تبلیغات

  د زکات مانا زکات په لغت کې ودې او پاکوالي ته وايي. هو! پر نشتمنو زړسوی او ورسره مرسته د انسان د مانیزې – معنوي ودې، له کنجوسۍ او حرصه د انسان د روح د پاکوالي لامل دی. په فقهي اصطلاح کې زکات نشتمنو ته له خپل مال څخه د یو ټاکلې مقدار ورکول […]

 

د زکات مانا

زکات په لغت کې ودې او پاکوالي ته وايي.

هو! پر نشتمنو زړسوی او ورسره مرسته د انسان د مانیزې – معنوي ودې، له کنجوسۍ او حرصه د انسان د روح د پاکوالي لامل دی.

په فقهي اصطلاح کې زکات نشتمنو ته له خپل مال څخه د یو ټاکلې مقدار ورکول دي.

زکات په قرآن کې هم په لغوي مانا کې راغلی،خدای (ج) وايي : «و حَناناً من لدُنّا و زكاةً و كان تَقیّاً»(مریم/۱۳) او هم په اصطلاحي مانا راغلی دی، چې البته عامه مانا لري او فرضي او مستحبي دواړو مرستو ته ویل کېږي.

 

د زکات پراخوالی

په اسلام کې زکات پراخ مفهوم لري او هر څیز ته زکات ټاکل شوی، چې دا دی:

د پت زکات د خلکو ستونزاواری دی.

حضرت علي (ک) وايي : لکه څرنګه چې د مال د زکات ورکړه فرض ده، د پت د زکات ورکړه هم فرض ده.

امام صادق (رح) وايي : پر هر غړي زکات فرض دی :

  • عبرتناکه کتنه او له ګناهونو سترګې پټول د سترګې زکات دی.
  • د علم، حکمت او قرآن اورېدنه د غوږ زکات دی.
  • مسلمانانو ته ورم – نصیحت کول د غافلینو راویښول او د خدای تسبیح د ژبې زکات دی.
  • د پوهنو لیکنه او د مال بښنه د لاس زکات دی.
  • د جهاد په لار کې هاندوهڅې، زده کړه، په خلکو کې جوړجاړی او د ښو خلکو لیدنه کتنه د پښو زکات دی.
  • خپرول یې د علم زکات دی.
  • انصاف د ځواک زکات دی.
  • جهاد د زړورتیا زکات دی.
  • الهي امرونو او منعو ته غاړه ایښوونه د روغتیا زکات دی.
  • د بې عقلو زغمل د عقل زکات دی. (غررالحکم او میزان الحکمة)

 

زکات په قرآنکریم کې :

پر لمونځ زړه ته ارامتیا ورکړئ او پر زکات وټیزې – اقتصادې تشې ډکې کړئ. (وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ) (نساء/۷۷)

په عبادتونو کې لمونځ او زکات ځانګړې مقام لري .( وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ) (نساء/۷۷)

د لمونځ او زکات حکم تر جهاد مخکې تشریع شوی. (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ….) (نساء/۷۷)

ځان جوړونه تر ټولنې جوړنې مخکې او وړ ده. هغه چې نمونځ نه کوي او زکات نه ورکوي؛ نو اخلاص او ایثار به هم ترې و نه وینئ . ( وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ) (نساء/۷۷)

اسلام هم له خالق سره پر اړیکو ټینګار کوي، (نمونځ) (وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ) او هم له خلکو سره پر اړیکو (زکات) (وَآتُواْ الزَّكَاةَ)

سره له دې چې نمونځ او زکات په ټولو ادیانو کې وه؛ خو د ارزښت له امله یې بېل بېل راوړي دي. (بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ….) (نساء/۱۶۲)

نمونځ او زکات نه بېلېدونکي دي، نمونځ کوونکی باید زکات ورکوونکي هم وي. (وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ) (نساء/۱۶۲)

د انفاق، اطعام، زکات ، خمس، او صدقې فرمان زموږ ودې ته ورکړ شوی او د لارښوونې مزدوري نه ده. (لَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ) (محمد/۳۶)

د سوداګرۍ پريښوول ارزښت نه دی، بلکې د خدای له ذکر، نمونځ او زکات سره مل سوداګري ده، چې ارزښت لري(لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ….. عَن ذِكْرِ اللَّهِ…..) (نور/۳۷) (الهي انسان دنیا ته غورځې پرځې کوي؛ خو له خدای هم نه غافلېږي)

نمونځ او زکات یو د بل ترڅنګ دي اوهغوي ستاینوړ دي، چې دواړه کوي (وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ) (نور/۳۷)

 

نمونځ او زکات د صالح عمل ښکاره بېلګې دي چې د مومنانو د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا…. وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ…..) (نور/۵۷)

په اسلام کې عبادي (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ)، مالي(وَآتُوا الزَّكَاةَ)،سیاسي، او حکومتي (وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) مسایل بېل نه دي (نور/۵۷)

 

په تېرو اسماني ادیانو کې زکات

زکات په اسلام پورې ځانګړې نه دی، بلکې په تېرو ادیانو کې هم وه.

زکات او نمونځ د ټولو اسماني ادیانو له ګډو ټکیو ځنې دي.

حضرت عیسى علیه السلام په زانګو کې په خبرو شو او ویې ویل : «اَوصانى بالصّلوة و الزّكاة»(مریم/۳۱) = د نمانځه او زكات سپارښتنه یې راته كړې ده.
حضرت موسى علیه السلام بنى‏اسرائیلو ته وویل: «اقیموا الصّلوة و آتوا الزّكاة»(بقره/۴۳) = او نمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ. قرآن د حضرت اسماعیل علیه السلام په باب وايي: «كان یأمر أهله بالصّلوة و الزّكاة»(مریم/۵۵) = او تل يې خپلې كورنۍ ته د نمانځه او زكات امر كاوه.

د ټولو پېغمبرانو په اړه راغلي :

« وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ »(انبیاء/۷۳) = او موږ هغوى لارښوونكي كړل،چې زموږ په امر يې (خلكو ته) لارښوونه كوله او موږ د ښو چارو د کولو او نمونځ درولو او زکات ورکولو وحې ورته وكړه.

«و ما أُمروا الاّ لیعبدوا اللّه… و یقیموا الصّلوة و یؤتوا الزّكاة و ذلك دین القیّمة»(بینه/۵) ددې آیت پر بنسټ په ټولو اسماني ادیانو کې د نمانځه او زکات انډول او برابر یا قرین موجود وه.

خدای بښلی علاّمه طباطبایى د زکات په اړه وايي: که څه، هغه ټولنیز قوانین چې په بشپړ ډول اسلام راوړي، ساری او مخینه نلري؛ خو ددې آر او اصل د اسلام نوون – ابتکار نه وه؛ ځکه د بشر فطرت پرې پر اجمالي ډول پوهېده. نو له دې مخې تر اسلام مخکې په ادیانو او د لرغوني روم په قوانینو کې د ټولنې د سنبالنې په اړه څه نا څه قوانین تر سترګو کېږي او ویلای شو، چې په یو پېر کې هم داسې خلک نه ول، چې د ټولنې د سنبالنې لپاره یې مالي حقوق نه درلودل، ځکه ټولنه چې هر رنګه وه؛ نو خپلې ودې ته یې مالې لګښتونو ته اړتیا درلوده . (المیزان تفسیر، 9 ټ، 408 مخ)

له نورو ادیانو سره په اسلام کې د زکات توپیر

د آیتونو او روایتونو له څېړنې پوهېږو چې په اسلام کې زکات د نورو الهي ادیانو په څېر نه دی، چې تش وصیت، اخلاقي سپارښتنه، او موعظه وي چې په دې توګه خلک نېکۍ ته رامات کړي او له بخل څخه یې وساتي؛ بلکې یوه الهي فریضه ده او پر وړاندې یې بې پروايي، فسق دی او منکر یې کافر ګڼل کېږي.

په اسلام کې د زکات ځایونه ، شرایط او د ورکړې کیفیت یې په دقیق ډول جوت شوی دی او دهغې د راټولني پازوالي – مسولیت د اسلامي دولت پر غاړه دی او که څوک د زکات له ورکړې ډډه وکړي؛ نو له دوی څخه پوښتنه کېږي او له سرغړونکیو سره یې که چېرته د دین ضروري انکار لامل شي، مقابله کېږي. ( فقه الزکاة، دکتر یوسف القرضاوي.، ۱/ ۸۵، ۸۶)

 

زکات په اسلام کې

د زکات ویی – کلمه دوه دیرش ځله په قرآن کریم کې راغلې ده، چې پر بنسټ یې د زکات ورکول پر خدای او د قیامت پر ورځې د ایمان نښه ده. «مَن آمن باللّه و الیوم الاخر و اقام الصّلوة و آتى الزّكاة…»(توبه/۱۸) د توبې د قبلېدو او د ګناهونو د بښل کېدو لار، د نمانځه کول او د زکات ورکول دي. «فان تابوا و اقاموا الصّلوة و آتوا الزّكاة فاخوانكم فى الدّین»(توبه/۱۱)

 

د نمانځه درول او د زکات ورکول د صالحانو د حکومت نښه ده. «الّذین ان مكّناهم فى الارض اقاموا الصّلوة و آتوا الزّكاة»(حج/۴۱)

 

له نمانځه کولو او د زکات له ورکړې سره مل سوداګري او راکړه ورکړه د الهي مړانو نښه ده. «رجال لا تلهیهم تجارة و لا بیع عن ذكر اللّه و اقام الصلوة و ایتاء الزّكاة»(نور/۳۷)

 

له زکاته نټه – انکار له کفر سره برابره ده. «الّذین لا یؤتون الزّكاة و هم بالآخرة هم كافرون»(فصلت/۷)

په ګڼو مکي سورتونو کې زکات ته اشاره شوې، لکه اعراف/ ۱۵۶، نمل/ ۳، لقمان/ ۴، فصلت/۷.

ځینې مفسرین دا آیتونه په مستحب زکات پورې ځانګړي ګڼي (نمونه تفسیر ۸ټ/ ۹ مخ) او ځینې نور وايي : د زکات حکم په مکه کې نازل شوی؛ خو د مسلمانانو د کم شمېر له کبله د زکات ډېرې پېسې نه راټولېدلې او خلکو پخپله زکات ورکاوه ( د نور تفسیر، د سورت توبه تر ۶۰ آیت لاندې).

خو په مدینه کې د اسلامي حکومت تر جوړېدو روسته د «خُذ من أموالهم صَدقة» (توبه/۱۰۳) (نور تفسیر ، 5 ټ، 87 مخ) د آیت تر نازلېدو روسته د زکات اخستل او بیت المال ته ورسپارل اوڅار – مطرح شول.

دا آیت د دویم هجري کال د روژې په میاشت کې رانازل شو او پېغمبر (ص) حکم وکړ، چې خلکو ته ووايئ چې خدای زکات د نمانځه په څېر فرض کړ. یو کال روسته یې حکم ورکړ، چې مسلمانان دې خپل زکات ورکړي. (نور تفسیر ، 5 ټ، ۱۳۷ مخ)

په رښتینه کې د اسلامي حکومت تر جوړېدو او د بیت المال تر رامنځ ته کېدو روسته زکات تر ځانګړې کړلارې لاندې راغې او معلومې اندازې او نصابونه ورته وټاکل شول. ( نمونه تفسیر، ۱۴/۱۹۷)

ځينې په دې باور دي، روسته تر دې چې انحضرت(ص) ته د زکات د راټولونې دنده وسپارل شوه ؛ نو د زکات مصارف په دقیق ډول د توبې سورت په ۶۰ آیت کې بیان شول او دا د هېښنې ځای نه دی چې د زکات د آر تشریع د توبې سورت په ۱۰۳ آیت کې وي او د مصارفو یادونه یې په ۶۰ ام آیت کې وي، ځکه پوهېږو چې د قرآن آیتونه د انحضرت (ص) په حکم هر یو یې په مناسب ځای کې ایښوول شوي دي. ( نمونه تفسیر، ۸ ټوک، ۹ مخ)

د زکات اهمیت

د اسلام علماوو زکات د دین له ضرریاتو ځنې ګڼلی او ترې منکر یې کافر ګڼلی دی.

زکات ، د ټولنې د وټیزو – اقتصادي دردونو درمل دی او لکه څرنګه چې د چا د بدن یو غړی په درد شي؛ نو ټول بدن یې له حرکته پرېوځي؛ نو همدارنګه که په ټولنه کې هم یوه ډله له ستونزو سره مخ شي؛ نو د دې ټولنې خوځون – حرکت هم ګوزنګ وهي او زکات د ټولنې د ستونزاواري لپاره دی.

رسول الله صلى الله علیه وآله قسم وخوړ چې بې له مشرکه بل د زکات په ورکړه کې خیانت نه کوي. (بحار، 96 ټ، 29 مخ.)

رسول الله صلى الله علیه وآله په روستۍ خطبه کې فرمايي : ای خلکو! د خپلو مالونو زکاتونه ورکړئ. څوک چې زکات ورنکړي، نه یې نمونځ قبلېږي، نه یې حج او نه هم جهاد. (مستدرك الوسائل، 1 ټ، 507 مخ.)

په روایتونو کې راغلي: «تمام اسلامكم اداء الزّكاة»( كنزالعمّال، ج‏6، ص‏96.)، «… سبعة من كنّ فیه فقد استكمل حقیقة الایمان… و ادّى الزّكاة ماله»( جامع الأحادیث، ج‏9، ص‏45.)

 

څه وکړو، چې خلک د خپل مال زکات ورکړي؟

په پیل کې باید په ګروهیزو، اندیزو او فرهنګي جرړو پسې ولاړ شو :

که څوک باور وکړي کوم مال چې ورسره دی، هغه د خدای امانت او ډالۍ ده،

که باور وکړي چې پر نورو کوم غوروای نلري او ټول یو له بل سره برابر دي،

که باور وکړي، چې د نشتمنو د زړونو راماتول د مال تر راټولونې خورا ارزښتمن دی که باور وکړي، چې د نشتمنو دعا به یې د ژوند ستونزې ور اوارې کړي،

که باور وکړي، چې ښايي سبا به خپله له همدې نشتمنو ځنې وي،

که باور وکړي، چې د انفاق تشه به خدای ډکه کړي،

که باور وکړي، چې د ده انفاق دهغه دانې په شان دی، چې په ګڼو وږو او سلګونو دانو به بدل شي،

که باور وکړي، چې نشتمن به د ده مالي مرسته تر قیامته پورې یوسي،

که باور وکړي، چې د نشتمنو او بېوزلو مړول یو مانیز خوند او دنننۍ ارامتیا له ځانه سره لري،

که باور وکړي، چې نننۍ مرسته به یې په برزخ کې ورسره د ښکلي مخ په څېر مل وي،

که باور وکړي، چې د مسلمینو ستونزاواری د رسول الله صلی الله عیله و آله ستونزاواری دی،

که  باور وکړي، چې د ټولنې د نشتمنو او بېوزلو پر وړاندې بې پروايي ښايي د سترې چاودنې، اوښتون او د ده د ټولو مالونو د له منځه تلنې لامل وګرځي،

که له نورو سره د مرستې په اجرونو، برکتو او اغېزو یې ایمان ولري

که د بخل، حرص، مال راټولونې او بې پروایۍ پر خطرونو پوه شي او د بې پروا شتمنو له تاریخ سره اشنا وي؛ نو ځان به د زکات او انفاق ورکړې ته چمتو کړي.

که پوه شو، چې خدای را څخه پور غوښتی او ویلي یې دي «مَن ذا الّذى یُقرِض اللّه قَرضاً حَسناً»(بقره/۲۴۵) هغه خدای چې د اسمانونو او ځمکې د خزانو مالک دی؛ نو پوه به شو، چې ددې پور موخه په حقیقت کې په انسان کې د سخاوت او انسان دوستۍ د روحیې راټوکول دي (نهج البلاغه/ ۱۵۴) که موږ هم د حضرت سلیمان علیه السلام په شان خپله ټوله شتمني د خدای درښتن – فضل وګڼو او ووایو : «هذا من فضل ربّى»(نحل/۴۰ نو کله به هم د زکات په ورکړه کې بخل ونکړو .

که د خدای نعمتونه د هوساینې، غفلت او سرمستۍ وزله و نه ګڼو او یو ډول ازمېښت وزله یې وګڼو لکه څرنګه چې، قرآن وايي : «لیبلونى ءاشكر ام اكفر»(نحل/۴۰ چې ایا دا خدای راکړي نعمتونه په سمه توګه کاروو او عملي شکر یې اوباسو او که د نعمت کفران یې کوو،

که پوه شو، چې هستي، فکر، پوهه، ځواک، نوون او توفیق چې لرو؛ دا هر څه د خدای له اړخه دي او ان په بزګرۍ کې هم زموږ دنده یوازې د تخم د دانې کرل دي، او نورې چارې د خدای له اړخه دي، لکه د ځمکې له خوا د اوبو جذب، په ځمکه کې د دانې راټوکېدل، د رڼا او هوا راجذبول، لکه څرنګه چې قرآن وايي «ءانتم تزرعونه ام نحن الزارعون»(واقعه/۶۴)، نو کله به هم بخل و نکړو . که پوه شو، چې په ښکاره خو بېوزلي او نشتمن مو د مرستو ترلاسه کوونکي دي؛ خو په رښتینه کې دا خدای دی چې صدقې مو اخلي«یأخذ الصّدقات»(توبه/۱۰۴) نو په اسانۍ به مرسته وکړو او لکه څرنګه چې په روایتونو کې راغلي، ځان به هم ښکل کړو . که پوه شو، چې د نشتمنو او بېوزلو پر وړاندې بې پروايي مو د قارونیانو پر برخلیک اخته کولای شي، چې قارون یې له شتمنۍ سره یو ځای ځمکې ننایستل«فخسفنا به و بداره»(قصص/۸۱) نو دومره بخل به ونکړو. قارون ویل : مالونه مې د خدای نه، بلکې د خپلې پوهې، کارپوهۍ او نوون له لارې ترلاسه کړي دي«انّما اُوتیتُه على علم عندى»(قصص/۷۸)

که د هغه بڼ داستان ته ځیر شو، چې وسوځېد؛ نو وبه وینو چې څرنګه دهغو کسانو بڼ یو مخې اور واخیست، چې څښتنانو یې هوډ وکړ، چې نشتمن او بېوزلي له الهي نعمتونو بې برخې کړي. «فاصبَحَت كالصَّریم»(قلم/۲۰) که پوه شو، چې د یتیمانو پر وړاندې بې پروايي ښايي زموږ د ماشومانو د یتیمانو لامل شي.

که پوه شو، چې نننۍ مرستې به مو دوه ګرایه، او په ځینو ځایونو کې څو ګرایه او په ځینو ځایونو کې لس ګرایه او اوسوه ګرایه بېرته راګرځول کېږي؛ نو کله به هم بخل ونکړو.

امام صادق (رح) وايي : «ما فرض اللّه على هذه الامّة شیئاً اشدّ علیهم من الزكاة و فیها تهلك عامتهم»(وافي ۱۰/۳۳) که پوه شوه چې د ګاندې – راتلونکې له نشتمنۍ مو چې وېروي، هغه شیطان دی. «الشیطان یعدكم الفقر»(بقر/۲۶۸)، نو کله به هم د شیطان له ګوتڅنډونکیو وسوسو و نه وېرېږو . که پوه شو چې د خدای ځایناستي یو او دا به څومره ستره جفا وي، چې تش په مادیاتو راضي او خوښ شو؛ نو کله له هم پر مادیاتو زړه و نه تړو «أرضیتم بالحیاة الدّنیا»(توبه/۳۸)

که پوه شو، چې د ډېرې شتمنۍ راټولونه یو تلپاتې باطله انګېرنه ده [الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ. يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ (الهمزه/۱ – ۲ ) ] نو کله به هم د زکات او خمس ورکړې ته شا نه کړو.

که پوه شو، چې څومره راسره ډېر وي؛ نو هومره مو مسوولیت هم ډېر دی. خدای چې خپل پېغمبر ته کوثر او ډېر خیر او برکت ورکوي؛ نو هغه ته د پسه قرباني کول بسیا نه ګڼي، بلکې یو اوښ باید قرباني کړي. [إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ. فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر/۱. ۲)] هو! که څوک تر ټولو ډېره لاس ته راوړنه لري؛ نو مرسته یې باید ډېره وي.

که پوه شو چې د زکات په ورکړې د رسول الله (ص) سلام او صلوات ترلاسه کوو؛ نو په اسانۍ به زکات ورکړو. خدای (ج) خپل پېغمبر ته وايي : [خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (توبه/۱۰۳) = له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله،چې په دې يې پاك سازي وکړي او ويې روزې او (د زكات اخستو پر وخت) دعا ورته وكړه؛ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى پوه اورېدونكى دى .]

که پوه شو، چې علي (ک) په نمانځه کې خپله یو ګوتمه نشتمن ته ورکوي او ان دې ته یې هم صبر و نه کړ، چې نمونځ پای ته ورسوي او که پوه شو، چې د نشتمنو لاسنیوی لکه د حجرالاسود ښکلول دي؛ نو کله به هم دا کار بل ته و نه سپارو او خپله به یې وکړو.

که پوه شو، چې دوزخیان د جنتیانو په ځواب کې وايي: په دوزخ کې د پرېوتو یو لامل مو دا وه، چې د نشتمنو پر وړاندې بې توپیره وه [وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ (مدثر/۴۴) = او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول]؛ نو د بېوزلیو پر وړاندې به ځان زمه وار وګڼو.

که باور وکړو چې قرآن کریم وايي : څه چې درسره دي پوپناه کېږي او څه چې مو خدای ته او دهغه په لار کې ورکړي، پاتېږي[مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللّهِ بَاقٍ (نحل/۹۶) ]

که باور وکړو چې قرآن کریم وايي : بخیلان دې نه انګیري، چې مالونه یې ورته خیر دی، بلکې ورته شر دی. [وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (آل عمران/۱۸۰)=او خداى چې پر چا لورېدلى وي او پكې کنجوسي كوي(؛نو) نه دې يې ګڼي،چې دا كار يې په ګټه دى؛بلكې په زيان يې دى،ژر به د قيامت پر ورځ هغه څه ورته د غاړې هار شي،چې کنجوسي يې پرې کوله او اسمانونه او ځمكه يوازې خداى ته پاتېږي او څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى .]

که باور وکړو، چې امام صادق (رح) وویل : خدای د شتمنو په شتمنیو کې بیوزلي او نشتمن شریک کړي او د بیوزلو حق باید ورکړل شي. (جامع الحادیث ۹/۲۴۳)

که باور وکړو، چې خدای خپل بنده پوښتي: ایا د فرمان پر وړاندې مې بخل کوئ؟ ایا ما تورنوئ؟ ایا انګېرلې دې ده، څه چې د انفاق کړي؛ نو له سکېندې – جبرانولو یې بېوسې یم؟

نو ځان به له نشتمنو سره بسپنې ته لا چمتو کړو( جامع الاحادیث ۹/ ۳۲۵)

که پوه شو چې د زکات نه ورکول له هغو ګناهونو ځنې دي چې د پښېمانې او حسرت لاملېږي (جامع الاحادیث ۹/ ۵۸) او د مرګ په شېبه انسان له خدایه غواړي چې دنیا ته ورستون شي او د نشتمنو حق ورکړي (جامع الاحادیث ۹/ ۵۸)، که پوه شو چې د زکات نه ورکول، انسان د ایمان او اسلام له مداره اوباسي [من منع قیراطاً من الزكاة فلیس بمؤمن و لا مسلم.( جامع الأحادیث، 9/ 58) ]

که پوه شو، چې رسول الله (ص) د کعبې تر څنګ ابوذر (رض) ته وویل : هغوی تر ټولو ډېر زیانکاره دي، چې زکات نه ورکوي. (مستدرک الوسایل ۱/ ۵۰۸)

که پوه شو چې هره ورځ زر پرښتې زکات نه ورکوونکي شتمن ته د اور زیری ورکوي( جامع الاحادیث ۹/۴۳)،

که پوه شو چې رسول الله (ص) هغو کسانو ته د بېلابېلو عذابونو ( سخت باد، زلزلې، او د مخ اوختنې) ژمنه ورکړې، چې د زکات ورکړه، تاوان ګڼي. (جامع الاحادیث ۹/۵۳)

که پوه شو، چې رسول الله (ص) قسم خوړلی چې د زکات نه ورکول له خدای سره خیانت او شرک دی(بحار ۹۶/۲۹)

که پوه شو چې خدای دهغو نومونه په مشرکانو او کافرانو کې راوړي چې زکات نه ورکوي [الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ (فصلت/۷)]

که پوه شو چې زکات د دین له ضرریاتو ځنې دی او نټه – انکار یې کفر دی ( مبسوط شیخ طوسي، ۱/ ۹۰۱)

که پوه شو، چې رسول الله (ص) ویلي: هغه مال، چې زکات یې نه وي ورکړل شوی، ملعون دی. (وافي ۲/۴۴)

که پوه شو، چې د حضرت ابوبکر (رض) د خلافت پر مهال له زکات نه ورکوونکې ډلې سره پوځي چلن کېده، چې ان حضرت علي هم ددې ډلې پر ضد په پوځي جبهه کې ګډون درلوده (نمونه تفسیر ۸/۱۱)

که پوه شو، چې امام صادق (رح) ویلي : که څوک، ان د زکات لږه اندازه هم ورنکړي؛ نو نصراني یا یهودي به ومري( جامع الاحادیث ۹/۶۳)

که پوه شو چې امام صادق (رح) به زکات نه ورکوونکي ته د غل لقب ورکاوه (وافي ۱۰/۴۴)

که پوه شو او باور وکړو چې رسول الله(ص) او امامانو په قیامت کې د زکات نه ورکوونکیو کسانو د عذاب نندارې داسې بیان کړي، چې غټ مار به د دوی پر سټونو وراچول کېږي او دا هماغه څه دي، چې قرآن کریم وايي : [سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ (آل عمران/۱۸۰)] هغه مال چې بخل پکې وشو؛ نو په قیامت کې به یې د غاړې هار شي (وافي ۱۰/۴۴)

که باور وکړو چې قرآن کریم وايي : د قیامت پر ورځ به زېرمه شوي مالونه په اور کې سره کړي او دهغو تندي او اړخونه پرې داغي، چې زکات یې نه ورکاوه او ورته ویل کېږي : دا هماغه څه دي چې په دنیا کې مو زېرمه کړي وه او د نشتمنو حق مو پکې نه ورکاوه.

که باور وکړو چې د زکات نه ورکول هماغه کبیره ګناه ده چې خدای یې د عذاب ژمنه کړې،

هو! که داسې باورونه ولرو، نو د الهي حق په ورکړه کې به یوه شېبه هم ځنډ ونکړو.

که پوه شو، چې زکات په برزخ کې د نمانځه ترڅنګ د انسان ملګری کېږي؛ نو په اسانۍ به زکات ورکړو (جامع الاحادیث ۹/۴۶)

که پوه شو، چې د زکات په ورکړه، څو ګرایه اجرونه ترلاسه کوو، چې په شمېر او ژوروالی یې بې له خدای بل نه دی خبر( جامع الاحادیث ۹/۵۳) نو کله به هم بخل ونکړو.

که پوه شو چې د زکات په ورکړه، ځان ته د جنت دروازې پرانیځو (جامع الاحادیث ۹/۴۵) نو کله به هم بخل ونکړو.

که پوه شو هغه چې خپل زکات پوره ورکوي او پخپل ځای یې لګوي؛ نو په قیامت کې نه پوښتلېږي، چې مال دې له کومه ترلاسه کړی(جامع الاحادیث ۹/۳۳)؛ نو د زکات د ورکړې هڅونه به ډېره شي.

که پوه شو، چې په دنیا کې د زکات ورکول، پر هغه ورځ د الهي لورنې د ترلاسه کوونې کونجي ده، چې تر ټولو حاجمتن یو او د ننني زکات نه ورکول تر ټولو لوی تاوان دی (جامع الاحادیث ۹/۳۲)؛ نو د زکات په ورکړه کې به لږ ځنډ هم ونکړو.

که پوه شو، په زکات کې د غنمو، اوربشو، او داسې نورو هر دانه د سرو او سپینو زرو او رڼاګانو ماڼۍ دي (جامع الاحادیث ۹/۳۲) نو په ورکړه کې به یې لږ ځنډ هم ونکړو.

که پوه شو چې عاشقانه زکات ورکول د ګناهونو کفاره ده (جامع الاحادیث ۹/۳۳)؛ نو په ورکړه کې به یې بیړه وکړو.

که پوه شو، چې زکات ورکوونکی په اوو اسمانونو کې په سپېڅلي نامه یادېږي، په لومړي اسمان کې د ((سخي))، په دویم اسمان کې د ((جواد)) یا ځوانمرد، په درېیم اسمان کې د ((معطی)) او په نورو اسمانونو کې د ((مبارک))، ((محفوظ))، ((منصور)) او مغفور په نامه یادېږي (جامع الاحادیث ۹/۳۴)؛ نو په اسانۍ به دا نېک نومونه له لاسه ورنکړو.

که پوه شو چې د نشتمنو مړول په قیامت کې د مړولو رمز دی او په دې دنیا کې د تږو تنده ماتول په قیامت کې د تندې ماتولو رمز دی (جامع الاحادیث ۹/۶۸۴) ؛ نو تر وسې به د زکات او خمس په ورکوونې د وږو، تږو او لوڅو چوپړ وکړو.

 

د زکات اغېزې

د زکات وګړیزې اغېزې

د بخل درملنه

بخل هغه عیب دی چې نور عیبونه هم راوړي. خلکو ته نه پاملرنه، کلک زړي، انې بانې لټول، د نشتمنو د ادعاوو دروغ ګڼل، د ښو دوستانو له لاسه ورکول، پر ځان او خپلوانو سختچاري، د خدای پر ژمنو بد ګوماني، په ټولنې کې د خپلې وګړې – شخصیت سپکاوی او پر خدای د توکل پر ځای پر خپل مال توکل د بخل د نښو ځنې دي.

قرآن کریم وايي:

وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (حشر/۹) ، (تعابن/۱۶)

خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (توبه/۱۰۳) = له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله،چې په دې يې پاك سازي وکړي او ويې روزې او (د زكات اخستو پر وخت) دعا ورته وكړه؛ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او خداى پوه اورېدونكى دى .

 

په یو روایت کې راغلي : من ادّى الزكاة… فقد وقى من الشح (جامع الأحادیث، 9،/ 4) څوک چې د خپل مال زکات ورکړي؛ نو په غوڅ ډول له بخل څخه ساتل شوی دی.

زکات خدای ته د تقرب وزله ده. الزّكاة جعلت مع الصّلوة قرباناً لأهل الاسلام (وسائل، 6،/ 6.)

زکات د اسلام پول دی. ( امالي طوسي، ۲/۱۳۶)

د دین او نمانځه تر ښاندې – پېژندنې روسته، زکات تر ټولو لوړ ارزښت دی. ما من شى‏ء بعد المعرفة و الصلاة یعدل الزّكاة (فروع کافي ۴/۶۲)

زکات د خدای د بندګۍ نښه ده. للعابد ثلاث علامات: الصّلوة و الصّوم و الزّكاة (بحار ۹۶/۶۲)

زکات د بریا لامل دی. [قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّى(الاعلی/۱۴)]

د رزق برکت :

د زکات او برکت کلمات او ورپورې اړونده وییونه – کلمات په قرآن کریم کې ۳۲ ځلې راغلي او دا ددې نښه ده چې زکات له برکت سره مساوي دی. هو! د انګور د ونې د یوې ښانګې پریکول په ښکار د ونې لنډول دي؛ خو په رښتینه کې د ونې د ودې لاملېږي.

په قرآن کریم کې راغلي :

يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ (بقره/۲۷۶) = خداى سود [سوکه سوکه] ناڅیزه [او بې برکته] کوي او صدقات [ = نږه ورکړې] زیات [او برکتي] کوي.

په روایتونو کې لولو: زکات د انسان روزي ډېروي. الزّكاة تزید فى الرّزق (جامع الأحادیث، 9، /52 او 69)

خدای ته ګرانښت

امام صادق (رح) وايي : تر ټولو سخي کس، خدای ته تر ټولو ګران دی او هغه تر ټولو سخي دی چې د خپل مال زکات ورکړي او څه چې خدای د ده په مال کې فرض کړي؛ نو له مومنینو سره بخل ونکړي. (جامع الأحادیث، 9، /ا۶۵)

 

خدای ته تقرب یا نژدیوالی

امام صادق (رح) وايي : خدای، له نمانځه سره مل زکات، خدای ته تقرب وزله ګرځولې ده. جامع الأحادیث، 9، /۳۳)

په قرآن کریم کې راغلي :

وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاء وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ(اعراف/۱۵۶) = او په دنيا او اخرت كې نېكي راوليكه؛ځكه موږ ستا لوري ته درګرځېدلي يو.)) (خداى ددې غوښتنې په مقابل كې موسى ته) وويل : (( زه خو خپل عذاب چا ته چې وغواړم، وررسوم او زما رحمت پر هر څه خپور دى او هغوى ته به يې ژر ور پر برخه کړم،چې پرهېزګاري وكړي او زكات وركړي او هغو کسانو ته چې زما پر آيتونو ايمان راوړي .

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ = (توبه/۷۱) او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي،پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او نمونځونه كوي او زكات وركوي او د خداى او استازي يې اطاعت كوي،ژر به خداى خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا چې خداى ناماتى حکيم دى .

إِنِّي مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي (مايده/۱۲) = او خدای (ورته) وویل : (( زه درسره یم)) که نمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او زما پر پېغمبرانو ایمان راوړئ.

 

ستونزاواری

په قرآن کریم کې راغلي :

فَأَمَّا مَن أَعْطَى وَاتَّقَى (لیل/۵) = نو چا چې (د خداى په لار کې) وركړه کوله او ځان ساتنه (او پرهېزګاري) يې وكړه.

وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى (لیل/۶) = او (په قيامت کې د) نېکۍ (د بدلې ژمنه) رښتينې وبلله،

فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى (لیل/۷) = نو ژر به اسانه (لار) ورچمتو كړو،

 

د ګناهونو کفاره

حضرت علي (ک) وايي : اللّه اللّه فى الزّكاة، فانّها تطفى‏ء غضب ربّكم – د خدای په پار د زکات په باب (ځیرنه) وکړئ چې همدا زکات د خدای عضب سړوي. (وسایل ۶/۱۰)

خدای (ج) وايي :

لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلاَةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ (مايده/۱۲) = که نمونځ وكړئ او زكات وركړئ او زما پر استازیو ايمان راوړئ او ملاتړ يې وكړئ او خداى ته قرض الحسنه [ = په لار كې یې له بېوزليو سره مرسته وكړئ] وركړئ (؛نو) زه درسره يم او ګناهونه مو بښم .

 

له سزا خلاصېدنه

که کفار توبه اوباسي، نمونځ وکړي او زکات ورکړي؛ نو ځان له سزا خلاصولای شي.

تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ = (توبه/۵) نو كه توبه وباسي او نمونځ وكړي او زكات وركړي؛ نو لار يې ورخوشې كړئ.

 

مړیو ته لارهواری

امام صادق (رح) وپوښتل شو : ورور مې مړ شوی او ډېر زکات یې پر غاړه وه؛ هغه ټول مې ورکړ. امام صادق ورته وویل : په دې کړنې یې ستونزې هوارېږې. ( جامع الاحادیث ۹/۲۲۳)

 

د دعا قبلېدنه

په یو روایت کې راغلي، که څوک غواړي چې دعا یې قبوله شي؛ نو خپله نوړۍ دې حلاله کړي او د نوړۍ د حلالو یوه لار د زکات او خمس ورکول دي. امام صادق (رح) وايي : څه چې خدای ستا د رزق لپاره ټاکلي او دهغې حق ورکړې؛ نو پاتې یې درته طیب او حلالېږي. «یطیب اللّه لكم بقیّته» (جامع الاحادیث ۹/۵۳)

 

د نمانځه قبلېدل

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم وايي : زكّوا اموالكم تقبل صلاتكم» د خپلو مالونو زکات ورکړئ، چې نمونځ مو قبول شي. (جامع الاحادیث ۹/۵۳)

 

د مالونو تلپاتېتوب

زکات په رښتینه کې د قیامت زېرمه کېږي؛ نو نېستېدونی مال تلپاتې کوي. د زکات په ورکړه د دنیا ځلبلانده او لنډمهاله بریاوې، په غوڅو او تلپاتې بریاوو اړولای شو.

 

خوږ ژوند

امام صادق (رح) وايي : که خلک خپل حق ورکړي؛ نو په غوڅ ډول به خوږ ژوند ولري. «لوانّ الناس ادّوا حقوقهم لكانوا عایشین بخیر»(جامع الاحادیث ۹/۲۷)

 

سوکلی خوب

په یو روایت کې راغلي : وویل شول، چې پلانکی په خوب کې له ستونزو او ناخوالو سره مخ دی. ورته وویل شول دا ځکه چې خپل زکات په سمه لار نه لګوي. (جامع الاحادیث ۹/۲۷)

 

د زکات ټولنیزې اغېزې

وروري

قرآن کریم په یو ځای کې وايي : مومنان یو د بل ورووڼه دي. [إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ(حجرات/۱۰)] په بل ځای کې وايي : [فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ (توبه/۱۱) = نو كه توبه وباسي او نمونځ وكړي او زكات وركړي؛نو ستاسې ديني وروڼه دي.

نو د وروۍ شرط د توبې او نمانځه په څنګ کې د زکات ورکړه ده.

 

د اړیکو ټینګښت

د دوستۍ په آدابو کې سلګونه روایتونه راغلي. ښه نیت، نېک چلن، انصاف، لورنه، سرښندنه، سخاوت، احسان، مینه، زهد، زړه سوی، او ډالۍ د دوستۍ او د اړیکو د ټینګښت لامل دی، چې د زکات په ورکړه کې دا ټولې نښې نغښتې دي.

 

د رخې او کینې ورکوونه

د زکات په ورکړه د نشتمنو کینه په مینه او دوستۍ بدلېږي او دا دوستي او مینه یو له بل سره په مرسته او ملګرتیا، د ښه او ډېر تولید او د اسلامي ټولنې د لاس ته راوړنو په ساتنه کې پاموړ ونډه لري.

 

ډګر ته ګوښوالو راوړل

نشتمني او لوږه ، انسان ګوښوالۍ، بدوینۍ، نهیلۍ او د سپکتیا منلو ته اړ باسي، که د زکات، خمس او نورو انفاقاتو په ورکړه کې د خلکو وټيز – اقتصادي ستونزاواری وشي؛ نو په بېلابېلو ډګرونو کې به د خلکو هاندوهڅې ، خوښي، زړه سوی او ګډون ډېر شي.

 

د خلکو د دیني سټې پیاوړتیا

په یو روایت کې راغلي : د زکات د ورکړې دلیل او فلسفه د نشتمنو او بېوزلو پیاوړي کول او په دیني چارو کې یې مرسته او بیا ځواکمني ده (وافي ۱۰/۱۵)

د زکات په مټ ښوونځي، کتابتونونه، جوماتونه، او نور دیني او هڅوبیز – فرهنګي مرکزونه جوړولای شو او یا دا چې واردمخه دا شان جوړ شوي بنسټونه پرې پراخولای شو او د نورو سیمو د دیني کارپوهانو، علماوو او استادانو د بلنې له لارې د خلکو علمي او ګروهیزه – اعتقادي سټه پیاوړې کولای شو.

 

په ټولنه کې د همدلۍ رامنځ ته کوونه

د زکات ورکړه، زړونه رانږدې کوي او ټولنه ستونزاوارۍ ته چمتو کوي. که بیوزلي د شتمنو په ګټه کې ځان شریک وګڼي؛ نو پخپل ټول توان او وس به د ناخوالو او ستونزو په هواري کې هاندوهڅې ګړندۍ کړي .

زکات ورکوونکی د پاک خدای پر رضا او د مانیزو – معنوي او اخروي برکتونو سربیره د نورو زړونه په ځان راماتوي او په ټولنه کې د ګرانښت او منښت له کبله په بېلابېلو چارو کې د خلکو له ملاتړه برخمن وي.

هو! ځینې د جماداتو په پېرېدنې ( کور، موټر، پوله پټی، قالینې، جامې او …….) پانګونه کوي، چې په دې توګه د خلکو زړونه رامات کړي؛ خو دا چې د خلکو زړونه د خدای په لاس کې دي؛ نو په ټولنه کې خلک له داسې خلکو کرکجن وي. هغه کسان چې د خپلې شتمنۍ لږه برخه ( د جماداتو پر ځای) د انسانانو ژغورنې، د هېرو شویو استعدادونو په وده او خلکو ته د ورهڼې – کسب و کار په زده کړه کې لګوي؛ نو نه یوازې له دې نږه بسپنو د لاس ته راغلیو په ټولو ارزښتونو او اجرونو کې شریک دی؛ بلکې د خلکو مینه او ملاتړ به هم ورسره وي. دلته باید ځیر شو، چې ایا لومړۍ ډله عقلمنه ده، چې د جماداتو په پېرېدنې، ځان د خلکو او خالق د کرکې جوګه ګرځوي او یا دویمه هغه ډله، چې د الهي حق په ورکړه، ځان خدای ته نږدې کوي. هو! شتمن کولای شي چې په دې دوو لارو کې د یوې لارې په ټاکنې، خپله وړتیا او عقل وازمېیي.

 

د پاک کهول روزنه

د ارواپوهنې او روزنې په ډېری کتابونو کې د روزنې مرکزي زڼي ته لږه پاملرنه شوې، چې هغه د مېرمنې ټاکنه او حلاله نوړۍ ده. اسلام د ګاندې – راتلونکي کهول رزونې او د مېرمنې ټاکنې او بیا د حلالې نوړۍ پر ونډه ډېره ځیرنه او ټینګار کړی.

د زکات ورکړه د رزق د پاکوالي او حلالوالي لامل دی. حلاله نوړۍ په ټولنه او ګانده کهول کې پاموړ ونډه لري او هغه داسې چې وګړي خیر ښېګڼې ته ورماتوي او له بدیو یې لرې کوي.

 

له امته د بلا لرې کول

وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ (بقره/۲۵۱) = . كه خداى د ځينو خلكو مخنيوى په ځېنو نورو نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛خو خدای پر نړیوالو لورنه لري.

 

نشتمني او لوږه او نورې نیمګړتیاوې د ټولنې له مهمو ستونزو ځنې دي او ورسره د جنګ جګړې – مبارزې یوه لار د زکات، خمس او نورو انفاقاتو ورکړې ته ټینګه پاملرنه ده.

 

حضرت علي (ک) وايي : «فما جاع فقیرٌ الاّ بما منع غنى و اللّه سبحانه و تعالى سائلهم عن ذلك» هیڅ بېوزلی به وږی پاتې نشي، مګر ددې له امله چې شتمن د خدای حق نه ورکوي او د قیامت پر ورځ به ترې خدای د همدې دلیل له مخې پوښتنه وکړي ( سفینة البحار ۳/ ۴۷۴)

 

زکات ته د شا کوونې نښې

د مالونو بربادېدنه

امام صادق (رح) وايي : «ما ضاع مال فى البرّ و لاالبحر الاّ بتضییع الزّكاة» په وچه یا سمندر کې یو مال هم نه ضایع کېږي؛ خو ددې له کبله چې زکات یې نه وي ورکړل شوی. ( جامع الاحادیث ۹/ ۵۰)

دوه ګرایه تاوان

په روایتونو کې راغلي : «من مَنَعَ حقّاً للّه أنفق فى باطل مثلیه» څوک چې د خدای حق ورنکړي او په حق لار کې خپل مالونه و نه لګوي؛ نو په باطله لار کې به یې دوه ګرایه ولګوي. (وافي ۱۰/ ۴۲)

 

د اشرارو په لار کې لګښت

رسول الله (ص) وايي : «من مَنَعَ ماله من الأخیار اختیاراً صرّف اللّه ماله فى الأضرار اضطراراً» څوک چې د ښو کسانو په لار کې پخپل اختیار د خپل مال د مصرف مخنیوی وکړي ؛ نو خدای به یې مال د اشرارو په لار کې په زوره ولګوي .( بحار ۹۶/ ۱۳۰)

 

د ګناه په لار کې لګښت

امام صادق (رح) وايي : «و اعلم أنه من لم ینفق فى طاعة اللّه ابتلى بان ینفق فى معصیة اللّه و من لم یمش فى حاجة ولىّ اللّه ابتلى بان یمشى فى حاجة عدوّ اللّه» خبر اوسئ څوک چې خپل مال د خدای د اطاعت په لار کې و نه لګوي؛ نو له خدای څخه د ګناه په لار کې پر لګولو به یې بوخت شي او څوک چې د خدای د ولي ستونزې هوارې نکړي؛ نو خدای به یې د خدای د دښمنانو د ستونزاوارۍ په لار کې پر هڅې او حرکت باندې اخته کړي. (وسایل ۶/۲۵)

 

سوکړه – قحطي

رسول الله (ص) وايي : «لاتزال امّتى بخیر ما تحابّوا و اقاموا الصلوة و اتوا الزّكاة فاذا لم یفعلوا ذلك ابتلوا بالقحط و السنین» چې امت مې یو له بل سره دوستي ولري، نمونځ وکړي او زکات ورکړي؛ نو په نېکمرغۍ کې به وي او که داسې نه وي؛ نو په سوکرې به اخته شي. ( جامع الاحادیث ۹/ ۴۸)

 

د دیني مرکزونو له جوړولو بې برخې کېدنه

قرآن کریم وايي :

إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ (توبه/۱۸) = د خداى جوماتونه يوازې هغوى ابادوي،چې پر خداى او د قيامت پر ورځ ايمان لري او نمونځ يې پرځاى كړى وي او زكات يې وركړى وي او بې له خدايه له بل چا نه وي ډار شوى؛ نو هيله ده،چې همدوى به له لار موندوونکيو ځنې وي .

له ځمکې د برکت اخوا کېدل

رسول الله (ص) وايي : «اذا مُنِعَت الزكاة مَنَعت الأرض بركاتها» چې زکات ورنکړل شي؛ نو ځمکه له خلکو خپل برکتونه اخلي. ( جامع الاحادیث، ۹/ ۵۲)

په یو بل روایت کې راغلي: که شتمن د خپل مالونو زکات ورنکړي؛ نو خدای به پر خپلو خلکو د لورنې ورښت ونکړي .( جامع الاحادیث ۹/ ۵۲)

په یو بل روایت کې راغلي : که زکات ورنکړل شي؛ نو د کرنې، میوو او کانونو برکت به نه وي. (کافي ۲/ ۳۷۴)

په بل روایت کې راغلي : «اذا حُبست الزكاة ماتت المواشى» که زکات ورنکړل شي؛ نو څاروي به مړه شي. ( جامع الاحادیث ۹/ ۵۳)

 

له رحمته بې برخیتوب

امام صادق (رح) وايي : څوک چې په خپل مال کې د خدای حق ورنکړي؛ نو دا کس ددې وړ ګرځي، چې خدای یې له خپل رحمته بې برخې کړي. ( جامع الاحادیث ۹/ ۵۷)

 

له جاموته یې ایستل

یوه ورځ رسول الله (ص) جومات ته راننوت او په «قم یا فلان، قم یا فلان، قم یا فلان» غونډلو – جملو یې پنځه کسه له جوماته وویستل او ویې ویل : تاسې چې زکات نه ورکوئ، له جوماته ووځئ. ( جام الاحادیث ۹/ ۳۱)

قرآن کریم وايي :

وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا (معارج/۲۱) = او چې ښېګڼه ورورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)،

إِلَّا الْمُصَلِّينَ (معارج/۲۲) = خو بې له نمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي)،

الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ (معارج/۲۳) = هغوى چې تل خپل نمونځونه كوي؛

وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ (معارج/۲۴) = او هغوى چې په مالونو كې يې يو ټاكلې برخه وي،

د نفاق نښه

قرآن کریم، منافقین داسې انځوروي :

الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (توبه/۶۷) = منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كول او خپل لاسونه (له نفقې وركولو او بخششه) موټى كړي ساتي،خداى يې هېر كړى دى او خداى (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا،چې منافقان سرغړاندي دي .

د نمونځ او عبادتونو نه قبلېدل

په روایتونو کې راغلي : «ایّها النّاس ادّوا زكاة اموالكم فمن لا یزكّى لا صلوة له و من لا صلوة له لا دین له» د ټولو کړنو قبلېدل د نمانځه په قبلېدلو پورې اړه لري او د نمانځه قبلېدل د زکات په ورکړې پورې اړه لري. (جامع الاحادیث ۹/۳۰)

موسی علیه السلام یو زلمی ولید چې ښکلی نمونځ کوي، خدای ته یې وویل : څومره ښکلی نمونځ کوي! موسی علیه السلام ته وحی وشوه، نمونځ یې ښکلی دی؛ خو یو بخیل زلمی دی او زکات نه ورکوي او چې زکات ورنکړي؛ نو نمونځ یې نه قبلېږي.

رسول الله (ص) وايي : څوک چې زکات نه ورکوي او نمونځ نه کوي؛ نو د زړو راټولو کړای شویو جامو په څېر دا نمونځ د نمونځګذار پر مخ بېرته وراچول کېږي. ( جامع الاحادیث ۹/ ۳۰، ۳۳)

د ربا خواران ملګری

حضرت علي (ک) وايي : «مانع الزّكاة كآكل الرّبا» د زکات نه ورکوونکی د ربا خوار په شان دی. ( جامع الاحادیث ۹/ ۶۳)

 

د زکات مصرفول

د زکات مصرفول باید دقیق، پخپل ځای او هغو ځایونو کې وي، چې خدای یې حکم کړی وي.

قرآن کریم د زکات د مصرفولو اته ځایونو بیانوي :

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ = (توبه/۶۰) زكاتونه يوازې ځانګړي شوي دي : فقيرانو او مسكينانو او د زكات د راټولولو كاركوونكيو او هغوى ته چې د زړونو لاس ته راوړل يې موخه وي او(همداراز) د مريانو (ازادولو) له پوروړو سره د مرستې او د خداى د لارې غښتلتيا او مسافر پالنې ته. دا ( زكات) يو(مهم) الهي فرض دى او خداى پوه حكيم دى.

پورتني آیت ته پامنیوي، زکات په اتو ځایونو کې د مصرف وړ دی:

لومړی او دویم : لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ

امام صادق (رح) د فقیر او مسکین په توپیر کې وايي : فقیر هغه اړمن دی، چې له نورو د مرستې غوښتنه نه کوي؛ خو مسکین هغه دی، چې د فقر د دباو له کبله خلکو د مرستې غوښتنه کوي. (وافي، ۱۰/ ۱۶۴۰)

دا چې امام صادق (رح) د فقیر په اړه وویل، چې هغه څوک دی، چې سوال نکوي؛ نو ښايي دلیل یې د بقرې دا لاندې آیت وي :

لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاء مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ (بقره/۲۷۳) = (ستاسې نفقه په تېره بايد) هغو اړمنو ته وي،چې د خداى په لار كې تنګلاسي شوي وي؛(او پر حق دين د ايمان راوړو له امله له خپلو سيمو شړل شوي او په جهاد كې ګډون اجازه نه وركوي،چې د خپل ژوند د لګښت پوره كولو لپاره په ورهڼې او سوداګرۍ لاس پورې كړي)،مسافرت ته نشي تلاى (چې پانګه تر لاسه كړي) او د هغوى د سختې استغنا په ليدو بې خبره خلك پرې د شتمنو ګومان كوي؛ خو له څېرو یې پېژندل كېږي او كله هم په ټينګار له خلكو څه نه غواړي ( دا يې ځانګړنې دي) او هر ښه څيز، چې د خداى په لار كې خیرات كړئ؛ نو په حقيقت کې خداى پرې ښه پوه دى .

پاتې دې نشي، چې د فقیروالي او مسکینوالي شرط بېکاري نه ده، ځکه ښايي ډېری داسې کار او دنده درلودونکي کسان وي، چې ګټه وټه یې د ژوند لګښتونه نشي ورپوره کولای.

هغه بېړۍ چې حضرت خضر سورۍ کړه، نو قرآن کریم یې په باب وايي :

أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ (کهف/۷۹) = خو هغه بېړۍ د څو تنو بېوزليو وه،چې په سمندر كې يې كار كاوه.

د فقر له منځه وړنه، اسلام د زکات د مصرفولو په لومړیت کې ایښې ده.

قرآن کریم وايي : په قیامت کې به جنتیان، دوزخیان وپوښتي، څه مو د دوزخي کېدو لامل شو؟ دوی به ووايي : [ وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ (مدثر/۴۴) = او بېوزليو ته مو خواړه نه وركول.]

ان که انسان مال او شتمني هم ونلري؛ نو بیا هم د نشتمنو پر وړاندې بې پروا کېدلای نشي او نور کسان باید مرستې ته وهڅوي او که نه و به رټل شي. [ وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ (ماعون/۳) وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ ( فجر/۱۸، حاقه/۳۴) = او یو بل بېوزلو ته د خوړو په ورکولو نه هڅوئ. ]

قرآن کریم د لوږو او نشتمنو لاسنیوی د ازمېښت له هسکو څوکو تېرېدل ګڼي. [فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ = (البلد/۱۱) خو انسان هغه ستغ ستونځ (هسکه څوکه) سر نه کړ.]

لوږو ته پاملرنه یوازې په مسلمانو لوږو پورې ځانګړې نه ده، بلکې د ټولنې ټول کسان باید ماړه شي. د کعبې تر جوړولو روسته ابراهیم علیه السلام پخپله دعا کې وویل :

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (بقره/۱۲۶) = او(درياد كړئ ) هغه وخت،چې ابراهيم وويل : ((پالونكيه ! دا [مکه] د امن ښار كړه او هستوګنو،ته يې چې پر خداى او قيامت ايمان لري (ډول ډول) مېوې روزي كړه .)) و يې ويل :(( ( ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) او چې څوک كفر خپل کړي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته راكاږم او (څه) ناوړه عاقبت دى!)) .

درېیم : (( وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا )) د زکات د راټولو کارکوونکي

هغوی چې د زکات د مالونو د راټولونې، ساتنې او وېش په لار کې هاندوهڅې کوي؛ نو دوی هم د زکات له مصرفوونکیو ځنې دي.

څلورم : ((وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ)) هغوی ته چې د زړونو لاس ته راوړل یې موخه وي

د زکات یوه برخه باید د اسلام د فرهنګ په خپرولو او د نېکو اړیکو او د زړونو د لاس ته راوړنې له لارې اسلام ته د نورو د بلنې په لار کې ولګول شي. وايي چې هر مټاک غوز ګرد دی، خو هر ګرد څیز، مټاک غوز نه دی. هر مومن، مسلمان دی؛ خو هر مسلمان، مومن نه دی. ډېری کسان مسلمانان وي، یعنې له شرکه لرې وي او د توحید په مدار کې وي؛ خو دوی د ایمان په کمزروي پړاو کې وي. دا چې اسلام ددې کسانو لاسنیوی وکړي او پورته پړاوونو ته یې بوزې؛ نو یو لړ کړلاری یې اوڅار – مطرح کړي، چې د زکات یوه برخه باید د دوی د ژوند د پراختیا په موخه ولګول شي، چې ددې کړنې له لارې پکې د معرفت او ښاندې – شناخت ځای ونیسي. څوک چې د اسلام له لارې ګرم کړای شوی وي؛ نو د مینې په مټ باید پاخه شي، دا ځکه هر ګرم کړای شوی، بېرته سړېږي؛ خو هر پوخ کړای شوی، بېرته نه خامېږي.

چا چې اسلام راوړی [يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ] نو په داسې چلنونو او مینو، اسلام دهغوی په دننه کې ځای نیسي.

هو! څوک چې اسلام ته ورننوتل او د چا چې په روح کې اسلام او ایمان ورننوت؛ نو په دې دواړو کې توپیر دی.

نن زبرځواکونه د کتابونو، کشیشانو، کارپوهانو، بلنلیکونو، بورسونو، علمي او فني پلاوو او په نورو سلګونو لارو د خپل فکر او واک د پراختیا په موخه خپل سیوری یې پر نورو هېوادونو ورخپور کړی، سفرونه یې کړي، غونډې یې کړي، دسیسې یې جوړې کړي، خلک یې په پیسو اخستي، د سیلاني په نامه زموږ په خاوره کې لېشت په لېشت ګرځېدلي. سره له دې چې مسلمان د ګرځېدو او سفر، هجرت، تبلیغ او له زانګو تر لهده، له ختیځه تر لویدیځه د پوهې لپاره په لسګونو احکام لري؛ خو په خواشینۍ چې دا مسلمان د غفلت په خوب ویده دی.

پینځم : ((فِي الرِّقَابِ)) د مریانو آزادول

د زکات یوه برخه د مریانو د آزادولو لپاره ده. د تاریخ په اوږدو کې نښتې، جګړې، وژنه او نیونه وه او څه چې مهم دي، ددې جګړو د پایلو، موخو او سرچینو څېړنه ده. اسلام د جهاد او ابتدايي جګړې انګیزه، د فتنې لرې کول او حق ته د خلکو د بلنې په لار کې د خنډونو لرې کول ګڼي او د بندیانو په ګډون یې د جګړې ټولو چارو ته سترې، لوړې او حکیمانه کړلارې او آداب ټاکلي دي.

شپږم : ((الْغَارِمِينَ)) پوروړي

د زکات یوه برخه دهغو پوروړو لپاره ده، چې د خپل پور د ورکونې توان نلري. رسول الله (ص) وايي : «ایّما مؤمن او مسلم مات و ترك دَیناً لم یكن فى فساد و لا اسراف فعلى الامام ان یقضِه فان لم یقضه فعلیه اثم ذلك» پر اسلامي امام او واکمن لازم دي، چې د زکات له برخې دهغو کسانو پور ورکړي چې پور یې د اسراف او فساد لپاره نه وي او که داسې ونکړي؛ نو ګناهګار به وي (جامع الاحادیث ۹/ ۲۵۹)

که په هر یو الهي حکم په سمه توګه عمل وشي؛ نو د ټولنې ستونزاواری به وشي. علیم او حکیم خدای د خپل بې پایه حکمت او پوهې له مخې حکم کړی، چې د زکات یوه برخه دې پوروړو ته ورکړل شي. هغه پوروړي، چې نن د زکات اخستونکی دی دهغه زنګ وهلې کابلې یا نټ په څېر دی، چې که لږ هم غوړ راغوړ شي ؛ نو بېرته په کار پېلوي او خپل اقتصادي کارونه بېرته له سره پېلوي او ښايي ډېر ژر خپله هم له زکات ورکوونکیو ځنې شي.

اووم : ((فِي سَبِيلِ اللّهِ)) د خدای د لارې غښلتیا

د زکات د مصرفولو بله لار، هغه ټول ګټې کارونه دي، چې الهي رنګ ولري، یعنې دا چې دا کارونه خدای خوښي او د خلکو د عمومي ګټې لپاره وي، بېلګې یې دا دي : د ښوونځیو، جوماتونو او نشتمنو ته کورونه جوړول، د پلونو او کلینکونو جوړول، د زلزله ځپلو او جنګ ځپلو مرسته، د کتابتونونو او اسلامي تبلیغاتو او خپرونو مرسته، د مسلمانو ترمنځ سوله او جوړجاړی، بې کارو ته کارموندنه، تخصص نه درلودونکیو ته د ورهڼې – کسب و کار زده کړه او داسې نور.

د اسلام د دین له امتیازانو ځنې دا دي، چې کله هم ځنډونه نلري او د رسمي او ځانګړو کارونو په څنګ کې نور خپلخوښي او آزاد کارونه هم پریښي، چې دا دي:

د فرض نمونځونو په څنګ کې مستحبي نمونځونه هم ایښي دي.

که د حج سفر په ځانګړو ورځو کې وي؛ نو د عمرې سفر په هره میاشت کې جایز دی.

که روژه د رمضان په میاشت کې رسمي وي؛ نو د کال په پاتې ورځو( بې د کمکي او لوي اختره) کې ثوابي روژه نیول اختیاري ده.

که زکات او خمس په ځانګړي مقدار کې واجب شوی؛ خو بېلابېلې صدقې او انفاقات د ورکوونکیو په ارادې او شرایطو پورې اړه لري.

که د زکات په مصرف کې د پوروړیو ، مریانو، فقیرانو او د زکات د کارمندانو نومونه راغلي؛ خو ((فِي سَبِيلِ اللّهِ)) د انسان لاس پرانستی پرېښی، چې هر ډول خدای خوښی کار هم کولای شي.

ممکن په یو وخت کې د اوبو د زېرمې جوړول یو خدای خوښی کار وي او په بل وخت کې د اوبو د پایپونو لګول. ممکن په یو وخت کې د کتاب چاپول خدای خوښی کار وي او په بل وخت کې کوم بل کار؛ نو د ((فِي سَبِيلِ اللّهِ)) عبارت د هر خیر کار رانغاړي.

اتم : ((ابْنِ السَّبِيلِ)) مسافرپالي

((ابْنِ السَّبِيلِ)) یعنې د لارې زوی، یعنې هغه کس، چې پخپل وطن کې بېوزلی نه دی؛ خو نورو سیمو ته په سفر کې د ټکر، غلا، ناروغۍ، ګرانۍ، او یا بل لامل له کبله مرستې ته اړمن وي او که لاسنیوی یې ونشي؛ نو ژوند او پت یې له خطر سره مخ کېږي. یو خوا مالي اړتیا او له وطنه د لرېتوب ننګېرنه او بلخوا ورباندې ځانګړې اروایز او رواني دباو راځي.

د اسلام ژوندی ښوونځی، چې پخپلو ټولو کړنلارو کې د خلکو وګړې – شخصیت، مال او پت ته ځانګړې پاملرنه کړې؛ نو دلته د زکات د یوې برخې د ځانګړې کوونې له لارې، هم د داسې خلکو پت خوندي ساتي او هم یې پریشاني لرې کوي.

 

په ټولنه کې فقیران ولې وي؟

فقر یا نشتمني ډولونه لري : کله د ناغېړۍ له کبله وي. کله هم د ناپوهۍ له کبله وي. کله هم د سپکاوۍ او ځان ته د ټیټې کتنې له کبله وي. کله په پنځیز – طبیعي ډول وي. کله هم په ټاکنیزه – انتخابي بڼه وي. په کوم ځای کې چې ناغیړي، ناپوهي، سپکاوی، ښکېلاک، او ربېښاک – استعمار او استثمار د نشتمنۍ جرړه وي؛ نو اسلام پرې نیوکه کړې؛ خو په کوم ځای کې چې نشتمني په ټاکنیزه بڼه وي؛ یعنې انسان ساده او زاهدانه ژوند ټاکي، چې د شتمنۍ په راټولونې، د مال په ساتنې او بخل او حرص ککړ نشي، د اسلام له نظره دا نشتمني یو ډول ارزښت دی. څه چې په زکات پورې تړاو مومي ، هغه طبیعي نشتمني ده، یعنې یو کس خپله ټوله هڅه کړې؛ خو د بېلابېلو دلایلو له مخې یې ګټه وټه د ژوند لګښتونه پوره کولای نشي او یا له آره د کار او هڅې شونتیا نشته، یا دا چې دا کس له کاره لوېدلی او یا دا چې د کور پالندوی – سرپرست د یوې پېښې یا طبیعې مړینې له کبله مړ شوی او کورنۍ یې ګټه وټه نلري. دا ډول نشتمني د ناغېړۍ، ناپوهۍ، سپکاوۍ، ښکېلاک او زبېښاک له کبله نه ده. دلته پر فقیر او غني دواړو یو ډول الهي ازمېښت دی، چې فقیر څومره زغم کوي او غني څومره ښندنه کوي. ددې ډول نشتمنۍ د هوارۍ لپاره اسلام خمس، زکات، انفاق، او داسې نور حکمونه کړي دي.

نو له دې مخې څوک نشي ویلاي، چې دیني غونډال – نظام په پیل کې ټولنه په دوو قطبونو فقیر او غني ویشلې او بیا د انفاق، خمس او زکات په ورکړه سپارښتنه کوي، بلکې دا یو طبیعي چار دی، چې د استعدادونو د توپیر، نوښتونو، او کله هم د الهي حکیمانه مقدارتو له مخې ټولنه پر دوو ډلو ویشل کېږي؛ خو دا توپیرونه د فرضو او یا هم مستحبو حکمونو له لارې جبرانېږي.

 

هغه کسان چې د زکات په اخستو کې لومړیت لري

په قرآن کریم کې راغلي :

قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ (بقره/۲۱۵) څه چې ورکوئ؛ نو تر هر چا مخکې خپل موروپلار په پام کې ونیسئ، ان که وصیت کوئ؛ نو تر هر چار مخکې موروپلار او خپلو خپلوانو ته یې ورکړئ. [تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ(بقره/۱۸۰)]

دا د اسلام شعار دی : (( لا صدقة و ذو رحم محتاج)) که خپلوان مو لاس اړي وي؛ نو له نورو سره ستاسې مرسته ارزښت نلري ( بحار ۷۷/ ۵۹)

تقوی داره او ایمانوال

په روایتونو کې راغلي، چې مومنینو ته باید ډېر مقدار ورکړل شي؛ خو نا اهل او فاجر ته باید لږ مقدار ورکړل شي، ځکه مومن به دا مرسته د خدای د اطاعت په لار کې او فاجر به یې د خدای د معصیت په لار کې ولګوي. «لانّ المؤمن ینفقها فى طاعة اللّه عزّ و جلّ و الفاجر فى معصیة اللّه عزّ و جلّ» (بحار ۷۷/۵۹)

هو! له متقیانو سره مرسته د خیر او برکت په پراختیا کې یو ګام دی او د نا اهلو مرسته د فساد او تباهۍ په خپرولو کې یو ګام دی.

 

پتوال

قرآن کریم وايي :

لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاء مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ(بقره/۲۷۳) = (ستاسې نفقه په تېره بايد) هغو اړمنو ته وي،چې د خداى په لار كې تنګلاسي شوي وي؛(او پر حق دين د ايمان راوړو له امله له خپلو سيمو شړل شوي او په جهاد كې ګډون اجازه نه وركوي،چې د خپل ژوند د لګښت پوره كولو لپاره په ورهڼې او سوداګرۍ لاس پورې كړي)،مسافرت ته نشي تلاى (چې پانګه تر لاسه كړي) او د هغوى د سختې استغنا په ليدو بې خبره خلك پرې د شتمنو ګومان كوي؛ خو له څېرو یې پېژندل كېږي او كله هم په ټينګار له خلكو څه نه غواړي ( دا يې ځانګړنې دي) او هر ښه څيز، چې د خداى په لار كې خیرات كړئ؛ نو په حقيقت کې خداى پرې ښه پوه دى .

 

 

 

سرچینه : زکات،  لیکوال شیخ محسن قرآیتي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!