تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ ( حجرات/۱۲) ژباړه : مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو ځانونه وساتئ؛(ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ ( حجرات/۱۲)

ژباړه : مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو ځانونه وساتئ؛(ځكه) ځينې ګومانونه ګناه ده او (د نورو په ځاني چارو كې) پلټنه مه كوئ او تاسې هېڅوك د يو بل غيبت مه كوئ، ايا کوم یو مو دا خوښوي، چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟! نو بده يې ګڼئ؛(همداراز د مسلمان ورور غيبت او عيب لټول بد وګڼئ) او (خپل ځانونه) د خداى له (عذابه) وساتئ،چې هغه توبه قبلوونكى (او) لورين دى .

قرآن پر ښه ګومان ‏ټينګارکړى دى او مسلمانان یې له بدګومانۍ منع کړي دي . د ساري په ډول : ‏د نور په سورت کې وايو : (( لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ(نور/۱۲)=چې كله يې دا(تور) واورېد؛نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانونو ښه ګومان و نه كړ او ويې نه ويل چې: “دا ښكاره دروغ دي؟!” ))

دا آيت د امنيت او خلکو پت ساتنې ته،خلک له بد ګومانۍ،ځيرنې اوغيبت منع کوي .

*نن د نړۍ حقوق پوهان د بشر د حقوقو په هکله خبرې کوي ؛ خو اسلام زر نورو مسلو ته پام لري،چې حقوق پوهان ترې خبر هم نه دي؛لکه غيبت کول د بشر پر حقوقو تېرى ګڼي .

*هیڅ ګناه د غيبت په څېر له بې رحمه داړنې سره نه ده تشبيه شوې .

هو! لېوه هم لېوه نه داړي .

*پوښتنه : ولې د يوې شېبې غيبت په پار د انسان د څو کالو عبادت له منځه ځي ؟ ايا دا ډول سزا ورکول له عدالت سره اړخ لګوي ؟

ځواب : لکه څنګه چې غيبت کوونکى په يوه شېبه کې په خپل غيبت د بل انسان هغه پت له منځه وړي،چې کلونه کلونه يې ورته زحمتونه ګاللى،خداى هم دهغه د کلونو کلونو عبادت له منځه وړي؛نو د څو کلونو عبادت له منځه وړل يوه عادلانه سزا ده .

پيغامونه :

١_ ايمان له ژمني سره مل وي او څوک چې ايمان لري بايد ځان له يو لړ کړنو لرې وساتي .( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا…) (ايمان له بدګومانۍ،غيبت او د خلکو په کار کې له څېړنې سره اړخ نه لګوي )

٢_ له حتمي ګناهونو د لرې والي په موخه ځان باید هرومرو‏ له ګناه لرې وساتو ( داچې ګومانونه ګناه ده؛نو بايد له ټولو بدو ګومانونو ځان لرې وساتو . (اجْتَنِبُواإِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)

٣_ پرانسان ډاډ او د هغه کرامت،روغتيا او برائت يو آر ‏دى . (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ)

٤— باید په ‏اسلامي ټولنه کې ‏پر يو انسان له فکري اړخه ‏بدګوماني ونشي ، هم يې په کار کې پلټنه ‏ونشي اوهم يې په ناستوکې پت وساتل شي . (إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ…. وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب)

٥_ له غيبته د منع لپاره بايد د غيبت سوړې ټپې شي .( غيبت ته د ورننووتو لومړى سوړه بدګوماني،بيا پلټنه ‏او ورپسي غيبت وي؛نوقرآن هم په همدې بڼه ‏منع کړي يو ) ( اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ….. وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب)

٦—ګناه خو په ظاهره ځينو ته خوږه ښکاري؛خو په حقيقت کې په باطني او ملکوتي ليد کې ډېره رټل شوې ده (يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ) ( دغيبت باطن د مړي د غوښې خوړل دي او د بلې يوې ګناه په باب هم داسې تعبير نه دی کارول شوى) .

٧_ له بدیو د منع پرمهال عاطفي تعبيرات وکاروئ . (وَلَا يَغْتَبأَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ )

٨_ د روزنې يوه لار د بېلګو کارول دي .( أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ….)

٩_ انسان خوهغوى ته حيرانېږي،چې د نورو غيبت کوي او يا ورته غوږ ږدي . (أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ…)

١٠_   د هرچا غيبت حرام دى [ په ((أَحَدُكُمْ)) کې کوچنى ، ستر، مشهور ، نامشهور،عالم ، ناپوه ، ښځه او سړى ټول راځي .)

١١_ د ايمان خاوندان يو د بل ورونه دي. (لَحْمَ أَخِيهِ)

١٢_ د انسان پت دهغه د بدن د غوښې په څېر دى او د پایښت وسیله یې ده ‏.( لَحْمَ أَخِيهِ)

١٣—کافر غيبت نه لري (؛ځکه کافر د مسلمان ورور نه دى ) (لَحْمَ أَخِيهِ).

١٤_ لکه څنګه چې مړى له ځانه دفاع نشي کړاى ؛نو په هغه چا پسې هم ، چې غيبت کېږي او دا چې د غيبت پرمهال حاضر نه وي ؛نو له ځانه د دفاع وس نه لري . (مَيْتًا )

١٥—که له ژوندي بدنه يو ټوټه غوښه راوشلول شي ؛نو د راشلول شوي ځای بېرته ټپېږي؛خو که له مړي ‏يوه ټوټه غوښه راوشلول ‏شي ؛نو ځای یې نه ټپېږي . هو! غيبت د خلکو بې پته کول دي او انسان چې بې پته شي؛نوبيا نه جبرانېږي . (لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا)

١٦_ غيبت کول داړل دي . (يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا)

١٧—غيبت کول له تقوى سره اړخ نه لګوي . (َلَا يَغْتَبوَاتَّقُوا اللَّهَ )

١٨_ اسلام پرهغه چا لار نه ده تړلې ،چې په توبې ‏خپلې تېروتنې جبران کړي . (َلَا يَغْتَب…….. إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ )

١٩_ خداى بښاند لوراند ‏دى . ( تواب رحيم )

د بدګومانۍ ډولونه

بدګوماني څو ډوله ده، چې له ځينو يې منع شوي يو :

١_ پرخداى بدګوماني :

په حديث کې وايو : څوک چې د ژوند د لګښت له امله واده نه کوي،په حقيقت کې پرخداى بدګومانه دى؛يعنې انګېري ‏، چې که ځان ته وي؛نوخداى يې رزق ورکولاى شي ؛خو که مېرمن يې ورسره وي ؛نو خداى يې د روزۍ ورکولو وس نه لري،چې پر خداى له دې ډول بدګومانۍ منع شوي يو.

٢_ پرخلکو بدګوماني :

چې په دې آيت کې ‏ترې منع‏ شوى يو .

٣_ پرځان بدګوماني :

چې دا ځانګړنه ستايل شوې ده .هو! انسان نه ښايي له خپل ځانه خوښ وي او خپلې ټولې چارې بې عيبه وګڼي .حضرت علي د متقينو د ځانګړنو په باب ( د همام خطبه ) وايي : د متقيانو يو کمال دا دى،چې پرځان بدګومانه وي .

هغوى چې خپل ځان بې عيبه ګڼي؛نو په حقيقت کې يې د پوهې او ايمان رڼا لږه ده او په لږې رڼا انسان څه نشي ليدلاى؛ لکه که تاسې له يوه وړوکي څراغ سره ستر تورتم ‏ته ورننوځئ؛نو يوازې ستر څيزونه به وينئ ؛خو که له يوې رڼا سره ورننوځئ، ان د تيلي هومره څيزونه به هم درته ښکاري . د هغوى چې د ايمان رڼا لږه وي؛نو له سترو ګناهونو پرته ورته نورې ګناهونه ‏نه ښکاري؛نوکله وايي : موږ خو څوک نه دي وژلي، د چا له کوره مو غلا نه ده کړې او ګناه يوازې دې ډول چارو ته وايي ؛ خو که د ايمان رڼا يې زياته وي ؛نوخپلې ټولې تيروتنې ورته ښکاري او له امله يې تل له خدايه بښنه غواړي .

هو! که څوک له ځانه خوښ ‏او ځان ته ښوینی- خوش بين وي (او پرخپلو اندونو ‏اوکړنوهيڅ بدګوماني ونه لري )؛نو ‏کله به هم پرمختګ و نه کړي، داسى انسان شا ته ګوري او وهل شوې لارې ته ګوري اوپېسمنېږي – مغرورېږي ؛خوکه يوځل مخې او پاتې لارې ته وګوري؛نو پوه به شي،چې تر وهلې لار ورته لا ډېره لار پاتې ده !

*قرآن کریم ‏ پېغمبر اکرم(ص) ته ‏وايي :

((وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا (طه/۱۱۴)=ووایه : پالونكيه! پوهه مې زياته كړې .))

((وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ( آل عمران/۱۵۹)=له خلکو سره مشوره وکړه.))

((فَإِذَا فَرَغْتَ فَانصَبْ(الشرح/۷) = (نو چې كله (له مهم كاره) وزګار شوې؛نو [په عبادت کې] هڅې وکړه، ))

نو ايا سمه ده،چې زموږ ‏له ځانه خوښ شو،موږ بايد پرخپلو اندونو او کړنو بدګومانه وسو؛خو پرخلکو او د خداى پر رحمتونو او نعمتونو د بدګومانۍ حق نه لرو .

*دا خبره هم هېرول نه دي په کار، چې ، د حسن ظن يا بدګومانۍ نه کولو مانا سادګي،ژرباوري ،رغۍ کتنې او د دښمن له دسيسو غفلت نه دى . اسلامي امت نه ښايي د خپل ښه ګومان له امله د خلکو او دښمن په لومه ‏کې راګېر شي .

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم فرمايي :

پر يو بل له بدګومانۍ ډډه وکړئ، چې دا ډېره دروغجنه خبره ده،د يو بل کمزورۍ مه وايئ او د ځوو په شان یو د بل عيبونه مه راسپړئ، پر يو بل مه ګواښېږئ،يو له بل سره کينه مه لرئ او مه ورسره دښمني کوئ او مه يو بل ته شا کړئ؛ بلکې د خداى بندګانو! يو له بل سره وروڼه وسئ[1] .

ðڅوک چې نرم خويه نه وي؛نو تر ټولو ښو به بې برخې وي [2].

ðبدغونى او بدژبى جنت ته نه ځي[3].

ðد خلکو له بدګومانۍ ځان وژغورئ[4] .

[1] ( بخاري – مسلم )

[2] (مسلم)

[3] ( ابوداود)

[4] ( تحف العقول : مخ ٥٤)

 

غیبت څه ته وايي؟

*غيبت دې ته وايي،چې که د يو چا په نه شتون کې يې په باب داسې څه ووايې،چې خلک ترې خبر نه وي او هغه انسان يې په اورېدو خپه شي . ( وسائل ۸/٦٠٠- ٦٠٤)

نو مخامخ نيوکه يا هغه نیمګړتیا،چې خلک ترې خبر وي او اورېدونکى پرې خپه نشي،غيبت نه دى .

د مړي ، ژوندي ، سړي ، ښځې ، وړوکي ، ستر، خپل ، پردي ، ښوونکي ، زده کوونکي او پلار د ټولو غيبت حرام دى او ګناه يې يو له بل سره توپير نه لري .

*د خداى رسول (ص) وويل : له مړيو لاس واخلئ، څوک چې ومړ؛نو ورپسې بد مه وياست .( نهج الفصاحه ، ٢٦٤ حديث )

غيبت د روايتونو په رڼا کې

امام صادق وويل : غيبت کوونکى که توبه وکړي؛نو وروستى تن به وي،چې جنت ته ننوځي او که توبه و نه کړي؛نو لومړى تن به وي،چې دوزخ ته ننوځي .( مستدرک ۹/١١٧‏)

امام رضا له امام سجاد څخه روايت کړى دى : يوعالم وايي: که چا د مسلمان له غيبته ځان وساته ؛نوخداى به يې د قيامت پر ورځ له ګناهونو تېرشي . ( بحار۷۲/ ٢٥٦)

پېغمبر اکرم (ص) : ترڅلوېښت ورځو پورې د غيبت کوونکي لمونځ او روژه نه قبلېږي . ( بحار۷۳/ ٢٥٨‏)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : د قيامت پرورځ ،چې ځينو ته کړنلکيونه ورکړ شي؛نو وبه وايي : ولې پکې زموږ ښه کړه نه دي ‏کښل شوي؛نو ورته به وويل شي : خداى نه څه کم کړي او نه هېر کړي؛بلکې ستاسى ښه چارې د غيبت له امله له منځه تللي دي او په مقابل کې داسې کسان هم شته، چې کله خپل کړنليک وويني،چې پکې ډېرزياتې ښې چارې ليکل شوي ؛نو خيال به وکړي،چې دا يې کړنليک نه دى؛نو ورته به وويل شي: چا چې دې غيبت کړى و،ښه کړنې يې ستاپه کړنليک کې ليکل شوي دي . ( بحار۷۲/ ٢٥٩)

د خداى رسول (ص) مکې ته په خپل وروستي سفرکى وويل : ستاسې وينه ، مال او پت محترم دى؛لکه څنګه چې دا د “ذي الحجې” میاشت ده او دا د حج ورځې محترمې ‏دي . ( شرح نهج البلاغه، ابن ابى الحديد ۹/٦٢‏)

په روايتونوکې د غيبت کوونکي نوم د هغه چا تر څنګ راغلى،چې تل شراب څښي. ( بحار۷۲/٢٦٠)

په روايتونو کې راغلي : هغوى چې د نوروغيبت راسپړي ؛نو خداى به يې عيبونه ښکاره کړي .(محجته البيضا ، ٥مخ)

پېغمبر اکرم (ص) وايي : دغيبت کوونکي روژه باطله ده . (معجة البيضاء۵/٢٥٤)

پېغمبراکرم (ص) وايي : يو درهمه ربا تر ٣٦ زناګانو ‏بده ده او تر ټولو بده اوستره ربا د مسلمان له پت سره معامله ده. (بحار۷۲/ ٢٢٣‏) .

په حديث کې راغلي : په جومات کې د لمانځه لپاره د ناستې انتظار عبادت دى ؛خو چې غيبت پکې ونشي . ( کافي ۲/٣٥٧مخ )

د غيبت سکېنده – جبرانول

*که په چا پسې مو‏غيبت کړى وي او مړشوى وي ؛نو بايد له خداىه بښنه وغواړو،چې البته خداى توبه منونکى دى؛خو که په هغه پسې چې غيبت مو کړى که ورته ووایو،چې ستا غیبت مو کړی ؛نو خپه به شي . ځينې عالمان وايي،چې بايد ورته و نه ويل شي،چې ‏غيبت مو درپسې کړى ؛بلکې خداى ته بايد توبه وايستل شي او که د غيبت اورېدونکى پېژنئ ؛نو په چا پسې،چې موغيبت کړى؛نو د هغه د سپکاوي د جبران لپاره يې ښه ووايو او که داسې ول،چې که پوهېدئ،چې درڅخه نه خپه کېږي ؛په خپله ترې بښنه وغواړئ .

شيخ طوسي د تجرید په شرح کې د پېغمبراکرم د يو حديث په رڼا کې وايي : که په هغه پسې،چې غيبت کېږي،خپل غيبت واوري ؛نو د جبران لپاره بايد ورشو او ترې رسماً بښنه وغواړو؛خو که يې خپل غيبت نه وي اورېدلى؛نو چې کله هغه رايادېږى بايد ورته استغفار وشي. ( وسايل ۸/٦٠٥‏)

غيبت په کوموځايونو کې جايز دى

١_ د مشورې په مقام ‏کې؛يعنې که چا د يو بل کس په اړه ‏مشوره وغوښته ؛نو موږ کړاى شو مشوره غوښتونکي ته د هغه کس نېمګړتیاوې ووایو،چې په اړه یې مشوره کېږي‏ .

٢_ د باطلې ګروهې ‏د لارويانو غيبونه ويلاى شو، چې خلک ورپسې ولاړ ‏ نشي .

٣—په نياوتون-محکمه کې د يو مجرم پر خلاف د لېینې – ګواهى پر مهال که غيبت وشي؛لکه څنګه چې د باطلې ګروهې ‏ د رد لپاره خلکو ته بايد حقيقت وويل شي .

٤_ د داسې لېينې – گواهۍ د رد لپاره،چې د ډاډ ‏ وړنه وي .

٥_ د ظالم د ظلم بيانول،چې د چا مظلوميت پکې جوتېږي .

٦—څوک چې ښکاره ګناه کوي؛نوغيبت نه لري .

٧_ څوک چې د دروغو ادعا کوي؛د ساري په ډول وايي : زه عالم يم، ډاکتر يم او موږ پوهېږو ،چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی ؛نو خلک پوه کړ، چې هغه ددې ځانګړنو وړ نه دی .

دغيبت خطرونه

په غيبت کولو نورې ګناوې هم پټې دي لکه :

١—د فحشاء خپرول ؛د خلکو د بديو خپرول دومره خطرناک دي،چې نه يوازې خپرول يې؛بلکې له خپرولو سره یې مينه هم ډېر دردونکى عذاب لري .

((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(نور/۱۹)=په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. ))

٢_ د مؤمن سپکاوى او خوارول .

٣ خبره خوله په خوله کول .

٤—جنګ اوفتنه اچونه .

٥—ظلم او نورې ګناهګانې …

دغيبت ډولونه

غيبت کله په ژبه،اشاره ،ليکنه ، عکس ،شکل ، انځور او د چوپتيا په بڼه وي ؛مثلاً وايي : افسوس،چې دين مې ژبه ‏نيولې او په دې ټکي ټولو ته وايي،چې پلانی څومره عيبونه لري او يا د الحمدالله په ويلو ،چې ښه ده موږ پکې راګېر نشو؛نو ښايي پلانى راګېرشوى دى . کله د خپل عيب په ويلو د بل عيب بيانوي، د ساري په ډول وايي : انسان کمزوری ‏دى ، موږ ټول بې صبره يو ؛يعنې هغه کمزورى او بې صبره دى . کله د غيبت په اورېدو ‏وايي : سبحان الله ، الله اکبر! اوپه دې سپېڅليو ټکيوغيبت کوونکى غيبت ته راهڅوي اوکله په ژبه وايي : غيبت مه کوئ ؛خو زړه يې غواړي،چې غيبت واوري،چې دا نفاق دى .

د غيبت اغېزې

*الف : ټولنيزې اواخلاقي اغېزې .

١_ د کينې راپيدا کېدل،د ډاډ ‏له منځه تلل او په خلکو کې د فتنې او اړپېچ رامنځ ته کېدل او له ټولنې د ګټورو وګړيو ګوښه کول .

٢—د ګناه لپاره نوره زړورتیا ‏پيدا کېدل ؛ځکه همداچې انسان پوه شو خلک يې له ګناه اوعيبه خبر شول،بې عزته شو ؛ نو‏‏سترګې يې نورې هم شلېږي او ګناه کولو ته لا ډاډه کېږي او توبه ‏يې له ذهنه وځي .

٣_ د خلکو دعيب خپرول ټولنه نوره هم ککړوي او ګناه ته د خلکو زړورتیا ‏نوره هم زياتوي .

٤_ د غچ اخستنې ننګېرنه – احساس راپاروي؛ځکه همدا چې يو چا واورېدل پلاني يې غيبت کړى ؛نو دى يې ‏هم ‏غيبت ته ملا تړي .

په بله وينا : ‏نننى غيبت مو ددې لاملېږي،چې خلک زموږ غيبت وکړي . ((لاتغتب فتغتب)) او څوک چې بل ته څاه کني خپله به پکې لوېږي . (بحار۷۲/٢٤٩) .

( ژباړن : رحمان بابا وايي:

کوهـــــى مــــه کــــنه د بـــل چــا پـه لار کې

که نه ستا به د کوهې په لار کې لار شــي )

*ب : اخروي اغېزې :

١—غيبت کول د انسان ښه کړنې له منځه وړي . (بحار۷۵/٢٥٧)

٢_   غيبت کول د عبادتونو د قبلېدو مخه نيسي .

٣_ غيبت کول انسان د الهي ولايت له کړۍ باسي او د نورو په کړيو کې يې دروي .( کافي ۲/٣٥٨‏ )

دغيبت ريښې

١_ کله غيبت له غوسې راولاړېږي،په ځينوآسماني کتابونو کې راغلي : که د غوسې پرمهال دې زه یاد کړم؛نو زه به دې هم د غوسې پر مهال یاد کړم او ‏ درباندې به غوسه نشم . (محجة البیضا۵/ ٢٦٥ )

٢_ کله له نورو سره د همغږۍ لپاره غيبت کوو،ګورو چې نورهم د چا غيبت کوي؛نو داچې ځان ورسره همغږى کړو،په غيبت لاس پورې کوو؛خو خبر نه يو،چې د خداى پر عذاب ککړ شوي يو،د خلکو خوښۍ ته خداى له ځانه خپه کوو،چې دا خورا ستر تاوان دى .

٣_ کله ځينې ځکه غيبت کوي ،چې ځان ستر او غوره وښيي؛ يعنې نور خرابوي،چې ځان ستر کړي،چې دې انسان هم ډېر ستر تاوان کړى دى .

٤_ کله پر نورو د ملنډو لپاره غيبت کېږي . خبر نه دي،چې په هغه پسې،چې غيبت کوي، ددې خلکو په سترګوکې به يې سپک کړي ؛خو له خداى سره يې درون کړى دى .

٥—کله دحيرانتيا په ښکاره کولو غيبت کوي؛ لکه وايي : زه ؛ خو دې ته حيران يم،چې پلانى له دې ټولې پوهې ‏سره څنګه داسې شو،حال داچې هغه دى حيران شي ،چې څنګه يې په دې ټکيوخپل ټول کړه وړه تس نس ‏کړل .

٦_ کله غيبت له کينې راولاړېږي .

٧_ کله د ساتېرۍ لپاره د نوروغيبت کوي .

٨_ کله د زړه سوي له مخې غيبت کوي،وايي : پر پلاني مې ډېر زړه ‏سوځي،چې په پلانۍ معامله کې راګېرشوى دى .

٩_ کله له خپلې نيمګړتيا د خلاصون لپاره خپله نيمګړتيا پر نورو اچوي اوغيبت کوي .

البته نور عوامل هم دغيبت لامل ګرځي؛خوموږ پورته لاملونه ‏بېلګې ته راوړل .

دغيبت اورېدل

*د اورېدونکي دنده ده،چې غيبت ته ‏غوږ کېنږدي او له مؤمنه دفاع وکړي . په حديث کې وايو : څوک چې غيبت واوري او چوپ پاتې شي؛نو له غيبت کوونکي سره په جرم کې شريک دى . ( غررالحکم )

*پېغمبر اکرم(ص) وويل : چا چې غيبت واورېد اوهغه يې رد کړ؛ نو خداى به ورته د دنيا اوآخرت زر د شر ورونه وتړي ؛خو که وايې ورېد او غلى پاتې شو؛نوله ويونکي سره په جرم کې شريک دى . (وسايل ۸/٦٠٧ ‏)

*په هغه پسې،چې غيبت يې کېږي،که ترې دفاع کړاى شئ او دفاع يې و نه کړه؛نو خداى به يې په دنيا اواخرت کې ذليل کړي ؛ځکه داسې چوپتيا به ددې لامل شي،چې په ټولنه کې ګټورخلک ګوښه‏ شي اوڅوک ترې دفاع و نه کړي .

*پېغمبر اکرم (ص) : که په يوه ناسته ‏کې غيبت کېږي؛نو بايد هغوى له دې عمله منع کړﺉ ‏او له ناستې ‏ووځئ . ( کنزالمعال ۲/٨٠‏)

*د اسراء دسورت په ٣٦آيت کې راغلي : د قيامت پر وروځ به غوږونه سترګې او زړه وپوښتل شي؛نوموږ د هر ډول خبرې د اورېدوحق نه لرو.

*په يو روايت کې غيبت کول کفر او اورېدل او پرې خوښېدل شرک ګڼل شوى دى . ( بحار۷۲/ ٢٢٦)

د غيبت د نه کولو لارې

١_ د غيبت منفي اغېزو او خطرونو ته پام ( چې په تېرو مخونو کې وويل شو )

٢_ د خپل عيب رايادول . حضرت علي وايي : څنګه د خلکو عيب وايئ حال داچې په خپله هم هماغه عيب لرئ . ( نهج البلاغه ،۱۴۰ خطبه)

په روايتونو کې راغلي : ‏ ‏نېکمرغه انسان هغه دى،چې پرخپل عيب بوخت وي ( د ‏ځان سمونې په فکر کې و ي او د خلکو په عيب پورې کار و نه لري .( بحار۱/ ١٩١‏)

يادونې

١_ غيبت يوازې د قرآن په دې سورت کې نه دى اوڅار- مطرح شوى ؛بلکې په نوروآيتونو کې هم راغلی دی .

((وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ(همزه/۱)=افسوس دې وې پر هر بد ژبي عيب لټوونكى ( پېغور ورکوونکى)! ))

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ(نساء/۱۴۸)= خداى دا نه خوښوي، چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي. ))

٢_ په غيبت کې قصد او نيت بايد عيب رابرسېرول وي؛خوکه د نورو عيب رابرسېرول د نورو د سمونې لپاره وي ؛نو باک ‏نه لري که څه د هغه چاعيب چې وويل کېږي که خوښ هم نه وي ؛ نو باک نه لري ؛لکه که ډاکتر ته د يو نارو غ ځانګړنې وويل شي؛نو پروا نه لري،ان که ناورغ خوښ هم نه وي .

٣_ په غيبت کې بايد شخص معلوم ‏وي ؛ د ساري په ډول : که ووايې : ځينې داسې دي او هغسې دي،که څوک د(( ځينې )) له مصداقه خبرنه وي؛نو پروا نه لري .

٤—کله ورته غيبت نه ويل کېږي؛خو د سپکاوي او فحشا د خپرونې په بڼه‏ خبرې منع دي .

رسول اکرم (ص) فرمايي :

غيبت د انسان دين تر هغه خوړونکې ناروغۍ ډېر ژر له منځ وړي،چې په ګرد بدن کې خپرېږي [1].

ðمؤمن ته پر مؤمن تېرى حرام دى او ورته حرام دي،چې يوازې يې پرېږدي يا يې غيبت وکړي يا يې ناوړه ځواب کړي[2] .

ð له غيبته ډډه وکړئ،چې تر زنا يې ګناه ډېره ده؛ځکه د”زنا کار” توبه قبلېږي؛خو غيبت کوونکى تر هغه نه بښل کېږي،چې غيبت شوى يې و نه بښي [3].

ð پر ښځو مو د زنا تور مه تپئ؛ځکه دا کار طلاق ته ورته دى او (هم) له غيبته ځان وژغورئ؛ځکه دا کار کفر کولو ته ورته دى او پوه شئ،چې تور او غيبت زرکلنې کړنې پوپناه کوي[4] .

ðچا چې له تنه د حيا جامې راواېستې؛نو غيبت يې روا دى(؛يعنې د بې حيا غيبت روا دى[5].)

ð څوک چې پر خداى او د قيامت پر ورځې ايمان لري؛په هغه غونډه کې ناسته نه بويه،چې کوم مشر ته پکې کنځلې يا د کوم مسلمان غيبت کېږي [6].

ð د قيامت پر ورځ يو څوک خداى ته حاضر وي او کړنليک يې ورکوي؛ خو خپلې نېکې کړنې پکې نه ويني. وايي: خدايه! دا خو زما کړنليک نه دى؛ ځکه خپل عبادات پکې نه وينم. ورته ويل کېږي: پالونکى دې نه تېروځي او هېر هم نه لري،نېکې کړنې دې د خلکو د غيبت له امله له منځه ولاړې بيا يو بل راولي او کړنليک يې ورته ورکوي،چې ډېرې نېکۍ پکې ويني؛نو وايي : خدايه! دا خو زما کړنليک نه دى؛ځکه ما خو دا ټولې نېکې چارې نه دي کړي،ورته ويل کېږي: پلاني ستا غيبت وکړ؛ نو ځکه يې ټولې نېکۍ په تا پسې وليکل شوې[7] .

ð هغه دروغ وايي،چې انګېري له حلالو زېږېدلى، حال دا چې تل په غيبت د خلکو په غوښو خوړلو بوخت دى. له غيبته ډده وکړئ،چې د دوزخ د سپيو خوراک دى [8].

ð د کېڅ – قبر عذاب له چغلۍ،غيبت او دروغو راولاړېږي[9].

ð څوک چې د مسلمان نارينه او ښځې غيبت وکړي،خداى تعالى يې تر څلوېښتو شواروزو پورې لمونځ او روژه نه قبلوي؛خو دا چې غيبت شوى يې وبښي[10].

ð څوک چې د مسلمان غيبت وکړي؛نو لکه څوک يې،چې په لوى لاس وژلى وي [11].

ð د معراج په شپه مې ځېني سړي وليدل،چې شونډې يې د خلکو د غيبت له امله په اورينو بياتي ګانو غوڅول کېدې [12].

ð په”معراج” کې مې پر داسې وګړيو سترګې ولګېدې، چې د مسو په څېر په تکو سرو نوکانو يې خپل مخونه او سينې توږلې، په دې اړه مې جبراييل وپوښت؛ ويې ویل: دوى په دنيا کې د خلکوغوښې خوړې (د خداى د بندګانوغيبت يې کاوه) او د هغوى پر پت او ابرو يې لوبې کولې [13].

ð غيبت تر زنا ډېر ناوړه او درنه ګناه ده (؛ځکه) خداى زناکار په توبه بښي؛خو غيبت کوونکي،چې څو له غيبت شوي عذر نه وي غوښتى؛ نو نه يې بښي [14].

ðغيبت دې ته وايي،چې د خپل ديني ورور په باب داسې څه ووياست،چې نه يې خوښېږي[15] .

ð د يوچا د غيبت جبرانول دا دي ،چې له خدايه ورته بښنه وغواړې [16].

 

[1] ( الکافي ٢/ ٣٥٦)

[2] ( الکافي ٢/ ٢٣٥ )

[3] (مجموعه ورام ١/ ١١٥)

[4] ( جامع الاخبار: ١٥٧ )

[5] (الاختصاص : ٢٤٢ )

[6] ( تفسير القمي ١/ ٢٠٤)

[7] ( جامع الاخبار ١٤٧ )

[8] ( الامالي للصدوق ٢٠٩)

[9] (مستدرک الوسايل ٩/ ١٢١)

[10] ( جامع الاخبار ١٤٦)

[11] (مستدرک الوسايل ٩ / ١٢٥)

[12] ( مستدرک الوسايل ٩ / ١٢٦ )

[13] ( ابوداوود )

[14] (بيهقي)

[15] ( کنز ٣/ ٥٨٦ )

[16] ( کنز ٣/٥٨٨ )

 

سرچینه : نور تفسیر، د حجرات سورت تفسیر، مفسر شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!