نهم څپرکی یو بل ته د دولت او ملت[1] دندې ۱۷۳ مساله : د هېواد د لومړي کس واجبه دندې، چې په هر نامه ( خلیفه، امیر، واکدار، ولسمشر، رییس، وزیر او…….) له درېیو سرچینو څخه ټاکل کېږي: ۱- چې الهي شریعت یې پر غاړه ایښې وي . ۲- چې اساسي قانون ورته وضع […]
نهم څپرکی
یو بل ته د دولت او ملت[1] دندې
۱۷۳ مساله : د هېواد د لومړي کس واجبه دندې، چې په هر نامه ( خلیفه، امیر، واکدار، ولسمشر، رییس، وزیر او…….) له درېیو سرچینو څخه ټاکل کېږي:
۱- چې الهي شریعت یې پر غاړه ایښې وي .
۲- چې اساسي قانون ورته وضع کړې وي او د شرعې مخالف نه وي .
۳- چې خپله یې د نوماندۍ او تبلیغاتو پر مهال خلکو د هغو مباحو او یا مستحبو دندو ژمنه ورکړې وي او خلکو هم د همدې ژمنو پر بنسټ رایه ورکړې وي .
۱۷۴مساله : که واکدار په پورته ویل شویو شرایطو په لوی لاس عمل و نه کړي؛نو شرعاً له خپل مقامه معزل دی،که څه خلک په خبرو،رسنیو او لاریونونو خپل مخالفت وښيي که نه؛بلکې دهغه شرعي عزل،که فرض کړو پورته لومړی بند یې نه دی ترسره کړی او ان که فرض کړو خلکو ورسره موافقت هم کړی وي- چې دا په اسلامي هېوادونو کې نه پېښدونکی دی- د نه تردید وړ دی .
۱۷۵ مساله : هغه ژمنې، چې خلک یې د ولسمشرۍ له نوماند یا بل هر نومانده اوري؛ خو د دې پر بنسټ ورته رایه نه ورکوي او که ولسمشر او یا د بل هر مقام خاوند پرې عمل و نه کړي؛ نو دهغې د عزلېدنې لامل نه ګرځي؛ بلکې د خلکو پر وړاندې یې د شان د راکمېدنې لامل ګرځي .
۱۷۶ مساله : که د ځینو عوارضو له امله ولسمشر ته په نوموړیو دندو عمل کول، نامقپېر شي، هغه له خپلې دندې معزولېږي .که دا دندې یې تر تقرره مخکې ناشونې وې[2] او یا دا چې تر تقرر وروسته یې ناشونې شوې وي،که هغه ولسمشر وي او یا بل کس، چې دې مقام ته د رسېدو امکان ولري،که ولسمشر وي؛نو په دې صورت کې یې د مقام مشروعیت ته څه زیان نه رسوي .
۱۷۷ مساله: که ولسمشر خلکو ته نامشروع او حرامې ژمنې ورکړي او که فرضاً خلک هم د همدې ژمنو له مخې رایه ورکړي او بریالی شي؛نو بریالیتوب یې شرعاً باطل او تصرفات یې ناروا دي . که څه په هغو حرامو ژمنو عمل وکړي یا یې ونکړي .
۱۷۸ مساله: وټیز ګټو او ټول ګټو ته چوپړ او ټول سیاسي، ټولنیز او پوځي فعالیتونه دې د شرع او قانون په چوکاټ کې ترسره شي. د نامشروعو لارو؛لکه د کمزورو د ګاونډي د کمزوریو ملتونو استثمار، د هغوی د شتمنیو د لټونې په موخه پرې یرغل کول؛ نو دا ټول هر څه له محرماتو څخه دي او د هغه د عزل او ان د انعزال لامل ګرځي، په بله وینا د هېواد او د خلکو پرمختیا دې په مشروعو لارې وي؛نه په ظالمانه لارو،چې نورو ته پکې زیان ورسي.
۱۷۹ مساله : واجباتو ته په شا کوونې او د محرماتو د ترسره کوونې له لارې نه؛ بلکې د قانون او شریعت په چوکاټ کې له ولسمشره د خلکو،ملکي او پوځي چارواکو اطاعت واجب دی.
۱۸۰ مساله : د خپل ملت د هوساینې په موخه د کمزورو ملتونو په منځ کې د فتنې، اشوب ،تباهۍ او ویجاړۍ رامنځ ته کول او دهغوی وینه تویول او یا دا چې د خپلو ملت په صفونو کې د مذهب،ټبر، توکم، سیمې او دین په نامه د خپل موقعیت ټیکاو ( بېل یې کړه اېل یې کړه)، حرام دي او د مفسد او محارب په توګه د ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکیو د اعدام کېدنې لامل ګرځي. [إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ[3]] او دا د واقعي دیني حکومتونو او توکیز حکومتونو ترمنځ له سترو توپیرونو ځنې دی،چې داسې وګړيو ته د ویاړنې مډال ورکوي؛البته د اعدام حکم د بل چا له لوري نه؛ بلکې د عادلې محکمې له لارې ورکول کېږي او پلي کېږي .
۱۸۱ مساله: پر خلکو واجب دي،چې د هغو ظالمو او هوس بازو دولتونو پر وړاندې فرهنګي مقاومت او نا وسله واله مبارزه وکړي، چې هېواد د ورانۍ، فقر، جهل او خرافاتو په لور بیايي او د خلکو په منځ کې وېره او ترهه خپروي او خلک له دین او قانونه لرې کوي . خلک دې د چارو واګې نېکو حکومتونو ته وسپاري .
۱۸۲: مکلفین دې پوه شي،چې زیاتره د ملتونو د دین او دنیا ړنګېدل او له علم او صنعته وروسته پاتېدنه او د ذلت په ډنډ کې ورغورځېدل،د دولتونو د سرکښۍ له امله ول او دي او وي به او تر ټولو مهم داچې پوه شي د دولتونو د استبداد او سرکښۍ ستر لامل د ملتونو چوپه خوله او بې توپیره پاتېدنه وه او وي به او همدا چار د لویدیځیانو د پرمختیا او د ختیځیانو د وروسته والي لامل دی او تل دوی د ظالمو او زرومټو لخوا ښکېلاک او زبېښاک شوي دي.
قرآن کریم وايي : فرعون خپل قوم (ملت) سپک وګڼه او دوی هم له فرعونه اطاعت وکړ؛ نو د قضاوت په مقام کې خلک ملامته کوي وايي : [إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ] ، دې آیت ته ښه ځیر شﺉ،چې د مسلمانانو د پرمختیا خواله پکې نغښتې ده .
۱۸۳ مساله : د اساسي قانون او نورو قوانینو د ارزښتونو پاسوالي که څه د دولتونو دنده ده؛خو ملتونه دې تل پر حکومت څارنه وکړي ګنې نېکمرغۍ ته نه رسي. په صدر اسلام کې خلکو د یو قمیص په هکله پر دویم خلیفه (رض) نیوکه وکړه، چې دا یې له کومه کړی دی او ده هم بې له کومې غوسې او تاوتریخوالي خلک قانع کړل، چې دا یې له خپلې برخې او د زوی له برخې پېرلی دی؛خو ځینو بې تقوا درباري ملایانو د تاریخ په اوږدو کې د مفسدو واکمنو ټولو سرغړنو ته مخونه ورکوله او عوام الناس یې پرې وغولول؛خو ډېری اسلامي پوهانو تل حکومت ته نصحیت کاوه او د خلکو خدمت او ټولنیز عدالت ته یې هڅاوه.
۱۸۴ مساله : پر لوړ پوړیو واکدارانو او مسوولینو واجب ده، چې پر اداري برخو باندې د هېواد د توکیزو شونتیاوو او مناصبو د ویش پر مهال د نفوس،ټولنیز عدالت او واقعي لومړیتوبونو له مخې عمل وکړي او له مذهبي تعصبونو، ټبریز،سمتي، ژبني او ګوندي هوسونو څخه په کلکه ډډه وکړي،چې دا له ظالمانه او پرېوتیو او ناوړو کارونو ځنې دي او په نامړانه ډول د حق لتاړل دي او د هېواد د شاتګ لامل هم دی.
هو! ظالمانه تبعیضونه په خلکو کې د دښمنۍ تخمونه کري، ځینې لویۍ او تکبر ته هڅوي او ځینې سپکاوي او حقارت ته اړ باسي او دې ته ملي خیانت وايي او ملي خاینین د خدای له رحمته لرې دي. دا چې اساسي قانون د ټولنیز عدالت پلي کول د دولت پر غاړه ایښي دي؛نو شونې ده،چې د تبعیضاتو په وسیله سرغړونه کول د مسوولینو د عزل لامل شي.
۱۸۵ مساله : حکومت ته عملي حکمت او نېکه طریقه داده، چې د وړتیا واکۍ یا شایسته سالارۍ او د ټولیزو شرایطو په پامنیوي،چې په ۵ مه مساله کې بیان شوه،په حکومت کې دهغوی د کمیت په تناسب ټولو قومونو ته د ګډون حق عملي کړي، چې په دې توګه د دولت پایښت او د هېواد پرمختیا په یو ډول بیمه شي؛خو دا د هر واکدار کار نه دی؛خو داچې پیاوړې اراده ولري، په تول پوره او عقلمن وي،لوړ اخلاق ولري او ستر اندی وي،چې داسې وګړي د ګوتو په شمېر وي.
۱۸۶ مساله: په عین حال کې چې ملتونه دې د دیني دولت اطاعت او ملاتړ پر ځان واجب وګڼي او ورسره همکاري کول اړین بولي؛خو د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ،کورني، بهرني، مالي،اداري، پوځي، سوداګریزو، او فرهنګي سیاستونو په کلکه څارنه وکړي او درې واړو ځواکونو د مسوولینو پر چلن دې څارنه وکړي،په اسلامي حکومت کې چې مسوولین څومره هم ښه شي؛ خو بیا هم معصومین نه دي او واک کولای شي په لنډ یا اوږد مهال کې یې فاسد کړي. [كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى. أَن رَّآهُ اسْتَغْنَى]
د دوی په زړونو کې دې د خلکو ویره وي، چې دا کار د لوی لاس سرغړونو او تېروتنو د لږوالي لامل ګرځي.
۱۸۷ مساله: په خپل ټول وس،حکومتونه په غوره توګه د خپلو دندو په ترسره کونه کې بېوسه دي،خورا مناسب به وي، چې شتمن له توکیز اړخه او کارپوه له علمي اړخه او دیني علما په حکمت او حسنه موعظې د دې آیت پر بنسټ له دیني حکومت سره همکاري وکړي [وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى] ، بې توپیره پاتېدل،په تېره خواصو ته ډېر ناوړه چار دی. دا همکاري په بېلابېل ډول د پلي کېدو وړ ده،د بېلګې په ډول :
لومړی : هر هېواد ګڼ کارپوهان او په بېلابېلو تجربي، انساني او دیني څانګو کې بېلابېل د علمي درجو درلودونکي وګړي لري . د هرې څانګې کارپوه کولای شي،د باطني پازوالۍ ننګېرنې له مخې،د مثال په ډول لس کسیز انجمن جوړ کړي او په اوونۍ کې دوه ځل دوه ساعته ناستې ولري او د خلکو حالت ښه کوونې ته طرحې راوړاندې کړي او خپل اړونده وزارت ته د همدې طرحې یوه کاپې ورکړي او بله کاپي دې د ولسمشرۍ دفتر او مطبوعاتو ته ورکړي؛البته دا طرحې اجرايي ضمانت نه لري؛خو د اړوند مسوولینو پام به ځان ته راواړوي او په پایله کې به د هېواد پرمختیا لاپسې ګړندۍ کړي .
دویم : په هر هېواد کې شتمن وي،چې د خدای د رضا لپاره په اوونۍ کې یو ځل په ښار کې خپلمنځې ناستې جوړې کړي او د بې ځایه تولید ( د سینګار توکیو واردول) پر ځای دې د سهامي شرکتونو د رامنځ ته کوونې کړلارې جوړې کړي،چې هم دوی ته ګټور دي او همدا د هېواد د پرمختګ لامل ګرځي او هم پکې نشتمنو ته کار پیدا کېږي .
درېیم: دوی کړای شي خپل زکاتونه او نورې مالي مرستې بېکاره خلکو ته ورکړي، چې تل پرې کار وکړي او پرې پتمن شي او یا په لرې پرتو سیمو کې د نشتمنو په ځایونو کې دې پرې پلونه،لختي، جوماتونه، ښوونځي، حمامونه او لارې جوړې کړي،چې په دې ډول د دوی ژوند پرې روښانه شي.[4]
څلورم: که په نېکیو امر او له بدیو منع په پیل کې په نوي او مډرنه بڼه د دیني علماوو په منځ کې پلي شي او بیا دا کار د دیني علماوو له انحصاره راووځي او یو عام دود شي،چې دینوالین دې هم په دې ډګر کې اقدام وکړي او دا کار شرعاً په علماوو پورې تړاو نه لري؛ نو ځینې ټولنیزې ستونزې به هوارې شي او د پولیسو او محکمو کارونه به کم شي.
پینځم : هغه خیرین، چې ډېره شتمني لري؛نو د معارف او لوړو زده کړو وزارتونو په سلامشوره کولای شي د لومړني، منځني او ثانوي دورې لیسې او یا هم پوهنتونه جوړ کړي او بیا یې دې دوو وزارتونو ته وروسپاري.
شپږم : علمي، اخلاقي، دیني او تاریخي کتابونه وژباړي، چاپ یا یې بیا چاپ کړي او د نوي کهول ښیون ته یې وروړاندې کړي،چې دا کار د هېواد راتلونکی روښانوي.
۱۸۸ مساله: داچې انسان په دې نړۍ کې د خدای خلیفه دی؛ نو د همدې دندې له مخې دې ځمکې ابادې کړي او په علمي، اخلاقي او وټیز ډګرونو کې پخپلو ټولنو کې ونډه واخلي. که موږ خپله دا دنده هېره نه کړو؛نو هېواد مو ابادولای شو، دې دینوالین همت وکړي،چې په دې توګه یې ګټه ټولو ته ورسي.
۱۸۹ مساله: [وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى] د قرآن کریم د دې حکم له مخې ټولو پوهان،آندیالان او عقلمن دې د بېلابېلو وزلو لکه د کتابونو د تالیف،په ورځپاڼو،مجلو، راډیو، تلویزون او انټرنټ کې د مقالو په لیکنو او د انجمنونو په جوړونې په تېره د پوهنتون د زده کړیالانو له اړخه،د هېواد دیني فرهنګ دې پیاوړی کړي او له متعصبینو څخه د لرېوالي له لارې دې اسلامي ورورولي لاپسې ټینګه شي، چې دوي د خپلې تنګ نظرۍ او ناپوهۍ له مخې په دین سم نه دي پوهېدلي[5] . لنډه دا چې بې د دیني فرهنګ د پیاوړتیا له لارې، زموږ ټولنه نه سمېږي او خپل وخت بې ځایه مه تویوﺉ .
[1] ملت په لغت کې د طریقې یا روش په مانا دی، نه د یوه هېواد د خلکو په مانا؛خو نوموړې اصطلاح په ایران،افغانستان او تاجکستان کې مشهوره ده او یوه ډله عربان د هېواد خلکو ته شعب وايي او پاکستانیان ورته قوم وايي .
[2] خو که دندې یې د درېیم ډول له مخې وي؛نو ولسمشر منعزلېږي.
[3] (مايده/۳۳)
[4] په احادیثو کې له نشتمنو سره په مرسته دومره ټینګار شوی،چې بیانول یې بېل کتاب لیکنې ته اړتیا لري .
[5] همدوی دي،چې د اسلامي ثقافت په نامه ، ددې پر ځای چې ځوان زده کړیالان په اسلامي نړۍ لید او ایدیالوژۍ د اسلام له ستریا خبر کړي او دوی پرې قانع کړي؛ نو د ناپوهۍ او بې خبرۍ له مخې مسلمانان تکفیروي او د زده کړیالانو په منځ کې د اسلام د حکم پر ضد، د کینې او نفاق تخمونه شیندي . خدای دې یې هدایت کړي . هو! دا د دولت، په تېره د پوهنتون د مشر او د لوړو زده کړو وزارت وزیر دنده ده،چې د دې ډلې د نفاق اچونې مخه ونیسي .
سرچینه
د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل
لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني
ژباړن :اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com