تبلیغات

د لوراند او لورين څښتن په نامه ( پر ٣٨س، چې امام علي کرم الله وجهه د صفين له جګړې راستنېده؛نو د “حاضرين” په سيمه کې يې خپل زوى امام حسن رضى الله عنه ته دا ليک کښلى و . “حاضرين” د شام او عراق ترمنځ کلي دي يا د شام د “بالس” د ښار […]

د لوراند او لورين څښتن په نامه

( پر ٣٨س، چې امام علي کرم الله وجهه د صفين له جګړې راستنېده؛نو د “حاضرين” په سيمه کې يې خپل زوى امام حسن رضى الله عنه ته دا ليک کښلى و . “حاضرين” د شام او عراق ترمنځ کلي دي يا د شام د “بالس” د ښار د شاو خوا کلي دي.)


انسان او د روزګار پېښې

د هغه پلار له لوري، چې (دغه ځانګړنې لري؛) د پناه په درشل کې د زمانې په تېرېدو منښته کوي،عمر يې خوړلى او د تېرو په هستوګنځي کې هستوګن دى،چې سبا ترې کوچېږي،هغه زوى ته هيلمن دى،چې څه ترې لاس ته نه راځي،پر داسې لار درومي، چې په نېستۍ پاى ته رسي،په دنيا کې ورته د ناروغيو مخه ده، د روزګار ښکېل دى او کړاوونو په نښه کړى دى،پر دنيا بوخت دى،د چلي دنيا سوداګر،د پوپناکېدونکيو پوروړى،د مرګ بنديوان ، غمونه يې مل،د کړاوونو تر بريد لاندې،د هيلو بلهار او د تېرو ځايناستى دى .

د پالونکي تر ستاېنې وروسته، په واقع کې د عمر تېرېدو او د روزګار سرغړاندۍ او آخرت راته مخه کولو،دې ته راښکودم،چې يوازې ځان مې پر ياد وي او ټول پام مې آخرت ته وي،له ځان سره سوچ وکړم او بې له ځانه نورو ته شا کړم،چې زما نظر يې له نورو واړاوه او د هيلو له لاروۍ يې منع کړ او ما ته يې د خپل کار حقيقت راوښود او زه يې داسې لار ته راښکودم،چې لويي پکې نه کېږي او له داسې حقيقت سره يې آشنا کړم،چې د دروغو نښه پکې نه ليدل کېږي او ته مې د بدن يوه برخه لا څه چې ټول بدن يې، داسې که زيان درورسي؛نو ماته رارسېدلى او که مرګ درته راشي؛لکه چې ماته راغلى وي؛نو ستا چار مې خپل چار ګڼلى او دا ليک مې دروکښه،چې د ژوند په سختيو کې دې لارښوونکى وي، که ژوندى وم که نه وم .

 

 

د ځان جوړونې پړاوونه

زويه! په رښتيا درته سپارښتنه کوم،چې له خدايه وډار شه او تل يې د احکامو لاروي کوه او زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه،چې له “الله” سره دې ډاډمنه وزله ده،که منګولې پرې ښخې کړې؟

زړه دې په ښو نصيحتونو ژوندى کړه،ځاني غوښتنې حرامو ته پر شا کولو مړې کړه او زړه دې په يقين غښتلى،په حکمت رڼا او د مرګ پر يادولو يې آرام کړه او اړ يې کړه،چې پر خپل مرګ منښته وکړي او د دنيا د پيکه او بې خونده ادلون بدلون په څېړنو يې سترګې ورپرانځه او څه چې پر ړومبنيو راغلي،وريادکړه، پر کورونو او اثارو يې وګرځه او غور وکړه،چې څه يې کړي؟ له کومه راکوچېدلي او چېرې راکېووتي دي؟ له خپلو دوستانو بېل شوي او د غربت نړۍ ته يې سفر کړى او ډېر وخت به تېر نشي،چې ته به هم يو له هغوى يې!

نو خپل راتلونکى هستوګنځى دې آباد کړه او آخرت په دنيا مه پلوره او هغه څه مه وايه،چې پرې نه پوهېږې او هغه څه پر ژبه مه راوړه،چې درباندې لازم نه دي او پر هغه لار پښه مه ږده،چې له بې لارۍ يې ډارېږې؛ځکه د سرګردانۍ او بې لارۍ پر مهال د ځان ژغورنه په تباهۍ کې تر لوېدو غوره ده.

 

 

ټولنيز اخلاق

پر نېکيو امر کوه او پخپله هم نېک وسه او په لاس او ژبه د بديو مخه نيسه او هڅه کوه،چې له بدچارو لرې وسې او د خداى په لار کې؛لکه څنګه چې ښايي هڅه کوه او د خلکو ټپسورۍ دې له دې هڅې وانه ړوي.د حق لپاره په ستونزو کې لامبو وهه،په دين کې دې پوهېدنه کمال ته ورسوه،د ستونزو پر وړاندې له زغم سره روږدى شه،چې د حق په لار کې زغم يو خورا غوره روږد دى. په ټولو چارو کې ځان خداى ته سپاره،چې دا ډېر ډاډمن او غښتلى “پناه ځى” دى . خداى ته په اخلاص دعا کوه،چې ورکړه او نه ورکړه يې په لاس کې ده او له خدايه ډېر خير غواړه او په وصيت مې ځان ښه پوه کړه او ساده ترې مه تېرېږه؛ځکه هغه غوره خبره ده،چې ګټوره وي .

پوه شه! په هغه پوهه کې خير نشته،چې ګټوره نه وي او کومه پوهه، چې ګټوره نه وي؛نو د زده کړې وړ نه ده.

د اولاد په روزنه کې بيړه

زويه! چې و مې ليدل بوډا شوى يم او مخ پر کمزورۍ يم؛ نو د وصيت په کښلو کې مې درته بېړه وکړه او اخلاقي ارزښتونه مې درته پکې په نښه کړل او همداراز ځکه مې په کښلو کې يې بيړه وکړه،چې هسې نه اجل مې راشي او خپل رازونه مې تا ته نه وي ويلي او يا لکه څنګه چې بدن کمزورېږي،دغسې فکر هم دى يا مخکې تردې،چې نصيحت مې درته کړى وي،ځاني غوښتنې دې دربرلاس شوې وي او دنيا دې پر ځان ميين کړي او منل درته ستونزمن شي؛ځکه د تنکيو ځوانانو زړونه د ناکره ځمکو په څېر دي،چې د هر تخم کرلو ته چمتو دي.زه هم مخکې تردې،چې سخت زړى او پند نه منونکى شې او عقل دې نورو څيزونو ته لېوال شي،يو څه ادب درښيم،چې په ټوله هڅه پر کار لګيا شې او هغه ګټه تر لاسه کړې،چې تجربه کاران يې غواړي او په خپل محک يې ازمېلې ده او دې ته اړ نشې،چې پخپله لار تجربې پيل کړې. په دې باب د ادب هغه څيزونه درښيم،چې موږ تر ډېر زغم وروسته لاس ته راوړي او هغه حقايق،چې موږ ته ناڅرګند ول؛خو چې تاسې ته راښکاره شي.

زويه! سمه ده،چې ما د پخوانيو هومره عمر نه دى کړى؛ خو د هغوى کړنې مې وکتې او په حالاتو مې يې غور وکړ او په اثارو کې يې وګرځېدم،تردې چې يو له هغوى شوم؛بلکې د هغوى د تاريخ تر څېړنې وروسته ته وا چې له پيله تر پايه ورسره وم؛نو د هغوى د ژوند څرګند او خوږې برخې مې له ناڅرګندو او ترخو برخو يې بېلې کړې او ځان مې د هغوى پر ګټورو او زيانمنو چارو پوه کړ، بيا مې د هغوى مهم او ارزښتناکه څيزونه او هره ښکلې او خوږه پېښه درته غوره کړه او ناپېژندل شوي او مجهول څيزونه مې يې يوې خواته کړل؛نو لکه څنګه چې مهربان پلار خپل اولاد ته ښه خوښوي؛نو زه هم د دې اصل په لاروۍ تا په ښو ادبي څيزونو روزم؛ لکه چې د ځوانۍ پيل دې دى او د روزګار ته دې نوې مخه کړې، نيت دې پاک او نفس دې له چټليو سپېڅلى دى .

د اولاد د روزنې دود

د روزنې په پيل کې مې هوډ ونيو،چې د متعال خداى د کتاب د آيتونو تفسير در زده کړم او د اسلام شريعت او د حلالو او حرامو احکام يې دروښيم او پر نورو څيزونو لګيا نشم؛خو وډار شوم څه چې د خلکو د ګروهو او نظرياتو د اړپېچ لامل شو او چارې يې ورته مثبتې کړې؛نو هسې نه چې ته هم په دې زخمه کې ولوېږې.

په پيل کې مې نه غوښتل،چې دې لارې ته دې راکاږم؛خو له ځان سره مې غور وکړ،چې پوهېدل دې تردې غوره دي، چې ټولنيز هلاکت ته تسليم شې او هيلمن يم،چې خداى د بريا توفيق درکړي او سمه لار دروښيي؛نو ځکه مې خپل وصيت درته داسې تنظيم کړى دى :

زويه! پوه شه،چې د دې وصيت د عملي کېدو ډېره برخه، چې مې ښه ايسي،هغه له خدايه ډار،د فرايضو تر سره کول او پر هغې لارې تلل دي،چې پلرونه او د کورنۍ صالحان دې پرې تللي دي؛ ځکه هغوى تل په خپلو چارو کې فکر کاوه،چې ته هم بايد هماغسې وکړې او له ځان سره به يې غور کاوه، چې ته هم بايد هماغسې وکړې،چې په پايله کې،څه چې ښه ول،عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول،مخ يې ترې واړو او که نفس دې د هغوى دود نه کاراوه او غوښتل يې،چې پخپله په حقايقو پوه شي؛لکه چې هغوى پوه شوي ول؛نو هڅه کوه،چې د پوهې او علم له لارې هر څه تر لاسه کړې؛نه داچې د شبهاتو په ډنډ کې ولوېږې او په چټي ويينو او مجادلو لګيا شې او د پاکانو پر لار تر تلو ړومبى له خدايه مرسته وغواړه او په لار کې يې په اخلاص عمل وکړه،چې بريا ومومې او له هر هغه کاره لاس واخله،چې تا شکمنوي او يا دې بې لارې کوي او چې يقين دې وشو،چې زړه دې روښانه او متواضع و او فکر دې راغونډ شوى او اراده دې يوازې يو څيز ته شوې؛نو د هغه څه په اړه غور وکړه،چې تاته يې څرګندوم او که په دې لار کې،څه چې دې ښه ايسېدل،چمتو نه شول او فکر دې ارام و نه موند؛نو پوه شه،پر کومه لار،چې ځې،خوندي نه يې او په تيارو کې روان يې؛ځکه دين غواړى نه تېروځي او نه شکمن او سرګردان وي،چې په داسې حالت کې ډډه کول غوره وي.

معنوياتو ته پام کول اړين دي

زويه!په وصيت کې مې سم فکر وکړه،پوه شه چې د مرګ واکوال هغه دى،چې ژوند يې په لاس کې دى او د مخلوقاتو پنځوونکى دى،هغه يې مړه کوي او هماغه يې پوپنا کوي او هماغه يې بيا ژوندي کوي او څوک چې ناروغوي،شفا هم ورکوي. پوه شه، چې نړۍ تلپاتې نه ده او د خداى په اراده پر خپل حال ده. او ته د نعمتونو پر ورکړه،له ډول ډول ازمېښتونو،د قيامت په بدلې او يا څه چې خداى غواړې نه پوهېږې او که د نړى او روزګار د ادلون بدلون په اړه درته کومه ستونزه رامنځ ته شوه؛نو په خپله ناپوهۍ کې يې وشمېره؛ځکه ته لومړى ناپوهه زېږېدلى يې بيا پوه شوى يې او ډېر داسې څه دي،چې ته نه پوهېږي او فکر دې پکې هېښنده او حيران دى او ليدانه دې پکې لار نه مومي؛خو وروسته يې ګورې او پېژنې يې؛خو خداى ترې لا د مخه خبر دى .

نو هغه ځواک ته پناه يوسه،چې ته يې پيدا کړى يې،روزي يې درکړې او په اندامونو يې برابر کړى يې؛نو بايد يوازې “هغه” ولمانځې،ورته لېوال وسې او ترې وډار شې.

زويه پوه شه! هېڅوک د رسول اکرم په څېر له خدايه خبر نه دى مشري يې او د ژغورنې لپاره لارښوونه يې ومنه،په واقع کې ما ستا په نصيحت کې څه قصور نه دى کړى او چې څومره هڅه وکړې،چې ځان سم کړې؛خو د خپل پلار په څېر کېداى نشې.

زويه پوه شه ! که خداى شريک درلوداى؛نو استازي يې درته راتلل او د قدرت اثار يې تا ليدل او کړه وړه او صفات دې يې پېژندل؛خو خداى لکه څنګه چې خپل ځان ستايلى،يوازې ايکې يو خداى دى،چې څوک په ملک کې ورسره شخړه نه لري،بيخي زوال نه مومي او تلپاتى دى.د هر څيز لومړى دى،چې پيلامه نه لري او د هر څيز وروستى دى،چې پاى به و نه لري او تر هغه لوړ او اوچت دى،چې ربوبيت يې په زړه يا سترګو ثابت شي.

اوس،چې په دې حقيقت پوه شوې،په عمل کې داسې هڅه وکړه،چې درسره ښايي،سره له دې،چې خداى ته دې مقام ټيټ، وسه دې ډېره لږه او بېوسي دې ډېره ده،د خداى د اطاعت لېوال او له عذاب او غوسې يې ډارېږي؛ځکه خداى يوازې ورته پر نېکيو د امر او له بديو د منع حکم کړى دى .

 

د آخرت ګروهنې اړتيا

زويه! ما د دنيا له ډول ډول تحولاتو او له پوپنا کېدو او لاس په لاس کېدو يې خبر کړې او له آخرت او څه چې هلته انسانانو ته چمتو دي هم خبر کړې او د دواړو بېلګې مې وويلې،چې نصيحت ومنې او د ژوند پر دود پوه شې.

چاچې دنيا ازمېلې کيسه يې د هغه مسافر په څېر ده،چې په بې اوبو او بې وښو سخت ځاى کې اوسېږي او د سوکالۍ او اسانۍ ځاى ته د تلو په هوډ کې وي؛نو د لارې ستونزې او د دوستانو بېلتون زغمي،پر ځان د خوراک څښاک سختي تېروي،څو پر خوندي او پراخ هستوګنځي ارام ګام کېږدي او د سفر له سختيو ستړى شوى نه وي او لګښت تاوان او غرامت نه ګڼي او يوازې دا يې ښه ايسي،چې د امن او ارامۍ ځاى ته ورسي.

او د دنيا پالو کيسه د هغې ډلې په څېر ده،چې د نعمتونو له ځايه وچ،بې اوبو او بې وښو ځاى ته وکوچېږي؛نو له خپل ځايه بېلېدل ورته خورا ستونزمن وي،چې بايد خپګان يې وزغمي.

 

د ټولنيزو اړيکو کچې

زويه! ځان دې د ځان او نورو ترمنځ تله کړه؛نو څه چې خپل ځان ته خوښوې؛نورو ته يې هم خوښ کړه او څه چې ځان ته نه خوښوې، نورو ته يې هم مه خوښوه،پر چا تېرى مه کوه؛لکه څنګه چې دې نه خوښېږي،چې تېرى درباندې وشي.

نيک وسه؛لکه څنګه چې دې خوښېږي،نيکي درسره وشي او څه چې له نورو ناوړه ګڼې؛نو له ځانه يې هم ناوړه وګڼه،د خلکو د خير په در رسولو،چې خوښېږي؛نو ته هم خير ور ورسوه .

په څه چې نه پوهېږې،مه يې وايه(؛خو که پوهېږې ويې وايه ) که څه هم پوهه دې لږه وي.د نورو په اړه هغه مه وايه،چې نه دې خوښېږي،په تا پورې وويل شي.

پوه شه،چې غاورتوب او غرور د رښتيا خلاف چار او د عقل آفت دى،په ژوند کې خورا هڅاند وسه او نورو ته د زيرمولو په فکر کې مه وسه او چې سمه لار دې ومونده؛نو د خپل پالونکي پر وړاندې دې ښه عاجز او متواضع وسه .

 

 

د توښې لاس ته راوړو ته هڅه

پوه شه! چې سخته او ډېره اوږده لار دې پر مخ ده او په دې لار کې به هله بريا مومې،چې لازم زيار وکاږې،ډېره هڅه وکړې او پوره په تول تللې زېرمه او توښه ورته ولرې او د ګناه پېټى دې سپک وي .

تر خپلې وسې پورته پېټى مه پر او ږه کوه،چې دروندوالى يې تا کړوي او که يو بېوزلى دې وليد،چې توښه دې تر قيامته وړي او سبا چې ورته اړ يې،بېرته يې درکوي؛نو لاسنيوى يې غنيمت وګڼه او توښه يې پر اوږو کېده او که شتمن يې؛نو ډېر انفاق وکړه او ورسره يې ولېږه؛ځکه شونې ده،چې د قيامت پر ورځ به د داسې وګړي په لټه کې يې (؛خو) و به يې نه مومې. که د شتمنۍ پر مهال درنه چا پور وغوښت؛نو ورکړه غنيمت وبوله،چې د سختۍ او تنګلاسۍ پر ورځ درته راستنه شي،پوه شه چې سخت پيچومى دې پر مخ پروت دى،چې ترې د سپک پېټي والا د تېرېدو حال تر درانه پېټي والا خورا ښه دى او هغه چې په ورو ځي،حال به يې تر هغه ډېر بتر وي،چې ګړندى دى او د پېچومي تر راکېووتو وروسته جنت يا دوزخ دى؛نو تر راکېووتو ړومبى دې ځان ته زېرمه ولېږه،تر ورتلو مخکې دې ځان ته هستوګنځى چمتو کړه؛ځکه تر مړيني وروسته عذر او پلمه نه منل کېږي او دنيا ته د راستنېدو لار تړلې ده .

 

 

د الهي لورنو نښې

پوه شه! هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي،چې د اسمان او ځمکې زېرمې درسره دي،تاته يې امر کړى،چې ويې غواړې،چې در يې کړي،بښنه ترې وغواړې،چې ودې بښي او خداى د ځان او ستا ترمنځ څوک نه دى کېنولى،چې ترمنځ مو واټن او پرده وي او نه يې اړ کړى،چې څوک دې درته سپارښتنه وکړي او که ګناه دې وکړه؛نو د توبې ور يې نه دى تړلى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه او په توبه ايستو او له ګناه په راستنېدو کې يې ټپسورى نه کړې،په هغه ځاى کې يې رسوا نه کړې،چې د رسوا کېدو وړ وې او د توبې په قبلېدو کې يې درباندې سخت شرايط کېنښوول او د خپلې کړې ګناه له امله يې محاکمه نه کړې او په تنګه يې و نه نيوې او له خپلې لورنې يې نهيلى نه کړې؛بلکې له ګناه مخ اړول دې نيکي شمېري.

د هرې ګناه دې يوه سزا درکوي؛خو د هرې نېکۍ دې لس ګرايه ثواب درکوي او پر مخ يې درته د توبې لار پرانستې ده؛چې کله يې وبولې،غږ دې اوري او چې د زړه راز دې ورته ووايي؛نو پرې پوهېږي؛نو خپله اړتيا دې ورته ووايه او څه چې دې پر زړه وي ورته ووايه .خپل خپګان دې ورته ووايه،چې درنه يې لرې کړي او په ستونزو کې درسره مرسته وکړي.

 

 

د دعا قبلېدو شرايط

او د خداى د لورنو له زېرمو داسې څيزونه غواړه،چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛لکه ډېر عمر،د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي. بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې،په دعا د خداى د نعمت هغه ورونه پرانستاى شې،چې د الهي رحمت باران درباندې وورېږي.کله هم د دعا د قبلېدو له ځنډه مه نهيلېږه؛ځکه الهي ورکړه په نيت ده.

کله د دعا قبلېدل ځنډېږي، چې د غوښتونکي بدله ډېره او د هيلمن ورکړه ډېره شي؛کله څه غواړي؛خو نه ورکول کېږي؛ځکه په دې يا هغې دنيا کې به ترې غوره درکړي او په دې کې دې خير و،چې څه يې در نه کړل؛ځکه ډېرى داسې غوښتنې دي،چې که ورکړاى شي؛نو د دين د هلاکېدو لامل به يې شي؛نو غوښتنې دې داسې وي،چې ښکلا او نېکي يې درته پاتې شي او رنځ او سختي درنه لرې کړي؛نو نه درته د دنيا شتمني پايښت مومي او نه به ته د دنيا شتمنۍ ته پاتې شې.

 

 

د مړينې يادونه

زويه پوه شه،چې د آخرت لپاره پيدا شوى يې؛نه دنيا ته،له دنيا تلونکى او پکې پاتې کېدونکى نه يې،مرګ ته پيدا شوى يې؛نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده،چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او آخرت ته ورننوځې او د مرګ ښکار يې،چې څوک ترې نشي تښتېداى او چې څوک هم ولټوي؛نو په لاس ورځي او نيسي يې؛نو له مرګه وډار شه! هسې نه چې په داسې وخت کې درته راشي،چې د ګناه پر حال يې او يا توبې ته سترګې پر لار يې؛خو مرګ مهلت درنه کړي او ستا او د توبې ترمنځ دې خنډ شي،چې په دې توګه ځان به دې پوپنا کړى وي.

زويه ! مرګ خورا يادوه او هغه يادوه،چې پر لور يې وردرومې او تر مړينې وروسته پکې هستوګنېږې.له مرګ سره د ليدو کاتو تر وخته،له هر پلوه ورته چمتو وسه،ځواک دې زيات کړه او د همت ملا دې مضبوطه وتړه،چې ناڅاپه رانشي او مغلوب دې نه کړي. هسې نه چې پر دنيا د دنيا پالو زړه تړنه دې مغرور کړي؛ځکه خداى د دنيا له حالاتو خبر کړى يې او دنيا هم له خپلې وضع خبر کړې او د روزګار له بدرنګوالي يې درته پرده لرې کړې ده .


د دنيا پالو پېژندنه

په واقع کې دنيا پالي د سپو په څېر په ښکار پسې غپېږي؛ ځينې پر ځينو بريد کوي او غښتلي يې کمزوري خوري او لويان يې کوچني خوري او يا د هغو اوښانو په څېر دي،چې ځينې يې له پښو تړلي او ځينې يې په بېديا کې خوشي شوي،چې لار يې ورکه کړې او په ګړنګونو او شګلنو ځايو کې ګرځي راګرځي،چې ګرځېدل پکې خورا ستونزمن وي،نه شپون لري،چې چارې يې ورسمې کړي او نه څرونکى لري،چې څړځي ته يې بوځي.

دنيا هغوى د ړندو لارې ته راکاږلي او سترګې يې ورته د ښيون له ډيوې بې برخې کړي دي،په بې لارۍ کې سرګردان دي او په نعمتونو کې ډوب دي،چې نعمتونه يې خپل پالونکي نيولي دي، دنيا پرې لوبې کوي او دوى له دنيا سره لوبې کوي او آخرت يې هېر کړى،لږ مهلت ورکړه،تياره ژر لرې کېږي؛لکه چې مسافر خپل منزل ته رسېدلى دى او څوک چې بيړه وکړي؛نو کاروان ته به ورسي .

زويه پوه شه ! د چاچې سپرلۍ شپه و ورځ چمتو وي؛ نو تل به په حرکت کې وي،که څومره هم ځان ولاړ بولي او تل به لار وهي،که څومره هم پر خپل ځاى ولاړ او سوکاله وي .

 

 

په ژوند کې واقعيت ليدنه

( بېلابېل اخلاقي ارزښتونه)

په يقين پوه شه،چې ټولو هيلو ته به دې ونه رسې او له مرګه هم خلاصېداى نشې او د هغوى پر لار ځې،چې تر تا مخکې تللي دي؛ نو د دنيا شتمني په ښه توګه تر لاسه او په نېکۍ يې ولګوه؛ځکه دنيا ته ډېرې داسې بې کچې هڅې شوي،چې پانګه يې پوپنا کړې؛ نو هر هڅانده به د خپلې خوښې روزۍ ته ونه رسي او داسې هم نه ده،چې که څوک د روزۍ لاس ته راوړو ته ونه ځغلي؛نو بې برخې پاتې کيږي .ځان دې له هر ډول پستۍ وساته،که څه هم خپلو موخو ته دې ورسوي؛ځکه څومره پت او ابرو،چې له لاسه ورکوې، بيه يې تر لاسه کولاى نشې.

د بل مريي مه اوسه،چې خداى آزاد پيدا کړى يې،د هغه خير به څه ګټه وي،چې يوازې په شر تر لاسه کېږي او هغه به سوکالي نه وي ،چې په ډېرو کړاوونو لاس ته راځي .

له دې ډډه وکړه،چې د هيلو سپرلۍ دې د هلاکت لوري ته راکاږي،که کړاى شې،چې ستا او د خداى ترمنځ دې د نعمت خاوند نه وي؛ نو همدغسې وسه؛ځکه ته خپله روزي تر لاسه کوې او خپله برخه اخلې او د خداى له لوري،چې ډېر لږ څه ترلاسه کوې، تر هغې(شتمنۍ) خورا ډېره ده،چې د بندګانو له لاسه يې ترلاسه کوې، که څه هم دواړه د خداى له لوري دي .

څه چې په چوپه خوله له لاسه ورکوې،تر هغه خورا اسانه ده،چې په خبره له لاسه ووځي؛ځکه د ګوډي د منځپانګې ساتنه د خولې په ټينګه تړنه کې يې شونې ده او چې څه دې په لاس کې وي،ماته يې ساتنه تر هغه غوره ده،چې له بله څه وغواړې او د نهيلۍ تراخه له خلکو تر غوښتنې غوره دي. له پاکلمنۍ سره ورهڼه-کسب وکار تر هغې ډېرې شتمنۍ غوره دى،چې په ګناه ترلاسه کېږي.

تر بل هر چا پخپله بنيادم د خپلو رازونو دساتنې وړ دى. ډېر داسې زيارکښان دي،چې خپل زيان ته کار کوي،کړتن تل چټيات وايي،څوک چې غور کوي،د ليدانې سترګې يې خلاصېږي او پوهه ترلاسه کوي .

نېکانو ته نژدې شه او له هغوى وسه او له بدانو لرې شه او ترې لرې وسه .حرامه مړۍ ډېر ناوړه خواړه دي او پر بېوسي تېرى ډېر ناوړه تېرى دى .

په کوم ځاى کې،چې ښه چلن ناوړه شمېرل کېږي؛نو پر ځاى يې ناوړتوب وکړه،څومره ډېر داروګان دي،چې درد زياتوي او ډېرى داسې دردونه دي،چې پخپله درمل دي او ډېر داسې دي،چې د نصيحت وړ نه وي؛ نو نصيحت کوي او ناصح چلي وي.

په هيلو دې بيخي ډډه مه وهه،چې د احمقانو پانګه ده او له تجربو پند اخستل د عقل ساتنه ده او هغه غوره تجربه ده،چې پند دروښيي؛نو مخکې تردې چې فرصتونه له لاسه ووځي او خپګان رامنځ ته کړي،ګټه ترې واخلئ .

هر زيارکښ خپلو غوښتنو ته نشي رسېداى او هر له لاسه وتلى بيا نه راستنېږي او د تباهۍ له بېلګو د آخرت د توښې پوپنا کول دي،هره چاره يوه پاى لري او څه چې درته مقدر (او ټاکل) شوي،را به شي.

هر سوداګر ځان په خطر کې اچوي،ډېر داسې لږ وي،چې تر ډېرو “غورو” ښه وي .

په پرېوتي او سپک دوست او کنجوس ملګري کې ګټه نشته . اوس چې روزګار دې په واک کې دى،خورا هلې ځلې مه کوه او پرېمانه لاس ته راوړو لپاره يې ځان په خطر کې مه اچوه او پر جګړه مارې سپرلۍ له سپرېدو ډډه وکړه.


د دوستانو حقوق

که دوست دې درسره اړيکه پرې کړه؛نو ته يې ورسره مه پرې کوه،که مخ يې درنه واړو،ته پرې لورېږه او چې کنجوسي يې کوله، ته د ورکړې لاس وروغځوه او چې ځان يې لرې نيوه،ته ورنژدې شه او چې درسره ناوړه چلېده،ته ورسره نرم چلېږه او چې تېروت؛نو عذر يې ومنه،داسې لکه چې ته يې بنده او هغه دې د نعمت خاوند (ولي نعمت) وي .

هسې نه چې په دې لارښوونو،له هغو سره وچلېږې،چې دوستان دې نه وي يا د داسې چلن وړ نه وي .د خپل دوست له دښمن سره دوستي مه کوه،چې له دوست سره دې د دښمنۍ لامل شي.دوست ته دې نصيحت وکړه،که ښه وي يا بد . غوسه وزغمه،چې د خوږ غړپ تېرول دي او پاى يې خورا خوندور ده،چې درسره يې بد خوى کارولى؛نو ته ورسره ښه چلن وکړه او هيله ده،چاچې ژر به ستا پر وړاندې نرم شي.

له خپل دښمن سره احسان وکړه،چې د “غچ او بښنې” د دوو برياوو خواږه دي .که له خپل دوسته بېلېږې؛نو له بيا دوستۍ لپاره څه ځاى پرېږده،که يو وخت غواړي،چې بيا دوست شي،چې لار درته پرانستې وي،چاچې درباندې ښه ګومان وکړ؛نو تصديق يې کړه او په خپلو چارو يې ګومان واقعيت ته ورسوه.کوم اعتماد،چې مو ترمنځ دى؛نو د خپل دوست حق مه لتاړه؛ځکه د چا حق چې دې ضايع کړ؛نو نور دې دوست نه دى .

له خپلې کورنۍ سره داسې چلېږه،چې ورته ګټور يې او پر هغه زړه مه تړه،چې مينه درسره نه لري . هسې نه چې دوست دې د دوستۍ د پرېکړې لپاره تر ټينګېدو يې قوي دلايل ولري او نه ښايي درسره د بدۍ کولو انګېزه او پلمه يې درسره تر نېکۍ کولو ډېره وي.

درباندې شوي تېري ته غټ مه ګوره؛ځکه ظالم پر خپل زيان او ستا پر ګټه هڅه کړې او څوک چې دې خوشحالوي،بدله يې ورسره بدي کول نه دي .

اخلاقي ارزښتونه

زويه پوه شه ! چې روزي په دوه ډوله ده : يوه هغه ده،چې ته يې لټوې او بله هغه ده،چې تا لټوي او که ورپسې ولاړ نشې؛نو په تا پسې به راشي.

د اړتيا پر مهال عاجزي او د شتمنۍ او غنا پر مهال تېرى خورا ناوړې چارې دي !

په حقيقت کې له دنيا دې برخه هومره ده،چې خپل آخرت دې پرې آباد کړې،که په هغه څه پسې خپه کېږې،چې له لاسه دې وتلى؛نو په هغو څيزونو پسې هم مه خپه کېږه،چې لاس ته دې نه دي راغلي.

مخکې چې دې څه ليدلي يا اورېدلي،د هغو لپاره پرې استدلال مه کوه،چې لا تر اوسه نه دي راغلي؛ځکه ادلون بدلون او د ژوند چارې د يو بل په څېر دي .

له هغوى مه وسه،چې نصيحت ورته ګټور نه وي؛خو داچې ډېر يې وځوروې؛ځکه عقلمن په نصيحت او ادب پند اخلي او څاروي په وهلو ډبولو.

کوم غم او خپلګان،چې در رسي،په زغم او ښه يقين يې له ځان لرې کړه.څوک چې منځلاري پرېږدي،د حق له لارې کږېږي.ملګرى د خپلوان په څېر وي او حقيقي دوست هغه دى،چې په پټه هم په خپلې دوستۍ کې صادق وي .هوا او هوس له رنځ او کړاو سره شريک او هوا پالنه د ړوندوالي په څېر ده.

ډېر داسې پردي وي،چې له خپلو هم خپلوان وي او ډېر داسې خپلوان وي،چې له پردي هم پردى وي.غريب او يوازې هغه دى،چې ملګرى نه لري .څوک چې له حقه واوړي،ژوند پرې تنګېږي .څوک چې په خپل قدر پوه شي؛نو درناوى يې ورته پاتې وي. ستا او د خداى ترمنځ اړيکه،يوازېنۍ ټينګه وزله ده،چې منګولې پرې ښخولاى شې.څوک چې دې په فکر کې نه دى او چارو ته دې اهتمام او پاملرنه نه لري؛نو دښمن دې دى .چې کله تمه د هلاکت لامل وي؛ نو پخپله نهيلي،موخې ته رسېدل وي.

داسې نه ده، چې هر عيب او نيمګړتيا به ښکاره ليدل کېږي او هر فرصت به تر لاسه کېږي.ډېر ځل سترګور او بينا تېروځي؛خو ړوند مقصد ته رسي . د ناوړو چارو کول وځنډوه؛ځکه هر وخت يې کړاى شې.له ناپوه سره پرېښوول؛لکه له عقلمن سره يو ځاى کېدل دي .څوک چې د روزګار له چلولو خوندي وي؛نو روزګار به ورسره خيانت وکړي او څوک چې فاني روزګار ستر وګڼي؛نو خوار به يې کړي،داسې نه ده،چې هر غشى اېشتونکى نښه ولي. د واکمن نظر، چې واوړي؛نو زمانه هم ورسره اوړي .

تر سفر مخکې ملګري وپوښته او د کور تر پېرلو مخکې، ګاونډ وپېژنه،له بې ارزښته او خندنى خبرو ډډه وکړه؛که څه هم د نورو له خولو يې وايي .

د ښځې مقام

د هېواد په سياسي چارو کې له ښځو سره له مشورې ډډه وکړئ؛ځکه رايه يې سسته او له خپل هوډه اوړي،په ستر کې يې وساتئ،چې نامحرم ونه ويني؛ځکه ستر ښځو ته سنګر دى،چې له زيانه يې خوندي ساتي.له کوره وتل يې تر دې بتر نه دي،چې کور ته بې اعتماده راننباسي،که داسې ژوند کړاى شې،چې بې له تا نور و نه پيژني؛نو همدغسې وکړه! پر ښځې له وسې يې پورته پېټى مه ږډه؛ځکه ښځه د پسرلي ګل دى؛نه مضبوط پهلوان،تر بريده يې ډېر احترام مه کوه،چې درته په تمه شي او د نورو لپاره په ناروا سپارښتنه وکړي .له بې ځايه غيرت ډډه کړه؛ځکه کېداى شي سمه ښځه ناسمۍ او پاکلمنې بدګومانۍ ته راکاږي .

هر يو خادم ته دې ټاکلې دنده وسپاره،چې پر وړاندې يې مسوول وي او د دندو سم ويش ددې لاملېږي،چې چارې يو بل ته پرېنږدي او په خدمت کې ناغېړي و نه کړي ټبر دې ونازوه؛ ځکه بڼکې او وزرونه دې دي او پرې الوزې،هغه دې بيخ او اصل دى،چې ورګرځې او غښتلى مټ دې دى،چې په ملاتړ يې پر نورو بريد کوې .

دين او دنيا دې خداى ته سپارم او له خدايه درته اوس،په راتلونکې او هم په دنيا او آخرت کې غوره برخليک غواړم.

پاى

ژباړه :اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست