنو کې،چې طبقې له منځه نۀ وي تللې، انسان تر اوسه انساني ماهیت ته نۀ دى رسېدلی .
ایا ډلیزې وژنې،چې په اصطلاح په بې طبقه ټولنو کې کېږي،ددې واقعیت ښکارندوی نۀ دی؟ هلته، چې طبقات نۀ وي؛نو ولې؟
مشهور”سولژنیتسین” د”ګولاک مجمع الجزایر” په کتاب کې لیکي او مدعي دی،چې د اکتوبر له انقلابه تر اوسه د چاڼ په پلمه په “شوروي” کې سل میلیونه کسان مړه شوي دي.ایا د انسان درد یوازې هماغه طبقاتي والی دی یا پر انسان د انسان واکمني ده؟ دا د “پرولتاریا دیکتاتوري”،چې وايي: پر انسان د انسان د تیري له ټولو بد شکل دی؛ نو د طبقاتي تضاد له منځه تلل اړین شرط دی؛خو کافي او بسیا نۀ دی.
پوښتنه :که اقتصادي،ټولنیز او فرهنګي اړیکې د بشپړتیا په حال کې وي،ایا دین دې هم نباید په دې بهیر کې بشپړتیا ومومي؟ په بله وينا: که هر څه د بشپړتیا په حال کې وي،دین هم باید د تکامل په حال کې وي؟
ځواب :ځواب روښانه دی. موږ له دین څخه څه زده کړي؟ که دین مو داسې ګڼلى،چې په یو لړځانګړو زماني او مکاني شرایطو کې رامنځ ته شوی؛یعنې په خپل زماني او مکاني شرایطو پورې تړلى مو پېژندلى وي ؛نو وايو: لومړی دا،چې دا دین نۀ دی او دویم دا که دین وي،باید متغيیر وي؛خو که دین د ټولنیزې بشپړتیا د قوانینو بیان وګڼو؛یعنې د ساري په ډول: د طبیعي بشپړتیا قوانین مو رابرسېره کړل، دین د ټولنېزې بشپړتیا قوانین د وحې له لارې بیان کړل ،چې یو اکتسابي بشپړتیا ده؛ نو په دې صورت کې د بشپړتیا قانون، خو نور متکامل نۀ دی؛ځکه د بشپړتیا قانون دی.د ساري په ډول: په طبیعي بشپړتیا کې مو وویل چې: نباتات ددې قانون له مخې بشپړتیا مومي، همدا شان دې نباتاتو بشپړتیا موندلې،ایا د بشپړتیا قوانینو هم بشپړتیا موندلې ؟ نۀ !؛ځکه قانون پدیده نۀ ده، د نړۍ پدېدې تکامل مومي . پېغمبر اکرم خپله پدیده ده؛نو زېږېږي،وده کوي،عمر کوي او مري. ((إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَيِّتُونَ=بېشكه تۀ مړكېږې او په يقين چې هغوى [هم] مري.))
خو قرآن حکيم (چې موخه یې دا کاغذونه نۀ دي،که دا کاغذونه یې موخه وای؛نو دا هم ورستېږي او زړېږي) یو لړ حقایق،معارف او قوانین دي،چې بشر ته راغلي؛نو پاتې کېږي؛خو ای پېغمبره ! تۀ مړ کېږې؛خو قرآن حکيم پاتې کېږي. تۀ پدیده يې او قرآن قانون. پدیده له منځه ځي او قانون پاتې کېږي.
پوښتنه: په هغو ټولنو کې،چې فساد ډېر دی؛ نو معنوي او اخلاقي بشپړتیا ته د رسېدو لپاره،دنده څه ده؟
ځواب: په هغو ټولنو کې،چې فساد دی او احیاناَ فساد په کې ډېر هم وي،په کې د انسان روحي او اخلاقي بشپړتیا ته لار هم ډېره وي. غلطه دې نۀ شي؛ځکه د انسان روحي،اخلاقي او معنوي بشپړتیا د مخالفو جریانو پر وړاندې د مقاومت پایله ده. ښايي تاسې هم تجربه کړې وي،زه هم تجربه لرم.په یو کلي کې،چې اوسېدونکي یې په يوه کچه وي،که یو سړی په کې فاسد شي؛نو په دې کچه به وي،چې دروغ ووايي. ښه سړى یې هم په دې کچې پورې وده کړاى شي. ( له لږو اوبو واړه ماهیان راوځي)؛خو په هغو چاپېریالونو کې،چې مخالف جريان غښتلى دی،په هماغه شکل،چې قرباني یې ډېره ده، بشپړتیا موندلي کسان هم په کې رامنځ ته کېږي. څومره، چې زه تجربه لرم او د کلي له چاپېریال تېر شوم، د نورو ښارونو له چاپېریاله هم تېر شوم، د “تهران” په چاپېریال کې هم وم، ګروهمن یم، په عین وخت کې، چې د “تهران” چاپېریال ښايي د “ایران” له فاسدو چاپېریالونو وي( دلته مو پام وي،چې دا خبرې د پهلوي شاه په وخت کې شوي دي)؛خو په ټول عمر کې مې له ټولو پاک او بشپړ کسان هم همدلته لیدلي دي. که داسې وي،چې د ټولنې حرکت او بهیر تل د صلاح لوري ته وي، د بهېدلي ويالې په شان،که انسان ورودانګي او ځان په کې لکه د مړي واچوي؛نو اوبه یې وړي،دا هنر نۀ دی،هنر هله دی،چې انسان د اوبو د بهیر پر خلاف ولامبي؛یعنې دلته کمال يې ترسره کېږي.
دويم څپرکى
د بېلابېلو لیدلوریو له مخې د انسان راتلونکې
زموږ بحث د تاریخي تکامل د مفهوم یا د انسان ټولنیز تکامل د انسان په تېر وخت پورې اړه درلوده،چې ایا تر اوسه پر انسان او ټولنې څه تېر شوي،بشپړتیا او یا لږ تر لږه پرمختګ و او که نۀ؟ او یا هم درېمه خبره ده او هغه دا،چې د انسان د ټولنیز ژوند ځینو برخو د پام وړ پرمختګونه کړي؛خو د انسان د ژوند ځینو برخو او اړخونو اصلا پرمختګ او بشپړتیا نۀ ده موندلې او یا لږ تر لږه ووایم: که پرمختګ هم و، ډېر لږ و او د انساني ټولنې له فني،تشکیلاتي او جوړښتي اړخ سره یې هیڅ ډول همغږي نۀ درلوده. هغه اړخ، چې بشر نۀ شو کړای پر مخ یې بوځي، د ټولنیز ژوند انساني اړخونه ول او که د انسان ټولنیز ژوند، انسان ته ورته وګڼو؛نو د ژوند فني او تشکیلاتي اړخونو د پام وړ پرمختګ کړى دى،چې د انسان د غړي په شان دی او د ټولنیز ژوند، انساني اړخونه د انسانیت د روح په شان دي.
پایله اخېستای شو،چې په ټولېزه کې انسانیت د اندام له نظره ډېره وده کړې او ډېر پرمخ تللی؛خو د روح او مانا له نظره څه مخکې نۀ دي تللي؛نو د انسان د راتلونکي په هکله اندونه او پوهېدنې بېلابېلې دي.
د بشر د خټې او راتلونکې په اړه بدکڅي او نهیلي
ځینې د بشر د راتلونکې په اړه شک لري،چې ايا اساساَ بشر راتلونکې هم لري او که نۀ؟یعنې په بشر د بشري ټولنې له فنا او نیستۍ سخت شکمن دي. په لویدیځو ټولنو او لویدیځو روڼ اندو او پوهانو کې دا شک ډېر تر سترګو کېږي؛نورو ډلو پر دې هم پښه وراړولې او له بيخه د بشر د راتلونکې او نۀ اصلاح کېدونکې خټې په اړه په لوړه کچه بدبین دي.
دوی ګروهمن دي،چې د انسان خټه، هماغه د حیوانیت، شهوتپالۍ،ځانمنۍ،چل ول،ټګۍ برګۍ،دروغ او تیري خټه ده او له هماغه پیله،چې د انسان نړۍاو ټولنیز ژوند پیل شوی، د ټولنیز ژوند ډګر، د شر او فساد ډګر و،که څه هم د انسان د “توحش” او څارويتوب پېر و او یا هم دوی ګروهمن دي،چې تمدن او فرهنګ د انسان طبیعت او ماهیت بدل نۀ کړ او هیڅ څیز هم و نۀ شو کړاى، ددې موجود چټله خټه بدله کړي؛خو له وحشي،لومړني او بدوي انسان سره د ننني متمدن او بافرهنګه انسان توپير په موخو کې نۀ؛بلکې یوازې او یوازې د کار په څرنګوالي،طریقې او بڼه کې دی.
“بدوي انسان” د بدوي والي له مخې او دا،چې پر فرهنګ او تمدن سمبال نۀ و،خپل جنایتونه یې ښکاره او بې پردې ترسره کول؛خو نننى متمدن او بافرهنګه بشر،تر پردې او زرين پوښښ لاندې او په لوکسو او ماډرنو الفاظو او اصطلاحاتو جنایتونه کوي،حال دا چې مطلب هماغه دی،څه چې وحشي انسان او څه،چې نننى متمدن انسان کوي،په ماهیت کې يې توپېر نۀ شته،یوازې په بڼه کې یې توپير دی. پایله څه ده؟ وايي: پایله نهیلي ده. چاره څه ده؟ وايي: ډلیزه ځان وژنه.
له نېکه مرغه،په موږ کې دا فکرونه لږ دي،که نۀ ول؛نو نوم به مې یې هم نۀ و اخېستای؛دا ځکه چې په لږ مقدار کې شته او پوهېږم، په تېره بیا په محصلینو کې دا شان فکر لږ شان شته او په ځینو کتابو کې مې هم لوستي ؛ځکه ورته ګوته نیسم.
عجیبه خو دا ده،چې وايي: هغه انسان،چې فرهنګي بلوغ ته رسېدلی وي،باید ځان ووژني. ولې؟ ځکه وروسته له دې،چې پوه شو، د انسان طبیعت لاعلاج دی،حق لري ځان ووژني او نور هم ورته وهڅوي. دا د “صادق هدایت” منطق دی. دا فکر په “اروپا” کې په بېلابېلو شکلونو خپور دی او شمېرې ښيي،سره له دې، چې په متمدنه نړۍ کې دومره سوکالي راغلې او ورځ پر ورځ د ځان وژنو شمېر لوړېږي او شمېرې یې زموږ په مجلو او ورځپاڼو کې هم خپرېږي.
((هیپي ګري)) ټولنېزه پدیده ده. چې د تمدن پر وړاندې غبرګون او کرکه ده، په دې مانا،چې تمدن ونۀ شو کړای،انسان ته څه وکړي؛یعنې بدل يې نۀ شو کړای.
د لوېدزې نړۍ “هیپي ګري” زموږ له “هیپي ګري” سره ډېر مۀ پرتله کوﺉ ؛ ځکه زموږ تقلیدي بڼه لري او فکر په کې نۀ شته؛خو هغوی چې هلته دا فکر رامنځ ته کړ،په واقع کې فلسفه لري،”له تمدنه د کرکې فلسفه”، چې ویې نۀ شو کړاى انسان ته کوم کار وکړي او دا غوټه نۀ خلاصېدونکې او دا ستونزه نۀ هوارېدونکې ده.
راپورونه به مو له “یونسکو” او نورو ځایو او پوهانو اورېدلي او لوستي وي،چې دا شان کسان په “مخدره توکیو” روږدي شوي،چې دا روږدېدل له همدې بدبینۍ او نهیلۍ راټوکېدلی دی.
هغه وخت،چې بشر دې پړاو ته ورسي، چې انقلاب ونۀ شو کړای انسان بدل کړي او چې ښه فکر کوي، ویني څومره رژیمونه،حکومتي سیستمونه، اقتصادي او غیر اقتصادي رژیمونه،چې بدل شوي،یوازې شکل یې بدل شوی،مانا،روح او باطن بدلون نۀ دی موندلى؛ نو له بيخه باید پرېږدو یې او دا یوه فرضیه او نظریه ده.
علم ځپنه
له دې نظریي مخکې یوه بله هم وه،چې نن په پر مخ تللیو هېوادو کې پلویان نۀ لري؛خو ورپسې روانو هېوادو کې پلویان لري او دا هغه نظريه او فکر دی،چې له «بېکن» پیل شو،چې ویل یې: (( د بشرد ټولو دردونو چاره علم دی،یوه مدرسه جوړه کړﺉ، یو زندان خراب کړﺉ. بشر همدا، چې علم او خبرې ته ورسېد؛نو ټولو دردونو ته یې لار پیدا شوې ده. د بشر دردونه څه دي؟ناپوهي،کمزورتیا، د طبیعت پر وړاندې عجز، ناروغي، بېوزلي، پرېشاني، پر انسان د انسان تېری او حرص یې. دا د انسان دردونه دي او علم ددې دردونو چاره ده.))
شک نۀ شته،چې په دې فرضیه کې د حقیقت یوه برخه پرته وه. علم د ناپوهۍ درد ته چاره ده،د طبیعت پر وړاندې د کمزورتیا او بيوسۍ چاره ده او په طبیعت پورې اړوند د بېوزلۍ چاره ده. ددې فرضیي په دې برخې کې حق او حقیقت شته؛خو د انسان ټول دردونه خو د انسان او طبیعت په اړیکې پورې نۀ ځانګړي کېږي. هغه دردونه،چې د انسان اړیکه له انسان سره پرې کوي؛ لکه تېری او هغه درد،چې د انسان له ذاتي طبیعته راټوکېږي؛ لکه یوازېتوب او پرېشاني؛ نو علم خو د دوى څه چاره ونۀ شوه کړای. دا،چې علم د انسان د ټولو دردونو درمل دی، دا نظریه په هغو هېوادو کې منسوخ شوې؛خو هغه هېوادونه، چې ورپسې روان دي،دا په کې لا تر اوسه شته او انګېري چې د ټولو دردونو چاره علم دی.
غلط نۀ شي،موخه د علم نفې نۀ ده؛لکه چې څرنګه مې وویل: د انسان ځینې دردونه؛بلکې نیم یې بې له علمه بله لار نۀ لري؛خو انسان نور دردونه هم لري،چې هماغه انساني دردونه یې دي؛یعنې هغه دردونه چې په انساني اړخونو پورې یې اړه لري،په اوزاري یا اداري بشپړتیا پورې نۀ؛بلکې د انسان د معنوي بشپړتیا په پړاو پورې اړه لري. دلته علم ګرم دی او پوهان،چې دلته رارسي؛ وايي: علم ناپېيلى او بې توپيره دی،علم انسان ته د وسیلې ارزښت لري،علم انسان ته موخه نۀ جوړوي ،علم د انسان موخې پورته نۀ وړي،علم انسان ته لوری نۀ ورکوي؛بلکې انسان په ژوند کې، چې کوم لوری ټاکلی، د علم له ځواکه ګټنه کوي.
نن وینو ډېری دردونه،چې انسان یې د انسان له اړخه لري،د ناپوهانو له خوا نۀ؛بلکې د عالمانو له لوري یې لري. ايا په نننۍ نړۍ او په دې تېرو پېړیو کې د ښکېلاکګر او ښکېلاک شوي ترمنځ په اړیکه کې ناپوهان ول،چې ناپوهان یې ښکېلاک کړل او و يې زبېښل ؟ یا پوهان ول،چې نور خلک،ناپوهان او پوهان یې ښکېلاک او وزبېښل؛نو دا فرضیه سمه نۀ ده،چې وايي: علم او فرهنګ ؛یعنې څه، چې انسان له نړۍ خبروي ( له فرهنګه مې مطلب تر همدى ځايه و) او انسان ته نړۍ ورپېژني او په بله وینا: پوهېدنه او”شناخت” د انسان د ټولو دردونو چاره ده.
شناخت اړین او لازم چار دی او بل څه یې مخه نۀ نیسي؛خو یوازې پوهه او شناخت هم بسیا نۀ دی،چې د بشر ټول دردونه درمل کړي.
د مارکسیسم نظریه
دلته درېمه نظریه رامنځ ته شوه،چې وايي: د انسان په هکله باید بدبین نۀ شو او له راتلونکې هم نهیلي نۀ شو؛ نو وايو: ولې مخکې دا شان شوي؟ وايي: تاسې ونۀ شو کړای، د بشر د درد جرړې پیدا کړﺉ. د بشر د دردونو جرړې یوازې ناپوهي او کمزورتیا نۀ؛بلکې پر انسان واکمنه ایديولوژي ده.
انسان ته یوه بله مسئله هم ده،چې بې له علم ،فرهنګ،صنعته او…. ده او هغه د “مکتب” او “ایدئولوژۍ” مسئله ده،چې پر ټولنې واکمنه ده. ددې لپاره،چې انسان وکړای شي، خپلو ټولو ټکیو ان هغو ټکيو ته، چې په انساني اړخ پورې یې اړه لري،بدلون ورکړي،هغه ایدئولوژي ده.
د دوی په ګروهنه کې، له کله چې بشر لومړنى اشتراک شاته پرېښود، له کومې ورځې،چې فردي مالکیت رامنځ ته شو،له کومې ورځې،چې ایدیولوژیانې د فردي ملکیت او طبقاتي ژوند پر بنسټ جوړې شوې، له کومې ورځې،چې ټولنیز سیستمونه د طبقاتو پر بنسټ جوړ شول، د انسان واکمنې ایدیولوژۍ، له انسانه د انسان د ګټنې اجازې ته قانوني بڼه ورکړه او مجاز او مشروع يې وګڼله.
څو چې دا وضع پر ژوند واکمنه وي، دا نېمګړتیاوې، کمزورتیاوې،وینه توييدنه،جګړې،شخړې ،انسان وژنه او دښمنۍ به هم وي؛خو که پر انسان واکمنه ایدئولوژي بدله شي؛یعنې دا هر څه له منځه ځي؛یعنې ګرد یو جمعي یووالی پیدا کوي او سره برابر او ورورنه کېږي او تېری ، پرېشاني او وېره به نۀ وي.
هغه مهال به انساني ټولنه؛لکه څرنګه،چې په فني او مادي اړخونو کې یې بشپړتیا موندلې وه،ورسره غبرګ په انساني اړخونو کې به هم بشپړتیا پیدا کړي او؛لکه څرنګه،چې په غړي کې يې وده کړې،ورسره غبرګ په روح،مانا او باطن کې به هم وده ومومي. دا هماغه مارکسیستي نطریه ده.
مارکسیسم ددې نظریي پر بنسټ دی؛یعنې د ټولو دردونو جرړه وګړنى مالکیت او طبقاتي ایدئولوژي ګڼي؛ نو ځکه بې تضاده او بې طبقې ټولنه، بشپړه او د بشپړتیا وروستي حد ته رسېدلې ټولنه ده.
پردې نظریي او فرضیي هم ډېرې عملي او عیني نیوکې دي. یو دا که ایدئولوژي یوازې د یو((فکر)) او((فلسفې)) په توګه وي؛نو ایا یو فکر او یوه فلسفه او یوه ښوونه دا ځواک لري،چې د انسان طبیعت بدل کړي؟ ولې علم و نۀ کړای شو،چې د انسان طبیعت بدل کړي؟
ځکه علم یوازې پوهاوى،پېژندنه او اطلاع ده. یوه ایدیولوژي،چې خپل ټول عناصر یوازې په شناخت کې رانغاړي؛یعنې د لېوالتيا په مفهوم، ايماني عنصر په کې نۀ وي؛ نو د انسان پر طبیعت به څه اغېز وکړای شي؟
ایا واکمنه ایدیولوژي د واکمنو له طبیعته رامنځ ته شوې؟ یا ایدیولوژۍ، د واکمنو طبیعت دغسې کړی دی؟ تاسې چې “عین” پر “ذهن” ړومبى ګڼئ، نۀ شئ ویلای،واکمن طبقات په دې دلیل تېری کوي،چې دا ایدیولوژي لري؛بلکې ویلای شئ، په دې دلیل ظالمانه ایدیولوژي لري،چې طبیعت یې ظالم دی؛یعنې د ګټې پلټنې او ګټې لټونې د حس دغسې غوښتنه ده؛یعنې د بشر په خټه کې دا ځانګړنه شته، تر کومه بریده،چې امکانات ورته اجازه ورکړي، ګټه پلټونکی او ګټه غواړى دی؛ نو ستاسې د وینا له مخې، ګټې غوښتنې دا ظالمانه ایدیولوژي رامنځ ته کړې،نۀ دا چې ایدیولوژۍ هغه طبیعت په انسان کې راپنزولى دی.
انسان د ایدیولوژۍ او فکر په لاس کې اوزار نۀ؛بلکې ایدیولوژي د انسان په لاس کې اوزار دی. ستاسې په وینا، دا فکر ایديالیستي دی،که ووایو،چې : انسان د خپل فکر او د خپلې جوړې شوې ایدیولوژۍ په لاس کې اوزار دی. که دغسې وي؛نو ایا که ایدیولوژي بدله شي او بل شکل پیدا کړي،حال دا چې انسانان نۀ دي بدل شوي،دا لار پر انسانانو تړي،چې ځینې یو ځل بیا د همدې انساني او طبقاتي ضد ایدیولوژۍ په نامه، انسان په انسان زبېښي او اختناق او زندۍ کول رامنځ ته کړي؟!
ټولې خبرې دا دي: څومره، چې نظام او شکل یې بدلون کړی، انسان له طبیعت سره په هماغه نظام کې ښکاره شوی او بیا یې هغه نظام ځان ته اوزار کړی دی.
له کومه ډاډمن شو،چې دغسې ونۀ شي؟ خو په هغو هېوادو کې، چې له داسې ایديولوژۍ لاروي کېږي،انسان ازادي لري؟ هلته تساوي شته؛ خو نه په نېکمرغۍ کې ؛ خو په بد مرغۍ کې هرومرو تساوي شته. هلته طبقات شته؛خو نۀ د اقتصادي طبقاتو په شکل؛بلکې په دوو سوو میلونو خلکو کې ،لس میلونو د کمونیست ګوند په نامه هر څه په واک کې لري. ولې یو سل او نوي میلیونه نور نۀ پرېږدي،چې کمونستان شي؟؛ځکه که اجازه ورکړل شي،امتیازات له منځه ځي. د طبقاتي ضد ایدیولوژۍ په نامه ستر غبن او بدمرغۍ رامنځ ته شوې ده. نوې طبقه رامنځ ته شوې؛خو د طبقې په نامه نۀ؛ دا ځکه تر هغې چې فکر،فکر وي او تر هغې،چې فلسفه،فلسفه وي؛یعنې په ذهن، بشر او شناخت پورې اړه ولري،نۀ شي کړای د بشر په طبیعت کې اغېز وکړي.
پوهاوى (شناخت) یوازې انسان ته لار هواروي،چې خپلې ګټې ښه وپېژني او ژور فکر پیدا کړي؛خو پوهاوى کله هم لوړې موخې نۀ ورکوي،چې زما په دننه او خټه کې لوړې موخې نۀ وي؛نو څرنګه کړای شم،پیدا یې کړم؟ خو تاسې په خپله نۀ ویاست،چې فکر انسان ته هیڅ اصالت نۀ لري؟،چې کله هیڅ اصالت نۀ لري،نۀ شي کړای انسان کابو کړي.
د اګزیستانسیالیسم نظریه
د “اګزیستانسیالیسم” په نامه بل فکر او فلسفه هم پیدا شوه،چې د انسان په هکله”نړۍ لید” یې هماغه “مادي نړۍ لید” دی او”ماتریالیستي” فکر کوي؛خو دوی طرح او نظریه ورکړه او کومه نېمګړتیا،چې په “مارکسیسم” کې ده؛یعنې د لیوالتیا مسئله یې لرې کړه؛ځکه په “مارکسیسم” کې،انسانیت یا که ووایو: انساني ارزښتونه، اخلاقي معناګانې او مفاهیم؛لکه عدالت ایديالیستي بې ارزښته مفاهیم ګڼي؛ خو اګزیستانسیالیستان په انساني ارزښتونو پورې ونښتل،چې وکړای شي په انسان کې د لېوالتیا مبداء رامنځ ته کړي،نۀ یوازې د شناخت او فکر مبداء؛یعنې یو څیز، چې جاذبه ولري او انسان ځان ته رامات کړي او بې له مادي موخو انسان ته سپېڅلې او سترې موخې وټاکي؛نو ځکه پر انساني ارزښتونو او څه ته،چې انسانیت وايي،پرې يې ډډه ووهله او دا یې مخ بنا او بې ارزښته ونۀ ګڼل.
خو باید وپوښتل شي، تاسې چې واست : نړۍ تشه ماده ده او ټوله هستي بې له مادې، فعل او انفعلاتو بل څه نۀ ده؛نو په دې مادي نړۍ کې دا انساني ارزښتونه څه دي؟
انسان ته وردرومو،چې د دې فلسفې له مخې انسان څه دی؟ انسان بې له همدې اندامه بل واقعيت نۀ لري او له مادې جوړ شوی دی.څه،چې له دې مادي جوړښت سره اړیکه نېولای شي، ګټه ده او يوازې همدا حقیقت لري او بس.
که زه مادي حقیقت یم او په واقعيت او جوړښت کې مې بې له مادیاتو بل څه نۀ شته،له بهر سره په اړیکه کې مې هم بې له مادیاتو بل څه لاسوهنه نۀ شي کړای. زه باید په هغې پسې ولاړ شم،چې مادي عینیت ولري. ما ته کور، کالى، ډوډۍ او جنسي چارې عیني امر دی.
پوښتو چې: انساني ارزښتونه څه دي؛ لکه “سرښندنه” یا دا،چې انسان په سرښندنې دا ارزښتونه په ځان کې ځایوي؟ ځواب ورکوي: دا نۀ شته؛خو دا چې انسان د اراداې خاوند دی،کړای شي ارزښتونه وپنزوي.ارزښت نۀ شته او عیني وجود نۀ لري او په خارجي عالم کې کوم واقعیت نۀ دی،چې ور ورسم؛ځکه دا مادي غټه غونډۍ چېرته رسېدلای شي؟ رسېدل يې يوازې دا دي،چې ددې کوټې له دې سره هغه بل ته ورسي، نور رسېدل راته څه مانا نۀ لري؛ځکه مادي مفهوم نۀ لري.
وايي: ارزښتونه عیني واقعیت نۀ لري؛خو موږ ورته واقعیت او ارزښت ورکوو او انسان ارزښتونه پنزوي.
دا د نړۍ له ټولو بې عقلوخبرو ده. دوی ته باید وویل شي،چې د خبرو مانا مو څه ده،دا چې وايئ: موږ ارزښت پنزوو،موږ دې کار، دې سرښندنې، تېرېدنې او خدمت ته ارزښت ورکوو، حال دا چې د مادي نړۍ کې ارزښت بیخي مانا نۀ لري. دا خو داسې دى؛ لکه چې د دې اوسپنې میکروفون ته ووایم: میکروفونه! زه درته د سرو زور ارزښت درکوم. ایا زما په ویلو به له سرو زرو شي؟ اوسپنه،اوسپنه وي. یا ووایم: لرګیه! زه درته د سپینو زرو مقام درکوم، که ټول عمر هم ووایم، چې د سپینو زرو مقام درکوم؛نو سپین زر به نۀ شي. لرګى،لرګى دی او واقعیت یې نۀ بدلېږي؛خو انسان کړای شي دغسې وکړي؟ د عیني واقعیت ورکولو په مانا د ارزښت بښل او د ارزښت پنزونه بیخې معنا نۀ لري. هو ! ارزښت د اعتباري واقعیت ورکولو په مانا،مانا لري؛یعنې څه؟ یعنې زه اعتبار فرضوم،چې یو څیز چې بل څیز دی. [ پدې باب وګورئ: علامه طباطبايي، اصول فلسفه و روش ريالېزم، شپږمه مقاله] انسان له قراردادي او اعتباري چارو یوازې د وسیلې په توګه کار اخیستلای شي. فرض کړئ،څوک له بل ځایه، هېواد ته راغلی دی. موږ کړای شو د تړون له مخې ورته د خپل هېواد تابعیت ورکړو او تذکره هم ورکړو؛یعنې د تړون له مخې یې خپل کړو او له ټولو حقوقو،چې هېوادوال ګټنه کوي،دا یې هم ولري. دغسې تړونونه وسیلې دي، اعتباري دي او یوازې دومره ارزښت لري،چې د یو عیني چار لپاره وسیله شي؛خو اعتباري امر، چې انسان ځان ته فرض کړى وي، نۀ شي کړای ورته موخه شي؛ لکه يو انسان که سړی او یا ښځه،غواړي د ژوند ملګری یې ښکلى وي، که اوس څوک بدرنګه ښځه ولري؛خو دا ووايي: فرض مې وکړ،چې تۀ ښکلې یې او د ښکلې په څېر ورسره مینه هم کوي؛نو دا ناشونې ده. دالکه د بوت پالو په څېر دی،چې بوتان یې جوړول او بیا عبادت یې کاوه. قرآن حکيم وایي: (( أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ = ايا څه چې په خپله توږئ (؛نو) عبادت يې كوئ؟!)) (صافات/۹۵) ( معبود یعنې هدف)
د انسان موخه باید د انسان له فرض په هخوا کې واقعیت ولري. انسان خو نۀ شي کړای ځانته یو څیز فرض کړي،چې موخه وي،بیا په فرض يې واقعي موخه شي.
د اعتباري چار ارزښت یوازې په وسیله کېدو کې دي؛ نو دا ګونګه مسئله،چې انسان د خپلو ارزښتونو پنزوونکى دی؛خو شونې ده، کېداى شي انسان یو څیز فرض کړي او بیا یې موخه کړي؟
“محمد باقر حجة الاسلام”،چې په “اصفهان” کې و، ډېر د تقوا خاوند و او ګروهمن و،چې “مجتهد” او د “شرع حاکم” دې شرعي حدود په خپل لاس پلي کړي؛ يعنې که جوته شي،چې پلانکى قاتل دی او اعدام شي،خپله یې باید اعدام کړي او که جوته شي،چې پلانکي زنا یا لواط کړی یا شراب څښلي،په خپله دې پرې حد جاري کړي. خلک،چې د دغسې څیزونو تږي ول. هر حد،چې یې جاري کاوه،لاپسې مشهورېده ،چې په هغه سیمه او ښايي د “ایران” په سهېل کې یو ځواک شوی و،چې په اسلامي علماوو کې بې سارى و. یو سړي، چې نۀ لوست درلوده او نۀ معلومات، ددې “سید” مخې ته هټۍ پرانېسته او ځینې یې پر ځان راټول کړي ول. یو ورځ “سید” ته جوت شول،چې پلاني دا کار کړی،حد یې پرې جاري کړ. د “اصفهان” هر کور ته، چې ځې “سید” په کې یادېږي. د شاوخوا ځینو یې وویل: ولاړ شئ او څوک راوړﺉ، چې حد پرې جاري کړو. وویل شو: هسې په هسې خو پر چا حد نۀ شي جاري کېدای. “سید” په کور کې ناست و ،ځینې راغلل او شکایت یې وکړ،چې له کوره مې غلا شوې،بیا شاهدان او دلیلونه راځي،سید ته شرعاَ جوته شوه او حد یې جاري کړ. ایا موږ هم ولاړ شو او څوک راونیسو،چې تاسې پرې حد جاري کړئ؟! ویې ویل: پروا نۀ کوي، خپله به ورسره د لواط عمل وکړو او بیا به پرې حد جاري کړو.
پخپله ارزښت پنزوي، بیا یې عبادت هم کوي، داسې خو نۀ کېږي! ؛ نو ځکه وروستى ښوونځى راپیدا کېږي.
د اسلام نظریه
وروستى ښوونځى وايي: بشر،چې نن د انسان د طبیعت پر ضد شهادت ورکوي،چې د انسان خټه له بدۍ،شر او فساده ده،هماغه د پرېښتو ناحقه او ناخبرى شهادت دی،چې د انسان له پنزونې مخکې یې ورکړى و او خدای دا شهادت يې رد کړ.
وګورﺉ ! د انسان له پنزونې مخکې،قرآن حقایق په کومه ژبه بیانوي! دا ټول رمز او حقیقت دی.
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً=(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرېښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم .)) پرېښتو په هر دلیل چې و،یا ښايي په دې دلیل، چې له دې انسانه مخکې نور انسانان هم ول،یا هم د بل دلیل له مخې،د انسان د وجود له یوه اړخه خبرې وې، د انسان له حیواني خټې باخبره وې او نورې خبرې نۀ وې، د نوولسمې او شلمې پېړۍ د انسان خبره یې وکړه، ویې ویل:(( أتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ = ايا داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟)) خدایه دا ولې؟ یو شریر ، فاسد خټى او دغسې موجود پيدا کوي، چې جګړه او وینه توييدنه یې خټه او طبیعت دی؟! ایا دغسې موجود پنزوې؟! زموږ په شان موجود وپنزوه،چې په خټه کې مو هیڅ حیواني غوښتنه نۀ شته،یوازې معنوي غوښتنه ده. ((وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ = نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو)) ورته ځواب ورکړ شو:(( إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَتَعْلَمُونَ= په حقيقت کې چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نۀ پوهېږئ.))
د قرآن حکيم عجیبه تعبیر دی. د انسان پر خټه ګوته نیوونکیو ته،خدای پر هغه ورځ داسې ځواب ووایه : تاسې نۀ پوهېږﺉ، انسان مو نۀ دى پېژندلی، یوازې زه پوهېږم ،چې څه پنزوم. تاسې یو اړخ یې لوستى،بل مو نۀ. تاسې د انسان حیواني او طبیعي لیوالتیا لیدلې او معنوي،الهي او انساني لیوالتیا یې مو نۀ ده لیدلې، انساني فطرت مو نۀ دی لیدلی. ما په انسان کې داسې فطرت اېښی،چې له کبله یې د خپلې خوښې له مخې او له هر ډول ایديولوژۍ فارغ،سپیڅلتیا ته په کې لیوالتیا، په خټه کې يې اېښوول شوې. هغه ایدیولوژي، چې انسان ته يې راوړم ، یو رکن یې د همدې فطري او طبیعي لیوالیتا پر بنسټ دی.
ما ددې انسان په خټه کې د “حق غوښتنې”،”حق پلټنې”،”حقیقت پلټنې”،”عدالت غوښتنې” او “ازادي غوښتنې” او…ماده ایښې ده؛ ټول خو څه “ځانمني”،”حیوانیت” او “طبقاتي” ګټې نۀ دي، ټول خو “زور” او ” تېری” نۀ دی، له رڼا او تيارې جوړ مرکب دی او همدې جوړښت او ترکیب له هر موجوده لوړ کړی دى او له تاسې پرېښتو نیولی تر تاسې لاندې پورې.
خو یوه ایديولوژي،چې په وینا يې یوازې د یوې ډلې ګټې په پام کې نیسي،کړای شي انسان ته لارښوونه وکړي؟ او یا یوه ايديولوژي،چې یوازې فکر او فلسفه ده او د انسان له معنوي لیوالیتاوو بې خبر او د انسان له واقعیته ناخبره ده؛نو ایا کړای شي د انسان ښوونکى او مشر اوسي او د انسان د سترو ارزښتونو روزونکى وي؟ یا هغه بل،چې مدعي دی، انسان په خپل ذات کې هيڅ نۀ لري،يوې خوا ته هم لیوالتیا نۀ لري،سپېڅلتیا په کې بیخې مانا نۀ لري،یوازې مادي او خاورين موجود دی؛خو بیا پخپله، ځان ته [ ارزښت] فرضوي او پنزوي . دا ټولې خوشې او بې مانا خبرې دي؛ نو ځکه انسان ته باید خپل ځان وروپېژندل شي:
انسانه ! ځان وپېژنه.
انسانه ! ځان ته سمه ښوونه وکړه.
انسانه ! ځان سم وروزه.
انسانه ! خپله موخه وپېژنه او خپله بشپړتیا وپېژنه.
دا به انسانیت ته سپکاوی وي،چې ټولې هڅې انسان په تېر وخت کې کړي، د وګړیز،ډليیزې او ملي یا هم دغسې نورو ګټو په لار کې یې وګڼو. انسان په خپله دننه کې د دوو “علوي” او “سفلي” خټو لرونکى دی،چې له یو بل سره د جهاد او مبارزې په حال کې دي.
هغوی،چې په دننه کې،”علوي” قواوو یې “سِفلي” قواوې تر خپل عادلانه کابو لاندې راوړي؛نو په ټولنه کې د حق،حقیقت او عدالت پلویو حزب یې جوړ کړ او هغوی،چې په دې لار کې ماتې وخوړه، حیوان صفته او د پرېوتیو انسانانو حزب یې جوړ کړی.
د قرآن حکيم د تعبیر له مخې ،د انسان پرتمينې مبارزې د حقوالو او باطلوالو تر منځ هڅه دى،له خارجي طبیعته د ازاد شوي انسان او د نورو انسانو له اسارته ازاد شوی او له خپل دننني حیوانه ازاد شوى، عقیدې،ایمان او ارمان ته رسېدلی انسان؛هغه انسان،چې ډډه یې عقیده او ایمان دی او د هغه انسان ترمنځ (مبارزه)،چې بې لارې او يوازې ځان ته ګټه رسوونکى وي.
ګورﺉ ! قرآن څومره ښه په انسان کې لومړنى تضاد او اختلاف بیانوي. که د تاریخ په بڼه وي او یا هم د یو تمثیل په بڼه.
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَاناً فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ
ژباړه: او (پېغمبره!) دوى ته د آدم د دوو زامنو د حقيقت ستر خبر واوروه : چې كله دواړو (خداى ته) قرباني وړاندې كړه؛نو د يوه ومنل شوه او د بل و نۀ منل شوه ( هغه ورور (=قابيل) چې قرباني يې و نۀ منل شوه، هغه بل ورور (=هابيل) ته ) وويل :(( زه به دې هرومرو ووژنم!.)) هغه ځواب وركړ:(( زما څه ګناه ده؟؛ځكه) خداى خو يوازې د پرهېزګارانو(قرباني) مني؛(مائده/۲۷)
لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
ژباړه: كه تۀ زما وژلو ته لاس راوغځوې،زه به ستا د وژلو لپاره لاس در و نۀ غځوم؛ ځكه د نړۍ پال الله (له عذابه) وېرېږم .(مائده/۲۸)
إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوأَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ وَذلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ
ژباړه: زه غواړم،چې تۀ زما او په خپله ګناه دې ( د خداى لوري ته ) ورستون شې او په پايله كې له دوزخيانو شې او دا ده د ظالمانو سزا.)) .(مائده/۲۹)
فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ
ژباړه: نوغړاند نفس لږ لږ هغه د خپل ورور وژنې ته وهڅاوه او( په پاى كې يې ) وواژه او له زيانكارنو شو.( مائده/۳۰)
قرآن مجيد د “قابیل” او “هابیل” په قيصه کې، د دوو انسانانو ترمنځ جګړه بیانوي،چې یو یې ارمان او عقیدې ته ورسېد. حق پالى،حق غوښتى،باانصافه او مادي لیوالتیاوو ته له ورماتونې ژغورل شوى او فارغ انسان دی او بل یې بې لارې او حیوان صفته دی.
لومړنی هغه انسان دی،چې پر ژبه یې د خدای او تقوا خبره ده او دا، چې خدای د تقوا پر بنسټ عمل مني او بس،داسې انسان دی،چې هغه بل ته وايي: (( که تۀ رامخکې شې او ومې وژنې؛نو زه به دې وژونکې نۀ یم،( نو وژنه د انسان په طبیعت کې نۀ شته)، زه مې له پالوونکي وېرېږم.))
د هغه بل انسان په هکله وايي: (( فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ= نو غړاند نفس لږ لږ هغه د خپل ورور وژنې ته وهڅاوه.)
په قرآن حکيم کې د “هابیل” او “قابیل” قيصه له ښکلیو قيصو ده،چې د انسان په هکله د قرآن نظر بیانوي،چې څرنګه انسان ارمان، عقیدې او ایمان ته رسېدلى او له مادي،طبیعي، ټولنیز او ځاني بندونو ازاد شوی او عقیده پال دى او څرنګه د ګروهې په لار کې ټینګ ولاړ دی او څرنګه بل انسان سِفل ته لیوالتیا پیدا کوي.
تېروتنه دې ونۀ شي،د “قابیل” او “هابیل” جګړه، د انسانانو د طبقاتي جګړو تمثیل نۀ دی،چې دا “مارکس ځپنه” ده. دا جګړه له ټولو ښکلې انځور نه ده،چې قرآن بیان کړې ده. قرآن حکيم په تاريخي شننو کې،له يوې خوا د مستضعفينوو ونډه او په بل لوري کې د «مَلا» او «مترفینو» ونډه بیان کړې ؛خو تل یې کوښښ دی،چې د تاریخ پر مخ وړونکې جګړې، د ګټه غواړي او عقیدې ته رسېدلي انسان ترمنځ جګړه تفسیر کړي. د “امام مهدي د پاڅون او انقلاب” په کتاب کې مې تر څه بریده دا مسائيل بیان کړي دي.
د قرآن له نظره؛ لکه څرنګه چې د انسان په دننه کې دا دوه بهیرونه دي،د انساني ټولنې په تنه کې هم دي؛ځکه انسانان دوه ډلې کېږي: (١)سپېڅلي،ګروهمن او ارمان ته رسېدلي او(٢) څاروي صفته او بې لارې انسانان.
دا ښوونځى په انسان کې د حق پالنې پر خټه ګروهمن دی، هم پر انساني ارزښتونو ګروهمن دی او د مارکسیسم غوندې د انساني ارزښتونو نفې کوونکى نۀ دی او ذهني او ایديالیستي چارې یې نۀ ګڼي او هم یې د یو لیوالتیا په بڼه وړاندې کوي؛خو نۀ د قراردادي او د انسان په لاس د پنزول شویو چارو پر لور لېوالتيا؛ بلکې د راسپړېدونکيو حقايقو پر لور لېوالتيا:
انسانه! ځان وپېژنه، واقعیت دې درک کړه، دا ارزښتونه در کې دي،دا په ستره نړۍ کې هم شته او تۀ هم ددې سترې نړۍ بېلګه یې، (تخلقوا باخلاق الله = ځان په الهي خويو سمبال کړه)؛ دا عالي الهي صفتونه دي،د دې الهي صفتونو رڼا ستا په وجود کې نغښتې ده؛نو ویې لټوه.
د انسان راتلونکې څرنګه ده؟ ایا د همدې انسانانو غوندې ده، چې د پرېښتو خبرې تکراروي او ووایو: انسان چټل طبیعت لري او د راتلونکي په اړه یې نهيلي اوسو او په ناوړو افکارو؛ لکه ځان وژنې پسې شو او نشه يي توکیو او ….. ته مخه کړو؟! یا ټولې معجزې له ایدیولوژۍ وغواړو،چې د زرګونو ستونزو په درلودو، یوازېنۍ ځانګړنه یې دا ده،چې طبقاتي نۀ ده.
یوه ستونزه یې دا ده، چې ومې ویل: ستا ښوونځی چې وايي،حرکت د تضادونو زېږنده ده او که تضاد نۀ وي؛ نو حرکت به هم نۀ وي،چې بې تضادې ټولنې ته ورسېدو؛یعنې بې حرکته،بې ارمانه،ساکنې او مړې ټولنې ته به رسېدلي یو. ایا د انسان وروستى تکامل دا دى،چې انسان درېدنې ته ورسي؟ تم ځای ته ورسي؟ یا د انسان تکامل د تضادونو له مسئلې هخوا دى؟!
وروسته له دې،چې انسان تضادونه هوار هم کړي؛نو د ((فاستبقو الخیرات)) ار یې مخې ته درېږي؛یعنې انسان که د تضادونو د نفې پړاو ته هم ورسېد؛نو ایله هغه پړاو ته رسېدلی،چې خپلې نیمګړتیاوې یې لرې کړې او دا خو د کار پیل دی، د پورته ختنې پېلامه ده،چې باید پورته ولاړ شي،( او دا لار) پاى نۀ لري،څومره چې پورته خېژي،په هستۍ کې ورته پورته تګ شونى دی.
که پېغمبر اکرم هم تر ابده پورته ولاړ شي، ډګر لري؛خو موږ ته د تصور وړ نۀ ده؛خو دا واقعيت شته ؛ نو دا چې د انسان “ایدياله ټولنه”،عقیدې او ارمان ته د رسېدلي انسان ټولنه ده،د ګټې غواړي انسان پر ټولنې بریالۍ ټولنه ده او په حقیقت کې باید ووایم،چې دا بریا،د سمونې،تقوا او انصاف بریا ده، د انسان د یو اړخ بریا پر بل یې ده او د قرآن په تعبیر: پر “حزب الشیطان” د “حزب الله” بریا ده او دا چې انسان عاقل، باخبره، ازاد، مختار، مسوول او مکلف موجود دی او له ارادې سره پنزول شوی،له هماغې لومړۍ ورځۍ،چې د انسانیت مقام ته رسېدلی( هر وخت، چې غواړي) لومړى انسان، چې د انسانيت مقام ته رسېدلى،چې د خدای حجت و،هیڅ کله یې امکان نۀ درلود، چې انسان د ځمکې پر مخ راشي او د خدای حجت (؛ یعنې هغه،چې دنده او مسولیت یې ټاکي)،موجود نۀ وي؛ نو انسان دغسې راتلونکې لري او دغسې موخه لري، د خپلې پوهې موخه، پر باطل د وروستۍ بریا موخه او د انسان فطري اړخونه سر اېښوونې ته راوستل او همدا د حق او باطل د مبارزې بهیر دی،چې دوام مومي، تر دې،چې د الهي اولیاوو د وړاندوينې له مخې، داسې یو دولت او حکومت به رامنځ ته شي، چې د “امام مهدي پر” دولت تعبېرېږي.
نو د انسان د تکامل مسئله، په انساني اړخونو کې په ټپه ولاړ حالت ته نۀ ده رسېدلې. دین د همدی لپاره دی؛ځکه دین هغه ایديولوژي ده،چې د انسان پر روحاني خټه یې ډده وهلې او د انسان راپېژندونکى دی، له دې خټې د انسان خبرول او د انساني وجود ددې اړخ روزنه او د انساني وجود د دواړو اړخونو؛”علوي” او”سِفلي” ترمنځ د تعادل رامنځ ته کول دي.
عبادتونه،دعاګانې، له ګناهانو،دروغو،خیانت،تېري او غیبت ځان ساتنه،دا ټول پر ټولنیزو اړخونو سربېره، انساني او روزنیز اړخ هم لري؛یعنې د هماغه انساني اړخ د بېرته راژوندي کېدو په موخه دي.
نو که موږ واقعاً وغواړو، د انسان د تکامل په لار کې قدم کېږدو،باید ځان له دې ټولو مسایلو پورته وګڼو؛ یعنې انسان داسې موجود دی،چې کړای شي له طبقاتي او غیر طبقاتي هډې هخوا ګروهیزه عقيده ولري. د انسان مبارزه کړای شي،سل په سلو کې ارماني او ګروهیزه منځپانګه ولري، ایماني ماهیت ولري؛خو دا مبارزه له کوم ځایه پېلېږي؟ ستا له دننه. دا یوازې د انبیاوو په ښوونو کې دي او د غیر انبیاوو په ښوونو کې دغسې ښکلې بېلګې نۀ شته.
پېغمبر اکرم (ص) له بهرني دښمن سره د مبارزې لپاره لښکر لېږلی و،چې بریالی راستون شو،هر کلي ته راوځي( موقع پېژندنې ته وګورﺉ،په کوم ځای کې،پېغمبر اکرم(ص) څرنګه خبره کوي) او وايي: ((پر هغې ډلې دې افرین وي،چې له کوچنۍ مبارزې راستنه شوه؛خو ستره مبارزه لا پاتې ده.)) ټولو په حيرانتیا وویل: (( رسول اکرمه! ا له دې هم لا ستره جګړه شته؟)) ویې ویل: (( هو،ستره مبارزه له نفس سره جهاد دی؛ ستاسې انسانېدل.))
د انسان په هکله دا پوهېدنې او له نفس سره د انسان مبارزه،په نورو ښوونو کې نۀ ځاييږي؛يعنې نورې ښوونې دا شان ظرفیت نۀ لري،چې دغسې حکمونه او ښوونې ولري، قرآن حکيم وایي:
قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا
ژباړه: چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين چې بريالى شو.(شمس/۹)
وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا
ژباړه: او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!(شمس/۱۰)
___________________________
پوښتنه: “صادق هدایت” که ځان وواژه، د خپلې ټولنې حقیقت یې کته او چې څه یې لیدلي،وړاندې کړي يې دي.
ځواب: تېر نۀ و ځئ! د”هدایت” غوندې کسانو زموږ او د انسانیت ټولنې ته سپکاوی کړی؛ لکه، چې مې وویل: دوی هماغه د معترضو پرېښتو منطق وکاروه. دوی په خپلو ټولنو کې یوازې فسادونه ولیدل،نېکۍ او ښکلاوې یې ونۀ لېدې. یو اړخیز لیدل ناسمه او بده ښوونه (بد اموزي) لري.
د یوې ټولنې سمه لیدنه دا ده،چې بې له هر راز کینو او تربګنیو د ټولنې نېکۍ ووینو او د ټولنې بدۍ هم ووینو.
که یوازې بدۍ ووینو او له بیخه ښېګڼې ونۀ وینو او له همدې مخې ترې انکار وکړو، دا له ټولنې سره یو ډول خیانت دی،چې ورو ورو له ځان سره د خیانت لاملېږي،چې انسان تل ځان ته تلقین کړي،چې بې له شر،فساد ، بدۍ ،بد ذاتۍ او شرارت،بل څه نۀ شته؛نو د هماغو نهیلیو او هماغو ځان وژنو لاملېږي.
په هغو کسانو کې،چې هیڅ رڼا او ښېګڼه نۀ وي؛ځکه دنیا ته په خپلو سترګو ګوري او ډېری هم ځان ته ګوري او انګېري ،چې په ټولنه کې هم هیڅ ښه والی نۀ شته. که انسان په ځان کې انساني ځانګړنې ولري؛نو دلیل نۀ شته،چې ووايي: په بل هیڅ چا کې هم نۀ شته،چې ویني په ځان کې یې هېڅ ښېګڼه نۀ شته؛نو نور هم دغسې ګوري.
پوښتنه: که بشري ټولنه پر خپله لار تکامل ته رسي؛نو ” امام مهدي” ته څه اړتیا ده؟
ځواب :دا يوه تېروتنه ده،چې په ټولنه کې مو شوې او هغه دا،چې انګيري د “امام مهدي” راښکاره کېدنه یوازې چاودنیز او انفجاري ماهيت لري. دا انځور پر ځانګړې بدبینۍ ولاړ دى؛یعنې هغوی هم په روایتونو کې د بدبینۍ اړخ ته لیدلي او دغسې فکر یې کړی،چې که بشریت د ظلمت او تيارې وروستۍ پولې ته ورسېد،چې د حقوالو او حقیقت هیڅ خبر او اغېز نۀ وي؛نو ناڅاپي چاودنه به وشي او د “امام مهدي” د راښکاره کېدو لامل به شي. حال دا چې دغسې نۀ ده؛ بلکې “امام مهدي” د انسان د مبارز وروستۍ کړۍ ده او ما په اړه يې د “امام مهدي پاڅون او انقلاب” په کتاب کې له قرآن کریم او روایاتو مطالب راټول کړي دي؛ نوځکه هغه په دې نامه عمل ته نۀ را دانګي،چې نور انسانان فعاليت نۀ کوي او دى ورسره د يو ما فوق انسان په توګه لاسنيوى کوي؛بلکې “امام مهدي” له انسان سره د مرستې په نامه را دانګي .
پوښتنه : تاسې وویل ، داچې ويلي يې دي:علم کړای شي د انسان ټول دردونه علاج کړي،څه چې له طبیعت سره د انسان په اړه دي،سم دي؛خو څه چې له انسان سره د انسان په اړه دي، سم نۀ دي،ستاسې له نظره ښکېلاک ځپلي خلک د علم هغه حد ته رسېدلي او بیا هم ځان نۀ شي ژغورلای.
ځواب: د دوى موخه دا وه،چې د ښکېلاک ځپلي ګناه هم ناپوهي ده؛ نو علم یې چاره کړای شي. دې ټکي ته مې پام و. دا مطلب زما نظر تايیدوي. زما بحث دا و،چې ایا علم د انسان ماهيت بدلولای شي او که نۀ؟
ددې مانا،چې علم د انسان ماهیت بدلوي،دلته علم دی،چې د ښکېلاک ماهيت بدلوي او د ښکېلاکۍ مخه یې نیسي. ستاسې د خبرې مانا دا ده،چې ښکېلاک شوی هم پوه نۀ دی، باید پوه شي او د خپلو موخو لپاره له علمه د اوزار په توګه کار واخلي؛ځکه ښکېلاکګر هم عالم دی او له علمه د اوزار په توګه ګټنه کوي. زه په دې کې بحث نۀ لرم ،چې له علمه دې د اوزار په توګه ګټنه وشي او که ښکېلاک ځپلی هم عالم شي؛نو کړای شي له علمه د اوزار په توګه ګټنه وکړي؛بلکې بحث مې دا و،چې علم د سړي ماهيت بدلولای شي او که نۀ؟ ومو ویل: نۀ !
پوښتنه: د “هابیل” او “قابیل” په قيصه کې قرآن کریم وايي: (( لَئِنْ بَسَطْتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لَأَقْتُلَكَ= كه تۀ زما وژلو ته لاس راوغځوې؛زه به ستا د وژلو لپاره لاس در و نۀ غځوم. ایا مانا یې دا نۀ ده، چې له ځانه دفاع نۀ کوم؟
ځواب :نۀ!؛ځکه دا تعبیر نۀ لري،که تۀ غواړې ومې وژنې، زه د خپل وژنې خنډ نۀ ګرځم. غواړي ووايي: که تا مې د وژلو هوډ نیولی؛خو زه دې د وژلو هوډ نۀ لرم. دواړو ته بحث،د لومړنۍ وژنې دی،نۀ له ځانه د دفاع؛ځکه د قرآن کریم تعبیر دا دی: (( كه تۀ زما وژلو ته لاس راوغځوې؛زه به ستا د وژلو لپاره لاس در و نۀ غځوم . )) مانا یې دا ده که تۀ مې لومړنى قاتل اوسې، زه دې لومړی قاتل نۀ یم.
پوښتنه: په قرآن کریم کې راغلي: (( زه په ځمکه ځانته ځایناستی ټاکم))، له ځایناستي یې موخه څه ده؟
ځواب: دلته ځایناستى؛یعنې استازی،ننداره ګر؛خو ننداره ګر څه ته وايي؟؛یعنې زه غواړم داسې موجود وپنزوم،چې په کې خدايي صفتونه لیدلای شو؛ځکه په ځایناستیو کې دا غوڅه قاعده ده، چې که انسان په یو مقام وي او غواړي،ځان ته ځایناستى وټاکي؛نو هغه ټاکي،چې په ځانګړنو کې د ده په شان وي؛یعنې د هغه ننداره ګر او ښکارندوی وي.
سرچینه :تکامل اجتماعی انسان در تاریخ د استاد شهید مطهری لیکنه