کوچنیان او جنسي څوبتیاوې یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب […]
کوچنیان او جنسي څوبتیاوې
یوه ستونزمنه روزنیزه مساله، د کوچنیانو او زلمیانو له جنسي مسایلو سره چلن دی. جنسي څوبتیا یوه ځواکمنه غریزه ده، چې متعال پنځګر د ځوځات د پایښت لپاره د بنیادم په خټه کې ورایښې ده. دا څوبتیا په وړوکتوب کې پټه وي او سوکه سوکه سر راپورته کوي او په زلمیتوب کې ښه پوره زور اخلي.
[دا یوه خوشې انګېرنه ده، چې په کوچنیانو کې بیخي جنسي انګېزه نشته او په دې باب روزنې یا ټینګې څارنې ته اړتیا نلري.]
کوچنیان له لومړیو کلونو په مبهمه بڼه له دې دنننۍ انګېزې سره مخ وي، چې په چلن او کړنو کې یې لږه ډېره راڅرګندېږي، سوکه سوکه زور اخلي او د ځوانۍ منګ ته د وررسېدو په درشل کې، پوره راښکاره کېږي.
په دې باب بنسټیز ټکی دا دی چې:
[نباید د کوچني د ژوند چاپېریال داسې وي، چې جنسي راپارونې ته لمن ووهي او احیاناً له موقع وړاندې یې راوپاروي.]
داچې کوچنی د بدني، اروایي او عقلي ودې له پلوه له بسیا چمتووالي برخمن نه دی؛ نو له موقع وړاندې راپارونه یې جدي عوراض او خطرونه لري او له ډول ډول انحرافاتو سره یې مخوي.
په کومو کوچنیانو کې چې د جنسي بې لارېتوبونو لارې چارې چمتو کېږي، ځوانۍ ته د وررسېدو په منګ کې له ډېرو ستونزو سره مخېږي او ډېر ځل د تباهۍ او منځه تګ پر ګړنګ درېږي.
د کوچنیانو په جنسي روزنه کې او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره باید څو آرونه په پام کې ونیسو:
د کورني چاپېریال پاک ساتنه
((حیا)) خورا مهم آر دی، چې موروپلار یې په مراعاتولو کوچنی له جنسي انحرافاتو بچ روزلای شي. د جامو اغوستو دود، د کوچنیانو پر وړاندې نه بربنډېدل، په خبرو کې عفت، هغه الفاظ او کلیمې نه کارول چې په یو ډول جنسي مسالې رانغاړي، په جنسي چارو پورې اړوند کیسې، ټوکې او لطیفې ویل، د مېړه او مېرمنې د خپلمنځي اړیکو په پټولو کې هڅه کول او… هغه تدابیر دي، چې په کوچنیانو کې له وخته وړاندې جنسي څوبتیاوو د رارسېدو مخه نیسي.
په ځینو کورنیو کې چې اولاد روزنې ته هومره اهمیت نه ورکول کېږي؛ نو موروپلار له خپلو اولادونو سره یو ځای فیلمونه ګوري، چې دا چار په پاکلمنو کوچنیانو کې تر ایرو لاندې سکروټو ته پوکی وهل دي.
هغه فیلمونه، چې پکې د عشق او عاشقۍ نندارې یا د مېړه او مېرمنې ځانګړې اړیکې ښيي یا د عاشقۍ کلیمې او غونډلې پکې کارېږي؛ نو دا چارې د کوچنیانو کنجکاوي راپاروي او د جنسي مسایلو وادۍ ته یې ورکاږي.
[پلار ته نه ښايي په کور کې داسې جامې واغوندي، چې د بدن یوه برخه یې لغړه وي.]
ځکه دا چار د لورګانو په روزنه کې نامطلوبې اغېزې لري، په تېره که پام مو وي، کوچنیان د مخالف جنس اړوند مسالو کې کنجکاو وي او د سترګو په غلا یې د بدن اسرار راسپړي؛ نو ځکه د ځان وینځلو، جامو بدلولو، له خوبه راپاڅېدو او… پر مهال دې پوره څارن وي، چې کوچنیان یې نیم بربنډ بدن ونه ویني.
[په کور کې د مور یا خویندو د نامناسبو جامو اغوستل لاملېږي، چې په هلکانو کې له وخته وړاندې جنسي څوبتیاوې راوپارېږي.]
له کوچنیانو سره د بدني تماسونو محدودول
بله مساله، له کوچنیانو سره بدني تماس دی. نباید موروپلار له شپږو کلونو ورهاخوا کوچنیان (په تېره مخالف جنس) چې د تمیز وخت ته رسېدلي، له ځان سره سملوي او خپل نیم بربنډ بدن ورسره ولګوې.
له امام صادق(رح) څخه په یوه روایت کې راغلي ((هغه مور، چې له خپلې شپږ کلنې لور سره خپل بدن وموښي؛ نو دا یو ډول زنا ده[1]))
نو ځکه که کومه مور د اړتیا له مخې لور له ځان سره سملوي؛ نو داسې جامې دې واغوندي، چې نېغ په نېغ یې بدن ورسره ونه لګي.
د اسلامي روایاتو له مخې نباید نامحرم نارینه یا هلک شپږ کلنه نجلۍ ښکل کړي یا یې په غېږ کې ونیسي او نباید نامحرمه ښځه تر اوو کلونو ورهاخوا هلک ښکل کړي[2].
همداراز سپارښتنه شوې( چې بې له ډېر کوچنیوالي) د خپلو اولادونو شوندې مه ښکلوئ[3] دغسې روایت شوی، چې په شپږ کلنۍ کې دې د کوچنیانو بسترې جلا شي[4].
نو ځکه، له کوچنیانو سره د تمیز تر وخت وروسته (د شپږ کلنۍ په شاوخوا کې) په مینه کولو یا غېږ نیوو کې باید حدود او چوکاټ په پام کې ونیول شي، دا ټوله پاملرنه د دې لپاره ده چې:
[په انسان کې جنسي څوبتیاوې ډېرې پیاوړې زمینې او لارې چارې لري؛ نو که د راوپارولو لاملونه یې چمتو شي؛ نو ورپورې د اړوند بې لارېتوبونو مخنیوی یې څه اسان چار نه دی].
کوم کوچنیان، چې په دې بدني تماسونو یا غیر اصولي مینه کې که څه ډېر لږ خوند ننګېري؛ نو همدا د جنسي خوند ننګېرنه یې د جنسي راپارېدنې لامل ګرځي او ډېرو تجربو او خوندونو اخستو ته یې ورکاږي او ډېر ځل یې له خپلو همزولیو یا تر ځان غټو کوچنیانو سره بیا ځلي کوي.
د کوچنیانو پر اړیکو څارنه
په دې باب مهمه مساله، یو له بل سره د کوچنیانو اړیکې دي. اړیکې یې باید په تېره تر پینځه کلنۍ او شپږ کلنۍ وروسته تر څارنې لاندې وي او پر خپل حال خوشې پرېنښوول شي، په تېره په لومړني ښوونځي کې یې بسیا څارنه وشي چې:
[کوچنیان دې له زلمیانو یا هغوی چې د بلوغ په درشل کې وي، نژدې او تر څارنې لرې اړیکې ونلري.]
تجربې ښوولې دا چې کوچنیان په دې عمر کې له لازمې عقلي ودې برخمن ندي او د ماشومتوب یو ډول سادګي لري؛ نو شونې ده، هغه زلمي ترې ناوړه ګټنه وکړي، چې د بلوغ توپان راخستی وي یا له داسې مطالبو سره اشنا شي، چې په دې عمر کې ډېر زیانمن او بې لارې کوونکي وي؛ نو له همدې امله باید بسیا ځیرنه او څارنه وشي، چې کوچنیان له هغو زلمیانو سره ملګرتوب ونکړي، چې له عمري پلوه ترې ډېر لوی وي او باید په کورنیو اړیکو کې هم لازم کنترول او څارنه وشي، چې له روغ رمټو اړیکو ځنې ډاډ ترلاسه شي.
[افسوس چې د ځینو پلرونو او په تېره میندو د ساده توب او ناخبرۍ له امله، کله غټان له کوچنیانو ناوړه ګټنه کوي او بې لارېتوب ته یې راکاږي.]
نو ځکه کوچنیان دې د خپلوانو، ګاونډیانو او ان هغو کورنیوته له ورتلو په ټینګه ډډه وکړي، چې د موروپلار تر څارنې لاندې نه وي. دا مساله چې د نجونو په اړه ډېره زیان وراړوونکې ده، له خور ا همیته برخمنه ده، که څه هلکان له دې خطره خوندي نه د ي؛ خو په هر حال :
[نباید د کوچنیانو اړیکې د غټانو تر کنترول او څارنې وتلې وي او نه ښايي میندې خپل کوچنیان پر خپل حال پرېږدي.]
کله په دې اړیکو کې کوچنیان همجنسي څوبتیاوې پیدا کوي او د موروپلار او لویانو تر څارنې لرې یو له بله جنسي خوندونه اخلي؛ نو ځکه موروپلار باید د خپلو اولادونو له دوستانو پوره ښانده او پېژندګلوي ولري.
نباید موروپلار خپل اولادونه له دې مسایلو پاک او مبرا وبولي او د غفلت پر خوب ویده وي. دوی باید تل دا احتمال په پام کې ولري، چې شونې ده نابالغ اولاد یې دې ډول بې لارېتوبونو ته ور ټېل وهل شي. نه یوازې له دوستانو سره یې د اولادونو اړیکې؛ بلکې په کورنۍ کې د خویندو او ورورڼو ترمنځ اړیکې هم د موروپلار تر څارنې لاندې وي. که څه محرم والی د محدودیت کچه راټیټوي؛ خو جنسي څوبتیا له منځه نه وړي؛ نو ځکه ډډه لګول مو ورباندې بې غمولای نشي، چې له څارنې لاس ووینځو. په اړه یې ترخې تجربې شته، چې غالباً په دې باب د موروپلار له ناپوهۍ او ناخبرۍ راولاړې شوې دي.
موروپلار ته سپارښتنه
په کورنۍ کې دې د کوچنیانو په شتون کې د مېړه او مېرمنې اړیکې یو مخې له جنسي اړخونو پاکې وي. معمولاً کوچنیان د تمیز تر وخت وروسته د موروپلار د اړیکو په هکله حساسېږي او په کنجکاوۍ یې دنبالوي. موروپلار ته نه ښايي د کوچنیانو په شتون کې په یوه بستره کې ویده شي او که بېله کوټه نلري؛ نو له جلا جلا بسترو دې کار واخلي.
کوچنیانو ته دې ورزده کړي، چې د موروپلار د خوب کوټې ته دې په اجازې اخستو او ور وهلو ورننوځي او کله دې هم بې اجازې سر نه ورښکاره کوي.
په اسلامي روایاتو کې ټینګې سپارښتنې شته، چې موروپلار دې کوروالي او هم ځانګړې خپلمنځي اړیکې د کوچنیانو په نشتون کې وپالي. پېغمبر اکرم(ص) له دې منع کړې، چې مېړه او مېرمن دې په داسې حال کې کوروالی وکړي، چې کوچنی په زانګو کې ویښ پروت وي . په بل روایت کې یې ويلي دي ((پر خدای قسم که مېړه له خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړي، حال دا چې ماشوم په دې کوټه کې ویښ وي او دوی ویني، غږونه او کښار یې اوري؛ نو دا ماشوم کله هم د بریا مخ نه ګوري؛ که هلک وي که نجلۍ، پر زنا به اخته شي (د بې لارېتوب لارې چارې به پکې چمتو شي) )).
امام صادق وايي: ((نباید مېړه له خپلې مېرمنې سره په د اسې حال کې کوروالی وکړي، چې کوم ماشوم په کوټه کې وي؛ ځکه دا چار به د زنا لامل شي[5]))
له دې ښوونو څرګندېږي، چې نبایدموروپلار موضوع ساده وګڼي او وانګېري کوچنیان له دې مسایلو ځنې پر څه نه پوهېږي یا څه ترې نه اغېزمنېږي. بېشکه دا ډول صحنې یا غږونه د کوچنیانو پر ذهن او اروا، ان هغه مهال، چې کمکي هم وي نامطلوبې اغېزې پرېباسي او د راتلونکيو بې لارېتوبونو زمینې جوړوي. دا مساله باید په هغو شرایطو کې ډېره د پاملرنې وړ وګرځي، چې موروپلار او اولادونه په یوه کوټه کې وسي.
[په دې شرایطو کې د موروپلار نه پاملرنه او بې احتیاطي غالباً جدّي روزنېزې ستونزې راولاړوي.]
نشتمنې کورنۍ، چې د سوکالۍ ډېرې لږې شونتیاوې لري او غالباً له ناچارۍ په یوې کوټې کې ویدېږي، دا ستونزه پکې ډېره په سترګو کېږي. باید عقلمن موروپلار په هرو شرایطو کې داسې تدابیر ونیسي، چې په ټینګه د دغسې ستونزو د راښکاره کېدو مخه پرې ونیول شي.
د کوچنیانو د ویدېدو په دود کې څارنه
جنسي څوبتیاوې په خلوت او په تېره د خوب پر مهال په بستره کې ډېرې راڅرګندېږي؛ نو ځکه باید هڅه وکړو، چې کوچنیان هله په بستره کې سملي، چې ښه ستړي شوي او خوب ته چمتو وي. شونې ده په بستره کې ویښ پاتېدل ځینو فکري او عملي بې لارېتوبونو ته لاره چاره جوړه کړي. باید کوچنیان پر ستوني ستاغ پرېوتو روږدي کړو او له پړمخ ویدېدو یې منع کړو. همدا راز نباید د خوب جامې یې تنګې وي یا روږدې شي، چې د بدن پر ځانګړو غړیو لاس ووهي. غوره ده روږدې شي، چې خپل لاسونه له بړستنې د باندې وباسي او تر ویدېدو مخکې ځان تش او اودسماتی وکړي او که خویندې او ورورڼه په یوې کوټې کې ویدېږي د مور تر څارنې او کنترول لاندې دې وي، چې احیاناً د ځینو ناسمو اړیکو له امله یې ترمنځ څه ستونزه رانشي.
بیا دا ټکی وایم چې:
[موږ نباید خپل کوچنیان پر خپل حال خوشې کړو او په خوشباورۍ او ساده توب یې له وضعیت او له نوروسره داړیکو او هم خپلمنځي اړیکو ځنې ناخبره پاتې شو.]
هوښیارې او باخبره میندې بې له دې چې د بدګومانۍ په زخمه کې راګېر شي یا د خپلو اولادونو د بې اعتمادۍ لاملونه چمتو کړي، په سنجول شویو تدابیرو، په نېغې او په تېره غېر مستقیمې څارنې تل د خپلو اولادونو له وضع باخبرې دي او که ډېر لږ څه بې لارېتوب پکې وویني، په مړانه او هوښیارۍ یې په ټکه سموي.
په دې عمر کې معمولاً یوه یادونه او د لزوم پر مهال یو ګواښ چارسازی دی او سخت غبرګون ته څه اړتیا نشته؛ مهمه دا ده، چې په موقع او مخکې تر دې چې په کوچني کې یو ناوړه عمل د عادت په بڼه جرړه وځغلوي، له شتونه یې خبرې شي او په لومړیو پړاوونو کې یې له منځه یوسي.
په هر حال، په بستره کې ویښ پاتېدل، د بدن پر غړیو د لاس وهلو روږدېدل او پړمخ او ناسم ویدېدل په کوچنیانو کې د ناسمو حالات لپاره زمینه چمتو کوي او د بلوغ په پړاو کې یې ډېرې ستونزې جدي کېږي. غوره ده چې کوچنیانو ته وروښوول شي، چې کله ویدېږئ ځینې دعاګانې یا د قرآن لنډ سورتونه [لکه څلور ((قُل))] چې په دیني ښوونو کې یې هم سپارښتنه شوې، ولولي. دا چار یې روح آراموي او هم دا چې فکر یې د دعاګانو او سورتونو پر معنویاتو او حقایق بوختېږي؛ نو دا حال یې فکر غریزي مسایلو ته له ور اړولو مخه نیسي. پر دې سربېره دا کړنه یې د پرېشانه او خپه خوبونو له لیدو هم مخه نیسي، چې معمولاً کوچنیان یې په لیدو خپه کېږي.
پر وخت خپلو اولادونو ته لارښوونه
چې کوچنیان ځوان منګي شي؛ تر ډېره بریده جنسي غریزې پکې راپارېږي؛ نو باید پر خپل وخت لارښوونو یې د بلوغ له نښو او عوارضو خبر کړو، چې لومړی یې له هغو اندېښمنیو او پرېشانیو وژغورو، چې معمولاً پر دې وخت ورمخې ته کېږي او داسې وروښیو، چې دا یو طبیعي چار دی، چې ټول ورسره مخېږي؛ دویم دا چې پر خپل وخت لارښوونو یې دوستانو ته له ورتلو او یا د زیانمنو کتابونو له لوسته یې مړه خوا کړو.
کوچنیان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي؛ نو بدني او اروايي ادلون بدلون او نوي او ناپېژاندي عوراض ورمخې ته کېږی؛ نو ځکه په دې اړه یې خبرونه ډېره لازمه او اړینه ده او نباید دوی په یوه تیاره او مبهم حالت کې خوشې کړو او وانګېرو، چې دا خو حیا او عفت دی.
دې ته په پامینوي، چې نجونې تر هلکانو څو کاله ژر د ځوانۍ منګ ته رسي او پېغلې کېږي؛ نو له خپلو لوڼو سره د میندو اړیکه ډېره حساسه ده. مور باید په مینه او زړه سواندۍ له نوې پېغلې لور سره وي او د لور د رازونو د محرم او باخبرې لارښودې په نامه خپله ونډه ترسره کړي.
[په دې هکله تر برید هاخوا او نامعقوله حیا ،اولادونو ته مهمې ستونزې راولاړوي او دوی نورو او نا ډاډمنو لارو چارو ته ورسیخوي]
البته په ډې ټولو پړاوونو کې باید لارښونې له عفت او د لازمو ظرافتونو له مراعاتولو سره ملې وي، چې فطري او طبیعي حیا یې له منځه ولاړه نشي.
مور باید خپلې لور ته له وړاندې روغتیايي مسایل او شرعي مکلفیتونه وروښيي. همدا دنده د پلار هم ده چې خپل نوی زلمی شوی زوی ترې خبر کړي.
پر دې سربېره موروپلار دې سوکه سوکه خپل اولادونه له واده خبر کړي، چې دا یو لامل دی، چې د بنیادم ځوځات پرې غځېږي؛ خو دا چې زلمی پر دې وخت او پېغله کورنۍ جوړښت ته لازمه تیاري نلري؛ نو باید په زغم دا پړاو تېر کړي، څو د واده شونتیاوې ورته چمتو شي موروپلار دې خپل اولادونه وپوهوي، چې په کورني ژوند او ګانده کې د بریا شرط، ځانساتنه، پاکي او د لنډ مهاله بې برخېتوب زغمل دي، چې په دې پړاو کې هر انسان ته ورمخې ته کېږي او له آره د نېکمرغه ژوند لازمه په ځینو پړاوونو کې د ځينو بې برخېتوبونو زغمل دي او هېڅ چاره ترې نشته.
[تر واده وړاندې له مخالف جنس سره اړیکه ،ډول ډول وګړیز او ټولنیز خطرونه او زیانونه لري، چې له دې نه د بچېدو لپاره ، حکیم خدای ترې منع کړي یو.]
کوم کوچنیان چې سم دیني روزل شوي وي، د دیني ایمان په ملاتړ او د خدای او قیامت ورځې په پامنیوي، په ډېره اسانۍ دا پړاو تېروي او څه مهمه ستونزه نلري . همدا راز په هغو کورنیو کې، چې د نارینه و او ښځې ترمنځ معقول او شرعي حریم وي او په کورنۍ اړیکو کې اختلاط، ګډون او بې بندوباري نه وي؛ نو چې کله هلکان او نجونې بالغې شي، په طبیعي ډول له مخالف جنسه لرې کېږي او واټن نیسي او په دې توګه د جنسي پارونو او هیجاناتو ځنې بچېږي.
دا چار هم د جنسي بې برخېتوب زغمل ورته اسانوي او هم د اروايي روغتیا له پلوه یې له نامطلوبو عوارضو خوندي ساتي.
همدغسې زلمیان او پېغلې باید د ناسمو دوستانو له خطرونو ځنې د څو بېلګو په یادولو، له مخکې خبر کړو او له اروايي مقاومته برخمنې کړو، په تېره نجونې ډېر ساده توب لري؛ نو باید په موقع ډېر معلومات او خبرتیاوې ورکړای شي.
د کوچنیانو اروايي ارامي خوندي کړئ
په دې ویینه کې وروستۍ ټکی دادي، چې څومره کوچنیان له اروايي او عاطفي اړخه ډېر آرام وي؛ نو ډېر لږ د جنسي بې لارېتوبو په ګړنګ کې پرېوځي. عاطفي کمښتونه، تشویش، اندېښنې ،هېښتوب او د تودو کورنیو اړیکو نه درلودل هغه لاملونه دي، چې کوچنیان ډول ډول بې لارېتوبونو او خطرناکو دوستیو ته ورکاږي.
په واقع کې دا ډول انحرافات لنډ مهاله تسکین ورکوونکي لاملونه دي، چې دننني رنځونه یې د لنډ وخت لپاره هېروي؛ نو ځکه باید دا لاملونه، چې ډول ډول انحرافاتو ته لاره چاره جوړوي، تر شوني بریده له منځه یوسو او د کوچنیانو روحي او عاطفي اړتیاوې ورپوره کړو.
شړېدلې کورنۍ؛ هغه کورنۍ، چې د غړیو ترمنځ یې تودې، مینناکې او عاطفي اړیکې نه وي؛ هغه کورنۍ چې د کوچنیانو وګړه درنه نه بولي او…؛ نو خپلو اولادونو ته د ډول ډول بې لارېتوبونو لاره چاره چمتو کوي.
[کوچنیان تر هر څه وړاندې د موروپلار تودو او مینناکو اړیکو ته اړین دي.]
[1] وسائل الشیعه، ۱۴ ټ، ۱۷۰ مخ+ مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.
[2] وسائل الشیعه، ۱۴ ټ، ۱۷۰ مخ+ مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.
[3] اصول کافي، ۲ ټ، ۱۸۶ مخ
[4]وسائل الشیعه، ۱۴ ټ، ۱۷۰ مخ+ مکارم الاخلاق، ۱۱۵ مخ.
[5] وسایل الشیعه ،۱۴ټ،۹۴مخ.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com